ډرامه فلسفي خطا شو – ادیب سرحدي
د فلسفې د نړیوالې ورځ 16) نومبر( پۀ مناسبت د نیازبین طلال بېدار اصلزي لیکنه د ‘پښتون’ د تېر کال د نومبر ګڼه کښې خپره شوې وه. د دوویشتم اګست 1945 پۀ ‘پښتون’ کښې پۀ اوولسم مخ خپره شوې دا ډرامه ‘فلسفي خطا شو’ خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو. ‘پښتون’ هڅه کوي چې د فلسفې پۀ حقله د لوستلو او ګړېدلو رویې وده ومومي. د طلال بېدار د لیکنې او د دې ډرامې تر منځه د ‘پښتون’ د اویا کلن سفر یو پړاو تر منځه پروت دے. ډرامه فلسفي خطا شو وړومبۍ ننداره د يو ساده کور پۀ غولي کښې يو خانک پروت دے. د خانک سره جوخت خوا
د اجمل خټک بابا شاعرۍ کښې د اتفاق او اتحاد درس – پروفېسر ډاکټر عرفان خټک
د پښتو ژبې او ادب غښتلے او ښاغلے شاعر او اديب، د پښتون قام پياوړے او نوموړے مشر او مبارز، د عوامي نېشنل پارټۍ سابقه مرکزي صدر خداے بخښلے اجمل خټک د پښتون قام د اتحاد او اتفاق د پاره خپل ټول ژوند وقف کړے ؤ. هغوي ته معلومه وه چې پښتون قام پۀ هر لحاظ ډېر قوي او مضبوط قام دے خو کۀ چرته هم دوي ناکامۍ سره مخ کېږي نو هغه به د دوي د بې اتفاقۍ وجه وي. د پښتون قام دغه کمے د دوي فطرتي او جبلي دے، ځکه چې خوشحال بابا هم بس دغه ژړا کړې ده، اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شۀ ګنې
څو سوالونه او د هغو ځوابونه – خادم حسېن
د وړې اوچې د وېش نه پس د پاکستان دننه د عوامي نېشنل پارټۍ د سیاسي مفکورې او تګلارې پۀ اړه ابهام او تذبذب پېدا کول او یو اویا کلنې سیاسي مبارزې نه اولس بد ګمانه کول او د قامي سوال پۀ حواله د عوامي نېشنل پارټۍ ډسکرېډټ کول د ‘نېکانو’ اولنۍ ترجیح وي. دې لړ کښې وخت پۀ وخت مختلف سوالونه راپورته کولے کېږي او بیا د هغه ‘خان بهادرانو’، ‘خوانینو’، ‘پولټیکل اېجنټانو’ او ‘تاجِ برطانیه د وفادارانو’ زوزادونه دغه نوي سوالونه د ریاستي نمک خوارۍ زړې جذبې سره پۀ نوې نوې بڼه مخې ته ږدي. د قام پرستو ملګرو، پوهانو او زلمو د زړونو زور دې لا سېوا
خوشحال خټک او د هغۀ د اېتهیکل کانټریبوشن پۀ حقله د شوي کار يوه تنقيدي څېړنه – بېدار اصلزے
خوشحال خټک او د هغۀ اېتهکس يا د اېتهیکل کانټريبوشن (Ethical Contribution) موضوع پۀ ډېرو حوالو خپل ارزښت د ادب او فلسفې طالبعلمانو ته لرلے دے او لري ئې هم او شايد ځکه خو چې هر ليکوال پۀ خوشحال خټک قلم خوځولے دے نو د اېتهکس پۀ حواله ئې خامخا خبرې کړي دي. پۀ دې ليک کښې به زما دا هڅه وي چې تر ممکن حده پۀ دې حواله د شوي کار تنقيدي جاج واخلم او هم داسې دا معلومه کړم چې ايا دا شوي ليکونه پۀ دې حواله مونږ کومې منطقي نتيجې ته رسولے هم شي او کۀ نۀ؟ خو وړاندې لهــ دې چې د بحث اصل ځاے ته
