Category: نور ليکوالان

  • د سپين تنګي پېښه او د هغې سياسي اثرات – ديدار وزير

    د سپين تنګي پېښه او د هغې سياسي اثرات – ديدار وزير

    هر کال د اګست میاشت مونږ ته د سپين تنګي ناوړې پېښه هم رايادوي. دا يادول پۀ دوه قسمه وي يو هغه چې مونږ ئې صرف د تاريخ د ستنې او تاريخ کښې د يوې ورځې پۀ رنګ يادوو او بيا چې هغه ستنې او نېټه څنګه واوړي نو بيا هېڅ هم نۀ وي او يو هغه رنګ لکه د تاريخ پۀ کتابونو کښې بېلابېلې پېښې مونږ لولو او د هغې نه مونږ باقاعده سبق اخلو او د هغې پۀ رڼا کښې مونږ د خپلو حالاتو تجزيه کوو او د راتلونکي د پاره تابيا نيسو او زما پۀ خيال چې د تاريخ د يادونې به سائنسي او حقيقي يادونه هم دغه وي. بايد پښتانۀ د خپلو تاريخي پېښو او قامي ورځو يادونه هم پۀ دغه تناظر کښې وکړي.

    د سپين تنګي پېښه د خدائي خدمتګار تحريک د ابتدايي ورځو د پېښو نه يوه پېښه ده. بنو کښې د ازادۍ تحريک هسې خو د خلافت تحريک سره سم منظم کېږي. دلته باقاعده د خلافت مقامي کمېټي جوړېږي چې د هندوستان د مرکزې کمېټۍ سره ئې الحاق کېږي. د هجرت پۀ تحريک کښې د بنو ونډه ښۀ ښکاره وه او تر څۀ حده ئې زیاته هم وه. یو شمېر خلقو خپل جائيدادونه پۀ ارزان قيمت خرڅ کړي وو چې مستقل ډول ئې د هجرت تحريک ته ځانونه وقف کړي وو.

    خو د “انجمن اصلاح الافاغنه” د جوړېدو سره سم د بنو د ځنو کورنيو چې د امير ممتازخان کورنۍ پۀ کښې پۀ وړومبي سر کښې راځي ، د باچاخان سره پۀ تماس کښې وې او دا رنګې بنو ته د باچا خان د اصلاحي تحریک ازانګه رارسي ، دغسې چې بيا خدائي خدمتګار تحريک څنګه پۀ وجود کښې راځي نو د بنو سياسي کارکنان هم ورسره پۀ تحريک کښې شاملېږي. کال نولس سوه دېرشم کښې چې د سپين تنګې پېښه رامېنځته کېږي نو ياد تحريک دلته هغه رنګ باقاعده منظم نۀ وۀ څنګه چې چارسده يا نورو سيمو کښې ټينګ او غښتلے وۀ. خو د خدائي خدمتګار يو شمېر کارکنان پۀ دغه جلسه کښې شامل وو او د پېښې نه پس د پېښې د پلټنې د پاره باچا خان هلې ځلې پېل کړې او د قېديانو د راخلاصولو د پاره هم اواز تر ټولو زيات خدائي خدمتګار تحريک او بيا ال انډيا کانګرس اوچت کړے ؤ.

    د سپينه تنګۍ پېښې د بنو پۀ ځايي سياست ډېر ژور اثرات پرېباسلي دي . مونږ ګورو چې د پېښې نه سمدستي پس وړې وړې جلسې غونډې ، اجلاسونه او ميټينګونه پېل کېږي ، د شهيدانو پۀ ياد کښې کاليزې سترې سترې جلسې پېل کېږي ، د دوي پۀ قبرونو د بېرغونو د ودرولو روايت زور اخلي ، د دوي پۀ ياد کښې نظمونه وئيل کېږي. د باچاخان او ګوند د نورو غړيو تګ راتګ زياتېږي. دې سره اولس سياسي شعور اخلي ، منظم کېږي ، د غلامۍ احساس ئې راولاړېږي او د ازادۍ پۀ مفهوم پوهېږي. خدائي خدمتګار تحريک کښې شاملېږي او د باچاخان پېغام د وړاندې نه پۀ ډېره تېزۍ سره کور کور ته رسي. خدائي خدمتګار تحريک د بنو د يو منلي قوت پۀ شکل کښې مخې ته راځي او د بنو خاص او عام د سياست لوري ته پۀ شدت سره متوجه کېږې.

    ۱۹۳۰ د پښتنو پۀ تاريخ کښې خونړے کال خو ياد دے چې سپينه تنګۍ نه پرته د قصه خوانۍ او ټکر واقعات هم د دغه کال سره اړونده دي ، ولې دغو ټولو او پۀ خصوصي توګه د سپينه تنګۍ پېښې پېرنګے پۀ دغه نتيجه ورسولو چې نور دلته د دوي د تمکړې ځاے او ځاله نشته. د اصلاحاتو او د انتخاباتو پۀ لم و لېټ ئې څۀ کالونه خو تېر کړل ولې دغو پېښو د پېرنګي قدمونه د پښتونخوا او د ټول هندوستان څخه ډډ کړل.

