باچاخان پۀ تيارو کښې د رڼا څیره- ګوپال ګاندهي، ژباړه: سجاد ژوندن

)ګوپال ګاندهي د مهاتما ګاندهي نمسے دے. باچاخان سره د هغۀ مینه او عقیدت د دې لیکنې د متن نه څرګند دے. هر څو ځینې ځایونو کښې پۀ واقعاتو تبصره هغۀ ته د رسېدلو خبرونو پۀ تاثر کښې ده، مونږ د فخرِ افغان د تلین پۀ ویاړ دې ګڼه کښې د هغۀ دغه تاثرات پۀ نړیوال کچ د باچاخان د عظمت د اعتراف پۀ توګه نقل کوو. سرچینه: جاوید احمد صدیقی، باچاخان غدار یا محب وطن، ۱۹۸۸ د پښتنو د لارښود او تاريخ ساز کردار عبدالغفار خان، خواجه احمد عباس او سليم علي کښې د اسلامي اقدارو سره سره دغه توکي هم مشترک دي چې دوي د هر قسم ژبني،

ټول مضمون ولوئ

باچاخان او عدم تشدد – خان زمان کاکړ

دا مقاله پۀ 2011م کښې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې لۀ خوا “د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه” تر سرليک لاندې پۀ ترتيب شوي يو ه ورځني سېمينار کښې اورولې شوې وه. د مقالې د ارزښت تر مخه ئې مونږ د باچاخان د ورځ پۀ مناسبت خپلو لوستونکو ته د پښتون پۀ پاڼو وړاندې کوو. د بدلېدونکې نړۍ د مزاج سائنسي درک لرونکي ذهنونه پوهېږي چې باچاخان يواځې د تاريخ يو مهم ماخذ نۀ دی بلکې د جبر او استبداد پۀ اوسني دوزخي صورت حال کښې نجات دهنده حواله هم ده، رښتيا خبره دا ده چې باچاخان تر خپل ټاکلي زمانِ حيات پۀ موجوده حالاتو کښې ډېر زيات متعلقه

ټول مضمون ولوئ

سنګیتا بروح پشورټي – ژباړه: پښتون

فېصل خان پۀ هندوستان کښې یو سماجي کارکن دے چې د باچاخان پۀ ویاړ ئې هند کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ بیا بنیاد ایښے دے. هغه د خپلو ملګرو سره ډېر ټولنیز فعالیتونه کوي او د خپل معروض ضرورت سره سم د هغۀ دغه هلې ځلې پۀ ټول هند کښې پۀ درنه سترګه کتلې کېږي. هند کښې جمهوري نظام دومره مضبوط دے چې کۀ څوک د سیاست نه بیخي یو اړخ ته سماجي کار د پاره تنظیم سازي وکړي نو هم د نړۍ پۀ دغه اتمه عجوبه داسې فرق نۀ پرېباسي. د ټولنیز خدمت چارې د سیاست نه جدا ګڼلو سره کۀ هر څو مونږ خپل اصولي اختلاف لرو، د

ټول مضمون ولوئ

باچاخان، ولي خان او پښتانۀ – فیروز خان صادق

د خوشحالۍ خبره ده چې پښتانۀ من حېث القو م ټول سوچه مسلمانان، امن خوښي او پۀ دين او انسانيت مئېن دي. ددې سره ورته الله پاک نور ډېر ځانګړي صفتونه او خصلتونه هم ورپېرزو کړي دي چې پۀ هغو کښې بهادري، دلېري، پت، مېړانه، اخوت، صداقت، د لوظ پختګي، د وعدې پاسداري، رحم دلي، خېر خواهي، وفاداري، د مشرانو عزت او توقير، پۀ ماشومانو شفقت، مېلمه پالنه، د اسلامي احکاماتو پابندي او د ټولو مخلوقاتو سره ښۀ سلوک او دغسې نور بې شمېره خوبۍ پکښې شاملې دي او دوي ټول عمر د دغه سپېځلو اصو لو پۀ رڼا کښې تېر کړے دے خو ددې باوجود دوي پۀ خپل ژوند

