بېګم نسيم ولي خان او د هغې يادونه – کلثوم زېب

د خدائي خدمتګار تحريک مشر او باني باچا خان هغه خوږ انسان ؤ چې هر انسان سره به ئې مینه کوله . خدائي خدمتګار تحريک کښې مشر او کشر،کارکن او د تحریک باني دواړه یو بل ته د مينې او قدر پۀ تول برابر وو، نۀ کم نۀ زیات . کۀ د تحریک کارکن بابا […]

د خپل ياد پۀ جزيرو کښې (مېرمن نسيم ولي خان) – م ۔ ر شفق

مېر من نسیم ولي خان وفات شوه. د اتوار پۀ ورځ، 16 مۍ 2021ء .. ماښام ئې ولي باغ کښې جنازه ادا کړې شوه او د ولي خان سره خوا کښې خاورو ته وسپارلې شوه. د مېرمن نسیم ولي خان شخصیت د قومي سیاست یو ځلنده باب دے . دا چې دعوامي نېشنل پارټۍ صوبائي […]

فولادي ښځه: د خان لالا چمو نه تر مور بي بي – اوېس کمال

د برطانوي هند تقسیم کېدو نه پس باچا خان بابا د مسلم لیګي حکومت مرکزیت لرونکې غېر جمهوري پروسې پرضد د خان شهید، جي اېم سید، عبدالمجید سندي او خپلو نورو همفکره ملګرو سره لیدل کتل وکړل، د مسلم لیګي حکومت جبر خلاف پۀ یو پلېټ فارم راغونډ شول او پۀ اتم مارچ ۱۹۴۸ باچا […]

مور بي بي (د خدائي خدمتګارۍ ځلنده مخ) – ډاکټر سهېل خان

څۀ رنګ چې د پښتنو عمومي تاريخ د جبر لاندې پټ پروت دے. دغه رنګ د خدائي خدمتګارۍ تاريخ هم د دوړو لاندې پروت دے. هم د تحقيق او څېړنګارانو د چپې سترګې د ړوند تقليد پۀ ولقه کښې دے. هم د ملک د ادارو کومو ته چې د تاريخ د څېړنګارۍ کارحواله دے د […]

اداريه – جون 2021ز

آه؛ مور بي بي هم رخصت واخيست! ځنې خلک هېڅ کوم د تعارف محتاجه نۀ وي ځکه چې دغه خلک خپله يو دور بلکې د يو دور پېژندګلو وي . مور بي بي بېګم نسيم ولي خان هم يو داسې عهد ساز شخصيت دے چې د يو دور پۀ ډېرو اړخونو ئې چاپ پاتې دے […]

پپو نه قلار شئ! – ناظم ايوب خان

د ځوانانو هم يقين دے او د خان ملګرو ته هم ښکاره ده چې دا ملک ټول اپوټه پروت دے. د ځوانانو هم دا خوب دے او د خان هم دا وېژن دے چې دا ملک به هله پۀ هوا الوځي چې پۀ دې ملک کښې هائي اېجوکېشن يعنې اعلٰي تعليم ترڅو ښۀ شوے نۀ […]

تت منظر – ناصر علي خان اپريدے

مې نظر د سترګو تت شو هم منظر د سترګو تت شو دا چې نمر د غرۀ پناه شو دا مې غر د ستوګو پټ شو يو داسې منظر چې پۀ کښې د پښتون د سوکالۍ څۀ ډېر خوبونه ليدلے شول، يو داسې منظر چې د پښتون داختر مياشت وه، يو داسې منظر چې واقعي […]

ارواښاد پروفېسر همايون همدرد؛ يو پياوړے محقق، شاعر او ډرامه نګار – عبدالکريم بريالے

(يادګيرنه:دا ليكنه د خداے بخښلي پروفېسر همايون همدرد وفات كېدو ورځو كښې ليكلې شوې ځكه نو هغه تاثرات پكښې ښكاره پۀ نظر راځي) د خوېشكو ځمكه د علم اوادب پۀ حواله دومره زرخېزه اوپخوانۍ ده چې زۀ ورته د پښتو ژبې وړومبے سنګر وئيلے شم. د ملا ارزاني خوېشکي علمي عظمت او د روښاني ادب […]

ډاکټر خان صاحب – امجد شهزاد

د مۍ نهمه نېټه د ډاکټر خان صاحب د شهادت ورځ ده. “پښتون” پۀ دغه حواله د محترم امجد شهزاد دا خصوصي ليکنه خپلو لوستونکو ته يو ځل بيا وړاندې کوي. “ډاکټر خان صاحب ووژلے شو، د قاتل خنجر زمونږ نه د ازادۍ د جنګ يو بل تکړه سپاهي وتروړلو، خو پۀ دې خنجر يو […]

د خوشحال خان خټک پۀ کلام کښې د عربي شعر عکس – تحرير: ډاکټر سيد عبدالله – ژباړه: پروفېسر نوراحمد فطرت

ما چې کله پۀ خوشحال خان د څۀ ليکلو اراده وکړه نو پۀ فطري ډول سره مې (لا تر ډېره حده د وخت دکمي پۀ وجه مې) د يوې عامې موضوع خيال ذهن ته راغلو او ښکاره ده چې د دې څخه زيات سوچ زۀ کولے هم نۀ شم ولې چې زما پښتو کمزورې ده […]