تعلیمي نصاب او د جماعت اسلامي قام دښمنه رویه – سجاد ژوندون
نن کۀ ذکر زما نشته پۀ کتاب کښې خو سبا له به شامل يم پۀ نصاب کښې د يو قام د بقاء د پاره د قومي او تهذيبي شعور خصمانه او وده او د اجتماعي قامي حافظې پۀ ځاے ساتنه ضروري وي. دا هم ځکه قبضه ګر او استعماريان چې يو قام پۀ خپل قامي شتون شکمن او شرمنده کول غواړي نو قامي او تهذيبي شعور ورله مسخ کوي او د اجتماعي قامي حافظې ختمولو هڅه ئې کوي. چا ته به نۀ وي معلومه چې د قامي تهذيبي شعور خصمانه او وده کښې د قامي حافظې څومره لويه برخه وي؟ او دغه قامي حافظه يو قام د خپل صحافت، ادب،
د سړو سړيتوب/ د نرانو نرتوب (اخرۍ برخه) – پروفېسرسميع الدين ارمان
یادګیرنه: د ښاغلي تنقیدنګار پروفېسر سمیع الدین ارمان دا مهمه فکري لیکنه د هغه مغالطو د مدلل تردید یوه هڅه ده چې د تهذیبونو او مذهبونو پهٔ نوم د ښځو د اخلاقي، مادي، روحاني او جسماني استحصال د پاره مکارو مزغو وړاندې کړې دي. دلته د دې لیکنې تلخیص وړاندې کړے شو. بشپړه لیکنه د ښاغلي پروفېسر پهٔ کتاب “تنقیدي تعبیرات” دوېمه برخه کښې لوستونکي کتلے شي ـــــ پښتون د دنيا د ټولو نه قديم تمدن کښې د بابل اهميت او تاريخيت د نظرانداز کولو نۀ دے. د دې حاکمانو جنسي ملاپ له قانوني او د دې ښار مذهبي رهنماو ورته جواز بلکې د عبادت درجه ورکړې وه. د حمورابي
ډاکټر رتهـ فاو، د قربانۍ یو مثال – پښتون
“رېژ رنځ” )جذام/(Leprosy یو وبائي رنځ دے چې د یو بېکټیریا “میکوبېکټېریم لیپراي” (Mycobacterium Leprae) پۀ ذریعه پېدا کېږي. د درېو نه پینځۀ کاله پورې موده کښې د دې رنځ نخښې ښکاره شي. دې رنځ سره د انسان څرمن او د پښو لاسو پټې د وخت تېرېدو سره رېژېږي او اعصاب کار پرېښودۀ پېل کړي. د تاریخ پۀ اوږدو کښې د دې رنځ نخښې ترلاسه کېږي. د یونان، مصر، چین او هند سره سره د نړۍ پۀ زړو تهذیبونو کښې دا رنځ د د الٰهي قهر پۀ توګه وړاندې کېدلو ـــ پنډتانو، پادریانو، پروهتانو او مُلیانو به د دې نه خلقو ژغورلو د پاره دمونه، کوډې، چېلې او چُوپونه کول.
