Tag: خدائي خدمتګار تحريک

  • “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” (پۀ خدائي خدمتګار تحريک شوي سندي کار يوه څېړنه) – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” (پۀ خدائي خدمتګار تحريک شوي سندي کار يوه څېړنه) – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو يو قامي تحريک او جديد تحريک دے، د دې تحريک پۀ برکت باچا خان او ملګرو ئې د پښتنو پۀ سيمه او نوره نړۍ کښې يو ډېر ښه پهچان ورکړو، خدائي خدمتګار تحريک نۀ يوازې سياسي تحريک ؤ بلکې دې تحريک د سياست او اصلاح او د قام د خدمت سره د پښتو ژبې، صحافت، ادب، کلتور، تعليم او سياست پۀ ترقۍ کښې هم بنيادي کردار ادا کړے دے. خدائي خدمتګار تحریک سره وابسته شاعرانو، ادیبانو او لیکوالانو چې کوم نظم او نظر مخې ته راوړے دے، هغه پۀ خالص قامي، وطني او اصلاحي فکرونو اډاڼه دے. د دې فکر وړومبۍ نمونه مونږ د مولانا فضل محمود مخفي پۀ شاعرۍ کښې ګورو. کله چې د مخفي صاحب دغه سوچ او فکر ته باچا خان د یو مضبوط تنظیم پۀ شکل کښې وده ورکړه نو د پښتنو شاعرانو ادیبانو یوه لویه حلقه ئې د اثر لاندې راغله. دغه شاعرانو د زبردستې جذبې سره دغه سوچ او فکر مخ پۀ وړاندې بوتلۀ. کوم شاعر ادیب چې څۀ هم لیکل، دغه سوچ او فکر پۀ کښې لکه د بنیادي عنصر څرګند ښکارېدل. د خدائي خدمتګار غورځنګ سره د وابسته شاعرانو ادیبانو د اثارو پۀ لوستلو سره مونږ پۀ ډېره اسانۍ دا دعویٰ کولے شو چې دوي پۀ پښتو ادب کښې د یو نوي فکري مکتب بنیاد ایښے دے چې زما پۀ خیال دا به غوره وي کۀ مونږ دغه مکتب ته د “خدائي خدمتګار فکري مکتب” نامه ورکړو. د دې مکتب ابتداء کۀ هر څو مولانا فضل محمود مخفي صاحب کړې وه خو ورپسې شاد محمد مېږے، ارباب محمد اسلم خان شرر، عبدالمالک فدا، سعادت خان جلبل، عبدالاکبر خان اکبر، خادم محمد اکبر، عبدالحکیم ستي، خان میر هلالي، تورسم خان، عبدالخالق خلیق، کرامت شاه فولاد، غني خان، سید راحت زاخېلي، مولوي غلام حېدر، غازي شاه، ماسټر کریم، امیر نواز خان جلیا او احمد کاکا هم د دغه فکري مکتب تسلسل ؤ چې د دې مکتب عروج د اجمل خټک د نظم پۀ صورت کښې سر ته رسېږي او بیا د اجمل خټک د نظم اثرات تر ډېر لرې لرې د عام اولس او د شاعرانو پۀ ذهن او فکر اثرانداز شوے دے. د دې فکري مکتب سره تعلق لرونکي شاعران پۀ موجوده زمانه کښې سلېمان لائق، رحمت شاه سائل، صاحب شاه صابر، دروېش درانے او نور ګڼ او لوے نومونه دي. دغه شخصيتونو پۀ خپل دور کښې يو مهم کردار لوبولے دے چې پۀ نتيجه کښې پښتو ادب ، سياست ، کلتور ، تعليم ميدان لمن ډيره پراخه شوے ده. مونږ پۀ دې هم وياړو چې دې تحريک پۀ ادبي ميدان کښې څومره زغل کړے نو پښتنو دغه تاريخ تر اوسه ژوندي ساتلي دے. د دې تحريک پۀ لاس ته راړونو باندي پۀ سلګونو ليکوالانو د خپل وس او توان مطابق علمي څېړنيز کار کړے دے. پۀ دې څېړنه کښې هڅه شوې ده چې دې تحريک باندې پۀ ادبي مېدان کښې څومره سندي کار شوے دے پۀ هغوي کښې پښتو ادب ته د خدائې خدمتګار تحريک بخښنې پروفېسر ډاکټر عبدالرحيد خان، د عبدالااکبر خان اکبر ژوند او ادبي خدمات پروفېسر ډاکټر فرخنده لياقت، د باچاخان نثر نګاري ډاکټر شير زمان سيماب، د ولي خان نثر نګاري تحقيقي او تنقيدي جائزه ډاکټر ګل منير ادينزي، د فضل الرحیم ساقي ژوند او ادبي خدمات ډاکټر ظفر الله بخشالے، فضل محمود محفي ژوند او ادبي خدمات ، سعيد احمد سايل، پۀ جديد نظم د خدائې خدمتګار تحريک اثرات ډاکټر اختر اقبال يوسفزي، پښتون رساله اشفاق احمد وطنيار، د ماسټر عبدالاکريم ژوند او ادبي خدمات اشفاق احمد وطنيار ، مهدي شاه باچا ژوند او ادبي خدمات سيد فضل مولا خيال، غني خان ژوند او ادبي خدمات اېم فل مقاله ډاکټر نصرالله جان وزير، غني خان ژوند او د شاعري اړخونه پي اېچ ډي، ملک شېر علي خان ژوند او ادبي خدمات رياض احمد، غني خان طنز و مزاح پي اېچ ډي نواز يوسفزي، د غني خان فکري اړخونه فېصل فاران، خدائي خدمت ګار امير نواس چشتي ژوند او ادبي خدمات عنايت الله عنايت سندي کار کړے دے. هم دا راز پۀ سلګونو کتابونه د دې تحريک پۀ ادبي، سياسي ،کلتوري، سماجي، تعليمي اړخونو باندې ليکلي شوي دي. د دغې تسلسل يوه کړۍ د ډاکټر اختر اقبال يوسفزي د پي اېچ ډي تحقيق “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” هم دے چې د ۹ اګست ۲۰۲۱ کښې د پښتو څانګي څېړنکار، د پي اېس ايف پخواني چئيرمېن اختر اقبال يوسفزي خپله دفاع پۀ کاميابۍ سره وکړه. د دوي د مقالي سر خط “پۀ جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريک اثرات” ؤ. د دوي لار ښود استاد د پښتو څانګې پېښور پوهنتون پخوانے چئيرمېن پروفېسر ډاکټر عبدالوحيد خان ؤ. امتحان کمېټۍ کښې پروفېسر ډاکټر عبدالله جان عابد چيئرمېن پاکستاني ژبو مرکز علامه اقبال اوپن يونيورسټي اسلام اباد، پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير ډائرېکټر پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون، پروفېسر ډاکټر حينف خليل ډائرېکټر پاکستان سټډيز قائد اعظم پوهنتون اسلام اباد او د پښتو څانګې چئيرمېن پروفېسر ډاکټر روح الله ؤ. پۀ دے دفاعيه غونډه کښې ډاکټر احمد علي عاجز، ډاکټر نور محمد دانشن بېټنے، ډاکټر شېر زمان سيماب، ډاکټر بشري خاتون، ډاکټر شکيل احمد، ډاکټر نګينه خانم، اقبال حسېن افکار، کرم ستار يعقوبي، او يو شمېر شاعرانو، اديبانو او د اېم فل، پي اېچ ډي زده کوونکيو ګډون وکړو. د غونډې پېل د تلاوت کلام څخه وشو. د نظامت چارې ډاکټر شکيل احمد ترسره کړې. ښاغلي څېړن کار د خپلې مقالې لنډيز کښې ووئيل چې زما څېړنه “پۀ جديد پښتو نظم د خدائي خدمتګار تحريك اثرات” پۀ موضوع زما پي اېچ ډي (PHD) مقاله پۀ پنځو بابونو مشتمله ده، چې هر باب ئې ځانله ځانله حيثېت لري. پۀ دې ټولو بابونو كښې شوے كار پوره پۀ پوره د تحقيق د اصولو مطابق شوے دے. زما چې څومره پۀ وس او توان كښې وه ما خپل زيار كړے دے او دا تحقيقي مقاله مې سرته ورسوله، چې پۀ دې الفاظو ئې لنډيز او نتيجه وړاندې كوم:

    د خدائي خدمتګار تحريك د راتګ سره پښتو ژبې او ادب هم ډېره وده ومونده او د جديد دور د تقاضو مطابق پښتو ادب هم ډېر پۀ تېزۍ سره مخ پۀ وړاندې لاړو. دغه ادبي تحريك د ”خدائي خدمتګار تحريك“ مكتب پۀ نوم ياد شو. دې ادبي تحريك د پښتو نثر او نظم جولۍ د نوؤ نوؤ ملغلرو نه ډكه كړه، چې د اهميت نه ئې څوك هم انكار نۀ شي كولے. پۀ جديد پښتو نظم چې د خدائي خدمتګار تحريك كومې اغېزې شوې دي ما پۀ دې مقاله كښې پۀ دې اړه ډېر نظمونه وړاندې كړي دي.

    زما وړومبے باب د خدائي خدمتګار پېژندګلو ده چې د دې تحريك اغاز كله نه او پۀ كوم ځاے كښې شوے دے. د دې وجوهات څۀ ؤ او دا څنګه مخې ته راغلے او پۀ پښتنو كښې ئې مقبوليت حاصل کړو. پۀ دې باب كښې د خدائي خدمتګار تحريك د اغاز سره سره د دې تحريك غرضونه او مقصدونه هم بيان شوي دي او پۀ دې مقصدونو كښې تر كومه حده كامياب شوے دے. د دې تحريك پۀ ارتقائي سفر كښې د هرې دورانيې ذكر شوے دے او د هغه دورونو بېلا بېل حالات او واقعات پۀ كښې بيان شوي دي او تر دا دمه ئې د قامي تحريك مبارزه څنګه او كومو كومو حالاتو كښې جاري وساتله. د دې باب پۀ بله برخه كښې د خدائي خدمتګار تحريك د دورې شعري مزاج ښۀ پۀ مفصل ډول بيان شوے او د نمونې پۀ توګه پكښې د ډېرو خدائي خدمتګارو نظمونه وړاندې كړے شوي دي، چې د دې دورې د نظمونو عمومي مزاج پۀ ګوته كوي.

    پۀ دوېم باب كښې پۀ اولسي نظم د خدائي خدمتګار تحريك اغېزې بيان شوي دي. پۀ اولسي ادب كښې د نظم صنفونو كښې پۀ ټپه، لوبه، سندره او چاربېته څېړنه شوې ده او د دې پۀ څنګ كښې ورسره هغه ترانې هم راوړلې شوي دي، چې هغه وخت كومو خدائي خدمتګارو شاعرانو ليكلې وې او ډېر شهرت ورته تر لاسه شوے ؤ. ما پۀ دې باب كښې د هغې نه علاوه نورې ترانې هم ذكر كړي دي، چې د ادب طالب علمانو دپاره به سودمند وګرځي.

    د ټپو پۀ برخه كښې هم نوې نوې ټپې مخې ته راغلې، چې د خدائي خدمتګار تحريك سره نېغ پۀ نېغه ميدان ته راغلي دي او پۀ تاريخ كښې رقم شوي دي. پۀ دې باب كښې هغه لوبې او سندرې هم بيان شوي دي چې د دې تحريك پۀ اغېزه كښې راغلي دي. د نمونې د پاره پۀ خپل خپل وار لوبې او سندرې دواړه ليكلې شوي دي او ورسره د دغې دورې د پښتنو سياسي، سماجي او د ټولنيز ژوند حالات هم ذكر شوي دي. دې نه علاوه هغه اولسي چاربېتې هم ليكلې شوي دي او د شاعرانو نومونه پكښې هم وړاندې شوي دي.

    پۀ درېم باب كښې د خدائي خدمتګار تحريك د اغاز نه واخله تر 1950ء پورې چې پۀ پښتو جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريك كومې اغېزې شوې دي او د هندوستان د تقسيم پورې ئې كوم پړاوونه تر سره كړي تر 1950ء پورې دا هرڅه بيان شوي دي. د دغه دورې د نظيمه شاعرۍ عمومي جاج هم اخستے شوے دے او پۀ كښې د نظمونو څه برخې هم وړاندې شوي، چې د دې شاعرانو شاعرانه مزاج او عمومي رجحانات پۀ ګوته كوي. پۀ دغه دوره كښې چې كوم خدائي خدمتګار نظم ګو شاعران تېر شوي دي او نظمونه ئې ليكلي دي د هغو شاعرانو د ژوند ليكونه او دوه دوه، درې درې نظمونه ذكر شوي دي. ورسره ورسره د هغوي پۀ فن اواسلوب هم تحقيقي او تنقيدي بحث شوے دے. د دې شاعرانو نه پۀ پښتو جديد نظم كښې ډېرو شاعرانو ونډه لرلې ده، خو ما صرف هغه شاعران او د هغوى نظمونه راوړي دي كوم چې خدائي خدمتګار تحريك سره عملي مبارزه كوله. ورسره ورسره د دې دورې د شاعرۍ پۀ عمومي رجحان هم بحث شوے دے.

    پۀ څلورم باب كښې د 1950ء نه واخله تر 2018ء پورې پۀ پښتو جديد نظم د خدائي خدمتګار تحريك كوم اثرات پاتې شوي دي. هغه نظمونه يا د هغې څۀ برخې ما ذكر كړي دي او د دې دورې د شاعرانو پۀ شاعرانه فن او د هغوي پۀ ژوند هم ذكر شوے دے. د دې دورې د شاعرۍ شعري مزاج پۀ حقله هم تحقيقي څېړنه شوې ده. د دې شاعرانو پۀ وړاندې چې كوم غرضونه او مقصدونه وو او كوم اغراض او مقاصد چې دوي پۀ نظم كښې بيان كړي دي، او دوي پۀ دې شاعرانه مقصد كښې تر كومه حده كامياب ليدے شي او پښتون قوم ته د دې اهميت او افاديت پېژندلو كښې دې شاعرانو كومه هڅه كړې ده ما دا ټول هرڅه پۀ دې څلورم باب كښې وړاندې كړي دي.

    پۀ پنځم باب كښې پۀ جديد پښتو نظم پۀ بېلا بېلو اړخونو څېړنه شوې ده. پۀ هر يو اړخ كښې د موضوع مطابق د نظمونو حصې راوړلې شوي دي او ورسره پۀ دې نظمونو خپلې خبرې هم شوي دي، چې لوستونكو ته نوره هم اساني پېدا كوي. د دې باب پۀ اوله برخه كښې د نظم پۀ سياسي اړخونو او د پښتنو پۀ سياست، مفكوره او تګلاره څېړنه شوې ده او د هغه نظمونو ذكر شوے دے چې سياست كښې ئې اهم رول لوبولے دے. پۀ بله برخه كښې د پښتنو سماجي ژوند او پۀ عصري حالاتو ليك شوے دے او جديد پښتو نظم چې د پښتنو پۀ سماجي ژوند كښې كوم رول لوبولے دے د هغې د اهميت نه انكار څوك نۀ شي كولے. كۀ يو طرف ته ئې د پښتنې ټولنې ژوند كونكو ته د اصلاح يوه ذريعه وګرځېدو نو بل اړخ ته ئې پښتون سماج كښې سياسي، معاشي او تاريخي بدلونونه هم راوستل، پۀ درېمه برخه كښې پۀ پښتو نظم كښې د ترقي پسندۍ عناصر بيان شوي دي. پښتو ادب ته د ترقي پسندۍ راتګ او پۀ جديد پښتو نظم د ترقۍ پسندۍ اغېزې بيان شوي دي، چې پۀ كښې د ترقي پسند ليكوالانو ذكر سره سره د هغوي د نظمونو څه برخې هم راوړلې شوي دي. پۀ پنځم باب كښې د پښتو جديد نظم، سياسي، سماجي او ترقي پسندۍ نه علاوه مقصدي اړخونه هم بيان شوي دي. پۀ جديد پښتو نظم كښې مقصديت چې كومو شاعرانو راوړے دے د هغوي د نظمونو نمونې ذكر شوي دي.

    زما د مقالي وړانديزونه دا دي چې د ما د خدائي خدمتګار تحريک پۀ نظم کار وکړو نو بايد چې د دې تحريک پۀ نثر دې هم کار وشي. دوېم د دې تحريک سره تړلي شاعرانو او نثرنګارانو پۀ ژوند او ادبي خدماتو دے د اېم فل او پي اېچ ډي نوري څېړني هم وشي. درېم دې تحريک سره تړلي ليکوالانو پۀ نوم دې ښوونځي ، کالجونه او پوهنتنونه جوړ کړے شي. څلورم خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل د ټولو شحصياتو دې يو ځانګړے کتاب مرتب کړے شي.

     

  • د اېمل ولي خان سپين سپېځلے دريځ – ساجد ټکر

    د اېمل ولي خان سپين سپېځلے دريځ – ساجد ټکر

    نۀ پوهېږو چې ولې مونږ نۀ پوهېږو. چې کوم يو څيز زمونږ د ګتې، زمونږ د خاورې د ګټې، زمونږ د ژبې د ګټې او زمونږ د قام د ګټې وي، هم د هغې مخالفت کوو. چې څوک زمونږ د ګټې خبره کوي، زمونږ د خاورې خبره کوي، زمونږ د قام خبره کوي، زمونږ د ژبې خبره کوي او زمونږ د بچو د راتلونکي محفوظ مستقبل خبره کوي، هم د هغوي مخالفت کوو. چې څوک مو د کلتور خبره کوي، چې څوک مو د تمدن خبره کوي، چې څوک مو د فنون لطيفه خبره کوي او چې څوک مو د تهذيب خبره کوي، هم د هغوي مخالفت کوو. چې څوک مو پۀ ټولنه کښې د توازن خبره کوي، چې څوک مو ذهنونو کښې د ورورولۍ زڼي اچول غواړي، چې څوک مو د نسلونو پۀ دماغو کښې د مينې بوټي کرل غواړي نو هم د هغوي مخالفت کوو! دا مونږ څۀ کوو؟ دا پۀ مونږ څۀ شوي دي؟ دا مونږ ولې نۀ پوهېږو؟ حقه خبره دا ده چې دا مخالفت مونږ د خپلو خېر خواه خلکو نه بلکې د ځان مخالفت کوو، د خپلې ژبې مخالفت کوو، د خپلې خاورې د رنګونو مخالفت کوو، د خپلې خاورې د وږمو مخالفت کوو، د خپلې خاورې د تاريخ مخالفت کوو، د خپلې خاورې د ثقافت مخالفت کوو، د خپلې خاورې د تمدن، ناستې پاستې، کړۀ وړۀ او تهذيب مخالفت کوو او تر ټولو مهمه دا چې دا مونږ د خپل راروان نسل د يو پرامنه او محفوظ مستقبل مخالفت کوو. فنون لطيفه خو د ژوند د نغمو او ښائستونو نامه ده، فنون لطيفه خو د ژوند د امېدونو نامه ده، فنون لطيفه خو د ژوند د رنګينو نامه ده، فنون لطيفه خو د ژوند د توازن نامه ده. ايا يوه ټولنه بې لۀ توازنه پرمخ تلې شي، ايا يوه ټولنه بې لۀ ثقافته ګام اخستے شي، ايا يوه ټولنه د هم اهنګۍ نه بغېر خپل سفر کولے شي؟؟؟ خو مونږ يو چې ړاندۀ يو او د خپل ثقافت، کلتور، تمدن او تهذيب مخالفت کوو او خوشاله يو چې توره مو ووهله. کاش چې مونږ کښې دومره پوهه خو وې چې اخر مونږ څۀ کوو، ولې ئې کوو، د چا پۀ خوښه ئې کوو او څۀ لپاره ئې کوو؟ انسان کۀ خداے د دې ذمه وار ګرځولے چي دۀ سره به حساب کتاب کېږي، دۀ نه به سوال کوي او د دۀ د نېکو او بدو به د دۀ نه تپوس کېږي نو دا ځکه چې دۀ له ئې عقل، پوهه او شعور ورکړے دے. خداے پاک انسان له عقل او پوهه يوازې دې لپاره نۀ ده ورکړې چې دے دې پرې صرف خپله خېټه ډکه وساتي، بلکې دې لپاره ئې ورکړې چې خپل ذهن پۀ کار راولي او خپل ښۀ او بد وپېژني. بيا د انسان بزرګي او ښۀ والے يوازې دا نۀ دے چې بس دے دې د ځان لپاره ژوند کوي او بس يوازې د ځان لپاره دې ښۀ وي بلکې د دۀ ځانګړنې، پۀ دۀ د خداے پېزروئنې او د دۀ د عقل او پوهې طاقت د دۀ نه دا تقاضا کوي چې دے به يوازې د ځان لپاره ژوند نۀ کوي بلکې د نورو خلکو او ټولنې پۀ کار به راځي، داسي کارونه به کوي چې نورو ته ترې ګټه او خېر رسي.

