Category: نور ليکوالان

  • خدائي خدمتګار سيد عابد شاه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    خدائي خدمتګار سيد عابد شاه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    خدائي خدمتګار سيد عابد شاه پۀ داسې وخت کښې سترګې پۀ دې نړۍ کښې غړولې وې چې د هندوستان او ټولې منطقې کښې ډېر نازک او مهم حالات وو. کۀ يو خوا د هندوستان او د ټولې نړۍ جغرافيائي او سياسي حالاتو کښې ډېر بدلون روان ؤ نو پۀ پښتنو باندې ډېر سخت جبر او ظلم هم روان ؤ. ځکه چې پښتنو د ازادۍ غوښتنه شروع کړې وه او هم دغه وجه وه چې پۀ قيصه خوانۍ، ټکر او سپين تنګي کښې پۀ دوي باندې پېرنګي ګولۍ وچلولې او سلګونو بې ګناه پښتانۀ ئې شهيدان او پۀ زرګونو ئې زخميان کړل. خو پښتنو د فخرافغان باچاخان پۀ مشرۍ کښې دغه ټول ظلم وتشدد هېڅ قسمه جواب پۀ تشدد سره ورنۀ کړو. د وس لرلو باوجود هم دوي د تشدد لاره خوښه نۀ کړه. د وس خبره ځکه کول غواړم چې هرکله چې مونږ د پښتون قام پۀ تاريخ نظر واچوو نو پښتون د ازل نه جنګجو پاتې شوے دے او پۀ زور باندې پښتون لۀ چرې هم چا ماتې نۀ ده ورکړې ځکه چې پښتون د وخت او حالاتو مطابق د هر قسمه وسلو پۀ ډېر هنر او فن سره ماهر ؤ. نو هم دغه وجه وه چې باچاخان پۀ وړومبي ځل دې قام ته د عدم تشدد لاره پۀ ګوته کړه او د خپل ذات نه ئې پۀ دغه لاره باندې د تلو لاره دغه قام ته وښودله.

    سيد عابد شاه باچا پۀ بابړه چارسده کښې پۀ کال ١٩٣٠ز کښې زېږېدلے ؤ ،د پلار نوم ئې سيد عبدالله نور، د نيکۀ نوم ئې سيد عبدالستار باچا او د غور نيکۀ نوم ئې سيد عباس باچا ؤ. دوي پۀ نسل باندې اهل رسول (ص) وو او د دوي سلسله د ميا سيد نوربابا سره او وروستو پير بابا سره تړلې شوې ده. د سيد عابد شاه د نيکونو ډېر جائيدادونه وو او د دوي د پخوا نه د افغانستان بادشاهانو سره نزدې تعلق او ناسته پاسته وه. دغه مشرانو بۀ دتجارت پۀ غرض افغانستان ته تګ راتګ کولو او ډېر وخت به ئې هم د دغه تجارت لۀ وجې هلته تېرولو خو د دوي کورنۍ ټول پۀ بابړه کښې اباده ده. نو د دوي بال بچ هم دلته کښې اباد دے. د دوي جائيداد هم ډېر ؤ او تقريباً ٧٥٠جريبه زمکه د دوي پۀ نسته او خواو شا سيمو کښې وه.

    سيد عابد باچا پۀ دغسې وخت کښې سترګې پرانستې وې چې پۀ هندوستان او پښتنو سيمه کښې د ازادۍ اخستو پۀ لړکښې هلې ځلې شروع وې او پېرنګي د دغې لۀ وجې پۀ ټول ملک او پۀ خصوصي توګه پۀ پښتنو ډېر ظلم او جبر کولو.د سيد عابد باچا پلار او نور ټول مشران پۀ پښتون قامي تحريک کښې د وړومبۍ ورځونه شامل وو. کۀ هغه د انجمن اصلاح الا فاغنه پۀ شکل کښې وو او يا وروستو د خدائي خدمتګار تحريک پۀ شکل کښې وو. نو لۀ دغې وجې مونږ دا وئيلے شو چې سيد عابد باچا پلار پۀ نيکۀ باندې د سامراج خلاف د پښتون برخه وه. نو هم لۀ دغې وجې د دوي کورنۍ ډېرو ستونزو سره مخ وه. او سيد عابد باچا ته د څلورم جماعت نه وروستو د تعليم موقع پۀ لاس ورنغله او د قران پاک سبق ئې د خپل کلي پۀ جومات د استاذ صمداني نه زده کړو.

    د سيد عابد باچا دوه وروڼه او دوه خوېندې وې کومې چې د هغوي نه پۀ عمر کښې مشرانې وې. د دوي يو ورور پۀ ځوانۍ کښې وفات شوے ؤ او يو ورور د دوي نه کشر ؤ. کوم چې هم دماغي طور باندې کمزورے ؤ او د هغوي ټوله ذمه واري هم د سيد عابد شاه باچا پۀ اوږو وه.

    سيد عابد باچا به د روزګار پۀ لړکښې پۀ خپله ځمکه باندې د کر کروندې نه علاوه د ګوړې تجارت کولو او سوات، دير، شانګله او صوبې نورو ګڼوعلاقو ته به ئې ګوړه لېږله.

    سيد عابدباچا د وړوکوالي نه پښتون وطن او قام سره مينه لرله او د خدائي خدمتګار تحريک پۀ هلوځلو کښې بۀ ئې پوره پوره برخه اخستله.

    د هندوستان د تقسيم نه وروستو چې کله قيوم خان پۀ سازش باندې پۀ دې صوبه کښې د کانګرس او خدائي خدمتګارو منتخب حکومت ختم کړو او بيا د هغې نه يو کال وروستو چې پۀ بابړه کښې کوم پرامن جلوس د احتجاج پۀ توګه باندې روان ؤ نو د دغې جلوس پۀ وړومبي سر کښې سيد عابد باچا او سيد عبدالعزيز باچا کوم چې پۀ خپلو کښې نزدې رشته دار وو خپلو کښې لاس نيولي روان وو او دوي پسې وروستو سپين ملنګ سور بېرغ پۀ لاس کښې نيولے روان ؤ. دغه وخت کښې د سيد عابد باچا عمر اتلس کاله ؤ. پۀ دغه جلوس کښې د لرې سيمو نه راغلي خدائي خدمتګار او عام اولس يوځاے کېدل او کله چې دا جلوس د جمعې جومات پورې ورسېدو نو د جلوس اخري سر چاته نۀ ښکارېدو او پۀ زرګونو خلق پۀ دغه جلوس کښې شامل شوي وو او هم د دغې وجې سيد عابد باچا د جلوس مېنځ کښې روان ؤ او ځان ئې ټاکلي شوي ځاے ته رسولو. پۀ دغه وخت کښې ناګهانه ډزې وشوې او هر طرف ته د ګولو باران ؤ. سيد عابد باچا چې کله وکتل نو د دوي پۀ خوا کښې هم يو ځوان پۀ ګولو ولګېدو او پۀ ځمکه پرېوتلو.

    سيد عابد باچا زر دغه تن پۀ خپله غېږه کښې را وچت کړلو او د يو نزدې کور نه ئې کټ کښې واچولو او د هغۀ لپاره ئې منډې ووهلې خو څۀ سمون ئې ونۀ خوړولو. د دغې کور مالکانو هم د دغې ژوبل دپاره کورنے علاج يعنې کورکمان تابيا وکړله او پۀ پرهرونو ئې ورله کېښودل او پټۍ ئې ورله وکړه، وروستو بيا خپلوانو دغه ژوبل تن خپل کورته ورسولو.

    دغې واقعې پۀ ټولې پښتون سيمه باندې ډېر اثر کړے ؤ او خلق د قيوم خان د دغې ظلم و جبر غندنه کوله او هر يو تن به پۀ قيوم خان باندې بد رد وئيل.

    دې واقعې پۀ سيد عابد باچا پۀ زړۀ باندې هم ډېر اثر وکړو او هغۀ خپل زړۀ کښې ځان سره دا لوظ وکړو کۀ سر مې پۀ کښې بائيلم نو بيا بۀ هم د قام سره څنګ پۀ څنګ ولاړ يم. نو دغه وجه وه چې تر مرګه پورې پۀ دغه لوظ کلک ولاړ ؤ.

    کۀ د مسلم ليګ والو ناکړدې وې او کۀ د “ايوب خان ون يونټ” خلاف تحريک، د يحيي خان او بهټو مارشل لاء خلاف تحريک ؤ، کۀ د لياقت باغ جلسه وه او کۀ د نېشنل عوامي پارټي، نېشنل ډيموکريټک پارټي او يا وروستو د ډي ار پي يا عوامي نېشنل پارټۍ څۀ جلسه جلوس يا نورې هلې ځلې وې، سيد عابدباچا به پۀ هره موقع او هر ځاے کښې د خپلو ملګرو نه مخکښې روان ؤ.

    سيدعابد باچا د بابړې د برانچ صدر هم پاتې شوے دے. بلکې هغه تر مرګه پورې د برانچ صدر ؤ. او پۀ دغه لړکښې ئې ډېر پۀ ښکلې طريقه او مناسبت باندې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړې وې. چونکې بابړې ته د شروع نه د مرکز حېثيت حاصل دے نو هم دغه وجه وه چې هر کله تحريک ته يا وروستو بيا پارټۍ ته څۀ قسم دتحريک چلولو يا غونډې کولو ضرورت پېښ شوے دے نو شروع ئې د بابړې نه کړې ده. دا ځکه چې مشرانو د بابړې پۀ اوسېدونکو او تنظيم باندې پوره پوره باور لرلو او پۀ پټو سترګو به ئې اعتماد کولو. د بابړې خدائي خدمتګارو او عام اولس هېڅ کله هم خپل مشران مايوسه کړي نۀ دي.

    سيدعابدباچا د ١٢ اګست ١٩٤٨ز پۀ ياد کښې چې کله هم جلسه يا غونډې تابيا شوې ده نو ټول انتظامات دوي پۀ خپله مشرۍ کښې پۀ منظمه طريقه پوره کړي دي. او د ١٢ اګست د بابړې د ورځې د نمانځلو نه علاوه چې کله هم د انتخابي يا عام جلسې تابيا پۀ بابړه کښې شوې وه نو د هغې ټول انتظامات هم سيدعابد باچا پۀ خپله مشرۍ کښې پۀ ډېره ښۀ توګه پوره کړې وې.

    دوي د خدائي خدمتګارۍ تحريک پۀ لړکښې څو ځله جېل هم تېرکړے دے. د “ون يونټ” خلاف تحريک کښې دے پۀ وړومبي ځل جېل ته تلے ؤ. د هغې نه وروستو بيا د ذوالفقارعلي بهټو پۀ دور کښې او پۀ اخري ځل ١٩٨٣ز کښې د جنرل ضياء مارشل پۀ دور کښې د پېښور او ډېره اسماعيل خان جېل لۀ تلے ؤ.

    دوي چونکې د بابړې د سېدانو د کورنۍ سره تعلق لرلو نود تحريک ټولو مشرانو باچاخان ، خان عبدالولي خان،اسفنديارولي خان،بېګم نسيم ولي خان، غلام احمدبلور،بشيراحمد بلور، سېنېټرشهزاد ګل باچا او عبدالخالق خان سره ئې ډېر نزدې پېژندګلو لرله.

    دوي بۀ داخبار مطالعه ډېره پۀ شوق او ژور نظر سره کوله او شهباز اخبار، جنګ اخبار او جدت اخبار به ئې روزانه ځان لپاره راغوښتلو.د دوي پۀ ذاتي دوستانو کښې سيد محمد نظيف باچا، سيد امين الحق باچا، سيد علي اکبر باچا او سيد دلاور شاه باچا شامل وو کوم چې د مسلم ليګ سره تعلق لرلو او د دوي به اکثر پۀ سياست باندې يو بل سره علمي بحث و مباحثه کوله او دغه ټول د دوي خپلوان هم وو.

    د تحريک او پارټۍ پۀ مهمو نزدې ملګرو کښې ئې حاجي زېن محمد مرغز صوابۍ چې پخوانے وزير هم پاتې شوے دے د دوي نه علاوه سيد امير خسرو باچا، سيد خسرو پروېزباچا، عبدالغفوراستاد او عبدالاحدکاکا شامل وو.

    دوي د جون پۀ ديارلسمه نېټه کال ١٩٩١ز کښې د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او د پړانګو پۀ هديره کښې د خپلو مشرانو سره نزدې دفن کړے شو.

    د دوي پۀ بال بچ کښې دوه ځامن او دوه لوڼه شاملې دي. د دوي دواړه زامن سيد عباس شاه او سيد مشتاق شاه پۀ بابړه کښې تر نن ورځې پورې پۀ خپل پلرني کور کښې استوګن دي.

  • بايد ائين ومنلے شي – سلطان خان ټکر

    بايد ائين ومنلے شي – سلطان خان ټکر

    کله چې دا خبر پۀ اخبارونو کښې راغے چې د پاکستان وزيراعظم د خپلې ډلې او اتحاديانو اېم اين اے ته پنځوس پنځوس کروړه روپۍ د ترقياتي کارونو د پاره جاري کړې دي نو د سپريم کورټ يو بېنچ چې د جسټس فائز عيسٰي او مقبول باقر باندې مشتمل ؤ، د دې خبرې نوټس ئې واخستو . چونکې پۀ دې وخت کښې د سېنېټ دغړو د پاره د ټاکنو وخت هم نزدې شوے ؤ نو د حکومت دا عمل د سياسي پوهانو پۀ نظر يو سياسي رشوت هم ؤ. د حالاتو د وضاحت د پاره دې بېنچ نۀ صرف وزيراعظم ته نوټس جاري کړو بلکې د ټولو صوبو وزراء اعلٰي ته ئې هم نوټسونه جاري کړل. پۀ کار خو دا وه چې وفاقي او صوبائي حکومتونو د دې بېنچ پۀ وړاندې خپل وضاحت کړے وے. د بېنچ پۀ وړاندې د وضاحت کولو نه مخکښې دسپريم کورټ مشر جج د دې کېس پۀ حقله پۀ يو زباني حکم باندې پۀ پينځو ججانو باندې مشتمل يو بل بېنچ جوړ کړو. خو چې کله چيف جسټس صاحب نوټس خارج کړو نو يوه لويه دهماکه د قوم مخې ته راغله. د قوم دا توقع وه چې دکېس فېصله بۀ د حکومت خلاف راځي خو دا فېصله د جسټس فائز خلاف راغله. چيف جسټس پۀ خپل نوټ کښې دا ووې چې جسټس فائز عيسٰي لۀ د عمران خان خلاف کېس اورېدل نۀ دي پکار. دا توقع واضحه وه چې د چيف جسټس صاحب د نوټ پۀ جواب کښې بۀ دجسټس فائز عيسٰي نوټ خامخا راځي.

    د فرورۍ پۀ شلمه نېټه پۀ ٢٧ صفحو باندې مشتمل نوټ د جسټس فائز عيسٰي لخوا جاري کړے شو. د جسټس فائز عيسٰي پۀ دې نوټ کښې زړۀ لړزوونکي انکشافات د قوم مخې ته راغلل چې د هغې سره د ډېرې حېرانتيا نه ډک تپوسونه را پورته شول. پۀ دې سوالونو کښې يو د بېنچ جوړولو اختيار دے چې چيف جټس بغېر د څۀ ضابطې نۀ شي تللے. پۀ دې حقله جسټس فائز پۀ خپل نوټ کښې وائي چې دا اختيار د ادارو د شفافيت د وژنې د پاره د صفر مانند دے. د روان کېس پۀ حقله جج صاحب پۀ خپل نوټ کښې ليکي چې وړومبے خو دوه کسيز بېنچ لۀ د کېس وړومبے سماعت کولو حق ورکول پکار وو او د هغې نه پس کۀ دا محسوسه شوے وے نو بيا پينځۀ کسيز بېنچ جوړول پکار وو.

    جسټس مقبول باقر صاحب ولې پۀ دې بېنچ کښې شامل نۀ ؤ؟ پۀ دې حقله فائز عيسٰي يو خط ليکلے ؤ خو هغوي ته د خط هېڅ قسمه جواب ورنۀ کړے شو. پۀ دې نوټ کښې د جسټس عمرعطا بنديال پۀ حقله ډېرې د راز خبرې مخې ته راغلي دي. پۀ دې نوټ کښې دا خبره هم ډېره واضحه شوې ده چې د ملک سپريم عدالت پۀ کومه طريقه چلېږي. پۀ دې حقله هم ډېر سوالونه را پورته کېږي. کله چې د فرورۍ پۀ شلمه نېټه د جسټس فائز عيسٰي صاحب يو نوټ مخې ته راغے نو پۀ ميډيا يو طوفان خور شو. د سپريم عدالت د شپږو تنو بېنچ يوه فېصله چې دسمبر ٢٠٢٠ز کښې محفوظ کړې شوې وي، د فائز عيسٰي صاحب د نوټ پۀ جواب کښې د فرورۍ پۀ ٢٢ نېټه سمدستي مخې ته راغله. بېنچ پۀ خپله فېصله کښې دا وئيلي دي چې د بېنچ جوړول د چيف جسټس صاحب صوابديدي اختيارات دي. يعنې د چيف جسټس خوښه ده چې بېنچ کښې څوک شاملوي او څوک نا. کوم اختيارات چې فائز عيسٰي صاحب دادارو د شفافيت د پاره د صفر برابر ګڼي هغه اختيارات د بېنچ فېصلې د چيف جسټس صاحب صوابديدي حق وګڼل. حالانکې دا اختيارات پۀ عملي توګه د مخکښې نه را روان دي، کۀ چرې مونږ د سپريم کورټ صرف د يو کال جوړکړے شوي بېنچونه وګورو نو پۀ هر بېنچ کښې د سينئير ججانو پۀ ځاے جونئير ججان پۀ نظر راځي. پۀ دې بېنچونو کښې صرف هغه ججان پۀ نظر راځي د چا ذهنونه چې پۀ هره نقطه يو اهم اهنګي لري. د افسوس خبره خو دا ده چې دا ججان د ائين پۀ حقله لوې لوې فېصلې هم کوي. کوم ججان چې د يوې مسئلې پۀ حقله مختلف النظر وي هغوي ته ډېر پۀ مشکله داسې بېنچونو کښې ځاے ورکولے کېږي. پۀ ملک کښې چې د ضمانت پۀ حقله کوم لوے لوے کېسونه دي داسې قسمه کيسونه هم مختلف الخيال ججانو ته نۀ ورکولے کېږي. د سعد رفيق کېس نه پس جسټس مقبول باقر صاحب ته بل داسې لوے قسمه کېس نۀ دے ورکړے شوے، نۀ جسټس منصور علي شاه څۀ داسې قسمه بېنچ کښې شامل شوے دے. د سپريم کورټ بار لۀ طرفه د جسټس فائز کېس کښې دا قسمه خبرې لطيف اپريدي صاحب هم کړې دي. دا قسمه تورې تيارې د رېټائرډ چيف جسټس ثاقب نثار د دور نه را روانې دي.

