ښاغلي خان عبدالولي خان سره درې ملاقاتونه – م . ر . شفق
ښاغلے عبدالولي خان ــــ د عالمي شهرت يو دروند خوږ شخصيت ؤ. هغۀ سره زما د ملاقات سوال نۀ پېدا کېدۀ خو کله کله داسې کار وشي چې د بنده پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راځي. ژوند کښې مې ورسره درې ځله اتفاقاً ليدۀ کاتۀ شوي دي. ما ته ياد شي. د اطلاعاتو صوبائي […]
خالي کور (افسانه) – لائبه افروز زئ
نمر لکه چې اور ورولو، زمکه د تنور پۀ شان توده وه. دې ګرمۍ ته انسان ټینګېدے نۀ شو. د اسمان مرغۍ هم د ګرمۍ د لاسه هپ کېدې. لکه د بټ پۀ زمکه دانې ورتېدې. د ګرمۍ دا حال ؤ چې د کور د دېوالونو نه هم د ګرمۍ چغې راختې. بیا بیا به […]
د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے
د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ د يوې قلعې پۀ شان وي د کوم دننه چې انسان ځان محفوظ او طاقتور ګڼي”، د دې قلعې دننه انسان خپل ژوند تېروي، د نورو خلقو د قابو کولو هڅې کوي خو د قلعې د پاره د دېوالونو ضرورت […]
باچاخان پۀ تيارو کښې د رڼا څیره- ګوپال ګاندهي، ژباړه: سجاد ژوندن
)ګوپال ګاندهي د مهاتما ګاندهي نمسے دے. باچاخان سره د هغۀ مینه او عقیدت د دې لیکنې د متن نه څرګند دے. هر څو ځینې ځایونو کښې پۀ واقعاتو تبصره هغۀ ته د رسېدلو خبرونو پۀ تاثر کښې ده، مونږ د فخرِ افغان د تلین پۀ ویاړ دې ګڼه کښې د هغۀ دغه تاثرات پۀ […]
باچاخان او عدم تشدد – خان زمان کاکړ
دا مقاله پۀ 2011م کښې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې لۀ خوا “د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه” تر سرليک لاندې پۀ ترتيب شوي يو ه ورځني سېمينار کښې اورولې شوې وه. د مقالې د ارزښت تر مخه ئې مونږ د باچاخان د ورځ پۀ مناسبت خپلو لوستونکو ته د پښتون پۀ پاڼو وړاندې […]
سنګیتا بروح پشورټي – ژباړه: پښتون
فېصل خان پۀ هندوستان کښې یو سماجي کارکن دے چې د باچاخان پۀ ویاړ ئې هند کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ بیا بنیاد ایښے دے. هغه د خپلو ملګرو سره ډېر ټولنیز فعالیتونه کوي او د خپل معروض ضرورت سره سم د هغۀ دغه هلې ځلې پۀ ټول هند کښې پۀ درنه سترګه کتلې کېږي. […]
BKTEF میډيا ټيم د باچاخان فېلوز پنځلسم مياشتنے سټډي سرکل
د باچاخان فېلوز پنځلسم سټډي سرکل پۀ څلورم نومبر د خالي پۀ ورځ، سحر یوولس بجې نه تر درې بجو تر سره شو. سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د سعید ابراهیم کتاب ‘سیکس اور سماج’ ټاکلے شوے ؤ. سټډي سرکل کښې د سوات، ملاکنډ، شانګلې، دیر، مردان، چارسدې، صوابۍ، ټانک، وزیریستان، خېبر، […]
د سياسي نظرياتو د ارتقاء تاريخ او تلخيص – پروفيسر سميع الدين ارمان
سياست يو مقدس علمي مېدانِ عمل دے. د دې د لرغوني اساسياتو مطالعه دا د فلسفې او سائنس مرکب ګرځوي. ماقبل سقراط فلسفه کښې د سياست او رياست پۀ حقله قديم تصور د ‘هومر’ دے چې هغه د حکومت پۀ باب له د “نظريه تخليقِ رباني”(ډيوائن رائټ اٰف مونارکي) منونکے ؤ. د دې نظر خلاصه […]
د پان اسلام ازم حقيقت – فیصل فاران
هر کله چې 1768/1774 زېږديز کښې ترکي روس جنګ کښې ترکي ماتې وخوړۀ او روس ګټه وکړه نو د زار روس خوالا وغزېده دغه وخت برطانوي استعمار امپراطوري ساتنې د پاره او د روس او ځان ترمنځه يو حد فاصل ضروري وګڼلو هم دغه هر څۀ سياسي د اصطلاح لوېديځ پوښتنه (Eastern Question) دوېمه نامه […]
پوکڼۍ – حسيب جان همراز
د ژمي موسم و. د سحر پۀ وخت کښې ايله نمر د لړې سينه وشلوله او وړومبۍ څيره ئې د کونډې کور ته راوديکله چې نېغه د کور انګڼ کښې جوړ د خټو پۀ نغري پرېوته چې ورسره خوا کښې د توت پاڼې خورې ورې پرتې وې کومې چې تېره شپه تېزې سیلۍ راغورځولې وې. […]