ټول مضمون ولوئ

د باچاخان ژوندلیک نه د حجاز او بېت المقدس منتخب رپورتاژ او د یروشلم موجوده صورتحال – عبدالغفار

باچاخان خپل ژوندلیک ‘زما ژوند او جدوجھد’ کښې پهٔ کال 1926ز کښې خپل د بېت الـمقدس د سفر دوران کښې مشاهدات نقل کړي دي. د مۍ پهٔ څوارلسمه نېټه 1948ز چې کله د اسرائیل ریاست اعلان کېدلو، د باچاخان د بېت الـمقدس د سفر او دغه تاریخ تر منځه دوه یشت (22) کلونه تېر شوي وو. نن د باچاخان د بېت الـمقدس د سفر دوه نوي (92) او د اسرائیل ریاست د قیام اویا (70) کلونه کېدونکي دي. د یروشلم پهٔ حواله د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ بیان او دې بیان باندې د مختلفو هېوادونو ردعمل د فخرِ افغان د دې لیکنې پهٔ پس منظر کښې یو نظر کتل غواړي،

ټول مضمون ولوئ

BKTEF میډيا ټيم د باچاخان فېلوز پنځلسم مياشتنے سټډي سرکل

  د باچاخان فېلوز پنځلسم سټډي سرکل پۀ څلورم نومبر د خالي پۀ ورځ، سحر یوولس بجې نه تر درې بجو تر سره شو. سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د سعید ابراهیم کتاب ‘سیکس اور سماج’ ټاکلے شوے ‌ؤ. ‎سټډي سرکل کښې د سوات، ملاکنډ، شانګلې، دیر، مردان، چارسدې، صوابۍ، ټانک، وزیریستان، خېبر، مومند، قلعه سیف الله او پېښور فېلوز ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړو. ثناء اعجاز سماج کښې د جنس او صنف پۀ عمومي صورتحال رڼا واچوله. هغې ووې چې جنس حیاتیاتي عمل دے او صنف سماج او ټولنه تشکیلوي. هغې زیاته کړه چې د صنفي عمل پۀ ذریعه د ښځې او نر ښځي نه د انساني ارادې اختیار اخستے

ټول مضمون ولوئ

د بنو خدائي خدمت ګار سالار محمد يعقوب خان – روزينه ګل، پښتو اکادمي ادبيات پېښور

  )وړومبۍ برخه( سالار محمد يعقوب خان پۀ 1905ز کښې د بنو ښار سره نزدې کلۍ بازار احمد خان کښې زېږېدلے ؤ. د پلار نوم ئې ملک محمد اکبر خان )زوے د رکس خان زوے د رن مست زوے د شاه بزرګ( ؤ. درميانه قد سړے ؤ. رنګ ئې سپين او د شربتي رنګ غټو غټو سترګو خاوند ؤ. زړۀ راکښونکے مردانه اواز او د ښکلي شخصيت څښتن ؤ. ډېر زنده دله انسان ؤ . پۀ خبرو کښې ئې ډېر خوږوالے او اثر ؤ. دې سره د باغ و بهار طبيعت مالک ؤ، هر چا سره به ئې ګپ شپ لګولو. حلقه احباب ئې د خپلې مينې پۀ وجه ډېر

ټول مضمون ولوئ

د عصري ادب پۀ تاريخ كښې پښتو تكل (Essay) – استاد عبدالکریم بریالی

)وړومبۍ برخه( د نوي اسلوب باوائی آدم ګل محمد بېتاب “د چرچڼو توت” باندې سر ښكاره كړو د ګل محمد بېتاب د علميت لۀ ډار نه به د بسم الله الرحمٰن الرحيم شروع وكړم، ورپسې به د هغه لادينې طبقې د پېغور را پۀ زړۀ شي چې ‘سورة لهب’ ولې پۀ قران كښې شته! زمونږ د سيمې علاقه د ساړۀ او خشكې اٰب و هوا مخلوق روزلى دى او پۀ هغه سيمه كښې د توتانو (يوه مېوه) اونې دي، ډېرې ساتل كېږي، اوچه او لونده مېوه ډېره خوندوره وي. يوۀ سړي لۀ بل سړى نه تپوس وكړو چې “غول به كله خورو”، (دلته مي د ګل محمد بېتاب معدوله واو