ANPMarkaz – میډیا سِل
ANPMarkaz د کوګا مهاجر کېمپ د زمکې د پېسو ورکولو قرارداد: د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د يو قرارداد لۀ لارې د مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې پۀ بونېر کښې لۀ تېرو پینځۀ دېرش کلونو راهسې پۀ څوارلس سوه کناله زمکه د کډوالو کېمپ جوړ دے او د زمکې خاوندانو ته د څو کلونو راهسې پېسې نۀ ورکولې کېږي. دغه زمکه د کروندې جوګه ده او د پېسو نۀ ورکولو لۀ کبله ځائي کروندګر د مالي مشکلاتو سره مخ دي. د دغه قرارداد لۀ لارې دا غوښتنه هم وشوه چې د کوګا او چملې لپاره
د کال 1930 څو مصرعې – جرنېل زمرد خان کاکا
د خدائي خدمتګار جرنېل زمرد کاکا د ناچاپه ډائرۍ نه، چې زر به لۀ خېره د ‘باچاخان ټرسټ څېړنیز مرکز’ نه چاپ شي، دا څو بدلې ‘د کال 1930 څو مصرعې’ تر سرخط لاندې دلته وړاندې کولې شي. دا مصرعې نۀ دي، دا د عدم تشدد زور او جرأت دے چې دې مصرعو کښې شورولے شوے دے. دا څو بدلې د هغه جرأت انګازې دي چې د سنګینونو تېرۀ څُوکوو ته به ئې خپلې لغړې سینې نیولې وي ـــ د تشدد کوونکو د ګواښولو ناویاته ادا ـــ تاریخ دې جرأتونو باندې کله خاورې اړولې شي؟ د تشدد لاپې وېشتونکي او پۀ عدم تشدد پېغورونه کوونکي ضمانت ګزاران او محفوظ هاتهون
اداريه – فروري 2019
تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان ژاړي بې وسي خپله پۀ خپله تړتړۍ ژبه حیات خان د خیسور ــــ جاري کړے حکم سالار د سپاه ـــ ‘وتړئ پۀ زندانونو کښې سړي د دې کلي!!! بې ستره کړئ درشلې د دې کورونو!!! کښېنوئ وېره سترګو کښې د ماشومانو د دې وطن!!! جاري کړے حکم سالار د سپاه ــــ تالا کړئ دوکانونه، مارکیټونه، مېلې او بازارونه!!! وراتۀ کړئ ګلونه او سکارۀ کړئ اونې د دې بڼونو!!! ړنګ کړئ کورونه، کوڅې او ونړوئ دا ښار!!! تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان ـــــ نۀ لري خپلې نندارې له سترګې دومره هم، لکه چې دي څومره سترګې شعرونو ته د فرمان کسکر ــــ
زلمو مست شئ – خان عبدالولي خان
پۀ درېمه جولایۍ نولس سوه دوه اویایم د ‘پښتون زلمي’ د سپریم کمانډر پۀ حېث رابللې شوې جرګې ته شوې وېنا بیا وروستو د دې کتابګوټي/ پمفلټ صورت کښې چاپ کړې شوه. هاغه وخت ‘نېشنل عوامي پارټي’ صوبه کښې د اتحادي حکومت برخه وه. مارشل ذهن او جاګیردار زړۀ لرونکي مرکزي حکومت سره د هاغه زمانې د حالاتو رڼا کښې د سپریم کمانډر پښتون زلمي ته دا وېنا د رهبرِ تحریک د دیارلسم تلین پۀ مناسبت د یادګیرنې پۀ توګه وړاندې کولې شي. د دې پمفلټ پۀ شاپاڼه دا لیکنه لوستې شي، قیمت ۲۵ پېسې قرېش ګل اٰفس سېکرټري پۀ شاهین برقي پرېس پېښور کښې چاپ کړو او د سرحد