    لوے خدائي خدمتګار فخر افغان باچاخان، خدائي خدمتګار تحريک او عوامي نېشنل ګوند کۀ دا افتخار او وياړ پۀ سينه اوړي چې پښتون ته ئې د سياست کولو هنر ښودلے نو پۀ دې ئې هم پوهه کړے چې د دۀ حقونه څۀ دي، د دۀ پۀ خاوره څۀ پراتۀ دي او د دۀ پۀ خپله خاوره څۀ حقونه دي او دے به د خپلو حقونو د غوښتلو مبارزه څنګه کوي. باچاخان خان پښتون پۀ دې خبره پوهه کړے چې ژوند به څنګه کوي، خپل پردے به څنګه پېژني، د دۀ د ژوند، ثقافت او کلتور رنګونه او ارزښتونه څۀ معني لري؟ هم دغه تسلسل نن د اېمل ولي خان پۀ شکل کښې پۀ چپو او غورځنګونو دے. نن اېمل ولي خان ښۀ پۀ ډاډ، ښۀ پۀ جار او ښۀ پۀ ارته سينه د خپلې خاورې د سياست، د خپلې خاورې د ثقافت او د خپلې خاورې د امانت خبره کوي. نن اېمل ولي د خپلې خاورې د رنګونو خبره کوي، د خپلې خاورې د وږمو خبره کوي، د خپلې خاورې د هنرمند، فنکار، شاعر او موسيقار خبره کوي. نن اېمل ولي خان د خپلې خاورې د پټ رازونو، د وسيلو او مسئلو خبر کوي. نن اېمل ولي خان د خپلې خاورې د تاريخ، د سياسي کشالو، لانجو او د دې د حقونو خبره کوي. نن اېمل ولي خان د خپلې خاورې د ماشومانو خبره کوي، د ځوانانو خبره کوي او د دوي د راتلونکي خبره کوي. نن اېمل ولي خان د خپلې خاورې، د خپل قام، د خپل ژبې او د خپل سياست د روڼ مستقبل خبره کوي.

    خدائي خدمتګار تحريک د باچاخان پۀ مشرۍ کښې يوازې د سياست خبره نۀ ده کړې بلکې د پښتنو د کلهم سوکاله ژوندون تګ و دو ئې کړې ده. باچاخان کۀ د خپل حق خبره کړې نو د خپل قام د اصلاح علم ئې هم اوچت کړے، باچاخان کۀ د سياست لۀ لارې د خپل قام حق غوښتے نو د تعليم پۀ طاقت ئې هم سمبال کړے، باچاخان کۀ د شعرا حضرات تائيد او مرسته کړې نو د سټېج ډرامې پۀ کردار هم خبر ؤ، باچاخان کۀ پۀ پښتنو جرګه کړې نو د صحافت پۀ کاليو ئې سمبال کړے. ځکه کۀ مونږ تاريخ ته وګورو نو ځنې ځانګړنې مونږ ته پۀ نظر راځي چې کۀ ازادې مدرسې دي، خدائي خدمتګار تحريک دے، ډرامه ده او کۀ “پښتون” مجله، يوازې د باچاخان ورکړې دي. پۀ اتمانزو کښې د شلمې پېړۍ پۀ درېمه لسيزه کښې د صوبې پۀ کچ وړومبنۍ مشاعره چا کړې وه؟ باچاخان کړې وه، چې انعامونه ئې هم ورکړي وو. د پښتو وړومبنۍ سټېج ډرامه چا کړې وه؟ باچا خان کړې وه چې پۀ کښې ولي خان او غني خان مېنځني کردارونه لوبولي وو. وړومبنۍ د پښتو کل وقتي مجله چا پښتنو له ورکړې وه؟ باچاخان هغه شخصيت دے چې دا ګام ئې پورته کړے ؤ. دا ولې؟ دا ځکه چې باچاخان، باچاخان ؤ، پوهه ؤ، پۀ حالاتو ئې نظر ؤ، خپل پردے ئې پېژندو، د ټولنې پۀ ساختياتي اصولو پوهه ؤ. ځکه نو مونږ ګورو چې د محمود مخفي صېب، خليق صېب، اکبر، فدا صېب، شاد محمد مېږے، اجمل خټک، غني خان، قلندر مومند، سېف الرحمان سليم، سائل صېب او روښان يوسفزي پۀ شان شاعران ئې قام له ورکړل.

    نن سل کاله پس هم د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز د پښتنو خدمت جاري ساتلے او د خېر ښېګړې کارونو سره سره د ريسکيو ارګان خدائي خدمتګار تنظيم، د تعليم پۀ سلسله کښې باچاخان ايجوکېشنل فاونډېشن، پاچاخان هېلته. فاونډېشن، “پښتون” مجله او “شهباز” ورځپاڼه چلوي. د دې سره ملګري استادان، ملګري وکيلان او ملګري ليکوالان ئې د قام پۀ خدمت کښې بوخت دي. هم دغه سوچ او د دغه سوچ تسلسل دے چې د باچاخان ټرسټ د سېوري لاندې د “انګازې” هم پرانسته وشوه. “انګازې” د باچاخان ټرسټ هغه يوه خشته څانګه ده چې د دې خاورې د موسيقۍ، فنون لطيفه او سازونو روزنه به کوي. “انګازې” پۀ دې مقصد جوړه شوې چې د هنرمندانو خدمت وکړي، هغه کسان چې خپلې سندرې نۀ شي ثبت کولې د هغوي کومک وکړي. دې سره سره دا ګام د پښتو موسيقۍ د خدمت لپاره اخستل شوے او مرام ئې دا دے چې معياري او د قام د ښېګړې موسيقي او سازونه رامېنځ ته کړے شي. هم دغه وجه ده چې کله پۀ باچاخان مرکز کښې د دې پروډکشن هاوس يعنې “انګازې” د پرانستې دستوره وه نو پۀ خپله وېنا کښې د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان ووئيل چې مونږ به د خپل هنرمند، فنکار او شاعر خدمت کوو. زياته ئې کړه ترڅو ښۀ او معياري هنر او موسيقي رامخې ته شي نو مونږ به د دې لپاره داسې زمينه برابروو چي دلته خلکو ته د موسيقۍ د زدکړو لارې هم هوارې کړو. د اېمل خان دغه کوټلې او پۀ تول پوره خبره وه خو نۀ پوهېږو چې کم ذهنه، ناپوهه، نااهله، نابلده او نالائقه خلک ولې پوهه نۀ شول او چغې سورې ئې جوړې کړې چې دا ئې ولې ووئيل. دې ړندو خلکو پۀ پټو سترګو نيوکې شروع کړې او سمان ئې پۀ ځمکه راګزار کړو. هلکه اول خو ځان پوهه کړئ کنه چې خبره څوک کوي او څۀ خبره کوي. خو نه، بس يو دم ئې الغاو تلغاو جوړ کړو.

    پۀ شاعرۍ، موسيقۍ، اهنګ، راګونو، سازونو، يکه زار، ټپه، چاربېته او ساندو سندرو کښې زما د خاورې وږمو سره سره زما تاريخ، زما پېژنګلوي، زما پت، زما تېرې هېرې، زما د ژوند خد و خال، زما کړۀ وړۀ، زما خوي بوي، زما روايات، زما کلتور او زما د جذبو او ولولو رنګونه پراتۀ دي.

    ايا دا خلک نۀ پوهېږي چې اېمل ولي خان د دې خاورې خبره نۀ کوي نو د کومې به کوي، چې د خپلې خاورې د فنکار، هنرمند او هنرونو خبره نۀ کوي نو د چا به کوي او کۀ رښتيا وايو نو بل څوک داسې نر شته هم نه چې داسې پۀ ډاډ او وياړ د خپلې خاورې د هنرونو او رنګونو خبره وکړي.

    اېمل خان چې څنګ د دې خاورې سره مينه لري هم دغه شان ٸې په کلتور او رواياتو هم مٸين دے . د دې خاورې وږمې پېژني ځکه پرې خپل شاعر هم ګران دے . د دې خاورې په مستۍ پوهه دے ځکه پۀ خپل فنکار وياړي.

    اېمل خان د موسيقۍ خبره کړې ده يعنې د ژوند د حرکت، د خپل رباب منګي خبره، د خپل فنکار خبره، د خپل هنرمند خبره او د خپلې ژبې خبره .

    پۀ دې هر څۀ پښتو ښائېسته ده. او پۀ ځنې خلکو قام ډاډه وي. . . لکه د اېمل خان!

    دا لېونے لېونے ګرځه

    پۀ چم کښې ګرځه چې ډاډه درباندې يمه

  • صدر صېب دوست محمد خان المعروف کاکاجي – علي يوسفزے

    صدر صېب دوست محمد خان المعروف کاکاجي – علي يوسفزے

    د ازادۍ پۀ جنګ کښې ډېرو عظيمو او پياوړو پښتنو ډېرې لويې قربانۍ ورکړې دي او د بېلا بېلو سختيو او تکليفونو ښکار شوي دي. د پېرنګيانو لۀ خوا ورته داسې سختې سختې سزاګانې ورکړې شوې دي چې پۀ يادولو ئې د انسان عقل حېران شي. دې عظيمو، غېرتمندو او سر لوړو پښتنو نۀ يوازې دا سختۍ برداشت کړي بلکې د دې سره سره ئې د ازادۍ جنګ هم تل تر تله روان او تاند وساتلو. او د خان عبدالغفار خان باچا خان لاره ئې خپله لاره او د باچا خان کاروان ئې خپل کاروان او خپل ګوند وګڼلو. او تل عمري ئې خپل ژوند د بې وسه، غريب او بې سواده اولس د پاره وقف کړو. چې تل به دا مبارکې او سر لوړې هستۍ د تاريخ پۀ پاڼو کښې يادېږي او وروستي پاتې خلک به پرې وياړ هم کوي او پۀ تګ لاره به ئې هم خپل جدوجهد جاري ساتي او اولس به ترې خبروي.

    پۀ دې قام پاله او ملت پاله مجاهدينو کښې يو ښکاره نوم د دوست محمد خان دے چې پۀ صدر صېب مشهور ؤ.

    صدر صيب پۀ کال 1881عیسوي کښې پۀ ضلع صوابۍ کښې د بهزاد خېلو پۀ کورنۍ کلابټ محله ګلاخېل، ټل ادم خېل کښې د نور خان بابا د ځوي کبوت خان پۀ کور کښې سترګې پرانستې . صدر دوست محمد خان د بابا خېلۍ د طرفه د ګلاخېلو د ټل پائنده خېل ‌(عرف عام کښې پانډوخېل ) د اسرائیل بابا نمسے ؤ.

    پۀ کال ۱۹۱۱ء کښې يې وادۀ وکړو .پۀ اولاد کښې ئې درې زامن او څلور لوڼه دي.

    صدر صېب د ځوانۍ پۀ وختونو کښې لکه د نورو پښتنو پۀ شان د کبډي کولو، موخه ويشتلو، غوايان زغلولو، سپي جنګولو او بټېر بازۍ سره ډېره مينه لرله. پۀ دغو وختونو کښې زياتره پښتانۀ هم پۀ دې لوبو کښې مشغول وو او پۀ چاپېره کلو کښې به د دې لويې لويې مقابلې کېدې. کۀ يو اړخ ته پښتانۀ پۀ دې لوبو کښې مشغول وو نو بل اړخ ته پۀ کښې د تعليم نشتوالے او د انګرېز د غلامۍ هم ښکار ؤ. دې نه علاوه پۀ پښتنو کښې داسې غلط رسم رواجونه هم موجود وو چې پښتانۀ پۀ کښې تر پوندو پوندو ډوب وو. او هم د دې غلطو رسمونو رواجونو د ختمولو د پاره پۀ هشنغر کښې پۀ کال ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم يو تنظيم جوړ شو چې د افغانانو اصلاح به ئې کوله او پۀ چاپېره پښتنو سيمو پۀ حجرو او جوماتونو کښې به ئې پښتانۀ د دې غلطو رسمونو رواجونو نه ژغورل او د تعليم درس به ئې ورته کولو. پۀ دې انجمن کښې ترنګزے حاجي صېب، عبدالغفار خان باچا خان، عبدالاکبر خان اکبر، محمد عباس خان او داسې نور لوړ لوړ شخصیات شامل وو .

    يوه ورځ د کلابټ خانخېلو جماعت کښې حاجي محمد امين ترنګزے د وعظ تقرير کولو چې پۀ پورته بيان کړے شويو مشغلو ئې درد بيان کولو چې دا مشغلې مۀ ساتئ، د صدر صېب د وينا تر مخه:

    “پۀ دغه وخت کښې ما پۀ وچت اواز الله اکبر

    ووې او د سجدې پۀ حالت کښې ما د الله تعالی

    نه دا سوال وکړو چې يا الله زما د زړۀ نه د دې

    مشغلو مينه وباسې او ما درې ځله د الله تعالی

    نه سوال وکړو چې يا الله زما توبه قبوله کړې او

    زما پۀ شا ټولې جمعې پۀ يو اواز امين ووې . د

    مذکوره جماعت امام ابوبکر باباجي چې پۀ حاجي

    بابا مشهور ؤ (حج له پېدل تلے او راغلے ؤ)

    هغوي زۀ راوچت کړم او ځان سره ئې جخت کړم

    او ښکل ئې کړم. بيا ئې حاجي صېب ته وړاندې

    کړم، حاجي صېب هم ځان سره سم لاس ته پۀ

    محراب کښېنولم او خلکو ته ئې ووې چې داسې توبه

    وباسئ او زما د توبې د قبوليت د پاره ئې دعا وکړه”.

    چې بيا وروستو دوست محمد خان پۀ خدايي خدمتګار تنظيم کښې شامل شو او د پښتنو خدمت ته ئې ملا وتړله او د نورو خدايي خدمتګارو سره به کلي پۀ کلي ګرځېدو او د پېرنګيانو نه د ازادۍ درس ورکولو. پۀ کال ۱۹۳۰ پۀ وختونو کښې چی کله خدايي خدمتګارانو د پېرنګيانو پۀ شراب خانو او عدالتونو حملې کولې نو هم پۀ کښې صدر صېب دوست محمد خان لوړ کردار ادا کړو او پۀ دغه دوران کښې د کال 1930نه تر کال 1934 پورې د پېرنګيانو پۀ قېد وبند کښې ډېرې سختۍ برداشت کړې. د هندوستان د تقسيم پۀ دوران کښې‌ چې هندوستان کښې مېشتۀ مسلمانان، هندوان او نور قومونه ‌چې د کوم تشدد‌ او جبر سره مخ وو هم د خدايي خدمتګار تحريک غړي وو چې د انسانانو ژوند ئې بچ کولو چې پۀ دې خدمتګارانو کښې دوست محمد خان هم د هر چا مخکښې مخکښې ؤ.

    د پاکستان د ازادۍ نه پس چې پۀ خدايي خدمتګار تنظيم پابندي ولګېده او څو کاله پس نېشنل عوامي پارټي جوړه شوه نو دوست محمد خان د کلابټ کلي صدر مقرر شو او پوره څوارلس کاله ئې د صدارت دا ذمه داري پۀ ډېر اخلاص او پښتونولۍ سر ته ورسوله چې تل عمري پۀ صدر صېب ياد شو.

    پۀ‌ صدر صېب کښې ډېرې داسې ښائسته خوبۍ هم موجودې وې چې د هغوي پښتونولي مونږ ته پۀ ګوته کوي.

    تر ټولو غټه خوبي ئې يوه دا هم وه چې د هر لوري نه به مسافر راغلو نو صدر صېب به ورته لاس پۀ نامه ولاړ ؤ. پۀ خپله حجره کښې به ئې ورته کټ بستره هم سم کړل او د چاے روټۍ غم به ئې هم ورله کولو.

    کله ئې چې د توت کلي واله نه د زمکې مقدمه وګټله نو څۀ موده پس د توت کلي والا خلقو د صدر صېب پۀ مرګ پسې څو تنه اجرتي قاتلان راولېږل چې د صدر صېب پۀ حجره کښې شپې ته دېره شول. خو صدر صېب ته د دوي پۀ اړه هېڅ معلومات نۀ وو چې دا څوک دي. صدر صېب ئې ډېره مېلمستيا وکړه چې هغوي ئې د مېلمه پالنې د پت نه دومره بې حده متاثره شول چې خپله اراده ئې بدله کړه. او پۀ شپه شپه کښې واپس خپلو کلو ته رخصت شول. صدر صېب چې سحر حجرې ته تشريف راوړو چې مېلمنو ته پۀ مټکي کښې اوبۀ وګوري او د هغوي خبر واخلي. چې پۀ کټونو ئې نظر پرېوتو نو حجره خالي وه. بيا وروستو خبر شو چې هم دا د دوي پۀ مرګ پسې راغلي وو .

    صدر صېب سختو نه سختو حالاتو کښې پۀ قامي تحريک کښې تر هر چا مخکښې پاتې شوے دے. د غريب اولس خدمت ئې هم کړے دے، او د ظالم خلاف مزاحمت ئې هم کړے دے. جلسې او جلوسونه ئې هم کړي دي او ډېر خلق ئې د تحريک ملګري هم جوړ کړي دي. د باچا خان او ولي خان سره تل پۀ يو صف کښې ولاړ پاتې شوے دے. چې د پښتونولۍ يو ژوندے مثال دے . دا عظيم خدايي خدمتګار پۀ 22اګست 1979 کښې د فالج پۀ رنځ اخته شو او پۀ 25 اګست 1979کښې د 98 کالو پۀ عمر کښې د وړوکي اختر پۀ ورځ وفات شو. او پۀ خپل کلي کښې خاورو ته وسپارلے شو.

    نن کۀ صدر صېب زمونږ تر مېنځه نشته خو د هغوي مبارزه زمونږ پۀ مېنځ کښې ژوندۍ ده چې د هغوي تګلاره مونږ ته پۀ ګوته کوي او وروستو پاتې نسلونه پرې قدمونه ږدي .

    (پۀ مننه د سليم خان کاکاجي)

  • د خدائي خدمتګار ارواښاد امير محمد خان د ډائرۍ نه – کلثوم زېب

    د خدائي خدمتګار ارواښاد امير محمد خان د ډائرۍ نه – کلثوم زېب

    پۀ 1961 کښې چې د باچا خان د مشرۍ لاندې پښتنو د پاکستان د قبلئيزې سيمې د څلورو صوبو نه د یو یونټ جوړولو خلاف اواز پورته کړو او د دې پۀ ائيني حېثیت ئې اعتراض وکړو او پۀ نتیجه کښې ئې فخر افغان خان عبد الغفار خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شو او درنې جرمانې پرې هم وخېژولې شوې . د دې ګرفتارۍ پۀ نتيجه کښې بې شمېره خدائي خدمتګارو خپل ځانونه ګرفتارۍ له ورکړل، د سزا کېدو نه پس دغه ټول سیاسي قېديان پۀ ملک دننه لرې لرې بندي خانو ته واستولے شو او هم دغسې د خدائي خدمتګارو يوه ډله چې سپین ږيري مشران پۀ کښې پۀ شمېر زیات وو پۀ نيو سېنټرل جېل ملتان کښې داسې بندي کړے شول چې د قېد سره ورته د سخت مشقت سزا هم واورولې شوه.

    پښتانۀ د چا يو ډېر شوقيان دي خو پۀ دغه جېل کښې به ورته سحر وختي د چايو پۀ ځاے ګوړه او چڼه ورکولې شوه. د خدائي خدمتګارو دغې ډلې پۀ جېل کښې د ګوړې او چڼې خلاف احتجاج وکړو. او پۀ نتيجه کښې ورته د چايو دېګ منظور کړے شو، پۀ دې مشرانو قېديانو کښې يو زلمے هم ؤ چې د بغدادې د امير محمد خان پۀ نوم یادېدو او عمر ئې صرف اوولس کاله ؤ. کله چې دے پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شوے ؤ نو دۀ ته هم پۀ مشقت کښې د بوڼ غښتلو سزا ورکړې شوې وه .

    د چايو د پاره پۀ هړتال کونکيو کښې امير محمد خان هم شامل ؤ او د دغه دېګ پۀ منظورولو کښې ئې ډېره منډه وهلې وه . وروستو ورته د دغه دېګ مشري هم ور پۀ غاړه کړې شوه.

    د ملتان ګرمي، د جېل پابندي، سور نمر او پۀ نازکو لاسونو د بوڼ غښتل ځان له یو بېل داستان دے چې ښاغلي امیر محمد خان ئې پۀ خپل ناچاپه کتاب کښې ذکر کړے دے. او کله چې دغه کتاب شائع شي نو د دې ملي مبارز د ټول ژوند دردناک حالات او د داستان نه به لوستونکي خبر شي . دا چاربېته چې زۀ کومه دلته شريکوم د دغه تکلیفونو يو پۀ زړۀ پورې نقشه مخې ته راولي چې د شاعر سعادت خان جلبل مرحوم د جذباتو عکاسي کوي.

    ارواښاد جلبل د دې چاربېتې خالق دے. هغه یو ښۀ اولسي شاعر او ملي مبارز ؤ.

    د هغۀ رزمیه نظم ” مېندو زامن نران بخښلي دي ” پۀ پښتو ملي شاعرۍ کښې د خپل وخت شاهکار نظم دے.

    دا نوموړے شاعر د هشنغر ترنګزو اوسېدونکے ؤ، او يو ناچاپه ديوان ئې موجود دے. دے هم د امير محمد خان سره دغه جېل کښې بندي ؤ. شاعر د خپل وخت خپل ماحول او د خپل چاپېر چل حقيقي ترجمان وي، دے پۀ هر څنګه حالاتو کښې د خپلو جذباتو د اظهار لاره لټوي، ددۀ احساسات نازک وي او د ټول انسانیت د پاره وي. يو انسان بندي کول خو اسان وي ولې د هغۀ د جذباتو او احساساتو بندي کول د چا د وس خبره هېچرې نۀ شي کېدے. دې شاعر د قېدوبند پۀ ورځو شپو کښې د خپلو پښتنو مبارزو ملګرو ټول کړۀ وړۀ تر نظره ساتلي دي. د پښتو د ادب زیاتره برخه د جېل د ژوند دوران کښې یا وروستو تخليق کړے شوې ده. هسې خو د دې نوموړي شاعر ډېر ناچاپه کلام موجود دے ولې دلته د چايو د دېګ او د ملتان د جېل دا چاربېته د تاريخي اثر پۀ توګه شريکوم.