رتي بائي نه عائشه ګلالۍ پورې – پښتون
د نړۍ د مختلفو تهذیبونو مطالعه د ښځې د ذات پۀ حقله د داسې مفروضو او مغالطو نه ډکه پرته ده چې نن پۀ دې تهذیبي لحاظ د ترقۍ او روښان فکرۍ لاپه کوونکې ټولنې کښې ئې هم مونږ پۀ هاغه قدیم شکلونو کښې وینو. “مشرق” پۀ ډېرو حوالو د څۀ روایاتو د پاسدارۍ دعوېدار دے او ځکه ځینې واقعات چې “مغرب” کښې ورته څۀ خاص پاملرنه نۀ کېږي، مشرق کښې پرې څوک هم سترګې نۀ پټوي. هم دغه تسلسل کښې پۀ مملکتِ خداداد کښې هم ښځې ذات ته مختلفو فکري زاویو نه کتلے کېږي، او د دغه هرې فکري زاویې د پاره چې پکښې د ښځو پۀ حقله مذهبي
رباب کهٔ ټوپک؟ – فاروق فراق
دا افسانه ما د انتها پسندۍ پهٔ تناظر کښې د زلمي شاعر ودان اتمانخېل د دې شعر پهٔ تاثر کښې لیکلې ده چې: ملا کهٔ ما جومات ته رباب رانهٔ وړو نو دا دے جومات ته دې سړي ولې ټوپک راوړے دے؟ السلام علیکم ورحمة الله، السلام علیکم ورحمة الله ! او ملا صاحب چې څنګه دجمعې نه سلام وګرځولو نو مقتدیانو لا د ګوتو پۀ بندونو د سبحان الله، الحمدالله شمېر هم نهـ و شروع کړے چې بخت روان حاجي صاحب د لمړي صف د مینځ نه پورته شو او نېغ لاړے د ملا صاحب د جانماز خوا کښې ودرېدو، “زما د کلیمې وروڼو! خفه کېږو به نۀ، کفار
وطن جماعتي انصاف؟ یوه بړستن کښې اوړے ژمے – نهارخان تنګیوال
د صوبې وزیراعليٰ سره هم بهانې ختمې شوې، قومي وطن پارټۍ سره د اتحاد ختمولو ناڅاپي اعلان چې کله د یو بل وزیر لۀ خوا وشو نو وزیراعليٰ ته د خپلو سیاسي معاهدو زور معلوم شو ـــ قومي وطن پارټي پۀ وړومبي ځل هم ډېر پۀ عزت اسمبلۍ نه ویستې شوې وه ـــ عمران خان به چغې وهلې چې غلۀ مې ویستل ـــ نۀ خو عمران او نۀ د هغۀ چاپېره چا پۀ دغه بیانونو بخښنه وغوښته، نۀ څۀ مقدمه وچلېده ـــ نۀ څۀ راغلل لاړل ــــ بس قومي وطن پارټي د پښو پۀ سر ناسته وه او چې اعلان وشو نو بیا ئې ورمنډه کړه ـــ کۀ تېر ځل
د سُور بېرغ يو شھيد – لطيف اورکزے
مشران وائي چې “سل دې ومره يو دې مۀ مره” واقعي چې ځينې خلق داسې وي چې اولس او قام پرې تکيه وي. داسې خلق کله هم نۀ مري چې د قام او اولس پۀ خدمت کښې ئې شپه او ورځ پۀ ځان يو کړي وي. داسې ښکلي خلق کۀ پۀ ظاهره د اولس د سترګو نه پناه وي خو د اولسي باور، د خپلې مړانې او بغېر د څۀ عهدې او لالچ نه د خداے د مخلوق د خدمت پۀ وجې د اولس پۀ زړونو کښې تل د پاره ژوندي وي. سړے چې مړ شي کور پرې وران شي پۀ بعضې خلقو باندې وران شي وطنونه يو وخت ؤ
پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه – عامر عالم