ټول مضمون ولوئ

نولس کلن اېشیاء کرکټ چېمپئین افغانستان لار غواړي – نقیب لووڼ

لوبې د بدن چستۍ او د دماغ د بېدارۍ د پاره دومره ضروري دي لکه د بدن د پاره خوراک ـــ خو تېرو دوه لسيزو کښې د يو بېن المللي پېژندګلو او تهذيب نخښه جوړه شوه. نن چې کومه دنيا کښې مونږ استوګنه کوو، مالي ګټو سره سره د یو قام بېن المللي لوبو کښې کردار هم اوس ډېر ازرښت لري. پښتانۀ کۀ هر څومره پۀ بد حالات کښې وخت تېروي، کۀ د مذهب او پۀ بېلو بېلو نامو هر څومره پۀ جنګ جګړو اخته دي خو بيا هم کۀ چرته د لوبو او لوبغاړو خبره کېږي، پښتانۀ پکښې ښۀ معتبر او غوره ځاے پېدا کوي کۀ هغه د ډېورنډ

ټول مضمون ولوئ

زما نيکهٔ، سعادت خان جلبل – یاسين خان ترنګزئ

ځینې هستۍ داسې وي چې پۀ سلګونو کالو کښې يوه پېدا کېږي، د هغوي ژوند ځان له يو تاريخ لري. د هغوي د ژوند د حالاتو پۀ ليکلو باندې قلمونه ستړي شي او لاسونه شل شي خو د هغوي د ژوند د حالاتو پوره جاج وانۀ خستے شي. زۀ چې نن د کومې هستۍ پۀ حقله ليکل کوم هغه زما نيکۀ سعادت خان جلبل دے. پۀ دوي باندې ليکوالو ډېر څه ليکلې دي خو زۀ کوشش کوم چې سمندر پۀ کوزه کښې بند کړم چې وخت هم زيات وانۀ خلم او د کتونکي تنده هم ماته شي. زما د نيکۀ د ژوند دوه غټ اړخونه دي: يو سياسي اړخ او

ټول مضمون ولوئ

ستوري ستوري – محمد عباس

دا لیکنه یوې وېبپاڼې نه اخستې شوې ده. د لیکنې د ژباړن محمد عباس مورنۍ ژبه هندکو ده خو پښتو لیک لوست او وېنا ئې زده کړي دي. پهٔ اېډورډز کالج پېښور کښې د انګرېزۍ ادب زدکړیال دے. پښتون د محمد عباس ذوق ته پهٔ درنه سترګه ګوري او هیله چې راتلونکي کښې به هم خپل لیک لوست جاري ساتي. د پښتو او هندکو ژبو تر منځه د علمي ربط د پاره د داسې زلمو مخې ته راتلل او د دوي روزل د ارزښت وړ دي. ماشومان هم لکه د ډېرو ځوانانو پۀ رنګ دې دنيا ته د حېرانتيا پۀ نظر او د تجسس پۀ حالت کښې ګوري. د دې

ټول مضمون ولوئ

د سياسي نظرياتو د ارتقاء تاريخ او تلخيص – پروفيسر سميع الدين ارمان

سياست يو مقدس علمي مېدانِ عمل دے. د دې د لرغوني اساسياتو مطالعه دا د فلسفې او سائنس مرکب ګرځوي. ماقبل سقراط فلسفه کښې د سياست او رياست پۀ حقله قديم تصور د ‘هومر’ دے چې هغه د حکومت پۀ باب له د “نظريه تخليقِ رباني”(ډيوائن رائټ اٰف مونارکي) منونکے ؤ. د دې نظر خلاصه دا ده چې حکومت کوونکے به انسان وي خو د خدائي اختياراتو د وديعت پۀ سبب به د هغۀ درجه د عام انسان نه برتره وي. د حاکم د حقِ حکمرانۍ او معزولتيا لپاره اصلُ الاصول به هم خدائي وي. د دې برعکس ‘هسيوډ’ د هومر د دغه نظر مخالف ؤ. هغه د متعدد اقتدارِ