    بيا مونږ ګورو چې د کال ۱۹۳۷ او ۱۹۴۶ انتخاباتو کښې خدائي خدمتګار تحريک (کانګرس) د بنو څخه څومره او څنګه کاميابه کېږي. بنو ته د يو سياسي مرکز حېثيت ترلاسه کېږي . مونږ ګورو چې د کال ۱۹۴۷ د هندوستان د تقسيم د پاره د شوي رېفرنډم نه د بائيکاټ پۀ ترڅ کښې د ټولو وطن دوسته پښتنو يوه اهمه غونډه چې يو اهم قرارداد هم پکښې پاس کېږي چې نن هم د پښتني سياست پۀ تاريخ کښې د “بنو قرارداد” پۀ نامه يادېږي او ډېر د تقدس پۀ سترګه ورته کتل کېږي. نن هم د پښتونخوا د جنوبي ضلعو پۀ سیاست کښې بنو ته يو مرکزي حېثيت ترلاسه دے. د خدائي خدمتګار تحريک/کانګرس دا تسلسل مونږ د نامتو ازادي خوښ مبارز اميرممتاز نه تر سالار يعقوب ، عطاء الله جان ، بازمحمد خان او بيا تر حاجي صمد پورې د تاريخ پۀ هر دور کښې ښۀ پۀ زور او شور سره وينو.

    د سپين تنګي د پېښې اثرات دي چې مونږ ته د تاريخ پۀ پاڼو کښې دا هم پۀ نظر راځي چې د فقير ايپي د مسلح مبارزې د پاره هم د بنو نه پۀ ډېر زيات شمېر کښې افرادي قوت ترلاسه کېږي او بنو نه چې کوم افرادي قوت د فقير ايپي سره ودرېږي ، هغه د وزيرستان د جنګياليو پۀ نسبت زيات منظم او پۀ سياسي حواله پوهه او د پښتنو د يووالي پۀ حواله حساس دي ، وجه ئې دا ده چې د بنو ملګري زيات سياسي دي ، د باچا خان د سياسي تربيت لاندې پاتې شوي دي. دغه ملګري پوهه دي چې مبارزې د پاره پوهه ، شعور او اقتصاد ډېر ضروري شيان وي. د بنو زياتره ملګري د کليو پۀ کچه کمېټۍ جوړوي، دوي د تحريک د پاره پۀ کليو کښې چندې کوي ، دوي غله او نور خوراکي توکي راټولوي او د فقير ايپي د تحريک مرکز “ګوروېک” ته ئې رسوي چرته به چې د ټولې پښتونخوا مبارزينو قيام کولو ، لنګر به چلېدو او دلته به دوي خپلې منصوبې تيارولې او د عملي کولو د پاره به ئې مشورې کېدلې.

    د سپينه تنګۍ د پېښې اثرات نن هم د بنو پۀ سياست باندې ليدل کېږې. هر کال د دغه پېښې پۀ اړه شهيدانو/زخميانو/مبارزينو ته د خراج وړاند‌ې کولو د پاره يوه لويه جلسه کېږي. دغه جلسه کښې مقررين د هغه پېښې سیاسي او سماجي تاريخې پس منظر بيانوې او د نوي کهول د سياسي مبارزې سره ئې پېوند کوي، دا رنګې نوے کهول د خپلو اسلافو د سياسي نظريې او مبارزې پۀ ترڅ کښې د خپل دور سياسي تناظر ته ګورې. نن هم د هاغه شهيدانو/زخميانو او پۀ دغه پېښه کښې د ګډون کونکيو کورنۍ ډېر پۀ افتخار سره د وطن دوستۍ او قام پرستۍ پۀ تحريکونو کښې برخه اخلي او د ملي غرور څرګندونه کوي.

    د يادې پېښې نه وروستو تر ننه پورې بنو پۀ قام وطن د مئينو خاوره ګڼل کېږي. د دغه ځاے اولس کۀ څۀ هم د ملک د پارلېماني نظام د خرابيو له وجې وقتي طور د بېلا بېلو نعرو ښکار شوي هم دي ولې دراصل دغه اولس د پښتون او پښتونولۍ د سياست د پاره ډېره زرخېزه ثابته شوې ده. دلته نه وخت پۀ وخت د قامي تحریک د پاره ډېر نوموړي نومونه مخې ته راغلي دي.

    خو ضرورت اوس د دې خبرې شته دے چې بايد مونږ خپل نوے نسل د دغه تاريخي پېښې پۀ تاريخي پس منظر هم خبر کړو او پۀ اهميت ئې هم پوهه کړو ، ترڅو دوي وتوانېږي چې نور هم د خپل قامي تحريک ترڅنګ ودرېږي او د هغو شهيدانو او زخميانو يا د هاغه وخت د کارکنانو د ارمانونو پۀ تکميل کښې کاميابه شو.

  • د بابړې پۀ پېښه کښې ښکېل  ملزمانو ته دې سزا ورکړے شي – ليکوال: مېجر جنرل (ر) ميا غلام جېلاني – ژباړن: خليل مومند

    د بابړې پۀ پېښه کښې ښکېل ملزمانو ته دې سزا ورکړے شي – ليکوال: مېجر جنرل (ر) ميا غلام جېلاني – ژباړن: خليل مومند

    هر څو کۀ د بابړې د پېښې د سليزې څلورمه برخه برابرېدونکې ده، خو د دغې پېښې زړۀ غوڅوونکے ياد نن هم غونے زيګ زيګ کوي. د دې واقعې لنډيز دا دے چې د خان قيوم خان پوليس او ملېشا د سورپوشو (خدائي خدمتګارو) د يو پرامنه جلسې د خورولو د پاره پۀ ۱۲م اګست ۱۹۴۸ء د بابړې پۀ مقام پۀ جلسه کښې موجود خلک دناتار ډزو ښکار شو. د دې وجې شپږ سوه تنه چې پۀ کښې سړي، ښځې، ماشومان او بوډاګان شامل وو ووژل شو او پۀ سوونو نور سخت ټپيان شو. د دې خلکو قصور دا ؤ چې دوي د حکومت د غېر جمهوري اقداماتو او د خان عبدالغفار خان د غېر قانوني ګرفتارۍ پۀ ضد پۀ يو لاريون کښې د غږ پورته کولو جرات کړے ؤ. د خپل اقتدار او اختيار پۀ نشه کښې مست قيوم خان پرې خپل نازک طبعيت او خاطر دروند کړو او هغوي د دې جرات سزا دومره وحشتناکه تجويز کړه چې د علاقې فضا نن هم ماتمي ده.