د صوبائي حکومت د سېلګرۍ د محکمې (TCKP) پهٔ مرسته ګڼ ژبيز ټيلي فلم پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه “پراجېکټ پشاور” ــــ د خېبر پښتونخوا حکومت د يوې بلې ترقياتي منصوبې نوم نۀ دے کوم چې د اعلان کولو وروستو پۀ شا وغورځولے شي او د کرېډېټ اخستو پۀ چکر کښې ئې کله کله وزير اعليٰ صاحب اعلان کړي ـــ لکه د “پشاور اپ لفټ پراجېکټ” پۀ نوم يا د يو بل پراجېکټ پۀ شان ـــ “پراجېکټ پشاور” پۀ اصل کښې هغه ټيلي فلم يا د دې د ډائرېکټر او پروډيوسر پۀ قول هغه فلم دے کوم چې څو ورځې وړاندې د نمائش پۀ توګه
د دوړو لاندې پروت د پېښور پوهنتون تاریخ (وړومبۍ برخه) – ډاڪټر سهېل خان
د ډاکټر محمد سهېل خان اتمانزي، سېکرټري باچاخان چئیر، عبدالولي خان پوهنتون مردان دا لیکنه د پېښور پوهنتون د جوړېدو هغه حقیقي تاریخ نه پړده پورته کوي، کوم تاریخ چې استعمارچیانو لهٔ یوې لویې مودې د پښتون قام نه پټ ساتلے ؤ او د دې پوهنتون د جوړښت درناوے ئې د بابړې قصاب، د هارس ټرېډنګ بنسټګر ته ورکولو. متل دے چې رښتیا راځي نو دروغو کلي وران کړي وي ـــ خو رښتیا پهٔ هر حال کښې رښتیا وي. د انجمن اصلاح الأفاغنه د ازادو مدرسو نه د خدائي خدمتګار تحریک د ازاد اسلامیه هائي سکولونو پورې چې یو سل څلور پنځوس شمېره کښې جوړ شوي وو، او د هغې
د پڪتا وېنا یوه تبصراتي تجزيه – فېصل فاران
د بشير احمد مټه “د پکتا وېنا” کښې اسلوب وړومبے مهم شے دے چې مونږ ئې د دې کتاب تجزيه کښې وينو ــــ هم دغه رنګ اسلوب د پير روښان د کتاب “خېرالبيان” هم دے خو هلته کښې ورسره د سورۃ رحمٰن قافيې راوړې شوې دي. دغه ډول تکراري انداز د فرېډرک نطشے کتاب “د زردشت وېنا” کښې هم شته دے. “د پکتا وېنا” اسلوب باندې دراصل هم د دغه دواړو کتابونو د اساليب اغېزه ده خو د نطشے مفکوره د چارلس ډارون پۀ حياتياتي تهيوري باندې داسې اضافه وه چې د دې پۀ ذريعه کېتهولک عيسائيت د اخلاقياتو ځپلي انسان پۀ ځاے يو نوے تګ و تاز کوونکے فوق
پښتون حلاج*: یو تاثر
پښتون حلاج*: یو تاثر تاثر: ډاکټر همدرد ایسپزے پهٔ تاثر تاثر: حیات روغانے زما نا لیدلي اتله! وینې وینې ــــ ژوبل ژوبل ــــ د اریانې چوک ــــ ستا پۀ دار د ختلو رسم دنیا ته حلاج ور یاد کړو!!! ستا چغې ــــ ستا د انالحق نعره څۀ عجېبه وه ــــ ستا د پښتون پښتون وينې هرې قطرې وئیل، “هو! زۀ افغان یم ــــ ستا د وېنې او مېنې هر څاڅکے د ننګ، غېرت، پت او مړانې داسې تصویر شو ــــ چې هر انداز ئې وئیل، “هو! سر ورکوم خو سنګر نۀ ــــ” “کفن به واغوندم خو وطن چا ته نۀ ورکوم ــــ” دغه ادا چې زما سوات ته رارسېدله نو
د اتم اګست 2016ز د کوئټې د شھیدانو وکیلانو وړومبے تلین – مابت کاکا
د اتم اګست 2016ز د شهيدو وکيلانو لومړے تلين د کوټي سره سره پۀ ټوله صوبه کښې ډېر پۀ احترام او عقيدت سره ولمانځل شو. عوامي نېشنل پارټۍ درې ورځنۍ توره ورځ اعلان کړې وه. 7 اګست پۀ ټولو ضلعو کوټه، قلعه عبدالله، پښين، قلعه سېف الله، ژوب، شېراني، موسيٰ خېل، لورالائي، هرنائي، زيارت، سبي، لسبېله، جعفر اباد کښې د پارټۍ تر سيوري لاندې پريس کلب مخې ته مظاهرې او جلسې وشوې. 8 اګست پۀ ټوله صوبه کښې شټر ډاؤن هړتال وشو او پۀ 9 اګست پۀ ظريف شهيد اډيټوريم کښې يو عظيم الشان تعزيتي رېفرنس د عوامي نېشنل پارټۍ تر نظامت لاندې تر سره شو چې پکښې د عوامي
