Category: مستقل ليکوالان

دا ليکوالان د پښتون مجلې مستقل ليکوالان دي

  • پهٔ خبر زما  نظر – لیاقت سیماب

    پهٔ خبر زما  نظر – لیاقت سیماب

    د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه او د اسفديار ولي خان خبرې. خبري کانفرانس:

    پۀ 19 ستمبر پېښور کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه وشوه. دې نه يوه ورځ مخکښې ولي باغ چارسده کښې د ګوند د مرکزي کارنده کمېټۍ غونډه شوې وه. د کونسل د غونډې نه پس د عوامي نېشل پارټۍ صدر اسفنديار خان د ټاکلې تګلارې (Policy) د خاص خاص نکتو وضاحت پۀ يو خبري کنفرانس کښې وکړو.

    ښاغلي اسفنديار ولي خان مسلم ليګ (ن) ته مشوره ورکړه چې ګوند دې د تصادم د لارې خپلولو نه ډډه وکړي ګنې ټول نقصان به دې ګوند او ورسره ورسره قوم او ملک ته رسي.

    کۀ چرې مسلم ليګ (ن) او نورو سياسي ګوندونو د اسفنديار ولي خان موقف پۀ غور واورېدو نو دا به دوي د پاره د لارې مشال وي. د ملک سنجيده سياسي او عملي حلقې پۀ دې حقيقت خبر دي چې پاکستان کښې غېر جمهوري قوتونه هر وخت تيار ناست وي چې پۀ غېر جمهوري طريقه د حکومت واګې ترلاسه کړي. دې غرض د پاره ځنې سياسي مشران د دوي د پاره لاره هم هواروي.

    اسفنديار ولي خان ملک کښې د قومي حکومت د جوړولو اشارې هم غندلې دي او دا ځکه چې پارلېمان کښې يو سياسي ګوند ته اکثريت حاصل دے، باید چې دا ګوند د واک خپله موده پوره کړي. بله دا چې قومي حکومت پۀ انتهائي هنګامي حالاتو کښې جوړولے شي او دا قسمه حکومت لنډ محاله وي او کارکردګي ئې د دوه درې ګوندونو مخلوط حکومت نه هم کمزورې وي.

    محترم اسفنديار ولي خان د وفاق د انتظام لاندې د قبائیلي سيمو د مستقبل پۀ حقله د عوامي نېشنل پارټۍ د دريځ (Stance) يو ځل بيا اعاده وکړه او دې سيمه کښې د ايف سي اٰر پۀ نامه د تور او غېر انساني قانون پۀ بدلولو زور راوړو. دۀ پۀ وفاقي حکومت زور راوړو چې دا سيمې دې زر تر زره پۀ پښتونخوا کښې شاملې کړې شي. اسفنديار ولي خان دا غوښتنه هم وکړه چې قبائیلي علاقو کښې دې سرشمېرنه (Census) دوباره وکړې شي. ياده دې وي چې قبائیلي خلقو ددې سرشمېرنې نتيجې رد کړې دي. دوي دا دعويٰ لري چې د دوي ابادي کمه ښودلې شوې ده. کۀ چرې قبائیلي خلق د دې سرشمېرنې پۀ حقله تحفظات لري نو بله لاره نشته چې دې سيمه کښې دوباره سرشمېرنه وشي.

    اسفنديار ولي خان د خېبر پښتونخوا د حکومت د څلور نيم کالو کارکردګي کمزورې او ناقصه وګرځوله، پۀ خصوصي توګه نوموړي د صحت پۀ لړ کښې د صوبائي حکومت کارکردګي پۀ ګوته کړه. محترم اسفنديار ولي خان د تعليمي اصلاحاتو پۀ نوم د صوبائي حکومت ارادې ورانوونکې  او تباه کوونکې وګڼلې. دۀ ووئېل چې عمران خان د پښتونخوا نه تجربه ګاه جوړوي.

    د اسفنديار ولي خان دا موقف پۀ اصل کښې د تعليم د شعبې سره د تعلق لرونکو د زړۀ اواز دے ځکه چې د تعليم پۀ حقله چې د صوبائي حکومت کومې ارادې دي، دا اصلاحات نۀ بلکې د تعليمي نظام نور خرابول دي.

    د پاکستان او افغانستان پۀ تعلقاتو د خپلو خيالاتو څرګندولو پۀ وخت محترم اسفنديار ولي خان دا حقیقت پۀ ګوته کړو چې کۀ د دواړو هېوادونو واکمنو پۀ یو بل باور ونۀ کړو نو دا به د دواړو هېوادونو د پاره غټ تاوان وي. ياده دې وي چې د  عوامي نېشنل پارټۍ د اولنۍ ورځې نه دا موقف دے چې د افغانستان پۀ شمول د ټولو ګاونډي هېوادونو سره دې د پاکستان ښۀ تعلقات وي ځکه چې نننے دور د تصادم نۀ دے، جنګ د يوې مسئلې حل هم نۀ دے. کومو ګاونډي هېوادونو ترمنځه چې دوستانه اړيکې وي، تجارتي هلې ځلې وي، هغوي د يو بل د وسائلو نه استفاده کوي او دغه شان پۀ سيمه کښې امن او قلارے وي او دا حالات د ترقۍ د پاره لاره جوړوي.

    محترم اسفنديار ولي خان چې پۀ ذکر شوي خبري کنفرانس کښې د کومو خيالاتو څرګندونه کړې ده، دا پۀ اصل کښې د  عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل تګلاره ده. دا تګلاره د ګوند د کارکنانو او د اولس لارښودنه ده.

    د قبائیلي سيمو پهٔ حقله د ټول ګونديز کنفرانس پرېکړه:

    د ستمبر پۀ څوارلسمه نېټه اسلام اباد کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د سيوري لاندې يو ټول ګونديز کنفرانس (APC)  وشو.  د دې کانفرانس مقصد د وفاق د انتظام لاندې د قبائیلي سيمو د اثرناکو اصلاحاتو وروستو پۀ دې لړ کښې د ملک سياسي قوتونه اعتماد کښې اخستل وو. دې کنفرانس کښې قريباً ټولو سياسي ګوندونو ګډون وکړو، ولې دوه لويو ګوندونو کنفرانس کښې خپله نمائندګي ونۀ ښودله. دې ګوندونو کښې پۀ وفاقي کچه واکمنه پارټي مسلم ليګ (ن) او د پښتونخوا د حکومت واکدار ګوند تحريک انصاف شامل دي. دې کنفرانس کښې د دې دواړو ګوندونو شمولیت د دوي د خپل ساکهـ د پاره هم ځکه ډېر ضروري ؤ چې پۀ وفاق کښې واکمن ګوند د وفاق دعويٰ لرلو سره دا وخت ځنې داسې حااتو نه هم تېرېږي چې پۀ سیاسي عمل د باور فضا قائم ساتل ئې ضرورت دے. بل اړخ ته پښتونخوا کښې واکمن ګوند له هم پکار وو چې د پښتنو پۀ اړه دومره لوے قامي کنفرانس کښې پۀ شرکت ئې د یو څۀ سنجیدګۍ مظاهره کړې وه.

    د  عوامي نېشنل پارټۍ او ځنې نورو سياسي ګوندونو دا رایه ده چې دا سيمې پۀ جغرافيائي، تاريخي، ملي، ثقافتي، روايتي او نسلي بنيادونو د پښتونخوا برخه ده نو دا دې پۀ باقاعده توګه د وفاق د انتظام نه ازادې کړې شي او د پښتونخوا برخه دې جوړې شي، خو لۀ بده مرغه د محمود خان اڅکزي پښتونخوا ملي عوامي پارټي او د مولانا فضل الرحمان جمعيت العلماء اسلام ددې مخالفت وکړو. دا دواړه ګوندونه د وفاقي حکومت حصه دي. ددې دواړو ګوندونو د مخالفت وجوهات جدا جدا دي. محمود خان اڅکزئ ټول عمر د پښتنو د اتحاد خبره کړې ده خو دلته ددۀ موقف د دۀ د زوړ موقف پۀ ضد ښکاري. دے دا ګڼي چې قبائیلي سيمې ازادې دي او دا دې ازادې وساتلې شي، حالانکې د کومو سيمو خلقو ته چې بنيادي انساني حقونه نۀ وي حاصل، پۀ حکومتي چارو کښې د دوي عمل دخل نۀ وي، ازاده عدليه نۀ وي، منتخبې ادارې نۀ وي، هغه خلق څنګه ازاد ژوند تېرولے شي؟ هر څوک پۀ دې حقيقت خبر دي چې پۀ قبائیلي سيمو د وفاق د حکومت پۀ نامه د پنجاب حکومت دے.

    د مولانا فضل الرحمان دا دريځ دے چې قبائیلي علاقې دې ځان له جدا صوبه جوړه شي خو اوس خپل دغه دریځ نه اوړېدلے ښکاري. دے اوس وائي چې دې سره به د پښتونخوا پُوله افغانستان سره شي او چونکې افغانستان د ډېورنډ کرښه بېن المللي سرحد نۀ مني نو پۀ دې پوله به هر وخت ډز ډوز وي. دا منطق عجيبه دے ځکه چې اوس هم ځنې ځايونو کښې د پښتونخوا او بلوچستان سره د ډېورنډ کرښه موجوده ده. بله دا چې قبائیلي سيموسره چې د ډېورنډ کرښه موجود ده نو هلته صورتحال کښې به څۀ بدلون راشي.قبائیلي سيمې اوس هم د خېبر پښتونخوا انتظامي حصه ده.

    وفاقي حکومت نېغ پۀ نېغه خپل انتظامي ضرورتونه نۀ پوره کوي بلکې ددې سيمو انتظامي مشر د پښتونخوا ګورنر دے. د پښتونخوا چيف سيکرټري د دې سيمو چيف سېکرټري هم دے. د پښتونخوا ټولې صوبائي محکمې دې سيمو کښې کار کوي. د پښتونخوا ډوېژنل کمشنران د قبائیلي سيمو انتظام هم ګوري. دغه شان ځنې سيمې د ډپټي کمشنرانو ماتحت دي. دلته دا خبره د ټولو نه اهمه ده چې د قبائیلي علاقو ملازمان پۀ ګڼ تعداد کښې د ټولې صوبې پۀ صوبائي ملازمتونو کښې خپل خدمات ترسره کوي. مطلب دا چې پۀ عملي توګه دا سيمې اوس هم د صوبې برخه دي. فرق صرف دا دے چې د پښتونخوا اسمبلۍ او منتخب حکومت کښې د دوي برخه نشته. دا علاقه د داسې عملياتو پۀ استعمال کښې راوستې شي چې یو قانون ئې هم اجازت نۀ ورکوي.

    داسې ښکاري چې وفاقي حکومت د خپلو ملګرو محمود خان اڅکزي او مولانا فضل الرحمان مخالفت صرف د يوې بهانې پۀ توګه استعمالوي او ځنې قوتونه دا نۀ غواړي چې قبائیلي سيمې ته دې جمهوري او انساني حقونه ورکړے شي، پښتانۀ دې يو شي او د ملک د نورو سیمو نه دلته د اولس تګ راتګ د پاره دې لارې پرانستې شي. عالمي مېډيا دې دې سيمو ته ورسي چې حقيقت ئې دنيا ته څرګند شي ځکه نو تحريک انصاف پۀ دې مسئله داسې غلے شو لکه څنګه چې د چين او پاکستان اقتصادي لارې پۀ لړ کښې د خپل موقف نه وروستو شوے. د وفاق مسلم ليګي حکومت ته پۀ هزاره کښې څۀ لږ ډېر مقبوليت حاصل دے. د هزارې یو هندکو ژبې مسلم ليګي سردار مهتاب احمد خان څۀ موده مخکښې دا وئيلي وو چې قبائیلې سيمې پښتونخوا کښې ګډولو سره به صوبائي اسمبلۍ کښې لساني توازن خراب شي. دا ډېره خندنۍ خبره ده چې د مذهب پۀ نوم د دوه قومي نظریې وراثان ځان ته ویونکي داسې خبرې کوي. د ژبو پۀ اساس سياست کولو نه بله کمزورې خبره نشته.

    د تعليمي اصلاحاتو پهٔ نوم يوه بله لوبه:

    د پښتونخوا د حکومت د طرف نه د تعليم سره د علاقه لرونکو ملازمانو د پاره د يو نوي قانون تجويز شوې مسوده اخبارونو کښې خوره کړې شوې ده. ددې مسودې (Proposed Draft) مطابق به د کال 1913ز سول سروس اېکټ ختم شي او يو نوے قانون به راشي. دې نوي قانون کښې ډېرې نوې خبرې دي چې مقصد ئې د تعليمي ادارو د کارکنانو د ملازمت تحفظ ختمول دي. دوي نه هغه سهولتونه واپس اخستل دي کوم چې دوي ته د سول سروس اېکټ پۀ رڼا کښې حاصل دي. د دوي د تنخواګانو قانون، د دوي د پېنشن ضابطو کښې به بدلون راځي، د دوي د ملازمت رغوڼه (Service Structure) به بدلېږي. د نوي قانون مطابق به د سکولونو ټول استاذان د خپل خپل سکول استاذان وي. د دوي بدلي به د يو سکول نه بل سکول ته نۀ کېږي. کۀ چرې پۀ څۀ وجه يو سکول ختم شي نو د هغې ټول استاذان به د ملازمت نه لاس ووينځي، هغوي به نورو سکولونو کښې نۀ شي ځايولے. دغه شان د دوي د پېنشن ضابطې د نورو هغه ملازمانو پۀ دود نۀ وي چا ته چې د سول سروس ملازمان وئېلے کېږي. د دوي د تنخواګانو به صرف پینځۀ درجې وي. دغه شان صوبائي بجټ کښې چې تنخواګانې زياتې شي يا د تنخواګانو سکېلونه بدل شي، ددې اطلاق به د سکولونو پۀ استاذانو نۀ کېږي. د استاذانو پرويډنټ فنډ ګرېجوېټي وغېره به هم د سول سروس پۀ شان نۀ وي. مجوزه اېکټ کښې دا وئېلے شوي دي چې د ابتدائي او ثانوي تعليم د پاره به د ګورنرانو يا ډائرېکټرانو يو بورډ جوړېږي، دا بورډ به وخت پۀ وخت ضابطې جوړوي.

    کۀ چرې د دې اېکټ جاج واخستے شي نو د دې نه به دا حقيقت څرګند شي چې پۀ عملي توګه به د تعليم د مخکښې استاذانو د سول سروس حېثيت ختم شي. د دوي حېثيت به د هغه ملازمانو هم نۀ وي کوم چې د پبلک سروس يا د ګورنمټ سروس د ملازمانو دے. بورډ اٰف ګورنرز يا بورډ اٰف ډائرېکټرېټ د يوې لویې ادارې وي لکه پاکستان براډکاسټنګ کارپورېشن يا ټيلي وژن کارپورېشن يا يونيورسټۍ وغېره، پۀ ټوله صوبه کښې د زرګونو پۀ تعداد کښې سکولونه دي. د هر سکول د پاره ځان له بورډ خو نۀ شي جوړولے او د ټولې محکمې يو بورډ به څنګه هر سکول کنټرول کوي. دا چرته هم پۀ دنیا کښې نشته، د تعليم محکمه ده او د محکمو ملازمان کله هم د يوې مخصوصې ادارې د پاره نۀ وي بلکې دا د ټولې محکمې ملازمان وي او دې ملازمت ته سول سروس وئېلے کېږي. د دوي تقرري به هغه ځاے کښې کېږي چرته چې د دوي ضرورت وي. د بورډونو د لاندې چې کومې خودمختاره ادارې کار کوي د هغوي دفترې او مرکزونه ټول ملک کښې خوارۀ دي ولې د ملازمانو ملازمت تر يو مرکز نۀ دے محدود بلکې د ضرورت مطابق د هغوي بدلي د يو دفتر يا مرکز نه بل دفتر یا مرکز ته کېدې شي. د تعليم د محکمې نه کارپورېشن اتهارټي يا کمپني جوړول د تعليمي نظام ګډو ډول دي. دغه وجه ده چې د استاذانو پۀ شمول د پښتونخوا سياسي پارټۍ د دې نوي قانون خلاف يو اواز دي. دې لړ کښې د  عوامي نېشنل پارټۍ صدر محترم اسفنديار ولي خان پۀ خپل اوسني خبري کنفرانس کښې د دې قانون مخالفت کړے دے. دغه شان جمعيت العلماء اسلام، پيپلز پارټي، قومي وطن پارټي هم  د دې مجوزه قانون مخالفت کوي. کۀ چرې د پښتونخوا اسمبلۍ دغه قانون منظور کړو نو دا به د پښتونخوا د خلقو لويه بد بختي او د اسمبلۍ د پاره د شرم خبره وي. معلومه نۀ ده چې پي ټي اٰئي حکومت د چا پۀ اېجنډه کار کوي؟ د دوي د پښتونخوا خلقو سره څۀ دښمني ده چې عجيبه عجيبه فېصلې کوي؟ څوک چې تعليمي ترقي غواړي نو هغه به د تعليم د څلورو واړو عناصرو يعني د شاګرد، نصاب، تعليمي ادارې او استاذ د ترقۍ خيال ساتي.د تعليم انتظام و انصرام (Management) هم نن سبا يو اهم ستن ده. دې کښې د اصلاحاتو ضرورت دے، ولې د یو سرکاري ملازم د ملازمت تحفظ يقيني کول د حکومت اولنۍ ذمه داري ده.

    سرشمېرنه، شکونه او تحفظات:

    سږکال چې ټول پاکستان کښې کومه سرشمېرنه (Census) شوې، د هغې رپورټ اعلان شوے دے. خو د سرشمېرنې (مردم شمارۍ) پۀ دې نتيجه بېلا بېلو خلقو لۀ خوا نيوکې شوې دي.د ټولو نه اول د سندهـ حکومت دا سرشمېرنه غلطه ګرځولې ده. سندهـ وائي چې قصداً ابادي کمه ښودلې شوې ده. دغه شان متحده قومي مومنټ (MQM) د کراچۍ ابادي غلطه او کمه ګرځولې ده. د وفاق د اتنظام لاندې د (FATA) ابادي هم وئېلې کېږي چې قصداً کمه ښودلې شوې ده. خو بل طرف ته د شمارياتو ادارې دا تورونه بې اساسه ګرځولي دي. اهمه او د ذکر وړ خبره دا ده چې د څو لسيزو راهسې وفاقي او صوبائي حکومتونه سره د بېن المللي ادارو پۀ اربونو ډالر پاکستان کښې پۀ زياتېدونکې ابادۍ د قابو ساتلو د پاره خرڅ کوي او دا ځکه چې د پاکستان د ډېرو اقتصادي او اولسي مسئلو او اولسي مسئلو علت زياتېدونکې ابادي ده

    اول به واخلو د ايم کيو ايم اعتراض ـــ ايم کيو ايم وائي چې د لاهور ابادۍ کښې اضافه د کراچۍ پۀ نسبت زياته شوې ده او دا يو سازش دے خو کۀ وکتے شي نو د کراچۍ ابادۍ کښې اضافه پۀ ريښتيا د لاهور پۀ نسبت تېرو اتلسو کالو کښې کمه ښکاري. د دې وجه پۀ ظاهره دا کېدې شي چې د تېرو دوو لسيزو راهسې کراچۍ کښې د امن و امان د خرابو حالاتو لۀ کبله نۀ صرف د نورو صوبو نه خلقو کراچۍ ته پۀ مستقله توګه تګ بند کړے دے بلکې پۀ لکهونو خلق د کراچۍ نه واپس خپلو خپلو صوبو يا ښارونو ته تلي دي. بله وجه دا ده چې د ملک نورو سيمو کښې د روزګار ذريعې پېدا شوې دي نو خلقو باندې څۀ غوايۀ پښه اېښې ده چې کراچۍ ته ځي؟ کراچۍ کښې نسبتاً تعليم زيات دے نو خلق پۀ خانداني منصوبه بندۍ عمل کوي، دغه وجه ده چې د کراچۍ د ابادۍ د زياتوالي شرح ټیټه شوې ده. د دې پۀ مقابله کښې د لاهور د ابادۍ رفتار ځکه زيات شوے دے چې دا ښار پۀ امن کښې دے، کاروباري سرګرمۍ توندې شوې دي. د بهر نه دې ښار ته د خلقو د راتلو شرح کښې ډېره اضافه شوې ده. بله دا چې د صحت د ښۀ سهولتونو د وجې د مرګ شرح کښې هم کمے راغلے دے.

     د سندهـ ابادۍ کښې د زياتوالي شرح کښې د کمي وجه وجه هلته د صحت د سهولتونو کمے او د بهر نه د خلقو نۀ راتګ دے ځکه چې د کراچۍ نه علاوه د سندهـ نورو سيمو ته د تګ د پاره سندهـ کښې څۀ کشش نشته. د قبائیلي سيمو پۀ حق کښې چې د سرشمېرنې کومه نتيجه ښودلې شوې ده پۀ دې شک کېدے شي، ځکه چې د شمالي وزيرستان نه چې کوم خلق د پوځي اپرېشن پۀ نتيجه کښې بنو ته راکوز شوي وو، د دوي تعداد لس لکه ښودلې شوے ؤ، دې خلقو کښې د رزمک سب ډويژن خلق نۀ وو شامل. دغه شان د افغانستان سره پۀ پوله پراتۀ قبائیلو هم افغانستان ته کډې کړې وې. پۀ دې اساس د شمالي وزيرستان ابادي د ديارلس څوارلس لکهو نه کمه نۀ شي کېدې، ولې د مردم شمارۍ مطابق د شمالي وزيرستان ټوله ابادي اووۀ لکهه ښودلې شوې ده. د دې مطلب دا شو چې کومو خلقو بنو کښې ځانونه د کډوالو پۀ توګه رجسټر کړي وو، دا جعلي وو، بايد چې حکومت ددې تحقيقات وکړي.

    د تورخم پاټک يو ځل بيا بند:

    د ستمبر پۀ پنځلسمه او شپاړسمه نېټه د افغانستان او پاکستان پۀ پُوله د تورخم پاټک يو ځل بيا د 25 ګېنټو د پاره وتړلے شو. دغه شان د پېښور او کابل لويه بېن المللي لاره باندې تجارتي هلې ځلې پۀ ټپه ودرولې شوې. د پولې نه دواړو اړخو ته پۀ زرګونو مسافر او تجارتي لارۍ ودرېدې، د تاجرانو او عامو خلقو سره سره به د دواړو حکومتونو څومره تاوان شوے وي، کۀ د دې اندازه ولګېده نو هر څوک به سر ونيسي ولې د چا د لاسه چې دا لويه لاره بنده شوې، هغوي ته د دې هېڅ تاو تپ نۀ رسي.

    د پاټک د تړلو علت دا ؤ چې د پولې د پورې غاړې نه چا بمونه راګوزار کړي وو، اخر دا کوم خلق دي کوم قوتونه دي چې دومره غېر ذمه واره حرکتونه کوي؟ د تېرې څۀ مودې راهسې د تورخم پۀ لويه لار داسې پېښې کېږي چې نۀ کله د انګرېزانو پۀ دور کښې شوې وې او نۀ د هغې نه پس شوې دي، بلکې پۀ افغانستان کښې چې کله د سوېت يونين پوځونه پراتۀ وو او د پاکستان او افغانستان تعلقات ډېر زيات خراب وو، سفارتي اړيکې هم ډېرې کمزورې او نازکې وې، پۀ هغه وخت کښې هم تورخم کښې امن او قلارے ؤ. کله هم چې ډز ډوز نۀ ؤ شوے، تجاري هلې ځلې د ضرورت مطابق روانې وې، ولې کله نه چې افغانستان کښې نوي حالات مخې ته راغلي دي او تر کافي حده د افغانستان پۀ داخل کښې عمومي سياسي حالات ښۀ شوي دي او ورسره ورسره د پاکستان او افغانستان ترمنځه اړيکې هم چې کله ښۀ کېدو طرف ته روانې شي نو د ځنې قوتونو د خوا داسې حرکت وشي چې د دواړو ګاونډي هېوادونو تر منځه تاو تريخوالے پېدا شي او پۀ نتيجه کښې ئې د قبائیلي سيمو او پښتونخوا خلق متاثره شي. د دواړو هېوادونو پۀ يو بل اعتماد او باور راکم شي.

    دا حالت د دواړو هېوادونو پۀ حق کښې ښۀ نۀ دے، ضرورت د دې خبرې دے چې دواړه هېوادونه پۀ يو بل اعتماد وکړي او خپل دښمن وپېژني. دواړه پۀ دې حقيقت ځان پوهه کړي چې د دواړو دښمن شريک دے او د ټولو نه غټ دښمن هغه دے څوک چې د دواړو هېوادونو پۀ منځ کښې تاو تريخوالې او بې اعتمادي پېدا کوي. د دې دښمن خپل مقاصد دي او کارکنان ئې پۀ مختلفو شکلونو کښې پۀ دواړو هېوادونو کښې موجود دي.

    بايد چې د دواړو هېوادونو واکداران وړې وړې خبرې شا ته کړي پۀ خپلو کښې او يو بل ته دښمنان پۀ ګوته کړي. پۀ خپله خپله خاوره کارروائي وکړي د يو بل ګيلې مانې ختمې کړې. تجارتي لارو بندولو نه ډډه وکړي او د خپلو هېوادونو پۀ عام اولس رحم وکړي، د طاقت د استعمال پۀ ځاے سفارتي او سياسي ذريعې استعمالولو ته ترجيح ورکړي.

  •  د خدائي خدمت ګار بختيار کاکا سره مرکه – مرکیال: سجاد ژوندون

    مشره! اول راسره خپله پېژندګلو شريکه کړئ؟

    مشر  : زما نوم بختيار دے، زۀ پۀ کال 1933ز کښې د مردان د سدهوم علاقې ګړياله کښې د حکم خان کره زېږدلے يم. د نيکۀ نوم مې فتح خان ؤ او د اتمان خېل قبيلې سره تعلق لرم. زما پلار يو زمينداره سړے ؤ چې د خپلې علاقې پۀ وړومبو خدائي خدمتګارانو کښې د هغۀ نامه راځي. هر کله چې پلار مې وفات شو نو ما د خپل کلي د امير خان کاکا سره کار کوۀ. امير خان هم خدائي خدمتګار ؤ. زۀ هم د هغۀ پۀ وجه خدائي خدمتګارو کښې شامل شوے وم. د رستم جهانزېب باچا مرحوم، هشتمير جرنېل صاحب مرحوم، د بهائي خان ميرا خان بابو مرحوم زمونږه د هغه وخت مشران وو۔ مونږ به د هغوي سره ګرځېدو او په علاقه کښې به مو شپه او ورځ د خدائي خدمتګارۍ درس ورکوۀ ۔

    مشره! د باچاخان سره کله ملاو شوے وې او هغه کوم وخت ؤ؟

    مشر  : يره وخت خو راته ياد نۀ دے خو زۀ لا هلک وم چې زمونږه کلي ته د امير خان کاکا او شېر فرزند بابا حجرې ته باچاخان راغلے ؤ. دغې جلسې له هم د علاقې سړي راغلي وو او هم ښځې.

    مشره د دغې جلسې اېجنډا څۀ وه؟

    مشر  : دا خو يوه ساده شان جلسه وه. مونږ راټول شو يو وړوکے شان سټېجګے جوړ شو. د دغې سټېج د پاسه باچاخان څرخه او الاجي کېښوده. خپل تقرير ئې هم وکړو. خلقو ته ئې د ازادۍ درس ورکړو. بيا ئې الاجي او څرخه راوخستې خلقو ته ئې ووئيل چې دا څۀ دي؟ مونږه خو حېران وو چې پۀ دې الاجي او څرخه باچاخان څۀ کوي؟

    خلقو ورته ووئيل چې دا الاجي او څرخه ده. بيا باچاخان د هغې د چلولو چل هم ښودو او جلسه هم روانه وه. باچاخان هم سړو ته او هم ښځو ته ووئيل چې زمينداري هم کوئ او پۀ کورونو کښې هسې ناستې مۀ کوئ. هم دا مالوچ کوئ، کپړه جوړوئ، کډۍ کوئ. زمونږ د قام د ټولو نه لوے طاقت به هم دا الاجي، څرخه او مېچن وي. د هغۀ دا خبرې څۀ ډېرې ناشنا لګېدې خو باچاخان ته پته وه چې څو مونږه کښې د کارخانه دارۍ سوچ نۀ دے پېدا شوے، مونږه د دنيا قامونو کښې ځاے نۀ شو موندلے. د دې نه پس باچاخان د ښځو خوا ته ورغے او د هغوي پۀ سرونو ئې لاس راکاږۀ. بيا ئې ښځو ته ووې چې ستاسو هغه کار ما وکړو. مونږه حېران وو چې کوم کار؟ خو وروستو بيا مونږ ته پته ولګېده چې باچاخان پۀ انګرېزي قانون کښې د ښځو د برخو غوښتنه کړې وه. د دې نه مخکښې پۀ پښتنو کښې لُور خور ته د برخې ورکولو دستور نۀ ؤ. پۀ اول ځل ئې پۀ خلقو ومنله چې خپلې لُور خور ته برخه ورکوي. بيا ئې ماشومانو جينکو ته وئيل چې تاسو سبقونه وايئ، تاسو له به هم د مدرسو انتظام ډېر زر وشي.

    مشره! سياسي هلې ځلې مو څومره کړې دي؟

    مشر  : زۀ اول پۀ دې خبره فخر کوم چې اول د باچاخان سپاهي وم او بيا وروستو د ولي خان سپاهي وم.۔ غريب سړے يمه ټول عمر مې د خپل پښتون قام د پاره منډه وهلې وه او دا دے اوس هم خپل وس کومه.

    تاسو د باچاخان پۀ حواله څۀ تاثرات لرئ؟

    مشر  : هندوستان له خداے پاک دوه ليډران ورکړي دي چې هغوي پۀ حقيقي معنو کښې د قام خدمت کړے دے، هيڅ قسمه د اقتدار يا د څۀ بل څۀ لالچ ئې نۀ دے کړے ـــ هغه يو ګاندهي جي ؤ او بل زمونږه باچاخان دے. دواړه د عدم تشدد ملنګان وو خو باچاخان ترې نه بيا ما ته غوره پۀ دې دے چې لازمي هغه زما د قام مشر ؤ او بله دا ده چې کۀ مونږه وګورو نو ګاندهي جي پۀ ځينو ځايونو کښې د خپلې لارې نه وروستو شوے دے. يو د تقسيم پۀ وخت ئې دې ګيدړانو ته پرېښودو او بل چې کله دوېم جنګ عظيم نښتو نو ګاندهي جي او د هغۀ ملګري انګرېزانو سره پۀ دې خبره مل شول چې تاسو به د جنګ نه پس مونږ ته ازادي راکوئ، خو پۀ ټول هندوستان کښې يو باچاخان ؤ چې هغۀ وئيل مونږ د جنګ نه کرکه کوو، نۀ د جرمن ملګري يو نۀ د برطانيې او پۀ خپل عدم تشدد ايمان لرو. وروستو د دې غلطۍ احساس ګاندهي جي ته شوے ؤ خو بیا وخت تېر ؤ. نو ځکه زۀ وايم چې باچاخان وړومبے سړے دے چې پښتون جنګيالے قام ئې بغېر ټوپکه بغېر کوتکه د پېرنګ سره پۀ مېدان وجنګوۀ.

    چارسده کښې د بابړې واقعه چې کېده، تاسو ته څۀ یاد شي؟

    مشر  :هو! د بابړې پۀ وخت زۀ زلمے وم. د بابړې پۀ ورځ د مشرانو نه پاتې شوے وم خو چې کله دغه واقعه وشوه او زمونږه کلي ته د شپې خبر راورسېدو نو مونږه خپلو کسانو پسې لاړو. پۀ بابړه کښې کربلا جوړه وه، د قيوم خان کشميري سپاهيانو مونږه اول خپلو مړو ته نۀ پرېښودو او چې بيا ئې پرېښودو نو ډېر مړي ئي سيند ته ويشتي وو. ما پۀ خپل لاس بلها خلقو له زنې تړلې دي او دغه د وينو مېدان باندې ګرځېدلے يم.

                    تاسو خپلو کسانو پسې بابړې ته تلي وئ، پۀ بابړه کښې ستاسو څوک وو؟

    مشر  :زخمیان خو هسې نور هم وو خو سرور بابا او بهادر بابا د رستم ډېر ژوبل وو او چې مونږ کور ته راورسول نو پۀ درېمه څلورمه ورځ ئې ساه ورکړه.

    پښتون:خدائي خدمتګارۍ کښې درته خپله څۀ تکليفونه ملاو شوي دي؟

    مشر  : تکليفونه خو راته تر ننه ملاوېږي د هغې ورځې نه د کله نه چې هندوستان تقسيم شو او مونږه مسلم ليګو ته پۀ لاس کښې ورکړے شو.

               "پښتون" د پاره او د لوستونکو د پاره څۀ پېغام ورکوئ؟

    مشر  : زما خو هر چاته هم دا پېغام وي چې د خداے د پاره دې خپل قام سره مينه وکړي، ځانونه دې وپېژني او الله دې تاسو سره زمونږه کامياب لري.

  • د یو نظم توکنه “تشدد” بخت زاده دانش – پښتون

    د یو نظم توکنه "تشدد" بخت زاده دانش – پښتون

    د نظم ارزښت نه یو حالت کښې هم انکار نۀ شي کېدے. نظم کۀ د قامي مفکورې د تبلیغ وسیله وګرځولې شي او کۀ د ریاستي بیانیې د تطبیق وسله ـــ ارزښت ئې نۀ پرېوځي.

    د مفکورې او بیانیې تر منځه فکري او معنوي فرق روڼ ساتل او د دعوې او رد تر منځه معتدل تنقیدي بحث د هر ادبي دور د تنقیدي شعور لرونکو ذمه واري وي.

    دا میاشت مونږ "د یو نظم توکنه" پۀ نامه پېل کړې لړۍ کښې د نیازبین ملګري بخت زاده دانش چې د نظم لیکلو او وئيلو خپل یو منفرد او زړۀ راکښونکے انداز لري، د نظم انتخاب کړے دے.

    د نظم پېل پۀ دې ډول کېږي:

    دا چې سره وینه بهېږي
    لر و بر مې پۀ وطن کښې
    پېښور پۀ وینو سور شو
    ګرانه اوس کابل ته مۀ ځه
    او توده وینه بهېږي
    پښتنه وینه بهېږي
    او تازه وینه بهېږي
    بس راځه وینه بهېږي
    پرله پسې نور

    د نظم تمهید پۀ لر و بر پښتون افغان وطن کښې د تودې او سرې وینې د بهېدلو ذکر سره کېږي. ښاغلے شاعر دا مني چې "پېښور پۀ وینو سُور شو" او خپل ګران ته دا هم وائي چې "اوس کابل ته مۀ ځه" ـــ خو کوم ځاے چې پۀ وینو سُور شوے، یا چرته چې وینې بهېږي، هلته یو تاثر لرونکې واقعې د پاره دوه رایې ورکړې شوې دي ـــ د "پېښور" پۀ حقله صرف خبره شوې ده او د "کابل" نه ګران منع کړے شوے دے ـــ یعنې کابل کښې وینه بهېږي ځکه ورته تلل نۀ دي پکار؟ خو کله چې د پېښور متعلق دا خبره کېږي نو د پېښور پرېښودلو ښونه نۀ کېږي ـــ کابل او پېښور کښې وینې ترهګر تویوي ـــ پۀ کابل او پېښور دواړو کښې د وینو توئېدلو ذمه واري طالبان قبلوي ـــ ښاغلے شاعر دواړو د پاره منظر او حالات یو رنګ بیانوي خو د مختلفو جذبو اظهار سره ردعمل کوي. اګرچې دا برخه تمهید دے نو تر ډېره حده پکښې ردیف بندي شوې ده ـــــ بل ځاے وائي:

    پۀ ګناه مو خبر نۀ یو
    چې پۀ بدو کښې ئې مړۀ کړو
    پۀ جرګه کښې ئې راټول کړو
    څۀ نه څۀ به راله ګوري
    پۀ اسلام باندې مئین یو
    د هندو نه ئې جدا کړو
    خپل برجونه ئې ګزار کړۀ
    یو مېلمه کالۀ ته راغے
    چې پۀ څۀ باندې مو وژني
    کۀ پۀ ښۀ باندې مو وژني
    پۀ جرګه باندې مو وژني
    څۀ نه څۀ باندې مو وژني
    عقیده باندې مو وژني
    نظریه باندې مو وژني
    بهانه باندې مو وژني
    پۀ مېلمه باندې مو وژني

    دا اوس د ډېر مبهم صورتحال تصویر ګري ده. د پښتنو د داسې ښکاره جاره او منظم قتلِ عام د سبب نه د بې خبرۍ تاثر ورکړے شوے دے ـــ لکه نۀ تور ګناه نۀ سپین ګناه او وژلے کېږو؟ جرګې کښې مو وژنه طالبانو ته اشاره ده؟ پۀ اسلام او نظریه مو "صالحان" وژني؟ پۀ خپله  د خپلو غورځولے شوو برجونو )ورلډ ټرېډ سنټر( او مېلمه پۀ سر مو امریکه وژني؟

    دې مبهم صورتحال کښې دوه سوالونه دي ـــ یو سوال خو د مطالعه پاکستان د خېټې نه راوځي او هغه د هندو نه د جدا کېدو پۀ فېصله د غېر ارادي پښېمانۍ څرک لري ـــ حالانکې زمونږ د دې ښې ورځې رېښې د هندو نه د اویا (70) کلن بېلتون پۀ وجه نۀ بلکې د شپږ شلې(124)  کلن بېلتون منطقي نتیجه ده. د مذهب پۀ نامه بېلتون د دې تباهۍ سبب نۀ دے، د پېرنګي د تزویراتي پالیسۍ ورکړه ده چې ډېر پۀ هنر سره د مشرقي بارډر نه مغربي کرښې ته راوړې شوه. بیا دوېم سوال دا دے چې مېلمه د الریاض نه درې نیم زره او څلوېښت زمکني کلومیټره وهل او کابل ته راتلو، نو یو زر شپږ سوه او پینځۀ دېرش زمکني کلومیټرو کښې تل ابیب ته ولې نۀ تلو؟ اٰیا پۀ دغه کال کښې لا فلسطین ازاد ؤ؟ سم ؤ؟ مقبوضه بقولے شخصے نۀ ؤ؟

    د تاریخ، د جغرافیې او د اقتصادیاتو د علمونو یو یو څاڅکے کۀ هم څوک ولري نو هغه به پۀ دې پوهه شي چې کۀ دا پښتنه سیمه پۀ معاشي او سماجي لحاظ ښه کېږي نو د قامي وحدت امکان لرې نۀ پاتې کېږي. بل خوا استعمار د پښتنې سیمې لوټمارۍ د پاره دلته پۀ هره حواله اړے ګړے ساتل غواړي چې دغسې به پښتانۀ پۀ سماجي او ذهني توګه پسمانده ژوند کوي نو خپلو حقونو د پاره به څۀ پاڅون ته نۀ جوړېږي او د مذهب او ملک پۀ نامه به غولېږي او تالا کېږي.

    اوس چې چین پنجاب له سي پېک (CPEC) هم ورکړو، غواړي چې انتهاپسندۍ ته بند وتړلے شي. پۀ سیمه کښې  امریکا او د هغې اتحادیان هم پۀ خپل ضد د پټاخو ټس ټوس نور نۀ مني ـــ نتیجتاً د لشکرِ طیبه "د ښو طالبانو" مشر حافظ سعید رسمي توګه باندې د "ملي مسلم لیګ" پۀ نوم د خپل سیاسي ګوند اعلان وکړو، او د کشمیر پرست جماعتي اسلامي غوندې ګوند هم د جهاد پۀ ځاے د کرپشن ختمولو او د درې طلاقونو خلاف د لاریون نغارې پسې چغځي ډکي راواخستل )اګرچې پکار وه چې د سُور کافر روس سره د اسلامي جمهوريۀ پاکستان د دوستۍ او فوجي تربیتونو یا د کمیونسټ لادین چین خلاف ئې محاذ پرانستے ؤ(.

    دلته د ښاغلي شاعر سوچ هم د عطاء الحق قاسمي او اوریا مقبول جان غوندې دا دے چې امریکې خپل برجونه خپله تباه کړي او بیا یو مېلمه اسامه بن لادن پسې افغانستان ته راغله، خو دې ته پام نۀ کوي چې امریکې خو د مسلمانو هېوادونو نه زیات مداخلتونه پۀ سوشلسټ او عیسائي هېوادونو کښې کړي دي چې تفصیل ئې د نوم چومسکي (Noam Chomsky) کتاب “What Uncle Sam Really Wants” کښې شته. اصل کښې دا مداخلتونه اقتصادي دي او شا ته ئې د سرمایه دارانه نظام زور دے. شاعر چې دلته د مذهب پۀ وجه د وژل کېدلو د کومې فکري غلط فهمۍ ښکار شوے، دا عامه منلې شوې مفروضه ده ـــ المیه دا ده چې زمونږ د دومره لوستي، پوهه، تکړه او مقبولِ عام شاعر نظم دغه مړاوې کېدونکې غلط فهمۍ له نور ژوند ورکوي.

    دغسې بل ځاے لیکي:

    د دې سرې وینې لۀ جوشه
    شاعري به پېدا کېږي
    پخوانے غني به نۀ وي
    د حلوه دښمن به نۀ وي
    د حلوه قیصه به نۀ کړي
    دے به نورې نغمې وائي
    پۀ نغمو کښې به ئې شور وي
    خو نغمې به ئې د دهشت وي
    د تودې وینې لۀ جوشه
    بل غني به پېدا کېږي
    لېونے غني به نۀ وي
    د مُلا دښمن به نۀ وي
    د حلوه قیصه به نۀ کړي
    بیا به نورې نغمې وائي
    پۀ نغمو کښې به ئې زور وي
    او نغمې به د وحشت وي

    دې بند کښې د وینې د علامت تکرار یو لوے نفسیاتي پس منظر لري، خو مونږ لۀ دغه موضوع پښه اړوو او د دې تپوس کولو حق ځان له نۀ ورکوو چې اٰیا تر مونږه د غني خان رارسېدلې شاعرۍ کښې شور نشته؟ زور نشته؟ مونږ به دې له دا جواز وبڼو چې ښاغلي شاعر د غني خان باغیانه شاعري لوستلې نۀ ده ـــ زما دا جواز اګرچې بیخي غلط دے.

    کۀ د سرې وینې لۀ جوشه د پېدا کېدونکې شاعرۍ خبره وي نو د ولي محمد طوفان، عاصي اشنغري، اجمل خټک، میر ګل خان نصیر، علي سردار جعفري او نذر الاسلام شاعري د وینې لۀ جوشه پېدا شاعري نۀ ده؟ـــ ګویا راتلونکے غني خان به د دوي پۀ شان وي!!! ـــ کۀ داسې وي نو هغه خو به غني خان نۀ وي، بل څوک به وي. دا نن چې کومه شاعري تخلیق کېږي، دا د وینې لۀ جوشه زېږېدلې شاعري نۀ ده؟ خپله دا نظم )د فکري سهوې نه قطع نظر( د وینې لۀ جوشه د خُوټکېدونکي احساس چغه نۀ ده؟

    هم دې کرښو کښې د "غني فهمۍ" پۀ لړ کښې پۀ ښاغلي شاعر د نارسایۍ ګمان کول فطري دي. اٰیا غني خان د مذهب دښمن ؤ؟ پۀ موضوعاتي بنیاد د غني خان نظمونه هېڅ مذهب دښمني نۀ ښائي ـــ مُلا او د مُلا لۀ خوا "د جنت خټه" یاده شوې حلوه علامتونه دي ـــ د ښاغلي شاعر د مُلا او حلوه پۀ حقله د غني خان نه څرګنده کړې توقع نېغ پۀ نېغه د ملائیت مرسته ښکاري ـــ غني خان چې د مُلا استرداد کوي نو د هغۀ د عقل دښمنۍ، مجهوله اعتقاداتو، د مذهب پۀ نامه توهماتو، مښلو تصوراتو او ضمیر فروشۍ پۀ سبب ئې کوي ـــ د مُلیانو، پیرانو، شېخانو او مرشدانو د ضمیر فروشۍ سندونو نه ارکائیوز ډک دي ـــ ولي خان خپل کتاب کښې دغه حوالې راوړي چې پکښې د مولانا شعېب او مفتي مدرار الله نقشبندي نومونه هم شته ـــ نو اٰیا غني خان به د دغسې مُلا استرداد پرېږدي؟

    پۀ دې اړه د زیات بحث نه دې خبرې سره ډډه کوو چې:

    پۀ اصل کښې د تاریخیت نه بغېر د غني خان لوست نه دغسې ګمراه کن معنې اخذ کېدې شي ـــ"

    بل ځاے لیکي:

    د دې وینې د سېلاب نه
    پښتنو! د انقلاب نه
    د دې دومره لوے عذاب نه
    د الله د لوے کتاب نه
    انقلاب ته لار جوړېږي
    انقلاب ته لار جوړېږي
    انقلاب ته لار جوړېږي
    انقلاب ته لار جوړېږي

    پۀ کوم ذهني رنځ چې زاړۀ ترقي پسند اخته وو، لۀ بده مرغه هغه رنځ پۀ خپلو هماغه معنو کښې زمونږ تر دورې هم رارسېدلے دے. ښاغلے شاعر لکه د زړو ترقي پسندو د انقلاب نه زیات د انقلاب تصور نه خوند اخلي او داسې ښکاري چې یو ډول روماني شوے دے. لکه څنګه چې بېسواده خلق نن سبا بس د بدلون لفظ اورېدو ګنګس کړي دي او جلسو جلوسونو کښې د انقلاب نوم ته څانګ څانګ کېږي ـــ پښتنو د پاره کۀ "د وینې سېلاب" نه انقلاب ته لاره جوړېدلې شوه نو د بابړې او لیاقت باغ نه به جوړه شوې وه، د افغانستان د فساد نه به جوړه شوې وه )چې یوه زمانه کښې ورته "مقدس جهاد" وئیلے کېدو او اوس ورته د "رد الفساد" شیش اخستے شوے دے(، کۀ د وینې سېلاب نه انقلاب ته لاره جوړېدلې شوه نو د پښتون وطن پۀ هره دره، هر ښار، هره بانډه، هر کلي، هره کوڅه او هر چم کښې د توې شوې وینې سېلاب به انقلاب ته لاره جوړه کړې وه. د نورې وینې به هم ضرورت وي؟

    "د الله د لوے کتاب" نه انقلاب ته د لارې جوړېدو پۀ حقله ډېره سنجیده تېروتنه کېږي چې دې نظم کښې هم مونږ دغه تېروتنه وینو ـــ انقلاب د عربي ژبې د فعل "قلب" نه مشتق دے او معنٰي ئې بدلښت دے او یقیناً چې سپېځلے قران بدلښت کوونکے کتاب دے، خو کۀ دې نه مطلب هغه د تشدد او خونړي عمل وي چې سیاسي معنيٰ لري نو قران کله هم د داسې انقلاب کتاب نۀ دے چې پۀ وینې ورته لاره جوړېږي ـــ د قران د نص تر مخه "انقلاب" د خرد افروزۍ او بتدریج، پوړۍ پۀ پوړۍ اصلاحي عمل دے نوم چې د پېغمبرانو سنت هم دي او د نړۍ نورو مصلحینو هم تر باچاخان دغه لاره خپله کړې ده.

    د انقلاب پۀ حقله تر مونږه رارسېدلې سندرې او نعرې د دغسې فکري تېروتنو سبب ځکه وي چې مونږ د لوست ترلارې د دغه سندرو او نعرو د مفهوم توثیق نۀ کوو ـــ

    ښاغلے شاعر هم دغه بند کښې ورپسې لیکي:

    د وختونو احتساب له
    د پښتون بچي نصاب له
    پۀ دا وخت به بېرته راشي
    قهرمان به ترې پېدا شي
    بل افغان به ترې پېدا شي
    خو پۀ لاس کښې به ئې نیزه وي
    دا سړے به ډېر بدل وي
    پښتنو! بدل به اخلي
    اے د سوات د خوېندو مېندو
    د کمڅیو تپوس به کېږي
    د ظلمونو دې حساب له
    دې قانون له دې کتاب له
    بل انسان به ترې پېدا شي
    پهلوان به ترې پېدا شي
    باچاخان به ترې پېدا شي
    تشدد به ئې فلسفه وي
    دا سړے به عجیبه وي
    د پښتو بدل به اخلي
    د سلګیو بدل به اخلي
    د کمڅیو بدل به اخلي
    (او دغسې ورپسې)
       

    دې برخه کښې هغه د قبائیلي دورې د اتل پرستۍ چې جاګیردارانه دوره کښې ترې شخصیت پرستي جوړه شوه، تصور دے ـــ دغه تصور قدامت پسنده مذهبي ډلو او ترقي پسند مارکسټ ډلو کښې یو شان دے ـــ وړومبۍ ډله ټول عمر د اوتار، مهدي، نجات دهنده انتظار کوي ـــ دوېمه ډله د انقلاب تصور د لېنن، سټالن، چي ګوېرا غوندې شخصیتونو د تصور سره تړي، اګر کۀ خبره د معروضي حقیقتونو کوي خو د شخصیت رومان ځپلي وي. د شخصیت دا تاثر تر خپله حده سم دے. سرمایه دارانه نظام چې د جمهوریت او اجتماعیت تصور کښې د انفرادیت نفي کوي نو یوه وجه د انقلابي شخصیت یا صحي معنو کښې د کردارونو د پېدا کېدو وېره هم شامله وي، خو اصلاً دغه دور اوس جمهوري دے ـــ د شخصیت پۀ ځاے اجتماعي قیادت (Think Tank) منلے کېږي ـــ ځکه چې دنیا دومره پېچیده شوې چې یو خاص شخصیت هر وخت درسته فېصله نۀ شي کولې. پرمختللو هېوادونو کښې د شخصیت تصور ختم شوے او د ادارو معنویت رامنځ ته شوے دے. رښتیا خو دا دي چې هر بنیادم پۀ خپل ځاے مهم دے او د خپلې برخې کردار ورته ټولنه، سیاست او د ژوند هره څانګه کښې ترسره کول پکار وي. شخصیت پرستي خو ټولنه د اٰمریت پله بوځي.

    دې بند کښې زیاته خطرناکه خبره دا ده چې "د دوېم جنم" باچاخان پکښې خونړے او بدل اخستونکے ښودلے شوے دے. دغه دوېم باچاخان به مونږ د امیر کروړ جهان پهلوان، عجب خان اپریدي، ملتان خان او حاجي صاحب د ترمزو نه څنګه بېلوو؟ ځکه چې باچاخان خو هم پۀ دغه عدم تشدد مفکوره باندې باچاخان دے ـــ د هغۀ نه وړاندې پښتانۀ اتلان ټول د مسلح او متشدد جدوجهد منونکي وو.

    تر څو چې د بدل خبره ده، دا بدل اخستونکے کس څوک مغضوب الغضب ډاکو، جابر جرنېل، وحشي دهشتګرد کمانډر او د "پولیټیکل ونګ" سیاستمدار خو کېدے شي، ولې باچاخان نۀ شي کېدے ـــ باچاخان د هغه عقیدې سړے دے چې بدل اخستل ئې انساني خوي ګڼلو خو اٰدمیت نۀ. ځکه خو تاریخ کښې یو پېغمبر، یو مصلح او یو لوے مفکر هم بدل نۀ دے اخستے ـــ عن تر دې چې زمونږ باختري شهزاده غني خان هم د خپل زوي بدل نۀ دے اخستے.

    دې نظم کښې د ښاغلي شاعر لۀ خوا د "بدل"/غچ/ کسات اخستو معنيٰ یقیناً چې د عربي اصطلاح "قِصَاص" مترادف ده ـــ کۀ داسې وي نو مونږ ښاغلي شاعر ته خواست کوو چې د دیت او قصاص پۀ حقله د سپېځلي قران د اٰیتونو د شانِ نزول پۀ ترتیب مطالعه وکړي او بیا خپل نظم کښې د راوړے شوي مفهوم جائزه واخلي.

    دا نظم تشدد سره د رومان لۀ مخه لیکلے شوے او شاعر د دې فکر ملاتړ کوي چې تشدد د تشدد مخه نیسي. د کوم باچاخان پۀ حقله چې دا خبره کېږي، د هغۀ د وېنا تر مخه خو د "مینه مینه او کرکه کرکه زېږوي" پۀ مصداق "تشدد نه تشدد پېدا کېږي"ـــ

    د تشدد دا ځپلې مفکوره د باچاخان پۀ حواله منحرف قام پرستو لکه خادم محمد اکبر هم لرله، او قدامت خوښې مذهبي مشرتابې حاجي صاحب د ترمزو هم لرله، د انګرېزانو د ګماشتي ډلې لیګ مشر هم لرله او د کمیونسټانو ډلې مشرانو لکه صنوبر حسېن کاکاجي هم لرله ــــــ

    ښاغلے شاعر چې دې نظم کښې کوم تشدد یادوي، دغې تشدد همېشه اولسونو ته زیان رسولے دے. موجوده دور کښې هم جنوبي افریقه او مشرقي تېمور پۀ مکمل توګه او فلسطین هم جزوي ازادي د سیاسي عمل نتیجه کښې ترلاسه کړې ده. کله چې نېلسن منډېلا، ژنانه ګسماو او یاسر عرفات د تشدد لار پرېښوده، سیاسي لاره ئې خپله کړه نو ګټه ئې ترلاسه کړه ـــ

    تشدد د انساني پوهې د تاریخ ټولو نه لویه مغالطه ده، د دې ازاله پکار ده. کۀ مذهب ته ګورو نو قصاص اوس هم شته، خو دیت ترې غوره دے او کۀ بخښنه وشي نو دا د هر څۀ نه غوره ده. بل خوا بنیادم کښې پۀ نفسیاتي توګه Instinct of Pugancity یعنې د زور تر لارې د مخالف د مخې نیولو جبلت شته خو دغه جبلت در اصل د تحفظ یو اړخ دے چې کله خپلې مخې ته خنډ محسوس کړي نو دغه جبلت دغه خنډ لرې کول غواړي. خو دغه خنډ د تشدد او زور زبردستۍ نه بغېر هم لرې کېدے شي. تشدد د دې جبلت انتهاپسندانه صورت دے. کۀ مونږ وګورو نو فطري طور ځناور او مرغۍ هم چې کله خپل مخالف وویني چې نښته/ جنګ کښې ماتې ومني نو پۀ ځاے ئې پرېږدي ـــ ځکه مونږ وئیلے شو چې تشدد یو غېر فطري عمل دے. کوم نوغه/ Species چې ذهن لري، هغه د تشدد پۀ ځاے فکر نه کار اخلي.

    مونږ چې دې نظم ته ګورو نو ښائي چې د ښاغلي شاعر څۀ زده وو، هغه ئې بیانول غوښتي دي. د خپلې مدعا د پاره د قافیه بندۍ او ردیف بندۍ لفظه مجبوریو هم دا نظم ځاے پۀ ځاے فکري تصادم سره مخ کړے دے.

    کۀ مونږ د دې نظم خلاصه مخې ته راوړو نو حاصل به ئې "کنفیوژن" وي. مونږ دا دعوې سره وئیلے شو چې ښاغلي شاعر خپل کنفیوژن شعر کړے دے او د خیال پۀ راتلو سره ئې د څۀ هېپاتهیسز نه بغېر چوکاټونو کښې همغږي لفظونه کرلي دي. د تشدد او عدم تشدد او د باچاخان پۀ حقله دغه ابهام مذهبي او ترقي پسنده دواړو ډلو خپور کړے چې د نن لیکوال ئې پۀ عمومي توګه ښکار شوے. دا ځکه چې زمونږ لیکوال لیکوال دے خو د خپل معروضي سیاست پۀ ډېرو داسې خبرو د ځان پوهولو ضرورت نۀ محسوسوي چې د دغه خبرو زور کښېنولو د پاره مختلف اوازونه او اوازې پۀ قامي دانش کښې انګازه کړې کېږي. پۀ ځینو بنیادي مفکورو داسې ښکاري لکه ښاغلے شاعر پۀ رایې قائمولو کښې تادي کوي.

    د تشدد پۀ حواله دغه ابهام خبره دې ځاے له راوستې چې زمونږ د ښاغلي شاعر پۀ خپل کلي کښې ښونځي پۀ بمونو الوزولے شوي پراتۀ دي. څو کاله وړاندې د ښاغلي محمد ریاض بېتاب د کتاب "شبنم مزه کوي د ګل پۀ پاڼو" د مخکتنې دستورې له چې براول ته د تګ اتفاق وشو نو مونږ هلته پۀ بمونو ړنګ کړے شوي ښونځي لیدلي وو. نن چې مونږ دا لیک کولو نو نیازبین بخت زاده دانش نه مو پۀ فون د هغه ښونځو پوښتنه وکړه ـــ ښونځي لکه چې نیم اوس هم ړنګ دي.

    باید ضمناً د مدُهر بهنډارکر د نوي هندي فلم "اندو سرکار" ذکر دلته وکړو. دا فلم پۀ نولسوه پینځۀ اویایم کښې د اندراګاندهي لۀ خوا د اېمرجنسۍ د نفاذ پس منظر کښې جوړ کړے شوے او اندرا پکښې د یوې "جمهوري ډکټېټرې" شکل کښې ښودلې شوې ده. د فلم قیصه کښې تیندکونه او نیمګړتیاوې یو اړخ ته، د کردارونو د مسخ کولو تور هم یو اړخ ته، خو دې فلم کښې ښودلے شوي دي چې پۀ غېرګوندیزه توګه څۀ خلق د "عدم تشدد" پۀ ذریعه د اېمرجنسۍ خلاف احتجاج کوي. دې فلم کښې لویه مغالطه دا ده چې د عدم تشدد د لېبل پۀ شا د "غېر ګوندیز" سیاسي ردعمل لاره هواروي. څومره چې د تشدد تبلیغ د فساد د زیاتولو باعث ګرځي، دومره پۀ سیاسي عمل د اولس د بې باوره کولو سوچ هم د انتشار او بدنظمۍ سبب وي.

    مونږ پښتانۀ پۀ مجموعي توګه د دې دواړو سوچونو ولقه کښې پرېباسلے شوي یو. یوه ډله مو پۀ هره حواله، هره زاویه او هر حالت کښې تشدد پله راکاږي. هغوي هر غږ او هر وګړے د خپلې راکښلې شوې دائرې دننه غواړي ـــ بله ډله مو ځان ته سیاسي ویونکي خو ووټ نۀ غوښتونکي وئیلو سره د سیاست نه د بې برخې کولو کوشش کوي. دا دواړه سوچونه کۀ هر څومره خپلو کښې د تشدد او عدم تشدد کرښه راکښلې ساتي خو نتیجه د دواړو سوچونو یوه ده ـــ تشدد او فساد له جواز ورکول.

    وړومبي سوچ ځان له دا جواز تراشلے دے چې "جهاد به تر قیامته جاري وي"ـــ حالانکې د ټولنیز تاریخ سائنسي مطالعه مونږ ته ښائي چې وخت پۀ وخت به قامونو ته د مجاهدې اړتیا او ضرورت پېښېږي خو داسې نۀ ده چې نسلونه به د جنګ پۀ اور کښې بلوه کېږي.

    دوېم سوچ سره خصوصاً د میډیا لۀ خوا د ذهنونو او دانشونو د مقبوضه ساتلو دې دوره کښې هر نوے سحر یو نوے "برېکنګ نیوز" موجود وي، هره نوې ورځ یوه نوې ټپه پرته وي او هر ځل وخت تېري او تودۀ سېزلو د پاره یوه نوې "شخړه" موجوده وي.

    دا زمونږ ذمه واري ده چې د تشدد مخنیوي د پاره د کومې متشددې بیانیې د تبلیغ وسله کېدلو نه ځان وژغورو. ددې نظم فکري نچوړ د احسان الله فاروقي نعت خوان هغه شعرونه ښکاري چې دا کرښه ئې ډېره مشهوره وه:

    رانړېدلې امریکه ده

    یو ګزار بل غواړي ـــ رانړېدلې امریکه ده

    د 9/11 نه پس چې کلو بانډو کښې د فاروقي صاحب دا شعرونه جوماتونو کښې زمزمه کېدل نو پارلېمان کښې پروېز مشرف، جماعت اسلامي، جمعیت علماء اسلام او د "أ" نه "ي" پورې مسلم لیګیانو وغېرهم امریکې له هوائي اډې، د ناټو سپلایۍ د پاره لار او پۀ وطن د اور بلولو جواز ورکولو.

    پۀ بل کوم "جنم" کښې د متشدد باچا خان د اسطورې وړاندې کولو پۀ ځاے به ښه دا وي چې "باچاخاني" فکر خپل کړو. باچاخاني فکر به د نوو ښونځو د پرانستلو او ددغه ړنګو شوو ښونځو د بیا ودانولو د امکاناتو ضمانت هم ورکوي. باید مونږ غېردانسته د تمونو پالونکي نۀ شو، باید خپلو راتلونکو نسلونو له د رڼا وړانګې ورکړو.

  • د باچاخان ژوند او مبارزه – انجینئیر اعجاز ایسپزے

    د باچاخان ژوند او مبارزه – انجینئیر اعجاز ایسپزے

    هغه سړي جغرافيه او تاريخ دواړه ټاپ کړل

    هغه سړي د سردرياب باچاخان هېڅ ونۀ وې

    د خان عبدالغفار خان ژوند او مبارزه باندې خبرې کول داسې دي لکه چې څوک د سمندر د پاياو معلومولو او سپاري. حق حېران پاتې يم چې د خپلو ګڼو نيمګړتياو پۀ ترڅ کښې به دا سمندر څنګه پۀ لپه کښې ځايوم؟

    د باچا خان د غر هومره ژوند د بې شمېره اړخونو نه انتخاب کول يوه ګرانه خبره ده. ما دا تدبير وکړو چې محض د کرونولوژي د تکرار نه به ګام واړوم ځکه چې دا اوس هر چا ته معلومه ده چې باچاخان کله دې نړۍ ته سترګې وغړولې؟ چرته او څومره تعليم ئې ترلاسه کړو؟ کله ئې د اصلاح الافاغنه انجمن ورغوۀ؟ کله ئې د خدائي خدمتګارۍ لوړ انسټیټوشن پۀ پښتنې ټولنه کښې پېل کړو؟ کله ئې د کارنګرس سره د خپلواکۍ مبارزه شريکه کړه؟ څومره جېلونه ئې وګالل او داسې ورپسې نور او نور او نور….

    د باچا خان پۀ ژوند، فکر، خدمت، سياست او هلوځلو باندې د يوې سېکړې نه زيات کتابونه ليکلے شوي دي. پۀ پښتنو اتلانو کښې خوشحال بابا او باچا خان داسې شخصيونه دي چې پۀ چا ډېرې ليکنې او څېړنې شوې دي او لا اوس هم دغه سلسله روانه ده. خپلو پرې پۀ وطن کښې ډېر کتابونه ليکلي دي او بېن المللي څېړنکارو پرې هم د تحقيق پرېمانه کار او زيار کړے دے، خو افسوس دا دے چې نوے کهول لا څۀ کوې چې عام پښتون اولس د دې ستر پښتون اتل د ارزښت او مقام نه بې خبره دے. د وخت د کړمې پۀ علت به زۀ د دې اتل د ژوند او جدوجهد پۀ يو څو مهمو اړخونو د خپلې کم عملۍ پۀ ترڅ کښې تاسو سره خپل نظر شريک کړم چې د دغه پېښو شالید )پس منظر) محرکات، اثرات او پائېلې (نتائج) پۀ ګوته کړم او د موجوده څېړونو پۀ رڼا کښې پرې د خپل مات ګډ فکر څرګندونه وکړم.

    د باچا خان پۀ شخصيت سازۍ کښې د هغۀ د کورنۍ ډېر لاس دے. کۀ د فخر افغان باچا خان د کورنۍ پس منظر مونږ پۀ نظر کښې ونيسو نو دا يوه داسې نجيبه کورنۍ وه چې پۀ هر يو معلوم دور کښې ئې مشرانو د روايتي خانانو پرو اسټېبلشمنټ کردار نۀ دے لوبولے بلکې اولس پلوه، پښتون پاله او اېنټي اسټېبلشمنټ رويه ئې ساتلې او سر ته رسولې ده. باچا خان پۀ خپل ژوند ليک "زما ژوند او جدوجهد" کښې دا وياړنې پۀ ښه پيرایه کښې بيان کړې دي. د هغۀ پلار بهرام خان چې د اتمانزو پۀ مشر خان مشهور ؤ، پۀ هغه ټولو خويونو باندې ښائسته ؤ چې د يو زړۀ سواندي، مېمله دوسته، صبرناک او صلح جو پښتون مشر خاصه وي. باچا خان ليکي، "د نورو خانانو پۀ شان حاکم پرست نۀ ؤ، د حاکمانو سره ئې تعلق نۀ ساتلو، پوهه او ځيږ پښتون ؤ، پۀ چا ئې زياتے نۀ کولو او نۀ ئې مظلومان د بل چا زور زياتي ته پرېښودل."

    د باچا خان نزدې ملګرے او همنشين سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پۀ خپله کتابچه" فخرافغان او افغانستان" کښې د باچا خان د کورنۍ د دې وصف بيان مخکښې بوځي او ليکي چې ماشوم عبدالغفار خان پۀ داسې لۀ شور او شر ډک چاپېريال کښې لوئېدۀ چې هلته د پېرنګي سره پۀ مخالفت کښې افتخار او سر لوړي وه او د هغۀ پۀ ملګرتيا کښې مال، دولت، جائېداد او منصب. د دې ماشوم پۀ کورنۍ کښې د دې روايت، حکايت پۀ ډېر وياړ تکرارېدۀ چې کله پېرنګيانو پۀ بونېر حمله وکړه او پۀ سورکاوي کښې جګړه روانه وه، نور خانان د پېرنګي ملګري وو مګر د عبدالغفار خان نيکۀ سېف الله خان بابا لۀ هشنغر څخه بونېر ته د غازيانو مرستې ته لاړ. لۀ استعمارګرو سره مبارزې او د خپلې خاورې د ازادۍ احساس د سيمې د خلقو خصوصاً د دې کورنۍ طبيعي سائيکالوژيکي حالت ؤ. باچا خان پۀ خپل سوانح حيات کښې د خپل غر نيکۀ عبېدالله خان بابا هم ذکر کوي چې هغه يو ازاد خياله، پياوړے او منلے مشر ؤ چې د هغه وخت دراني حاکم سلطان محمد طلائي د لاسه پانسي شو. دا حاکم د درانيانو د هغه وروستاړي حاکمانو ځنې يو ؤ چې عياشیو او ناهليت ئې سيکهانو ته لار هواره کړه. باچا خان د خپلې مور لۀ اړخه نيکۀ د محمد دين خان بابا خوندوره قيصه هم پۀ خپل ژوند ليک کښې راوړې ده. هغه ليکي چې "د سيکهانو ډېر ظالمانه حکومت ؤ. زما د مور نيکۀ محمد دين بابا به مونږ ته دا خبره کوله چې يوه ورځ زۀ د شولګرې نه راتلم او پۀ سيند راپورې وتم چې پۀ دې کښې يو سيکهـ ما ته اشارت وکړو چې راوګرځه او ما پۀ شا پورې باسه. محمد دين ورته ووې چې زۀ ناباري یم خو سيکهـ مجبور کړے دے. چې سيکهـ ئې د اوبو پۀ منځ کښې غورځولے دے او دے ترې تلے دے."

    د حاکم قام وګړي سره د هغۀ د خودسرۍ او غرور داسې ځواب بل چا نۀ شو کولے. د خود دارۍ، خپلواکۍ، اولسي او پښتنې رويې د مور او پلار د اړخونو نه د باچاخان پۀ ډي اېن اے کښې پرتې وې او دغه درانۀ خاصيتونه د هغۀ پۀ وينه کښې ځغلېدۀ، ځکه خو د پښتنو دا لوے اتل مونږ وروستو د يو مکمل اېنټي اسټېبلشمنټ، غټ اولس پال، ځانګړے پښتون نېشنلسټ او د استعمار دشمن پۀ سپېځلې جامه کښې وينو. پوځ ته پۀ افسرۍ لاړ شي خو چې د يو پېرنګي لۀ لاسه د يو وطني افسر تذليل وويني نو پښتنه وينه کښې ئې غېرت وپارېږي او افسري پۀ لته ووهي. دا د قدرت يو راز ؤ، ځکه چې خداے پاک د دې لوړ دنګ سړي نه د پښتنو لپاره يو لوے کار اخستل غوښتل.

    باچا خان د پښتنې ټولنې لوے نبض شناس ؤ. هغۀ ته د پښتنو ټول علتونه هم معلوم وو او د هغوي د خاصيتونو نه هم ښۀ خبردار ؤ. د پښتنو ټولنه پۀ اخلاقي، رواجي او ټولنيز رنځونو کښې اخته وه چې ذکر ئې لوے خدائي خدمتګار فضل رحيم ساقي پۀ خپل کتاب "خدائي خدمتګار" کښې کړے دے. باچا خان وړومبے د يو سوشل ريفارمر پۀ توګه د پښتنو خدمت ته بډې ووهلې او د يو سپېځلي سياستدان او غښتلې فريډم فائيټر پۀ حېث ئې پۀ نړۍ کښې ځان ومنلو. د باچا خان پۀ باره کښې د هغۀ يو ستائېونکے وائي چې يو خوا ته پۀ افغانستان کښې د يو څو پۀ استثناء محمدزي بادشاهان سره د شتمنيو د پېرنګي د رعب نه ګړبېدل نو بلې خوا ته يو سرتور محمدزي پۀ پښتونخوا کښې پۀ تش لاس د پېرنګي پۀ ضد مبارزه کوله او د يو غلي انقلاب تابيا ئې تړله. باچا خان پۀ خپله وائي چې "وروسته لۀ ډېره فکره دې نتيجې ته ورسېدم چې دلته انقلاب پکار دے. انقلاب د پاره اشخاص او د اشخاصو د پاره علم، فکر، اراده، پۀ يو مرکز راټولېدل او ګډ فعاليت پکار دے. انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے، انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب علم او پوهه غواړي، انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د يوې پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته ئې اماده کړي."

    د باچا خان د مبارزې دوه فرېمه پۀ نظر راځي يو انټلکچول فرېم (شعوري چوکاټ) او بل پرېکټيکل فرېم (عملي چوکاټ). زۀ به في الحال دا مقاله د باچا خان د ژوند او مبارزې (شعوري چوکاټ) ته ونغاړم. راځئ چې د انټلچول فرېم دننه د باچا خان هلوځلو ته ځير شو. د دې پۀ اړه باچا خان وائي، "سياسي شعور پۀ قوم کښې لۀ اسمانه نۀ راځي او چې پۀ کومو قومونو کښې د سياسي شعور خلق پېدا شي نو خپل قام پسې وګرځي، هغوي کښې سياسي شعور پېدا کړي." هغه چا ډېر ښۀ وئيلي دي چې قامي موخې‍ څوک پۀ دم درود نۀ شي اخستې، قامي موخې شعوري فکري روزنه، کمټمنټ او ګراونډ ورک غواړي. د دې شعوري بېدارۍ پۀ چوکاټ کښې پۀ پښتنې ټولنه کښې تعليم خورول، د ازادو مدرسو قائمول، د مشاعرو او سټېج ډرامو انتظام کول، د "پښتون" رسالې ويستل، د پښتنو حجرو او کوڅو کښې جرګې مرکې کول، پۀ پښتون جرګه کښې د خپلو ازادو سکولونو فارغ التحصيل ملګري راغونډول، د انقلاب پېغام د پښتنو پرګنو ته رسول او پۀ يو "مرکز عاليه" کښې د رضاکارو شعوري خصمانه او سياسي تربيت کول شامل وو. د باچا خان د مبارزې دوېم پړاو د ګډ فعاليت او کوټلي عمل کار ؤ چې د دغې تربيه شوو پښتنو پۀ همت به سر ته رسېدۀ. ښاغلے صادق ژړک پۀ خپل کتاب "د فخر افغان ځانګړنې" کښې د عبدالاکبر خان اکبر د کتاب "تراخۀ خواږۀ" نه د سعادت خان جلبل د ليکلې مقدمې دا ټکي نقل کوي چې د انجمن اصلاح افاغنه د انتظام لاندې اووۀ اتيا اصلاحي جرګې او ازادې مدرسې پۀ ټوله صوبه کښې چلېدې. دې اصلاحي جرګو او مدرسو پۀ ملک کښې يو انقلاب پېدا کړو.

    د باچا خان پۀ دې ازادو مدرسو کښې داسې نصاب چلېدو چې د بنيادي اسلامي تعليم سره به دنياوي او سيکولر تعليم ورکېدے شو. دا پۀ پښتنه ټولنه کښې د علم او پوهې يو پائلټ پراجېکټ ؤ چې بنسټيزې اغيزې ئې لرلې. دا مدرسې د انګرېزانو او تنګ نظره مليانو پۀ سترګو کښې لکه د ازغو غړېدلې.

    باچا خان پۀ خپل ژوند ليک کښې د چترالي ملا يوه دلچسپه قيصه بيانوي. د دې ملا سره ټوپک هم ؤ او کتابونه هم ورسره وو. باچا خان ليکي چې مونږ د مدرسې پۀ کار صلاح مشوره کوله، ملا صاحب پاڅېدۀ او وې وئیل چې زۀ دا تعليم چې عبدالغفار خان شروع کړے دے، نۀ منم او نۀ دا تعليم دے او پۀ دې مدرسو کښې چې کوم کتابونه لوستلے کېږي، نو پۀ هغې کښې دي چې "ایک کتا بھونکتا ہے" یعنې یو سپے غاپي او پۀ بل کتاب کښې ليکلې چې“A big fig”  يعني يو غټ اینځر ـــ دا څۀ دي؟ دا علم دے؟ نو زۀ راغلے يم ددۀ (عبدالغفار خان) سره فېصله کول غواړم چې کۀ پۀ کتاب کښې راسره فېصله کوې او کۀ پۀ ټوپک؟ باچا خان مخکښې ليکي چې ما ورته ووئیل چې تۀ ښۀ پوهېږې چې زۀ د ټوپک کار نۀ کوم او دغلته چې تۀ اتمانزو ته ځې نو هلته زما يو تربور دے محمد خان نوم ئې دے، هغۀ ته د ټوپک نوم واخله نو پۀ خپل ځان به پوهه شې. د باچا خان او چترالي ملا د دې مکالمې نه دا خبره څرګندېږي چې د ازادو مدرسو سلېبس د ځنې جاهلو مليانو خوښ نۀ ؤ، ځکه خو قام خرڅه مليان ټول د دې مدرسو پۀ ضد راپارېدلي وو او د انګرېزانو پۀ لمسون ئې پښتنو بچو ته د تعليم ورکولو پۀ لار کښې خنډان پېدا کول. باچا خان د دې افت مخنيوے داسې وکړو چې د ترنګزو حاجي صاحب ئې د دې مدرسو سرپرست وټاکلو نو د مليانو شر غلے شو. وروستو پۀ 1921ز کښې باچا خان د ملګرو سره د اتمانزو ازاد سکول پرانستو چرته چې به پۀ کليزه تقريباتو کښې قامي او اصلاحي ډرامې او مشاعرې کېدلې چې پۀ ټولنه ئې ژورې اغيزې لرلې. د ازاد سکول اتمانزو د کليزې مشاعرې مشهوره طرحه " کۀ دې خيال د ازادۍ د خپل وطن وي" د پښتني قامي شعور لوے اړخ ښائي. دغه کليزې مشاعرې يوه قامي نمانځنه جوړه کړې وه چې پۀ هغې کښې به پۀ زرګونو پښتون اولس ګډون کوۀ. د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه به پۀ سوونو شاعرانو برخه اخسته او درېو وتلو شاعرانو ته به انعامونه او جائېزې ورکولې کېدې. د روښاني نضهت او د خوشحال د غورځنګ نه وروستو دا درېم دور دے چې پښتو ادب او خصوصاً شاعرۍ د يو قامي مرام ترلاسه کولو کښې بنيادي ونډه لرله.

    باچاخان د پښتنې ټولنې د ذهني روزنې لپاره يو مکمل کورس تشخيص کړے وو. د هغۀ مشهور قول "پوهه رڼا ده" پۀ  انټلکچول فرېم د هغۀ د باور ښکارندويه ده چې لکه څنګه بل مشال پۀ خپل ورمېږ کښې تيرې راونغاړي او چاپېريال روښانوي.

    د ازادو مدرسو نه ورستو باچا خان د "پښتون" پۀ نوم مشهوره رساله پۀ 1928ز کښې پۀ پښتو ژبه کښې جاري کړه. دا رساله به يورپ، امريکې او اسټراليا ته هم تله او هلته به ورته پښتانۀ پۀ طمع ناست وو. دې رسالې د پښتنو پۀ ټولنه کښې د پښتو او پښتون پۀ اړه يو پاڅون راوستۀ او د قامي بېدارۍ باد وچلېدۀ. ښاغلے ژړک پۀ خپل اثر "د فخر افغان ځانګړنې" کښې موقف لري چې "پښتون" رساله د پښتو وړومبۍ مجله ده او تر "پښتون" رسالې وروسته بيا "طلوع افغان" دوېم پښتو اخبار دے چې پۀ کال 1311هـ کښې پۀ پښتو واوښت. ښاغلے ژړک هم پۀ دې اثر کښې د "پښتون" رسالې پۀ اړه د استاد اصف صميم کوټلې خوندوره تبصره داسې بيانوي، "چې 'پښتون' مجله د پښتو صحافت، پښتون صحافت او قامي سياست پۀ اسمان کښې د هغه ځلاند ستوري نوم دے چې پلوشې ئې د يو ستر پښتون او ريښتني انسان د افکارو لۀ لمره خپرې دي. فخرافغان باچا خان "پښتون" د خپلې قامي مبارزې د تودې مورچې پۀ توګه څۀ باندې نيمه صدۍ توده وساتله. "پښتون" چې د پښتون ملي شعور پۀ راويښولو او احساسولو کښې کوم اغېز درلودلے دے، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده ياد او نمانځل کېدونکے وي."

    پۀ "پښتون" رساله کښې به باچا خان هم د پښتو پۀ اسان نثر کښې ليک کوۀ. "پښتون" رساله د چابکدستو ليکوالو د فکري غورځنګ سنګر ؤ او پښتنو مېرمنو به پکښې هم پۀ قلمي او اصلي نومونو د خپل پښتني ننګ څرګندونه کول. د کاکا صاحب سيد بشريٰ بېګم چې پۀ 'س ب ب" مشهوره وه، الف جانه خټکه، د ټيېي ر ب او سيده قانته بېګم د قام پرستۍ پۀ کالیو سمبالې د "پښتون" رسالې باقاعده ليکونکې مېرمنې وې.

    د باچا خان د تحريک د انټلکچول فرېم بل اثر ناک اړخ هغه انقلابي لړزان دے چې د خدائي خدمتګادۍ او ژبو شاعرانو سينو کښې راپاڅولے ؤ. قامي، حماسي او رزميه نظمونو به د ازادۍ خوښو پښتنو پۀ جذباتو کښې طوفانونه ويښول او د هغوي پۀ شعور کښې به ئې د قام پرستۍ مشالونه بلول. دا هغه وخت ؤ چې پښتنو شاعرانو د خيالي دنيا د ناوې سر څڼه ستائیل پرېښودل او د ازادۍ د سرې ډولۍ ترانې ئې زمزمه کړې. پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم پۀ خپل کتاب "د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري" کښې د مزاج دغه بدلون ته نغوته کوي او وائي چې "هر کله پۀ قومي خصوصياتو کښې انقلاب راشي نو يو نوے اجتماعي شعور وزېږوي. دغه نوے اجتماعي شعور د قومونو د سوونو کلونو د هغه صلاحيتونو د پس منظر پۀ نتيجه کښې راپېدا کېږي چې پۀ قوم کښې د فطرت لۀ لوري پۀ پېدائشي طور باندې ايښے شوے وي. هر کله چې د پښتنو دغه نوے اجتماعي شعور رابېدار شۀ نو د ژوند ټول قدرونه ئې بدل شول او د استحصالي قوت ناکړدو ته متوجه شول. دوي ته احساس وشو چې پردے قام د دوي پۀ زمکه حکومت څنګه او ولې کوي؟ د دوي مړ احساس راويښ شو او د انګرېزانو خلاف ئې د جنګ مېدان تود کړو."

    د خدائي خدمتګارۍ غورځنګ داسې داسې شاعران پېدا کړل چې د قامولۍ، پښتونولۍ او ازادۍ صحيفې ئې وليکلې او پۀ سټېج ئې ووئیلې چې چرته پۀ تاريخ کښې ئې ساري نۀ پېدا کېږي. د تُورې او قلم خاوند خوشحال بابا کۀ مونږ د تاريخ پۀ اوږو وينو چې د شعوري پښتون نېشنلزم بېرغ ئې پورته کړے دے نو فخرِ افغان باچا خان د خپلو خدائي خدمتګارو شاعرانو پۀ هر دل کښي دغه مفکوره نوره هم پياړوې کړې ده، د پښتنو پۀ ذهنونو کښې ئې کرلې ده او پۀ مېدان ئې عملي کړې ده. پۀ دغه کاروان کښې ټول د خپلواکۍ سرخېلان دي، هر يو پۀ خپل ذات کښې نابغه دے. مولانا فضل محمود مخفي چې دا لوے مرام ئې د پښتنو پۀ سينو کښې ولړزوۀ چې:

    خدايه داسې وخت به راشي زمونږ جهاز به هم وي

    لکه باز به پۀ هوا شي، پۀ ترخو اوبو به سم وي

    د دې قافلې نورو اتلانو کښې عبدالخالق خلیق، فضل الرحیم ساقي، عبدالمالک فدا، عبدالحکیم ستي، حبیب الله کاکا، شاد محمد مېږے، حافظ زیارت خان، ناظم سرفراز خان، ولي محمد طوفان، د مرغز ګل احمد، د زېدې عجب خان، فضل احمد غر، سمندر خان سمندر، سید رسول رسا، فضل حق شېدا، غني خان، اجمل خټک او داسې نور بې بها لعلونه ونډه لري چې تذکره ئې یو بشپړ تالیف ته اړتیا لري. البته اجازه غواړم چې د یو څو Epic نظمونو سرونه تاسو سره شریک کړم چې تر اوسه د ازادۍ خوښو پښتنو پۀ سینو کښې د خپلواکۍ جذبه توده لري. لکه د مخفي صاحب نظم چې د اتمانزو د ازاد سکول ترانه ګرځېدلې وه:

    خاونده تۀ ودانه کړې زمونږ د یو والي حجره

    یو ځاے پکښې د ځانه کړې د پښتون ډله خوره

    د عبدالمالک فدا لیکلې هغه سانده چې د پښتنو د کربلا )بابړې( پۀ لویه غمیزه تر اوسه د پښتون پۀ مړ وجود کښې غوني لشه کوي او د اورېدونکو زړونه ژړوي.

    کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ مېدان له ځمه

     مرګیه مۀ راځه درځمه

    او یا د ازادۍ دا ترانه:

          د غېرو نه ازاد اوسې وطنه د پښتون

         مسکنه د پښتون

    پۀ سرو ګلو اباد اوسې ګلشنه د پښتون

            وطنه د پښتون

    د حبیب الله کاکا هغه لشې چوکه کوونکے نظم چې د لُور پۀ ژبه د خپل "ټوډي" پلار نه د کرکې او لاس پۀ سرۍ ژمنه پکښې شوې ده. پۀ هغه وخت "ټوډي" به هغه سړي ته وئیلے کېدو چې د پښتون اولس پۀ ضد د واکمنو تالي څټ ؤ، نن دغه کردار ته د اسټېبلشمنټ اېجنټ وئیلے شي. دا پښتنه پېغله خپلې مور ته وائي چې:

    پلار مې ټوډي شو زۀ صادقه مسلمانه یمه

     جنګ له ځم روانه یمه

    پۀ باچاخان باندې ورک مئین د انقلابي شاعر شاد محمد مېږي هغه نظم د یادولو وړ دے چې پکښې یوه پښتنه پېغله د مور نه د ازادۍ پۀ جنګ کښې د برخې اخستو اجازت غواړي. پۀ داسې نظمونو به د پښتنو زلمو د ننګ د راپارولو هڅې کېدې.

    سر راله غوړ کړه مورې! زۀ بابا ملنګ له ځمه

                       مورې زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن

     پتنګان شمعې له ځي زۀ شمـع پتنګ له ځمه

                     مورې زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن

    د مرغز د ګل احمد مشهور نظم چې د ازاد سکول د کلیزې مشاعرې پۀ طرح ئې وئیلے ؤ،

    جنګ د ازادۍ له همېشه زلمي وتلي دي

    رابه وړي غنچې د ګلو نن پرون کښې تلي دي

    باز کۀ د غماز پۀ منګول ناست دے هېڅ پروا نشته

    مونږ د زړۀ پۀ غوښو باتوران ورته ساتلي دي

    دا د اولسي بېدارۍ یوه نۀ ختېدونکې کړۍ ده چې دفترونه پرې لیکلے شي، خو دا څو جوتې بېلګې مې د انقلاب د ګلبڼ نه د یو څو ګلونو پۀ بڼه وړاندې کړې چې د پښتنو نوے کهول د خپلې ماضۍ پۀ درشل ودروم، ځکه چې ژوندي قامونه د خپل تاریخ نه حرارت اخلي.

    د قام پرستۍ د پوهې، د سیاسي بېدارۍ او د ازادۍ د شعور پۀ دې بې مثاله خوځښت کښې کلي پۀ کلي د پښتنو پۀ حجرو کښې د جرګو مرکو او کېمپونو ډېر لوے اثر ؤ. د خدائي خدمتګارۍ غږ پۀ پښتنه ټولنه کښې لکه د ګل د وږمې خورېدۀ او پۀ تاریخ کښې د پښتنو دومره لوے Mass Mobilization د باچاخان نه سربېره چا هم نۀ ؤ تر لاسه کړے. د سردریاب مرکزِ عالیه د فکر او اګاهۍ یوه سرچینه او د سیاسي ودې او تربیت یو سنګر ؤ. دا د سردریاب پۀ غاړه شل جریبه شاړه زمکه کښې پۀ ساده ډول جوړ شوے ؤ. دلته غټ او نرے نۀ ؤ، ټول به پۀ زمکه ناست وو. هر یو به یو شان ډوډۍ خوړله او خپله رکېبۍ به ئې پۀ خپله پۀ سیند کښې وینځله. د دې ځاے تربیت د پښتنو بې تربیته او تس نس پرګنه پۀ یو کوټلي او سپېځلي قام کښې بدله کړه، خو افسوس چې د انډین نېشنل کانګرس د مشرانو د درغلۍ، د افغانستان د واکدارانو د بې پرواهۍ او د مذهب پۀ نوم د تېرویستلو د لاسه پښتانۀ د خپل لوے مرام نه بې برخې پاتې شول. نن پښتانۀ د بقاء د جنګ سره مخ دي. نن پښتانۀ د پرون نه زیات هغه قامي شعور او زیار ته اړتیا لري چې باچاخان او د هغۀ بې غرضه ملګرو د پښتنو پۀ ذهنونو او سینو کښې نال کړے ؤ.

    کۀ مونږ د باچاخان ژوند او مبارزې نه د خپل ژوند او مبارزې د پاره الهام او معنویت واخلو نو زما یقین دے چې د شعور لیتکے به د عمل لاره روښانوي او د منزل باور به مزل اسانوي. زۀ خوش انده (Optimist) یم چې:

    بیا به سپرلے راشي ګل ګل به شي ورشو د وطن

    سـړیه! ژونـد دومــره بې لارې بې ګــودره نۀ دے

    "زما ژوند او جدوجهد"

    د انفرادي او اجتماعي حرکت یو فرق دا دے چې حکومتونه انفرادي حرکتونه خاموش کولے او ختمولے شي. هم دا وجه ده چې پۀ انفرادیت کښې وېره او ترس هم ډېر وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلے نۀ شي ځکه چې وېره پکښې نۀ وي.

  • د خېبر پښتونخوا نازولے احتساب کمېشن – عامر عالم

    د خېبر پښتونخوا د احتساب کمېشن د نوم اورېدو سره سم ما ته د خپل پلار هغه ملګرے راياد شي کوم چې د غېر قانوني کار د نوم نه پۀ خوب کښې هم وېرېدو، خو پۀ اخري وخت کښې ورته خداے پۀ قهر شو او ایډيشنل سېکرټري تعينات شو. د خداے کړۀ وو، سېکرټړي صاحب خپلو بچو له هېڅ هم ونۀ کړل بلکې تر اوسه پۀ پېښور کښې د کرایه پۀ کور کښې ژوند کوي،د ريټائرمنټ نه وروستو د احتساب کمېشن نېک نظر پرې پرېوتو او د روژې پۀ بابرکته مياشت کښې هېڅ بې هېڅه ونيولے شو. يوه مياشت احتساب کمېشن ځان سره وساتو خو هېڅ رېفرنس ئې پرې تيار نۀ کړے شو او پېښور هائيکورټ د اختر نه يوه ورځ وړاندې با عزته پۀ ضمانت خوشے کړو. زما د پلار هغه ملګرے يوه مياشت پس خپل کور ته راورسېدو خو پۀ خپل خوشي کېدو دومره خفه نۀ ؤ څومره چې پۀ خپلو نيولو خفه و، خو بيا څۀ کېدے شو؟ هغه خو د عمران خانۍ بدلون پۀ خپله ولقه کښې اخستے ؤ خو ځه يره! د خپل پلار دغه ملګرے به پرېږدم ـــ خپلې مقصدي خبرې ته به راشم او د خپل قام پۀ وړاندې به د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن د کارکردګۍ جاج واخلم.

    احتساب څنګه کېږي او څوک ئې کوي، دا خبرې به د خېبر پښتونخوا د خلقو پۀ وړاندې کېږدم.

    د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ احتساب کمېشن د خېبر پښتونخوا موجوده صوبائي حکومت پۀ کال دوه زره څوارلسم کښې د يو اېکټ لاندې د دغه نعرې سره پۀ وجود کښې راوستے دے چې د خېبر پښتونخوا د هغه ټولو کرپټ خلقو احتساب به پرې کوي کوم چې د سرکاري وسائلو پۀ غلط استعمال کښې ککړ وي. دغه اېکټ هم لکه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د نورې قانون سازۍ دومره پۀ تادۍ کښې جوړ شوے دے چې تر اوسه پکښې د صوبائي اسمبلۍ لۀ خوا بې شمېره تراميم راوړے شوي دي. د دغه ترميمونو سره کۀ هر څو د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اپوزيشن ګوندونو پۀ يو وخت کښې هم ملګرتيا نۀ ده کړې خو بيا هم د پاکستان تحريک انصاف کهلاړيانو،د جماعت اسلامي غازيانو )خېبر بېنک کښې د شوې غزا( او د قومي وطن پارټۍ وزيرانو او ممبرانو )د خپلو نیمچه وزارتونو او ممبرشپونو د بحال ساتلو پۀ هیله( د خپل عددي اکثريت پۀ بنياد د اپوزيشن ګوندونو ترميمونه بلډوز کړي او د خېبر پښتونخوا لپاره ئې احتساب اېکټ کله پۀ يو شکل او کله پۀ بل شکل کښې مخې ته راوړے دے.

    د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن کارکردګي څۀ ده؟ دا جاج کۀ وروستو واخلو نو ښه به وي. اول به د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن صحافتي احتساب وکړو چې دومره واضحه شي چې دغه اداره چې د احتساب لپاره جوړه ده، اٰیا د احتساب جوګه هم ده کۀ نه؟

    د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن احتساب مونږ نۀ د ضياء الله اپريدي د الزامونو نه شروع کوو او نۀ د اپوزېشن ګوندونو د سياسي خبرو نه، بلکې دغه جاج مونږ پۀ هغه وائټ پېپر اخلو کوم چې د خېبر پښتونخوا احتساب کمېشن خپل يو افسر برېګېډئير طارق جوړ کړے دے. د بر يګېډئير طارق دغه وائټ پېپر چې پۀ يو سل او درې صفحو اډانه دے، پکښې ځاے پۀ ځاے دغه انکشافونه کېږي چې احتساب کمېشن کښې د ډي جي احتساب کمېشن نه واخله تر د ډائرئکټرانو، اېډيشنل ډائريکټرانو او انوسټي ګېشن افسرانو پورې خلق پۀ غېر قانوني طريقې سره بهرتي کړے شوي دي. بريګېډئير طارق پۀ خپل دغه وائټ پېپر کښې دا انکشاف هم کړے دے چې احتساب کمېشن کښې صوبائي حکومت او نورو متعلقه خلقو د اهل خلقو پۀ ځاے خپل خپل خلق بهرتي کړي دي او د هغوي پۀ ذریعه د احتساب پۀ نوم د جعلي تبدیلۍ روزګار روان دے. هم دا شان پۀ دغه وائټ پېپر کښې دا انکشاف هم شوے دے چې د احتساب کمېشن يو شمېر افسران پۀ جعلي دستاوېزاتو هم بهرتي کړے شوي دي. هم دا شان داسې افسران هم پۀ احتساب کمېشن کښې پۀ سفارش بهرتي کړے شوي دي د چا چې يا عمر د مطلوبه عمر نه زيات دے او يا ئې تجربه د نيشت برابر ده، ولې د هغې باوجود هم دغه افسران د چا د خوشحالۍ لپاره پۀ احتساب کمېشن کښې بهرتي کړے شوي دي. هم دا شان د بريګېډئير طارق د وائټ پېپر نه دا انکشاف هم کېږي چې يو شمېر افسران بغېر د څۀ درخواسته پۀ احتساب کمېشن کښې بهرتي کړے شوي دي، يعني کۀ چا د يو پوسټ لپاره اپلائي هم نۀ وي کړې او د وزيرا عليٰ صاحب يا عمران خان منظورِ نظر وي نو هغه به د احتساب کمېشن برخه وي.

    د بريګېډئير طارق پۀ دغه وائټ پېپر کښې پۀ دېرشمه پاڼه د قائم مقام ډي جي برېګېډئير سجاد احمد پۀ تعيناتۍ کښې د بې ضابطګۍ نشاندهي شوې ده. د برېګېډئير سجاد احمد پۀ حواله بريګېډئير طارق ليکلي دي چې قائم مقام ډي جي برېګېډئير سجاد احمد د ډائريکټر انوسټي ګېشن پۀ پوسټ هم د اهليت پۀ لحاظ نۀ ؤ پوره، ولې د هغې باوجود هم هغه د ډائريکټر اېچ اٰر پۀ څوکۍ تعينات کړے شو او اوس پۀ موجوده وخت کښې د احتساب کمېشن د ډي جي پۀ حېث خپلې ذمه وارۍ تر سره کوي. د برېګېډئير سجاد احمد د تعيناتۍ پۀ حواله پۀ دغه وائټ پېپر کښې دا انکشاف هم شوے دے چې احتساب کمېشن سره د هغۀ د تعيناتۍ هم هېڅ قسمه رېکارډ نشته، ولې د هغې باوجود هم هغه نۀ صرف تعينات دے بلکې ورځ پۀ ورځ ورته ترقۍ هم ورکولې کېږي. هم دا شان د وائټ پېپر پۀ اوومه پاڼه د ډائرېکټر انويسټي ګېشن کرنل (ر) سردار علي پۀ تعيناتۍ اعتراضونه شوي دي او د هغۀ پۀ حواله هم دا وئيلے شوي دي چې د هغۀ تعيناتي هم پۀ غېر قانوني لار شوې ده. د وائټ پېپر پۀ څوارلسم مخ د احتساب کمېشن د ليګل اېکسپرټ پۀ تعيناتۍ هم اعتراضونه شوي او د هغۀ پۀ حواله د دستاوېزاتو د نيشت والي او کمې تجربې الزام لګولے شوے دے. د ډي جي د پي اېس او د تعيناتۍ پۀ حواله هم وئيلے شوي دي چې د دستاوېزاتو هېڅ قسمه رېکارډ ئې موجود نۀ دے، ولې د هغې باوجود هم حضرت پۀ لویه څوکۍ تعينات کړے شوے دے. يا خو ورته مور پلار ښه ډېره دعا کړې ده او يا پرې د ملک د ټولو نه د "پاک" سړي نظر پروتے دے.

    د احتساب کمېشن پۀ حواله دغه وائټ پېپر کښې د اېګزېکټېو پوسټونو سره سره پۀ نورو پوسټونو هم اعتراضات شوي دي، ولې تر اوسه پۀ دې حواله صوبائي حکومت هېڅ قسمه رد عمل نۀ دے څرګند کړے او چې څنګه ئې پۀ نورو محکمو کښې د باکرداره خلقو سپکاوے کړے دے، هم دا شان ئې برېګېډئير طارق هم د دغه وائټ پېپر د شائع کولو وروستو د خپلو ذمه واریو نه لرې کړے دے.

    دا د خېبر پښتونخوا حکومت هغه احتساب کمېشن دے کوم چې د نورو خلقو د احتساب لپاره جوړ کړے شوے ؤ او صرف شريف خلق ئې تر اوسه ګېر کړي او د هغوي احتساب ئې کړے. لۀ بده مرغه نۀ خو احتساب کمېشن تر اوسه چا ته سزا ورکړې ده او نۀ ئې پۀ اصل معنو کښې غلا کوونکي رانيولي دي.

    د احتساب نعرې لګوونکي حکومت پۀ احتساب کمېشن صرف خپل سياسي حريفان دباو کړي دي او يا ئې صرف د خېبر پښتونخوا د اولس د پېسو ضياع کړې ده. احتساب کمېشن اوس دومره نيازبين شوے دے چې نۀ خو صوبائي حکومت د هغوي پۀ حواله څۀ موقف ورکوي او نۀ د هغوي څۀ کارکردګي پۀ ګراونډ ښکاري ـــ بيا هم احتساب زنده باد،بيا هم عمران خان زنده باد، بيا هم تبديلي سرکار زنده بادـــــ

    سوال دا دے چې د خېبر پښتونخوا د نيازبين احتساب کمېشن احتساب به څوک کوي؟

    تحریک انصاف پۀ تېر الېکشن کښې د خپل نوم سره د قافیو پۀ بندش کښې د "صاف چلي شفاف چلي" اضافه کړې وه. احتساب پسې د تحریک انصاف د ملنډې نه پس او د ضیاء الله اپریدي د الزامونو، پۀ بیلیون ټریز سونامي کښې د بدعنوانۍ د تازه رپورټونو، د اثاثو پۀ حقله د عمران خان او د پي ټي اٰئي هره ورځ نوې بهانه او داسې نورې ډېرې خبرې چې رایوځاے شي نو هغې نه ثابتېږي چې د "څلورو پنچرو" خلاف د "ازادي مارچ" کوونکې پي ټي اٰئي د هر اندام نه هوا وتلې ده.

    المیه دا ده چې د تحریک انصاف "جعلي" تبدیلي سرکار د هغه احتساب نه هم د خلقو باور پورته کړو چې ووټ ئې پرې غوښتو.

  • بليو وېل چېلنج – حسيب جان همراز

    لوبې د انساني ژوند پۀ ښۀ او صحت مند جوړولو کښې يو مهم کردار لري، هغه کۀ جسماني لوبې او ورزشونه وي کۀ د ټېکنالوجۍ پۀ دې دور کښې د کمپيوټر يا موبائېل تر لارې کېدونکې لوبې وي. يو د جسم د ښۀ جوړولو د پاره مهمې وي او بل د ذهن.

    نن سبا د هر نر او ښځې، ځوان، پېغلې، ماشوم، ماشومې پۀ لاسونو کښې سمارټ فون وي کوم چې د دنيا يو ضرورت هم دے او تر ډېره حده پورې سيالي هم. د دې سمارټ فون استعمال په ګڼ شمېر طريقو سره کېدے شي. کۀ څوک ئې پۀ ښۀ ډول استعمالوي نو هم او بد اړخونه هم لري. کۀ دا خبره څوک وکړي چې د دې سمارټ فون نه د انسان مرګ هم واقع کېدے شي نو دا خبره به غلطه نۀ وي ځکه چې ټيکنالوجي تر دومره حده پورې تلې ده چې ډېر ناممکنات ئې پۀ ممکناتو بدل کړي دي.

    څۀ موده وړاندې پۀ دې سمارټ فون کښې يو خونړے ګېم رامخې ته شوے دے چې د انسان ژوند بغېر د څۀ زبردستۍ نه اخستے شي او د دې خبرې تصديق هم د نړۍ ګڼو غټو تکنيکي کمپنيانو کړے دے. دغه ګېم د "بلیو وهېل" يا "بلیو وهېل چيلنج" (Blue Whale Challenge) پۀ نوم سره پېژندګلو لري. دا يوBlue whale snap ځانمرګے ګېم دے چې د سوشل مېډيا د لارې خلق دې اړخ ته جوړوي چې خپل ځانونه ووژني. دا هم وئیلے شو چې دا ګېم يو قسم Brain Wash کوي او انسان خپل ځان ته مائله کوي. پۀ دې ګېم پۀ ګړده نړۍ کښې پابندي هم لګولې شوې ده. دا ګېم زيات تره د نهو کالو نه واخله تر نولس کالو پورې ماشومان، ځوانان او پېغلې کوي د چا سوچ چې پوخ  نۀ وي او د ګېم جوړولو واله هدف هم دغه ماشومان، ځوانان او پېغلې وي او هم دوي ددې خونړي ګېم ښکار کېږي.

    پۀ دې ګېم کښې د دغه ګېم منتظم ګېم کولو واله ته روزانه يو کار ورکوي کوم چې به هغه خامخا ترسره کوي، ځکه چې پۀ دې ګېم کښې به ګېم کولوواله د "وهېل (يو قسم مهي دے)"  کردار لوبوې  او داسې بۀ دۀ له پنځوس ورځې بېل بېل کارونه ورکول کېږي چې تفصيل ئې دا دے.

    1. پۀ بلېډ باندې پۀ خپل لاس باندې“f57” ليکل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي (Curator) ته لېږل
    2. پۀ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) د خوبه پاڅېدل او د وېرې ويډيوګانې کتل کومې چې به د ګېم پام پالے رالېږي
    3. خپل لاس سره د نبض پرې کول خو ډېر ژور نۀ، صرف درې ځايه پرې بلېډ راکښل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    4. د وهېل عکس پۀ کاغذ جوړول او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    5. کۀ ګيم کولو والا ګېم مخ پۀ وړاندې بوتلل غواړي نو پۀ خپله ګسه پښه به پۀ بلېډ “Yes” ليکي او کۀ پۀ پښه ئې دا ونۀ ليکل نو خپل ځان له بۀ څو څو وارې سزا ورکوي کومه چې د جسم بېلا بېل ځايونه پۀ بلېډ پرې کول دي
    6. دا يو رازداره چېلج دے
    7. يو ځل بيا پۀ بلېډ باندې پۀ خپل لاس باندې “f57” ليکل او د هغې تصوير د ګېم پام پالي ته لېږل
    8. #i_am_whale ليکل او پۀ VK (يو سوشل ويب سائټ دے) پۀ خپل سټېټس کښې لګول
    9. پۀ خپله وېره قابو موندل
    10. شل منټه د پاسه څلور بجې (4:20 AM) پاڅېدل او د کوټې سر (چت) ته ختل چې څومره لوړ وي ښۀ بۀ وي، (د ګېم د قاعدې مطابق)
    11. وهېل پۀ خپل لاس پۀ بلېډ جوړول او د هغې تصوير د ګېم پامپالي ته لېږل
    12. ټوله ورځ نفسياتي او د وېرې ويډيوګانې کتل
    13. موسيقي اورېدل کومه چې به د ګېم پامپالے رالېږي
    14. خپله شونډه پرې کول
    15. خپل لاس پۀ ستن باندې ډېر ځله سورے کول
    16. ځان ته څۀ داسې زيان رسول چې حالت بيمارۍ ته ورسي
    17. د اوچت نه اوچت بلډنګ سر ته ختل او د هغې پۀ ژۍ د څۀ وخت د پاره ودرېدل
    18. پول ته تلل او د هغې پۀ ژۍ ودرېدل
    19. کرېن ته اوچت ختل يا ددې کار کولو هڅه کول
    20. د ګېم پامپالے به ګوري چې ګېم کولو وال ريښتونے دے او کۀ نۀ
    21. د ګېم د پامپالي يا د بل وهېل (ګېم کوونکي) سره سکائپ باندې خبرې کول.
    22. چت ته ختل او داسې کښېناستل چې پښې ښکته ځوړندې وي
    23. دا يو بل رازداره چېلج دے
    24. د راز چېلنج
    25. يو وهېل (دا ګېم کوونکے بل تن) سره ملاوېدل
    26. د ګېم پامپالے به ګېم کوونکي ته د هغۀ د مرګ نېټه ښائي او ګېم کوونکے به ئې تسليموي
    27. پۀ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) پاڅېدل او رېلوې پاټلۍ ته تلل
    28. ټوله ورځ چا سره خبرې نۀ کول
    29. دا اقرار کول چې ګېم کولو واله يو "وهېل" دے
    30. (د دېرشم لېول نه تر نهه څلوېښتم لېول پورې 30-49) هره ورځ شل منټه د پاسه څلور بجې(4:20 AM) پاڅېدل، د وېرې ويډيوګانې کتل، موسيقي اورېدل کومه چې به د ګېم پام پال رالېږي، هره ورځ د خپل وجود يو ځاے پرې کول او يو وهېل سره خبرې کول
    31. د يو اوچت بلډنګ نه ټوپ کول او خپل ژوند ورکول

    کۀ وکتے شي نو پۀ دې ګېم کښې يو هم داسې لېول نشته چې څوک ترې خوند واخلي بلکې ټول لېولونه وحشيانه دي او پاې ته پۀ ځانمرګۍ رسي. اوس دا خبره هم ذهن ته راځي چې کۀ څوک د دې ګېم پوره کولو نه انکار وکړي نو بيا خو هېڅ هم نشته، خو نه! دا خبره بېخي غلطه ده، ځکه چې ګېم يو وارې څوک شروع کړي نو بيا به ئې خامخا سر ته رسوي. د هغې وجه دا ده چې کله څوک دا ګېم شروع کړي نو د ګېم پام پالي د هغۀ موبائېل هېک  کړي چې د هغۀ او د هغۀ د کورواله تصويران، معلومات او ټيلي فون نمبرې تر لاسه کړي او بيا چې کله هم ګېم کولو واله ګېم پۀ ځاے پرېږدي نو د ګېم پام پالي لۀ خوا ورته دړکې ورکولې کېږي چې کۀ چرې داسې داسې دې ونۀ کړل نو مونږ بۀ تا يا ستا د خاندان پلانکي تن ته دا نقصان ور ورسوو. ډېر خلق دا خبره هم سپکه وګڼي خو ولې هم هاغه شان کېږي څنګه چې د ګېم پام پالي غواړي، مثلاً کۀ هغۀ دا دړکه ورکړې وي چې ګېم مۀ پرېږده ګنې مونږ به ستا پلار ته نقصان ورسوو نو هم هاغه شان وشي او د ګېم کوونکي پلار ته نقصان ورسي. اوس دا هر څۀ څنګه کېږي، د ددې شا ته ډېر لوے قوت ښکاري. دا کېدے شې چې دغه  د ګېم واکدارانو ځان له هر ځاے کښې أجرتیان ساتلي وي او دا ټول کارونه پۀ هغوي کوي. يو روسي اخبار"نووايا ګېزيټا (Novaya Gazeta)" دا عويٰ لري چې د نومبر 2015ز نه واخله تر اپرېل 2016ز پورې 130 ځوانانو د دې ګېم لۀ کبله ځانونه وژلي دي. د دغه اخبار بيان څۀ پۀ دا ډول دے:

    “We have counted 130 suicides of children that took place between November 2015 to April 2016, almost all these children were members of the same internet groups & lived in good, happy families.”

    یعني دغه ځانونه وژونکو ته ژوند کښې څۀ داسې کورنۍ یا مالي ستونزه هم نۀ وه.

    پۀ دې ځان مرګو کښې زياتره ماشومان د روس او برطانیې سره تعلق لري خو دا ګېم رو رو د هندوستان او پاکستان اړخ ته مخه کوي او خپل اثرات ئې پۀ دې هېوادونو کښې ښکاره کړي هم دي. پۀ پاکستان کښې تر دې دمه ښکاره يوه واقعه د بلیو وهېل د وجې مخې ته راغلې ده کومه چې پۀ ډېره اسماعيل خان کښې ده. د اتلسم ستمبر د ملکي اخبارونو تر مخه "د ډېره اسماعيل خان پۀ تحصيل پهاړ پوره کښې يو شل کلن ځوان محمد رېحان ته پۀ موبائېل فون د ځان وژنې ووئیل شو او دړکه ورکولې کېده چې کۀ هغه ځان نۀ وژني نو هغه (کال چې چا کړے ؤ)  به ئې وژني چې د وېرې نه محمد رېحان سمدستي د ځان وژلو هڅه وکړه خو د مرګ نه بچ شو او پۀ نازک حالت کښې روغتون ته ورسولے شو. د پوليس د وېنا تر مخه دا ځوان د بليو وهېل ګېم ښکار شوے ؤ."

    هم دا رنګه پۀ شپاړسم ستمبر د ورځپاڼې "پاکستان" تر مخه دېرش کلن د چترال استوګن ضياء الرحمان پۀ پېښور کښې د ارباب خليل فلائي اوور نه ټوپ کړي وو چې د ټکه مړ ؤ، خو ولې د هغۀ د مرګ وجه تر نن وخته پورې نۀ ده معلومه خو د هغۀ د مرګ پۀ اړه هم دا خبره کېږي چې دا مرګ هم د بلیو وهېل پۀ وجه شوے وي.

    د دې ګېم پۀ حواله د خېبر ټيچنګ هسپتال ماهر نفسيات ډاکټر عمران وائي چې "بلیو وهېل ګېم کوونکي د ګېم کولو نه پس پۀ يو خطرناک جال کښې ګېر شي چې بيا ورسره بله لار نۀ وي او پۀ دغه ګېم کښې مخ پۀ وړاندې روان وي."  دا ګېم هر تن پۀ خپله خوښه شروع کوي خو ولې بيا ئې پۀ خپله خوښه پرېښودلے نۀ شي او اخر دا ګېم د هغۀ پۀ مرګ سر ته رسي. ماهرين وائي چې مور پلار دې خپلو ماشومانو سره پۀ دې اړه خبرې وکړي او کۀ چرې د هغوي ماشومان دا ګېم کوي نو هغوي دې د خفيه ايجنسیو او د امنيت برقرار ساتونکو ادارو سره اړيکې وساتي. وخت لوبې هم خونړۍ کړې ـــ

  • عقيده مجاهده ده

     

    (تېر پسې)

    جناح ووې چې زۀ به تر هغې د کونسل د پاره نومونه نۀ ورکوم تر څو چې ما ته دا تسله نۀ وي راکړې شوې چې د کونسل ټول مسلمانان غړي به د مسلم لیګ نه وي.

    کله چې کانفرنس پۀ څوارلسمه جولایۍ شروع شو نو وائسراے د دې د ناکامه کېدو اعلان وکړو.

    مولانا ازاد د کانفرنس پۀ ناکامه کېدو خپلو تاثراتو کښې ووې چې کۀ جناح مخالفت نۀ وے کړے نو د کونسل څوارلس غړو کښې به اووۀ کسان مسلمانان وو، اګرچې هندوستان کښې د مسلمانانو د ابادۍ تناسب پنځویشت فیصده دے. دا د کانګرس فراخدلي او د مسلم لیګ د بې عقلۍ څرګندونه ده. ولې مونږ دا نۀ منو چې ګنې مسلم لیګ د مسلمانانو یکي یوه نمائنده او با اختیاره پارټي ده. کومو صوبو کښې چې د مسلمانانو اکثریت دے، پۀ هغو کښې د مسلم لیګ یو هم وزارت نشته. پښتونخوا کښې د کانګرس وزارت دے، پۀ دې وجه دا یو حقیقت دے چې د مسلمانانو د ښۀ دروند اکثریت د مسلم لیګ سره هېڅ تعلق نشته او د مسلم لیګ دا دعويٰ هېڅ جواز نۀ لري چې ګنې دا د ټول هندوستان د مسلمانانو نمائنده پارټي ده.

    ګاندهي وائسراے ته وليکل چې دا کانفرنس د توقعاتو او اميدونو سره د شروع کېدو نه پس پۀ ډېره بده طريقه ناکامه کېدل زما دې شک ته تقويت ورکوي چې سرکار اختيارات هغه کسانو ته ن‍ۀ ورکوي کوم چې پۀ جېلونو کښې اچولے شوي وو.

    دا د مکمل بې يقينۍ حالات وو. پۀ پنځويشتمه جولايۍ عبدالغفار خان د اټک پۀ پل ودرولے شو او خبر کړے شو چې اټک ضلعې ته ستا پۀ تلو پابندي ده او تۀ د ايبټ اباد لاره کښې پرته چچهـ علاقه کښې د خپلو دوستانو سره ملاقات نۀ شې کولے. ضلعي انتظاميې دے ګرفتار کړو او ايبټ اباد کښې ئې پرېښودو. د پنجاب حکومت د خان عبدالغفار خان اټک ضلعې ته نۀ پرېښودو د حالاتو وضاحت داسې کوي؛

    "د اټک ضلعي انتظاميې ته دا اطلاعات ترلاسه شوي وو چې پۀ پنځويشتمه جولايۍ به عبدالغفار خان اټک ته راځي او چچهـ علاقه کښې به د مختلفو اولسي غونډو صدارت کوي. دا هم اطلاعات ترلاسه شوي وو چې ځنې خلق به د دۀ د دورې خلاف مظاهرې کوي او د مسلم ليګ کارکنان پۀ تورو جهنډو سره د خان عبدالغفار خان د استقبال کولو تيارۍ کوي. ضلع کښې د امن و امان د ممکنه خطرې تر مخه ضلعي انتظاميې اټک ضلعې ته د خان عبدالغفار خان پۀ داخله پابندي ولګوله او دے ئې ضلع کښې تقريرونو ته پرې نۀ ښودۀ. د پابندۍ دا حکم ددۀ د روانېدو نه وړاندې پېښور کښې دۀ ته رسولے شوے ؤ. داسې وئيلے شي چې د عبدالغفار خان پۀ دغه ورځ اټک ضلع کښې د تقريرونو کولو څۀ نيت نۀ ؤ، ولې دۀ پۀ دې حقله ضلعي انتظاميې ته څۀ اطلاع نۀ وه ورکړې او ضلعي انتظاميې ته ددې معلومات هغه وخت وشو کله چې دے ماښام پۀ اټک پل ګرفتار کړے شو او د دۀ خلاف د اړي ګړي پېدا کولو د امکان مقدمه درج کړې شوه.

    خان عبدالغفار خان د جولايۍ پۀ پنځوشتم تاريخ د ورځې يوولس بجې اټک پل ته راوسېدۀ. دغلته دے خبر کړے شو چې اټک ضلعې ته ستا پۀ تلو پابندي ده او کۀ تۀ غواړې نو پۀ دې لاره ايبټ اباد ته تلے شې. دۀ ووې چې زۀ چچهـ ته ځم او ايبټ اباد ته نۀ ځم. دۀ ته د تلو اجازت ورنۀکړے شو او دے دغلته د سړک پۀ غاړۀ کښېناستو. دۀ ته ووئيلے شو چې تۀ پۀ هغه تمبوانو کښې انتظار کولے شې کوم چې د سول رسد محکمې د خپلو افسرانو د پاره لګولي دي ولې دۀ ونۀ منله.

    خان عبدالغفار خان ګرفتار نۀ کړے شو او دے د ماښام پورې دغلته ناست ؤ. د اټک انتظاميې دا فېصله وکړه چې دے د هندوستان د دفاع د قانون د شپږيشتمې دفعې د ذيلې څلورمې مادې (26/4) تر مخه د ضلعې نه وویستے شي.

    راتلونکې ورځ دے د رېل ګاډي پۀ ذريعه کېمبل پور )اټک( ته راغے. اټک ضلعې ته د دۀ پۀ راتلو هغه شان پابندي وه او د دۀ د وړاندې څۀ بندوبست نۀ ؤ نو پۀ دې وجه ضلعي انتظاميې دے پۀ يوه فوځي لارۍ کښې يو پوليس سب انسپکټر سره کړو او ايبټ اباد ته ئې ورسوۀ.

    د پنجاب حکومت داسې هېڅ خواهش نشته چې د عبدالغفار خان پۀ دې بيان شک وکړي چې اټک ضلع کښې ئې اولسي غونډو ته د تقرير کولو نیت نۀ ؤ ځکه چې چچهـ علاقه کښې د دۀ تقريرنو د پاره د غونډو جوړولو پۀ غرض څۀ انتظامات نۀ وو شوي خو ضلعي مجسټرېټ ته دا مصدقه اطلاعات ترلاسه شوي وو چې د باچاخان خلاف به مظاهرې کېږي. پۀ ګاونډۍ صوبه کښې اوسنو واقعاتو نه دا خبره واضحه ده چې د يوې پارټۍ د سياسي مشرانو د تقريرونو خلاف بلې پارټۍ څومره احتجاجي مظاهرې کړې دي."

    پۀ اګست کښې د نېشنل کانفرنس د کاروایۍ چې نهرو او عبدالغفار خان پکښې هم ګډون کړے ؤ، پۀ ضد جمو و کشمير کښې دغسې یوه مظاهر شوې وه، خو باچاخان پرې د څۀ ډول غصې یا خفګان څرګندونې پۀ ځاے مبارکي ورکړه او وئيل ئې چې کشميريان به پخوا د خپل سيوري نه وېرېدل او اوس پکښې بېداري راغله.

    د شمله کانفرنس د ناکامه کېدو نه پس پۀ شپږویشتمه جولایۍ برطانيه کښې لېبر پارټي پۀ اقتدار کښې راغله او دوه هفتې وروستو د جاپان سلامي کېدو سره جنګ ختم شو. پۀ يويشتم اګست دا اعلان وشو چې د مرکزي او صوبائي اسمبلیو انتخابات چې څومره زر ممکن وي، دې وکړے شي او وائسراے د صلاح مشورې کولو پۀ غرض لندن ته روان دے. پۀ نورلسم ستمبر د انګلستان او هندوستان نه پۀ يو وخت پۀ رېډيو نشرشوي تقريرونو کښې د برطانيې وزيراعظم او د هندوستان وائسراے ووې چې د برطانيې حکومت دا نيت لري چې څومره زر ممکن وي، د انتخاباتو نه پس به د منتخب نمائنده ګانو سره د صلاح مشورې نه پس د ائين سازۍ اداره جوړولې شي او د برطانيې او هندوستان ترمنځه به د لوظ نامې پۀ مندرجاتو غور کولے شي چې دا شان دې ته اخري شکل ورکړے شي. دا اعلان هم وکړے شو چې وائسراے ته دا اختيار ورکړے شوے دے چې د مرکزي او صوبائي اسمبلیو د انتخاباتو د نتيجو راتلو نه پس د انتظامي کونسل جوړولو د پاره اقدامات وکړي.

    د کانګريس د کارنده کمېټۍ اجلاس پونا کښې د دولسم ستمبر نه واخله تر اتلسم ستمبر پورې جاري ؤ او بيا پۀ يويشتم ستمبر بمبۍ کښې شروع شو. مولانا ازاد د غونډې صدارت کوۀ. ګاندهي پۀ زياتو نشستونو کښې ناست ؤ. پۀ دې موقع ځنې قراردادونه منظور شول چې د يو تعلق پکښې د متحده هندوستان سره ؤ. د قرارداد متن پۀ دې ډول ؤ:

    "د اګست  کال نورلسوه دوه څلوېښتم د قرارداد مطابق به پۀ جمهوري ډول منتخب شوې ائيني اسمبلي د هندوستان د حکومت د پاره ائين تياروي کوم چې به د ټولو فريقو د پاره د منلو جوګه وي. د کانګريس د خیال ؤ چې دا به يو وفاقي ائين وي او باقي پاتې اختيارات به د وفاق وحدتونو ته ورکولے شي. د کراچۍ پۀ کانګريس او نورو غونډو کښې منظور شوي بشري حقونه به د ائين لازمي برخه وي. کانګريس به داسې هېڅ قسمه تجويز سره اتفاق نۀ کوي پۀ کوم کښې چې يوې صوبې يا علاقائي وحدت ته د هندوستان يا وفاق نه د جدا کېدو خبره شوې وي.کانګريس د هندوستان پۀ ازادۍ او وفاقيت يقين لري او د هندوستان يو والے او د نوي دور د لوے وفاق د ماتولو تصور د ټولو متعلقه فريقو د پاره ډېر زيات نقصان ګڼي او دا عملي کول به د ټولو د پاره دردمنده پېښه وي. کميټي دا خبره پۀ جار کوي چې مونږ هېڅ کله دا نۀ غواړو چې پۀ زبردستۍ د خلقو د مرضۍ خلاف يوه اکائي پۀ وفاق کښې پۀ پاتې کېدو مجبوره کړو. د دې اصولو احترام کولو پۀ ذريعه به داسې حالات پيدا کولے شي چې ټول وحدتونه پۀ يو قامي وفاق کښې يو ځاے پاتې شي. پۀ دې اصولو د عمل کولو سره داسې هېڅ قسمه هڅه نۀ ده پکار چې پۀ علامتي وجودونو کښې نوي ګوندونه پېدا کړے شي او نوې مسئلې پېدا کړې شي. هر يو وحدت ته پۀ وفاق کښې مکمله خودمختاري پکار ده."

    د ټول هندوستان کانګريس کمېټۍ غونډه پۀ يويشتم ستمبر ممبۍ کښې شروع شوه. سردار پټېل د وائسراے پۀ تقرير د قرارداد وړاندې کولو پۀ وخت ووې چې د وائسراے تجويزونه مبهم، ناکافي او د تسلۍ جوګه نۀ دي. قرارداد کښې مرکزي اسمبلۍ د پاره پۀ محدوده انتخابونو ټکونه وکړے شول او دې خبرې ته اشاره وکړې شوه چې انتخابي فهرستونو کښې ډېرې کمۍ او کوتاهۍ دي؛ پۀ دې کښې پۀ سياسي پارټیو او ګوندونو د پابندۍ لرې  کولو غوښتنه وکړې شوه او د حکومت نه ئې مطالبه وکړه چې هغه ټول قېديان دې رها کړے شي چا ته چې د سياسي سرګرمیو پۀ وجه سزا اورولې شوې ده. قرارداد کښې د وېول د تجويزونو پۀ دې وجه غندنه وکړې شوه چې مقصد ئې دغه بدعنوانه انتظامیې د نورو څو میاشتو پورې برقراره ساتل دي چې دا شان اختيارات پۀ خپل لاس کښې وساتي. کانګريس به د اقتدار د فوري منتقلۍ د پاره د خلقو د رایې خيال معلومولو پۀ غرض انتخابونو کښې برخه اخلي.

    ګاندهي د کارنده کمېټۍ پۀ زيات شمېر نشستونو کښې شرکت کړے ؤ، ولې د ټول هندوستان د کانګريس کميټۍ پۀ اجلاس کښې نۀ ؤ ناست. عبدالغفار خان به زيات د ګاندهي سره ؤ.

    پۀ پنځویشتم اګست د ټول هندوستان د کانګريس کمېټۍ اجلاس ته راغلي د کرناټک مندوبينو ته خپل تقرير کښې عبد الغفار خان ووې چې د خداے د مخلوق خدمت د الله پاک خدمت دے او دا فرض د عدم تشدد پۀ ذريعه کېدے شي. عدم تشدد يوه عظيمه فلسفه ده او صرف د عدم تشدد پۀ ذريعه پۀ اثرناکه طريقه د تشدد مقابله کېدې شي. پښتونخوا صوبې د تشدد او عدم تشدد دواړه تجربې کړې دي؛ دوي چې د خپلو دې تجربو نه څۀ زده کړي دي هغه دا دي چې کله تشدد ناکامه شي نو د عدم تشدد پۀ ذريعه کاميابي ترلاسه کېدې شي. تشدد د انسانانو د پاره تباهي راوړي او ماتې خوړلې شي او د عدم تشدد د چقولو هره يوه هڅه ناکامه وي او دې سره د عدم تشدد د پېروکارو طاقت نور سېوا کېږي.

    د کال نورلسوه دوه څلوېښتم د تحريک د ذکر کولو پۀ وخت خان عبدالغفار خان ووې چې د تحريک پۀ دوران کښې دا خبره ثابته شوه چې نۀ يواځې د پښتونخوا پۀ خلقو کښې بلکې د هندوستان پۀ هره طبقه کښې د مقابلې جذبه وه خو پۀ دې کښې يو فرق دے او هغه دا چې د پښتونخوا د خلقو سره نۀ يواځې جذبه شته، ورسره د تشدد توان طاقت هم شته دے او دوي ښۀ زيات تشدد کولے شي. خو ددې باوجود د پښتونخوا پۀ مقابله کښې د هندوستان پۀ نورو علاقو کښې د تشدد پېښي زياتې شوې دي. کله چې زما نه پښتانۀ دا تپوس وکړي چې مونږ ولې تشدد ونۀ کړو نو زۀ ورته پۀ ځواب کښې وايم چې کۀ مونږ تشدد شروع کړو نو ددې سره به نورو بنيادمو ته خطره پېدا شي او زما دا يقين دے چې د تشدد پۀ ذريعه مونږ څۀ نۀ شو ترلاسه کولے او دا تشدد به دېر زر زر اوچتولے شي. د برطانيې نه ازادي صرف د عدم تشدد پۀ ذريعه اخستے کېدې شي.

    د عدم تشدد سره د تشدد پۀ طاقت فتح ترلاسه کېدې شي. برطانيه چې لوے طاقت دے او تشدد ښۀ پۀ بې دردۍ سره چقولے شي، د عدم تشدد د لاسه حېرانه ده ـــ دوي چې د عدم تشدد د چقولو څومره کوشش کوي هغه ناکامه کېږي او د خلقو خبرې نورې زياتېږي. دۀ د جرمني او جاپان مثال ورکړو چې د لوے قومي طاقت باوجود کاميابه نۀ شول. تشدد کښې د انسانيت تباهي ده او د انسانيت بچ کولو د پاره د عدم  تشدد لار خپلول ضروري دي.

    د هندوانو او مسلمانانو د مسئلې د ذکر کولو پۀ وخت دۀ ووې چې مسلمانان او هندوان دواړه وروڼه دي. دوي له به د برطانيې د هندوستان نه ويستو د پاره يو ځاے اوږه پۀ اوږه کار کول وي. چا چې د دواړو ترمنځه دومره نفرت پېدا کړے دے چې ماشومانو ته هم د هندو او مسلمان پۀ حواله تربيت ورکولے شي. دۀ د ملک پۀ دې برخه کښې د هلکانو او جينکو د قامي کار پۀ جذبه د خوشالۍ څرګندونه وکړه او وې وئيل چې زۀ پۀ دې ډېر خوشحاله يم چې زنانه د ازادۍ پۀ تحريک کښې ډېر چټک کردار ادا کوي. هر تحريک کښې د ښځو برخه اخستل د بري نخښه وي. پښتونخوا کښې مونږ ښځو ته ډېر درناوے لرو خو مونږ هغوي ته مساوي موقعې نۀ دي ورکړې. اوس زمونږ زنانه رورو وړاندې راځي او دوي به د خپلو نارينو سره اوږه پۀ اوږه د ازادۍ پۀ  جنګ کښې برخه اخلي.

    د کانګريس د کارنده کمېټۍ يوه غونډه د ګاندهي د بنګال د دورې پۀ موقع د دسمبر پۀ اوله هفته کښې رابللې شوې وه. غونډې کښې اهمه خبره انتخابي منشور تيارول وو. ګاندهي ووئيل چې انتخاباتو د پاره ښه تياري دا ده چې کانګريس خپل دننه اتفاق پېدا کړي. دۀ ووئيل چې کانګريس د عدم تشدد د پاليسۍ پۀ برکت ملک کښې يو ډېر اهم مقام ګټلے دے او خپلې دې پاليسۍ ته وده ورکولو سره به د پارټۍ مقام او حېثيت نور زيات او اوچت شي؛ ولې داسې ښکاري چې مونږ د وړاندې تلو پۀ ځاے شا ته لاړو. دۀ دانسته داسې يوه خبره ونۀ کړه چې هغې نه پۀ 1942ز کښې د کانګريس د مشرانو د ګرفتارۍ نه پس د خلقو د ردعمل غندنه مطلب وي. دۀ دا خبره محسوسوله چې کانګريس پۀ دې چپ پاتې نۀ شو. بله خبره پۀ انتخاباتو د لګښتونو وه. دۀ ووې چې حقيقي کاميابي به دا وي چې مونږ د څۀ خرڅ نۀ کولو بغېر انتخابات وګټو. دۀ ووې چې مونږ له د ګټې تاوان نه بې پرواه د خپلو اصولو ژوندي ساتلو پاملرنه پکار ده. ددۀ زيات شمېر سفارشونه کارنده کمېټۍ منظور کړل.

    کلکته کښې عبدالغفار خان ګاندهي سره د پښتونخوا پۀ حالاتو خبرې وکړې او ورته ئې ووې چې زۀ نۀ غواړم چې د انتخابونو د پاره کار وکړم. ګاندهي د دۀ وړاندیز سره  اتفاق وکړو. د کانګريس پارلېماني بورډ دې انتخابي مهم کښې برخه اخستو ته دے تيارولو کښې پاتې راغے. دے پۀ خپلو اصولو ټينګ ولاړ ؤ او د تنظيم سازۍ د پاره ئې د ټولې صوبې دوره کوله. دۀ د حکومتي اهلکارو د کار هم د نزدې نه مشاهده کوله، کومو چې د خدائي خدمتګارو خلاف کار کوۀ.

    نور راتلونکې ګڼه کښې…

  • د فاټا پهٔ اړه د ANP ټول ګونديز کنفرانس – پښتون

    عوامي نېشنل پارټۍ تل د پښتون قام د وحدت خبره کړې ده. پۀ دې لړ کښې پۀ سیاسي عمل او پارلېمان د ګوند باور د دې سیمې د پارلېماني تاریخ یوه ځلنده پاڼه ده. هر څو کۀ د پاکستان ائین پۀ قبائیلي سیمو کښې کله هم د سیاسي عمل او خصوصاً د عوامي نېشنل پارټۍ مداخلت زغملے نۀ دے، حال دا چې د هندوستان د وېش نه وړاندې هم جناح صاحب د پاره لنډي کوتل پورې د دورې بندوبست کېدلو او تحریک انصاف ته د ډرون د مخالفت ډرامې د پاره د وزیرستان سټېج سینګارېدلو، خو د پښتون سیاست مدارانو د پاره دغه سیمه تل No Go Area پاتې شوې ده.

    نن پۀ ملک کښې د امن و امان پۀ تناظر کښې هغه سترګې هم د فخرِ افغان باچاخان او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان د روښانه فکرونو رڼا ته کښېناستې چې د امن او سولې پۀ خبرو کولو به ئې دوي ته پردي اېجنټان او غداران وئیل. د مذکوره ټول ګوندیز کنفرانس نه وروستو د خارجه چارو د وزیر خواجه اٰصف مختلفې خارجي رسنیو سره مرکې د عوامي نېشنل پارټۍ د رسا سیاسي نظریې توثیق دے. باید نن هغه خلق پۀ جلال اباد او ولي باغ کښې د پرتو دغه باباګانو د مزارونو پۀ درشلونو پوزې راکاږي.

    د قبائیلي سیمو خېبر پښتونخوا سره انضمام او د اصلاحاتو پۀ مد کښې د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د ستمبر پۀ څوارلسمه نېټه مېرټ هوټل اسلام باد کښې یو ټول ګوندیز کنفرانس راوبللے شو. دې کنفرانس کښې د مرکزي حکومت واکمن ګوند مسلم لیګ )ن(او خېبر پښتونخوا کښې واکمن ګوند تحریک انصاف نه پرته ټولو نمائنده سیاسي ګوندونو ګډون وکړو. د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا رابللي دې ټول ګوند کنفرانس کښې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جمعیت علماء اسلام هم د خپل ټول اختلاف باوجود ګډون وکړو. د یادو شوو ګوندونو ګډون د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سیاست کښې د مکالمې او مفاهمت پۀ عمل د پوخ باور ثبوت دے.

    دې ټول ګوندیز کنفرانس پۀ داسې حال کښې د فاټا اصلاحات پۀ عمل کښې ساه وپوکله چې پۀ نورو مختلفو شوشو مخې ته راوړلو دا انتهائي ضروري عمل پۀ شا کړے شوے ؤ. مونږ خپلو لوستونکو د پاره دې ټول ګوندیز کنفرانس کښې د ګډون کوونکو ګوندونو د مشرانو او نمائندګانو وېناوې پۀ اختصار سره نقل کوو تر څو د فاټا اصلاحاتو پۀ حقله د هغوي موقف د تاریخ د برخې پۀ توګه خوندي شي.

    شاه جي ګل اپريدے

    د عوامي نېشنل پارټۍ او د هغې د رهبر مننه کوم چې د قبائیلي پښتنو درد ئې خپل درد وګڼلو. عوامي نېشنل پراټي مشرانو د دې نه وړاندې هم د افغانستان جنګ او د صوبائي خودمختارۍ پۀ مسئله درست موقف وړاندې کړے ؤ او د دوي دغه دواړه خبرې وخت سمې ثابتې کړې، نو هم دغسې د دوي دا موقف د فاټا د انضمام پۀ حقله هم کۀ ونۀ منلے شو نو دا به ښه نۀ وي. قبائیلي عوام د کربلا د مظلومانو نه زیات ځپلي دي. هلته خو یو وخت ناکه بندي وه، دلته اووۀ کاله نه مسلسل کرفیو ده. دغسې دوېم لوے جنګ کښې هم دومره ظلم نۀ ؤ شوے، څومره چې پۀ دیارلس کالو کښې فاټا کښې شوے دے )او لا کېږي(.

    زۀ د رېفرنډم خبره کولو واله ته دا وایم چې دې ملک خو نورې ډېرې مسئلې هم داسې وې چې پۀ هغې رېفرنډم پکار ؤ، لکه د ملټري کورټ فېصله ـــ پۀ هغې دوي ولې د رېفرنډم غوښتنه نۀ وه کړې؟ د فاټا د مسئلې یکي یو حل پۀ خېبر پښتونخوا کښې انضمام دے.

    سنېټر محمد علي سېف

    زمونږ دې سره اختلاف نشته چې د فاټا انضمام دې خېبر پښتونخوا سره وشي، خو دغه کار دې د ائین مطابق وشي او د دې مسئلې حل دې وقتي سیاسي نۀ وي، بلکې مستقل دې وي.

    سليم صافي

    قبائیلي عوام د روهنګیا مسلمانانو نه زیات ځپلي دي. هلته خو مقامي صحافیان تلے شي، دلته خو پۀ مقامي او غېر مقامي دواړه قسمه صحافیانو د تګ بندېز دے. ما خپله د تګ خواست کړے ؤ نو څومره موده پس راته ووئیل شو چې د پوځ هیلي کاپټر کښې به ځي د پوځیانو معیت کښې ـــ بدترین صورتحال دا دے چې کله باړه کښې تاجرانو پرېس کنفرانس وکړو نو پرېس کلب ته تاله ولګولې شوه او صحافیان پېښور ته وشړلے شول.

    روهنګیا کښې پینځۀ(5)  لکهه دلته دېرش (30) لکهه خلق مهاجر او در پۀ در شول. روهنګیا کښې اووۀ اپرېشنونه وشول او دلته پنځوس پوځي اپرېشنونه شوي دي. روهنګیا هم بنګله دېش او هندوستان نۀ پرېږدي، قبائیل هم سندهـ او پنجاب نۀ پرېږدي ـــ خو د روهنګیا د پاره غږ کوونکي شته، د قبائیلو د پاره خو څوک اواز هم نۀ پورته کوي.

    پاتې د فاټا اولس نه د رایه اخستلو خبره ده نو د یو جرمن ریسرچ سِل سروے لۀ مخه مومند ایجنسۍ کښې ټولو نه کم اویا فیصده او د باقي ایجنسیو لس کم سل فیصده اولس د فاټا خېبر پښتونخوا سره د انضمام حق کښې دے.

    د فاټا پارلېماني جرګې نولس (19) غړو خپله هم د پښتونخوا سره د انضمام د پاره دستخطونه کړي دي، کوم څوک چې د قبائیلي علاقو سټېټس کو پۀ ځاے ساتل غواړي، هغه د پوځ مرستیال دي، پوځ فاټا د خپل اثر لاندې ساتل غواړي.

    ميرحاصل بزنجو:

    قبائیلي نظام کله د جناح او کله پۀ بله نامه قبائیل باندې مسلط/ حمایت کوونکي د دوي استحصال ساتل غواړي. قبائیلي نظام د دنیا فرسوده ترین او بېکاره نظام دے او دا څوک چې د قبائیلي رواج خبره کوي، دوي هم پۀ غلطه دي. بلوچستان کښې هم ډېره بګټي، کوهلو وغېره قبائیل چې بلوچستان کښې ضم شول نو د هغوي پۀ رسم رواج هم هېڅ اثر نۀ دے پرېوتے. قبائیل خپل رسم رواج نه چا منع کړي؟ مېلمستیا، د زنانه عزت او نورو رسمونو رواجونو باندې د انضمام سره هېڅ اثر نۀ پرېوځي.

    سنېټر جهانزېب جمالديني:

    قبائیلي عوام دې زر تر زره پۀ خېبر پښتونخوا کښې ضم شي. قبائیلو اویا کاله د دې ملک د پاره وینې بهیولې دي. زمونږ د ملک د واکمنو خو دا دستور دے چې مسئله پۀ سر راشي نو بیا دوي د حل لارې چارې لټوي. بلوچستان کښې هم چې انسرجنسي شروع شوه نو دوي ته خیال راغلو. مونږ مخکښې چغې وهلې خو چا نۀ منله.

    ولي خان او غوث بخش بزنجو به دغه چغې د افغانستان د شخړې پۀ وخت هم وهلې چې دا د پردو جنګ دے، خو دوي افغانستان تباه کړو. پۀ صوبائي خودمختارۍ غوښتلو هم مونږ غداران او اېجنټان وو خو اتلسم ترمیم زمونږ دغه غوښتنه تر ډېره حده پۀ ځاے کړه ـــ البته دې کښې نور هم ترمیم پکار دے. باید قومي اسمبلۍ کښې دې هم د سېنټ غوندې ټول نشستونه د صوبو تر منځه یو شان کړے شي.

    د افغانستان د پاره د تزویراتي ژورتیا خبره هم غلطه ده. کۀ سبا افغانستان هم دا پالیسي جوړه کړي چې ما ته پاکستان کښې ستراتيژک ډېپټ پکار دے نو بیا به دوي څۀ کوي؟

    حامدالحق حقاني:

    مونږ صوبه پښتونخوا کښې د فاټا د ضم کېدو من و عن د اعلامیې تائید کوو. د دهشتګردۍ او بدامنۍ ختمولو د پاره ضروري ده چې فاټا دې صوبه کښې ضم کړې شي.

