Category: اداريه

  • اداريه – جولائي 2020

    اداريه – جولائي 2020

    د کال دوه زره شل او یویشت لپاره بجټ ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې پۀ دې به حکومت ځان ساتي او کۀ عوام! عام سړے دا هم سوچ کوي چې دا بجټ پۀ ملک کښې دننه خو ضرور پاس کړے شوے دے خو ایا دا د دې ملک د اوسېدونکو د زړۀ ترجماني کوي کۀ نه؟ دې سره سره عام سړے پۀ دې هم پوهه دے چې کۀ څۀ هم دا بجټ پۀ پارلېمان کښې وړاندې کړے شوے دے خو د دې واګي پۀ زرګونو میله لرې د عالمي مالیاتي ادارې یعنې ائي اېم اېف له خوا ښکته پورته کړے شوي دي- د حکومتي چارواکو له خوا کۀ دا بجټ د عام سړي پۀ حق کښې دے نو د مخالفو ډلو له خوا دا بجټ نۀ صرف رد کړے شوے دے بلکې دا ئې پۀ یوه خله ائي اېم اېف زده او عوام خور بجټ بللے دے- کۀ یو خوا دا بجټ د کورونا پۀ ماحول کښې پاس کړے شوے نو بلخوا دا د پاکستان تحریک انصاف دوېم بجټ دے- حکومت او د دې چارواکي یو خوا خو دا ویر او ګیله کوي چې د کورونا وبا له وجې اقتصاد زیان من شوے چې له وجې ئې د ملک پۀ بودیجه اغېز شوے نو ورسره سم دا هم وائي چې بجټ مو بېخي د اولس د خوښې مطابق وړاندې کړے دے- اوس نو سړے حېران شي چې د حکومت کومه خبره ومني- بهرحال بجټ یوه سرګرمي او هغه د چا خبره چې د هندسو لوبه ده- خو دا سرګرمي د یو ملک د ټول کال د پنګې، پېسو، پرمختګ او نورو اړونده کارونو تصویر وړاندې کوي- بجټ څرګندوي چې د یو ملک سره د کال پۀ سر پۀ جېب کښې څومره پېسې دي، ضرورتونه ئې څومره دي، رسد او طلب ئې څۀ دے او د ترقۍ د کارونو او نورو چارو لپاره مناسبه پنګه لري که نه؟ اوس چې دې بجټ ته سړے ګوري او د دې سوالونو جوابونه لټوي نو یا خو یو دوه کښې حېران پاتې کېږي او یا پۀ خپل مخ سر وهلو مجبوره کېږي- کۀ یو خوا د ژوند د ضرورتونو، دوایانو او نورو ضروري څیزونو قیمتونه د اسمان سره خبرې کوي نو بلخوا د سرکاري نوکرانو پۀ تنخوا ګانو کښې یوه پېسه هم اضافه نۀ ده شوې- کۀ څۀ هم حکومتي چارواکي، وزیران او خپله وزیراعظم د دې بجټ پۀ صفتونو نۀ مړېږي خو زمکني حقیقتونه بېخي بل شان دي- پۀ تېر پنځوست کلونو کښې دا یواځینے داسې بجټ دے چې ټېکس ګروتهـ رېټ یعنې د ټېکس زیاتېدو شرح پکښې د تېر کال پۀ نسبت د زیاتېدو پۀ ځاے نوره هم ټیټه شوې ده- هم دغه شان سټېټ بېنک ته هم پۀ وړومبي ځل د یو ارب روپو خساره شوې ده- دا هغه بېنک دے چې د تېر یعنې د ن لیګ پۀ حکومت کښې به ئې د کال په سر 282ارب روپو پورې ګټه ورکوله- هم دغه شان د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د ملک د معیشت حجم کښې شپاړس فیصده کمے راغلے او د ملک معیشت د 320 ارب ډالر نه 270 ارب ډالرو پورې کم شوے دے- دا بجټ د یو داسې حکومت له خوا وړاندې کړے شوے چې پۀ تېرو حکومتونو به ئې د قرض اخستو لپاره درانۀ او سپور سپور ټکونه کول خو عجیبه دا ده چې خپله ئې د تاریخ تر ټولو لوے یعنې 7500 اربه روپۍ قرض اخستے کوم چې د پخواني صدر اصف علي زرداري د ټولې مودې د قرضونو نه زیات دے- دا یو داسې عجیبه بجټ دے چې د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل پکښې د پوهنتونونو لپاره د وظیفو پروګرامونه ختم کړے شوي دي- او دا هم د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل وشول چې د روپۍ قدر د یو کال دوران 35 فیصده راپرېوتے- دا هغه عجیبه بجټ دے چې د ملک په تاریخ کښې ئې پۀ وړومبي ځل د بېروزګارۍ شرح څوارلس فیصده ته رسولې- دا بجټ به ولې داسې نۀ وي چې د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل د خزانې وزارت او سټېټ بېنک پۀ لوړو څوکیو د ائي اېم اېف افسرانو قبضه کړې ده- موجوده حکومت پۀ تېرو حکومتونو د نیوکو یوه موقع هم له لاسه نه ورکوي خو حقیقت دا دے چې د پاکستان پیپلزپارټۍ او مسلم لیګ ن پۀ حکومتونو کښې د ملک پۀ مجموعي آمدنۍ کښې د کال پۀ سر پۀ عمومي توګه شل فیصده پورې اضافه روانه وه- پخواني صدر جنرل رېټائرډ مشرف چې پۀ کال دوه زره اووۀ کښې کومه ټېکس امدني 1100 اربه روپۍ پرېښې وه هغه تېرو حکومتونو کال دوه زره اتلس پورې 3900 اربه روپۍ ته رارسولې وه کومه چې موجوده حکومت د تېرو دوه کلونو د کوششونو باوجود دغه ځاے نه یوه روپۍ هم نۀ ده زیاته کړې- عجیبه خبره دا هم ده چې د حکومت نه مخکښې به وزیراعظم عمران او د دۀ ملګرو پۀ لوړ غږ کۀ یو خوا د تېرو حکومتونو پۀ مالیاتي کړنلارو او معاشي تګلارو ټکونو کول نو بلخوا به ئې دا هم دعوې کولې چې دوي سره دوه سوه معاشي پوهان دي څوک چې به پۀ شپږ میاشتو کښې ملک د معاشي ستونزو نه راوباسي- دوه کلونه پوره کېدو واله دي، دا دے دوېم بجټ ئې هم زمونږ او ستاسو مخې ته دے خو نۀ خو مونږ هغه معاشي پوهان ولیدل او نۀ د ملک معاشي ستونږې کمې شوې ۔

    کۀ یو خوا د بجټ دغه حال دے نو بلخوا د تېلو قیمتونو او د ډالر پۀ الوت هم د حکومت لاس او پښې تړلې ښکاري- د ډالر خوښه ده چې څومره الوځي او پۀ کوم ځاے تر کومه دمه کوي- هم دغه شان د تېلو د قیمتونو حالت هم ډېر عجیبه دے- حکومت له خوا د جون د میاشتې پۀ وړومبۍ نېټه تېل پنځویشت روپۍ پورې ارزان کړے شوي وو پۀ کوم چې اولس ډېر زیات خوشاله ؤ خو د اولس دا خوشالي هغه وخت د نظره شوه کله چې تېل د مار پښه شول او خلک د ملک پۀ تاریخ کښې پۀ اول ځل د سي اېن جي نه پس د تېلو لپاره هم پۀ قطارونو کښې پۀ ودرېدو او پۀ بوتلونو ګرځولو مجبوره شول- نوټسې هم واخستے شوې، پمپونو واله ته دړکې هم ورکړې شوې او ضلعي انتظامیو له خوا چاپې او جرمانې هم وشوې خو پۀ ملک کښې د تېلو کوهیان وچ وو- بیا یو عجیبه او ناویاته کار دا وشو چې د جون پۀ شپږیشتمه نېټه ناڅاپه بغېر د کابینې د اجازت او د اوګرا د سفارش نه د تېل قیمتونه پینځویشت روپۍ ګران کړے شول او پۀ هر پمپ د تېلو داسې پرېماني شوه چې یا خو قطارونه وو او یا هډو ټول کړاؤ ختم شو- اوس نو دې ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې حکومت زیات طاقتور دے او کۀ تېل مافیا؟ عجیبه دا هم ده چې کوم حکومت د تعلیم او صحت اېمرجنسۍ پۀ دعوو د خلکو غوږونه پاخۀ کړل، هغوي پۀ بجټ کښې د دې دواړه مهمو مدونو لپاره صرف درې اتیا او پنځویشت اربه روپۍ ږدلي دي- حکومت دعوې لري چې پۀ بجټ کښې ئې نوے ټېکس نۀ دے لګولے خو بلخوا ئې د ټېکس هدف زر اربه روپۍ زیات ایښے او ځکه نو مخالفې ډلې سوال وچتوي چې کۀ نوے ټېکس ئې نۀ دے لګولے نو دا اضافي زر اربه روپۍ به له کومه راوړي- کۀ ټول بجټ خواؤ شا اووۀ نيم زره اربه روپۍ دے نو خساره پکښې 3437 اربه روپۍ ده- کۀ د ضرورت نولس څیزونه ګران کړے شوي دي نو د نېب پۀ بجټ کښې اضافه هم راوستې شوې ده- کۀ یو خوا حکومت د ښۀ او غریب پروره بجټ لاپې وهي نو بلخوا هم پۀ دغه خلۀ وائي چې د کورونا له وجې د ملک معیشت ته درې زره اربه روپۍ زیان اوړېدلے دے- کۀ یو خوا د دې هر څۀ پړه پۀ تېرو حکومتونو او د هغوي پۀ قرضو اچوي نو بلخوا دا هم پۀ ډاګه شوې ده چې حکومت به د امور حکومت چلولو لپاره دیارلس اربه ډالره نوره قرضه هم اخلي- د دې هر څۀ نه زیات ظلم دا دے چې پۀ بجټ کښې د نوو ضم شوو ضلعو لپاره بجټ د سل اربه روپۍ پۀ ځاے صرف اتۀ څلوېښت اربه روپۍ مختص کړے شوے- بهر حال بجټ ؤ، راغے او تېر شو خو پته به ئې اوس عوام ته لګي ځکه چې د ضرورت د څیزونو قیمتونه د ورځې پۀ حساب مخ پۀ بره روان دي ۔

    بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت هم خپل بجټ د جون پۀ نولسمه وړاندې کړو- دا بجټ کۀ د موجوده حکومت دوېم بجټ دے نو پۀ صوبه کښې د پاکستان تحریک انصاف پرله پسې اووم بجټ دے- دا د 923 ارب روپو بجټ سر پۀ سر وبللے شۀ خو د وفاق پۀ شان دلته هم سرکاري ملازمین ته پۀ زړه تنخوا د کار کولو مشوره ورکړې شوه- سږکال هم د قبائلي ضلعو سره د مور د مېرې وشوه او پۀ اربونو روپۍ له سره ؤ نۀ کارېدې- هم دغه شان دا هم پۀ ډاګه شوه چې د پښتونخوا حکومت د اېشیائي ترقیاتي بېنک پشمول د نور یو شمېر غېر ملکي ادارو 269 اربه روپۍ قرضدارے دے- د اصول مطابق حکومت به راروان کال کښې 16 اربه روپۍ ادا کوي خو حکومت صرف د یوولس اربه روپو واپس کولو جوګه دے- چې څنګه پۀ وفاقي کچ حکومت د کورونا ژړا ژړلې هم دغه شان صوبه کښې هم پۀ مالیاتي توګه د نقصانونو پړه د کورونا پۀ غاړه اچولې شوې ده او وئيلے شوي دي چې د کورونا له وجې پۀ محصولاتو کښې 160 اربه روپۍ کمے رامخې ته شوے دے- صوبائي بجټ کۀ یو خوا د اولس له خوا رد کړے شوے او سرکاري ملازمینو ئې پرضد د اسمبلۍ مخې ته لاریونونه کړي دي نو مخالفو ډلو او پۀ خصوصي توګه عوامي نېشنل ګوند هم دا بجټ یو سړي خور او اولس دښمنه بجټ بللے ۔

    کۀ د دواړه بجټونو پلټنه وکړې شي نو صرف د هندسو او دعوو قیصې دي- دې بجټ کښې خو نه د عام سړي د ښېګړې لپاره څۀ شته او نۀ پکښې د دواړه حکومتونو منشورونه پۀ نظر راځي- عام سړے پۀ دې هم حېران دے چې چرته د یو کروړ نوکریانو خبرې او د پنځوس لکه کورونو دعوې او چرته داسې بجټ چې نۀ خو پکښې د غریب د زړۀ د ښۀ کېدو څۀ خبره شته او نۀ پکښې د قیمتونو د کمېدو څۀ امکان- عام سړے حېران دے چې دا څنګه ټېکس فري بجټ دے چې کۀ اوړۀ دي او کۀ چیني، تېل دي او کۀ ډالر، هم هغه شان ګران او د غریب سړي له وسه بره دي ۔

    !د جسټس فائز عيسی خلاف رېفرنس کالعدم

    د جون پۀ شلمه نېټه د پاکستان عدالت عالیه د جسټس قاضي فائز عیسی خلاف کۀ یو خوا صدارتي رېفرنس خارج کړے دے نو بلخوا ئې د سپریم جوډیشل کونسل کارروائي او شوکاز نوټس هم بې معني ګرځولي- عدالت پۀ خپل ریمارکس کښې دا هم وئيلي چې د نوموړي جج د جائېداد پۀ اړه به حتمي پرېکړه سپریم جوډيشل کونسل کوي- دې سره سره عدالت د اېف بي ار له خوا شوې کارروائي ختمه کړې او ورته ئې حکم کړے چې پۀ نوي ډول دې اووۀ ورځو کښې دننه دننه جسټس فائز عیسی، د هغه کورودانې او بچو ته د لندن د جائېدادونو پۀ اړه نوعیت او د دې لاس ته د راوړلو پۀ اړه د فاضل جج پۀ پته خط کښې وپوښتلې شي- عدالت دا هم وئيلي چې متعلقه کمشنر به د نوټس وصول کولو نه پس پۀ پنځه اویا ورځو کښې فېصله اوروي- د تېر کال د مئي میاشت کښې د پاکستان صدر له خوا سپریم جوډیشل کونسل ته لېږلے شوي رېفرنس کښې پۀ جسټس فائز عیسی تور لګولے شوے ؤ چې فاضل جج پۀ بهر ملک کښې د خپلې کورودانې او بچو اثاثې نۀ دي څرګندې کړې او ځکه دې د ائین د ارټیکل 209 لاندې د نوموړي جج خلاف کارروائي وکړې شي- خو فاضل جج جسټس فائز عیسی د دې رېفرنس خلاف سپریم کورټ ته لاړو او دریځ ئې خپل کړو چې رېفرنس د حکومت له خوا پۀ بدنیتۍ اډاڼه دے- فاضل جج دا هم غوښتنه وکړه چې د دې معاملې جاج دې فل کورټ واخلي ځکه چې د هغوي د دعوې ترمخه دا د عدلیې د واک او خودمختارۍ خبره ده- د دې نه پس د جسټس عمر عطا بندیال پۀ مشرۍ لس کسیزه لوے بنچ جوړ کړے شو کوم چې څۀ د پاڅه یو کال د کېس مختلف سماعتونو نه پس د جون پۀ شلمه د جمعې پۀ ورځ خپله فېصله واوروله چې پکښې رېفرنس خارج او شوکاز نوټس ختم کړے شو او ورسره پۀ دې لړ کښې د اېف بي آر له خوا شوې ټولې کارروایۍ هم ختمې وګرځولې شوې- لس کسیزه بنچ کښې د جسټس عمر عطا بندیال پشمول اووۀ جج صاحبانو د ټېکس معامله اېف بي آر ته د لېږلو فېصله واوروله نو درې نورو جج صاحبانو دریځ خپل کړو چې کۀ چا سره هم د یو جج خلاف کلک ثبوتونه وي نو د سپریم جوډیشل کونسل پۀ شان فورم دروازې هر وخت پرانستې دي- کۀ څۀ هم پۀ یوولس پاڼو مشتمله مختصر فېصله کښې دا څرګنده نۀ ده چې صدارتي رېفرنس ولې او پۀ څۀ خارج کړے شوے خو ولې تجزیه کار وائي چې دا فېصله د هر چا لپاره داسې ده چې د خپلې ګټې نعره پرې وچتولې شي- هر څۀ چې وي خو لا دا معامله تر هغې ختمه نۀ ده تر څو چې پۀ پوره ډول ختمه او هواره نۀ وي ۔

    د کورونا نولس ښکرونه!

    نړيواله وبا کورونا چې د ټولې نړۍ نه ئې پښې راتاؤ کړي دي، پاکستان کښې هم پۀ خپل جوبن کښې ده- د نړۍ د نورو ملکونو پۀ رنګ پاکستان هم د دې بې مخه رنځ نه د خپل اولس ژغورنې لپاره اول اول لاک ډاؤن رامنځ ته کړے ؤ کوم چې دوه میاشتو لپاره جاري وو- لاک ډاؤن کښې کۀ روزګارونه تړلي شوي وو نو زیاتره سرکاري محکمې هم بندې وې- هم دغه شان کۀ ټرانسپورټ ولاړ ؤ نو سکولونه او کالجونه اوس هم بند دي- کورونا یو داسې رنځ دے چې د یو نه بل ته لګي او څۀ دارو درمل او علاج هم نۀ لري نو بِې له احتیاطه ئې بله څۀ لاره هم نۀ وه او د احتیار لپاره یواځینۍ لار لاک ډاون دے- خو پاکستان پۀ معاشي توګه یو کمزورے ملک دے نو د لاک ډاؤن له وجې ئې خلک او پۀ خصوصي توګه مزدور کار طبقه او روزګار سره تړلي خلک ډېر زیات اغېزمن شول- دوه میاشتې پس دغه لاک ډاؤن ختم کړے شو خو ورسره پۀ ملک کښې وبا پۀ تېزۍ سره خورېدل شروع شوه- ضرورت د دې خبرې ؤ چې د دې مسئلې دې څۀ پائېدار حل راوويستے شي خو له بده مرغه د دې پۀ ځاے د تورونو او الزامونو یوه لړۍ پېل شوه- وزیراعظم عمران خان هم د خپل عادت ترمخه کله د لاک ډاؤن مخالفت او کله ملاتړ کړے دے- د سندهـ حکومت د ټولو نه مخکښې لاک ډاؤن لګولے ؤ خو وفاقي حکومت ئې مخالفت کړے ؤ- بیا وروستو ئې خپله هم لاک ډاؤن ولګولو- دا هر څۀ پۀ خپل ځاے خو د حکومت د یو عام یا وړوکي عهدېدار له خوا نه بلکې د ملک وزیراعظم عمران خان د کورونا او لاک ډاون پۀ اړه داسې بیانونه پۀ رېکارډ موجود دي چې پۀ اورېدو او کتو ئې سړے پۀ سر نیولو مجبوره کېږي- لکه اول اول ئې وئيلي وو چې دا یوه عامه ناروغي یا نزله زکام دے چې یو یا یو نیم تن ترې مري- بیا ئې اووئيل چې ډېرخطرناک رنځ دے- هم دغه شان د لاک ډاؤن پۀ اړه ئې وئيلي وو چې کۀ صوبو زما منلې نو کله به هم ما لاک ډاؤن نۀ ؤ کړے خو بیا وروستو ئې اووئيل چې د لاک ډاؤن نه بغېر بله څۀ لار نشته- هم دغه شان د وزیراعظم د وزیرانو او مشیرانو هم عجیبه حال او فلسفې دي- هر چا د خپل وس او پوهې پۀ رڼا کښې ګلونه شیندلي دي- پۀ تېره تېره د موسمیاتي بدلون وزیرې زرتاج ګل یو ټي وي چېنل سره پۀ خپله مرکه کښې دا انکشاف کړے ؤ چې د کووډ 19 مطلب دا دے چې د دې ناروغۍ نولس نکتې دي او زیاته کړې ئې وه چې دا ناروغي پۀ کوم ملک کښې پۀ یادو نولسو طریقو کښې پۀ کومه لاره هم ځان ښودلې شي او وئيلي ئې وو چې دا یوه عامه نزله ده- د محترمې د دې انکشاف وروستو پۀ سوشل ميډیا پوره یوه غوغا جوړه شوه او خلکو مختلفې او عجیبه عجیبه غوښتنې وکړې- چا اووئيل چې د زرتاج ګل دا نولس نکتې دې د مطالعه پاکستان برخه جوړې کړې شي نو چا اووئيل چې محترمې ته پۀ دې ٬٬لوے،، انکشاف څۀ اېوارډ ورکول پکار دي- هغه د چا خبره چې څومره خلې دومره خبرې- دا وړومبۍ موقع نۀ ده چې نوموړې وزیرې داسې خبره کړې بلکې له دې مخکښې ئې هم ډېر ځله داسې خبرې کړي چې خلکو پرې نیوکې کړي- لکه څۀ وخت مخکښې ئې دا انکشاف هم کړے ؤ چې پۀ ملک کښې زیات بارانونه د وزیراعظم عمران خان له وجې شوي دي- دا هر څۀ پۀ خپل ځاے او دا هم منو چې انسان کمزورے دے او غلطیانې ترې کېدې شي خو مهمه خبره دا ده چې یو خوا خو مونږ، زمونږ حکومتونه او زمونږ طبي عمله پۀ وېناګانو ستړې شوه چې دا وبا ډېره خطرناکه ده او کۀ مونږ احتیاط ؤ نۀ کړو نو خداے مۀ کړه د لوے زیان سره مخ کېدے شو نو بلخوا بیا پۀ لویو او مهمو څوکیو ناست خلک داسې خبرې کوي چې اصل مسئله پۀ ځاے پاتې شي او خبره پچموزو او ډوقرو ته اوځي- مونږ نۀ پوهېږو چې ولې زمونږ پۀ لوئې څوکیو ناست خلک داسې بې بنیاده خبرې او دعوې کوي- ایا دوي پوهېږي نه کۀ ځان پوهه کول نۀ غواړي؟ څنګه یوه وزیره داسې یوه خبره کوي چې د هغې نۀ سر معلوم وي او نۀ پښې، نۀ ئې عقل مني او نۀ سائنس، نۀ ئې خلک مني او نۀ حکومت! اولس هم بیا حق بجانب معلومېږي چې داسې حکومت به ولې او څنګه د یو بې مخه او لاعلاجه وبا مخنیوے وکړے شي چې پۀ لویو څوکیو پکښې داسې خلک ناست وي چې ورته دا پته هم نۀ وي چې د کووډ 19 څۀ مطلب دے؟ وزیراعظم عمران به وئيل چې کپتان سم وي نو کۀ ټیم هر څنګه وي نو کارونه سم وي- اوس خو هغه خپله ناست دے، کپتان هم دے او د ملک واګي هم د هغۀ پۀ لاس کښې دي خو حال دغه دے چې وزیره ئې وائي چې د کووډ 19 ته دا نوم ځکه ورکړے شوے چې نولس نکتې لري- نکتې خو ځه بیا هم ټیک دي، کۀ د دې خبرو مخنیوے ؤ نه شو نو سبا به وائي چې دا نوم ورته ځکه ورکړے شوے چې نولس ښکري ئې دي- مونږ به څۀ اووایو او د څۀ وئيلو پکښې څۀ پاتې هم نۀ دي خو بس دومره خواست لرو چې خداے ته وګورئ او دا د ملا نصیرالدین پۀ شان قیصې پرېږدئ او د کورونا وبا د مخنیوي لپاره پاخۀ ګامونه واخلئ- یو خوا د نړۍ ملکونه دي چې کورونا ئې پۀ شا کړه او بلخوا مونږ یو چې غاښونه ئې شمېرو۔

     

  • کابل کښې د تنکو ګلونو قتل او وړوکي اختر کښې درې ورځنے اوربند!!!- اداريه

    کابل کښې د تنکو ګلونو قتل او وړوکي اختر کښې درې ورځنے اوربند!!!- اداريه

    دوي به هم خداے ته مخ کېږي؟ دغه هاغه زړونه دي چې د کاڼو نه سخت دي. دوي هم وائي مونږ سره لښکر لښکر فرښتې دي؟ کابل کښې شوې دغه حمله کښې چې د اوسپنې پترو دغه تنکي ګلونه غوڅول او بارودژن اور سېزل، نو د هغوي روحونه اخستو له راغلي عزرائيل به هم ښېرې کړې وي چې خدايه! دغه ستا پۀ نوم فساد کوونکي دغسې د اوسپنې پۀ پترو غوڅ غوڅ او بارودژن اور کښې لوخړه کړه او ما له اجازت راکړه چې ساه ترې داسې راکاږم چې دوي د درد انتها وويني.

    عجيبه اسلامي جهاد دے؟ د کومې صېهوني امريکې سره چې جهاد کوي، هغوي سره پۀ قطر کښې خبرو ته کښېني، روغه کوي او خپلو افغانانو مسلمانانو سره افغانستان کښې نۀ خبرې کوي نۀ روغه!!!

    يه افغانانو! دې نه نۀ ثابتېږي چې دغه د ټوپکونو بارودونو خلک افغانان نۀ دي؟ بېخي ثابتېږي چې دا خون خوارۀ شرمخان پردي دي، د بل د خولې دي، د بل چا نمړۍ خوري، أجرتيان دي.

    افغانان د وړوکي اختر درې ورځني اوربند ته هم پۀ لستوڼو ګډ شول!!! افغانان د وړو ماشومانو ګلونو او پۀ جنازه کښې د وژل شوو سپين روبو د جنازې د څلورو تکبيرونو نه پس هم د وړوکي اختر درې ورځني اوربند ته پۀ نوژنو سترګو ودرېدل، لۀ سوخته وموسېدل، دا اعلان ئې ونمانځلو!!! دا د انساني تاريخ د الميې انتها ده!!! د درېو ورځو اوربند باندې هم مبارکي ښائي چې خلک د دې جنګ نه څومره زړۀ موړي شوي دي. دا هر څۀ کېږي پۀ څۀ نامه او پۀ څۀ جواز؟

    د افغان اولسمشر اشرف غني او ښاغلي عبدالله عبدالله لۀ خوا يو بل ته اوږه ټيټول سياسي رويه ده. دا بايد وده ومومي او نوره پراخه شي. دې سره د افغان روښانفکره نوي کهول، اکادميا او ډايسپورا دا وړومبنۍ ذمه واري جوړېږي چې د څلوېښت کلن جنګ پۀ ځپلو شوو ذهنونو کښې د سولې غوښتنه پۀ سياسي معنٰي کښې وتراشي. د دعا، د ښېرو او د تشلاسه هيلو د شنډې اسرې پۀ ځاے اولس د سياسي معنې سره د امن مطالبې ته وهڅوي. مونږ دا خبره بيا بيا کوو چې د افغانانو مسئلې، هغه کۀ د ډيورنډ کرښې پورې دي کۀ را پورې، به پۀ سياسي عمل هوارېږي. د سائل صاحب خبره:

    ستا او د ګل منځ کښې لا سائله ډېرې دشتې دي
    تا لا قدم ايښے د ازغو نه پۀ لمبو نۀ دے

    د دعاګانو، ښېرو، تشلاسه هيلو او شنډو اسرو د ‘ازغو’ نه به د فکري، منظم او عملي سياست پۀ ‘لمبو’ قدم ايښودل غواړي. کۀ داسې و نۀ شي، د قيامت پۀ ورځ د اوسپنو پۀ پترو غوڅ او پۀ بارودژن اور د سوزېدلو تنکو ګلونو روحونه به زمونږ ګرېوانونه هم را نيسي.

    د خړکمر د ‘وطن کارډ’ نه د عارف وزير د ‘شناختي کارډ’ پورې

    د پي ټي اېم زلمے ملګرے سردار عارف وزير پۀ وزيرستان کښې پۀ دوېمه مۍ پۀ رڼا ورځ د هغۀ د کور مخې ته وويشتے شو او د اسلام اباد پۀ روغنتون کښې ئې ساه ورکړه. د عارف وزير پۀ قتل اولس بلوه شو، جلسې جلوسونه وشول، پۀ ټوېټر trend وچلېدو، ګواښونه وشول او اوس في الحال کورونا ده!!!

    د عارف وزير پۀ قتل د هغۀ د ورور علي وزير د قومي اسمبلۍ د غړي کېدو پۀ وجه د پاکستان د وفاقي او صوبائي اسمبليو يوه پارلېماني اخلاقي ذمه واري جوړېده چې علي وزير سره ئې د غمرازۍ تکلف کړے وے!!! داسې و نۀ شول. هن! څو شېبو کښې د پنجاب د ګورنر چوهدري سرور د ‘اودي رنګه’ ټوېټر نه ټويت وشو چې د اېن ډي اېس لۀ خوا د منظور د مرګ د کوشش انکشاف سره ئې پۀ کښې د عارف وزير قتل کښې

    علي وزير او محسن داوړ معاونين ګرځولي وو – بيا وروستو هغۀ د خپل ذاتي اودي رنګه (Blue ticked) اکاونټ نه بل ټويټ هم د لاتعلقۍ غونډۍ ته ختلو د پاره کړے دے او توکلې لاړې ئې بيا راخستې دي.

    پۀ دې د پاسه، د اردو ‘آج’ ټي وي سره د دولسمې مۍ خپرونه کښې د خېبر پښتونخوا پولس اٰئي جي ثناء الله عباسي د عارف وزير د قتل پۀ شا کابل کښې د هغۀ د يو تقرير د ردعمل اندېښنه څرګنده کړې ده او وئيلي ئې دي چې پوليس د دې قتل پۀ اړه پلټنې کوي. د عارف وزير قاتلان نۀ خو نامعلوم دي، نۀ ورک او نۀ چرته تښتېدے شي – ستا د کور مخې ته چې څوک پۀ رڼا ورځ راځي او تا وژني، د دې مطلب دا دے چې چا ئې هم ملا ماته کړې نۀ ده او کۀ څوک وائي چې مونږ ئې ملا ماته کړې ده نو دروغ وائي. هغوي د پاره د اېف اے ټي اېف لۀ خوا د پاکستان پۀ ګرے لسټ کښې د شاملېدو باوجود چندې کېږي )ټولنيزې رسنۍ د ويډيوګانو نه برجقې دي(، هغوي د پاره د سمګلنګ، أجرتي قتلونو او اغواء براے تاوان سره لويې نا قابلِ اٰډټ وسيلې او ذرائع پرېوانه شته.