    دافتخار چوهدري وخت کښې خو څۀ بل شان حال ؤ. د پاکستان وکيلان پۀ دې خبره ګوته پۀ خلۀ وو چې بلها بلها کېسونو کښې ججان صاحبان پۀ هره نقطه پۀ ذهني توګه هم اهنګ وو خو اوس د ملک ټول وکيلان داسې قسمه مسئلې نۀ محسوسوي. اوس وکيلان دا ګڼي چې ججان پۀ هرقسمه ائيني مسئلو قسم قسم سوچ لري. د فېصلو د شفافيت د پاره وکيلان دا ګڼي چې پۀ بېنچ کښې دې مختلف الخيال ججان وي خو لۀ بده مرغه جسټس منصور علي پۀ داسې بېنچونو کښې ډېر کم پۀ نظر راځي. پۀ کومو بېنچونو کښې جسټس عمر عطاء بنديال او اعجاز الاحسن ناست وي پۀ کومو بېنچونو کښې چې ائيني مسئلې راغلې دي پۀ هغې کښې جسټس مقبول باقر ته ډېره کمه نمائندګي ورکړے شوې ده. هم دا وجه ده چې جسټس فائز عيسٰي پۀ دې لړکښې پۀ خپل نوټ کښې د چيف جسټس د کردار د ادارو د شفافيت د پاره د بربادۍ برابر ګڼلے دے. د جسټس فائز عيسٰي پۀ داسې قسمه خيالات پۀ څرګندول عمر عطاء بنديال د فائز عيسٰي ښۀ برابر کلاس اخستے دے. داسې قسمه خيالات پۀ وړومبي ځل فائز عيسٰي نۀ دي کړي بلکې د دوي نه مخکښې دا قسمه خيالات جسټس يحيٰي اپريدي او جسټس منصور علي شاه صاحب هم کړي دي بلکې رېتائرډ چيف جسټس سعيد کهوسه ډېر مخکښې وئيلي وو چې صوابديدي اختيارات کوم چې د ارټيکل 3-84 لاندې دي منظم کول پکار دي. د جسټس فائز عيسي پۀ شلو سوالونو کښې اتۀ د پېرا ٦ پۀ حقله دي. د کومې پۀ حقله چې چيف جسټس وئيلي دي چې فائز عيسٰي لۀ د عمران خان خلاف کېسونه اورېدل نۀ دي پکار، د جسټس فائز عيسٰي پۀ خپل نوټ کښې يو پخوانۍ فيصلې ته اشاره ده، دۀ وئيلي دي چې ما د سټېټ د يوې ادارې پۀ حقله فېصله کړې ده، د عمران خان خلاف مې نۀ ده کړې. جسټس فائز عيسٰي پۀ خپل نوټ کښې دا فېصله يوه غېرائيني فېصله ګڼي چې پينځۀ تنه بېنج فېصله د فل کورټ پۀ فېصله باندې غالبه نۀ شي راتلې.

    د دې غېر منظم اختياراتو لۀ وجې پۀ ماضي کښې ډېرې مسئلې مخې ته راغلې دي. کله چې نواز شريف د وزارت عظمي نه لرې کړے شو نو هغوي جلسې کړې وې چې ججان د بغض نه ډک دي او د ججانو ريمارکس به ئې د مثال پۀ توګه بيانول. کومو ججانو د نواز شريف پۀ حقله وئيلي وو خو د چيف جسټس صاحب دې فېصلې ته مونږ وګورو نو بيا پۀ کوم بنياد هغه ججانو د نواز شريف خلاف نور کېسونو کښې غونډې کولې. د جسټس وقار پۀ فېصله خو موجوده حکومت پۀ هغوي د ذهني خلل داغ هم لګولے ؤ. حالانکې د هغوي فېصله د مشرف پۀ حقله راغلې وه، کۀ د چيف جسټس دا فېصله پۀ پام کښې ونيول شي نو بيا خو يو جج هم نۀ د حکومت خلاف پۀ بېنچ کښې کښېناستے شي او نۀ د اپوزيشن پۀ حقله. حالانکې د پخواني فل بېنچ دا فېصله ده چې هر يو جج بۀ پۀ خپله فېصله کوي چې هغه جانبدار دے او کۀ نا. کۀ دا فېصله د يو جج پۀ حقله بل جج کوي، د ائين د وضاحت باوجود د سپريم کورټ يو جج د خپل ملګرو ججانو دلاسه يو تضحيک محسوسوي چې د هغې څرګندونه جج صاحب پۀ خپل نوټ کښې کړې او پۀ استعفٰي ورکول مجبوروي خو دائين د بچ کولو پۀ خاطر خپل زخمونه برداشت کوي.

    اوس کۀ مونږ داسې قسمه بېنچونه پۀ خيال کښې ونيسو او دا هم پۀ نظر کښې وساتو چې څنګه د يو وړوکي بېنچ فېصله پۀ فل کورټ بېنچ غالب کېږي نو مونږ ته ښائي چې کۀ چرې د سپريم کورټ مشر جج د حکومت هم خيال وي يا د اسټبلشمنټ پۀ موټي کښې وي نو د ائين د من ماني تشريح ئي هېڅ څوک نۀ شي منع کولے. نو نۀ د ائيني نقطو څۀ مستقله تشريح ممکن ده بلکې د ائين تشريح بۀ د نظريه ضرورت تابع شي. د دې ملک نظام چې د سياسي پوهانو پۀ اند يو هائي برېډ نظام ښکاري نو پۀ حقيقت کښې دا هېواد به ډېر زر يو ډيپ سټېټ شي . څنګه چې پۀ موجوده وخت د ائيني نقطې ٢٢٦ پۀ تشريح کښې د اکثريتي ججانو کوم ريمارکس پۀ نظر راتلل د هغې نه دا ثابته وه چې د ججانو قبله د اسټېبلشمنټ پۀ طرف ده. خو شکر دے چې د الېکشن کمېشن يو واضحه موقف ؤ کوم چې د ملک د ائين پسند پوهانو سره موافق ؤ او کۀ د دنيا پۀ ائيني نظام کښې څۀ داسې مثال ښکاري نو عدالت هم هغه فېصله وکړه کومه چې بغېر څۀ ډيبېټ د ائيني پوهانو پۀ نظر وه.

    کۀ د عدالت ساخت ته وګورو نو د سپريم عدالت ساخت د صوبو د يکسانيت پۀ بنياد نۀ دے بلکې د چا زيات او د چا کم دے نو چې بل طرف ته د چيف جسټس سره د بېنچ د جوړولو اختيار هم صوابديدي وي پۀ داسې صورتحال کښې چې ائين د صوبو د حقونو کوم ضمانت ورکوي د هغې د څوکۍ انتظام بيا څۀ اعتباري نۀ ښکاري. جج چې پۀ خپله د ججانو دلاسه د خپل حق پۀ وصولولو کښې ځان مطمئن نۀ ګڼي بلکې دځان دتضحيک ښکار ګڼي نو مونږ پۀ کوم بنياد د پاکستان موجوده سپريم عدالت د خپل ائيني حقونو د تحفظ ضامن وګڼو. يقيناً چې وړې صوبې د ائيني حقونو د تحفظ د پاره د سپريم عدالت د ضمانت باوجود مطمئن نۀ دي. کۀ چرې د پاکستان چارواکي دا غواړي چې وړې صوبې دې مطمئن وي او وفاق دې د جمهوريت د سېوري لاندې تل اباد وي نو بيا دې ملک کښې يو جدا سپريم ائيني عدالت جوړول پکار دي چې د هرې صوبې ججان پۀ کښې پۀ تعداد برابر وي. پۀ اختيار کښې دې هم يو شان وي او د ججانو د انتخاب اختيار دې سېنېټ سره وي.

  • د صدر الدين مروت سياسي ژوند او جدوجهد – ارباب الطاف قادر

    د صدر الدين مروت سياسي ژوند او جدوجهد – ارباب الطاف قادر

    زۀ چې ياد کړم صدر الدين مروت ما هغه وخت وپېژندۀ چې کله هغه د ارباب ظاهر شهيد سره ملاوېدو لپاره زمونږ کلي برتهکال ته راغلے ؤ. صدر الدين دغه وخت د ګومل پوهنتون د پي اېس اېف صدر ؤ او هلته لاء کالج کښې ئC:\Users\Nangyal\AppData\Local\Microsoft\Windows\INetCache\Content.Word\Sadruddin Marwat With Asfandyar Wali Khan.jpgې سبق وئيلو. د هغې نه مخکښې هغه پۀ بنو کالج کښې سبق وئيلو. هغه ځاے نه ئې B.A کړې وه. د پي اېس اېف د طرفه د کالج د يونين الېکشن ته هم ولاړ ؤ. د صدارت لپاره د يونين الېکشن ئې وګټلو. نو پۀ بنو کالج کښې د کرم سټوډنټس يونين صدر منتخب شو.

    دلته ارباب ظاهرشهيد هم د پي اېس اېف ډېر فعال غړے ؤ. چونکې د هغۀ خپل کور پۀ

     ورسک کښې ؤ. ارباب ظاهر پۀ رشته کښې زما د ترۀ زوے ؤ. پۀ دې وجه مونږ کره اوسېدو نو اسلاميه کالج ته او بيا پېښور ته بۀ يوځاے تلو راتلو، ځکه چې زمونږ کلي سره اسلاميه کالج او پېښور پوهنتون بېخي جخت دي. ارباب ظاهر هم پۀ پي اېس اېف کښې ډېر ځلانده تاريخ لرلو. پۀ اسلاميه کالج کښې بلکې د کالج د داخلې نه وړاندې چې کله هغه پۀ سکول کښې سبق وئيلو نو د اېم ار ډي پۀ تحريک کښې هري پور جېل ته تلے ؤ. ظاهر شهيد او ما دولسم پۀ دوېم امتحان کښې پاس کړے ؤ. پۀ دې وجه اسلاميه کالج کښې راته داخله نۀ ملاوېده. نو دکال بچ کولو لپاره مو پۀ لنډي کوتل ډګري کالج کښې داخلې وکړې. ارباب ظاهر پۀ لنډي کوتل کښې د يونين الېکشن وګټلو. او د تاتارا سټوډنټس يونين صدر منتخب شو. د هغې نه پس ظاهر لۀ الله پاک يوه بله کاميابي ورکړه. ظاهر خبر شو چې د پېښور پوهنتون د انتظام لاندې چې څومره کالجونه دي د هغې ديونين صدرانو کښې بۀ يوکس د پېښور پوهنتون د “سېنېټ” ممبرجوړېږي. بسم الله ئې وکړه او د پېښور پوهنتون نه ئې د يونين د منتخب صدرانو لسټ را واخستو. رابطې ئې ورسره شروع کړې، چونکې ډېر صدران پۀ دغه کال يعنې پۀ ١٩٨٢ز کښې د پي اېس اېف منتخب شوي وو، پۀ دې وجه ظاهر د پېښور پوهنتون د سټوډنټس يونين د صدرانو پۀ سيټ د”سېنېټ” ممبر منتخب شو. د هغې نه پس د پېښور پوهنتون پۀ پښتو څانګه کښې پۀ اېم اے کښې ئې داخله واخستله.

    دا تمهيد مې د خداے بخښلي صدرالدين مروت او ظاهر شهيد د دې د پاره کېښودو چې د پي اېس اېف د صوبې انتخاب رانزدې وو. او دواړو دا خواهش لرلو چې زۀ دې د پي اېس اېف د صوبې صدر شم. پۀ دغه وخت کښې د پي اېس اېف د صوبې صدر مياافتخارحسېن ؤ. صدر الدين مروت چې ارباب ظاهر لۀ راغلو نو ورسره ئې زمونږ حجره کښې شپه هم وکړه او ورته ئې د پي اېس اېف پۀ راتلونکو انتخاباتوکښې د حصې اخستو لپاره د خپل خواهش څرګندونه وکړه. او ورته ئې دا هم ووئيل چې ميا صاحب سره هم ما خبره کړې ده. هغه هم زما ملګرے دے. خوکۀ تا دا مهرباني وکړه چې دا ځل د پي اېس اېف د صوبې صدارت ما ته پرېږدې.

    ارباب ظاهر شهيد ورته ووئيل چې زۀ به ملګرو سره خبره وکړم؛ چې هغوي څۀ صلاح وکړه نو تا بۀ خبر کړم. ظاهر چې خپلو ملګرو سره خبره وکړه نو هغوي کله دا خبره منله ځکه چې د سياست مرکز پېښور پوهنتون ؤ. د ظاهر ملګري پۀ پېښور پوهتنون کښې ډېر زيات وو او

     پۀ نورو کالجونو کښې هم د پي اېس اېف ملګري د ظاهر دنوم نه خبر وو خو ولې ظاهر پي اېس اېف سره دومره مخلص ؤ چې ګڼل ئې چې پي اېس اېف کښې نفاق ختمولو لپاره پۀ تنظيم کښې دننه د الېکشن نه ډډه پکار ده. پۀ دې وجه صدرالدين مروت بلا مقابله د پي اېس اېف د صوبې صدر شو.

    د صوبې د صدر پۀ حېث صدرالدين مروت راغلو او پۀ پېښور پوهنتون کښې پۀ هاسټل نمبر١ کښې د پي اېس اېف پۀ دفتر کښې دېره شو. چونکې صدرالدين مروت پۀ پېښورپوهنتون کښې بېخي نابلده ؤ خو دا ښۀ وه چې دۀ سره حسېن شاه د صوبې جنرل سېکتر منتخب شو. هغه د پېښور پوهنتون دخېبر کالج طالب علم ؤ او د هغې نه مخکښې د اسلاميه کالج “خېبريونين” صدر پاتې شوے ؤ. کابينه کښې د هغۀ ملګرتيا صدر الدين له ډېره فائده ورکړه. وخت تېرېدو سره صدرالدين پۀ خپل سياسي بصيرت ځانله يو دروند مقام هم پۀ پي اېس اېف کښې او هم عمومي طور پۀ ټولو طالب علمانو کښې پېدا کړو. خو ولې پۀ پي اېس اېف کښې دننه يوه مسئله دا را پېدا شوه چې ميا افتخارحسېن بې عهدې پاتې

    شو. د تنظيم د ټولو ملګرو رابطې صدرالدين مروت سره شوې.

    فېصلې بۀ صدرالدين مروت کولې. دې سره د ميا صاحب سره نزدې بعضې ملګرو به وئيل چې د مياافتخار څۀ مقام شو؟، خو ولې حقيقت دا دے چې څوک د تنظيم مشر وي هغه بۀ فېصلې کوي. بهرحال دا خبرې ترڅۀ وخته پورې وې خو چې کله د پي اېس اېف مرکزي انتخابات راغلل نو ميا افتخارحسېن د تنظيم د مرکزي صدارت اميدار شو. دغه وخت کښې زما د ترۀ زوے ارباب مجيب الرحمان چې د پي اېس اېف د صوبې صدر هم پاتې شوے ؤ او د ميا افتخار حسېن د پي اېس اېف د صوبې صدر راوستو کښې ئې هم لوے لاس ؤ، ما ته ئې ووئيل چې تۀ به ميا افتخارحسېن سره د پي اېس اېف مرکزي نائب صدارت ته ودرېږې. ملګري مو د مختلفو عهدو لپاره وټاکل.

    اورنګزېب کاسي د پي اېس اېف مرکزي صدر ؤ. د پي اېس اېف د مرکزي انتخاباتو اعلان وشو. انتخابات پۀ پېښورکښې وو. ارباب ظاهر هم خپلو ملګرو تيار کړو. چې د صوبې الېکشن دې پرېښود نو اوس مرکزي صدارت ته ودرېږه. دا داسې خبره وه چې ارباب ظاهر سره د پي اېس اېف د ملګرو همدردي هم زياته شوه

    . بهرحال د پي اېس اېف مرکزي الېکشن وشو. مياافتخارحسېن مرکزي صدر، زۀ سينئيرنائب صدر، ساجد ترين جنرل سېکتر او داسې نور ټول ملګري منتخب شو. ارباب ظاهر بيا پاتې شو. اوس د مياافتحارحسېن د پي اېس اېف پۀ مسئلوکښې د خبرې کولو اختيار پېدا شو. خو ولې ما چې د ميا صاحب او د صدرالدين ترمېنځه چې د کومې مسئلې ذکر کړے ؤ هغې بيا سر وچت کړو.

    ځکه چې ميا صاحب خو مرکزي صدر ؤ. ولې صدرالدين د صوبې د صدر پۀ حېث دا نۀ غوښته چې ميا صاحب دې هره مسئله کښې موجود وي. د صوبې د صدر بيا څۀ حېثيت پاتې شو. دې مسئلې اندروني د پي اېس اېف حالات خراب کړل. خبره دې حد ته ورسېده چې هغه وخت د پي اېس اېف ايډوائزراسفنديارولي خان د دې خبرې لپاره ورغلو. بهرحال صدر الدين پۀ پي اېس اېف کښې ځانله مقام دخپل بې لوثه خدمت پۀ وجه جوړ کړے ؤ. خپل خو پرېږده پردو بۀ هم د صدرالدين د خدماتواعتراف کولو. کۀ زۀ دا ووايم چې د صدرالدين پۀ وخت کښې پي اېس اېف د ګلونو داسې ګلدسته ده چې د ګلونو ښائسته وږمه ئې نن هم زما د يادونو اثاثه ده . څنګه چې ما ذکر وکړو چې صدرالدين خپل مقام د خدمت پۀ وجه پېدا کړے ؤ. د دې اعتراف بۀ د هغه وخت د پي اېس اېف ټول ملګري کوي چې صدرالدين بۀ ٢٤ ساعته د صوبې ټولو ورکرانو سره ملاوېدو. دا ډېره لويه خبره ده. د صوبې د هر ګټ نه بۀ چې څۀ اطلاع راغله صدرالدين به د حالاتو پۀ رڼا کښې قدم پورته کولو.

    بيا چې کله پۀ پارټۍ کښې شامل شو نو هم خپله ډيوټي ئې پۀ ذمه وارۍ سره ادا کوله. د پارټۍ پۀ دې فېصله ډېر خوشحاله وم چې د صدرالدين کور ودانې ياسمين ضياء د صوبائي اسمبلۍ ممبره جوړه کړې شو ځکه چې پۀ دې ملک کښې پۀ انتخاباتو کښې چې د پېسو کومه لوبه روانه وي، صدرالدين مروت هغه د پېسو رېس کښې حصه نۀ شوه اخستې. د پارټۍ دې فېصلې سره پۀ مروتو کښې د پارټۍ ملګري فعال شو. عوامو د پارټۍ مشرانو سره د ضلعې پۀ سطح رابطې جوړې کړې. اميد دے چې د پارټۍ د مشرانو د عوامو سره رابطې بۀ راتلونکي وخت کښې ډېره فائده ورکړي. د صدرالدين د مرګ ورځ يوولسم مارچ ٢٠٢١ زما بۀ عمر له ياد وي ۔ کله چې د پي اېس اېف نه صدرالدين فارغ شو او پۀ پارټۍ کښې شامل شو نو وکالت ئې شروع کړو. پۀ دغه وخت کښې د دوي ضلع بنو وه او لکي مروت تحصيل ؤ. وکالت د صدرالدين ډېر ښۀ روان ؤ. د پارټۍ ملګري ورته هم خوشحاله وو او هم ورسره ښۀ کار روان ؤ

    C:\Users\Nangyal\AppData\Local\Microsoft\Windows\INetCache\Content.Word\Sadruddin Marwat With Wali Khan.jpg

    . چې کله لکي مروت ضلع شوه نو صدرالدين ته ټول ملګري کښېناستل چې تۀ به د پارټۍ د ضلع صدارت کوې. د پارټۍ د ضلع صدارت ته ئې غاړه کېښوده. د خپل کلي نه را ووتو. او سراے نورنګ کښې ئې ځانله کور جوړ کړو.

    داسلسله تر ډېره وخته پورې سمه روانه وه خو چې کله د پارټۍ حکومت جوړشو او د صدرالدين کورودانې ياسمين ضياء د ښځو پۀ سيټ چې کله د صوبائي اسمبلۍ ممبر شوه نو صدرالدين پېښور ته کډه را وړه. نو د مروتو د عوامو ترې نه داسې طمعې ساتلې چې صدرالدين د هغوي داسمبلۍ ممبر وي. پۀ حقيقت کښې خو پارټۍ دا فېصله د ياسمين ضياء د دې لپاره وکړه چې پۀ مروتو کښې پارټي داسې فعاله کړي چې راتلونکي وخت کښې پارټۍ لۀ فائده ورکړي. دې سره ماته د ١٩٧٠ز د انتخاباتو کښې د پارټۍ پۀ مخصوص نشست د کلثوم سېف الله انتخاب را ياد شو. د هغې تعلق هم د مروتو سره ؤ. د همايون سېف الله او سليم سېف الله مور وه. هغه وخت کښې هغې د اسمبلۍ ممبرۍ نه دومره فائده واخسته چې نن هم د هغوي د مقابلې توان څوک نۀ لري. د خبرې مطلب مې دا دے چې نن صدرالدين او ياسمين ضياء هغه پارټي داسې مقام ته رسولې وه چې راتلونکي وخت کښې څوک د نېشنل پارټۍ د مقابلې جرات هم ونۀ کړي. خو خېر دا خبره خو بۀ وخت ثابتوي چې پۀ مروتو کښې نېشنل پارټي پۀ کوم ځاے کښې ولاړه ده. خو بهرحال اميد بۀ دا ساتو چې دا پارټي د ياسمين ضياء د اسمبلۍ ته د استولو فېصله او د صدر الدين هلې ځلې بۀ پارټۍ لۀ پۀ راتلونکي وخت کښې څومره فائده ورکړي.

