کېمياګر – رشيد احمد

ناول:- الکېمسټ

ليکوال:- پاولو کويليو

دچاپ کال :- ۱۹۸۸(د انګرېزي ترجمې د چاپ کال ۱۹۹۳)

د چاپ کال:- ۲۰۲۰

کېمياګر د پاولو کويليو د ناول “دي الکېمسټ” پښتو ترجمه ده چې د انګرېزي ترجمې نه ئې کړې ده۔ دا ناول د برازيل پۀ ريوډي جنېرو ښار کښې د زېږېدلي پاولوکويليو ليکلے دے۔ چې هغوي پۀ کال ۱۹۸۸ کښې پۀ پرچګېزي ژبه کښې خور کړے ؤ او بيا ئې دوېم ايډيشن چاپ کړو چې پۀ برازيل کښې خور شو او ډېر زيات مشهور شو۔ تر اوسه پورې د دې ناول ډېر ايډيشنونه خوارۀ شوي دي او د دې نه بل کوم کتاب پۀ دومره زيات شمار کښې نۀ دے خور شوے۔ اېلن- ار-کلارک د دې انګرېزي ترجمه پۀ کال ۱۹۹۲ کښې خوره کړه۔ او د نړۍ پۀ اکثرو ژبو کښې د دې ناول ترجمه شوې ده۔ دا ناول د خوبونو، ارمانونو، جادوګرۍ، جنګونو او رېګستانونو قيصې دي۔

غني خان خټک هم د دغه انګرېزي ترجمې نه پښتو ترجمه کړې ده چې هغوي پۀ خپله وائي چې لفظي ترجمه ده۔ پۀ پښتو کښې نړي وال ادب ډېر کم دے بلکې پۀ مالګه کښې د اوړو برابر هم نه دے۔ د دې پۀ مقا بله کښې اردو ډېره غني شوې ده او د نړۍ د نوروعلمونو سره سره ورته ډېر ناولونه را ترجمه شوي دي۔ پښتانۀ ليکوال اوس دې اړخ ته متوجه شوي دي او ډېرې ترجمي کوي ولې لا ډېر کار پاتې دے۔ د نړۍ پۀ ټولو ژبو کښې ترجمې روانې دي، د پر مخ تللي ملکونو دا يوه خاصه ده چې ادب ئې ډېر غني وي او هغه کوشش کوي چې د خپلې ژبې ادب نورو نړيوالو ژبو ته ترجمه کړي ځکه چې داستاني ادب د خپل ثقافت او نظرئې خورولو لپاره د ټولو نه غوره وسيله ده۔ پۀ اسلامي تاريخ کښې کله چې پۀ سپېن د مسلمانانو حکومت ؤ نو ډېر علمي کارونه شوي وو او د نړۍ ټول کتابونه ترجمه کېدل، سرکاري ادارې ورله جوړې وې۔ او نن د هغه کتابونو او علمي خزانو نه د ترجمو پۀ ډول مونږ خبرېږو۔ لکه پۀ “کېمياګر” کښي هم د سپېن ښېرازي مونږ وينو۔ ولې پښتو سرکاري ژبه نۀ ده او پۀ دې وجه ئي خپل ويونکي هم مېره مور ګڼي۔ هر سړے دې غني خټک شي چې د خپلې ژبې پنګه درنه کړي۔ پېرنګي پۀ خپل دور حکومت کښي د پښتو ژبې د مخنيوي د پاره هر ګام پورته کولو او د هغې لپاره به ئي منصوبه بندي کوله۔ الله دې وکړي چې پښتانۀ زلمي پۀ خپله دې اړخ ته توجه ورکړي۔ د دې ناولونو د ترجمو سره د نورو اولسونو ثقافتونو، ژبو او د هغوي د ژوند ژواک او ودې نه لوستونکي خبر شي۔

د ترجمو اهميت

داستاني ادب او پۀ خصوصي ډول ناول د پراپېګنډې او تبليغ يوه غوره وسيله ده ۔ پښتو ته وړومبے ناول د انګرېزي ژبې نه پۀ بنو کښې مشنري عيسايانو ترجمه کړے ؤ۔ دغه ناول د جان بنين “پېلګرېم پراګرېس” ؤ۔ چې د “سېرالسالکين” پۀ نامه قاضي عبدالرحمان کړے ؤ څوک چې پۀ خټه احمدزے ؤ او د قندهار نه پۀ څۀ خاص وجه دلته راکوچېدلے ؤ۔ قاضي عبدالرحمان د منشي احمد جان پلار ؤ د چا پۀ حقله چې دا مغالطه ده چې د تنګي ؤ۔ هغه د تنګي نه بلکې د قندهار نه ئې پلار پۀ کډه بنو ته راغلے ؤ او څه موده دلته اوسېدلے ؤ۔ دغه سېرالسالکين د عيسايت د تبليغ د پاره ترجمه شوے ؤ. پۀ کال ۱۸۷۷ کښې، او هم دغه د پښتو ژبې وړومبے ترجمه شوے ناول دے. د دې نه پس د اردو ژبې دوه ناولونه چې هغه هم د انګرېزي ناولونو چربه ګڼلے شي پښتو شول، يو پۀ کال ۱۹۰۵ کښې چاپ شو او بل پۀ کال ۱۹۵۷ کښې چاپ شوے ؤ۔ او دغه شان دا سلسله روانه ده۔ روس، چين او يورپ د ترجمو د پاره ادارې لري چې دا کتابونه ترجمه کوي اوخوروي ئې۔

