د نګهت ياسمين دړمنې افسانوي مجموعه (سدره ګلونه)—مهرين حفيظ

دا ليکنه شريکه کړئ

سدره ګلونه د نګهت ياسمين دړمنې افسانوي او شعري مجموعه ده چې په کتاب کښې د چاپ کال، پريس وغېره مخ نۀ دے ورکړےشوے ۔ ځکه نو دغه سپيناوے نۀ کېږي چې دا کتاب په کوم کال چاپ دے او د کوم پريس نه چاپ دے ۔ ا لبته د خپلې درېمې مجموعې انتظار په خپلو خبرو کښې ئې د دې کتاب چاپ کال ۲۰۰۷ ياد کړے دے لکه وائي چې :

”دا مجموعه انتظار زما درېمه د افسانو مجموعه ده ۔ دې نه وړاندې په ۲۰۰۷ کښې سدره ګلونه او بيا په ۲۰۱۳ء کښې بې منزله منزل چاپ شوے دے ۔“[i]

د کتاب تړون څۀ په دې ټکو کښې شوے دے ۔ ((د هغه چا په نوم چې زما د زړۀ په کور کښې وسي)) ۔ په کتاب سريزه ماهر مضمون پښتو ټيکسټ بک بورډ حيات اباد پېښور ليکلې ده چې د سريزې څۀ ټکي ئې په دې لفظونو کښې دي۔

””دړمنه بي بي حساس زړۀ لري وړې وړې خبرې هغه په وچته پېمانه محسوسوي۔ هغه د يو بنيادم درد په اسانه نۀ شي زغملے ۔ خو د ښځو او ماشومانو په معامله کښې هغه د دې دومره حوصله مندۍ باوجود ډېره کمزورې ښکاري ۔ د يوې ورځې خبره ده چې هغه دفتر ته په سلګو سلګو په ژړه راغله ۔ مونږ دا وګڼل چې ګنې کور کښې ئې جنګ جګړه کړې ده ۔ ولې لږ وخت روستو معلومه شوه چې هغه په لار يوه څو ښځو د يو بلډنګ په جوړولو کښې د سړو سره سنګ پ سنګ په مزدورۍ ليدلي وې ۔ د هغې د افسانو مجموعه سدره ګلونه کښې هغې زيات تر د ښځو په حقله مسايل پېش کړي دي ۔ دا مجموعه زمونږ د پښتنې معاشرې يو مکمل تصوير وړاندې کوي “[ii]

هم دغه رنګه ((د نګهت ياسمين افسانې او شاعري)) عنوان لاندې په دې کتاب پروفېسر ډاکټر سلمٰی شاهين (ډائريکټر پښتو اکېډمي) هم ليکنه کړې ده ۔ د هغې د دغې ليکلو څۀ ټکي په دا رنګه دي ۔

”کوم زور چې د نګهت ياسمين په افسانو کښې ښکاري هغه ئې په شاعرۍ کښې نشته ۔ بيا هم د وخت سره سره به ئې په شاعرۍ کښې هم او فن کښې هم ژورتيا پېدا شي ۔ ځکه چې د هغې د ليکلو د انداز نه معلومېږي چې هغې له د خبرې کولو چل ورځي ۔او چې کوم خلق د خبرې په چل پوهېږي نو د ادب په هر يوصنف کښې کپل پېغام په اثرناکه طريقه معاشرې ته وړاندې کولے شي ۔ د نګهت ياسمين په افسانو کښې د ښځو نفسيات، د ښځو مسائل او احساسات ډېر په ښکلي طريقې سره پېش شوي دي۔“[iii]

په دې کتاب کښې ټولې اتۀ افسانې دي او دغسې د افسانو نه پس بيا د نظم برخه ده ۔ د افسانو ترتيب او کيسه ئې دلته لنډو ټکو کښې وړاندې کومه ۔

مهرتاجه بي بي:

په دې افسانه کښې مهرتاجه بي بي يوه ښځه ده چې خپله قيصه په خپله کوي ۔ پلار ئې د ټي بي مريض دے او مور ئې هم ناروغه وي ۔ ولې په کور کښې دوي وړوڼه خوېندې ګڼ وي او دا پکښې مشره ده ۔  هر کله چې دې باندې ماما سبق ووائي نو دا د پي ټي سي استاذه شي او دغسې د کشرانو خوېندو او وروڼو زمه واري په خپل سر واخلي ۔ په دې پسې چې کله رشته راځي نو مور ئې نۀ غواړي چې دغه تنخوا ئې د لاسه وځي او اخر په مهرتاجه بي بي باندې ځواني تېره شي ۔ د افسانې په اخره کښې چې کله په سپين سر پسې رشته راشي نو مهرتاجه بي بي بيا په خپله ځوانۍ پسې ارمان کوي ولې چې دغه رشته د پوخ عمر سړي وي چې يوه ښځه ئې مړه وي او ماشومان ئې وي ۔ مهرتاجه بي بي خپله قيصه په دې ختموي چې وائي کاش چې پښتانۀ ګڼ بچي راوړي چې د راوړو نه مخکښې ئې د دوي د ښۀ ژوند سوچ هم کولې ۔

ګوهره:

په دې افسانه کښې هسې خو دوه قيصې دي يوه د ګوهرې ده او بله د بيانيې انداز خپلونکې يعنې څوک چې په افسانه کښې قيصه کوي ۔ بنيادي موضوع ئې ګوهره ده چې د کلي ډمه ده ۔ په ځوانۍ کښې د خپل ښائست د وجې په لمبه نوم پېژندلې شي ۔ افسانه نګاره وائي چې زۀ کونډه شوم خو ما سبق وئيلے ؤ نو نوکري راته ملاو شوه او دغسې بچو مې هم اعلا تعليم وکړو۔  ولې کله چې ما ګوهرې ته ووې چې په لُور دې سبق ووايه نو (هغوي خپل ډمتوب) د لُور د پاره غوره کړو او تعليم ته ئې ترجيح ور نۀ کړه ۔ ولې افسانه کښې ګوهره خو مړه ده خو چې کله د افسانه نګارې د زوي وادۀ وي نو په حجره کښې هم هغه د ګوهرې لُور لويه شوې وي او مېلس کوي ۔

د ژمي ژړۍ :

په دې افسانه کښې مرکزي کردار د يوې ښې کورنۍ ښځه ده چې باران او يخنۍ سره شوق وي ۔ دا افسانه په ماضې باندې ليکلې شوې ده ۔ کله چې مرکزي کردار باران نه خوند اخلي او خپل ټي وي لانچ کښې کښېني نو اخبار کښې د (غمژن صېب) د مړينې خبر ولولي چې هغه په بهر ملک کښې خاورو ته وسپارلے شو۔ مرکزي کردار دغه عکس او دغه نوم سره ناشنا وي خو دغه وخت ترې هېر وي خو چې کله په ذهن زور راوړي نو پوهه شي چې غمژن صېب هغه څوک دے چې د دې د رور استاذ و دوي کره به تلو راتلو۔ اخر ددې سره ئې مينه شوه ۔ خو پښتنه معاشره کښې څوک د مينې اظهار نۀ شي کولې او نۀ جينۍ دغه جرات کولې شي ۔ غمژن د دې رشته هم څو ځله وغوښته خو پلار ورنکړه ۔ دغسې غمژن مايوسه بهر لاړو او وادۀ ئې هم د دې غم نۀ ونکړو او مړ شو۔ د افسانې مرکزي موضوع پښتنه معاشره کښې د خوښې په وادۀ قدغن دے ۔

ټوټې ټوټې زړګے:

په دې افسانه کښې مرکزي کردار ښځه ده ۔ افسانه د سړو د هوس په کمزورۍ باندې ليکلې شوې ده ۔ مرکزي کردار څرګندول غواړي چې سړي په هر حال کښې د خپلې ښځې نه سړغړونه کولې شي او کوي خو ښځې په دغه حواله پاک دامنې او عاجزې دي ۔ په افسانه کښې احمد نومې کردار دے چې د دې سره سخته مينه کوي او اخر دغه مينه دې ته ترلاسه شي ۔  ښۀ ژوند تېرېږي خو يوه ورځ دا په خپلو سترګو وويني او په خپلو غوږو ئې واوري چې دغه احمد د کور د يوې ملازمې سره لګيا وي او د هغې سخت صفتونه هغې ته کوي او خپل هوس ترسره کوي ۔ دا کۀ هر څو خپل خاوند په دغه حرکت وويني خو بس مايوسي او خاموشي اختيار کړي ۔ کله چې دا دغه نوکره د کوره رخصت کړه نو ماښام ئې خاوند هم هغه صفتونه ددې وکړل او دې خاموشي اختيار کړه ۔ ځکه چې دې سره هيڅ کومه لار بله نشته چې خاوند ته پرې سخته خبره وکړي او دغسې د ښځو په بې بسۍ دغه افسانه سر ته رسي ۔

خواښې مور :

دا افسانه د هم د ښځو په يو سماجي ستونزه باندې ليکلې شوې ده ۔ رڼا چې يوه پېغله ده او د اول نه دا اراده لري چې خواښې او مور کښې هيڅ فرق نۀ وي ۔ او چې کله وادۀ شي نو هم هر رنګه کوشش کوي چې خواښې ته هغه احساس ورکړي کوم چې يوه لُور خپلې مور ته ورکوي ۔ د وادۀ په اوومه ورځ ورته خواښې ووائي چې تاله خلقو کومې پېسې د وادۀ په امبارکۍ کښې درکړي دي دا ټولې د خواښې وي دغسې دغه روپۍ رڼا خواښې ته حواله کړي ۔ ولې څۀ موده پس چې د رڼا د ايندرور وادۀ وي نو د رڼا خواښې خپلې لُور ته وائي چې (د خلقو در کړې شوې ټولې روپۍ سنبال کړه او ځانله پرې څۀ کالے پترے وکړه چې خواښې درنه يوه ټکه هم ونۀ ويني) دغسې د رڼا په زړۀ کښې راشي چې خواښې او مور کښې واقعي چې فرق وي او افسانه ختمه شي ۔

شينو ماسي:

په دې افسانه کښې شينو ماسي د کلي يوه ښځه ده چې په مثل خان کاکا وادۀ ده ۔ د وادۀ ئې شل کلونه وشول خو اولاد ئې نشته ۔ مثل خان کاکا د ډېرې مودې نه په کټ پروت دے شينو ماسي د هغۀ سره سختې وړي ۔ خو چې کله مثل خان کاکا د ناروغتيا نه روغ شي نو بيا وائي چې ماله دوېم وادۀ وکړئ ۔ دغسې شينو ماسي په سپين سر د پلار کره مروره لاړه شي او مثل خان کاکا د شپاړس کلنې بخت جمالې خاوند شي ۔ کله چې د مثال خان کاکا يو زوے وشي نو دې دوران کښې بيا ناروغه شي او مړ شي ۔ شينو ماسي د پلار کره وي او بخت جماله چې ځوانه وي د کال زوے ئې وي پلار کره لاړه شي او څۀ موده پس په يو بل بوډا سړي وادۀ شي ۔ د افسانې مرکزي خيال د ښځو سره د ناروا سلوک دے ۔

ناقلاره روح :

