پيډوفيليا (Pedophilia) – حسیب جان همراز

انسانيت پۀ چغو چغو لګيا دے ژاړي او دا خبره پۀ بیا بیا کوي چې د سوشل ځناور نه نۀ پۀ دولت انسان جوړېدے شي، نۀ پۀ شهرت، نۀ پۀ نوکرۍ، نۀ پۀ ځان ډېر مذهبي ښودلو، نۀ ځان پۀ ډېر مهذب ښودلو او نۀ پۀ پخڼو پخڼو خبرو ـــ بلکې انسانيت پۀ هاغه چا کښې دے چې د ژبې، لاسو پښو او رویو نه ئې دبل انسان ژوند، عزت او املاک محفوظ وي زمونږ ټولنه کښې چې پۀ کوم لور نظر اچوې نو انسانان به درته د انسانانو لۀ لاسه پۀ عذاب کښې ښکاري. د انسانيت قتل عام شروع دے او ښۀ پۀ ښکاره او خلاص مټ شروع دے.

ټول مضمون ولوئ

سپوږمیه کړنګ وهه راخېژه! – شفيق او فېصل

ډاکټر فېصل خان (د بائیوټېک پروفېسر) او شفیق ګګیاڼے (زلمے سماجي کارکن) پهٔ مختلفو موضوعاتو وخت پهٔ وخت رېډیائي خپرونې د خپلې پاڼې نه خپروي. دغه خپرونې پهٔ ټاکلے شوو موضوعاتو د زلـمو خپل اندونه وي. مونږ ګڼو چې د زلمي کھول ذهني تربیت د پاره داسې خپرونو ته ځاے ورکړو او د دې پهٔ لوستلو باید زمونږ زلمي هم خپل ذهنونه د خپلې مشاهدې پهٔ رڼا کښې مکالمې او دلیل د پاره وسپړي. ‘پښتون’ پهٔ دې موضوعاتو د دواړو ښاغلو سره خپل اختلافي نوټ لیکل پهٔ دې وجه ضروري نهٔ ګڼي چې د لوستونکو ذهنونه څهٔ ډول ډکټېشن محسوس نهٔ کړي. د ډاکټر فېصل خان او شفیق ګګیاڼي نورې

ټول مضمون ولوئ

تابوت (افسانه) – میلون جیلاس، ژباړن پروفېسر ګوهر نوید

  د څو مياشتو د جنګ نه پس دشمن د سيند پۀ لوېديز اړخ خپلې مورچې جوړې کړې. پۀ دغه لوېديزه علاقه کښې هغه خلق ميشته وو چې د دښمن پۀ موجودګۍ کښې ئې خپل ځان محفوظ نۀ ګڼلو. د دوي واړۀ واړۀ پټي او باغونه د سيند ختيځ طرف ته وو. د هغوي خصمانې د پاره به دوي روزانه هلته کښې تلل او څۀ خلق به ختيځ طرف ته خپلو عزيزانو کره هم تلل راتلل. يو سحر د سيند نمر خاتۀ طرف ته د تللو د پاره ډېر خلق د سیند پۀ غاړه ناست وو. د جنګ پۀ وجه د کشتیو کموت راغلے ؤ. زياتره کشتۍ د دواړو طرفونو

ټول مضمون ولوئ

حراموڼې – لائبه افروز زئ

[پښتون پهٔ دې ویاړي چې د خپل روایت سره سم ئې پښتو ژبې د پاره نوي لیکوالان او لیکوالانې مخې ته راوستي او د هغوي د فن داد او ډاډ ورکولو سره ئې دغه روښانه فکرونه اولس ته رسولو کښې خپل کردار لوبولے دے. لائبه افروز زئ، چې پهٔ اردو ژبه ئې لیکل کول او اوس هم کوي، زمونږ د ملګري مجیب الرحمان خټک پهٔ ارتباط د پښتون سره وابسته شوه. د هغې وړومبۍ لنډې قیصې ‘خالي کور’ او دې پسې ‘بنده کوټه’ چې مجیب خټک ئې پښتو ته ژباړه کړې وه، نه پس دا افسانه ‘حراموڼې’ هم شاهکار لیکنه ده چې د Personification روایت پهٔ پښتو افسانه کښې پهٔ