ټول مضمون ولوئ

د راز پۀ لټون (خاکه) – ګل محمد بیتاب

دا وخت چې زۀ د چا پۀ حقله خبره کوم نو دے ټول د رازونو نه ډک دے؛ کۀ ورته د رازونو خزانه ووایم نو بې ځايه به نۀ وي. تر دې چې هم پۀ دې نامه مشهور دے ګنې نو خپل نوم ئې سليم دے. يونزدې ملګري سعدالله جان برق صاحب ئې څۀ موده وړاندې دعوه کړې وه چې “سليم راز سره به هرڅۀ وي خو راز ورسره نشته” خو زما دعوه ده چې ورسره ډېر رازونه شته بلکې هر سړے چې زوړ شي، عمر وخوري نو د تېرو يادونو سره سره پۀ سينه کښې ئې ډېر رازونه هم پراتۀ وي. کېدے شي برق صاحب کله ورته ځير شوے

ټول مضمون ولوئ

د پان اسلام ازم حقيقت – فیصل فاران

هر کله چې 1768/1774 زېږديز کښې ترکي روس جنګ کښې ترکي ماتې وخوړۀ او روس ګټه وکړه نو د زار روس خوالا وغزېده دغه وخت برطانوي استعمار امپراطوري ساتنې د پاره او د روس او ځان ترمنځه يو حد فاصل ضروري وګڼلو هم دغه هر څۀ سياسي د اصطلاح لوېديځ پوښتنه (Eastern Question) دوېمه نامه ده لوېديځ پوښته مطلب د يورپ د لویو ځواکونو، سياسي، معاشي تحفظ او تزويراتي لارې چارې هلې ځلې دي. هم دغه ويسټرن کوېسچن نه د پان اسلام ازم تصور پېدا شو چې د هغې تر مخه مسلمانان دي شيعه، سني مسلکونو نه بالاتر يو حکومتي مرکز ومني. ايسټرن کوېسچن د ترکي خلافت تر خاتمې پورې

ټول مضمون ولوئ

پوکڼۍ – حسيب جان همراز

د ژمي موسم و. د سحر پۀ وخت کښې ايله نمر د لړې سينه وشلوله او وړومبۍ څيره ئې د کونډې کور ته راوديکله چې نېغه د کور انګڼ کښې جوړ د خټو پۀ نغري پرېوته چې ورسره خوا کښې د توت پاڼې خورې ورې پرتې وې کومې چې تېره شپه تېزې سیلۍ راغورځولې وې. کونډه لګيا ده پۀ يو لاس کښې ئې د سپين تار ګونټ نيولے او پۀ بل لاس ئې پوکڼۍ خولې ته نیولې پاړڅوي. کونډه د پوکڼۍ پاړڅولو سره سره پۀ ټول کور کښې هم خپل نظر له منډې ورکوي. اتۀ کلن کچکول ناست دے پۀ کور کښې د ګودر پۀ غاره لستوڼي نغښتي لپه ډکوي

ټول مضمون ولوئ

پۀ خبر زما نظر – لياقت سيماب

د متحده مجلس عمل سردوباره جوړول تېرو عامو انتخابونو او بيا ورپسې د ملک پۀ مختلفو برخو کښې چې کوم ضمني انتخابات شوي دي، د هغې نتيجو مذهبي سياسي ګوندونه او د دوي خوا خوږو کښې يوه مايوسي خوره کړې ده. مذهبي سياسي ګوندونو د جنرل پروېز مشرف د واکمنۍ پۀ دوران کښې متحده مجلس عمل جوړ کړے ؤ. دې مجلس عمل خېبر پښتونخوا او بلوچستان کښې ښې انتخابي نتيجې ښودلې وې. دا مذهبي ګوندونه پۀ دې خوش فهمۍ کښې دي چې کۀ يو ځل بيا ټول مذهبي ګوندونه د يوې جنډې او يو انتخابي نشان لاندې انتخابي مېدان ته راکوز شي نو دوي به بيا هم هغه شان ګټه