    دا هرڅه پۀ خپل ځاے خو چې د صدرالدين جنازې له پۀ ١١ مارچ ماسخوتن اووۀ بجې ورسېدو نو مړے ئې د قبر نه بهر پۀ تابوت کښې پروت ؤ . پۀ تابوت کښې مې چې د صدرالدين مخ وليدو نو ډېر خفه شوم. پۀ مازغو کښې مې د صدرالدين مروت د ژوند فلم شروع شو چې دېرش کاله وړاندې بۀ ممه خېلو ته زۀ او صدرالدين راتلو. د صدرالدين والد صاحب ژوندے ؤ. وروڼه به ئې ټول پۀ حجره کښې ناست وو. زما به ئې ډېر قدر کولو. خاص طور د هغۀ مشر ورور نصيرالدين به د صدرالدين مېلمنو ته ډېر خوشحالېدو بلکې د هغۀ ليدو لۀ بۀ پېښور پوهنتون کښې د صدرالدين کمرې لۀ هم راتلو. زما دا هم ياد دي چې صدرالدين لۀ د ياسمين ضياء انتخاب هم نصيرالدين کړے ؤ. خداے دې مرحوم صدرالدين مروت ته اتۀ واړه جنتونه نصيب کړي او خداے دې هغه جهان خشته کړي ۔ خداے بخښلي دخپل وس مطابق د عمر پۀ هر پړاو کښې د ګوند پوره پوره خدمت کړے دے او کمے بۀ ئې کله هم پوره نۀ شي.

  • پښتون رساله – عبدالخالق خليق

    پښتون رساله – عبدالخالق خليق

    نوټ: دا مضمون خداے بخښلي عبدالخالق خليق صېب پۀ کال ۱۹۷۲ کښې ليکلے ؤ چې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ ۔ د اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ پار ئې “پښتون” يو ځل بيا د خپلو لوستونکيو لپاره خپروي. “پښتون”

    پۀ کال 1928 کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” د اتمانزو کليزه جلسه وشوه. د محمد اکبر صاحب خادم پۀ لاس کښې يوه رساله وه. پۀ سټېج ودرېدو، پۀ وچت اواز ئې يو نظم ووې چې د سر بېت ئې دا ؤ:

    نن پۀ لاس کښې مې اخبار دے د پښتون

    چې پښتو کښې د هغې دے هر مضمون

    نو د دغه ورځې نه مياشتنۍ رساله د “پښتون” جاري شوه چې سرپرست او مالک ئې خان عبدالغفار خان باچا خان ؤ او عملاً چلونکے ئې محمد اکبر صاحب خادم ؤ. د پښتون پۀ سرپاڼه بۀ د نوم لاندې د فضل احمد افغان دا بېتونه ليکلي وو:

    نور قومونه چې څنګ دي پۀ ترقۍ کښې

    علم و فن زده کړه کۀ داسې کېدۀ غواړې

    سر اره کړه د ګومنز پۀ شان سل ځايه

    تورې زلفې د جانان کۀ ليدۀ غواړې

    سر مېده پۀ ګټه کړه لکه نکريزې

    سرې منګولې د اشنا کۀ ليدۀ غواړې

    تۀ پۀ خپله د ځان قدر وکړه پاڅه

    کۀ دنيا کښې پۀ عزت اوسېدۀ غواړې

    وارخطا لۀ خطرې لۀ لارې مۀ شه

    کۀ منزل ته د مقصد رسېدۀ غواړې

    “پښتون” يوازې پۀ پښتونخوا کښې نۀ شو لوستے بلکې د دنيا هر ګټ ته بۀ پښتنو ته لېږلے شو. “پښتون” رسالې پۀ پښتنو کښې يو لوے ذهني انقلاب پېدا کړے ؤ. دا علمي، ادبي، فني او سياسي رساله د پښتون قام يوه لويه رهنما وه او د پښتو د ډوبېدونکې کشتۍ يوه ناخدا وه.

    د 1928 نه تر 1930 دا رساله دوه کاله د باچا خان د سرپرستۍ لاندې خادم صاحب چلوله خو چې پۀ 4 اپرېل 1930 کښې سول نافرماني شروع شوه. باچا خان او د هغوي اکثر رفقاء جېلونو ته ولېږلے شو نو رساله بنده شوه. دا رساله تر هغې بنده وه چې پۀ مارچ 1931 کښې د ګاندهي ارون د صلح د لاندې قېديان پرېښودے شو. باچا خان د جېل نه رابهر شو نو د نور قومي خدمت سره سره د پښتون د اجرا مسئله هم مخې ته راغله. چونکې د خادم صاحب پۀ جېل کښـې صحت خراب شوے ؤ نو باچا خان ماته د “پښتون” خدمت وسپارلو او وړومبنۍ پرچه د مۍ 1931 چاپ شوه. هم هغسې مياشتنۍ رساله وه خو دا ځل چونکې د خدائي خدمتګارانو تحريک ډېر قوت وموندو نو پۀ “پښتون” کښې هم ډېره ګرمي پېدا شوه.

    د حبيب الله کاکا د ترنګزو نظمونو ملک سره لمبه کړو. د هغۀ د يو نظم د سر شعر دا دے:

    سخته قرباني د ځلمو نن سبا راتلونکې ده

    داؤ بۀ شي سرونه پکښـې دا غوغا راتلونکې ده

    دغسې د دوه سرو د تورسم کاکا د عبدالمالک فدا د چارسدې نظمونو او ټپو بۀ د لمبو کار ورکولو.

    د “پښتون” سره د عوامو څومره مينه وه؟ هغه د دې واقعې نه معلومه کړئ. پۀ جون 1931 کښې زۀ د مردان ضلعې پۀ دوره وتلے وم چې د “پښتون” دپاره مستقل خريدار پېدا کړم. څۀ لس شل پرچې مې د ځان سره واخستې. يوه ورځ د امازو ګړۍ بازار ته لاړم، د پڼو د پېزار يو دکان ته وختم چې دغه دکاندار ته معلومه شوه چې “پښتون” چاپ شو نو د خوشحالۍ نه ئې خپل مشر ورور ته پۀ چغه ووې چې لالاجي دا دے پښتون راغے. دغه مشر ئې چې غلام يحيي ئې نوم ؤ پۀ منډه راغے، د پښتون رساله ئې واخسته ښکل ئې کړه او ما ته ئې ووې چې د کال چنده څومره ده؟ ما ووې څلور روپۍ. نو فوراً ئې څلور روپۍ راکړې او پرچه ئې واخسته. دغه وخت يو بزرجمهر قسم سړي ورته ووې چې د کال چنده دې ولې ورکړه دا خو بۀ پۀ مشکله مياشت دوه پاتې شي؟ نو غلام يحيي جواب ورکړو چې ما ته دا يوه پرچه هم پۀ څلور روپۍ ارزانه ده.

    د دغه کال اخري مياشت وه يعنې د دسمبر. مونږ د جنورۍ 1932 پرچې کتابت کړے ؤ او سبا بۀ مو پرېس ته لېږله چې د 24 او 25 دسمبر پۀ منځنۍ شپه ګرفتاري وشوه. مونږ ټول ئې ونيولو او “پښـتون” بند شو. دا وقفه ډېره اوږده شوه. چرته چې د کال 1936 عام انتخابات وشو او پۀ کال 1937 کښې د ډاکټر خان صاحب وزارت جوړ شو نو ايله پۀ مۍ 1938 کښې “پښتون” بيا جاري شو. دا د “پښتون” درېم دور ؤ. دا ځل مياشتنۍ رساله نۀ وه بلکې پۀ هر لس ورځې کښې بۀ پرچه چاپ کېده. دا ځل ئې هم خدمت زما پۀ ذمه ؤ. دا ځل هم “پښتون” پۀ خپل روايتي شان سره د ملک او قام خدمت ډېر پۀ شانداره طريقه کولو. حکومت د سکولونو دپاره هم منظوره کړه او اشاعت ئې ښۀ زيات شو. خو پۀ دې کښې پۀ ستمبر 1939 کښې د يورپ جنګ ونښتو. دا ځل بۀ ماسټر عبدالکريم مرحوم د “نننۍ دنيا” د عنوان لاندې پۀ حالات حاضره يوه ډېره ښکلې تبصره ليکله چې پۀ ادبي لحاظ سره هم ډېره د ستائنې وړ وه او د معلوماتو پۀ لحاظ بۀ هم سېر حاصل بحث ؤ. پۀ 1940 کښې د ډاکټر ځان صاحب دوي وزارت مستعفي شو. ګورنر راج قائم شو. ګورنر ته د “نننۍ دنيا” د مضمون ترجمه پۀ انګرېزۍ کښې چا سي ائي ډي پېش کړه. ګورنر چې يو متعصب انګرېز ؤ ډېر بد ومنل. ماسټر صاحب ئې ګرفتار کړو. د قېد سزا ئې ورکړه او ما نه ئې ضمانت وغوښتو. ما ضمانت ور نۀ کړو او “پښتون” بند شو.

    درې څلور کاله پس چې جنګ ختم شو، د ډاکټر خان صاحب دوي وزارت بحال شو نو مونږ بيا “پښتون” جاري کړو. د مۍ 1945 وړومبۍ پرچه شائع شوه خو دا ځل د هفته وار اخبار پۀ شکل “پښتون” جاري شو. يعنې پۀ مياشت کښې بۀ څلور پرچې وتلې. يو ځل بيا د سکولونو دپاره منظور شو. دا ځل قريباً درې کاله “پښتون” وچلېدو او هم هغسې پۀ ډېر اب و تاب سره بۀ چاپ کېدو. قومي شاعرانو او معياري نثر نګارانو بۀ پکښې علمي، ادبي او سياسي مضمونونه او نظمونه چاپول. يو څو زنانه شاعرانو پکښې هم قلمي مدد کولو چې يوه پکښې سيده بشري بېګم کاکاخېله وه چې د س. ب.ب پۀ نوم به ئې نظم او نثر رالېږلو. بله الف جان خټکه د احمدي بانډې د کوهاټ وه.

    دا د پښتون څلورم دور ؤ او خدمت ئې زما پۀ غاړه ؤ. د پاکستان د قيام نه پس “پښتون” بيا بند کړے شو. اوس اوس چې پۀ صحيح معنو کښې عوامي حکومت قائم شو او د ارباب سکندر خان خليل پۀ شان وچت پښتون ګورنر شو نو پۀ اول فرصت کښې ئې د “پښتون” نه پابندي وچته کړه خو لا تر اوسه معلومه نۀ ده چې “پښتون” بۀ کله جاري کېږي.

  • د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    د بابړې تخت – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    څنګه چې د نامې نه ظاهره ده زما د ننني مضمون عنوان د “بابړې تخت” دے. پۀ تاريخ باندې چې کله مونږ نظر واچوو نو د ډېرو تختونو واقعې او قيصې مشهورې دي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت کوم چې به د هوا پۀ چپو د الله پاک پۀ حکم سره الوتو او پۀ يوه لحظه کښې بۀ يو ځاے نه تر بل ځاے پورې تلو. تخت همېشه د طاقت او حکومت يوه نخښه ګڼلې کېږي نو ځکه چې د تخت نامه څوک واخلي نو د سړي پۀ ذهن کښې د بادشاه، ملکې، حکومت او طاقت تصور پۀ ذهن کښې د فلم پۀ رنګ واوړي. د حضرت سلېمان علېه السلام تخت نه پس پۀ دنيا کښې نور هم ډېر تختونه مشهور وو لکه د يونان د بادشاه تخت،د پارس د بادشاهانو تخت او دلته پۀ هندوستان کښې د مغل بادشاهانو او پۀ مغلو کښې بۀ د اورنګزېب عالمګير د تخت طاوس پۀ باره کښې خو ډېرو خلقو ته ضرور پته وي.

    د بابړې تخت چې اوس هم موجود دے خو دا هغه تخت نۀ دے چې د بادشاهانو پۀ دربار کښې پروت وي او يا هغوي پرې ناسته پاسته کوي خو پۀ دې تخت باندې هغه هستيو او هغه مشرانو ناسته پاسته کړې ده کومو هستيو چې د اولس پۀ زړونو بادشاهي کړې ده او د دې اندازه به د مضمون لوستلونه پس تاسوته ولګي.

    د بابړې دا تخت د “ديار” (د بودار) د لرګي نه د نن نه تقريباً سل کاله وړاندې پېښور کښې اباد د سرو زرو يو بيوپاري چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه، جوړ کړے ؤ. دا تخت تقريباً 1010x فټ اوږد او پلن دے او د ځمکې نه څلور فټه وچت دے. سل کاله پس هم پۀ ډېر ښۀ حالت کښې موجود دے.

    رام سرن د سنوکر لوبې ډېر شوقين ؤ او دا تخت ئې د دغې لوبې لپاره ځان لۀ جوړ کړے ؤ. رام سرن د ال انډيا کانګرس پارټۍ غړے هم ؤ. د رام سرن د بابړې د سېدانو کورنۍ سيد امير خسرو باچا سره ډېر ښۀ تعلق ؤ او د يو بل پۀ غم ښادۍ کښې بۀ پوره پۀ پوره شريک وو. هغۀ دغه تخت څۀ موده پس بيا سيداميرخسرو باچا ته ډالۍ کړو او دغه شان دا تخت د پېښور د اندرشهر نه د هشنغر بابړې ته را وړلے شو. او تر نن ورځې پورې د سيد امير خسرو باچا پۀ کور کښې پروت دے. سيد امير خسرو باچا هم د ال انډيا کانګرس غړے ؤ او چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او مسلمانان پاکستان او هندوانو هندوستان اړخ ته پۀ تګ باندې مجبور شول نو رام سرن سېټهـ هم هندوستان اړخ ته لاړو خو د تلونه مخکښې ئې دخپل ذاتي کور سامان سيد اميرخسرو ته ډالۍ کړلو. چې پۀ کښې يوه منډهۍ او پېښور کابلۍ بازار کښې دوکانونو نه علاوه يوه د سټيل نه جوړه المارۍ، دوه کټونه او د سرو زرونه جوړه طمانچه هم شامله وه. خو د تقسيم نه پس سيد امير خسرو باچا هغه منډهۍ او دوکانونه محکمه اوقاف ته حواله کړل. البته د کور دغه سامان دوي ځان سره محفوظ وساتلو.

    وخت تېرېدو سره سره دا تخت د سنوکر لوبې نه علاوه د سيد امير خسرو باچا کورنۍ پۀ خپل ذاتي استعمال کښې هم راوستو او د ناستې پاستې د پاره پرې بالختونه کېښودلے شول او دغه شان بيا پۀ مستقله توګه او صرف د ناستې پاستې د پاره ئې استعمال شروع شو.کله چې د پښتون قامي تحريک جوړښت د ال انډيا کانګرس سره شوے ؤ نو د کانګرس پارټۍ مرکزي مشرانو به اکثر ددې صوبې دورې کولې.

    دکانګرس پارټۍ يو وفد چې پۀ کښې مولانا عبېدالله سندهي، مولانا حسېن احمد مدني، مولانا ابوالکلام ازاد او نور ډېرګڼ شمېرمشران شامل وو د صوبې پۀ دوره راغلي وو. خو د هغوي دې صوبې ته پۀ راتګ باندې پېرنګي بنديز لګولے ؤ. نو د دې وجې هغوي دغه خپله غونډه پۀ پټه باندې د شپې د سيد اميرخسرو باچا پۀ ځاے (بابړه) کښې وکړه. او دغې مشرانو هم بيا پۀ دې تخت باندې د دغې غونډې پۀ موقع ناسته کړې ده. د غونډې د ختمېدونه پس هغوي شپه هم د سيد اميرخسرو باچا سره د هغوي پۀ ځاے کښې کړې وه او سحر بيا د خپل منزل پۀ لور وتلي وو .

    بيا کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٤٢ز کښې د هشنغر او بابړې دوره کړې وه نو د جلسې نه وروستو ورله سيد اميرخسرو باچا پۀ خپل ځاے کښې د جلسې او د پارټۍ مشرانو لۀ د چايوڅښکلو او لږ ساعت د ارام کولو بندوبست کړے ؤ. نو پۀ دغه موقع باندې ګاندهي جي، باچاخان او نورو مشرانو هم پۀ دې تخت باندې ناسته او خوراک څښاک کړے ؤ.

    رام سرن سېټهـ چونکې د سير امير خسرو باچا سره ډېره کلکه دوستانه وه. نو چې کله هغه د دې صوبې نه لاړل نو پۀ دهلي چاندني چوک کښې ئې ځان لۀ کور واخستو او کاروبار ئې هم شروع کړو. خو هغۀ د تقسيم سره خپله دوستانه تقسيم نۀ کړله. او پۀ کال ١٩٥٠ز کښې چې کله د سيد اميرخسرو باچا د زوي سيد خسرو پروېز باچا پۀ خپله هم خدائي خدمتګار ؤ، د وادۀ نېټه کېښودې شوې وه نو رام سرن د هندوستان نه د سفارتخانې پۀ اجازت سره د واهګه پۀ لار باندې د دۀ د وادۀ د پاره د هندوستان نه ډېرې قيمتي ډالۍ را لېږلې وې.

    کله چې بهټو، باچاخان، خان عبدالولي خان، اسفنديارولي خان او د پارټۍ نور مشران پۀ جېل کښې بنديوان کړل نو پۀ دوي ټولو ئې د غدارۍ مقدمې جوړې کړې کوم چې پۀ تاريخ کښې د “حېدر اباد سازش کېس” پۀ نامه سره يادېږي. پۀ کال ١٩٧١ز کښې بېګم نسيم ولي خان مېدان ته بهر را ووتله او ځاے پۀ ځاے ئې جلسې او غونډې شروع کړې او قام او اولس ئې د حکومت وخت د دې ظلم و جبر نه خبر کړل. او پۀ رښتيا ئې دا ثابته کړه چې ښځه هم سړي سره اوږه پۀ اوږه پۀ هر مېدان کښې د وخت او حالاتو مقابله کولې شي.

    مور بي بي قامي تحريک کښې ښځې بېدارې کړلې او خپله وړومبۍ غونډه ئې د اميرخسرو باچا پۀ کور کښې کړې وه چې دغه ناسته هغوي هم پۀ دې تخت باندې کړې وه. پۀ دغه غونډه کښې هغوي د پښتون قامي تحريک او نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ د پاره د ښځو تنظيم جوړ کړے ؤ. پۀ دغه موقع صوبائي صدره ئې د امير خسرو باچا اينګور او سيد خسرو پروېز باچا ښځه غوره کړې وه. او ورسره جنرل سېکتره د سيد محمد فصيح باچا لور غوره کړې شوې وه. پۀ دې موقع محترمه ياسمين پير محمد خان بي بي ، پروين تا تاري بي بي هم د مور بي بي د کومک د پاره راغلې وې. وروستو بيا چې کله پۀ پېښور چوک يادګار کښې جلسه وه نو پۀ دغه جلسه کښې سيدخسرو پروېزباچا او الياس باچا دا تجويز وړاندې کړلو چې د پارټۍ ټوله مشري دې مور بي بي لۀ ورکړې شي.

    پۀ دې تخت باندې ددې مشهورو هستيو نه علاوه هم ډېرو خلقو ناسته کړې ده. کله به چې غونډه د سيد اميرخسرو باچا پۀ ځاے کښې پېل شوه نو د دغې غونډې مشرانو به پۀ دې تخت باندې ناسته کوله او پۀ خصوصي توګه د ښځو جلسې يا غونډې خو د امير خسرو باچا پۀ ځاے کښې شوې دي. پۀ بابړه کښې الله پاک امير خسرو باچا لۀ لوے کور او جائيداد ورکړے دے. او د ټولو نه لويه خبره دا ده چې د پښتنو پۀ دې قامي تحريک ډېر مئين ؤ. نو هم دغه وجه ده چې د دوي ځاے کښې دا دومره هلې ځلې شوې دي او کېږي.