    د خان عبدالغفار ګرفتاري

    د دې احتجاجي جلسې د راجوړېدو يو سبب دا ؤ چې د قيوم خان حکومت خان غبدالغفار خان (پۀ ۱۵ جون ۱۹۴۸) بنو ته د تګ پۀ موقعه يو ناڅاپه د پاکستان سره د غدارۍ پۀ تور کښې ونيولو او بغېر د څۀ ثبوت او دليل نه ئې ورته درې کاله بامشقته سزا ورکړه. حالانکې حقيقت دا ؤ چې د پاکستان جوړېدو سره سم خان عبدالغفار خان پۀ ائين سازه اسمبلۍ کښې د پاکستان سره د وفادارۍ حلف پورته کړے ؤ. پۀ هر حال ظلم پسې ظلم دا وشو چې پۀ خان عبدالغفار خان د قېد ورځو کښې دومره ظلم وشو چې د هغې بيان هم مشکل دے. د قېديانو پۀ تاريخ کښې دا وړومبے قېدي ؤ چې د قېد پۀ موده کښې د هر قسم رعايت نه محروم کړے شوے ؤ. د درې کلونو د مودې پۀ برابرېدو هم د هغوي خلاصے نظرانداز کړے شو او هغه ئې د بنګال ريګولېشن ۱۸۱۸ز لاندې نظربند وساتلو. د صوبه سرحد حکومت د هغوي خلاف جرم لګولے ؤ او د سزا خوړلو د پاره د جېل انتخاب ورته پنجاب حکومت کړے ؤ.

    د بابړې پېښه

    بابړه د وړوکي شان کلي نوم دے چې د چارسدې نه درې ميله فاصله باندې دے. دلته کښې پۀ دولسم اګست ۱۹۴۸ء سرخپوشو(خدائي خدمتګارو) د خان عبدالغفار خان د غېر قانوني ګرفتارۍ پۀ ضد د احتجاجي غږ پورته کولو د پاره د يوې جلسې بندوبست کړے ؤ. چې پۀ کښې د لرې او نزدې نه راغلو خلکو ګډون وکړو. هر کله چې قيوم خان ته د دې خبر ورسېدو نو هغه سمدستي پۀ دغه ټوله علاقه کښې د دفعه ۱۴۴ د نفاذ اعلان وکړو.. د دې وجې د جلسې صدر د پوليس لوړو مامورينو ته خواست وکړو چې د جلسې ګډون والو ته دې دومره مهلت ورکړے شي چې دوي پۀ کښې پۀ پرامنه توګه خوارۀ شي. خو حکومتي مامورينو د شعوري منصوبې لاندې دوي ته دومره مهلت ور نۀ کړو او د جلسې پۀ مقام ئې د څلورو واړو اړخونو نه د ګولو باران شروع کړو او نزدې تر يو ساعته دغه ډزې روانې وې. دغسې شپږ سوه کسه مړۀ او په سلګونو نور سخت ژوبل شو. د زخميانو د سمې شمېرې اندازه ځکه ونۀ لګېده چې کوم زخمي هم روغتون ته د درملنې پۀ خاطر تلے نو پوليس ګرفتار کړے او پۀ حوالات کښې ئې بند کړے دے، نو ځکه د ګرفتارۍ نه د بچ کېدو د پاره ډېرو زخميانو د روغتون پۀ ځاے کور له ترجيح ورکړې ده.

    پۀ جائېداد د سرکار قبضه

    قيوم خان پۀ پرامنه جلوس د ډزو نه صبر نۀ شو، بلکې يو سرکاري حکم ئې جاري کړو پۀ کوم کښې چې د اخلاقياتو ټولې تقاضې نظر انداز شوې وې. هغوي(سپاهيانو) ډېر پۀ بې دردۍ سره د خان عبدالولي خان ماشومه لور د زانګو نه راښکله او بهر ته ئې وغورځوله او زانګو ئې د ځان سره يوړه.

    د پوليس غېر انساني رويه

    ددې (حکم) تر مخه د سور پوشو (خدائي خدمتګارو) ټول منقوله او غېرمنقوله جائيداد سم د لاسه د سرکار پۀ حق کښې ضبط کړے شو. د يوې محتاط اندازې تر مخه دغه وخت نزدې د څلورو کروړو روپو د ماليت پۀ جائيداد باندې حکومت قبضه کړې وه. دلته کښې د دې خبرې ذکر به هم بې ځايه نۀ وي چې پوليس د منقوله جائيداد د حصول پۀ وخت د انسانيت او د کورونو تلاشۍ دوران کښې د ښځو بې حرمتۍ کښې هېڅ موقعه د لاسه ور نۀ کړه. (خدائي خدمتګار) ئې ګرفتار کړل. بربنډ ئې ګړل، د هغوي مخونه ئې په تارکولو تور کړل او په خرو ئې سوارۀ کړل او د جلوس شکل کښې ئې په ټول ښار کښې وګرځول. او حد خو دا دے چې د هغوي د مور، پلار، ښځو، بچو او خوېندو، وروڼو پۀ مخامخ ئې هره بې عزتي وکړه او دغسې ئې د ښځو جلوس هم وويستلو او اعلان ئې وکړو چې دا ښځې هندوانې دي دوي سره کۀ څوک هم وغواړي، نکاح کولے شئ، عام حکم دے.