    *امير محمد خان د بغدادې خان چې د اوولسو کالو پۀ عمر کښې د خدائي خدمتګارو پۀ تحريک کښې شامل شوے ؤ .

    * محمد امین د تنګي .

    * ګوجر خان د مانېرۍ ضلع صوابۍ . د دۀ ملا پېدائشي خوږ وه، جلسې له به پۀ سنډا سور تلو، پۀ سر به ئې څادر اچولے ؤ .

    * اسماعیل زے د بيرو میان خان کلي، تحصيل مردان .

    * نوبت خان د ډاګۍ تحصيل صوابۍ زلمے .

    * سرباز د سردریاب سره نزدې د غړمبک کلي اوسېدونکے .

    * هارون شېوه تحصيل صوابۍ .

    * حاجي خطاب الدین د ګوجرو ګهړۍ .

    * عبدالله کاکا د تنګي چارسدې .

    * سلطان الدین د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * غلام رسول د بابو فضل الهي زوے، د پخه غلام اوسېدونکے.

    * عزیزالحق د تنګي .

    * عبدالاکبر خان ترنګزو چارسده .

    *نصرالله خان .

    *شاد علي خان لنډے تحصيل صوابي .

    * ملنګ شاد امازو ګهړۍ .

    * اکرم خان د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * ممروز د ترناؤ چارسدې .

    * احمد د چارسدې .

    * عبدالحق د درګۍ تحصيل چارسدې .

    * عبدالوسیع کاکا د خوېشګي تحصيل نوښار .

    * برکت کاکا د یعقوبي صوابۍ .

    * فضل رحمن کاکا د جلسۍ صوابۍ .

    * نامبات یارحسېن تحصيل صوابي .

    * فضل خان، کوتک ترناؤ .

    * مير رحمان د مېرو تحصيل چارسده د لسو بېنتو سزا خوړونکے.

    ……………………………

    سعادت خان جلبل

    نيو سڼټرل جېل ملتان

    28 ستمبر 1961 .

    “د چايو دېګ”

    پۀ نيو سنټرل جېل کښې ټول د سېلمې (څېرمې) بوډاګان دي

    دلته د ايمان ټوټې بې شکه چې نران دي

    شمار باندې يو څو کسه پکښې ښکلي ځوانان دي

    دوي کډۍ اړوي جېل خانه کښې د ملتان دي

    هر يو پۀ لېلي د خپل وطن باندې شېدا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ توريالے ځوان دے خو پۀ عذاب کړو ږيرو خرېلو

    لاس کښې ئې سېګرټ دے ملازم ته وائي لېلو

    چغه ئې بوډاګانو ته کړه راشئ پښې نه ښکېلو

    ستایو به هارونه وي مرۍ کښې د رامبېلو

    خان امير محمد باندې عاشق ملنګ شلا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    څۀ وائي د ځانه څۀ اخبار کښې ئې ليکلي

    ډېر پۀ کښې پۀ خپله امير محمد وي راګ راښکلي

    وائي بوډاګان امير محمد وي اخبار ښکلي

    نۀ راځي اوس خولې له د بوډا لاړې توکلي

    خوار ملا بهادر زوړند پۀ لاس دتيمبولا دے

    دېګ پسې روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ له چې ورځي محمد امين پۀ سر روان وي

    دا غريب ناجوړه همېشه اخته پۀ ځان وي

    وېش باندې د دېګ ورسره جنګ د ګوجر خان وي

    بوټ تندے ولاړ خوا کښې د دېګ خاموش حېران وي

    نر سړے دے ځکه پرې نظر د پاک مولا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ اسماعيل زے دے د بائيزو کلي میاخان

    ملا باندې کړم دے خو ګټي پښتونستان

    خاندي ورته لرې نه چې دېګ وي راروان

    چاے ژمي کښې ښۀ ده مونږ سره دي بوډاګان

    شابه کړئ زر راشئ نومبت وائي وار د چا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    وائ نومبت خان چې وار پۀ وار يو يو رادرومئ

    بې واره رانه شئ پۀ خپل وار پۀ داؤ رادرومئ

    شابئ دېګ تالا شو خلقه دې پلو رادرومئ

    وېش دے پۀ لوټو مشر سرباز ناست پۀ تکیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګورئ تماشې ته هارون خان نۀ کړي خبرې

    ناست حاجي صاحب دے د ګوجرو د ګهړۍ لرې

    دېګ له عبد الله کاکا رالوځي لکه کرې

    چاے غواړي خوږه خوار افيم خور دے پۀ غوغا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګرځي ګړندے سلطان الدين لکه اوسۍ

    ته به وائي نیسئ څوک روان دے چا پسې

    ښکاري بهادر پۀ زړه کښې نشته وسوسې

    د جېل ډوډۍ پۀ خوند خوري پۀ شان د امرسې

    نۀ ئې پېژنم نر د فضل خان د خواوشا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    سپين سټوکے پرېښے د مېز زو دے مير رحمان

    قېد پۀ مارشل لا کښې دے عاشق د باچا خان

    نۀ خېژي بېړۍ ته خو پۀ قېد د اکرم خان

    ښۀ انډے کونډے دے د ممروز او عزت خان

    درېم ئې ښۀ ملګرے احمد ګل نېک د بېدیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ورشي محمد شاه څوک داروغه چې راروان وي

    دۀ باندې اختر وي چې ډپټي سره سامان وي

    چاے پۀ پټه څکي ورسره ناست ملازمان وي

    ګوره هر افسر سره ولاړ د سوکړ خان وي

    د جېل د هر افسر ورکوټي لوي اشنا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ چې رادننه شي د چايو شي اختر

    مخ د هر يو کس رڼا کوي لکه د نمر

    ډېره خوشحالي ده جېل خانه کښې د سحر

    وائي هر بوډا چې دېګ زما شوے سراسر

    تۀ جلبله پروت لکه د مړي د چا یادې

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    کلثوم زېب

    د خدائي خدمتګار ارواښاد

    امير محمد خان د ډائرۍ نه

    پۀ 1961 کښې چې د باچا خان د مشرۍ لاندې پښتنو د پاکستان د قبلئيزې سيمې د څلورو صوبو نه د یو یونټ جوړولو خلاف اواز پورته کړو او د دې پۀ ائيني حېثیت ئې اعتراض وکړو او پۀ نتیجه کښې ئې فخر افغان خان عبد الغفار خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شو او درنې جرمانې پرې هم وخېژولې شوې . د دې ګرفتارۍ پۀ نتيجه کښې بې شمېره خدائي خدمتګارو خپل ځانونه ګرفتارۍ له ورکړل، د سزا کېدو نه پس دغه ټول سیاسي قېديان پۀ ملک دننه لرې لرې بندي خانو ته واستولے شو او هم دغسې د خدائي خدمتګارو يوه ډله چې سپین ږيري مشران پۀ کښې پۀ شمېر زیات وو پۀ نيو سېنټرل جېل ملتان کښې داسې بندي کړے شول چې د قېد سره ورته د سخت مشقت سزا هم واورولې شوه.

    پښتانۀ د چا يو ډېر شوقيان دي خو پۀ دغه جېل کښې به ورته سحر وختي د چايو پۀ ځاے ګوړه او چڼه ورکولې شوه. د خدائي خدمتګارو دغې ډلې پۀ جېل کښې د ګوړې او چڼې خلاف احتجاج وکړو. او پۀ نتيجه کښې ورته د چايو دېګ منظور کړے شو، پۀ دې مشرانو قېديانو کښې يو زلمے هم ؤ چې د بغدادې د امير محمد خان پۀ نوم یادېدو او عمر ئې صرف اوولس کاله ؤ. کله چې دے پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې شامل شوے ؤ نو دۀ ته هم پۀ مشقت کښې د بوڼ غښتلو سزا ورکړې شوې وه .

    د چايو د پاره پۀ هړتال کونکيو کښې امير محمد خان هم شامل ؤ او د دغه دېګ پۀ منظورولو کښې ئې ډېره منډه وهلې وه . وروستو ورته د دغه دېګ مشري هم ور پۀ غاړه کړې شوه.

    د ملتان ګرمي، د جېل پابندي، سور نمر او پۀ نازکو لاسونو د بوڼ غښتل ځان له یو بېل داستان دے چې ښاغلي امیر محمد خان ئې پۀ خپل ناچاپه کتاب کښې ذکر کړے دے. او کله چې دغه کتاب شائع شي نو د دې ملي مبارز د ټول ژوند دردناک حالات او د داستان نه به لوستونکي خبر شي . دا چاربېته چې زۀ کومه دلته شريکوم د دغه تکلیفونو يو پۀ زړۀ پورې نقشه مخې ته راولي چې د شاعر سعادت خان جلبل مرحوم د جذباتو عکاسي کوي.

    ارواښاد جلبل د دې چاربېتې خالق دے. هغه یو ښۀ اولسي شاعر او ملي مبارز ؤ.

    د هغۀ رزمیه نظم ” مېندو زامن نران بخښلي دي ” پۀ پښتو ملي شاعرۍ کښې د خپل وخت شاهکار نظم دے.

    دا نوموړے شاعر د هشنغر ترنګزو اوسېدونکے ؤ، او يو ناچاپه ديوان ئې موجود دے. دے هم د امير محمد خان سره دغه جېل کښې بندي ؤ. شاعر د خپل وخت خپل ماحول او د خپل چاپېر چل حقيقي ترجمان وي، دے پۀ هر څنګه حالاتو کښې د خپلو جذباتو د اظهار لاره لټوي، ددۀ احساسات نازک وي او د ټول انسانیت د پاره وي. يو انسان بندي کول خو اسان وي ولې د هغۀ د جذباتو او احساساتو بندي کول د چا د وس خبره هېچرې نۀ شي کېدے. دې شاعر د قېدوبند پۀ ورځو شپو کښې د خپلو پښتنو مبارزو ملګرو ټول کړۀ وړۀ تر نظره ساتلي دي. د پښتو د ادب زیاتره برخه د جېل د ژوند دوران کښې یا وروستو تخليق کړے شوې ده. هسې خو د دې نوموړي شاعر ډېر ناچاپه کلام موجود دے ولې دلته د چايو د دېګ او د ملتان د جېل دا چاربېته د تاريخي اثر پۀ توګه شريکوم.

    *امير محمد خان د بغدادې خان چې د اوولسو کالو پۀ عمر کښې د خدائي خدمتګارو پۀ تحريک کښې شامل شوے ؤ .

    * محمد امین د تنګي .

    * ګوجر خان د مانېرۍ ضلع صوابۍ . د دۀ ملا پېدائشي خوږ وه، جلسې له به پۀ سنډا سور تلو، پۀ سر به ئې څادر اچولے ؤ .

    * اسماعیل زے د بيرو میان خان کلي، تحصيل مردان .

    * نوبت خان د ډاګۍ تحصيل صوابۍ زلمے .

    * سرباز د سردریاب سره نزدې د غړمبک کلي اوسېدونکے .

    * هارون شېوه تحصيل صوابۍ .

    * حاجي خطاب الدین د ګوجرو ګهړۍ .

    * عبدالله کاکا د تنګي چارسدې .

    * سلطان الدین د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * غلام رسول د بابو فضل الهي زوے، د پخه غلام اوسېدونکے.

    * عزیزالحق د تنګي .

    * عبدالاکبر خان ترنګزو چارسده .

    *نصرالله خان .

    *شاد علي خان لنډے تحصيل صوابي .

    * ملنګ شاد امازو ګهړۍ .

    * اکرم خان د کوتک ترناؤ چارسدې .

    * ممروز د ترناؤ چارسدې .

    * احمد د چارسدې .

    * عبدالحق د درګۍ تحصيل چارسدې .

    * عبدالوسیع کاکا د خوېشګي تحصيل نوښار .

    * برکت کاکا د یعقوبي صوابۍ .

    * فضل رحمن کاکا د جلسۍ صوابۍ .

    * نامبات یارحسېن تحصيل صوابي .

    * فضل خان، کوتک ترناؤ .

    * مير رحمان د مېرو تحصيل چارسده د لسو بېنتو سزا خوړونکے.

    ……………………………

    سعادت خان جلبل

    نيو سڼټرل جېل ملتان

    28 ستمبر 1961 .

    “د چايو دېګ”

    پۀ نيو سنټرل جېل کښې ټول د سېلمې (څېرمې) بوډاګان دي

    دلته د ايمان ټوټې بې شکه چې نران دي

    شمار باندې يو څو کسه پکښې ښکلي ځوانان دي

    دوي کډۍ اړوي جېل خانه کښې د ملتان دي

    هر يو پۀ لېلي د خپل وطن باندې شېدا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ توريالے ځوان دے خو پۀ عذاب کړو ږيرو خرېلو

    لاس کښې ئې سېګرټ دے ملازم ته وائي لېلو

    چغه ئې بوډاګانو ته کړه راشئ پښې نه ښکېلو

    ستایو به هارونه وي مرۍ کښې د رامبېلو

    خان امير محمد باندې عاشق ملنګ شلا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    څۀ وائي د ځانه څۀ اخبار کښې ئې ليکلي

    ډېر پۀ کښې پۀ خپله امير محمد وي راګ راښکلي

    وائي بوډاګان امير محمد وي اخبار ښکلي

    نۀ راځي اوس خولې له د بوډا لاړې توکلي

    خوار ملا بهادر زوړند پۀ لاس دتيمبولا دے

    دېګ پسې روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ له چې ورځي محمد امين پۀ سر روان وي

    دا غريب ناجوړه همېشه اخته پۀ ځان وي

    وېش باندې د دېګ ورسره جنګ د ګوجر خان وي

    بوټ تندے ولاړ خوا کښې د دېګ خاموش حېران وي

    نر سړے دے ځکه پرې نظر د پاک مولا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ښۀ اسماعيل زے دے د بائيزو کلي میاخان

    ملا باندې کړم دے خو ګټي پښتونستان

    خاندي ورته لرې نه چې دېګ وي راروان

    چاے ژمي کښې ښۀ ده مونږ سره دي بوډاګان

    شابه کړئ زر راشئ نومبت وائي وار د چا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    وائ نومبت خان چې وار پۀ وار يو يو رادرومئ

    بې واره رانه شئ پۀ خپل وار پۀ داؤ رادرومئ

    شابئ دېګ تالا شو خلقه دې پلو رادرومئ

    وېش دے پۀ لوټو مشر سرباز ناست پۀ تکیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګورئ تماشې ته هارون خان نۀ کړي خبرې

    ناست حاجي صاحب دے د ګوجرو د ګهړۍ لرې

    دېګ له عبد الله کاکا رالوځي لکه کرې

    چاے غواړي خوږه خوار افيم خور دے پۀ غوغا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ګرځي ګړندے سلطان الدين لکه اوسۍ

    ته به وائي نیسئ څوک روان دے چا پسې

    ښکاري بهادر پۀ زړه کښې نشته وسوسې

    د جېل ډوډۍ پۀ خوند خوري پۀ شان د امرسې

    نۀ ئې پېژنم نر د فضل خان د خواوشا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    سپين سټوکے پرېښے د مېز زو دے مير رحمان

    قېد پۀ مارشل لا کښې دے عاشق د باچا خان

    نۀ خېژي بېړۍ ته خو پۀ قېد د اکرم خان

    ښۀ انډے کونډے دے د ممروز او عزت خان

    درېم ئې ښۀ ملګرے احمد ګل نېک د بېدیا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    ورشي محمد شاه څوک داروغه چې راروان وي

    دۀ باندې اختر وي چې ډپټي سره سامان وي

    چاے پۀ پټه څکي ورسره ناست ملازمان وي

    ګوره هر افسر سره ولاړ د سوکړ خان وي

    د جېل د هر افسر ورکوټي لوي اشنا دے

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

    دېګ چې رادننه شي د چايو شي اختر

    مخ د هر يو کس رڼا کوي لکه د نمر

    ډېره خوشحالي ده جېل خانه کښې د سحر

    وائي هر بوډا چې دېګ زما شوے سراسر

    تۀ جلبله پروت لکه د مړي د چا یادې

    دېګ سره روان امير محمد دے د بغدادې

  • د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    سيد اميرخسرو باچا چې د پلار نوم ئې سيداسماعيل باچا ؤ، پۀ کال ١٨٩٢ز پۀ بابړه کښې زېږېدلے ؤ. د زوي نوم ئې سيد خسرو پروېزباچا دے. دے هم پۀ بابړه کښې پۀ کال ١٩٢٧ کښې پېدا شوے ؤ. د ننني مضمون موضوع هم د دوي د پلار او زوي د ژوند د حالاتو او پۀ پښتون قامي تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه”،خدائي خدمتګارتحريک، پښتون سټوډنټس فېډريشن او پښتون زلمي تحريک کښې د دوي کردار سره تعلق لري.

    د سيد اميرخسرو باچا تعلق پۀ بابړه کښې اباد د سيدانو کورنۍ سره دے او د دوي پلار نيکۀ ډېر صاحب حېثيت خلق وو. د هرچند مندڼي، بابړه او خواو شا علاقو کښې ئې جائيداد لرلو. د دوي يو ورور سيد شيرين خسرو او يوه خور وه . خو دے د ټولو نه مشر ؤ. د خپل پلار او ترونو سره به ئې د خپل جائيداد زمينداري کوله. د دوي ترۀ سيد مهدي باچا ؤ اوسخر ئې هم ؤ. د انګرېزانو پۀ وخت کښې پۀ پېښور کښې انرېري مجسټريټ ؤ او د خان صېب خطاب ورته د انګرېز د طرف نه ملاو شوے ؤ. سيد مهدي شاه باچا ډېر تعلق داره سړے ؤ. د پښتنو د ټولې سيمې عزت دارو خلقو سره ئې ذاتي تعلق ؤ. د دوي تعلق د باچاخان پلار بهرام بابا سره هم ډېر نزدې ؤ. د تحريک نه مخکښې او وروستو چې به کله هم باچاخان بابړې ته راغلو نو سيد مهدي شاه باچا ته به ئې “دادا” نوم د مينې او تعظيم نه اخستو.

    سيد اميرخسرو باچا تربيت زيات تر د خپل پلار نه علاوه د دوي ترۀ سيد مهدي شاه باچا پۀ لاسو کښې شوے دے. او دے ئې دومره خوښ ؤ او زړۀ ته نزدې ساتلے ؤ چې کله ځوان شولو نو د خپل زړۀ ټکړه يعنې خپله لور ئې دۀ ته پۀ نکاح کښې ورکړه.

    دوي له الله پاک ډېر دولت او لوے زړۀ ورکړے ؤ. او د خپلې علاقې او خواو شا سيمې د خلقو به ئې هر قسم امداد کولو او پۀ فلاحي کارونو کښې به ئې برخه اخستله. دوي به ډېر ساده ژوند تېرولو او ساده خوراکونه به ئې کول. کله چې حاجي صېب ترنګزو فضل واحد او باچاخان د اسلاميه مدرسو بنياد ايښودلو نو پۀ هغې کښې هم ورسره دوي ډېر مالي امداد کړے ؤ. هره مياشت به ئې پۀ دغه مدرسو کښې تعليم زده کوونکو د پاره امداد ورکولو. د اسلاميه کالج پېښور چې کله بنياد ايښودل کېدو نو دوي ورله مخکښې نه د سپينو زرو نه جوړ شوي (ټاټکي او کرنډۍ) پۀ خپل ذاتي خرچ جوړ کړي وو. چې اوس هم د دوي اولاد سره موجود دي. او څنګه چې مونږ ته معلومه ده چې د اسلاميه کالج پېښور بنياد پۀ ١٩١٥ز کښې حاجي صېب ترنګزو ايښے ؤ. حاجي صېب ته د دغې تقريب دعوت سيد مهدي شاه ورکړے ؤ. پېښور ته ئې پۀ خپل ذاتي سورلۍ کښې را وستے ؤ. دغه وخت د صوبه سرحد وزيراعلٰي صاحبزاده عبدالقيوم خان ؤ چې د انګرېزانو د حکومت وفادار ؤ. ولې پښتون قوم او وطن سره ئې هم پۀ خپل زړۀ کښې مينه او همدردي لرله. او دۀ به اکثر د انګرېز چې څۀ حکمت عملي وه هغه به دۀ پټ پۀ پټه باندې پښتنو مشرانو ته رسوله. او هغوي به ئې د مخکښې نه خبردار کول چې خپل غم پۀ وخت باندې وکړئ. د اسلاميه کالج د بنياد پۀ موقع هغوي حاجي صېب هم خبر کړلو چې پېرنګے د هغوي د ګرفتارۍ اراده لري. د دې تقريب نه پس حاجي صېب نېغ پۀ نېغه بونېر او وروستو د سوات پۀ لاره د باجوړ او مومندوعلاقې لکړو ته لاړو او هلته تر مرګه پورې دېره ؤ.

    کله چې باچاخان داسلاميه مدرسو هغه کار کوم چې هغوي د حاجي صېب ترنګزو پۀ مرسته شروع کړے ؤ جاري وساتلو. هم پۀ دغه جرم پېرنګي پۀ ١٩١٩ز کښې د اتمانزو نه ګرفتار کړو. څۀ موده پس بيا د جېل نه واپس راغلو. د ازاد اسلاميه مدرسې پۀ نوم ئې بيا د تعليمي مدرسوکار شروع کولو نه علاوه د پښتون قوم د اصلاح کار هم شروع کړو. دوي د هندوستان مختلفو سيمو ته لاړل او هلته ئې د کانګرس پارټۍ پۀ جلسو کښې هم ناسته د يو عام وګړي پۀ حېثيت وکړه. باچاخان دين اسلام سره ډېره بې کچه مينه لرله او خلافت تحريک سره ئې هم ډېر نزدې ؤ. او پۀ باقاعدګۍ سره به د خلافت تحريک غونډو کښې شرکت کولو.

