پښتو قامي شاعري، ادب اوخدائي خدمتګار تحريک – فېصل فاران
باچا خان خپل ملګري فضل الرحيم ساقي صاحب ته يو خط دېرشمه مۍ نولس سوه اووۀ اويايم (1977) کښې دا خبره تکراروي چې، “ما خپلو تعليم يافته ملګرو ته دا خبره څو ځله وکړه چې تاسو چې د پښتو کوم خدمت کوئ چې دې سره سره د دې متعلق ليکل هم کوئ؛ پۀ دې شان […]
دوحه تړون: امن يا بائيلات؟ (ډاکټر سيد اختر علي شاه) – ژباړن: انجنئير اعجاز يوسفزے
د امرېکې او طالبانو تر منځ اخر کار د هیلې، نا امیدۍ، د خدشاتو او بې یقینۍ پۀ فضاء کښې د دوحې د عبوري امنيت تړون لاسلیک شو. د دې تړون پۀ اړه د یوې مودې راهسې ډنډورې وهلې کېدې. طالبان او د هغوي مرستيال دا تړون د بريالیتوب د یو پړاو پۀ څير نیسي […]
يويشتمه فروري او د مورنيو ژبو پرمختګ – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے
پښتو اکېډمي پېښور ته دې د پښتو لېنګوېج اتهارټي اختيار ورکړے شي يادګيرنه: د ښاغلي بخشالي لۀ خوا دا راپور د تېرې مياشتې “پښتون” د پاره د څۀ لږ ځنډ نه پس راغلے ؤ نو ځکه پۀ تېره ګڼه کښې مو چاپ نۀ کړے شو. هر څو خبره د پښتو ژبې ده نو دا ځل […]
وباء: د وړومبي ټبر مرګ – باچا خان
“زما ژوند او جدوجهد”، امن پرنټنګ پرېس، 2012، مخونه 115-113 دا وباء چې تاريخ ئې د هسپانوي انفلوينزا (Spanish Flu) پۀ نامه پېژني، جنوري 1918 کښې پېل شوې وه او دسمبر 1920 پورې دوه کاله ئې دنيا خوپه نيولې وه. دغې وباء لږ تر لږه پينځۀ کروړه انسانان تر ستوني تېر کړي وو. پۀ هند […]
پرېکړليک (اعلاميه) – “پښتون”
د عوامي نېشنل ګوند تر سيوري لاندي “پښتون قامي جرګه” لسم مارچ 2020، احمد شاه بابا تالار، باچا خان مرکز، پېښور پښتون وطن کښې د قامي جرګو د روايت لړۍ کښې دا “پښتون قامي جرګه” د يوې ډېرې زړۀ پورې سياسي رويې او لهجې ائينه وبرېښېده. د نظرياتي بيانيو د تنوع سره د سيد قطب […]
“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے
چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا راغله او د پاکستان د فوج، عدليې، احتساب او ميډيا ګوډاګي وزير اعظم د کوم با وقاره بيان پۀ ځاے د خپل “چنده غواړي” فطرت سره سم د قرضو د معافۍ مطالبه وکړه او نړۍ ته ئې غږ وکړو چې […]
“پښتون قامي جرګه”، باچا خان مرکز، پېښور – اداريه
لکه څنګه چې وخت، نېټه او ځاے ټاکلے شوي وو؛ د مارچ پۀ لسمه نېټه د عوامي نېشنل پارټۍ لۀ خوا را بللې شوې “پښتون قامي جرګه” پۀ باچا خان مرکز )پېښور( کښې تر سره شوه. دا وړومبۍ جرګه نۀ وه، پښتون قام د جرګو مرکو يو اوږد تاريخي روايت لري: خو يوه وړومبۍ داسې […]
خط: د دسمبر 2019 اداريه: يو څو تحفظات – “پښتون”
ساړو شاه، مردان څوارلسم دسمبر، 2019 محترم چيف ايډيټر صاحب! السلام علېکم. د دسمبر “پښتون” رساله مې مردان کښې واخسته. زۀ د “پښتون” مستقل لوستونکے يم او د اداريې نه تر اخرۍ پاڼې ئې ټوله لولم خو دا ځل مې پۀ سټال د پاسه اداريې ته پام شو!!! د اداريې اوږد عنوان ؤ “کککککک” او […]
ابو العجائب – ګل محمد بېتاب
پخوا به خلقو مشر ته لالا، کاکا او ماما وغېره وئيل خو اوس هر د پوخ عمر سړي او بيا چې ږيره ئې پرېښې وي، ته ‘حاجي صاحب’ وائي. زما خپله چا ته ‘حاجي صاحب’ وئيل او ليکل ډېر خوښ نۀ وي، ولې چې د صحابه کرامو نه راواخله تر ډېرې زمانې د چا د […]
ژبه، ژبپوهنه او د پښتو املاء – بېدار اصلزے
پښتو املاء د خپل معلوم تاريخ تر مخه چې کله نه پۀ عربي سکرپټ کښې وليکلې شوه نو د هغه وخت نه پۀ دې کښې د رايو غبرګون هم ښکاره شوے دے. اوس يو خوا د ژبې لا محدوده فطرت داسې دے چې يوه رايه پۀ کښې پۀ بشپړه توګه نۀ شي منلې نو بل […]