    خوشحالي نمانځل

    پۀ ځاے د دې چې حکومت پۀ خپل شرم ناک او وحشت ناک عمل باندې پښېمانه شوے وے، پۀ چوک يادګار پېښور کښې ئې د خوشحالۍ نماځلو پۀ لړ کښې د خوشحالۍ نه اتڼونه کول. د ځناورتوب دې کارونو ته ئې خپله ګټه او برياليتوب ووئيلو.

    د قيوم خان ضد

    قيوم خان پۀ دې سانحه د شرمېدلو او افسوس ښکاره کولو پۀ ځاے د صوبائي اسمبلۍ پۀ اجلاس کښې د ډېر ضد نه يوه ډوزه وويشته چې نن هم د اسمبلۍ پۀ رېکارډ کښې موجود ده. “ما حکم کړے ؤ چې تر اخري خدائي خدمتګار دا ټول ووژنئ، افسوس دے چې پوليس او ملېشا سره مرمۍ ختمې شوې ګنې مونږ به ټول ختم کړي وو”. هم پۀ دغه اجلاس کښې هغه د حزب اختلاف غړو ته پۀ اشارې کولو سره ووئيل “کۀ دوي چا قتل کړل نو د حکومت لۀ خوا به د چا نه هم د دوي پۀ حقله څۀ تپوس پوښتنه نۀ کېږي”.

    بهتان

    پۀ خان عبدالغفار خان د هندوستان د بېرغ د اوچتولو او د بغاوت د غږ پورته کولو الزام بېخي بهتان دے. او چونکې د قتل مقدمې هېڅ کله هم نۀ ټائم بارډ[Time barred] کېږي نو ځکه پۀ کار ده چې د بابړې د کېس بيا پلټنې وکړې شي او د دې غمناکې پېښې ذمه دار ملزمانو ته دې سزا ورکړي.

    ياده دې وي چې دا مضمون پۀ پېمان اردو مجله کښې پۀ ۱۲ جون ۱۹۷۲ء کښې چاپ شوے دے).

  • (خلافتي حکيم) حکيم فضل احد – ډاکټر جميل

    (خلافتي حکيم) حکيم فضل احد – ډاکټر جميل

    خلافتي حکيم صېب زما پلار ؤ. خداے دې ئې د ټولو خپلوانو او ملګرو سره وبخښي. هغه يو دانشور ؤ چې یو مثالي طرزِ زندګي ئې لرله، د دې سره سره هغه شپېتۀ کاله د تخت بهائي پۀ تقریباً پنځوس ميل علاقه کښې د طب او اېلوپېتي پۀ مېدان کښې يو نوموړے، مخلص او منلے شوے پرائيوټ پرېکټشنر ؤ. هغۀ له د ګرامر سره دا شپږ ژبې ورتلې: عربي، ترکي، انګرېزي، فارسي، اردو او پښتو۔ د ۱۹۱۸ز نه تر ۱۹۲۳ز پورې مصر کښې برټش ايکسپيډيشنري فورس کښې خدمات ترسره کړي وو. پۀ سفر کښې ئې انګرېزانو او نورو ته دغه ژبې زده کولې. هغه د ۱۹۲۷ز نه تر ۱۹۴۷ز پورې پۀ برصغير کښې د قام پرست تحريکونو پۀ مشرانو کښې ؤ ۔ پۀ ضلع مردان کښې د يو کال د پاره د قام پرستو صدر پاتې شوے ؤ.

    د تخت بهائي ريفارمز کمېټۍ نائب صدر پاتې شوے ؤ. هغه وخت کښې ئې بي اېچ يو(چې اوس ګنجے هسپتال دے) روان کړے، وړومبے انچارج پکښې ډاکټر مير افتاب ؤ چې د خېبر مېډيکل کالج پېښور وړومبے فارغ التحصيل ؤ.

    . پۀ مېره خېل چارسده کښې پۀ ۱۸۹۷ کښې زېږېدلے ؤ. پۀ ۲۶ اپرېل ۱۹۸۴ کښې (زما د مور د معدې د کېنسر نه د مرګ نه ۴۳ ورځې پس) د زړۀ پۀ دوره ئې لۀ دې دنيا نه سترګې پټې کړې. پرائمري زدکړې ئې پۀ کلي کښې وکړې. بيا ئې پۀ اسلاميه هائي سکول پېښور( اوسنے ګورنمنټ هائي سکول نمبر ۳) کښې داخله واخسته. د هغې هاسټل پۀ هغه ځاے ؤ چرته چې اوس پۀ خېبر بازار کښې يونيورسټي بک ايجنسي ده.

    تحريري اثار:

    ۱. موضوعاتِ قران (تقريباً اتۀ سوه پاڼې اېف اېس سائز رجسټر)

    ۲. مقاله Tuberculosis T.B تقريباً ۱۰۰ پاڼې اېف اېس، ال پاکستان طبي مجلس دا ډېره معلوماتې ګرځولې ده.

    ۳. د اي سي جي کتاب چې پۀ مختلف حالتونو کښې د زړۀ tracings ښائي.