    پۀ ١٩٣٠ز کښې د رولټ اېکټ لاندې پۀ نحقۍ تاڼه کښې ګرفتار شو او رسالپور ته ئې ولېږلو. د هغۀ ځاے نه د چارسدې اسسټنټ کمشنر قلي خان بيا د درېو کالو د پاره د دفعه ٤٠، ٤١ لاندې قېد کړلو او د ګجرات جېل ته ئې ولېږلو. چرته کښې چې د هغوي ملاقات د خدائي خدمتګارو نه علاوه د تحريک خلافت او کانګرس غړو سره وشو. د فخر افغان بابا پۀ سوچ او فکر کښې وسعت هم دغه جېل کښې انجيل او نورو ډېرو کتابونو لوستلو او د هغې پۀ معنٰي او مطلب سره پوهېدو سره سره راغلو. باچاخان پۀ خپل دين او اسلام باندې ډېر مئين ؤ. او پۀ يو صورت کښې ئې هم د خپل دين او مذهب نه لرې والے نۀ شو برداشت کولے. هم دغه وجه وه چې کله دوي ته د انګرېزد طرف خور شوے سازش د چال خبر ملاو شولو دکوم ترمخه چې هغوي خدائي خدمتګار تحريک باندې د باليشويکه کوم چې پۀ روس کښې د لېنن انقلاب راوستے ؤ. نو هغوي سره د ملګرتيا يا کومک اخستو الزام لګولے ؤ. او کوشش ئې دا ؤ چې پۀ هره لار وي او هره طريقه وي خدائي خدمتګار تحريک ختم کړي.

    کله چې باچاخان د انګرېز ددې سازش نه خبر شو نو پۀ دې مجبور شو چې د خپل تحريک خدائي خدمتګار الحاق د هندوستان يو غټ ګوند سره ارو مرو وکړي نو هغوي خپل ملګري اول د مسلم ليګ مشرانو له ولېږل او د هغوي نه پس ئې جمعيت العلمائے هند او پۀ اخرکښې ال انډين کانګرس مشرانو ته ولېږل او بيا د کانګرس ګوند سره د الحاق نه پس د ګاندهي جي،وائس راے هند او د صوبه سرحد ګورنر سره ملاقات وشولو. د دغې ملاقات پۀ نتيجه کښې صوبه سرحد کښې ټول هندوستان پۀ شان د مراعاتو اعلان وشو. باچاخان هم د زندان نه بهر راووتلو. پۀ تاريخ کښې دغه معاهده د ګاندهي جي ارون پېکټ پۀ نامه يادېږي.

    د امير خسرو باچا د ژوند قيصه بيانولو سره سره د هندوستان د چاپېرچل حالات بيانول ضروري ځکه مې وګڼل چې لوستونکيو ته پته ولګي چې سيد اميرخسرو باچا ولې وخت پۀ وخت خپل جدوجهد کښې اوړېدلے را وړېدلے او د هغوي مقصد او مرام صرف او صرف د خپل کلي او قام د اوسېدونکيو حفاظت او پرمختګ ؤ.

    سيد اميرخسرو باچا د خدائي خدمتګارانو نه چې کوم جائيدادونه انګرېز ضبط کړي او بيا وروستو نيلام کړي وو هغه به دوي پۀ نيلام کښې د انګرېز نه واخستل او کله چې به حالات سازګار شول نو هغه جائيداد به ئې بيا هم هغه کسانو او خدائي خدمتګارانو ته واپس کړل . کۀ د چا به د پېسو وس او طاقت کېدو نو د نيلامۍ قيمت به ئې دوي ته ورکړو او کۀ د چا به نۀ کېدو نو دوي به ورله هغه جائيداد بغېر د څۀ قيمت نه خالص د الله رضا د پاره واپس کړلو.

    کله چې عبدالغني خان د “پښتون زلمي” تحريک بنياد کېښودلو، د هغې پۀ باني مشرانو کښې هم سيد امير خسرو باچا شامل ؤ. او د ټولې چارسدې سالار هم سيد امير خسرو باچا ؤ. دوي سره نائب سالار انځرګل ؤ او ملګرو کښې ورسره د بابړې او د تحريک مشهور خدائي خدمتګاران سيد محمد فصيح باچا او احمدکاکا شامل وو. دوي به باقاعده پرېډ کولواو دوي ته بالکل پۀ فوځي انداز کښې ټرېننګ ورکړے شوے ؤ.

    کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٣٨ز کښې د صوبه سرحد پۀ دوره راغلو نو د پېښور نه علاوه د سردرياب مرکز عاليه او اتمانزو سره سره ئې د بابړې دوره هم کړې وه. د دغې دورې پۀ موقع د جلسه ګاه او مېلمنو د حفاظت ذمه واري د پښتون زلمي پۀ اوږو باندې وه. د جلسې منتظمينو ته اطلاع ملاؤ شوې وه چې هغه کسان کوم چې مخکښې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې غړي وو او بيا کانګرس سره د الحاق پۀ بهانه د تحريک نه خفه شوي وو او پۀ دغه ورځو کښې د مسلم ليګ سره ملګري شوي وو. د پښتون قامي تحريک خلاف به ئې سازشونه کول. هغوي دا پروګرام جوړ کړے ؤ چې د ګاندهي جي پۀ جلوس به سره د وسلو حمله کوو کله چې د دې سازش خبر “پښتون زلمي تحريک” ته ملاو شو نو اميرخسرو باچا د ځان سره څلوېښت پنځوس کسان د پښتون زلمي واخستل او د جلوس پۀ لار کښې ځاے پۀ ځاے ودرېدل. او د ګاندهي جي جلوس چې پۀ خېريت سره پنډال ته ورسېدو او پۀ پرامن طريقه ګاندهي جي تقرير وکړو او بيا پۀ خېر خېريت سره خپل مخکښې منزل ته لاړو خو د جلوس پۀ موقع دغه کسانو خپل پوره پوره وس کړے ؤ او عن د کاڼو ګزارونه ئې هم پۀ دغه جلوس باندې کړي وو. ولې د ګاندهي جي او د هغوي ملګرو نزدې پۀ يو صورت کښې هم د “پښتون زلمي” د سيد امير خسروباچا پۀ مشرۍ کښې نۀ وو پريښودلي.کله چې فخر افغان باچاخان بابا د ځاے د کمېدو له کبله دا فېصله وکړه چې مرکز عاليه دې د اتمانزو نه سردرياب ته يوړل شي کومې د پاره چې محمد اسرار عرف ښۀ خان او د هغوي سخر بابا ځمکه وقف کړې وه .د دغه مرکز ابادۍ د پاره سيد اميرخسرو باچا خپلو همسايو او نوکرانو ته حکم وکړو چې زما پۀ جائيداد کښې څومره ونې ولاړې دي هغه ټولې پرې کړئ او سردرياب مرکز ته ئې يوسئ. چرته چې دغه ونې د څپر د پاسه د چهت کښې استعمال کړې شوې او پۀ دغه څپر کښې به هر وخت پۀ سلګونو خلق ناست وو او د تحريک د پاره به ئې کارونه کول. دوي پۀ بابړه کښې يو سکول هم پرانستے ؤ کوم چې وېړيا سکول ؤ او ماشومانو ته ئې به مفت تعليم ورکولو.

    پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې قيوم خان پۀ بابړه کښې پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو او عام اولس باندې ګولۍ وچلولې، د دې عمل له کبله د اووۀ سوه نه زيات کسان شهيدان او ژوبل شول. وروستو ئې د پړانګو او بابړې کور پۀ کور چاپې ووهلې او د دغه ځايونو د اوسېدونکو دکورونو بې عزتۍ نه علاوه د دغې ځاے اوسېدونکيو سره هم ډېره بدسلوکۍ ئې کړې وې. هم پۀ دغه سلسله کښې د اميرخسرو باچا پۀ کور باندې هم چاپه وهلې شوې وه او د کور د بې عزتۍ کولونه علاوه ئې ترې نه ذاتي وسله هم ضبط کړې وه. سيد امير خسرو باچا ئې تاڼې ته بوتلے ؤ. چرته نه چې هغه د خپل ذاتي تعلق او اثر و رسوخ له وجې راخلاص شو او قيمتي وسله ترې نه ضبط کړې شوه.

    سيد امير خسرو باچا پۀ اپرېل ١٩٦٢ز کښې د خپلې ذاتي دښمنۍ له کبله يو رشته دار قتل کړواو قبر ئې هم د خپل ترۀ وقف شوي جومات کښې نمرخاتۀ ګوټ کښې دے . دې جومات سره به هم دوي ډېر امداد نه علاوه دجومات هرقسمه ضرورت پوره کولو.

    سيد اميرخسرو پروېزباچا د ژوند واقعات:

    سيد خسرو پروېز باچا هم دخپل پلار پۀ نقش قدم باندې تلے ؤ. او ډېر پۀ سادګۍ سره ئې خپل ژوند تېر کړے ؤ. دوي خپل بنيادي تعليم اول پۀ پېښور کښې او کله چې بيا عام اولس د پاره پۀ بابړه کښې وړومبے سکول د دوي پلار جوړ کړو نو بيا پۀ هغه سکول کښې ئې نور تعليم حاصل کړو. دا پرائمري سکول پۀ بابړه او خواو شا علاقو کښې وړومبنے او ځانګړے سکول ؤ چې د لرې لرې علاقو نه به ورته خلقو خپل بچي د زده کړې د پاره را لېږل.

    دلته د تعليم مکمل کېدو نه وروستو بيا د چارسدې هائي سکول ته لاړو او هلته ئې لسم پاس کړو. د هائي سکول د تعليم دوران کښې دوي د پروفېسر جهانزېب نياز سره يوځاے پۀ وړومبي ځل د پښتون سټوډنټس فېډريشن بنياد ايښودلے ؤ. چې وړومبنے صدر ئې جهانزېب نياز غوره کړے شوے ؤ. دوي خپل تعليم مخکښې هم جاري وساتلو خو دوي سره يوه واقعه وشوله چې د يو رشته دار د قتل پۀ الزام کښې دے سره د خپلو تربورانوګرفتار کړے شو او جېل ته ئې بوتلو خو پۀ جېل کښې هم دوي خپل د تعليم سلسله جاري وساتله. او پۀ باقاعدګۍ سره ئې امتحانونه پاس کړي وو. کله چې دوي پۀ دغه مقدمه کښې بري شول نو تحريک سره ئې خپلې هلې ځلې بيا شروع کړې او ډېر پۀ جوش وجذبې سره به ئې کارکولو. (دا واقعه د مهدي شاه باچا ده)

    د خپل پلار پۀ شان د دوي هم ذاتي تعلق د چارسدې او ټولې پښتنې سيمې خلقو سره ؤ. او ډېر زيات ملګري او همدرد خلق ئې پۀ خپل دوستانو کښې لرل. دوي پۀ خپل کور کښې د مولانا ابوالکلام ازاد، مولانا حسېن احمد مدني او مولانا عبېدالله سندهي او نورو ممبرانو باندې مشتمل کمېټۍ مېلمستيا هم پۀ هغه وخت کښې کړې وه کله چې دغه د هند د ازادۍ تحريک مجاهدينو باندې پۀ صوبه سرحد کښې بندېز ؤ. دوي دغې کمېټۍ ته نۀ صرف خپل ځاے ورکړے ؤ بلکې هغوي ئې پۀ خپل کور کښې دېره کړي هم وو. او تر هغې ئې د هغوي د حفاظت بندوبست هم کړے ؤ ترڅو چې هغوي خپله د چارسدې دوره مکمل کړې نۀ وه.

    کله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او هندوستان او پاکستان پۀ نامه دوه جدا جدا هېوادونه د نړۍ پۀ نقشه جوړ شول. پۀ دغه موقع ډېر هندوان او مسلمانان پۀ دې کار مجبورکړے شول چې هغوي دې د اوسېدو د پاره د خپل مذهب پۀ معيار ملک غوره کړي. نو پۀ دغه موقع د نړۍ ټولو نه لوے هجرت شوے ؤ. هندوان به هندوستان ته او مسلمانان ئې پاکستان ته پۀ تلو مجبورکړل .

    د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے ؤ چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه. دے د پېشې پۀ لحاظ زرګر او ډېر لوے کاروبار ئې لرلو. د دۀ پېښور اندشهر بازار کښې کاروبار او کور ؤ. پۀ مختلفو موقعو دغه سېټهـ رام سرن امير خسرو باچا ته ډېر څيزونه ډالۍ کړي وو. چې پۀ کښې ( د بلئيرډ لوبې) يومېز، بالخت هم شامل ؤ. پۀ دغه تخت او د هغې پۀ تاريخي اهميت يوځانګړے مضمون پۀ تفصيل سره مخکښې به د لوستونکيو د نظر نه تېر شوے وي. سېټهـ رام سرن چې کله د پېښور نه هندوستان ته پۀ کډه تلو نو پۀ قيصه خوانۍ کښې دوکانونه او د منډهۍ کاغذونه او چابيانې ئې سيد امير خسرو باچا ته ورکړې وې او د خپل کور ذاتي د استعمال سامانونه چې پۀ کښې دوه کټونه او يو د سټيلو المارۍ شامل وه.

    د کور د ذاتي استعمال هغه پالنګونه او المارۍ سيد اميرخسرو باچا خپل کور ته راوړل، کوم ځاے کښې چې هغه تر نن ساعته موجود دي. ولې هغه دوکانونه او منډهۍ ئې د اوقاف محکمې ته حواله کړي وو. ځکه چې هغه يو قامي امانت ؤ. د سيد خسرو پرويز باچا هغه سېټهـ رام سرن سره ډېر ژور تعلق ؤ. چې د تقسيم نه وروستو تر ډېره مودې پورې د هندوستان او پاکستان ترمېنځه هر قسم تعلقات بند وو. او د دې ملک اوسېدونکيوته اجازت نۀ وه چې يو بل سره څۀ قسمه رابطه وساتي. پۀ وړومبي ځل تعلقاتو پۀ ښۀ کېدو امکان پېدا شو. او د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے پۀ هغه وفد کښې شامل ؤ چې د هندوستان او دهلي پۀ دوره تللے ؤ. د هغۀ ملګري ملاقات هلته پۀ چاندني چوک کښې سېټهـ رام سرن سره وشو. سېټهـ رام سرن پۀ چاندني چوک دهلي کښې استوګن ؤ او خپل کارو بار ئې هلته شروع کړے ؤ. د سيد خسرو باچا ملګري نه ئې د هغه حال احوال خبر ورکولو نه پس ورته هغۀ ووئيل چې د خسرو پروېز باچا وادۀ نېټه اېښودل شوې ده. نو سېټهـ ډېر خوشحاله شو او د خپل اړخ نه ئې د وادۀ جوړه ډالۍ کولو اراده ظاهره کړه کومه چې څو ورځې وروستو د سفارتخانو د اجازت اخستونه پس د واهګه پولې پۀ لار باندې سيد خسرو پروېز باچا ته را ورسېدله.

    سيد خسرو پروېز باچا ډېر ښۀ خوئي خصلت لرلو او ماشومانو سره به ماشوم، ځوانانوسره ځوان او بوډا ګانو سره به ئې د ځان نه بوډا جوړ کړے ؤ. يعنې د هر عمر مطابق به ئې ورسره ګپ شپ او خبرې اترې کولې. او د خپل اړخ نه ئې دا کوشش کولو چې د چا زړۀ ازار نۀ کړي او نۀ ترې څوک خفه شي.

    د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ پېښې پۀ لړکښې چې به کله هم دغونډې يا جلسې تابيا کېدله څو ورځې مخکښې به د لرو لرو علاقو نه خلق بابړې ته راتلل کوم چې به دوي پۀ حجره کښې دېره او د هغوي مېلمستيا به ئې پۀ روڼ تندي سره کوله. د هغوي د پاره د خوراک انتظام به ئې د خپل جېب او ذاتي پنګې نه کولو او دغه سلسله دوي تر مرګه يعني ٢٠٠١ز پورې جاري وه.

    د ١٩٧٠ز انتخاباتوکښې خان عبدالولي خان د قومي او صوبائي نشستونو نه ولاړ ؤ او دواړه نشستونه ئې پۀ ګڼ شمېر ووټونو ګټلي وو. هغوي د قانون مطابق د صوبائي نشست نه استعفٰي ورکړله نو د ګوند الېکشن کمېټۍ بيا دغه ټکټ سيدخسرو باچا ته پېش کړو. د کوم نه چې هغوي د شکريې ادا کولو سره انکار وکړو. او بيا وروستو دغه ټکټ شېردل خان ته ورکړے شو او هغوي پۀ يو لوے اکثريت دغه نشست وګټلو او د صوبائي اسمبلۍ غړے شو.

    د ډي پي ار پۀ موقع سيد خسرو پروېز باچا د افغانستان او جلال اباد ته به هره مياشت تللو کوم ځاے کښې چې هغوي د باچاخان پۀ خدمت کښې حاضر شوي وو. او د مخکښې د پاره ئې ترې نه لائحه عمل او زدکړه کړې وه. د جلا وطنۍ پۀ دوران کښې د خان عبدالولي خان ذاتي جائيداد او ځمکو ټولې مسئلې د سيد خسرو پروېزباچا ته حواله وې او د ضبطګۍ چې څومره اپيل او د کېسونو هلې ځلې به ټول پۀ ټوله دوي کولې.

    د حېدر اباد سازش کېس پۀ سلسله کښې پۀ باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان او دوي ټوله کورنۍ پۀ جېل وو او پۀ دوي باندې مقدمې چلېدلې نو د پښتون قومي تحريک مخ پۀ وړاندې بوتلو د پاره هېڅوک بهر پۀ مېدان کښې موجود نۀ وو. نو سيد خسرو پروېز باچا او سيد الياس باچا پۀ چوک يادګار پېښور کښې پۀ جلسه کښې مشرانو ته دا تجويز وړاندې کړو چې د تحريک مشري دې مور بي بي بېګم نسيم ولي خان ته پۀ حواله کړے شي. څوک چې به د تحريک مشري ډېره پۀ ښۀ طريقه وکړي ځکه چې د هغوي ټول تربيت پۀ سياسي کورنۍ کښې شوے دے او د تحريک د ټولو حالاتو نه کۀ پخواني او کۀ اوسني ښۀ خبر ده. کومې سره چې هلته موجود ټولو مشرانو اتفاق وکړو او څۀ موده وروستو ورته عملي شکل ورکړے شو.

    سيد خسرو پروېز باچا مور بي بي ته دا تجويز هم پېش کړے ؤ چې د زنانو تنظيم د دې وخت د تقاضې مطابق پکار دے او د زنانو غونډو د پاره ئې خپل کور پېش کړلو. دغې تجويز ته لږې ورځې وروستو عملي شکل ورکړے شو. او وړومبنے د زنانو عظيم الشان جلسه د سيد خسرو باچا پۀ کورکښې وشوه . چې پۀ کښې د سيد خسرو پروېز باچا کور واله صوبائي صدره او د سيد فصيح باچا مشره لور جنرل سېکتره غوره کړې شوه. او دغه شان د پښتون قامي تحريک کښې پۀ هلوځلو کښې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل د زنانو د کردار ابتدا وشوله. مېرمن ياسمين ميرمحمدخان او مس پروين د تنظيم فعاله غړې وې. چې ډېر محنت سره به ئې کار کولو.

    سيد اميرخسرو باچا د پارټۍ پۀ مختلفو عهدو باندې هم د قام خدمت کړے دے . دے د خپلې تپې صدر پۀ هغه ورځو کښې پاتې شوے ؤ پۀ کومو ورځو کښې چې چارسده پۀ صرف دوه تپو باندې مشتمل وه. يعنې تپه چارسده او تپه پړانګ دے د تپه پړانګ صدر ؤ. او د دوي علاقه ترد ډهېري زرداد پورې وه. او بل اړخ ته دوابه او اګره علاقو پورې وه. او د دې دواړو کلوترمېنځه چې څومره کلي هم اباد دي دغه ټوله علاقه کښې به دوي د پارټۍ او تنظيم کارکولو ذمه وار وو. او د دغو ځايونو خلق به دوي دګوند او تحريک د روانو چارو نه هر وخت خبر ساتل. د تپې د صدارت نه علاوه هغه د صوبائي کونسل غړے هم پاتې شوے ؤ. او پۀ دغه موقع ئې هم د تحريک اوګوند د پاره خپل کردار ډېر پۀ ښۀ طريقه سره ادا کړے ؤ.

    دے پۀ کال ٢٠٠١ز کښې د ٧٤ کالو پۀ عمر کښې وفات شو او د وفات نه وروستو بيا پۀ خپله ابائي مقبره چارسده کښې دفن کړے شو. د دۀ پۀ وارثانو کښې دوه ځامن سيد شاه فخر عالم ،سيد محمد عالم باچا او درې لوڼه شاملې دي. او هغوي د ګوند سره معمولي خفګان راغلے دے خو بيا هم د بل ګوند اړخ ته نۀ دي تلي بلکې اوس هم ټولې همدردۍ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ خپلو زړونوکښې لري. بايد چې د دوي د پخلا کولو پۀ لړکښې دې د ګوند د مشرانو د اړخ نه سنجيده کوشش وشي چې دا کورنۍ يو ځل بيا د پښتون قامي تحريک تسلسل عوامي نېشنل ګوند کښې د قام خدمت کښې خپل کردار ادا کړي.