ټول مضمون ولوئ

ماحولیات – ناصر علي خان ایریدے

دا چې غرونه هوارېږي ځنګلونه هوارېږي د انسان مادي هوس کښې اميدونه هوارېږي يو خوا ته کۀ د ماحولياتو افاقي مسئله ده، بل خوا زمونږ صوبائي حکومت نوره هم زياته کړه. ډېرې بې دردۍ سره لګيا دي او د دوو پېسو دپاره ئې زمونږ د صوبې جمالياتي مخ خيچن کړو او قدرتي حسن پسې داسې لګېدلي دي لکه ظالم ښکاري! زمونږه پښتونخوا پۀ جمالياتي توګه ډېره منوره ده، قدرتي حسن، نظارې، غرونه، سيندونه وغېره ددې سيمې ميراث او زينت دے. زۀ چې پۀ کومه ضلع کښې اوسېږم، يوه وادي ده. قدرتي حسن، نظارې، غرونه، پښتونخوا ته د تګ لار، اټک پل او پکښې ‘لنډے سيند’ درياے کابل بهېږي. د دې

ټول مضمون ولوئ

اردو يوه استعماري ژبه – فېصل فاران

هره ژبه خپل تهذيت، ثقافت، سماج او خاص سياسي ذهنيت هېنداره وي. ګويا ژبه تر ډېره حده د هاغه روادارۍ مترادف نه ده څۀ ته چې سيکولرازم وئېلے کيږي خو داسې ده چې ځنې ژبې د خپل ماحول له رويه تر ډېره حده رواداره وي لکه پښتو کښې د امروزه ژبې او فوک لور له رويه ئې د روادارۍ بې شمېره مثالونه موندل کيږي ځنې ژبې د تنګ نظرئ او تربګنۍ پله زيات روز کوي لکه اردو ژبه. ددې خبرې پۀ ثبوت کښې د تهذيب، مذهب، سماج ثقافت، سياسي ذهنيت پۀ بنياد عبراني، اسرائيل، سنسکرت، هندو دهرم، عربي اسلام، پالي بدهـ مت، ګرمکي سکهـ مت، پنجابي، ګجرانواله، لسي، لنګ، کپورے،

ټول مضمون ولوئ

بلخ او پښتو ادب – نجيب الله پاڅون

بلخ د افغانستان پۀ شمال کښې لرغونی او لۀ لومړۍ درجه ولایاتو څخه ګڼل کېږي چې مرکز ئې مزار شریف ښار دی. دغه ولایت د کابل شمال لوري ته د مېمنې او پلخمري ښارونو تر منځ پروت دی، د بلخ ولایت شمال لوري ته تاجکستان او ازبکستان هېوادونه پراتۀ دي، ختیځ ته ئې کندز او سمنګان ولایتونه، لوېدیځ ته ئې جوزجان ولایت او سوېل ته ئې سرپل او سمنګان ولایتونه دي. بلخ د اداري وېش لۀ مخې د مزار شریف ښار او حیرتان بندر سربېره څوارلس اولسوالۍ لري. بلخ د افغانستان یو لۀ هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي چې نزدې ټول قومونه پۀ کښې ژوند لري. پۀ دې ولایت کښې

ټول مضمون ولوئ

“د چرچڼو توت” – استاد عبدالکریم بریالي

)دوېمه/اخرۍ برخه( د عصري ادب پۀ تاريخ كښې پښتو تكل (Essay) د نوي اسلوب باوائی آدم ګل محمد بېتاب “د چرچڼو توت” باندې سر ښكاره كړو ) وړومبى تكل ‘د سريزو سريزه’ د ليكوالو او شاعرانو ژوره نفسياتي مطالعه ده. د ټولو اوږدو اوږدو سريزو يادونه داسې كوي، تۀ به وائې چې يو فلم چلېږي. زما د كتاب سريزې حواله هم شته ځكه چې زۀ هم پۀ دې كمزورۍ متصف شوی يم. زما د شاعرۍ پۀ حقله ډاكټر اسرار هيڅ و نۀ وئيل بلكې پۀ فون باندې ئې د سريزې تعريف زيات كړى ؤ. بېتاب صاحب د دې خلاق شاعرانو داسې ښكلې تخليقي او حقيقي فلم بندي كړې ده، تۀ

