د پښتونخوا نوې ضلعې او د دې معدنيات – مولانا خانزېب

څۀ دپاسه سل کاله د پېرنګي د ظلم او جبر نه ډک تور قانون اېف،سي، آر پۀ منګلو کښې ښکېل پاتې شوې پخوانۍ فاټا چې اوس ئې مونږ د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو او منځنۍ پښتونخوا هم يادولے شو، د يو قامي پاڅون او غورځنګ پۀ نتيجه کښې پۀ يو دېرشم د مۍ کال 2018ز […]

د عوامي نېشنل ګوند جوړولو تاريخي شاليد – اوېس کمال

پۀ بهټو دور کښې د سیاسي خلکو خلاف او پۀ خاصه توګه د نېشنل عوامي ګوند (NAP) پرخلاف سیاسي وېکټمائزېشن لپاره پۀ کال ۱۹۷۵ فرورۍ کښې د درېم ائیني ترمیم لاندې د ائین ارټيکل ۱۰ کښې بدلون وشو چې د هغې له مخه سیاسي کېس کښې نامزد او نامزد کېدونکي کس ته د قبل از […]

اتلسم ائيني ترميم چېړلو کښې د چا هم ګټه نشته! – رؤف يوسفزے

پۀ سرکاري محکمه کښې د ځوانانوضلعي افسر راته څو ورځې مخکښې وئيلي وو چې پۀ يو ميټنګ کښې مونږ ټولو پۀ دې خبره کوله چې موجوده حکومت د لوبو او ځوانانو صوبائي بجټ ډېر زيات کړے دے ځکه چې عمران خان د ځوان کهول سره دغه وعده کړې وه . پۀ دغه ميټنګ کښې هم […]

د ډيورنډ ازغن تار – شميم شاهد

څۀ هم کۀ پۀ ښکاره توګه د پاکستان سياسي چارواکي د افغانستان سره د اړيکو ښۀ کولو دعوېٰ کوي نو پۀ پټه هم ځينې خلق او ادارې دا کوشش کوي چې پۀ افغانستان دباؤ زيات کړي. خو صرف پۀ افغانستان کښې خلق د يو بل سره پۀ شر اخته کړي. بلکې د دغه خلقو دا […]

د سپين تنګي د شهيدانو تذکره – ډاکټر محب وزير او ناصر مخدوم

(يادګيرنه: د ”پښتون“ مجلې د اګست شمارې لپاره مونږ د خپل ناچاپه کتاب ”تهل وزير: د خدائي خدمتګارانو تذکره“ څخه د نمونې پۀ توګه د يو څو شهيدانو تذکره دلته وړاندې کوو، د نورو زياتره شهيدانو تذکره لوستونکي زمونږ پۀ کتاب کښې لوستلے شي چې ډېر زر به د چاپ له مرحلو راووځي . محب/مخدوم) […]

يوم بابړه او د عمر ګل نستوال ړندې سترګې او تته ژبه – ډاکټر سهېل خان

د ارکائيوز لائبرېرۍ پۀ رېکارډ سېکشن کښې مې د بابړې واقعې پۀ حقله لټون کولو ولې هېڅ را ته ميلاؤ نۀ شو۔ هم دغه لائبرېرۍ کښې مې د 13 اګست نه تر 22 اګست 1948ز پورې اخبارونه ولټول. د پنځلسم اګست او اتلسم اګست “دي ابزرور” او “پاکستان ټائمز” خبرونه دا وو چې بابړه کښې […]

اداريه – اګست 2020

د بابړې پرهر لا تازه دے! د بابړې پېښه د پښتنو د تاريخ هغه توره، ويرژنه، پۀ غم لړلې او سرتوره پېښه ده چې پۀ عالمي تاريخ کښې ئې هم مثالونه ډېر کم پۀ نظر راځي. روان کال د دې بوږنوونکې پېښې دوه اويا کلونه پوره شو. دا پېښه او دا ورځ کۀ پښتنو د […]

وړوکے وجود، لوے عذاب – اسرار د طورو

پۀ تن بدن وړوکے، پۀ جاني او مالي لحاظ غټ وجود کورونا وائرس د چين نه راغے ۔. يو تور امريکني ورسره پۀ لا علمۍ کښې يارانه جوړه کړې وه. د چين ما چين د ښاپېرو قيصې ئې اوريدلې وې نو يو شمېر چينيان ئې بې چېنه کړل. د مرګونو ورته مخه شوه خو کورونا […]

تاريخ نۀ ټوقې کوي او نۀ ګپ لګوي! – ساجد ټکر

پوهان وائي چې تاريخ د تېرو وختونو مطالعې ته وائي ۔ خو ورسره ځينې دا هم وائي چې تاريخ صرف د تېر وخت مطالعه نۀ ده بلکې ورسره پۀ تېرو وختونو ځان پوهه کول، حالات زده کول، د تېرو خلقو د غورز پرزو نه ځان خبرول، د وخت بدلون ته کتل او د يو قام، […]

تنقيد، ژوند او ادب – نورالامين يوسفزے

د انسان کلتوري او تاريخي سفر نه دا خبره را جوتېږي چې د دۀ پۀ ټولنيز ژوند او سماجي ارتقاء کښې د دۀ تنقيدي استعداد او د غور او فکر کولو صلاحيت ډېر اهم او کليدي کردار لوبولے دے او اوس ئې هم لوبوي. نن کۀ انسان دا دومره ترقي کړې ده هغه کۀ د […]