    راوي:

    سيد شاه فخرعالم اوسيد محمد عالم

    لټون او سمون: سعيد احمد شاهي

    مرستيال: سيدفضل امين او سيد حمزه شاه بابړه

    ذاتي ډائري: سيد خسرو پروېز

    حواله: د تحريک ازادي او باچا خان از فارغ بخاري

  • بېګم نسيم ولي خان او د هغې يادونه – کلثوم زېب

    بېګم نسيم ولي خان او د هغې يادونه – کلثوم زېب

    د خدائي خدمتګار تحريک مشر او باني باچا خان هغه خوږ انسان ؤ چې هر انسان سره به ئې مینه کوله . خدائي خدمتګار تحريک کښې مشر او کشر،کارکن او د تحریک باني دواړه یو بل ته د مينې او قدر پۀ تول برابر وو، نۀ کم نۀ زیات . کۀ د تحریک کارکن بابا ته مینه او احترام ورکړے دے نو پۀ بدل کښې بابا هم دوه چنده مينه ورکړې ده.

    چه مونږ ماشو مان وو نو خپله کورنۍ مو د تحریک د بنیاد پۀ شکل کښې لیدله. زما ترۀ فردوس خان (کوکو) د دیارلسو کالو پۀ عمر کښې هغه وخت زنداني شو کله چه هغه بسته پۀ لاس د سکول نه راتلو . د کلي د ډاکخانې سره خوا کښې د باچا خان جلسه وه، هغه د بابا تقریر ته ودرېدو او د باچا خان او نورو خلکو سره پولیس وچت کړو. څۀ وخت چه دوي ته هتهکړۍ واچولې شوې نو هغه د کوکو کاکا جي پۀ لاسونو کښې لوې وې او بیا بیا به د هغۀ د لاسو نه غورځېدې . اګرچې دغه وخت د هغۀ د سیاست سره هېڅ تعلق نۀ ؤ. هغه خو دغه وخت د باچا خان د خبرو نه متاثره شو او پښه نیولې شو. د انګرېز سپاهي چغه کړه چې کښېنئ. نور خلک کېناستل او کوکو کاکاجی ولاړ پاتې شو. انګرېز سپاهیانو ته دا محسوس شوه چه ګنې دغه ماشوم بغاوت وکړو، پۀ دغه وجه ئې ګرفتار کړو.

    د سوچ خبره ده چه یو ماشوم پۀ اتم جماعت کښې جېل ته لاړ شي، پۀ هغۀ او د هغۀ پۀ کورنۍ به څۀ تېرېږي .

    دغه وخت دغه اومه خولۀ ماشوم د ډېرو لویو لویو خلکو نه پۀ اراده مضبوط او کلک وختو . هغه چې پۀ یو نظر او وړومبي ملاقات د باچا خان پۀ مينه مست شو نو د درې شپېتو کالو عمر کښې تر اخیري سا هغه مينه هم پۀ هغه ځاے کلکه ولاړه وه .

    مشرانو به وئیل چې انګرېزانو به کوکو کاکاجی ته وې “ډېر ښکلے ځوان يې، معافي وغواړه، پۀ سر مېچن مۀ ګرځوه “خو هغۀ نۀ منل، هم هغسې به ئې پۀ سر د دانو ميچن اوړوله.او دغه حال د نورو مشرانو هم ؤ. هغه پۀ باچا خان پسې دوېم خدائي خدمتګار ؤ چې د ځوانۍ اوولس نیم کلونه ( 17 کاله 6 میاشتې) ئې تحریک د پاره جېلونه خوړلي وو. لکه مچ جېل بلوچستان او سکهر جېل سنده. به ډېر بدنام او خراب جېلونه وو، دغلته هغوي څو وارې جېل خوړلے ؤ. او د پاکستان يو جېل هم داسې نۀ ؤ چرته چه هغۀ قېد نۀ وي تېر کړے .

    دغه ماشوم د خپل عمر اوولس کاله شپږ میاشتې پۀ جیلونو کښې د بابا او د هغۀ نورو ډېرو ملګرو سره يو ځاے بندي خانو کښې تېر کړل او کله هم ستومانه نۀ شو .

    باچا خان به د صلاح مسلات د پاره کوکو کاکاجي لۀ راتلو . دا پۀ کوکو کاکاجي د باچا خان اعتبار او اعتماد ؤ. د دغه مينې ذکر غني خان بابا د خپلې شعري مجموعې ” د پنجرې چغار” کښې د یو نظم پۀ شکل کښې هم کړے دے او کوکو ئې ستائيلے دے . د فردوس خان کوکو ورور سجاول خان کوم چې زما داجي ( پلار) ؤ، د خپل کور بسونه او جائیداد چه نیلام کېدل به او هغۀ به خپل جائیداد پۀ پېسو واپس اغستو . کله کله به د کور د کوټو دروازې پولیس بندې کړې او کاغذ به پرې ولګیدو چه دا کور سرکاري شو . د کور لوے واړۀ به خپل انګڼ کښې بې کوره ناست وو . د مشر ورور جېلونه او دکشر رور د ریاست سره دغه جهګړه هم دغسې جاري وه. خو نۀ د دوې پۀ تندي ګونجه راغلې وه او نۀ خفه وو . د خدائي خدمتګارۍ تحریک او د تحریک د کارکونکو دغه منډه هم دغسې روانه وه. باچا خان بابا د پاره زمونږ کور خپل دوېم کور ؤ او دغه زمونږ خوش قسمتي وه چه د بابا ډېر وختونه زمونږ د ماشومانو د یاد برخه پاتې دي. د کوکو کاکاجی مړینه د بابا هغه پۀ خپلو لاسو قبر ته کوزول او ژړل، پۀ قبر خطبه وئیل هم زمونږ د یاد حصه ده . دغه وخت بابا یوه خبره کړې وه چې” نن مې ګل خاورو ته وسپارلو” . د کوکو کاکاجي غم لۀ نسیم بي بي د نورو ډېرو مشرانو ښځو سره راغلې وه . پۀ هغه ورځ بېګم کلثوم سېف الله هم دعا ته راغلې وه. اګرچې دغه تصویر تت دے خو پۀ یاد کښې محفوظ دے. د ښځو اکثریت د نسیم بي بي ښائست ته حېران ؤ. چې بابا به کله مونږ کره راتلو نو مونږ به سرې جامې اغوستې او سرۀ څادرونه به مو پۀ سر کول .بابا به وئیل چې پۀ دې جینکو سبقونه ووايئ.

    د باچا خان د کورنۍ سره د مينې دغه تسلسل د ولي خان او بیا د بیګم نسیم ولی خان پورې را رسیدلے ؤ. دغه وخت مونږ د پېغلتوب پۀ غاړه وو. ماته یاد دي چه نسیم بي بي به څۀ وخت پس یو ځل خامخا زمونږ کره راتله . د هغې چې به هر څومره کارونه وو هغه به ئې ختمول خو زمونږ کور له به ئې ځان رارسولو.

    دغه وخت به هغه یو ليډره نۀ وه. یوه عامه ښځه چې زما د مور او د مشرې اماجي کومه چه د کوکو کاکاجی کونډه وه او زمونږ پپو سره پۀ ګپ شپ کښې لګیا وه . کله خندا کله مستي. یوه ښکلې سره سپينه ښځه. چې د ملخوزو او پېشتري پۀ ساګ او د شوملو پۀ لاوڼ او د جوارو پۀ ډوډۍ مئينه وه.

    دا راتګ هغه وخت لا ډېر زیات شو چې کله د بهټو صېب پۀ دور کښې د پي اېن اے د تحریک پۀ دوران کښې کرنل علي ګوهر صېب انډر ګراونډ لاړو . کرنل صېب د بشري ګوهر بي بي پلار ؤ. ډېر فعاله کارکونکے او نر سړے ؤ . دغه دوران کښې چې پولیس به هغۀ پسې لکه د لېونو ګرځېدل، هغه مونږ کره دېره ؤ.

    د ورځې پټ او د ماښام تروږمۍ کښې به ازاد ؤ، د کلي غر ته به اکثر زما ماما اجمل خان، زما کشر ترۀ بابو کاکا جي او امان خان کاکا سره چې د کرنل صېب سره د تحریک ملګري وو، راتلۀ او د کلي غر ته به پۀ تیارۀ کښې ګرځيدو له تلل، هلته به ئې خپل لیدل کتل نورو کسانو سره کول او د سباني پروګرام منصوبه بندي به ئې کوله . دغه وخت د دوي پوره یو ټيم ورک ؤ. د هر چا پۀ برخه خپل خپل کارونه وو، دغه وخت کښې د پار ټۍ د پاره د نسیم بي بي مثال د یوې ګورې ونې ؤ چې خوارۀ وارۀ ټول ملګري ئې پۀ تار پئيلي وو.

    زما مور ته به نسیم بي بي وړه مامي او د کوکو کاکاجی ښځې ته به ئې چاچي وئيل. یوه ورځ بي بي دکرنل علی ګوهر صېب لیدو ته راغلې وه . زما مور پۀ تبخي د جوارو ډوډۍ اچولې وه، نسیم بي بي د انغري پۀ غاړه پۀ پېړۍ ناسته وه او د انغري هور ته به ئې يو يو کڼکے اچولو، مور مې ورته وې بېګم کټ ته شه زۀ پخوم نو ګرمه درکوم. بي بي وخندل ” نه وړې مامي تاته ګورم چې ته دې ډوډۍ سره داسې څۀ کوې چې دا دومره خوږه وي ” او پۀ خندا شوه. بیا ئې فرمائش وکړو چې” مامي نن به راته ساګ پۀ شلم (د سوچه غوړو نه وتے ځګ) کښې پخوې ښه”

    زما مور شلم کښې پۀ تبخي ساګ وریت کړو، پۀ دغه ورځ د بي بي خور زبېده بي بي هم د بي بي سره وه.

    دا وختونه د ښکلي یادونو یوه لویه خزانه ده .

    د بهټو صېب خلاف پۀ تحریک کښې ماته یاد دي چې د صوابۍ نه د ښځو ډک بسونه پېښور ته تلل . دغه بې شمېره بسونه وو، هر بس د پينځو شپږو سړو پۀ کنټرول کښې ؤ، دغه د ښځو جلوس ؤ چې د پېښور پۀ مرکز کښې کېدو واله ؤ. مونږه ماشومان وو، د جلسې نه یو ورځ مخکښې نسیم بي بي مونږ کره وه او پۀ دې خبره ئې زور ورکولو چه ښځې پۀ ګڼ تعداد کښې راشئ. چې بي بي رخصت شوه نو پلار او وروڼو مو وئيل چې جينکۍ به نۀ ځي، پۀ دې خبره کرنل علي ګوهر صېب زما پلار ته غصه شو چې “خان کاکا جی دا خو ډېرې جینکۍ دي، ستاسو کور خو وړومبۍ پوړۍ ده، کۀ تاسو جينکۍ منع کوئ نو بیا د نورو به څۀ کېږي؟

    بس پۀ دې فېصله ده چې لوے واړۀ به ټول ځئ!

    پۀ دغه ورځ د نجو بابا د کور ښځې او جینکۍ. د منیر خان بابا د کور ښځې او زمونږ د کور د ښځو ټولو تګ ؤ.

    کور پۀ کور هلکان ګرځېدل او ښځې ئې ګاډو له راویستې. د ښځو او جینکو نه ګاډي ډک شول او دغه رنګ د باجا عجب خان کاکا د کور او کلي ښځې او جينکۍ، د ټوپۍ ښځې، د زېدې د عزیز خان کاکا د کور ښځې، د مېنۍ او ټولې صوابۍ نه بې شمېره بسونه جمع شول.

    د ګاډو یو بهیر وو. زما نیا سره زما د ماما ډېر غم ؤ . د صوابۍ چېل ئې پۀ سر اېښے ؤ او پۀ زور زور ئې کليمې تر سره کولې.او چغه به ئې وهله ” یه اجمل خانه د ځان خيال ساته ” او ما ما جي به د خندا شین شو . ښځو ورپورې خندل چې مور درباندې وېرېږی.

    زما یوې تندار خپل ځوے کلک ځان سره کښېنولے ؤ . دغه تندار وروستو زما خواخې شوه. مونږ خو سېل ته خوشحاله وو، د ښار د ليدو پۀ خوشحالۍ کښې راته دا پته نۀ وه چې ښار کښې به څۀ کېږي؟

    د سرو جهنډو. د سرو جامو یو سېلاب ؤ. د هر اړخه د باچا خان او ولي خان زنده باد چغې سورې وې. يو جوش، يوه ولوله او عجبه نظاره وه. مونږ پۀ دغه غوغا کښې ښار ته ورسېدو. د ښځو جمع د مشر غلام بلور کره وه . د هغۀ پۀ کور کښې بېګم نسیم ولي خان د بلور خاندان ښځو او د یاسمين، ګلالۍ بي بي او نور ګڼ شمېر ښځو د جلوس هرکلے وکړو .

    ښځې د بسونو راکوزې شوې . هر اړخ ته د صوابۍ د چېلونو پسرلے ؤ. بي بي ډېره خو شحاله وه.

    دغه وخت امینه بي بي ، د عبد الخالق خان مردان ښځه او د ځاے ځاے نه ښځې جمع وې. ښځې د نسیم بي بي پۀ قیادت کښې جلسه ګاه ته روانې شوې . سرخپوش پۀ خپل مخصوص لباس کښې پۀ حفاظت مامور وو. جلسه شروع شوه، نسیم بي بي پۀ سټېج ولاړه وه او داسې تقرير ئې کولو چې سړي ورته ګوته پۀ خولۀ وو. دغه د تحریک د ښځو یادګاري جلوس وو چې پۀ جلسه کښې بدل شو.

    زما یاد شي هغې وئيل ” تاسو به څۀ وکړئ؟

    د تحریک مشر ولي خان تاسو جېل ته کړو، د هغۀ ټول ملګري تاسو پرېنه ښودل نو کۀ زمونږ سړي نن د تورو تمبو شاته دي مونږ ښځې جنګ ته راوتې يو او دا جنګ به تر هغې جاري وي چه تر څو زمونږ اخیرے سړے د زندان نه نۀ وي راوتے” . بي بي تور څادر پۀ سر کړے ؤ. او د هغې د وېنا مطابق تقریبا پېغلو هم تور څادرونه پۀ سر کړي وو.

    نسیم بي بي لا تقرير کولو چې د انسو ګېس ګولۍ پۀ فضا کښې پۀ خلاصېدو شروع شوې . اسمان د لوګو تور شو. د دغې نه مخکښې د نسیم بي بي نه پولیس چا پېره شو.

    د هغې اخيري خبره چې هغې پۀ ډېر جوش سره کړې وه اوس هم زما غوږونو کښې ده ” اے د صوابۍ غېرتي وروڼو خوېندو بچو او لوڼو! نن راوتې يئ د باچا خان بابا د فلسفې د خورولو او کامیابولو د پاره. دوي مونږ بندي کوي پرېږدي مو نه نو وعده وکړئ چې دا جنګ به جاري ساتئ. ولی خان به تاسو ګټئ. ما به تاسو ګټئ ” دا د صوابۍ پۀ اولس د هغې د یقین اظهار ؤ چې کۀ هر څۀ وشي خو د صوابۍ سرخپوش به نۀ وروستو کېږي.

    او دغه کښې خلکو د زنده باد چغو باندې اسمان ښکته راکوز کړو. او د پولیس د شېلنګ د وجې ماشومان ښځې او سړي چنګ ونګ شو. د محشر مېدان ؤ، څوک د يو بل نه خبر نۀ وو، نفسا نفسي وه. دغه غوبل کښې ښځو د چېلونو او لوپټو نه پلسکي وشوکول او د اوبو لامدۀ به ئې خپلو سړو ته ورکول چه هغوي د انسو ګېس د اثر نه بچ شي.

    پۀ دغه ورځ زما مشره خور چې د کوکو کاکاجي پۀ زوي نعیم خان وادۀ وه سره د دوه برغيزو لوڼو چې د اووۀ اتو میاشتو وې خندانه او شاندانه هم پۀ جلوس کښې د مور او زما د مور پۀ غېږو کښې د ګېس نه سترګې مښلې او پۀ ژړا وې.

    هر څوک د انسو ګیس نه د بچ کېدو د پاره پۀ منډه وو . مونږ هم يو اړخ ته ور منډې کړې ښځې او سړي غصه وو. چې څۀ ئې مخې ته راتلل هغه ئې ماتول. پۀ دغه منډو ترړو کښې مونږ زمونږ د کلي د بره مانېرۍ هلک محمود سره پۀ منډو د مهمان خانې مخې ته ورسېدو. محمود ډېر سرګرم کارکن ؤ، هره جلسه جلوس کښې به مخکښې ؤ. دغه وخت د هغۀ د سر نه وينې بهېدې، هغه پۀ ګولۍ پۀ سر لګېدلے ؤ، ډېرې ښځې او ډېر سړي زخمیان شوي وو. د مهمان خانې د جلوس قیادت د کوکو کاکاجي ښځې زما مشرې تندار چې بي بي به ورته چاچي وئيل، کولو . هغې چغه کړه “ډانګونه وچت کړئ چې د مهمان خانې يو ګاډے درنه روغ پاتې نۀ شي.” او ښځې پۀ ګاډو اخته شوې او د ګاډو شيشې تس نس لاړې.

    ماښام پورې دغه غوبل جاري ؤ،،، د ښار پۀ لارو او کوڅو کښې جګړه وه. ماته یاد دي چې زما د بل ترۀ ښځه چې د هغې سابندي وه.

    او د انسو ګېس شېلنګ د هغې طبیعت ډېر خراب کړے ؤ. هغه او داسې نورې ډېرې ښځې پۀ ځان نۀ وې، کۀ ورته غصه وه نو پۀ دې چه د هغوي د منځ نه ئې د هغوي ليډره نسیم ولي خان وچته کړې وه. دغه دور چې ورته د سړو وار خطا شوے ؤ، د بیګم نسیم ولي خان پۀ جذبه او د ليډر شپ د خوبیو لۀ کبله ډېر پۀ کامیابۍ تر سره شوے ؤ..

    زه چې اوس خیال کوم نو د باچا خان نه واخله د هغه تر ملګرو پورې، بیا د ولي خان سیاست او د بېګم نسیم وختونه د سیاست پۀ تاریخ کښې پۀ پاڼه رقم شوي دي. زه یا زما غوندې ډېرې ښځې او سړي چې د هغه وختونو د یادونو سره تړلي دي، دغه یادونه به د هغوي د ژوند یو اهم او ژوندے باب وي.

    روستو هر څوک پۀ خپلو خپلو لارو روان شو. جونه واده شوې، مشرانې مړې شوې او د سیاست رنګ بدل شو. خو دغه د تاریخ يو ځانګړے باب دے چې د بېګم نسیم ولي خان د بهادرۍ، د هغې د سیاست د ابتدا او د ښځې پۀ حېثیت ځان لۀ خپل مقام موندل د ډېر ویاړ او زیار خبره ده. هغې چې تور څادر پۀ سر کړو نو هغه د پښتنو جونو فېشن جوړ شو. هغه پۀ پښتنه ټولنه کښې د پښتنو ښځو يو وچت غږ ؤ. هغې پښتنو ښځو ته د سیاست لارې خلاصې کړې وې او دغه د هغې خپله فېصله وه چې هغه مېدان ته راووځي او اواز وچت کړي.

    دغه داسې کارنامه وه چه هغه ئې پۀ تاريخ کښې د ليډرانو پۀ صف کښې ودروله. زما هغې سره اخيري ملاقات پۀ وزیر اعلي هاوس پېښور کښې پۀ اتم مارچ د ښځو يو پروګرام کښې شوے ؤ. دغه پروګرام “د لاس ګل” کړے ؤ، د کوم تنظيم چې معراج همایون بي بي چئير پرسن ده( معراج همایون بي بي د بېګم نسیم ولي خان کلاس فېلو وه، پۀ دولسم کښې پۀ جناح کالج کښې. دغه وخت بي بي واده شوې وه خو خپل تعلیم ئې جاري ساتلے ؤ. ) چرته چه هغې ته اېوارډ ورکولے شو، بیا بوډۍ شوې وه او پۀ صحت خرابه وه خو چې خپله پېژند ګلو مې ورسره وکړه نو یاد ئې شول، څو ځله ئې زما د مور، چاچي او د نورو ښځو تپوسونه وکړل او پۀ مخ ئې ښکل کړم. دا ئې ووئیل چې ” ستاسو د کورنۍ قربانۍ او مينې ته سلام کوم ” د یوې ښځې پۀ حېثیت او د یوې لیکونکې او سیاسي مبارزې پۀ حېثیت زۀ هغې ته او د هغې جدوجهد ته د قدر پۀ نظر ګورم.

    الله دې اوبخښي. پۀ ګور ئې نور شه.

  • خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

    خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

    سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار عبدالحق کره ئې سترګې غړولې وې. د دۀ د نيکۀ نوم حسن الدين ؤ کوم چې د چارسدې ترنګزو اوسېدونکے ؤ او کله چې فخر افغان باچاخان پۀ ١٩٢١ز پۀ اتمانزو کښې د تنظيم بنياد کېښودلو نو د هشنغر د ټولو اوسېدونکو پۀ شان دوي هم د فخر افغان پۀ دغه قافله کښې شامل شو او د جرګې هرې غونډې او جلسې ته به ئې ځان رسولو او وروستو چې پۀ کال ١٩٢٩ز باچاخان د عدم تشدد د فلسفې لاندې باقاعده د “خدائي خدمتګارتحريک” بنسټ کېښودلو نو د دوي د کورنۍ ټولو ځوانانو پۀ دغه تنظيم کښې پۀ باقاعده توګه شموليت وکړو.