    ۴. د دوايانو کتاب چې پۀ يو غټ سائز رجسټر، د مشق پۀ کتابونو، او جیبي ډائريانو مشتمل دے. څۀ دوايانې پکښې ګلېکسو Glaxo، اېم اېنډ بي M&B، بوټس Boots، بېئر Bayer (څۀ پکښې د برطانوي راج د وخت دي)

    دا کتاب چې کوم معلومات ورکوي د هغې پۀ حقله به زۀ د يو ډاکټر پۀ حېث ووايم:

    “د نورو حوالو سره حکيم صېب د يوې مشهورې برطانوي مجلې لېنسټ LANCET مدير ته پۀ ۱۹۴۰ کښې د يو خط ذکر کوي چې حکيم صېب پکښې د د نمونيا تشخيص يو علامت رپورټ کړے ؤ چې پۀ هر چا کښې به نۀ ؤ او د هغې نه به بغېر پۀ څۀ ماشومانو کښې پۀ نمونيا معلومولو کښې ناکامي راتلې شوه. پۀ دې کښې د حکيم صېب د لاسو جوړې کرې نقشې هم شته پۀ خصوصي توګه دسنټرل او اټونامک نروس سسټم Central & Autonomic Nervous System د مختلف ګېنګلياسټرکچرز ganglia structures د مختلف نرو فائبرز nerve fibers د هغوي د نيوروټرانسمټرز neurotransmitters سره.

    زدکړې:

    ۱. زما پلار منشي فاضل (فارسي انرز) له رامپور هندوستان ته لاړو. پۀ د منشي کلاس کښې هغۀ د پخواني هندوستان پۀ پنجاب يونيورسټي کښې دوېم راغلو.

    ۲. هغه پۀ برټش اېکسپيډيشنري فورس کښې د شاملېدو د پاره د بمبۍ پۀ لار مصر ته لاړو.

    ۳. د سروس پۀ وخت کښې هغۀ پۀ سبق او امتحانونو کښې ځان مصروفه ساتو. د هغۀ د رېکارډ نه پته لګي چې هغۀ به د امتحان د پاره چهټي اخسته پۀ کوم کښې چې څۀ د مترجم د امتحان برخې هم وې.

    ۴. زما پلار طب او اېلوپېتي زما د نيکۀ حکيم فضل احمد نه زده کړي وو. هغه پۀ امرتسر کښې د اېل اېس اېف اېم LSFM زده کوونکے ؤ خو د پرنسپل سره د غوېمې لۀ وجې ئې پرېښودلو. هغه بيا د طب امتحان پاس کړو.

    ۵. هغۀ زما د زدکړو پۀ وخت کښې پۀ ټولو مضامينو کښې لارښود ؤ.

    ۶. هغه يؤ ګڼ اړخيز نابغه شخصيت ؤ.

    ۷. پۀ ۱۹۷۷ز کښې ما خپله مور او خور ګلشن ارا يؤ څو مياشتو له ايران ته بوتله چرته چې ما پۀ نېشنل ايراننيان ائل کمپني هسپتال کښې د مېډيکل افسر او انستهيزيسټ پۀ توګه کار کولو. د کمپنۍ مشران هم د بابا د شخصيت نه ډېر متاثره شو.

    زما نيکۀ به زما پلار ته سبق وې:

    زما نيکۀ حکيم فضل احمد د زبردست خان زوے، او د حرمت اخونزاده ( د اګره/جاله بېله، چارسدې) نمسے ؤ. اولاد ئې پۀ خپلو دې ځمکو کښې استوګن شول.

    ۱. کوډے (سردرياب)

    ۲. پټواري کلے (نسته دوه سرو روډ)

    ۳. درګۍ منګا

    زما نيکۀ پۀ ۱۸۳۸ز کښې زېږېدلے او ۱۹۵۳ کښې مړ دے. خداے دې ئې وبخښي. هغۀ يو ديني عالم او تکړه حکيم ؤ او پرائیوټ کلېنک به ئې کولو( پۀ کراچۍ کيماړي او چارسده بازار کښې) هغه د ازادۍ د تحريک يو فعاله غړے او شاعر ؤ.

    هغۀ دا کتابونه ليکلي دي:

    ۱. رئيس اللغات (د طبي اصطلاحاتو ټولګه د انګرېزۍ، عربۍ، هندۍ، اردو او پښتو معنو سره)

    ۲. اختصار المجربات ( پۀ درې لويو جلدونو کښې د ازمايلے شوي طبي او نسخو لنډي)

    ۳. د عام استعمال د پاره د څيزونو جوړولو طريقې او فارمولې

    ۴. د ميزان الطب د فارسۍ نه پښتو ته ترجمه

    هغۀ د سبق د پاره خپله زمکه خرڅه کړې وه. هغۀ به وئيل چې زمکه سړے پۀ جهالت کښې ساتي.

    قابليت:

    پريچ خېل خانان

    خان شهباز خان صېب او د هغۀ کورنۍ

    C:\Users\Nangyal\AppData\Local\Microsoft\Windows\INetCache\Content.Word\001.jpg ۱. د تقسيم نه مخکښې دور: يوسف علي خان کاکا د خپلې ناجوړه لور د‌ معاينې د پاره بابا خپلو کور ته بوتلو. بابا ورته ووئيل چې دا د Diphtheria مرض دے او زر تر زره ئې ورته پۀ پېښور کښې د علاج شروع کولو مشوره ورکړه. خان کاکا مردان ته مريضه انګرېز سول سرجن له بوتله. هغه هم د دغه شته مرض ووې او دوه سوه روپۍ ئې ترې هم واخستې. پۀ هغه علاج هغه مريضه جوړه شوه.