د دې ناول لنډه قيصه

قيصه څۀ داسې ده چې سنتياګو (د ناول هيرو) يو شپونکے دے، د هسپانيې اوسېدونکے دے، د اندلس سره خوا ته پۀ ورشوګانو او مېدانونو کښې خپلې ګډې څروي۔ يوه ورځ خپلې ګډې راغونډې کړي، يو ځاے ته چرته چې يوه زړه کليسا ده، ديوالونه ئې نړيدلي او يوه دنګه د شوې اونه پکښې ولاړه ده۔ دے يوې ډډې ته کښېني او پۀ فکر کښې شي۔ دے د ګډو سره ډېر اشنا شوے وي، د هغوي پۀ ژبه او نفسياتو پوهېږي۔ ګډې پېژني۔ دۀ ته ياد شي چې ولې شپونکے شو او داکسب ئې ولې ځانله غوره کړو۔ د دۀ پلار د دۀ نه پادري جوړول غوښتل خو د ماشوموالي نه دۀ غوښتل چې د دنيا پۀ سېل ووځي او وطنونه، ښارونه، بازارونه او خلک وويني۔ پۀ سکول کښې دۀ لاطيني اوهسپانوي ژبې زده کړې دي۔ يوه ورځ پلار ته ووائي چې زۀ د دنيا سېل کول غواړم۔ پلار ئې وائي چې ماخو غوښتل چې تۀ به پادري شې او زمونږ سره به خپله زمينداره سمبال کړې۔ دلته ډېر خلک سېلګرۍ له راځي او ځي۔ خو چې ستا خوښه ده نو ښۀ ده لاړ شه ۔ خو څنګه به ځې۔ نو سانتياګو وائي چې زۀ به شپون شم ګډې به واخلم څروم به ئې او پۀ مخه به ګرځم سېل به کوم۔ پلار ئې ورله څه نغدې پېسې ورکړي، سانتياګو پرې ګډې واخستلې او څرول ئې شورو کړل۔ کال پس به ئې ګډې ښار پله بوتلې او وړۍ به ئې ترېنه خرڅوله، داسې پېسې پۀ لاس ورتلې او ګډې هم زياتېدلې۔

سانتياګو به کال پۀ کال راتلو او د خپلو ګډو وړۍ به ئې خرڅولې، ګډې به ئې بوتلې او هلته به ئې ترېنه پۀ مشين وړۍ وخرئيلې۔ دۀ چې د وړو د سوداګر لور کله نه ليدلې وه نو زړۀ ئې پرې بائيللے ؤ۔ او د هغې سره به ئې خبرې اوږدولي۔ هغې د دۀ سره کتابونه ليدلي وو او وئيل ئې چې دا شپون تعليم يافته دے، د دۀ نه ئې تپوسونه کړي وو او دۀ ورته حال وئيلے ؤ چې د سېل لپاره شپونکيتوب کووم او ما علم حاصل کړے دے.هسپانوي او لاطيني ژبې ئې ښې زده دي۔

سانتياګو چې ماښام پۀ کليسا کښې اوده شو نو د شپې ئې يو خوب وليدلو چې اګاهو هم دۀ داسې خوبونه ليدلي وو۔ او پۀ خوب کښې ورته د يوې خزانې نخښې نخښانې پۀ ګوته کولې شي۔ سحر چې ويښ شو نو د خزانې پۀ حقله ئې فکر شورو کړو چې دا خوب دۀ ليدلو او د خزانې زېرے پرې کېدلو او دا څوېم وار دے چې دا خوب ويني۔ پۀ کومه ورانه کليسا کښې چې دے اودۀ شوے ؤ نو دې ته به د لرې لرې خلک د سېل لپاره راتلل او ډېر به د خزانې پۀ لټون کښې هم راتلل۔

