دوېم نړيوال جنګ چې په ټوله نړۍ کوم اغيز کړے ؤ هغې د ځان سره د فکشن جولۍ ته داسې لازواله بخښنې کړې دي چې نن هم په نړيوال فکشن کښې هڅکه غړۍ ولاړې دي۔ د سامراجي قوتونو له خوا په دغه جنګ کښې د بې شمېره انسانان وينې لکه د اوبو بهېدلې دي۔ د طاقت د حصول، د سامراجي اجاره دارۍ او سرمايه دارۍ د قائم ساتلو لپاره د دغه جنګ اثرات د نورې نړۍ نسبت په پښتنو ډېر زيات نۀ ؤ۔ د دوېم نړيوال جنګ په وخت د پښتانۀ مشرتابه له خوا د جنګ د برخې د نه جوړېدو فېصلې پښتانۀ/افغانان د دغه جنګ ژورو زخمونه نه ساتلي وو خو د انګريز استعمار په خلاف يې خپله مبارزه د عدم تشدد له لارې روانه ساتلې وه۔ د دغې جنګ په اختتام سامراجي قوتونو د مفادات تګلاره بدله شوه او هغوي په نړۍ د بلواسطه قبضې په ځاے د بلا واسطه قبضې لار غوره کړه۔ په دغه مد کښې هغوي د خپلو ځنو کالونيو نه په مستقله توګه مقامي مبارزينو رخصت کړل ولې ځنې ځايونه هغوي په خپله مرضۍ د د خپلو مفاداتو د حصول لپاره اباد کړل چې پکښې د هندوستان تقسيم او د پاکستان مينځ ته راتلل د دغه کړۍ لړۍ وه۔ د طبقاتي مبارزې مخه نيولو لپاره په مشرق کښې د روس په خلاف د يو داسې رياست ضرورت ؤ چې هغې د سرمايه دارۍ تحفظ هم کولے او مغرب ته يې د خام مال شکل کښې د خپلو وسائل هم د هغوي لاس کښې ورکړي۔ د هندوستان په تقسيم کښې د پښتنو د نيم تقدير فېصله د پاکستان سره وشوه۔ د خپلواکۍ مزل لا اوږد او زړۀ چاودے شو۔ د نوي ابادياتي نظام (neo colonialism ) په شکل کښې په پښتنو نوابادياتي جبر دوامداره وساتل شو خو د پښتنو نيم وطن “ازاد“ لا ؤ۔د شلمې صدۍ په اتيايمه لسيزه کښې د افغانستان د ثور (د سوشلسټ) انقلاب انګازې په ټول افغانستان کښې خورې شوې او اخر انقلاب راغے۔ د انقلاب راتګ څه ؤ چې په ټول وطن کښې غوغا جوړه شوه سرونه ځوړند شو عزتونه تار تار شو د سرمايه دارۍ د تحفظ لپاره مذهبي ډلو سر راپورته کړو د انقلابيانو په خلاف د جهاد فتوې صادرې شوې او وطن په قتل ګاه بدل کړے شو۔ دغه انقلاب د سامراجي قوتونو له خوا په داسې غميزه بدل کړے شو چې د پښتنو په تاريخ کښې يې مثال پېدا کول ګران دي ځکه چې د انقلاب نه سرمايه دارانه مفاداتو ته لويه خطره وه او هغوي داسې انګېرله چې د انقلاب نه پس په اشيا کښې زمونږ مفادات خوندي نۀ شي پاتې کيدے۔ دوي د يو منظم فکر او عمل له لاري دغه غميزه دومره اوږده کړه چې تر ننه ئې مونږ پښتانۀ د اغيز نه خلاص نۀ شو۔دغه غميزه چې څومره لويه وه هغه هومره لوے فکشن يې تخليق نۀ کړے شو۔ د دې په شاه نور هم وجوهات دي خو دلته د فکشن هغه روايت برقرار ونۀ ساتل شو د کوم بنياد چې په د انګريز سامراج په وخت کښې اېښودے شوے ؤ او خدائي خدمتګارو مخ په وړاندې بوتللے ؤ۔ د دغې غميزې د څو کاله تېرېدو نه پس پښتنو ليکوالانو قلم پورته کړو چې او په يو نه يو حواله يې دغه غميزه تخليق کول شروع کړل ۔ په کال دوه زره اولس کښې د جنګ زاد په نوم يو ناول مخې ته راغے چې ميا لطيف شاه شاهد ليکلے۔ په وړومبي ځل دغه ناول د اعراف پرنټرز پېښور له خوا او په دوېم ځل دغه ناول د ډسټ آن بکس له خوا په کال 2025 کښې چاپ کړے شو۔ دا ناول د ثور د انقلاب د ورځو نه د شېر بانو او سرفراز په عشقيه قصه شروع کېږي۔ سرفراز د کوزې پښتونخوا اوسېدونکے دے چې د پاکستان د رياستي جبر له وجې افغانستان ته تللے دے او هلته په کابل پوهنتون کښې د جرنلزم د څانګې زده کونکے دے۔ شېر بانو د کابل د فوځي جنرل يکې يوه لور چې د سرفراز سره يو ځاے په پوهنتون کښې د جرنلزم څانګې زده کونکې ده۔ دوي دواړه د يو بل په مينه مست دي د ژوند خوږې شېبې تېروي او د يو بل سره لازواله تړون لوظونه کوي خو انقلاب چې څومره نزدې کېږي نو دوي هومره لري کېږي او اخر د انقلاب شپه راشي چې دوي دواړه پکښې د هر څه نه نا خبره د يو بل په وجودونو کښې ورک وي۔ د هغه شپې نه پس ته دوي د يو بل نه د تل لپاره جدا شي خو سرفراز د شېر بانو په خېټه کښې د مينې نخښه پرېږدي او کوزې پښتونخوا ته واپس راشي شېربانو په سرفراز خان پسې ډېره وګرځي خو پېدا يې نۀ کړي۔ او دغه قيصه هم دغه ځاے پاتې شي۔ (په ناول کښې دواړه قصې يو ځاے روانې وي دلته ما د خپلې تجزيې لپاره جدا کړي دي( دلته د پښتونخوا څه زده کونکي په خپله مطالعاتي دوره شمالي ته روان دي چې پکښې زرک، زرشال، مسکا او شهاب سره د نورو ملګرو په دغه سفر کښې شريک وي۔ دغه سفر د پوهنتون نه شروع کېږي او د اسلام اباد، مري، اېبټ اباد، سېف الملوک ډنډ، بالاکوټ نه تر واپس راتللو پورې وي۔ په دغه سفر کښې د مطالعاتي غرض سره د زلمو او پېغلو مستيانې او مينو داستانونه هم د ناول په قصه کښې ثبت کېږي (زۀ د خپلې تجزيې د غرض لپاره د مينې يو داستان بيانوم) ۔زرک چې د زرشال د کلاس ملګرے او يو ډېر لوستے زده کونکے د فطرت د رنګينو نه د نورو زده کونکو نه په بدل انداز خوندونه اخلي او يو ښائسته ځوان دے۔ زرشال چې د يو سرمايه دار سړي لور ده د جمال مجسم شکل دے په زرک يې زړۀ بائيللے دے خو زرک هغې ته کله هم د مينې په نظر نۀ ګوري۔ زرک د مارکسي نظرياتو پلوي دے او د سرمايه دارو نه کرکه لري ولې چې هغه ګڼي چې د نړۍ د ټولو مزدورانو د استحصال ذمه دار دغه طبقه ده۔ د زرشال په هر حال کښې کښې کوشش دا وي چې زرک ځان ته متوجه کړي هغې ته د خپلې مينې د طاقت اندازه وي او هغه په دې باوري وي چې يو ورځ به دا مغروره زلمے د خپلو زلفو په دام کښې ګېروي۔ په دغه سفر کښې زرشال اخر په دې کښې کاميابه شي چې زرک ځان متوجه کړي او زرک هم د زرشال سره د مينې اظهار وکړي۔ په واپسۍ کښې دوي دواړه د يو سره د تل لپاره د يو ځاے کېدو لوظونه او منصوبې جوړې کړي۔ دوي چې واپس کورونه ته راشي نو ورځ دوه پس زرک خپله مور د زرشال دوي کره د ځان سره د زرشال د رشتې لپاره بوځي۔ د زرشال مور په حادثه کښې مړه شوي وي او ټول هر څه ئې د پلار په غاړه وي۔ زرشال په خپل کور کښې د زرک د مور تود هرکلے وکړي او څه لحظه پس هغوي د خپل پلار د مېلاؤلو په غرض خپل پلار پسې لاړه شي د زرشال پلار چې څنګه د زرک مور ته راښکاره شي نو د زرک د مور پښو نه زمکه وتښتي ولې چې هغه سړے بل څوک نۀ سرفراز خان جدون وي کوم چې د انقلاب په شپه د شېربانو په وجود کښې خپله نخښه پاتې کړې وي پوره دويشت کاله پس دوي يو بل ته مخامخ شوي وي۔ د زرک په مور ساډوبي راشي او په بېړه د هغوي له کوره ځان وباسي۔ سرفراز خان هم پوهه شوے وي شېربانو ئې پېژندلې وي۔ د سرفراز خان دا خيال وي چې ګنې شېربانو وادۀ کړے دے او زرک د هغې د وادۀ اولاد دے ولې شېربانو ته معلومه وي چې زرک د سرفراز خان د انقلاب د شپې هغه نخښه ده کومه چې ئې زما په وجود کښې پرېښې وه۔ د زرک مور زرک ته دغه هر څه ښکاره کولے نۀ شي خو يوه خبره ورته صفا وکړي چې د زرشال نه زړۀ صبر کړه۔ سرفراز ته چونکې معلومه نۀ وي نو هغه يو ځل بيا د خپلې لور د زړۀ لپاره د شېربانو کور ته لاړ شي چې هغې سره د زرک او زرشال د رشتې خبره پخه کړي۔ کله چې سرفراز خان د شېربانو کور ته لاړ شي نو هلته خبر شي چې زرک د هغه “ناجائز“ اولاد دے۔ هغه په حېرانۍ د شېربانو نه د خبرې پخلے وکړي او بيا يې پښو نه زمکه وتښتي چې خدايه دا زۀ څه کوم۔ کله چې سرفراز د شېربانو سره دا خبرې کوي نو زرک مور ته راغلے وي او د هغوي ټولې خبرې يې اوريدلې وي۔ د سرفراز په رخصتۍ د هغه مور ته په مېز د پرتو ګولو نه اندازه ولګي چې زرک راغلے او لکه چې هر څه يې اورېدلي دي زرک ځان پسې د کمرې ور بند کړے وي مور يې زړۀ خوري چې هسې نه ځان سره څه وکړي خو د سګريټ د لوګو هغې ته د هغه د ژونديتوب پته لګي۔ دغه نائن الېون شوے وي او د امريکا په خلاف د مذهبي ګوندونو او تحريکونو سرګرم زرک هم د خپل باغيانه او سامراج دوښمنه سوچ په بنياده دغه تحريکونو ته مائل شوي وي۔ ټوله شپه هغه د دې احساس په اور کښې وسوي چې زۀ د يو چا ناجائز اولاد يم او زما مينه زما خور ده ۔ دے شپې له اوځي او ځان مرګي بريد لپاره يو مذهبي تحريک ته ځان وسپاري او سحر په پېښور کښې د پوځيانو په يوه قافله کښې ځانمرګے بريد وکړي۔د ناول قصه په هم دې ځاے انجام ته ورسي۔ په دې ناول کښې چې کومه الميه زېږېدلې هغه دا ده چې يو ورور په نا خبرۍ کښې په خور مئين شوے وي۔ دغه الميه د انقلاب د شپې د هغه “ګناه“ نتيجه ده کومه چې شېربانو او سرفراز خان ترسره کړې وه او بيا د تل لپاره د يو بل څخه بيل شوي وو۔ په ادبي حواله دا الميه د يونان د ډرامه ايز ادب د هغه الميې تاثر ښکاري کومه چې د “اوډېسي” په نوم ليکلې شوې وه۔ په دغه قيصه کښې يو شهزاده د خپل سلطنت نه ډېره موده بهر پاتې شوے وي او چې واپس راشي نو هغۀ ته د خپل مور او پلار په اړه هيڅ معلومات نۀ وي هغه د بادشاه په وژلو سره د سلطنت واګې په خپل لاس کښې واخلي او د ملکې سره وادۀ ؤکړي۔ څه موده پس هغۀ ته معلومه شي چې دغه ملکه بل څوک نۀ بلکې زما خپله مور ده او په دې ګناه هغه له ځانه سترګې وباسي چې تر څو په نړۍ کښې هيڅ ونۀ ويني۔د انساني تاريخ په اوږدو کښې Incestuous relations ډېره مثالونه زمونږ تر سترګو کېږي۔ ځنې خلق داسې وو چې د خپل مال جائداد د بچ کولو په خاطر به يې د خپلو خوېندو سره ودونه کول۔ په تاريخي حواله څه ټولنې داسې هم وې چې دوي دغه عمل ناروا نۀ ګڼلو۔ incestuous Marriages په دغه ټولنو کښې رواج ؤ۔ علي عباس جلال پوري ليکي چې :- “په ځنې وختونه کښې مېړونه په خپل مينځ کښې سکه وروڼه او د هغوي ښځې او سکه خوئيندې وې۔ د اېتهنز په اوسېدونکو کښې به د مېرنۍ خور Step sister نکاحونه کول۔ په ځنې وحشي قبائلو کښې مور او لور د يو سړي په نکاح کښې راتلې۔ فرعين مصر او کسری ايران د خپلو سکو خويندو سره نکاحونه کول۔راجه داهر وائي سندھ د خپلې سکه خور سره “راني بايي“ سره نکاح کړې وه” ۔۔]