اتلسم ائیني ترمیم او باجوه ډاکټرین – سليمان ايسپزے
@SulaimanUsafzay اتلسم ترميم د پاکستان ائيني تاريخ کښې پۀ خاموش انقلاب ياديږي. هر څو کۀ دا ترميم د صوبو د خوشحالۍ او ترقۍ سبب دے او د دې ترمیم یقیني کولو د پاره د پاکستان جوړېدو سره سمه شروع شوې اوږده تاریخي مبارزه او د سیاسي قوتونو قربانۍ پرتې دي، خو ولې پاکستان کښې اسټېبلشمنټ او وفاقي بیورو کراسۍ د پاره دا ائیني ترمیم د سترګو ازغے ګرځېدلے دے. پۀ دې ترميم کښې پۀ ائين کښې يو سل دوه بدلونونه شوي دي چې پکښې خېبر پښتونخوا ته شناخت سره سره ټولو صوبو ته يو شان پنځلس وزارتونه منتقل شوي دي. پۀ دې وزارتونوکښې د کلتور، ماحولياتو، صحت، مذهبي امور، ابادۍ،
د باچاخان مبارزه 1970 نه تر مرګه پورې – شمس بونېرے
د باچاخان شخصيت يو پرانستے کتاب دے او د دې کتاب بېل بېل بابونه او بېل بېل وختونه دي؛ ولې د دۀ کردار، عمل، مينه او هدف همېشه برابر پاتې شوي. د دۀ د شخصيت اندازه د دۀ د جېلونو، پښتنو کښې د سياسي شعور او ازادۍ مبارزه او د خپل قام د سفير پۀ توګه د دۀ د سفارت مقام او د هندوستان د نۀ اوسېدونکي پۀ حېث پۀ کال 1987ز کښې “بهارت رتن اېوارډ” او د تېر کال شروع د اټلي د پوپ نه د امن د استازي پۀ حېث ذکر او سلام د دې ښکاره مثالونه دي. تاسو اندازه ولګوئ چې د هندوستان د بمبۍ کانفرنس پۀ
پښتو ته د فخرِ افغان ځانګړې پاملرنه – ډاکټر محمد صادق ژړک
د خاورې پۀ تقسيم خو نۀ تقسيم شوې نۀ جدا شوې د ژبې غلامۍ کۀ ورک کړې، بويه کۀ پېدا شوې رحمت شاه سائل د پښتو او پښتنو پۀ ټټر د سکندر مقدوني د ګزارونو ټپونه لا رغېدلي نۀ وو چې عرب فاتحينو زمونږ ژبه او کلتور د مذهب پۀ نوم له مونږ څخه پۀ زور او جبر وتروړل او پۀ ځانګړي ډول زمونږ خروشتي ليکدود ئې د پښتنو پۀ خولۀ کفري ليکدود وګڼل او پۀ دې ډول ئې زمونږ يو شمېر اثار چې پۀ خروشتي ليکددو مونږ درلودل، لۀ منځه يوړل. زمونږ ډېر اثار ئې وسوزول او يا ئې تر خاورو لاندې کړل. زمونږ تاريخ او پښتو سره دا
پۀ عالمي سیاست د باچاخان نظر د یویشتمې پېړۍ د جهاني ادب نماینده ګواهیانې – سمیع الدین ارمان
سوېتلانا الیکسي وچ (Svetlana Alexandrovna Alexievich) د بېلاروس هغه سپېځلې لیکواله ده چې څلوېښت کاله ئې د جنګ ځپلي اولس خاطرې بغېر د کوم نسلي، لساني او جغرافیائي امتیاز نه پۀ ډېر شواخون نۀ صرف راټولې کړې دي بلکې ټولې نړۍ ته ئې وړاندې کړې هم دي. پۀ خپله پۀ عملي توګه د دې لټون کښې د سفرونو سره سره د هجرت پۀ ازمېښت هم اوړېدلې ده او د ریاستي او دولتي طبقې د جبر ښکار شوې هم ده خو د باچاخان پۀ قول، مایوسه شوې کله هم نۀ ده؛ ځکه چې بابا وائي مایوسي پۀ هغه چا راځي چې د ذاتي یا انفرادي هلو ځلو او مقاصدو لپاره ژوند