ټول مضمون ولوئ

خدائي خدمتګار پيرداد خان – خان داد خان، سینئیر نائب صدر، سودم

    خدائي خدمتګار پيرداد خان ولد بهرام خان پۀ امان کوټ کلي کښې 1885ز خواوشا پېدا شوے دے، ولې چې هغۀ به وې چې باچا خان زما نه لږ شان کشر دے. امان کوټ کلے د رستم نه پۀ نمر خاتۀ دیارلس کلوميټره د غر پۀ سر اباد دے. پۀ دې علاقه يعني امان کوټ، ګړو، سورے ملندرۍ، پيتاو ملندرۍ باندې د 1926ز پورې د انګرېزانو عملداري نۀ وه. دا کلے د سوات سټېت هم شمارېدو. بهرام خان بابا چې د پيرداد خان پلار ؤ، د کلي مشر، د دۀ دوه بيبيانې وې چې د مشرې بي بي نه ئې زامن وو چې ميا داد خان پکښې ډېر مشهور

ټول مضمون ولوئ

پښتانۀ قدرونه او د حمزه بابا غزل – پروفېسر اباسین ایسپزے

[د استاد اباسین ایسپزي د تحقیقي مقالې دې برخې نه د لیکنې د اوږدوالي تر مخه حوالې او حاشیې لرې کړې شوې.] د هر قام يو ثقافت وي. دغه رنګ د پښتون قام هم يو ثقافت دے، قدرونه دي روايات دي چې د پښتونولۍ پۀ نامه بللے شي او د دې رواياتو لوے خاصيت دا دے چې پۀ زرګونو کاله تېرېدو باوجود دې خپل وجود او روح برقرار ساتلے دے او تر ننه چرته پۀ پوره او چرته پۀ نيمګړي شکل کښې زمونږ سره دغه قدرونه موجود دي. بله دا خبره هم زۀ ښۀ داډه کول غواړم چې نوې دنيا زمونږ د دغه قدرونو نه د ژوند ژواک ډېر چلونه

ټول مضمون ولوئ

د امیر محمد خان هوتي یاد – مولانا عنایت اللّٰه د طورو

مولانا عنایت اللّٰه د طورو 1910)ـ 25 جون 1995ز( یاده دې وي چې د ارواښاد امیر محمـد خان هوتي جنازه خداے بخښلي مولانا عنایت الله د طورو ادا کړې وه. کله چې د امیر محمـد خان هوتي زوے اعظم خان هوتي وفات شو نو د مولانا عنایت الله زوي محترم اسرار د طورو ئې جنازه لوستلې وه.   خان امير محمد خان صاحب مرحوم د موضع هوتي (مردان) د پښتنو د لوے خاندان فرد ؤ. د اسلاميه کالج پېښور تعليم يافته ؤ. پۀ 1930ز کښې د ملک د ازادۍ تحريک د خدائي خدمتګار پۀ نوم شروع کړو. ضلع پېښور او مردان کښې پۀ زور شور بهرتي د سرخپوشو (خدائي خدمتګار)

ټول مضمون ولوئ

مثالي پولیس او روایتي سیاست – عامـر عالم

“پۀ خېبر پښتونخوا کښې د پوليسنګ پۀ نظام کښې ښکاره بدلون راغلے دے ـــ خېبر پښتونخوا کښې د پوليس اېکټ وروستو پوليس پۀ مکمله توګه بااختياره شوي دي ـــ خېبر پښتونخوا يواځينۍ صوبه ده چې پکښې د پوليس ډپارټمنټ لپاره اصلاحات شوي دي ـــ” دا او داسې نورې ډېرې دعوې به زما اکثر لوستونکو اورېدلې هم وي او چې څوک دا دعوې ډېرې ډېرې کوي د هغوي د نومونو نه به هم خبر وي، زۀ ئې نوم اخستل نۀ غواړم ـــ خو د دغه دعوو پۀ ترڅ کښې به د خېبر پښتونخوا زمکني حقيقتونو ته ګورو او بيا به د محترم وزير اعليٰ پروېز خټک صاحب او د پاکستان تحريک