    محمود خان اڅکزے:

    قبائیلي ایجنسیانې مختلفو وختونو کښې جوړې کړې شوې دي او د ازادۍ اېکټ کښې فاټا شامله نۀ وه او نۀ اېف سي اٰر د فاټا د پاره ؤ ــ اېف سي اٰر د صوبه سرحد او برټش بلوچستان او پنجاب د پاره ؤ. اېف سي اٰر د پاکستان حکومت فاټا کښې د پاکستان جوړېدو نه پس لګولے دے. 31 جولائي 1947ز کښې جناح صاحب هم وئیلي وو چې قبائیلو سره به د انګرېز معاهدې برقراره ساتلې شي او لارډ وېول قبائیل ته وئیلي وو چې تاسو ازاد او خود مختاره یئ.

    پۀ دې سوچ پکار دے چې قبائیلو ته مولانا فضل الرحمان او اسفندیار خان نۀ شي تلے خو ازبک، چیچن نه تر ایغوره پورې ترې د بدمعاشانو اډه جوړه کړې شوې ده. د بد امنۍ پۀ بهانه هره پېره هلته دراندازي کېږي. کۀ پۀ وزیرو کښې دوه فیصده باغیان دي نو ټول وزیر قبیلې ته ولې سزا ورکړې کېږي. ټوله قبیله ئې خپلې سیمې نه وشړله. نارتهـ وزیرستان کښې اووۀ زره دوکانونه بلډوز شول ـــ ولې دا مارکیټ هم دهشتګرد ؤ څۀ؟ سوات کښې هم چاوڼۍ جوړلو د پاره پنځلس لکهه خلق در پۀ در کړے شول. کۀ تاسو چاوڼۍ جوړوله نو خلق به مو نۀ در پۀ در کول. فضل الرحمان او اسفندیار خان ته به مو روغه جوړه باندې وېنا کړې وه.

    فاټا د پاره بېل یا ټاکلے ګورنر پکار دے، د الېکشن پۀ ذریعه بېل پارلېمان ورله پکار دے.

    سنېټر فرحت الله بابر:

    د ائین ارټیکل 1 فاټا د پاکستان برخه ګرځولې ده. محمود خان اڅکزے صاحب د انډیا اېکټ 1946ز حواله ورکوي خو د دې ارټیکل حواله نۀ ورکوي.

    فاټا پاکستان کښې ګډون کړے، سېنټ او مرکزي اسمبلۍ کښې نشستونه لري خو دنیا کښې صرف دوه هېوادونه اسرائیل او پاکستان دي چې دلته د قانون لاندې د کورونو د بلډوز کولو اجازت شته دے. د فاټا د خلقو متعلق دا خبره چې د دوي خپل رواجونه دي، دوي به د پاکستان قانون ونۀ مني، غلطه ده ـــ ځکه چې هغوي خو د مډل ایسټ قانون هم مني او د پاکستان 750 نه سېوا قانونو کښې 141 قانونه صدر مملکت د قلم پۀ کش فاټا کښې لاګو کړي دي. تر دې چې د فاټا اولس خو د ملټري کورټ قانون خلاف هم چرې لاریون نۀ دے کړے.

    دا یوه بهانه ده د فاټا د عوامو د حقوقو غصب کولو د پاره.

    د "ون مېن ون ووټ" قانون سازۍ پۀ وخت هم دا وئیلے شوي وو چې دلته ټوپکونه دي خلقو سره، لویه خون خرابه به وشي. د پولټیکل اٰرډر اېکټ لاګو کولو پۀ وخت هم وئیلے شوي وو چې سیاسي ګوندونو اجازت سره به فاټا کښې لویه خون خرابي وشي.

    اسلام اباد پۀ هېڅ صورت فاټا لۀ لاسه ویستل نۀ غواړي. پۀ جنګ کښې فاټا د ډرون پۀ ذریعه د ورجینیا امریکا او د امن حالت کښې د اسلام اباد نه کنټرول کېږي. څوک چې فاټا د اسلام اباد هائیکورټ سره تړل غواړي، دا هم دغه د اسلام اباد تسلط پۀ فاټا پاتې کول غواړي.

    پاکستان دې افغانستان پالیسي بدله کړي. تر څو چې دوي افغانستان پینځمه صوبه ګڼي، هغه وخت پورې به فاټا کښې هم امن نۀ راځي.

    دغسې د فاټا د پاره د دوویشتو ګرېډو د چیف اٰپرېټنګ افسر خبره هم ترهناکه ده. زۀ وینم چې راتلونکي وخت کښې به پۀ دې سیټ باندې حاضر سروس پوځي جرنېل مستقل ناست وي او د جي اېچ کیو نه به فاټا کنټرول کېږي، چې دا به زیاته بدترینه خبره وي او دې نه پس به مونږ تاسو فاټا ته کله هم نۀ شو تللے. وخت راغے چې مونږ د شف شف پۀ ځاے پوره شفتالو ووایو.

    مولانا فضل الرحمان:

    د فاټا سټېټس کو د 1890ز نه پس ټاکلې شوې او جناح صاحب هم پاکستان نه پس دغه سټېټس کو پۀ ځاے ساتلې. فاټا کښې مداخلت نۀ دے پکار، دا چیف اپرېټنګ افیسر هم فاټا کښې مداخلت دے.

    څومره پورې چې د فاټا د پسماندګۍ خبره ده نو هغه خان عبدالولي خان مرحوم به وئیل چې مونږ پسمانده نه پس افتاده یو، شا ته پاتې شوي نۀ یو، شا ته پاتې کړے شوي یو. یو فاټا د پاکستان حکومت د قصده پسمانده ساتلې او اوس ئې د دغه پسماندګۍ پۀ جواز باندې صوبه کښې ضم کول غواړي. بلوچستان خو بندوبستي علاقه ده، هلته ولې فاټا نه زیاته پسماندګي ده؟ 2012ز کښې هم صوبائي اسمبلۍ )د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت( قرارداد پاس کړے ؤ چې فاټا دې صوبه کښې شامله کړې شي، اٰیا صوبې ته دا اختیار حاصل دے چې د ملک د کومې برخې د سټېټس کو د تبدیلۍ پۀ حقله دا فېصله وکړي؟ مونږ جرګه وغوښته، جرګې ووې چې اصلاحات، بېله صوبه او انضمام هېڅ یو نۀ مسترد کوو خو خلق در پۀ در دي، وړوبے دې دوي پۀ ځاے کړے شي او بیا دې رېفرنډم وشي.

    دلته خو د زمکې رېکارډ نشته نو څنګه به انضمام کېږي؟

    اېف سي اٰر کۀ د کالونیل ازم یادګار دے نو "تعزیراتِ پاکستان" هم هغه د "تعزیراتِ هند" دوېمه نامه ده، او سول بېوروکرېسي هم د انګرېزانو یادګار دے ـــ د یو اېف سي اٰر مخالفت کوونکي هلته د انګرېزانو زرګونه قانونه نافذ کول غواړي. زۀ د انضمام مخالف یا حمایت نۀ کوم خو کۀ تاسو سټېټس کو بدلوئ نو عوامو نه تپوس وکړئ.

    یو بل اهم سوال دا دے چې کۀ فاټا بندوبستي علاقو کښې شامله شي نو د ډېورنډ لائن به څۀ کېږي؟ پۀ کنټرول لائن خو به مونږ د هندوستان خلاف د اللهُ اَکْبَر چغې جنګ کښې ووهو خو کۀ د صوبې بارډر ډېورنډ لائن شو نو هلته به افغانستان سره پۀ جنګ کښې کومه چغه وهو؟

    پروفېسر ابراهيم خان:

    د فاټا د انضمام خبره یواځې د فاټا د څو اېم اېن اېګانو او د بهر د خلقو غوښتنه نۀ ده، دا د فاټا د عوامو مطالبه ده. بد امني د فاټا انضمام پۀ لاره کښې هېڅ خنډ نۀ دے. مونږ د نن د اعلامیې مرسته کوو او پۀ دې دستخط کوو.

    فاټا سره ظلم کېږي. پاتې د اسمبلۍ خبره ده نو د پاکستان اسمبلۍ خو د 1946ز د انتخاب لۀ مخه دوه ځله 1954ز پورې چلېدلې او هغه وخت صرف پۀ دې بحث شوے چې د اراکینو مراعات کم دي. هندوستان 1949ز کښې یو دستور جوړ کړے چې تر اوسه چلېږي. نن دې ټول سیاسي ګوندونه پۀ دې یوه خبره اتفاق وکړي چې طالع پوځي جرنېل به پۀ هېڅ صورت نۀ پرېږدو نو دا به ښه وي.

    زمونږ غوښتنه ده چې فاټا ته دې د 2018ز الېکشن نه وړاندې صوبائي اسمبلۍ کښې نمائندګي ورکړې شي. دې نه وړاندې هم ون یونټ کښې د فاټا نمائندګي د مغربي پاکستان اسمبلۍ کښې پاتې شوې ده.

    ملي مشر اسفنديار ولي خان:

    د پښتنو روایت دے چې کوربه مېلمه ته ځواب نۀ ورکوي خو چونکې دلته تاریخ ومښلے شو نو هڅه کوم چې درستګي ئې وکړم. نو زۀ جواب نۀ کوم، د تاریخ درستګي کوم.

    مولانا صاحب د ډېورنډ د تقدس خبره وکړه نو اٰیا د ارټیکل 1 لاندې فاټا د دې ملک برخه ده او کۀ نه؟ او کۀ ده نو بیا زۀ څنګه ډېورنډ کرښه د پښو لاندې راولم؟ د دې کرښې تقدس خو ضیاء الحق د روس خلاق جنګ کښې د پښو لاندې کړے ؤ خو هغه وخت هم یواځې مونږ وو چې د هغۀ پۀ ضد ولاړ وو ـــ کله چې هم دوي ته ضرورت پېښ شوے نو قبائیلو ته ئې ډېر القابونه پۀ خبرو کښې ورکړي او خپل کار ئې پرې ترسره کړے خو چې د دوي د حقونو خبره راشي نو بیا خبره بل شان شي!!!!

    سلیم صافي چې پۀ فاټا د شوو ظلمونو د پاره کومې خبرې وکړې، ما وئیل چې دے به دا شعر ووائي چې:

    گلستاں کو لہو کی ضرورت پڑی، سب سے پہلے ہی گردن ہماری کٹی

    پھر بھی کہتے ہیں مجھ سے یہ اہلِ چمن، یہ چمن ہے ہمارا تمہارا نہیں

    محمود خان او مولانا صاحب پۀ کمېټۍ اعتراض کوي چې مرکزي حکومت دا ولې جوړه کړه، نو دوي خپله خو د مرکزي حکومت برخمن دي او اعتراض د مرکزي حکومت پۀ کمېټۍ کوي!!! دوي پۀ یو وخت د حکومت او حزب اختلاف دواړو نه برابر مزې اخلي، خو داسې نۀ شي کېدے ـــ اوس دې یا دوي د حکومت وکالت کوي او یا دې اپوزیشن سره شي.

    ما ته خو تر اوسه د محمود خان دا نعره یاده ده چې

    چترال نه تر بولانه

    زما لوے پښتونستانه

    خو نن چې د چترال نه تر بولانه د یو کېدو خبره راغله نو وائي چې زمونږ غوښتنه د برټش بلوچستان ده، نو دې منځ کښې فرق تاسو پۀ خپله راوباسئ چې څۀ فرق دے؟

    محمود خان وائي چې مونږ باندې د فاټا نه بریدونه شوي دي، نو اٰیا د دې بریدونو پۀ وجه مونږ فاټا دغسې بې لاسو بې پښو پرېږدو؟ څو پورې چې  ملکي قوانین فاټا کښې نۀ وي لاګو شوي نو د دې ترهګرۍ او بد امنۍ حل هم ممکن نۀ دے.

    مونږ خو د پۀ خوا نه چغې وهو چې دا جهاد نۀ دے فساد دے، فساد دے او دوي ته اوس "اپرېشن رد الفساد" رایاد شو.

    خو انفرادي دهشتګردي پۀ اپرېشن نۀ ختمېږي ـــ داسې یوه سیاسي مسئله هم نشته چې پۀ خبرو اترو ئې حل نۀ راوځي.

    څو پورې چې د لېنډ رېکارډ خبره ده نو د دیر او سوات هم چې پۀ صوبه کښې انضمام وشو نو هلته هم دغه مسئله وه، دلته به هم حل شي. د فاټا خلق خو نن هم پۀ بندوبستي سیمه کښې پراتۀ دي، د مومند قبیلې 45 فیصده ووټ زما او 85 فیصده ووټ د شېرپاو خان حلقه کښې دے.

    دې سيمه کښې نوي اتحادونه جوړېږي. دنیا د یو قطبیت نه ګڼ قطبي کېږي. خو زمونږ بدقسمتي دا ده چې زمونږ پۀ څلورو کښې د درې ګاونډیان سره د انتهائي حده پورې تعلقات خراب دي، بلکې جنګ ته نزدې صورتحال دے.

    مونږ وایو چې انګرېزي استعمار دلته قبضه کړې وه خو اوس د پاکستان حکومت ته څۀ ضرورت دے چې پۀ دغه سیمه کښې ئې اېف سي اٰر برقرار ساتلے دے؟ او زۀ خو پۀ ډاګه د دوي پۀ نیتونو خپل شک ظاهروم ـــ یو خوا دوي وائي چې پینځۀ کلونو کښې به قبائیل پۀ انتظامي طور خېبر پښتونخوا کښې شاملوو خو بیا وائي چې ټول به لس کلونه اخلي؟ نو زۀ کومه ومنم؟

    اسرائیل نه پس صرف فاټا کښې دا قانون شته چې د ځائي خلقو کورونه او روزګارونه د یو تور قانون پۀ ډاډ وران کړے شي او پۀ انفرادي جرم اجتماعي سزا ورکولې کېږي.

    اوس کۀ مونږ پۀ اخوا دېخوا خبرو کښې پرېوځو نو اېف سي اٰر به کله هم ختم نۀ شي. نواز شریف اعلان کړے ؤ چې فاټا به خېبر پښتونخوا کښې ضم کوو خو شپه پۀ شپه ئې پۀ یو ټیلي فون اعلامیه کښې د اسلام اباد هائیکورټ ته اختیار ورکړو؟

    ظلم دا دے چې کۀ پۀ یو چا څۀ الزام ولګي، کور ئې وران شي، قېد کړے شي نو هغه د دې ملک یو عدالت ته هم د خپل فریاد رسولو حق نۀ لري!!!

    زمونږ پۀ سینه دوه کرښې دي ـــ یوه کرښه فاټا سره او یوه کرښه د جنوبي او شمالي پښتونخوا تر منځه ـــ دې تقسیم شوي حالت کښې مونږ هېڅ غږ او زور نۀ لرو ـــ کۀ مونږ چې یو ځاے شو نو د خپلو حقونو د پاره به د یو مؤثر طاقت حېثیت خپل کړے شو.

  • جنګ: د ادم نه تر دی دمه – شمس بونېرے

    جنګ د درې ټکو نه جوړ دے، ولې د دې ټکو پۀ خېټه کښې يو بې پاياوه سمندر وجود لري چې لا تر اوسه ئې پاياو معلوم نۀ دے. د مذهب د لارې نه وړومبے تکرار او جنګ د ملائېکو ؤ چې يه خدايه! د زمکې پۀ سر ولې انسان پېدا کوې؟ زمونږ خدمت او عبادت کښې څۀ کمے دے؟ نو خداے ملائېکو ته ووې، د ادم او د هغۀ د اولاد نه دنيا کښې کار اخلم. ملائېکې چپ شوې او چې ادم عليه السلام جوړ شو او ملائېکو ته حکم وشو چې سجده وکړئ نو د شېطان د جنګ اعلان د سجدې نه انکار ؤ او چې انسان د ادم د اولاد پۀ شکل خور شو نو وړومبے جنګ د هابيل او قابيل نه د دې اغاز او اعلان وشو.

    پۀ ابتدا کښي انسان يا انسانان ډېر بې وسه، مجبوره او د فطرت پۀ رحم کرم پراتۀ وو. نو د وختونو او حالاتو تقاضه وه چې دغه انسان يا انسانان د ځان د دفاع او د زمکې نه د خوراک راوباسلو د پاره د فطرت سره جنګ وکړي او دغه پۀ دنيا کښې د فطرت خلاف د جنګ اعلان نامه وه. تيرې د وېرې نمونه او ابتدائي اوزار د ښکار او زمکې نه د خوراک پېدا کولو فکر هم د فطرت سره د ذهني جنګ مېدان ته شو.

    بارانونه، واورې او ږلۍ ورېدې او انسان لکه د ځناور پۀ غار کښې پروت ؤ. نۀ اور ؤ چې ځان ئې تود کړے وے او نۀ رڼا وه چې درک او پته د لار او د تلو ولګوي. دا ټول شيان د لارې خنډ وو او د دې پۀ ضد جنګ ضروري او لازمي ؤ.

    نو جنګ پۀ مزه مزه روان شو ځکه چې تر څو به ئې اسمانونو ته کتل پۀ سوالونو او عبادتونو بۀ ئې د ځان دفاع کوله، د وخت او ژوند دواړو ضرورت ؤ چې د تيرو پۀ ضد رڼا پېدا کړي، د وجود د پاره د پټولو او تودولو د پاره څۀ د اونې پټ څرمن پېدا کړي، د پېداوار او ښکار اوزار پېدا کړي.

    د فطري جنګ سره سره پۀ انسانانو کښي خانداني، قبيلوي او قبائېلي جنګونه شروع شول. دې جنګونو سرداران، بادشاهان او راهبان جادوګر پېدا کولو سره د ملکيت د سوچ بڅري هم مېدان ته وغورځولو او تابعدارۍ سره سره ئې د غلامۍ پۀ درشل قدم کېښودو. د وخت د تېرېدو سره دا قبيح عملونه نور هم خوارۀ شول او انسانان غلامان شول. بد تره او بې شرمه ژوندون شروع شو، ولې جنګ هم ورسره پۀ نوي شکل کښې وده کوله.

    د وختونو پۀ تسلسل کښې غلامانو د خپلې ازادۍ جنګونه شروع کړل. تاريخ د دې جنګونو مزاحمتونو نه ډک دے. د ډېر اوږد جنګ نه پس غلامان ازاد او غلامي ختمه شوه خو د وخت، حالاتو او د ملکيت دغې نظام غلامان پۀ نوي شکل او نوي نوم پۀ زمکو پورې وتړل او د غلام پۀ ځاے د کِسان او د مالک ځاے جاګيردار نوم پېدا شو او دغه نظام د غلامۍ نه جاګير دارۍ ته بدل شو. ولې د ظلم، ستم، جبر او زور دستور پۀ زړه طريقه روان ؤ. د هر عمل ردعمل يوفطري اصول وي، د جاګير دارۍ پۀ ضد جنګ او مبارزه لازم ملزوم عمل ؤ.

    يو خوا د جاګيردارۍ پۀ ضد جنګونه روان وو، ولې بل طرف ته د بنيادي ضرورتونو د پاره وړې وړې کارخانې او مارکيټ هم منځ ته راغے. د انساني ضرورت تقاضې وې چې کارخانې وده وکړي او خام مال پۀ کار رواستے شي نو دغې کارخانو ته د مزدور ضرورت ؤ چې د زمکې پۀ ځاے د بدني او مهارتي محنت دلته وکړي نو ځکه د جاګيردارۍ پۀ جنګ کښې پۀ څۀ نه څۀ شکل کښي د دوي مرسته او ګډون ؤ. دغې اوږدو جنګونو بادشاهت او جاګيردارۍ دواړه ختم او کمزوري کړل او سرمايه دارانه نظام پۀ وجود کښي راغے. کِسان اوس مزدور شو سرمايه پۀ انسان مارکيټ او دنيا سکه شوه. د سکې چلند او استعمال قرضونو، بېنکونو، تجارت او کارخانو ته زور ورکړو.

    د اسمانونو د قانون پۀ ځاے پۀ زمکه بدتر قوانين جوړ شول. د سرمايه دار او مزدور پۀ منځ کښې يوه نوې طبقه د منځنۍ طبقې پۀ نوم هم پېدا شوه خو دغې طبقې لا تراوسه هم فعال رول نۀ دے ادا کړے. سرمايه دارۍ کښې د دياړۍ پۀ ځاے د تنخوا نوم منځ ته راغے، ولې پۀ ژوند کښې مثبت بدلون رانغلو نو د سرمايې پۀ ضد د جنګ وړومبے اغاز د هړتال پۀ نامه وشو. د دې هړتالونو د مزاحمت د پاره رياست، پوځ، پولس، قانون، عدالت او جېلونه جوړ کړل. د سرمايه دار کار او مدافعت به دغه ادارو کولو. دغې ادارو به د ماتحت او خدمتي فرد پۀ شان د دوي خدمت کولو. د دغې ادارو او رياست ښکار هم دغه پېداواري مزدور ؤ. دغې هړتالونو د بغاوتونو شکل اختيار کړو. ددې ظالم رياست او سرمايه دارۍ پۀ ضد مزدور د پاره يوه نوې نظريه د سوشلزم پۀ نوم مېدان ته راغله او دغه نظريه رو رو د دانشورانو پۀ واسطه کتابونو او مبحثونو نه د جنګ مېدان کښي ښکاره شوه.

    وړومبے جنګ عظيم چې مختلفو ملکونو د خپلې بالادستۍ، قبضې او عالمي مارکيټ اخستلو د پاره کولو نو پۀ دغه جنګ کښې د شوروي اتحاد پۀ نوم يو نوے ملک وجود ته راغے. دا نظريه هغه ملکونو قبوله او تائيد کړه چې د غاصب، سرمايه دار، ذهني، عملي او ملکي طور د پنجو د لاندې ؤ. ددې نظر او نظريې لۀ کبله پۀ دنيا کښې د قامي ازادۍ او انساني حقونو د لاس ته راوستلو د پاره نوو جنګونو ځان ښکاره کړو. دا جنګونه پۀ ځنې ملکونو کښې سياسي وو او ځنو ملکونو کښي وسله وال وو، خو د دواړو هدف قامي او سياسي ازادي وه. د دنيا تاريخ د دې جنګونو نه ډک دے او د دې جنګونو او مبارزو پۀ تسلسل کښې دوېم عالمي جنګ شروع شو. دغه دوېم جنګ د سوشلزم نظريه نوره تقويه او خوره کړه. قابض او زورګيرو هېوادونو ماتې وخوړۀ او نوې دنيا پۀ دوه بلاکه کښې جوړه او ښکاره شوه چې يو قوت او بلاک ئې شوروي حکومت او بله امريکا وه.

    سوشلسټ قوت د خپل فکر او نظر ټول مخالف اولس دښمنه وګرځول او پۀ بربنډه توګه ئې د خپلې پارټۍ ډکټېټرشپ اعلان او روان کړ او عالمي دنيا کښې ئې د خپل فکر او نظر خاوندانو ته مالي کومک، لټرېچر او چرته چې ضرورت ؤ، خفيه اسلحه ورکړه او دغه شان بل قوت امريکې پۀ عالمي معيشت او مارکيټ قبضه وکړه او ښۀ پۀ رنګينه او خوږه نعره د جمهوريت پۀ نامه ئې ملکونه پۀ معاشي مزو پۀ هنر کلک وتړل. د ځان پۀ ملګرتيا او د شوروي اتحاد پۀ ضد ئې د نورو ملکونو سره د سيټو سينټو او نورې حفيه معاهدې وکړې. پۀ سمندرونو او د ملکونو پۀ زمکه ئې هوائي او بحري اډې جوړې کړې او د سوشلزم د ورکولو او شوروي اتحاد د ناکامولو د پاره ئې د خپل اثر د لاندې ملکونو ته هدايات وکړل چې د شوروي اتحاد سره سياسي، اقتصادي او پوځي لوظ نامې مۀ کوئ او چرته چې ستاسو ملکونو کښې د سوشلزم د سياسي نظر ګوند يا ملک وي، پۀ دوي نظر ساتئ او د دوي پۀ شا کولو د پاره رياست او حکومتي ادارې استعمالوئ. دا د حفيه جنګ پۀ نوم چلېدلې او ډېر زيانونه ئې کړي دي. دغسې ئې پۀ نړۍ کښې جنګ نه بغېر پۀ سفارتي جنګ خپل اهداف لاسونو ته راوړي دي.

