پوکڼۍ – حسيب جان همراز

د ژمي موسم و. د سحر پۀ وخت کښې ايله نمر د لړې سينه وشلوله او وړومبۍ څيره ئې د کونډې کور ته راوديکله چې نېغه د کور انګڼ کښې جوړ د خټو پۀ نغري پرېوته چې ورسره خوا کښې د توت پاڼې خورې ورې پرتې وې کومې چې تېره شپه تېزې سیلۍ راغورځولې وې. کونډه لګيا ده پۀ يو لاس کښې ئې د سپين تار ګونټ نيولے او پۀ بل لاس ئې پوکڼۍ خولې ته نیولې پاړڅوي. کونډه د پوکڼۍ پاړڅولو سره سره پۀ ټول کور کښې هم خپل نظر له منډې ورکوي. اتۀ کلن کچکول ناست دے پۀ کور کښې د ګودر پۀ غاره لستوڼي نغښتي لپه ډکوي او پۀ مخ اچوي او بيا لپه د اوبو نه ډکوي او خولۀ کښې ئې اچوي. کچکول نغري خوا ته لاړو او د لوګو تور چېنک نه ئې ځان ته چۍ واچوله او بېګانۍ ډوډۍ ئې ورسره راواخسته او د مور خوا ته راغلو. دواړه ګونګي سونګي ناست دي. کونډه پۀ پوکڼو پاړڅولو کښې بوخته ده ځکه خبرې نۀ شي کولې او کچکول د چیو او ډوډۍ نه خولۀ ډکه کړې ده. کونډه يوه يوه پوکڼۍ د خولې د هوا پۀ زور پاړڅوي او د ګونټ نه ورپسې شين تار تړي. کچکول زر زر چاے وڅښکله او د نغري خوا ته ئې منډه کړه چرته چې د هغۀ د پوکڼو ډانګ پروت ؤ. هغۀ هاغه وچ ډانګ راواخستو او د مور خوا له راغے. کونډې د ډانګ سر پورې اووۀ پوکڼۍ وتړلې او باقي پوکڼۍ چې پۀ کټ کښې پرتې وې، ئې د کپړې پۀ تېلۍ کښې واچولې. کچکول ښۍ اوږې ته د تېلۍ واچوله او پۀ يو لاس کښې ئې ډانګ ونيولو چې اوږې ته ئې انډول کړے ؤ او د ځان نه ئې ډېر اوچت نيولے ؤ. کچکول ځان تيار کړو، کونډه د کټ نه پاڅېده. هغۀ مور ته لږ ساعت وکتل او بيا مور پۀ سر ښکول کړو. د کونډې پۀ سترګو کښې دغه وخت يوې اوښکې د نمر رڼا ته څيره ووهله چې پکښې د هغې ټوله ماضي واضحه ښکارېده لکه د کچکول د پلار ځواني، د هغۀ سره د ژوند خواږۀ تراخۀ وختونه او د هغۀ د ځوانۍ مرګ. د کچکول پلار پۀ قصه خوانۍ کښې پۀ يو ځانمرګې بريد کښې شهيد شوے ؤ.کچکول د کور نه بهر اړخ ته روان شو او د شا ته نه ئې کونډه وړو وړو قدمونو او پۀ غاړه د پوچو پوکڼو تېلۍ ته ګوري. ور ګړب وکړو او هغې سره سمه کونډه د کور کارونو کښې پۀ دې خيال کښې ډوبه اخته شوه چې ماښام به زما زوے د ځان سره د خوراک سامان راوړي.

کچکول پۀ لار روان دے. د بازار اړخ ته ګامونه اخلي. پۀ لار کښې کۀ چرته کاڼے مخې ته ورشي نو پۀ لته ئې ووهي او د لارې يو ګوټ ته ئې ورسوي. د کچکول ملګري خو پۀ کلي کښې نشته ځکه چې هغه د مزدورۍ نه نۀ وزګارېږي نو ملګرو له به څنګه وخت ورکړي؟ خو چې کۀ پېژندګلو ماشوم ئې مخې له راشي نو تپوس ترې وکړي چې “لاړې؟” کچکول پۀ روانه کښې غاړې ته د پوکڼو تېلۍ سموي او ورته وائي “هو ځم بازار ته”.

پۀ ټوله لار دا کلام يو يا دوه ځله روزانه کېږي. کچکول بازار ته ورسېدۀ او د سړک خوا ته ودرېدۀ. هغه د ځان نه ګېر چاپېره نظر اچوي او د ګاهک پۀ انتظار دے. ګهنټه وشوه خو هغۀ له ګاهک رانۀ غلو. چې د کچکول نظر پۀ خپل اړخ پۀ سړک پرېوتو نو د دۀ نه لږه فاصله کښې د اشتهار بورډ سره يو بل تن هم ولاړ دے چې هغه هم پوکڼۍ خرڅوي. پۀ بورډ باندې پۀ غټو غټو ټکو کښې ليکلې دي چې”ہر بچہ سکول جائے۔۔۔ سب کی زندگی بدل جائے ” لاندې ورسره پۀ تفصيل کښې ليکلے شوي دي چې ‘اب ہر بچہ سکول کے اندر رہےگا ۔۔۔ بچوں سے مزدوری کروانے پر پانچ سال قید اور بھاری جرمانہ وصول کیا جائےگا۔حکومت خیبر پختونخوا ‘ کچکول چې وليدل چې هغۀ سره خوا کښې بل پوکڼو خرڅولو واله ولاړ دے نو پۀ غصه باندې روان شو او چوک ته ئې ځان ورسولو پۀ کوم ځاے کښې چې ودرېدو نو اول ئې نظر واچولو چې چرته دلته خو بل پوکڼو خرڅولو والا نشته. چې تسلي ئې وشوه او ځاے خالي ؤ نو هم هلته ودرېدو او د پوکڼو ډانګ ئې پۀ زمکه باندې لږ کوږ ودروۀ چې د سړک اړخ ته سلامي ؤ.