خېر دۀ ګډې روانې کړې او د اندلس ښار طرفته روان شو چې د ګډو نه وړۍ وخرئي او خرڅې ئې کړي. دۀ به دغه روپۍ جمع کولې چې د خزانې پۀ لټون کښې اهرام مصر ته لاړشي او خزانه راوباسي۔ پۀ ښار کښي د وړو اخستلو واله پۀ لور مئين شوے ؤ او هغې ته ئې خپل حال وئيلے ؤ۔ اوس دا ځل هلته اول يوې جادوګرې پسې ورغلو چې د خپل خوب شګون ترې واخلي او ورته ووائي چې خزانه شته او کۀ نه او دے به کامياب شي کۀ نه۔ هغې ترې نه د خزانې د لسمې برخې ورکولو تقاضا وکړه او دۀ ورسره ومنله. بيا چې کله د وړو خرئيلو او خرڅولو لپاره د سوداګر پۀ ځاے کښې انتظار کولو نو هلته ورته يو سړے ملاو شو چې د دۀ د حال نه خبر ؤ او ګډو کښې ئې د لسمې برخې غوښتنه وکړه او دۀ قبوله کړه. د خپلو ګډو لسمه برخه ئې ورکړه، پۀ بدل کښې ورته هغۀ ووې چې زۀ به هر وخت ستا مدد کوم او ستا خواوشاه به موجود يم۔ دوه کاڼي يو تور او بل سپين ورته د شګون لپاره ورکړل چې کله پرېشانه يې نو پۀ دې فال يا شګون وباسه۔ سپين “هان” يا “ښۀ” او تور “نه” يا “بد” ښائي او پۀ مخه لاړ۔ دۀ سره روپۍ اوس پوره شوې وې۔ خپلې ګډې ئې خرڅې کړې او روان شو. پۀ دې تکل کښې چې څوک ئې مرسته وکړي او لار ورته هم سمه کړي۔ پۀ اندلس کښې رنګ رنګ خلک وو او دۀ ترېنه عربي زده کړه. د ګډو سره پۀ ورشو ګانو کښې دۀ د ګډو نفسيات ښۀ پېژندلي وو او د نړۍ ژبه ئې زده کول غوښتل. پۀ اندلس کښې د عربو سره پۀ ليدلو کتلو اورېدلو ئې عربي زده کره۔ هلته يو ټهګ ولوټلو او ټولې روپۍ ئې ترېنه وتښتولې۔ دے اول پرېشان شو او د بېرته تلو اراده ئې پرېښودله ولې چې سوچ او فکر به ئې وکړو نو بيا به د خزانې د لټولو پۀ فکر کښې شو او کار روزګار ئې شورو کړل۔ د دۀ د ښۀ طبيعت او د هر چاسره پۀ ښۀ نيت کار پۀ وجه کار ملاو شو او هلته د خپلې ايماندارۍ او ښو اخلاقو له کبله دۀ سره نورې روپۍ جمع شوې۔ دۀ د يو ښيښو واله دوکاندار سره کار کولو چې د هغۀ د دۀ کار خوښ شو۔ چې کله ئي روپۍ جمع کړې نو روان شو او د يو کاروان سره ملګرے شو۔ پۀ دغه کاروان يا قافله کښې يو انګرېز هم شامل ؤ چې کېميا ګر ؤ۔ بلها ډېر کتابونه ورسره وو۔ سانتياګو ورسره خپله پېژندګلو وکړه خو کېمياګر پۀ مطالعه کښې بوخت ؤ او دۀ ته ئې ډېره توجه نۀ ورکوله ولې ورو ورو د دۀ سره معرفي شو او دواړه ملګري شول۔ کېميا ګر پۀ يو کېميا ګر پسې يو نخلستان ته روان ؤ چرته چې يو بل کېميا ګر اوسېدلو او هغۀ د نورو اوسپنو نه سرۀ زر جوړولے شو.

کله چې قافله روانه شي نو سانتياګو د کېميا ګر سره ورو ورو تعلق جوړ کړي او د هغۀ نه کېميا ګري زده کول شورو کړي. د هغوي کتابونه لولي او خپل کتابونه ورله خوند نۀ ورکوي۔ کوشش کوي چې د صحرا ژبه زده کړي۔ د مرغو، شګو، سيلۍ، او ګرمۍ خپله ژبه وي او زمونږ هيرو دغه ژبه زده کول غواړي۔ د قافلې د خلکو سره خبرو کښې د دۀ عربي نوره ښۀ شي۔

پۀ لاره دوي ته خبر راشي چې پۀ صحرا کښې د بېلا بېلو قبيلو خپلو کښې جنګونه روان دي۔ نو تاسو به احتياط کوئ۔ داسې څو ځله دوي د قبيلو د جنګيالو سره مخ شي چې تورې جامې ئې اغوستي وي او صرف سترګې ئې ښکاري نور پټ وي۔ پۀ صحرا کښې راښکاره شي او بيا ورک شي۔ دغه رنګ د شګو ډېري جوږېږي چې پۀ صحرا کښې ګرځي۔ کله چې سيلۍ تېزه شي نو شګه د ځان سره د يو ځاے نه بل ته الوځوي او دا رنګه دوي د دې نه شګونونه اخلي او اندازه لګوي چې څۀ پېښېدونکي دي۔ اوس د سانتياګو او کېمياګر خپلو کښې هم ښۀ دوستانه وي۔ هغه کيميا ګرته وائي چې د کېميا دا ژبه او نقشې عجيبه دي۔ د هغۀ سره د زمردو پۀ کاڼو قديمي ليکونه وي وائي چې پۀ دې هر څۀ ليکلي شوي دي۔ د سانتياګو د مسلمانانو سره هم تعلق جوړ شي۔ کله چې د اندلس پۀ ښار کښي ؤ نو هلته به ئې اذانونه اورېدل، پنځۀ وخته او ليدل به ئې چې دوي پۀ عجيبه طريقه ښکته پورته کېږي۔ بل کله چې ئې د ښيښو واله سره پۀ دوکان کښې کار کولو يعنې مزدوري کوله نو د هغۀ سره ئې تعلق جوړ شو۔ هغۀ ورته وئيلي وو چې زما يو ارمان دے پۀ ژوند کښې چې دومره مال پېدا کړم چې لاړ شم او حج وکړم۔ دغه رنګ پۀ دې قافله کښي ورسره څۀ خلک عمرې لپاره هم روان وو۔