علي عباس جلال پوري، ترجمه عطشان وزير، د جنسياتو مطالعه، م [96 ۔ د حوا او ادم د بچو متعلق هم د مذهبي متنو نه هم دا خبره په ډاګه ده چې د هغوي بچو به د يو بل سره نکاحونه کول۔ يو وخت شايد داسې ؤ چې انسان د رشتو تعين لکه د نورو ځناورو نۀ ؤ کړے خو د ارتقا په سفر کښې چې کله انسان په کلتوري ژوند کښې داخل شو نو هغۀ د رشتو تعين هم وکړو او ورسره نور ټولنيز اقدار يې هم وضع کړل۔ په دې ورستيو کښې مذهبي متونو هم د دې عمل نه په سختۍ سره منع کړې ده۔ د رشتو د تعين سره انسان د رشتو تقدس هم زده کړو او دغې تقدس د انسان په نفسياتو ډېر ژور اغيز هم وکړو۔ کۀ چرې په کومه ټولنه کښې داسې کار د انسان نه سرزد شي چې هغه دغه تقدس ماتوي نو هغه په ژورو نفسياتي کړکېچونو کښې مبتلا کېږي۔ لکه په ادبي حواله مونږ د نولسمې او شلمې پېړۍ په مغربي ادبياتو کښې د هغه اغيزو چې د Incestuous relationship په وجه راځي مطالعه په څرګنډ ډول کولے شو۔ پښتني ټولنه چې بنياد کښې ئې د رشتو تقدس شامل دے۔ د تاريخ په کوم پړاو کښې به پښتنې ټولنې د رشتو تعين کړے وي دا معلومه نۀ ده خو چې کله يې هم کړے دے نو د رشتو د تقدس خيال ساتل يې خپله اوچته ټولنيزه فريضه شمېرلې ده ۔د رشتو د تقدس د پايمال کولو سوچ يو هم د پښتنې ټولنې يو فرد په ژور نفسياتي کړکېچونو کښې مبتلا کولے شي۔ د افغانستان انقلاب او د هغې نه پس ته انقلاب مذهبي غبرګون د جنګ په شکل کښې د پښتنې ټولنې د ټولو اقدارو پائمالي وکړه۔ په دې ناول کښې د دغه ناجائز رشتې الميه د انقلاب نه پس ته د پښتنې ټولنې د اقدارو د پايمالۍ علامتي اظهار دے چې ليکوال په هنر مندۍ سره کړے دے۔د انقلاب نه پس چې پښتنه ټولنه د کومو “ناجائز تعلقاتو“ سره مخ شوه هغې د پښتنې ټولنې روح مجروح کړو۔د انقلاب نه پس چې د مهاجرت د ژوند په اغاز کښې د پښتنو ماشومانو او ښځو د جسمونو د پلورلو بازارونه ګرم شو، پښتنې پېغلې په ځوانه ځوانۍ کښې کونډې، د غېرو سپکو نظرونو ته حواله شوې، نا وادۀ شوې پېغلې د عربيانو او نورې په نوم مسلمانۍ نړۍ د خپلو بسترو “زينت“ وګرځوو، په لارو کوڅو کښې د ښځو او ماشومانو لاسونه د زمکې خدايانو ته وغزېدل، د سپينو ږيرو د جرګو خلق امسا په لاس بې دره بې دياره شول، د افغانستان هويت په داؤ شو، دغه او دغې نه پرته هره ناروا په دې خاوره او دې ټولنه کښې د “خداے د نظام“ د قائمولو لپاره وشوه۔ پښتونخوا د جرائمو په ټاټوبي بدله کړې شوه د پښتنې ټولنې ټول اقدار مات شو او د نړۍ په مخ د سپکو، کرکجنو او ناروا اقدارو د تخليق په اغازه سره په نړۍ کښې پښتانۀ او پښتنه ټولنه د تاريخ د بدترينې پېژنګلوۍ سره مخ شوه ۔دا د انقلاب د شپې نه پس ته په پښتنې خاوره هغه ناجائز او منحوس قدرونه (اولادونه) وو چې د دوه وجودونو )د انقلابيانو او مذهبي ټولګو د مباشرت( نه زېږېدلي وو۔ د جنګ زاد الميه د پښتني قدرونو د ماتېدو او د منحوس اقدارو رامينځ ته کېدو ته يو داسې غبرګون دے چې د جنګ په خلاف يې د کرکې او د پښتنې ټولنې د اقدارو د احيا لپاره مونږ د نمايندګۍ په توګه وړاندې کولے شو۔ جنګ زاد باندې پښتو فکشن په خصوصي توګه ناول دا وياړ کولے شي چې د پښتنو د يو لوې غميزې داسې اظهاريه ده چې تر اوسه ترې پښتو فکشن بې برخې پاتې شوے ؤ۔ د دې ناول اسلوب شاعرانه دے او په شاعرانه اسلوب کښې ليکوال په بيانيه اندازه کښې د راوي په شکل کښې خپله موجود دے۔ د ليکوال دغه موجودګي د لوستونکي په ذهن هيڅ قسمه بوج نۀ جوړېږي کله چې د مکالمو په وخت راوي د منځه اوځي هلته هم دغه اسلوب برقرار ساتلے شوے او دغه اسلوب لپاره چې ليکوال کوم دوه مرکزي کردارونه (زرک او زرشال) ټاکلي، هغې کښې يو کردار خپله شاعر دے او دوېم کردار د فطرت ډېره ژور مشاهده کونکے دےد شاعرانه مزاج خاوند دے۔ په ناول کښې د يو کردار د تخليق کېدو عمل او هغه کردار په ناول کښې پېش کول د يو ليکوال لپاره ډېره مهمه مرحله وي ځکه چې د ناول بنياد د پلاټ نه پس په کردارونو ولاړ وي د ناول قصۍ مخ په وړاندې کردارونه بيائي۔ کوم ناول کښې چې څومره ښۀ کردارونه تخليق شوي وي هغه ناول هغومره په لوستونکو ژور اغيز کوي۔ د کردارنګارۍ په حواله ډاکټر شبير احمد قادري ليکي چې :-
“ مکمل کردار انہی کو کہا جا سکتا ہے جو متعدد انسانی خصوصیات رکھتے ہیں اور ساتھ ہی ساتھ کئي انفرادی خصوصیات بھی ۔[ادبیات، ناول نمبر، ناول میں کردار کی اہمیت، ڈاکٹر شبیر احمد قادری، ص 88]
په جنګ زاد کښې څلور مرکزي کردارونه دي او نور ضمني کردارونه دي په مرکزي کردارونو کښې وړمبے کردار د شېربانو دے دا د دې ناول يو داسې کردار دے چې په پلاټ کښې يې ظهور د ژوند په دوه مرحلو کښې کېږي: وړمبۍ مرحله کښې دا کردار مست، ژوند پرست او د مينې په خوږو موړ کردار وي ولې په ورستيو کښې د انقلاب د شپې د حادثې نه پس دا کردار د ژوند سختو مرحلو نه راتېر د يو مور شکل کښې راڅرګندېږي۔ د دې کردار په ژوند چې د انقلاب کوم اثرات دي هغې دا کردار محض د خپل يو زوي په اسره ژوند ته مجبوره کړے۔ د ځوانۍ د وخت او مور جوړېدو په منځ کښې چې کوم واردات دي هغه د دې ناول د قصې برخه نۀ دي۔ خو يو ښۀ لوستونکے دغه واردات قياس کولے شي۔ لکه يو داسې ځوانه پېغله چې د واده نه وړاندې حامله شوې وي مور او پلار ئې په ځوانه ځوانۍ کښې وژلے شوي وي، هغه به څنګه ژوند تېروي ؟ په پښتنه ټولنه کښې د ناجائز اولاد تصور هم مرګ دے بيا هغه اولاد زېږول د هغې لپاره د مهاجرت ژوند کول او هغه د ټولنې د يو باعزته فرد په توګه معرفي کړل څومره زړۀ چاودنکے عمل دے۔ د دې لپاره به شېر بانو د کومو سختيو نه راتېره شوې وي، کومې ترخو ترخو لمحو به يې د ژوند پاڼه ډکه کړي وي۔ دغه هر څه چې د دې کردار په نفسياتو کوم اغيز کړے هغه کۀ هر څو د ناول د قصۍ برخه نۀ ده خو په اخر کښې د دغه کردار د يو څو مکالمو نه مونږ په اسانه دغه اندزه لګولے شو۔ لکه کله چې شېر بانو ډېر کلونه پس سرفراز خان ته مخامخ شي نو هغه سمدستي د يو داسې کېفيت سره مخ شي چې ټول وجود ئې تبه ونيسي څو ورځې په کټ پرته وي۔ دا کۀ يو اړخ ته د زرک او زرشال د خور د رشتې د سوچ په وجه وي نو بل اړخ ته دا هغه انتظار چې هغې دويشت کلونه کړي وي د هغې اغيز وي۔ د انتظار زړۀ چاودن انسان په نفسياتي حواله د مختلفو بيمارو ښکار کوي لکه انزايټي، سټرېس او فرسټرېشن پکښې غټې بيمارۍ کېدشي۔ او دغه کرب اظهار دغه کردار په يو مکالمه کښې داسې کوي