کتاب تبصره زندگی، تلاش و مبارزی ی من – نجیب الله پاڅون
پۀ روسیه کښې مېشت افغان لیکوال ښاغلي فاروق فردا د شلمې پېړۍ د وتلي ستر خدائي خدمتګار او لارښود، د خدائي خدمتګار تحریک پیاوړي مشر خان عبدالغفار خان باچاخان ژوند لیک «زما ژوند او جدو جهد» لۀ پښتو څخه دري ژبې ته «زندګی، تلاش و مبارزه ی من» تر نامه لاندې ژباړلی چې دغه کتاب پۀ کابل کښې د سرحدونو او قبایلو وزارت د پینځۀ سوه ټوکو پۀ شمېر پۀ شپږ سوه دوه ویشت مخونو کښې پۀ ښکلي صحافت او قطع سره خپور کړی. ښاغلی فردا وائي د افغانستان او سیمې شرائطو ته پۀ کتو سره ئې پۀ اوس وخت کښې د خان عبدالغفار خان زما ژوند او جدو جهد
ورځپاڼه ‘جنګ’، حرف تمنا، د خالي ورځ، 28 جنوري 2006ز – ليکوال: ارواښاد ارشاد احمد حقاني – ژباړن: نور احمد فطرت، چمن
د ای اېن پي د لارښود ارواښاد خان عبدالولي خان د وفات څخه چې د هند د نيمې اوچې او پۀ ځانګړي ډول د پاکستان د سياسي تاريخ ډېرې دروازې وتړل شوې او د دۀ پلار د برصغير د ازادۍ پۀ ملي هڅو کښې د کانګرس او خدائي خدمتګار د دريځونو څخه څو لسیزې سرګرم پاتې شول. د دواړو د پلار زامنو د سياسي کردار د جوتولو څخه دا وئيل کېدی شي چې دا د نيمې پېړۍ قيصه ده، د دوو څلورو کلونو خبره نۀ ده. خان عبدالولي خان او عبدالغفار خان چې پۀ سياست کښې کوم کردار ادا کړی ؤ پۀ دې دوران کښې د دوي (سياسي) کردار هم
تاثرات ژوندے ولي – م ر شفق
“باچاخان ” پۀ بنيادي توګه د خدائي خدمتګار او پۀ انسانيت مئين ؤ. عدم تشدد، مينه او امن د هغۀ مذهبي عقيده وه. د دې د پاره به ئې د حضور پاک صلي الله عليه وسلم د مکې ژوند حواله ورکوله. پۀ صبر استقامت ئې د قوم د اصلاح او قامولۍ تحريک شروع کړے ؤ. سياست ئې د قوم او ملک خدمت ګڼلو. او د قوم خدمت له ئې د عبادت درجه ورکړې وه. او پۀ دې اصولو ئې خدائي خدمتګارو له تعليم او تربيت ورکړے ؤ. پۀ دې وجه د هندوستان د ازادۍ پۀ جدوجهد کښې د باچاخان او خدائي خدمتګارانو د عملي کردار او قربانۍ مثال نشته. خو
د باچاخان اخباري بیانونه – م ر شفق
جنوري کال 1983ء کښې باچاخان د ليډي ريډنګ هسپتال پېښور( بولټن بلاک) کښې داخل ؤ. د راولپنډۍ ورځپاڼه “جنګ” کښې به د باچاخان د خولې څۀ نا څۀ بيان شائع کېدلو. يو څو بيانونه ترې ما پښتو کښې رانقل کړي وو. د “پښتون” لوستونکو ته ئې د ياد تازه کولو پۀ خاطر وړاندې کوم. بل مقصد ئې دا هم دے چې د باچاخان غوندې پاک سپېځلي شخصيت باره کښې اوس هم ” بې بنياده هشمشې” خپرولي شي. غواړم چې د دغو تېروتنو مخ نيوے وکړے شي. د باچاخان هره وېنا او هر بيان صفا، ساده او رښتيا وي. او هېڅ قسمه کږ لېچ پۀ کښې نۀ محسوسېږي( م. ر شفق)