    کاکا صېب زما پلار ته ووئيل، “تا ته خو د سرو زرو امېل پۀ غاړه کول پکار دي محترم حکيم صېب.”

    ۲. د دې کورنۍ غني خان کاکا ګاډے راولېږلو چې بابا مري ته د يو مريض ليدلو له بوځي. بابا ورته ووئيل چې حالات ښۀ نۀ دي، هندوانو څو ورځې مخکښې هندوستان ته هجرت کړے دے او د لرې غرونو د ډاکوانو نه د خلقو او د هغو سامانونو ته مسلسل خطره پېښه ده. ټول به د خپلې دفاع د پاره تيار اوسېدل. بابا ته ئې ووې چې محافظ به درسره لار شي خو دا ممکن نۀ وه ځکه چې هغوي هلته د کډو سره نۀ اوسېدل. بابا خپل ورور شاه جهان راوغوښتو چې د دۀ پۀ ځاے پاتې شي او مري ته لاړو.

    قابليت

    ۱. پروفېسر ډاکټر نور محمد د کوټ (کوټ جونګړو، تخت بهائي) مائننګ انجينيئر پۀ هغه خلقو کښې دے کوم چې د بابا نه ډېر متاثره وو. هغه د بابا د يو څو واقعې ذکر کوي چې د هغۀ د مشرانو پۀ مخکښې شوې وې. هغه وائي چې د ۱۹۶۰ز پۀ لسيزه کښې حکيم صېب زمونږ کلي ته د يو مريض معاينې له وغوښتے شو. مريض د کور پۀ غولي کښې پۀ کټ کښې پروت ؤ. حکيم صېب د ننوتو سره ووئيل چې دے خو څو ورځې مخکښې لېوني سپي چيچلے دے او زۀ پکښې هېڅ نۀ شم کولے.

    ۲. زمونږ د کلي يو درميانه عمر سړي قټه ګوته زخم شوې وه. حکيم صېب ووئيل چې پښه به د زنګون نه بره پرېکول غواړي. د مريض د خپلوانو داسې نۀ وه خوښه. يو وخت داسې راغے چې هغه ئې لېډي ريډنګ هسپتال ته بوتلو. پښه ترې د پۀ ميو هسپتال کښې د زنګون نه بره پرې کړے شوه.

    حکيم صېب چې خبر شو نو هغه ووئيل چې اوس ډېر ناوخته شوے دے، هيڅ فائده به ونۀ کړي. او هم داسې وشوه. مريض د دغه رنځ نه وفات شو.

    قابليت:

    ۱. زۀ د بابا پۀ کلېنک کښې ووم چې يو مريض راننوتو. بابا ما ته ووئيل چې تۀ پۀ غور سره ګوره دا د Leprosy مسئله ده. کېدے شي د دۀ د پښو پۀ تلو باندې دانې وي. او هم داسې وه. هلته موجود کسان ډېر زيات حېران شول ځکه چې د هغۀ مرض له دومره سېوا شوے هم نۀ ؤ.

    د نظر کلي ( رخ زرعي فارم مردان سره نزدې) نظر کاکا ډېر کلک سړے ؤ. هغه يو کلک قام پرست ؤ او د بابا نزدې ملګرے ؤ. پۀ درميانه عمر کښې د هغۀ د زړۀ يو وال خراب شو. هغه ورځو کښې د ملاکنډ د سړک نه علاوه د تخت بهائي ټول سړکونه کچه وو او د دې وجې نه سفر، چې زيات تر پۀ ټانګه کښې ؤ، د مريضانو د پاره ډېر ګران ؤ. بابا ورته ووئيل چې تۀ خپل کارونه لږ کم کړه او پۀ کلي کښې ارام وکړه. بابا هغه يو ځل لاره کښې ودرولو خو هغۀ سخت سفر وکړو. پۀ واپسۍ کښې ورته زړۀ ګډوډ شو او Acute Congestive Heart Failure ورته وشو.

    هغۀ بابا ته ووئيل چې تۀ بزرګ يې. بابا ورته وې چې زړۀ د روغو والونو سره د څلورو پښو د اس پۀ شان وي خو چې يو وال ئې خراب شي نو ګوډ شي.

    ۱. پۀ ۱۹۶۰ز کښې د فرنټيئر شوګر ملز ورکشاپ فورمېن چراغ دين کاکا د خپل ورارۀ معاينې له بابا وغوښتو. هغوي ملګري وو نو زۀ ورسره هم لاړم. مريض ټېکنيشن ؤ. د هغۀ ګوته نيمه پرې شوې وه او ډېره زخمي ؤ. پۀ مردان کښې ورته يو ډاکټر وئيلي وو چې دا به پرې کول غواړي. بابا ورته ووئيل چې د پرې کولو هېڅ ضرورت نۀ شته. د هغۀ ترۀ بابا ته درخواست وکړو چې مونږ سره مردان ته لاړ شه چې د سول سرجن سره مشوره وکړو. دوي چې لاړو نو سرجن هم د پرې کولو خلاف ؤ. د معمولي علاج سره هغه جوړ شو.

    ۲. د تخت بهائي يو چاے واله ته پۀ مردان کښې يو ډاکټر وئيلي وو چې تا ته ټي بي ده. هغۀ ورته دوايانې او پال هم ليکلے ؤ. بابا ورته ووئيل چې دا ښۀ تکړه ډاکټر دے خو خطا شوے دے. د مريض پۀ وېنا بابا د هغۀ سره پروفېسر علي ګوهر صېب له لاړو چې پۀ لېډي ريډنګ هسپتال پېښور کښې د ټي بي سپېشلسټ ؤ. هغۀ تصديق وکړو چې دۀ ته ټي بي نشته.

