اداريه – مۍ 2021ز

دا څۀ روان دي؟ ټي اېل پي يعنې تحريک لبېک پاکستان سره د حکومت ډوبه معامله، د امن و امان خرابېدونکے صورتحال، صفر حکومتي کارکردګي، بې مثاله ګراني، د چينو، غوړو او اوړو مخ پۀ بره روان نرخونه،د جهانګير ترين سره د تا پناه معامله، د جسټس فائز عيسي معامله، د کورونا لړزوونکے صورتحال، د […]

اداريه – اپرېل 2021ز

د ويرژنې قيصه خوانۍ نه د جاني خېل غميزي پورې هېڅ يو د احساس خاوند د جاني خېل د هغه مور سلګۍ او فرياد نۀ شي زغملے چې د خپل ماشوم شهيد زوي پۀ اړه ئې وئيل چې ظالمانو مړ کولو نو مړ کړے به ئې ؤ خو تيږې ئې پرې ولې غورځولې؛کمر ئې پرې […]

اداريه – مارچ 2021ز

ولې او پۀ کومه ګناه؟ زۀ جواب غواړم! د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبائي ترجمان اسد خان اڅکزے د تېر کال ستمبر مياشت کښې بې درکه شوے ؤ. د عوامي نېشنل ګوند لۀ خوا د هغۀ د بازيابۍ لپاره پۀ هر کچ اواز پورته کړے شو خو بېخي ئې پته و نۀ لګېده چې ځمکې […]

اداريه – فروري 2021ز

کاش چې رښتيا ووئيلے شي نن چې څوک هم د ملک مجموعي حالاتو ته ګوري نو زړۀ ئې وبوږنېږي، او غريب سړے خو بېخي پوزې لۀ راغلے. هر سړے حالات ګوري او پوهه دے چې ملک ورځ تر بلې مخ پۀ ښکته روان دے. صرف يوه طبقه بلکې يو څو اشخاص داسې دي چې هغوي […]

اداريه – جنوري 2021ز

د مسلسل مبارزې سل کاله پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې د نړۍ هر قام لۀ قدرت څۀ نا څۀ داسې خوبۍ ورکړې وي چې هغوي پرې نۀ صرف ناز کولے شي بلکې دغه خوبۍ هغوي لۀ نورو بېلوي هم، يعنې د امتياز سوب هم ګرځي . پۀ دې تله کۀ پښتانۀ تلو نو […]

اداريه – دسمبر 2020ز

بايد حکومت خپلې سترګې پرانيزي! مونږ د “پښتون” پۀ دې پاڼو مخکښې هم وئيلي او يو ځل بيا وايو چې کۀ د رايې اختلاف لرل د جمهوري ټولنو حسن دے نو پۀ يو جمهوري ملک کښې د اپوزيشن ذمه واري او کار هم دے. او بيا کله چې پۀ يو جمهوري ملک کښې د يو […]

اداريه – نومبر 2020ز

د کورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډئير (ر) اعجاز شاه د عوامي نېشنل ګوند د شهيدانو د قربانيو پۀ اړه د غېر ذمه دارانه، بدرنګ، نامناسب او غېر ضروري بيان چې څومره هم غندنه وشي نو کمه ده ځکه چې دغه بيان صرف د بيان تر حده نۀ دے پاتې بلکې دې بيان ډېر سوالونه پېدا […]

اداريه – اکتوبر2020ز

بېن الافغان مذاکرات، هيلې، خنډان او راتلونکے کله کله پۀ يو قام ځينې وختونه داسې راشي چې پۀ هر لور تيارې او ناامېدۍ خورې ښکاري. اکثر خو ځينې خلق د حالاتو نه مجبوره او دومره مايوسه شي چې د روغې جوړې هڅې هم پرېږدي. خو ځينې قامونه بيا داسې هم وي چې حالات کۀ هر […]

يويشتمه پېړۍ، خارجه پاليسي او پاکستان – اداريه

څنګه چې د يو ملک د چلولو او پرمختګ د پاره وسائل او قدرتي زېرمې ضروري او د خلکو وړتيا او صلاحيت لازمي وي هم دغه شان پۀ ګاونډ او د نړۍ نورو ملکونو پۀ قطار کښې پۀ غرور او فخر سره خپل سفر جاري ساتلو، خپل مرام ته رسېدلو، پۀ نړيوال کچ خپله خبره […]

اداريه – اګست 2020

د بابړې پرهر لا تازه دے! د بابړې پېښه د پښتنو د تاريخ هغه توره، ويرژنه، پۀ غم لړلې او سرتوره پېښه ده چې پۀ عالمي تاريخ کښې ئې هم مثالونه ډېر کم پۀ نظر راځي. روان کال د دې بوږنوونکې پېښې دوه اويا کلونه پوره شو. دا پېښه او دا ورځ کۀ پښتنو د […]