مضمون – بېدار اصلزے

پۀ غارونو کښې د اوسيدونکو انسانانو خاندانونه وو او د سيندونو پۀ غاړو ښاري رياستونه او بيا کۀ د لرغوني چين د لاوتزي ‘ډاو ډي چنګ’ ؤ او کۀ د کنفيوشس ‘اېناليکټس’؛ يا د لرغوني هندوستان د چاڼکيه ‘ارتهـ شاستره’ ؤ کۀ د لرغوني يونان د پلېټو ‘ريپبلک’ او د ارسټوټل ‘پوليټکس’؛ او کۀ بيا د دې نه پس د عيسائيت او د اسلام شخړې وې؛ يا بيا کۀ د مینځنۍ دورې د جان لاک ‘لبرل ازم’ ؤ او کۀ د روسو ‘سوشل کنټرېکټ’ او کۀ د ميکاویلي ‘پرنس’؛ يا بيا دغو نه رازېږېدلے ‘کېپیټل ازم’ ؤ او کۀ ورته پۀ رد عمل کښې ولاړ مارکسي کميون ازم؛ يا کۀ پۀ پښتنه سيمه د پير روښان قامي مبارزه وه او کۀ د خوشحال ‘دستار نامه’ ـــ هم داسې کۀ مغل وو او کۀ د شلمې صدۍ نړيوال جنګونه وو او کۀ کالونيل ازم، چې د کېپیټل ازم نوي تعبيرونه ئې کول؛ او يا کۀ بيا د عدم تشدد پۀ فلسفه ولاړ خدائي خدمتګاران وو او کۀ د پوسټ کالونيل د دورې کالونيلسټ؛ دا هر څۀ د دې هم غمازي کوي چې د انسان د ژوند تر ټولو مهم اړخ سياست دے. تر څو چې پۀ دې زمکه اخري دوه انسانان هم ساه اخلي نو د هغوي انساني حېثيتونه به هغوي نه د سياسي کېدو تقاضه کوي او دا ځکه چې انسانان پۀ کومه زمکه ساه اخلي او پۀ کومه دنيا کښې دوي اوسېږي نو پۀ دې باندې خپله خصمانه هم کوي او هم دا ضرورت هغه پۀ شراکت مجبوري او د دې شراکت لار سياست دے. خو کۀ مونږ پۀ دې لار انساني ماضي ته ګورو نو تل ئې دوه ډوله نتيجې راوړې دي؛ يو ډول نتيجه ئې د شراکت يواځني فريق ته ګټې ورکول دي چې پۀ کښې تل د بل فريق استحصال شوے او داسې بل فريق د سياسي عمل نه بدظنه شوے دے او ټولنه د اړي ګړي ښکار شوې ده؛ او رښتيا خو دا دي چې پۀ داسې طرز سياست کښې اوږد مهاله ګټې چا هم ترلاسه کړې نۀ دي او هغه شراکتونه چرته نه چرته پۀ دې مجبوره شوي چې پۀ خپلو پرېکړو بيا د سره سوچ وکړي. هم داسې دوېمه نتيجه ئې دواړو فريقو ته ګټه ورکول ده. داسې نتيجو تل سياسي عمل ته وده ورکړې ده او سياست د يوې صحت مندې ټولنې د بقاء ضامن ګرځېدلے دے.

