اداريه – جولائي 2020
د کال دوه زره شل او یویشت لپاره بجټ ته چې سړے ګوري نو حېران شي چې پۀ دې به حکومت ځان ساتي او کۀ عوام! عام سړے دا هم سوچ کوي چې دا بجټ پۀ ملک کښې دننه خو ضرور پاس کړے شوے دے خو ایا دا د دې ملک د اوسېدونکو د زړۀ ترجماني کوي کۀ نه؟ دې سره سره عام سړے پۀ دې هم پوهه دے چې کۀ څۀ هم دا بجټ پۀ پارلېمان کښې وړاندې کړے شوے دے خو د دې واګي پۀ زرګونو میله لرې د عالمي مالیاتي ادارې یعنې ائي اېم اېف له خوا ښکته پورته کړے شوي دي- د حکومتي چارواکو له خوا
:COVID-19 کورونا ما بعد از کورونا – علي زر خان علي
پۀ انسانانو د قدرتي افاتو او وباګانو تاريخ ډېر زوړ دے او وئيلے شي چې هر سل کاله پس د دنيا پۀ څۀ نه څۀ حصه کښې يوه وباء راځي. خوشحال بابا هم د يوې داسې وباء ذکر کړے چې د هغوي پۀ زمانه کښې راغلې او تباهي ئې کړې وه: د غواص د کال وباء خدايه مۀ راولې بيا اکوړخېل چې پۀ کښې مړۀ شو لوي واړۀ، مرد و نساء تر دکنه تر کابله دا خوره شوله بلا پۀ لکهونو خلک مړۀ شو ډېر ښارونه شو صحرا دغسې باچا خان هم پۀ خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې د يوې وباء ذکر کړے دے چې ډېر خلک ئې
“پښتونستان” او روان سياسي حالات”:رېفرنډم (باچاخان او خدائي خدمتګاري) – خان عبدالولي خان
د رېفرنډم د اعلان سره سم د صوبې د طرف نه د هغې مخالفت وشو. مونږ دا خبره کوله چې کۀ د استصواب نه غرض د اولس رايې معلومول وي نو هغه خو څرګنده ده؛ ولې چې کال مخکښې پۀ صوبائي انتخاباتو کښې خدائي خدمتګارو نۀ يواځې دا چې د صوبې د ټولو اوسېدونکو پۀ سطح بلکې د مسلمانانو ممبرانو پۀ شمېر کښې هم مسلم ليګ له شکست ورکړے دے – نو دا کال پس بيا د څۀ خبرې حال معلوموي چې د هغې د پاره د رېفرنډم اعلان وشو؟ د صوبې د مرکزي جرګې د دې فېصلې پۀ رڼا کښې د کانګرس مرکزي مشرانو هم دا خبره ومنله چې
د شلمې پېړۍ د پښتونخوا دوه تاريخ ساز شخصيتونه، فخرِ افغان باچا خان بابا او شېخ القران مولانا محمد طاهر – سليم خان اېډوکېټ
د صوابۍ خاوره د خدائي خدمتګارۍ خاوره ده او دلته د خدائي خدمتګارانو پۀ اړه د سليم خان لالا معلوماتو ته سړے وپسخېږي. زۀ چې کله هم د نورو سيمو ملګرو ته د هغوي پۀ سيمو کښې د خدائي خدمتګارانو د تذکرې خبره کوم نو د سليم خان لالا مثال ورکوم. اوس چې نړۍ کورونا خپي نيولې ده، سليم خان لالا خپل د خدائي خدمتګارانو پۀ اړه ياداشتونه پۀ ټولنيزو رسنيو خپروي او ما د ټک سره سجاد ژوندون باندې سپارښتنه کړې ده چې د هغوي هره ليکنه خوندي کوي. دا ليکنه چې مونږ ئې دلته خپروو، پۀ وړومبي ځل د پېښور ورځپاڼه ‘شهباز’ کښې چاپ شوې وه. ورځپاڼه ‘شهباز’
زما کلے – رفعت پروين بي بي
نن مې د خپل وړوکوالي غټکۍ ته لاس کړے دے. زړۀ مې غواړي چې دا غټکۍ د خپل کلي د ياد پۀ اوږو سوره کړم چې زما دا مينه پۀ ټول کلي خوره کړي. زما د کلي نوم “طورو” دے. د “دا جي” ]حافظ محمد ادريس[ خبره چې “کۀ د يو ټکي علت پۀ کښې نۀ وے نو پۀ ‘طور’ به ناست وم.” “ارض طور” خو نۀ شو خو د علماء د برکته “بخارا” شو. طورو کښې کۀ يو خوا د علماء سيوري وو نو بل خوا د نوابانو هم وو. د علماو پلوشو نوابان هم ځان ته راکښلي وو، ځکه پۀ کښې نوابزاده سعادت خان دارالعلوم جوړ کړے دے.