    کله چې د پاکستان موجوده وزيراعظم عمران خان د شوکت خانم هسپتال لاهور د پاره چنده کوله او هېڅ قسمه سياست ئې نۀ کولو بلکې هغه وخت به ئې سياست ته سپک کتل، نو هغه پۀ ټول ملک او دنيا کښې د دغې هسپتال د پاره د چندې پۀ نيت ګرځېدلو. پۀ دغه ورځو کښې هغه هم بابړې ته راغلے ؤ. چا ورته د مخکښې نه د دې تاريخي تخت خبره کړې وه نو د دې ليدو لۀ د امير خسرو باچا ځاے ته راغلے ؤ. او د تخت د ليدو او پۀ دې د ناستې هيله ئې لرله. کله چې هغۀ دا تخت وليدلو او پۀ تفصيل سره د دې د تاريخي اهميت نه خبر شولو نو دا خواست ئې کړے ؤ چې زۀ به د خپلې کور ودانې “جمائمه عمران” سره د دې تخت ليدلو دپاره يوځل بيا ډېر زر بېرته راځم.

    پۀ ٢٧ جولائي ٢٠١٠ز چې پۀ ټوله پښتونخوا او خصوصاً پۀ هشنغر کښې کوم خونړے سېلاب راغلے ؤ نو د دغه سېلاب اوبۀ د سيد اميرخسرو باچا کورته هم دننه ورغلې وې او د هغې لۀ وجې تخت ته معمولي نقصان رسېدلے ؤ چې يوه پايه ئې ماته شوې وه کومه چې بيا د امير خسرو باچا نمسو د سېلاب ختمېدو نه وروستو دوباره پۀ ترکاڼ جوړه کړه. د دې تخت تاريخي اهميت نه چې څوک خبر دي نو يو ځل د دې د ليدو او پۀ دې باندې د ناستې خواهش ئې پۀ زړۀ کښې ارومرو پېدا کېږي.او د امير خسرو باچا وارثان هم د هر چا دا خواهش پوره کولو ته تيار وي .

    د مضمون پۀ اخره کښې زما د الله تعالي نه دعا ده چې مونږ ټولو لۀ دې دا وس او طاقت راکړي چې د خپلو قامي او قيمتي اثاثو حفاظت وکړو چې د راتلونکي کهول د پاره ئې خوندي کړو. دا اثاثې صرف څيزونه نۀ دي،بلکې دا زمونږ د تاريخ ګواهان دي ۔ بايدمونږ خپل بچي د خپل تاريخ نه خبر وساتو.

    خصوصي شکريه

    سيد فضل امين

    حواله: ذاتي ډائري، سيداميرخسرو باچا، سيد خسرو پروېز باچا

  • کور ته ځه!!! – سلطان خان ټکر

    کور ته ځه!!! – سلطان خان ټکر

    پۀ دې خبره اوس د دوه ورځو ماشوم هم پوهېږي چې تحريک انصاف خپل حکومت صرف د نعرو پۀ زور چلوي او پۀ ځلمي کهول د دې جماعت دا ډډې نعرې داسې اثر کوي لکه پخوا چې بۀ پېرنګي د خپل غرض لپاره چينيانو لۀ افيم ورکول او چينيان بۀ لۀ ځانه بې خبره ورته پۀ لستوڼو ګډېډل . صرف دا نا بلکې بيا بۀ چينيان پۀ ځمکه نا بلکې د خلاء نه هم چرته لرې پۀ سپوږمۍ کښې ګرځېدل او د خپل وخت او خپلې ژبې خان تحصيل او زرڅانګې د سندرو سرونه بۀ ئې پۀ نشېلي حالت کښې اړول راړول او د خپل قام د سياسي پوهانو خبرې بۀ پرې بدې لګېدې . د پي ټي ائي حکومت راتلو نه پس د دې جماعت مشر يعنې عمران خان خپله لکه د يو ډوب افيمي د خپل سوچ ملغلرې پۀ فضا کښې داسې وشيندلې چې نۀ صرف سياسي پوهان لۀ خندا شنۀ شول بلکې پوهه صحافيان هم ګوته پۀ خولۀ پاتې شول چې عمران خان اخر پۀ کومه پوله سر دے . دخان موصوف د خندا خبرې ډېرې دي خو يوه پکښې داسې ده چې د دنيا لوے رنګيلا يعنې ټرمپ ئې هم منلو ته تيار نۀ دے. د عمران خان دا لطيفه دومره عجيبه او درنه ده چې عالمي مسخره هم ورته حېرانه ده چې دا دومره وزن خو مونږ هم نۀ شو وړے . د کپتان محترم لطيفه څۀ دا رنګه ده چې ، ” ما سره دومره اوږدې منصوبې دي چې د هغې لپاره پينځۀ کاله وخت کم دے” . عمران خان هوښيار سړے دے او ما ته نۀ لګي چې دا بۀ د هغۀ خپله دعوي وي . بهر حال سياسي پوهان وائي چې حکومت هائي برېډ دے يعنې خبره برګه بروګه ده؛ د خټکو پۀ اړه خو مو د هائي برېډ اصطلاح اورېدلې ده خو د يو حکومت پۀ باره کښې مو پۀ وړومبي ځل واورېدل چې حکومت هم هائي برېډ کېدے شي . اوس دا خبره ډېره نامناسبه هم نۀ ده ځکه چې د تحريک انصاف حکومت راتلو سره د دې ګوند سره تړلي ځوانان هم برګ بروګ دي نو بس کېدے شي د خپل جماعت اثر پرې شوے وي . جاښه تارونه دي، د سر او وېخ پته ئې نۀ لګي . پاکستان نۀ دے سم د خانزادګۍ کور دے، هر سړے پکښې پۀ پېرونو دے . د ډبل شهريت خاوندان پکښې د ډبل شاه نه زيات خوشاله دي . ښکاري چې عمران ډېر ساده دے يا ئې نظر نۀ لګي ګنې کۀ لږ شانتې ئې پۀ خپلو کارنامو نظر زغلولے ؤ نو داسې خبره بۀ ئې نۀ کوله . کوم کوم کار بۀ ئې يادوو . د خپل غرض لپاره ئې يو داسې شرطيه ارډيننس جاري کړے چې مثال ئې پۀ ټوله نړۍ کښې نۀ تر سترګو کېږي. د عمران خان د مرستې لپاره د ملک لوے عدالت هم يوه داسې فېصله جاري کړې ده چې د هغې هم مثال نشته ځکه چې پۀ دغه فېصله کښې ګوذار نېغ پۀ نېغه پۀ جسټس فائز عيسي شوے دے . نو مونږ وئيلے شو چې کپتان هر څۀ کولے شي او هر قسمه رېفرنس جوړولے شي ځکه چې پۀ صدارتي محل کښې د صدر پۀ نوم يو داسې بابو ناست دے چې د خپل سوچ چشمې نۀ لري بلکې چې څوک ورته چرته هم د ګوتې لګولو ووائي نو ښۀ پۀ خندا خوشالۍ ئې ولګوي . څۀ بۀ ووايو دلته خو کال کښې مياشتې هم دولس دي . دفرورۍ پۀ پينځلسمه نېټه د سپريم کورټ ججانو د ټاکنو کمېسون ته پېغور ورکړو چې د سېنېټ ټاکنو پۀ توره لوبه کښې پۀ څلوېښت کاله کښې دوي څوک مختورن ګرځولي دي؟ کۀ د انتخاباتو کمېسون پۀ پښو کښې د چا ګونګروګان نۀ وي نو د ائينې پۀ شان صفا معامله کښې پۀ يو، دوه او درې فېصل واوډا ته د امريکې لار ولې نۀ ښائي ! د فارن فنډنګ کېس لوبه هم ښۀ څرګنده،واضحه او ښکاره ده . يو دوه درې او پي ټي ائي بۀ د ملک د سياست نه تل لپاره غائبه وي . خو هغه د چا خبره چې لالا ئې نۀ مني . بلخوا لۀ بده مرغه د ټاکنو کمېسون بغېر د اشارې داسې فېصله کولې هم نۀ شي . او کۀ چرته داسې وشي او پۀ خپله خوښه فېصله وشي نو د جسټس فائز نه بۀ مخکښې لکه د ماهي ښکار شوے وي او دا فېصله بۀ د اپيل پۀ ذريعه پۀ عدالتونو کښې د “للو للو شه” دومره اوږدې جوټې وخوري چې فېصل واوډا او عمران خان بۀ پۀ ګور شي خو فېصله بۀ پۀ کور نۀ شي . اصغر خان کېس ئې ښکاره مثال دے . د معزز عدالت خبرې او د کمېسون ګپ شپ پۀ خپل ځاے خو تر دې دمه چې د کپتان حکومت کوم کوم تحقيقاتي کمېسنونه جوړ کړي دي کۀ هغه د غنمو باره کښې دي، د چينو باره کښې يا د دوايانو باره کښې، کۀ سپريم کورټ هغه ټول راټول کړي او د هغې پۀ رڼا کښې دا کېسونه پۀ انصاف او وخت وچلولے شي نو زما پوخ يقين دے چې د کپتان حکومت بۀ پۀ څلوېښت ورځو کښې دننه دننه پۀ سياسي ميوزيم کښې د نندارو جوګه وي . ځکه چې د رپورټونو ترمخه ټول ياران د خان د غاړې ملګري دي چې د حکومت واګې ئې پۀ لاس کښې دي او کۀ سپريم کورټ داسې نۀ کوي نو دا هم دعوامو د طرفه د سپريم کورټ دپاره داسې پېغور دے کوم چې سپريم کورټ د انتخابي کمېسون باره کښې کوي. کۀ سپريم کورټ داسې وکړل، نۀ صرف زما بلکې د ټول قوم دا يقين دے چې دې سره به د ملک عدالت زمونږ د زړونو اواز شي. د بڼيا پۀ تله چې د عمران خان دا بيان وتللے شي نو دا بيان عمران خان د زړۀ د کومې نۀ دے بلکې د دې بيان پۀ رڼا کښې د ځوانانو خان د خپل باغ پۀ سخا خټکو باندې څادر اچولے. پۀ څادر خو د سخا خټکو خپل باغ پټولے شي ، خو د سخا بوئي سره به ئې څۀ کوي؟. د مشکو او سخا خټکو بوئي يو شان رفتار لري . مونږ چې کله ماشومان وو او د نېشنليانو جلسه به وه نو هغې ته به دې جټو مشرانو د سرخپوشو جلسه وئيله، پۀ هره جلسه کښې به دا وېنا کېده چې مېښه زمونږ او کچ ئې پنجاب ته ځي. چې د نواز شريف دور راغے بيا به ئې دا وې چې مېښه زمونږه ده او کچ او شوملې دواړه پنجاب وړي او چې اوس د خان حکومت ته ګورم نو زۀ د زړۀ نه پۀ دې مجبور شوم چې مېښه زمونږ ده او کچ او شوملې دواړه ائي اېم اېف او د خان ياران وړي. زمونږ پۀ کلي کښې چې کله مور مړي قرباني کوي نو تل ئې د قربانۍ څاروے د قربانۍ پۀ وخت تښتي،کله ئې ونيسي او کله ئې څاروے بېخي ورک شي . دغه شان د خان حکومت کښې هم راته پاکستان پۀ ورکېدو ښکاري. خان صاحب وائي چې زما خوبونه د جادوئي تبديلو نه ډک دي او د دې د پاره پينځۀ کاله وخت کم دے. راځئ چې د ماضي واقعاتو تله را واخلو او د ځوانانو د خان د جادوئي تبديلۍ خوبونه وتلو. د ځوانانو سقراط د چيني ماډل نه ډېر متاثره دے او وائي چې چين مخ پۀ وړاندې کېدل پۀ پينځو کالو منصوبو باندې نۀ دي شوي بلکې پۀ اوږد مهاله منصوبو باندې شوي دي. د عمران خان خولۀ نۀ ده د خان خېلې تالو دے هر وخت پۀ هندکو کښې سرودونه کوي. عمران خان في البديهه خان دے لکه د چيني افيمي ورته د جاپان او جرمني پولې يوځاے کول داسې دي لکه چې لاس کښې ئې د اله دين برانډ ستن تار دي او ځوانانو ته داسې بګتې د ابرار الحق مست مست سرودونه ښکاري. ځوانان داسې پۀ ګډا سر شي لکه حسن بن صباح چې د خپل خيالي جنت مفت تماشې پۀ ځوانانو کوي. داسې سرودونه اورېدلو نه پس ئې ځوانان پۀ پلار هم نۀ راتړي. خو پوهانو ته د شېر اګۍ سپورې ټپې ښکاري. د ګند بوئي پۀ سرودونونه نۀ پټېږي. دوه نيم کاله وشو چې ملک پۀ ريورس ګېر کښې دے خو خان وائي چې پينځۀ کاله کم دي. خان پۀ پوزه مچ هم نۀ پرېږدي. څوک هم نۀ شي وئيلے چې ستا د نوي (۹۰) ورځو هغه د اله دين چراغ څۀ شو چې اوس د اله دين چراغ پۀ پينځۀ کاله کښې هم نۀ بلېږي. دا د اله دين چراغ دے کۀ د کودرو ډيوه ده. د نرکس د دوکړو اواز د کالو خان نه هم صفا راځي او د بې غېرته لوبه هر وخت سدوم ته زېړه وي. د مشرانو خبره د کونډې زويه څۀ خو بويه کنه. کۀ دا پينځۀ کاله پۀ تا کم دي نو پي پي پي او پي اېم اېل اېن خو دمشرف د دور نه مخکښې هېچاد شلو مياشت نه زيات حکومت کولو ته نۀ دي پرېښي او بيا تۀ هغوي ولې مختورن کوې خو مسئله دا ده چې کۀ مونږ وايو نو پۀ ځوانانو بدې. اګر چې د دواړه جماعتونو پۀ دور کښې ائيني اصلاحات هم شوي دي او لوے پراجېکټونه هم شوي دي او ستا يوه بي ار ټي ده؛ او د مشرانو خبره يوه ها وه او هغه هم سخا وه. پۀ بي ار ټي خو دومره لطيفې دي چې بلها کتابونه پرې ليکلے کېږي. دا تماشې نۀ نېب ته پۀ نظر راځي او نۀ د عدالت لۀ طرفه موجوده حکومت ته چرې پېغور شوې ده. تله مخې ته ده؛ وزن شروع دے. بابر د پاني پت د جنګ نه څلور کاله پس د مرګ پۀ خوب اودۀ شو خو د مغل سلطنت يو پراخه بنياد ئې کېښودو. د شېر شاه سوري پۀ پينځو کالو کښې د جنګونو سره د جي ټي روډ، قلعه روهتاس تعمير او د لېنډ ريونيو نظام يو بې مثال بنياد کېښودو. چرچل چې يو نړيوال وار لارډ دے دا هم د پينځو کالو کمال دے د چرچل نه پس چې لېبر پارټۍ د وېلفئير کوم نظام پۀ پينځو کالوکښې پۀ برطانيه کښې رائج کړو هغه نن هم پۀ برطانيه کښې نافذ دے. دا ټول د پينځو کالو کمالات دي. ذوالفقار علي بهټو چې څۀ کړي دي ښۀ دي او کۀ بد دي د پينځو کالو ترپکې دي.

    پۀ پينځو کالو کښې نپولين د فرانس ټول سول اېډمنسټرېشن نظام بدل کړے دے چې نن هم پۀ هغسې شکل کښې نافذ دے. د ځوانانو خان شپه ورځ د چين د ترقۍ قوالي د عزيز ميا پۀ طرز کښې کوي خو دې ته نۀ ګوري چې ماوزے تنګ پۀ يونيم کال کښې د چين ټوله معاشره بدله کړې وه. بيا د امريکې پۀ سازش د کوريا جنګ تپلے شوے ؤ. پۀ ١٩١٧ز کښې روس کښې انقلاب راځي او بيا به ١٩٢٢ز کښې پۀ لېنن بيماري راځي چې تقريباً دوه کاله پۀ فلج حالت کښې ؤ خو پۀ پينځو کالو هغۀ پۀ ټول روس د انقلاب پنجه مضبوطه کړه. اګر چې د امرانو کاورنه هم شته خو بنياد د جمهوريت مضبوط وي . د ځوانانو خان هم دا غواړي چې پۀ ملک کښې دې جمهوريت پۀ کفن کښې شي. خو چې بيا درنه اوبۀ ورخ يوسي نو لاره به څۀ وي، خو کۀ بل طرف ته مونږ وګورو نو طيب اردوان ٢٠٠٢- ٢٠٠٣ز نه تر دې دمه د جمهوريت پۀ بنياد نۀ صرف د قوم حالات بدل کړے بلکې ترکيه کښې د فوځ قبله بدله کړه. نۀ صرف د ترکي نه د امريت جنازه ووتله بلکې هلته فوځ د ناکام کودتا نه پس داسې پۀ ميډيا باندې هم پرېس کانفرنس نۀ شي کولے کومه لوبه چې دلته روانه ده. بلکې چې کوم افسر د سياست سره تعلق لري نن پۀ جېلونو کښې پراتۀ دي. دا ځکه چې طيب اردوان خپل وړومبي دور کښې بې مثاله کارنامې کړې دي. چې د قوم د سترګو تور دے، مهاتير محمد څوک چې لکه د چين د خان صاحب رول ماډل دے هغوي د الېکشن ګټلو نه پس دا نۀ دي وئيلي چې پينځۀ کاله کم دي بلکې د خپل وېژن د عملي کولو پۀ زور هغوي د ملائشياء نمونه پۀ وړومبۍ دورانيه کښې بدله کړې وه. د مشرانو خبره وړومبے وخوره د ځان غوښې بيا وخوره د ښکار غوښې.د خپلې کارکردګۍ پۀ بنياد مهاتير محمد د ملائشياء ١٧ کاله حکمران پاتې شو. چې کله ئې زړۀ موړ شو نو بيا پۀ خپله خوښه کور ته لاړو، پيوټن د روس حالت د خپل حکومت پۀ وړومبنۍ دورانيه کښې ټيک کړے ؤ. تردې دمه د اقتدار پۀ کرسۍ ناست دے، دوه ځله د ملک صدر پاتې شو د ملک ائين اجازت نۀ ؤ چې د دواړو دورانيو نه پس نور د صدارت پۀ کرسۍ کښېني نو بيا د وزيراعظم پۀ کرسۍ کښېناست چې اوس هم د ملک صدر دے. مسز تهېچر چا چې د برطانيې نقشه بدله کړې وه د انتخاباتو پۀ زور لس کاله دملک حکمران پاتې شوې ده. .ټوني بلئير د لېبر پارټۍ د طرفه د انګلستان پۀ تاريخ کښې واحد وزيراعظم دے چا چې د خپلې کارکردګۍ پۀ بنياد درې ځله د انګلستان وزيراعظمي ګټلې ده. چين چې نن د دنيا پۀ مخ يو ځلنده ستورے دے اګر چې هلته بظاهره ډکټېټر شپ دے خو ټولې پاليسۍ د پولټ بيورو او د کانګرس پۀ اتفاق رايې سره کېږي.تۀ پۀ انتخاباتو راغلے يې او پارلېمنټ ته ګيا نۀ اچوې. سېنېټ ته بغېر د مشورې نه خپل ياران لېږل غواړې. چې څۀ دې زړۀ کښې راځي لکه د پوخ افيمي ئې کوې. مراد سعيد د دوه سوه اربه ډالرو خبره د غر د سوکې نه کوي، او فېصل واوډا د يو کروړ نوکرو د باران بګتې وولي. ستا پولټ بيورو غړي خو بزدار او محمودخان دي چې څوک ئې پۀ مېرټ د يو سي ناظمۍ باندې هم نۀ قبلوي، کۀ تاله څوک شل کاله درکړي هم به وائې چې دا کم دي . ملک پۀ بيانونو او مثالونو نۀ چلېږي . ځوانان بۀ تر کومې د بيانانو او مثالونو پۀ افيمومشغول ساتې. کله چې يوکشر حجرې ته راشي او د مېلمنو پۀ مخکښې بې واکې خبرې شروع کړي نو مشر ورته پۀ غصه شي چې دا څۀ بوس بادوې؛ “کور ته ځه”، او پۀ دې وېنا سړے غلے کور ته روان شي خو هغه څۀ چې ورته وائي هغوي ته به دا بوس بادول لا ښۀ ښکاري نو ځکه خو خان بېخي بې واګو شوے دے چې څوک ئې د تپوس نشته. خو نواز شريف څوک چې هغوي ته نامنظور ؤ نود کور پۀ ځاے جېل ته لاړو خو چې کله پرې د رحم يو څاڅکے وشونو د لندن مزو ته وسپارلے شو او کۀ پۀ عمران خان دا اواز ونۀ شو چې “کور ته ځه”؛ نو خداے ناخواسته ملک پۀ ډوبېدو واخله.