اوس پښتانۀ چې پۀ کومه سيمه ژوند کوي، دا پۀ ډېرو حوالو د ارزښت وړ ده او دې ارزښت ئې تل نور خلق دې ته پار کړي دي چې پۀ دې خطه پۀ څۀ نه څۀ طريقه خپل شراکت ولري. کله چې انګريز استعمار هم هند ته راغلو او بيا د پښتنو تر سيمې وغزېدو نو د نور هندوستان پۀ مقابله دې سيمې سره د هغۀ رويه څۀ نوره وه. د دې ردعمل ؤ چې خدائي خدمتګارو نېغ پۀ نېغه د هندوستان پۀ سياست کښې برخه واخسته او بيا کۀ څۀ هم د خدائي خدمتګارو ترڅنګ نور هم خلق وو چې پۀ دې خاوره ئې سياست کولو خو ولې د خدائي خدمتګارو د سياست خاصه دا وه چې هغوي نۀ صرف پۀ دې خاوره سياست کولو بلکې د دې خاورې سياست ئې کولو، نو ځکه خو د هغوي لاس ته راوړنې به د دې خاورې پۀ ګټه تمامېدې ـــ نو داسې انګرېز استعمار ته کله خوښه وه او د دې ردعمل ؤ چې پۀ دوي به ئې رنګ پۀ رنګ ظلمونه کول خو ولې خدائي خدمتګارو کله هم د سياست لمن نۀ ده پرېښې او د دې روايت د تسلسل ښکاره مثال ئې عوامي نېشنل پارټي ده. خدائي خدمتګار چې کله د هندوستان پۀ سياست کښې برخه مند کېدل نو د مرستو د پاره ئې هم مسلم ليګ ته او هم کانګرس ته لاس وروغزولو خو ولې مسلم ليګ لاس پۀ دې ور نۀ کړو چې هغوي وئيل چې ستاسو او زمونږ لاس ته راوړنو کښې فرق دے نو داسې پۀ حال کښې د کانګرس او د خدائي خدمتګارو اتحاد منځ ته راغلو چې دواړو پۀ شريکه د هندوستان د ازادۍ سياسي لار وهله او د غني خان د هندوستان اسمبلۍ ته تلل هم د دې سفر يوه کړۍ ده.

سیاستمدار غني خان

A Breath of Fresh Air

کله چې وائسراے وېول پۀ جون پنځويشتم نولس سوه پينځۀ څلوېښتم شملا کښې د خپل راوړي پلان د منلو د پاره د هندوستان سياسي مشران راټول کړل، د کوم بنيادي غرض چې د کانګرس او د مسلم ليګ مشرانو نه پۀ روانه نړيواله جګړه کښې د برطانيه ملاتړ مقصود ؤ نو د پلان تر مخه اهمه نقطه پۀ هندوستان کښې مسلمانانو او هندوانو ته برابره نمائندګي ورکول وو او بيا د جنګ نه پس ائيني اصلاحات کول وو چې مسلم ليګ پۀ دې ونښتو چې د مسلمانانو ټول پۀ ټوله نمائندګي دې مسلم ليګ ته ورکړي خو ولې داسې کول نۀ خو د ټول هندوستان د مسلمانانو پۀ حق کښې وو او نۀ کانګرس