    د اٰٰئي جي خېبر پښتونخوا لۀ خوا د عارف وزير تقرير د عارف وزير پۀ قتل منتج کېدل بې د دې څۀ معنٰي راوړي چې قتل د عارف وزير مبينه تقرير سره د قاتلانو د شديد اختلاف ردعمل دے؟ پۀ دې اختلاف به د پاکستان د اردو او پنجابۍ يو شمېر سياستمداران، ژورنالستان، کاروباريان، سندرغاړي، کرکټران، اداکاران او د نوجيت سنګهـ سدهو سره غاړه غړۍ کېدونکي حکمرانان او جرنېلان هم بيا واجب القتل وي چې د هندوستان سره پۀ تعلقاتو او مختلفو وختونو کښې د هندوستان موقف سره پۀ ودرېدو ئې بيانونه پۀ رېکارډ پراتۀ دي. عارف وزير چې کومې خبرې کابل کښې کولې؛ دغه ئې اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کښې هم کولې. دغه خبرو کښې د غدارۍ د کرښو لټولو پۀ ځاے هغه ګيلې ولې د مکالمې برخه نۀ جوړېږي چې دغه خبرې ئې ترخې کړې دي. رياست هېڅ نظرياتي مونډ نۀ لري، نۀ اسلامي نۀ سيکولر، نۀ پلورلسټ او نۀ لبرال – د تضاداتو، ابهامونو او منافقتونو سېلاب دے – د رنجيت سنګهـ تصويران او مجسمې کۀ د پنجاب حکومت او عن پۀ خپله جنرل باجوه لګوي نو نۀ اسلامي غېرت نېغېږي او نۀ پاکستانۍ وينه جوش وهي؛ خو سندهـ کښې راجا داهر باندې ردعمل مختلف وي!!! ټول ملک د ارطغرل ډرامې ته لاسونه پتونانو کښې نيولي د روانو حالات د حل اميد د حليمه سلطان او بشريٰ مانيکا پۀ سترګو کښې لټوي.

    د عارف وزير د مرګ د پاره د هغۀ پۀ تقرير ردعمل خو به د کوم ‘اپنے لوگ’ وي، ایا اٰئي جي صاحب دا وئيلے شي چې د هغۀ د خپل پوليس ډي اېس پي طاهر داوړ د مرګ پلټنې کوم ځاے ته ورسېدې؟ عارف وزير خو وزيرستان کښې ډېر لرې ويشتے شوے دے؛ طاهر داوړ خو د اسلام اباد نه ژوندے اوچت کړے شوے پۀ تورخم اړولے شوے او مړ راوړے شوے دے!!! پلټنې کوم ځاے ته رسېدلې دي؟ اغواء کار څوک وو؟ سهولت کار څوک وو؟ د ‘خړکمر’ د واقعې هم کال وشو – پلټنې کوم ځاے ته رسېدلې دي؟ د مجرمانو تعين خو شوے ؤ، عدالتي کاروائي؟ د عارف وزير سره د بلوڅانو زلمو احسان او شهداد جنازې هم غبرګې دي!!!

    د نقيب مسيد نه تر ارمان لوڼي، ‘خړ کمر’ واقعې او عارف وزير پورې دا تاثر به ولاړېږي چې ګوندې انقلاب د احتجاجونو او ضمانتونو پټ پټوني کښې بحقِ سرکار محفوظ شوے دے؛ خو دا به يوه بله مغالطه وي. د دې مغالطې انګازه کېدو سره د اسفنديار ولي خان پۀ ‘پښتون پرلت’ کښې دا خبره مزغو کښې وکړنګېږي چې “کۀ حکومت د دې زلمو خبره نۀ اوري چې اسلام اباد ته ئې ګيله راوړې ده، نو سبا دا امکان شته چې سخت دريځ خپل کړے شي او بيا خبره د سياسي ګوندونو نه لرې وتلې وي”!!! عوامي نېشنل ګوند د خپل کال 2018 انتخابي منشور کښې دغه ټولو مطالبو ته ځاے ورکړے ؤ او د انتخاباتو کېدو نه پس، پۀ مارچ کښې چې کله پۀ باچا خان مرکز کښې ‘پښتون قامي جرګه’ وشوه، پۀ متفقه او مشترکه يويشت نکاتي اعلاميه کښې دا مطالبې د ټولو پارلېماني ګوندونو نه توثيق کړې شوې.

    د عارف وزير د مرګ کوم جواز چې د صوبې د پوليس اٰئي جي صاحب ښودلے دے، څرګندوي چې عارف وزير هم لکه د نورو ‘ازادو’ پښتنو توې شو – خو، نور څومره مړي؟ نورې څومره جبري بې درکۍ؟ نورې څومره محاصرې؟ نور څومره ازار؟

    يقيناً چې د اسفنديار ولي خان، او د نورو سياسي خلکو هم، سترګو به داسې يوه اندېښنه ليدلې وي لکه امريکا چې د ‘جارج فلويډ’ (George Floyd) پۀ مرګ روان احتجاج وجړقوله او اوس د يورپ زمکې ته هم د دغه احتجاج جړقونه روان شوي دي. د سياست غاړه خلاصه ده، پړه به د رياست پۀ غاړه وي!!!

    اتلسم ائيني ترميم

    اتلسم ائيني ترميم باندې د ‘پښتون’ دې ګڼه کښې بشپړه ليکنه خپره ده او دا وئيلے شوي دي چې دا ترميم د پاکستان دننه د ائيني تاريخ هغه واحد سمون دے چې پۀ مخالفت کښې ئې د يو سياسي پارلېماني ګوند ووټ هم نۀ دے پرېوتے. دې ترميم کښې سياسي ګوندونو د حکمرانۍ، انتظاميې، څارنې او پرمختګ پۀ حواله د يو سل څلورو پورې شقونو کښې بدلونونه کړي دي. دې بدلونونو سره د رياستي امورو نه شخصي اختيارات ادارو ته ورکړے شوي دي او هره معامله کښې د مکالمې، افهام و تفهيم او شراکتِ عمل د لارو د سپړدلو کوشش شوے دے چې دا يقيناً د سياسي استحکام پله د ائيني تګ هڅه ده. دې ترميم کښې د فوجي غېر جمهوري اېډونچر روايت ټولو پارلېماني سياسي ګوندونو مسترد کړے دے.

    د مبينه باجوه ډاکټرين وړومبے شهادت د کال دوه زره اتلسم د انتخابي انجينئيرنګ نه پېل شوے او تر دې دمه پۀ منظم ډول د سياسي ګوندونو د پڅولو او پسپا کولو د پاره رياستي اوزار عدالت، احتساب کمېشن او ميډيا وغېره پکارولے کېږي. د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو د پاره د وړومبي ډرافټنګ خبر پروسکال د دسمبر پۀ نيمه کښې ګنګوسه شوے ؤ. د ملک د اٰرمي چيف لۀ خوا پۀ دې اړه د يو ‘غېر ائيني’ اولسي بيان او د ملک د ګوډاګي وزير اعظم لۀ خوا د ‘غېر پارلېماني’ بيان نه پس باجوه ډاکټرين د وخت تېرېدو سره ورو ورو برڅېره کېدو. اوس د لسم اېن اېف سي اېوارډ د متنازعه کمېټۍ، د صوبو نه د پينځلس سلنې برخې تروړلو، وفاقي ذمه واريو او خسارو سره د وفاق قرضونه صوبې ته پۀ سرولو سره دا شخړه د خپل کلائمکس طرف ته خوځېدلې ده. د سياسي ګوندونو دننه ډلې ټپلې روانې دي او اتلسم ائيني ترميم د پاره د سرونو د شمېر پوره کولو کوشش کېږي. دا سياسي مسئله ده او پۀ سياست به حل کېږي. سياست ډېر لوے پراخه زړۀ، سينه او حوصله لري – خو کوم سياسي ګوندونه چې دې لړ کښې رياستي ټافۍ ته لاړې خولۀ کښې اړوي راړوي، هغوي دې خبر وي چې د رياست د اسرې ځاے ‘شين’ دے؛ رياست د خپلو مشکڼو رنګ او د خپل بزغلي بوي پېژني؛ رياست چې پۀ اړۍ شي نو بيا د خپل مسلم ليګ نواز شريف او د خپل دفاعِ پاکستان کونسل مولانا سميع الحق باندې هم چروت نۀ وهي!!!

    سلطنت ګل: قبر No.1599

    د عوامي نېشنل پارټۍ شارجه تنظيم نائب صدر سلطنت ګل مسافرۍ کښې ساه ورکړې ده او د عجمان اديره کښې ښخ کړے شوے دے. ښاغلي زرين زاده د هغۀ د قبر چې 1599 شمېره پرې ليکلې شوې ده، سره د هغۀ پاسپورټ لاسو کښې نيولے يو انځور هم ورکړے دے چې زړونه تېرۀ تېرۀ سکونډي.

    ‘د سرو او سپينو نه د ډک وطن’ پۀ شنه شونډه زلمي ‘مزدورو پسې بهر وځي’ او خانه بدوش مسافر ژوند تېروي. داسې حالاتو کښې ئې چې مرګ هم پۀ خپله مور خاوره نصيب نۀ شي او خپل کور ئې اخري ديدن هم و نۀ کړے شي نو پۀ روح به ئې څۀ تېرېږي. داسې سلګونه مړي خبرونه دي چې بهر هېوادونو کښې بې اسرې پراتۀ دي او د رياستِ مدينه د حکمرانۍ دعوېدار ترې لا تعلقه دي.

    پاکستان کښې د کورونا پۀ ضد د رياستي نا اهلۍ لۀ کبله د اغېزمن شوو شمېر 77,000 او د مړو شمېر د 16,000 نه زيات شوے. لسګونه ډاکټرانو استعفيٰ ګانې او د دې کرښو تر ليکلو د اتۀ ويشتو نه زياتو ډاکټرانو، نرسانو او هېلتهـ ورکرانو ساګانې ورکړې دي. رياست د خپل اولس د قتل مرتکب دے. دا زمونږ د الميو نه د ډک تاريخ يوه بله سانده تاريخ کښې خوندي کېږي!!!!

     

  • اداريه: مۍ ۲۰۲۰

    کورونا زمونږ ژوند بدلوي!!!
    کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي.
    وباګانې هسې هم پۀ انساني ټولنه، د هغوي ژوند او ژوندتېري باندې ژور اغېزونه پرېباسي؛ خو کورونا پۀ دې لږه موده کښې وښودله چې زمونږ ژوند پۀ بله اړولو ته ئې پۀ راستۍ مټې رانغښتې دي. دا به زمونږ ژوند، ژوند ته زمونږ سوچ او اپروچ او زمونږ ټولنيزو رويو کښې پاخۀ بدلونونه راولي. دا به زمونږ خپل ځان سره، يو بل سره، چاپېريال سره، حکومت سره او بهر دنيا سره د تعلق، رشتې او تعامل نوي اړخونه وبڼي. دا وخت ئې مونږ پۀ کورونو کښې بند کړي يو او ژوند ئې پۀ ځاے ټپ کړے دے. دا حالات به څومره غزېږي؟ کېدے شي تر څو مياشتو! کېدے شي کال! کېدے شي کال نه هم زيات.
    پۀ مياشت ورځې د بره شوې چې مونږ د خپل ځان سره خودساخته تنهايۍ کښې معتکف شوي يو. اوس خپل مخ له لاس نۀ وړو. لاسونه پۀ څو کرته وينځو. د پلار سينې، د مور غېږ او د ښځې پښو له نۀ ورځو. نيازبينې لُور خوږ زوي نه وشوکېدو. ملګرو نه لرې شو. شريکه هوا کښې ساه اخستل مو هم مرۍ نيسي. د ‘ټولنيز واټن’ (social distancing) پۀ حواله ‘عارضي’ احتياط زمونږ د نفسياتو برخه او زمونږ ‘پوخ خوي’ جوړېږي. د يو بل نه دا لرې والے به زمونږ د مزاج مستقله برخه وګرځي؟ کۀ داسې شي نو زمونږ شريکې کوړمې، حجرې دېرې، عبادتخانې، منډۍ روزګارونه، جلسې جلوسونه، غونډې مشاعرې، سيمينارونه، مېلې ټېلې، غمونه ښادۍ!!! څۀ به کېږي؟ څۀ رنګ به اخلي؟
    هغه خلک چې ځانونه ئې ډېر خوندي ګڼل – هغه خلک چې ډېر ترقي يافته او د اٰفتونو، زلزلو، قحطونو، جنګونو، وباګانو، مرګونو او رياستي او غېر رياستي عناصرو نه هم خوندي وو؛ د عدم تحفظ احساس سره مخ شول. محفوظ کۀ تر دې دمه پاتې دي نو مليان او فوجيان پاتې دي!!! دوي خو هر وخت محفوظ وي.
    ژوند ‘انلائن’ بڼه خپلوونکے دے!!! د ټولنيز واټن زياتېدو سره به رابطې زياتې شي. مونږ چې د چا نه لرې يو، هسې مو هم ورسره تماس نيولو ته زيات زړۀ وي. شخصي، تعليمي، کاروباري او انتظامي رابطې به لا زياتې شي – مونږ به د ‘لمس’ لۀ وېرې هسې هم مخ پۀ مخ ليدو نه څنډه کوو!!!
    خو داسې حالات نوي امکانات هم زېږوي!!! کورونا چې زمونږ د ژوند مختلفو اړخونو له کوم زورور ټېلونه او ديکې ورکوي، دې کښې دا صلاحيت شته چې ټولنه کښې ژورې ځېلې لرونکے ‘قطبيت’ (Polarization) هم د منځ نه يوسي. د قامي شناخت، کلتور او سياسي اختيار پېدا کړي قطبيت مختلف وفاقي يونټونه چې خپل ځان ځان له تاريخيت، کلتور، وسائل او نفسيات لري، خپلو کښې هم او د يو بل سره هم يو ځاے کېدو له نۀ دي ورکړي. د پاکستان پۀ وفاق دننه پښتانۀ، بلوچ او سرائيکيان دغه قطبيت زورلي، ځورولي او تش لاس کړي دي. د ‘شريک دښمن’ د شريک مدافعت او مزاحمت سوچ امکان لري چې دغه قطبيت ونړوي. دا د پاکستان تر حده ممکن نۀ ښکاري، ځکه چې مونږ دلته وليدل چې د پښتنو او بلوڅانو وينې بهېدې او بهېږي نو پاتې پاکستان پرې د ‘شمع ګردۍ’ تکلف هم نۀ دے کړے. نن هم کۀ پښتانۀ او بلوڅان د غېر رياستي عناصرو دړکې سره مخ دي، د رياستي شنډو اپرېشنونو وبال ئې پۀ سر دے، وسائل ئې معصوب او دوي مغلوب دي نو ‘نور’ پاکستان مذکوره قطبيت دې هر څۀ نه لاتعلق ‘ساتلے’ دے. څنګه چې ‘کورونا’ نۀ سپين ګوري نۀ سکڼ، نۀ پېړ نۀ مانده، نۀ موړ نۀ وږے، نۀ پوهه ناپوهه او نۀ مذهب يا بله کومه حواله – دغسې دهشتګردۍ هم نۀ حجره پېژنده نۀ جومات، نۀ درشل نۀ بازار، نۀ لوبغالے نۀ انګرېزي سکول او نۀ ديني مدرسه – کۀ د کورونا او دهشتګردۍ پۀ ټولنه دا اثرات د مباحثې برخه وګرځولې شي او دا شعور خورولو د پاره هڅه وشي نو هيله کېدې شي چې دغه قطبيت د ټولو وفاقي يونټونو تر منځ، او کۀ دومره پراخ نۀ وي نو لږ تر لږه د پښتنو، بلوڅانو او سرائيکيانو خپل منځ کښې مات شي. دا قطبيت چې د ‘غېر جمهوري قوتونو’ د سياسياتو

    اجاره دارۍ او د انتخابي انجنئيرنګ پۀ زور او استثمار پېدا کړے شوے دے، ممکنه ده چې وچوي. دا ضروري نۀ ده چې پۀ دوه څلور ورځو کښې دې داسې وشي – د 1816 نه د 1992 پۀ منځ کښې د اتۀ نیم سوه (850) رياستي تنازعو پۀ شا د پرتو عناصرو د سپړدنې او څېړنې نه دا پۀ ډاګه شوې ده چې پينځۀ اويا سلن (75%) تنازعات يا رياستونه د سياسي قطبيت د ماتېدو سره د لسو کالو دننه د منځ نه تلي دي. د مغل سلطنت، د ترکي خلافت، برطانوي سامراج، سويت يونين، بوسنيا او د ‘مشرقي پاکستان’ ډاګيز مثالونه شته. ضرورت بس د دې خبرې دے چې دغه سياسي او کلتوري قطبيت د “اولسي بیانيې” برخه جوړه کړې شي او دا چې دا قطبيت څنګه د مذهب او ملک پۀ نوم د انسانانو بنيادي حقونه تروړي، دا تعلق ښکاره کړے شي. دې لړ کښې چې سياسي او کلتوري بيانيه څومره هم دليل سره مخ ته يوړې شي، تعميري به وي او دغه سفاک قطبيت به مسمار کړي.
    کۀ چرې دا قطبيت ترينګړۍ هم قدرې وخوري نو د عسکريت سره ‘غوټه کړے شوے’ د حب الوطنۍ تصور به هم د عسکريت نه وشوکېږي. د حب الوطنۍ تصور نېغ پۀ نېغه د فوج علامتونو سره غوټه کړے شوے دے. مونږ وينو چې پۀ بازارونو کښې د کوچني ماشومانو د پاره ځينې مور پلار د فوجي وردۍ جامې د اختر شوقدر د پاره اخلي – ماشومان هم غواړي چې دغه وردۍ واغوندي. د پلېسټکي ټوپکونو، توپنچو، ټېنکونو او د لوبو ‘عسکري سامان’ سره د ماشومانو تړون؛ يا د هغوي د مور پلار دا خواهش چې بچي ئې ټوپکونو، توپنچو، ټېنکونو او د لوبو ‘عسکري سامان’ سره وويني، د رياست د جنګي بيانيې او نا قلاره ذهنيت ورکړه ده چې د تعليمي نصاب او مذهبي منبر و محراب نه کرلې شوې ده. خو ‘کورونا’ داسې څۀ نۀ دي چې د دې پۀ ضد به پاټکونه، چېک پوسټونه او کوم د پېغمبري نامې اپرېشنونه پۀ کار راشي – کورونا د سن پېنسټهـ جنګي چاربېتو او “بړا دشمن بنا پهرتا هے” پراډکشنز باندې نۀ تمبېږي – دا پۀ ډز نۀ ويشتے کېږي. اېس اېن جي کمانډوز، اېف سوله، جي اېف تهنډر، الخالد ټېنک يا پۀ قلعه بالاحصار کښې د رنجيت سنګهـ تصوير باندې دا نۀ پۀ شا کېږي – دا داسې نۀ ده چې پۀ ټارګټ کلنګ به ئې دباو کړې يا به ئې يونيورسټۍ کښې پۀ وحشيانه طريقه سنګسار کړې يا به لکه د عمران خان او خادم حسېن رضوي ستا “اپنے لوگ” وي چې ستا پۀ وېنا به ګډېږي، اسلام اباد لاک ډاون به کوي، فېض اباد محاصره به کوي او بيا به د دوه زرو لفافه واخلي او ځي به!!! خلک چې د ووهان ‘لي ونليانګ’ (Le Wenliang)، د پېښور ډاکټر اسامه رياض، پروفېسر ډاکټر جاوېد اقبال او پۀ سلګونو ډاکټران، نرسانې، پېرامېډکس او د صحت د عملې خلک ويني نو د حب الوطنۍ يو نوے تعريف به مخې ته راځي. خلک به د هغوي د هغه قربانۍ احساس کوي چې ځانونه ئې مرګونو ته نيولي دي. هو! بې شکه چې د ډاکټر کار علاج کول دي، خو دا صرف علاج کول خو نۀ دي، دا خو ځان مرګ ته تړل دي. د خپل سر پۀ بيعه د نورو ژوند ژغورل دي. خلک به سوچ وکړي چې اصل حب الوطني خو د انسانانو ژوند بچ کول دي، دا نۀ چې کۀ خلک خپل وي کۀ پردي، کورونه ئې الوځوې او پۀ اور او وسپنه ئې وژنې!!! دې سره به د حب الوطنۍ تصور ‘غېر فوجي’ شي او دا به د کورونا احسان وي.
    کورونا به د حکومتي او انتظامي غېر سنجيدګۍ پله هم د خلکو پام ور واړوي. پۀ عام حالاتو کښې د يو وقتي ټوقمار اداکار يا د يو بې سره لوبغاړي پۀ حکومتي او انتظامي چارو هوائي ډوزې او نيوکې هم زغملې کېدې شي خو داسې حالات چې کورونا زېږولي دي، حکومتي او انتظامي سنجيدګي غواړي. د اېټمي طاقت نشه، حزب اختلاف د بڼې نه سپکول، د پېريانو پۀ جنترۍ بجټونه جوړول، عدالت او احتساب ملنډه کول، محکمې رېټائرډ جرنېلانو ته سپارل او پۀ ميډيا د ‘نورتنو’ کښېنول دې حالاتو کښې مرستيال نۀ شي کېدے. دا احساس ډېر پۀ تېزۍ سره زياتېږي چې حکومت چلول يو سنجيده کار دے او دا پۀ جذباتي اعلانونو او ‘يُو ټرنونو’ نۀ شي چلېدے. کورونا به د رياستي دلچسپيو، د بجټونو د مدونو، د وسائلو د لګښت او د صنعتونو د پېداوار پۀ حواله هم پورته کېدونکي سياسي سوالونه د اولس پۀ ژبه ږدي. د اولس لۀ خوا به د تعليم، صحت او سوشل وېلفئير مدونو کښې د زيات بجټ او زيات کار غوښتنه کېږي. د روغتيا لړ کښې به د ‘فاصلاتي علاج’ (Tele-medicine) تصور پراختيا ومومي او د درملو او ويکسينو د مارکيټ د ضرورت مطابق جوړېدل چې پۀ ګرانه بيعه او ټيټ معيار دي، مخه به اوړي. د دې سره، کورونا به د مختلفو مذهبونو د اجتماعي عبادت او مذهبي مقدسو تهوارونو پۀ حواله هم اثرات پرېباسي. د مذهبونو پۀ نوم د کلتوري او اقتصادي جنګونو کوم جال چې خور دے، ممکنه ده تر يوۀ حده هغه را غونډ شي، عقيده او مذهب ‘شخصي حق’ ومنلے شي او پۀ خدايانو تقسيم شوي انسانان انسانيت شريکه رشته تسليم کړي. د تعويذونو، دمونو او څاښتونو مقابل اوس هم خلک د سائنس پۀ ارزښت زيات باور لري، پۀ سائنس دا باور به نور هم سېوا شي.
    عوامي نېشنل پارټۍ د تېرو ټولټاکنو پۀ منشور کښې د صوبائي خودمختارۍ نه پس د ” ضلعي خودمختاري” يو تصور وړاندې کړے ؤ. د کورونا دې حالاتو کښې اولس وليدل چې د مرکزي حکومت نه صوبائي او د صوبائي حکومت نه ضلعي نمائندګان زيات اولس ته نزدې او ښکاره وليدے شول. وفاقي حکومت خو پۀ يو لحاظ د صوبو نه د ‘لا تعلقۍ’ اعلان کړے دے. د ‘سمارټ لاک ډاون’ اعلان هم د ‘تبديلي’ غوندې غېر مؤثره او غېر کارامده ثابت شو. د سندهـ ‘اولسي حکومت’ د وفاق او نورو صوبو د ‘فوجي’ حکومتونو مقابله کښې زيات اقدامات کړي دي – سندهـ حکومت خو اوس د ‘کورونا ريليف ارډيننس’ راوړو سره د ملازمتونو خوندي کولو سره نور اقداماتو ته هم قانوني ائيني تحفظ ورکړو. تحريک انصاف د اولس پۀ کچ دغه رايې نه خپلو ‘نايکانو’ خبر کړے، ځکه خو حکومت د يو نيم کال نه due بلدياتي انتخابات نۀ کوي. ‘بېنظير انکم سپورټ پروګرام’ چې پۀ نړيوال کومک چلېدونکے پروګرام دے، ته د ‘احساس پروګرام’ نامه ورکول د سياسي اخلاقياتو د جنازې بل تکبير دے – ‘احساس پروګرام’ کښې پۀ 8171 د درخواست تللو نه پس يو ځواب راځي چې ‘مونږ به تاسو خبر کړو’ او د کوم څلور اتيا سلن (84%) خلکو امدن چې د کورونا نه متاثر شوے، هغوي د 8171 د ‘خبر’ پۀ طمع ناست وي خو خبر را نۀ شي. حکومت د نهم اپرېل نه د ادائيګۍ شروع کولو دعويٰ کوي، مونږ سره اوولس کسانو کښې درېو ته ځواب شوے چې ضلعي دفتر سره تماس ونيسئ او څوارلس اوس هم د دې کرښو ليکلو پورې (2020/4/29) د ‘خبر’ پۀ طمع ناست دي.
    کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي او دا به زمونږ ژوند بدلوي – دا به خلک عملي سياست ته راولي – دا به سياسي شعور زیاتوي – دا به دا احساس زياتوي چې داسې حالاتو کښې د خلکو مدد کول د کومې خېراتي ادارې د ثواب موقع نۀ وي، دا د رياست هغه ذمه واري وي چې د اولس او رياست تر منځه شوې معاهدې کښې رياست پۀ غاړه اخستې وي.
    1971/12/16: اتلسم ائيني ترميم
    تېره ورځ د منصوبه بندۍ د پاره د پاکستان د وفاقي وزير اسد عمر لۀ خوا دا بيان مخې ته راغلے دے چې د تحريک انصاف حکومت پۀ اتلسم ائيني ترميم کښې د بدلون اراده لري – ښاغلي دريځ خپل کړے دے چې د اتلسم ائيني ترميم پۀ وجه د صوبو او وفاق تر منځه د کار د شراکت مکانيزم کښې ستونزې دي او ځکه د څۀ بدلونونو کولو ضرورت دے.
    اسد عمر د ‘اېنګرو فرټلائزرز’ مالک دے او پۀ اربونو سبسډي ئې د تحريک انصاف حکومت کښې واخسته. د اوړو او چينو د مافياګانو نه د ګېس او پټرول د في بېرل تېلو د قيمتونو نه واخله دا سبسډيانې او دا ‘عطيات’ د ‘چا’ پۀ اپروول ملاوېږي، ولې ملاوېږي او څۀ د پاره ملاوېږي؛ دا پټې خبرې نۀ دي پاتې شوي. د لياقت علي خان نه د ايوب خان او بهټو نه تر نواز شريف او تر عمران خان پورې د جناح داسې زوے نشته چې ‘سبسډائزډ’ نۀ وي، بنفشري نۀ وي، وصول کننده نۀ وي.
    د ‘باجوه ډاکټرين’ سره د اتلسم ائيني ترميم پۀ حواله انکشافونه ټولو سترګو ليدلي او غوږونو اورېدلي دي. فوج د افغانستان امن مذاکراتو د اغاز سره دومره تنګدسته شوے دے چې د اويا کالو پورې د ترقۍ نه لرې ساتلې شوو ‘قبائلي سيمو’ )چې اوس د خېبر پښتونخوا نوې ضلعې دي( د پاره بجټ کښې منظورې شوې پېسې ئې هم د ‘دفاع’ پۀ نامه وتروړلې. د فوج ‘کاروباري اېمپائر’ (Military Incorporation) د بېنکنګ نه د تعميراتي کمپنيانو، هاوسنګ سوسائټيز، فشريز، فاسټ فوډز، د وسلو جوړولو استعمالولو نه واخله تر چرګو اګيو خرڅولو او سنېټائرز او ماسکونو پورې هره شعبه کښې لاس تر څنګلو څنګلو ورکړي دي. د دې تر څنګ د ملک پۀ هره اداره کښې ‘رېټائرډ’ براجمان دي او د تورو سپينو مالکان دي. اٰئي اېس پي اٰر هسې هم د فوج، عدليې او احتساب د زېږولي ‘تبديلي سرکار’ ترجمان ؤ؛ اوس رېټائرډ عاصم باجوه د وزيراعظم معاون خصوصي براے اطلاعات هم وټاکلے شو – کمال دا دے چې څومره اخبارونو هم دغه بيان سرخۍ کښې راوستے دے، عاصم باجوه سره ئې نۀ د هغۀ ‘فوجي رېنک’ ليکلے دے او نۀ د سي پېک پۀ حواله د هغۀ ‘عهده’. ښکاري چې فوجيان کله هم ‘رېټائرډ’ کېږي نۀ، هغوي د خپلو پارلېماني خادمانو ‘انِ سروس’ وي.
    د اسد عمر پۀ بيان د مختلفو سياسي ګوندونو د مشرانو لۀ خوا ردعمل هم اخبارونو کښې راغلے دے. دې کښې څۀ بيانونه سنجيدګي ښائي او څۀ بيانونه د يو ‘اخباري بيان تکلف’ نه زيات حېثيت نۀ لري. د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا د مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د بيان سره د صوبائي، ضلعي او ذيلي تنظيمونو د مشرانو او عهدېدارانو بيانونه هم اخبارونو کښې خوارۀ شوي دي.
    اسفنديار ولي خان خپل بيان کښې وئيلي دي، “عوامي نېشنل پارټي به کله هم اتلسم ائيني ترميم کښې د ګوتو وهلو اجازت پۀ هېڅ قيمت ور نۀ کړي. د درېو ووټونو پۀ اکثريت ولاړ حکومت دغه متفقه ائيني ترميم له د لاس ور وړلو جرأت هم نۀ شي کولے.” هغۀ زياته کړې ده، “پاکستان کښې د مضبوط مرکز پۀ نوم سياست يو ځل بيا ناکام شوے دے او کۀ بيا څوک د چا پۀ ډاډ داسې څۀ کوشش کوي نو مونږ به دا د وفاقِ پاکستان پۀ ضد سازش ګڼو. کۀ اتلسم ائيني ترميم ؤ نو پاکستان به نۀ ؤ مات شوے.”
    د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو د پاره د تيارې کړې شوې مسودې د ډرافټنګ د وخت نه خبرونه راځي او چرته پۀ يو نوي ‘برېکنګ نيوز’ کښې پټولے کېږي. دا خبره څرګنده ده چې د درېو ووټونو اکثريت باندې ولاړ حکومت چې د فوج، عدالت او احتساب پۀ درېو ډانګورو ولاړ دے، اتلسم ائيني ترميم سره به دغه ډانګورۍ ماتې شي. دې درېو ډانګورو کښې د دهشتګردۍ پۀ ضد جنګ کښې د فوج کردار، پۀ جمهوري عمل کښې د فوج د مداخلت او د ملک پۀ صنعتي، مالياتي او اقتصادي حالت د ‘ملټري انکارپورېشن’ اثرات وخت ښکاره کړي دي. د عدالت ازادۍ، غېر جانبدارۍ او د انصاف معيار باندې سوالونه د اولس ذهنونو ته کوز شوي دي. د احتساب ارډيننس دوېم ترميم د پاره هم وخت پوره شوے دے او اولس ليدلي هم دي چې دې کمېشن يوه ادېله هم د خپلو ‘شاه خرچيو’ نه زياته بوده کړې نۀ ده. اولسي پاڅون به د دې هر څۀ پۀ ضد ودرېږي. کېدے شي د کورونا پۀ نامه 144 دفعه هم خلک ايسار نۀ کړي. نېشنليان خو خودکش دهماکو هم ايسار کړي نۀ وو.
    دا حالات چې کورونا سره پېدا شوي دي، دې کښې اولس د حکومت کارکردګي او ټنګ ټونګ وليدل. هغوي د وسائلو ارزښت او پۀ وسائلو د اختيار د پاره د جنګ کولو سياست باندې پوهېږي. وخت به اخلي، خو دومره وخت به هم وا نۀ خلي چې څوک پۀ کښې دغه ترميم بدل کړے شي. دغه ترميم کښې ګوتې وهل به د پارلېمان فېصلې سپکې او د سياسي عمل لار ايساره کړي. کۀ داسې وشي نو څۀ به وي؟ داسې يو ځل شوي دي او بيا د فوج ټوپکونه، ټېنکونه او جنګي جهازونه پۀ کار نۀ دي راغلي. پاکستان مات شوے دے.
    اتلسم ائيني ترميم د عوامي نېشنل پارټۍ د نعرې “خپله خاوره خپل اختيار” ائيني لاس ته راوړنه ده او اولس پۀ دې تېر يو نيم کال د پاسه موده کښې پۀ دې پوهه شوے دے چې دغه ‘اختيار’ لاس ته راوړلو نه پس کۀ څوک دا تروړي نو دا زمونږ ‘پوره وي کۀ سپوره، پۀ شريکه به وي’ زمونږ نه تروړي. د دې شريکې ګټې تروړلو مزاحمت به پښتانۀ، بلوڅان، سندهيان، سرائيکيان او تر يوۀ حده پنجابيان هم کوي. بيا به فوج او د جناح صاحب سياسي زامن يو خوا وي، اولس به بل خوا وي – پۀ دې بايد ‘باجوه’ هم پوهه شي، د هغۀ ‘ډاکټرين’ ته د صحيفې حېثيت ورکوونکي هم او د دې عملي کولو د پاره د خپلو خدماتو پېش کوونکي هم.