د اسلامي جمهوريه پاکستان “زوړ کپتان” – مشتاق دراني
مونږ کۀ د مطالعه پاکستان نه علاوه پۀ تاريخ نظر واچوو نو د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب هم لکه د نوي پاکستان د کپتان عمران نيازي پۀ رنګه د “کنفيوزډ” خيالاتو مالک ؤ. د هند د تقسيم نه وړاندې زوړ کپتان د تقسيم پۀ حمايت کښې د هندوستان د مسلمانانو همدردۍ تر لاسه کولو د پاره د مذهب د نوم شا ته د “دو قومي نظريې” حمايت کولو )دغه دو قومي نظريه د نن سبا مطالعه پاکستان کښې د پاکستان بنياد ښودلے کېږي( او د هغې د پاره جواز دا ؤ چې هندو او مسلمان دوه بېل بېل قومونه دي – د دوي کړۀ وړۀ، خوراک څښاک
ميا افتخاره!زمونږه نصيبونه حسنيان، باچا خانيان يوزمونږ ‘افتخار’ افتخاره! – حيات روغانے
د شمر د خوني فوج مقابلې کښې د باچا خان د حُسېني لښکر خدائي خدمتګار افتخاره! زۀ منم چې تۀ پۀ شجره ‘ميا’ يې! – تۀ ډېر پۀ مينه پۀ خوږه خوږه د خپل مياتوب يادګيرنه کوې. مونږ پۀ دې پوهه يو چې مذهب پلوورونکو د ‘واک’ او ‘اختيار’ پۀ سياسي جنګ کښې خلک مېرني کړل او د مياګانو سېدانو شجرې هم مېرنۍ يادې شوې. مذهبي تقدس د واک او اختيار پۀ سياسي جنګ کښې د رياست تله کښې پرېوتلو. وړومبے پېرنګي او بيا د پېرنګي ‘ميراث خورو’ دغه تقدس استعمال کړو او اوس ئې هم استعمالوي. خو حلالي زامن د خپلې خاورې مور نه نۀ پۀ عهدو مېرني کېږي،
د اتمانزو محاصره:1930 – خليل مومند
د هندوستان د ازادۍ پۀ جنګ کښې د کال 1930 مهم واقعات چې د پښتنو د خاورې سره تعلق لري، د وېش نه پس رياستي مؤرخينو د يو خاص ګوند او خاص سياسي مقصد د پاره د يوې اړخيزې پراپېګنډې د پاره پۀ شعوري ډول د پامه غورځولي دي. د پراپېګنډې تعريف څۀ پۀ دې ډول کېږي: “پراپېګنډه هر هغه زيار او جګړه ده پۀ کوم کښې چې انسانانو ته د يو خاص ګوند د ملګرتيا ترغيب ورکولے کېږي. پۀ پراپېګنډه کښې د براه راست جبر او تشدد څخه کار نۀ اخستے کېږي. بل اړخ ته پراپېګنډه د مقصد پۀ اعتبار سره د تعليم نه ځان له يو جدا څيز
د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړۀ – ډاکټر خادم حسېن
‘د تخیل خاتمه’ تر عنوان لاندې خپله مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د 1998 د مۍ میاشت کښې زۀ د ملک نه پۀ دوره بهر لاړم. تر دغه دمه زما ناول نړيواله جائزه ګټلې وه او لږ وخت کښې د دولت، شهرت او بریا انبار مې پښو کښې پروت ؤ. نيویارک کښې زما یوې ملګرې ما نه اېغ پۀ نېغه پوښتنه وکړه چې د دې دومره بریا نه وروستو خو بس د ژوند یو اوج پاتې شي او هغه ‘مرګ’ وي. ما هم پۀ دې خبره ډېر فکر کړے ؤ – يعني د مرګ پۀ خبره!!! ما خپلې ملګرې ته ووې چې تۀ نيو یارک کښې استوګنه یې خو