ته منظوره وه. د دې شخړې تر مخه د وېول دا پلان هم ناکام شو او داسې هغۀ پۀ راروان ژمي کښې د الېکشن کولو اعلان وکړو. دا اليکشن د کال نولس سوه پينځۀ څلوېښتم د دسمبر پۀ څلورم او پينځم وشو. د صوبه سرحد (اوس خېبر پښتونخوا) نه د خدائي خدمتګارو غړي غني خان او د خاکسار ګوند غړي محمد اکبر قرېشي چې د مسلم ليګ او د هندو مهاسبها ملاتړ هم ورته تر لاسه ؤ، تر منځ مقابله وشوه. دلته ټول ووټونه نولس زره پينځۀ سوه اتۀ دېرش (19,538) وو چې پۀ کښې ديارلس زره شپږ شوه يولس (13,611) ووټونه اچول شوي وو او پۀ دې کښې غني خان د اتۀ زره يو سل يو کم شپېتۀ (8,159) ووټونو پۀ اخستو د هندوستان د دستور سازې اسمبلۍ ممبر منتخب شو. غني خان لکه چې څنګه پۀ شاعرۍ، نثرنګارۍ، نقاشۍ او مجسمه سازۍ کښې يو جوت او ځانګړے نوم ؤ نو پۀ دې ډګر هم هغۀ پۀ ډېرو حوالو ځانګړتيا لرله. A Breath of Fresh Air د غني خان د هغه تقريرونو ټولګه ده چې هغۀ د هندوستان پۀ اسمبلۍ کښې کړي وو. دا پۀ کال دوه زره شپاړسم کښې د صاحبزاده امتياز علي پۀ زيار چاپ شوې ده. صاحبزاده امتياز علي څوک چې د پاکستان د بيوروکرېسي پۀ لوړو منصبونو پاتې شوے، د غني خان د نزدې ملګرو او مينه والو نه ؤ چې د غني خان ځینې نظمونه ئې هم انګرېزي ته ژباړلي چې The Pilgrim Of Beauty پۀ نوم چاپ دي. کۀ څۀ هم د غني خان ژباړلي نظمونه هم د صاحبزاده ستر زيار ګڼلے کېږي خو ولې د هغۀ تقريرونه مخې ته راوړل ئې د دې نه هم ستر زيار دے. دا تقريرونه نۀ صرف د غني خان سياسي پوهه بلکې د هغه وخت د پښتنو د حالاتو او د اسمبلۍ پۀ فورم د خدائي خدمتګارو مقدمه پۀ ښه توګه ښکاره کوي. پۀ دې کتاب کښې صاحبزاده د غني خان د ژوند او فن پۀ حقله د اکېډمک معيار سره سم بشړه ليکل کړي دي او هم داسې د تقريرونو منځ کښې ئې ضروري نوټونه، د نورو نوموړو سياستمدارانو تصويرونه او معلومات هم ځاے کړي چې د دې اسمبلۍ غړي وو. بيا پۀ تېره تېره چې د تقريرونو اهمې ټوټې ئې د غني خان د کوټېشن پۀ توګه رابېلې کړې دي. دا تقريرونه اوولس ناستې يا اجلاسونه دي چې زياتره پۀ کښې د غني خان نه وړاندې او ورستو بحث هم درج کړے شوے دے.