په دې افسانه کښې مرکزي کردار د يو ډاکټر دے چې هغه نفسياتي توګه باندې (سېډسټ) دے ۔ هغه د خلقو خوشحالۍ ته حېرانېږي چې دا خلق ولې خوشحاله وي ۔ وادۀ ځکه نۀ کوي چې په ژوند کښې د چا شراکت نۀ غواړي ۔ بهر هېواد ته د مېډيکل د پاره لاړ شي ۔ هغه مور ئې هم مړه شي چې دۀ ته به ئې د وادۀ وئيل ۔ دوي سره په وړکوالي کښې زياتي او ظلمونه شوي وي د کومې اثر چې په نفسياتي توګه په دۀ باندې شوے وي ۔ افسانه هم په دې ټکو ختمېږي چې دغه کردار وائي (زۀ يوازې يم او يوازې به وسم) ۔

يوم مئ :

يوم مئ افسانه د مزدورانو سره د استحصال په موضوع ليکلې شوې ده ۔ مرکزي کردار پکښې يوه ښځه ده چې لويه او د يو افسر د کوره ده ۔ هر کله چې د يکم مئ ورځ وي نو هر چاته معلومه ده چې دغه ورځ په ټوله دنيا کښې مزدورانو ورځ نمانځلے کېږي ۔  د دې ښځې خاوند چې لوے افسر دے په دغه ورځ د مزدورانو يوې دستورې ته خطاب له ځي ۔ ولې په کور کښې ئې د اوبو ټېنکۍ خرابه وي نو هغې د پاره مزدوران راوغواړي ۔ هر کله چې د دوي په کور کښې مزدوران کار کوي يو مزدور پکښې د بره نه ښکته راګوزار شي او دغسې چې کله د ګاډي پوښتنه وشي چې دے هسپتال ته ورسوئ نو ګاډي ټول (چې په دې کور کښې د سرکار ګاډي وي) بهر ويستلي شوي وي ۔ دا خپل نوکر ته وائي چې صېب ته دې کال وکړه چې مزدور راولوېدو ولې نوکر ئې وائي چې صېب مزدورانو ته تقرير کوي په سټېج دے ورستو به کال خبرې کوي او دغسې دغه مزدور چې رالوېدلے وي دوي کره مړ شي ۔

د دې کتاب ټولې اتۀ افسانې دي چې مختصر موضوع ئې وړاندې شوه ۔ کتاب په (اے فور) سائز کښې دے نو د 58 مخ پورې پکښې افسانې دي او دغسې د افسانو نه پس بيا د نګهت ياسمين دړمنې نظمونه دي چې په دغه ترتيب په کتاب کښې موجود دي ۔

  1. زما او ستا دنيا وې
  2. نۀ ګېلې مانې وې
  3. چرته به تښتې
  4. نظم
  5. پرې مې ښودې
  6. سرۀ سرۀ ګلونه
  7. نن دا ګناه کوم
  8. نيازبينه
  9. تنده مې ورځ په ورځ زياتېږي
  10. دړدمنه
  11. ټوټې څنګه يو ځاے کړم
  12. د وفا غر ئې
  13. دعا
  14. پرېږدمه کلے
  15. يا کلي نه راتلونکي به ووايه
  16. خوښه او ترجمه

کتاب ټول 74 مخونه دے ۔ خوښه او ترجمه پکښې د کتاب نثري ټوټه ده چې ليکوالې پکښې د خوښې د ژوند مختصر خبره کړې ده ۔ د کتاب په سرمخ د نګهت ياسمين د پېغلتوب عکس دے او دغسې په شاه مخ ئې د موجوده وخت عکس موجود دے ۔

[i] : نګهت ياسمين دړمنه، انتظار، ايس کے پرنټترز، ۲۰۱۴، مخ  ۱۰

[ii] : فرمان الله جان، سريزه، مشموله سدره ګلونه، پريس او چاپ کال نه لري، مخ ۵

[iii] : سلمٰی شاهين، سدره ګلونه،  مخ ۸

 

نورې ليکنې۔۔۔