    * د اداريې د وړومبۍ برخې مرکزي خيال کښې د POLITICO مېګزين د نولسم مارچ 2020 د هغه راپور نه استفاده شوې ده چې د ‘بعد از کورونا’ حالاتو پۀ اړه پۀ کښې د څلوېښتو نه د زياتو پوهانو رايې اخستې شوې دي.

  • د کابل او اسلام اباد منځ کښې “باچا خان” ولاړ دے – اداريه

    پېښور کښې باچا خان مرکز او جلال اباد کښې د باچا خان مزار داسې دي لکه چې د کابل او اسلام اباد منځ کښې باچا خان ولاړ وي. افغان وطن لکه چې د سلګونو کلونو پرهر، هر کال د نوروز پۀ ورځ پۀ ځان پهې ږدي. افغانستان چې ژوبل دے، د اېشياء زړۀ ژوبل دے؛ دنيا دې محسوس کړي.

    د دې مارچ پۀ لسمه نېټه د باچا خان مرکز پۀ احمد شاه بابا تالار کښې “پښتون قامي جرګه” کېدونکې ده. د دې جرګې نه وړاندې پۀ عبدالولي خان تالار کښې د نوو ضم شوو ضلعو د سياسي ګوندونو، تحريکونو او سازمانونو د مشرانو غونډه وشوه؛ احمد شاه بابا تالار کښې د ښځو جرګه وشوه؛ بېلابېلو ځايونو کښې د زلمو جرګې او سيمينارونه وشول – سياسي ګوندونو، تحريکونو، سازمانونو او شخصيتونو ته دې قامي جرګه کښې د ګډون بلنې ورکړې شوې او دې هر څۀ ته د کابل او اسلام اباد پۀ منځ کښې ولاړ “باچا خان” ګوري. هغه ويني چې “د روس او امريکې” جنګ د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته افغانان وراتۀ کړل. هغه ويني چې دې جنګ کښې تر ټولو زيات د هغۀ سياسي وارثان نېشنليان داسې وځپلے شول لکه چې د ازادۍ جنګ کښې خدائي خدمتګاران زورولے شوي وو. هغه ويني چې د سرې جنډې خلک هم هاغه شان لېوانو ته غورځولے شوي وو او دي. هغه ويني چې د دوي پۀ وينو د اسلام پۀ نامه خلکو د خپلو جنګي اقتصادونو ردې دومره دنګې ودرولې دي چې اوس د شېروانۍ، وردۍ او تربوزک تر منځه فرق نۀ کېږي. هغه ويني چې افغانستان کښې څوک جمهوريت نۀ پرېږدي او پۀ پاکستان کښې پارلېمان –

    هغه ويني چې د هغۀ پۀ مرکز “باچا خان مرکز” کښې پۀ فکري، نظرياتي او سياسي بنيادونو تقسيم شوي پښتانۀ يوې نعرې “لا به يو کېږو ګنې ورکېږو” يو نغري ته را ټول کړل. هغوي کنداغونه نۀ څنډي، خبرې کوي. هغوي د غاښ ماتولو ګواښ نۀ کوي، خبره پۀ خبرو غوڅول غواړي.

    هغه ويني چې قطر کښې د سولې تړون لاسليک شو. د دې سولې تړون د پاره د خبرو پېل کښې، چې لا پاتې دنيا غلې وه، باچا خان به ليدلي او اورېدلي وي چې کله اسفنديار ولي خان وئيلي وو، “د افغانستان دولت مساوي فريق دے او کۀ چرې امريکا او طالبان مذاکرات کوي او د افغانستان دولت د دې برخه نۀ وي نو دا به کله هم نتيجه خېز نۀ وي.” هغه ويني چې دغه مذاکراتو کښې حالاتو فريقونه د درېو نه دوه کړل – يو فريق افغانستان دے، د افغانستان اولس او دولت – دوېم فريق امريکا او د امريکا اتحاديان، طالبان او د طالبانو پۀ شا ولاړ قوتونه!!!

    باچا خان ويني او ګوري چې مونږ د هغۀ د مفکورې پۀ اتباع کښې، خپلې ټولې اندېښنې هم د دغه مذاکراتو د کاميابۍ د يو تت غوندې امکان شا ته دلاسه کړې دي. مونږ پۀ خبره، پۀ عدم تشدد او پۀ سياسي عمل باور لرونکي يو.

    پۀ باچا خان مرکز کښې کېدونکې “پښتون قامي جرګه” د پښتون قام جرګه ده. دې جرګه کښې هر هغه څوک چې پۀ دې خاوره ژوند کوي او د دې خاورې غم کوي، ګډون کوونکي دي. عوامي نېشنل پارټي د دې جرګې کوربتوب کوي. دلته به هر څوک د خپلې خبرې، خپل وړانديز او خپل اند سره راځي او پښتنو ته د راپېښو حالاتو ځواب د پاره به شريکه خبره او شريکه لاره خپلوي. دا ورځ د تاريخ يوه ډېره وياړمنه او ارزښتمنه ساه ده. داسې ښکاري چې دا ځل شړشم ګل د ځان سره زېرے غېږ کښې نيولے راغے.

    بندوبست دکائنات شي پۀ خبرو
    يو تر سلو صدقه شه سل تر زرو

     

  • #پښتون_قامي_جرګه – اداريه

    پۀ اوسنۍ “د باچا خان اوونۍ” 20) جنورۍ تر 27 جنورۍ( کښې پۀ شلمه جنورۍ د پېښور ډويژن جلسې ته پۀ خپلو خبرو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د خېبر پښتونخوا پۀ صوبائي صدر غږ وکړو چې پښتون قام ته د را پېښو شخړو هواري د پاره د يو شريک دريځ او لارې را ويستلو د پاره د پښتنو قامي جرګه را وغواړي او دې جرګه کښې د دې خاورې ټولو سياسي ګوندونو، تنظيمونو، جرګو او د مختلفو فکرونو نمائندګي کوونکو سازمانونو او افرادو ته بلنه ورکړي. د ښاغلي مشر د دغه غږ پۀ ځواب کښې پۀ لسم مارچ (2020) د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي سېکرټرېټ “باچا خان مرکز” پۀ “احمد شاه بابا تالار” کښې د “پښتون قامي جرګه” رابللو تابيا شوې ده.

    عوامي نېشنل پارټۍ هغه حالاتو او مسائلو ته د جرګې پۀ صورت کښې خپل رد عمل وښودلو چې پښتانۀ ورسره مخ دي. دا د يو پياوړي تاريخي روايت تسلسل دے. دې جرګې د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ دوه ويشتمه جنورۍ پۀ بنو کښې جلسې ته د وېنا پۀ وخت څلور بنيادي نکتې اعلان کړې چې پۀ کښې درې نکتې نېغ پۀ نېغ يو بل سره تړلې شوې دي. وړومبۍ نکته د بد امنۍ ده – دغه جلسه کښې د راغلو وزيرو، مسيدو، داوړو او شاوخوا اوسېدونکو اولسونو نه د يو تپوس شکل کښې صوبائي صدر پوښتنه وکړه چې ايا د ریاست good طالبان بيا دغه سيمو کښې ښکاره نۀ ګرځي؟ خلکو غږ وکړو چې “هو! ښکاره جاره ګرځي”. دغه good طالبان هدفي وژنې کوي، د کورونو بې عزتۍ کوي، د تاوان د پاره اغواء او نور کارونه کوي چې د سيمې اولس ئې يو شمېر ګواښونو سره مخ کړے دے. د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ نتیجه خېزي د رياست لۀ خوا د good او bad طالبانو د تشريح پۀ سبب نيمه خوا نيمګړې پاتې ده چې زور ئې نېغ پۀ نېغ د دغه سيمو اولس ته خصوصاً او نورې پښتونخوا ته عموماً رسېږي. دوېمه نکته هم د ترهګرۍ پۀ ضد د جنګ لۀ امله د بې کوره شوو خلکو ده. دې خلکو د امن د خواهش د پاره خپل اباد کورونه، بازارونه، دېرې، فصلونه او باغونه پرېښي وو او اوس پۀ کېمپونو کښې د ژوند کړاوونو ته پرېښودے شوي دي. دغه زمانه کښې د پنجاب او سندهـ لۀ خوا دوي ته لارې هم بندې کړې شوې وې. کوم خلک چې د علاقې د clearance د اعلان نه پس تلي دي، هغه د good طالبان پۀ رحم و کرم دي. دې سره د هغوي د شوي نقصان د ازالې او تلافۍ د پاره اوس خبره دې ته را رسېدلې ده چې هغوي پېښور کښې د صوبائي اسمبلۍ وړاندې احتجاجونه شروع کړي دي. د دې کرښو تر ليکلو دا اطلاع راغلې ده چې د فوج او طالبانو مخلوط صوبائي حکومت پۀ دغه احتجاجيانو لاټهي چارج کړے دے او د هغوي د فرياد اورېدو پۀ ځاے ئې د هغوي ګرېوانونه شلولي دي. يوه لويه ابادي پۀ بکاخېل او نورو کېمپونو او د صوبې مختلفو علاقو کښې د بې کورۍ ژوند کوي. حکومت د دغه بې کوره شوو سره د غمرازۍ او خواشينۍ څرګندونې د پاره څوک د دغه کېمپونو دورې ته هم نۀ پرېږدي. هم د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ سره تړلې بله نکته د هغه ځوانانو او خلکو ده چې د اپرېشنونو پۀ دوران کښې د سيکېورټي ادارو لۀ خوا بې درکه کړے شوي دي. د پښتون تحفظ مومنټ لۀ خوا د missing persons د ازادولو د مطالبې نه پس رياست پاکستان دعويٰ کړې وه چې دغه داسې خلک دي چې پۀ ترهګرۍ کښې ککړ دي. د good طالبان وکالت او حفاظت کوونکے رياست به د ترهګرۍ تشريح کښې څومره حق بجانب وي؟ بيا هم، عوامي نېشنل پارټۍ پۀ دې اړه يو واضح موقف لرلے دے. د PTM د اسلام اباد پرلت کښې پۀ خپله وېنا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان دا مطالبه کړې وه چې د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې څومره خلک بې درکه کړے شوي دي، هغه دې عدالتونو ته پېش کړے شي؛ کۀ پۀ دوي کښې څوک ګنهګار وي او ترهګرۍ کښې ملوث ثابت شي، هغوي ته دې د قانون مطابق سزا ورکړې شي خو کوم خلک چې بې ګناه دي او څۀ جرم پرې ثابت نۀ شي، بايد هغوي بيا خپلو کورونو، خپل مور پلار، وروڼو خوېندو، ښځو او بچو له لاړ شي. اېمل ولي خان د بنو جلسه کښې هم دغه موقف تکرار کړو او دا ئې د جرګې درېمه بنيادي نکته وبلله. د دې جرګې څلورمه نکته د قدرتي وسائلو د ملکيت ده. د اتلسم ائيني ترميم پۀ رڼا کښې د قدرتي وسائلو زيرمې د صوبې فطري ملکيت دے او د دې د استعمال، د دې نه د پېداوار او د دې د مارکيټ حقوق صوبې ته حاصل دي. د امنيتي ادارو لۀ خوا د ړنګ شوو بازارونو او تالا شوو باغونو پۀ اړه د اولسي غږونو راتلو نه پس د قدرتي وسائلو پۀ حکومتي تحويل کښې د اخستو بِل پاس کېدل يو ډېر خطرناک اقدام دے. دا وخت پۀ وفاق او خېبر پښتونخوا صوبه کښې د تحريک انصاف پۀ شکل کښې نېغ پۀ نېغه د فوج او طالبانو مخلوط حکومت دے. د غېر ذمه وارې بيان بازۍ حد دے چې ګوډاګے وزير اعظم او صادق و امين اٰرمي چيف پۀ يوه خولۀ وائي چې “اتلسم ائيني ترميم ملک دېواليه کړو” او دا چې “اتلسم ائيني ترميم د شېخ مجيب د شپږو نکاتو نه زيات خطرناک دے.” مسئله د اتلسم ائيني ترميم نۀ ده – د پاکستان جي ډي پي روان کال د پاره د جنوبي اېشياء تر ټولو پرېوتې (2.8%) کېدونکې ده، مسئله دا هم نۀ ده – د پاکستان سټاک اېکسچېنج تسلسل سره مخ پۀ ښکته دے او د دې علتونه مختلف ښودلے کېږي، خو مسئله دغه هم نۀ ده – دا اوس د ټرانسپرنسي انټرنېشنل د رپورټ پۀ رڼا کښې، پاکستان پۀ کرپشن کښې دوه پوائنټه بره ختلے دے، خو مونږ وايو چې مسئله د کرپشن هم نۀ ده –

    مسئله دلته د کرپشن نۀ ده؛ مسئله د معطل ائين، مقبوض جمهوريت، جيلب شوي عدالت، غلامې ميډيا، يرغمال پارلېمان، انتقامي احتساب، ټګيژن انتخاب، سياسي اسلام، د صنعت او تجارت د قتل او جنګي اقتصاد ده – مسئله د ګاونډو هېوادونو سره د تعلقاتو ده، د مسنګ پرسنز ده، د وسائلو د تالان ده، مسئله پۀ پښتونخوا کښې د اېکشن اِن اېډ اٰف سول پاور ارډيننس ده.

    مسئلې ډېر ښکاره دي. حل ئې پۀ دې کښې دے “چې لا به يو کېږو ګنې ورکېږو.” دې مسئلو او دې حالاتو ته د قامي جرګې را بللو سره رد عمل کول د قامي سياست ذمه واري وه او عوامي نېشنل پارټۍ د دغه ذمه وارۍ تر سره کولو د پاره ګام پورته کړو. د دې کرښو تر ليکلو پورې د قامي جرګې پۀ اړه وړومبۍ غونډه د مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي، مرکزي مشر سېکرتر میا افتخار حسېن، صوبائي صدر اېمل ولي خان او صوبائي مشر سېکرتر سردار حسېن بابک موجودګۍ کښې شوې ده. د جرګې د پاره د مختلفو کمېټيو د جوړولو سفارشات مرتبېږي او زر به يوه رابطه کمېټي هم د بلنو د پاره وټاکلې شي. دا وخت مختلف وړاندېزونه پۀ تحريري توګه د خېبر پښتونخوا د مشر سېکرتر سره جمع کولے شي.

    دا جرګه يو داسې فرصت دے چې د دې نه ګټه پورته کول د دې قام د خېر خواهۍ دعويٰ کوونکي هر ګوند، هر تنظيم، هر سازمان او هر فرد باندې ده. دې جرګې د پاره هره خبره د انتهائي ذمه وارۍ غوښتنه کوي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېنېټر ښاغلي عثمان کاکړ او د وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون تحفظ مومنټ د مخکښ ښاغلي محسن داوړ لۀ خوا د جرګې د حمايت اعلان پۀ ډېرو خولو لاس کېښودو. د رايې د اظهار حق هر چا ته حاصل دے خو شريکې قامي بيانيې منځ ته راوړو د پاره بايد سياست، ادب او صحافت سترګې غړېدلې ولري.

    د پښتنو قامي جرګه به پۀ لسم مارچ د باچا خان مرکز پۀ احمد شاه ابدالي تالار کښې تر سره کېږي.

    خاونده! تۀ ودانه کړې!
    يو ځاے پۀ کښې د ځانه کړې!
    يه لويه خدايه ورانه کړې!
    زمونږ د يو والي حجره
    د پښتنو ډله خوره
    سپېرۀ بېلتون لره دېره
    فضل محمود مخفي

     

  • “پښتون قامي جرګه”، باچا خان مرکز، پېښور – اداريه

    لکه څنګه چې وخت، نېټه او ځاے ټاکلے شوي وو؛ د مارچ پۀ لسمه نېټه د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا را بللې شوې “پښتون قامي جرګه” پۀ باچا خان مرکز )پېښور( کښې تر سره شوه. دا وړومبۍ جرګه نۀ وه، پښتون قام د جرګو مرکو يو اوږد تاريخي روايت لري: خو يوه وړومبۍ داسې جرګه ضرور وه چې د مختلف الفکر بلکې د “متضاد الفکر” سياسي نظريو لرونکي “پښتانۀ” مشران او نمائندګان د باچا خان مرکز پۀ انګڼ کښې يو ځاے کښېناستل او د پښتون قام پۀ مسئلو ئې بحث وکړو، مختلفې نکتې ئې وڅېړلې او پۀ يويشت نکتو اډاڼه يوه شريکه او متفقه اعلاميه ئې اعلان کړه. د دې جرګې د شريکې او متفقې اعلاميې د عملي کولو د پاره يوه “قامي مشاورتي غونډه” د پاکستان مزدور کسان تحريک لۀ خوا پۀ پينځويشتم مارچ شمالي اشنغر کښې رابللې شوې وه خو د کورونا نړوبا لۀ امله تر بل اعلانه ځنډولې شوې ده.

    د پښتون قامي جرګې کوربه، د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان د هرکلي خپلو وړومبيو خبرو کښې د جرګې پۀ ضرورت او د دې پۀ اهميت خبرو سره د خپلې پارټۍ لۀ خوا متعين کړې هغه مسئلې مخې ته کېښودې چې د دې جرګې د بلنې سره ئې ځانګړے فهرست هر ګوند ته استولے شوے ؤ. دې جرګې پښتنو کښې د پرمختللي جرګئيز روايت يوه داسې سنجيده رويه وښودله چې نۀ يو چا د بل نه خبره پۀ نيمه کښې واخسته او نۀ خبرو کښې د اختلاف ډېر ضرورت پېښ شو. کۀ څۀ اختلاف راغلو هم، پۀ هغه وخت هم پۀ هغه ځاے پرې بحث وشو او هم پۀ هغه وخت هم پۀ هغه ځاے پرې اتفاق راغلو.

    د پښتون قامي جرګې د مشترکې او متفقې اعلاميې وړومبۍ نکته “پۀ افغانستان کښې د امن تأمين او د افغانستان د خپلواکۍ درناوے” ده – دې پسې نورو نکتو کښې (i “پښتنو سيمو کښې ترهګري او د ترهګرو ډلو بيا منظم کېدل”، (ii “د بې کورو شوو پښتنو بيا ابادول”، (iii “د بې درکه کړے شوو خلکو مسئله”، (iv “د لېنډ مائنز صفائي”، (v “پۀ نوو ضلعو کښې انتظامي، قانوني او سياسي اصلاحات”، (vi “بلاک شوي شناختي کارډونه”، (vii “ټروتهـ کمېشن جوړول”، (viii “تجارتي لارې پرانستل” او (ix “پۀ پښتونخوا وطن کښې لۀ نوي سره سر شمېرنه” او (x “اېکشن ان اېډ اٰف سول پاور ارډيننس” نېغ پۀ نېغه د جرګې د وړومبۍ نکتې سره تړلې غوښتنې دي. دغه نکتې لوستلو سره دا رښتيا څرګندېږي چې کۀ افغانستان د يو خپلواکه رياست پۀ توګه ومنلے شي او دلته د جنګ ختمولو د پاره د سيمې ملکونه او خصوصاً ګاونډي هېوادونه مثبت کردار ادا کړي نو د ډيورنډ کرښې دې اړخ ته به د تزويراتي پاليسۍ د ژورتيا ساتلو د پاره نۀ خو د “غېر رياستي عناصرو” او پرائيوېټ جنګي ملېشې د مارانو پاللو اړتيا وي او نۀ به د کرښې دې اړخ ته پښتنې سيمې د “اولسي سياسي عمل پۀ ځاے د “رياستي سياسي انجنئيرنګ” پۀ اور کښې وريتېږي.

    د پښتون قامي جرګې د مشترکې او متفقې اعلاميې پاتې ټولې نکتې د “اتلسم ائيني ترميم” د نفاذ سره تړلې دي. ياده دې وي چې اتلسم ائيني ترميم د دې ملک د ټولو سياسي ګوندونو د ټاکلے شوو پارلېماني نمائندګانو لۀ خوا د يوې اوږدې مباحثې نه پس منظور کړے شوے او د ائين برخه ګرځولے شوے دے. اوس کۀ د دې نفاذ کښې “باجوہ ڈاکٹرين” خنډېږي نو “باجوه” غدار دے او کۀ د “سياست نہیں رياست” نعره وهونکي د فوج، عدليې، احتساب، “پاکستاني اسلام” او ميډيا ګوډاګيان خنډېږي نو “رياست” غدار دے.

    د پښتون قامي جرګې د مشترکې او متفقې اعلاميې يويشت پۀ يويشت نکتې او دې جرګه کښې د شريک سياسي قيادت، هغوي کۀ قامپرست سياست کوي کۀ د وفاقيت، کۀ د اسلام پۀ نوم سياست کوي کۀ د سوشلزم، د خداے پۀ زمکه د خداے نظام غواړي کۀ پۀ ټوله دنيا د مزدورانو د راج تمنا کوي، ځان ته تحريک وائي کۀ انقلابي غېر پارلېماني پارټي؛ ټول پۀ “پښتون قامي سوال” د باچا خان مرکز درشل له راغلل، د قامي مسئلو پۀ تعين يو غږ شول، د قامي مسئلو د نشاندهۍ د پاره ئې شريکه او متفقه اعلاميه اعلان کړه او د شريک جدوجهد د تګلارې ټاکلو د پاره ئې هوکړه وکړه.

    مونږ د دې پښتون قامي جرګې مشترکې او متفقې اعلاميې ته ډېر خوشبينه يو او باور لرو چې پښتانۀ مشران به د دې عملي کولو د پاره د يوې مشترکې او متفقې تګلارې مخې ته راوړو او بيا د دغې تګلارې عملي کولو د پاره هم خپل کردار پۀ قامي شعور او قامي جذبې سره تر سره کوي. دا خبره به يقيناً چې قبل از وقت ښکاري، خو دې “جغ” نه کۀ کومه اوږه وځي، هغه کۀ د هرې مجبورۍ بهانه ځان له ولټوي، د تاريخ مطمئن کولو د پاره هېڅ جواز او هېڅ جواب و نۀ لري.

    افغانستان: دوحه امن تړون

    افغانستان کښې د امن پروسې لړۍ چې تېره مياشت “دوحه امن تړون” ته رسېدلې ده، مونږ ورته افغانستان کښې د روان خونړي جنګ د ختمېدلو پۀ لور د يو ګام پۀ نظر ګورو. کله چې د دې مذاکراتو شروع کېدله نو هم ئې عوامي نېشنل پارټۍ هرکلے کړے ؤ او خپل دا اصولي موقف ئې مخې ته ايښے ؤ چې افغانستان کښې د امن د پاره کېدونکو مذاکراتو کښې د افغان دولت شرکت کله هم نظر انداز کېدے نۀ شي او کۀ چرې دا مذاکرات يا د دې پۀ نتيجه کښې کومه فېصله/ تړون مخې ته راځي نو هغه به کله هم کامياب ځکه نۀ شي چې د افغانستان دولت د دې جنګ مساوي فريق دے او هره فېصله چې کېږي، بايد افغانستان د هغې برخه وي.

    لۀ بده مرغه، د “دوحه امن تړون” پۀ سبا د جنګيالو طالبانو لۀ خوا پۀ افغان امنيتي ځواکونو د بريدونو کولو اعلان د نړۍ هر ګوټ کښې مېشته افغانان وزورول. اولس دا سوالونه پورته کړل چې هغه بهرني ځواکونه چې پۀ افغان خاوره د هغوي خلاف جنګ کولو د پاره د يهود و نصاريٰ، دجال، صېهوني طاقتونو او کومې کومې نامې کارولې کېدې، نن د هغوي سره اوربند کېږي خو افغان امنيتي ځواکونو باندې د بريدونو جاري ساتلو اعلان کوي؟ د دغه اعلان سره عام اولس نور هم د افغان دولت او حکومت پلوي وشو. تر دې وخته کابل کښې پۀ امنيتي ځواکونو شوي بريد، پۀ ګوردواره کښې بې ګناه خلک وژل او تخار او زابل کښې پۀ امنيتي ځواکونو شوي بريدونه افغان اولس د جنګسالارۍ سره د هېڅ ډول همدردۍ نه را شوکوي او د افغان دولت ملاتړ ته ئې هڅوي. يو خوا نړۍ د کورونا وباء سره مخ ده او سوالونه دا پورته کېږي چې د جنګونو او انسان وژنې پۀ وسلو چې نړۍ کوم کهربونه پدمونه ډالرې تامړو او بارودو کښې بندې کړي دي، نن د دغه “بې جانه وائرس” مخنيوي د پاره دغه تامړې او بارودونه نۀ خوړے شي او نۀ ئې اغوستے شي – کورونا ټوله نړۍ “د وېرې پۀ يو شريک مزي کښې پيئلې ده” – نسلونه، رنګونه، دنګ مندري قدونه، مذهبونه، وياړونه، ځان ځانۍ پۀ شا شوې دي او سترګې د سائنسي لېبارټريو نه دې زېري ته بقې بې رپه بې ځمبه ولاړې دي چې کله به د دې زهرو د ترياق جوړېدو اعلان وشي – بل پله يو موټے ږيرې د ټولې نړۍ نه يو اړخ ته انساني روحونه پۀ بارودو کښې لتاړوي. څلوېښت کلن جنګ افغانستان کښې هغه ټولې سترګې بينا کړې دي چې پۀ بېلابېلو کنسپائرېسيانو به ورور د ورور وينو بهيولو ته چمتو کولو؛ هغه افغانان چې د مذهب پۀ نوم به ئې خپل کور کښې د څو لسيزو را هسې د تشدد او جنګ د بيوپار ملاتړ کولو، نن هغوي هم ګوري چې د صېهونيانو سره صلح کوونکي مسلمانانو افغانانو سره ولې صلح نۀ کوي؟؟؟ دا سوال ضمير سکونډونکے دے او اوس افغانان دا سوال کوي.

    طالبان د حملو د پاره بهانې لټوي او افغان دولت دغه بهانې غوڅوي – حقيقت خو دا دے چې تر څو “بېن الافغان مذاکرات” )کوم چې د ‘دوحه امن تړون’ بنيادي نکته ده( شروع کړے شوي نۀ وي، افغان دولت اصولاً د دې پابند هم نۀ دے چې قېديان خوشي کړي. د دې پرته هم، افغان دولت د سولې ټينګولو د پاره اوږه ټيټه وړي. تېرو ورځو کښې د مذاکراتي ډلې اعلان يو بل بالغ اقدام دے. اوس چې جمهوري عمل افغانستان کښې مخ پۀ وړاندې تلے دے، هر څو کۀ د نتيجو اعلان ډېر وځنډېدلو، بيا هم نتيجې اعلان شوې دې او ډاکټر اشرف غني يو ځل بيا اولسمشر اعلان شوے دے – دې حالاتو کښې د عبدالله عبدالله لۀ خوا د موازي حکومت اعلان افغان دولت، افغان اولس او افغانستان د پاره زيات موذي کېدلے شي. جنګيالي او د دوي “مرستيال” د داسې حالاتو نه ګټې پورته کوي او د پومېپو د وروستنۍ دورې نه واخله تر نورو ډېرو نکتو داسې پراپېګانډ کوي چې افغان دولت نفسياتي دباو سره مخ کړي. تر دې دمه د افغان دولت رويه د ستائينې وړ ده. افغان دولت چې د څومره کلکو اعصابو ښودنه کوي، دومره به د افغان اولس هغه برخه چې د څلوېښت کلن جنګ پرته هم د جمهوري عمل نه څنډې ته ده، به جمهوري عمل ته راشي.