د خوبانو خطونه – کاکاجي صنوبر حسېن مومند
زما د دې حقیر کوشش د پاره ډېر څیزونه باعث شوي دي، مګر د ټولو نه زیات باعث د یو صاحب مضمون ؤ چې ما نه ئې افسوس دے چې نوم هېر دے خو غالباً د مردان پۀ “قند” رساله کښې چاپ شوے ؤ. دومره مې یاد دي چې څوک بخاري صاحب وۀ. د مضمون مضمون دا ؤ چې ‘زمونږ پښتانۀ ادیبان صاحبان او شاعران د پخوانو شاعرانو کلام پوره نۀ لولي.’ خبره ئې د اردو خبره چې سو فیصد صحیح ده، ځکه چې دا کمے اول ما ته خپل ځان کښې ښکاره شو. سره د دې چې زما اراده ده چې د رحمان بابا پۀ دیوان یو بنیادي کوشش
د مثبت خبرونو شاهي حکمنامه – حیات روغانے
د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند مېجر جنرل اٰصف غفور لۀ خوا چې د میډیا کارندانو ته د ملک د ترقۍ مزل اسانولو د پاره تر شپږ میاشتو صرف ‘مثبت خبرونه’ ښودلو او خورولو ښونه شوې ده، د هغې ورځ نه دا بحث شروع شوے دے چې کوم خبرونه به ‘مثبت خبرونه’ وي او کوم به نۀ وي؟ دا فېصله به څوک کوي چې دا کومه خبره یا واقعه ده، اٰیا دا خبر هم دے؟ او کۀ خبر دے نو څوک به دا تعین کوي چې دا خبر مثبت هم دے؟ د اٰئي اېس پي اٰر د ویاند دغه ‘مثبت’ وېنا پۀ ټولنیزو رسنیو کښې ټوقه شوه ـــ د
پلار خدائي خدمتګار زوے سیاستمدار – ژباړن: طارق پښتونیار
February 1973 انګرېزي مجلې ‘هېرالډ’ سره د فخرِ افغان، خان عبدالغفار خان، باچاخان د شوې مرکې ژباړه پوښتنه: تاسو پۀ دې عمر کښې هم پۀ سياست کښې ډېر فعاله پۀ نظر راځئ؛ د دې څۀ وجه ده؟ ځواب: زۀ سياست کښې نۀ ملوث کېږم، زۀ سياستمدار نۀ يم، زۀ صرف د خپلو خلقو خدمت کوم خو ولې زۀ پۀ دې خبر يم چې زما د قوم او خلقو سره څۀ کېږي؟ زۀ د خپلو خلقو خدمت کوم او دغه زما د فعال کېدو وجه ده. پوښتنه: ستاسو د خدائي خدمتګارتحريک پۀ شا کومه فلسفه ده؟ ځواب: دا بنيادي طور يو سماجي تحريک ؤ نۀ چې سياسي. د دې مقصد د
ګل محمد بېتاب
دې کښې شک نشته چې پښتو ژبې ته خاکه نګاري د اردو او ا نګرېزۍ ژبو د لارې راغلې ده. خاکه څۀ ته وائي او پۀ پښتو کښې وړومبۍ خاکه کله او چا ليکلې ده. دا بحث تفصيل غواړي ولې چې د خاکې ليکلو ابتداء پۀ پښتو کښې هم لکه د اردو ژبې د يو غېر رسمي مضمون نه کېږي. اردو کښې وړومبے خاکه نګار فرحت الله بېګ ګڼلے شي چې هغۀ پۀ خپل استاد نذير احمد يو غېر رسمي مضمون ليکلے ؤ او وروستو ليکوال هغه د اردو ژبې وړومبۍ باقاعده خاکه تسليم کړې ده. دغه شان پۀ پښتو ژبه کښې هم پۀ مۍ نولس سوه يو کم