  • د پښتونخوا دروېش ګورنر – ارباب داؤد

    د پښتونخوا دروېش ګورنر – ارباب داؤد

    د پښتنو سيمه د تېرو څلورو لسيزو را پۀ دې خوا د بنياد پرستو او دهشت ګرد عناصرو پۀ منګلو کښې ښکېل ده. دغه دهشت ګرد خپل ځان د اسلام لښکر بولي او د نړۍ د لوېديځ اړخ (غرب) لۀ طرفه يرغل شوي قوتونه زمونږ

    pashtunpost_fa_466601301

     د پاک دين اسلام غليمان بولي. خو دا خبره هم څرګنده ده چې د دې بنيادپرستو د اسلام او الله پۀ نوم ترسره شوي ځان مرګي بريدونو کښې چې څومره ماشومان يتيمان شول، څومره تورسرې کنډې شوې او څومره سپين سرې چې بورې شوې، د هغې نمونه زمونږ د تاريخ پۀ پاڼو کښې نۀ شي موندې. دغه چا ته پته وه چې کوم اور بۀ د اسلام او جهاد پۀ نوم زمونږ پۀ ګاونډي هېواد کښې بلېږي، هغه اور بۀ يوه ورځ ټولې سيمې نه خپلې پښې راچاپېره کوي. دغه چاته معلومه وه چې د تشدد دغو سرو لمبو نه بۀ يوه ورځ داسې بلا جوړېږي چې د پښتنو هر کور کښې بۀ د دې د تاؤ تريخوالي يوه زړۀ تورې قيصه موجوده وي. څوک هم د دې نه خبر نۀ وو چې يوه ورځ بۀ ځنې خلق اقتدار تر لاسه کولو لۀ جنګېږي. څوک هم پۀ دې فکر نۀ وو چې داسې ورځ به هم راځي چې يو پښتون به د بل پښتون ورور نه د الله پۀ نوم سر غڅوي.

    مګر داسې هم نۀ ده، داسې يو غږ پۀ پښتنو کښې هم ؤ چې نن نه نزدې دېرش کاله وړاندې پۀ دې خبره پوه ؤ چې د جهاد پۀ نوم چې کومه لوبه پۀ دې سيمه روانه ده، هغه بۀ يوه ورځ د پښتنو لپاره د ټولو نه لوے خطر جوړېږي خو هغه اواز د غربي او عربي پېسه لرونکو زورورو پۀ لارښودنه، د فوجي نائيکانو پۀ ملاتړ او د بنيادپرستو ملايانو پۀ فتوو خاموش کړے شو. دغه اواز د نن سبا دهشتګردۍ وړومبے ښکار ؤ. هم دغه غږ ؤ زمونږ شهيدِ اول ارباب سکندر خان خليل. پۀ ګور يې نُور شه.

    پېژندګلو:

    مارچ۲۱ کال 1912 ء هغه تاريخې ورځ ده چې پۀ دې ورځ د ترنګزو حاجي صېب د اسلاميه کالج د بنياد ايښودو پۀ مراسمو کښې ګډون وکړو او د پېرنګي کمشنر پۀ موجودګۍ کښې ئې د انګرېز خلاف د بالقان پۀ جنګ کښې د خلافت عثمانيه د برياليتوب دعا وکړه او ناستو ولاړو خلقو پرې پۀ ګډه ښۀ پۀ وچت اواز اٰمين ووې. هم پۀ دغه تاريخي ورځ پۀ برتاکال کښې د ارباب سعادت علي خان پۀ کور کښې د دۀ مشر زوے وزېږېدو چې نوم ئې پرې ارباب سکندر خان کېښودو.

    برتاکال د پېښور ښار او د خېبر د لوړو غرونو ترمنځه پروت يو تاريخي کلے دے. دغه کلي نه د ارباب بهرام خان پۀ شان انقلابي شخصيت راوچت شوے دے، چا چې د سکهانو د بې رحمه حکومت پۀ ضد د شاه اسماعيل او سيد احمد شهيد برېلوي تر څنګ پۀ بالاکوټ کښې د شهادت بختور جام پۀ خپله برخه کړے ؤ. دَ ارباب بهرام شهيد دوه نمسي د برتاکال وړومبني وکيلان وو چې نومونه ئې ارباب فتح محمد خان او ارباب تاج محمد خان وو. د وکيلانو وروڼو د ترور زوے د لنډۍ قاضي عطاالله خان ؤ چې د خدائي خدمتګار تحريک لوے غړے ؤ. لنډه دا چې د برتاکال کلي سره د باچا خان پېژندنه د دې وکيلانو وروڼو د لارې شوې ده.

    دَ مشر وکيل ارباب فتح محمد يو سانډو ؤ چې نوم ئې ارباب سعادت علي خان ؤ او د دې دواړو اربابانو د کور ودانو يو ورور ؤ چې نوم ئې ارباب جمعه خان ؤ. پۀ اول ځل چې باچا خان د کال 1928 ء خواوشا کښي د برتاکال کلي تاريخي پوخ جُمات ته راتلو نو دغه ټول اربابان ورته راغونډ شو او د خدائي خدمتګار تحريک سره ئې د ملګرتيا فېصله وکړه. دَ اربابانو پۀ کلک ملاتړ، خدائي خدمتګارو پۀ پېښور او خواوشا علاقو کښې ډېره چټکه وده وکړه. هم دغه وخت ؤ چې پېرنګيانو پۀ قيصه خوانۍ او لوے بازار (بازارِ کلان) کښې پۀ جلوسونو ډزې وکړي او ګڼ شمېر خدائي خدمتګاران ئې شهيدان کړل او اربابان هم پېرنګيانو د وطن سره د غدارۍ پۀ دفعو کښې د تورو تمبو شاته کړل.

    د هري پور پۀ بندي خانه کښې پېرنګيانو داسې ظلمونه وکړل چې ارباب سعادت علي پۀ نري رنځ ناجوړه شو. پېرنګيانو ورته وې چې دارو او دُرمل بۀ دې وکړو خو ارباب سعادت علي خان پۀ خپلو سترګو د قيصه خانۍ مرګ ژوبله ليدلې وه او د پېرنګيانو نه ئې پۀ زړۀ کښې ډېره کرکه پېدا شوې وه نو ارباب سعادت علي خان د خپلو دارو درملو پۀ ځواب کښې د هري پور بندي خانې جېلر ته ووې زما دارو او درمل نۀ دي پکار. کۀ راکوي نو زما قوم ته دې ازادي راکړي. پۀ 21 دسمبر کال 1932ء کښې دې انقلابي ارباب د هري پور پۀ بندي خانه کښې ساه ورکړه خو پېرنګي استعمار ته ئې سر ټيټ نۀ کړو. خدائے دې وبخښي او جنتونه دې ئې نصيب کړي او ارباب سکندر خان خليل د شلو (20) کالو پۀ کم عمر کښې يتيم شو.

    تعليم او سياست کښې برخه اخستل:

    ارباب سکندر خان خليل چې نوے يتيم شوے ؤ، پۀ جبري شکل پېرنګيانو سياست ته راښکلو. يو خوا ته ئې د پلار د سېوري نه لاس ووينځل او بل خوا ته د يتيم کېدو پۀ وړومبني کال کښې پېرنګي حکومت دوه ځلې بنديوان کړو او دواړه ځله د بندي کولو يو دا علت ؤ چې دا 20 کلنے هلک د يو انقلابي پلار زوے دے.

    دا باد د زمانې چې مونږه چېړي هسې نۀ ده

    دا ويني چې پۀ مړو ايرو کښې سرۀ بڅري شته

    دَ پېرنګيانو د دغو سختو اقداماتو لۀ امله د ارباب سکندر خان تعليمي سلسله ودرېده. د پلار د شهادت نه پس د کور او د وروڼو خوېندو ټولې ذمه وارۍ هم د ارباب صېب پۀ اوږو شوې. د کور چلولو لپاره ارباب صېب پۀ سېشن کورټ کښې د ټائپسټ او رېکارډکيپر نوکرۍ هم وکړې. د ارباب سکندر خان خليل د ټولو نه لويه ګټه دا وه چې ورکوټوالي نه پۀ دې پوهـ ؤ چې تعليم او پوهه د انسان د ژوند يو ستر ضرورت دے. د دې سره چې ارباب صېب پۀ سرکاري دفترونو کښې نوکرۍ کولې نو پۀ شخصي طور ئې خپل تعليمي غورځنګ هم مخکښې روان کړے ؤ. ارباب صېب اول پښتو ژبه کښې پروفېشنسي او بيا اېف اے او بي اے پۀ پرائيوېټ توګه وکړه. ارباب صېب د بي اے امتحان کښې ډېر پۀ غوره طريقه کاميابي حاصله کړه. بيا ورته خپلو ملګرو، خپلوانو او کوروالو د وکالت د ډګرۍ حاصلولو مشوره ورکړه. دا هم يو حقيقت دے چې دَ ارباب صېب د کلي د وړومبني وکيل ارباب فتح محمد خان لُور سره وادۀ شوے ؤ نو د کور لۀ خوا ورته هم د اعلٰي تعليم کولو ملاتړ حاصل ؤ. ارباب صېب د علي ګړهـ مسلم يونيورسټۍ نه پۀ کال 1947 ء يعنې د پاکستان د جوړېدلو پۀ کال د اېل اېل بي ډګري ترلاسه کړه.

    ليکوال او لوبغاړے:

    ارباب سکندر خان خليل نۀ صرف يو ډېر ښۀ ذهن‌‌ لرلو بلکې يو ډېر سالم او تکړه بدن ئې هم پۀ نصيب رسېدلے ؤ. ارباب صېب پۀ ځوانۍ کښې د فټبال يو غوره لوبغاړے ؤ. د پېښور د نامتو هلال کلب يو ډېر منلے شوے فارورډ ؤ. هغۀ دې کلب سره د کابل نه تر بنګاله سفرونه کړي وو او ډېرو ښو مقابلو کښې د دوي ډله بريالۍشوې هم وه. د ارباب صېب د خپلې خولې قيصه مشهوره ده چې يو ځل پۀ کابل کښې پۀ يو ټورنامنټ کښې د دوي ډله بريالۍ شوه. د هغه وخت باچا ظاهر شاه ورله يو ډېر ښائسته قالين پۀ انعام کښې ورکړو. د ډلې ټول هلکان پۀ جنګ شو. يو وې دا قالين به زۀ وړم او بل وې چې زما نه بۀ ئې څوک د ځائے نه ونۀ خوځوي، اخر هغه قالين پۀ بازار کښې خرڅ شو او پېسې ئې تقسيم شوې. دغه حال زمونږ د پښتنو هم دے. ټول پښتانۀ غواړي چې هر څۀ دې هم د دوي خپل وي او بل ته دې هېڅ ملاو نۀ شي او پۀ اخر کښې ټول تش لاس پاتې شي.

    يوه بله غوره واقعه داسې ده چې ارباب صېب کله پۀ وړومبي ځل علي ګړهـ يونيورسټۍ ته د اېل اېل بي کولو پۀ غرض ورورسېدۀ نو ورته معلومه شوه چې د داخلې کولو نېټه ترې تېره شوې ده. ډېر خواشينے او غمژن شو. د الله نه ئې غوښتنه وکړه چې څۀ لاره راته روغه کړه. نزدې يوه مياشت د علي ګړهـ يونيورسټۍ پۀ جومات کښې ډېره ؤ او د چڼو او طالبانو سره پروت ؤ. اخر ورته معلومه شوه چې د علي ګړهـ د فټبال ټيم د انتخابولو ټرائلونه روان دي. چې هلته لاړو نو پۀ موجودو لوبغاړو کښې چا هم د چپ لاس لۀ خوا نه لوبه نۀ شوه کولې. ارباب صېب چې مېدان ته ورکوز شو نو سېليکټرانو د منډې پۀ ټيم کښې شامل کړو او هم داسې ورته د علي ګړهـ يونيورسټۍ دروازې پرانستې شوې.

    څۀ رنګه چې مونږ مخکښې ذکر وکړو چې ارباب صېب يو ډېر ځيرک او ذهين انسان هم ؤ. سره د دې چې ارباب صېب اېف اے او بي اے انګرېزي ژبه کښې کړي وو مګر هغوي تر هغې وخت پورې ليک نۀ ؤ کړے چې تر کومه ئې د پېښور ښار نوميالي ليکوال حسېن بخش کوثر صېب سره ليدل نۀ وو کړي. کوثر صېب سره د ارباب صېب ليدل د ايوب خان پۀ وخت کښې شوي وو چې کله دغه دواړه ښاغلي د ون يونټ پۀ ضد تحريک کښې بنديوان وو. کوثر صېب د فلسفې ډېر لوے عالم ؤ. هم دغه وجه ده چې ارباب صېب خپل درې (3) کتابونه هم د فلسفې پۀ عنوان ليکلي دي. ارباب صېب پۀ خپل ژوند کښې شپږ (6) کتابونه ليکلي دي چې پينځۀ ئې پښتو ژبه کښې او يو ئې پۀ انګرېزي کښې ليکلے دے. د هغوي د کتابونو نومونه دا دي:

    1. اوسنۍ فلسفه

    2. ګلونه او ازغي

    3. ژور فکرونه

    4. دَ اقتصادياتو خلاصه

    5. دَ انګرېزي کتاب د تصوير بل اړخ (Other Side of the Picture)

    قانون پوهـ او سياستدان:

    ارباب سکندر خان خليل چې د قانون سند د علي ګړهـ پوهنتون نه څۀ وخت تر لاسه کړو نو سمدستي د هند تقسيم وشو او پاکستان جوړ شو. د پېښور ښار نامتو هندو وکيل مېلا رام اېډوکېټ هند ته هجرت وکړو او دفتر ئې ارباب صېب ته د اوقاف د حکومتي دفتر لۀ خوا پۀ کرايه ورکړے شو. د ارباب صېب وکالت د دکاندارۍ پۀ شکل نا بلکې د خواخوږۍ او پښتونولۍ پۀ اصولو چلېدو. د هغۀ سخر ارباب فتح محمد خان اېډوکېټ يو ځل خپلې لور او د ارباب صېب کور ودانې ته ډېر پۀ قهر ووې چې دا سکندر خان څۀ کوي. ټوله ورځ پۀ کچرو کښې د يو ځائے نه بل ځائے ته منډې وهي او د خلقو يو لوے جلوس ورپسې روان وي. دې وکيل خو پۀ هېڅ شکل نۀ ښکاري بلکې يو سياسي ليډر ښکاري. زمونږ د وکالت نوم ئې وشرمولو. د سخر بابا د غصې خبره هم د کاڼي کرښه وه. دا ستر ارباب يو ډېر لوے سياسي ليډر ؤ او راتلونکي وخت دنيا ته دا خبره ښۀ څرګنده کړه.

    دَ پاکستان جوړېدو نه وروستو محمد علي جناح چې د خپل صفت او ستائينې اورېدو ډېر خوښونکے ؤ، د يو څو خود غرضه کسانو لاس ته ولوېدو. مسلم ليګ يو داسې ګوند شو چې تش ليډران پکښې پاتې شو او ورکر ئې نۀ لرل. پۀ داسې وخت کښې جناح صېب يوه غېر جمهوري فېصله وکړه چې سره د کانګرس د اکثريت ئې د سرحد د صوبې حکومت مات کړو او يو دوه مخې او منافق انسان عبدالقيوم خان ئې وزير اعلٰي وټاکلو. دغه عبدالقيوم خان هم د خپل ليکلي کتاب (ګولډ اېنډ ګنز آن دي پټهان فرنټئير) پۀ خرڅ بندېز ولګولو، د سرخپوشانو پۀ سردرياب کښې مرکز ئې وران کړو او پۀ بابړه کښې خو ئې چې څۀ وکړۀ نو د خلقو نه ئې د پېرنګيانو ظلمونه هېر کړل. د مسلم ليګ د دغه غېر جمهوري کارونو لۀ امله ارباب صېب او هم خيالو اول “عوامي مسلم ليګ” ساز کړو خو وروستو ئې دا فکر وکړو چې پۀ پاکستان کښې خو ډېر نور مذهبونو واله خلق هم ژوند کوي نو د دې ګوند نوم ئې پۀ “عوامي ليګ” بدل کړو.

    دَ عوامي ليګ مشر حسېن شهيد سهروردي اول خو د انګرېز د حکومت ملاتړ د سوئز کېنال د قبضې پۀ ناپاکه منصوبه کښې وکړو او وروستو ئې پاکستان کښې ون يونټ غوندې توره فېصله وکړه نو ارباب صېب او ملګرو يو نوے ګوند جوړ کړو د “پاکستان نېشنل پارټي” (پي اېن پي) پۀ نوم. دغه پي اېن پي وروستو د ډهاکه پۀ روپ محل سېنما کښې د ګنتنتاري دَل سره يو ځائے شوه او نېشنل عوامي پارټي (نېپ) تري جوړه شوه.

    دَ ايوب خان او فاطمه جناح پۀ صدارتي الېکشن کښې چين ډېر ګنده لوبه وکړه او د يو فوجي ډکټېټر ملګرتيا ئې وکړه. د چين او ايوب خان تر منځه دغه ليکه هم د نېپ يو مشر مولانا باشاني د لارې سمه شوه او ځکه به دغه مولانا ته ډېرو سياسي ګوندونو ((ماولانا)) هم وئيلو چې د چين د ماوزے تنګ سره ئې نوم ګډ کړي. د مولانا صېب دغه غېر جمهوري عمل نېپ هم پۀ دوو برخو کښې تقسيم کړو چې يو نېپ باشاني ګروپ او بل نېپ پروفېسر مظفر ګروپ ؤ. ارباب صېب او ولي خان درې (3) ځله ډهاکې ته سفرونه وکړل چې د پاکستاني فوج، د پنجابي جاګيردار او د بنګاليانو تر منځه روغه راولي خو پۀ کال 1971 ء کښې اخر پاکستان تقسيم شو. ارباب صېب پۀ دې وخت کښې وئيلي وو چې:

    “د جناح پاکستان ختم شو او اوس د پنجاب پاکستان پاتې شو.”

    دَ ګورنر پۀ حېث:

    ارباب سکندر خان خليل پۀ 30 اپرېل کال 1972 ء کښې د اېن ډبليو اېف پي صوبې چې نن سبا د خېبر پښتونخوا پۀ نوم يادېږي، ګورنر مقرر شو. پۀ دغه ورځو کښې د ملک اساسي قانون نۀ ؤ ليکلے شوے نو ارباب صېب د دغه ورځو د صوبائي اسمبلۍ غړے هم ؤ او ګورنر هم. دَ ګورنرۍ د سوګند اخستو نه پس ارباب صېب سمدستي د صوبې پۀ ترقياتي کارونو لاس پورې کړو. اول هدف ئې د صوبې لرې او کمې ترقي يافته علاقې وې. د شمال خوا ته ئې د چترال پۀ ضلع کښې د خوراکي موادو د کمښت مخ نيوے وکړو. دغه پرېکړه ئې هم وکړه چې پۀ چترال کښې بۀ د خوراکي موادو هغه بيعه وي چې کومه بيعه ئې پۀ نوره صوبه کښې وي. انجنئيرانو لۀ ئې دا ذمه واري ورکړه چې زر تر زره د څو وړو ډېمونو منصوبې تيارې کړي چې دغه پاتې ضلع هم د نورو علاقو پۀ شان د ترقۍ پۀ لار روانه شي. ارباب صېب پۀ چترال ضلع کښې د کالج جوړولو امر هم ورکړو چې تعليم عام شي.