ټول مضمون ولوئ

د نومبر مياشتې خبرونه – رحمت شاه قریشي

وړمبے نومبر د پنجاب 9 سيټونه کم، د خېبرپښتونخوا 5 د زياتولو فېصله. د پالېماني غړو پۀ نوے حلقه بندو باندې اتفاق، صبا نه بله ورځ پورې به ترميمي بل منظورولې شي. د قومي اسمبلۍ 342 نشتونه به برقرار پاتې کيږي. د بلوچستان درې او د اسلام آباد به يو سيټ زياتيږي. حکومت ډيزل او د خاورو تېل 5.39 روپۍ او پېټرول 2.49 روپۍ ګران کړل. د پېټرولو نوے قيمت 76 في ليټر او هائي سپيډ 59 روپۍ في ليټر. کابل: پۀ سفارتي علاقه ځانمرګے بريد، 13 تنان وژلے شوي او 15 سخت ژوبل. بريد د اسټريليا د سفارت خانې خوا ته شوے دے. دوېم نومبر ټول مرکزي سياسي ګوندونه

ټول مضمون ولوئ

د نن دور پۀ شاعر د تنقيص کوونکو اصلاح – نائیله صافي

هغه بله ورځ مې فېسبک کښې د نظره يوه خبره تېره شوه، ډېره خفه شوم. د داسې پوهه خلقو پۀ دومره غلطې رويې. زړۀ مې غوښتل چې پۀ دغه بحث کښې حصه واخلم خو دا خبرې د فېس بک نۀ دي. مونږ ته پکار دي چې پۀ ادبي او مهذبه رنګ کښې پۀ خپلو دې ادبي او قامي مسئلو ناسته وکړو او د ليک لۀ لارې ئې د حل کولو کوشش وکړو. نۀ چې پۀ فېس بک خپل ځان عالم ښکاره کړو ځکه نو پۀ هغه وخت خاموشه پاتې شوم او نن مې د دې ليک تابيا وکړه. د څو ورځو نه وينم چې سلېمان يوسفزے او نور ملګري لګيا

ټول مضمون ولوئ

پاکستان کښې پښتانهٔ او نور قامونه – مشتاق احمد درانے

ټوله نړۍ کښې د پوهه او مهذب ریاستونو د پاره د خپل اولس سرشمېرنه تل یو مهم کار ګڼلے او منلے کېږي. د ابادۍ شمېر کره او ښکاره ساتل او د دې دېو قابو کښې راوستل د هر ملک پۀ ترجیحاتو کښې شامل وي. ابادي د ضرورتونو وېشلو،پوره کولو او د انساني وسائل معلومولو د پاره ډېر اهمیت لري. پاکستان کښې د سرشمېرنې روایت لکه دلته د کېدونکو ووټونو او رېفرنډمونو همېشه مشکوک پاتې دي. اوس خو دلته د اور سره لوبو کولو )د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ یوه ټوقه ګڼلو( نه پس سرشمېرنه هم پوځ ته وسپارلې شوه. کله چې مختلفې قامي اکایۍ پۀ څۀ باهمي شرائطو یو ریاست

ټول مضمون ولوئ

چل کۀ تڪل – م ر شفق

د ا تکل د ډاکټر اسرار د کتاب “د تکل پهٔ تکل” د مخکتنې دستوره کښې [درګۍ ملاکنډ 14 اکتوبر 1994ز] اورولے شوے ؤ د پښتو يوه ټپه ده دا زړۀ مې داسې نن خفه دے لکه د سمې سوداګر چې سوات له ځينه د ليکونکو شاعرانو، د دنيا پۀ سُود سودا دومره کار نۀ وي، دوي خو د زړۀ سودا لېوني کړي وي. خو دا به ښاغلي اندېش سره د ناستې پاستې اثر وي چې کله سوات ته د تلو پروګرام جوړ شي نو د زړۀ نه مو يو الله خبر وي. څه موده وشوه د صاحب شاه صابر د شعري مجموعې د مخکتنې دستوره مينګوره سوات کښې کېدله.