“ “بس سرفراز خانه بس“ هغه لکه د بم وچاوده۔ تۀ نن ۲۲ کاله پس ماله د دې خبرې سپيناوے کوې ګنې تا زما سره بې وفائي نۀ ده کړې۔ تۀ ماله زما د تار تار لوپټې حساب راکول غواړې ؟ ډېر شه سرفراز خانه ډېر ښۀ۔ لوړ سرمايه دار يې کنه؟په حساب کتاب ډېر شۀ پوهېږې خو تۀ زما د بې وزلۍ د يو لمحې حساب هم نۀ شې راکولے۔ تۀ زما د پرهر پرهر پښو د يو ازغي حساب هم نۀ شي راکولے۔ تۀ زما د زړۀ د غنې غنې وجود او ژوبل ژوبل زړۀ د يوې څړيکې حساب هم نۀ شې راکولے۔ وخت چې زۀ ۲۲ کاله په کومو غنو راشکلې يم ته د هغې اندازه هم کولے نۀ سې۔ وخت زما په بدن کښې کومې ستنې ټومبلې دي تۀ د يوې ستنې د ازار هم ازاله کولے نۀ سې۔۔۔۔۔ تاله څه پته ده چې ما هر ماښام د زړۀ په مزار ستا د انتظار ډيوه بله کړې ده او هر سحر مې ستا د نامې په قبر خاورې اړولې دي۔” ]جنګ زاد، لطيف شاه شاهد، ډسټ آن بک پېښور، 2025، م [138,169
انتظار چې څومره اوږدېږي دا هغومره د انسان لپاره په نفسياتي حواله نقصان ده وي ۔
“The longer the wait, the more likely we are to experience negative emotions such as boredom, frustration, and anger“
The psychology of waiting..com 2023]۔ [WWW
هم دغه منفي هېجاني کېفيت، غصه او فرسټرېشن مونږ د شېربانو په کردار کښ وينو خو دغې انتظار سره چې کوم بل څيز تړلے دے هغه د شناخت د بحران دے ۔ پښتنه ټولنه کښې د ښځې بغېر خاوند نه اولاد به خامخا د شناخت د بحران لامل ګرځي۔ دوېم کردار د سرفراز خان دے چې پښتونخوا کښې د يو سياسي تحريک غړے وي خو د رياستي يلغار لۀ کبله کابل ته تللے وي او هلته په شېربانو مئين شوے وي۔ دغه کردار هم مونږ په دوه شکلونه کښې وينو يو د ځوانۍ او بل د بوډاتوب۔ د ځوانۍ په وخت کې دغه مست مينه ناک او ژوند پرست دے۔په بوډاتوب دغه کردار د يو لوے سرمايه دار په شکل کښې راښکاره کېږي۔ دغه کردار چونکې د سړي دے نو پښتنه ټولنه کښې د سړي اعصاب، حوصله چې څنګه مظبوطه وي هم هغه شان د دغه کردار ده۔ هر څو کۀ هغه په يو نه يو صورت د خپلې مينې پالنه کړي وي خو هغه د انقلاب د شپې د واقعې نه دومره متاثره نۀ ښکاري څومره چې د شېربانو کردار دے۔ يو وجه ما وړاندې بيان کړه چې هغه سړے دے او دوېمه وجه دا ده چې هغه سرمايه دار دے او د سرمايې د جمع کولو او د هغې د ساتلو مصرف شايد هغه د دغه کړکېچونو نه ساتلے وي۔ په ناول کښې دا کردار د مرکزي حيثيت کردار دے لکه څنګه د پښتنې ټولنې سړي د انقلاب د شپې د ناجائز د تخليقاتو زمه دار دے، هم دغه رنګ دے هم محض د يو ناجائز تخليق ذمه دار دے۔ په دې ناول کښې يو سپورټنک کردار د شهاب دے۔ شهاب يو داسې کردار دے چې د ژوند د هر لمحې نه خوند اخستل يې ډېر ښۀ زده دي۔ شهاب په ظاهره خو ټرېکي شان کردار ښکاري خو د ناول په ښکلا کښې چې دې کردار کومه اضافه کړې ده هغه د ستائنې وړ ده۔ ژوند سيريس نۀ اخستل هم دا کردار يو ښۀ اعلی کردار ثابتوي۔ د شهاب کردار غېر زمه دار هرګز نۀ دے خو دا کردار ګڼي چې ژوند څومره سيريس اخلې هومره به انسان په کرب کښې مبتلا وي۔ شهاب د زرک او نورو ملګرو د فلسفو په قيصو کښې نۀ دے او کله چې هم داسې څه بحث شروع کېږي نو يا خو ترې شهاب ځان وباسي او يا ئې قصه په ګپ بدلوي۔
ناپوهي څه بادشاهي ده
پوهه څومره لوے عذاب دے
تسکين مانېروال
دا کردار ګڼي چې څومره د ژوند حقيقتونو انعکاس کېږي هومره انسان مايوسه کېږي په دې وجه دا کردار محض د ژوند نه لطف اخستل يو روا عمل ګڼي۔ د فلسفيانه تناظر نه چې مونږ وګورو نو دوه قسمه رائے زمونږ په وړاندې راځي يو دا چې ژوند بايد سيريس واخستل شي او دويم دا چې ژوند بايد سيريس وا نۀ خستل شي۔ د دې دواړو نظرونه په تائيد او ترديد کښې بلها فلسفيانه مباحث موجود دي خو زۀ داسې فکر کوم چې په ټولنه کښې د داسې کردارونو چې ژوند سيريس نه اخلي اهميت ډېر زيات دے۔ دوي په خپل شتون سره نورو انسانانو ته د ژوند نه د خوند اخستلو چل ورزده کوي۔ د دوي خوشحالۍ او پرسکونه ژوند ته چې ژوند سيريس اخستونکي کردارونه وګوري نو د جون ايليا غونده شاعر په دې وېنا مجبوره شي چې
کیا تکلف کرے یہ کہنے میں
جو بھی خوش ہے ہم اس سے جلتے ہیں۔
فکشن بايد داسې کرادرونه ولري ځکه چې دا ژوندي کردارونه وي او ژوندي کردارونه د فکشن په ژوند کښې ښکلا اضافه کوي۔ په دې ناول کښې چې کوم ډېر مهم کردارونه دي هغې کښې يو کردار د زرشال په نوم معرفي شوے دے۔ د ګڼو انساني اوصافو لرونکے دا کردار زۀ د جنګ زاد د جمالياتي پېرايې په راجوړلو کښې يو مهم کردار ګڼم۔ د جنګ زاد په جمالياتي اړخ کۀ څوک خبره کوي نو هغه به د دې کردار د ذکر نه بغېر نيمګړے وي۔ په دې نۀ چې زرشال د يوې ښائسته جينۍ په توګه په دې ناول کښې موجود ده بلکې زرشال د خپلو ګڼو انساني اوصافو په وجه زۀ د دې ناول يو کامل کردار ګڼم۔ په جنګ زاد دا کردار د مينې، زغما او برداشت، ښکلا، اخلاص او ژوند يو مجسم شکل دے۔ د دې ناول د هيرو کردار کوم چې د زرک په نوم ليکوال تخليق کړے دے۔ دا کردار چې په ناول کښې ظهور کوي نو هغه وخت دے د انسانيت په معراج ولاړ يو داسې کردار برېښي چې د هر رقم ظلم، ناانصافۍ او نارواو په ضد د فطري ژوند د تېرولو حامي کردار دے۔ په نظرياتي حواله د مارکسي فلسفې نه متاثره دے او د نړۍ د سرمايه دارو رويو او کړنو سخت مخالف دے۔ زرک چې په ژوند يې د ګڼو واقعاتو اغېز دے: يو دا چې زرک پلار نۀ لري هغۀ ته دا معلومه نۀ وي چې زۀ د يو چا ناجائز اولاد يم خو د هغۀ په ژوند کښې د پلار کمے ضرور وي۔ دوېم دا چې د مهاجرت منفي اغيز هم د زرک ژوند متاثره کړے دے۔ په نفسياتي حواله دا کردار د PTSD ښکار ښکاري۔ جنګ چې د دې کردار په ژوند کوم اثر کړے هغې کښې يو دا چې د دۀ نه ئې پلار تروړلے دے دوېم دا چې د دۀ د کفالت ذمه په يوې مور ده او نور خاندان نۀ لري۔ پښتنه ټولنه د خاندان او خانداني ژوند د ګټو نه دا کردار بې برخې دے۔ په دغه وجه دے د افغانستان د جنګ سخت مخالف دے۔څنکه چې د شېربانو يوازينۍ اسره زرک دے هم داسې د نړۍ په مخ زرک يو مور لري او د خپل ټول ژوند محور ئې خپله مور ګرځولې ده۔کله چې زرشال زرک ته د مينې اظهار وکړي نو هغه په دې وجه د هغې نه انکار کوي چې زۀ د خپلې مور يوزاينۍ اسره يم او زما مور په نړۍ کښې زما نه پرته هيڅوک نۀ لري۔ د غريبۍ ژوند هم د دې کردار په نفسياتي ژور اغېز کړے او دا کردار يې د ژوند ښکلي رنګونو ته په منفي غبرګون مجبوره کړے دے۔
“زرک ته هره ښکلې جذبه نېګټيولي ولې اخلې؟ ژوند څه په ريښتيا دومره تريخ خو نۀ دے۔“
) جنګ زاد، ميا لطيف شاه، ډسټ آن بک، 2025،م 22)