    پۀ افغانستان کښې د سردار محمد داؤد خان سره ئې يوه لوظنامه لاس ليک کړې وه چې د ژمي لۀ خوا چې کله د لواري پاس لاره بندېږي نو چترال ته مال د افغانستان د کونړ ولايت د لارې لاړ شي چې د چترال خلق پۀ يخ موسم کښې د خوراکي موادو د کمښت سره مخامخ نۀ شي. دغه خبره د يادونې وړ ده چې ارباب صېب د افغانستان حکومت سره د چترال پۀ بابت د معاهدې پۀ خبرو اترو کولو د ذوالفقار علي بوټو د حکومت لۀ خوا بندي شوے هم ؤ. ولې وروستو د طالبانو د حکومت وخت کښې هم دغه معاهده چې د نواز شريف لۀ خوا لاس ليک شوه نو دغه خبر د حکومت يوه ستره کاميابي وګڼلې شوه.

    ارباب صېب پۀ جنوبي ضلعو کښې د څښلو د اوبو منصوبې اغاز کړې او ډېرو خلقو ته د څښلو اوبۀ ملاو شوې. دغې نه علاوه د ارباب صېب پۀ ګورنرۍ کښې هغوي د شمله لوظنامې (شمله اېکارډ) لپاره د هند حکومت سره خبرې وکړې او د 1971 ء د جنګ يو نوي زره (91,000) جنګي قېديان راخوشې کولو کښې ئې ډېرې سترې هلې ځلې وکړې.

     ذوالفقار علي بوټو پۀ بلوچستان صوبه کښې د عطاء الله مېنګل حکومت پۀ يوه غېر جمهوري طريقه مات کړو او ارباب صېب پۀ 15 فروري 1973 ء د يو اصولي موقف د لاندې خپله استعفٰي وړاندې کړه او د حکومتي چارو نه ئې ډډه وکړه. اغا شورش کاشميري پۀ خپل اووۀ ورځني “چټان” کښې ارباب صېب د “دروېش ګورنر” پۀ نوم ياد کړے ؤ.

    جمهوريت غوښتونکو د “يونائټډ ډېموکرېټک فرنټ” (يو ډي اېف) پۀ نوم د بوټو د بې اصوله حکومت پۀ ضد غونډه جوړه کړه. د پنډۍ پۀ لياقت باغ کښې د يو ډي اېف پۀ جلسه ګولې وورېدې او ډېره مرګ ژوبله راپېښه شوه. پس تر دې د حيات شېرپاؤ د مرګ واقعه پېښه شوه او نېشنل عوامي پارټي (نېپ) د حکومت لۀ خوا غېرقانوني اعلان شوه.

    دَ ارباب سکندر د جمهوريت سره مينه د دغه خبرې نه هم څرګندېږي چې سره د دې چې نېپ د يو ډي اېف ملګرې وه خو چې کله د پاکستان د اساسي قانون جوړېدو خبره راغله نو ټول مخالفتونه ئې هېر کړل او د ائين د جوړولو مرحله کښې ئې ډېر پۀ درنښت ګډون وکړو. خلق خو وائي چې بوټو دې ملک لۀ ائين ورکړے دے خو کۀ چرې د نېپ مشرانو لوے زړۀ نۀ وے ښودلے نو د اسمبلې کورم به نۀ ؤ پوره او دغه ائين بۀ هېڅ وخت نۀ وے جوړ شوے نو کۀ پۀ رښتيا وکتے شي نو پاکستان لۀ وړومبنے پوره ائين نېپ ورکړے دے، بوټو نه.

    ارباب صېب دوي د 1973 ء پۀ ائين کښې يوه برخه د ملک سره د غدارۍ خلاف سزاګانو له ټاکلې وه. هم د دغه برخې د قانوني اختياراتو لاندې د بوټو حکومت پۀ ارباب صېب، ولي خان او نورو څلور پنځوس کسانو پۀ دروغو د حېدراباد سازش کېس جوړ کړو او ټول مشران ئې بنديوان کړل. دغه سازش کېس هله خلاص شو چې ضياءالحق پۀ خپلو فوجي بوټانو يو ځل بيا د پاکستان د ډېموکراسي سر چپړيت کړو.

    يو ساده انسان:

    ارباب سکندر خان خليل سره د دومره پوهې يو ساده کليوال ؤ او د ژوند ژواک طريقې ئې ډېرې ساده وې. خپل يو زوے يې ؤ د عبدالوهاب پۀ نوم چې پۀ کال 1970 ء کښې د ناروغۍ لۀ سببه وفات شو. ارباب صېب د ښځو د تعليم ډېر طرفدار ؤ. د خپل ورور او زمونږ د پښتنو د تاريخ د يو بل اتل خدائے بخښلي ارباب محمد همايون خان خليل لوڼو او ځامنو باندې ئې د نوي عصر مطابق تعليمونه وکړۀ. ارباب صېب به وئيل چې ښځې زمونږ د ټولنې پنځوس (50) فيصده ابادي ده، کۀ چرې مونږ پنځوس فيصده ابادي بې تعليمه او جاهله وساتو نو چرې بۀ هم مخکښې لاړ نۀ شو.

    شهادت:

    ارباب سکندر خان خليل د 7 مارچ کال 1982 ء پۀ سحر د کور نه پياده واک کولو دپاره روان ؤ چې يو بدبخته بنيادپرست پرې ډزې وکړې. هم پۀ هغه ځائے کښې ئې ساه ورکړه او شهيد شو. انا لله و انا اليه راجعون. پۀ دغه وخت د کلي يو کروندګر چې نوم يې وارث خان ماما ؤ، پۀ خپلو سترګو دغه واقعه وليدله او قاتل پسې ئې منډه کړه. قاتل پرې څو ځله ډزې هم وکړې خو وارث خان ماما، الله پاک د دې قاتل د لاسه د مرګ نه وساتلو. اخر چې د قاتل پۀ تماچه کښې ګولۍ ختمې شوې نو راګېر شو او پوليس ته پۀ لاس ورکړے شو.

    پۀ مخامخ خو د ارباب صېب شهادت يوه وړه خبره ښکاري چې هغه د برتاکال د کلي جماتونو کښې بنيادپرست او دهشت ګرد مُليان نۀ پرېښودۀ خو اصلاً دغه ورځو کښې امريکه، غربي ملکونو او عربي شېخانو دغه فېصله کړې وه چې روس سره به پۀ افغانستان کښې جنګېږي او د پاکستان فوج ورله پۀ دې مشن کښې هم لاس ورکړے ؤ. دې ټولو طاقتونو دغه نۀ خوښول چې د پښتنو پۀ سيمه دې داسې خلق ژوندي وي چې پښتانۀ د دې نه منع کړي چې د بل پښتون د وينې تږے دې شي. د ارباب صېب د شهادت نه يوه مياشت اګاهو هم د دوي پۀ حجره کښې يو بم رااچولے شوے ؤ چې د ارباب صېب کشر ورور ارباب همايون خان خليل پکښې ژوبل شوے ؤ او دوه ورځې ئې پۀ هسپتال کښې تېرې کړې وې.

    د ارباب صېب د شهادت پۀ کال هيومن رائيټس سوسايټي اف پاکستان هم يو مېډل ارباب صېب ته ور ډالۍ کړو. د ارباب صېب شهادت نۀ صرف د برتاکال او د خليلو د علاقې لپاره يو لوے زيان ؤ بلکې د ټولو پښتنو او د پښتو لپاره يو لوے نقصان ؤ. د ارباب صېب ځاے به پۀ کلونو څوک پوره نۀ کړي.

    پۀ دي موقعه د نواب علي يوسفزي يو څو ټکي را ياد شو چې پۀ خپل يو ليک کښې ئې وئيلي دي:

    “نمر سپوږمۍ پۀ خپل مدار کښې يو شان روان دي، زمکه او اسمان قائم دي، کائنات د الله پۀ قدرت چلېږي، پۀ دنيا کښې هره ورځ ګڼ شمېر کسان پېدا کېږي او پۀ يو لوے شمېر پکښې د مرګي غېږې لۀ ځي. ډېر خلق د ځمکې غېږه کښې اودۀ شي او فنا شي او ډېر داسي خوش بخته انسانان هم وي چې پۀ جسماني لحاظ د دنيا نه فنا شي خو پۀ روحاني توګه ژوندي وي او ژوندي داسې وي چې د هر چا پۀ خولۀ وي، هر څوک ئې يادوي.”

    ارباب سکندرخان خليل شهيد هم د پښتنو د سيمې يو داسې ځلانده ستورے دے چې تر کومه د پښتو ژبې او پښتنو يو ماشوم هم ژوندے وي نو د ارباب صېب نوم بۀ د خلقو پۀ خولۀ وي او يادېږي بۀ.

    نوټ: دا مضمون د نن نه پوره لس (10) کلونه وړاندې يعنې کال 2011ز کښې د “پښتون” پۀ پاڼو د ارباب سکندر خان خليل پۀ ياد کښې خپور شوے ؤ. يو ځل بيا ئې “پښتون” د خپلو لوستونکيو لپاره د ارواښاد ارباب سکندر خان خليل د يو کم څلوېښتم تلين پۀ موقع چاپ کوي. مونږ دلته د ځوان ليکوال ارباب داؤد هم مننه کوؤ چې دا زيار ئې باسلے ؤ.

  • د باچا خان سکول صوابۍ د انجمن جوړښت – ارباب الطاف قادر

    د باچا خان سکول صوابۍ د انجمن جوړښت – ارباب الطاف قادر

    د باچاخان سکولونو مشري چې کله نه اېمل ولي خان ته حواله شوې ده، د هغه ورځ نه د باچاخان سکولونو د ستونزو حل کولو ښۀ مثبتې فېصلې شوې دي. چې د ټولو نه لويه ګټوره فېصله پۀ کښې پۀ باچاخان سکولونو کښې انجمن جوړول وو. دې فېصلې سره د سکولونو د مالي مرستې نظام مکمل بدل شو. ځکه چې تراوسه پورې به دا ټول سکولونه د نورو ملکونو پۀ مالي امداد چلېدل. پۀ دې وجه پۀ کښې د وطن د خلقو څۀ قسمه دلچسپي نۀ وه. عامو خلقو به وئيل چې د باچاخان سکولونه NGO والا چلوي. او د خلقو خبره هم دروغ نۀ وه ځکه چې د اېن جي او والا خپل اهداف وي او هغه پوره کول غواړي.

    خو ولې حقيقت خو د دې نه بدل دے. د باچاخان سکولونو جوړولو مقصد خو د باچاخان ازادو مدرسو پۀ طرز سکولونه جوړول وو چې د قام د بچو تعليمي او سياسي روزنه وکړې شي. چې داسې تعليمي نظام وي چې د خاورې بچي د خپلې خاورې ، د هغې د وسيلو، د خپلو خلقو، د هغوي د ژبو، د هغوي د کلتور،کړۀ وړۀ، ثقافت، کلتور، تاريخ او ادب نه خبر شي.

    دا هر څۀ به هغه وخت ممکن وي چې د وطن خلق باچاخان سکولونه خپل وګڼي او انتظام ئې پۀ خپل سر واخلي. هم دغه خبره اېمل ولي خان د پښتونخوا پۀ کچ د پارټۍ ټولو ضلعي تنظيمونو ته کېښوده. چې ترکومه پورې مونږ د هر يو سکول لپاره د باچاخان د ازادو مدرسو پۀ شان انجمن نۀ وي جوړ کړے، دا سکولونه مخ پۀ وړاندې نۀ شي تللے.

    انجمن بۀ څۀ کار کوي؟ دا خبره اېمل ولي خان پۀ تفصيل سره د صوبې ټولو د ضلعو تنظيمونو ته کېښوده، ښۀ پۀ تفصيل پرې خبرې وشوې، هر اړخ ته پۀ کښې وکتلے شو، پۀ دې لړ کښې د هر څۀ جاج واخستے شو، ټول امکانات پۀ نظر کښې وساتلے شو او دغه شان د پوره صلاح مشورې نه پس او د دې هلو ځلو پۀ نتيجه کښې د ټولو باچاخان سکولونو لپاره د انجمن جوړولوکار روان کړے شو چې اوس لۀ خېره دوامدار دے.

    د خوشحالۍ خبره دا ده چې تېرکال پۀ ٢٠٢٠ز کښې د اکتوبر پۀ مياشت کښې د باچاخان سکول چارسدې لپاره انجمن جوړشو. بيا ورپسې د دسمبر پۀ مياشت کښې د باچاخان سکول سوات لپاره انجمن جوړشو. دې دواړو انجمنو خپل کار شروع کړے دے او پۀ سکولونو کښې بدلون پۀ نظر ښکاري. د سکولونو مالي مشکلات هم حل شو او د سکولونو نصابي سرګرمۍ هم مخ پۀ وړاندې روانې شوې. استاذان هم ډېر خوشحاله شو او ورسره د سکولونو ماشومان هم پراعتماده شو چې اوس به استاذان د تنخواه د نۀ ملاوېدو پۀ وجه سکولونه نۀ پرېږدي. بلکې ماشومانو سره به اوس محنت ډېر کوي ځکه چې مسئلې هوارې شوې اواستاذ ته اوس خپله تنخواه پۀ وخت ملاوېږي. د استاذ د تنخواه نه علاوه د سکول ټول انتظام چلولو کښې هغوي د سکول انتظاميې سره پوره مرسته کوي ځکه چې د انجمن دفتر پۀ سکول کښې وي.

    اېمل ولي خان چې د انجمن جوړولو د پاره د باچاخان سکول صوابۍ ته را ورسېدو نو د باچاخان سکول ماشومانو ورته تود هرکلے وکړو. دا ډېره تاريخي ورځ وه ځکه چې دا هغه صوابۍ ده چې د لوے بابا فخر افغان باچاخان دوېم کور ؤ، چې بابا به دلته راتلو نو خلقو لۀ د خوشالۍ نه خوب نۀ ورتللو، هر ځاے به خوشالۍ وې او ټول خلق بۀ د بابا پۀ طمع وو ۔ نن پۀ هغه صوابۍ کښې د لوے بابا کړوسے او د بابا د نظريې، فلسفې او سياست وارث اېمل ولي خان د درنو او خوږو پښتنو پۀ خاوره د پښتنو د بچو د روښانه راتلونکي لپاره د بابا پۀ دوېم کور کښې ناست ؤ۔ پۀ پنډال کښې ورسره د انجمن ممبران هم ناست وو. د سکول ماشومانو ملي ترانه ووئيله. بيا اېمل ولي خان د سکول ټولو کلاسونوته لاړو او ماشومانو سره ئې د سکول پۀ باره کښې ډېرې خبرې وکړې. ماشومان ورته ډېر خوشحاله شو ځکه چې د پښتنو د بچو غمخوار ئې پۀ منځ کښې ولاړ ؤ ۔ د سکول د دورې پۀ مهال اېمل ولي خان د ماشومانو سره د تعليم پۀ اړه خبرې وکړې او زده کوونکونه ئې ډېر تپوسونه وکړل. دا ډېره د خوشالۍ خبره ده چې ټولو ماشومانو د صوبائي صدر د پوښتنو سم سم جوابونه ورکړل ځکه چې دا ګلالي بچي د باچاخان پۀ هغه سکولونو کښې تربيت کېږي چرته چې ماشومانو ته سم تاريخ او سم سبق ښودلے کېږي ۔ دې سکولونو کښې نۀ خو پروپېګنډه کېږي او نۀ تاريخ مسخ کول شي.

    د چارسدې او سوات نه پس د باچاخان سکول صوابۍ د پاره د ٢٠٢١ز د فرورۍ پۀ اتمه نېټه د اېمل ولي خان پۀ مشرۍ کښې انجمن جوړشو. د انجمن د ممبرانو شمېر ٣٤ دے. اجلاس ته د خپلې وېنا پۀ وخت اېمل ولي خان ووئيل چې باچاخان سکولونه پۀ ٢٠٠٧ز کښې جوړ شوي دي خو ولې لۀ بده مرغه مونږ تراوسه پورې دا سوچ پۀ ځان کښې پۀ مجموعي توګه پېدا نۀ کړے شو چې دا سکولونو خپل او د خپلو بچو وګڼو. هغه ووئيل چې زما تاسو ټولو د صوابۍ مشرانو ته دا خواست دے چې باچاخان سکول خپل وګڼئ. دې ماشومانو ته داسې تعليمي ماحول ورکړئ چې کوم د مالداره بچي ته ملاو دے. هغۀ ووئيل چې نن ډېره زياته د خوشحالۍ خبره دا ده چې مونږ دا دے د يوکال نه هم پۀ کمه موده کښې د درېم باچاخان سکول د پاره انجمن جوړوو. وئيل ئې چې مونږ داسې نصاب جوړول غواړو چې د باچاخان سکولونو ماشومان د عملي ژوند پۀ هر يو اړخ کښې کامياب وي. کۀ چرې مونږ نصاب داسې ځاے ته ورسولو چې د باچاخان سکولونو د ماشومانو پۀ تعليمي نظام کښې نوم پېدا کړو نو بيا به د وطن سرمايه دار خلق هم تاسو سره پۀ باچاخان سکولونو کښې خپل ماشومان داخلوي.

    دوي غونډې ته په خپله وېنا کښې ووئيل چې د صوابۍ خلق خو خوش قسمته دي چې تاسو ته د زېدې مشرانو ٣٠ کناله ځمکه پۀ تحفه کښې درکړې ده. انشاء الله زما اراده ده چې پۀ هغه ځاے کښې به “باچاخان ايجوکېشن کمپلېکس” جوړوو. اېمل ولي خان ووئيل چې دا کمپلېکس به لۀ خېره پۀ ټوله پښتونخوا کښې يوه داسې تعليمي اداره وي چې خلق به تاسو ته سفارشونه کوي چې پۀ دې اداره کښې راله ماشومان داخل کړئ.

    لۀ دې وروستو اېمل ولي خان هاوس اوپن کړو او ټولو ممبرانو ته ئې بلنه ورکړه چې پۀ دې حقله خپل رائې ورکړي. ډېر خوندور بحث پرې وشو او ډېرې ګټورې مشورې مخې ته راغلې . اېمل ولي خان ورته ووئيل کۀ ستاسو سکول سره تړون برقرار پاتې شو نو دا ټولې مشورې بۀ عملي کوو.