    مونږ پۀ دې باور يو چې د افغان دولت لۀ خوا دغه رويه د سولې د پاره دولتي ذمه واري ده، د افغان اولسمشر دکتور اشرف غني او د افغان منورينو لۀ خوا دا خبره څو ځله مخې ته راغله چې افغان دولت به کله هم د چا سر زورۍ او ضد ته مات نۀ شي. افغانستان کښې د ادارو د پياوړتيا او ارتقاء مزل روان دے او دې حالاتو کښې دا د افغانانو ملي ذمه واري جوړېږي چې د افغان دولت حوصله هسکه وساتي. افغانستان کښې سوله د دې سيمې د سولې تأمين دے.

    “ما بعد کورونا”

    لرې نۀ ده چې نړۍ د “ما قبل کورنا” (BC) او “ما بعد کورونا” (AC) د تاريخ وېشنې يوه نوې تاريخي حواله ولري. د چين پۀ ښار “ووهان” کښې د کنيچنچرو خرڅوونکې يوې تور سرې نه خورې شوې ناروغۍ “کورونا” هغه وخت وبائي صورت خپل کړو چې څو ورځو کښې دغې وائرس ټول “ووهان” ښار ونيولو. د نړۍ مرۍ پۀ چغو کښېناسته چې دا وباء “متعدي” ]د انسانانو نه نورو انسانانو ته خورېدونکې او لګېدونکې[ ده خو دا هر څۀ ټوقه وګڼلې شوه او د نورو ايجاداتو ته ناست وچ کړس استنجالوجسټ مسلمانان پۀ دې شړشتو سر شول چې ګوندې دا هر څۀ د عالمِ اسلام خلاف سازش دے او داسې هېڅ “وائرس مائرس” نشته. نن د الله تبارک و تعاليٰ پۀ فضل و کرم سره د مکې مدينې، د تهران او د تبليغي مرکزونو زيات خلک پۀ خپله هم د کورونا ښکار شوي دي او پۀ ټوله اسلامي جذبې سره دا وباء خپلو کورونو، ګاونډونو او چاپېرچل ته تبليغوي. خېبر پښتونخوا د دې وائرس نه تر ټولو زياته متاثره صوبه جوړېدونکې ده او رياست دې کښې “سهولت کار” کردار ادا کوي.

    تر دې دمه، د دې وباء د مخنيوي يواځينۍ لار ټولنيزې فاصلې ساتل، څو څو ځله تر شل سېکنډو لاسونه وينځل او د ټوخي يا پرنجي پۀ وخت خپلې خولې او پوزې ته د مرڼي )مټ( نيول دي.

    د چين پۀ کوم ښار کښې چې کورونا زېږېدلے او کوم ځاے نه خور شوے ؤ، هلته هغوي پۀ سنجيده اقداماتو او سائنسي رويه خپلولو دغه وائرس تمبولے دے او د دې کرښو تر ليکلو هلته ژوند بيا د خپل چال نيولو جوګه کړے شوے دے. پرمختللې نړۍ کۀ هر څومره وځپلې شي، هلته حکومتونه د يو فلاحي رياست بينادي تصور او سائنسي طاقت لري او هيله کېدې شي چې هغوي ئې هم مخه ونيسي. پاکستان کښې يواځې صوبه سندهـ )چې هلته جمهوري حکومت د اولس پۀ رايه جوړ شوے دے او خپلې کومې فېصلې د پاره د “چا” د سترګو اشارې ته نۀ دے ناست( زړۀ ساتونکي اقدامات کړي دي چې د ستائينې وړ دي او دا هيله کېدې شي چې زر به هغوي هم دا وباء وتمبوي.

    د مارچ د مياشتې اخرۍ نېټې پورې مختلفو صوبو کښې د کورونا خورېدو اعداد و شمار پۀ دې ډول دي:

    دې لړ کښې د حکومت د کارکردګۍ او سنجيدګۍ اندازه دې نه لګېدې شي چې مونږ کله هم پۀ دغه اعداد و شمار د صحيح کېدو دعويٰ نۀ شو کولې – ولې؟ ځکه چې د محکمه صحت د ډائرېکټورېټ او د صحت وزارت چې کوم رپورټونه پۀ يوه ورځ پېش کوي، يو بل نه جدا وي. هغوي وائي، “دا فرق ځکه دے چې مختلف دفترونه مختلفو وختونو کښې مختلفه ډېټا وړاندې کوي” – يعني دوي پۀ دې هم نۀ پوهېږي چې اعداد و شمار کښې دغه فرق اولس کښې تشويش او غېر يقيني صورت حال پېدا کوي!!!

    حکومت چې کوم وړومبے اقدام کړے دے، هغه ئې تعليمي ادارې او د ښار دننه ابادۍ کښې “قرنطين مرکزونه” اعلان کړي دي. داسې قرنطين مرکزونه چې يو بنيادي ضروري سامان او سهولت هم نۀ لري. د صوبې د ټولو نه لوے هسپتال کښې هم دغه سامان او سهولتونه نشته. د صحت نظام چلوونکے د امريکې ؤ، امريکه کښې ناست دے. اوس چې د خطرې ټلۍ غږېدله او د منټونو پۀ حساب د کورونا متاثرينو او مړو کښې اضافه کېږي، حکومت دې کښې نښتے دے چې با جماعت نمونځ د پاره به د څو کسانو راتلو اجازت وي او د تبليغي جماعت حضرات د خداے مېلمانۀ دي!!! حال دا چې سعودي عرب د حج عمرې د پاره د خداے مېلمنو ته معذرت وړاندې کړو او مکه مدينه د نامعلومه وخت د پاره بند کړے شول. دا صحيح انساني او مذهبي اپروچ دے.

    دې حالاتو کښې د خوراک څښاک د سامان رسد لويه مسئله ګرځېدلې ده او حکومت پۀ دې کښې ناکامه دے چې رېټونه پۀ ځاے وساتي. د اوړو/ غنمو د بحران پۀ اړه د وزيراعليٰ ]خېبر پښتونخوا[ مشير اجمل وزير وائي، “د اوړو بحران نشته – صوبې سره د مۍ تر اخره د غنمو ذخيره هم شته او پنجاب نه د اوړو سپلائي هم جاري ده.” هم پۀ دغه ورځ هائيکورټ کښې د اوړو د قلت پۀ حواله د يو درخواست ځواب کښې د صوبې اېډوکېټ جنرل شمائل احمد بټ وائي، “د اوړو قلت سره ځکه مخ يو چې د کورونا پۀ وجه د بندېزونو لۀ امله پنجاب نه سپلائي بنده ده.” يعني؟ يعني دا چې هېڅ سنجېدګي، هېڅ مشاورت، هېڅ انتظامات او هېڅ منصوبه بندي نشته.

    دې حالاتو کښې د “ټائيګر فورس” اعلان کول يوه بله نا اهلي ده – کۀ حکومت کښې لږ هم د سوچ او فکر ماده وه او هغه پۀ خپله منصوبه بندۍ کښې “خپلواکه” ؤ او ګوډاګے نۀ ؤ نو بلدياتي نمائندګان چې تېره دوره کښې ئې فعال کردار ادا کړے ؤ، “دغه ذمه وارۍ” به ئې دغه نمائندګانو ته سپارلې وې. حکومت د خپلې وېرې نه بلدياتي انتخابات ځکه نۀ کوي چې هغۀ ته پته ده، فوج د وېلېج کونسل او نيبرهوډ پورې دوي د پاره دهاندلي نۀ شي کولې. دې تناظر کښې د سياسي ګوندونو لۀ خوا دا مؤقف چې “کورونا يوه وباء ده او مونږ پۀ دې مسئله سياست نۀ کوو”، به يو ډېر غېر سياسي، غېر جمهوري او غېر تعميري سوچ وي. څنګه چې کورونا يوه وباء ده، هم دغسې دهشتګردي هم يوه وباء ده، هم دغسې د ملک پۀ ادارو د فوج قبضه هم يوه وباء ده، هم دغسې خپلې پاليسۍ، اقتصاد او نرخنامې اٰئي اېم اېف، اېشين ډوېلپمنټ بېنک او ورلډ بېنک ته سپارل يا خپل داخله او خارجه امور د ډالرو/ ينونو/ پونډونو/ ريالونو/ درهمونو سره ګاڼه کول هم يوه وباء ده، هم دغسې د تزويراتي پاليسيو د پاره مذهب حقانيانو، رضوانيانو، good/bad طالبانو او طارق جميلانو ته پرېښودل هم وباء ده او هم دغسې د اقبال لاهوري د خوب “الزبتهي”، د طاهر القادري د خوب “جنرل پاشائي” او د بشريٰ مانيکا د خوب “فوجي” تعبيرونه تشهيرول هم وباء ده.

    وخت اوس هم دے چې زاړۀ بلدياتي نمائندګان د دياړيمارو او بې وسه خلکو د “راشن فراهمۍ بندوبست” د پاره بحال کړے شي. څو مياشتې وړاندې چې د فوج وزيراعظم خپلې تنخوا کښې پۀ کوم جواز لکهونه اضافه کړې ده، ایا د دغه جواز پۀ بنياد غريبانانو د پاره دوه زره (2,000) روپۍ مياشت ايښودل سم دي؟ دا ملنډه نۀ ده؟ د کورونا وباء تناظر کښې اٰئي اېم اېف د څلوېښت (40) کروړه ډالرو اضافي امداد، اېشيائي ترقياتي بېنک د شل (20) لکهه ډالرو او ورلډ بېنک د نولس (19) کروړه ډالرو اعلان کړے دے. دې سره “کورونا ريليف فنډ” هم قائم کړے شوے دے او بېلا بېل ملکي او بهرني ادارې او افراد هم مرستې کوي. دې سره د سياسي ګوندونو ذيلي څانګې هم دې لړ کښې خپلې هلې ځلې کوي. کۀ سياسي ګوندونه د کورونا پۀ حواله د حکومت رهنمائي نۀ کوي او پۀ انتظاماتو او راتلونکو فنډونو پۀ حواله خبره و نۀ کړي، يقين وکړئ دا پېسې به هم لکه د ډېم فنډ يا خو پۀ چايو بسکټو توې شي، يا به سنېټائرزر جوړولو او “اپرېشن ضد الکرونا” کښې بې اٰډټه خرچ شي.

     

  • د باچا خان او ولي خان بابا تلينونه او ګواښېدلے کال 2020 – اداريه

    نوے کال 2020 – د باچا خان دوه دېرشم او د ولي خان بابا څوارلسم تلين – پښتنو چې وئيل ‘نۀ شل کېږي’ نو شل کاله وړاندې نولسمه شل شوې وه او سږ کال د شلمې هغه نولس هم شل شوه – چې ‘شل شوه’ نو ګنې پښتانۀ پۀ غلطه وو چې وئيل ئې ‘نۀ شل کېږي’؟

    نه! پښتانۀ پۀ وئيلو کښې پۀ غلطه نۀ وو چې ‘نۀ شل کېږي’، ځکه چې شل کېدل د کلونو مياشتو او ورځو پۀ شمار نۀ ده؛ ‘شل کېدل’ نتيجه ده – څوک د شين مسلم ليګي برګ زوزاد دې نۀ مني، خو حقيقت دا دے چې د باچا خان د مفکورې او پۀ دغه مفکوره روانې د ولي خان بابا د سياسي تګلارې نه بغېر نۀ شل کېږي.

    دنيا چې د 2019 نه 2020 ته ګام واړولو نو حالات څۀ دي؟

    پۀ ملک کښې د امن پۀ حواله خبره نۀ کوو. تېره مياشت “پښتون” کښې پۀ دغه اړه د اداريې “اداريه” پاڼې تکې تورې چاپ کړې شوې وې، تبصره نۀ وه ]پۀ دغه “اداريه” د راغلي يو ځوان خط مو دې ګڼه کښې ځواب کړے دے[ – د اولسواکۍ او جمهوريت به دومره ووايو چې د اولسي ووټ پۀ ذريعه د انتخاب (Election) پۀ ځاے فوج، عدالت، احتساب کمېشن او الېکشن کمېشن پۀ ټګۍ ټورۍ او Selection يو داسې حکومت راوستے دے چې د اولس د اړخه پۀ ځان هېڅ ذمه واري نۀ ګڼي. پۀ اسمبلۍ کښې د څۀ پارلېماني ذمه وارۍ پۀ ځاے پۀ ارډيننسونو حکومت چلوي او د خپلو مهربانو ادارو نازونه هم پۀ پوره قومي سترګو تر سره کوي – احتساب تر دې دمه د يو tool پۀ توګه لکه د را روان روايت استعمالېږي او د يو بِل پۀ ذريعه دا خبره تر دې يقيني کړې شوې ده چې د وزيراعظم نه تر مشير ادنٰي پورې د حکومت څرګند کرپشن به هم تله کښې نۀ ايښودے کېږي؛ خو هغه خلق چې د حکومت برخه نۀ ده، يا د حزب اختلاف سره تړون لري، هغوي د تېر يو نيم کال نه پۀ “جوډيشل رېمانډ” کښې ګېر دي – د دغه کېسونو پۀ نوعيت به نوره څۀ خبره وشي، دومره بس ده چې لا تر دې دمه پرې “فردِ جرم” هم عائد شوے نۀ دے.

    دې موده کښې تر ټولو مهمې دوه واقعې چې مونږ ئې د “شل کېدو” د سرنامې سره تړو، يوه واقعه پخواني ډکټېټر جنرل پروېز مشرف ته د ارټيکل شپږم سره سم د پهانسۍ سزا اورول دي او دوېمه د اٰرمي چيف جنرل باجوه پۀ مدتِ ملازمت کښې توسيع ده. عدالت چې دغه سزا واوروله نو د فوج لۀ خوا پرې يو پرېس ريليز (206/2019)  د ټويټ تر لارې راغلو چې:

    Rawalpindi, 17 December 2019: The decision given by special court about General Pervez Musharraf, Retired has been received with lot of pain and anguish by rank and file of Pakistan Armed Forces. An ex-Army Chief, Chairman Join Chief of Staff Committee and President of Pakistan, who has served the country for over 40 years, fought wars for the defense of the country can surely never be traitor.

    The due legal process seems to have been ignored including constitution of special court, denial of fundamental right of self-defense, undertaking individual specific proceedings and concluding the case in hast.

    Armed Forces of Pakistan expect that justice will be dispensed in line with Constitution of Islamic Republic of Pakistan.

    دغه پېغام کښې چې د کومې څړيکې او بې قرارۍ (pain and anguish) شدت ښودلے شوے دے، او بيا عدالت ته وئيلے شوي دي چې “انصاف نۀ دے شوے” – عدالت ته ګوته څنډلې شوې ده چې “ښۀ دې نۀ دي کړي” او پۀ قوم زباد شوے دے چې “څلوېښت کاله جنګېدونکے غدار نۀ شي کېدے” – نو جنګونه جوړوونکي او بيا جنګونه کوونکي غداران نۀ شي کېدے، د جنګونو مخه نيوونکي او د سياست تر لارې مسئلې منځ نه وړونکي غداران کېدے شي؟ فوجي غدار نۀ شي کېدے او سياسي غدار کېدے شي؟ ائين د پښو لاندې چقوونکي غداران کېدے نۀ شي او ائين جوړوونکي، ائين ته تسليم شوي او ائين چلوونکي غداران کېدے شي؟ نه خانه نه! تېروتے يې!!! عوامي نېشنل پارټۍ لکه د نورو جمهوريت پاله سياسي ګوندونو د عدالت د دغه فېصلې حمايت هم کړے او ملي مشر اسفنديار ولي خان پرې دا هم زياته کړې وه چې کۀ پۀ ماضۍ کښې دغسې فېصلې شوې وې نو امکان ؤ چې بيا چا ائين ته سپک کتلي نۀ وے.

    دوېمه واقعه کښې د فوج د احسانانو د پيټي لاندې منجوڼيا پروت وزير اعظم هسې خو پۀ بهترينه اقتصادي او معاشي خدماتو اٰرمي چيف ته extension ورکړے ؤ خو د دښمن ملکونو د پام بدلولو د پاره او دې د پاره چې “تبديلي” د نظره نۀ شي، د اېکسټنشن سبب ئې سيمئيز حالات ښودلي وو. پۀ دې غږ پورته شو، خبره عدالت ته شوه او عدالت پارلېمنټ ته پۀ سر کېښوده.

    د رياست د جبر او غېر جمهوري رويو نه مړه خوا سياسي کارکنان پۀ دې طمع وو چې سياسي ګوندونه به د دغه بِل سکوټ مخالفت وکړي – خو سياسي ګوندونه يو شمېر جمهوري او ائيني ذمه وارۍ لري چې دغه لړ کښې هغوي صرف د زړونو سپکولو روزګار نۀ شي کولے. سياسي ګوندونه نۀ خو فريلانس سياست کوي او نۀ د خپلې اوږدې سياسي تجربې پۀ بنياد شخصي کېتهارسس سره لکه د ازادو غړو مقبوليت پسندۍ ته شنۀ کښېناستے شي. بله نکته د غټو مرکز-پاله سياسي ګوندونو ده – د هغوي کړې فېصلې پۀ غېر-مرکزيت سياست کوونکو ګوندونو باندې اثر اندازه کېږي. دا ګوندونه د مرکز-پاله ګوندونو سره د شراکت تر لارې د خپل منشور د نکاتو سر ته رسولو کوشش کوي. نزدې تاريخ کښې پۀ دې حواله مونږ صرف او صرف د عوامي نېشنل پارټۍ مثال ورکولے شو ]خېبر پښتونخوا کښې پۀ تېر پارلېماني tenure کښې د تحريک انصاف، قومي وطن پارټۍ او جماعت اسلامي ټرائيکا هم خپل ځانونه مثال له وړاندې کولې شي خو اصلاً دغه درې واړه ګوندونه خپل داخل کښې مرکز-پاله دي او د پاکستانۍ اصطلاح سره سم “صوبائي” مفادات هغوي د پاره کله هم ترجيح نۀ وي[. سياسي ګوندونو پۀ دې جواز چې اختيارات د شخصي ادارې او چوڼېدلې (selected) کابينې نه پارلېمان ته منتقل کېږي، د دغه بِل حمايت وکړو.

    عوامي نېشنل پارټۍ چې څنګه د فوجي ډکټېټر پروېز مشرف باره کښې د سپريم کورټ د فېصلې هرکلے کړے ؤ، هم دغسې ئې د جنرل باجوه پۀ ملازمت کښې د توسيع مخالفت کړے ؤ. خبره چې  پارلېمان ته يوړې شوه نو د کومې مقبوليت پسندۍ او د کوم کېتهارسس پۀ ځاے ئې د سياسي تحمل، تجربې او تجزيې رڼا کښې د بِل د حمايت اعلان وکړو. د جنرل باجوه د اېکسټنشن تار دومره لرې پورې “وغځولے شو” چې کومه د ائين د ماتولو او د ارټيکل شپږم پۀ وجه د جنرل مشرف د پهانسۍ د سزا فېصله وه، هغه ډېره لرې پس منظر ته “يوړې شوه” – د مېږي کور د ويره نۀ خالي کېږي، حادثې به نورې هم وشاربلې شي او دغه قيصه به هم دغسې پس منظر کښې “وساتلې شي”.

    تېره لسيزه کښې د سوشل ميډيا تر لارې د جوړو شوو سياسي نفسياتو نظر کښې ساتلو سره مونږ د ګوند مشرانو ته دا وړانديز کوو چې د داسې قسم مسئلو پۀ حقله د يو پرېس ريليز (Press Release) پۀ ځاے يو باقاعده پرېس کانفرنس (Press Conference) کوي – کۀ د وخت د نشتوالي لۀ کبله دا ممکنه نۀ وي، بايد د “امن ټي وي” تر لارې د ګوند يو ذمه وار ويډيو پېغام جاري کوي او خپل موقف پښتنو ته ډاګيز کوي )لکه څنګه چې پۀ يو شمېر ملکي او صوبائي مسئلو شوي دي(. د پرېس ريليز څلور پينځۀ کرښې کافي نۀ دي.

    د دغه بِل حمايت يا مخالفت کول لويه خبره نۀ ده – کۀ جنرل باجوه لاړ شي نو کوم داسې نوابزاده نصر الله خان به اٰرمي چيف شي؟ خو بل يو جرنېل به راځي کنه!!! لويه خبره دا ده چې د ملک د ټولو نه منظمې، پروفېشنل، شتمنې، کارخانه دارې، جاګيردارې او با اختياره ادارې “فوج” تسليم کړل چې دغه ادارې د خپلو ائيني ذمه واريو پۀ ځاے د نورو دلچسپيو، ترجيحاتو او معاملاتو پۀ وجه دا صلاحيت بائيللے دے چې next in command راشي او چارج واخلي!!! د پاکستان نوي کېدو (1971) نه پس اتۀ دېرش (38) کاله کښې اتۀ (8) جرنېلان بدل شوي، پکار ديارلس (13) وو؛ او لس (10) وزيراعظمان بدل شوي چې پکار اووۀ (7) وو – وزير اعظمانو کښې هم د هاغه وړومبي او د دې اوسني پۀ شان حېثيت د ظفر الله جمالي، شجاعت حسېن، شوکت عزيز او ميا محمد سومرو هم ؤ. د جنرل باجوه اېکسټنشن او د second in command نشتوالے ښائي چې کۀ هر څومره وخت واخلي، خو اوښ به پۀ کومه ډډه کښېني!!!

    د ادارو غېر فعاليت او د پارلېماني رويو د قتل سياسي اثرات يو اړخ ته، پۀ اولس ئې نېغ پۀ نېغه اثرات د ګرانۍ صورت کښې مخې ته ولاړ دي. د دومره ټېکسونو زياتولو، د قيمتونو دومره خېژولو او د دومره قرضو اخستلو باوجود عام اولس د پاره څۀ ريليف ولې نشته؟ دا پۀ اربونو ډالرې چې د اٰئي اېم اېف، ورلډ بېنک، اېشين ډوېلپمنټ بېنک او نورو عالمي ادارو نه راځي؛ کومې “کندې” ته پرېوځي؟ دا چې کهربونه روپۍ د مالګې نه د اوړو او غوړو، چينو، سبزيو، ډيزلو، پټرولو، ګېسونو او تر دې چې دوايانو کښې د ګرانۍ پۀ ذريعه حکومت را ټولوي، تپوس کولے شو چې دا کوم تاترين کښې غورځېږي؟

    د “بوټ کو عزت دو” trend راتلو سره به د چا خيال وي چې ګنې د “ووټ کو عزت دو” بيانيې خپل اثر وبائيلود، د “بوټ” ټرېنډ هم ښکاري چې د سياسي ګوندونو د بيانیې ملاتړ کوي – جنګ د سياسي او غېر سياسي رويو او د جمهوري او غېر جمهوري قوتونو تر منځه دے – د فوج د خپلو سياسي “وِنګونو” نه علاوه کۀ کوم سياسي ګوندونه خولۀ پرانيزي نو د احتساب او عدالت پۀ لار ورسره خبرې کېږي، عوامي نېشنل پارټۍ ته خو بې د څۀ وخت ضائع کولو د غېر رياستي عناصرو threat alerts جاري شي – پۀ سياسيانو افرين چې بيا هم پۀ شا نۀ ځي – هو! ځينې وخت مات شي خو اوس پۀ هره جنډه کښې خو د باچا خان د دعوې سرۀ نۀ دي کنه!!!

    افغانستان کښې د حالاتو سره د ايران خبره هم )خداے مۀ کړه( غبرګېږي – د ايراني کمانډر قاسم سلېماني پۀ ډرون حمله کښې وژنې نه پس ايران او امريکه يو بل ته تېرۀ شوي او يو شمېر ګواښونه ئې يو بل ته کړي دي. پۀ ايران کښې يو ډول خاص “پاسدارِ انقلاب” جذباتيت دے چې پۀ شا ئې د يورپ د تېلو ضرورت پروت دے، امريکا کښې د عمران خان غوندې ټرمپ پۀ کرسۍ ناست دے او د هغۀ د سترګو اشارې ته د شيعه وهابي لمبه د سياسي اختلاف پۀ سيوري ناسته ده!!! د کوم شور اوچتېدو سره ممکنه ده چې اور ئې )بيا خداے مۀ کړه( خور شي.

    نوے کال 2020 – د باچا خان دوه دېرشم او د ولي خان بابا څوارلسم تلين – د باچا خان د مفکورې او پۀ دغه مفکوره روانې د ولي خان بابا د سياسي تګلارې نه بغېر “شل کېدې نۀ شي”. د باچا خان مفکوره عدم تشدد دے، بشر دوستي ده، صنفي مساوات دي، پۀ اختيار کښې د اولس د “ووټ” تر لارې شراکت دے، پۀ وسائلو د فطري اختيار لاس ته راوړل دي – د دغه مفکورې د عملي کولو د پاره د ولي خان بابا سياسي تګلاره اولس له تلل دي، سياسي عمل دے، پارلېمان دے – دا يو مسلسل جنګ دے خو پۀ لنډه ساه نۀ کېږي، دا “د صبر جنګ” دے – دا جنګ سياسي اپروچ، اوږده ساه، پارلېماني رويه، ستراتيژيکل تربيت، سنجېدګي، عالمان او پوهان غواړي.

    مونږ وينو چې اولس کښې سياسي شعور پراختيا مومي – اولس د هرې ټګۍ د مختلفو رنګونو د ليدو نه پس د غېر سياسي، وقتي او جذباتي نعرو نه بېزاره کېږي. هغه د اسفنديار ولي خان خبره، “څوک به نور څو ځله انتخابات highjack کړي، څو ځله به پولنګ سټېشنونه محاصره کړي، څو ځله به دومره لوے شمېر کښې دهاندلي وکړې شي؟ پينځۀ کاله، لس کاله، پينځلس کاله؟

    د قامي شعور، سياسي ادراک او جمهوري رويې سره نوي کال ته هرکلے وايو.

  • پۀ افغانستان کښې د “خپلواکۍ” او “امن” پۀ حق کښې رايه – اداريه

     

    پۀ کابل کښې د لر او بر افغان شريکه ملي ناسته

    پۀ کوئټه کښې د “طالبانو د اسلامي امارت” پۀ پښو کښې د “احمد شاه بابا د پټکي” غورځول

    افغانستان کښې انتخابات تر سره شول. دا هغه بختوره ورځ وه چې د دې سپېره کولو د پاره لارې ستړې کړې شوې. کله د مؤقت حکومت جوړولو وړاندیزونه، کله د طالبانو سره شوو مذاکراتو کښې د دې د ځنډولو شرطونه او کله د بمي چاودنو لۀ لارې اولسونه ډارول – خو بیا هم پۀ افغانستان کښې انتخابات تر سره شول؛ افغانانو د استعماريت، بلواکۍ او ترهګرۍ خلاف خپل شريک او يواځيني کانديد “خپلواک افغانستان” ته رايه ورکړه.

    افغان اولس پۀ انتخابي کمپاین کښې پرانستې او پراخه برخه واخسته. کاندیدان هغو سیمو ته هم کمپاین ته لاړل چې د “ټیویګانو” )میډیا( لرونکو ګاونډیانو به سقوط شوې سیمې بللې او ښودلې. پروسکال پۀ ټاکنو کښې صفي الله نومې یو ځوان نه طالبانو پۀ ووټ اچولو د ښي لاس شنه شوې ګوته غوڅه کړې وه، سږ کال صفي الله د کیڼ لاس ګوته پۀ ووټ اچولو شنه کړه او وې وئیل، “کۀ دا ټولې ګوتې مې غوڅې شي، بیا به هم ووټ له راځم” – یو اتیا کلن بابا خپل بچي پۀ اوږه راوړے ؤ – شلیان پۀ خړپوسو راغلي وو – یو کور ته افغان سرتېرے شهید راوړے شوے ؤ، ټولې کورنۍ د هغۀ لاسنیوه پرېښې ووټ ته راغلې وه – یعني افغانانو پرېکړه کړې وه چې انتخابات به کوو. دا انتخابات افغانانو ښځو نرو، پېغلو زلمو، ځوانانو زړو پۀ یواځې سر وکړل، دنیا ورسره نۀ وه ولاړه. دې انتخاباتو کښې مونږ هغه ویاړلے او “لېونے” افغانستان ولیدو چې مونږ پرې تل “سپینې کونترې” پۀ الوتو لیدلې دي.

    د ټاکنو رسمي نتیجې لرې نۀ ده چې راشي – دا وخت افغانانو وګټله، دا وخت افغانستان وګټله، دا وخت سپینې کونترې وګټله، دا وخت د امن مطالبې وګټله؛ دا وخت جنګ، جنګپلویانو، جنګسالارانو او جنګیالانو وبائیلله.

    افغانستان کښې لۀ تېرو پینځلس کلونو ټاکنې هم دغسې د بمونو د دړکې پۀ سیوري کېږي خو دا ټاکنې ځکه ډېر ارزښت لري چې دنیا نۀ غوښتله وشي. د جنګ نه مرور افغانان ودرېدل او د خپل سرنوشت پۀ خپله د لیکلو پرېکړه ئې وکړه؛ هغه انتخابات چې ځنډول کېدل، وشول.

    د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته اولس، سیاست او عسکر د طالبانو د خواهش پۀ ضد ودرېدل او نړۍ ته ئې ډېر روڼ او څرګند پېغام ورکړو چې مونږ جنګ، جنګپلویان، جنګسالاران او جنګیالیان مسترد کړل. هغوي دنیا ته ووئیل چې مونږ طالبانو ته هېڅ جواز، هېڅ حېثیت او هېڅ حق نۀ ورکوو.