په دې کردار کښې کومه بد مزاجي راپېدا شوې ده د هغې لاملونه ګڼ دي۔ زرشال د خپلې مينې او ښکلا په زور د زرک نه د بد مزاجۍ عنصر د يو څه لمحو لپاره لري کړي۔ د هغې په قبلولو سره هغه د خپل غرور )کوم چې د بد مزاجۍ په شکل ښکاره کېږي ) نه لاس وتروړي۔ د هغې قبلول د هغه ژوند هغه تشه ډکوي کومې چې هغه په بدمزاجۍ مجبوره کړے وي۔ په دې عمل څه ساعت زرک پښېمانه هم وي خو ورسته پرې خوشحاله وي دا ځکه چې هغۀ ته اول احساس نۀ کېږي چې هغې په راتګ سره به زما ژوند څومره ښکلے شي خو چې احساس ورته اوشي نو پښېمانتيا په ځاے هغه خوشحالي احساسوي۔ کله چې زرک خپله مور د رشتې لپاره زرشال پسې ولېږي او د هغۀ مور د هغې د پېژنګلو نه پس د هغې خپلولو نه انکار وکړي نو زرک په نفسياتي حواله نور وځپلے شي۔ د هغۀ مور ته معلومه وي چې زرشال خو د هغۀ خور ده خو زرک ته معلومه نۀ وي۔ دغه وخت نائن الېون شوے وي او مذهبي ګوندونو د امريکا په خلاف هلې ځلې تېزې کړي وي دغه وخت زرک د خپل هېجاني کېفيته له کبله د امريکا په خلاف د مذهبي هلو ځلو مرستيال شي۔ دلته چې ليکوال د خپل دې عظيم کردار سره کومه ناروا کړې ده هغې باندې بايد خبره وکړو۔ د نائن اليون نه پس د زرک غونده مترقي خلق د امريکا خلاف ضرور وو ولې د مذهبي ډلو ملګرتيا هغوي هغومره ناروا ګڼله څومره چې يې د امريکا عمليات ناروا ګڼل۔ زرک ته چې کله معلومه شي چې هغه د سرفراز خان جدون ناجائزه زوے دے او دۀ چې د چا سره مينه کوله نو هغه ئې مېرنۍ خور ده او د دۀ ورسره د وينې رشته ده نو هغه وخت د زرک حالت ډېر زيات خراب شي۔ د کمرې ور ځان پسې بند کړي او سيګرټ راکاږي۔ په دغه وخت چی د شپې دۀ خپل نوم په خود کشو کښې ليکلے وي ورته ياد شي او سحر له په ځانمرګي بريد د فوځيانو قافله والوځوي۔ د جنګ په خلاف چې د پښتنو د کومې بيانيې راجوړلو ضرورت وو او دے هغه بيانيه راجوړولو کښې دا ناول محض په دې واقعه ناکام ښکاري۔ په دې واقعې سره ليکوال خپل يو داسې کردار(چې شايد د تل لپاره ژوندے پاتې شوے وے) وژلے دے۔ د ليکوال سره دلته يو اپشن دا موجود ؤ چې زرک په دغه هېجاني کېفيت کښې په خپله کمره کښې ځان وژلے وے لا يې ځان سېزلے وے خو ځانمرګے بريد يې هيڅ کله نۀ وے کړے۔ په دې بريد سره به نور څومره ناجائز اولادونه زېږېدلي، څومره جونې به د شېربانو په څېر بې وزله شوي وي څومره پېغلې به د زرشال په څېر څو کلونه پس د خپلو وروڼو سره په مينه ګناهګارې شوې وي او څومره زلمي به د زرک په څېر په خپل خپل ژوند کښې ځان وژلو ته تيار شوي وي۔ لکه څنګه چې د انقلاب په شپه د زرک ” ناجائز تخليق” د جنګ زاد د الميو په شان الميې وزېږولې، هم دغه رنغ زرک پښتونخوا کښې د وړومبي ځانمرګي بريد په کولو يو داسې ناجائر تخليق/عمل ته لارې جوړې کړې چې د پښتنې ټولنې روح ئې لا مجروح کړو۔ دا د انقلاب د شپې هغه کرتوت ؤ چې پښتنه ټولنه يې لا د اغېز نه تر ننه نۀ ده خلاصه شوې پښتونخوا کښې ورځ په ورځ د ځانمرګي بريدونو سلسله لا هغه شان دوام لري۔ د دې ناول مکالمې ډېرې برجسته، پلاټ يې کوټلے او ناول په نورو لوازماتو پوره ناول دے۔ پښتو فکشن کښې دا ناول د افغانستان د غميزې په حواله يو بهترين ناول دے ډسټ آن بکس ته د دې د دوېم چاپ اعزاز حاصل دے۔ خداے دې وکړي ښاغلے ميا لطيف شاه شاهد پښتو فکشن ته نورې اضافي وکړي