لۀ باچاخانه تر ولي خان – فېروز خان صادق
د پښتنو پۀ قامي تاريخ کۀ نظر واچولے شي نو معلومه به شي چې پښتانۀ ډېر زيات اتلان او قهرمانان لري. کومو چې پۀ بېلابېلو حوالو اوکارنامو د خپل قام خدمت او قيادت کړے دے او د دوي حقيقي نمائندګي ئې کړې ده. چې دغه جملې څخه د خدائي خدمتګار تحريک کورنۍ هم ده. کومه چې تل د پېرنګي سامراج پۀ ضد مبارزه کښې بوخته پاتې شوې ده. هم پۀ دې کورنۍ کښې يو ډېر معتبر او قداور شخصيت او د پښتون قام د بېدارولو او د علم او هنر پۀ کالو سينګارولو يو عظيم مبارز شخصيت فخر افغان خان عبدالغفارخان المعروف باچاخان هم ؤ. څوک چې پۀ کال 1890ء
نظم توکنه – فېصل فاران
ښاغلے نور البشر نوید زمونږ د وختونو یو ډېر یاد صحافي، شاعر او ډرامه نګار دے. د خپلو مخکښو سلېمان لائق او رحمت شاه سائل غوندې د نور البشر نوید شاعري هم د غېرت د چغې ازانګه ده چې صحافت او ډرامائیت پرې اضافه ده. د دغه صحافتي مزاج او ډرامائي عنصر کمال دے چې د نور البشر نوید نظمونو کښې یو خوا د کراچۍ د ماښام د ورځپاڼو سنسني خېزي وي نو بل خوا پکښې د هغۀ د ډرامو تلوسه او وسوسه هم شامله وي. د هغۀ نظمونو کښې د هغۀ د ډرامې کردار ‘سلطان شاه’ توپنچه پۀ لاس کښې نیولې داسې ګواښېږي لکه چې ژوند، ادب او سیاست
حمزه شینواري، باچاخان او قومیت – فېصل فاران
‘نقشِ حیات’ د حمزه شینواري خپل لیکلے ژوندلیک دے چې یو ناویاته اثر دے. پۀ دې کتاب کښې نابغه لیکوال ځاے پۀ ځاے د قوم، ژبې او ریاست پۀ حقله د بصیرت نه ډکې خبرې کړې دي ـــ لکه د قوم پۀ بابله دا اقتباس وګورئ، ‘د پاکستان ځینې دانشوران تر اوسه دا چغې وهي چې مونږ مسلمانان یو او یو قومیت یو، خو اوس دا خبره صفا شوې ده چې پۀ دغه نعرو هغوي د پښتنو ځبېښاک جاري ساتل غواړي، ځکه پۀ دې لړ کښې ما یوه مقاله د ‘اسلام او قامیت’ پۀ سرلیک کړې وه چې پۀ څو ټوکونو کښې ‘شهباز’ پېښور کښې خپره شوې ده. دې مقاله
باچاخان پوهنتون چارسده بريد چا کړے ؤ او ولې ئې کړے ؤ؟ – اعجاز خټک
زۀ پۀ خپله نن يزيد يم هم حسېن يم جوړه کړې ما پۀ خپله کربلا ده د چارسدې باچا خان پوهنتون باندې د شوي خونړي بريد کۀ هر څومره غندنه وشي، کمه به وي ـــ خو دا د مسئلې حل نۀ دے. خبره دا ده چې د خپلې ګټې د پاره چا دا جنګ پۀ مونږ راتپلے، هم هغه ئې ختمولے شي. مونږ چې څومره د دې جنګ د ختمېدو دعاګانې کوو، دومره دا جنګ زیاتېږي او دې نه ثابتېږي چې د جنګ اختیار او معاش د کومو قوتونو پۀ لاسو کښې دے، هغوي نۀ غواړي چې دا جنګ دې ختم شي. پاکستان نه چاپېره پراتۀ ملکونه، هغه افغانستان
د ماسټر کریم ډائري – ډاکټر سهېل خان