لکه څنګه چې ما بره يادونه وکړه چې دا تقريرونه نۀ صرف د غني خان سياسي پوهه بلکې د هغه وخت د پښتنو د حالاتو او د اسمبلۍ پۀ فورم د خدائي خدمتګارو مقدمه هم پۀ زړۀ پورې توګه ښکاره کوي. هسې خو پۀ دې ټولګې کښې د ځاے شوي هر تقرير هم دا خاصه ده او هر يو پۀ خپل ځاے د ځانګړي ارزښت وړ دے، خو ولې پۀ وړومبي مارچ نولس سوه شپږ څلوېښتم پۀ بجټ باندې د عمومي بحث د ناستې تقرير ئې يوه اعليٰ بېلګه ده چې غني خان د صوبې پۀ بېلا بېلو مسئلو پۀ کښې رڼا اچولي ده:

“زۀ د هندوستان د ټولو نه د وړې، غريبي او پسمانده صوبې نمائندګي کوم، خو دا بيا هم زما د پاره وياړ دے؛ زمونږ صوبه چرته چې دومره سکولونه نۀ دي لکه څومره چې پۀ وينو ککړ لاسونه، يواځینے صنعت چې هلته پۀ پرمختګ دے د وسلې جوړول دي… زمونږ صوبه اوس هم هغه صوبه ده چرته چې خلق لس پينځلس ميله پۀ خرو او اوښانو يواځې د دې د پاره سفر کوي چې د څښکلو اوبۀ پېدا کړي… زمونږ صوبه يواځینۍ د هندوستان هغه صوبه ده چې پوهنتون نۀ لري او زمونږ د خلقو د تعليم يافته کولو دلته بس هم دومره معقول بندوبست شوے دے چې انګرېزي ورته پۀ اردو کښې او اردو ورته پۀ پښتو کښې ښودلې کېږي… مونږ پښتنو چې د کابل نه کلکتې پورې روډ غزولے ؤ، نن د لوېشتو پۀ حساب روډ لرو… زۀ د ستاسو توجه يوې بلې سنجيده مسئلې خوا ته را ګرځوم چې دا وخت زمونږ صوبه ورسره مخ ده… زمونږ صوبه چې يو څو واړۀ ښارګوټي لري او هلته تر څۀ حده روزګار ته لار هواره ده خو ولې د دې وړې ابادې ټوټې نه بره پوليټيکل ايجنسيانې دي چرته چې د هغې زمکې زامنو ته دا ښودلے کېږي چې د پېرنګي بندګي به کوئ، د هغوي خبره قانون ده او د هغوي رضا جنت او غضب ئې دوزخ دے… پۀ کاغذنو کښې دا خلق خپلواکه ګڼلے کېږي خو پۀ حقيقت کښې د دوي نه بد ترينه غلامان پۀ ټول هندوستان کښې چرته بل ځاے نشته … کۀ څۀ هم مونږ دا سيمه د صوبې نه بهر ګڼو خو د دوي زياتره مسئلې صوبې سره تړل شوې دي… د افغانستان او زمونږ د ښارګوټو تر منځ دا سيمه چې قبائلي سيمه ورته وئيلې شي، څۀ افسانوي سیمه ده … د پيرنګي د راتلو سره دا خلق زمونږ ښارګوټي لوټي، شوکې کوي؛ ګنې دا خلق پۀ خوا داسې نۀ وو… اوس مسئله دا ده چې څنګه دا حکومت کولے شي د دې ښار ګوټو د اولس چې د دوي د قانون د لاندې اوسي، حفاظت وکړي؟ يو ساده باده سړے ئې د حل درې لارې راويستې شي؛ اوله دا چې د دې قبائيلي سيمو نه دې هم وسله واخستې شي لکه چې د ښارګوټو نه اخستې شوې ده، دوېمه دا چې يا دې دوي ته هم وسله ورکړې شي چې خپله ساتنه پرې وکړي او درېمه دا چې ورسره جرګه دې وکړې شي… خو چې حکومت بيا هم کومه لار خپلوي نو به هم هغه خپله د زور زبردستۍ او د بډې رشوتونو لار خپلوي چې سرکار ورته مهذب نوم سبسډيز او فاروډ پاليسي ايښے دے… زۀ به درېم تجويز ته راشم چې وخت به غواړي، کړاو به غواړي خو نتيجې به مثبتې راوړي ـــ پۀ وړومبي ځل زمونږ د صوبې خلقو د دې مسئلې د هوارولو د پاره پۀ نولس سوه دېرشم کښې هڅه کړې وه؛ هغه وخت چې ګورنر هم د خپلې ناکامۍ اعتراف کړے ؤ خو زمونږ مشر باچا خان يو وړانديز دا ورکړے ؤ چې دلته دې سکولونه او ډسپنسريانې جوړې شي او داسې به دا خلق مونږ سره وتړلے شي چې د دې نه پس ګورنر ډيلي ته د وائسراے سره د ليدو د پاره راغلو خو ولې چې هغه راستون شو نو وړومبے کار ئې دا وکړو چې باچاخان ئې د نامعلومې مودې د پاره بندي کړو… مونږ حکومت ته رسائي وکړه خو دوي هېڅ ونۀ کړے شو ځکه چې دوي مونږ نه زيات د ځان غم وړي وو … زۀ دا د تاريخ درته د دې د پاره نه وړاندې کوم چې ګنې زۀ د خپلو خدائي خدمتګارو ستائينه کوم خو ولې خپله عجبه تجربه درسره شريکوم چې پۀ دې لړ کښې څۀ څۀ شوي ـــ اوس هم حکومت کۀ پۀ مونږ باور کوي او دوي سره خبرو ته مو پرېږدي نو زۀ باوري يم چې هغه کار چې دوي پۀ سلو کالو کښې ونۀ کړو مونږ به ئې د کال پۀ دورانيه کښې وکړو ـــ خو اٰيا حکومت به زمونږ ملاتړ وکړي؟ اٰيا حکومت زمونږ مرستې قبلوي؟ اٰيا دوي د دې قبائلي سيمو د مسئلې هوارولو ته سنجيده دي؟ زۀ به پۀ طمع يم کۀ چا راته ځواب راکړو… مننه!