کله چې دا قافله څۀ موده پس نخلستان ته ورسېدله نو هلته د نخلستان مشرانو سره د قافلې مشر جرګه وکړه، د هغې نه وروستو دغه مشرانو د قافلې خلکو ته ووئيل چې مونږ به ټوله وسله د دوي سره جمع کوو او دلته به هله پاتې کېدلے شو۔ او د جنګ ختمېدلو انتظار به کوو۔ د قافلې د مشر سره د سانتياګو ډېر ملاقاتونه شوي وو او دوي به اکثر د سفر،صحرا او د خلکو پۀ حقله خبرې کولې۔ دۀ ته پته لګېدلې وه چې د صحرا خلک نر، بهادر او زړور زلمے خوښوي او وېرېدونکے ئې بدې شي۔ سانتياګو ډېر هوښيار او زيرک ؤ۔ د نخلستان د خلکو خوښ ؤ، دلته چي کله دوي ته د اوسېدلو اجازت ترلاسه شو نو دۀ ته د نورو زلمو سره يو ځاے تمبو يا خېمه ملاو شوه، هغه زلمو د دۀ نه ډېر څۀ د نورو ملکونو او خلکو پۀ حقله اورېدل غوښتل او دۀ ته خوشحاله وو۔ دغلته يو ورځ کېميا ګر دے د ځان سره روان کړو چې هغه مشهور کېمياګر وګوري او ملاقات ورسره وکړي۔ دوي يو ځاے ته ورغلل چرته چې زنانؤ اوبۀ راډکولې۔ دۀ د يوې زنانه نه چې تورې جامې او تور څپوڼے يا (سرتړونے) ئې پۀ سر ؤ، هغه د ځان سره وګورېدله او لاړه۔ يوې بلې ښځې ورته ووئيل بايد تاسو د هغه زنانه سره چې تورې جامې او پۀ سر ئي تورسرتړونے وي خبرې و نۀ کړئ ځکه چې د اوادۀ شوې وي او دلته د پردي سړي د داسې ښځې سره خبرې کول بد ګڼلے شي۔ دوي ټوله ورځ انتظار وکړو خو د کېمياګر پته ونۀ لګېدله۔ پۀ سبا له بيا دوي ورغلل او ټوله ورځ ئې پۀ انتظار تېره کړه۔ ماښام يوه جينۍ راغله چې ډېرې ښائسته تورې غټې غټې سترګې ئې وې۔ دے هغې ته ورنزدې شو خبره ئې وکړه۔ هغې ورته ووئيل چې دغه طرفته لاړ شئ او تپوس وکړئ ملاو به شي درته۔ د سانتياګو دغه جينۍ خوښه شوه او هلته ورسره کښېناستلو او اوږدې خبرې ئې شورو کړې۔ خپله قيصه ئې ورته تېره کړه۔ بله ورځ بيا د دغه جينۍ ليدلو ته لېواله وو او لاړ شو د کوهي سره پۀ انتظار کښېناستلو۔ دغه جينۍ راغله او دۀ ورته د خپلې مينې حال ووې او داسې د دوي ترمېنځه مينه شورو شوه۔ هغې ورته ووې چې تۀ لاړ شه خزانه ولټوه، زۀ به هره ورځ ستا انتظار کوم چې کله بېرته راشې نو يو ځاے به شو۔

سانتياګو د کېميا ګر سره هغه پله لاړ شو۔ يو هلک ته ئې څۀ روپۍ ورکړې او هغه ورته ووئيل چې هغه خو د هيچا سره خبرې نۀ کوي او نۀ چا سره ملاوېږي۔ خو دوي ورغلل او يوځاے ورته انتظار شورو کړو۔ کله چې راغلو نو کېميا ګر ورته خپله مدعا بيان کړه چې د اوسپنې نه سرۀ څنګه جوړ کړم۔ هغه ترې نه اول امتحان واخيستو او بيا ئې ورته ووئيل چې نور اور بل کړه او ګرموه ئې او خپل کار له توجو ورکړه۔ البته سانتياګو ته ئې څۀ اشارې داسې ورکړې چې هغه ترې نه ښۀ شګون واخست او د بيا ملاوېدلو لپاره ئې ورته ووئيل۔ هغۀ ورته وخت او ځاے وښودل۔

د دې نه اګاهو يوه بله واقعه پېښه شوې وه۔ سانتياګو يو مازيګر د نخلستان پۀ غاړه ناست ؤ او د صحرا پۀ ژبه ئې ځان پوهولو۔ چې پۀ اسمان کښې دوه بازونه راښکاره شول او يو پۀ بل حمله وکړه، ورغوټه شو دواړه لاړل يو طرف ته غايب شول۔ سانتياګو ترې نه شګون واخست چې پۀ نخلستان حمله کېدونکې ده۔ او لاړ د قافلې مشر ته ئې خبره وکړه۔ د قافلې مشر د نخلستان مشر ته حال تېرکړو۔ جرګه راوبللې شوه، کېمياګر او دے ئې هم وبلل۔ پۀ نخلستان کښې دننه چې دۀ دغه تامبو يا کېږدۍ وليدله نو حېران شو ځکه چي دومره قيمتي فانوسونه او قالينونه خوارۀ وو، خلک چاپېره غونډ ناست وو۔ د نخلستان مشر د دۀ نه تپوس وکړو نو دۀ ورته خپل شګون بيان کړو چې ما دغه دوه بازونه ليدلي دي چې يو پۀ بل حمله کوي نو زما شګون دا دے چې پۀ نخلستان حمله کېدونکې ده۔ مشر ورته ووئيل چې ښه مونږ تياري کوو کۀ حمله وشوه نو زۀ به تاله دومره د سرو زرو روپۍ درکړم خو کۀ ونۀ شوه نو ستا سر به پرېکړم۔ دۀ ومنله۔ کېمياګر ورته غصه ؤ چې ولې دې دومره لويه پنګه واخستله۔ د نخلستان مشر خلک را وغوښت او د سانتياګو پېش ګوئي ئې ورته بيان کړه، هغۀ ووئيل چې اوس خطر دے نو تاسو ته ټوله وسله بېرته درکولے شي چې خطره تېره شي بيا به ئې جمع کوو۔ دوي خپل تيارے شورو کړو۔ بله ورځ مازيګر خبر راغلو چې يوې قبيلې د حملې تياري کړې ده او راروانه ده۔ حمله وشوه چې د نخلستان خلکو پۀ شا وتمبوله۔ پۀ دې جنګ کښې ښځې او بوډاګان پۀ تمبوانو (خېمو) کښې ناست وو او ماشومان ټول يواړخ ته جمع کړے شول۔ حمله کوونکي ټول ووژلے شو، يو تن ژوبل ؤ او قېدي شو۔ هغۀ اووې چې مونږ جنګ تنګ کړي يو، خوراکونه اوخوراکي مواد راسره خلاص شوي دي۔ ټول اوږي يو، ماشومان او زنانه راته د څو ورځو اوږي تږي ناست دي نو مونږ دلته حمله صرف د لوټ مار لپاره کړې وه، د مرګ ژوبلې اراده مو نۀ وه۔ د نخلستان مشر ډېر خوشحاله شو او دۀ ته ئې ډيرې د سرو او سپينو زرو روپۍ پۀ انعام کښې ورکړې او دے پۀ ټول نخلستان کښې مشهور شو۔