کال نولس سوه شپږ پنځوسم (1956) د ارواښاد ماسټر کریم دغه ډائري د ښاغلي عبدالله (ترناب) نه تر لاسه کړې شوې ده. د ډاکټر سهېل خان مننه چې دې ډائرۍ له ئې دا بڼه ورکړه. مونږ ئې د عبدالله او ډاکټر سهېل خان پۀ مننه د ‘پښتون’ لوستونکو ته وړاندې کوو. د ماسټر کریم ټول کال دې شپږ نیم مخونو کښې دے. سیاسي هلې ځلې، خپل نجي ژوند، د کور فکر، د قام جنګ، جرګې، جلسې، روزګار، شوخي، سیاسي دورې، د پولیس چاپې، قېد و بند، ملکي او عالمي سیاست باندې نظر ــــ د یو کال دا قیصه د یو نۀ ستړې کېدونکي ژوند ستړې قیصه ده ـــ
خان عبدالغفار خان پۀ عدالت عالیه کښې – بېدار اصلزے
ہفت روزہ، افریشیا، لاہور، ۱۹ نومبر ۱۹۷۶، جلد ۲، شمارہ ۲۱، صفحات ۲۷ تا ۳۱ هغه وخت چې پۀ خان عبدالغفار خان باندې د تعزيرات پاکستان د 9133، 9134 او 9153 د دفعو تر مخه مقدمه چلېده او پۀ دې لړ کښې هغوي پۀ شپږم ستمبر نولس سوه شپږ پنځوسم د مغربي پاکستان عدالت عاليه ته دا ليکلے بيان ورکړے ؤ. مي لارډ! دلته دا دعويٰ کېږي چې پاکستان د اسلامي تصور تر مخه جوړ شوے اسلامي رياست دے؛ پۀ حديث شريف کښې راځي چې د يو ظالم او بې لارې شوي باچا پۀ وړاندې د حق خبره کول ستر جهاد دے نو پۀ حېثيت د پېغمبر د يو
د افغانستان سياست کښې عالمي قانون – اورنګزېب خان
د ګران افغانستان سياست کښې د عالمي قانون او انتظامي امورو بندوبست د بېن الاقوامي روابط او هم اهنګۍ سره ارتباط لري. دلته هېڅ عالمي قانون، هېڅ لوظنامه او هېڅ انتظام مستقل او مستقيم نۀ دي او همېش افغان مشرانو د سر پۀ قيمت د عالمي قوانينو پۀ خاطر د اقتدار اعلٰي د اولني فرصت پۀ چوکاټ کښې تل د خپل هوډ او واک مظاهره کړې ده چې کوم د عالمي قوانينو پۀ چوکاټ کښې د تغير او تحول مصدر ګرځي او هم دغه د فطرت او کردار ثبوت وړاندې کوي. دا د پښتنو برخه ده چې د اقتداعلٰي او فطري او کلتوري بهاوونو څخه برخه مند دي
عوامي نېشنل پارټي او پۀ سیاست کښې د کمپرومائز روایت: یوه لنډه جائزه – خان زمان کاکړ
د پېرنګي استعمار یوې اوږد مهاله دورې کۀ د وړې اوچې مزاج کښې د (ردعمل او مزاحمت د فطري انساني صلاحیت تر مخه) سیاست کرلو کښې کردار ادا کړے دے نو چالاک لوبغاړي پېرنګي فکر د دغه سیاست نه د مزاحمت او اغېز ساه ویستلو د پاره هم پۀ وخت لاره ویستې ده. دغه چالاک لوبغاړي پېرنګي فکر د سیاست مزاج له تاودۀ هم ورکړل، جذباتیت ئې پکښې هم وټومبۀ او د نعرو د ګونج پۀ کونج کښې ئې هم ګېر کړو. سیاست له ئې خولۀ کښې سپے وتړۀ او لاس کښې ئې کوتک ورکړو. سیاست ئې د ملټي نېشنل کمپنۍ برانډ کړو. د پښتون وطن د خاورې
د امن انځور عبدالغفار خان د عدم تشدد مبارز – ژباړن: عالمګیر مندوخېل