ټول مضمون ولوئ

د ښاغلي عبدالرؤف عارف د نظم توکنه – فیصل فاران

‘حلف’ “ستا د وفادارۍ حلف مې اخستے دے د دغه حلف نامې سره تړلي ټول مراعات او پېرزوئېنې مې هم قبولې دي خو بیا هم دا زړۀ مې ستا د پاره د بغض حسد کېنې نفرت تربګنۍ دښمنۍ کرکې او عداوت نه ډک دے” “نو دا خو ښکاره منافقت دے وروره! ستاسو دا شېوه، عقیده`او مزاج مې خوښ نۀ شو” “زه خپله هم پوهېږم چې دا کار او رویه ښه نۀ ده خو…..“ “خو ځه! د خپل عادت نه مجبوره ئې” “کېدے شي” دا نظم د ‘مُلک دوستۍ’ د یو خاص تصور تر اثر لاندې لیکلے شوے دے چې د ملک دننه پۀ ریاستي رویه د یو خاص فکري مکتب

ټول مضمون ولوئ

پوره سېر (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  پښتو ادب کښې ډېر قلندران تېر شوي او درې څلور زمونږه پۀ وختونو کښې هم شته او هر يو قلندر څۀ نه څۀ نامه ګټلې ده خو پۀ دې ټولو کښې قلندر مومند لوے نوم لري. د خوشحال خان خټک پۀ زمانه يا د هغۀ نه لږ وړاندې هم يو قلندر ؤ چې د هغۀ باره کښې ئې وئيلي وو: څوک پاوي څوک نېم پاوي دي قلندر پکښې نيم سېر خو قلندر مومندپوره سېر دے. هغه د پښتو متل دے چې هر کاڼے سېر نۀ وي خو دا پوره دے. د مردان عبدالواحد قلندر خپله ځان ته ۴؍۱قلندروائي. د بډﻫ بيرې هم يو سلطان محمود قلندر ؤ چې د

ټول مضمون ولوئ

د نړیوال ماتم اتهٔ سوه کلن رېکارډ – وسعت اللّٰه خان، ژباړن: سعداللّٰه مېوند

  د اردو ژبې د ورځپاڼې ‘ایکسپریس’ پهٔ مننه   هو! امويان تر منځنۍ اسيا پورې رارسېدلي وو. د لومړي عباسي خليفه ابو عباس السفاح پۀ زمانه کښې د چين د تانګ سلطنت پۀ قلمرو کښې تر ترکستان پورې علاقه د دوي پۀ لاس کښې وه. پۀ جولائي751م کښې عرب فوځونو د کلاس د درياب پۀ غاړه د تبتي ملګرو پۀ ملاتړ سره تانګ لښکر ته پۀ يوه مختصره جګړه کښې واضحه ماتې ورکړې وه او پۀ هم دې شکل د عباسي سلطنت سرحدي کرښې تر ختيځ چين پورې غځېدلې وې. د جګړې پۀ دوران کښې چې کوم چينائي بنديان د دوي تر ولقې لاندې راغلي وو، ځينو ئې د

ټول مضمون ولوئ

د علم او عمل څښتن، د پېرنګي استعمار پهٔ ضد د خدائي خدمتګار غورځنګ د صف اول رهبر، د پښتنو د تاریخ مؤرخ قاضي عطاء الله خان شهید – معظم جان معظم

زۀ چې کله هم د خدائي خدمتګار تحريک پۀ مبارزينو خپل فکر قلم ته وسپارم مسلسل د جذباتي عمل او وېرې سره مخ يم. جذباتي عمل خو زما د خدائي خدمتګار تحريک سره د ډېر جوخت تړون سبب به وي چې زما ژبې د نومونو اخستلو هڅه کړې وي. ښه! نو “خان بابا” بابا جان به ما وړومبي زده کړي وي. ښه! نو “خان بابا” زما مشر ترۀ ايوب خان بابا ؤ چې زما د نني ليک د ستر مبارز عطا الله خان (هم زلف) چې مونږ اشنغريان ورته “سانډو” وايو او د خېله هم زورور خدائي خدمتګار ؤ د مېروېس بابا سره د خدائي خدمګارانو پۀ جلوس کښې د