    د اجلاس دوران کښې اېمل ولي خان اعلان وکړو چې دې انجمن نه به اوس مونږ د بورډ ممبرانو لپاره د پنځۀ کسانو انتخاب کوو کوم چې به سکول سره پۀ رابطه کښې وي او هغوي به تاسو پۀ راتلونکو غونډو کښې خبر ساتي. بلکې د بورډ دفتر به پۀ سکول کښې وي. هم دغه شان د بورډ د ممبرانو لپاره انتخاب وشو ۔ پۀ دې غونډه کښې ټولو ممبرانو خپله چنده هم ورکړه.اېمل ولي خان ورته ووئيل چې تاسو له پکاردي چې خپلې د زکات روپۍ باچاخان سکول لۀ ورکوئ بلکې صفا ئې ورته ووئيل چې دا زما مخې ته کوم کسان ناست دي پۀ تاسو چې د کال څومره زکات فرض دے هغه دې سکول ته راوړئ. د بورډ ممبران چې کوم جوړکړے شول د هغوي تفصيل څۀ داسې دے ۔ ۔ ۔

    صدر: وارث خان، سېکتر هدايت الله،فنانس سېکترنورالحسن

    ممتاز ربي خان او ملک مهدي ورسره د بورډ ممبران شول

    د باچاخان سکول پابېنۍ صوابۍ د سکول د انجمن پۀ بورډ کښې داسې ممبران راغلل چې د هغوي د تعليم پۀ مېدان کښې ډېره لويه تجربه ده. پۀ دې اميد سره چې دوي به باچاخان سکول لۀ ښۀ پوره وخت ورکوي. د سکول استاذانو لۀ بۀ ډېر لوے عزت ورکوي. د هغوي د جائزو مسئلو د حل کولو د پاره به پوره هلې ځلې کوي. دې سره به د سکول ماشومانو سره هم داسې نزدې اړيکې ساتي چې هغوي د استاذانو نه څومره مطمئن دي، او ايا د تعليم معيار د ماشومانو مخ پۀ وړاندې روان دے او کۀ نا. د ماشومانو مور او پلار سره به هم دا بورډ غونډې کوي تر څو معلومه کړے شي چې هغوي د استاذ او د سکول نصاب او ټولو هلوځلو ته پۀ کوم نظر ګوري. او بيا خپل دغه نظرونه د انجمن پۀ غونډو کښې ټولو ممبرانو سره شريک کړي. او د دې ټول هر څۀ پۀ رڼا کښې پۀ انجمن کښې داسې مثبتې فېصلې وکړي چې پۀ هغه کمزورو باندې قابو وموندے شي اودا مسئلې د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن دفتر ته هم پۀ تحريري صورت کښې را واستوي.

    زۀ اميد لرم چې کۀ مونږ ټول پۀ شريکه يو بل سره همکاري وکړو نوهغه ورځ لرې نۀ ده چې د باچاخان سکولونو ستونزې بۀ حل شي. د علاقې د خلقو باور بۀ وګټو. کۀ دې کښې مونږ کامياب شو نو د باچاخان سکولونو هدف بۀ پوره شي او د پښتون قام راتلونکے نسل به د نړۍ د قومونو د سيالۍ جوګه شي. دې سره سره بۀ د لوے بابا د خپل وريت پيت او وروستو پاتې قام د پرمختګ او ترقۍ خوب هم پوره شي ۔ کۀ د دې قام د روښانه سباوون خوب چا سل کلونه مخکېښې ليدلے ؤ نو هغه صرف او صرف زمونږ لوے بابا فخر افغان باچاخان دے ۔ باچاخان خپل ځان هېر کړے ؤ، خپل بچي ئې هېر کړي وو، خپل مال حال او جائيداد ئې هېر کړے ؤ خو د خپل قام د روښانه مستقبل لپاره ئې ځان هرې سختې ته نيولے ؤ ۔ راځئ چې پۀ شريکه د بابا خوب پوره کړو.

  • خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي

    خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا – سعيد احمد شاهي

    پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر سپېځلي او پاک خلق شامل دي کومو چې د خپل وطن او قام خدمت ډېر پۀ مينه، جوش او بې غرضۍ سره کړے دے، او نړۍ ته ئې دا ثابته کړې ده چې پښتون پۀ رښتيا يو ډېر مهذب او پۀ خپل وطن او خلقو باندې مئين قام دے. او پۀ خدمت کښې دوي د دنيا د نورو مهذبو قامونونه وروستو نۀ دي.

    د دې وجه دا وه چې فخر افغان باچاخان د خپلو ملګرو تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې د دوي پۀ رګ رګ کښې ئې د قام او وطن مينه شامله کړې وه. او يوه داسې ورورولي پۀ دوي کښې پېدا شوې وه چې دوي به د يو بل نه خپل سرونه هم قربانول. د مشرانو د طرف نه دوي ته به چې کوم يوکار هم پۀ حواله شو دوي به د زړۀ دکومي هغه کار کولواو سر ته به ئې رسولو. پۀ دې لار کښې دوي د هېڅ قسمه دړکو، وهلو ټکولو،زندان يعنې چې د مرګ نه هم نۀ دي وېرېدلي او پۀ مخه تلي دي. پۀ دوي کښې د حبيب الله کاکا نوم هم شامل ؤ. حبيب الله کاکا پۀ کال 1920ز کښې پۀ بابړه کښې پېدا شوے ؤ. د پلار نوم ئې مومن خان ؤ. دوي پينځه وروڼه او يوه خور وه. چې حبيب الله کاکا پۀ کښې د ټولو نه کشر ؤ. چونکې پۀ هغه وخت کښې څۀ مکتب يا مدرسه پۀ نزدې علاقو کښې موجود نۀ وه نو دۀ د بدقسمتۍ نه دنياوي تعليم حاصل نۀ کړے شو. خو ديني تعليم ئې خپل کور سره نزدې جومات چې د مولانا صمداني صاحب جومات باندې مشهور ؤ هلته کښې د مولانا صمداني صاحب چې هغوي پۀ خپله هم يو خدائي خدمتګار ؤ، څخه حاصل کړو.

    د دې نه علاوه دې جومات هم پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې ډېر اهم کردار ادا کړے دے چې پۀ يو بل ځانګړي مضمون کښې به پرې د ليکل کولو کوشش کوم. چونکې اوس دا مضمون د حبيب الله کاکا روان دے نو خپل ځان به دې پورې محدود کړم.

    خدائي خدمتګار حبيب الله کاکا چې کله پۀ ښۀ او بد پوهه شو نو د خپل پلار سره ئې زمينداري شروع کړه . هغۀ له الله پاک يو خصوصي طاقت ورکړے ؤ او د الله پاک پۀ فضل هغه يو پهلوان ؤ. د درې څلورو کسانو کار به حبيب الله کاکا پۀ يواځې ځان کولو. کله چې فخر افغان بابا د پښتون قام د بېدارۍ پۀ غرض د هر پښتون کوڅو ته تللو نو هم پۀ دغه سلسله کښې ئې د بابړې کلي هم بې شمېره دورې کړې دي او بابړه به فخر افغان بابا خپل دوېم کلے ګڼلو. د بابړې اوسېدونکو هم د فخر افغان بابا پۀ اواز لبېک وئيلے ؤ. او هره خبره به چې وه نو د بابړې خلق به پۀ کښې د ټولو نه مخکښې پۀ وړومبي صف کښې ولاړ وو. پۀ بابړه کښې د ټولو نه لويه حجره پۀ هغه وخت کښې د سيد لعل بادشاه عرف بړاميا وه او چې پۀ کلي به کۀ څۀ وړوکې يا لويه غونډه وه هغه به هم پۀ دې حجره کښې کېدله. د غونډو نه علاوه پۀ فارغ وخت کښې به د کلي خلق دې حجرې ته را غونډېدل او پۀ خپلو کښې به ئې ګپ شپ لګولو.

    حبيب الله کاکا به د دغې خلقو خدمت کولو او چې د ګرمۍ موسم به ؤ نو شربت، کۀ د يخنۍ موسم ؤ نو چاے او کۀ د ډوډۍ وخت به ؤ نو ډوډۍ به ئې هم را وړله. د دې نه علاوه کۀ مېلمانۀ به راغلل نو د هغوي خدمت به ئې هم کولو. دا نه چې دا هرڅۀ به يواځې حبيب الله کاکا د خپل جېب نه يا خپل کور نه کول بلکې د خپل کور نه علاوه به هغوي د بړاميا د کورنه هم دا هر څۀ را وړل. د دې نه علاوه کوم خلق چې به دغلته کښې ناست وو د هغوي د کورونو نه هم را وړل او دا ټول خدمت به حبيب الله کاکا او د هغۀ ځامنو کولو. حبيب الله کاکا چونکې يو پهلوان ؤ نو دوي به کله چې هم د کبډۍ څۀ مقابله پۀ کلي کښې يا د کلي نه بهر کېدله نو حبيب ا لله کاکا به پۀ کښې برخه اخستله او پۀ دغه ډول ډېرې مقابلې ئې ګټلې وې. د هغوي يوه خبره ډېره مشهوره ده چې فخر افغان بابا له يو کس پۀ دوابه نحقۍ خرکۍ کښې يو اس پۀ تحفه کښې ورکړے ؤ چې هغه اس ډېر سرکش او مست ؤ. او هېڅ چا هم نۀ شو قابو کولے ۔ چې حبيب الله کاکا خبر شو نو هغۀ ورته ووئيل چې دا اس به زۀ د دوابې نه اتمانزو ته بوځم، تاسو ټول بې غمه شئ. او هم هغسې وشوه . حبيب الله کاکا هغه سرکشه اس رام کړو او د پاسه پرې سور شو او اتمانزو ته ئې ورسولو. د هغې نه پس د حبيب الله کاکا د پهلوانۍ قيصې تر لرې لرې پورې ورسېدې. حبيب الله کاکا يو ډېر مخلص انسان ؤ. تعليم خو ئې نۀ ؤ کړے خو د اخلاقو پۀ داسې درجه کښې ؤ چې د هغۀ نه به پۀ کلي کښې او د کلي نه بهر هم کوم ځايونو کښې چې د بابړې د خلقو لوڼه خوېندې وادۀ شوې وې، هغه کورونو هم د هغۀ نه ستر نۀ کولو. حالانکې پۀ بابړه کښې د سيدانو کورنۍ ګڼې دي او پښتانۀ بالعموم او سيدان بالخصوص د کور د پردې خيال ساتي. خو د حبيب الله کاکا به چې کله هم څۀ سوال جواب يوړلو نو دغه معززو کورونو به پرې پۀ کور دننه چاے اوبۀ کول او د دې دومره لوي اعتبار وجه د حبيب الله کاکا اخلاق وو.

    د دې نه علاوه حبيب الله کاکا دومره خوش اخلاقه انسان ؤ چې کۀ وړوکے ؤ، کۀ لوے، کۀ ځوان ؤ او کۀ بوډا حبيب الله کاکا به ورسره ښۀ پۀ مزاحيه انداز کښې ګپ شپ لګولو. او هغوي سره به ئې د موقعې مناسبت سره خبرې اترې کولې.او چې يو ځل به چا ورسره ګپ لګول شروع کړل نو د هغۀ محفل نه به بيا د پاسېدو ته د چا زړۀ نۀ کېدلو.او زړۀ به ئې دا غوښتل چې دے لګيا وي ګپ لګوي او مونږ ئې اورو او خوند ترې اخلو.

    د 12 اګست 1948ز د بابړې خونړۍ پېښه کښې هم حبيب الله کاکا يو ډېر اهم کردار ادا کړے ؤ. حکومت چې کله د خدائي خدمتګارو پۀ پرامن جلوس باندې ګولۍ ورول شروع کړل او ډېر خدائي خدمتګاران پۀ کښې شهيدان او ژوبل شول هم دغه دوران کښې حبيب الله کاکا د سيد لعل باچا (بړاميا) ، خان عبدالولي خان او بي بي مهرتاجه سره يوځاے د ژوبل کسانو مرهم پټۍ کولې او هغوي به ئې د ګولو د مېدان (جمعې جومات) نه نزدې ابادۍ پورې پۀ خپله ملا باندې اوړل او محفوظو ځايونو ته به ئې رسول. کله چې بيا حالات صحيح شو او کرفيو ختمه شوه نو د هغه زخميانو او شهيدانو وارثان بيا بابړې ته راغلل او د قيوم خان د طرف نه لګولې شوې جرمانې او د ګولو قيمت ادا کولو نه پس هغوي هغه مړي او زخميان خپل خپل کورونو ته يوړل. د حبيب الله کاکا د وېنا مطابق هغۀ پۀ خپل لاس کم از کم د اتيا نه واخلې تر سلو پورې مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته پۀ دغه ورځ رسولي وو. د حبيب الله کاکا نه علاوه د خواو شا د کورونو خلقو هم ګڼ شمېر مړي او زخميان محفوظو ځايونو ته رسولي وو. او د بابړې داسې کور نۀ ؤ چې پۀ هغې کښې د 8 يا 10 کسان مړي يا زخميان نۀ وو پټ کړے شوي. د دې نه علاوه فوځ او ملېشاء به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدل، د بابړې او د پړانګو د خلقو دکورونو بې عزتۍ به ئې کولې او دا خبره به ئې کوله چې تاسو د باچاخان ملګرتيا پرېږدئ ګنې نو نور به هم ډېر نقصان ومومئ. د يوې اندازې مطابق پۀ دغه پېښه کښې 56 زره ګولۍ د ټوپک او مشين ګنو چلېدلې وې اود هر مړي او زخمي نه کم از کم سل روپۍ جرمانه اخستې شوې وه. هسپتال والو د دغې زخميانو د علاج نه انکار کړے ؤ. نو د دې ظلم او زياتي به تاريخ کښې بل مثال څۀ ملاوېږي. ځکه دا د پښتنو د کربلا پۀ نامه يادېږي.

    د دې پېښې پۀ ياد کښې هر کال د 12 اګست ورځ کولے شي. او هر کال پۀ 12 اګست د دغې پېښې پۀ ياد کښې پۀ بابړه کښې کور پۀ کور د شپې ډېوې او شمعې بلېږي. او سحر بيا هم هغه د سيد لعل باچا (بړاميا) چې زوي د سيد فصيح باچا ؤ د هغۀ حجرې نه د 12 اګست 1948ز د جلوس د يووالي د پاره را اوځي او هم پۀ هغه لارو بيا غازي ګل بابا جومات ته ځي او هلته د جلسې نه پس د شهيدانو ياد ګار ته ځي او پۀ هغې باندې ګلونه اچول کېږي. او د هغه ځاے نه بيا ټول جلوس خورېږي.

    حبيب الله کاکا به د خدائي خدمتګارو هرې يوې غونډې له ځان رسولو او پۀ خصوصي توګه کومه غونډه چې به پۀ بابړه کښې وه هغې کښې به ئې د لاسو پښو خدمت ته ځان حاضر ساتلو ۔ نۀ يواځې دے بلکې خپل ټول ځامن چې شپږ کسان وو هغوي ته به ئې هم حکم ورکولو چې د راغلو مېلمنو د زړۀ د اخلاصه خدمت وکړئ او څوک هم خفه لاړ نۀ شي.

    د برانچ او تپې د تنظيم نه چې به کله حکم وشو چې د جرګې يا غونډې د پاره دې خلق خبر کړے شي نو حبيب الله کاکا به کوڅه پۀ کوڅه ګرځېدو او ټول د تحريک او خدائي خدمتګاران به ئې خبرول. چونکې هغه وخت د اطلاعاتو نظام دومره مخ پۀ وړاندې نه ؤ تلے کوم چې مونږ نن سبا خپل ګېر چاپېروينو نو بيا هم خدائي خدمتګارانو خپل د خېر خبر نظام دومره تکړه جوړ کړے ؤ چې پۀ لږ وخت کښې به د پښتونخوا د يو ګټ نه خبر تر د بل ګټ پورې رسېدلے ؤ.

    بعضې وخت چې به کله ډېره سختي وه او پۀ عام طريقه د غونډې خبره کور پۀ کور رسول ګران وو نو حبيب الله کاکا به نغاره خپلې غاړې ته واچوله او د کلي هرې کوڅې ته به لاړو او هلته به ئې نغاره ووهله او اعلان به ئې پۀ کورړ ورډز (Code Words) کښې، د مثال پۀ توګه داسې اعلان وکړو. ” چې يو ضروري اعلان واورئ، د حضرت ګل بابا نه يو سنډا ورک شوے دے او دغې پسې د ګرځېدو يا پېدا کولو د پاره به نن د فصيح باچا ارټ کښې د کلي مشران را غونډېږي، تاسو مهرباني وکړئ د ماښام مانځۀ نه پس د فصيح باچا ارټ ته ځان را ورسوئ” چونکې خدائي خدمتګاران ډېر پوهه او خپل تحريک سره کلک تړلي خلق وو نو چې د حبيب الله کاکا به دغه سوال جواب به هم پوهه شواو هغه مقرره وخت لۀ به ئې ځان هم هغه ټاکلے شوي ځاے ته ورسولو. دا بندېزونه يوازې د پېرنګيانو وخت کښې نۀ وو بلکې د هندوستان د وېش نه پس هم د پاکستان واکمنو جاري ساتلي وو او هغوي به خدائي خدمتګارو ته د خپل دښمن پۀ نظر کتل. ولې چې مسلم ليګ او د هغوي خوا خوږو سره د عام اولس مرسته خو نۀ وه بلکې د عام اولس ټولې همدردۍ او تړون د خدائي خدمتګارو سره وې. او خدائي خدمتګار به هغوي خپل ملاتړ او غمخوار ګڼل او د خپل سر، بچو، مال حال، جائيداد او د هرڅۀ نه پرې ورتېر وو. حالانکې پېرنګي او د هغوي نه پس د پاکستان واکمنو پۀ دوي باندې هر قسمه وس وکړو، وهل ټکول، قېدونه، جرمانې، د کورونو او جائيداد نيلامي عن د ټوپکو ګولې ئې پرې وورولې خو بيا هم دا خلق ئې د خپلې لارې نه بې لارې نۀ کړل او د ظلم او جبر دا سلسله اوس هم پۀ مختلف شکلونو کښې جاري ساتلې شوې ده. بهانه هم هغه زړه ده خو شکل ئې بدل دے. کله ئې د ترهه ګرۍ پۀ نوم، کله ئې د ټارګټ کلنګ او کله څۀ او کله څۀ شکل يا طريقه ده چې تر اوسه روانه ده. او د فخر افغان بابا د قافلې خلق اوس هم د هغه پخوانۍ جذبې او تړون سره روان دي او د دې هرڅۀ باوجود هم خپله لاره بدلوي نه بلکې ورځ پۀ ورځ خپل تړون نور هم مضبوطوي.

    خبره د حبيب الله کاکا روانه وه خو دا يو څو خبرې پکښې ما ته ضروري ښکارېدې نو بيان مې کړې. حبيب الله کاکا ډېر د غربت او تنګ دستۍ عمر تېر کړے دے خو پۀ خپله خوددارۍ ئې هېڅ قسمه سودا نۀ ده کړې. د دې هغې غټه وجه دا هم وه چې هغۀ له الله پاک پۀ تحريک کښې داسې ملګري او مشران ورکړي وو چې پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د خپل فهم وفراست پۀ وجه لوړ مقام او نوم لري او خلق ئې خپل استاذان ګڼي بلکې احمدکاکا، سيدفصيح باچا، عابدباچا، عبدالغفوراستاذ، سالار انځرګل، عبدالمصور زرګر، عبدالاحدکاکا، عبدالمالک فدا، سيد لعل بادشاه (بړاميا)، عبدالله کاکا، فضل رحمان، بابو غلام رسول، باز استاذ، حبيب شاه کاکا او حضرت ګل کاکا شامل وو. او بيا پۀ خصوصي توګه حضرت ګل کاکا او عبدالغفور استاذ سره ډېر نزدې پاتې شوے ؤ او د پروپېګنډې کار به ټول دوي پۀ شريکه کولو.

    د حبيب الله کاکا او د دۀ ملګرو پۀ شان خلق ټول د خدائي خدمتګار تحريک روح روان وو او دوي دا ټول تحريک کار پۀ خپله اوګه کړے ؤ او منزل ته ئې رسولے ؤ. الله پاک دې دا ټول مشران سره د خاورو وبخښي. حبيب الله کاکا تاريخ وفات هم پۀ يو خاص ورځ يعنې 12 اګست 2007ز دے او دے خپله پلارنۍ مقبره پړانګو کښې پروت دے. او د دوي کارنامې او خدمت اوس هم ټول خلق پۀ ښو ټکو کښې يادوي ۔ ددۀ پۀ پسماندګانو کښې يوه ښځه، شپږ ځامن او دوه لوڼه شاملې دي. د دۀ مشر زوے امان الله کاکا چې عمر ئې نن سبا تقريباً اتيا کاله دے او ژوندے دے او دے پۀ خپله هم د دې تحريک برخه پاتې شوے دے او پۀ را روانو ګڼو کښې زما دا کوشش دے چې يو مضمون هم پۀ هغۀ باندې هم وليکم. او هغۀ سره چې کوم واقعات تړلي دي هغه ستاسو مخې ته راولم.