    د ډیورنډ کرښې راپورې غاړې ته د کوئټې د طالبانو شوريٰ پۀ سپینه ورځ کوئټه کښې عدالت ولګولو او د یوې قبیلوي جګړې فېصله ئې پۀ یو کروړ اویا لکهه پاکستاني روپیو وکړه. د طالبانو “اسلامي امارت” ته “اسلامي جمهوریۀ پاکستان” کښې دومره طاقت او حېثیت حاصل دے چې د ښکرورو قبیلوي جرګو، “عدالتِ عظمٰي” او د دهشتګردۍ پۀ ضد د اپرېشنونو د دعوې پۀ موجودګۍ کښې هم دربار لګوي او فېصلې صادروي!!!

    طالبانو د پښتنو روایتي جرګه د ټوپک پۀ شپېلۍ ځان ته کښېنوله او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرکزي صدر محمود خان اڅکزي لۀ ورور ډاکټر حامد خان اڅکزي سره اېم پي اے نصر الله زېري، سنېټر سردار شفیق ترین، سردار مصطفٰي خان ترین، لیاقت اغا او عبدالرحیم زیارتوال د “امارت” دغه جرګې ته اختیار “وسپارلو”!!! یو پښتون قامي ګوند د طالبانو “امارت” ته سرېنډر (Surrender) شو!!! د کوئټې د ملکيت پۀ سر د محکوم بلوچ قام خلاف پۀ کلونو کلونو کرکژن سياست کوونکي ګوند د “شالکوټ” يا “احمدشاه بابا د پټکي” ملکيت “امير صاحب مبارک” ته وسپارلو. د وخت د لېــونو ګــوتو جــرأته! دا څۀ ویــنم؟

    پړدې دي چې نړېږي او سترونه چې ماتېږي

    د طالبانو د باچا خان د نوم او د باچا خان د ګوند سره دښمني پۀ “امین” پټ یا څرګند وئیلو خو نۀ ده – دا دښمني پۀ دې ده چې د باچا خان ګوند “عوامي نېشنل پارټي” طالبانو ته سرېنډر نۀ شوه. هغوي د طالبانو د تشدد او جنګ د بیانیې پۀ ضد ودرېدل او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. عوامي نېشنل پارټۍ د طالبانو مشروعیت و نۀ منلو او د دې قیمت ئې پۀ خپلو وینو ورکړو، کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدله او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. دغه تېرو ورځو کښې د افغانستان اولس هم کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدو او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله” – مقابله د څۀ ده؟ جنګ د څۀ دے؟ – د نۀ سرېنډر کېدو نۀ دستبردار کېدو جنګ.

    پرون چې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د طالبانو مشروعیت ومنلو نو دا ئې څۀ پېغام ورکړو؟ دوي طالبانو ته و نۀ وئیل چې مونږ ستاسو “یو کروړ اویا لکهه” منو، “پینځۀ مشینان” منو، “فېصله” منو او “امارت” منو؟

    سیاست سوال د Legitimacy دے، سياست د ماوراء ائین مزاحمت دے، سیاست ځواب د اولسي غوښتنې د تر سره کولو دے. د “اسلامي جمهوریۀِ پاکستان” لۀ خوا د طالبانو “اسلامي امارت” ته د حاصل قبولیت پۀ رسمي توګه د تسلیم کولو اعلان هم د “امارت” د دغې فېصلې پۀ منلو داسې دے لکه چې “قامپرست ګوند” دغه “امارت” ته ووئیل،

    “ہماری اور آپ کا پالیسی ایک ہے، طالبان پنجاب میں حملے نہ کریں!”

    پنجاب ته د حملو کولو لار عوامي نېشنل پارټۍ هم نۀ ورکوله. عوامي نېشنل پارټۍ دا شرط نۀ منلو چې ګنې یو چا ته سرېنډر شي او د بل چا د مرګ اجازت ورکړي – د “امارت” د کوئټې “پاکستانۍ شوريٰ” ته لاره ورکړې شوې ده او مونږ تپوس کوو چې “لاره د چا خلاف ورکړې شوه؟ د چا خلاف ‘امارت’ سره اتحاد وکړے شو؟”

    تېره میاشت پۀ کابل کښې د “افغان امن کانفرنس” پۀ نامه د لر او بر افغانانو شریکه ملي ناسته وشوه. ملي مشر اسفندیار ولي خان د دې کانفرنس مشري وکړه.* دا کانفرنس د انتخاباتو نه څو ورځې وړاندې ؤ. د افغانستان زمکه لږه زیاته توده وه نو ځکه ځینې “قامي مشرانو” پۀ دغه توده زمکه قدم نۀ ايښودو، ځینې “قامي مشرانو” د کانفرنس د “وزن” کمولو کوشش وکړو او ځینې ئې نېغ پۀ نېغ پۀ مخالفت نۀ کولو هم “مخالفت” ته، پۀ نۀ ورتلو سره ودرېدل.

    مونږ ولیدل چې پۀ یو داسې وخت کښې چې دنیا د خېر غونډۍ ته وختله او د افغانیت دعوې کوونکو هم څادرې او پېنڅې څنډلې، پښې ئې سپکې کړې؛ د پښتنو د ملي ګوند ملي مشر اسفندیار ولي خان “د خپل زلمي شهید” راشد حسېن د پلار میا افتخار حسېن او “د خپل سپین ږیري شهید” خان جېلاني خان د زوي اصغر خان اڅکزي سره دغه کانفرنس ته حاضر شو. افغانستان ولیدل چې “د امن سفیران” د باچا خان بچي د بمونو شور، لوخړو او د بارودو وږم کښې هم کابل ته راغلل او د افغانستان پۀ اوږه ئې د تسلۍ لاس کېښودو.

    دا څو خبرې د امن د دعوې خبرې دي – دا څو خبرې د پاکستان د طالبانو د کوئټې شوريٰ ته د نۀ سرېنډر کېدو خبرې دي – دا څو خبرې د سوکاله او خپلواکه افغانستان د پاره د ودرېدو خبرې دي – دا څو خبرې دي چې د دې د منځ نه وړلو د پاره “نېشنلیانو” خپل سرونه ځار کړل خو دستبردار نۀ شول، سرېنډر نۀ شول.

    * د کانفرنس روداد، اعلامیه او د ملي مشر وېنا دې ګڼه کښې ځان له راپور لري.

    د اقوام متحده اجلاس او پۀ کشمیر د پاکستان دریځ

    پۀ پینځم اګست (2019) هندوستان د کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو او هم پۀ دې ورځ خېبر پښتونخوا کښې د یو ارډیننس تر لارې باضابطه مارشل لاء ولګولې شوه – دا وخت خېبر پښتونخوا کښې ائین معطل دے – دا وخت خېبر پښتونخوا Under Martial Law ده.

    د کشمیر پۀ اړه د هند لۀ خوا د “اټوټ انګ” او پاکستان لۀ خوا د “شه رګ” دعوې کېدې، پاکستان به بیا هم دعويٰ کوي – خو مونږ همېشه د کشمیر شخړه د مذاکراتو تر لارې، د خبرو اترو تر لارې او د کشمیر د اولس د خوښې تر لارې د حل کولو دریځ لرلے دے. د پاکستان د اسټېبلشمنټ پۀ مرضۍ د جوړ شوي حکومت کومه فېصله هم د پارلېمان نه راغلې نۀ ده او ځکه د څۀ بحث کولو او وخت ضائع کولو پۀ ځاے ئې لنډه پۀ دې غورڅوو چې:

    پاکستان ته پۀ سیکیورټي کونسل کښې د کشمیر مسئله اوچتولو د پاره د نولسم ستمبر (2019) پورې وخت ؤ او دې د پاره شپاړس (16) ووټونه پکار وو. پۀ یوولسم ستمبر د خارجه چارو وزیر شاه محمود قرېشي ووئیل چې پنځوسو (50) نه زیات ملکونه به د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د موقف حمایت کوي. پۀ دولسم ستمبر وزیر اعظم د خارجه وزیر د دعوې پخلاوے وکړو او وې وئیل چې سیکیورټي کونسل کښې به اتۀ پنځوس (58) ملکونه د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د دریځ حمایت کوي. نولسم (19) ستمبر راغلو او پاکستان شپاړس (16) ووټونه هم پوره نۀ کړے شول – صرف او صرف شپاړس ووټونه – دا ووټونه پاکستان کښې نۀ وو نو چې د فوج پۀ موجودګۍ کښې ئې پۀ “سلېکټډ” د بندېز لګوونکي ډپټي سپیکر ټوکرۍ ته شپږ پنځوس زره (56,000) ووټونه اچولي وو.

    پۀ کشمیر د پاکستان د اسټېبلشمنټ او د ګوډاګي وزیر اعظم “ټول دریځ” دې دوو اخباري سرخیو کښې دے:

    • لڑنے کے لئے کشمیر جانے والا پاکستان اور کشمیریوں کا دشمن ہوگا، عمران خان – ۱۹ ستمبر ۲۰۱۹
    • کشمیریوں کے ساتھ کھڑے ہونا جہاد ہے، عمران خان – ۳۰ ستمبر ۲۰۱۹

    پۀ افغانستان کښې د “خپلواکۍ” او “امن” پۀ حق کښې رايه

    پۀ کابل کښې د لر او بر افغان شريکه ملي ناسته

    پۀ کوئټه کښې د “طالبانو د اسلامي امارت” پۀ پښو کښې د “احمد شاه بابا د پټکي” غورځول

    افغانستان کښې انتخابات تر سره شول. دا هغه بختوره ورځ وه چې د دې سپېره کولو د پاره لارې ستړې کړې شوې. کله د مؤقت حکومت جوړولو وړاندیزونه، کله د طالبانو سره شوو مذاکراتو کښې د دې د ځنډولو شرطونه او کله د بمي چاودنو لۀ لارې اولسونه ډارول – خو بیا هم پۀ افغانستان کښې انتخابات تر سره شول؛ افغانانو د استعماريت، بلواکۍ او ترهګرۍ خلاف خپل شريک او يواځيني کانديد “خپلواک افغانستان” ته رايه ورکړه.

    افغان اولس پۀ انتخابي کمپاین کښې پرانستې او پراخه برخه واخسته. کاندیدان هغو سیمو ته هم کمپاین ته لاړل چې د “ټیویګانو” )میډیا( لرونکو ګاونډیانو به سقوط شوې سیمې بللې او ښودلې. پروسکال پۀ ټاکنو کښې صفي الله نومې یو ځوان نه طالبانو پۀ ووټ اچولو د ښي لاس شنه شوې ګوته غوڅه کړې وه، سږ کال صفي الله د کیڼ لاس ګوته پۀ ووټ اچولو شنه کړه او وې وئیل، “کۀ دا ټولې ګوتې مې غوڅې شي، بیا به هم ووټ له راځم” – یو اتیا کلن بابا خپل بچي پۀ اوږه راوړے ؤ – شلیان پۀ خړپوسو راغلي وو – یو کور ته افغان سرتېرے شهید راوړے شوے ؤ، ټولې کورنۍ د هغۀ لاسنیوه پرېښې ووټ ته راغلې وه – یعني افغانانو پرېکړه کړې وه چې انتخابات به کوو. دا انتخابات افغانانو ښځو نرو، پېغلو زلمو، ځوانانو زړو پۀ یواځې سر وکړل، دنیا ورسره نۀ وه ولاړه. دې انتخاباتو کښې مونږ هغه ویاړلے او “لېونے” افغانستان ولیدو چې مونږ پرې تل “سپینې کونترې” پۀ الوتو لیدلې دي.

    د ټاکنو رسمي نتیجې لرې نۀ ده چې راشي – دا وخت افغانانو وګټله، دا وخت افغانستان وګټله، دا وخت سپینې کونترې وګټله، دا وخت د امن مطالبې وګټله؛ دا وخت جنګ، جنګپلویانو، جنګسالارانو او جنګیالانو وبائیلله.

    افغانستان کښې لۀ تېرو پینځلس کلونو ټاکنې هم دغسې د بمونو د دړکې پۀ سیوري کېږي خو دا ټاکنې ځکه ډېر ارزښت لري چې دنیا نۀ غوښتله وشي. د جنګ نه مرور افغانان ودرېدل او د خپل سرنوشت پۀ خپله د لیکلو پرېکړه ئې وکړه؛ هغه انتخابات چې ځنډول کېدل، وشول.

    د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته اولس، سیاست او عسکر د طالبانو د خواهش پۀ ضد ودرېدل او نړۍ ته ئې ډېر روڼ او څرګند پېغام ورکړو چې مونږ جنګ، جنګپلویان، جنګسالاران او جنګیالیان مسترد کړل. هغوي دنیا ته ووئیل چې مونږ طالبانو ته هېڅ جواز، هېڅ حېثیت او هېڅ حق نۀ ورکوو.

    د ډیورنډ کرښې راپورې غاړې ته د کوئټې د طالبانو شوريٰ پۀ سپینه ورځ کوئټه کښې عدالت ولګولو او د یوې قبیلوي جګړې فېصله ئې پۀ یو کروړ اویا لکهه پاکستاني روپیو وکړه. د طالبانو “اسلامي امارت” ته “اسلامي جمهوریۀ پاکستان” کښې دومره طاقت او حېثیت حاصل دے چې د ښکرورو قبیلوي جرګو، “عدالتِ عظمٰي” او د دهشتګردۍ پۀ ضد د اپرېشنونو د دعوې پۀ موجودګۍ کښې هم دربار لګوي او فېصلې صادروي!!!

    طالبانو د پښتنو روایتي جرګه د ټوپک پۀ شپېلۍ ځان ته کښېنوله او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرکزي صدر محمود خان اڅکزي لۀ ورور ډاکټر حامد خان اڅکزي سره اېم پي اے نصر الله زېري، سنېټر سردار شفیق ترین، سردار مصطفٰي خان ترین، لیاقت اغا او عبدالرحیم زیارتوال د “امارت” دغه جرګې ته اختیار “وسپارلو”!!! یو پښتون قامي ګوند د طالبانو “امارت” ته سرېنډر (Surrender) شو!!! د کوئټې د ملکيت پۀ سر د محکوم بلوچ قام خلاف پۀ کلونو کلونو کرکژن سياست کوونکي ګوند د “شالکوټ” يا “احمدشاه بابا د پټکي” ملکيت “امير صاحب مبارک” ته وسپارلو. د وخت د لېــونو ګــوتو جــرأته! دا څۀ ویــنم؟

    پړدې دي چې نړېږي او سترونه چې ماتېږي

    د طالبانو د باچا خان د نوم او د باچا خان د ګوند سره دښمني پۀ “امین” پټ یا څرګند وئیلو خو نۀ ده – دا دښمني پۀ دې ده چې د باچا خان ګوند “عوامي نېشنل پارټي” طالبانو ته سرېنډر نۀ شوه. هغوي د طالبانو د تشدد او جنګ د بیانیې پۀ ضد ودرېدل او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. عوامي نېشنل پارټۍ د طالبانو مشروعیت و نۀ منلو او د دې قیمت ئې پۀ خپلو وینو ورکړو، کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدله او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. دغه تېرو ورځو کښې د افغانستان اولس هم کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدو او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله” – مقابله د څۀ ده؟ جنګ د څۀ دے؟ – د نۀ سرېنډر کېدو نۀ دستبردار کېدو جنګ.

    پرون چې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د طالبانو مشروعیت ومنلو نو دا ئې څۀ پېغام ورکړو؟ دوي طالبانو ته و نۀ وئیل چې مونږ ستاسو “یو کروړ اویا لکهه” منو، “پینځۀ مشینان” منو، “فېصله” منو او “امارت” منو؟

    سیاست سوال د Legitimacy دے، سياست د ماوراء ائین مزاحمت دے، سیاست ځواب د اولسي غوښتنې د تر سره کولو دے. د “اسلامي جمهوریۀِ پاکستان” لۀ خوا د طالبانو “اسلامي امارت” ته د حاصل قبولیت پۀ رسمي توګه د تسلیم کولو اعلان هم د “امارت” د دغې فېصلې پۀ منلو داسې دے لکه چې “قامپرست ګوند” دغه “امارت” ته ووئیل،

    “ہماری اور آپ کا پالیسی ایک ہے، طالبان پنجاب میں حملے نہ کریں!”

    پنجاب ته د حملو کولو لار عوامي نېشنل پارټۍ هم نۀ ورکوله. عوامي نېشنل پارټۍ دا شرط نۀ منلو چې ګنې یو چا ته سرېنډر شي او د بل چا د مرګ اجازت ورکړي – د “امارت” د کوئټې “پاکستانۍ شوريٰ” ته لاره ورکړې شوې ده او مونږ تپوس کوو چې “لاره د چا خلاف ورکړې شوه؟ د چا خلاف ‘امارت’ سره اتحاد وکړے شو؟”

    تېره میاشت پۀ کابل کښې د “افغان امن کانفرنس” پۀ نامه د لر او بر افغانانو شریکه ملي ناسته وشوه. ملي مشر اسفندیار ولي خان د دې کانفرنس مشري وکړه.* دا کانفرنس د انتخاباتو نه څو ورځې وړاندې ؤ. د افغانستان زمکه لږه زیاته توده وه نو ځکه ځینې “قامي مشرانو” پۀ دغه توده زمکه قدم نۀ ايښودو، ځینې “قامي مشرانو” د کانفرنس د “وزن” کمولو کوشش وکړو او ځینې ئې نېغ پۀ نېغ پۀ مخالفت نۀ کولو هم “مخالفت” ته، پۀ نۀ ورتلو سره ودرېدل.

    مونږ ولیدل چې پۀ یو داسې وخت کښې چې دنیا د خېر غونډۍ ته وختله او د افغانیت دعوې کوونکو هم څادرې او پېنڅې څنډلې، پښې ئې سپکې کړې؛ د پښتنو د ملي ګوند ملي مشر اسفندیار ولي خان “د خپل زلمي شهید” راشد حسېن د پلار میا افتخار حسېن او “د خپل سپین ږیري شهید” خان جېلاني خان د زوي اصغر خان اڅکزي سره دغه کانفرنس ته حاضر شو. افغانستان ولیدل چې “د امن سفیران” د باچا خان بچي د بمونو شور، لوخړو او د بارودو وږم کښې هم کابل ته راغلل او د افغانستان پۀ اوږه ئې د تسلۍ لاس کېښودو.

    دا څو خبرې د امن د دعوې خبرې دي – دا څو خبرې د پاکستان د طالبانو د کوئټې شوريٰ ته د نۀ سرېنډر کېدو خبرې دي – دا څو خبرې د سوکاله او خپلواکه افغانستان د پاره د ودرېدو خبرې دي – دا څو خبرې دي چې د دې د منځ نه وړلو د پاره “نېشنلیانو” خپل سرونه ځار کړل خو دستبردار نۀ شول، سرېنډر نۀ شول.

    * د کانفرنس روداد، اعلامیه او د ملي مشر وېنا دې ګڼه کښې ځان له راپور لري.

    د اقوام متحده اجلاس او پۀ کشمیر د پاکستان دریځ

    پۀ پینځم اګست (2019) هندوستان د کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو او هم پۀ دې ورځ خېبر پښتونخوا کښې د یو ارډیننس تر لارې باضابطه مارشل لاء ولګولې شوه – دا وخت خېبر پښتونخوا کښې ائین معطل دے – دا وخت خېبر پښتونخوا Under Martial Law ده.

    د کشمیر پۀ اړه د هند لۀ خوا د “اټوټ انګ” او پاکستان لۀ خوا د “شه رګ” دعوې کېدې، پاکستان به بیا هم دعويٰ کوي – خو مونږ همېشه د کشمیر شخړه د مذاکراتو تر لارې، د خبرو اترو تر لارې او د کشمیر د اولس د خوښې تر لارې د حل کولو دریځ لرلے دے. د پاکستان د اسټېبلشمنټ پۀ مرضۍ د جوړ شوي حکومت کومه فېصله هم د پارلېمان نه راغلې نۀ ده او ځکه د څۀ بحث کولو او وخت ضائع کولو پۀ ځاے ئې لنډه پۀ دې غورڅوو چې:

    پاکستان ته پۀ سیکیورټي کونسل کښې د کشمیر مسئله اوچتولو د پاره د نولسم ستمبر (2019) پورې وخت ؤ او دې د پاره شپاړس (16) ووټونه پکار وو. پۀ یوولسم ستمبر د خارجه چارو وزیر شاه محمود قرېشي ووئیل چې پنځوسو (50) نه زیات ملکونه به د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د موقف حمایت کوي. پۀ دولسم ستمبر وزیر اعظم د خارجه وزیر د دعوې پخلاوے وکړو او وې وئیل چې سیکیورټي کونسل کښې به اتۀ پنځوس (58) ملکونه د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د دریځ حمایت کوي. نولسم (19) ستمبر راغلو او پاکستان شپاړس (16) ووټونه هم پوره نۀ کړے شول – صرف او صرف شپاړس ووټونه – دا ووټونه پاکستان کښې نۀ وو نو چې د فوج پۀ موجودګۍ کښې ئې پۀ “سلېکټډ” د بندېز لګوونکي ډپټي سپیکر ټوکرۍ ته شپږ پنځوس زره (56,000) ووټونه اچولي وو.

    پۀ کشمیر د پاکستان د اسټېبلشمنټ او د ګوډاګي وزیر اعظم “ټول دریځ” دې دوو اخباري سرخیو کښې دے:

    • لڑنے کے لئے کشمیر جانے والا پاکستان اور کشمیریوں کا دشمن ہوگا، عمران خان – ۱۹ ستمبر ۲۰۱۹
    • کشمیریوں کے ساتھ کھڑے ہونا جہاد ہے، عمران خان – ۳۰ ستمبر ۲۰۱۹

    پۀ افغانستان کښې د “خپلواکۍ” او “امن” پۀ حق کښې رايه

    پۀ کابل کښې د لر او بر افغان شريکه ملي ناسته

    پۀ کوئټه کښې د “طالبانو د اسلامي امارت” پۀ پښو کښې د “احمد شاه بابا د پټکي” غورځول

    افغانستان کښې انتخابات تر سره شول. دا هغه بختوره ورځ وه چې د دې سپېره کولو د پاره لارې ستړې کړې شوې. کله د مؤقت حکومت جوړولو وړاندیزونه، کله د طالبانو سره شوو مذاکراتو کښې د دې د ځنډولو شرطونه او کله د بمي چاودنو لۀ لارې اولسونه ډارول – خو بیا هم پۀ افغانستان کښې انتخابات تر سره شول؛ افغانانو د استعماريت، بلواکۍ او ترهګرۍ خلاف خپل شريک او يواځيني کانديد “خپلواک افغانستان” ته رايه ورکړه.

    افغان اولس پۀ انتخابي کمپاین کښې پرانستې او پراخه برخه واخسته. کاندیدان هغو سیمو ته هم کمپاین ته لاړل چې د “ټیویګانو” )میډیا( لرونکو ګاونډیانو به سقوط شوې سیمې بللې او ښودلې. پروسکال پۀ ټاکنو کښې صفي الله نومې یو ځوان نه طالبانو پۀ ووټ اچولو د ښي لاس شنه شوې ګوته غوڅه کړې وه، سږ کال صفي الله د کیڼ لاس ګوته پۀ ووټ اچولو شنه کړه او وې وئیل، “کۀ دا ټولې ګوتې مې غوڅې شي، بیا به هم ووټ له راځم” – یو اتیا کلن بابا خپل بچي پۀ اوږه راوړے ؤ – شلیان پۀ خړپوسو راغلي وو – یو کور ته افغان سرتېرے شهید راوړے شوے ؤ، ټولې کورنۍ د هغۀ لاسنیوه پرېښې ووټ ته راغلې وه – یعني افغانانو پرېکړه کړې وه چې انتخابات به کوو. دا انتخابات افغانانو ښځو نرو، پېغلو زلمو، ځوانانو زړو پۀ یواځې سر وکړل، دنیا ورسره نۀ وه ولاړه. دې انتخاباتو کښې مونږ هغه ویاړلے او “لېونے” افغانستان ولیدو چې مونږ پرې تل “سپینې کونترې” پۀ الوتو لیدلې دي.

    د ټاکنو رسمي نتیجې لرې نۀ ده چې راشي – دا وخت افغانانو وګټله، دا وخت افغانستان وګټله، دا وخت سپینې کونترې وګټله، دا وخت د امن مطالبې وګټله؛ دا وخت جنګ، جنګپلویانو، جنګسالارانو او جنګیالانو وبائیلله.

    افغانستان کښې لۀ تېرو پینځلس کلونو ټاکنې هم دغسې د بمونو د دړکې پۀ سیوري کېږي خو دا ټاکنې ځکه ډېر ارزښت لري چې دنیا نۀ غوښتله وشي. د جنګ نه مرور افغانان ودرېدل او د خپل سرنوشت پۀ خپله د لیکلو پرېکړه ئې وکړه؛ هغه انتخابات چې ځنډول کېدل، وشول.

    د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته اولس، سیاست او عسکر د طالبانو د خواهش پۀ ضد ودرېدل او نړۍ ته ئې ډېر روڼ او څرګند پېغام ورکړو چې مونږ جنګ، جنګپلویان، جنګسالاران او جنګیالیان مسترد کړل. هغوي دنیا ته ووئیل چې مونږ طالبانو ته هېڅ جواز، هېڅ حېثیت او هېڅ حق نۀ ورکوو.

    د ډیورنډ کرښې راپورې غاړې ته د کوئټې د طالبانو شوريٰ پۀ سپینه ورځ کوئټه کښې عدالت ولګولو او د یوې قبیلوي جګړې فېصله ئې پۀ یو کروړ اویا لکهه پاکستاني روپیو وکړه. د طالبانو “اسلامي امارت” ته “اسلامي جمهوریۀ پاکستان” کښې دومره طاقت او حېثیت حاصل دے چې د ښکرورو قبیلوي جرګو، “عدالتِ عظمٰي” او د دهشتګردۍ پۀ ضد د اپرېشنونو د دعوې پۀ موجودګۍ کښې هم دربار لګوي او فېصلې صادروي!!!

    طالبانو د پښتنو روایتي جرګه د ټوپک پۀ شپېلۍ ځان ته کښېنوله او د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مرکزي صدر محمود خان اڅکزي لۀ ورور ډاکټر حامد خان اڅکزي سره اېم پي اے نصر الله زېري، سنېټر سردار شفیق ترین، سردار مصطفٰي خان ترین، لیاقت اغا او عبدالرحیم زیارتوال د “امارت” دغه جرګې ته اختیار “وسپارلو”!!! یو پښتون قامي ګوند د طالبانو “امارت” ته سرېنډر (Surrender) شو!!! د کوئټې د ملکيت پۀ سر د محکوم بلوچ قام خلاف پۀ کلونو کلونو کرکژن سياست کوونکي ګوند د “شالکوټ” يا “احمدشاه بابا د پټکي” ملکيت “امير صاحب مبارک” ته وسپارلو. د وخت د لېــونو ګــوتو جــرأته! دا څۀ ویــنم؟

    پړدې دي چې نړېږي او سترونه چې ماتېږي

    د طالبانو د باچا خان د نوم او د باچا خان د ګوند سره دښمني پۀ “امین” پټ یا څرګند وئیلو خو نۀ ده – دا دښمني پۀ دې ده چې د باچا خان ګوند “عوامي نېشنل پارټي” طالبانو ته سرېنډر نۀ شوه. هغوي د طالبانو د تشدد او جنګ د بیانیې پۀ ضد ودرېدل او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. عوامي نېشنل پارټۍ د طالبانو مشروعیت و نۀ منلو او د دې قیمت ئې پۀ خپلو وینو ورکړو، کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدله او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله”. دغه تېرو ورځو کښې د افغانستان اولس هم کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ پۀ مېدان ودرېدو او دنیا “مقابلې ته کتل او حېرانېدله” – مقابله د څۀ ده؟ جنګ د څۀ دے؟ – د نۀ سرېنډر کېدو نۀ دستبردار کېدو جنګ.

    پرون چې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د طالبانو مشروعیت ومنلو نو دا ئې څۀ پېغام ورکړو؟ دوي طالبانو ته و نۀ وئیل چې مونږ ستاسو “یو کروړ اویا لکهه” منو، “پینځۀ مشینان” منو، “فېصله” منو او “امارت” منو؟

    سیاست سوال د Legitimacy دے، سياست د ماوراء ائین مزاحمت دے، سیاست ځواب د اولسي غوښتنې د تر سره کولو دے. د “اسلامي جمهوریۀِ پاکستان” لۀ خوا د طالبانو “اسلامي امارت” ته د حاصل قبولیت پۀ رسمي توګه د تسلیم کولو اعلان هم د “امارت” د دغې فېصلې پۀ منلو داسې دے لکه چې “قامپرست ګوند” دغه “امارت” ته ووئیل،

    “ہماری اور آپ کا پالیسی ایک ہے، طالبان پنجاب میں حملے نہ کریں!”

    پنجاب ته د حملو کولو لار عوامي نېشنل پارټۍ هم نۀ ورکوله. عوامي نېشنل پارټۍ دا شرط نۀ منلو چې ګنې یو چا ته سرېنډر شي او د بل چا د مرګ اجازت ورکړي – د “امارت” د کوئټې “پاکستانۍ شوريٰ” ته لاره ورکړې شوې ده او مونږ تپوس کوو چې “لاره د چا خلاف ورکړې شوه؟ د چا خلاف ‘امارت’ سره اتحاد وکړے شو؟”

    تېره میاشت پۀ کابل کښې د “افغان امن کانفرنس” پۀ نامه د لر او بر افغانانو شریکه ملي ناسته وشوه. ملي مشر اسفندیار ولي خان د دې کانفرنس مشري وکړه.* دا کانفرنس د انتخاباتو نه څو ورځې وړاندې ؤ. د افغانستان زمکه لږه زیاته توده وه نو ځکه ځینې “قامي مشرانو” پۀ دغه توده زمکه قدم نۀ ايښودو، ځینې “قامي مشرانو” د کانفرنس د “وزن” کمولو کوشش وکړو او ځینې ئې نېغ پۀ نېغ پۀ مخالفت نۀ کولو هم “مخالفت” ته، پۀ نۀ ورتلو سره ودرېدل.

    مونږ ولیدل چې پۀ یو داسې وخت کښې چې دنیا د خېر غونډۍ ته وختله او د افغانیت دعوې کوونکو هم څادرې او پېنڅې څنډلې، پښې ئې سپکې کړې؛ د پښتنو د ملي ګوند ملي مشر اسفندیار ولي خان “د خپل زلمي شهید” راشد حسېن د پلار میا افتخار حسېن او “د خپل سپین ږیري شهید” خان جېلاني خان د زوي اصغر خان اڅکزي سره دغه کانفرنس ته حاضر شو. افغانستان ولیدل چې “د امن سفیران” د باچا خان بچي د بمونو شور، لوخړو او د بارودو وږم کښې هم کابل ته راغلل او د افغانستان پۀ اوږه ئې د تسلۍ لاس کېښودو.