Eighteenth Constitutional Amendment, 2010 هډوکے د چا مرۍ کښې نښتے دے؟ – حيات روغانے
د هندوستان د وېش نه پس هم، ‘ازاد پاکستان’ تر نهه کالو پورې ‘سرزمینِ بې ائين’ او د ملکه برطانيه د غمي لاندې ؤ. نهه کاله پۀ دنيا کښې يو ملک هم د ځان د پاره د ائين جوړولو نه بې غوره نۀ دے پاتې شوے. د پاکستان د جوړېدو پۀ شپږمه ورځ، پۀ دوه ويشتم اګست 1947 چې د پاکستان باباے قوم او د ملکه برطانيه نمائنده ‘ګورنر جنرل’ محمد علي جناح د جمهوري منتخب حکومتونو د ماتولو د کوم غېر جمهوري، غېر ائيني او غېر اخلاقي روايت بنياد پۀ ‘صوبه سرحد’ کښې د ډاکټر خان صاحب د حکومت ماتولو سره ايښے ؤ، د هغه روايت لۀ کبله دلته
نوښار کښې د باچا خان جلسه – ډاکټر وارث خان
‘د ازادۍ تحريک’، د چاپځاے، پېښور، جون 1988، مخونه 95-91 ]نومبر/دسمبر [1931 ……. دې ګرفتاريو او ګوليو چلېدو سره خلکو کښې جوش و خروش پېدا شو. دغه جذبه او غصه وه چې ‘هري کشن’ )تلواړ( د پنجاب ګورنر باندې ګولۍ وچلولې او ما د چيف کمشنر د ويشتو نيت کړے ؤ. لندن کښې ګول مېز کانفرنس لګيا دے او دلته باچا خان دغې عارضي صلح کښې کلي پۀ کلي ګرځېدو، شپه او ورځ ئې پۀ ځان يو کړل. لويې لويې جلسې کېدلې، وردۍ جوړېدې. د هر کلي خلکو به پۀ سيالۍ سره بابا خپل کلي ته جلسې د پاره د راوستو کوشش کولو. مونږ هم صلاح وکړه چې بابا جلسې
مرګ انجام د هستۍ نۀ دے!!! – طارق پښتونيار
ګوتې د لیکلو تاب نۀ لري، سترګو نه اوښکې دارې وهي، زړۀ کښې مې یو ناپایه او بې توله درد دے چې ورسره مخ یم – نۀ پوهېږم پېل او اغاز د کومې وکړم او دا لیک ختم پۀ کوم ځاے کړم؟ خو ولې بیا هم زړۀ کلکوم، ځکه چې غني خان وئیلي وو چې “مرګ انجام د هستۍ نۀ دے”!!! څو کاله زړه خبره ده، خان زمان کاکړ راته د شپې پۀ مېسج ولیکل، “اسویلي مۀ کوه! سحر درځم، پېښور کښې به وینو.” پۀ سحر د پښتو څانګې پۀ طرف راغلم نو د څانګې د چئیرمېن ډاکټر عبدالوحید صاحب پۀ دفتر کښې مو سره ولیدل. ډېر اوږدۀ علمي، ادبي
د بنو او وزيرستان پۀ اولسي ادب د کډوالي اثرات – بېزار داوړ
د دې لنډې ليکنې تر څنګ مې د بشارت پير کتاب ‘CURFEWED NIGHT: A Memoir of War in Kashmir’ مخې ته ودرېدلو چې کشمير کښې د لشکر طيبه او جېش محمد د جنګيالو د کاروايانو او د هندي فوج د عملياتو قصې ئې د ځپلي اولس د ذهنونو نه را ټولې کړي او تاريخ کښې خوندي کړې دي. زمونږ ملګري رؤف ايسپزي هم پۀ دغه ډول د يو کتاب ليکلو تابيا کړې ده. خداے دې وخت او وس ورکړي. زمونږ الميې پۀ هغه شور او زور سره د نړۍ مخې ته را نۀ غلې، څنګه چې پکار وې. وړومبے د افغان جنګ نه بلاواسطه او د نائن الېون نه پس
‘نړيوال تنقيدي معيارونه’: د پښتو ادب ضرورت – بېدار اصلزے