    راوي: (١) امان الله کاکا (مشر زوے)

    (٢) احسان الله کاکا (زوے)

    (٣) رحمت الله کاکا (زوے)

    (٤) سحرګل (زوے)

  • احتساب او کۀ د اسمان ستوري – سلطان خان ټکر

    احتساب او کۀ د اسمان ستوري – سلطان خان ټکر

    پۀ دې خو اوس ماشومان هم پوهېږي چې پۀ دې ملک کښې احتساب تل د سیاسي انتقام پۀ توګه شوے يا کارولے شوے دے او د دې بې شمېره مثالونه موجود دي. خو د براډ شيټ پۀ سلسله کښې چې کوم تفصیلات مخې ته راغلل، دا پۀ ملک کښې د احتساب پۀ نوم یو ډېر لوے سیاسي انجنئیرنګ ښکاري چې پۀ ملک کښې څنګه د احتساب پۀ نوم سیاسي انتقام شوے دے او څنګه د احتساب پۀ زور سیاسي تړون بدل شوے دے او بیا د دې خلقو باره کښې سیاسي خاموشي اختیار کړې شوې ده. پۀ دې ټولو کښې یوه د براډ شيټ ډرامه هم ده. د براډ شيټ متعلق پۀ فېصله باندې نۀ صرف ملک ته معاشي زیان رسېدلے دے بلکې د پاکستان د نړۍ پۀ سطحه ډېره بې عزتي هم شوې ده. پۀ وړومبي ځل کۀ حکومت د دې فېصلې د موادو د پټولو کوشش وکړو خو د ميډيا پۀ دباو اخر حکومت د دې فېصلې متن جاري کړو او تحقیقات کولو د پاره ئې د کمېټۍ اعلان وکړو. د دې درې کسيزې کمېټۍ کنونئیر شبلي فراز، فواد چوهدري او شيرین مزاري ئې وټاکل. او ووئيلے شو چې دا کمېټي به پۀ 48 ګېنټو کښې خپل سفارشات کابینې ته پېش کوي. د حکومت د اعلان مطابق دې نه چې چا فائده اخستې ده او چا فائده ورکړې ده، د دواړو ډلو خلاف به کارروائي کېږي. د 2000 واله معامله نن د پاکستان د ټولو نه لويه موضوع ده. دا پۀ هغه وخت کښې شروع شوې وه چې کله مشرف د اقتدار سمبالولو نه پس پۀ ملک کښې د احتساب نعره شروع کړه. د نېب قانون ئې جوړ کړو او نېب د ملک نه بهر د دوه سوه پاکستانيانو پېسو د معلومولو د پاره د براډ شيټ سره پۀ 20 جون2000 کښې یوه معاهده وکړه. د حېرانتيا خبره خو دا ده چې دا کمپني د پاکستان حکومت سره معاهدې کولونه یو څو ورځې مخکښې یعنې پۀ 28 مۍ2000 کښې جوړه شوې وه. یعنې د معاهدې کولو پۀ وخت د دې کمپنۍ تجربه صفر وه. پۀ دې کمپنۍ کښې د پانامه د دوه کمپنيو شراکت داري هم وه. یعنې د غلو سره معاهده کول وو. دې کمپنۍ سره چې کومه معاهده شوې وه، پۀ هغې کښې متنازعه شقونه هم شامل وو. د شق څلورم مطابق دا خبره هم د معاهدې پۀ شق کښې شامله وه چې د نېب یا د براډ شيټ پۀ کو شش سره چې د دې دوه سوه کسانو نه څۀ ریکور شو پۀ هغې کښې به د براډ شيټ 20فېصده حصه وي یعنې کۀ د براډ شيټ کردار د پېسو پۀ ریکوري کښې وي یا نۀ وي 20 فېصده حصه به ورته پۀ هر صورت ملاوېږي . د 2003 تر اخره پورې د براډ شيټ سره دا معاهده برقرار وه خو بیا نېب د براډ شيټ سره دا معاهده یک طرفه طور ختمه کړه . براډ شيټ دعوه وکړه چې د نېب خپله کارکردګي خرابه وه او معاهده ئې پۀ يو اړخيزه توګه منسوخ کړه چې لۀ کبله ئې د دې کمپنۍ نقصان وشو. پينځه کاله د نېب او د براډ شيټ کمپنۍ ترمنېځه دا تنازعه جاري وه . پۀ 2008 کښې دې لوبې یو بل رخ اختیار کړو . مۍ 2008 کښې نېب د براډ شيټ کمپنۍ د پخواني مشر مسټرجېري جېمزسره یو معاهده وکړه او نېب هغوي ته 1.5 ملین ډالرز ورکړل . د نېب لۀ اړخه دا رقم د مسټر جېمز ذاتي اکاونټ ته منتقل شو . وروستو معلومه شوه چې د مسټر جېمز سره دا حق نۀ ؤ چې د براډ شيټ پېسې دې هغۀ ته ورکړې شوې وے . براډ شيټ کمپنۍ دا معامله د لندن عدالت ته يوړه او اخر دا چې فېصله د براډ شيټ پۀ حق کښې راغله او نېب ئې د معاهدې خلاف ورزۍ ذمه وار وګرځولو . عدالت خپله فېصله کښې دا هم ووې چې کوم کس ته نېب 1.5 ملین ډالر رقم ورکړے دے د هغۀ د سره براډ شيټ سره هېڅ تعلق نشته . عدالت پۀ خپله فېصله کښې دا هم ووې چې براډ شيټ پۀ ورکړے شوي ټارګټ کښې د لسو نه پينځلسو کسانو پورې تحقیقات کړي دي . خوپۀ2002 کښې د نېب او براډ شيټ پۀ مېنځ کښې دوه تنازعې راپېدا شوې . براډ شيټ دا الزام ولګولو چې مونږ د کومو کېسونو باره کښې تحقیقات کوو نېب پۀ هغې کښې مرسته نۀ کوي او نېب پۀ براډ شيټ الزام ولګولو چې براډ شيټ تحقیقات نۀ کوي . عدالت دا ووې چې نېب ته دهرڅۀ پته وه خو د دې باوجود نېب څۀ مناسب قدمونه نۀ وچتول او فېصله ئې د براډ شيټ پۀ حق کښې ورکړه . د فېصلې نه پس دا خبره رامخې ته شوه چې براډ شيټ ته د کومو کومو اثاثونه 20 فېصده ورکول غواړي . پۀ 1999کښې نېب جوړ شوے دے، د هغې وخت نه د نواز شریف د خاندان باره کښې د اثاثو او دریکورو باره کښې مختلفې دعوې جاري دي .کله چې د نېب د براډ شيټ سره پۀ 2000کښې معاهده وشوه نو پۀ هغه وخت کښې نواز خاندان هم بطور ټارګټ د براډ شيټ سره رجسټرډ شو. د فېصلې مطابق د عدالتي کارروايۍ او د یو پټې لوظنامې پۀ وجه نواز شریف او د هغوي خاندان یو ډېر لوے رقم ادا کړو. د دې پۀ وجه د نواز شریف خاندان ته د سعودي عرب د تلو اجازت ورکړے شو. د فېصلې مطابق چې کوم رقم نواز شریف خاندان ورکړے ؤ، هغه واپس کړے شوے ؤ . د عدالت د فېصلې مطابق براډ شيټ دا رقم د ریکوري پۀ طور باندې نۀ شي اخستے . تر اوسه پورې د دې خبرې څۀ ثبوت هم نشته چې نېب د نواز شریف خاندان نه څۀ ریکوري کړې ده او کۀ نه . پۀ 2018 کښې د پاکستان پۀ سپریم کورټ کښې د یوې کارروايۍ پۀ سلسله کښې د جے ټي ائي یو رپورټ پېش کړے شوے ؤ پۀ کوم کښې چې د نواز شریف او د هغوي د خاندان اندرون ملک او بېرون ملک د اثاثو قیمت 820 ملین ډالرز ښودلے شوے ؤ. پۀ رپورټ کښې د اېون فيلډز اپارټمنټس ذکر هم شامل ؤ . د کوم مالیت چې 13 ملین ډالرز ښودلے شوے ؤ او د دې ضبط کولواحکامات هم شامل وو. براډ شيټ د جے ټي ائي د رپورټ پۀ بنیاد پۀ 820 ملین ډالرز کښې هم د 20 فېصد پۀ بنیاد خپلې حصې د غوښتلو درخواست هم وکړو. خو د لندن عدالت د براډ شيټ دې دعوې سره اتفاق و نۀ کړو او پۀ خپل حکم کښې ئې دا ووې چې پۀ عملی توګه دا ناممکن ده چې د دې 76جائیدادونو دې درست قیمت معلوم کړے شي او چې کله دا جائیدادونه پاکستان ته منتقل شو نو پۀ هغه وخت کښې به د دې څۀ قیمتونه وو. د فېصلې مطابق د جے ټي ائي رپورټ مطابق پۀ پاکستان کښې د نواز شریف د خاندان د اثاثو قیمت 622 ملین ډالرز ؤ. پۀ سعودي عرب کښې 95 ملین ډالرز ؤ. پۀ متحده عرب امارات کښې 33 ملین ډالرز ؤ او پۀ برطانيه کښې د اېون فېلډز اپارټمنټس نه علاوه 114 ملین ډالر ؤ. د نېب او حکومت پاکستان د موقف مطابق پۀ پاکستان کښې چې د نوازشریف او د هغوي د خاندان چې کومې اثاثې دي، د هغې پۀ ریکوري سواليه نخښې دي . د سعودي عرب نه پۀ ممکنه توګه 4.7 ملین ډالرز ریکوري کېدے شي . د عرب امارات نه 16 لاکهه ډالرز ریکوري کېدے شي . د برطانيه نه تقریبا 23ملین ډالرز ریکوري کېدے شي یعنې د نېب د دعوې مطابق چې کوم موقف نېب د لندن د اربټرېشن پۀ عدالت کښې پېش کړو هغې مطابق د 20 فېصده پۀ حساب سره 29 ملین ډالرز ریکوري ممکن ده . دا پېسې خو مونږ سره د سود ورکړې . خو سوال دا پېدا کېږي چې د اېون فیلډز اپارټمنټس نه علاوه دا اثاثې اوس هم موجود دي او کۀ نه . دا واضحه نه ده او ایا د کرپشن قوانین تر مخه دا اثاثې پاکستان ته منتقل کېدے شي او کۀ نه، دا هم واضحه نۀ ده. د فېصلې مطابق د پاکستان او د براډ شيټ وکيلان پۀ 12 اکتوبر عدالت ته وغوښتل شو چې ایا د ریکوري پۀ معامله کښې پۀ مستقبل کښې پۀ څۀ اعداد و شمار باندې اتفاق کېدے شي او کۀ نه . د براډ شيټ وکيلانو جواب دا ؤ چې داسې تبصره مونږ نۀ شو کولې او د پاکستان د وکيلانو جواب دا ؤ چې داسې قسمه معاهده غېر متعلقه ده، ځکه چې د معاهدې د شق نمبر څلورم مطابق براډ شيټ داسې دعويٰ نۀ شي کولے او نۀ یوې ډلې داسې شواهد پېش کړي دي چې د نواز شریف خاندان سره پۀ څۀ قسمه معاهده باندې اتفاق ممکن دے او نۀ نېب سره اوس دVoluntary returnsاختیار شته او نۀ دواړه ډلې څۀ د داسې قسمه معاهدې اراده لري . د پاکستان وکيلانو دا موقف هم پېش کړو چې د براډ شيټ سره د معاهدې شق 18 ذیلي شق نمبر 5 دنواز شریف پۀ خاندان نۀ لاګو کېږي، ځکه چې کله د براډ شيټ سره معاهده منسوخ شوه نو پۀ هغه وخت کښې د براډ شيټ لۀ اړخه داسې څۀ کوشش نۀ ؤ چې د نواز شریف د خاندان د اثاثو تلاش ئې کولو. د پاکستان وکيلانو دا موقف پېش کړو چې د معاهدې د شق نمبر 18 د ذیلي شق مطابق د معاهدې منسوخۍ باوجود براډ شيټ ته د خپل کار د جاري ساتلو اجازت به وي کۀ چرې د معاهدې د منسوخۍ پۀ وخت د براډ شيټ پۀ ټارګټ کوشش جاري وي . خو د فېصلې مطابق د پاکستان د وکيلانو موقف مسترد کړے شو. د نواز شریف او د هغوي د خاندان خو بلا اثاثې د جے ټي ائي پۀ رپورټ کښې څرګندې شوې خو د ممکنه ریکوري کوم حد چې د لندن کورټ ښودلے ؤ، هغه 100 ملین ډالرز دے ، پۀ کومه چې به 5 فيصده کټوټي ھم کېږي . د دې نه پس ممکنه ریکوري 95 ملین ډالرز جوړېږي، چې پکښې د براډ شيټ د 20 فيصد پۀ حساب سره 19 ملین ډالرز ورسېدې . د پاکستان وکيلانو دا موقف هم پېش کړو چې د نواز شریف خاندان پۀ پاکستان کښې کومې اثاثې دي هغه دې د براډ شيټ د اعداد و شمارنه لرې کړے شي . عدالت د پاکستان د وکيلانو دا موقف ھم رد کړو . حکومت خو پۀ ٤٨ ګېنټو کښې د تحقیقاتواعلان وکړو خو اوس د حکومت کمېټي د یو بلې کمېټۍ د جوړولو سفارش وکړو او د هغې پۀ رڼا کښې بله کمېټي د سپریم کورټ دريټائرډ جج جسټس شېخ عظمت سعیدشېخ پۀ مشرۍ کښې جوړه کړه . چونکې دا معاهده د جنرل مشرف دور کښې شوې وه او د هغې دور د سیاسی ضرورت مطابق دنېب چیئرمېن کړې وه . ایا موجوده حکومت به پۀ دې سلسله کښې د مشرف احتساب وکړے شي . حقیقت دا دے چې کله د جنرل صاحب خلاف د پېښور د هائي کورټ مشر د مشرف خلاف خپله فېصله کښې د مشرف خلاف ریمارکس ورکړل نو موجوده حکومت د جج خلاف د جوډیشنل کونسل د تلو اعلان کړے ؤ. د دې علاوه شهزاد اکبر او موجوده وزیرقانون فروغ نسیم صاحب د مشرف د حکومت کښې هم د احتساب عمل سره وابسته ؤ او اوس هم دے. د دوي خلاف پلټنه به څنګه کېږي . د احتساب نعرې خو مشرف هم ووهلې چې نواز شریف د سوارب نه زیاتې اثاثې دي . عمران خان خو د بې حسابه کرپشن چغې ووهلې . عوام خو طمع وه چې ملک ته به پېسه راشي . الټه د ملک نه بې حسابه پېسه لاړه . دې نعرو والو سره به سره د نيب څوک احتساب کوي . د دې معاهدې شرائط خو دومره د عقل نه عاري دي چې کومې اثاثې د براډ شيټ نه علاوه د پاکستان ادارو هم معلوم کړي نو د ممکنه ریکوري پۀ بنیاد به براډ شيټ ته 20 فېصده حصه به ملاوېږي . بله دا چې دا معاهده نېب یک طرفه طور باندې نۀ شي ختمولے. د ټولو نه لويه خبره خو دا ده چې دا کمپني تازه تازه جوړه شوې وه او د دې سره عملي طور باندې هېڅ تجربه ھم نۀ وه . د دې کمپنۍ ټوله سرمايه کاري درې سوه ډالره وه . د دې کمپنۍ د معاهدې نه مخکښې څۀ دفتر ھم نۀ ؤ او د معاهدې نه پس پۀ دنیا کښې یو واحد دفتر ؤ او هغه د نېب پۀ دفتر کښې یعنې پۀ اسلام اباد کښې چې عمله پکښې ھم نۀ وه . ددې نه دا واضحه ده چې دا معاهده د څۀ کټ پۀ بنیاد شوې ده او چې کله د کمپنۍ د لوشلو وخت راغے نو د کټ پۀ نوم هر یو کس پۀ سر د خپلې حصې کټوۍ کېښوده . د دنیا پۀ مخ د ټولونه سودمنه کمپني ده چې پۀ ډېر لږ قیمت جوړه شوې وه . پۀ شل کاله کښې ئې د دنیا ډالرې د پاکستان د نېب د حماقت پۀ وجه وګټلې . یو خوا دې کمپنۍ د جے ائي ټي پۀ بنیاد د نوازشریف پۀ کهاته کښې د ممکنه ریکوري پۀ نوم 19 ملین ډالره پۀ خپله کسوړه کښې پورته کړې . د جے ائي ټي تعلق د مشرف دور سره هېڅ تعلق نشته بلکې جے ائي ټي د سپریم کورټ د جج عظمت سعید شېخ پۀ مانيټرنګ کښې خپل تحقیقات تر سره کړي وو. ددې رپورټ پۀ بنیاد د نوازشریف حکومت هم ختم کړے شوے ؤ. د دې رپورټ سره خو ملک کښې دسلېکټېډ حکومت د جوړېدو لاره هواره شوه خو د ملک نه 19 ملین ډالره ھم لاړل . خو سوال دا پېدا کېږي چې حکومت لا تر اوسه پورې دا اثاثې غېر قانوني نۀ دي ثابت کړې، نو پۀ داسې صورت کښې پۀ دې ټوله قيصه کښې نېب د ملک د ټولو نه یوه لويه مجرمه اداره ده. د دې واقعې پۀ پېښه نېب نن د پاکستان د عوامو پۀ نظر کښې یو تورمخې اداره ده او نۀ د عوامو پۀ نظر کښې د سپریم کورټ د فېصلې څۀ عزت شته، د کومې پۀ بنیاد چې نواز شریف د تخت نه راغوځولے شوے دے . د براډ شيټ د تودې سپېړې نه پس هم موجوده حکومت د اېن ار او خلاف ښۀ پرجوشه تقریرونه کوي . خو داسې بېخي نۀ کوي چې د برطانيې حکومت ته یو خط ولیکي چې دا ممکنه غېر قانوني پېسې چې دنواز شریف خاندان پۀ نوم دي دا دې پاکستان حکومت ته واپس شي. د خوشحالۍ خبره خو دا ده چې براډ شيټ د مراد سعید د دوه سو بلين ډالرو دعوي پۀ خپله غوښتنه کښې نۀ ده شامل کړې ګنې اوس به د شل فېصده پۀ حساب سره 40اربه ډالر ې پۀ دې کښې هم ورکولې . دا سوال هم عجيبه دے چې د لندن د عدالت تر مخې خو د نوازشریف خاندان ممکنه طور باندې 100 ملین ډالرې موجود دي خو عدالت دا نۀ ده ثابت کړې چې دا پېسه غېر قانوني ده بلکې صرف د موجودګۍ ذکر ئې کړے دے،کومې نه چې دا ثابت ده چې نېب داسې د ماشومانو معاهده پۀ کوم بنیاد کړې ده . بله خبره دا ده چې د فېصلې راتلو نه مخکښې پاکستان پۀ کوم بنیاد پېسې د یوې ورځې پۀ کارروايۍ سره ټرانسفر کړې دي . پۀ حقیقت کښې چې کوم قوتونه د پاکستان نمائندګان وو هغوي پۀ حقیقت کښې د خپل کټ (حصې ) پۀ چکر کښې د براډ شيټ دلالان وو. اوس حکومت چې کوم جج صاحب د کمېټۍ مشر ټاکلے هغه د مشرف دور کښې دنېب ډپټي پراسیکیوټر جنرل ؤ او د نواز شریف د جے ائي ټي پۀ بنیاد د نااهله کېدو جج هم ؤ نو د اپوزیشن دا مطالبه سل فيصده درسته ده چې ددې جج تقرري د تورمخو د پټولو دپاره ده . دې سره ماته د اسلام اباد هائي کورټ هغه د تېرو ورځو تبصره را یادېږي کۀ چرې بې درکه خلق عدالت ته نۀ پیش کولے کېږي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې خلق پۀ عدالتونو حمله وکړي خو زۀ وايم کۀ د نېب د پېزواني کېدو بندوبست و نۀ کړے شو نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې خلق د عمران حکومت سره د موجوده عدالتي نظام بستره هم ګول کړي. یا خدايه، د وطن خاوندانو له عقل ورکړې.