اکرام الله ګران: فکر او فن مينه لرو خو د الفاظو ژبې ګونګې مو دي “ګران” له ورځو چې لږ اظهار د محبت وښائي – م. ر. شفق

  دا ستمبر کال 1966ز ؤ. زما د شعر شونډه ايله قدرې شنه شوې وه. “اندېش اقبال” سره يو ځاے زۀ هم د پښتو ادبي جرګې مردان پۀ کاروان کښې “بخشالي” ته روان شوم. هلته د شپې ناوخته پورې يوه درنه تاريخي مشاعره [1] وشوه چې صدارت ئې د پښتو د جمال او جلال شاعر […]

د پاکستاني ستراتیژکي ژورتیا کۀ د پښتون وژنې ژوره کنده – خان زمان کاکړ

  Twitter: @khanzamankakar   د پاکستان د پوليسو د يو لوړ پوړي پښتانۀ چارواکي طاهر خان داوړ قتل پۀ پاکستان کښې د پښتنو د پرديتوب پۀ احساس کښې ډېره ژوره اضافه وکړه او دوي ئې پر دې حقيقت سوچ کولو ته مجبوره کړل چې پۀ پاکستان کښې د پښتنو ژوند چرته هم محفوظ نۀ دی، […]

د غولانځې ناسور B r e a s t C a n c e r – حسیب جان همراز

    چې دنيا اباده وي او پکښې ژوندي انسانان، ځناور او بوټي ژوند کوي نو د ناروغۍ وجود به خامخا موجود وي. د دنيا پۀ سر پۀ قسما قسم ځناورو، انسانانو او بوټو کښې پۀ زرګونو ناروغۍ داسې دي چې هر وخت د دوي پۀ چاپېرچل کښې پۀ ګردش کښې وي. د ستر عالمي […]

د ‘مقدس جهاد’ نه د ‘ففتهـ جنرېشن وار’ پورې – حیات روغانے

    یو وخت ؤ چې پاکستان کښې پۀ ریاستي نګرانۍ کښې د مقدس جهاد پۀ نوم د ‘اهل کتاب’ امریکې د پاره د سُور کافر روس پۀ ضد ‘مجاهدین’ جوتېدل. د پاکستان او امریکې دواړو تر منځه جهادي عقد ؤ او عربیان د دوي منځ کښې د نکاح وروڼه وو. ډالرونه وو، ریالونه وو […]

د کلتور او تعلیم مرکزیت – ډاکټر خادم حسېن

  Twitter: @khadimhussain4   د کلتور او تعلیم د مرکزیت خبرې د پاکستان د وفاق د اکایانو د فطري شناخت او د هغوي د پرمختګ او هوسا ژوند د لارو نیولو هغه غېر فطري، غېر انساني او غېر ائیني لار ده چې د وړومبۍ ورځ نه پاکستان کښې د زر او زور خاوندانو نیولې ده. […]

دوه مقالې – ډاکټر سید ظفرالله شاه بخشالے

  د پښتو اولسي ادبياتو تنقيدي مطالعه پۀ پښتو ژبه کښې د ماشومانو د ادبياتوتجزياتي او تنقيدي مطالعه لنډه پيژنګلو: څېړندوی عبدالاحد منګل د تاج محمد زوے د تازه ګل نمسے پۀ 1364 لمريز کال د پکتيا ولايت پۀ ميرزکه کښې زېږېدلے دے. د پښتو ادب پۀ مېدان کښې يو شمير څېړنې لري چې نومونه […]

د سلو ورځو پوسټ مارټم – عامر عالم

  د پاکستان د انتخابي تاريخ د متنازعه ترین الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ وجود کښې راتلونکي د پاکستان تحريک انصاف وفاقي حکومت پۀ ملک کښې د سلو (100) ورځو دننه دننه د بدلون راوستو اعلان کړے ؤ او دغه اعلان د پاکستان تحريک انصاف مشر او پۀ موجوده وخت کښې د ملک وزير اعظم […]

اداریه – دسمبر 2018

روس کښې ‘باچاخان امن کانفرنس’ او ‘جنېوا کنونشن’ ضلع اورکزئ چې کله د ‘فاټا’ برخه وه، هم ئې هلته تېرو ورځو کښې د شوې بمي چاودنې غوندې پرهرونه پۀ خپله ژوبل ژوبل سینه خوړلي وو؛ المیه دا وه چې د محفوظ اسلام اباد د کېمرو سترګو نه پټ او هلته د سرګرم ریاستي خفیه ادارو […]

د روانو حالاتو تجزیه – شمس بونېرے

    پاکستان کښې ګڼ ګوندونه وجودونه لري پۀ دې کښې څۀ جمهوري پارټۍ دي چې د وفاق د سالميت د پاره مبارزې يا حرکتونه کوي او څۀ ګوندونه مذهبي دي چې د شريعت د راوستلو او جهادي پروګرامونو د بېرغونو د لاندې مذهبي وفاقي ملک غواړي. دلته څۀ د ترقي پسندۍ پۀ نوم طبقاتي […]

څلور پېغامونه – رحمت شاه قرېشي

    میا افتخار حسېن دې خداے سلامت لري: د میا افتخار حسېن ژوند ته د ورپېښې خطرې تر اوسه څۀ خبر مخې ته نۀ دے راغلے. حکومت لکه چې پۀ دې انتظار کښې دے چې خداے مۀ کړه کله دغه خودکش ځان خلاص کړي. پۀ خپل ځاے دې خداے د دوزخ څټکورے کړي خو […]