مونږ کۀ پۀ معاصره انساني علمي شتمنۍ نظر واچوو نو راته ښکاره به شي چې ډېر علمي ډګرونه پۀ خوا چې به د فلسفې څانګې وې، نن د بشپړ سائنسونو حېثيت لري. پۀ دې کښې يوه وجه د دوي د منظمتيا پۀ طرف تلل او ځانګړي Methodologies خپلول وو – دا Methodologies کۀ يو خوا پۀ خپله د تنقيدي شعور زېږنده وي نو بل خوا دوي پۀ نولسمه پېړۍ کښې تنقيدي تهيوريو ته هم يوه داسې لار سمه کړه چې معاصر تنقيدي معيارونو پۀ ځان کښې دننه د بشپړ فلسفيانه او علمي نظامونو بڼه خپله کړه او چې دا تنقيدي معيارونه نۀ يواځې دا چې د فنپارې کره کوټه معلوموي،
د مينې، شرافت او شفقت نه ډک انسان:ميا محمد سرير – عاصم رياض
ميا محمد سرير چې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جنرل سېکرټري ميا افتخار حسېن مشر ورور ؤ، انتهائي شريف او لۀ مينې ډک انسان ؤ. هغۀ سره زما وړومبے ملاقات پۀ پېښور صدر کښې شوے ؤ. هغه ورځو کښې دهشتګردي ډېره زياته وه او ميا افتخار حسېن ته به هم د دهشتګردو لۀ خوا ډېرې دړکې راتلې. ميا سرير صدر بازار کښې پياده روان ؤ او ما دا وګڼل چې لکه دا ميا افتخار حسېن دے. ما لۀ ورايه اواز ورکړو، ‘ميا صاحب! سلام علېکم!’ هغۀ ډېر پۀ مينه زما سلام واخستو او ډېر پۀ روڼ تندي راسره ملاو شو. هغۀ زۀ نۀ پېژندم او چې کله ئې رانه
خدائي خدمتګار زېن محمد کاکا – علي ايسپزے
پۀ شلمه صدۍ کښې چې کوم تحريک د هشنغر د خاورې نه را پورته شو او د پښتنو پۀ خاوره ئې یو داسې انقلاب راوستو چې یو عظیم انقلاب بللے شي. کۀ د دې انقلاب پۀ بېلابېل اړخونو نظر واچولے شي نو پۀ یو یو اړخ کښې ئې ډېرې ګټې تر نظره تېرېږي. دې تحریک کۀ یو خوا د برصغير پاک وهند د محکومو قامونو د غاړو نه د غلامۍ زنځيرونه مات کړل نو بل خوا ئې د پښتون قام يو داسې حقيقي تاريخ رقم کړو چې پښتون قام به پرې تل تر تله وياړ کوي. دې تاريخ پۀ خپله لمنه کښې هغه پياوړي هم ځاے کړل چې کل وقتي
عوامي نېشنل ګوند او خدائي خدمتګار تحريک – ارباب محمد طاهر خان خليل
رياست د خپلو مخالفينو د مټ لاندې ساتلو د پاره بلها وسلې او وسيلې لري. د جاګيرونو او مراعاتو سره د حب الوطنۍ او مذهب پۀ نوم داسې کاڼي د رياستونو پۀ لاس کښې وي چې هر وخت پرې خپله تله درنوي او د اولس د حق خبره کوونکي پۀ دغه کاڼو سپکوي هم او زخمي کوي هم. عوامي نېشنل پارټي د خدائي خدمتګار تحريک د سياسي او نظرياتي وراثت دعوېدار ګوند دے. د دې پارټۍ د مټ لاندې ساتلو د پاره کۀ انګرېزانو مختلفې هتکنډې استعمالولې نو د پاکستان د جوړېدو نه پس هم د دوي مخالفت کېدلو کښې څۀ کمے ځکه را نۀ غلو چې د هندوستان د
کابل کښې د تنکو ګلونو قتل او وړوکي اختر کښې درې ورځنے اوربند!!!- اداريه
دوي به هم خداے ته مخ کېږي؟ دغه هاغه زړونه دي چې د کاڼو نه سخت دي. دوي هم وائي مونږ سره لښکر لښکر فرښتې دي؟ کابل کښې شوې دغه حمله کښې چې د اوسپنې پترو دغه تنکي ګلونه غوڅول او بارودژن اور سېزل، نو د هغوي روحونه اخستو له راغلي عزرائيل به هم ښېرې کړې وي چې خدايه! دغه ستا پۀ نوم فساد کوونکي دغسې د اوسپنې پۀ پترو غوڅ غوڅ او بارودژن اور کښې لوخړه کړه او ما له اجازت راکړه چې ساه ترې داسې راکاږم چې دوي د درد انتها وويني. عجيبه اسلامي جهاد دے؟ د کومې صېهوني امريکې سره چې جهاد کوي، هغوي سره پۀ قطر
د باجوړ او مومند د حد بندۍ شخړه:د Divide and Rule د سامراجي پاليسۍ تسلسل – جاوېد ثاقب
پېرنګي سامراج چې پۀ واکمنۍ کښې به ئې نمر نۀ ډوبېدو، د رياستونو د قبضه کولو او واکمنۍ پراخه کولو لپاره ئې يوه پاليسي د “Divide and Rule” )خلک پۀ مختلفو حوالو تقسيم کړه، حکومت پرې کوه او وسائل ئې تالا کوه( پۀ نوم وضع کړې وه. د هندوستان د قبضه کولو لپاره ئې هم دغه پاليسي پۀ عمل کښې راوسته او هندوستان ئې قبضه کړو. پېرنګي پۀ هندوستان کښې خپله قبضه هم د دغه پاليسۍ پۀ زور د هندو مسلمان، تاجر مزدور، چوت اچوت، سرکاري او غېر سرکاري، علامه او ‘سر’ وغېره پۀ نامو تقسيم سره دوامداره وساتله. د هندوستان د تقسيم نه پس خو پېرنګے لاړ خو چې
اداريه: مۍ ۲۰۲۰
کورونا زمونږ ژوند بدلوي!!! کورونا اوس ‘د چين ښاپېرۍ’ نۀ ده پاتې، پۀ نړۍ ئې وزرې د پاسه او جرړې لاندې خورې کړې دي. وباګانې هسې هم پۀ انساني ټولنه، د هغوي ژوند او ژوندتېري باندې ژور اغېزونه پرېباسي؛ خو کورونا پۀ دې لږه موده کښې وښودله چې زمونږ ژوند پۀ بله اړولو ته ئې پۀ راستۍ مټې رانغښتې دي. دا به زمونږ ژوند، ژوند ته زمونږ سوچ او اپروچ او زمونږ ټولنيزو رويو کښې پاخۀ بدلونونه راولي. دا به زمونږ خپل ځان سره، يو بل سره، چاپېريال سره، حکومت سره او بهر دنيا سره د تعلق، رشتې او تعامل نوي اړخونه وبڼي. دا وخت ئې مونږ پۀ کورونو کښې
باچا خانه! مونږ تا ته ملامت يو (کشور ناهيد) – ژباړن: ډاکټر محمد زبېر حسرت
ورځپاڼه “جنګ”، کراچۍ، جنوري 21، 2016 باچا خانه! تۀ يو داسې ځوان وې چې د انګرېزانو بېړۍ او هتکړۍ درباندې نۀ وې پوره ستا لۀ ګوتو وينه بهېده خو تا هډو د رحم اپيل نۀ کولو تا خو د انګرېزانو او د پاکستاني مارشل لاءګانو غلامي هم قبوله نۀ کړه تا پۀ “جلال اباد” کښې د ښخېدو وصيت وکړو مونږ ستا فکر، حريت پسندي او ډېرې قربانۍ نۀ دي هېرې کړې مونږ ستا پۀ نامه پوهنتون جوړ کړو چې زلمي او جونه پۀ کښې تعليم حاصل کړي زما د وړو وړو کلو او چمونو ټول هلکان او پېغلې به ستا پۀ نامه زدکړې د پاره پوليو پټو باندې را تېرېدلې