دا د غني خان د تقرير لنډ اقتباس ؤ ـــ اوس لکه چې ما د بحث پۀ شروع کښې د سياسي عمل د دوه ډوله نتيجو خبره کړې وه نو کله کله پۀ دې سياسي عمل کښې منفي نتيجې د دې وجې نه نۀ راځي چې د مکالمې عمل ودرېږي؛ دا عمل خو بحال وي خو ولې دا مکالمې د خپلو ګټو د حصول د پاره د مبالغو او مغالطو پۀ زور مخ پۀ وړاندې وړلې شي او بيا هم دا مبالغې او مغالطې د سياست غوندې د تعميري عمل هم د تخريب پۀ لارو سر کړي. اوس چې دا مسئله څومره سنجيده ده، د فلسفې او د نارمېټو سائنسز پوهانو هم دومره سنجيده اخستې؛ پۀ دې لړ کښې چې هغوي کومه د خلاصون لاره موندلې ده هغه د تنقيدي تفکر (کريټیکل تهنکنګ) ده. ايډورډ ګلاسر د تنقيدي تفکر د عمل د پاره درې بنيادي شرطونه ټاکلي دي او هغه دا دي چې: اول زمونږ پۀ تجربه کښې پۀ راتلونکيو مسئلو باندې د ژور تفکر کولو توان لرل، دوېم پۀ منطقي او عقلي بنياد د دې د حل ادراک لرل او درېم دا صلاحيت لرل چې دا ياده پوهه او ادراک ورباندې پۀ عملي توګه پکار راوستلے شي. اوس کۀ وکتے شي د غني خان د تقرير دې لنډ اقتباس کښې کۀ يو خوا د صوبه سرحد او د قبائلي سيمو مقدمه پۀ پورا ديانت سره پۀ اسمبلۍ کښې وړاندې کېږي نو بل خوا بره د تنقيدي تفکر پۀ ياد شوو شرطونو پورا کېدل د هغۀ د تنقيدي شعور پوره پوره غمازي کوي چې دا هر څۀ مونږ ته نۀ صرف غني خان د يوۀ مخلص، سنجيده او ځيرک سياستمدار پۀ حېثيت راپېژني بلکې د خدائي خدمتګارو پۀ پارلېماني سياست د باور ادراک هم راکوي. هغه زمانه چې پۀ نمائندګيو او پۀ عهدو جنګونه کېدل، د هندوستان د وېش تدبيرونه کېدل، دوي د مغالطو او مبالغو نه پاکه بيانيه د خپل اولس د بنيادي انساني حقونو د ګټلو مبارزه کوي. پۀ دې لنډ اقتباس د زياتي تبصرې ضرورت نۀ محسوسوم خو دومره به ووايم چې نن صوبه سرحد خېبر پښتونخوا ده، نن قبائيلي سيمې د خېبر پښتونخوا برخه ده، نن پۀ خېبر پښتونخوا کښې د تازه سروے ترمخه يو کم دېرش سرکاري پوهنتونه دي او د دې هر څۀ بنياد هغه پارلېماني سياست دے چې خدائي خدمتګارانو ورباندې پۀ هر صورت باور کړے ؤ او تل ئې د دې پارلېمان د بالادستۍ د پاره د هېڅ قسم قربانۍ نه ځان نۀ ؤ نيولے او بيا پۀ دې لړ کښې هم غني خان هم ډېرې څېړنې ته اړتيا لري. هغه غني خان چې دنيا ئې د لېوني فلسفي شاعر پۀ نوم خو به پېژني خو شايد چې د وتلي سياستمدار غني خان پۀ نوم ورسره ډېر کم خلق اشنا وي او د هغۀ د ژوند دا اړخ دنيا ته ښودل مونږ نه د لا سنجيده څېړنو غوښتنه کوي.

 

دا هم ولولئ

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد …