چړې (لنډه قیصه) – وږمه سبا عامر
زما اوس هم یخني کېږي؛ بدن مې رېږدي، زړۀ راته وبرېښېږي، د هغوي سترګې رپېدلې، خبرې ئې سره نۀ کولې. د هر یوۀ لاسونه ترشا کلک تړل شوي وو. ټول کلی راټول شوی ؤ. تېر ماښام ئې د کلي د جوماتونو پۀ لاسپیکرونو کښې پۀ وار وار اعلانونه کېدل چې سبا ته به ټول کلیوال خپل کارونه پرېږدي او د ماسپښین تر لمانځۀ وروسته به د کرکټ مېدانۍ ته سره ټولېږي. کۀ څوک رانۀ غلل نو ځان له به خپله سزا ټاکي. ټول کلی راټول شوی ؤ. د کلي مولوي پۀ لاسپیکر کښې پۀ رېږدېدلي غږ خبرې وکړې. د اسلام، خدای، رسول او احادیثو خبرې ئې وکړې. ټول ورته غوږ غوږ وو. چا هم څۀ نۀ
الف جان خټکه: د پښتو شال – عثمان خټک
خدايه سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا اجمل خټک پۀ څوارلسم ستمبر دوه زره نولسم ماښام چې څۀ وخت د الف جان ورارۀ طاهر ضياء ما ته د الف جان د مرګ خبر راکړو نو پۀ يو طرف مې ټول ملګري خبرول، د پارټۍ مشرانو ته مې هم د غم خبر رسولو نو بل طرف مې دا فکر هم کولو چې زۀ به اوس احمدي بانډې ته پۀ کومه بهانه ځم؟ اول حکيم شېر حسن، ورپسې شېر اسلام ماماجي او نن الف جان خټکه – دا درې واړه پۀ احمدي بانډه کښې د باچا خان د تحريک هغه سپېڅلي
د الف جان خټکې غمرازي
خدائي خدمتګار تحریک د پښتون افغان قام او خاورې یو داسې تحریک دے چې دنیا کښې ئې ډېر کم مثال پېدا کېدے شي. دې تحریک دې قام او خاورې ته د عدم تشدد پۀ فلسفه د عمل کولو د پاره یو منظم چوکاټ ورکړو. د تعلیم نه تر معاشرت او تر معاشیاتو، ادب او کلتور دې تحریک پۀ پښتون قام او خاوره مثبت اثرات وکړل. الف جان خټکه د دې تحریک یو داسې نوم دے چې د “پښتون” پۀ پاڼو ئې د پېرنګي خلاف د وطن ازادۍ د پاره یو شمېر نظمونه او لیکونه چاپ دي. فخرِ افغان بابا چې به وئیل چې د ښځو د غېر فعالیت سره زمونږ
هېر به مې نۀ شي حضرت الله بابا – @SaleemK37205727
د “سپېځلي کردارونه” پۀ نامه د خدائي خدمتګار غورځنګ یو شمېر سپېځلي کردارونه د “پښتون” سینه کښې خوندي شوي دي. د “پښتون” بیخي وړومبۍ دوره کښې د “هېر به مې نۀ شي” تر سرخط لاندې د داسې واقعاتو او خاطرو د جمع کولو هڅه شوې ده چې د پښتون قامي تحریک ورک کردارونه او د هغوي ویاړلې واقعې لټولو کښې زمونږ مرسته کوي. اوس هم، کله چې داسې کوم کردار یا خاطره تر مونږ راورسېږي، د “پښتون” برخه شوې وي. د تېر اپرېل ګڼه کښې زمونږ د مشر رحمت شاه قرېشي لۀ خوا د ټانک او ګومل د خدائي خدمتګارانو پېژندګلو لیکلو نه پس د لاچۍ څخه د مشر اعجاز
الف جان خټکه – شګفته محمدزۍ
پښتانۀ د شپږ اووۀ زره کلونو راهسې د دوو لویو سیندونو امو او اباسین تر منځ پۀ یوه داسې خاوره اوسېږي د کومې پۀ پېدایښت چې خداے د ښائست حد کړے دے. دلته موجود غرونو، سیندونو او ځنګلونو د دې ښکلا لا زیاته کړې ده. نړۍ کښې دا یوه ځانګړې جغرافیه ده چې خداے ئې غېږې ته څلور موسمونه بخښلي دي. د دې ځانګړې جغرافیې دننه د زمکې د لارو او د معدني خزانو د لوټلو پۀ عرض وخت پۀ وخت حمله کوونکو پۀ دې حملې کړې دي چې ورسره د پښتنو ټولنیز (Social)، سیاسي (Political) او ادبي (Literary) ژوند متاثر شوے دے. هم دا وجه ده چې پښتنو پۀ
د الف جان خټکې مرثیه
د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه پۀ پټو سترګو د دنيا نه الف جانه لاړه د پښتنو د باغ ګلاب لاړلو مړاوے شولو فضا غمژنه د ادب شوله چې ګرانه لاړه چا چې ټول عمر د پښتو ژبې خدمت کړے دے چا چې وطن سره بې کچه محبت کړے دے چا چې د ظلم د دستور نه بغاوت کړے دے چا چې پۀ دې ازغن ماحول کښ هم جرأت کړے دے لاړه فنا شوه لکه ګل د ګلستانه لاړه د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه هغې پۀ دې وحشي ماحول کښ خوشبوي خوروله هغې پۀ مړو زړونو کښې بېرته زندګي خوروله پۀ دې غمژن غمژن وطن
“د خوشحال خان خټک وصیت” – الف جان خټکه
د سر اقبال لاهوري د نظم دا ژباړه فقط یوه Replica نۀ ده، تشه ترجمه نۀ ده، بلکې د دې ترجمې پۀ شا د یو خاص فکر د ترجمانۍ مقصد پروت دے. “د مغل پۀ ځاے انګرېز پۀ تا قابض شو” نه وړاندې برخه لوستلو سره ښکاري چې دا نظم الف جانې بې بې د سر اقبال نظم پښتو ته راوړلو د پاره نۀ ده کړې – سر ډاکټر محمد اقبال پۀ خپل کتاب کښې هغه پند به پۀ پښتو ژبه بيان کړم “قبیلې خېلونه ورک بويه پۀ قام کښې زۀ مئين يم پۀ هغو ښکلو ځوانانو د مغل نه پۀ هېڅ شان کم کوزه نۀ دے ما د زړۀ
د صوابۍ د علاقې دوره – ارباب عبدالغفور خان
او پۀ مانېرۍ کښې د یوې ناخوشګوارې واقعې پېښېدو پۀ وجه د فخرِ افغان صاحب د درې ورځو د روژې اعلان پۀ یوولسم اپرېل مونږ د چچ د دورې نه واپس شو. د هنډ پۀ ګودر را پورې وتو. دلته پۀ هنډ کښې مو جلسه وکړه. ماښام صوابۍ ته راغلو. دلته هم يوه عظيم الشانه جلسه وشوه. فخر افغان صاحب تقرير وکړو. شپه مو پۀ صوابۍ کښې وکړه. بله ورځ پۀ دولسم اپرېل سحر لۀ صوابۍ نه روان شو، مانېرۍ ته راغلو. دلته يوه واقعه پېښه شوه چې د هغې نه د فخر افغان صاحب زړۀ ته ډېر دړد ورسېدو. د واقعې تفصيل دا دے: چې مونږ څۀ وخت مانېرۍ
وخت (لنډه قیصه) – ثناء ساپۍ
د سهار څلور بجې وې – موبایل مې زنګونه پېل کړل. لۀ ځانه مې لرې ایښی ؤ، ما وئیل هسې نۀ پۀ خوب کښې ئې مړ نۀ کړم. پۀ زنګ وېښه شوم خو لۀ لاسه مې نۀ کېدل چې پورته شم. پر کړکۍ لۀ پرتو څاڅکو پوهه شوم د باندې باران ؤ. د موبایل زنګ د څو دقیقو لپاره بند شو خو بېرته ئې شور پېل کړ. پۀ عذاب ئې کړم. را پاڅېدم. یکشنبه ده. لندن پۀ دې ورځ غلى وي، خلق ويدۀ، ټرانسپورت خوب وړى ورو او پۀ ځنډ حرکت کوي. زما اورګاډى خوښ دی. چابک دى. بس بيا د یوۀ ساعت لار پۀ دوو کښې وهي. هر ځای ودرېږي. کله
د ژوند ګاډے (“پښتون” – څلورم دسمبر 1945) – روشن عبدالغني
څنګه چې د يو د ګاډي دوه پايو ته ضرورت وي، دغسې د ژوند د ګاډي ښځه او نر دوه پايې دي. کۀ چرې د ګاډي يوه پايه نقصاني وي نو دا ګاډے به غوايان څنګه خپل منزل مقصود ته ورسوي او کۀ فرض کړه و ئې رسوي نو پۀ ډېر تکليف او مشقت به ئې ورسوي. د دې نه څوک انکار نۀ شي کولے چې د دنيا پۀ تهذيب جوړولو کښې د ښځو ډېر لوے لاس دے؛ دا بېله خبره ده چې د سړي او ښځې فرائض جدا جدا دي – بهرحال، ښځې د سړو سره مدد ضرور کولے شي. د ښځې اول فرض دا دي چې خپل کور
پښتونخوا د مارشل لاء لاندې – عبدالرؤف یوسفزے
#ANPRejectsAACP Action in Aid of Civil Power Regulation دا خبره کله هم د منلو وړ نۀ ده چې ګنې د عوامي نېشنل پارټۍ د نعرې “خپله خاوره خپل اختیار” اثر نشته – کۀ اثر ئې نۀ ؤ نو د اسټېبلشمنټ لۀ خوا به د دې نعرې مخه نیولو د پاره د څلور لکهه فوجیانو انتخابي عمل کښې ډیوټي نۀ لګېده، اربونه به د انتخاباتو پۀ عمل non-auditble نۀ لګولے کېدل او دومره اوږد الېکشن انجینئیرنګ به نۀ کېدو. د اسمبلۍ د ډپټي سپیکر پۀ حقله کښې د شپږ پنځوس زره جعلي ووټونو د کنفرمېشن نه پس د کال 2018 پۀ الېکشن چې اصل کښې سلېکشن ؤ، د ټول اپوزیشن اعتراضات
د الف جان خټکې نظم او د تحریک انصاف برقعه – پښتون
د وړومبۍ جولائي 1946 پۀ “پښتون” مجله کښې د الف جان خټکې یو نظم نه وړاندې فخرِ افغان بابا یوه یادګیرنه لیکلې ده چې: “پینځویشت روپۍ انعام الف جان خټکې ته ورکړے شو د محترم قيمت شاه خان صاحب د انعامي اعلان مطابق ما هغه ټول مضمونونه او نظمونه چې کوم د موجوده غېر اسلامي رواجي پردې د ختمولو پۀ موضوع راغلي وو، منصفانو ته حواله کړل. هغوي د الف جانې صاحبې لاندې ليکلے شوے نظم د انعام د پاره خوښ کړو او فېصله وشوه چې دا انعام دې الف جان ته ورکړے شي. د پردې متعلق زۀ دومره قدرې وئيل مناسب ګڼم چې کومه پرده د مسلمانانو د پاره
الف جان خټکه او خدائي خدمتګاري – “پښتون”
د الف جان خټکې سره شوې دا مرکه د اګست 2009 پۀ “پښتون” کښې ]مخونه [21-17 چاپ ده چې مونږ ئې هغه وخت د ادارې لۀ خوا لیکلي نوټ سره پۀ دې ځانګړې ګڼه کښې یو ځل بیا د “پښتون” لوستونکو د پاره خوروو. الف جان خټکه د ازادۍ د تحريک خدائي خدمتګار يو نۀ هېرېدونکے نوم دے او د هغې شاعري، مضامين او د ازادۍ د پاره نورې هلې ځلې د خدائي خدمتګار تحريک د تاريخ يو روښانه باب دے. د الف جان پۀ حقله د ډېر وخت نه دا تاثر عام ؤ چې خداے مۀ کړه، هغه وفات شوې ده. د پښتونخوا ټېکسټ بک بورډ او باچا خان
د الف جان خټکې روح سره مکالمه – نور الامین یوسفزے
تپوس: تۀ څوک یې او ستا مرام څۀ دے؟ ځواب: دا سوال خو ما د خپل ځان نه هم پۀ څو کرته کړے دے چې زۀ څوک يم؟ زما د زېږون مقصد څۀ دے او زۀ د چا څۀ يم؟ خو هر ځل هر وار زما دغه سوال هم پۀ ما راتمبېدلے دے او زما مخې ته د يو بل سوال پۀ شکل کښې ودرېدلے دے. بيا ما د خپل ځان نه دا پوښتنه کړې ده چې زۀ څوک يم؟ د چا څۀ يم او کۀ نه پۀ خپله هم څۀ يم؟ تپوس: دا څۀ دومره ګران سوال خو نۀ دے او د دې سوال ځواب هم ډېر ساده باده
باغي شاعره الف جان خټکه – م ر شفق
باچا خان چې پۀ کال 1928 کښې ”پښتون“ رساله جاري کړه نو د ازادۍ او قامولۍ تحریک پۀ قلمي او ادبي محاذ زړۀ پورې پرمختګ وکړو او پښتو شعر او ادب نوې غزونې وکړې. خدائي خدمت ګار تحریک ښۀ پۀ زور شور کښې روان ؤ؛ دقومي ازادۍ تحریک دپاره ادیبان شاعران را وړاندي شول. د باچا خان ”پښتون“ مجلې لیکونکو کښې یو څو مېرمنې هم وې. دغو کښې س ب ب )سیده بشريٰ بېګم( او د احمدي بانډې کوها ټ الف جان خټکه زیات شهرت لري. محترمې س ب ب د پینځۀ اتیا )85( کالو پۀ عمر کښې د وفات کېدو تر وخته ادبي رشته نۀ وه پرېکړې. کال 1956
افغانه ښځه: لۀ پټي تر بازاره – میر احمد یاد
د افغانو ښځو پۀ اړه لۀ ډېر پخوا راهسې تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې دوي لۀ خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. پۀ لومړنیو حقونو کښې پر پېدائش لۀ خفګانه واخله تر جبري نکاح او د تعلیم د حق نه محرومیت پورې ټولې ناخوالې راځي. دا برخه د یوۀ حقیقت په توګه منل پۀ کار دي چې افغانې ښځې اوس هم پۀ ډېرو ځایونو کښې لۀ خپلو لومړنیو حقونو محرومې دي، پۀ دې اړه لا هم ډېر کار او ډېرې مبارزې ته اړتیا ده. خو دې ته هم کتل پۀ کار دي چې پښتنې ښځې د کورنیو اقتصاد نه واخله، د ملکونو پۀ اقتصاد کښې څۀ ونډه لرلې
“افغان امن کانفرنس”، کابل، ۲۰۱۹ – “پښتون”
کابل کښې پۀ یو داسې وخت د “افغان امن کانفرنس” تابیا وشوه چې افغانان د خپل سر نوشت لیکلو د پاره د انتخاباتو نه د څو ورځو پۀ فاصله وو. افغانستان د جمهوریت نه لرې ساتلو او افغانان یو ځل بیا “شرمخانو” ته سپارلو د پاره د مؤقت حکومت، د ملي اردو د ړنګولو، د جمهوري ارتقاء پۀ شا کولو او د افغانستان د نړولو خبرې کېدې. داسې وخت کښې افغانان د افغانستان د پاره ودرېدل – د خپلو وینو او مینو سره ودرېدل. مونږ “افغان امن کانفرنس” کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان وروستۍ وېنا وړومبۍ راخلو. دې پسې هغه “اعلامیه” خپروو چې د دغه امن کانفرنس منتظمینو
الف جانه بې بې: د رڼا علامت – لائبه یوسفزۍ
ښځې هم زړونه لري زړۀ کښې خواهشات لري سر کښی مازغۀ لري، مزغو کښې احساسات لري یو دې تعلیم نه کړې محرومې د ړوندو پۀ مثال بل دې بندي کړې پۀ کورونو کښې د غلو پۀ مثال الف جانه خټکه تر دې دمه به پۀ اوړو کښې د مالګې پۀ حېث پښتون قام کښې یو څو تنانو ته پته وي چې الف جان خټکه د خپل وخت د خدائي خدمتګار تحریک یوه تکړه مبارزه قام پرسته مېرمن وه. الف جان خټکه پۀ کال نولس سوه اتۀ ویشتم ١٩٢٨ کښې د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې زېږېدلې وه. پۀ هاغه وخت کښې چې د نارینو د تعلیم شرح هم ډېره
ښځینه سوال او الف جان خټکه – خان زمان کاکړ
پۀ اسياء کښې لومړنی فيمينزم چې د نولسمې پېړۍ پۀ اواخرو او د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې د ټولنيز بدلون يو مهم قوت ؤ، پۀ عمومي توګه لۀ نظره اچول شوی دی. د هغه وخت پۀ ټولنيزو او سياسي نهضتونو، پۀ قامي او وطني مبارزو کښې، د خواريکښو پۀ احتجاجونو او د بزګرانو پۀ بغاوتونو کښې د ښځو د ګډون کچه او هم داسې د خپلواکو ښځينه سازمانونو د جوړېدو موضوع لا تر اوسه پۀ مناسبه توګه نۀ ده پېژندل شوې.1 د دې تشې د پوره کولو د پاره د سري لنکا يوې فيمينسټې څېړونکې کوماري جاياواردينا د”فيمينزم او نېشنلزم پۀ درېمه نړۍ کښې” تر سر ليک لاندې يو
د باچا خان د تقريرونو پۀ رڼا کښې د پاکستان حکومت او باچا خان: اسرار د طورو
باچا خان پۀ يو پېغام کښې پۀ مارچ 1948ز کښې فرمائيلي )دا پېغام هغوي د پاکستان دستور ساز اسمبلۍ ته ورکوي( – پۀ ما دا الزام لګولے شي چې زۀ او زما جماعت د پاکستان دښمنان دي – زما ديانتدارانه رايې دا وه چې هندوستان دې تقسيم نۀ شي، خو اوس چې دا تقسيم شوے دے نو د دې سره متعلق تنازعه ختمه شوه. مونږ د پېرنګي پۀ شان د طاقتور قوم مقابله کړې ده. د پېرنګيانو حکومت يو خارجي حکومت ؤ خو اوس د مسلمانانو خپل حکومت جوړ شوے دے؛ ما د پاکستان حکومت ته بيا بيا ووئيل چې مونږ تا سو له د حکومت کولو پوره پوره موقع
مرګه! چې راغلې تۀ،زۀ خلقو ته را یاده شومه – سیده حسینه ګل
د ادب او شاعرۍ سره زما د تعلق او تړون څۀ کم دېرش کاله به برابرېږي. زما د دې سفر د ابتداء یوه روحاني مشره خداے بخښلې سیده بشريٰ بېګم وه چې پۀ ادبي دنیا کښې د “س ب ب” پۀ نامه خپله یوه ځانګړې پېژندګلو لري – خو دې سره سره یو نوم به مې ډېر زیات اورېدو او پۀ ډېرو درسي او نورو کتابونو کښې مې د هغې یو پرله پسې ذکر اورېدو – الف جانه خټکه – دغه وخت کښې کۀ هر څو د دې دواړو تر څنګه محترمه زېتون بانو، فوزیه انجم او سلمٰي شاهین هسې لیکوالې د خپلو رڼاګانو سره موجودې وې خو د الف
ښځه: د ورکې عاطفې پته – څېړنوال عبدالغفور لېوال
هستي یو ښکلی ګل دی او ښځه ئې عطر پۀ افغانستان کښې چې د )انسان( حقونه تضمین نۀ شي، د )ښځو( حقونه به و نۀ پېژندل شي. ستونزه دا ده چې مونږ خدای مۀ کړه، ښځې لۀ انسانیته ویستلې دي او تر انسانیته بهر ئې د حقونو لپاره د شعارونو چغې وهو. د مصري ډاکتر )سینوهه( د ژوند بهیر یوې ښځې بدل کړ. څلور زره کاله پخوا سینوهه یو لوی کتاب ولیکلو. پۀ کتاب کښې ئې ډېرې خبرې وکړې؛ هڅه ئې وکړه چې ځان لۀ ښځې څخه پټ کړي. کوشش ئې کړی چې ښځه هېره کړي، لۀ خپل کتابه ئې وشړي بلکې لۀ خپل ژونده ئې وباسي، خو پۀ پای
الف جانه خټکه:د ازادۍ د غورځنګ مبارزه لیکواله – فېروز خان صادق
د پښتو انقلابي شاعره او د ازادۍ د غورځنګ ستره مبارزه او د فخرِ افغان باچا خان د کاروان خدائي خدمتګار تحريک فعاله نومياله قام پرسته ليکواله محترمه الف جانه خټکه پۀ بنيادي توګه د صوبه خېبر پښتونخوا د سوېلې ضلعې کرک پۀ يو کلي احمدي بانډه کښې د خداے بخښلي غني شاه صاحب کره زېږېدلې وه. د مرحومې د زېږون نېټې مختلفې ليکلې شوې دي چې پۀ هغو کښې ستر محقق محترم همېش خليل پۀ خپل مشهور تاليف “د قلم خاوندان” پۀ مخ نمبر 143 د دې د زېږون نېټه اتۀ ویشتمه فروري 1929ز ليکلې ده او هم د همېش خليل صاحب پۀ يو بل تاليف “پښتانۀ ليکوال” مخ
الف جان خټکه:یو تاریخ ساز شخصیت – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل
پۀ څوارلسم ستمبر کال 2019 پۀ سوشل میډیا باندې د ډاکټر سهېل خان لۀ خوا یو خبر خپور کړے شو چې پکښې ئې لیکلي وو چې د پښتو نامتو لیکواله خدائي خدمتګاره الف جان خټکه پۀ حق ورسېده. د دې خبر پۀ کتو ډېر خفه شوم. یو خوا کۀ مې ورته د بخښنې دعاګانې وغوښتې نو ورسره پینځویشت کاله پخواني واقعات را پۀ زړۀ شول او غواړم چې د “پښتون” لوستونکو سره ئې هم شریک کړم. کله چې زۀ اکسفورډ یونیورسټۍ ته پي اېچ ډي کولو ته لاړم او پۀ خدائي خدمتګارو او د پښتونخوا د هغه وخت پۀ سیاست مې کار شروع کړو نو پۀ تحریک کښې د مېرمنو
الف جان خټکه – ډاکټر سهېل خان
الف جان خټکه پۀ لسم ستمبر کال نولس سوه اتۀ ويشتم د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې د غني شاه خټک کره زېږدلې وه. ابتدائي زدکړه ئې پۀ غېر رسمي توګه ترسره کړې وه او ورسره ئې د اتم، لسم او دولسم امتحانونه پرائیوېټ پاس کړل او بيا ئې پښتو اٰنرز پاس کړو. د تدریسي کېرئير ابتداء ئې د جے وي نه کړې وه او وروستو د سي ټي، اېس اي ټي او پرنسپل عهدې ته ورسېده. کال 1990 کښې د ټيري هائي سکولد پرنسپلې پۀ څوکۍ رېټائر شوه. د الف جانې نوم اول ځل د “پښتون” رسالې کال نولس سوه پینځۀ څلوېښتم (1945) ګڼه کښې مخې ته راغلو.
الف جانه خټکه، فیمنزم او خدائي خدمتګار تحریک – خادم حسېن
پېژندګلو: دې مقاله کښې زۀ يو څو سوالونو ته جوابونه وئيل غواړم. وړومبے دا چې نن دور د پدر-سرۍ يا نر-واکۍ سره تړلې د فيمنزم تهيوري او عناصر کوم کوم اړخونه يا شکلونه لري؟ دوېم دا چې د الف جانې خټکې د شاعرۍ او تخليق د 1940ز لسيزه کښې د نر-واکۍ يا پدر-سرۍ کومې کومې ځېلې او جرړې پۀ ګوته کړې وې او پۀ هغو ئې رسا ګزارکړے ؤ.؟ درېم دا چې د الف جانې خټکې دغه تخليقي شعور د کوم ځاے راټوکېدلے او لۀ کوم تحريک نه زېږېدلے ؤ؟ هغه تحريک پۀ کومو بنيادونو ولاړ ؤ او د پښتون افغان ملت د خپلواکۍ مبارزه کښې دغه تحريک د ملت
بنیادګري او ترهګري:یوه څېړنه – ډ. خادم حسېن
“بنیادګري او ترهګري” د ډاکټر خادم حسېن څېړنیزه لیکنه ده چې پکښې د انساني ټولنې دننه د بنیادګرۍ او ترهګرۍ اړخونه د نفسیاتي، سماجي او سیاسي سائنسونو رڼا کښې څېړلے شوي دي. دا مقاله اګاهو د کتابګوټي پۀ بڼه هاغه وخت خپره شوې وه چې افغانستان کښې د امن “مبینه” پروسه تر اوسني پړاوه رسېدلې نۀ وه، پاکستان نۀ خو لا د “ښۀ طالبانو” پۀ سر نۀ “ګرے لسټ” کښې شامل شوے ؤ او نۀ د کشمیر پۀ اړه د تېر پینځم اګست “نتیجې” سره مخ شوے ؤ. نن حالات زیات بد تره ځکه دي چې د “امن” مدعا مشکوکه ده، د امن پروسه د یو نوي خونړي دور اغاز
د یوې جینۍ خط (“پښتون” – وړومبۍ فروري 1946) – پښتون
ۀ اوس د صوبې پۀ دوره کوهاټ ته تلے وم. چې څۀ وخت احمدي بانډې ته لاړم نو دا يو خط ما له سالار صاحب اسلم خان راکړو. الف جان د احمدي بانډې يوه لوستې جينۍ ده، دا د هغې خط دے. د دې خط د لوستو نه معلومېږي چې د دې پښتنې جينۍ پۀ زړۀ کښې د پښتنو زنانو د ترقۍ او بهبود د پاره يوه رښتونې جذبه ده. زۀ ډېر خوشحالېږم چې پښتنې جينکۍ د خپلو خوېندو د ذليل ژوند احساس وکړي او د دې احساس جذبه قام ته ښکاره کړي. کۀ پۀ زنانو کښې بېداري پېدا شوه نو دا به زما د زړۀ يوه زړه ارزو پوره
پښتنو زنانو ته! “پښتون” – پینځلسم اګست 1945 – عبدالغفار
ما د”پښتون” پۀ پخوانو پرچو کښې هم خپلو پښتنو خوېندو ته ليکلي وو او دا ځل ئې بيا هم ليکل ضرور ګڼم چې د يو قوم د ترقۍ د پاره کوشش يواځې د نارينو فرض نۀ دے بلکې دا فرض پۀ زنانو او نارينو يو شان عائد کېږي. مګر د بد قسمتۍ نه زمونږ پښتنې زنانه پۀ دې مېدان کښې هېڅ حصه نۀ اخلي. دا صحيح ده چې د دې ذمه واري زياته پۀ نارينو ده؛ ولې چې نارينه خپلو زنانو ته د قومي خدمت موقع نۀ ورکوي – مګر څۀ نا څۀ زنانه هم ملامته دي چې کۀ نور څۀ نۀ وي نو قلمي امداد خو دوي کولے شي.
باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے
عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد داسې غورځنګونه، هر يو لکه پۀ 1905ز کښې پۀ امريکا کښې د Trade Unionists/IWW هړتالونه، پۀ 1906ز کښې پۀ افريقا کښې Transvaal Asiatic Law پۀ ضد او د افريقې او اېشياء د خلقو د حقونو د پاره زيار؛ د روس، امريکا او جرمني ځینې نورې مبارزې (II, 2009, pp. 12-13)، يا بيا د ټولو نه پۀ منظم او موثر ډول پۀ هندوستان کښې د باچا خان او ګاندهي جي د پېرنګيانو پۀ خلاف او د ازادۍ د پاره جدوجهد رامنځ ته شوي کومو چې اکېډيميا هم پۀ دې حواله مجبوره کړه چې د عدم تشدد
ښځې او تعلیم – عزیز د ګلوزو
“پښتون” – اوولسم مارچ 1946 د خپل قومي اخبار “پښتون” د اول فروري پۀ پرچه کښې مې د يوې لائقې او بېدار مغزې پښتنې خور الف جان صاحبې هغه خط کوم چې هغې زمونږ خوږ مشر او رښتيني غمخور فخرافغان صاحب ته ليکلے ؤ، پۀ نظر راغے. رښتيا وايم چې د دغې خط پۀ لوستلو سره مې زړۀ ډېرخوشحاله شو. هغې چې پۀ خپل خط کښي د کومو خيالاتو او جذباتو اظهار کړے دے، زۀ د هغې قدر کوم. د هغې يو يو لفظ د يو هوښيار او غېرتي انسان د پاره د عبرت پوره سبق دے او هغې چې د خپلو پښتنو مشرانو نه زنانو ته د تعليم
د ښاغلي اصغر خان اڅکزي وېنا – اصغر خان اڅکزی
ښاغلي اصغر خان اڅکزي کابل کښې پۀ افغان امن کنفرانس کښې ګډون نه پس کوئټه کښې د کلتوري ورځ نمانځنې غونډې ته دا وېنا کړې ده – د کلتور د ورځې پۀ اړه د خبرو ترڅ کښې د پښتنو مجموعي حالات او افغانستان کښې د روان امن پراسس پۀ اړه د هغۀ خبرې د پام وړ دي – مونږ ئې د “پښتون” لوستونکو ته پۀ لیکلې بڼه وړاندې کوو. ….. )د پښتنو کلتور وخت لۀ سره ډېر مهذب او د روایاتو امین ؤ.( چې کله د اسلام د تبلیغاتو دوي ته ښونه وشوه، دوي وې چې دا خو مخکښې نه هر څۀ مونږ کوو – د سپین ږیري