يوه ورځ د کېمياګر سره د ملاقات او وخت مقررولو نه پس د اهرامونو پله د سفر پۀ تيارۍ کښې شو او د کېمياګر سره روان شو۔ د کېميا ګر سره ئې د کاينات د عالمي ژبې، کېميا ګرۍ او نورو موضوعاتو بلها خبرې وکړې۔ سانتياګو ته کېميا ګر ووئيل څوک هر څۀ مرام لري او ټول اونې بوټي پۀ دې پوهه دي چې يوه ورځ به ځي او دا ټول روحونه بېرته خپل اصل ته رجوع کوي او اخر به يو مکمل روح جوړ شي۔ دوي روان وو څۀ پېښې ورته هم مخې ته راغلې، د قبائيلي جنګيالانو سره ئې ملاقاتونه وشول او هغوي د دوي امتحانونه واخيستل چې دوي پۀ کښې بريالي شول۔ او يو مقام داسې راغلو چې کېميا ګر دے يوې ګرجې ته بوتلو، د يو پادري سره ملاو شول، هغۀ د ګرجې شاته بوتلل او کېميا ګر د اور بټۍ ګرمه کړه اور ئې بل کړو او پاره او نور دهاتونه ئي پۀ کښې واچول، اخر کښې ئې سرۀ جوړ کړل۔ کوم چې ئې څلور برخې کړل، يوه برخۀ ئې پادري ته ورکړه يوه ئې ځانله واخستله او دوه برخې ئې سانتياګو ته ورکړې چې تا دوه ځله تاوان کړے دے، دا د هغې لپا ره۔ د هغه ځايه ئې دۀ ته لار سمه کړه چې داسې ځه درې ورځې پس به خپل مرام يعنې د خزانې ځاے ته ورسې او پۀ خپله بېرته روان شو۔

سانتياګو روان شو او خپل ټول تېر ژوند ئې مخي ته کېدلو۔ تيرې شوې پېښې ورته مخې ته يوه يوه راغله او دۀ پرې سوچ کولو۔ پۀ درېمه ورځ خپل منزل ته ورسېدلو۔ هلته هم پۀ هغه ځاے ودرېدلو کوم چې دۀ پۀ خوب کښې ليدلے ؤ۔ کېميا ګر ورته وئيلي وو چې پۀ کوم ځاے دې له سترګو اوښکې توې شوې هغه وکنه۔ دے کښېناستلو، دمه ئي وکړه، د ستومانۍ او خوشحالۍ نه ئې د سترګو اوښکې لاړې او چې کوم ځاے ولګېدلې هغه ځاے ئې کنستل شورو کړل۔ دے لګيا ؤ کنستل ئې کول خو څۀ پۀ لاس نۀ ورتلل خو دۀ کنستل جاري وساتل چي يو وخت دۀ ته څۀ سخت څيز مخې ته راغلو کوم چې کاڼے ؤ او دے ئې ښۀ ستړے کړو اخر ئې راوويستل۔ کله چي دۀ کاڼي راوويستل نو دۀ محسوس کړه چې څوک د دۀ خواته راغلل۔ دۀ چې وکتل پۀ تورو جامو کښې قبائيلي جنګيالي وو، دۀ ته ئې ووئيل چې تۀ څۀ کوې دلته۔ هغوي ورته ووې چې مونږ جنګ ستړي کړي يو او روپو ته ضرورت لرو، دے ئې ښۀ ووهلو او چې څۀ ورسره وو هغه ئې ترې نه واخستل۔ چې پۀ وهلو وهلو ئي ښۀ بې مجاله کړو نو يو تن ووې چې مړ شو پرېږدئ ځئ چې ځو او روان شو۔ د دغه کسانو نه يو تن راغلو، دۀ ته بېرته راغلو او دۀ ته ئې ووئيل چې تۀ به نۀ مرې او ژوندے به يې۔ ښۀ بې وقوف يې چې د خوب پۀ ليدلو دلته پۀ خزانه پسې راغلې۔ دا کوم ځاے چې تا وکنستلو، کال اګاهو ما دلته پۀ دغه ځاے درې ورځې پرله پسې خوب ليدلے ؤ چې پۀ سپېن کښې پۀ يو شاړ ځاے کښې شاړه کليسا ده او يوه د شوې اونه پکښې ولاړه ده۔ دغلته شپونکي دمې کوي۔ د دغه اونې لاندې خزانه ده، لاړ شه را وئې باسه۔ خو زۀ ستا پۀ شان بېوقوف نۀ يم چې پۀ خوبونو پسې دومره سفرونه کوم او پۀ صحراګانو رېګستانونو ګرځم خزانې لټوم او روان شو۔

