د مۍ ورځ – پښتون
د مۍ وړومبۍ نېټه ټوله نړۍ کښې د مزدورانو يعنې خواري کښو د ورځ پۀ توګه نمانځلې شي. د دې ورځې د نمانځلو مقصد دا دے چې د محنت، خوارۍ او زيار اهميت ښکاره کړے شي او د دې يادونه وشي چې زمونږ ټولنه پۀ خوارۍ او محنت ولاړه ده. پۀ ژوند کښې چې څۀ […]
پي ډي اېم او د ګوند اصولي پرېکړه – پښتون
د اپرېل مياشت کښې عوامي نېشنل ګوند د پي ډي اېم څخه لارې جدا کړې . دا پرېکړه پۀ باچاخان مرکز کښې د ګوند د مرکزي مشرتابه د يو اوږد ناستي نه پس ترسره شوه . د ګوند د دې ګام نه يوه ورځ وړاندې پي ډي اېم عوامي نېشنل ګوند او پيپلز ګوند ته […]
د اېمل ولي خان سپينې سپينې خبرې – پښتون
د قبائيلي ضلعو ټول اختيارات دې پۀ فوري توګه سول انتظاميې ته وسپارلے شي ۔۔۔۔۔۔ د پنځويشتم ائيني ترميم نه پس د اختياراتو کنټرول پۀ مخصوص لاسونو کښې پاتې کېدل نۀ منو ۔۔۔۔۔۔ خاصه دار فورس دې پۀ پوليس کښې ضم کړے شي ۔۔۔۔۔۔ خاصه دار فورس لپاره دې مراعات اعلان کړے شي ۔۔۔۔۔۔ ضم […]
د غزل د بابا حمزه خان شينواري اوويشتم تلين او يو خط – اداره
حمزه بابا، د پښتو د غزل بابا، يو داسې دور چې دورونه ترې روان دي، يو داسې انداز چې پۀ هر چا خور وور دے، يو داسې پل چې کلاسيک او جديد دور ئې سره تړلي، يوه داسې وږمه چې د پښتو ادب پۀ هر صنف کښې ئې خوشبويۍ ژوندۍ دي، يو داسې تخليق کار […]
سيمينار، قامي سياست کښې د ښځو کردار – پښتون
دباچاخان اوونۍ او د انجمن سل کلن جشن پۀ وياړ د تابيا شويو سيمينارونو پۀ لړۍ کښې باچاخان مرکز کښې د جنورۍ پۀ پنځويشتمه نېټه د “قامي تحريک کښې د ښځو کردار” عنوان لاندې يو ډېر مهم سيمينار ترسره شو. دا سيمينار د ګوند زنانه نائب صدرې ارم فاطمه پۀ صدارت کښې وشو چې د […]
سيمينار، انجمن اصلاح الافاغنه او باچا خان – پښتون
د باچاخان اوونۍ پۀ وياړ د اوونۍ پۀ دوېمه ورځ يعنې د جنورۍ پۀ يويشتمه نېټه د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه او باچاخان” عنوان لاندې سېمينار تابيا شوے ؤ. د دې پروګرام د نظامت چارې مشهور شاعر، اديب، ليکوال او پوهان پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت ترسره کړې. د […]
د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن د پرانستې تاريخي دستوره – پښتون
د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر، د باچاخان ټرسټ ډائرېکټر او د ځوانانو سر لښکر اېمل ولي خان يوه خبره کوي چې، “خلک سياست ته راشي، حکومت ته هم ورسي خو بيا پينځه، لس يا بيا پينځلس کاله پس ورک شي او يا چا ته د مخ ښودلو هم نۀ وي. . . خو نن […]
د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون
(دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته کړے ؤ او “پښتون” ګڼه کښې پۀ 11 نومبر 1939ز د روژې د مياشتې پۀ اتويشتمه چاپ شوے دے. فخر افغان چې دې تقرير کښې څۀ فرمائيلي دي هغه ټک پۀ ټک نن رښتيا شوي دي. “پښتون” دا تقرير د […]
د پاکستان پارلېمنټ ته د باچا خان اولنے تقرير
د دې کټوتي تحريک نه زما مقصد دا دے چې زۀ د پاکستان د انتظاميې متعلق ايوان ته ځنې حقيقتونه څرګند کړم. زما مقصد او غرض هېڅ کله دا نۀ دے چې پۀ حکومت بې ځايه تنقيد وکړم. د دې تحريک نه زما مقصد دا هم دے چې زۀ د پاکستان حکومت او د نورو […]
خبردار؛ دا مۀ لولئ! – پښتون
د علم نفسيات يوه اصطلاح ده چې “نرګسيت” ورته وئيلے شي. څوک هم چې پۀ دې “بيمارۍ” کښې ښکېل شي نو هغه بيا پۀ ځان کښې داسې ورک شي چې بل څوک ورته لۀ سره پۀ نظر هم نۀ راځي. داسې سړي ته نرګسي وئيلے شي او داسې سړے بيا نۀ صرف د خود پرستۍ […]