    دا څو خبرې د امن د دعوې خبرې دي – دا څو خبرې د پاکستان د طالبانو د کوئټې شوريٰ ته د نۀ سرېنډر کېدو خبرې دي – دا څو خبرې د سوکاله او خپلواکه افغانستان د پاره د ودرېدو خبرې دي – دا څو خبرې دي چې د دې د منځ نه وړلو د پاره “نېشنلیانو” خپل سرونه ځار کړل خو دستبردار نۀ شول، سرېنډر نۀ شول.

    * د کانفرنس روداد، اعلامیه او د ملي مشر وېنا دې ګڼه کښې ځان له راپور لري.

    د اقوام متحده اجلاس او پۀ کشمیر د پاکستان دریځ

    پۀ پینځم اګست (2019) هندوستان د کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو او هم پۀ دې ورځ خېبر پښتونخوا کښې د یو ارډیننس تر لارې باضابطه مارشل لاء ولګولې شوه – دا وخت خېبر پښتونخوا کښې ائین معطل دے – دا وخت خېبر پښتونخوا Under Martial Law ده.

    د کشمیر پۀ اړه د هند لۀ خوا د “اټوټ انګ” او پاکستان لۀ خوا د “شه رګ” دعوې کېدې، پاکستان به بیا هم دعويٰ کوي – خو مونږ همېشه د کشمیر شخړه د مذاکراتو تر لارې، د خبرو اترو تر لارې او د کشمیر د اولس د خوښې تر لارې د حل کولو دریځ لرلے دے. د پاکستان د اسټېبلشمنټ پۀ مرضۍ د جوړ شوي حکومت کومه فېصله هم د پارلېمان نه راغلې نۀ ده او ځکه د څۀ بحث کولو او وخت ضائع کولو پۀ ځاے ئې لنډه پۀ دې غورڅوو چې:

    پاکستان ته پۀ سیکیورټي کونسل کښې د کشمیر مسئله اوچتولو د پاره د نولسم ستمبر (2019) پورې وخت ؤ او دې د پاره شپاړس (16) ووټونه پکار وو. پۀ یوولسم ستمبر د خارجه چارو وزیر شاه محمود قرېشي ووئیل چې پنځوسو (50) نه زیات ملکونه به د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د موقف حمایت کوي. پۀ دولسم ستمبر وزیر اعظم د خارجه وزیر د دعوې پخلاوے وکړو او وې وئیل چې سیکیورټي کونسل کښې به اتۀ پنځوس (58) ملکونه د کشمیر پۀ اړه د پاکستان د دریځ حمایت کوي. نولسم (19) ستمبر راغلو او پاکستان شپاړس (16) ووټونه هم پوره نۀ کړے شول – صرف او صرف شپاړس ووټونه – دا ووټونه پاکستان کښې نۀ وو نو چې د فوج پۀ موجودګۍ کښې ئې پۀ “سلېکټډ” د بندېز لګوونکي ډپټي سپیکر ټوکرۍ ته شپږ پنځوس زره (56,000) ووټونه اچولي وو.

    پۀ کشمیر د پاکستان د اسټېبلشمنټ او د ګوډاګي وزیر اعظم “ټول دریځ” دې دوو اخباري سرخیو کښې دے:

    • لڑنے کے لئے کشمیر جانے والا پاکستان اور کشمیریوں کا دشمن ہوگا، عمران خان – ۱۹ ستمبر ۲۰۱۹
    • کشمیریوں کے ساتھ کھڑے ہونا جہاد ہے، عمران خان – ۳۰ ستمبر ۲۰۱۹
  • اداریه – اګست ۲۰۱۹

    د افغانستان سل کلن استقلال

    او ‘پښتون قامي تحریک’

     

     

     

    “افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ هغه وخت کښې واقعي خپلواک نۀ وو او پۀ جزوي توګه د برطانوي يا اتحادي ځواکونو تر واک لاندې وو( چې بلواکه مسلمانان به پر ځان راټولوي او د خپلواکۍ او ازادۍ پر لاره به د هغوي راهنمائي کوي.”(1)

    دا خبره بل چا نۀ بلکې د شوروي روسيې لوی انقلابي موسس ولاديمير لېنن پۀ نومبر 1919ز کښې د افغانستان د خپلواکۍ د اتل او روښانفکره باچا اعليٰحضرت امان الله خان پۀ نامه پۀ خپل يو ليک کښې کړې وه.

    تر دې ليک پوره شپږ لسيزې وروسته د افغانستان او شوروي روسيې تعلق پۀ يوه داسې بڼه وليدل شو چې د افغانستان د خپلواکۍ سوال تر بل هر وخت پۀ ډېره جدي توګه پکښې مطرحه شو او تر نن ورځې پورې دا تر ټولو مطرحه سوال دی.

    خو پۀ کوم وخت کښې چې لېنن د افغانستان استقلال ته خوشبين ؤ او د هغۀ شوروي روسيه لومړنی هېواد ؤ چې افغانستان ئې د يو خپلواک هېواد پۀ توګه پۀ رسميت پېژندلی ؤ، يو داسې وخت ؤ چې پۀ مسلمان اکثريته هېوادونو کښې د امان الله خان د دولتي ماډل کوم بديل نۀ تر سترګو کېدۀ خو د دې ماډل د نفاذ د پاره چې کوم مادي او سياسي شرائط لازم وو، افغانستان ترې تر لويه حده بې برخې ؤ؛ باچا او د هغۀ ملګري افغان روښانفکران ئې د رامنځ ته کولو د پاره پۀ ستړو بوخت وو.

    د افغانستان روڼ اندې طبقه د خپل هېواد د خپلواکۍ د اخستنې او ساتنې شرائطو ته ډېر لۀ وړاندې متوجه شوې وه، پۀ خپله د امان الله بصيرت هم لۀ دغې لوستې او روښانفکره طبقې څخه سرچينه اخستې وه. د مرکزي دولت او ملي حاکميت ټينګښت، عصري پوهه، د دين عصري تشريح، ملتپالنه او سمونپالنه د هغې افغان مشروطيت غوښتنې څو مهمې برخې وې چې بنسټ ئې د امان الله خان د پلار امير حبيب الله خان پۀ واکمنۍ (1919-1901)کښې ايښوول شوی ؤ او هم ئې هغه مهال پۀ واکمنو کړيو او لوستې قشر کښې د نفوذ موقع موندلې وه. د مشروطه غوښتنې او سمونپالنې نظرياتو ته د غوړېدا د پاره پۀ افغاني ټولنه کښې موډرن چوکاټونه پکار وو چې هغه د افغانستان د بېن المللي او سیمه ايز ګوښه توب او يواځیتوب لۀ کبله رغېدلي نۀ وو، لۀ هم دې کبله هغه ټولې هڅې د هېواد پۀ پلازمېنه کښې هغې طبقې ته محدودې پاتې وې چې نسبتاً عصري تعليم او بهرنيو سفري تجاربو پۀ يوې نوې جهانبينۍ برخمن کړي وو. هسې هم د موډرن نېشن سټېټ پۀ راتللو سره د دغسې يوې جهانبينۍ چې د افغانستان پۀ تاريخ کښې ئې مونږ د مشروطه غوښتونکو، افغان ځوانانو، د محمود طرزي غوندې روښانفکرانو او ‘سراج الاخبار’ پۀ بڼه وينو رامنځ ته کېدل کومه ډېره جالبه خبره نۀ ده. د امير شېر علي خان پۀ دوېمه دوره (1879-1868) کښې او د امير عبدالرحمان خان د واکمنۍ (1901-1880) پر مهال افغانستان ته تر يوۀ حده د موډرن سټېټ د چوکاټ د رغولو سازوسامان برابر کړل شو. دا کار د څومره لوی قيمت يا تاوان پۀ ورکولو وشو، ځان ته يو مهم بحث دی؛ خو دا يوه خبره مونږ ته بايد اوس د يو تاريخي ضرب المثل پۀ توګه ياده پاته شي چې پۀ په ټوله نولسمه پېړۍ کښې پۀ افغانستان کښې د رياست او جديديت پروسې د دوو زبر ځواکونو زار روس او برطانوي هند پۀ استعماري حدودو کښې بنديوانې وې. د کوم يو واکمن، کوم يو ټولنيز او سياسي حرکت يا کوم شخص يا ډلې رول د دې تاريخي سياق و سباق لۀ پېژندلو پرته نۀ شو ارزيابي کولی. د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې فعال افغاني روڼ اندي پۀ دې نتيجه رسېدلي وو چې پۀ نړۍ کښې د افغانستان د دولتي او کلتوري ګوښه توب تر ټولو لوی سبب د دغه هېواد پر خارجه پاليسۍ د انګرېزانو کنټرول ؤ او دا هغه لوی خنډ ؤ چې د انګرېزانو پۀ ضد د افغانانو پۀ دوو “کاميابو” جنګونو کښې هم لۀ منځه وړل شوی نۀ ؤ. داسې څۀ وو چې افغانان ئې د جنګونو د ګټلو برسېره د دې خنډ پۀ لرې کولو کښې ناکام ګرځول؟ د مشروطه غوښتنې او سمونپالنې د غورځنګ د يو لوی روښانفکره او باخبره اتل او د امير حبيب الله خان د دوو زامنو سخر محمود طرزي (1933-1865) د دې ناکامۍ تر ټولو لويه وجه د افغانانو د ازادۍ ناسم تعبير بالۀ. د هغۀ پۀ فکر افغانانو ازادي او د حکومت نشتوالی يو شی ګڼلی ؤ، دې تفکر او تجربې د ملت پۀ منځ کښې يوه لويه نااتفاقي پېدا کړې وه او د دوي ملي توان ئې خوړلی ؤ. د طرزي پۀ الفاظو: “کۀ د افغانانو ملي توان د دوي د بې اتفاقۍ پۀ وجه پۀ ناقابلِ تلافي توګه زيانمن شوی نۀ وی نو هېڅ چا لۀ دوي څخه پېښور، بلوچستان او سيستان نيولی نۀ شو.” (2)

    امير عبدالرحمان خان د زور لۀ لارې ډېر زيات کوشش وکړ چې د افغانستان ملي توان بېرته لاس ته راوړي، افغانان يو ملت کړي او د ترقۍ پۀ لاره ئې سم کړي خو د “قبائلو د ملا ماتونې”، د پولو د ټاکنې، د ټېکس د نظام د رغونې او نظامي قوې د ټينګونې باوجود هغه پۀ دې و نۀ توانېد چې يا خو پېښور، بلوچستان او سيستان بېرته لاس ته راوړي او يا د هېواد خارجه پاليسي د انګرېزانو لۀ ولقې څخه رابهر کړي. هغه څۀ چې افغانان ورڅخه محرومه وو، د معاصرې ملتپالنې تصور او سياست وو. د بدلون او سمون هڅه چې به پۀ څومره ښۀ نيت او ټينګه اراده هم وشوه، قبيلوي او خانداني تضاداتو به ډېره زر لۀ ناکامۍ سره مخامخ کړه. د بدلون هڅې لۀ بره څخه لاندې ته د قبول وړ نۀ وې يا ئې پۀ ټولنه کښې د پرمختګ ګنجائش نۀ درلود او لۀ لاندې څخه د بدلون هڅې د واکمنې طبقې د پاره يو ګواښ پامېدلې خو دا ټکر يواځې د ټولنې او دولت تر منځ نۀ وو بلکې پۀ ټولنه کښې دننه هم پۀ قبيلوي او شخصي ساحو کښې د ټکر وضع موجوده وه؛ واکمنې ډلې او خاندانونه هم د خپل منځي تضاداتو ښکار وو. پۀ بل عبارت، دا د يوې قبيلوي ټولنې د ملت جوړونې او مرکزي واک و اختيار د رغېدنې د ستونزمن مزل قیصه وه. امان الله خان د پلار لۀ شهادته (1919) پس وغوښت چې دې قیصې ته تغير ورکړي. هغۀ ته دا تفکر د يوې وحې پۀ بڼه نۀ ؤ راغلی بلکې پۀ ډېر څرګند ډول د امير شېر علي خان لۀ دوېمې دورې پۀ افغانستان کښې د دولت او ټولنې پر کچه د بدلون تفکر رېښې نيولې وې، پۀ هندوستان کښې د برټش کالونيلزم يو اړخ هغه جغرافيوي او کلتوري محيط ته د اروپائي ماډرنزم ځينې خصلتونه ورپېژندلي وو، افغانستان د هندوستان پۀ ګاونډ کښې پروت او بيا ئې پۀ سياسي لحاظ تر ټولو ډائناميکه سيمه د برطانوي هند واک ته لوېدلې هم وه؛ پۀ هند کښې د هغه وخت د ټولنيزو، سياسي او علمي بدلونونو لۀ اثراتو څخه افغانستان ډېر لرې نۀ واقع کېدو د دې تر څنګ د عثماني سلطنت او د نوې ترکيې لۀ بدلونونو سره هم د افغانانو ټينګ روابط وو. کۀ د محمود طرزي پۀ ادارت کښې د چلېدونکې دوه اوونيز “سراج الاخبار” اتۀ کلنه دوره (1918-1911) پۀ غور سره تر نظر تېره کړل شي نو د دغو ټولو بدلونونو پۀ رڼا کښې او لۀ دې ټولو بدلونونو څخه پۀ زدکړې سره پۀ افغانستان کښې د استقلال او سمونپالنې ارمان او ارادې ته يو علمي بنسټ پکښې تيار ښکاري ځکه خو نور د امير د پاره د برداشت وړ پاته نۀ شو، امير هم پۀ هېواد کښې دننه او هم د باندې لۀ عدمِ تحفظ سره مخامخ ؤ. افغانه څېړونکې سنځل نويد باور لري چې “پۀ 1918 کښې د امير پۀ امر ‘سراج الاخبار’ بند کړل شو خو طرزي تر دغه وخته پورې پۀ خپلو موخو کښې بريالی شوی ؤ. هغۀ اصلاح ته يو فلسفيانه بنسټ او افغان ملتپالنې او حتمي خپلواکۍ ته يو علمي بنسټ ورکړی ؤ.” (3)

    خو د ‘سراج الاخبار’ لۀ بندېدلو يو کال وروسته پر دغه فلسفيانه او علمي بنسټ د افغانستان دولتي او ائيني سټرکچر درېدل پېل شول او د هغې ملتپالنې دور پېل شو چې پۀ ‘سراج الاخبار’ کښې ئې د تصور د ودې يو لوی ثبوت مونږ پۀ لاس کښې لرو. طرزي د خپل زوم امان الله خان پۀ حکومت کښې د خارجه چارو وزير وټاکل شو. طرزي د نړیوالو اړيکو او نړیوالو قوانينو پراخه مطالعه درلوده. د يو لنډ مهاله افغان-انګليس جنګ پۀ نتيجه کښې افغانستان خپل استقلال بيا واخست، د انګرېزانو لۀ خوا د افغانستان خپلواکي پۀ رسميت و پېژندل شوه.

    خو د افغانستان د استقلال پۀ پس منظر کښې د د باندينيو پېښو اثرات يواځې تر ‘سراج الاخبار’، محمود طرزي او د امان الله خان تر شخصيت پورې محدود نۀ وو بلکې پۀ مجموع کښې ئې افغاني ټولنه متاثره کړې وه. افغان مورخ پوهاند حسن کاکړ پۀ دې برخه کښې پۀ 1904 کښې د جاپان پۀ لاس د روسيې ماته، پۀ 1905 کښې د روسيې انقلاب، پۀ 1906 کښې د ايران انقلاب، پۀ 1917 کښې بالشويکي انقلاب او لۀ لومړي نړیوال جنګ څخه وروسته پۀ اروپا کښې اوښتونونه د لوی اهميت حامل ګڼي چې نۀ يواځې ئې د زورواکو نظامونو طلسم مات کړ بلکې د زورواکو رژيمونو خلاف ئې سياست کوونکي نور هم ټينګ کړل، پر افغانانو ئې هم ژورې اغېزې ولرلې. (4)

    د خپلواکۍ ساتنه، پۀ دولتي او ټولنيزو ساحو کښې سمونونه او بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان د اړېکو غځونه هغه درې ګواښونه يا مرامونه وو چې د ځوان روښانفکره باچا امان الله خان د توان او وړتياو امتحان به ئې اخست، هم به ئې د هغۀ د واکمنۍ د مستقبل تعين کاوۀ. د خپلواکۍ ساتنه، ټولنيز او سياسي سمونونه او د نړۍ او افغانستان نښلونه پۀ ظاهره درې بېلې ساحې ښکاري خو پۀ اصل کښې د يوې ساحې درې لۀ يو او بل سره مربوطې برخې وې او پۀ افغانستان کښې د رياست رغونې د اماني ماډل اساسونه وو.

    پۀ ګټلو جنګونو کښې د بې واکه پاتې کېدلو تجربې پۀ اماني ماډل کښې د افغانستان د خپلواکۍ د ساتنې د پاره پۀ دولتي او ټولنيزو ساحو کښې عصري بدلونونه او لۀ نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي او ډپلوماټيکي نښلونې اړينتيا د اساسي موخې پۀ توګه ايښې وه.

    مرئيتوب او جبري محنت لۀ منځه وړل، د کار مواقع پراخول، دولتي دفترونه او چارواکي جوابده ګرځول، اساسي قانون او لويه جرګه تاسيسول، محدوده جمهوري ازادي اعلانول، نظرياتي او فکري اختلاف زغمل، د ښځو د حقونو د خونديتوب فرمانونه صادرول او پۀ دې برخه کښې شعور خورول، د ښځو او نرانو دواړو د پاره تعليم عامول، مطبوعاتو ته امکانات برابرول، مسلکي کادرونو او کارونو ته ارزښت ورکول، د مذهب او عقيدې پر بنياد امتيازې سلوک ختمول، د افغانانو د پاره د لوړو زدکړو زمينې پۀ داخل او خارج کښې مساعدول او صنعتي ژوند رواجول د امان الله خان د سمونپالنې د ماډل مهمې برخې وې. دا پۀ اصل کښې د معاصرې افغان ملتپالنې او موډرنې رياست رغونې د پروسې بېلابېل پړاوونه وو چې نژدې ټول پۀ يو وخت مطرحه شوي وو خو د دې پړاوونو د وهلو د پاره يا خو يو منظم مرکزي اداراتي قوت پکار وو، يا منظم ټولنيز سياسي تحريک چې لۀ دواړو څخه افغانستان پۀ هغه وخت کښې بې برخې ؤ. اندريو چوا ليکي:

    “د امان الله د موډرنائزېشن پروګرام دومره جامع ؤ چې نفاذ ئې پۀ افغانستان غوندې کليوال او غېرمرکزي هېواد کښې څۀ چې پۀ يو سېنټرلائزډ نېشن سټېټ کښې هم ګران برېښېدو. د اصلاحاتو د نفاذ د پاره هغۀ ته يوه داسې مرکزي بېوروکرېسي پکار وه، کومه چې اتاترک پۀ ترکيه کښې يا رضا شاه پۀ ايران کښې د خپلو دغسې پروګرامونو د عملي کولو د پاره درلوده.” (5)

    امان الله د ادارو د جوړونې لۀ کار څخه غافل نۀ ؤ خو د دې کار د پاره هغه بهرنيو مرستو ته اړتيامن ؤ او لۀ يو شمېر هېوادونو سره پۀ تماس کښې هم ؤ. هغه د يو روښانفکره او انقلابي باچا پۀ حېث د نړۍ توجه د ځان پۀ طرف جلب کړې هم وه او د افغانستان يوه نوې څېره ئې پۀ نړۍ کښې معارفي کړې وه. خان عبدالولي خان ليکي چې مهذبې دنيا پۀ اول ځل يو پښتون باچا وليدو او د هغه پښتنو باچا، د چا پۀ حقله چې پېرنګيانو بهر دنيا ته عجبې عجبې قیصې مشهورې کړې وې. هغوي ته خو پښتون يو مکار، دهوکه باز او بې اعتباره قاتل ډاکو معارفي شوی ؤ. ولې نن هم د دغو پښتنو باچا ټول يورپ را پۀ مخه کړی ؤ او باچاهان څۀ چې اولس ئې د هغۀ نه ډېر متاثره شوي وو. (6)

    عزيز هندي هم ورته ټکي ته اشاره کړې او ليکلي ئې: “کۀ د غازي امان الله خان پر ځای د افغانستان د سلطنت واګې د کوم کمزوري عقل او بې زړۀ سړي پۀ لاس کښې وې نو څوک وئيلی شي چې د افغانستان هېواد به دومره زر د نورو هېوادونو سره مانوس او هغوي به پېژندلی وی. پۀ هم دې مانوسيت او پېژندنه کښې هغه جاذبه موجوده وه چې د هندوستانيانو پۀ زړونو کښې ئې غازي امان الله خان ته ځای ورکړ او هغه وېره چې د افغانانو د نوم پۀ اورېدلو سره به پۀ دوي کښې راپېدا شوه، اوس پۀ ډېره چټکتيا لۀ منځه لاړه او زۀ د افغانستان ازادي د هغۀ يواځینی سبب بولم.” (7)

    د غازي امان الله د واک ته رسېدلو سره سم ښائي د افغانستان پۀ تاريخ کښې پۀ لومړي ځل پۀ دولتي کچه د هندوستان او بالخصوص هلته د مستعمره پښتنو سيمو لۀ سياسي حرکتونو سره د پېوستون شوايد مخ ته راځي او د هندوستان لۀ خپلواکي غوښتونکو نهضتونو سره د مرستې پر امکاناتو نۀ يواځې غور کېږي بلکې پۀ دې برخه کښې ځينې پرېکنده اقدامات هم کېږي. هغه پښتنې سيمې چې پېرنګيانو د خپلې فاروډ پاليسۍ لۀ مخې پۀ مرکزي اسياء کښې د خپل نفوذ پراخولو پۀ موخه پۀ سرحدي او قبائلي سيمو نومولې وې، پۀ هغو سيمو کښې د اولسونو پر کچ د استعمار ضد سياست پر هم هغو ليکو يو وار بيا راڅرګندېږي چې د مغلو د امپراتورۍ پۀ وخت کښې د پښتني نېشنلزم د بنيادونو پۀ توګه رامنځ ته شوې وې او اوس ئې د معاصرې نړۍ د نوو غوښتنو او تکنيکونو پۀ رڼا کښې يو نوي انکشاف ته زمينه مساعده شوې وه. ما ته د درې کاله مخکښې پۀ کابل کښې د پښتو ژبې لوی انقلابي شاعر او سياسي رهبر سلېمان لائق وئيلي وو چې د افغانستان پۀ تاريخ کښې د ملي نهضتونو او کلتوري و نظرياتي پرمختګونو پۀ برخه کښې د پېښور رول پۀ بې ساري ډول “انکشافاتي” پاتې شوی دی.

     د 1919ز کال پۀ لومړنيو مياشتو کښې کۀ پۀ پېښور کښې پۀ انکشافاتي توګه د پېرنګيانو د پاره وضع خرابه شوې نۀ وی او امان الله خان پر وخت استقلال ته تياره فضاء درک کړې نۀ وی نو لرې نۀ وه چې افغانستان يو ځل بيا لۀ هغسې بې واکه ګټې سره مخامخ شوی وی کوم چې لۀ پېرنګيانو سره پۀ لومړي او دوېم جنګ کښې مخامخ شو. پېښور تر جنګي انکشافاتو زيات پۀ فکري او سياسي انکشافاتو کښې د لوی نامه خاوند دی. د خپل تاريخ پر يوه داسې پړاو چې پېرنګيان د نوي افغانستان د بشپړ استقلال پۀ رسميت پېژندلو ته مجبوره شوي وو، پېښور پۀ خپله پراخه کلتوري حوظه کښې پۀ يو داسې انقلابي او نظرياتي انکشاف کولو بوخت ؤ چې د افغانستان د بشپړ جغرافيوي استقلال د ګټلو باعث ګرځېدی شو او دا کار دا افغانانو تر منځ د یو منظم سياسي تنظيم او ملي او نظرياتي پېوستون پرته ممکن نۀ ؤ. دې کار ته متوجه تر ټولو مهم سړي چې د چارسدې اوسېدونکی ؤ، پۀ خپل اولس کښې د ‘باچا خان’ او ‘فخرِ افغان’ پۀ نومونو وپېژندل شو. خپل نوم ئې عبدالغفار خان ؤ چې د ازادۍ سبق ئې د خپلو ملي علماو لکه مولوي فضل محمود مخفي غوندې خلقو پۀ منځ کښې لوستی ؤ. بې ځايه به نۀ وي کۀ ووايو چې مولوي فضل محمود مخفي پۀ مستعمره پښتونخوا کښې د پښتنې ملتپالنې پۀ عصري کولو کښې هغه رول ادا کړی دی، کوم رول چې پۀ افغانستان کښې ملتپالنې ته پۀ عصري چوکاټ تراشلو کښې د سردار محمود طرزي ؤ. دلچسپه خبره دا ده چې مخفي او طرزي دواړه د غازي امان الله خان د مشاورينو لۀ جملې څخه وو.

    “سراج الاخبار” د پارسي ژبې دوه اونيزه وه خو د نفود ساحه ئې د دوه زره شاوخوا تيراژ پۀ اندازه تر کابل او ځينو نورو ښاري سيمو پورې محدوده وه خو د هغې دوه اونيزې تر بندېدلو لۀ لس کاله وروسته چې کله پۀ پېښور کښې د باچا خان پۀ مديريت او ادارت کښې “پښتون” اخبار پېل شو نو نۀ يواځې ئې د پښتو ژورناليزم بنياد کښېښوو بلکې د شل زره تيراژ پۀ اندازه ئې د اولس پر کچه د پښتون نېشنلزم د علمي او فکري بنسټ د ايښوولو پۀ لړ کښې د پښتنو اديبانو، شاعرانو او عالمانو يو پوره نسل رامنځت ه کړ. يو روسي افغانپوه پروفېسر ګ. ف. ګېرس ليکي:

    “د مطبوعاتو پۀ نړۍ کښې ‘پښتون’ مجله تر ټولو خپرونو مشهوره او عامه شوه. دې کار سره د مجلې نسبتاً ارزانې بيعې هم مرسته وکړه، ‘پښتون’ مجله پۀ صوبه سرحد کښې بنده پاتې نۀ شوه بلکې همسايه افغانستان ته ئې هم نفوذ وکړ، د مجلې دائمي لوستونکي د پښتنو د مختلفو سيمو اورېدونکي وو او هغه پښتانۀ وو چې د هند پۀ بېلابېلو سيمو کښې اوسېدل؛ لکه روهېل کهنډ، ډيلي، کلکته، بمبۍ او نورو کښې او هم داقيانوس نه هغه خوا پۀ امريکا کښې اوسېدونکو پښتنو د مجلې سره خپله مينه او علاقه ښکاره کوله. دا مجله هلته پۀ امريکې کښې پۀ انګليسي ترجمه کېده. د پښتنو ليکوالو پۀ اثارو کښې ډېر ځله داسې ليکل کېدل چې مجله پۀ خپل ذات کښې د نوي اجتماعي غورځنګ هنداره ده او د ملت پۀ تاريخ کښې د هيجان او اضطراب نه ډک فصل دی.” (8)

    بنيادي غايه د “سراج الاخبار” او “پښتون” مشترکه وه او هغه وه پۀ افغانانو کښې عصري ملتپالنه خورول د ښځو د حقوقو، تعليم او مبارزې د ملاتړ ټکی هم پۀ دواړو خپرونو کښې مشترک دی. د غازي امان الله خان او د هغه د اصلاحي پروګرام پۀ ملاتړ او بيا د هغه نوښتګر باچا او د هغۀ د روښانفکره پروګرام د دسيسو پر خلاف د “پښتون” علاوه ښائي کومې بلې اولسي مجلې دومره باکفيته او باکميته ليکنې کړې وي. دا پرمختګونه د کوم تصادف برخه نۀ وو بلکې د باچا خان او امان الله خان د پروګرامونو د يو ډېر سنجول شوي اشتراک برخه وو.