دۀ اسمان ته پورته وکتل او پۀ چغو شو۔ خوشحاله هم ؤ او ګيله ئې هم کوله چې زۀ دې ولې دومره وکړولم۔ نو غږ ورته راغلو چې تا کوم سفر وکړو نوې نوې دنياګانې دې وليدلې۔ نوي نوي خلق دې وليدل او تجربه دې حاصله کړه، دا به دې څنګه حاصلول۔ او بيا څو ورځې پس يو ماښام دے پۀ هغه ګرجه يا کليسا کښې ناست ؤ، د هغه اونې لاندې چې دې به راتلو او د دې لاندې به ئې ارام کولو۔ مخکښې به د دۀ سره ګډې وې او نن کشۍ (تېشۍ) او بېلچه۔ د شرابو بوتل ئې را وويستو او وئې څښل او اودۀ شو۔ سحر نمر راختلے ؤ چې ويښ شو نوکنستل ئې شورو کړل او اخر يو صندوق راښکاره شو۔ دۀ راوويست چې پرائې نيستلو نو د سرو سپينو د پېسو نه ډک ؤ او ورسره قيمت بها کاڼي او بتان وو چې قيمتي کاڼي او سرۀ پرې لګېدلي وو۔ دۀ د خپلې بوڅخکۍ نه هغه دوه د شګون کاڼې عريم او تميم راوويستل، د خزانې سره ئې کېښودل۔ دے ښۀ خوشحاله ؤ چې سيلۍ را والوتله ښۀ د خوشبويانو او عطرو نه ډکه وه، دۀ محسوس کړه لکه د صحرا ښائسته ورته وائي زۀ دروالوتم او درغلم۔

دې ناول ته يوه لنډه کتنه

د دې ناول “کېميا ګر” پلاټ ساده دے او يو هيرو لري “سانتياګو” او د هغۀ د ژوند قيصه ده۔ هغۀ ته چې کوم واقعات پېښېږي هم هغه بيانوي۔ نورې قيصې نۀ لري۔ کردارونه دومره دي کوم چې د دۀ سره وخت پۀ وخت ملاويږي اوځي پۀ مخه۔ ټول بيانيه دے او بل تن قيصه بيانوي۔

.1مفکوره

دا ټول ناول د ژوند فلسفه بيانوي او وائي چې انسان کوم مرام ولري نو خامخا ئې حاصلوي۔ او مرام يا منزل زمونږ پۀ پښو کښي وي۔ لکه خزانه د سانتياګو د پښو د لاندې وه او پۀ هغه ځاے وه چې چرته ئې خوب ليدلے ؤ۔ خو سفرونه ئې ورپسې ډېر وکړل۔ چونکې د دې ناول ليکوال مسيحي يا عيسائي دے۔ نو د عيسايانو عقيدې ئې بيان کړې دي۔ بل دا وائي چې کله انسان اراده وکړې او خپل مقصد حاصلولو او غواړي نو د دۀ مدد ته د هر قسمه کمک راځي هغه کۀ د کاڼو پۀ ډول وي کۀ د بازانو کۀ د جنګياليانو، فالګرو، جادو ګرو او کېميا ګرو۔ خو انسان ته پۀ خپل ژوند کښې څۀ مقصد ټاکل ضروري دي۔ بله دا چې د کائنات ټول روحونه د يو روح ماخذ دي او پۀ اخر کښې به ټول ځي يو کېږي به۔ او داسې د کاينات ارتقا پۀ خپله مخه روانه ده ځکه خو عناصر د يو بل سره تعامل کوي او نوي څيزونه جوړېږي۔ پۀ دې کښې د کاينات ژبه، پېدايښت، او ارتقا بيان شوې ده۔ او د انسان د زېږون مقصد ئې بيان کړے دے۔

.2 مقصد يا موخه

انسان چې څۀ حاصلول غواړي هغه د هغۀ پۀ پښو کښې وي۔ مونږ پسې اوږدۀ اوږدۀ سفرونه د علم او تجربې د حصول لپاره کوو۔ لکه سانتياګو خزانه لټوي مصر ته ورپسې ځي خو خزانه هلته وه چرته چې دے اودۀ وي او هغه خزانې خوب ويني۔ صرف د کلکې ارادې ضرورت وي۔

لکه چې خوشحال بابا وائي:

کۀ غوټې پسې وهې پۀ لاس به درشي

چا وې دا چې پۀ درياب کښې ګوهر نشته

.3د دې ناول ژبه

دلته به د ناول د ژبې نه زما مقصد د پښتو ترجمې ژبه ده۔ ځکه چې د ناول اصلي ژبه پرچګيزي ژبه ده او بيا انګرېزي ته ترجمه شوے دے د کوم نه چې ترجمه نګار يا ژباړن محترم غني خټک پښتو ترجمه کړې ده ۔ مونږ دا وئيلے شو چې دا د ترجمې ترجمه ده۔ د موجوده دغني خان خټک ترجمه ډېره ساده ده۔ اګر چې ليکوال وائي (مخ۱۲)

“ما خپل ښۀ کوشش کړے چې انګرېزي ژبه کښي د دې ناول کوم خوند دے هم هغه خوند پۀ ترجمه کښې پښتو ته منتقل کړم۔ ما دې کښې د خپل طرف نه هېڅ اضافه نۀ ده کړې۔ چاچې دا پۀ انګرېزي کښې لوستے وي هغوي به دا اندازه ولګولې شي چې دا ټکي پۀ ټکي ترجمه ده”.

هم دا وجه ده چې د ناول د خوند برقرار ساتلو او ټکي پۀ ټکي ترجمې له کبله ليکوال د اردو ژبې ټکي راوړي دي۔ د کومو پۀ ځاے چې پښتو خواږۀ ټکي موجود دي۔ نور واقعي چې ترجمه روانه ساده او خوندوره ده ۔ کۀ چرې د اردو دغه ټکي نه وے نو بيا به داسې ښکارېدله چې دا ناول پۀ پښتو کښې ليکلے شوے دے او د پښتو د طبعزاد ناول خوند لري۔

چونکې د ترجمې سره ډېر مشکلات وي او پۀ دواړو ژبو پوهه ليکوال (ترجمه نګار) له ضروري وي۔ چې د کومې ژبې نه ترجمه کوي چې د هغې پۀ روزمره ښۀ پوهه وي او چې کومې ته ئې ترجمه کوي د هغې هم۔ نو غني خټک پۀ دې لحاظ تکړه او مناسب سړے دے چې پښتو ئې خپله ژبه ده۔ اديب او ليکوال ؤ بل اړخ ته ټول تعليم ئې پۀ انګرېزي کښې حاصل کړے ؤ او يو قسم دوېمه يا درېمه ژبه ئې انګرېزي وه نو ښۀ ترجمه ئې کړې او څۀ داسې نيمګړتيا نۀ لري چې نيوکه ئې وشي سېوا د اردو ژبې د محاورې او ټکو د استعمال نه کوم چې د ليکوال نه وارد شوي دي۔ او دا لاشعوري ځکه دي چې هغۀ پۀ اسلام اباد کښې ژوند کولو نو د کوره بهر ئې اردو زياته وئيله او هم له دغې وجې ئې هغه امروزه ټکي دلته راوړې دي۔

پۀ ترجمه کښې ليکوال خپله ځانګړتيا يا اسلوب نۀ شي خپللوے ځکه چې هغه د کتاب او د کتاب د ليکوال مزاج ته ګوري او کوشش کوي چې هغه څۀ چې ليکوال وئيل يا ښودل غواړي لوستونکو ته وړاندې کړي۔ تاسو چې کله هم دا ناول لولۍ نو ډۍر خوند به ترې نه واخلئ۔

.4 کردار نګاري

د دې ناول کردار نګاري ډېره د کمال ده، پاولو کويليو د نړۍ پۀ لويو او نوموړو ناول نګارو کښې راځي او ښۀ تجربه لري۔ هغه پۀ کردار نګارۍ ډېر زور ورکوي او اصليت برقرار ساتي۔ پۀ خپله د برازيل اوسېدونکے دے۔ کردار ئې د سپېن نه منتخب کړے دے لکه سانتياګو سپانش کلي وال او شپونکے دے چې تعليم ئي حاصل کړے دے۔ پۀ لاطيني او سپانش ژبو پوهېږي۔ او نورې ژبې زده کول غواړي۔ عربي زده کړي، د کېميا ګرۍ ژبه زده کړي۔ د ګډو پۀ ژبه پوهېږي او د کاينات ژبه زده کول غواړي او زده ئې کړي۔ او بيا چې د هر چا سره خبرې کوي نو ډېرې پۀ طريقه او ښۀ انداز ئې کوي۔ پۀ دې ناول کښې چې څومره کردارونه راځي نو هغه ښۀ واضح دي او د زمانې او وخت سره سم دي۔ قيصه د هغه دور ده کله چې سپېن د مسلمانانو پۀ قبضه کښې ؤ۔ بنيادي کردار چونکې عيسائي دے او د هغې علم ئې حاصل کړے دے نو هغه د عسايت د تعليم اظهار ځاے پۀ ځاے کوي۔ لکه د پېغبرانو نامې او هغوي ته پېښېدونکې واقعې ذکر کوي۔

دهغه وخت او زمانې منظر کشي او د خلکو د يو بل سره تعلق او معاشرتي ژوند پۀ کښې هم ليدے شي۔ د قبائيلي سردارانو ژوند، علم دوستي او پۀ هغوي کښې د مشرۍ کولو اهليت، جرګې مرکې او فېصلې کول ټول مونږ وينو۔