?Albert Einstein, Why Socialism (سوشلزم ولې؟) – ژباړه او لنډيز: سعدالله مېوند
Monthly Review, Vol. I, No. I, Published May 03, 1949 ايا دا مناسبه خبره ده چې لۀ معاشي او ټولنيزو موضوعاتو نه بې خبره شخص د سوشلزم پۀ حواله د خپل فکر او نظر څرګندونه وکړي؟ زما پۀ اند هو! هغوي کولے شي پۀ دې حقله خپل خيالات بيان کړي. د دې خبرې ډېر وجوهات شته؛ لۀ هر څۀ وړاندې د سائنسي علم پۀ بنياد دغه خبره څېړو. پۀ ښکاره خو داسې اټکلېږي چې د فلکياتي او معاشي علمونو تر منځ کوم بنيادي توپېر وجود نۀ لري. د دواړو شعبو عالمان دا کوشش کوي چې د مخصوصو پديدو لپاره د عمومي قبوليت حامل داسې قوانين ايجاد کړي چې هم د
“پښتون قامي جرګه” يو حقيقت دے – سردار حسېن بابک
ښاغلي جميل مرغز د کميونسټ مېنفسټو د ټيوشن کولو نه نېغ د ‘نيو-نېشنلزم’ دانشورۍ ته ټوپ وهلے دے او د “عالمګيريت” د اېنټي-اے اېن پي سامراجي نفسياتو سره ئې پۀ “قومي سياست” کښې پناه اخستې ده. ورځپاڼه اېکسپرس کښې د هغۀ دغه ليکنه کښې پۀ حېث د صحافي د هغۀ اپروچ غېر صحافتي دے او پۀ حېث د يو ذمه وار سياسي ګوند د مشر ئې لهجه غېر سياسي، نا بالغه او انتشار زېږوونکې ده. د ښاغلي بابک د ځواب نه وړاندې د “پختون قومی جرگه ایک معمه؟” لوستلو کښې مې وليدل چې ښاغلي جميل مرغز پۀ تبخي تور کړي لاس سپينو لمنو پسې نيولي پۀ منډه ځغلي. عوامي نېشنل
“د تورغر چاربېته” – قمر صحرائي
چاربېته د پښتو د اولسي ادب د ټپې پۀ شان زوردار او مقبول صنف دے چې پۀ اولسي سطح ډېر اهميت او افاديت لري. د يونيسکو د رپورټ مطابق د نړۍ د شپږو ژبو پۀ ادبي اصنافو کښې د پښتو چاربېته د ټولو نه وسيع او پراخ صنف دے چې څۀ دولس قسمونه او پۀ هر قسم کښې د څلورو نه زيات کورونه )زمينې( لري چې دغه وسعت او فراخت ئې د خپل اٰهنګ او د هيئت او ماهيت پۀ وجه برقرار ساتلے دے. نولسمه او شلمه عېسوي صديانې د پښتو د چاربېتې زرينې صديانې وې چې پۀ لر او بر پښتونخوا کښې تجربه کار او ماهره چاربېته ګو شاعرانو
د پوهاند مجروح ياد ‘جبر’، ‘اختيار’ او ‘ديالکتيک’ – نجيب منلی
د فلسفي بحثونو یوه ستره ستونزه دا ده چې د مفاهیمو تعریف پۀ کښې خورا دروند فرهنګي بار لري. د پوښتنې مطرح کول او بیا پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه لۀ لومړي سره لۀ واقعیتونو سره د هرې ټولنې د تاریخي– فکري پس منظر پۀ رڼا کښې کېږي. ارسطو د نیکوماک پۀ اخلاقو کښې د عمل محرک ‘اراده’ بولي. اراده پۀ خپله دوه اجزاء لري: لومړی باید کړنه د شخص د خپلې عندي پرېکړې پۀ اساس وي او بل باید شخص د کړنې پۀ کولو او نۀ کولو کښې خپلواک وي . کۀ پرته لۀ ارادې پۀ خپل سر، یا پۀ تصادفي توګه لۀ چا کومه کړنه کېږي، یا