ټول مضمون ولوئ

مولانا عنايت الله او د هغوي څو زنداني شاګردان – حسرت ايسپزے

ما (وزير محمد حسرت يوسفزي، منګا مردان) چې د کله راسې د شعور سترګې غړولې دي نو د کلي زيست، پښتونولۍ، پښتو، د قامولۍ تحريک او وطني سياست پۀ حواله زمونږ د کورنۍ د باچا خان (فخر افغان) کورنۍ سره کلک او جخت تعلقات وو او اوس هم دي. پۀ دې کښې د خدائي خدمتګارۍ د مينې او عقيدت خدائي جذبې هم شاملې دي. زما نيکۀ تاج محمد خان بابا، زما پلار شېر محمد خان، ملک ميرا خان او نورو خدائي خدمتګارانو سره څنګ پۀ څنګ د ازادۍ پۀ جنګرېز کښې بې مثاله قربانۍ ورکړې دي. ټول خدائي خدمتګاران پۀ حقيقت کښې د کردار خاوندان او زمونږ ملي اتلان دي.

ټول مضمون ولوئ

صوبائي ویاند، عوامي نیشنل یارتی، بلوحستان شهيد خان جېلاني خان اووم تلين – مابت کاکا

پۀ دغـه خاوره هم غـازي او هم شهــيد دے پښتون عجبه کاردے، هم حسېن دے هم يزيد دے پښتون د عوامي نېشنل پارټۍ د سپين ږيري مشر شهيد خان جېلاني خان اڅکزي اووم تلين د پښتو نخوا پۀ تاريخي ښار چمن کښې ډېر پۀ احترام او عقيدت ولمانځل شو. ملي مشر اسفنديار ولي خان پۀ خصوصي توګه پۀ کښې ګډون درلود. ملي مشر اسفنديار ولي خان لومړے د وطن د شهيد خان جېلاني خان اڅکزي او د هغۀ شهيد فرزند شهيد ايډوکېټ عسکر خان اڅکزي د څلي پۀ ملتيا پخواني صوبائي صدر ارواښاد غلام سرور خان کاکاجي پر څلي هم حاضري ورکړه او لاس پۀ لپه شو او ورسره ئې

ټول مضمون ولوئ

د ارواښاد خالق زيار وړومبے تلین او خيل رباب خيله نغمه – نور الوهاب خټک

ښکاري چي د کار سړي قات شوے دي خلق ما ته هم سړے د کار وائي د تېرکال 26 دسمبر د لر او بر ټولو پښتنو نه ډېر د کار سړے وړے ؤ. د درګۍ ملاکنډ د ډاکټر خالق زيارمرګ د پښتون اولس او پښتو ژبې لپاره يو داسې زيان دے چې دوي به پرې ټول عمر کنډم وي. ارواښاد خالق زيار ليکوال ؤ، شاعر ؤ، نقاد ؤ، ژباړن ؤ، د کالج د وخت نه تر مرګه پورے د باچا خان د فکر مرستيال ؤ، پۀ پېشه ډاکټر ؤ خو ډاکټري ئې د پېسو لپاره نۀ بلکې د خدمت پۀ توګه کړے ؤ. د خپل قلم او ليک پۀ ذريعه

ټول مضمون ولوئ

بکاخېل کېمپ – ګوهر وزير

لس دولس کاله وړاندې د کرفيو لا ګرزبندېز نوم شمالي وزيرستان کښې تش د علامت پۀ توګه پۀ دغسې حالاتو کښې کارولے شو چې کله به د ميرعلي او ميرانشاه بازارونو کښې د خوراک څښاک سامانونه پۀ لوړه بيعه خرڅولے شول. نو پۀ دغسې موقعو به خلقو وئيل چې بيخي کرفيو لګول شوې ده او پۀ عملي توګه چا هم کرفيو ليدلې نۀ وه. خو پۀ سيمه کښې د طالبنائزېشن خورېدو او پۀ خاصه توګه پۀ جنوبي وزيرستان کښې د “راهِ نجات” پۀ نوم عملياتو پېل کېدو نه وروستو شمالي وزيرستان کښې خلق نۀ يوازې د کرفيو لا ګرزبندېز سره عادت او بلد شول بلکې د ژوند يوه نۀ پرېکېدونکې