عبداللّٰه جان اسیر یو پیاوړے ادبي شخصیت – م ر شفق
شخصیانه د مندڼ یوسفزو علاقه کښې، د مردان صوابۍ څلور کلي “ټوپۍ”، “زېده”، “هوتي” او “طورو” د یوسفزو د مشرۍ مرکزي ځایونه وو. زېده کښې اتۀ ملکۍ وې. عبدالله جان اسیر د زېدې دغو ملکانو یوه معتبره کورنۍ کښې پۀ 14 جولائي 1910ز زېږېدلے ؤ. د پلار نوم ئې خان مقرب خان 1960-1890)ز( ؤ چې یو لوستے او د علاقې سپین روبے شخصیت ؤ. اسیر صاحب د کلي مدرسه کښې 1916ز نه تر 1921ز څلورم ټولګے پۀ امتیازي شان پاس کړو. بیا د نوښار اسلامیه هائي سکول کښې داخل کړے شو. دوه میاشتې ئې تېرې کړې وې چې پۀ میعادي تبه )ټائیفائید( ناروغه شو. تبه ئې اوږده شوه نو بېرته
خط (افسانه) – نور الامين يوسفزے
دا د کال 1930ز خبره ده. د ازادۍ جنګ ښۀ تود ؤ. پۀ پښتونخوا کښې پۀ خدائي خدمتګارو د پېرنګي ښکېلاک ناروا ظلمونه ښۀ پۀ درز کښې روان وو. خدائي خدمتګارو د خپل بابا پۀ مشرۍ کښې ډېر پۀ نره پۀ استقامت او زغم هم دغه ظلمونه زغمل او هم ئې پۀ امن ناکه توګه خپل جدوجهد ته ملاګانې تړلې وې. د کورونو بې حرمتۍ، د درځنونو پښتنو قسماقسم بې عزتۍ، رنګ رنګ جسماني اذیتونه او د جائېدادونو لېلامۍ ـــ د پېرنګي د ظلم پۀ ججوره کښې چې څومره کارتوسان وو، هغه ئې خلاصول او د دغه ظلمونو پۀ بټۍ کښې د خدائي خدمتګارانو حوصلې لا لا پخېدې، مضبوطېدې. کاروان
د ډاکټر سلمٰي شاهين پهٔ وياړ د خوېندې ادبي لښکر (خال) نمانځغونډه – زېبا اپريدۍ
]د خوېندو ادبي لښکر (خال) د ښځینه شاعرانو ادیبانو هغه ټولنه ده چې پهٔ خپل ځاے د وړومبي ښځینه ادبي جوړښت کېدو دعويٰ لري. د خال د مشرې اغلې کلثوم زېب د وېنا تر مخه، د دې جوړښټ نامه ښاغلي ډاکټر اباسین ایسپزي ايښې ده او شعار (Logo) ئې نیازبین انځورګر رفعت خټک جوړه کړې ده.[ د خوېندو ادبي لښکر )خال( د سيوري لاندې د اګست پۀ اتمه نېټه کال دوه زره اوولس )2017ز( د جمعې پۀ ورځ مازيګر څلور بجې د اغلې پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهين پۀ درناوي کښې د يوه درنه نمانځغونده او يوه ازاده مشاعره د کلچر ډائريکټرېټ نشتر هال پېښور کښې وشوه . د نمانځغونډې صدارت
De facto as De jure – افراسياب خټک
د سپریم کورټ لهٔ خوا پهٔ پانامه کېس د راغلې فېصلې شالید کښې دا لیکنه مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې The Nation پهٔ مننه، چې د یادې ورځپاڼې پهٔ مخ 7، د اګست پهٔ دولسمه نېټه خپره شوې، خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو. د نواز شریف خلاف د سپریم کورټ فېصله کښې د وزیر اعظم د نااهلۍ سبب کومه مالي بې قاعدګي/کرپشن نهٔ، بلکې یو معمولي رقم نهٔ اخستل ګرځولے شوے دے. دا لیکنه پهٔ پانامه یو پراخه او جامع نظر دے. د ګڼو خلقو لۀ خوا شوې پېشنګویۍ او اندېښنۍ د De jure ]ائیني نظام[ او De facto ]د مشترکه تفتیشي ډلې (JIT) لۀ خوا رالنډه کړې شوې[ ډغره د