پۀ هند کښې دفخرِ افغان خان عبدالغفار خان د يو سل دېرشمې زېږون ورځ نمانځغونډه – منير احمد نوري، نوی ډيلی
د هند پۀـ پلازمېنه نوي ډيلي کښې دا وړومبی تاريخي وياړ دی چې د افغانستان د سفارت لۀ خوا د فخرِ افغان باچا خان يو سل دېرشمه زېږون ورځ ونمانځلې شوه. دې دستوره کښې وېناوالو د عدم تشدد پۀ مفکوره د باچا خان او ګاندهي جي د همفکرۍ تر څنګ دا خبره پۀ بيا بيا ياده کړې ده چې افغانانو د عدم تشدد د مفکورې خپلولو سره د جنګ پر ضد خپل دريځ دنيا ته عملاً ښودلی دی. رښتيا دا دي چې افغانان د زرتشت او ګوتم نه تر باچا خان او د باچا خان د مفکورې د لاروي ګوند عوامي نېشنل پارټۍ پورې د عدم تشدد او جنګ ضد
پښتو سندرې يوه بله ساه ورکړه (ماه جبين قزلباش) – پښتون
ثريا خانم، چې پښتو سندرې د ماه جبينې پۀ نامه پېژندګلو او درناوے وربخښلے ؤ، پۀ شپږ ويشتمه فرورۍ لۀ مونږه سترګې واړولې. مه جبينې د پښتو د موسيقۍ اٰرټ ته د اولسي سندرو او غزل شکل کښې لويه ورکړه کړې ده. دغه ورکړه د پښتون وطن د جمالياتو شتمنۍ کښې لويه اضافه ده. دې سره ئې پۀ اٰرټ کښې د ښځو رول لا نور بشپړ کړے دے. کله چې به د پښتو سندرې دې بې بدله ښاپېرۍ سپوږمۍ ته مخ کړو او غاړه به ئې راکښله چې: سپينې سپوږمۍ! وايه اشنا به چرته وينه؟ ګونګې شوې ولې؟ ګونګې شوې ولې نۀ وايې حالونه؟ نو د پښتنو جمالياتي حس به
خدائي خدمتګار منصور لا – نويد خټک
د ازادۍ پۀ تحريک کښې چې د لکهونو پۀ شمېر کومو کسانو بې مثاله قربانۍ ورکړې دي، نن صورت حال دا دے چې د دغه خدائي خدمتګارانو اکثريت لۀ دې جهانه سترګې پټې کړې دي. اوس هاغه خلق هم کم شوي دي چې د دې قامي اتلانو نه ئې د دوي قصې اورېدلې وې. بايد چې مونږ پښتانۀ د خپلې سيمې د دغه قامي اتلانو پۀ حقله معلومات را غونډ کړو او د تاريخ پاڼو ته ئې وسپارو. نن زۀ ستاسو پۀ خدمت کښې د خپل کلي )شيدو( خدائي خدمتګار منصور لا د ژوند او سياسي هلو ځلو پۀ حقله څۀ معلومات وړاندې کوم. خدائي خدمتګار منصور خان چې خپل
د باچا خان اخري خبرې – اسرار د طورو
د طورو خدائي خدمتګار مولانا محمد عنايت الله پۀ يوه ډائرۍ کښې ليکي چې پۀ دولسمه جولايۍ 1987 د پاکستان اخبار روزنامه “جنګ” کښې يو خبر دے چې باچا خان پۀ دهلي کښې پۀ يو هسپتال کښې د فالج د حملې پۀ وجه داخل دے. د بهارت يو سابقه وزير ئې تپوس له تلے ؤ. دا وزير سکهـ ؤ. د دۀ نوم وشوا ناتهـ پرتاب سنګهـ ؤ. باچا خان ورته ووئيل چې “کوم ځاے د کرسۍ مرض عام شي، هلته جمهوريت نۀ پاتې کېږي.” هغوي ووئيل، “د کرسۍ او دولت وباء پۀ ملک کښې پۀ خورېدو ده.” “يو سړے هم د اقتدار د کرسۍ نه د کوزېدو نوم نۀ اخلي.”
