پۀ پښتنه ټولنه د خدائي خدمتګارۍ اغېز – نورالامين يوسفزے
کله چې ستر پښتون مصلح حضرت باچاخان بابا پۀ پښتنه ټولنه کښې د “خدائي خدمتګار” تحريک رده کېښوده نو پۀ دغه زمانه کښې دنيا د وړومبي نړيوال جنګ د وحشت پۀ غېږه کښې وه، د نړۍ پۀ هر ګوټ کښې د سرمايې بچو د وحشت او بربريت بازار ګرم کړے ؤ او پۀ ناوېشلي هند […]
د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت
خوږ ژوندون، جدا له ښۀ شېرينه ياره پۀ ما خوار باندې يا زهر يا ګنډېر شو د بهار بلبلې نۀ راځي پۀ سېل مګر زړۀ ئې د بهار لۀ سېله سېر شو حېف دا چې د ګلونو عمر لږ دے پۀ جهان کښې د اغزيو عمر ډېر شو (دستر خوشحال بابا کليات مخ ١٨٤) وائي […]
د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه
د خدائي خدمتګارانو تحريک ولې جاري (شروع) شوے دے زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې […]
خبرې (تکل) – ګل محمد بېتاب
څومره چې انسان زوړ دے، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي انسان حضرت ادم علېه السلام خبرې کړې وې. د نړۍ ځينې هغه سائنسدانان چې انسانان هم د ځناورو يو قسم ګڼي وائي چې انسان د نورو خوبو سره سره ناطق هم دے يعنې خبرې کوي. د ځينو مقررينو مليانو نه […]
د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے
د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتون افغان ملت ډېر مېړنے، زړور او لۀ ځواکه ډک خلق پاتې شوي دي. پۀ لر او بر افغان کښې هر وخت دوي ستر تحريکونه رامېنځته کړي دي. لکه د شېرشاه سوري اصلاحات، لکه د پير روښان غوندې غورزې پرزې، لکه د خوشحال بابا د تورې او قلم خوځښت، لکه […]
انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے
د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي د وجې نه د اکثرو شخصياتو د زېږون د نېټو خو يا بېخي پته نۀ لګي او يا پۀ شکوکو شبهاتو او پۀ قياسياتو اډاڼه لري. دغه مسئله زمونږ د اکثر اديبانو شاعرانو سره هم ده خو دا ډېره د […]
د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے
درې دېرش کاله اګاهو د پښتنو لوے لارښود فخرافغان باچاخان د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې خو د هغۀ نابغه شخصیت، تعلیم، خدمت، سیاست، تربیت، کړاؤ او مبارزې پۀ پښتنه ټولنه کښې هغه شعوري او عملي اثرات پرېښې دي چې د پیرروښان ، خوشحال خان او میروېس نیکۀ نه واخلې تر دې دمه […]
جنګ ځپلے افغانستان د يو بل ازمېښت سره مخ – شميم شاهد
د جنګ ځپلي هېواد افغانستان د ارتلونکي پۀ اړه يو ځل بيا د افغان اولس پۀ ځاے يو شمېر بهرني ملکونه او قوتونه پۀ خبرو اترو او پټ پټ سازشونو کښې بوخت دي . د دې ملکونو او طاقتونو کوشش دا دے چې د خپلو خپلو بدرنګه موخو ترلاسه کولو لپاره د خپلو او پرديو […]
د تورخم پۀ پوله بندېزونه او مقامي تجارت – ډاکټر خادم حسېن
د تورخم د بندېزونو نوعيت د ملکي او بېن القوامي ميډيا تر مخه پۀ مۍ 2016ز کښې د پاکستان دولت د تورخم پۀ پوله خاردار تار غځول د دوي د وېنا مطابق لۀ دې امله پېل کړل چې د ترهګرو نقل و حرکت باندې بندېز راوستے شي. د افغانستان دولت پۀ دې منفي غبرګون ښکاره […]
اداريه – اپرېل 2021ز
د ويرژنې قيصه خوانۍ نه د جاني خېل غميزي پورې هېڅ يو د احساس خاوند د جاني خېل د هغه مور سلګۍ او فرياد نۀ شي زغملے چې د خپل ماشوم شهيد زوي پۀ اړه ئې وئيل چې ظالمانو مړ کولو نو مړ کړے به ئې ؤ خو تيږې ئې پرې ولې غورځولې؛کمر ئې پرې […]