د پښتو دا باباګان دعا هم غواړي او دوا هم – اکمل اسد ابادي
د پاکستان جوړېدو سره سم پۀ پښتونخوا کښې ځنې قوتونو د پښتنو ژوند ژواک پۀ زنځیرونو کښې د تړلو کوشش وکړو او هر قسم سماجي او سیاسي بندېزونه ئې ورباندې ولګول. هغه وخت “پښتو” باندې هم رنګ رنګ قدغنونه ولګولے شول او پښتو ئې د بې زبانه مرغۍ پۀ شان پنجرې کښې د بندولو کوشش وکړو. پۀ دغه تریخ ماحول کښې د پښتو زلمي را اوچت شول چې نن باباګان دي او د دغه قدغن ماتولو کوشش ئې وکړو. صرف پېښور کښې یوې ادبي ټولنې وجود لرلو. اوس د بنو، ټانک، ټېري نه ملاکنډ پورې ادبي جرګې جوړې شوې. دغه وخت صرف “شهباز” اخبار ؤ چې پښتو برخه به ورکښې
د اکرام الله ګران شعر، عدم تشدد او د قران پاک اٰیت – ابشام افریدے، کراچۍ
کۀ څوک مې وژني لاس ئې هم نۀ نيسم زما پۀ يو حالت کښې شر نۀ لګي د ارواښاد اکرام الله ګران دا پورتنے شعر مې د مودې نه د زړۀ پۀ وران کنډر لکه ده لمدې خاورې لګېدو. کله کله به راته داسې محسوسېدۀ لکه د دې شعر سره زما ازلي او ابدي رشته وي. د دې وجې نه ما اراده وکړه چې د دې شعر شاليد معلومول پکار دي، ځکه چې دا شعر ما ته د باچاخان بابا د عدم تشدد فلسفې سره ډېر نزدې ښکارېدو. ما وې کېدے شي ګران بابا د باچا خان د فلسفې نه متاثره وۀ، خو سمدستي دا خيال راغے چې اخر باچا
عارضي حکومت – باچا خان
1 جولائي 1946ز د هندوستان د وېش نه وړاندې د باچاخان د تقریرونو یوه لړۍ پښتون د څهٔ مودې نه شروع کړې ده. تېره میاشت د دغه تقریرونو ټولګه مونږ ته ترلاسه شوې نهٔ وه، ځکه دغه لړۍ پهٔ ډېره ناخوالۍ پاتې شوې وه. مونږ د خپلو لوستونکو نه د دغه ځنډ بخښنه غواړو او ژمنه کوو چې دا لړۍ به تر اخري تقریر خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو ــــــ پښتون زما وروڼو! څۀ وخت چې زۀ د ډیلي او د شملې د کانفرنس نه پس دلته راغلم نو څۀ نه څۀ واقعات ما تاسو ته بیان کړي وو. ما تاسو ته دا هم وئیلي وو چې کۀ
عجيبه سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب
]دا خاکه د پښتون د جولایـۍ 2017ز ګڼه کښې پهٔ مخونو 70-67 نیمه چاپ شوې وه او پاتې نیمه برخه ئې نهٔ وه ترلاسه شوې. پهٔ ترلاسه کېدو ئې دې یادګیرنې سره تاسو ته وړاندې کوو ــــ پښتون[ د دوستانو د کتابونو پۀ حقله به ئې کله کله دلچسپې تبصرې هم کولې. لکه چا ترې تپوس کړے ؤ چې د پرېشان خټک صاحب کتاب “پشتون کون؟” څنګه دے؟ نو وې وئيل، “کتاب ښۀ دے خو چې پۀ کومه ژبه کښې ليکلے شوے دے، دا د ماضي اردو نۀ ده. دا د حال هم نۀ ده، دا د مستقبل اردو ده.” مخامخ به ئې بنده ته ښه سپينه خبره هم کوله.
