پۀ لنډیو )ټپو( کښې د پښتنو مېرمنو یوه خاصه څېره – سید بهاء الدین مجروح
پښتو ژبه دوه رازه ادبيات لري: شفاهي ادب او ليکلى ادب. پۀ ليکلي ادب او د دې ادب د مقام او ارزښت پۀ باب خبرې او بحث د ادب تاريخ پوهانو کار دى. کوم څۀ چې ما ته د خاصې پاملرنې وړ ښکاري او دا ځکه چې تر اوسه پرې لا منظمه علمي څېړنې نۀ […]
Cognitive Dissonance د ‘اظهار کېفیت’ او فکري بڼه – وصال بغدادوال
پۀ شعر کښې د يو کېفيت درک موندل، د متن وجدان ته کوزېدل او پېژندل دي – د بېلګې پۀ توګه يو شعر راخلم: د اسمانونو د وسعته راشه! د زمکې حال وګوره! ښکته راشه! توقير ابشار د خپلې تجزیې نه وړاندې پۀ دې شعر ښاغلي افتاب ګلبڼ خپله یوہ جامع تجزيه وړاندې کړې ده […]
‘پښتون’ پرون، نن او سبا – سید یاسر علي شاه
کله چې د یونین جېک جنډه پۀ بالاحصار پورته ولاړه وه او د پېرنګي د اسپو ټکار د پښتنو پۀ کوڅو کښې اورېدے شو نو پښتونخوا سور تنور ؤ. پۀ دغه تنور کښې احساسات هم سوزېدل او د پښتون د سر حیات هم سوزېدۀ. هر کله چې د جېل خانې او جېل خانې فرق ختم […]
توحید خان داودزے
پۀ انساني معاشره او سياسي تاريخ کښې داسې موړ او وخت هم راغلے دے چې اقليت پۀ اکثريت باندې زور ور شوے دے او د جبر او زور پۀ ذريعه ئې خپل استعماري حکومت قائم کړے دے. دا استعماري نظام حکمراني او با اقتداره خاص طبقه د خپل استعماري اقتدار قائم ساتلو د پاره او […]
د ‘ژوندون’ څخه د 1944-45 څو پاڼې او د ساقي صاحب د زړۀ ‘بړاس’ – فضل الرحیم ساقي
:1944 26 اکتوبر: نن سرډهېرو ته لاړم – د میروس د جلوس مېلمانۀ د شېخو تپې تقسیم کړل. دېرش کسان پکښې ما کلي ته راوستل. 27 اکتوبر: نن هغه جلوس دے چې د میروس سره باچا خان سره د ملګرو د پېرنګیانو فوجونو وهلے ؤ، روان شو. جلوس نه پس مردان کښې جلسه وشوه. ما […]
شهید بابا – نیازبین یوسفزے
پۀ درې ويشتم اپرېل 1930ز قيصه خوانۍ کښې د خونړۍ پېښې نه پس د ازادۍ ولوله د پښتنو زړونو کښې نوره هم پۀ غورځنګ شوه او د ازادۍ د رڼا مشالونه د پښتنو زړونو کښې بل شول. انګرېز چې د قيصه خوانۍ د قتل عام نه پس پۀ دې طمع ؤ چې پښتانۀ به ووېروي، […]
غني غني، نامې نامې رنګین رنګین، نغمې نغمې – ډاکټر نګاه حسېن نګاه
ايازالله ترکزے د فرورۍ د مياشتې پۀ دوېمه نېټه کال 1976 کښې د امان الله صاحب پۀ کور کښې سترګې غړولې دي. ابتدائي تعليم ئې د خپلې علاقې مېره کچوړۍ نه حاصل کړے دے. لسم جماعت ئې د چمکنو هائي سکول نه پاس کړے دے. موجوده وخت سره د پښتو اکېډمۍ پېښور يونيورسټۍ نه پۀ […]
مولانا عنایت الله د طورو
د پېرنګيانو پۀ دور حکومت کښې پۀ پښتونخوا (صوبه سرحد) کښې د انتخاباتو سلسله شروع کېدونکې وه. باچاخان د صلاح او مشورې د پاره مردان ته تشريف راوړے ؤ. پۀ دغو شپو ورځو کښې بکټ ګنج بازار ته مخامخ دومېل ګنج کټېړه ډېره اباده وه. د کپړو د تجارت لوي لوي دکانونه او د صرافانو […]
افسانه Phantom Pain – همدرد یوسفزے
زۀ نۀ پوهېږم چې دا زۀ پۀ کوم غم واړېدم. ما ته ايله ايله ياد شي چې زۀ د شپږم کلاس طالب علم وم چې يو وار د خپل ترۀ ګل اغا سره د ښار هسپتال ته تلے ومه. دغه وخت ګل اغا ترۀ پۀ دغه روغتون کښې ډسپنسر ؤ. د سرجري وارډ ؤ. دغه […]
حبیب الله کاکړ
زۀ نۀ پوهېږم چې پېل د مذهب او د مینې تر منځ لۀ رشتې څخه وکړم کۀ نه، تعصب او کرکه چې لۀ مذهب سره پۀ کوم ارتباط کښې پۀ لټرېچر کښې ځلېږي؟ پۀ 1950 خواوشا کښې چې ټولنیز اروا پوهانو د ټولنو د ستونزو پۀ اړه مذهب لوستلو نو د مذهب او نسلي تعصب […]