ټول مضمون ولوئ

فاټا او پنجاب – شیر ولی خان اورکزے

فاټا (د وفاق تر انتظام لاندې قبائیلي سيمې) د دنيا هغه بد نصيبه خاوره ده چې اولس ئې د کوم ملک پائنده تابنده باد ترانه هره ورځ پۀ سکولو کښې وائي، د هم هغه ملک پۀ ائين کښې د هغو د پاره ځان له يو قانون دے چې دنيا ئې د “اېف سي اٰر” يا د تور قانون پۀ نوم پېژني. دا قانون پۀ اصل کښې پۀ 1901ز کښې انګرېز د پښتون د زور ماتېدو د پاره پۀ پښتنو باندې پۀ زور مسلط کړے ؤ. پۀ دې قانو ن کښې انساني حقوق څنګه پامال شوي دي، دلته ئې صرف يو څو نمونې راوړل غواړم. د ماده نمبر 16 مطابق صرف

ټول مضمون ولوئ

دوېم ون يونټ، هو لنډيه! هو برکيه! هو چرکيه! هو!ه -حيات روغانے

حیات روغانے استاد سعدالله جان برق وائي. تاریخونه د بادشاهانو لیکلي وي او ځکه د تاریخي واقعاتو نه زیات د بادشاهانو پۀ حقله مبالغې لري، اسطورې د اولسونو لۀ خوا علامتي تاریخونه وي او کۀ د تاریخي واقعاتو ترتیب سره ولوستې شي نو د مروجه تاریخونو نه زیاتې باوري وي. دروغژن تاریخونه باوري جوړولو د پاره سپین تورول نۀ یواځې د ذهنیت د یوې خاصې درجې غوښتنه کوي بلکې دې لړ کښې د تاریخي واقعاتو تحریف د پاره یو خاص “جرأت” هم پکار وي. پاکستان کښې د فاټا انضمام د پاره اوچت شوے غږ پۀ اولسي کچه خپل ټول شور او زور سره روان دے. د ریاست میډیا ځان له

ټول مضمون ولوئ

سعادت خان جلبل، ډ. سهیل خان

د پښتنو خاوره د هر قسم قدرتي وسائلو نه ډکه ده. دې سره پۀ بشري صلاحيتونو هم غني ده. خو بيا هم د قدرتي وسيلو مقابله کښې ئې د علم او فکر مېدان نيمګړے نېمه خوا دے. بله خبره دا ده چې پښتنو کښې انفرادي هڅې د تاريخ پۀ پاڼو کښې ډوبې دي، يا دا هم کېدې شي چې علم وفنون دا ځانګړتيا کمه هم وي. البته اجتماعي تحريکونو باره کښې خو مونږه دا پۀ دعوې سره وئيلے شو چې دا کم دي. د پښتنو تاريخ د دغه اجتماعي تحريکونو او شخصياتو تجربې پۀ خپله لمنه کښې خالي کړي دي. دې تحريکونو د اجتماعيت روغې جوړې ، وطن پالۍ ،

ټول مضمون ولوئ

چيندرو د ډاکټر همدرد فنپاره، شمس بونېرے

مونږ چې پۀ کومه ټولنه کښې ژوند کوو، دا د خانۍ ملکۍ او مذهب پرستۍ نه ډکه ده او هم دغې درې قوتونو پۀ لاسو کښې کلکه نيولې او قابو کړې ده، خو ددې ټولنې پۀ خېټه کښې نرے نرے درد دے. دا ټولنه د ډاکټر او حکيم پۀ تلاش کښې لېواله او سرګردانه ګرځي چې ورته خپل مرضونه وښائي او دغه ډاکټر طبيب څۀ دارو درمل ورکړي. ددې ټولنې پۀ خېټه کښې د غريبۍ چينجي دي. دا ټولنه د جنسي مرضونو او ذاتي خواهشاتو د ظلم زور او ستم نه ډکه ده. د دې بيمارو د پېدا کېدو وارثان د پيرانو، مليانو او خانانو شکلونو کښې ليدے شي. خانان