@lesterkurtz اولسي دود دستور او اجتماعي پوهه تقاضا کوي چې کله هم خلق د عدم تشدد پر بنسټ لۀ ی باتربیه دښمن سره مقابله کوي، پۀ ځانګړې توګه چې بریالي وي؛ د یو سوله ایز کلتور څخه راپورته کېږي. دا خبره به تر ډېره حده درسته وي مګر دا پۀ واقعت کښې پۀ مستعمر هندي شمال لویدیځ صوبه کښې د برېطانیه حکومت پۀ مقابل متحرک عبدالغفار خان او د هغۀ ګومارل شوي غېر متشدد پښتون لښکر قضیه نۀ ده. زیاتره دا ټینګار کېږي چې اسلام پۀ بنیادي توګه متشدد دی، مسلمانان د نورو عقیده لرونکو پۀ څیر کله متشدد هم وي، مګر غفار خان یو داسې تحریک تاسیس کړی
Anti-civic elements in Pashto Literature – اکبر سیال
پۀ پښتو ادبیاتو کښې د تهذیب او تمدن نه د بېزارۍ بېلګې او شهادتونه تهذيب يا تمدن څۀ ته وائي؟ د تهذيب د پاره پۀ انګرېزي ادبياتو کښې د “Civilisation”، پۀ جرمنۍ ژبه کښې “Kultur” او اردو لغت کښې د “ثقافت” توري کارولے شي. پۀ پښتو کښې د دې د پاره مناسب او موزون تورے “استوګنه” دے. ‘کلتور’ هم ورته وئيلے شي. د جغرافيائي، ټولنيز جوړښت، سياسي، مذهبي او اقتصادي لوستې او علم دوېم نوم تهذيب، تمدن، کلتور، ثقافت يا استوګنه بللے او ګڼلے شي. د اجتماعي قومي ژوند کره کتنه او معيارونه ټاکل هم تمدن ګڼلے شي. د تهذيب تورے پۀ وړومبي ځل پۀ 1756ز کښې پۀ
اداريه – جنوري 2019
باچاخان، خان عبدالولي خان، افغان امن مذاکرات او نېشنل اېکشن پلان نوے کال دې هر چا د پاره د یو پُر امنه، سوکاله او هوسا ژوند زېرے شي ـــ دې نوي کال کښې چې د فخرِ افغان باچاخان او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان د تلینونو ورځې راځي نو مونږ به د خپلې نظریې او خپل سیاست سره خپل پخوانے تړون بیخي د یوې نوې جذبې پۀ لېونتوب نوے کوو. دې ملک کښې ډېر زوړ غېر جمهوري روایت د نور کله نه زیات شدت سره لکه جاکړ روان دے. د عدلیې د تلې چابړي د خپلو او مېرنو کېسونو بې عدله کړي دي، خفیه ادارې د ملک دننه د غل
اېم فل سکالر، پښتو اکادمي، پېښور پوهنتون عبدالاحد مومند – ایاز الله ترکزے
وړومبے او یواځینے پښتون خلاء باز پۀ دنيا کښې کۀ نور قومونه لګيا دي لویې لوې کارنامې ادا کوي او د خپل قوم نوم د دنيا نورو قومونو ته روښانه کوي او هم دغه قومونه بيا پۀ خپلو دغه شخصياتو باندې فخر هم کوي. د دنيا پۀ قومونو کښې يو قوم پښتون هم دے او عبدالاحد مومند د دې قوم هغه وګړے دے چې پۀ ټوله دنيا کښې ئې د پښتون نوم روښانه کړے او پښتون او پښتو ژبه ئې د دنيا پۀ شمار شوي اولني لسو قومونو کښې او ژبو کښې شمار کړې ده. عبدالاحد مومند يواځينے او وړومبنے خلائي سائنس دان او خلاباز دے او پۀ خلاء کښې