    وخت پۀ ځاے نۀ ودرېږي، نوي حالات نوي شيان او نوي ضرورتونه پېدا کوي. د زړو وختونو د پاتې کېدو او د نوو حالاتو پېدا کېدو هم نوي جنګونه روان دي. د دې ښکاره مثال د شوروي اتحاد پۀ شا بوتلل او دنيا نن پۀ یوه پښه امريکه ولاړه ده.

    د دنيا پۀ سياست، معشيت او تجارت کښې فرق راځي نو د خپل ځان ساتلو د پاره هم نوي عمليات پۀ منظمه او حفيه شکلونو کښې هم روان دي. د شوروي اتحاد پۀ شا بوتلو کښې دوه نوي جنګونو مېدان ته شول او دې نوو جنګونو نۀ يواځې خپل اثرات څرګند کړل بلکې روان دي خپل اهداف سر ته رسوي. يو پراکسي جنګ او بل سوړ جنګ دے ـــ دا جنګونه پراکسي جنګ (Proxy War) او بل د سوړ اعصابي جنګ (Cold War) پۀ شکل کښې وو او د امريکې د حکمت عملۍ لۀ سببه ئې هغوي ته ډېره وده او فائده وکړه.

    ددې ښکاره او لوے مثال د افغانستان پۀ جنګ کښې د شوروي اتحاد شرکت او مداخلت ؤ او دغه مداخلت کښې امريکې د شوروي اتحاد نه د کيوبا او ېتنام بدل واخستو. دا پراکسي جنګ د لېبيا او عراق زاړۀ زاړۀ دوستان د حکومتونو نه بې دخله او مړۀ کړل، د برلن دېوال مات شو، خپلو اتۀ رياستونو ترې لمنې جدا کړې او د اېشياء لوے قوت هندوستان چې د شوروي اتحاد کلک دوست او ملګرے ؤ، ئې د لاسه ووتو. د دنيا لوے سوشلسټي ملک چين له امريکې جوړ خوږ د سرمايې چاکلېټ پۀ خولۀ کښې ورکړو نو ځکه اوس د شوروي اتحاد پۀ ضد لګيا دے.دخپلې سرمايې تحفظ کوي، د نظريې تحفظ ترې هېر دے.

    د پراکسي جنګ نه علاوه پۀ نړۍ کښې اعصابي جنګ هم روان دے. پۀ دې اعصابي جنګ کښې معاشي بندېز، تجارتي ترسيل پۀ شا کول، پرېشر او دباوونه غورځول، د عدم سکون فضا او ماحول ته وده ورکول، د ځان او مال خطر پېدا کول او مخالف ملکونو کښې اندروني ګډوډي جوړول او مسلکي، مذهبي قوتونو ته کومک او وسله ورکولو کښې برخه او حصه اخلي.

    دا اعصابي جنګ نن هم ښۀ پۀ زور او شور کښې روان دے. شوروي اتحاد او سوشلسټ بلاک ماتې وخوړۀ. امريکه پۀ نوي شکل او زور ښکاره او سوره شوه. زاړۀ دوستان ئې پرېښودل، د نوو يارانو دوستانو پۀ تکل شوه. د افغانستان نه ئې د شوروي اتحاد پوځ شړلے خو ولې د خپل پوځ سره افغانستان کښې کښېناسته او د پراکسي وار پۀ جنګ کښې ئې چې کوم ملک خوښ کړے او خپل کړے ؤ، د مذهب او جهاد پټکے ئې ورته پۀ سر کړے ؤ، اوس هغه ملک ئې پۀ اعصابي جنګ کښې ګېر کړے او د نوې پالېسۍ پۀ نوم د نزعې پۀ حالت کښې پروت دے. پخواني مذهبي جنګونه پۀ نړۍ خصوصاً د عربو او اېشياء پۀ خاوره خپل داستانونه او قيصې لري، ولې نوې دنيا کښې هم د مذهبي جنګ لوے ګزار نائن اېلېون د امريکې واقعه ده چې نړۍ ئې ځان ته متوجه کړه. د دغې مذهبي جنګونو پۀ ضد پالېسۍ جوړې شوې، ولې دا جنګونه ولاړ نۀ دي ـــ نن هم پۀ پاکستان کښې دننه د شلو پورې داسې خفيه او څرګند تنظيمونه شته چې د جهاد پۀ نوم پۀ ملک دننه بهر، افغانستان، شام، چين او کشمير کښې ښکاره جنګونه کوي. دا جنګونه ددې نوي دور پۀ مخ تور او ښکاره داغونه دي.

    د جنګونو پۀ دې تسلسل کښې يواځې توپه، ټوپک، جهاز او ټېنک نۀ دي استعمال شوي بلکې پۀ دې جنګونو کښې قلم او د قلم خاوندانو هم ډېر اوږد جنګ کړے دے. اوس هم چې د امن نعره شته، روانه ده او اواز ئې کېږي، دا نعره او دا جنګ هم د قلم د خاوندانو جنګ او نعره ده.

    د دنيا سرمايه دارو او قابض ملکونو ځان له د خپل طبيعت زور، جبر، جنګ او مفاداتو پۀ رڼا کښې جوړه کړې ده چې نن ئې د اقوام متحده پۀ شکل کښې راغونډه کړې او قبا ئې د ګلوبل وېلج (Global Village) پۀ شکل کښې جوړوي نو د دې فکر پۀ تناظر کښې پۀ زړو ملکونو او قامونو کښې هم نوے نظر او فکر پۀ نظر راځي چې وده کوي ـــ نو د نوې دنيا د نقشې فکر خورېږي او پۀ زوړ دور کښې چې قابض او جنګي ملکونو کوم قامونه د خپل زور او پالېسۍ پۀ سبب جوړ کړي وو، نن پۀ هغو کښې قامي، ملي، کلتوري او جغرافيائي حالاتو د نوي بدلون فکر او شعور پېدا او خور کړو، ځکه چې دوېم عالمي جنګ د برلن دېوال جوړ کړے، کوريا او يمن ئې پۀ دوه حصو کښې، پښتانۀ پۀ درې حصو کښې، کشمير نيم يو خوا نيم بل خوا پروت دے نو د دې قامونو او ملکونو خلق دغې تقسيم ته غېر فطري او پۀ سپک نظر ګوري. د دې وخت لبرل مترقي جهموري او قامي فکرونه وړو او عالمي جنګونو ته لاره پرانستل بد ګڼي نو ځکه نوې نعره امن، سکون، قامي وحدت د نوې دنيا نعره ده. اوس عدم مداخلت او قامي حقونه ورکول د دې وخت نوې اېجنډه ده.

    د ادم نه تر دې دمه د جنګ او جدل دغه مختصر روداد ستاسو پۀ وړاندې زما نظر دے. د سبا جنګونه به څۀ اوکوم شکل اختياروي، پوهان د اوس نه بندونه هم تړلے شي او نظرونه هم ورکولے شي، ځکه چې دا معقوله لۀ عامه او خاصه ده چې د نن کار سبا ته مۀ پرېږدئ!

  • د نظم توکنه ”سائيڪله وفاداره” – پښتون

    شاعر:  سید رسول رسا

    سائيڪله وفاداره

    سرمايه دارانه تهذيب چې د تېروتنې لۀ کبله ورته مغربي تهذيب وئېلے کېږي، ژوند ته د تګ راتګ پۀ حواله کوم دوه اسانتياوي ورکړي نو هغو کښې اورګاډے او جولاګاډے بې کچه د ارزښت وړ دي. د اور ګاډي (ټرېن) رومانيت پۀ دې سېوا پاتې شو چې يو خوا دا اجتماعي او بله د اوږدې فاصلې د پاره سورلي وه نو ځکه اورګاډي باقاعده شعروادب کښې لوے ځاے وموندو. پۀ اور ګاډي باندې کۀ اسرارالحق مجاز اردو کښې يو شاهکاره نظم "رات او رېل" ليکلے دے چې د اورګاډي د سفر سره تړلے رومانيت ئې رابرڅېره کړے دے نو پښتو کښې سېد رسول رسا هم د جولا ګاډي پۀ حواله د "سائېکله وفاداره" پۀ نامه يو غوره نظم ليکلے دے. ددې نظم نه پرته د سائنس نوميالي ليکوال عبدالرؤف نوشهروي هم پښتنو ماشومانو د پاره چې "زما قيصه" پۀ نوم کوم کتاب پۀ مختلف څيزونو د سائنس لۀ رویه ليکلے، هغې کښې هم د سائېکل قېصه شته دے.

    هر څو کۀ سائېکل پۀ ايجاداتو کښې نن پۀ ښکاره يو معمولي ايجاد ښکاري خو اصل کښې دا د خپل وخت ډېر مهم ايجاد ؤ او پۀ کومه طريقه چې لوګي او شور د ناولتيا کشاله جوړوي، کېدے شي راتلونکي وخت کښې د نړۍ پرمختلي هېوادونه د دې پۀ حقله قانون سازي وکړي، لکه څنګه چې سکېنډے نيوین هېوادونو کښې نن دا تر ټولو منلې سورلي ده، بلکې دغه هېوادونو څخه د هالېنډ يو کروړ اويا لکهه ابادۍ کښې يو کروړ يو کم اويا لکهه خلقو سره خپلې سائېکلې دي.

    د سائېکل ابتدائي نمونه داسې ده چې دا به يوه پښه پۀ زمکه راکښلو سره چلولے کېدو خو اتلس سوه يوکم څلوېښتم کښې پکښې يو سکاټس هنرمند کرکپېټرک مېکملن د چېن استعمال وکړو. اتلس سوه يو اويايم کښې يو بل هنرمند جېمز سټارلي هغه ډول سائېکل جوړ کړو چې يوه پايه ئې لويه او دنګه وه او د پاسه پرې ګدۍ وه او بله پايه ورسره مخکښې وړه لګېدلې وه چې هغې باندې مخه بدلولې کېده. پسې درې کاله پس بيا يو بل هنرمند اېچ جے لاسن د څلورو پايو سائېکل هم جوړ کړو خو اتلس سوه درې نوي کښې د سائېکل اوسنے عام ټائر ټيوب والا صورت د جونئير سټارلي او جان ډنلپ هنرمندي ده.

    سېد رسول رسا هم د نورو ډېر پياړو ليکوالانو غوندې د انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمتګارتحريک د سياسي ادبي غورځنګ پېداوښت ؤ. خدائي خدمتګار د "پښتون" کشر مدير عبدالخالق خليق د هغۀ شعري ټولګې "د بېديا ګلونه" کښې ليکي چې د انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزو تاريخي مشاعره کښې پۀ وړومبني ځل اولس سره پېژندلے شوے کومه کښې چې مشهوره طرحي مصرعه "جنګ د ازادۍ له پښتانۀ زلمي وتلي دي" ورکړې شوې وه، دغه مشاعره نولس سوه اتۀ ويشتم کښې شوې وه. هغه وخت رسا يو اتلس کلن زلمے ؤ.

    نظم "سائېکله وفاداره" هم د هغۀ د ځنې نورو نظمونو لکه "پۍ مخي زیړ ګلونه"، "یو سپين ږيرے او معصوم"، "باز او کارغۀ"، "کلرک"، "ښکلې فقيره"، "د ژوند خوب"، "دنيا نه چرته لرې"، "رکشه"، "ډمې ته"، "دنيا يو سنېما ده"، "د خوشحال خان خټک پۀ مزار" او "اوښ، زمرے، باتور" غوندې د ذکر وړ نظم دے.

    دې نظم کښې د سائېکل پۀ حقله هغه د طالب علمۍ د دورې ياد تازه شوے. بيا پکښې د تشبيهاتو پۀ زور ايتلاف خيال نه مرسته اخستې شوې ده. دې نظم کښې چې د سائېکل پۀ حواله ليکوال د کومو ستونځو ذکر کوي هغه ټول د يو زوړ سائېکل تصوير وړاندې کوي؛ لکه ټلۍ، لېمپ، پمپ، برېک نۀ لرل، پېچونه بېکاره کېدل، د شلانټې غوندې پرېوتل، پنچر کېدل، چېن پرېوتل ـــ دا هر څۀ د يو زوړ سائېکل تصوير دے او دې تصوير پېش کولو سره شاعر ته د خپل عمر تېرېدو احساس هم کېږي چې هغۀ هم عمر خوړلے او هغه هلکوانه او د هلکوانۍ محبوب چې يوه پېره ئې پۀ دې سائېکل سورلي کړې ده، دا هر څۀ اوس لکه د يو ياد پۀ شان پاتې دي. دغه ځاے شاعر د ياد اٰورۍ لۀ مخه د ناسټلجيا ښکار شي او دغه پۀ سترګو ئې دغه سائېکل نور ښۀ لګي. د نظم ژبه بامحاوره ده او سوچه لفظونه لري. بنيادي توګه باندې نظم د "ادب د پاره د ادب" ښودنه کوي خو دې کښې دغه یو بند نظم ته پۀ معنوي حواله، سماجي او سياسي اړخ بدلوي.

    نۀ خورې څۀ نۀ تۀ څښې څۀ، تۀ کډۍ لکه ګاندهي کړې

    ښېګره د هندي کړې

    پۀ اصل قوم پرست ئې جولا ګاډے نۀ ئې ياره!

    سائېکله وفاداره!

    هر څو کۀ دا نظم د يو رومانيت او ناسټلجيا لۀ رويه ليکلے شوے ښکاري خو بيا هم د دغه زمانې د سياست عکس دې بند کښې روڼ ليدے شي، دا ځکه چې ليکوال کۀ هر څومره هم د خپلې زمانې او چاپېريال نه ځان رانغاړي خو څۀ اغېزه ئې  پۀ څۀ نه څۀ حواله خامخا اخلي. د دې اغېزې کۀ نورې وجې هم کېدې شي خو يوه وجه ئې د شاعرۍ پۀ علمونو صنائع، بدائع او علم البيان باندې اډاڼه هم ده، لکه دې بند کښې د څرخې، کډۍ، جولا، پايه او د ګاندهي جي د بدېشي بائيکاټ د مهم خپلو کښې ربط نه پس ئې د دې ربط تړاو سائېکل سره پۀ ډېره هنر مندۍ کړے دے. تلازمه خيال ته وګورئ! پخوا به سائېکل ته جولاګاډے وئېلے کېدو، ځکه چې دې کښې هم د څرخې غوندې پايه ده نو دې سره د شاعر ذهن کسب ګر او پښتون ته تلے نو ځکه ئې وئېلي چې تۀ اصل قوم پرست ئې يعني پښتون سماج کښې ئې د کسب ګر ټولنيز معنيت هم واضح کړے دے. نۀ يواځې دا بلکې د شاعر خپل نکته نظر هم د بديشي بائېکاټ لۀ مخه څرګند شوے.

    څښکل خوړل نۀ کول نه دلته اشاره د ګاندهي جي اوپواس او بهوک هړتال پله ده. ګاندهي جي به اکثر روژه (اوپواس) نيوله او دغه روژه به د خوراک څښاک نه واخله د خبرو تر بندېز پورې وه. بيا بهوک هړتال د هغۀ بله يوه حربه ده. هر کله چې به د هغۀ کومه خبره ونۀ منلې شوه نو هغۀ به بهوک هړتال وکړو. د ژوند وروستو ورځو کښې هم  چې کله سردار پټېل او د هغۀ ډلې د مملکت خداداد اسلامي جمهوريه پاکستان څو کروړه اثاثې ورکولو کښې لم  لېټ کولو نو هغۀ بهوک هړتال وکړو او هم دې نه پس اورپکو هندوانو هغه د پاکستان دوستۍ پۀ جرم د نتهورام ګوډسے پۀ لاس ووژلو. هغه د پاکستان د پاره ځان وژونکے وړومبنے "شهيدِ پاکستان" دے، ځکه د هغۀ پۀ مرګ مملکتِ خداداد بېرغ هم سرنګون کړے شوے ؤ او د هغۀ د مرګ نه پس بابائے قوم هم د چا اورپکي مذهبي د لاسه د وژنې پۀ اندېښنه د ګورنر جنرل دېوالونه اوچت کړي او حفاظتي انتظام ئې سخت کړے ؤ. د وېش پۀ وخت چې کله فسادونه کېدل، هم ګاندهي جي بهوک هړتال کړے ګوشه نشين شوے ؤ خو باچا خان ورپسې لاړو او د "بِهرلا هاوس" نه ئې بهر راوویستو چې وګرځه او خلق د فساد نه منع کړه.

    د ګاندهي جي پۀ حقله مسلم ليګ کښې شاملېدو نه وړاندې سېد رسول رسا ډېر ښۀ خيال لرلو لکه د نظم "کالج ته الوداعي پېغام" دا بند ئې وګورئ:

    تۀ زمونږ بې علمه قام کښې                اٰئـن سټائن نيــوټن پېدا کړه

    غـزالي سينا رازي پېدا کړه بل ټــــېګور د امـن پېدا کړه

    هم ګانــدهي لېــنن پېدا کړه

    زمونږ د توکنې لاندې د دې نظم دغه بند کښې ليکوال د ګاندهي جي کډۍ کول د هندي ښېګړه ګڼي او دې نه دا جوتېږي چې هغه د دې بديشي بائيکاټ پۀ معاشي ارزښت پوهه ؤ. بديشي بائيکاټ هندوستان کښې بې کچه مقبول ؤ ځکه پۀ دې حقله بې شمېره نظمونه پښتنو شاعرانو هم ليکلي دي.

    د سېد رسول رسا د دې نظم اغېزه کښې نور نظمونه هم شاعرانو ليکلي چې دې کښې د شېر محمد مومند نظم "زمونږه لارۍ" 1970ز د يادونې وړ دے. دا نظم هر څو کۀ د چربې مثال دے خو بيا هم خپل يو خوند رنګ لري.

    د نظم مجموعي تاثر داسې مخې ته راځي چې شاعرد خپلو لسو کالو زوړ سائېکل ستائي او دا زباد پرې کوي چې سائېکلې نورې هم شته خو ستا نېکمرغي چې د یو شاعر سائېکل ئې، نو ځکه خو به یاد پاتې شې. د سائېکل د سټرکچر پۀ استفادې سره دا هر وخت استعمال ته چمتو یاد کړے شوے، نۀ د ګېس او تېل اړتیا لري نۀ د ستړیا سرخوږے ـــ

    لۀ معنوي اړخه، څنګه چې وړاندې وئیلے شوي دي چې دا نظم کۀ هر څو د "ادب د پاره د ادب" زمره کښې راځي، د سائیکل بېلابېلې ځانګړتیاوې پۀ ګوته کولو کښې دا زمونږ ټولنیز ژوند سره هم د دغه ځانګړتیاو پۀ مجسم کولو تړلے شوے دے. د لسو کالو رفاقت کښې د سائېکل سره تړلي نیازبین یادونه او ځاے پۀ ځاے د دۀ نازونه زبادلو نه پس ورته د "پنشن" پېشکش د سرمایه دارانه نظام پۀ هغه استحصالي رویه طنز ښکاري چې د 'ارام او سهولت' پۀ نامه د ژوند نه ځواني او سپرلي وتروړي. هم 'ارام' ته د ژوند کمال وئیلو سره د شپږو نمبرو پۀ تصور اډاڼه د هغه جنت تصور هم پۀ غېر شعوري توګه د نظم کلائمکس کښې ځاے شوے، کوم جنت کښې چې د خَلیفة الله في الارض ټول صلاحیتونه او استطاعتونه عملاً مفلوج شي او فقط دوه اندامونه فعلاً ژوندي پاتې شي.

    د دې نظم څو منتخب بندونه:

    راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره!

             سائېکله وفاداره!

    تۀ ما ته زین ولاړ، غاړه بسته پۀ ډېر مدار ئې

    خدمت ته مې تیار ئې

    د یار نه وفادار ئې، ستړے مۀ شې خپله یاره! ــ سائېکله وفاداره!

    نۀ اس ئې نۀ ټټو ئې، نۀ موټر ئې نۀ جهاز ئې

    او نۀ پۀ هوا باز ئې

    یو څو ډنډې وجود دې وي روان پۀ لویه لاره ـــــ سائېکله وفاداره!

    نۀ خورې څۀ نۀ تۀ څښکې څۀ، تۀ کډۍ لکه ګاندهي کړې

    ښېګړه د هندي کړې

    پۀ اصل قوم پرست ئې جولاګاډے نۀ ئې یاره ـــ سائېکله وفاداره!

    ټلۍ شته نۀ دې لېمپ شته، نۀ دې پمپ شته نۀ برېکونه

    بې کاره دې پېچونه

    تۀ زوړ لکه د ځوان ځغلې پۀ دو دو پۀ هواره ــــــ سائېکله وفاداره!

    چې وران نۀ شې یو ځل او پۀ سړک شې تۀ روان

    ملکونه کړې طوفان

    د باد پۀ شانې سم ځې تۀ پۀ لوړه پۀ هواره ـــــــــــــ سائېکله وفاداره!

    د چا د سترګو تور د زړۀ دمه یو ماه جبین وي

    یو ښکلے نازَنین وي

    زما ملګرے تۀ ئې چې سور بوځې تر ښاره ــــــــــ سائېکله وفاداره!

    خفه چې شې د شلانټې پۀ شان پرېوځې پۀ سړک

    بیا نۀ وهې نور ړک

    چُورچُورپۀ زړۀ رنځورکړې سړے وژنې پاره پاره ـ سائېکله وفاداره!

    پۀ زړۀ دې کله راشي ډېرې ټوقې مسخرې کړې

    د یار پۀ شان نخرې کړې

    اوس چېن دې وي پرېوتے اوس پنچر پۀ نیمه لاره ــــ سائېکله وفاداره!

    ستا یاد شې؟ زۀ هلک وم او تۀ هم نوے چُور ځوان وې

    شاه زوره پهلوان وې

    زما لا زړۀ سالم ؤ داسې نۀ وم پاره پاره ـــــــــــــــــــ سائېکله وفاداره!

    پۀ سترګو مې خوږ  لګې پۀ تا سور یو ځلې یار ؤ

    یو ښکلے جفاکار ؤ

    ستا یاد شي هغه ښکلے چې به ئې زړۀ یوړو بې واره ــ سائېکله وفاداره!

    مزې کوه چې تۀ د برخو وېش کښې د شاعر شوې

    جهان و ته ظاهر شوې

    کۀ نۀ وي څوک ئې نوم اخلي؟ سائېکلونه دي بې شماره ـ سائېکله وفاداره!

    کمال حاصل پۀ ژوند کښې بس ارام دے، ارام وکړه

    بیا ما ته سلام وکړه

    پنشن به درته درکړم باقي عمر خوره تیاره ـــــــــــ سائېکله وفاداره!

    راځه چې نن دې وستایم د لسو کالو یاره!

    سائېکله وفاداره!