    د رحمت الله چمني د پلار پۀ ترنګزو کښې خپل جائيداد ؤ او پۀ هغې ئې چا سره زړۀ بداوے راغلو نو د هغې پۀ وجه د بابړې د سيد محمد نبى باچا او سيد شېرين باچا پۀ وېنا بابړې کلي ته پۀ کډه باندې راغلل او دلته اباد شول. پۀ بابړه کښې عبدالحق صاحب د مخکښې نه د دارو درملو او حکمت کارکولو . کله چې دوي بابړې ته راغلل نو دلته کښې ئې بل وادۀ وکړو. عبدالحق له الله تعالي پينځۀ ځامن او درې لوڼه ورکړې وې. چې پۀ دې کښې رحمت الله چمنے پۀ څلورم نمبر ؤ.

    رحمت الله چمني بنيادي تعليم پۀ ترنګزو کښې حاصل کړو او بيا ئې پۀ ګورنمنټ سکول چارسده کښې داخله واخسته چې ورسره پۀ جماعت کښې مشهور شاعر او اديب ډاکټر محمداعظم اعظم يوځاے سبق وئيلو. ډاکټر محمد اعظم اعظم هم د دغه وخت نه د دوي يو خاص ملګرے جوړ شواو بيا دواړو يوځاے پۀ اسلاميه کالج او پېښور پوهنتون کښې سبق وئيلے دے او ملګرتيا ئې تر دمرګ پورې قائم وه. خو چونکې د دوي کورنۍ د شروع نه پۀ خدائي خدمتګارۍ کښې روانه وه او رحمت الله ته پېدائشي د پښتنو دا تحريک د نورو څيزونو پۀ رنګ پۀ وراثت کښې ملاو شوے ؤ نو د دوي سياسي تربيت هم پۀ دغه ډول کېدو او کله چې دوي اسلاميه کالج ته ورسېدل نو هلته د دوي دغه جوهر پۀ صحيح توګه رابرڅېره شول. پۀ دغه ورځو کښې باچاخان د “ون يونټ” او ايوب خان د مارشل لاء خلاف د تحريک چلولو نو رحمت الله چمني او ډاکټر محمد اعظم اعظم پۀ اسلاميه کالج کښې پۀ ځوان کهول کښې د خپل قام او د وطن پۀ مفاد کښې د بېدارۍ پېدا کولو تحريک شروع کړلو.

    چونکې رحمت الله چمنے يو ډېر ښه مقرر ؤ او ډېر ښکلے او پۀ جوش سره به ئې تقرير کولو. دوي د پاکستان، افغانستان، ايران او ترکي ملکونو د هلکانو پۀ منځ کښې شوي تقريري مقابله کښې هم برخه اخستې وه او وړومبنے انعام ئې ترلاسه کړے ؤ. او دهغې وجه دا وه چې دوي به ډېر مدلل او جوش سره تقرير کولو او پۀ اورېدونکو باندې به د دوي تقرير دومره اثر پرېښودلو چې چا به هم د دوي تقرير واورېدلو نو بيا بيا به ئې پۀ اورېدو پسې سرګردانه وو.

    پۀ اسلاميه کالج پېښورکښې د دوي د دغې تقرير او ستړې پۀ نتيجه کښې د طالب علمانو پۀ وړومبي ځل يوتنظيم جوړ شولو او د دغې تنظيم وړمبنے صدر هم رحمت الله چمنے غوره کړے شو. دا پۀ شروع کښې يو غېر سياسي تنظيم ؤ او بيا وخت تېرېدو سره سره دغه تنظيم ملي مشر اسفنديارولي خان او د هغوي نورو ملګرو پۀ پښتون سټوډنټس فېډريشن کښې بدل کړلو کوم چې ترننه پورې قائم دے.

    د کالج نه وروستو دوي پۀ پېښور پوهنتون کښې داخله واخسته او د دغه ځاے نه د بي اے کولونه پس ئې پۀ اېل اېل بي کښې داخله واخستله او د وکالت ډګري ئې ترلاسه کړه. د سبق پۀ دوران کښې دوي سياسي هلې ځلې هم جاري وساتلې او د نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډيموکرېټک پارټۍ هرې جلسې او غونډې ته ئې ځان رسولے دے.

    د ډګرۍ اخستونه وروستو حيات محمد خان شېرپاؤ کوم چې د دې صوبې ګورنر ؤ دوي ته د مجسټرېټ يا اسسټنټ کمشنر جوړولو لالچ هم ورکړے ؤ خو دوي ورته انکار وکړو او ورته ئې پۀ ډاګه ووئيل چې مړ به شم خو د پښتنو د جرګې نه به ځان بهر نۀ کړم. پۀ دغه ورځوکښې حيات محمد خان شېرپاؤ د پيپلزپارټۍ بنياد پۀ دې صوبه کښې مضبوطول غوښتل خو د چمني صاحب د خپل قام او وطن سره بې لوثه مينه ئې پۀ دغه رشوت باندې هم پۀ بيعه وانۀ خستې شوه.

    د چمني صاحب چې کوم ذاتي دفتر ؤ هغه د چارسدې د عوامي نېشنل ګوند دفتر هم دوي ټاکلے ؤ او د پارټۍ چې کومې هلې ځلې وې هغه به د دغې دفتر نه کېدې او د دوي پۀ دغه دفتر کښې هر وخت د پارټۍ د مشرانو او کارکنانو رش به ؤ.

    کله چې به هم چرته جلسه وه نو چمني صاحب به هغې کښې ګډون کولو او چې د تقرير موقع به ورته ورکړې شوه نو رهبر تحريک خان عبدالولي خان به د دوي تقرير ډېر پۀ غور سره اورېدلو. د تقرير نه وروستو چې به کله موقع ملاو شوله نو د دوي خوبۍ او خامۍ به ورته خان عبدالولي خان د دوي پۀ وېنا پۀ ګوته کولې او ډېرې ګټورې مشورې بۀ ئې دوي ته هم ورکولې چې د هغې له وجې به دوي بيا د خپل ځان اصلاح کوله.

    د چمني صاحب د ډاکټر محمد اعظم اعظم يو نظم ډېر خوښ ؤ او تقريباً پۀ هريو تقرير کښې به ئې د هغه نظم شعرونه ضرور وئيل چې څۀ دا رنګ ؤ.

    اوښکو ته مې ووئيل چې لږې ودرېږئ

    هسې نه رسوا مې پټه مينه شي

    اوښکو راته ووئيل چې مونږ سپينې يو

    پرېږده چې نن دا خبره سپينه شي

    دوي ډېر ځله جېل هم تېر کړے دے او د جېل سختۍ او تکليفونه ئې پۀ روڼ تندي تېرکړې وې. پۀ وړومبي ځل د کالج پۀ وخت کښې جېل ته بوتلے شوے ؤ چې د ايوب خان د مارشل لاء وخت ؤ او بيا وروستو د يحيٰي خان او ذوالفقارعلي بهټو پۀ وختونوکښې هم ئې جېل تېر کړے ؤ .

    کله چې جنرل ضياء د بلدياتو انتخابات وکړل نو رحمت الله هم د تحصيل کونسل ممبر جوړشو. د تحصيل چارسده د بلديې چېئرمېن محمد عزيزجوړ شو کوم چې د خدائي خدمتګار سالارانځرګل زوے ؤ او ډېر تکړه خدائي خدمتګار ؤ، هغوي پۀ خپله د سکول سبق نه ؤ وئيلے نو د دفتر ليک او لوست ټولې معاملې به ورله چمني صاحب سمبالولې او هغوي ته به ئې ډېرې ګټورې مشورې هم ورکولې. او هم دغه برکت ؤ چې کله بيا د پارټۍ پۀ حکم دې ټولو ممبرانو د خپلو عهدونه استعفاګانې ورکړې او د چارسدې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي او اخري ځل دوي د٨٠ زرو روپو فنډ د لګښت او ټولو خرچو نه علاوه پۀ اکاونټ کښې نغد پرېښودلے ؤ کوم چې د چئيرمېن عزيز او د دوي د چمني پۀ رنګ د ايماندارو ملګرو د ايماندارۍ او امانتدارۍ او د فخر افغان باچاخان د تحريک خدائي خدمتګار د تعليماتو غټه نخښه ده.

    د دوي کشر ورور مولانا سيد محمد ګوهرشاه صاحب کوم چې د جمعيت العلماء پۀ ټکټ باندې دوه ځله د قامي اسمبلۍ ممبر جوړ شوے دے او دوي سره ئې د وينې د رشتې باوجود سياسي اختلاف لرلو. مولانا صېب پۀ خپل کور او حجره کومه چې د ټولو وروڼو مشترکه حجره ده، د جمعيت العلماء جهڼدا لګولې وه کله چې د چمني صاحب د مشر زوي عبېدالله وادۀ ؤ نو چمني صاحب د دغه حجرې نه بهر کټ اچولے ؤ او ناست ؤ او کوم مېلمانۀ چې به وادۀ له راتلل نو دوي به ورته هم دغلته ستړي مۀ شي او پۀ مخه ښۀ کول او چې چا به ترې پوښتنه وکړه نو وبه ئې وئيل چې ترڅو چې دا جهنډا پۀ دغه حجره باندې ولاړه وي نو زۀ هېڅ کله هم دغلته قدم اېښودو ته تيار نۀ يم.

    دا د دوي خپلې پارټۍ سره د مينې او عقيدت لوے ثبوت دے چې تر د مرګه پورې چمني صاحب دغه حجرې ته دننه قدم نۀ ؤ اېښودلے او پۀ خپل اصولو او نظريه باندې کلک ولاړ ؤ.

    د هغوي پۀ نزدې ملګرو کښې سيد مختيارعلي باچا، ډاکټر محمد اعظم اعظم او فضل قيوم شامل دي. چمني صاحب به خپله ذاتي ډائري هم ليکله خو د ٢٠١٠ز د خونړي سېلاب کښې د وي دکور د عام استعمال څيزونو سره سره دغه قيمتي او د دوي ژوند اهم واقعات دغه سېلاب کښې د دوي نه ضائع شوي دي.

    د چمني صاحب پۀ خپل کور کښې او د کورنه بهر خپلو بچو خپلوانو او دوستانو سره رويه همېشه نرمه او دوستانه ساتلې وه. او هم دغه وجه ده چې د دوي بچو ته به هرقسم مسئله راغلې ده نو دوي د يو ډېر نزدې دوست پۀ رنګ باندې خپل پلار سره شريکه کړې ده.

    د دوي دوه ځامن او درې لوڼه دي کوم چې ماشاء الله پۀ خپل خپل کور کښې اباد او خوشحاله دي او خپل خپل بچي لري.

    پۀ ١٤ فروري ٢٠١٠ز باندې چمنے صاحب پۀ خپل کور کښې دننه ناست ؤ او خپل کوروالو سره ئې ګپ شپ لګولو چې ناګهانه ورباندې د زړۀ دوره راغله او ترڅو چې بچو هسپتال ته رسولو نودوي خپل روح خپل حقيقي مالک ته پۀ حواله کړے ؤ او دغه رنګ د فخرافغان بابا دا غېرتي او بې لوثه پېروکار زمونږ نه جدا شولو او بيا وروستو خپله پلرنۍ هديره کښې خاوروته وسپارلے شو. الله پاک دې ورله د هغه جهان خوشحالۍ نصيب کړي. امين

    راوي : سيد سلېمان شاه او سيد عبېدشاه بابړه.

  • سل کلن تحريک: “سره جنډه به پۀ دې لار د ارتقا راوړمه” – اوېس کمال

    سل کلن تحريک: “سره جنډه به پۀ دې لار د ارتقا راوړمه” – اوېس کمال

    مونږ کۀ د شلمې پېړۍ پۀ وړومبنۍ دوه لسیزو کښې د باچا خان باباد سماجي، سیاسي شعور د ارتقاء مزل ته وګورو نو د باچا خان بابا شخصیت د بهر نه وارد شوے او روزول شوے شخصیت نۀ ؤ. باچا خان بابا چې کله پۀ کال ۱۸۹۰ کښې وزېږېدو نو هاغه وخت پېرنګي د ډیورنډ کرښې پۀ شکل کښې پر پښتون افغان وطن چاړۀ راښکلو ته لاسونه مږل، پۀ پښتون افغان وطن د محکومیت ځال راخور ؤ. بابا چې خپل تنکیتوب او زلميتوب کښې پۀ فکري توګه څۀ هم نظر او فکر خپل کړے نو هغه ئې د خپلې خاورې محکومیت نه کشید کړے.

    باچا خان بابا بېلا بېلو عالمانو، پوهانو او پېښو نه ئې اغیز اغستے ؤ لکه خپل د مشن سکول استاذ وِګرم نه چې بابا کښې ئې د انسانیت او خدمت جذبه راوپاروله، بابا چې کله د پوځ بهرتۍ وخت کښې د پېرنګي افسر حاکمانه توهین امېز رویه ویني نو بابا ترېنه د غلامۍ ادراک کوي، بابا د پېرنګي ضد پښتنو مبارزینو لکه حاجي صېب ترنګزو حریت پسندي، علمي او دیني احیا تحریک نه رڼا اخلي چې لۀ کبله ئې بابا د شلو کالو عمر کښې پۀ کال ۱۹۱۰ کښې اسلامي مدرسه خپل کلي کښې پرانېزي، بابا د مسلمان اکثریتي ملکونو لکه پۀ لېبیا د اټلي قبضه (۱۹۱۱)، د بالکان جګړه (۱۹۱۲-۱۹۱۳) رقم پېښو نه هم اغېز اخلي لکه بابا به هاغه وخت د مولانا ابوالکلام آزاد ‘الهلال’ اخبار لوستلو او پۀ ‘الهلال’ کښې به باقاعدګۍ سره پۀ دې اړه خبرې کېدې، د عثماني خلیفه پۀ حمایت کښې به مضامین چاپ کېدل چې پۀ نتیجه کښې بابا پېن-اسلامسټ تصور سره اشنا شو، بابا حاجي صېب ترنګزو او پښتنو مبارزینو له لارې د هند پېرنګي ضد دېوبند مذهبي عالمانو لکه مولانا محموالحسن او مولانا عبېدالله سندهي سره اړیکې جوړوي چې ورسره د بابا شخصیت کښې د مزاحمت، حریت جذبه راڅرګندېږي چې بیا هم د هغوي پۀ وېنا پۀ کال ۱۹۱۴ کښې بابا پېرنګي ضد وسله واله مبارزه کولو لپاره د مناسب ځاے پۀ تالاش کښې قبائیلي سیمو ته هم درومي، دې دوران کښې وړومبے نړیوال جنګ (۱۹۱۴-۱۹۱۸) پېل کېږي، افغانستان د داخلي او بهرني بحران سره مخ وي نو دا منصوبه پۀ ځاے پاتې شي، دې وخت کښې پۀ روس کښې بالشوېک انقلاب (۱۹۱۷) هم راځي چې اغېز ئې نه یوازې پۀ هند بلکې پۀ افغانستان هم کېږي چې دلته ورسره ضدِاستعمار مشرانو ته حوصله ملاوېږي، بابا کښې د وطن دوستۍ او ملتپالنې احساس راوستلو کښې د فضل محمود مخفي صېب کردار د ستائیلو وړ دے. بیا پۀ کال ۱۹۱۹ کښې پېرنګے د سیاسي او انقلابي فعالیتونو ځپلو لپاره یو ‘انارشیست او انقلابي جرایمو قانون’ رولټ اېکټ پۀ هند کښې نافذ کوي، د هند سیاسي مبارزین د رولټ اېکټ پرضد د لاریونونو لړۍ پېل کوي چې د احتجاجونو دا لړۍ ‘سرحدي سیمې’ ته هم رارسي ولې چې هاغه وخت جلیانواله باغ پېښه کېږي نو هغوي سره خواخوږي څرګندولو لپاره دلته هم غونډې کېږي چې باچا خان بابا هم پکښې برخه اخلي او هم پۀ دې وخت کښې غازي امان الله خان د درېمې اېنګلو-افغان جګړې (۱۹۱۹) پۀ نتیجه کښې د افغانستان خپلواکي ترلاسه کوي، دې ورځو کښې هندوستان کښې خلافت او وروستو بیاد هجرت تحریک پېل کېږي چې د سیاسي هلو ځلو، افغانستان ته د قافلو کډوالۍ مرکز پېښور ښار ګرځي. باچا خان بابا هم سره د ملګرو افغانستان ته روانېږي، هلته نورو منورینو سره میلاوېږي او لۀ ځانه سره نوي فکرونه، نظریې، او تجربې راوړي او پۀ دې نتیجه رسي چې ”انقلاب د منډې کار نۀ دے …. انقلاب د سړې سینې کار دے، انقلاب عمل او پوهه غواړي، انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته ئې اماده کړي.”

    باچا خان بابا دې وخت کښې د پښتنو فعالتیا پۀ اړه وائي چې زۀ دولس کاله پۀ ښارونو کښې تعلیم یافته خلکو پسې وګرځېدم خو د دوي نه مایوسه شوم اؤ کلیو ته ووتم نو پۀ څلورو میاشتو کښې زرګونه خلق راسره ملګري شول. د بابا دې خبره کښې کیسه پرته وه ولې چې وړومبے خو شلمې پېړۍ پۀ پېل کښې تعليمي کچه لږه وه او ښار کښې کۀ یو څۀ تعلیم یافته خلک وو نو هغوي د پېرنګي مشینري لپاره د پرزې کردار لوبولو، دوېم چې ښار کښې خال خال د علي ګړهـ یونیورسټۍ یا پنجاب کالجونو نه فارغ مسلمانان او هندوان منورین وو نو هغوي د بېلا بېلو بندېزونو ښکار وو لکه پېښور ښار کښې چې کله پۀ ۱۹۰۴ کښې انډین نېشنل کانګرېس برانچ جوړ شو نو پۀ کال ۱۹۰۷ کښې پۀ دې بندېز ولګول شو او مشران ئې ونیول شو، هغې نه پس بیا چې پۀ لېبیا د اټلي قبضه (۱۹۱۱)، د بالکان جګړه (۱۹۱۲-۱۹۱۳) روانه وه نو دې دوران چې کله پۀ کال ۱۹۱۲ء کښې ال انډیا مسلم لیګ برانچ هم جوړ شو نو مسلم لیګ هم فشار سره مخ شو ولې چې هاغه وخت مسلمانانو لخوا دې جګړو ته د ‘صلېبي جګړو’ رنګ ورکړے شوے ؤ چې دا د عیسایانو، مسلمانانو خلاف سازش دے، پۀ کلو کښې حاجي صېب ترنګزو یو څۀ لږ نفوذ لرلو خو هغوي هم پۀ کال ۱۹۱۵ کښې مومند ته کډه وکړه او مدرسې بندې کړې شوې، نو مجوعي توګه نړیوال جنګ (۱۹۱۴-۱۹۱۸) ترمنځ وخت کښې دلته سیاسي چاپېریال سوړ ؤ، درېم هاغه وخت دلته خلکو دومره تمدني شعور نۀ (Civic Sense) لرلو چې زما حق او فریضه څۀ ده ولې چې پۀ سیاست بندېز ؤ، صحافت دومره ؤ نه او چې څۀ ؤ هغه د سېنسرشپ ښکار ؤ او د خلکو تعلیمي کچه دومره نۀ وه چې هغوي د خپل نظر او فکر، تشکیل، بیان او ترویج کړے وے. پۀ نتیجه کښې سیاسي عمل کلو ته منتقل شو، اوس دلته پوښتنه دا ده چې تعلیم خو پۀ کلو کښې نۀ ؤ نو بیا څنګ دوي د ښار پرنسبت سیاسي توګه دومره زر فعاله شو؟ لامل ئې دا ؤ چې هاغه وخت مجموعي توګه پښتنو کلیواله ژوند ژواک لرلو، پښتانۀ کروندګر (Agrarian) وو، د هغوي اقتصاد ټول په کروندې انحصار لرلو او پېرنګیانو دلته وظیفه خوارۀ، ماجب خوارۀ ‘ملکانو’ او ‘خانانو’ له لارې پۀ وړو زمیندارانو، بزګرو باندې مالیې او عایدات اچولے وو چې له کبله یې پښتانه اقتصادي توګه ځپل شوي وو اود ښار پرنسبت کلو کښې د پښتنو تولنیزې اړیکې توانمندې وې .

    باچا خان بابا چې کله پۀ کال ۱۹۲۱ کښې د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ بنسټ ږدي نو مخې ته ئې څو خبرې پرتې دي چې پښتانۀ زمیندارۍ سره تړلي دي، د دوي اقتصاد کروندې سره تړلے او د اقتصادي استحصال ښکار دي، د تعلیم نیشتوالي له کبله پښتانۀ غلطو رواجونو، رسمونو کښې پراتۀ دي، دوېم قبائیلیت چې هغوي ئې منتشر ساتلي وو تر دې پورې چې دلته پښتنو کښې پېرنګي پرضد کومه وسله واله مبارزه هم وه نو هغه هم پۀ ډله بندیو او قبیلو کښې تقسیم وه .