لوےاستاد عبدالله بختاني خدمتګار سره د پښتون مرکه – پښتون
دغه مرکه د یو پوښتنلیک پۀ صورت کښې شوې ده چې لوے استاد ئې ځوابونه پۀ لیکلي صورت مونږ ته رالېږلي دي. د مرکې د لوست پۀ وخت دې دغه نکته پام کښې ولرلې شي. پښتون د ښاغلي اکادیمیسن ظاهر شکېب مننه هم کوي چې د دې مرکې لړ کښې ئې مونږ د پاره کړاو ته غاړه کېښوده د خپل ژوند ابتدائي حالات کۀ راسره شریک کړئ؟ “ګرانه وروره! د “پښتون” مجلې ښاغلي خبریاله! تر هر څۀ د مخه یوه قیصه رایاده شوه ـــ یو ماشوم د ښونځي پۀ ازموینو کښې پاتې شوے ؤ. مور ئې ترې پوښتنه وکړه: “بچیه! پوښتنې سختې وې؟” “نه مورې! پوښتنې اسانې وې مګر ځوابونه
عقيده مجاهده ده – محمود احمد
]تېره ګڼه، د اګست د میاشتې، کښې مونږ ته د دې لیکنو کاپۍ پهٔ لاس نهٔ وه راغلي چې پهٔ دې لړۍ کښې د ځنډ لامل ګرځېدلے ؤ. اوس د دغه کاپۍ پهٔ ترلاسه کېدلو به دا لړۍ مخ پهٔ وړاندې تر پایلې رسولې شي. تېره ګڼه کښې د ځنډ د پاره بخښنه کوئ ــ [ (تېر پسې) حضرت عمر)رض( ورته ووې چې تۀ پۀ خليفه پسې ولې ځې چې څۀ درله درکړي؟ هغۀ ورته پۀ ځواب کښې ووې چې زۀ ولې ځم؟ دا د خليفه کار دے چې د خلقو د کړمو نه ځان باخبره ساتي. هغۀ ورته ووې چې د خليفه نور هم ډېر مصروفيات وي نو څنګه
د کتاب مخکتنه خان محمد افضل خان (خان لالا) – سمسور بونېرے
سمسور بونېرے عوامي نېشنل ګوند پۀ باچا خان مرکز کښې پۀ محمد افضل خان لالا د مرتب شوي کتاب چې کوم د هغۀ پۀ مرکزي اسمبلۍ، ملک دننه او خارجي دنيا کښې چې کوم سيمينارونه او تقريرونه د قامي وحدت پۀ سلسله کښې کړي وو او کومو ليکولانو او شاعرانو چې د خان لالا پۀ فکر، ژوند او شخصيت کوم ليکونه او نظمونه ليکلي وو، ښاغلي هارون الرشيد خټک پۀ ډېر محنت او زيار تاليف کړل. د دغه کتاب د مخکتنې دستوره د اګست پۀ شپږمه نېټه دوه زره يوولسم تابيا کړې وه چې دې دستوره کښې ګڼو سياسي مشرانو، دانشورانو او د ګوند سره تړون لرونکو ملګرو ګډون
د ابراهم لنکن د خپل زوي د استاد پۀ نوم یو خط – ژباړه: سمسور منګل
د قدر وړ استاده! ما ته معلومه ده چې پۀ دې خو به زما زوے پوهه هم وي چې ټول انسانان انصاف خوښوونکي نۀ وي او هم دا شانې ټول انسانان ریښتوني هم نۀ وي، خو تۀ دۀ ته دا هم وروښایه چې د هر لوچک او بېکاره سړي پۀ مقابله کښې یو ښۀ او بهادر سړے هم وي. هو بهو هم دا شانې د هر لالچي سیاستدان پۀ مقابله کښې یو بې غرضه لارښود هم ضرور پېدا کېږي. دۀ ته دا ور زده کړه چې د هر دښمن پۀ مقابله کښې یو ښۀ دوست هم وي. بیا هم د دې پۀ زده کولو کښې به د دۀ وخت ولګي.
