‘نړيوال تنقيدي معيارونه’: د پښتو ادب ضرورت – بېدار اصلزے

مونږ کۀ پۀ معاصره انساني علمي شتمنۍ نظر واچوو نو راته ښکاره به شي چې ډېر علمي ډګرونه پۀ خوا چې به د فلسفې څانګې وې، نن د بشپړ سائنسونو حېثيت لري. پۀ دې کښې يوه وجه د دوي د منظمتيا پۀ طرف تلل او ځانګړي Methodologies خپلول وو – دا Methodologies کۀ يو خوا […]

د خوشحال خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن جائزه – بېدار اصلزے

تېر کال (2019) د فرورۍ د “پښتون” پۀ ګڼه کښې زما يوه ليکنه د خوشحال خان خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن (Ethical Contribution) پۀ حوالې سره چاپ شوې وه، پۀ کومه کښې چې مونږ د هغۀ د اېتهکس يا د اېتهيکل کنټريبيوشن پۀ حقله د شوي کار تنقيدي جائزه اخستې وه. پۀ هغه ليکنه کښې مونږ […]

ژبه، ژبپوهنه او د پښتو املاء – بېدار اصلزے

پښتو املاء د خپل معلوم تاريخ تر مخه چې کله نه پۀ عربي سکرپټ کښې وليکلې شوه نو د هغه وخت نه پۀ دې کښې د رايو غبرګون هم ښکاره شوے دے. اوس يو خوا د ژبې لا محدوده فطرت داسې دے چې يوه رايه پۀ کښې پۀ بشپړه توګه نۀ شي منلې نو بل […]

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد داسې غورځنګونه، هر يو لکه پۀ 1905ز کښې پۀ امريکا کښې د Trade Unionists/IWW هړتالونه، پۀ 1906ز کښې پۀ افريقا کښې Transvaal Asiatic Law پۀ ضد او د افريقې او اېشياء د خلقو د حقونو د پاره زيار؛ د روس، […]

“کاګنېټیو سائنس” او ډاکټر نجیب الله “Cognitive Science” and Dr. Najeebullah – بېدار اصلزے

    “کاګنېټیو سائنس” د انساني رویو د لوست هغه سائنس دے چې تر لارې ئې انساني خویونه، مزاجونه او ذهنونه د یو خاص فکر سره سم اړول کېږي. پۀ علمي توګه وروستو پاتې قامونو کښې د دې سائنس تر لارې فکري انتشار ساتل، د قامي مسئلو نه د پام اړولو تکنیکونه، اولس پۀ نان […]

افغانستان کښې د فلسفیانه روایت تاریخ او ارتقاء

ځینې بحثونه پۀ رښتيا هم څۀ ډېر ګونجلک نۀ وي خو ولې د هغوي پۀ حقله د سټيريو ټائپک اپروچ د مخه جوړ شوي بتان ماتول اړين وي – ‘پۀ فلسفه کښې د افغان برخه’ هم د داسې بحثونو نه يو بحث دے چې زمونږ پۀ علمي پنګې کښې ئې تل د يو اساسي سوال […]

Prisms and Prisons: Religion, Abdul Ghaffar Khan and the Khudai Khidmatgars – ډېمن لېنچ – ژباړن: بېدار اصلزے

د خدائي خدمتګارو لار او زیار https://www.researchgate.net/publication/237713714 د ‘قام مذهبه’ شخړې (Ethnoreligious Conflict)، بنياد پرستۍ او مذهبي مبارزې پۀ رڼا کښې پۀ عدم تشدد امن شته کول د اېپلبي د کتاب (The Ambivalence of the Sacred, 2000) مرکزي بحث دے. پۀ دې مقاله کښې به مونږ د دې خبرې جاج اخلو چې څنګه د خدائي […]

Structure, Chance and Choice for Abdul Ghaffar Khan and Khudai Khidmatgars – ډېمن لېنچ – ژباړن: بېدار اصلزے

د عبدالغفار خان او خدائي خدمتګارو جوړښت، موقع او انتخاب https://www.researchgate.net/publication/237294121 د مذهبي عدم تشدد د مبارزې پۀ تشکيل کښې عبدالغفار خان (1988-1890) او نور خدائي خدمتګاران مونږ سره د جوړښت، موقعې او انتخاب ښۀ مثالونه دي. خدائي خدمتګار تحريک پۀ عدم تشدد ولاړ يو داسې منظم تحريک ؤ چې د نولس سوه دېرشم نه […]

د قېصر اپریدي ‘سړي نه تر عجب سړي’ پورې سفر – بېدار اصلزے

قېصر اپريدے د پښتو د معاصر ادب د هغه ليکوالانو او شاعرانو نه يو دے کوم چې ډېر سنجيده اخستل پۀ کار دي او د دې وجه دا ده چې قېصر اپريدي پۀ کومو موضوعاتو ليکل کړي دي، عموماً پۀ شعر کښې او خصوصاً پۀ نثر کښې، هغه مونږ ته پۀ پښتو ادب کښې د […]

مضمون – بېدار اصلزے

پۀ غارونو کښې د اوسيدونکو انسانانو خاندانونه وو او د سيندونو پۀ غاړو ښاري رياستونه او بيا کۀ د لرغوني چين د لاوتزي ‘ډاو ډي چنګ’ ؤ او کۀ د کنفيوشس ‘اېناليکټس’؛ يا د لرغوني هندوستان د چاڼکيه ‘ارتهـ شاستره’ ؤ کۀ د لرغوني يونان د پلېټو ‘ريپبلک’ او د ارسټوټل ‘پوليټکس’؛ او کۀ بيا […]