ټول مضمون ولوئ

پۀ خبر زما نظر – لياقت سيماب

پېښور کښې د فخر افغان او رهبر تحريک د تلين پۀ مناسبت اولسي جرګه او د اسنفديار ولي خان خطاب پۀ 28 جنورۍ پېښور کښې د فخر افغان عبدالغفار خان د دېرشم او خان عبدالولي خان د دوولسم تلين پۀ مناسبت يوه درنه اولسي جلسه وشوه. ددې اولسي جلسې مقصد د باچا خان او خان عبدالولي خان تحريک او مبارزې ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوم ؤ. ورسره ورسره دا لوظ پخول ؤ چې عوامي نېشنل پارټي به خپله سياسي مبارزه ددې مشرانو د نظرياتو او کړن لارې پۀ اساس روانه ساتي.د جلسې يو مقصد دا هم ؤ چې نوے نسل دې د مشرانو د کارنامو نه مسلسل خبر وساتلے

ټول مضمون ولوئ

د ریاست او تجارت پهٔ لاس د مورنیو ژبو قتلِ عام – پروفیسر سمیع الدین ارمان

‘پۀ کوم وخت او ځاے کښې چې مونږ نن ژوند کوو، هغه راته د جورج اروېل هم هغه د اوشیانا ریاست ښکاري چې د منفیت مثالي ریاست (نېګټیو یوټوپیا) دے. داسې ریاستونو د انسانانو فطري ازادي، برابري، د هغوي تاریخي او کلتوري شناخت نۀ شي زغملے، ځکه ئې یا خو کلتور، ژبه، تهذیبي او تاریخي نخښې وروژني یا بیا د ځائي وګړو د پېژند پۀ نامه یو مصنوعي قامي کلتور تخلیق کړي چې مرام ئې هم هغه د ‘مشر ورور’ وي. پۀ زړۀ پورې پدیده (مظهر) دا هم ده لکه څۀ ډول چې د لومړني دور پۀ ریاستونو کښې پاچایانو خپل مزے او تړون لۀ خداے سره نښلاوۀ او د

ټول مضمون ولوئ

خوشحال بابا او نېشنلزم – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د جدید نېشنلزم مفکوره عموماً غربي او شرقي نړۍ کښې انقلابِ فرانس 1789)ز( سره تړلې کېږي، اګرچې نېشنلزم مختلفو وختونو کښې خپل شکل بدل کړے دے خو زمان و مکان کښې بدلون سره سره ئې تهیوري (Theory) او پرېکټس (Practice) کښې هم فرق راغلے دے ـــ زۀ دې لنډ شان مضمون کښې صرف د نېشنلزم هغه تعریف راخلم چې پۀ دې ټکو کښې شوے دے؛ “د ‘قام’ د پاره زمکه، مشترکه نسل، د یو والي مفکوره، مشترکه تاریخ، مشترکه مذهب، مشترکه ژبه، مشترکه مرام او مشترکه ریاست، او لا د ریاست جوړولو یا حاصلولو خواهش ترکیبي اجزاء دي.” د دې تعریف پۀ رڼا کښې خوشحال بابا د هر چا نه

ټول مضمون ولوئ

نقيب مسيد پښتون دے – حیات روغانے

د پښتنو قسمتونه؟ بس نقیب ته ګوره!!! کور کښې ئې ووژنه ـــ لار کښې ئې ووژنه ـــ بازار کښې ئې ووژنه ـــ د لوبو مېدان کښې ئې ووژنه ـــ سکول کښې ئې ووژنه ـــ پوهنتون کښې ئې ووژنه ـــ موټر کښې ئې ووژنه ـــ دفتر کښې ئې ووژنه ـــ هېڅ بې هېڅه ئې راونیسه او وئې ژنه ـــ قرانګو کۀ د څۀ جواز ضرورت هم لري ـــ ناست ئې ووژنه ـــ ملاست ئې ووژنه ـــ ولاړ ئې ووژنه ـــ پۀ سیوري ئې ووژنه ـــ پۀ غرمو ئې ووژنه ـــ بس چې څنګه دې خوښه وي، هغسې ئې ووژنه ـــ دا څۀ تالان دے؟ پېرنګي د وزیرستان نیولو د پاره خپل

ټول مضمون ولوئ

د پڑھا لکھا پنجاب پوخ تشدد – خان زمان کاکړ

د تل پۀ شان تېره مياشت پۀ پنجاب پوهنتون کښې ولې يواځې پښتانۀ او بلوڅ محصلين لۀ اسلامي جمعيت طلباء سره لاس او ګرېوان شول؟ ولې د پوليسو لۀ خوا وډبول شول؟ پۀ زندانونو دننه کړل شول او د ترهګرۍ پۀ فعاليتونو کښې پۀ ککړتوب تورن کړل شول؟ پۀ لاهور کښې پۀ دومره زيات شمېر لبرالانو، سوشلسټانو، فيمنسټانو او ترقي پسندانو کښې ولې هر ځل د محکومو قامونو بالخصوص پښتنو او بلوڅو محصلين د جماعت اسلامي دې متشدد اورګان ته مخامخ کېږي؟ يا خو یواځې هم دا د محکومو قامونو وګړي دي چې د تشدد او برلاسيتوب تيکنيکونو منلو او زغملو ته تيار نۀ دي، يا پۀ پنجاب کښې د

ټول مضمون ولوئ

د ملي مشر اسفندیار ولي خان د حرم سفر – ګوهر علي خان

عوامي نېشنل پارټي، الریاض   ملي مشر اسفندیار ولي خان د عُمرې سعادت حاصلولو د پاره د دولسمې جنورۍ نه شپږویشتمې جنورۍ پورې د سعودي عرب پۀ دوره ؤ. دې موده کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ټول عهدېداران او ملګري د خپل ملي مشر سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وو. پۀ سعودي عرب کښې مېشته پښتنو پۀ مختلفو ځایونو کښې د ملي مشر هرکلي د پاره دستورې تابیا کړې وې او دغه لړ کښې چې کوم پروګرامونه هم شوي، د عوامي نېشنل پارټۍ ذمه وارانو کوشش کړے چې دغه خبرونه پۀ مختلفو ورځپاڼو کښې راشي. زۀ دلته مختلفو ورځپاڼو کښې راغلي دغه خبرونه او بیانونه “پښتون” د پاره پۀ دې

ټول مضمون ولوئ

د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د دېرشم تلين پۀ وياړ باچا خان مرکز پېښور کښې د “باچا خان اوونۍ” پۀ نوم دستوره وشوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره سره ماشومانو، طالبعلمانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. دستوره کښې يو شمېر برخې لکه د حمدالله ارباب، حامد خېشګي او زلمي انځورګر سیال شهزاد انځوريز نندارتون، د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځي’ او د پښتو کتابونو ترویج د پاره زیار باسونکي تنظیم ‘ډسټ اٰن بک’ د کتابونو سټالونه, د وړۍ نه پۀ لاس جوړو شوو (هېنډي کرافټس) او اغوستن سټالونه, د جنوبي پښتونخوا نه

ټول مضمون ولوئ

د اجمل خټک پۀ افکارو کښې قامي او ملي رنګونه – پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

د هر بنيادم فکر د يوې سفافې ائينې پۀ څېر وي د کومې ائينې پۀ سبب چې هغۀ د خپل حس پۀ وسيله د خپل ماحول همه څيزونه او د خپل ژوند ژواک ټول کړۀوړۀ افعال او اعمال ويني ګوري خو د يو عام وګړي پۀ نسبت د شعر و سخن صلاحيت او صلابت لرونکي د خپل قوت متخيله فکري استعداد د تېز مشاهداتي او تجرباتي بصيرت د ژوند احساس او رساتخل پۀ زور نه يواځې د خپل فکري ائينې پۀ مخ د خپل ژوند ژواک متنوع عکسونه ځايوي بلکې د انعکاس پۀ عمل کښې د دغه وړو عکسونو او تصويرونو رنګونه پۀ خپل انفرادي انداز کښې معاشرې ته وړاندې

ټول مضمون ولوئ

سياست ماتېدنه – افراسياب خټک

پاکستان کښې پۀ تېرو دوه لسیزو کښې د برېښنائي رسنیو (Electronic Media) پۀ دومره توندۍ سره خورېدو او هم دغومره پۀ مؤثر ډول د ټولنیزو رسنیو (Social Media) پرېوانه کېدو سره د اولس خپل منځ کښې اړیکې جوړول اسان شوي دي او (دې ملک کښې او نوره نړۍ کښې هم) پۀ انفرادي، ټولنیز او سیاسي کچ پۀ غټه پېمانه د اولسي اړیکو لوے غورځنګونه زمونږ د سترګو وړاندې دي ـــ بد قسمتي دا ده چې نن پۀ ملک کښې سیاسي تحریکونه پۀ یو وخت کښې د ریاست موټي کښې د ګېر رېډیو، ټي وي او پرنټ میډیا دور نه زیات مات او منتشر دي. د بېلګې پۀ توګه، ریاست پۀ

ټول مضمون ولوئ

اداريه (فروري 2018)

وینې وینې کابل د افغانستان پۀ حقله د پاکستان هغه جهادي پالیسي چې یو وخت کښې به پرې ریاست ویاړ کولو، اوس پۀ هر ډګر غندلې کېږي او د اسلام اباد ایوان نه د جي اېچ کیو پورې پرې د ستومانۍ اظهارونه کېږي ـــ خو دې لړ کښې د تېرې روژې نه نیولې د ترهګرۍ یوه خونکاره خونړۍ لړۍ روانه شوې ده چې د ودرېدلو نامه نۀ اخلي. پۀ زړۀ کښې امن د پاره ځاے لرونکي خلق دې پام کښې ولري چې پۀ دې اور کښې زمونږ نه هغه اوازونه هم سوزي چې د امن راوستلو د پاره ئې ګامونه پورته کړي دي. جنګونو کښې کله هم خوشفهمۍ پۀ کار

ټول مضمون ولوئ

د رهبرِ تحريک ادبي تنقيدي شعور د ميا سيد رسول رسا د بېديا ګلونه – فېصل فاران

د “ليت لار” غوندې “د بېديا ګلونه” دا شعري مجموعه هم رهبرِ تحريک ته پۀ دسمبر نولس سوه دوه کم څلوېښتم زېږديز کښې پۀ هري پور سنټرل جېل کښې ترلاسه شوې، هم هغه د جېل انچارج بي اے قاضي د “نو ابجېکشنېبل” دستخط ئې پۀ مخپاڼه دے او هم پۀ مخ پاڼه ــ د رهبرِ تحريک پۀ انګرېزۍ کښې لاسليک سره څلبريشتم مۍ يو کم پنځوسم ليک دے چې دا ددې کتاب د لوست د پوره کېدو نېټه ده. د مخ پاڼې نه پس پۀ وړومبي مخ باندې د سر محمد اقبال باراېټ لا فارسي شعر ليک دے چې ښاپېرک. کارغۀ او ټپس د پاره قېد و بند نشته، دغه

ټول مضمون ولوئ

تاريخ پوهنه – ډاکتر مبارک علي، ژباړه: انجینئیر عثمان ایسپزے

کله چې پۀ قامونو زوال راشي نو د دې مړانه، همت، جرات، حوصله او سپيځلي اخلاقي قدرونه هم ختم شي. بيا د داسې قامونو خلق د تېر وخت پۀ تاريخي يادونو وخت تېروي. ولې تېر وخت کله هم پۀ بيرته نۀ راځي. مسوليني ډېرې هلې ځلې وکړې چې د زوړ رومي سلطنت وخت بيا پۀ بيرته راولي خو کامياب نۀ شو. ولې دغه حال د ايران او عربو هم دے چې پۀ خپل شاندار ماضي پسې ګوتې مروړي. تاريخ د انساني فطرت پوره پوره څرګندونه کوي. مفکرين پۀ دې خبره بوخت دي چې انسان فطرتي طور نېک دے او کۀ شري دے. چې تاريخ وګورو نو پۀ دې نتيجه رسو

ټول مضمون ولوئ

زمونږ د باچا خبرې – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د ښاغلي سمیع الدین ارمان دا لیکنه د پښتو اکادمي کوئټه لۀ خوا پۀ “تنقیدي تعبیرات” دوېم ټوک کښې هم چاپ ده. د “پښتون” خصوصي ګڼې د پاره د ښاغلي ارمان لیکنه کښې د دغه یاد کتاب ذکر راتلو سره مو د یاد مضمون اهمیت مخې ته راغلو. دا لیکنه د باچاخان فکر ته د یوې نوې زاویې نه د کتلو هڅه ده. زمونږ د باچا خبرې والټئر1 ليکلي دي چې صرف مختصر کتابونه اصلي اهداف حاصلوي. تهامس پېن2 يوه رساله ليکلې وه چې نامه ئې “Common Sense” (عقل سليم) وه. دا رساله محض د اووهٔ څلوېښتوپاڼو وه او عجيبه خبره دا ده چې پهٔ دې رساله د ليکوال نوم

ټول مضمون ولوئ

څهٔ وئیل پکار دي؟ – شمس بونیرے

تاريخ د حقيقي واقعاتو د جمع کولو او بيانولو نوم دے چا چې واقعې کردار او منظر پۀ اصلي او واضح توګه بيان کړے او ليکلے دے، دا تاريخ دے او چا چې واقعاتو او کردارونو ته پردۍ جامې اغوستې دي، دا درباري قيصې دې. تاريخ مسخ کېدے شي خو فسح کېدے نۀ شي. فلسفه د ابتدائي ادراک پۀ سبب وجود ته راغله چې ورته د علومو مور وئېلې شي. فلسفه دوه سترګې لري، پۀ کومه سترګه چې د اسمان او ماورائي قوتونو ته ګوري دغې فلسفې ته موضوعي فلسفه وائي، بله فلسفه چې زمکې او خلقو ته ګوري او پۀ دوي خبرې کوي. دغې ته معروضي فلسفه وائي. فلسفه

ټول مضمون ولوئ

د فلسفه عدم تشدد نفسياتي بنيادونه – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د کارل ګستاو ژونګ مطابق انسان د یو څیز د حقیقت ادراک پۀ څلورو وسائلو سره کوي. هغه پۀ دې کښې دوو ته عقلي او دوو ته غېر عقلي وسائل وائي. عقلي وسائلو کښې هغه سوچ او احساس او پۀ غېر عقلي وسائلو کښې حس او وجدان شماري. خارجي ماحول سره اشنائي د حواسو پۀ ذریعه کېږي او انساني حواسِ خمسه د جانکارۍ پۀ عمل کښې بنیادي کردار ادا کوي. بیا ورپسې مرحله کښې د حواسو دا ادراک تر هغې نیمګړے وي چې د ابلاغ او ترسیل لپاره ئې څۀ لاره را وباسلې شي. دا لاره د ټکو او د ټکو د معنو سره د پېژنګلوۍ پۀ طور کېږي؛ بلکې

ټول مضمون ولوئ

د راز پۀ لټون (خاکه) – ګل محمد بېتاب

دا وخت چې زۀ د چا پۀ حقله خبره کوم نو دے ټول د رازونو نه ډک دے؛ کۀ ورته د رازونو خزانه ووایم نو بې ځايه به نۀ وي. تر دې چې هم پۀ دې نامه مشهور دے ګنې نو خپل نوم ئې سليم دے. يونزدې ملګري سعدالله جان برق صاحب ئې څۀ موده وړاندې دعوه کړې وه چې “سليم راز سره به هرڅۀ وي خو راز ورسره نشته” خو زما دعوه ده چې ورسره ډېر رازونه شته بلکې هر سړے چې زوړ شي، عمر وخوري نو د تېرو يادونو سره سره پۀ سينه کښې ئې ډېر رازونه هم پراتۀ وي. کېدے شي برق صاحب کله ورته ځير شوے

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