Category: پښتون

  • !!!کوم کوم غم وژاړو

    !!!کوم کوم غم وژاړو

    کوم کوم غم وژاړو!!!

    پښتون

    چې يو غم وي نو سړے ئې وکړي خو چې غم دې مېلمه شي نو څۀ به وکړې. مشران وائي چې داسې حالاتو کښې انسان اکثر لېونے کېږي. خو د پاکستان خلقو ته پته نۀ لګي چې دعا شوې ده او کۀ چا پرې کوډې کړې دي يا ئې ورله نظر بندي کړې ده چې د غم د پاسه پرې غم راځي خو څۀ کش کړپ ئې نۀ خېژي. کېدے شي څۀ د جادو اثر وي پرې او يا بيا دې حالاتو بې حسه کړي وي ګنې موجوده حالات خو د لېونتوب د حد نه هم اوړېدلي دي. کۀ د ګرانۍ اواز چرته پۀ کال يا مياشت کښې يو ځل وي نو سړے ئې وزغمي خو دلته خو عجيبه لوبه روانه ده چې سحر پاڅې او اخبار ګورې نو خبر به لګېدلے وي چې فلانکے شے ګران شو. يو سحر داسې نۀ وي چې پۀ يو اخبار کښې د ګرانۍ خبر نۀ وي. چې پۀ کومه ورځ بېخي خېر خېريت وي او څۀ هم نۀ وي نو دا خبر خو هډو چرته تلے نۀ دے چې روپۍ پۀ ښکته لاړه او ډالر پۀ بره لاړو. ماهرين وائي چې پۀ موجوده حکومت او موجوده ورځو کښې د روپۍ معيار څومره پرېوتے او ډالر بره تلے دے نو داسې چرته پۀ تاريخ کښې نۀ وو شوي. دغه شان کۀ د کور د استعمال د ګېس يعنې اېل پي جي خبره کوو نو بېخي برېک نۀ نيسي او ښۀ سم پۀ يو نېب مخ پۀ بره روان دے. سړے حېران شي چې د ګرمۍ دې موسم ته وګوره او د ګېس دې قيمتونو ته وګوره. تېر حکومتونو کښې به چرته يو ځل دوه د يخنۍ پۀ موسم کښې ګېس ګرانېدو خو اوس خو پۀ ګرمۍ کښې دا حال دے نو چې لا يخنۍ کښې به چرته رسي. هم دغه شان د بجلۍ پۀ نرخونو کښې هم زياتوالے د روزانه پۀ بنياد کېږي، پۀ تېر بل کښې چې د يونټ کوم قيمت وي هغه پۀ نوي کښې د هغې نه زيات وي. يو خوا دا حال دے نو بلخوا حکومت يا خو ړوند دے او يا خو ئې عقل کار پرېښے چې د ملک پۀ تاريخ کښې د بهر نه پۀ ګرانه بيعه چيني يعنې پۀ 109 روپۍ في کلو راغواړي. د شرم خبره ده چې يو ملک خپل ګنے پېدا کوي او خپل د چيني ملونه ئې وي او هلته يو حکومت دومره ګران چيني درامد کوي او بيا دا قيمتونه پۀ سبسډي سموي او زور ئې د ټېکس پۀ شکل کښې د اولس نه وباسي. يو خوا روزګار نشته نو بلخوا پۀ انلائن کار کولو د ټېکس زياتولو فېصله کېږي،،، يعنې سړے نۀ پوهېږي چې دا څۀ روان دي!!!

    کۀ يو خوا غريب سړے د ګرانۍ لۀ وجې پوزې له راغلے او پۀ نهرو تېرولو مجبوره دے نو بلخوا دا هم اوازې اورو چې ائي اېم اېف پۀ حکومت غږ کړے چې د اوړو، چيني او غوړو قيمتونه دې زيات کړي او سبسډي دې پرې ختمه کړي. کۀ داسې وشي نو ګراني به لا زياته شي خو هغه د چا خبره چې د خراب نه به څۀ خراب شي. دې موجوده ګرانۍ د خلکو خوبونه حرام کړي نو کۀ لا دا قدم واخستے شي نو چې څۀ به کېږي.

    دا ئې لا څۀ کوئ، دوايانې او سرجيکل اوزار هم ګران شوے دے او ورځ تر ورځه ئې نرخونه پۀ بره روان دي. کۀ يو خوا دا حال دے نو د بدلون او سماجي انصاف پۀ نامه د راغلي حکومت پۀ درې کاله کښې د ملک قرضه د تاريخ تر ټولو لوړ حد يعنې 122 ارب ډالر ته رسېدلې ده. قرضه پۀ ډالرو کښې بره روانه ده او ورسره ډالر هم د ملک پۀ تاريخ کښې پۀ اول ځل 172 ته رسېدلے دے. پۀ دې هر څۀ کښې د غم او فکر د ټولو نه زياته بوږنوونکې خبره دا ده چې حکومت ته د سره د ګرانۍ احساس نشته او وزير خزانه پۀ مخه دروغ وائي. دا هم پۀ کښې اوازې شته چې کۀ حکومت هم داسې اودۀ وي او ادارې لاس پۀ لاس ناستې وي نو امکان څرګند کړے شوے چې ډيزل يو نيم سل روپو ته او ډالر 200 ته ورسي. او دا خبرې مونږ د تاو نه، نه بلکې د حالاتو مطابق کوو ځکه چې د دې حکومت راتلو نو مخکښې ډالر پۀ 104 ؤ او تېل پۀ لس اتيا روپۍ وو. ښه، بيا مونږ نه بلکې اېشيائي بېنک وائي چې پۀ پاکستان کښې ګراني نوره هم سېوا کېدے شي. خبره خو ئې سخته ده خو سوال دا دے چې نوره به لا څۀ زياته شي. بهر حال، هر څۀ د حکومت مخې ته دي، د غريب اولس بده ورځ به ويني او د يو مزدور د مزدورۍ نه به هم خبر وي. مونږ نور نصحيتونه نۀ شو کولے. بس دومره وئيلے شو چې “انصاف” ټول اولس پۀ توبو توبه ګار کړے دے.

  • د ژوند “انګازې” – پښتون

    د ژوند “انګازې” – پښتون

    کۀ د انسان ژوند، کړاوونو، تکليفونو او مشقتونو ته وکتے شي نو ژوند ډېر ګران دے او بيا چې سړے د پښتنو ژوند ته وګوري نو بېخي زيات ګران او کله کله خو پۀ اوږو د اوړلو هم قابل نۀ وي. دا نۀ وايم چې ګنې د نړۍ پۀ نورو قامونو به ګران وخت، مشکلات او تکليفونه نۀ راځي خو چې پښتون ته ګورو نو ښکاري چې دې دنيا ته بس د تکليفونو او سختيو ګاللو لپارے راغلے دے. انسان صرف خوراک څکاک نۀ کوي او نۀ ورته ضرورتونه وېړيا ملاوېږي. د هر کار لپاره ضرور منډه وهي، ستړې کوي او زيار باسي. بيا زياتره خلک د بېلا بېلو کورنيو، کاروباري او نورو مسئلو او ستونزو ښکار وي ځکه نو انسان کله کله د ژوند څخه سټرے شي، دمه غواړي، تنګ شي، سکون او ارام غواړي، بې قراره شي، قرار غواړي. د خپلې ستړيا، ناامېدۍ لرې کولو لپاره انسانان د مختلفو کارونو پله مخه کوي. څوک سېلونه کوي او خشته ځايونو ته ځي، څوک بنډارونه جوړوي او څوک د موسيقۍ نه خوندونه اخلي او څوک د فنون لطيفه پۀ رنګونو کښې ځان ورکوي.

    فنون لطيفه پۀ ژوند کښې د مهين احساس زېرے دے. کۀ انسان صرف کار، منډو ترړو ته پاتې شي نو ډېر زر د ژوند پېټے ورته دروند شي او د مخلتفو بيمارو او ناروغيو ښکار شي. بيا د انسان فطرت هم داسې دے چې ستړے شي نو ارام سره سره ځنې د داسې شيانو طلب محسوسوي چې بدني ارام سره سره ورته ارواحي او نفسياتي ارام ترلاسه شي. کومو ټولنو کښې چې فنون لطيفه شتون لري نو هغه خلک د ښۀ مزاج څښتنان وي، د مسکا او خندا علامتونه وي. زمونږ خاوره پۀ قدرتي توګه پۀ فطري ښائستونو سمبال ده او هم دا وجه ده چې دلته شاعري، موسيقي او فنون شتون لري. د ټپې پۀ شکل کښې خو مونږ دا دعوا هم کولے شو چې هر پښتون شاعر دے. بيا رباب دے او کۀ منګے، چابېته ده يا ټپه، پۀ هر صورت زمونږ د کلتور او ثقافت غمازي کوي. زمونږ پۀ ادب کښې د خداے پۀ فضل داسې داسې نامې شته چې د نړۍ د نورو ژبو پۀ ادب کښې ئې مثال مشکل دے. د خوشحال خټک، رحمان بابا، حمزه بابا، غني خان وغېره مثال څوک راوړے شي. بيا پۀ هنرمندانو کښې خيال محمد لالا، ناشناس او زرڅانګه ځانله ځانله د انسټيټيوټس درجې لري. پۀ ډرامه او فلم کښې هم دې خاورې د دغه مېدان اتلان زېږولي دي. دليپ کمار کښې د پېښور د خوږې خاورې خواږۀ کۀ نۀ وو نو بل څۀ وو؟ مطلب د خبرې دا دے چې کۀ زمونږ سيمه ښائسته ده نو خلک ئې هم پۀ څۀ هم لۀ چا هم کم نۀ دي.

    لۀ بده مرغه د تېرو څۀ د پاسه څلور لسيزو راهسې زمونږ پۀ خاوره د ترهګرۍ جنګ د ژوند د نورو اړخونو پۀ شان د فنون لطيفه اړخ هم ډېر ځپلے، زورولے او چېړلے دے. کۀ شاعران مو متاثره شوي دي نو اداکاران خو مو لۀ برمه پرېوتې دي. کۀ د موسيقۍ هلې ځلې متاثره شوي دي نو سندرغاړي هم لولپه دي. کۀ فنکار سپک کړے شوے نو د هنرمند مو هم تپوس نۀ کوي. يو وخت ؤ چې پېښور کښې به روزانه سندرې رېکارډ کېدې، پروګرامونه به وو خو اوس خبره دې حال ته رارسېدلې ده چې ځنې هنرمندو يا خو خپل کارونه پرېښي دي او يا نورو ملکونو ته پۀ تګ مجبوره شوي دي. دې هر څۀ کۀ يو خوا هنر، فن او ادب وزپلو نو بلخوا د موسيقۍ معيار هم راپرېوتے دے. خو هغه وائي کنه چې کۀ د ظلم شپه څومره هم اوږده ولې نۀ وي خو د سحر رڼا پۀ بام څرک ضرور وهي.

    د نن سل کاله پخوا پۀ دې خاوره د پېرنګي پنجې ښخې وې او د پښتنو د تپوس څوک نۀ وو. پښتانۀ پۀ خپله خاوره غلامان وو، پۀ خپلو وسيلو ئې اختيار نۀ ؤ؛ ځمکې د دوي وې خو مزې د پېرنګي وې، محنت د دوي ؤ او ثمر ئې پېرنګي خوړلو. د ظلم د پاسه ظلم دا ؤ چې چا د خپل حق تپوس هم نۀ شو کولے. خو بيا قدرت مهربانه شو او د اتمانزو د خاورې نه يو دنګ لوړ او خشته ځوان پاڅېدو، د خپل حق او قام نعره ئې اوچته کړه او پۀ لږه موده کښې د پښتون قام د سترګو تور شو. دغه دنګ لوړ ځوان فخر افغان باچاخان ؤ. پښتانۀ يا خو د خپلمېنځي نفاق لۀ وجې بې برکته او کمزوري وو او يا دومره زورور شو چې د پېرنګي پۀ شان خونخوار ظالم ته ئې سترګو کښې سترګې واچولې. دا بل څۀ نۀ وو بلکې د دې خاورې خپله وينه او جوش ؤ چې د باچاخان پۀ شکل کښې مخې ته راغله. باچاخان به خبره کوله، پۀ دليل به ئې کوله، پۀ استقامت به ئې کوله او د صبر پۀ هنر به ئې کوله. باچاخان پښتانۀ پوهه کړل چې دا خاوره د دوي ده، د پېرنګي نۀ ده، پښتانۀ ئې پوهه کړل چې تاسو غلامان نۀ يئ بلکې د دې خاورې مالکان يئ، پښتانۀ ئې پوهه کړل چې ستاسو حقونه څۀ دي، پوهه ئې کړل چي خپل حق به څنګه غواړئ، پښتانۀ ئې پوهه کړل چې دوي ته د څۀ ضرورت دے، پۀ سياست کولو ئې خبر کړل، د تعليم پۀ ارزښت ئې پوهه کړل، پوهه ئې کړل چې د خاورې سره مينه څۀ وي، پوهه ئې کړل چې د ژبې سره مينه څۀ وي، پوهه ئي کړل چې اتفاق ولې ضروري دے، پوهه ئې کړل چې جنګ ولې بدرنګ دے، پوهه ئې کړل چې عدم تشدد څۀ معني لري. پښتنو لۀ ئې د تلعيم ورکولو لپاره ازادې مدرسې، خپله ژبه کښې صحافت لپاره “پښتون” مجله، د جذباتو اظهار لپاره د ډرامې هنر ورکړو.

    نن چې کوم حالات پۀ پښتنو او پښتنه سيمه راټيټ دي نو د دې لۀ وجې پۀ يو شمېر زيانونو کښې يو زيان فنون لطيفه ته رسېدلے چې لۀ وجې ئې هنرمندان د مختلفو کشالو، ستونزو او مصيبتونو ښکار دي. خو ښۀ دا ده چې پۀ دې کرکجن او کړکېچن چاپېريال کښې نن هم د باچاخان فکر ژوندے دے، نن هم دغه فکر د دې حالاتو مخې ته ولاړ دے او د خپل فنکار او هنرمند د ژغورلو هڅې کوي. نن د بابا کړوسے اېمل ولي خان رامخې ته شوے ترڅو د خپل هنرمند، فنکار، شاعر او سندرغاري د مسئلو څۀ نه څۀ مداوا او علاج وکړي. کۀ پۀ عامه سترګه ورته سړے ګوري نو دا يو عام ګام دے خو کۀ پۀ سنجيده نظر او د حالاتو پۀ تناظر کښې ورته وکتے شي نو دا يو تاريخي ګام دے بلکې يو تاريخ لګيا دے جوړېږي. زمونږ سترګور او ليکوال نظر لري چې يو شاعر اديب سړے غېر سياسي لۀ سره نۀ شي کېدے او بيا هم دا خلک وي چې د ټولنې د اصلاح درنه ذمه واري پۀ سر اوړي.

    هم پۀ دې لړ کښې د اګست پۀ نهمه نېټه باچاخان مرکز کښې يو خوندور پروګرام وشو چې پکښې د پښتو موسيقۍ، فنون لطيفه او هنرمندانو او فنکارانو د خدمت لپاره د “انګازې” پۀ نامه د پروډکشن هاوس پرانسته وشوه.

    انګازه يو خوږ ټکے دے او هغه اواز ته وائي کوم چې نۀ راتمبېږي. نورې معنې ئې د اثر او علامې پۀ مطلب هم شته. خو پۀ موجوده حالاتو کښې انګازې واقعي انګازه ده ځکه چې اواز ئې پۀ زړۀ کښې جذب کېږي او نۀ راتمبېږي.

    د “انګازې” پرانسته شهنشاه غزل خيال محمد صېب او د باچاخان ټرسټ چيف ايګزېکټيو اېمل ولي خان پۀ شريکه وکړه او دې سره د انګازې د لوګو مخکتنه هم وشوه. انګازې به خپلې ټولې هلې ځلې د انقلابي سندرغاړي ښاغلي ګلزار عالم پۀ مشرۍ کښې ترسره کوي. دا يوه درنه دستوره وه چې پکښې ميا صېب، سردار حسېن بابک سره سره د پارټۍ نورو مشرانو، صحافيانو او کارکنانو هم ګډون کړے ؤ. پۀ دې خاص موقع د پي ټي اېم مشر منظور پشتين هم راغلے ؤ او پروګرام ته ئې درناوے بخښلے ؤ. پروګرام کښې احمد ګل استاد، ګلزار عالم، فياض خېشګي، انور خيال، فضل وهاب درد، اسفنديار مومند، وږمه بي بي، شاکر زېب او نورو يو شمېر سندرغاړو د خپل فن مظاهره کړې وه.

    کۀ د عوامي نېشنل ګوند کوششونو ته وګورو نو صرف او صرف د خپلې خاورې خدمت کول دي هغۀ کۀ پۀ هر رنګ کښې وي. عوامي نېشنل ګوند يوازې يو سياسي جماعت نۀ دے بلکې د يو سوچ نوم، د يو لوے تحريک تسلسل او د يوې نظريې پېداوار دے. د دې جرړې دومره قوي او مضبوطې دي چې کۀ يو خوا د سياست پۀ ګر پوهه دے نو بلخوا د ژ‌بې، کلتور او تاريخ پۀ ارزښت هم پوهه دے. مونږ ګورو چې يو شمېر سياسي ګوندونه بلها خبرې، بلها دعوې کوي خو صرف د نعرو تر حده ولې عوامي نېشنل ګوند يو داسې جماعت دے چې څۀ وائي نو هغه کوي هم.

    زمونږ پۀ خيال “انګازې” د دې خاورې د فن او فنکار لپاره د يو نوي ژوند زېرے دے. پۀ يو داسې وخت کښې چې زمونږ د خاورې هنرمند، فنکار، ارټسټ، سندرغاړے او شاعر پۀ سخته کښې او حکومت هم خپلې ذمه واريو پوره کولو څخه يا خو غافله دے او يا ئې دا ترجيح نۀ ده، نو عوامي نېشنل ګوند مخې ته راځي او عملي کار کوي. کۀ د تعصب، نفرت او سپک نظر چشمې څوک لرې کړي نو ليدلے شي چې کۀ نن څوک د پښتنو د حقونو خبره کوي نو هغه يوازې يو عوامي نېشنل ګوند دے. او دا هسې نۀ ده بلکې سل کاله مخکښې د دې لارې بنياد باچاخان بابا ايښے ؤ. دا سفر به لۀ خېره هم داسې پۀ موجونو وي او عوامي نېشنل ګوند به د خپل پښتون خدمت جاري ساتي. بس پښتنو له يو کار کول دي چې خپل پردے او دوست دښمن وپېژني، سوچ وکړي او د عقل څخه کار واخلي.

  • “بتا دوں” ؟؟؟ – پښتون

    “بتا دوں” ؟؟؟ – پښتون

    د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان مخکښه مشر ملک عبېدالله خان کاسي شهيد د جون مياشتې پۀ اخيري ورځو کښې د کچلاک سيمې څخه اوچت کړے شوے ؤ چې بيا څۀ خواوشا څلوېښت ورځې پس ئې مړے د پشين ضلع څخه پۀ يو داسې حال کښې پۀ لاس راغے چې هر سترګه ئې وژړوله، هر زړۀ ئې ودردولو او هره ساه ئې تنګه کړه. د شهيد کاسي لاسونه پۀ زنځيرونو بند پۀ بند تړلي شوي وو او پښې ئې هم تړلی شوې وې. د طبي معائنې څخه ئې جوته شوې وه چې مرحوم تر ډېرو ورځو نهر ساتلے شوے ؤ او ډېر ظلم پرې شوے ؤ. ډاکټرانو د پوسټ مارټم رپورټ کښې دا هم وئيلي چې د کاسي شهيد مرګ د داسې وهلو ټکولو پۀ نتيجه کښې رامخې ته شوے چې د بدن دننه اعضا ئې ورمات کړي دي. د دردېدلي مرګ درې هفتې پس ئې د ژوندوني داسې يوه ويډيو راغله چې مرګ ئې لۀ خلکو هېر شو ځکه چې دې ويډيو کښې شهيد کاسي هم هغه رنګ پۀ زنځيرونو ټرلے شوے دے او د زور ظلم اثار ئې پۀ بدن ښکاره پۀ نظر راځي. دې ويډيو کښې شهيد کاسي پۀ خپلو بچيانو غږ کوي او وائي چې زۀ ډېر پۀ بد حال يم او دا خلک چې څۀ غواړي هغه ورکړئ ګني زۀ به مړ شم. د دې نه اخوا انسان دغه خبرې د اورېدو توان او قوت نۀ لري. ولې اخر ولې يو انسان نه د هغۀ د ژوند حق وتروړلے شي؟ ولې يو ازاد انسان پۀ زنځيرونو بنديوان کړے شي؟ ولې يو انسان د تيارو ملګرے کړے شيِ؟ ولې يو انسان د هغۀ د خوښې پر ضد ونيولے شيِ؟ ولې د يو انسان ژوند سره څوک لوبې وکړي؟ ولې د بچو نه د پلار سېورے وشوکولے شي؟ ولې يو پۀ ملک مئين وګړے د بدرنګه مرګ ښکار کړے شي؟ ولې، ولې او ولې؟ او ولې پۀ يو جمهوري ملک کښې د يو ازاد انسان سره د غلامانو پۀ رنګ سلوک وشي؟ ولې پۀ يو ازاد ملک کښې د يو ازاد انسان ازادي واخستې شي؟ ولې پۀ يو جمهوري حکومت کښې د زور ظلم داستان رقم شي؟ کاسي شهيد کومه داسې ګناه کړې وه؟ پۀ کاسي شهيد کوم الزام ؤ؟ پۀ کاسي شهيد کوم تور ؤ؟ دا دومره لويه سزا کاسي شهيد ته د څۀ ورکړې شوه؟؟؟ ظلم ډېر ناروا دے، بوږنوونکے او زړۀ چاودونکے دے خو دا اول ځل داسې نۀ کېږي او لۀ دې پېښې څو مياشتې مخکښې عوامي نېشنل ګوند ته د شهيد اسد خان اڅکزي مړے هم پۀ يو داسې دردناک حالت کښې سپارلے شوے ؤ. عوامي نېشنل ګوند ته دا سزا صرف د دې پۀ وجه ورکولې کېږي چې دا ګوند د خپل قام خبره کوي، د خپل قام د بچو خبره کوي، د خپل قام د وسائلو خبره کوي، د خپل قام د مستقبل خبره کوي. ايا د خپل قام د حق خبره کول ګناه ده، غداري ده او کۀ ملک دشمني ده؟ ايا يو جمهوري ګوند به د خپل قام خبره نۀ کوي؟ د خپل قام د حق خبره به نۀ کوي؟ِ د خپلې خاورې د تحفظ خبره به نۀ کوي؟ عوامي نېشنل ګوند لۀ خېره د سلو کالو تاريخ لري، پۀ کروړونو غږونه لري، د مبارزې چل لري، د صبر عقيده او د عدم تشدد وسله لري. د دې ګوند د جمهوريت خوښۍ انداز ته ولې خلک د کمزورۍ پۀ نظر ګوري؟. دا ګوند خپل تاريخ لري، ايا د دې ګوند خبرې سره څوک اختلاف لرلے شي، د دې ګوند اصولو سره څوک اختلاف لرلے شي، د دې ګوند د افغانستان پۀ اړه تاريخي دريځ سره څوک اختلاف لرلے شي؛ نه کله هم نه. ايا د ووټ پۀ لار د دې ګوند څوک مقابله کولې شي؟ نه، کله هم نه. ځکه نو د دې ګوند مخه هم داسې پۀ بېلا بېلو لارو د نيولو کوشش کېږي خو ډېر ناپوهه دي دغه خلک چې پۀ دې چل ول د باچاخان د قافلې د لار د نيولو کوشش کوي. د دې ګوند پۀ مشرانو د کفر فتوې لګېدلي، د غدارۍ تهمتونه پرې پورې کړے شوي خو چا هم دغه الزامونه ثابت نۀ کړے شول. خواست دے چې نور د داسې چلونو څخه ډډه وکړې شي او قام ته د خپلې خوښې د ژوند کولو موقع ورکړې شي.

    تاسـو لږ چُپ شئ! زۀ د خپل قاتل نامه اخلمه

    او بيا پۀ خپلو اوږو خپله جنازه اخلمه

    زۀ به تر څو خپل قدم ستا پۀ اجازه اخلمه؟

    عجيبه نۀ ده چې خپل کور پۀ کرايه اخلمه

    د لمر بازار دے، خالي جېبه، حق حېران ولاړ يم

    سايبان نۀ اخلم، د خپل وجود سايه اخلمه

    بيا د ماښام اذان نۀ څـاڅکے، څاڅکے درد را څاڅي

    بيا مې زړه تنګ دے، بيا به څنګه پۀ سر شپه اخلمه؟

    ممتازه! څۀ نا څۀ بندېز خو پۀ ځان زۀ هم منم

    ځه! بې دېواله کور ته دنګه دروازه اخلمه

    ممتاز اورکزے

  • !!!Absolutely Not – پښتون

    !!!Absolutely Not – پښتون

    اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د نخښې مېنځ وولي. کۀ د پښتون سياست خبره کوي نو سړے پام کوي چې ګنې ولي خان بابا لګيا دے، کۀ د پښتون د سوکاله ژوند خبره کوي نو لوے بابا باچاخان سړي ته مخې ته ودرېږي او کۀ د پښتون د شناخت او د پښتون د حق خبره کوي نو سړے وائي چې ګنې کټ مټ ملي مشر اسفنديار ولي خان ته غوږ دے. پۀ موجوده حالاتو کښې کۀ يو خوا د پاکستان ټولې سياسي او مذهبي ډلې د خپلو خپلو مفاداتو او ګټو پۀ غرض غلې دي او خولې ئې ګنډلې دي نو بلخوا يو عوامي نېشنل ګوند دے چې بېخي ښکاره جاره پۀ مېدان ولاړ دے او د خپل قام، خپلې خاورې او د سيمې د امن او جوړېدونکي صورتحال خبره کوي. پۀ سياسي مشرانو کښې يوازې د عوامي نېشنل ګوند مشران دي چې جاري ډاګي خبره کوي او هېڅ کوم د مفاداتو ګټه تاوان پۀ نظر کښې نۀ نيسي. کۀ د اسلام د سپېځلي نوم د استعمال خبره ده او کۀ د خپل کلتور د بقا، د منطقې د رامخته کېدوکني انځور خبره ده او کۀ د ملکي سياست، پۀ هر ډګر نن پۀ ملک کښې يوازې عوامي نېشنل ګوند د خپل واضح او ښکاره دريځ سره پۀ مېدان ولاړ دے. نور غږونه لۀ وېرې ټول خاموش او تت دي خو د وېرې او سياسي بې يقينۍ پۀ دې چاپېرچل کښې يو غږ داسې دے چې د ژوند انګازه ده. دا غږ د ځوان اېمل ولي خان دے. اېمل ولي خان نن د ملک پۀ سياست کښې يو ځلنده ستورے دے ځکه چې خبره کوي نو پۀ ډاګه ئې کوي او خپل ګوند، قام او خپله خاوره تر هر څۀ مقدم مني.

    څۀ وخت مخکښې وزيراعظم عمران خان يو وېب ټي وي ته پۀ مرکه کښې ډېر پۀ غرور دعوي کړې وه چې د امريکي د اډو مطالبو ته ئې “اېبسلوټلي ناټ” وئيلے دے. پۀ دې خبره ناخبرو ځوانانو ځمکه اسمان يو کړي وو او د کپتان د بهادرۍ ئې قصيدې کولې. پوهه خلک هغه وخت هم پوهه وو چې قيصه څۀ ده خو ازلي ناپوهه به څوک پوهه کړي. نن چې کله امريکه لۀ افغانستان څخه ووځي نو پنځه زره پوځيان ئې بل چرته نه بلکې پۀ ملک کښې د کراچۍ او اسلام اباد پۀ لويو لويو هوټلونو کښې د يوې مياشت لپاره مېلمانۀ دي. څۀ شوه هغه د “اېبسلوټلي ناټ” نعره؟ څۀ شو هغه د “اېبسلوټلي ناټ” غرور؟

    اېمل ولي خان ته چې چرته هم موقع پۀ لاس ورځي نو د خپل قام د پوهه کولو هڅه کوي. د خپل قام د بېدارولو هڅه کوي. خپل قام پوهه کوي چې څوک ئې د اسلام پۀ سپېځلې نامه نور دوکه نۀ کړي. خپل قام پوهه کوي چې څوک ئې د خپل کلتور څخه بدظن نۀ کړي او خپل قام پوهه کوي چې څوک ئې د خپل سياست نه محرومه نۀ کړي. د اګست پۀ يو کم دېرشمه نېټه ئې د چارسدې پۀ دولت زۍ سيمه کښې يوې شموليتي غونډې ته پۀ خپل تقرير کښې داسې خبرې وکړې چې کۀ پښتانۀ ئې د زړۀ پۀ غوږونو واوري نو سمندر ئې پۀ کوزه کښې بند کړے دے. اېمل ولي خان ووئيل چې زمونږ خلاف د اسلام پۀ نامه پروپېګنډه کېږي خو دا هر څۀ نوې نۀ دي ځکه چې زمونږ د مشرانو خلاف هم داسې پروپېګنډې شوې دي خو زۀ دا وايم چې هر پښتون پېدائشي مسلمان دے نو بيا دلته د کفر او اسلام جنګ د څۀ مقصد لپاره دے؟ وې وئيل چې دا اختيار صرف د خداے دے چې څوک بخښي او څوک نه. وې وئيل چې زۀ پۀ خپله سپېځلې عقيده بېخي واضحه يم او چا ته هم دا حق نشته چې ما ته د مذهب پۀ نامه سرټيفيکېټ راکړي. دا خلک قام ګمراه کوي او هغه هم د اسلام پۀ پاکه نامه. اے پښتنو واورئ، پۀ دې خاوره جنګ د کفر او اسلام نۀ دے.

    د کپتان د “اېبسلوټلي ناټ” لطيفې پۀ اړه ئې ووئيل چې نن ډرون حملې د کوم ځاے نه کېږي، د کراچۍ او اسلام اباد پۀ هوټلونو کښې د کوم ملک پوځيان پراتۀ دي. کۀ امريکه ووځي نو دلته څۀ کوي؟ اېمل خان زياته کړه چې ننني حالات د پښتون تاريخ “تور ترين” حالات دي. مونږ امن غواړو خو د دې خلکو نه د امن هيله پۀ کوم بنياد؟ نن خلک جنګ لپاره بهانې لټوي او واورئ چې دا ځل به دا اور پۀ اباسين هم پورې وځي.

    يه پښتنو، د خلکو پۀ چغو او نعرو مۀ تېروځئ! يه پښتنو ويښ شئ، بېدار شئ.

    دا خلک نن د “بېخي نه” چغه وباسي او چې حکم ورته وشي نو بيا پۀ پښو پرېوځي:

    دې بعضې خلکو ته پۀ هېڅ ځانونه بد نۀ ښکاري

    د چا پۀ پښو چې هم پرېوځي پۀ نخرو پرېوځي

    ډاکټر خالق زيار

  • افغانستان،عوامي نېشنل ګوند او امن – پښتون

    افغانستان،عوامي نېشنل ګوند او امن – پښتون

    افغانستان کښې رامخې ته شوې تازه کشالې باندې کۀ پۀ ملک کښې د کوم سياسي يا مذهبي ګوند واضح، څرګند، ښکاره او سپين صفا دريځ دے نو هغه يوازې عوامي نېشنل ګوند دے. هم دغه شان کۀ يو سياسي جماعت پۀ افغانستان کښې صرف او صرف د امن او سياسي حل لټولو خبره کوي نو هغه هم يوازې عوامي نېشنل ګوند دے. مونږ ګورو چې څنګه يو شمېر ملکونه پۀ انتظار کښې دي او د حالاتو مخ ته ګوري هم دغه شان پۀ ملک کښې ټول سياسي جماعتونه سېوا د عوامي نېشنل ګوند نه، لا تر اوسه د حالاتو د اړخ پۀ طمع دي او څوک هم سپينه او صفا خبره نۀ کوي. ځنې خو داسې سياسي او مذهبي ګوندونه هم شته چې اول ئې يو څۀ وئيل او اوس بل څۀ وائي، اول ئې يو دريځ ؤ او اوس ئې د بل دريځ لکۍ راټينګه کړې ده. يو داسې مذهبي ګوند هم شته چې اول ئې د جهاد مرسته ښۀ پۀ ډاډ او جار کوله، بيا ئې “وفرمائيل” چې زمونږ دغه جهاديانو سره هېڅ تعلق نشته او بيا ئې پۀ دې وروستو لنډو ورځو کښې دا هم د کرېډت اخستو نعره ولګوله چې پۀ مدرسو کښې ئې د جهادي سوچ مخنيوے کړے دے. کۀ څوک لږ هم عقل لري، کتل کولے شي او خپل دماغ او ذهن پۀ کار راولي نو پوهېدے شي چې دا خلک، دا ګوندونه او سياسي مذهبي ډلې د اسلام سپېځلے نامه او د جهاد مقدسه جذبه د خپلو مفاداتو او ګټو لپاره استعمالوي. د کابل سقوط نه پس خو ځنې مشرانو طالبانو ته د مبارکۍ خطونه هم ولېږل. ځنې ګوندونو دلته د مبارکۍ بېنرې هم ولګولې او ډېرو پۀ کښې د خوشالۍ څرګندونې وکړې. صرف يو عوامي نېشنل ګوند دے چي مخکښې ئې کوم نظر او دريځ ؤ هغه ئې اوس هم دے، مخکښې ئې هم د امن پلويتوب کولو او اوس هم پۀ امن ټينګار کوي، مخکښې ئې هم د سياسي حل او سياسي هواري خبره کوله او اوس هم د سياسي خبرو اترو لۀ لارې د مسئلې او کشالې هوارے غواړي. مخکښې ئې هم دا وئيل چې څۀ هم وي بايد د افغان اولس پۀ خوښه وشي او اوس هم پۀ هغه لار دے چې بايد هره پرېکړه د افغانانو د مرضۍ او منشا مطابق وي. مخکښې هم عوامي نېشنل ګوند د ټوپک خلاف ؤ او اوس هم د ټوپک پر ضد ولاړ دے. مخکښې ئې هم پۀ نړۍ د امن لپاره زور اچولو او اوس پۀ نړۍ د امن غږ کوي. مخکښې ئې هم پۀ ګاونډي هېوادونو د مثبت او کوټلي کردار لوبولو سپارښتنه کوله او اوس هم پۀ دغې نکته دے. کۀ يو خوا عوامي نېشنل ګوند د خپل سپين سپېځلي دريځ سره پۀ ميدان ولاړ دے او د ګاونډي هېواد روښانه مستقبل غواړي نو بلخوا داسې سياسي او مذهبي ګوندونه دي چې ټوله ګټه ئې پۀ جنګ کښې ده او ځکه هم د جنګ خبره کوي او فساد ته هوا ورکوي. د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو دا دريځ د اوس نه نۀ دے بلکې دا پۀ تاريخي حقيقتونو اډانه دے. څلوېښت کاله مخکښې چې کله پۀ افغانستان کښې د اور جنګ ته لمنې وهلې کېدې او د خلکو پۀ خلو کښې ډالرو ته لاړې راغلې وې نو باچاخان او ولي خان به چغې وهلې چې دا جهاد نۀ دے بلکې فساد دے، دا به ئې وئيل چې دا د اسلام جنګ نه بلکې د روس او امريکې جنګ دے خو خلک خو جذباتي وو نو الټه ئې پۀ دغه هستيو د کفر فتوې او د غدارۍ تورونه پورې کول. بيا وروستو وخت ثابته کړه چې د دغه مشرانو دريځ او خبرې څومره سمې وې خو بيا جنګ خپل کار کړے ؤ او د پولې دواړو خواؤ ته تباهۍ شوې وې. نن کۀ عوامي نېشنل ګوند د امن پۀ خبره ټينګار کوي نو هسې نۀ کوي بلک تجربه دا وائي چې کۀ نن لږ شان خپلو مفاداتو ته زړۀ څوک ښۀ کړي خو ولې وروستو تباهي ډېره زياته وي او ټول زيان او نقصان ئې صرف پښتون ته رسي. کور د پښتون لوټ کېږي، لۀ کوره بې دره کېږي پښتون، اقتصاد د پښتون خرابېږي او پۀ تعليم او صحت هم د پښتون اثر پرېوځي.

    کۀ نن مونږ وګورو نو عوامي نېشنل ګوند د خپل دريځ سره اوښکې سينه پۀ مېدان ولاړ دے. د ګوند مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي نه تر مرکزي سېکرټري جنرل ميا افتخار حسېن پوري، صوبائي صدر اېمل ولي خان نه تر سردار حسېن بابک پورې او هر لوے وړوکي کارکن ټول د امن، سياسي حل او ثبات خبره کوي. حېدر خان هوتي هر ځاے ښۀ پۀ جار دا من خبره کوي او صفا وائي چې پۀ افغانستان کښې د کومې خاص ډلې، شخص يا ګوند نۀ پره جنبه کوو او نۀ مخالفت ځکه چې مونږ سياسي حل غواړو. مرکزي سينئير نائب صدر وائي چې پۀ افغانستان کښې دوباره جنګ د يوې مسئلې هم حل نۀ دے. وائي کۀ افغانستان هم داسې د جنګ پۀ خولۀ کښې پرېښودے شو نو څلوېښت کالو کښې هم نۀ خو مسئله حل کېدې شي او نۀ امن راتلے شي. هوتي صېب پۀ دې خبره هم زور راوړي چې پاکستان او افغانستان دې دواړه د يو بل سره مرسته وکړي. هوتي صېب وائي کۀ خداے مۀ کړه يو ځل بيا د جنګ اور تودېږي نو زمونږ بچي به هم ترې محفوظ نۀ وي. دوي وائي چې خلکو له پکار دي چې زمونږ د مشرانو پۀ خبرو عمل وکړي او پردے جنګ خپل کور ته راو نۀ ړي.

    هم دغۀ شان ميا افتخار حسېن وائي چې د افغان کشالې يواځينې حل صرف او صرف مذاکرات دي. ميا صېب پۀ نړيوال قوتونو روس، چين، امريکه او دغه شان پۀ ګاونډي هېوادونو لکه پاکستان، ايران او ورسره پۀ ترکي هم غږ کوي چې د امن پۀ لړ کښې خپل مثبت رول ولوبوي. دوي دا هم زياتوي چې د افغان قوم د پرامن مستقل ټول انحصار د دوحه مذاکرات پۀ کاميابۍ کښې پټ دے. ميا صېب وائي چې مونږ د باچاخان د عدم تشدد پۀ فلسفه کلک ولاړ خلک يو او د امن د ټينګښت لپاره به د يوې قربانۍ نه ډډه نۀ کوو. وائي چې د افغانستان امن د ټولې سيمې د امن ضمانت دے.

    صوبائي صدر اېمل ولي خان د افغان صورتحال پۀ اړه وائي چې بايد پاکستان پۀ دې لړ کښې خپله تګلاره واضحه کړي. دا هم وائي چې لا تر اوسه ګامونه سنجيده نۀ دي. اېمل ولي خان وائي چې پۀ هر صورت به د ترهګرۍ مخالفت، د پرامنه ګامونو مرسته کوو. زياتوي چې د ټوپک پۀ زور به د اولس د تابع کولو هم مخالفت کوي او پۀ زور د اولس د نمائندګۍ ختمولو هم خلاف يو. اېمل ولي خان وائي چې هغه خلک منافق دي چې پۀ پاکستان کښې جمهوري نظام غواړي او پۀ افغانستان کښې امارات اسلامي غواړي. صوبائي صدر پۀ ټوله نړۍ غږ کوي چې بايد پۀ افغانستان کښې د امن لپاره خپل کلک او مثبت رول ولوبوي. دا هم وائي چې پۀ هېڅ يو حال او صورت کښې هم جنګ د مسئلې حل نۀ دے. اېمل ولي خان پۀ پښتون قام هم غږ کوي او وائي چې دوي له به د خپل پردي فرق کول وي، دوي له به پۀ دې ځان پوهه کول وي چې څوک د دوي خېرخواه دے او څوک ئې دښمن دے. اېمل خان وائي چې نن حالاتو واضحه کړه چې څوک پښتانۀ د خونرېزۍ څخه بچ کول غواړي او څوک ئې ورغوځول غواړي. دوي وائي چې د عوامي نېشنل ګوند پۀ افغانستان کښې خپل پردے او خوښه ناخوښه نشته، مونږ غواړو چې خونرېزي نه او امن راشي. اېمل ولي خان دا هم واضحه کړه چې پارټي به هغه څۀ کوي او د هغه ګام مرسته کوي کوم چې د اولس خوښ وي. اېمل خان سوال پورته کوي چې هم دا څۀ کول وو نو بيا ولې دومره خونرېزي وشوه، ولې دومره د بې ګناه خلکو وينه توې شوه. وائي چې کۀ حالات هر څنګه وي خو خپله بيانيه، نظر او دريځ نۀ پرېږدو. دا هم وائي چې پۀ دې هم خوشاله يو چي د افغانانو وينه توې نۀ شوه خو دا هم وائي چې مسئلې او کشالې اوس هم شته. د مسئلو د هواري لپاره پۀ مذاکراتو، خبرو اترو او سياسي حل زور راوړي. اېمل ولي خان دا هم ټينګار کوي چې هره فېصله بايد د افغان اولس پۀ خوښه سره وشي او د ټوپک پۀ زور کار کولو نه دې ډډه وکړې شي.

    هم دغه شان صوبائي عمومي سېکتر سردار حسېن بابک هم پۀ امن زور راوړي او وائي چې بايد هر ګام د افغان اولس پۀ خوښه واخستے شي او د وينې تويولو نه ډډه وکړې شي. د بابک صېب هر بيان او هر ټويټ د امن يوه چغه او نعره ده. بابک صېب پۀ هر فورم صرف او صرف د امن خبره کوي او غواړي چې د امن غږ ټول خلک او ټوله نړۍ بدرګه کړي.

    هم دغه شان کۀ وګورو نو د پارټۍ هر مشر او کارکن د امن خبره کوي. ګوند د امن خبره د ماضي د ثبوتونو سره کوي او پۀ دليل سره وائي چې جنګ د يوې خبرې هم حل نۀ دے او نۀ چا تر اوسه پۀ جنګ کښې ګټه کړې ده. د ګوند دريځ بېخي څرګنده، واضحه، ښکاره، جاري ډاګي او سپين صفا دے چې پۀ هر قيمت چې وي خو بايد امن ته دوام ورکړے شي، مذاکرات دې وشي، د مسئلې دې سياسي حل راوويستے شي او پۀ هر صورت دې د جنګ څخه ډډه وکړې شي. د افغان د مستقبل فېصله دې د افغان اولس د خوښې، مرضۍ او منشا مطابق وشي او نړيوال قوتونه بايد مثبت کردار ادا کړي. عوامي نېشنل ګوند پۀ افغان کشاله کښې د کوم شخص سره نه بلکې د امن، امن او صرف امن سره ولاړ دے او هم دا ئې وياړ دے.

  • د امن پۀ څنګ ولاړ عوامي نېشنل ګوند – پښتون

    د امن پۀ څنګ ولاړ عوامي نېشنل ګوند – پښتون

    د افغانستان د امن سره يوازې د سيمې امن نه بلکې د ټولې نړۍ امن تړلے شوے دے ځکه چې دا يويشتمه پېړۍ ده او پۀ مېدان لکه د پخوا پۀ شان صرف امريکه او روس نۀ دي ولاړ بلکې اوس پۀ دې زغل کښې چين هم رادانګلي دي او لوبه لا زياته خطرناکه شوې ده. مخکښې يوازې د ګاونډي ملکونو خبره وه خو اوس ترکي، انډيا، جرمني، برطانيه او يو شمېر نور ملکونه ښۀ پۀ جار مېدان ته راوتلي دي او هر ملک د خپلو مفادو پۀ غم کښې دے. ځنې ماهرين دا هم وائي چې دا يو فېصله کن وخت دے او پۀ دې کښې به د امن خوښو او د جنګ لمبو ته د لمن وهلو والا ملکونه هم معلوم شي. هم دغه شان پۀ سيمه کښې به د سياسي ګوندونو پټې څهرې هم راښکاره شي. منافقت او درغلي به هم رابرڅېره شي. کۀ وګورو نو د افغان شخړې پۀ اړه زمونږ د حکومتونو څۀ چې د يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو دريځونه او نظرونه هم وخت پۀ وخت اوړېدلي راوړېدلي بلکې کۀ دا ووايو چې څۀ امريکې وئيلي نو ورپسې زمونږ زياتره حکومتونه او سياسي جماعتونه تلي دي او د هغوي خبره او دريځ ئې خپل کړے دے. خو پۀ دې ټولو حالاتو کښې د ملک يو ګوند داسې هم دے چا چې څلوېښت کاله مخکښې کومه خبره کړې وه نو نن هم پۀ هغه خپله خبره ولاړ دے. ډېر خلک وخوئيدل، بدل شو، د ګوندونو نظرونه او خبرې بدلې شوې خو صرف يو عوامي نېشنل ګوند دے چې مشرانو ئې د افغان شخړې پۀ اړه کوم نظر او دريځ څلوېښت کاله مخکښې لرلو نو نن پرې هم دا ګوند ولاړ دے. د دې ګوند بنياد او اډاڼه پۀ پخو او کلکو کاڼو ده، سل کاله مبارزه، هلې ځلې او سفر لري، د عدم تشدد پۀ کاليو سمباله ده ځکه نو خبره ئې د کاڼي کرښه وي او چې څۀ ئې مشرانو وئيلي دي نو هغه تاريخ ثابت کړي دي. څلوېښت کاله مخکښې ئې هم د امن پلويتوب کولو او نن هم د امن خبره کوي. څلوېښت کاله مخکښې ئې هم جنګ غندلے او مسترد کړے ؤ او نن ترې هم کرکه کوي، څلوېښت کاله مخکښې ئې هم ټوپک د مسئلۍ حل نۀ ؤ ښودلے او نن هم وائي چې ټوپک د مسئلې حل نۀ دے، څلوېښت کاله مخکښې ئې هم افغانستان کښې روان جنګ ته فساد وئيلے ؤ او نن هم ورته فساد وائي، څلوېښت کاله مخکښې هم پۀ افغانستان کښې د جمهوري خلکو ملګرے ؤ او نن هم د جمهوري خلکو پۀ طرف ولاړ دے، څلوېښت کاله مخکښې ئې هم وئيلي وو چې پۀ افغانستان کښې بدامني او جنګ به پاکستان هم ځپي او نن هم وائي چې کۀ افغانستان کښې حالات خراب شو يا خداے مۀ کړه خانه جنګي شروع شوه نو پاکستان به هم لوے زيان سره مخ کېږي، څلوېښت کاله مخکښي ئې هم وئيلي وو چې دا د اسلام نه بلکې د سلام پۀ سپېځلې نامه د لويو قوتونو د مفاداتو جنګ دے او نن هم وائي چې دا د اسلام نه بلکې د لويو ملکونو د ګټو جنګ دے. څلوېښت کاله مخکښې ځنو مخصوص خلکو د دې خبرو لۀ وجې د ګوند پۀ سپېځلي مشرانو پسې پروپېګنډې کړې وې، د غدارۍ تمغې او د کفر فتوې ئې پرې لګولې وې او نن هم ځنې د ډالرو اوږي او د خپلو مفاداتو غلۀ د ګوند مشرانو پسې سپکې تورې وائي. څلوېښت کاله مخکښې چې چا د جنګ اور ته لمن وهلې وه او مالي ګټې ئې ترې پورته کړې وې او پۀ سياسي او هر لحاظ ئې ځان مضبوط کړے دے هغه خلکو ته نن يو ځل بيا د جېبونو ډکولو او خپل غرضي سياست پړقولو موقع پۀ لاس ورغلې ده. هم دا وجه ده چې عوامي نېشنل ګوند کۀ د جنګ خلاف خبره کوي نو هم دا مذهبي او سياسي جماعتونه ئې پر ضد ډنډوره کوي. دا خلک يو ځل بيا د اسلام مقدس او سپېځلے نوم استعمالوي، ساده خلک غولوي او خپل کارونه ترسره کوي. خو د دې خلکو ايمان اوس اولس ته معلوم شوے دے ځکه چې پخوا ميډيا نۀ وه نو د دوي خبرې به پټې پاتې کېدې خو اوس د سوشل ميډيا لۀ وجې د دوي هغه زړې خبرې خلک دوي پسې راوباسي او سوال کوي چې مخکښې مو څۀ وئيل او اوس څۀ وايئ. هم دا خلک دي چې اول ئې پۀ افغانستان کښې د مجاهدينو، بيا د طالبانو ملاتړ کولو. خو د نائن الېون نه پس ئې يو ټرن واخستو او د امريکې پۀ طرف ئې مخ کړو ځکه چې د مفاداتو قبله ئې بدله شوه. بيا لۀ دې وروستو ئې بيانونه د بلها تضاداتو نه ډک دي ځکه چې د سياسي شعور او نظريې نشتوالي لۀ وجې ئې خبرې او دريځ پۀ ځاے نۀ اودرېږي نو چې کراچۍ کښې يو شان خبره وکړي نو لاهور کښې بل شان کوي، چې سوات کښې څۀ وائي هغه پۀ اسلام اباد کښې پۀ خولې نۀ راولي، او چې وزيرستان کښې کومه خبره کوي نو هغه پۀ پېښور کښې نۀ کوي. د دې خلکو او ګوندونو د دورنګۍ او منافقت لۀ وجې دې ملک او د دې خوار غريب اولس ته داسې زيانونه ورسېدل چې ازاله ئې ناممکنه دي خو دوي نن يو ځل بيا د اور لمبو ته لمنې وهي. خو لکه څنګه چې مونږ ووئيل چې عوامي نېشنل ګوند پۀ مېدان څلوېښت کاله مخکښې هم ولاړ ؤ او نن هم ولاړ دے. مخکښې ئې هم د امن، جمهوريت او سياسي مفاهمت خبره کوله او نن ئې هم کوي. فخر افغان باچاخان او رهبر تحريک خان عبدالولي خان چې څلوېښت کاله مخکښې څۀ وئيلي وو هغه څلوېښت کاله پس د دې ملک حکمرانانو او زورورو هم ومنل. نن هم ګوند د خپلو مشرانو پۀ لار روان دے او حق خبره کوي. نن هم د ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ خولۀ دغه خبره ده چې افغانستان کښې امن پۀ پاکستان کښې د امن لپاره ضروري دے. نن پۀ ټول ملک کښې صرف او صرف عوامي نېشنل ګوند او د دې مشران دي چې د افغان کشالې پۀ اړه سپين، صفا، روښانه، څرګنده، واضحه او د مصلحتونو نه پاک دريځ او موقف لري. د مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي نه تر مرکزي سېکرټري جنرل ميا افتخار حسېن پورې او صوبائي صدر اېمل ولي خان نه تر صوبائي عمومي سېکتر سردار حسېن بابک پورې، د کارکن نه تر د پښتون سټوډنټس فېډرېشن پورې د دې ګوند سره تړلے هر سړے نن د امن خبره کوي، د مفاهمت خبره کوي، د سياست خبره کوي او د مسئلې د خبرو لۀ لارې د هواري خبره کوي.

    امير حېدر خان هوتي هر ځاے کښې وائي چې افغانستان کښې امن صرف او صرف د مذاکرات لۀ لارې ممکن دے او زياتوي چې جنګ د يوې مسئلې هم حل نۀ دے. دغه شان دا هم وائي بلکې غږ کوي چې د دې کشالې حل دې د سياسي مفاهمت پۀ لار راوويستے شي او ورسره دا هم ښۀ پۀ واضحه ټکيو کښې وائي چې ټوپک د دې مسئلې حل نۀ دے ګنې څلوېښت کاله مخکښې به ئې حل راووتے ؤ. هوتي صېب وائي چې د څلوېښت کلنې جګړې صرف او صرف نقصان رسېدلے او اوس بايد د افغانستان د مستقبل فېصله د افغان اولس پۀ خوښه او مرضۍ وشي.

    ميان افتخار حسېن وائي چې امريکه د دې حالاتو ذمه واره ده. وائي چې هغوي پۀ کوم مقصد راغلي وو هغه پوره نۀ شو او واپس ځي. زياتوي چې نۀ خو طالبان ختم شو او نۀ افغان حکومت مضبوط شو. ميا صېب وائي چې مونږ د افغانستان د امن سره يو، افغانستان يو خودمختار ملک دے او مونږ ئې قدر کوو. دغه شان دا هم وائي چې پۀ قطر کښې افغان مذاکراتو کښې افغان حکومت ته برخه نۀ ورکول هم د امريکې غلطي ده. دوي وائي چې عوامي نېشنل ګوند د هرې ترهګرې ډلې مخالفت کوي او هم دا رنګه د افغانستان يوې وسله والې ډلې ته د حواله کولو هم زمونږ ګوند مخالف دے. وائي چې اے اېن پي د انتها پسندۍ مخکښې هم خلاف وه او اوس هم خلاف ده.

    هم دغه شان پۀ دې حالاتو کښې صوبائي صدر اېمل ولي خان هم پۀ ښکاره پۀ مېدان ولاړ دے او وائي چې نن خبره د سياست نه بلکې د دې خبرې ده چې څوک کوم طرف ته ولاړ دے. وائي چې افغان حکومت جمهوري حکومت دے او بايد د جمهوريت دفاع وشي. اېمل ولي خان زور راوړي چې مسئله بايد پۀ خبرو اترو هواره کړې شي. دغه شان پۀ ميډيا هم غږ کوي چې د حالاتو سره سم او روغ تصوير وړاندې کړي.

    دغه شان سردار حسېن بابک هم هر ځاے ښۀ پۀ چغه وائي چې خبره بايد پۀ خبرې سره سر ته ورسي او لۀ جنګه څنډه وشي. دا هم وائي چې نن ټول جماعتونه د حالاتو پۀ اړه د تذبذب ښکار دي خو يوازې عوامي نېشنل ګوند دے چې ښکاره جاره د اصولي او تاريخي دريځ سره پۀ مېدان ولاړ دے.

    دغه شان د عوامي نېشنل ګوند ځوانان، د سوشل ميډيا کارکنان او هر غړے د خپل وس مطابق د امن خبره بدرګه کوي.

    د نړۍ زورورو له هم پکار دي چې د امن پۀ لړ کښې خپل کلک رول ولوبوي او د جنګونو لمبو ته د پاې ټکے کېږدي.

    مونږ دلته حق بجانب يو چې کۀ څلوېښت کاله مخکښې د عظيم خدائي خدمتګار باچاخان بابا او رهبر تحريک خان عبدالولي خان خبرې او مشورې چا اورېدلې وې او عمل ئې پرې کړے ؤ نو نن به حالات دومره ترينګلي نۀ وو. نن هم موقع شته چې د امن اواز بدرګه کړے شي او د جنګ مونډ وويستے شي. ګنې دوېم صورت کښې خداے مۀ کړه تباهي يو ځل بيا د سيمې مقدر دے.

  • افغانستان او د سيمې حالات – پښتون

    افغانستان او د سيمې حالات – پښتون

    اوس دا تړلے، منلے، بللے او يو افاقي حقيقت دے چې يوازې د دې سيمې نه بلکې د ټولې نړۍ امن پۀ افغانستان کښې د امن سره تړلے دے. نن پۀ افغانستان کۀ يو خوا عجيبه شان حالات دي نو دا عجيبه خو نۀ ده خو د تشويش وړ ضرور دي ځکه چې کۀ يو خوا د امن پۀ نامه د امريکې لۀ خوا څۀ خواو شا دوه کاله هلې ځلې وشوې نو بلخوا نړۍ ته دا باور هم ورکولے کېدو چې دا ځل به افغانستان کښې پۀ هر صورت امن ټينګولے شي. د تعجب خبره خو دا هم ده چې تر څو پۀ افغانستان کښې د امريکې او ناټو پوځونه وو نو د امن وضيعت ښۀ ؤ خو چې څنګه دوي کډې اوچتول شروع کړل نو يو دم امن خراب شو. او داسې حالات جوړ کړے شو چې خلکو کښې وېره ترهه خوره شوه او ځنې پوهانو او تجزيه کارو دا هم وېره څرګنده کړه چې کۀ خداے مۀ کړه دا ځل حالات خراب شو نو پۀ ډېره لويه پېمانه به پۀ افغان خاوره يو ځل بيا خانه جنګي پېل شي او پۀ لکونو خلک به اغېزمن شي . دا خلک هم ټيک وائي ځکه چې هم داسې پۀ تېر وختونو کښې هم شوي دي او کله هم چې دلته يو پاور پۀ خپلو موخو او مقصدونو کښې کامياب او يا ناکام شوے دے نو نۀ يوازې ئې افغانستان پۀ ډاګه پرېښے بلکې دا ټوله سيمه ئې هم بې اسرې پرېښې ده چې بيا د جنګ لمبو د افغانستان او پاکستان پۀ شمول ټوله سيمه زورولي ده او اولس ئې نېغ پۀ نېغه متاثره شوے دے. خو دا ځل دا لوبه لا نوره سنګينه ده ځکه چې کۀ نن نړۍ بدله ده نو د ملکونو مفادات هم بدل دي او دا ځل د لا زيات ملکونو مفادات تړلي شوي دي چې د هغې لپاره دا ملکونه تر هره حده تللے شي. دا هم بدقسمتي ده چې دا هر څۀ پۀ يو داسې حال کښې کولے شي چې افغانستان پۀ لسيزو پس خپل کارونه پۀ خپله کول شروع کړي دي او کۀ سړکونه جوړوي نو سکولونه، کالجونه او پوهنتونونه هم خپله جوړوي. اوس پۀ داسې حال کښې کۀ حالات خرابېږي نو يو ځل به بيا افغانستان وروستو بوتلے شي. اوس پۀ دې حالاتو کښې دا د ټولې نړۍ ذمه واري جوړېږي چې د دې مسئلې حل راوباسي. دا صرف د افغان حکومت او پاکستان خبره نۀ ده بلکې بايد امريکه، ورپسې سعودي عرب، چين، ايران، ترکي او يورپي هېوادونه يو ځاے اواز اوچت کړي او د دې مسئلې مستقل حل راوباسي. هم دغه شان د امريکې د اډو پۀ اړه خبرې هم وړې نۀ دي ځکه د امريکې تاريخ ټولې نړۍ ته معلوم دے چې خپل مقصد وباسي او بيا پۀ شا نۀ ګوري. اوس د اډو پۀ خبره امريکه، پاکستان پۀ ګاونډ کښې يواځې کول غواړي چې نېغ پۀ نېغه به ترې د سيمې لوې طاقتونه خفه شي او بلخوا امريکه د باور وړ بېخي نۀ ده. ځکه نو داسې ښکاري چې د امريکې روانه پاليسې نۀ صرف د افغانستان او پاکستان بلکې د دې سيمې خلاف ده. پۀ دې حالاتو کښې اوس ازاده پاليسي ډېره زياته ضروري ده. مونږ له د خپل ملک مفادات مقدم ساتل پکار دي . کۀ نن څوک د امن پاليسي خپلوي نو دا به د دې سيمې سره نېکي وي . او دا خبره ضروري ځکه ده چې دا خبره ډېره پخوا د عوامي نېشنل ګوند مشرانو کړې وه او نن هم عوامي نېشنل ګوند همدغه خپل دريځ سره ولاړ دے. د امن لپاره به پۀ هر ډګر رول لوبول وي ګنې دا جوړېدونکے صورتحال خداے مۀ کړه د درېم نړيوال جنګ شکل اختيارولے شي او کۀ خداے مۀ کړه داسې وشي نو وړومبے ښکار به ئې هم پښتنه سيمه وي او تر ټولو زيات نقصان به ئې هم دې علاقو ته وي. دنيا له، د دنيا واکمنانو له پۀ سړه سينه سوچ کول پکار دي چې جنګ د يوې خبرې هم حل نۀ دے، جنګ بربادي ده او جنګ د تباهۍ زېرے دے. د جنګ يو او يوازې حل خبرې اترې دي. دنيا له د افغان مسئلې ته باقي د انسانيت پۀ نظر کتل پکار دي. دا مسئله نوره د انسانيت پۀ بنياد پۀ انتهائي سنجيدګۍ سره اوچتول او هوارول پکار دي. دنيا ډېره مخکښې تلې ده. نن نړۍ د مريخ او خلا پۀ فضاګانو کښې لګيا ده خو لۀ بده مرغه پۀ دې سيمه کښې اوس هم د جنګ وېره ده. کۀ نړۍ او د نړۍ واکمنان پۀ رښتيا د امن دعوېدار وي نو بس افغانستان کښې به د جنګ ټکي ته بند وهل وي.

  • قيصه زما د مسقبل سائله! – پښتون

    قيصه زما د مسقبل سائله! – پښتون

    دنيا کښې خواوشا اووۀ اربه خلک ژوند کوي. کۀ د خاص خلکو خبره کوو نو څو قسمه دي ځکه چې څوک د دولت پۀ وجه خاص وي، څوک د څوکۍ پۀ وجه او څوک د خپل کار او زيار پۀ وجه. د دولت او څوکيو لۀ وجې شهرت تر څۀ مودې وي ځکه چې دواړه دغه توکي تلعمري نۀ وي. خو يو وصف د ځنې انسان داسې وي چې هغه تل ترتله د خلکو پۀ زړونو کښې ژوندے ساتي او د زمانې ګردونه ئې خاپونه نۀ شي ورانولے. داسې ډېر وصفونه شته چې انسان ژوندے ساتي خو بيا داسې ډېر کم وصفونه دي چې انسان د ژوندي ساتلو سره سره دغه انسان پۀ نورو خلکو نازوي هم . خبره ډېره نۀ شاربو او راځو خپل مطلب ته. د تېرې مياشت پۀ شلمه يعنې پۀ ۲۰ جون ټول پښتون اولس د پښتو ژبې وتلے، منلے او اولس ستائيلے د پښتنو د کوڅو جادوګر شاعر ښاغلے رحمت شاه سائل صېب داسې وستائيلو چې روايت مات هم شو او جوړ شو. پۀ دې خبره نۀ کوو چې د سائل صېب د نمانځنې ورځ ولې مخې ته راغله ځکه چې خبره به اوږده شي . خو دا خو به ضرور وايو چې څنګه پۀ لوے کچ سائل صېب وستائلے شو. کۀ څۀ هم سائل صېب د فن هغه پړاو او هغه مقام ته رسېدلے چې ورته د ستائنې هډو ضرورت نشته خو بيا هم د ځان ځانۍ او ادب بېزاره چاپېرچل پۀ دې لنډ تنګ وخت کښې داسې د اولس لۀ خوا پۀ دومره مينه د سائل صېب ستائل وړه نه بلکې لويه خبره ده. کۀ وګورو نو ژوندي قامونه تل هم داسې کوي خو مونږ ته دا خبره عجيبه ځکه لګېده چې مونږ پۀ حېث د قام مرده پرست يو او پۀ ژوندوني ډېر خال خال د چا عزت کوو. خو ولې د سائل صېب پۀ قيصه کښې دغه روايت څۀ چې دغه تور هم مات کړے شو او پۀ ياده ورځ پۀ ټولنيزو رسنيو صرف او صرف د سائل صېب د نامې او ټکيو رنګونه خوارۀ وارۀ وو. او داسې يو عجيبه کېفيت ؤ چې چا ته هم دا غږ رسېدو نو دغه غږ ئې بدرګه کولو. اوس سوال راپېدا کېږي چې اخر ولې؟ دا سوال خو اول راپېدا کېدل نۀ دي پکار ځکه چې خپل يو اتل او قامي مبارز ستائل څۀ ناشونې نۀ ده خو لکه څنګه چې مونږ ووئيل چې مونږ بلد نۀ يو نو ځکه راته دا هر څۀ ډېر ناوياته او وړومبي ځلي ښکاره شو. بهر حال، دا ځکه چې سائل صېب کۀ يو خوا د دور يو لوے شاعر دے نو بلخوا ئې غږ دومره زورور او ټکي دومره جادوګر دي چې ځان ئې نۀ صرف هر چا ته رسولے دے بلکې پۀ هر چا ئې ځان منلے هم دے. او ځکه مونږ ښۀ پۀ ډاډ دا وئيلے شو چې سائل صېب د ګوتو د شمېر هغه يو څو د قلم خاوندانو کښې دے چې پۀ ژوند نازولے، ستائيلے او منلے شوے دے. د سائل صېب هر شعر د خپل قام يوه وريته چغه ده. د سائل صېب هر شعر د خپل قام د درد يوه څړيکه ده . د سائل صېب هر شعر د خپل قام د پرهر پرهر وجود يو تصوير دے. د سائل صېب هر شعر کښې د وطن فريادونه، ښائستونه او دردونه پټ دي. سائل صېب کۀ خاوره ژاړي نو ستائي ئې هم . کۀ ژاړي نو ځانله نه بلکې د قام پۀ غم ژاړي. کۀ د وطن پۀ پسرلو مئين دے نو هسې نۀ دے بلکې د ژوند پۀ ډېرو دشتو اوسېدلے دے . کۀ جادوګرو ټکي ورسره دي نو هسې نۀ دي بلکې د ژوند پۀ لمبو کښې ډېر ډېر لمبېدلے دے. کۀ غږ ئې جانان ته رسي نو هسې نۀ ده بلکې د يار کوڅو کښې ډېر لوغړېدلے دے. کۀ حالاتو هر څومره ځپلے دے خو ورک شوے نۀ دے بلکې هر ځاے ټوکېدلے دے . دا ولې؟ دا ځکه چې سائل صېب ځانله نه بلکې خپل قام له ژوند کوي. او هم دا وجه ده چې سائل نن پښتانۀ درنوي، ستائي او مني . يو ځل بيا وايم چې سائل صېب ته هېڅ قسمه د ستائنې اړتيا نشته ځکه سائل ځانله يو دور او مکتب دے خو دا هم بې درېغه د خوشالۍ خبره ده چې پښتانۀ شکر دے دومره شو چې پۀ ژوندوني خپل يو اتل او محسن وستائي. دا لړۍ کۀ يو خوا پۀ دې بابله ډېره د ستائنې وړ ده نو بلخوا بايد چې مونږ خپلو اتلانو لپاره هم داسې جذبه اومينه ولرو ځکه داسې جذبه کۀ د مينې زېرے راوړي نو د يو قام د ژوندي کېدو اعلان هم کوي.

    قيصه زما د مستقبل سائله

    چې شپه لري څنګ به سحر نۀ لري

  • دوه کوچېدلي نابغه – پښتون

    دوه کوچېدلي نابغه – پښتون

    خداے بخښلے امير رزاق امير او محب الله شوق چې پۀ کومه پښتنه مينه او اخلاص د پښتنو د بېدارۍ او پرمختګ سندرې وئيلې دي، د هغې لپاره دا پاڼې کمې دي. دواړه د پښتنو سترګور پۀ يو داسې چاپېر چل او ټولنه کښې پېدا وو چرته چې هر خوا د غم ساندې او اهونه وي. خلک ډېر وي، درد هم هر سړے محسوسولے شي خو داسې خلک ډېر کم وي څوک چې د قام درد نۀ صرف نګېرلے شي بلکې پۀ هغې دړدېږي هم. دا دواړه د قلم خاوندان د پښتنو هغه قلمکاران دي چې دوي د قام پۀ غم او درد کښې ژوند تېر کړے دے. کۀ د ارواښاد امير رزاق امير خبره کوو نو کۀ د شعر او پۀ شعر کښې ئې د نظم او غزل پۀ ژبه د قام بېدارولو کښې ونډه لرلې ده نو د نثر لۀ لارې ئې هم خپله ذمه واري ترسره کړې ده. کۀ پۀ خوب کښې ښار ناپرسان ته ځي او د جادوئي ټکيو پۀ مرسته مونږ ته د ښار ناپرسان حال وائي نو د تنقيد پۀ لارو کښې هم پۀ ښۀ پۀ روانۍ او زړورتيا مزل کوي. دا هر څۀ هسې نۀ وو. کۀ خداے بخښلي زړۀ خوړلے دے نو پۀ حالاتو هم پوهه ؤ ۔ کۀ د دنيا ناکړدې ئې ليدې نو لوستے هم ؤ. کۀ پۀ دردونو پوهه ؤ نو پۀ ټکيو کښې ئې د دردونو علاجونه هم لټول. دا سترګور اديب صرف تر دغه حده پاتې نۀ ؤ بلکې د بابا د لوے کاروان غړے هم ؤ. د خپل قلمي جهاد سره سره ئې مضبوطه او فعاله ونډه پۀ قامي تحريک او د قام پۀ بېدارۍ کښې هم لرله. د ګوند د سېوري لاندې د ملاکنډ ډوېژن د ملګري ليکوالانو ارګنائزر هم ؤ. خدائي خدمتګار هم ؤ او تکړه سياسي فعال هم ؤ. د پښتنو د لوے کاروان دا بې بدله سترګور د جون پۀ نهمه نېټه لۀ دې فاني نړۍ څخه وکوچېدو او د درګۍ پۀ ادب خېزه او مسته خاوره کښې خاورو ته وسپارلے شو.

    هم دغه شان د مردان، طورو محب الله شوق هم د بابا د لوے کاروان يو نابغه ؤ. کۀ شعر ئې رسا دے نو طنز و مزاح ئې هم خپل يو خوند لري. کۀ سکرپټ کښې ئې عمل پسندي وه نو صداکاري ئې ثاني نۀ لرله. خداے بخښلي شوق صېب رېډيو او ټي وي لپاره بې شمېره ډرامې، فيچر پروګرامونه او معياري ليکنې کړې دي. دا هم د شوق صېب کمال دے چې د مردان زيات تر بلکې زيات تره پښتانۀ د قلم خاوندان هم دوي پي ټي وي سره متعارف کړي دي. کۀ د ساهو ليکونکيو مرکې ته پۀ باقاعده توګه راغلے نو د مردان اولسي ادبي جرګه کښې د محترم ډاکټر اسرار صېب، خداے بخښلي اندېش صېب پۀ شان وتې خلکو سره هم پاتې شوے. شوق صېب د شمېر پۀ هغه يو څو کسانو کښې دے چې کۀ حالات هر څومره تراخۀ شوي دي خو نۀ خو د خپلې خبرې نه اوړېدلے دے او نۀ ئې خپله لار بدله کړې ده. خداے بخښلے پۀ باچاخان او خدائي خدمتګار تحريک کلک مئين مبارز ؤ. سرکاري نوکري ئې هم کړې ده خو خپل سوچ ئې هم پرمخ بوتلے دے او د يو څيز ئې هم پروا نۀ ده کړې. مرحوم شوق صېب صرف يو شاعر او ليکوال نۀ ؤ بلکې پۀ بېلا بېلو اصنافو ئې پوره دسترس لرلو او د تنقيد پۀ مېدان کښې ئې هم خپل يو مقام ؤ. “د شګو لار” ئې د طنز و مزاح يو غوره مثال دے ۔ شاعري ئې ښۀ کافي کړې ده خو ناچاپه ده. دا بې بدله اديب،شاعر، براډکاسټر، افسانه نګار، ناقد او د طنز و مزاح ليکونکے د جون پۀ نولسمه نېټه د اوږدې ناروغۍ وروستو پۀ حق ورسېدو۔ کۀ دواړو اروښادانو ته ګورو نو ژوند ئې پرانستے کتاب دے چې د هر باب پۀ هره پاڼه ئې د قام او ژبې رنګونه شيندلي پۀ نظر راځي. دواړو د خپل قام د روڼ سباون خوبونه ليدلي دي. دواړو د خپل قام بده ورځ ژړلې ده. دواړو د خپلې ژبې ساندې وئيلې دي او دواړو ښۀ پۀ خلاص مټ او لوړ غږ د قام غږ پورته کړے دے. عوامي نېشنل ګوند نۀ صرف خپل سترګور، د قلم خاوندان ستائي بلکې پۀ يادولو ئې درنوي هم. هم دغه وجه ده چې د ارواښاد طاهر اپريدي پۀ شمول د ارواښاد امير رزاق امير او محب الله شوق پۀ ياد کښې د ګوند د صوبائي کلتوري څانګې تر سېوري لاندې د دوي تعذيتي رېفرنس وشو چې پۀ کښې د دوي پۀ کار، ژوند او هلو ځلو او د قامي تحريک لپاره د دوي پۀ کردار خبرې وشوې. خداے دې درې واړه سترګور وبخښي. روحونه ئې ښاد!

  • “سل دې ومره، يو دې مۀ مره” اصولي سياسي مبارز عثمان کاکړ – پښتون

    “سل دې ومره، يو دې مۀ مره” اصولي سياسي مبارز عثمان کاکړ – پښتون

    پورته ورکړے شوے متل پۀ پښتو ژبه او پښتنو کښې ډېر زيات مشهور دے خو د دې استعمال ډېر پۀ کمو موقعو کېږي ځکه چې دا متل هسې يوه خبره نۀ ده بلکې پۀ ځان کښې پوره د مېړنتوب، باتورۍ، بهادرۍ، ارمان او حسرتونو يو ډک د معنو سمندر ګرځوي . دا متل پۀ وئيلو کښې ډېر اسان دے خو هر سړے د دې پۀ چوکاټ کښې نۀ راځي. دا متل صرف د هغه خلکو، د هغه سترګورو، د هغه قامپالو،د هغه نرانو او د هغه مبارزينو لپاره پۀ کار راځي څوک چې پۀ يو ځان د ټول قام برابر وي، څوک چې داسې سترګې لري کومې چې ډېر مخکښې کتل کولے شي، څوک چې د قام پۀ ښۀ او بده کښې هر ځاے لۀ هر چا مخکښې ولاړ وي.

    ارواښاد عثمان کاکړ يو لۀ دغه خلکو دے چې کله ئې د حادثې خبر راغے نو د هر چا لۀ خولې ورته دعاګانې شروع شوې او چې کله ئې د مرګ تريخ او ناقابل يقين خبر راغے نو هر د سړي د خولې نه دا متل د چغې پۀ شکل کښې ووتو چې ” سل دې ومره، يو دې مۀ مره”. د عثمان کاکړ پۀ سياسي مبازره او زورور غږ خبره کوو خو اول راځو چې د نر کاکړ لږه پېژندګلو وکړو.

    عثمان کاکړ پۀ کال 1961 کښې د بلوچستان پۀ سېف الله قعله کښې زېږېدلے ؤ. پلار ئې سردار عبدالقيوم خان کاکړ یو قومي مشر او خېلخانه او ټبر ئې پۀ خپل قام کښې د مشرولۍ او اتلولۍ پۀ صفتونو ياد دي.

    ارواښاد عثمان خان کاکړ وړومبنۍ زدکړې د هندو باغ پۀ ځائي تعليمي ادارو کښې، څوارلسم ئې پۀ بهاولپور او اعلى تعلیم ئې د کوټې پوهنتون نه حاصل کړو. عثمان کاکړ پۀ معاشياتو او قانون کښې لوړې زده کړې حاصل کړې وې او يو زيرک طالبعلم، پوهه او باشعوره انسان ؤ.

    عثمان خان کاکړ ایله شپاړس کلن ؤ چې سیاسي مبارزې ته ئې ملا وتړله. هغۀ پۀ کال 1977 کښې عملي سياست د پښتون سټوډنټس ارګنائزېشن او نېشنل عوامي پارټي پښتونخوا څخه شروع کړو.

    پۀ کال 1983 کښې د مزدور کسان پارټۍ د طالب علمانو څانګې سرحد سټوډنس فېډرېشن او د نېپ پښتونخوا پښتون سټوډنټس ارګنائزئشن انضمام وشو او د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن پۀ نوم یو نوے سټوډنټس تنظیم جوړ شو.

    پۀ کال 1987 کې د پښتنو پۀ اهم مرکز پېښور کښې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائزېشن په وړومبي کانفرنس کښې عثمان کاکړ د دغه سازمان سېکټري اول منتخب شو.

    پۀ 1986 کې پښتونخوا نېپ او پښتونخوا مزدور کسان پارټۍ د پښتونخوا ملي عوامي اتحاد پۀ نوم د پښتنو ګوندونو اتحاد جوړ کړو. او هغه د دې اتحاد د مرکزي کونسل غړے شو.

    پۀ کال 1989 کښې دغه اتحاد پۀ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ بدل شو. او د تاسيسي کانګرې څخه پس پۀ اول صوبائي کانفرنس کښې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د جنوبي پښتونخوا صوبائي سینئیر سېکټري وټاکل شو.

    پۀ کال 2007 کښې د جنوبي پښتونخوا پۀ صوبائي کانفرنس کښې صوبائي صدر منتخب شو.

    پۀ کال 2013 کښې د پارټۍ د صوبائي صدر سره سره د پارټۍ پۀ څلورمه کانګره کښې مرکزي سېکټري هم وټاکل شو. چې د خپل ژوند تر اخره د ګوند صوبائي صدر او مرکزي سېکټري پاتې شو.

    ارواښاد عثمان خان کاکړ پۀ خپله 44 کلنه سياسي مبارزه کښې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بېرغ لاندې د اېم ار ډي، جنېوا امن کمېټۍ، پښتون رهبر کمېټۍ، پونم، اے پي ډي اېم، پي این ډي اے او پی ډي اېم د لارې د یو سیاسي کارکن او رهنما پۀ حېث د قومي خپلواکۍ، چتراله تر بولانه د پښتون ملي وحدت، پۀ ملي وسائلو قومي او اولسي واک و اختیار جوړولولپاره بې بدله مبارزه وکړه.

    دپښتنو د قامي اهدافو د حصول او پۀ ملک کښې د جمهوریت او حقیقي فېډرېشن د پاره عثمان خان کاکړ د 2015 نه تر 2021 پورې د پاکستان پۀ سېنېټ کښې یو زورور او مضبوط غږ ؤ. هغۀ د خپل ګوند پۀ استازي توب د پښتنو او نورو محکومو قامونو د برابر، باعزته او میعاري ژوند لپاره زورور رول ادا کړو .

    د ارواښاد کاکړ صېب سياسي مبارزه نۀ خو هېرېدونکې ده او نۀ به ئې تشه پوره شي ځکه چې داسې اتلان چېرته پۀ پېړيو کښې يو نيم پېدا کېږي . ځکه خو ورته د عوامي نېشنل ګوند مرکزي صدر ملي مشر ښاغلي اسفنديار ولي خان درنې پېرزوئنې وړاندې کړې او د کاکړ صېب پۀ کوچېدو ئې ووئيل چې مرحوم عثمان کاکړ پۀ ملک کښې د جمهوريت، د ائين سرلوړۍ او انساني حقونو پۀ لړ کښې نۀ هېرېدونکے رول ولوبولو. ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ خپل پېغام کښې دا هم زياته کړه چې نن ټول ملک او پۀ خصوصي توګه پښتون قام د يو مضبوط غږ نه محرومه شو.

    روح ئې ښاد، یاد ئې تل پاتې