احتساب او کۀ د اسمان ستوري – سلطان خان ټکر

پۀ دې خو اوس ماشومان هم پوهېږي چې پۀ دې ملک کښې احتساب تل د سیاسي انتقام پۀ توګه شوے يا کارولے شوے دے او د دې بې شمېره مثالونه موجود دي. خو د براډ شيټ پۀ سلسله کښې چې کوم تفصیلات مخې ته راغلل، دا پۀ ملک کښې د احتساب پۀ نوم یو ډېر […]

قامي سياست کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن کردار – علي يوسفزے

د دوېم نړيوال جنګ نه پس د نړۍ پۀ سياست کښې هم ډول ډول بدلونونه راغلل؛ د کېپيټلزم او کميونېزم دوه قسمه سياسي نظريې ډېرې تېزۍ سره پۀ خورېدو شوې. دغسې د برصغير د تقسيم نه لږه موده پس پۀ پاکستان کښې جرنېلانو د ډکټېټر شپ بنيادونه کېښودل. جنرل ايوب خان د جمهوريت جنازه وويسته […]

باچا خان سکولونه او انجمن – ارباب الطاف قادر

د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان د جون پۀ اتمه نېټه ٢٠٢٠ دا فېصله وکړه چې ډاکټر سهېل خان بۀ د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن اعزازي منېجنګ ډائرېکټر او ارباب الطاف قادر بۀ ډپټي ډائرېکټر وي. پۀ وړومبي ځل چې مونږ د اېمل ولي خان سره ناسته وکړه نو پۀ هغې کښې […]

سيمينار، قامي سياست کښې د ښځو کردار – پښتون

دباچاخان اوونۍ او د انجمن سل کلن جشن پۀ وياړ د تابيا شويو سيمينارونو پۀ لړۍ کښې باچاخان مرکز کښې د جنورۍ پۀ پنځويشتمه نېټه د “قامي تحريک کښې د ښځو کردار” عنوان لاندې يو ډېر مهم سيمينار ترسره شو. دا سيمينار د ګوند زنانه نائب صدرې ارم فاطمه پۀ صدارت کښې وشو چې د […]

سيمينار، انجمن اصلاح الافاغنه او باچا خان – پښتون

د باچاخان اوونۍ پۀ وياړ د اوونۍ پۀ دوېمه ورځ يعنې د جنورۍ پۀ يويشتمه نېټه د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه او باچاخان” عنوان لاندې سېمينار تابيا شوے ؤ. د دې پروګرام د نظامت چارې مشهور شاعر، اديب، ليکوال او پوهان پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت ترسره کړې. د […]

د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن د پرانستې تاريخي دستوره – پښتون

د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر، د باچاخان ټرسټ ډائرېکټر او د ځوانانو سر لښکر اېمل ولي خان يوه خبره کوي چې، “خلک سياست ته راشي، حکومت ته هم ورسي خو بيا پينځه، لس يا بيا پينځلس کاله پس ورک شي او يا چا ته د مخ ښودلو هم نۀ وي. . . خو نن […]

اداريه – فروري 2021ز

کاش چې رښتيا ووئيلے شي نن چې څوک هم د ملک مجموعي حالاتو ته ګوري نو زړۀ ئې وبوږنېږي، او غريب سړے خو بېخي پوزې لۀ راغلے. هر سړے حالات ګوري او پوهه دے چې ملک ورځ تر بلې مخ پۀ ښکته روان دے. صرف يوه طبقه بلکې يو څو اشخاص داسې دي چې هغوي […]

د بابړې تاريخي او مشهور د شږې جومات – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه

بابړه د چارسدې ضلعې هغه تاريخي کلے دے چې د سکندراعظم د وختونو راهسې اباد دے او بيا وروستو د ګندهارا پۀ تاريخ کښې هم د دې کلي اثار ملاوېږي او وروستو بيا پۀ هندوستان باندې حمله کوونکي لوئې لوئې خلق هم پۀ هشنغراو د بابړې پۀ لار باندې هندوستان ته تلي راغلي وو. خو […]

ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل – ليک اوڅېړنه: پروفېسر نور احمد فطرت

پښتو ژبه يوه زړه تاريخي ژبه ده. دغه ژبه د ټولنې ټول ضرورتونه پوره کولے شي. پښتنوتل هڅه کړې ده چې خپله ژبه او پښتونولي وساتي.دغه لږه ساه چې نن پۀ پښتو ژبه کښې پاتې ده دا ټول د پښتنو شاعرانو او ځينو نوموړو ليکوالانو د زحمت پايله ده. دغه اديبانو د حکومت د سرپرستۍ […]

پښتون قامي رېنېسانس: شلمې پېړۍ نه تر یویشتمې پېړۍ پورې مزل – اوېس کمال

سیاست پوهنه کښې مزاحمت، مقاومت د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو دپاره پۀ ټولنه کښې د یوې سیاسي ډلې یا ډلو لخوا د ټولنې واکمنې ډلې ته د مخالفت څرګندونه ده. مونږ ته د تاریخ پۀ اوږدو کښې او پۀ خاصه توګه د نولسمې، شلمې او یویشتمې پېړۍ متنوع نظریو سیاست کښې د مزاحمتي تحریکونو ډېرې […]