    د پښتنو سياسي رهبر عبدالولي خان دې عمده ټکي ته پۀ خپل کتاب کښې اشاره کړې ده:

     “د پېرنګي دا شک شو چې ګنې لروبر پښتون د يو سکيم لاندې لګيا دي او کوم کار چې امان الله خان او حکومت پۀ افغانستان کښې کوي، هم هغه کار باچاخان او د هغۀ ملګري پۀ دې پښتنو کښې کوي، ولې چې “پښتون” رساله به کابل ته تلله او هلته تر دې معلومه شوې وه چې امان الله خان به پۀ خپله هم لوسته او نورو ته به ئې هم د لوستلو وئيل. هلته پښتو ژبه حکومتي ژبه وټاکلې شوه. پۀ پښتو ژبه اخبار شروع شو؛ او د يو حقيقي ازاد او خودمختاره افغانستان د ابادۍ او ودانۍ رده کېښودې شوه او اګرچې پښتانۀ د ډيورينډ د مزي پۀ زور د يو بل نه شلېدلی شوي وو خو بيا هم افغانستان هلته پۀ خپله طريقه او دې پښتنو دلته پۀ خپله طريقه د خپل ځان د راټولولو کوششونه کول او د ګاډي دا دواړه پايې ورو ورو پۀ حرکت کښې راتلې او ډېره ممکنه وه چې دا ګاډی يو وار بيا روان شوی وی؛ ولې دلته بيا پښتون د بين الاقوامي سامراجي او نوابادياتي سياست پۀ چکر کښې راغی او د روس او انګرېز د سياست د پلونو تر منځ دل شو.” (9)

    د غازي امان الله خان د ملت جوړونې او سمونپالنې موډرن دولتي پروګرام او د باچا خان اولسي نهضت “انجمنِ اصلاح ِ افاغنه” چې د افغانانو بشپړې خپلواکۍ او ترقۍ ته ئې لاره هواروله، دواړو لۀ يو او بل سره پۀ ماهيت کښې يو واضح فرق دا درلود چې د امان الله پروګرام لۀ بره څخه لاندې ته لټېدۀ او د باچا خان اصلاحي تحريک د ټولنې پر لاندې کچه (from the below) روان ؤ. امان الله د خپل اصلاحي پروګرام د پاره دولت درلود، باچا خان لۀ دې قوت څخه بې برخې ؤ، هغۀ ته د خپلې اصلاحي برنامې د عملي کولو د پاره د تحريک جوړولو کړاوژن کار پر سر پروت ؤ. د دې دوو پروګرامونو لۀ يو او بل سره دومره ژور تعلق ؤ چې کله د غازي امان الله پروګرام د داخلي بغاوتونو لۀ کبله لۀ يو زړۀ چاودونکي تعطل سره مخامخ شو نو باچا خان او د هغۀ ملګرو هڅه وکړه چې پۀ دې صورتحال کښې نېغ پۀ نېغه مداخله وکړي او پر وخت افغانان د دې منفي روشونو او کوهتابينيو پۀ خطرناکو نتائجو خبر کړي. څومره مرسته هم چې پۀ يوه مستعمره کښې د باچا خان لۀ انقلابي نهضته څخه ممکنه وه، هغه ئې د امان الله پۀ حق کښې و نۀ سپموله. د اولسي موافقې، جلسې، چندې او درملنې چې څومره امکانات هم هغوي درلودل، د امان الله خان د انقلابي دولت د ژغورنې د پاره ئې پۀ کار راوړل خو ټولنپوه باچا خان پۀ دې نتيجه پۀ کامله توګه رسېدلی ؤ چې هنګامي محيط ته لۀ ننوتلو پرته د خېر هيله نۀ شي کېدې. پۀ دې ورځو کښې باچا امان الله پۀ قندهار کښې مېشت ؤ، باچا خان او ميا جعفر شاه د بلوچستان پۀ لاره د افغانستان پۀ خوا روان شول خو پېرنګي واکمنو ته اوس پوره پته وه چې باچاخان د کومې اندازې نبض شناس سړی دی او څومره زر پر حالاتو د قابو ساتلو وړتيا لري. پۀ بلوچستان کښې باچا خان او ميا جعفر شاه ونيول شول او بېرته پښتونخوا ته راستانۀ کړل شول او هم داسې بلوچستان ته د دوي پر تګ بندېز ولګول شو. د باچا خان انجمن پۀ پښتونخوا کښې د امان الله پۀ ملاتړ خپل اولسي کمپاين ته دوام ورکړ خو د پېرنګي واک، د ډيورينډ کرښې او د قبائلي سيمو د اضافي بفر زون حېثيت د امان الله خان پۀ ملاتړ د باچا خان او د هغۀ د انجمن هڅې د افغانستان پر داخلي وضع اثرانداز کولو ته پرې نۀ ښوولې. د پروفېسر ډاکټر وقار علي شاه مطابق:

    “د پښتونخوا روڼ اندو د انقلابي افغان باچا امان الله خان پۀ ناکامۍ او لۀ وطنه د هغۀ پۀ شړلو کښې د برطانوي استخباراتو لاس دخيل ګاڼۀ او ورسره ئې د افغانانو وروستو پاتوالي ته ګوته نيوه چې دوي ئې پر دې حالاتو باندې پۀ قابو ساتلو کښې ناکام وګرځول او هم دلته دوي پرېکړه وکړه چې د خپل اولس د راپورته کولو د پاره يو منظم تحريک پېل کړي، پۀ 1929 کښې ئې خدائي خدمتګار تحريک جوړ کړ.” (10)

    د امان الله خان د واکمنۍ د سقوط ګڼ عوامل دي خو تر ټولو مهم لاس پکښې د سياسي تشې ښکاري. د بدلون او سمون د هغه موډرن پروګرام د پاره چې کوم موډرن سياسي تنظيمونه او حزبونه پکار وو، هغوي ته پۀ افغانستان کښې د غوړېدلو مواقع ميسرې نۀ وې. لۀ امان الله خان سره ولې دا قوت نۀ ؤ چې لۀ خپلې واکمنۍ او اصلاحي پروګرام څخه دفاع وکړي، سيد شمس الدين مجروح وائي:

    “قوت ئې شا ته مثلاً چې عسکر و اوسي يا مثلاً لويه پارټۍ يا حزب يا ډله و اوسي چون دا پۀ افغانستان کښې موجود نۀ وو او مخصوصاً دا بعضې اصلاحات چې شوي پۀ دنيا کښې مثلاً پۀ مشرق کښې اکثراً پۀ قوت سره شوي دي، پۀ ديکتاتوري زور باندې شوي دي، پۀ عسکري زور باندې شوي دي، ده لۀ هغه زور نه هم کار نۀ اخستۀ، هغه زور ورسره نۀ ؤ او لهٰذا لۀ داخلي مخالفت سره مواجه شو.” (11)

    د مشروطه غوښتونکو او روښانفکرانو چې کومه ډله موجوده وه او اماني موډرنائزېشن ته تر ټولو زيات ملاتړ هم لۀ دوي څخه متوقع ؤ خو هغوي نۀ يواځې پۀ خپل منځ کښې کوم موثر نظم رامنځ ته نۀ کړ بلکې سرچپه لۀ يو او بل سره پۀ سختو ناندريو واوښتل. پوهاند حسن کاکړ ليکي:”درز يواځې د ساتنپالو او بدلون غوښتونکو تر منځ نۀ ؤ، د بدلون غوښتونکو تر منځ چې تاريخ پوه غبار ئې “روښانفکران” بولي، هم مخالفتونه او دسيسې وې چې لۀ هغو نه راپېدا ورانی پۀ خپله نظام ته متوجه شو.” (12)

    رښتيا خبره دا ده چې سقاوي يواځې د ټوپک پۀ زور تر ارګ پورې رسېدلې نۀ ده بلکې د قبيلويت او ملائيت روايتي ادارې چې د استعمار پۀ مرسته يو داسې الاينس ته رسېږي چې پۀ افغانستان کښې د ملي او مرکزي حکومت شتون ته مزاحم کېږي، سقاوي رامنځ ته کېږي. د سقاوۍ خلاف د وسله والو مبارزو پۀ برخه کښې د مېړانو ښوولو برسېره پۀ سياسي مېدان کښې پرله پسې ناکامۍ ښائي باچا خان دې وئيلو ته اړ باسي چې پښتانۀ افغانان واک ګټلی شي خو سنبالولی ئې نۀ شي. پۀ دې خبره کښې پۀ افغاني ټولنه کښې د سياست او تنظيم تشې ته اشاره معلومېږي. د واک سنبالښت يواځې د اوږدو باچاهيو لکه د محمد ظاهر شاه د اوږدې او نسبتاً ارامې دورې (1972-1933) پۀ معنٰي نۀ شي اخستل کېدی ځکه چې د افغانستان د پاره د لازمو بدلونونو ټولې پروژې د سياسي تنظيم تشې لۀ داسې بحرانونو سره مخامخ کړې چې د افغانستان مستقبل ئې پۀ ډېره بده توګه متاثر کړ. د شلمې پېړۍ پۀ منځنيو کلونو کښې د واک سنبالښت لۀ يو لړ ټولنيزو بدلونونو، سياسي حقوقو او اقتصادي پرمختګونو سره تړلی ؤ خو پۀ افغانستان کښې دغه کار ته توجه نۀ يواځې تر کابل پورې محدوده پاتې وه بلکې د تناسب حس هم پکښې ډېر برسېرن ؤ. مطلب د خبرې مې دا دی چې پۀ افغانستان کښې د دولت ضعف يواځې لۀ بهرني محيط څخه سرچينه نۀ وه اخستې بلکې يو لړ داخلي نيمګړتياو او تېروتنو پۀ دې ضعف کښې ډېره مهمه ونډه لرلې وه چې يو هم پکښې د خان عبدالولي خان غوندې تاريخ پوهانو او سياست پوهانو پۀ نظر د سردار محمد داود خان لۀ خوا د باچا محمد ظاهر شاه برطرفي او تر سياسي عمل د تېرېدنې او د سياسي ګوندونو تر لرنې مخکښې د جمهوريت اعلان ؤ. )وګورئ “باچا خان او خدائي خدمتګاري”، درېم جلد، پنځلسم باب(

    په راوروستو کلونو کښې د بدلون غوښتونکو يا روښانفکرانو مبارزې کۀ يو خوا د اساسي قانون لۀ لارې د دولت د جمهوري کولو د پاره روانې وې او پۀ دې برخه کښې ئې يو لړ پرمختګونه هم رامنځ ته کړي وو خو پۀ بله خوا د هم دې ډلې انحصار هم د جمهوريت او هم د اشتراکيت د نفاذ پۀ اړخ کښې پر پوځي قوه ولاړ پاتې شو او هم د دوي خپلمنځي اختلافاتو مخالف لوري ته دا موقع پۀ لاس ورکړه چې هم د ټولنې احساسات او هم بهرنۍ دښمنۍ پۀ دوي پسې راوپاروي. پۀ نورو ټکو، لۀ بدلون غوښتونکو څخه به پۀ ستراتيژيکي کچه ضرور اشتبهات شوي وي خو د بدلون مخالفو ډلو پۀ ډول ئې لۀ هېواد او دولت سره د دښمنۍ د پروژو ملاتړ کله هم نۀ ؤ کړی. مشروطه غوښتونکي، جمهوريت پلوه او اشتراکي ذهنيته خلقو يو شی پۀ هېڅ قيمت خرڅ کړی نۀ دی او هغه افغانستان او افغانيت دی. د تاريخ پهيه پۀ شا نۀ شي ګرځېدې ګنې مونږ به غوښتې وی چې سردار محمد داود خان د جمهوريت د پاره د يوې لويې سياسي او ټولنيزې مرحلې تر طې کولو مخکښې باید د محمد ظاهر خان تخته د پوځي کودتا لۀ لارې نۀ وی چپه کړې؛ داود خان او خلق ډيموکراټيک ګوند لۀ يو او بل سره پۀ لانجه د اوښتلو پر ځای بايد پر خپلو مشترکاتو د يو او بل همکاران پاتې شوي وی، د داود خان واک بايد پۀ دومره ظالمانه توګه پای ته رسېدلی نۀ وی او د افغانستان د تاريخ پر دومره حساس پړاو بايد دا د “خلق” او “پرچم” ناندرۍ رامنځ ته شوې نۀ وی، ځکه چې دې ټولو حرکتونو او حقيقتونو د افغانستان د دښمنانو پۀ کار کښې اساني پېدا کړې وه او بدلون غوښتونکي ئې د خپلو هڅو قربانيان ګرځولي وو خو متأسفانه تاريخ پۀ شا تمبېدونکې پديده کله هم نۀ ده. د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پۀ اخري کلونو کښې چې سياسي او روښانفکره حزبونو ته د فعاليت کومه ساحه پۀ لاس ورغلې وه، د محمد داود خان پۀ واکمنۍ کښې هغې ساحې ته بې ساري پراختيا ور پۀ برخه شوه؛ ارتجاعي ډلو ته د غبرګون ښوولو موقع پۀ لاس ورغله خو بدلون غوښتونکو د شته ګنجائش د استعمال پر ځای پۀ ګنجائش کښې د بېړنۍ او انقلابي پراختيا سوال ته د خپل لومړيتوب پۀ توګه رجوع وکړه او نتيجه ئې د ثور انقلاب پۀ بڼه رامنځ ته شوه. جالبه خبره دا ده چې هم د داود خان جمهوريت او هم د خلق ډيموکراټيک ګوند د “انقلاب” د پاره اساس د غازي امان الله خان د بدلون غوښتنې او سمونپالنې د پروګرام پۀ حواله کښې تشريح کړل شو خو تر دې هم حېرانوونکې خبره دا ده چې پۀ دواړو بدلونونو کښې د هغو کميو د پوره کولو کومه منظمه هڅه نۀ تر سترګو کېږي کومو چې غازي امان الله خان لۀ ناکامۍ سره مخامخ کړی ؤ.

    افراسياب خټک چې د ثور انقلاب د کلونو د لومړي لاس معلومات لري، داسې فکر کوي چې د خلق ډيموکراټيک ګوند د غړو نيتونه د افغانستان د پاره روغ وو، دوي غوښتل چې يو جديد افغانستان جوړ کړي خو دوي پۀ انقلاب کښې څۀ داسې تېروتنې وکړې چې د وراني باعث شوې. دوي زوړ نظام لۀ هر څۀ سره وغاندۀ او عصريت ته راوتلل. دوي خپله ټولنه نۀ پېژندنه. عنعنه او عصريت ئې سره پېوند نۀ کړی شو، د دوي عصريت د شوروي ماډل ؤ، افغاني شوی نۀ ؤ. (13)

    تر ټولو لوی تاوان دا وشو چې د ثور د پېښې پۀ تناظر کښې هغه روښانفکره قشر پر منځ مات او يو او بل ته پۀ مورچو کښې کښېنوست چې د مرتجعينو پۀ مقابله کښې ډېر کمزوری او تر ښاري حوظو پورې محدود ؤ. لۀ حبيبيه ښوونځي )قيام 1903( څخه تر کابل پوهنتون )قيام 1932( پورې چې کوم بدلون غوښتونکی او لوستی افغان ذهن رامنځ ته شوی ؤ، هغه پۀ 1970 يمو کلونو کښې داسې پر منځ مات شو لکه د ډيورينډ پۀ کرښه د افغانستان مات شوی وجود روښانفکره کادرونه پۀ دې وخت کښې د امير عبدالرحمان خان تر وخت پۀ څو چنده زيات د مهاجرت لۀ يوې داسې سياسي تجربې تېر شول چې د افغانستان ضد نړېوال تياتر د افغانانو لۀ منځه د مظلوميت زړۀ چاودونکي او هم د خپل منفيت لۀ کبله غصه پارونکي کرېکټرونه وړاندې کړل. د بېلګې پۀ ډول د افغانستان يواځینی فيلسوف او شاعر پوهاند ډاکټر بهاء الدين مجروح پۀ پېښور کښې مېشت ؤ، د جهادي محاذ برخه ؤ او لۀ پوهاند ډاکټر علمي سره ئې پۀ شريکه پۀ انګرېزي ژبه يو کتاب (The Sovietization of Afghanistan) تر سرليک لاندې تاليف کړی دی او افغانستان ئې ټول پۀ ټوله داسې د شوروي روسيې پۀ لاس کښې د يوې مستعمرې پۀ بڼه وړاندې کړی دی چې د سقاوي دورې پۀ خلاف ليکنو کښې به هم دومره مبالغه ارائي و نۀ ليدل شي. سړی نن سوچ کوي چې دومره ژور فلسفيانه نظر څنګه د پاکستان او کېپټاليسټي بلاک افغان دښمنه پاليسيو ته نۀ رسېد چې ټول “جهادي کېپيټل” ئې پۀ خپله قبضه کښې اخستی ؤ.

     لۀ افغانستان څخه د شوروي ځواکونو لۀ وتلو سره سمدستي د بشپړه امنيت مفروضه خوروونکې ډلې هغه وخت يوې بشپړې ذهني نا ارامۍ ته پرېوتې کله چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د شوروي پوځونو د وتلو طرحې ته رسميت پۀ برخه شو او طرحه د امريکې متحده ايالاتو ته هم د قبول وړ وګرځېده. پوهاند مجروح پۀ فروري 1988 کښې خپله يوه سروې خپره کړه چې پکښې وئيل شوي وو چې 87 فيصده افغان کډوال د پخواني باچا محمد ظاهر شاه حکومت غواړي. د سروې لۀ خپرېدلو سمدستي پس پوهاند مجروح پۀ پېښور کښې پۀ خپل کور کښې ووژل شو. نژدې ملګرو او خپلوانو ئې هغه کابل ته ګوته و نۀ نيوه چې پوهاند مجروح ئې د “ازادۍ” د پاره مبارزه کوله بلکې ګوته پۀ پېښور کښې مېشت د جهادي نېټ ورک يوې مهمې پرزې ته ونيول شوه. خان عبدالولي خان ته منسوب خبره ده چې يوۀ خبريال ترې پوښتنه کړې وه چې د شوروي ځواکونو لۀ وتلو سره سمدستي به جهاد پاې ته ورسېږي او بشپړه قراري به رامنځ ته شي؟ عبدالولي خان پۀ خندا سره ورته ووئيلي وو چې اصلي جهاد خو به د شوروي ځواکونو لۀ وتلو پس پېلېږي، د واک پر سر به پۀ يو بل پسې مجاهدين ټوپکې راخلي. د دې خبرې پۀ شاليد کښې درې علتونه کارفرما ښکاري: (1 مجاهدين کوم پۀ ازاده توګه فعاليت کوونکي څوک نۀ وو، د بېلابېلو سپانسرانو او ټرېنرانو امر ته به منتظر وو. (2 دوي پۀ خپلو کښې کومه شريکه نظرياتي برنامه نۀ لرله. (3 د دوي ټارګټ د يو حکومت پر ځای رياستي ادارې او انفراسټرکچر وو چې د يوې منظمې واکدارۍ پر ځای پکښې يواځې د واک د پاره انتشار او انارشي رامنځ ته کېدې شوه.

    د ډاکټر نجيب الله د خبرو اترو او ملي پخلاينې هڅې د هغه “ځانځاني ښامار” تر ستوني تېرې شوې چې پوهاند مجروح پۀ ډېره هنرمندانه ژبه د يوې شاهپارې پۀ بڼه تصوير کړی ؤ. جهادي ډلو ته چې پۀ کوم خلوص سره غازي امان الله خان د مذاکراتو وړانديزونه کړي وو او هغوي پۀ څومره بې دردۍ سره رد کړي وو، پۀ هم هغسې يو خلوص ډاکټر نجيب الله دې جهادي ډلو ته د مذاکراتو او ملي روغې جوړې وړانديزونه وکړل او پۀ هم هغومره بې دردۍ سره رد کړل شول. غرض او غايه وطن نۀ ؤ، غرض او غايه اقتدار ؤ چې د افغانستان او پۀ افغانستان کښې د اسلام مدافعين ورباندې نۀ يواځې کومې موافقې ته و نۀ رسېدل بلکې د ډاکټر نجيب الله لۀ ګوښه کېدلو پس ئې د ځانځاني ښامارانو پۀ توګه د افغانستان خپلواکي تر ستوني تېره کړه او يوه دومره لويه انساني تراژيدي ئې ايجاد کړه چې افغانان ئې پۀ هغه حکومت پسې ارمانژن کړل چې مجاهدينو پۀ “ملحد” ورپېژندلی ؤ.

    د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد کرزی چې پۀ پاکستان کښې لۀ جهادي جبهې څخه ؤ، وئيلي چې کله د پاکستان حکومت لۀ جهادي ډلو څخه وغوښتل چې دوي دې د پاکستان د غېر مذهبي احزابو لۀ مشرانو سره وويني او افغانستان جهاد دې ورته توضيح کړي نو پۀ دې لړ کښې کرزي صاحب ته مسووليت وسپارل شو چې پۀ پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل ګوند لۀ مشرانو سره وويني کرزی صاحب وائي چې کله مونږ مجلس ته ورغلو نو د ای اين پي مشرانو راته ووئيل:

    “تاسو مونږ يعني عوامي نېشنل پارټي د جهاد مخالف بولئ. مونږ ستاسې د جهاد مخالف نۀ يو، مونږ ستاسې د جهاد ملګري يو. مونږ ته ازاد افغانستان تر ټولو لوی مرام دی. پياوړی کابل، مستقل، پر خپلو پښو ولاړ باعزته کابل مونږ ته تر ټولو لوی مرام دی. زموږ مخالفت لۀ تاسې سره پۀ دغو حالاتو کښې دی چې دلته پۀ پاکستان کښې تاسې پر ځان راوستي دي او عواقب به ئې پۀ افغانستان کښې ډېر خطرناک وي. چې تاسې لۀ يو ظاهري دښمن شوروي )سره جنګېږئ(، شوروي زموږ باطني دښمن نۀ دی، ظاهري دښمن دی، )رښتيا هم دغسې ده، هغه مو دښمن نۀ دی(، يو جنګ ئې درسره پېښ شو راغی، چې خلاص شو ځي درڅخه، داسې چا ته مو پناه راوړې ده چې هغه به مو رېښې دروکاږي. هلته وخت راباندې تېر شوی ؤ، شپږ اووۀ اتۀ کاله د جهاد راباندې تېر شوي وو، هلته مو څۀ سر پۀ خلاص شو پۀ دې خبره باندې چې پۀ دې کښې حقيقت دی، دغسې ده، وروسته مو ليدل چې دغسې ثابته شوه چې د رېښو دښمن مو رېښې راڅخه کښي او تر اوسه پورې پۀ اخته دي خو چون دا زمونږ رېښې ډېرې ژورې دي، هر څو چې ئې راکاږې نۀ خلاصېږي، غځېدلې دي تر بحرو وتلې دي، تر سيندو وتلې دي، پۀ دنيا کښې غځېدلې دي، هر څۀ چې پۀ کوي خلاصېږي نۀ او ژورې دي، ګنې نيت ئې راته دا ؤ چې دا رېښې مو راوکاږي او برباد مو کړي.” (14)

    وروستی عقل لومړی نۀ ؤ او افغانانو د خپلې خپلواکۍ او خپل ژوند د خونديتوب پۀ برخه کښې د خپل تاريخ تر ټولو لوی قيمت ادا کړ او لا ئې ادا کوي. د افغانستان د شلمې پېړۍ ټول تاريخ د ورته پېښو د تکرار شاهد پاتې شوی دی. دا ډېره اسانه خبره ده چې لۀ توانه لوېدلی څوک پۀ خپله ناتواني ګرم وګڼل شي خو د ناتوانۍ پۀ برخه کښې هيڅ ډول عامل، اشتبهاء، نيمګړتيا او ناخبرتيا کوم بهرني تاړاک او استعماري دسيسې ته د جواز پۀ توګه نه شي وړاندي کېدی. پوښتنه دا ده چې ولې دې د انسانانو د يوه لوی نفوس سرنوشت لۀ کوم بهرني استعماري تاړاک سره پۀ مخامختيا کښې وټاکل شي؟ ولې دې د نړېوال ځبېښاک پۀ ترڅ کښې د درېمې نړۍ پۀ غړي د بدل شوي يو هېواد نژدې ټوله پاملرنه، شتمني او بوديجه پر خپله جغرافيوي دفاع مرکوزه پاتې شي؟ د لبرالې ډيموکراسۍ ماډل د انساني تاريخ د معراج پۀ توګه وړاندې کوونکو زبرځواکونو پۀ کوم دليل پۀ نويمه لسيزه کښې د افغانستان د پاره د طالبانو پۀ شان د وحشي پديدې انتخاب وکړ؟ د افغانستان يو وطن دوست او انقلابي اولسمشر ډاکټر نجيب الله لۀ بل ځای څخه نۀ بلکې د ملل متحد لۀ دفتر څخه راويستل شو او پۀ کابل کښې پۀ دار وځړول شو، چا د ملل متحد پر رول ګوته پورته کړه، چا ئې د بشري حقونو کائناتي دستور او داعيه چېلنج کړه؟ طالب يو وار د افغانستان او نړۍ تر منځ د امتياز د کرښې پۀ توګه پر پښو ودرول شو او بيا د امتياز د دې کرښې د ورانولو پۀ نوم افغانستان د يوې جهاني مداخلې مرکز وګرځول شو خو د ورانکارۍ اصلي ځای بيا هم خوندي پاتې شو، پۀ پخوانيو قبائلي سيمو او پښتونخوا کښې د منظم تشدد کولو قابل پاتې شو، د افغانستان د جنګ پۀ مرسته رغول شوي جنګي اقتصاد ئې ملا دومره مضبوطه کړې وه چې نۀ يواځې ئې د افغانستان استقلال لۀ خطر سره مخامخ وساتلو بلکې د باچا خان د تحريک نظرياتي او تنظيمي مرکزه ئې هم تر کاري ګزارونو لاندې ونيوله.

    د نولسمې پېړۍ لۀ اواخرو د يو اضافي بفر زون پۀ توګه ساتل شوې قبائلي سيمې د یوولسم ستمبر 2001 لۀ پېښې وروسته د ترهګرو واک ته ولوېدې او د پاکستان پوځې اٰمر جنرال پروېز مشرف او د هغۀ ملګرو پۀ نړۍ کښې دا ډنډوره واچوله چې طالبان تر القاعده زيات خطرناک دي او پښتانۀ طالبان او طالبان پښتانۀ دي. د دې ډنډورې د ماتولو د پاره عوامي نېشنل ګوند خولۀ پرانسته او د ګوند مشر اسفنديار ولي خان هر ځای پۀ اولسي غونډو کښې دا خبره تکرار کړه چې طالبان د پښتنې ټولنې پېداوار نۀ دي بلکې دا د پاکستاني پوځ پېداوار دی.

    د افغانستان د غميزې پۀ تناظر کښې د باچا خان د عدم تشدد فلسفه نوې معناوې نيسي؛ ملي پخلاينه، امنيت ساتنه او سيمه ايزه همکاري دې فلسفې ته د ژمن ګوند د بيانيې بنسټ جوړېږي. يو ډېر تريخ حقيقت دا دی چې د غازي امان الله خان افغانستان چې د خپلې زمکنۍ بشپړتيا پۀ خوا لټېدۀ، ډېر زر د بائيللې سيمې د ملي سياستونو او مقاومتونو مرستې ته اړتيامن شو او تر نن ورځې پورې لۀ دې اړتيا څخه پۀ ځان خلاصولو توانېدلی نۀ دی. خو لۀ دې سره بايد دا هم پۀ ياد ولرو چې پۀ نويمه لسيزه کښې د افغان رياست ضعف دلته د پښتون قامي تحريک احتجاجي او مقاومتي بيانيې ته سخت حدود وټاکل او د تحريک مخکښان ئې د افغان رياست د بيا رغېدنې د ورځې پۀ انتظار کښېنول خو هغوي د خپل ملي مسئولیت لۀ مخې د افغانستان د ورانولو او اشغالولو پر دسيسو يو سخت انتقادي برخورد خپل کړ. د افغانستان د استقلال د ساتنې سوال د باچا خان د ګوند پۀ برنامه کښې تر ټولو مهم ځای ونيو. د عوامي نېشنل ګوند مشرانو هم پۀ اولس کښې، هم د پاکستان پۀ پارلېمان کښې او هم د نړۍ مخ ته پۀ پرله پسې توګه دا خبره تکرار کړه چې د پاکستان لۀ لوري کومه منظمه مداخله د افغانستان پۀ داخلي چارو کښې روانه ده، د دې نتيجه به ټوله سيمه د اورپکو لاس ته پۀ پرېوتلو راوځي. هم هغسې وشول خو چې کله د طالبانو حکومت پخوانيو قبائلي سيمو ته رامنتقل کړل شو نو د دې مقالې ليکوال پۀ لومړي ځل يواځې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو لۀ خولې واورېدل چې د پښتون قام خلاف د يوۀ ډېر خطرناک جنګ تابيا شوې ده؛ کۀ قام پر وخت د دې د مخنيوي د پاره تياری و نۀ نيسي نو ټولې پښتني سيمې به پۀ دې اور کښې وسوزول شي. د ترهګرۍ او د پاکستان د دوه مخې پاليسۍ پۀ ضد د عوامي نېشنل ګوند اولسي کمپاين دغه ګوند د تشدد ښکار وګرځاوۀ او لۀ 2008ز څخه تر 2014ز پورې چې پۀ افغانستان کښې د مهمو امنيتي، اقتصادي او سياسي ټرانزېشنونو دوره وه چې ای اېن پي د خپل طالبان مخالف سياست پر سر د خپلو مهمو مشرانو پۀ شمول پۀ سلګونو کارکنان لۀ لاس ورکړل. د ګوند مشر اسفنديار ولي خان باور لري:

    “ترهګرو ته پته وه چې کۀ دلته پۀ پښتنو کښې مقابلې ته څوک خلق راغونډوي نو صرف او صرف د باچا خان بابا د سوچ او فکر بچي به ئې راغونډوي او هم دغه به راغونډېږي؛ دغه وجه وه چې مونږ پۀ نخښه شو.” (15)

    دوي به خپلو کارکنانو ته چې د خپلو ملګرو د جنازو پۀ پورته کولو ستړي شوي وو، د ا ډاډ هم ورکاوۀ چې دا د خاورې د ملکيت جنګ دی. غل چې راشي نو ګوزار پر مېلمه نۀ بلکې د کور پر مالک کوي. عوامي نېشنل ګوند چون د خاورې د ملکيت دعويٰ کوي او د خپلې خاورې خپل اختيار سياست کوي نو ځکه تر ګوزار لاندې ده.

    يواځې دا نۀ بلکې د ای اېن پي مشرانو پۀ افغانستان کښې لۀ دخيلو قوتونو بالخصوص امريکائي چارواکو سره هم دا خبره شريکه کړې وه چې څۀ ډول “د پاکستان پوځ پۀ افغانستان کښې د ايتلافي ځواکونو خلاف د جنګېدونکې حقاني شبکې سرپرستي کوي او د حقاني کورنۍ ئې نيمه د پېښور پر کوهاټ روډ او نيمه ئې د راولپنډۍ پۀ چهاوڼۍ کښې ساتلې ده.” (16)

    لکه چې مخکښې ووئيل شول چې پۀ نويمه لسيزه کښې د افغان رياست ضعف دلته د پښتون قامي تحريک مزاحمتي او احتجاجي بيانيې ته سخت حدود وټاکل، تر نائن الېون وروسته پر پخوانيو قبائلي سيمو باندې د ترهګرو واک د عوامي نېشنل ګوند فعاليت پۀ خطرناکه توګه محدود وګرځاوۀ. پۀ نورو ټکو، د يو وخت اضافي بفر زون پۀ افغانستان کښې د رياست د بيا رغونې او پۀ پښتونخوا کښې د ملتپالې مبارزې د پاره د يوې فعالې مورچې پۀ توګه کارېدل پېل شول. هغه سيمې چې د انګرېزانو د تور قانون اېف سي اٰر لۀ کبله ورته د پښتون قامي تحريک رسائي نۀ کېده، اوس ورڅخه پۀ جنګي اقتصادي شتمنيو سنبال وسله وال د يوې چار دېوارۍ پۀ توګه تاو شول، لۀ اور او وېنې د جوړې شوې دې چار دېوارۍ د حفاظت د پاره پاکستاني پوځ تر هر دېوال خپل اغزن تارونه تاو کړل؛ څوکۍ، مورچې او پاټکونه تعمیر کړل شول، عېن پۀ هم دغه وخت کښې د ډيورينډ پر کرښه د يو اغزن دېوال تعمير هم پېل کړل شو. يوه “استثنائي وضع” (state of exception) رامنځ ته کړل شوه. دا يو ځانګړی برخورد وي چې جديد رياستونه ئې د ځينو انساني اباديو د قابو کولو د پاره پۀ کار راوړي او کله ئې هم د دومره اوږدې مودې د پاره دوامداره ساتي چې استثناء (exception) د يو معمول (norm) بڼه خپله کړي. ايټالوي فيلسوف جارجيو اګامبين د ټولواکو رياستونو لۀ خوا د خلقو د مغلوب ګرځولو د پاره د باقاعده قانون د معطلولو دا تکنيک پۀ ډېره فلسفيانه توګه څېړلی دی او دا ئې ثابته کړې ده چې د معاصرو رياستونو لۀ خوا دغه استثنائي حالتونه يواځې د کومې سياسي ډلې د قابو کولو د پاره نۀ بلکې پۀ مجموع کښې د خلقو پر ژوند د غلبې حاصلولو د پاره رامنځ ته کېږي. دلته بل څوک نۀ بلکې قانون پۀ خپله خپل ځان معطلوي او د استثناء بڼه خپلوي.