    نو باچا خان بابا وغوښتل چې ازاد سکولونه رامنځ ته کړے شي چې تعلیمي نصاب زموږ خپلو لاسونو کښې وي ځکه چې د بابا پۀ دې خبره سرخلاص ؤ چې د علم کنسټرکشن هم یو سیاسي او نظریاتي پروسه ده، علم چې کله تعلیمي ادارو ته راځي نو د علم واګې هغوي لاسونو کښې وي چې څوک پۀ تا سیاسي او اقتصادي توګه ځواکمن وي. باچا خان بابا غوښتل چې پښتانۀ معاصرې نړۍ سره بلد د رورولۍ، قامولۍ جزبې سره سره تنقیدي شعور رابېدار کړي نو نۀ یوازې پښتو ژبه ورته د نصاب ژبه جوړوي بلکه تهېټر، مشاعرو له لارې پښتنو ته د ملتپالنې، یووالي، سولې او پۀ یو شکست و رېخت ښکار چاپیریال کښې د استعمار پرضد ودرېدو پېغام ورکوي .

    نن هم کۀ مونږ د ‘ازاد سکولونو’ (باچا خان اېجوکیشنل فاؤنډېشن سکولونو) پۀ شدت سره اړتیا ته وګورو نو پۀ دې وروستیو ورځو کښې د وزیرستان یوې سکول ماشومې زده کوونکې تصویر پۀ ټولنیزو رسنیو د متوسط طبقې-لبرلانو او ډېرو روښانفکره خلکو لخوا خپور شوے ؤ څوک چې پۀ دې خبره قانع دي چې پۀ پخوانۍ قبائیلي سیمو کښې د افراطیت، ترهه ګرۍ، طالب ګرۍ لامل د ښځو تعلیم یا خلکو کښې د تعلیم نیشتوالے دے او تعلیم راتلو سره به دا ټولې ستونزې له منځه لاړې شي. تعلیم ته نۀ یوازې پۀ پښتنه خاوره لومړیتوب ورکړل شي خو پۀ دې باید خبره وکړې شي چې څنګ د بېلا بیلو ټیکنالوژیو، نظریاتي ریاست وسیلو (Ideological State Apparatuses) لکه تعلیم، مذهبي سیاست او میډیا لۀ لارې، د ډسپلن پۀ نامه ریاست خلک ځان ته تابع کوي او اولس خپلې خاورې، وطن پرځاے ریاستي استعماریت ته تابع کېږي چې وروسته بیا هم دا خلک د ریاست استعماري پروسې لپاره د یو فعاله اېجنټ کردار لوبوي او د دوي یواځينے هدف غېرسیاسي واقعیت رامنځ ته کول وي چې د اولس سیاسي ارتقاء مزل پرې وکړي، اجتماعي توګه دوي د بېګانګۍ ښکار کړي. دا خبره یوازې تر پښتنه سیمه پورې نۀ ده تړلې بلکه موږ پۀ خپله تېرو ټاکنو کښې ولیدل چې څنګ هاغه طبقه چې موږ ورته د ‘قام مستقبل’، د ‘ملک مستقبل’ وایو، هاغه تش پۀ نامه تعلیم یافته زیاتره ځوانان د پاکستان تحریک انصاف انتخابي کمپېن مخکښان وو چې نن موږ د تعلیم یافته ځوانانو ‘تبدیلي’ د فاشسټ، نعره باز حکمرانۍ پۀ بڼه کښې وینو. موږ ته پکار دي چې کله هم قام ته د تعلیم ورکولو خبره کوو نو باید د (NGO-ised)، نیو-لبرل تعلیم، ریاست رسمي تعلیم او د باچا خان بابا د ازاد ښوونځیو تعلیم ترمینځ توپير پۀ نظر کښې وساتو ..

    بیا هاغه وخت پښتانۀ پېرنګي لخوا غټو خانانو، ملکانو له لارې مالیې، عایداتو اخستلو مد کښې د استحصال ښکار وو نو باچا خان بابا به نۀ یوازې پښتانۀ پېرنګي ضد مبارزې ته هڅول چې خاوره زموږ ده او واکدار ئې پیرنګې دې نو بل اړخ ته پښتنو خپله هم تجارتونو ته پام نۀ ؤ، پښتنو به پۀ خپله تاجرانو ته د تضحیک پۀ توګه ‘بنیا’ وئیل نو باچا خان بابا کر کروندو نه علاوه پښتانۀ د هنرونو پۀ ارزښت خبر کړل، باچا خان بابا خپل کلي کښې منډۍ خلاصه کړه،د خامتا جامې اچول ئې پېل کړل، دې سره سره ئې ازاد سکولونو کښې ماشومانو ته درزي توب، موچي توب، ترکاڼي، دستکارۍ هنرونه ماشومانو ته د نصاب برخه کړل .

    کۀ د اقتصاد خبرې ته مونږ نن پۀ تناظر کښې وګورو نو زموږ زیاتره ملګري په ډیر پېغورژنه لهجه کښې دا خبره کوي چې اوس عوامي نېشنل ګوند د باچا خان بابا لار پرېښودې ده، اوس ئې سیاست اولسي نۀ دے پاتې شوے خو دوي چې کله دا خبره کوي نو ټولنیز بدلونونه نظرانداز کړي لکه څنګه چې موږ ذکر وکړو چې مخکښې پښتانۀ کروندګر وو نو سیاست کلو پورې تړلے ؤ خو کۀ اوس موږ تاریخي تناظر کښې دې پوښتنې ته وګورو نو پۀ پوسټ-کلونیل ریاست پاکستان کښې ملتپاله سیاست ته چې کوم یو غټ زیان ورسېدو هغه د پښتنو روزګار پسې کلو نه ښارونو ته کډوالي وه چې د پښتنو شراکت احساس، اجتماعیت احساس ورسره ټوټې ټوټې شو. د پاکستان جوړېدو وړومبيو دوه لسیزو کښې یو نیم (1.5) ملین پښتانۀ سرکاري نوکرو، تعمیراتي او ټرانسپورټ کارونو برخه کښې روزګار پسې ښاري مرکزونو ته کډوال شو. دا داخلي ښاري کډوالتوب کال ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۸۵ وخت کښې نور هم پراخ شو چې کله بهټو او ضیاء دور کښې پښتانۀ خلیج هېوادونو ته کاروبارونه، مزدوریانې کولو لپاره وهڅول شو او ولېږل شو، پاکستان دې عمل کښې نۀ یوازې اقتصادي ګټه ليده بلکې پاکستان لېدل چې دې کار سره به نۀ یوازې ‘نظریه پاکستان’ سره پۀ مطابقت کښې منځني ختیځ (Middle East) سره کلتوري او تاریخي اړیکې پیاوړې شي بلکې هلته نه به مذهبي فکرونه هم درامد شي چې دلته به ورسره بیا ملتپاله سیاست وځپل شي. د ۱۹۸۰ لسیزې پۀ پاې کلونو کښې خلیج هیوادونو ته د پښتنو کډوالو شمېر ۱۲ لکهو ته رسیدلې وه او هم دا وخت ؤ چې مجموعي توګه پښتنو اقتصاد د کلو کروندو نه ښار ته لاړو. د کلو حجرو ځاے د ښار وړو وړو بېټهکونو ونېولو چې ورسره پښتنو ټولنیز، کلتوري اړیکې کمزورې شوے، د پښتنو ټولنیز (Egalitarian) انتظام ګډوډ شو او اوس مشري د پېسو بنیاد کېدل شروع شوه چې چا سره څومره پېسې ډیرې وي د هغې مطابقت سره د هغه مرتبه وټاکل شوا یعنې بازار (Market) د پښتنو خپلمنځي ټولنیزې اړیکې ډکټېټ کول شروع کړې، پښتنو د خاورې سره تړون وبائيللو نو د خپلواکۍ او خپلوۍ احساس ئې هم وبائیللو، ښاري نوي پښتون لپاره اوس د کلي ځمکو، پټو او خپلې خاورې ارزښت دومره نۀ ؤ پاتې شوے. لکه څنګه چې کلونیل دور کښې سیاست کلیوال طبقه پورې تړلے ؤ نو اوس سیاست کلو نه ښار ته منتقل شوے او نن وخت کښې ملتپاله سیاست ژوندي ساتلو لپاره د کاروباریانو، تاجرانو، پروفېشنل کلاس وکیلانو، ډاکټرانو، استاذانو او متوسطې طبقې سره مزل کول دي، د خاورې د اختیار خبره کول دي، پۀ سیندونو د اولس اختیار خبره کول دي، پۀ خپله خاوره د جنګ اقتصاد غندل دي، د روزګار خبره کول دي، او د افغانستان سره تجارتي لارې خلاصول اړین دي .

    بله خبره چې نن سبا زموږ ځنې ‘خېرخواهان’ د عوامي نېشنل ګوند سره بغض پربنیاد باچا خان بابا او ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ کردار اېن جي او زده کول غواړي، هغوي خپلې تنګ نظرۍ پربنیاد باچا خان بابا نه عبدالستار ایدهي جوړول غواړي چې باچا خان بابا خو سیاسي نۀ بلکه یو سماجي مشر ؤ او فلاحي کارونه ئې کول او هم دا خبره دوهم وار فعال شوې ‘خدائي خدمتګار تنظیم’ پۀ اړه هم کوي خو پوښتنه دا جوړېږي چې باچا خان بابا وخت کښې خو نور هم فلاحي تنظیمونه وو چې هغې کښې پېرنګیانو پۀ خپله هم برخه لرله او د خېر ښېګړې کارونه به ئې کول لکه د باچا خان بابا اېډورډ مشن سکول خپل هېډماسټر وِګرم او د هغۀ ډاکټر ورور چې هغوي به خپلې تنخواګانې وظیفې پۀ توګه پۀ بې وزلو ماشومانو باندې لګولې نو بیا پېرنګیانو له باچا خان بابا اصلاحي تحریک ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ نه دومره ډار ولې درلوده چې باچا خان بابا ئې د تحریک جوړولو شپږ میاشتو پس ونیولو او درېو کالو لپاره ئې بندي کړو. حقیقت دا دے چې باچا خان بابا ټوټې ټوټې پښتنو اصلاح کوله خو د اصلاح بنسټ ئې پر قامي، ملي سیاست اډانه ؤ. باچا خان بابا افغاني ټولنې اصلاحي تحریک لۀ لارې اجتماعي توګه خپل کارونه خپله کولو سره پښتنو کښې د افغانیت روح پوکولے ؤ چې پیرنګے ترېنه وارخطا ؤ.

    لۀ ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ نه راواخله تر ‘عوامي نېشنل ګوند’ پورې دا ټول سل کلن مزل د ارتقاء مزل دے، خپل قامي ملي مرام لپاره د بېلا بېلو تجربو مزل دے، وخت او زمانې سره اوږه پۀ اوږه تلو مزل دے او کۀ وخت سره مو مزل و نۀ کړو نو کېدے شي چې د لارې رېږونه شو.

  • پۀ پښتنه ټولنه د خدائي خدمتګارۍ اغېز – نورالامين يوسفزے

    پۀ پښتنه ټولنه د خدائي خدمتګارۍ اغېز – نورالامين يوسفزے

    کله چې ستر پښتون مصلح حضرت باچاخان بابا پۀ پښتنه ټولنه کښې د “خدائي خدمتګار” تحريک رده کېښوده نو پۀ دغه زمانه کښې دنيا د وړومبي نړيوال جنګ د وحشت پۀ غېږه کښې وه، د نړۍ پۀ هر ګوټ کښې د سرمايې بچو د وحشت او بربريت بازار ګرم کړے ؤ او پۀ ناوېشلي هند کښې ئې پرې هم خپلې استعماري پنجې ورښخې کړې وې.

    پۀ پښتنه ټولنه هم د غلامۍ او نيم غلامۍ دغه تور څادر راخور شوے ؤ. اګر چې وخت پۀ وخت به مسلح مزاحمتونه هم کېدل خو دغه مزاحمتونو به اکثر د ګټې پۀ ځاے تاوان را وړو. پېرنګي کۀ يو خوا دافغان ملت جغرافيه دړې وړې کړه نو بلخوا ئې د دوي د ټولنيز ژوند ټوله اساسي اډاڼه هم پۀ ډېر چل هنر را پرې باسله. دې سره ئې پۀ جاګيرونواو خطابونو هم خلک ونمانځل. د دغه اوږدې غلامۍ او تقسيم در تقسيم له کبله پۀ پښتنه ټولنه کښې دا څو خامۍ او بدۍ پۀ زيات مقدار کښې رابرڅېره شوې.

    1. هره خوا وحشت، دښمنۍ تربګنۍ او خانداني بدۍ.

    2. د خپلې ټولنې تخليقي کردارونو لکه ترکاڼ، اهنګر، ننداف او جولا وغېره ته سپک کتل او دوي کم، کم عقل ګڼل.

    3. پۀ حجرو کښې ډمې ګډول، مړزان او سپي جنګول او پۀ دغه بې مقصده اجتماعاتو کښې د يو بل سره لکه د سپو نخښتل او يو بل ډېر پۀ بې دردۍ سره وژل.

    4. د علم او ټيکنالوجۍ دښمني پۀ خصوصي توګه د پېرنګي د مدرسو نه کرکه او نفرت.

    5. د سائنس علم او زده کړه کفر او ګمراهي ګڼل او دې لړکښې د جاهلانو مليانو او زرخريد عالمانو خبره د کاڼي کرښه ګڼل.

    6. پۀ تشدد او بدمعاشۍ فخر کول.

    7. د خانانو، نوابانود لاسه د ذلت او خوارۍ ژوند تېرول. د غربت سره سره د جهالت او توهماتو پۀ جال کښې لکه بې وسه مارغۀ ټوپونه وهل.

    8. غېرانساني رويې، د همدردۍ، اتفاق اووررولۍ فقدان.

    کله چې باچاخان د خپلو ملګرو پۀ مرسته هم پۀ دغه دانه وانه او بې سواده ټولنه کښې د خدائي خدمتګارتحريک رده کېښوده نو سمدلاسه ئې دا څو قدمونه پۀ هنګامي بنيادونو واخستل.

    1. کلي پۀ کلي او چم پۀ چم د روغې جوړې او ورورولۍ پۀ غرض د جرګو تابيا

    2. دعدم تشدد، مينې محبت او زغم پرچار او عملي مظاهره.

    3. د مذهب (دين) اصل څهره رامخې ته کول.

    4. د ازادۍ او حريت پسندۍ پرچار او عمل جدوجهد.

    5. د علم دوستۍ تبليغ او دې لړکښې پۀ عملي توګه د ازادو مدرسو ابتداء

    6. د خدائي خدمتګارۍ د سېوري لاندې پۀ ټولنه کښې د انسانيت د خېرښيګړې او د خداے د بنديانو د لاس امداد لپاره عملي اقدامات.

    7. بې غرضه خدمت.

    8. پۀ سائنسي توګه د يو تنظيم ابتداء او قام ته پۀ لومړي ځل د سياسي، قامي او ټولنيز خدمتونو لپاره د يو منظم کار روان لارښودنه .

    9. د کردار مضبوطيا،د خېر پر چار او پۀ دغه لاره کښې د هرقسم ظلم زور زياتي ته ځان نيول. او ډېر پۀ استقامت، زغم او برداشت سره د استعمارد هر ظلم او زياتي مقابله کول.

    10. د غلطو رسمونو او بې مقصده نرګسيت غندنه.او پۀ حقيقي معنو کښې د قام( پښتون قام) د ملي روحيې لپاره کار کول.

    11. د قام شناخت د ملي اصلاح او وجودي بقاء لپاره ساحوجدوجهد.

    12. د قام غېرت، جفا کشي، مړانه او نرتوب له د قامي جدوجهد، حريت پسندۍ او د قامونو پۀ صف کښې د باعزته مقام ترلاسه کولواحساس او پوهه ورکول.

    13. پۀ خپل ذاتي ژوند کښې د ذاتي انا او انا پرستۍ پۀ ځاے قامي انا، انساني بقا او ملي رويې ته فوقيت او اهميت ورکول.

    14. پۀ منظم انداز کښې د جلسې، جلوس، او پرامن احتجاج طريقه کار خپلول او پۀ خپل دغه استقامت د پېرنګي غوندې دښمن وارپار خطا کول.

    د دې ټولو خبرو او عملياتو پۀ پښتنه ټولنه ډېر اساسي او مثبت اثرات وشول. هم دا د خدائي خدمتګار تحريک برکت ؤ.

    1. قام ازادۍ ترلاسه کړه.

    2. د علم او پوهې پۀ قدر او قيمت پوهه شول

    3. د تشدد او وحشت پۀ منفي اثراتو او پۀ انساني ټولنه دعدم تشدد، زغم او برداشت پۀ ايريا او تلپاتې اغېز ورسېدل.

    4. د وحشت او غلامۍ پۀ دغه بدرنګ اوغېر انساني ماحول کښې ډېر مثالي او تاريخ ساز کردارونه مخې ته راغلل او د نړۍ تاريخ وليدل چې هم هغه بې سواده او بې علمه ټولنې نه داسې سپېځلي کردارونه راووتل چې نړۍ ته ئې د مينې، زغم، برداشت، انسان دوستۍ او اعلٰي انساني قدرونو سبق وښودلو. دا ځکه چې د هغوي رهبر قوميت د محبت غېږه کښې ورکړو، ولايت ته ئې د خدمت لاره وښودله او سياست نه ئې عبادت جوړ کړو او داسې د نړۍ پۀ تاريخ کښې يوه نوې تعميري، مثالي او روښان فکره بيانيه مخې ته راغله چې نن ئې هم نړۍ بل مثال او نظير نۀ شي وړاندې کولے.

  • د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتون افغان ملت ډېر مېړنے، زړور او لۀ ځواکه ډک خلق پاتې شوي دي. پۀ لر او بر افغان کښې هر وخت دوي ستر تحريکونه رامېنځته کړي دي. لکه د شېرشاه سوري اصلاحات، لکه د پير روښان غوندې غورزې پرزې، لکه د خوشحال بابا د تورې او قلم خوځښت، لکه د ميروېس نيکۀ او احمد شاه بابا امپراتوري او نورې، “باچاخان د پښتنو ملي لارښود”مقاله کښې ليکل شوي دي.

    “پۀ شلمه پېړۍ کښې لۀ امونه تر اټکه د باچاخان نه لوے سياستمدار او مصلح نۀ دے پېدا شوے. ځکه چې کۀ زمونږ د پښتون هيرو باچا شېرشاه سوري اصلاحات مشهور دي خو د هغۀ ټولو اصلاحاتو فائده او ګټه پۀ هند کښې پاتې شوه. د هغۀ د ارمان باوجود د هغۀ اصلاحاتو فائده پښتونخوا ته ونۀ رسېده. د پير روښان (بايزيد روښان) تحريک پښتو ژبې او ادب ته ګټه ورکړه خو هغه تحريک هم خپل مرام ته ونۀ رسېدۀ . د خوشحال بابا قلم او ذهني پراختيا د پښتون نېشنلزم (ملتپالنه) يو کلکه تيږه کېښوده او د هغۀ دا ارمان چې. . .

    ټول پښتون لۀ کندهاره تر اټکه

    سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

    (د احمد شاه بابا دامپراتوري پۀ صورت کښې مخې ته راغے) خو د هغۀ د مرګ پس د کورنۍ جګړو او خارجي سازشونو لۀ کبله افغانستان يوځل بيا د زوال کندې ته پرېوتو او داسې نور (١)

    مګر د پورتنو ټولو ملي او نړيوالو خوځښتونو پۀ پرتله د باچاخان او د دۀ د ملګرو بنسټيز تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نړۍ کښې بالعموم او پۀ پښتونخوا کښې بالخصوص هغه څۀ وو چې اثرات ئې تراوسه پاتې دي.

    انجمن اصلاح الافاغنه هسې لکه تېز او شړک باران ورېدلے او تېر شوے نۀ دے بلکې دغه ملي تنظيم تعليم، يووالي او ورورولۍ ته اولس هڅولے دے. پۀ پښتنو کښې ئې د ناوړه دودونو د سمون کوشش کړے دے. پۀ ځانګړې توګه پښتانۀ ئې د بې ځايه تشدد څخه منع کړي دي او پۀ شعوري توګه ئې د سړې سينې خبره د دعوت پۀ توګه کړې ده. يو ليکوال ليکي:

    “باچاخان پۀ ١٩٢١ز کښې د پښتنو د ناوړه دودونو، اصلاح کولو، د تشدد لۀ مېنځه وړلو او د ورورولۍ د رامېنځته کولو پۀ موخه د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم ټولنه جوړه کړه او لۀ دې سره ئې د پښتنو پۀ زياتو سيمو دوره وکړه” (٢)

    زۀ دا منم چې کۀ دتاريخ (History) زرينې او ريښتينې پاڼې سره واړول شي نو بۀ نمر غوندې جوته شي چې ستر باچاخان بابا او د دۀ تاريخي اتلانو ملګرو پۀ حقيقت کښې پۀ ١٩٢١ز کښې د ملت د سمون کارنۀ دے شروع کړے بلکې د دې مينې څخه لا ښۀ ډېر کلونه مخکښې دوي د عمل پۀ مېدان کښې وړاندې شوي، ولې فضل الباري بريالے ليکي:

    “باچاخان يو ډېر مترقي نېشنلسټ (ملتپاله) ؤ او د خداے پۀ مرستې ئې ډېر باور درلودۀ، هغۀ لۀ خپل قوم څخه د خپلو زحمتونو عوض نۀ غوښتو او نۀ ئې پۀ چا احسان کولو. هغۀ د خپلې سياسي مبارزې پۀ ترڅ کښې لومړے کار دا وکړو چې پۀ ١٩١٥ز کښې ئې پۀ خپله پلارنۍ سيمه اتمانزو کښې يوه اولسي مدرسه جوړه کړه تر دې وروسته ئې د پښتنو کليو او اطرافو ته مخه کړه چې د ١٩١٥ او ١٩١٨ز کلونو ترمېنځ ئې د خېبر پښتونخوا ٥٠٠ کلو ته سفرونه وکړل او پښتانۀ ئې تعليم، يووالي، ورورولۍ او ازادۍ ته وهڅول وغېره.(٣)

    شاعر ليکي:

    پښتو دې وپاللـه کار دې د پښتو کړے دے

    تاپۀ صحيح معنا خدمت د پښتنو کړے دے

    تا پښتنو ته مکاران ګوته پۀ ګوته ښودل

    تا هرځاے ذکر د رقيب د دسيسوکړے دے

    تا يو وخت جوړ ته ظالمان سره پرېښي نۀ دي

    تا هر وخت توړ د پېرنګي د فېصلو کړے دے

    (٤)

    دانجمن اصلاح الافاغنه هدفونه:

    ملي او فلاحي انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم پورې بۀ دا ووايم چې يو تنظم يا سازمان د انساني ژوند يو ډېر مهم اړخ دے. د انساني ژوند تړون او شاوخوا ټول کارونه د يو ښۀ سازمان پۀ وجه سره کېدلے شي کۀ چرې د ژوند پۀ هره څانګه کښې د تنظيم کمے محسوس شي نو هلته انتشار او ګډودي رامېنځته کېدې شي. د يو تنظيم سره ملتونه او قامونه د پرمختګ پۀ لاره باندې مخته تللے شي، هسې خو تنظيم يو ډېر پراخه ټکے دے او پۀ ټول ژوند باندې خپور دے او د دۀ اطلاق د ژوند پۀ هر اړخ او هره څانګه باندې کېدے شي.