‘اېنيمل فارم’ او د پاکستان موجود حکومت* – ارشاد پښتون
‘اېنيمل فارم’ (Animal Farm) د جارج اروېل (George Orwell) يو علامتي شاهکار ناول دے چې د يو شمېر اړخونو نه ئې د ذکر وړ اړخ “طنز و مزاح دے”. د ‘اېنيمل فارم’ طنز و مزاح ډېر ښېرازه، خوندور، رنګين او تلپاتې اهميت لرونکے دے. هم دا يو داسې صفت دے چې ناول کښې ئې خوند پېدا کړے او لوستونکے د ځان سره تر پاې غاړه غړۍ ساتي. مونږ د اروېل د طنز و مزاح پۀ تعريف کولو مجبوره شو او راته څرګنده شي چې اروېل پۀ دې حواله څومره کامياب دے او د خپلې قصې پۀ پلاټ او کردارونو ئې موټے څومره مضبوط دے. د اروېل طنز و مزاح ډېر
سرمايه دارانه تهذيب او “اېډيپس کمپلکس” (اېډيپس رېکس) – فېـصل فاران
اسطوره اوس پښتو ادب کښې نننوتلې ده. نوې شاعرۍ کښې د دې تر ټولو ستر او بشپړ نخښانکښ عبدالرحيم مجذوب دے چې اسطوره ئې د خپلې شاعرۍ يوه نۀ شکېدونکې برخه ګرځولې ده. د نثر پۀ لړ کښې د اسطورو د ژباړې روايت لا پر مخ روان دے – د ‘اېډيپس رېکس’ ژباړه يو بل ډاډمن ګام دے. شعېب خان خټک د داد وړ دے چې دغه غميزه ئې پۀ پښتو اړولې او يوولس نندارو کښې رانغښتلې چاپ کړې ده. پۀ دغه چاپ کتاب زئينږ د فاران ليکلې سريزه لوستونکو ته وړاندې کوو. بنيادي توګه باندې ډرامه د لوستلو نۀ، پۀ سټېج باندې د تماش بينو مخې ته د وړاندې
پۀ خدائي خدمتګار غورځنګ کښې د ښځو ونډه – دروېش درانے
يو دغه وخت ؤ چې باچا خان د نومونو قدرې د سترونو او خور شوي حبس ماتولو د پاره زړۀ چاودون کولو او د “پښتون” پۀ پاڼو “يوه خور”، “د نوښار يوه خور”، “د کوهاټ څخه يوه خور” نه ئې خبره د خپل نوم ليکلو جرأت ته راورسوله. بيا هغه وخت هم راغلو چې ښځو د نمائندګۍ مطالبه وکړه او هغه بله ورځ 27] فروري [2020 هغه وياړمنه ورځ وه چې باچا خان مرکز کښې د ښځو يو بل کنونشن وشو. دا د ارتقاء مزل دے – دا پۀ خپل ذات او د خپل ذات پۀ جوهر د باور د زېږېدو د تجربې مزل دے. پښتنو ښځو ته د خپل