    “د استثنائي حالت يو تر ټولو مهم خصوصيت چې د مقننې، انتظاميې او عدليې د اختياراتو عارضي خاتمه ده، د حکومتولۍ پۀ يو دائمي عمل ګرځي .” (17)

    پۀ دغه حالت کښې د خشونت ځپنې او امنيت ساتنې دعويٰ د رياست پۀ بيانيه او فعاليت کښې مرکزي ځای نيسي. “سياست پوليسي بڼې ته راټيټ شي، د رياست او تروريزم تر منځ توپير پۀ ورکېدو شي او بالاخر امنيت او خشونت يو داسې واحد مرګونی نظام جوړولی شي چې پکښې دوي د يو او بل فعاليتونه روا ګرځوي.” (18) “کۀ چري رياست ته د خپل حقانيت د اثبات د پاره د وېرې ضرورت وي، بايد پۀ زغرده ئې وزېږوي يا ئې لږ تر لږه لۀ زېږېدلو و نۀ ګرځوي. مونږ داسې ملکونه ليدلي دي چې د خپلې خارجه پاليسۍ پۀ مرسته د تروريزم پالنه پۀ داسې توګه کوي چې بيا پۀ کور دننه ئې پۀ ضد جنګ وکړی شي، د دې د پاره د ترهګرو تنظيمونو پالونکو رياستونو سره پټې دوستانه اړيکې ساتل کېږي بلکې وسلې هم ورباندې خرڅېږي. پۀ دې کښې بله خبره د ښهروندانو او د حاکميت پالو خلقو پۀ سياسي حېثيت کښې د بدلون راتللو ده. پۀ سيکورټي رياستونو کښې يو غېرمسئولانه رجحان د ښهروندانو غېرسياسي کول دي.” (19)

    د دې مقالې ليکوال باور لري چې لوستونکو ته به د اګامبين دا فلسفيانه کرښې کوم تجريدي خيالات نه وي ښکاره شوي بلکې داسې به ئې انګېرلې وي چې د پښتون وطن بالخصوص د پخوانيو قبايلي سيمو پۀ هکله کومې بېخې مربوطې او مطرحه خبرې لولي. پۀ ټولو استعماري منځپانګو کښې د پخوانيو قبايلي سيمو شناخت د يو “ناحکومتدارې ځمکې” او “بې څوکه ځمکې” پۀ توګه شوی دی. د “فرنټېر کرايمز ريګولېشن” (اېف سي آر) پۀ ذريعه پۀ دې سيمه کښې يو دومره اوږد استثنائي حالت نافذ وساتل شو چې بالاخر ئې د يو معمول بڼه خپله کړه او پۀ مخالفت کښې راپورته کېدونکي آوازونه نه يواځې واکمنانو بلکې ډېری پښتنو پۀ خپله هم د يو انتشار خورولو پۀ تور وکږل. د باچاخان پر تحريک پوره يوه پېړۍ د دې سيمې دروازې تړلې وساتل شوې. د عوامي نېشنل ګوند پخواني صوبائي صدر افراسياب خټک د خپل ګوند د بيانيې پۀ رڼا کښې پۀ دې لړ کښې مهمې څرګندونې وخت پۀ وخت کړي دي، اته کاله وړاندې ئې پۀ ډان ورځپاڼه کښې پۀ خپله يوه ليکنه کښې ليکلي:

    “پۀ کومه بڼه چې فاټا ډيزائن شوې وه، اساسي موخه ئې دا سيمه د يو غېر موصل يا وچ لرګي پۀ توګه ساتل وو چې کرنټ ورڅخه تېر نۀ شي. دا حقيقت بايد ومنل شي چې دا استعماري ډيزائن تر ډېره حده پورې کامياب شو. فاټا د خلقو چې بايد بنيادي بشري حقونه ولري، تر استوګنځي زيات يو ستراتيژيکي ځای وګرځېد. فاټا پۀ دې سره ځان پۀ موثره توګه بفر زون ثابت کړ چې د افغانستان د جديديت خوښوونکي باچا امان الله خان د ټولنيزو او کلتوري اصلاحاتو نقش ئې ځان ته ورپرې نۀ ښود او ختيځي پښتنې ټولنې ته ئې د هغوي لاره بنده وساتله. هم داسې د باچا خان سياسي تحريک تر ختيځو پښتنو پورې محدود پاتې شو او افغانستان ته ئې لاره و نۀ کړه.” (20)

    برطانوي استعمار پۀ فاټا کښې د دې استثنائي حالت، عاجلې وضعې او د وچ لرګي د حېثيت نفاذ ته د “ازادو قبائلو” پۀ منظمه مغالطه يو بې ساري خونديتوب وربخښلی ؤ؛ دا ئې مرکزي اسياء ته د خپلې “فاروډ پاليسۍ” يو تر ټولو محکم بنياد رغولی ؤ چې د هند تر وېش وروسته پاکستاني رياست هم خپل ځان ورباندې تکيه کړ او د خپل سيکورټي حېثيت د رامنځ ته کولو د پاره ئې ډېر لوی کار ورڅخه واخست. پۀ دې سيمه کښې پاکستاني رياست يواځې خپل باقاعده قانون ځنډولی نۀ وو بلکې چې کوم توافق ليکونه د انګرېزانو لۀ خوا د دې سيمې د برخليک پۀ حقله لۀ افغانستان سره شوي وو، هغوي ئې هم ټول ځنډولي وو. پۀ افغانستان کښې د رياست ضعف او پۀ قبائلي سيمو کښې استثنائي حالت پۀ راست تناسب کښې وليدل شول. کۀ پۀ ډېرو څرګندو ټکو کښې خبره وکړو نو حقيقت دا دی چې پۀ افغانستان کښې د رياست لۀ ضعف سره پۀ پاکستان کښې د وفاق تر انتظام لاندې قبائلي سيمې د پاکستان د نظامي قوې د مرکز راولپنډۍ انتظام ته ولوېدې او هغه ټول انفراسټرکچر پکښې ورغول شو چې د جنګي اقتصاد، تشدد او خشونت، غېر سياسي پديدو، ټولنيز او کلتوري انحطاط و انجماد، پوځي پراختيا غوښتنې، فکري تنګ نظرۍ، انتهاء پسندۍ، د قبيلوي مناقشو او مذهبي توند روۍ د پېداوار، پالنې او پرمختګ د پاره پۀ کار وو. د پاکستان پۀ دې پاليسۍ سره د يادوو سيمو پر اوسېدونکو خلقو څۀ تېر شول، دې خبرې د بحثونو پۀ منځ کښې د ځای موندلو وړتيا و نۀ لرله ځکه چې د انساني ژوند موضوع د فاټا د ستراتيژيکي ارزښت پۀ پارولو سره نژدې پۀ يوه نان ايشو بدله شوې وه. يواځې د قانوندارۍ مسئله نۀ بلکې د فاټا د پښتنو ټولنيز او کلتوري چوکاټ هم يو ډول استثنائي معرفي کړل شوی ؤ چې ګواکې نۀ يواځې د ملک لۀ ائين بلکې د نورو پښتنو لۀ ژوند ژواک سره هم د مخامختيا پۀ صورت کښې پۀ ټکر اوښتی شي. فاټا ته سياست، جمهوريت او نېشنلزم نۀ ورپرېښوول ګواکې د دې سيمې پر پښتنو د انګرېزي استعمار او پاکستاني سرکار يو احسان، د امنيتي وضعې د سنبالښت يوه پاليسي او د هغوي د “خپلواکۍ” د ساتنې يو انساندوست بندوبست ؤ. دې انتظام پوره يوه پېړۍ دوام وکړ او پر سلمه کليزه يعني پۀ امريکا کښې د نائن الېون لۀ پېښې وروسته دا “خصوصي انتظام” پۀ افغانستان کښې د طالبانو پۀ ضد رامنځ ته شوي نړېوال حرکت ته د وسله وال مذهبي غبرګون د پاره پۀ يو خوندي پناه ځای بدل شو. پاکستاني سرکار دې حالت ته جواز د “قبائلي کلتور” د بيانيې پۀ مرسته تراش کړ؛ هغه لارې چې پر مصلحينو، خدائي خدمتګارانو او ملتپالو يوه پېړۍ تړلې پاتې شوې وې، د دنيا جهان د اجنبي خلقو، بې شرفه او بې رحمه ترهګرو پر مخ پرانستل شوې. د ډيورينډ کرښه عملاً رياست د خپلو دې “ځانګړو مېلمنو” د پاره لۀ منځه يوړه، د سرحدونو محافظه اداره پر هغه ټاک چري هم و نۀ ليدل شوه چې دوي ئې لۀ افغانستان سره د يو نړېوال سرحد پۀ توګه يادوي. “ځانګړي مېلمانۀ”، “د فاټا ځانګړی انتظامي حېثيت”، “ځانګړی ټولنيز او کلتوري جوړښت” او “ځانګړی اسلام” چې پۀ يو ځانګړي ترتيب سره استعمال کړل شول نو د ترهګرۍ او رياست تر منځ فرق ختم شو؛ فاټا پۀ حقيقت کښې پۀ يو بې څوکه زمکه بدله شوه، د دې ښورېدونکې زمکې زامن او لوڼې بې کوره او بې ابرو کړل شوې، کورونه او بازارونه ئې چور او نسکور کړل شول، پر دامانونو او غرونو ئې پوځيان ور وختل او د خپل “بري” لوحې ئې اوېزانې کړې. د ميلیونونو انسانانو ابادي چې بې کوره، در پۀ دره، بې ابرو او د مظلوميت لۀ يو شديد احساس سره لاس وګرېوان وه، اخر ئې د پښتون نېشنلزم او جمهوريت غوښتونکو سره پۀ لاس يو کولو سره يو نوی سياسي صورتحال رامنځ ته کړ، نړېوال فشار ورسره ملګری شو او پاکستان ئې پر دې مجبور کړ چې نور د فاټا ځانګړی انتظام پاې ته ورسوي او لۀ پښتونخوا سره ئې انضمام وکړي. قبائلي سيمې د پښتونخوا ضلعې شوې او پۀ دې ټولو ضلعو کښې تېره مياشت عوامي نېشنل ګوند پۀ لومړي ځل پۀ رسمي توګه پراخ اولسي کمپاين وکړ؛ د باچاخان نظريه، د افغانستان د استقلال مسئله او د عدمِ تشدد فلسفه ئې لۀ هغو پښتنو سره مطرحه کړه چې تر يو استثنائي حالت لاندې ساتل شوي وو او خپل وطن ورته پۀ يو وچ لرګي بدل کړل شوی ؤ.

    اوس پۀ محکوم افغان وطن کښې د سياسي پرانستنې يو عمل روان شوی دی، د افغانستان د استقلال د سلمې کليزې پۀ وياړ ئې يو ښۀ زېری ګڼلی شو خو کۀ د افغانستان ځينې دولتي کړۍ او د پښتنو ملتپالو ځينې ډلې د انګرېزانو د لوظنامو پۀ منځپانګو کښې د پرېوتو پر ځای د زمکې پر سر او د خلقو پۀ منځ کښې د افغانستان د استقلال د ساتنې او د پښتنو د ملتپالنې د پرمختګ عمل پۀ غور سره مطالعه کړي. حقيقت د انګرېزانو پۀ تپلو لوظنامو کښې نۀ بلکې پۀ دې سرخوږي کښې پروت دی چې پاکستان نن هم د کشمير او افغانستان د “جهادونو” د پاره “قبائلي مجاهدينو” ته ځانګړې رجوع کوي او عوامي نېشنل ګوند پۀ خپلو غونډو کښې د پښتونخوا لۀ نوو ضلعو د راپورته شوي “پښتون ژغورنې غورځنګ” سره د رياست د ظالمانه استثنائي برخورد پۀ بربنډولو د پښتنو قامي قضيې ته د توان بخښلو هڅه کوي. پۀ پښتونخوا کښې د ملتپال سياست پرمختګ د افغانستان د استقلال پۀ ساتنه کښې تر هر څۀ مهم نقش لوبولی شي او يو مستقل او مستحکم افغانستان پۀ پښتونخوا کښې د ملتپال سياست د پاره تر هر څۀ مهم امکانات برابرولی شي. پښتون قامي تحريک خپل زيات امکانات د غازي امان الله خان پۀ ماتې، د هند پۀ وېش، د بنګاليانو پۀ بېلتون او د ثور انقلاب پۀ غبرګون کښې د راپېدا شوو حالاتو پۀ وجه لۀ لاسه ورکړي دي. د امان الله خان د بدلون غوښتنې او سمونپالنې د “نيمګړي څپرکي” د تکميل پۀ وعده او هوډ د داود خان د جمهوريت او د ثور د انقلاب مراحل تېر شوي دي او د بون لۀ کنفرانسه وروسته د بيا رغونې مرحله دوېمې لسيزې ته رسېدونکې ده . د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ د تسلسل سياست ته پۀ دوام او توان بخښلو سره نۀ يواځې هغه “نيمګړی څپرکی” زر د تکميل پړاو ته رسېدی شي بلکې “نيمګړی استقلال” هم پۀ رښتينې معنٰي بشپړېدی شي.

     

    ماخذونه:

    1. Carr, hallett, Edward, (1985), Bolshevik Revolution in 1917-1923. Volume III, W.W Norton & company, New York, Pp. 238-239
    2. Gregorian, Vartan, (1967), Mahmud Tarzi and Saraj-ol-Ahbar: Ideology of Nationalism and Modernization in Afghanistan, Middle East Journal, 21(3), 351
    3. Nawid, Senzil, (2019), Tarzi and the Emergenc of Afghan Nationalism: Formation of a Nationalist ideology, http:/www.bu.edu/aias/nawid_article.pdf
    4. کاکړ، پوهاند ډاکټر محمد حسن، 2005، د باچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه، د افغانستان د کلتوري ودې ټوله، جرمني، مخ 12
    5. Chua, Andrew. (2013). The Promise and Failure of King Amanullah’s Modernization Program. The ANU Undergraduate Research Journal Volume Five. P. 41
    6. خان، عبدالولي خان، 1993، باچاخان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، کوهاټ روډ پېښور، مخ 80
    7. هندي، عزيز، 2002، د غازي امان الله خان زوال، پښتو ژباړه فرهاد ظريفي، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، پېښور، مخ 570
    8. ګېرس، ګ. ف. 2008، د مېړني اولس ادبيات، ژباړن سر محقق اکبر معتمد شينواری، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، مخ 150
    9. خان، عبدالولي خان، هم هغه اثر، مخ 75
    10. Shah, Sayed Wiqar Ali. (2015). Ethnicity, Islam and Nationalism: Muslim Politics in the North-West Frontier Province (Khyber Pakhtunkhwa) 1937-1947. NIHCR Publication, Islamabad, P. xli
    11. ارغنداوی، ډاکټر عبدالعلي، 2002، ژوندۍ خاطرې: پۀ تېرو نهو لسيزو کښې د افغانستان تاريخ 1900-1992، پبلک اٰرټ پريس، پېښور، مخ 27
    12. کاکړ، پوهاند محمد حسن، هم هغه اثر، مخ 54
    13. ثابت، عبدالجبار، 1377، افغانستان چا وران کړ؟ د افراسياب خټک ليکنه، د مېوند نشراتي مرکز- سبا کتابخانه، ډهکي نعلبندي، د قصه خوانۍ بازار، مخونه 37-38
    14. خان، اسفنديار ولي، 2015، لۀ طلوع نيوز سره مرکه

    1. Dawn Report. (May 22, 2011). ANP Leaders Said Military Protected Haqqanis, Other Militants. https://www.dawn.com/news/630875
    2. کرزی، حامد،(14 مارچ، 2017)، د افغان غميزي ماهيت: اړخونه او لرليد، د خوشحال بابا فکري بهير ته وېنا

    1. Agamben, Giorgio. (1942). The State of Exception. The University of Chicago Press, P. 7
    2. Agamben, Giorgio. (2006). On Security and Terror. https://libcom.org/library/on-security-and-terror-giorgio-agamben
    3. Agamben, Giorgio. (December 28, 2015). From the State of Law to the Security State. http://autonomies.org/2015/12/from-the-state-of-law-to-the-security-state-giorgio-agamben-on-the-state-of-emergency-in-france/
    4. Khattak, Afrasiab. (October 25, 2011). Reforms in Fata. https://www.dawn.com/news/668768/reforms-in-fata
  • دنیا دې د افغانستان وینو سره یو بل خیانت ته پرې نۀ ښودې شي

    د افغانستان پۀ وجود چې کوم پرهرونه وروستو جوړېدل، باچا خان او ولي خان هغه پرهرونه پۀ خپلو روحونو انګېرلي )محسوس کړي( وو. د افغانستان د زړۀ څړیکې باچا خان او ولي خان خپلو زړونو کښې زغملې وې او پۀ افغانستان کښې توې شوې وینه هغوي د خپلو ژبو نه وئیلې وه. هغوي چغې وهلې، “دا د کفر او اسلام جنګ نۀ دے” – د هغوي کوکارې چا نۀ اورېدې چې “دا د روس او امریکې جنګ دے” – د هغوي نعرو ته غوږونه کاڼۀ شوي وو چې “لۀ افغانستانه د بارودو سرډ مۀ جوړوئ!”.
    د افغانانو وینو د امو دریاب او اباسین اوبۀ سوربخنې کړې خو د نړۍ زړۀ لکه چې لا اوس هم سوړ نۀ دے، افغانه وینه باندې موړ نۀ دے. افغانستان کښې د سردار داود نه تر ډاکټر نجیب الله څوک پۀ خپل مرګ مړ شو؟ څوک پۀ خپلو وینو ونۀ لمبېدو؟ څوک پۀ دار نۀ شو؟ څوک سنګسار نۀ شو؟
    د ډاکټر نجیب د ملي پخلاینې پروسه تېزندي کېدو نه پس ټول افغانستان پۀ دار ځوړند دے. افغانستان ټپه کوي:
    پۀ لېونو سپو کښې راګېر یم
    “یاران” پۀ غټو غټو ګوري ما ترې خورینه
    د امن، د اېټمي وسلو نه د پاکې دنیا، د عدم تشدد او د انساني حقونو نړیوالې ورځې نمانځونکې نړۍ د افغان ملت پۀ “زړۀ” کښې کېدونکې بمي چاودنې نۀ ویني، افغانستان کښې روان خونړے جنګ نۀ ویني، پۀ افغانانو د سپکو درنو وسلو سفاک استعمال نۀ ويني، بربري تشدد نۀ ویني، د انساني حقونو وحشیانه پامالي نۀ ویني.
    د دنیا د پاره افغانستان کښې د شربت ګلې د سترګو تصویر قیمت لري، د شربت ګلې د سترګو منت نۀ ویني.
    تېرې څۀ مودې نه پۀ دنیا افغانستان کښې د امن راوستلو پېریان ناست وو. د اولسمشر ډونالډ ټرمپ لۀ خوا چې کله د افغانستان او جنوبي اېشیاء پۀ اړه د پالیسۍ اعلان شوے ؤ نو یو امید زرغون شوے ؤ چې ګنې اوس به پۀ دې سیمه امن راشي – مونږ د خپلو زړونو سره جنګ وکړو او د عقل خبره مو ومنله. مونږ دا خوش-فهمي واخسته چې ممکنه ده، د دنیا پۀ افغانانو زړۀ سوے وي. د زلميخلیلزاد پۀ یوه پښه ګرځېدلو مو خوش-فهمۍ له نور هم باور ورکړو.
    لکه څنګه چې افغانستان کښې د پلیت فساد د پاره د جهاد د مقدسې بیانیې قائمولو د پاره ټوله دنیا یوې خوا ته وه خو د عوامي نېشنل پارټۍ بیانیه د دغه نړیوالې بیانیې پۀ ضد وه – هم دغسې د امن مذاکراتو د پېل سره د عوامي نېشنل پارټۍ بیانیه پۀ هر کارنر میټنګ، هر تهنک ټېنک میټنګ، هر جلوس او هره جلسه کښې پۀ جار مخې ته راغله او د ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان به وئیل،
    “مذاکرات دې د افغان حکومت مشرۍ کښې وي – د افغان حکومت شاملولو نه بغېر به مذاکرات بې باوره هم وي او د بې نتیجې کېدو امکان به هم لري – مذاکرات دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي؛ امریکا، روس او چین دې پۀ دې معاهده کښې “ضامن” وي – پاکستان دې خپلو دواړو ایوانونو کښې د پاس شوو قراردادونو سره سم افغانستان کښې د افغانانو د منتخب حکومت حمایت وکړي – پُر امن افغانستان د افغانانو سره د دې ټولې خطې د پاره ضروري دے.”
    اوس چې د امن معاهدې د ډرافټ مندرجات مخې ته راځي نو عقلونه زړونو ته ملامته کېږي. زلميخلیلزاد څنګه دا جرأت وکړو چې افغانستان د پاره ئې د “اسلامي امارت” لیکلو ته غاړه کېښوده؟ دغه جرګه کښې ګډون کوونکو څنګه پۀ دې نیوکه نۀ ده کړې؟ د امریکا او نور نړیوال مبصرین د “اسلامي امارت” پۀ اصطلاح پوهه نۀ وو؟ د دې تر څنګ د ملي اردو مورال غورځول، افغانستان کښې د سیاست پروسه او انتخابي عمل ځنډول څۀ معنٰي او څۀ اغېز لري؛ پۀ دې د دغه جرګې جرګمار او منځګړي نۀ رسېدل؟
    افغانستان د وخت پۀ یوه داسې پوړۍ ولاړ دے چې “یا خو به د خونړي جنګ یوه بله لا حاصله بې نتیجې مرحله شروع شي او یا به دا روان خونړے جنګ څۀ نور وغځېږي خو نتیجه به ئې د حقیقي امن او افغان-واکۍ وي.” پۀ دې موقع مونږ وړاندیز لرو چې کۀ د امن شرائط هم دغه وي نو چې د افغانانو منتخب اولسمشر ډاکټر اشرف غني تر هغه وخته د دغه مذاکراتو سره اړونده کومه سرګرمۍ کښې ګډون ونۀ لري، تر څو چې دغه ډرافټ کښې د افغانانو د ګټې ترمیمونه او اصلاحات ونۀ شي. ډاکټر اشرف غني باید د امن د پاره ودرېږي. ډاکټر اشرف غني باید نړۍ ته د ولي خان دا خبره تکرار کړي چې،
    تاسو مونږ زمونږ سمي ته پرېږدئ، مونږ د خپلې ازادۍ د خپل ملک د دفاع پوره قابل یو – کوو به ئې. افغانستان خپلې مخې ته پرېږدئ چې خپلې فېصلې پۀ خپله وکړي.
    د افغان ډایسپوره هغه برخه چې د هېواد نه لرې Branded ژوند تېروي او هغه خلق چې د خپلو کورونو مارکیټونو پۀ کونجونو کښې ناست پۀ افغان دولت پسې د ترخونو نه اوازونه وباسي، پچموزې کوي؛ باید دې وخت کښې د خپل افغان دولت سره ودرېږي – بېشکه پۀ حېث د واکمن به د ډاکټر اشرف غني د پالیسیو سره اختلافات لري، پۀ حکومت د تنقید حق هر ووټ لرونکي ته حاصل دے؛ خو دا وخت د پټي د ملکیت جنګ دے، دې جنګ کښې دې د خپل دولت د پښو وهلو تور پۀ خپل تندي نۀ ږدي.
    مونږ کله هم د افغانستان جنګ کښې غېر جانبدار او لا تعلقه نۀ شو پاتې کېدے. هو! مونږ پۀ دنیا کښې چرته هم د جنګ ملاتړ نۀ کوو خو افغانستان “دنیا” نۀ ده، افغانستان مونږ هم یو. د افغانستان د حالاتو نېغ پۀ نېغه د ډیورنډ کرښې دې خوا ته اوسېدونکو باندې اثر دے. افغانستان کښې د جنګ اور چې څنګه بر افغانان سېزلي دي، دغه رنګ ئې لر افغانان هم خشاک شوي دي. زمونږ کورونه، بازارونه، لارې، لوبغالي، کښتونه، ښونځي، لېسې او پوهنتونونه هم ړنګ شوي دي. د روانو مذاکراتو نزدې اغېز دا دے چې کۀ یو خوا وزیرستانونو او ډیورنډ کرښې ته نزدې پرتو سیمو کښې پېریان راپارېدل شروع شوي دي نو ورسره شمالي غرونو کښې هم حرکت شروع شوے دے. د عوامي نېشنل پارټۍ پېښور صدر سرتاج خان پۀ رڼا ورځ هدفي وژنه کښې وژل شوے دے، پۀ سوات کښې د پارټۍ پۀ غړو برید شوے دے – دا اوس غټ اختر کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا مشر اېمل ولي خان ته د “ریاستي عناصرو” لۀ خوا انذار ورکړے شوے چې خپلې سرګرمۍ راونغاړي او ستر سېکتر سردار حسېن بابک ته د “تحریک طالبان، بونېر، ملاکنډ ډویژن” لۀ خوا ورکړې شوې دړکه کښې “غېر ریاستي عناصرو” وئیلي دي،
    “….. تاسو د کفري نظام لاسونه مضبوطوئ، تاسو د خپل قبیح عمل نه توبه وباسئ…..
    د پاکستان فوځ، پولیس او ټولو عسکرو سره او د کفري نظام خپلې ټولې اړیکې ختمې کړئ! دا ستاسو د پاره اخري موقع ده – د ځان اصلاح وکړئ ګنې د هغه جهان تیاري وکړئ.
    کمانډر عزیز الرحمان، تحریک طالبان بونېر.”
    یو څوک دې ووائي چې د باچا خان نه تر سردار حسېن بابک پورې زمونږ د “کفري نظام” سره څوېمه ده؟ مونږ خو د “مذهبي ګوندونو” سره سیاسي اتحادونه هم کړي دي، پۀ اسمبلیو کښې مو د یو بل د قراردانو مرستې هم کړې دي او تحریکونو کښې هم د یو بل سره ملګري پاتې شوي یو – البته، نظریاتي اختلاف د پاره د سیاست تر لارې هغوي هم کار کوي او مونږ هم.
    پاکستان د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته افغانان بلېکمېل کوي چې د افغانستان مسئلې نه ډډې ته شي او دغه دړکې رالېږونکي، هدفي وژنې کوونکې، بمونه ټقوونکي او ځانمرګیان مو د کفري نظام د مرستې پۀ تور وینې ځان ته حلالوي – هغه د ولي خان خبره، “ولي خان د جونېجو نه کمزورے نۀ دے چې دے به وغواړي او حکومت به ورته ملاو نۀ شي.” زمونږ پۀ دې هر څۀ سر خلاص دے چې ‘کفري نظام’، ‘قبیح عمل’، ‘عسکر’ او ‘د ځان اصلاح’ څۀ اصطلاحات دي؟ د چا دي؟ څۀ مقصد د پاره دي؟ هدف ئې څۀ دے؟
    مونږ پۀ نامه د جنګ خلاف یو او افغانستان کښې د جنګ خو بیخي خلاف یو. مونږ کله هم نړۍ ته دا اجازت نۀ ورکوو چې د افغانستان د مستقبل فېصله دې کېږي او هغې کښې دې د افغانستان دولت، د افغانستان اولس او د افغانستان اولسمشر ته د یو مساوي فریق پۀ حېث ځاے او درناوے نۀ ورکولے کېږي.

    دا چوکټه دې اداریې سره تړلې ولوستلې شي:

    تېره میاشت بونېر کښې شمس لالا )شمس بونېري( د عبدالحمید زاهد د تالیف “د شفق رنګونه” د مخکتنې دستوره تابیا کړې وه. زۀ )حیات روغانے( هم پۀ مودو پس پېښور نه وتلے وم. هلته د “پیرې ابۍ” مزار سره نزدې د شمس لالا دېره کښې مخکتنې وه. ما دوه شعرونه وئیلي وو:
    پټکي درنه پشقوزې ږیرې بیا چې تېرې نۀ شي
    د پیرې ابۍ لپه کښې دعا چې ښېرې نۀ شي
    دا شور چې پۀ بونېر کښې دې تود کړے، غلے نۀ شي
    دا لارې در نه یه شمسه لالا! بیا سپېرې نۀ شي

    ما خوپه محسوس کړې وه خو دومره نۀ چې ګنې بونېر کښې خو پېریانو دومره ایجازې هم ماتې کړې دي.
    د دې کرښو تر لیکلو بونېر کښې استقبال خان ته هم دغسې دړکه ورکړې شوې ده. دا وخت عوامي نېشنل پارټي د حکومت برخه نۀ ده. مونږ پۀ دې پوهه یو چې قامي تحریک ولې پۀ نخښه کېږي. مونږ د جنګي اقتصاد پۀ ضد او د امن د پاره غږ پورته کولو باندې پۀ نخښه کېږو – دوي مونږ سره نور کولے څۀ شي؟