ټول مضمون ولوئ

د خوشحال خان خټک بشپړه سړے او د اکېډما جبر، طلال بېدار اصلزئ

د دېومالائي قېصو نه تر مذهبونو او فلسفو نه تر سائنس د انسان د څېړنې درې بنيادي ډګرونه پاتې شوي دي؛ خداے، کائنات او پۀ خپله انسان ـــ (او رېښتيا خبره خو دا ده چې هم دې څېړنو تر مخه خو دا دومره علمي او سائنسي مزل انسان کړے دے او روان دے لا ئې کوي). اوس چې د انسان سره تړلي کوم بحثونه دي، هغه زياتره د فلاسفي د ارزښت پوهنې (Axiology) د څانګې اخلاقيات (Ethics) سره تړلي دي . اخلاقيات د انسان کړو وړو (Human Conduct) د مباحثو ډګر دے يا مونږ دا وئيلے شو چې اخلاقيات د دوه بنيادي انساني سوالونو د بحث سره تړلے شوے دے؛

ټول مضمون ولوئ

عزيز الله ماما، خاورو خاورې ڪړل شهزاده اسمان خلق، پروفیسر شهزاد

مرګ حق دے او يوداسي عمل دے چې هر ژوندی روح به لۀ دا عمل څخه تېرېږي او لۀ دې فاني دنيا څخه به خپلي جامې کتوي.لاکن د ځينو داسي ممتازو هستيو لۀ مرګ څخه چې کومې نيمګړتياوې پۀ ټولنه کښې رامنځ ته کېږي، د هغې مخنيوي نۀ شي کېدے. مونږ دا خبره پۀ څرګنده توګه باندې کولې شو چې خداے بخښلے عزيز الله ماما هم يوه داسې هستي وخ چې ثاني ئې نۀ موندل کېږي. هغه د علم و دانش، غور و فکر او قانون و انصاف پۀ ډګر کښې هغه کارنامې ترسره کړې چې د هغۀ نوم به تر ډېره پورې پۀ دا حقله ياد ساتل کېږي. تلونکي

ټول مضمون ولوئ

د احمد شاه ابدالي تصویر, رحمت شاه قرېشي

خلف د انریبل داکتر خان صاحب د وزیر اعظم بمبی نه قندر مکرر – خان سعداللّٰه خان د یستون اتمانزئ د  1 اکتوبر 1938ز کنی حخه، مخونه 26-23 د احمد شاه ابدالي تصویر (د ټانک نه د رحمت شاه قرېشي پهٔ مننه) نور محمد د يویشتو کالو زلمے دے. ښۀ تعليم ئې پۀ کالج کښې کړې دے او شپږ مياشتې کېږي چې پۀ دهلي کښې د يو شريف خاندان او تعليم يافته جينۍ سره ئې وادۀ کړې دے. د شپږو سوو جريبو زمکې مالک دے. پۀ زمکه باندې باندې ئې پلار يوه ښکلې مينه اباده کړې ده. پۀ هغې کښې خپلې نيا او عيال سره وسي. دوه کلي ئې دي او

ټول مضمون ولوئ

د ډونلډ ټرمپ ما بعد التقریر صورتحال – زرین زاده ایسپزے

 د افغان پالیسۍ پۀ نوم د امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ تقریري اعلان بیخي روایتي ؤ. تمهید نه نېغ موضوع ته راتلو د پاره هغۀ د دې تقریر مقصد مقصد دا بیان کړو، “زۀ نن دلته راغلم چې د افغانستان او جنوبي اېشیاء پۀ حقله زمونږ د پالیسۍ کرښه راکاږم” ـــ او بیا د هغۀ د تقریر وړومبۍ حصه بیخي داسې شروع شوه لکه چې څوک د “دفاعِ پاکستان کونسل” د یو مشر تقریر پۀ انګرېزۍ ژبه او لهجه کښې اوري ـــ د خداے کومک ـــ عظیمې قربانۍ ـــ لوے جنګونه ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ د امریکې صدر هم لکه د پاکستان د افغان

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