اداريه – نومبر 2017
د ډونلډ ټرمپ د افغان پاليسۍ ممکنه اثرات د افغان پالیسۍ پۀ تناظر کښې د جمي کارټر نه ډونلډ ټرمپ پورې پاکستان همېشه د امریکې نزدې همکار پاتې شوے دے. د پاکستان پۀ خارجه پالیسۍ کښې هم امریکائي فېکټر باندې همېشه تنقیدونه شوي دي او کله هم د پاکستان خارجه پالیسۍ ته معتدله یا ازاده خارجه پالیسۍ وئیلې شوې نۀ ده. د هم دې پالیسۍ پۀ وجه پاکستان خپل ګاونډ کښې د هندوستان، ایران او افغانستان سره د تعلقاتو سمون کښې څۀ ډول پېش قدمي نۀ ده کړې چې د پاکستان پۀ مجموعي سیاسي، امنیتي او اقتصادي صورتحال ئې بد اثرات لرلي دي. د امریکائي صدر لۀ خوا د افغانستان
د افغانستان او ترکمنستان اړيکې او ګډ اقتصادي ليد – طائر ځلاند
ترکمنستان د منځنۍ اسیا لۀ هېوادونو یو هغه دے چې د شوروي اتحاد لۀ وېشل کېدو وروسته ئې د خپلواکۍ پۀ اعلانولو سره پۀ سیمه کښې د بې پرې سیاست اعلان وکړ او ورسره ئې د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د امنیتي او نورو مسائلو پر ځاے اقتصادي لید مطرح کړ. افغانستان یو لۀ هغه هېوادونوڅخه ؤ چې د ملګرو ملتونو پۀ سازمان کښې ئې لۀ ترکمنستان ملاتړ اعلان کړ او هم دا ډول ترکمنستان هم د هغه وخت د مجاهدینو لۀ رژيم او بیا د طالبانو سره هم خپلو اړیکو ته دوام ورکړ. د ترکمنستان لپاره پۀ سیمه کښې تر ټولو مهمه اقتصادي پروژه هغه د ټاپي
د پېښور پوهنتون تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان
د پېښور پوهنتون تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان د پېښور پوهنتون جوړولو دا بل پۀ يوويشتم مارچ 1947ز منظور شو او سليکټ کمېټۍته حواله شو، کومې کښې چې دا پنځلس ممبران شامل وو. اٰنرېبل وزير اعليٰ، ډاکټر خان صاحب اٰنرېبل قاضي عطا الله خان، ريونيو منسټر اٰنرېبل لالا مهرچند کهنه، فنانس منسټر خان صاحب سردار اسد الله جان خان، لالا مدن لال مهتا، سيد قائم شاه، خان عبدالقيوم خان سواتي، سردار ايشر سنګهـ، خان عبدالقيوم خان بېرسټر، خان حبيب الله خان، خان سردار بهادر خان،نواب قطب الدين خان، ډپټي سپيکر اٰنرېبل يحيٰ جان خان، وزير تعليم، دي اېډوکېټ جنرل سليکټ کمېټۍ دا بل اکثريت سره منظور کړو
ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک
ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور د صفايۍ" پۀ خبره دوه ګامه نور وړاندې تلے دے او پۀ ډاګه ئې وئیلي دي چې حافظ سعيد او حقاني نېټ ورک زمونږ "اثاثې" نۀ بلکې د غاړې غُر او د سر بوج دے چې ځان دې بوج نه خلاصولو د پاره به وخت لګي. د دې نه مخکښې پۀ امريکه کښې (ايشيا سوسائټي نيويارک) ته پۀ خپله وېنا کښې هغۀ خپلو امريکائي کوربنو ته دا خبره ور برغه کړې وه چې نن تاسو د کومو ترهګرو پۀ مرسته زمونږ سترګو کښې ګوتې ټومبئ، پرون تاسو هم د دوي سره ولاړ وئ. د ترهګرۍ