    زۀ چې د تنظيم د لفظ پورتنۍ پېژندګلو ته ګورم نو انجمن اصلاح الافاغنه مې سترګو ته ودرېږي. دغه مجلس يا سازمان هم واقعي يو ملي او حقيقي تنظيم ؤ. نن چې ټول پښتون افغان اولس بالعموم او د کوزې پښتونخوا پښتانۀ بالخصوص د تعليم، کار او هنر ، د ژوند، ژواک، د پښتو ژبې او تاريخ د ملي صحافت د سياست او مذهب پۀ بڼه کښې چې څۀ لري نو دغه ټوله معنوي شتمني هم د دغه ستر تنظيم برکت بولم.دغه سازمان خوارۀ وارۀ پښتانۀ پۀ يو مېدان سره را ټول کړل.

    بل دغه نېک خويه او لارښود تنظيم پښتنو ته د يووالي او قربانۍ چل وروښود او ټول پښتانۀ ئې متحد او يو موټے کړل . بل دغه نوښتګراو ستر تنظيم پۀ پښتنو کښې د تعليم د خورېدو تبليغ وکړو. يو ليکوال پۀ دې حقله ليکي:

    “باچاخان پۀ ځوانۍ کښې د ناسمو دودونو پۀ وړاندې ډېره مبارزه وکړه، پۀ خپل وادۀ کښې ئې د بې ځايه خرڅونو مخه ونيوله، لوړ ولور ئې بد وبالۀ. پۀ ژوند کښې ئې د طبقاتي او جنسي توپېرونو مخالفت وکړو. د ښځو تعليم لپاره او پۀ هغوي د جبر پۀ ضد ئې ملا وتړله. د مذهب پۀ نوم ئې د خود ساخته دودونو مخالفت وکړو او د اسخاط (اسقاط يا سخات ئې هم بولي) پۀ ضد ئې جدي مبارزه وکړه.

    باچاخان د ازادو ښوونځيو بنسټ کېښود. د پښتنو د تعليم يافته کېدو د پاره ئې کلي پۀ کلي سفرونه وکړل. د “پښتون” پۀ نوم ئې لومړنے پښتو رساله تاسيس کړه. خلق ئې مطالعې ته وهڅول، د کورنۍ لۀ مېرمنو سره ئې يوځاے ډوډۍ خوړل شروع کړۀ. پۀ ښځو کښې ئې د کمترۍ داحساس لۀ مېنځه وړلو د پاره کوششونه وکړل. د ملايانو پۀ ځاے ئې غريبانانو ته د زکات ورکړه شروع کړه. خلق ئې کار او صنعت ته وهڅول. د مذهبي ټګماريو پۀ ضد ئې تبليغات وکړل، د احساساتو پۀ ځاے ئې خلق عقلائيت ته راوبلل ، نوے فکر ئې خوښ کړو او دا سې نور . . . (٥)

    يوځاے ما پۀ يوه مجله کښې ولوستل چې ډاکټر عبدالرازق پالوال کندهاري ليکلي دي کۀ چرې پۀ تاريخ کښې د ميروېس نيکۀ ستر فعاليت او هوښياري نۀ وے، د صفويانوخلاف د دۀ جنګي مبارزه نۀ وے نو نۀ به اوسنے افغانستان وے، نۀ به احمد شاه بابا وے او نۀ به زمونږ ډېرې لوے وياړ وے. تر بنسټګر ميروېس نيکۀ او احمد شاه پورې به زۀ ووايم کۀ چرې پۀ کړکېښ کښې زمونږ هندي باچا( پښتون شېرشاه سوري نۀ وے نو د ميا روښان او اخوند دروېزه کتابونه او تلپاتې دوره به نۀ وے ، نۀ به خېرالبيان وے، نۀ به مخزن وے، نۀ به حالنامه وے، نۀ به مرزا انصاري او نور وے. بل کۀ چرې دميا روښان هلې ځلې او تحريکي نوښت نۀ وے نو زمونږ د مشر خوشحال بابا ډېره زرينه او ډېره لونګينه دوره به نۀ وے. پۀ پاې کښې به وايم کۀ چرې پۀ تاريخ کښې مونږ ستر خوشحال خان بابا نۀ درلودلو نو کېدے شي چې د پښتنو ډېر لوے لوے شخصيات مو نۀ وو ليدلي، کېدے شي چې لۀ ډېر سترو هستيو څخه بې برخي پاتې وو او هم دغه شان زما پۀ خيال کۀ چرې د ١٩٢١ز “انجمن اصلاح الافاغنه” نۀ وے نو مونږ بۀ اوس هېڅ هم نۀ لرلے. د خوشحال خان پۀ حقله ارواښاد راج ولي شاه خټک ليکي:

    “خوشحال خان نه وړاندې د پښتون د قوميت تصور پۀ علمي انداز کښې هډو موجود نۀ ؤ. يوازې دا نه بلکې د ژبې پۀ بناء د قوميت تصور چې مغرب کښې د فرانس د انقلاب نه پس پېدا شوے دے، پۀ وړومبي ځل د خوشحال بابا پۀ فکر کښې راغلے دے. خوشحال خټک هغه وړومبے عالم دے چا چې پۀ وړومبي ځل د پښتون نېشنلزم تصور وړاندې کړو” (٦)

    زما خيال دے چې د خوشحال ملتپانه چې ده ئې پۀ وړومبي ځل دنيا والو ته تصور وړاندې کړے دے، د دۀ دغه قامپالنه باچاخان او د دۀ درنو ملګرو را پورته کړه او پۀ دغه قام پالنه ئې کار وکړو. د دغه قام پرستۍ نظريې شننه او تفسير هم انجمن اصلاح الافاغنه وکړه او پۀ خلقو ئې هم دغه تنظيم ومنلو.

    اصلاح الافاغنه تحريک مونږ ته د ډېرو ښېګړو سره سره پښتو مجله “پښتون” هم را کړو. ارواښاد عبدالحيي حبيبي صاحب د پښتون رسالې پۀ حقله ليکي:

    “پۀ وړومبي ځل خان عبدالغفار خان او د دۀ ملګرو پۀ پښتنو کښې د اجتماعي اصلاح لپاره يوه ډله د اصلاح افاغنه پۀ نامه جوړه کړه چې پۀ پښتنو کښې د اصلاح او اجتماعي سمون د پاره ئې کوشش کولو او وروسته دغه ډله د يو سياسي ګوند پۀ ډول تبديله شوه چې نوم ئې د خدائي خدمتګارانو ګوند ؤ. د خدائي خدمتګارانو رسمي ترجمان يوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو څخه پۀ پښتو خپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېر خدمتونه وکړل، پۀ پښتو کښې د ساده نثر ليکلو او د اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور ئې پرانست او ځينې اصلاحي ډرامې ئې هم پۀ پښتو ادب کښې زياتې کړې” (٧)

    لکه څنګه چې يوځاے فلسفي شاعر او ليکوال غني خان ليکي:

    تيارۀ شوه لنګه

    رڼا ئې را وړه

    ادم چې مست شو

    حوا ئې را وړه

    زما خيال دے چې کله “انجمن اصلاح الافاغنه” جوړه شوه نو دغه تنظيم پۀ خپل اووۀ يا اتۀ کلن سفرکښې دا شوني کړل چې پښتانۀ پۀ چارسده سردرياب کښې سره را ټول کړي. پۀ اولس کښې د ټينګې ملګرتيا احساس را ژوندے کړي. خلقو ته د وفادارۍ درس ورکړي. د ايماندارۍ سياست رواج کړي. دغه انجمن افاغنه وروسته مونږ ته يو ډېر لوے او تاريخي تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم هم را کړو. د دغه تنظيم پۀ حقله يو ليکوال د باچاخان دکتاب پۀ حواله ليکي: د خدائي خدمتګارد عظيم تحريک عظيم پېغام باچاخان پۀ مختصر ټکوکښې داسې بيانوي:

    “مونږ پښتانۀ خدائي خدمتګار (خدائي کار او خدمت هغه ته وايو چې ئې د کومې طمعې، غرض او اجرت پرته نه د خداے لپاره کوو او خداے خو خدمت ته ضرورت نۀ لري. د خداے د مخلوق خدمت د خداے خدمت دے” (٨)

    خدائي خدمتګار تنظيم خو نو بيا دومره چست، چالاک او تېز سازمان ؤ چې سړے ئې اندازه هم نۀ شي کولے . دا تنظيم بۀ ولې ډېر ترقي يافته نۀ ؤ ځکه چې مقابله ئې د پېرنګيانو سره وه. دې سره سره مخې ته ئې کانګرس، مسلم ليګ، خاکسار او نور مذهبي او قومى ګوندونه وو. يو چا يوه ورځ خبره کوله چې دغه تنظيم هم تر کانګرس ډېر کار وکړو او هم تر مسلم ليګ وغېره ۔ ښاغلي فضل الرحمان بازي يوه ورځ زياته کړه چې کۀ کانګرس، خاکسار او مسلم ليګ درې سره د ترازو پۀ يوه پله کښې واچوي او خدائي خدمتګار پۀ بله پله کښې… د دۀ پۀ قول ئې د خدائي خدمتګار کار ورباندې دروند دے. صادق ژړک ئې د تاريخ او فعاليت متعلق ليکي:

    ” پۀ ١٩٢٩ز ميلادي کښې ئې د رضاکارو يوه نوې ډلګۍ جوړه کړه چې د خدائي خدمتګار پۀ نامه يادېدله. دغه ګروپ د پښتنو تر ټولو منظم او باکفايته تنظيم ؤ او وروسته د برطانيې نه د ازادۍ دلاس راوړولو لپاره ترټولو منظم د عدم تشدد فوځ ؤ. باچاخان تل پۀ دې هڅه کښې ؤ چې خپل قام پۀ جديدو علومو وپوښي او دسيالو قامونو پۀ قطار کښې ئې ودروي. دۀ پۀ دې لاره کښې ډېر څۀ کړي کۀ پۀ ژورتيا کښې لاړ شو نو ډېر کتابونه پرې ليکل کېدلے شي. (٩) رښتيا دغه ياد تنظيم چې کله پۀ خپل تنظيمي فعاليت پېل وکړو ډېر خلق ئې پېدا کړل. د هندوستان پۀ کچه ئې نوم پېدا کړو. تر کابل او تر کاشغره ئې د کار نوم لاړو. دغه ياد سازمان هم لکه (انجمن اصلاح افاغنه) اصلاحي کارونو ته مخه وکړه. د زنانو يعنې د ښځو د حقوق کلکه مبارزه ئې وکړه. ښځې ئې پۀ خپلو حقونو خبر کړې. مېرمنو ته ئې دا وښودل چې تاسو پۀ هېڅ ګون تر نارينو کمې نۀ ياست. ډاکټر شېرزمان ليکي:

    “د زنانو ذات چې د اسلام نه وړاندې پۀ عربو کښې څومره لاندې او کمتر ؤ د اسلام د راتلو نه پس د هغې مقام پۀ ګوته کړے شو ولې پښتنو کښې د ښځې مقام اوس هم ډېر لاندې ګڼلے کېږي. باچاخان چې پۀ کومه زمانه کښې د پښتنو داصلاح کارونو ته ګوتې واچولې نو دا خبره مخې ته وه چې د زنانو قدرت نشته او پۀ معاشره کښې ورته دعزت پۀ سترګه نۀ کتل کېږي” (١٠)

    وائي چې باچاخان او د خدائي خدمتګارانو کاروان د مېرمنو د حقوقو ملاتړ کولو. دوي بۀ د اسلام د سپېځلي دين د روح سره سم د مېرمنو د حقوقو دفاع کوله. وائي چې دوي به پۀ کوم کلي کښې غونډه جوړوله نو دکلي پۀ اوسېدونکو ئې د ډوډۍ او چايو بوج نۀ اچولو. فضل الباري بريالے ليکي:” او هغه وخت باچاخان لومړنے کس ؤ چې خپلې مېرمنې ته ئې ووئيل کۀ زۀ مړ شوم نو تۀ بل وادۀ کولے شې” (١١)

    خدائي خدمتګار تنظيم د مېرمنو د تعليم پۀ باره کښې هم ډېر کار وکړو. بل دوي د عام تعليم او روزنې هم ښۀ بندوبست کوي، د عدم تشدد پۀ حقله ئې پۀ پښتنو کښې ډېر تبليغ وکړو. د اتفاق يا يووالي ډېرې نعرې سورې ئې وکړې او پښتنو ته ئې د ازادۍ پېغام ورکړو او پښتانۀ ئې د دې احساس برخه من کړل چې دوي هم يو جدا ملت دے او خپله خپلواکي ساتلې شي. د پښتو ژبې د ودې ډېرې هلې ځلې ئې وکړې او حتٰي دغه ياد تنظيم پښتنو ته خورا زيات کتابونه ورکړل. اجمل خټک ئې د سياست سره هم ، نثر ليکي او هم شعر وغېره. غني خان ئې فلسفي شو او پښتنو ته ئې د شعر پۀ ژبه يوه لۀ مينې ډکه فلسفه وړاندې کړه. عبدالولي خان ئې دسياست سره سره د تاريخ د ليکلو مېړنے شو. يوخو ئې رښتيا رښتيا دي څېړنيزکتاب وليکل..بل ئې څلور ټوکه کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” وليکلو. داسې ماسټر کريم ئې هم ليکوال ؤ. د “ځولۍ ګلونه” پۀ نامه ئې افسانې چاپ دي. ارواښاد قاضي عطاء الله هم يو د تاريخ کتاب ليکلے دے. محترم همېش خليل هم يو وخت خدائي خدمتګار ؤ، پښتو ته خورا زيات تحقيقي او تخليقي کتابونه ورکړل . دے هم شاعر ؤ او هم ئې افسانه د چارګل پۀ نامه چاپ ده. څۀ ووايم دغه تنظيم پښتو ژبې ته خورا زيات څۀ ورکړل.دغه تنظيم پۀ ادب کښې مقصديت رامېنځ ته کړو چې د ستائيلو وړ دے. صادق ژړک ليکي:

    “د عمومي روزنيزو کورسونو دکوم چې د خدائي خدمتګارو د ټرېننګ لۀ پروګرام نه جدا ؤ. د غونډو لپاره يوه لويه خېمه جوړه شوې وه. پۀ (سردرياب) کښې بۀ دوي خپل معمول فوځي ډوله مشقونه کول. يوه بله خېمه د مسجد، کلينک او ډيپو پۀ توګه کارول کېده. د خدائي خدمتګارو پۀ ورځينو چارو کښې فوځي مشقونه، جيمي تمرينونه او د تيارۍ لپاره منډې وهل شامل وو. لۀ دې پرته دوي د عدم تشدد پۀ تحريکونو ( خدائي خدمتګارو ته ځانګړې توجه کولو سره) درسونه او د مالوچو دتار جوړولو او مېچنې پۀ مټ لۀ غنمو د اوړو جوړولو د تدريس صنفونه جوړېدل وغېره” (١٢)

    واقعي زما د سر ليک يعنې “داصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګاره” پورې کۀ جاج واخلم نو دې پايلې ته رسم چې لومړے خو انجمن اصلاح الافاغنه پښتنې ټولنې ته ډېر څۀ ورکړل، دغه ياد تنظيم د سمون يا اصلاح پۀ برخه کښې ډېر کار وکړو . دغه تنظيم د زوکړې څخه واخلې د لحد دغاړې پورې د بهترۍ کوشش وکړو او دغه ياد تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم يوه ستره اصلاحي، علمي، مزاحمتي، سياسي، ادبي او صحافتي کارډ له پۀ لاس را کړه چې اوس ئې تسلسل د عوامي ملتپاله ګوند پۀ شکل کښې شتون لري. دغه ياد سياسي او اولسي تنظيم هم تر خپله پوره پوره کار وي او مزاحمت کوي . پۀ پاې کښې بۀ د خپل يو نظم يو څو بېلګې راوړم . دا نظم “پښتنوته د باچاخان بابا خطاب” پۀ نوم پۀ مياشتنۍ پښتون فروري دوه زره لس کښې چاپ شوے ؤ، پۀ دغه ياد منظوم عقيدت کښې مې پۀ خپله باچاخان بابا ګويانه کړے دے لکه وائي:

    هېڅ خواري درباندې را مۀ شه پۀ ژوند کښې

    خداے مو وساته خوشحاله او اباد هم

    باچا خان يمه بايد زما لخوا قبول کړي

    نېکې هېلې سلامونه، احساسات هم

    حقائق بۀ تاريخي درته ښکاره کړم

    د زړۀ حال به درته ووايم ملګرو

    خداے دې وکړي چې باعث د تکليف نۀ شم

    درنه غواړم اجازه د څو خبرو

    پۀ سن نولس سوه يويشت کښې لګيا شوم

    د رڼاؤ مې بنياد څو منارې کړې

    پۀ دا نيت چې تاسو شاته پاتې نۀ شئ

    درته جوړې مې ازادې مدرسې کړې

    پښتانۀ مې کړل راويښ لۀ درانۀ خوبه

    جوړ مې هر ځاے پېرنګي ته مصيبت کړو

    چې اصلاح د دغه خاورې شي ممکنه

    افاغنه تحريک مې جوړ پۀ دغه نيت کړو

    رشک دنيا ورباندې وکړو بې لۀ شکه

    د بېخي ښو انسانانو نوم ئې يوړو

    د خدمت دپاره پورته پښتانۀ شو

    د خدائي خدمتګارانو نوم ئې يوړو

    پۀ چوپړ د پښتون نۀ يم ستومان شوے

    دغه ژبه ماته دين، ماته ايمان ده

    مور زاده پۀ پښتنو باندې مئين يم

    پښتونخوا راباندې ګرانه تر خپل ځان ده

    چې اګاه پۀ لر و بر شي ورته يو شي

    اثاثې مې د تمامو پښتنو دي

    د سياست سره سره پۀ ادب پوهـ يم

    کتابونه مې چاپ شوي د پښتو دي

    د خدائي خدمتګارانو برکت دے

    پېرنګيان لۀ مونږه لاړل ملک ازاد شو

    د بېخي ډېره محنته پس دا وشوه

    خوشحالي راباندې راغله مونږه ښاد شو

    خامخا بۀ لاس نيوې کول د خلقو

    پۀ خوارانو بۀ منت کله کوئ نۀ

    عملي جامه بۀ واغوندئ ملګرو

    دا خبرې بۀ مې شاته غورځوئ نۀ

    ماخذونه

    1. مروت، ډاکټر فضل رحيم مروت، باچاخان د پښتنو طبي لارښود، مياشتنۍ پښتون مۍ ٢٠٠٢مخ .٤،٥

    2. بريالے فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهاردوه مياشتنۍ خپرونه (د ١٢٩٦کال د سلواغې او کب ٦ ګڼه مخ ٤، ٥)

    3. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبازره ، کندهار دوه مياشتنۍ خپرونه مخ ٥

    4. فطرت ، نوراحمد، دشودو يار شعري ټولګه، چاپ کال ٢٠١٣مخ ٦٢ او ٦٥

    5. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ،کندهار، مخ ٦، ٧

    6. خټک، راج ولي شاه، د پښتو ادبي تحريکونه، چاپ کال ١٩٨٩ مخ ١٦٠

    7. حبيبي، عبدالحئي (مرحوم) د پښتو ادب لنډ تاريخ ١٣٨٧ ش. ٢٠٠٨ مخ ٢٠٩، ٢١٠

    8. سيماب، ډاکټر شېرزمان، د باچان د نثر ليکلو فکري څېړنه، نکتو شماره نمبر ١٣ جلد نمبر ٧ ( جنوري ، جون ٢٠١٥) مخ ١٣١

    9. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢مخ ٤٤

    10. سيماب ، ډاکټر شېر زمان، د باچاخان د نثر ليکلو فکري څېړنه، تکتو ( جنوري . جون ٢٠١٥ مخ ١٢٩)

    11. بريالے فضل الباري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهار مخ ٦

    12. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢ مخ ٤٤

    13. فطرت، نوراحمد، پښتنو ته د باچاخان بابا خطاب، مياشتنۍ پښتون فروري ٢٠١٠ مخ ١٠، ١١، ١٢، ١٣