ټرېفک پوليس پرې د لرې نه پۀ غصه کښې اواز وکړو چې اړخ ته شه، د سړک پۀ منځ ولاړ ئې، تۀ به وائې چې دا سړک دې د پلار دے. هغه خوار د سړک نه جۍ ته شو خو د پوليس دې خبرې پۀ سوچ کښې واچوۀ او د پلار باره کښې ئې سوچ کولو. کچکول د نهه کلونو ؤ چې پلار ئې پۀ بازار کښې د کباړ خرڅولو پۀ وخت یوه بمي چاودنه کښې مړ شوے ؤ. د پولس غږ سره هغۀ ته خپل پلار څېلمه ښکاره شو او د هغۀ تتېدونکې جوثه وریاده شوه. کچکول د سړک جۍ ته ولاړ يوې خوا بلې خوا ګوري.

چرته چې ورته د دۀ پۀ شان خيرن، سرتور او غريب ماشوم ښکاره شي نو دے د هغۀ نه مخ واړوي ځکه چې هغوي خو هسې هم ددۀ نه پوکڼۍ نۀ شي اخستې نو بيا ورته دے ولې وګوري. چې پۀ سړک ګاډے برېک ونيسي نو کچکول ورمنډه کړي او د ځان سره دا اميد يوسي چې کېدے شي چرته ګاهک وي! کۀ چرته صفا ستهرا د مالدارو خلقو ماشومان بچي وويني نو هغوي ته خپل د پوکڼو ډانګ مخې مخې ته کوي. دا چل هغه ټوله ورځ وکړو او تر ماښامه ئې ديارلس پوکڼۍ خرڅې کړې چې پکښې د يو ماشوم پلار څلور اخستې وې. هغۀ کور ته راتلو نه مخکښې هم پۀ بازار کښې پۀ فټ پاتهـ کښېناستو او خپل جېب ئې پۀ لمن کښې تش کړو او روپۍ شمېرل ئې شروع کړل. هغۀ به د پېسو شمارلو سره سترګې هم د خپل عادت نه مجبوره چاپېره ځغلولې. یوه شېبه به ئې خپلو تنکو تنکو ګوتو کښې د دیارلسو پوکڼو د پېسو حساب کره کولو او دوه شېبې به ئې چاپېره کتل. بازار ته راتلونکو ماشومانو سره د هغۀ سترګې د ماشوم د مور اوږې ته ځوړنده بټوه او د پلار د جامو استري هم څاري. داسې مور پلار د پینځۀ زره روپیو پۀ ټي شرټ خپل بچے ځېل ته نۀ پرېږدي نو د پینځۀ روپیو پۀ پوکڼۍ به ئې څۀ لاس ونیسي؟

هغۀ یوه ښځه ولیده؛ نیم ځالې، پړوني کښې مخ ښکاره، د نوي ماډل الټو موټر نه راکوزېدله. کچکول د خپل زړۀ ټوپ سره نېغ پاڅېدو؛ پینځۀ شپېتۀ روپۍ ئې بیا مخامخ جېب ته کوزې کړې او د دغه ښځې، چې یو شپږ کلن ماشوم هم ورسره ؤ، خوا ته روان شو. د ماشوم لۀ خوا پوکڼو ته لاس نیولو باندې هغه نور هم ورتېز شو. پۀ نزدې ورتلو کچکول پښه نیولے شو، هغۀ د دغه نیمځالې ښځې سترګو ته داسې کتل لکه چې د هغې نه اجازت غواړي. هغه ښځې خپل لاس کښې نیولې بټوه وسپړدله او د هغې پۀ وېنا دۀ ماشوم له درې پړڅېدلې پوکڼۍ ورکړې. ښځې د پنځلس پۀ ځاے شل روپۍ کچکول ته ونیولې او روانه شوه.

د سترګو رڼا او د خوشحالۍ نوعیت کښې فرق ؤ؛ هغه رڼا او خوشحالي چې د پوکڼو خرڅولو سره د کچکول سترګو کښې راغلې او پۀ مخ خوره شوې وه، او هغه رڼا او خوشحالي چې د پوکڼو پۀ اخستلو سره د دغه ماشوم سترګو کښې راغلې او پۀ مخ خوره شوې وه.

ـــــــــــــ