ملک او قام – شمس بونېرے
ملک او قام – شمس بونېرے ملک او قام جدا جدا تعريفونه او تاريخونه لري. د قامونو د شريکېدلو نه ملک جوړېږي خو دغه ملک پۀ قام کښې نۀ شي بدلېدے. ملک د قامونو د مجموعې نوم کېدے شي خو دغه ملک د قام نوم نۀ شي کېدے. قامي پېژندګلو د خپلې قامي ژبې، قامي کلتور، خپلو مخصوصو سرحدونو، تاريخ او شريکې سياسي تجارتي منډۍ نه جوړېږي او ملک د ګڼو قامونو شرکت چې د جدا ملک او رياست پۀ نوم اعلان شي. کوم قامونه چې د خپلو ستونزو، مسئلو او امن شريک ژوند او دفاع د پاره پۀ شريکو مسئلو او شرائطو راجمع شي نو د ملک نوم او درجه
د سلو لفظونو قیصه “روهنګيا” – رحمت دیوان
"د روهينګيا مسلمانانو سره لوے زياتے روان دے، زړۀ مې وينې وينې دے." هغه پۀ يوه ساه لګيا ؤ. "مسلمانان ډېر پۀ بې رحمۍ وژلے کېږي." ما هم اسوېلے وکړو. "نو امتِ اسلام ولې د دوي لپاره غږ نۀ اوچتوي؟" ما ورته کړه: "د اسلام قلعه شته، اسلامي اېټم بم شته، جهاد شته، د ځان قربانولو جذبه شته، د اسلام لښکرې شته، داعش، طالبان، مجاهدین، القاعده شته د اسلامي نړۍ سالار هم شته او ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو د مشرۍ دعويٰ کوونکي هم شته. خو بيا هم د روهنګيا مسلمانانو وينې بهېږي! پوهېږېولې؟ ځکه چې هلته ډالر نشته."
د ډاکټر اسرار‘‘د تکل په تکل’’ فني توکنه – فېصل فاران
د ډاکټر اسرار‘‘د تکل په تکل’’ فني توکنه – فېصل فاران د تکل پۀ حقله د تېروتنو مونډیزه وجه د دې ادبي صنف پۀ حقله شوي بې شمېره څۀ صفتونه دي چې پۀ توګه د يو ادبي صنف ئې ددۀ مشاده ورانه کړې ده، ځکه چې ګڼو قصابانو کښې مېښه مرداره وي ـــ دغسې دوېمه وجه دا ده چې د تکل د قسمونو پۀ حقله تنقید نګارانو د څۀ فکر نه کار نۀ دے اخستے کۀ دغه دوه خبرې د نظر لاندې وساتلې شي نو د تکل پېژندنه به اسانه شي. د تکل دغه بې شمېره او عجيبه عجيبه صفتونه چې اکثر د تکل نۀ ليکونکو او یا د تکل د
پهٔ خبر زما نظر – لیاقت سیماب
پهٔ خبر زما نظر – لیاقت سیماب د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه او د اسفديار ولي خان خبرې. خبري کانفرانس: پۀ 19 ستمبر پېښور کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه وشوه. دې نه يوه ورځ مخکښې ولي باغ چارسده کښې د ګوند د مرکزي کارنده کمېټۍ غونډه شوې وه. د کونسل د غونډې نه پس د عوامي نېشل پارټۍ صدر اسفنديار خان د ټاکلې تګلارې (Policy) د خاص خاص نکتو وضاحت پۀ يو خبري کنفرانس کښې وکړو. ښاغلي اسفنديار ولي خان مسلم ليګ (ن) ته مشوره ورکړه چې ګوند دې د تصادم د لارې خپلولو نه ډډه وکړي ګنې ټول نقصان به دې ګوند او ورسره