.5د دې ناول هيرو يا مرکزي کردار

سانتياګو د دې ناول مرکزي کردار دے۔ چې ښۀ عالم دے، مروج علم ئې زده دے۔ زلمے دے، د زميندارې کورنۍ سره تعلق لري، پلار ئې ترې نه پادري جوړول غواړي چې پۀ کليسا کښې کار کوي او هم د دۀ سره پۀ کورنۍ زمينداره کښې لاس اخلاص وکړي ولې دے پۀ خپله د دنيا سېل کول غواړي او پۀ نړۍ کښې ګرځېدل غواړي، د دې لپاره شپونکے شي ۔ ځکه چې يو خو به ګرځي هر طرف ته تلے شي، بل ژوند ئې ساده وي چې ډېره خرڅه نه غواړي۔ د ناستې پاستې ځايونه ډېر وي او بل اړخ ته ګډې ګټه کوي، وړۍ ئې خرڅوي او بچي راوړي، هغه هم د امدن لويه وسيله وي۔ بل سانتياګو يو خوش مزاجه او خوشبين انسان دے، پۀ شګون کلکه عقيده لري۔ پۀ جادو ګرو او فالګرو يقين کوي او پۀ خپل مال کښې برخه ورکوي۔ دا يو باعمله زلمے دے چې د کوم کار اراده ئې کړې ده او کوم مقصد ئې ټاکلے دے د هغې د حصول لپاره کوشش کوي۔ پۀ خوبونو يقين لري، ښۀ شګون ترې اخلي او اخر کامياب شي۔ خوب الهامي وي د ښۀ او بد دواړو زېري لري خؤ ښۀ شګون ترې نه اخستل ښۀ خبره وي۔ پوهان او ديني عالمان وائي چې د خوب نه ښۀ شګون اخلئ او ښو خلکو ته ئې بيانوئ چې ښۀ تعبير ئې کوي او خپل حاسد ته به خوب نۀ وايئ لکه چې د يوسف عليه سلام پۀ قيصه کښې راځي۔ پلار ورته وائي چې وروڼو ته حال مۀ وايه هسې نه نقصان در کړي ولې خوب ئې رښتيا شو۔ ښۀ خوب او ښۀ تعبير د الله د خزانو نه يوه خزانه ده۔ راځو خپلې خبرې ته چې دا زلمے د مثبت سوچ خاوند دے چې پۀ هر حال کښې خوشبين وي۔ کله چې ئې پۀ اندلس کښې يو ټهګ ولوټې او ټول مال ترې نه وتښتوي نو دے نۀ خو د خپل مقصد نه شاته کېږې او نۀ پښېمانه کېږې خو بيا د سر نه مزدوري کوي او خپله خرڅه ګټي۔ بل عاشق مزاجه دے کله چې يوه ښائسته جينۍ وويني خوښه ئې شي او زړۀ پرې بائيلي ولې کله چې بله وويني نو زړه هېره کړي او د هغه بلې سوچ شورو کړي۔ پۀ ژوند کښې حقيقت پسند دے او پۀ خيالي دنيا کښې نۀ اوسي بلکې پۀ عملي ډول خپل مرام ترلاسه کوي۔

د سنتياګو پۀ کردار کښې ليکوال زلمو ته د خپل مرام حاصلولو لپاره د هلوځلو او کوشش پېغام ورکوي او وائي چې پښېمانه کېږئ مه ژوند پۀ ښۀ اميد سره تېرولے شي۔ او د ژوند فلسفه پۀ اسانو ټکو کښې د مختلفو علمونو پۀ رڼا کښې بيانوي۔

.6د دې ناول ځانګړتيا

دا ناول پۀ نړۍ کښي ” دي بېسټ سېلر” ناول دے، پۀ هره ژبه کښې ترجمه شوے دے۔ پۀ پښتو کښې نورو ځينې ليکوالو دا پښتو ته ترجمه کړے دے چې يوه پۀ کښې د محترمې صفيه حليم ترجمه زما د نظره تېره شوې ده او هغه هم يو قسم خلاصه ده۔ دغه نورې ترجمې ما نۀ دي لوستلي نو څۀ پرې نۀ وايم۔ دا پښتو ادب ته محترم غني خټک يوه لويه پېرزونه وړاندې کړې ده۔ د دې نه اګاهو يو بل کلاسيکي ناول “سينوهه” هم ما لوستلے ؤ او يوه ليکنه مې پرې کړې وه۔ هغه د دري ژبې نه ترجمه شوے ؤ۔ او کېميا ګر د انګرېزي نه نېغ پۀ نېغه غني خټک پښتو کړے دے چې انګرېزي ترجمه ئې زما له نظره تېره شوې ده۔ د پښتو ژبې خوشبختي ده چې داسې پېرزونې ورته کېږي۔ دا يو ځانګړے ناول دے چې نۀ يوازې قيصه ده بلکې دعمل کولو تلقين کوي او پۀ ژؤند کښې خپل مرام ته د رسېدلو لپاره د عمل بلنه زلمو ته ورکوي او پېغام ورکوي چې تاسو عمل وکړئ مرام به ستاسو پښو ته راشي۔ څنګه چې پۀ نړي وال ادب کښې دا ځانګړے ناول دے داسې پۀ پښتو کښې دا ځانګړے او کلاسيک ناول دے۔ ليکوال د ډېر داد مستحق دے چې پښتو ژبې او ادب سره ئې متعارف کړو۔

دا هم ولولئ

پۀ اسلام کښې عقل، نقل او کشف – ليک: ډاکټر سيد محمد يوسف – ترجمه: رشيد احمد

(يادګيرنه:- دا مقاله ډاکټر سيد محمد يوسف د ابن طفيل پۀ کتاب ليکلې ده چې …