    د انګرېزانو رويه:

    ۱. پۀ پېښور کښې د مال روډ سره سم د ټانګو او ډنګرو د پاره ځان له سړک ؤ. بابا به د سکول پۀ وخت کښې پۀ ماښام کښې هلته ګرځېدو او د ټکو سپيلنګ به ئې يادولو. يو ځل هغه پۀ مال روډ ګرځېدو چې يو بوډا انګرېز ورسره مېلاو شو او اردو کښې ئې ورته ووئيل، (ترجمه) “دا سړک ستا د پاره نۀ دے” هغه بل سړک ته ئې ګوته ونيوه “دغه سړک ستا د پاره دے.” بابا وې چې ما ورته صرف وکتل او پۀ مال روډ روان شوم.

    ۲. پۀ رېل ګاډي کښې به فرسټ کلاس صرف د انګرېزانو د پاره ؤ.

    ۳. کۀ څوک مقامي کس به پۀ سټېشن د فرسټ کلاس ډبې مخې ته ودرېدو نو انګرېزان به راوتل او وهلو به ئې‌.

    ۴. پولېس ته حکم ؤ قام پرستان د هغې پورې وهئ او تشدد پرې کوئ تر څو چې ئې پارټي نۀ وي پرېښي.

    ۵. ماشومان به ئې پۀ لارو د مور پلار د تپوس نه بغېر سنتول

    ۶. د مرګ پۀ سزا کښې د رحم د درخواست قانون به انګرېزانو د ټرمپ کارډ پۀ توګه د خپل مفاد د پاره استعمالولو.

    بابا پۀ ۱۹۲۷ز خوا و شا کښې پۀ قامي تحريک کښې شامل شوے ؤ. څوک چې به د انګریزانو خلاف جنګېدل هغوي ته به انګرېزانو قام پرستان(Nationalist) وئيل. بابا چې څۀ وئيل د هغې مقصد ټولو ته ښکاره ؤ ځکه د بابا تجويزونه ډېر وستائيلے شول، څۀ تجويزونه دا دي:

    ۱. پۀ ۱۹۳۰ز کښې پۀ ټکر (پاتۍ ټکر، تخت بهائي) کښې د قتل عام نه پس د بابا پۀ تجويز د سانحې يادګار (د نمونځ د پاره يوه مرله چبوتره، چې اوس يادګار دے) جوړ شو.

    ۲. پارټۍ ملګرو ته باقاعده فوجي تربيت ورکړے شو ۔

    ۳. ټولو ملګرو ته وېنا وشوه چې چاے پتې يا د انګرېزانو جوړ کړي نور څيزونه به نۀ استعمالوئ.

    ۴. د دې د پاره چې د پارټۍ پۀ کسانو بوج رانۀ شي، ټولو ته ووئيلے شو چې د کور نه تيار راځئ چې د خپل خرچه سر ته رسولے شئ.

    ۵. زما خور خداے بخښلې ګلشن اراد بابا نه پوښتنه وکړه چې عبدالغفار خان کاکا ته به ولې باچا خان وئيلے شو؟ بابا جواب ورکړو چې ما به ورته احتراماً پاچا/پاشا وئيلو چې د ترکي تر ټولو لوے سول او فوجي اېوارډ دے نو د هغې نه باچا خان جوړ شو.

    د وکيل کلي جهانګير اباد صدر عبد المجيد کاکا او بابا به هره شپه پياده د خلقو خوا له تلل. د دې وجې نه د بابا پۀ پښو د سپي د خورولو نخښې وې. دواړو به د پوليس لۀ وجې پۀ نهر د اغوښتو د پاره پل نۀ استعمالولو. کاکا به احتراماً اوبو ته کوز شو، بابا به ئې پۀ اوږه واخستو او پۀ نهر کښې به پورې واغوښتو کۀ يخ به ؤ او کۀ ګرمي.د‌ ګرفتارۍ د يو وارنټ نه پس بابا پټ شو او مبارزه ئې جاري وساتله.د ګرفتارۍ نه يوه شپه مخکښې يو کس ئې خوا له راغلو چې مخامخ خو قام پرست ؤ خو پۀ يو وخت کښې انګرېزانو وئيلي وو چې د حکومت پۀ ضد نۀ دے. سحر له د علاقې نه پوليس تاو شوي وو.بابا سره پۀ جېب کښې د ډائرۍ غم ؤ چې پکښې ټول اهم معلومات وو نو يو طرف ته ئې منډه کړه او ځان ئې يو پټي ته ګذار کړو چې فصل پکښې ؤ. بيا پاڅېدو او ګرفتاري ئې ورکړه. خلقو د بابا د دې نا اشنا حرکت خبر خور کړو. د پاتۍ د کپړو يو سوداګر (چې هغه وخت کښې زده کوونکے ؤ) فصل ولټولو، ډائري ئې وموندله او پۀ راروانه غونډه کښې ئې ډاکټر خان صېب ته حواله کړه.

    بنو جېل:

    دومره ګرمي وه چې شپه به ډېره خرابه وه خو مبارزينو پۀ کلونو دا برداشت کړل. بابا به وئيل چې هلته به بې شمېره سپږې وې او ما به روزانه د جامو نه پۀ سلګونو سپږې لرې کولې. د ګوجر ګړۍ امام صېب وې، “تۀ به يقيناً د يو يګ پۀ شان ښکارې چې پۀ خپل غار کښې پۀ خټو لړلے شوے وي کله چې تۀ د جېل پۀ فرش د ارام پۀ ځاے کښې يو ماسپښين تېر کړې.”

    کله چې بنو جېل ته بوتلے شو نو بابا دننه تلو له پۀ قطار کښې ودرېدو. پۀ ګېټ ولاړ کس دے ودرولو او بهر انګرېز افسر پسې ئې ولېږو. بابا هغۀ هسې ولاړ ؤ. هغۀ بابا پۀ کرسۍ کښېنولو او خبرې ئې ورسره شروع کړې (چې ذهن ئې بدل کړي). هغه ووئيل “حکيم صېب تاسو ولې زمونږ دومره خلاف يئ؟”

    بابا ورته ووې، “ما پۀ خپلو ملګرو پسې تلو ته پرېږده.”

    هغۀ خپل سوال تکرار کړو. بابا ورته وې، “تۀ به قهرېږې کۀ ما درته ووئيل او وائې به دننه ئې بوځئ.”

    هغه وې، “نه.”

    بابا ورته ووې، “زۀ دا خاوره ازاده غواړم.”

    هغۀ له ډېر قهر ورغلو او وئې وئيل، “دننه ئې بوځئ.”

    د هغۀ د بابا د ذهن بدلولو چال ناکام شو.

    جېل، هري پور، هزاره:

    ۱. بابا د ځان سره جېل ته کتابونو وړي وو. د هغې د خوښې کتابونه دا دا وو.

    Savill’s System of Medical Practice,

    Prince’s Medicine,

    Tropical Medicine,

    Whitla’s Dictionary of Treatment (دوه جلده)

    ۲. پۀ جېل کښې به بابا خلقو ته د قران سبق وې.

    ۳. بابا له به ئې زيات تر بي کلاس ورکولو.

    ۴. هغه د ناروغو د اټېنډنټ پۀ توګه ساتلے شوے ؤ چې د هغۀ هم خوښه وه.

    ۵. بابا به ځان د مريضانو سره او پۀ کتابونو کښې مصروفه ساتو. د جېل ډاکټرانو به وئيل چې حکيم صېب امتحان له تياري کوي.

    ۶. بابا چې به کله ائي وي i/v ستن وهله نو همېشه به پۀ ورومبي ځل بريالے کېدو. يو ځل د جېل ډاکټر ته پکښې څۀ ستونزه وه. بابا ورته وې زۀ پرې کوشش وکړم؟ هغه رضا شو. بابا پۀ وړومبي وار ووهله. يو قېدي بابا پۀ اوږه واخست او پۀ جېل کښې ئې وګرځوۀ. بابا ورته وئيل چې دا ټيم ورک (د شريکې کار) دے.

    ۷. د جېل سپرنټنډټ سمتهه د بابا د کارکردګۍ نه ډېر متاثره ؤ او د خلاصېدو پۀ وخت ئې ورته ډېر ښۀ ستائينليک ورکړو.

    تحريک:

    ۱. د انګرېزانو خلاف د ازادۍ پۀ جنګ کښې به ډېر څۀ راتلل. د تلاشۍ پۀ بهانه به انګرېزانو قيمتي څيزونه وړل. دوي به پۀ بابا يا زما پۀ نيکۀ هسې راتلل. چې هغوي به نۀ وو نو د کور تلاشي به ئې اخسته او صندوقونه وغېره به ئې لټول. د کور ښځې به پۀ پرده کښې يوې خوا ته وې. زما د پلار او د مور دواړو طرف د نيکونو پۀ کورونو ډاکې ووهلے شوې.

    ۲. دوه ځله پوليسو د تخت بهائي د نهر پۀ غاړه د بابا کلېنک وويشتو کله چې به بابا پۀ مريضانو پسې تلے ؤ.

    ۳. د بابا د امدن د محدودولو د پاره پۀ هغۀ ناليکلې پابندي ولګېده. د مشرانو د قول مطابق چې د غريب سړي قابليت دولت دے، د بابا متبادل کلينکونه وو. هغه د دې کسانو حجرې وې.

    راحت اللّٰه کاکا، سخاکوټ ملاکنډ

    پير شاکر اللّٰه باچا، ګوجر ګړۍ مردان

    املر محمد خان کاکا، هوتي مردان (د مور بي بي نسيم ولي خان پلار)

    د دغه ځايونو مريضان خوشحاله او شکرګزار وو چې پۀ کور کښې ورته تجربه کار سهولت مېلاوېدو.

    پۀ حقيقي ژوند کښې ډرامه:

    ۱. يو مازيګر بابا خبر شو چې چا د غر نه د ډاکټر خان صېب پۀ ګاډي د کاڼو راورلو منصوبه جوړه کړې ده چې کله به هغه د ملاکنډ د درګۍ د دورې نه واپس کېږي. بابا خپل ورور شاه جهان ولېږلو چې ډاکټر خان صېب خبر کړي چې پۀ واپسۍ کښې لاره بدله کړي. خداے پاک هغه محفوظ وساتلو.

    ۲. پۀ ۱۹۴۸ز کښې بابا د څۀ ملګرو سره يو هندو ته لاړو چې ځمکه ئې پۀ تخت بهائي کښې د مډل سکول د پاره منظوره شوې وه خو يو کس قبضه کړې وه حکومت هغه د ته ولا نه د وتلو حکم وکړو هغه محکمه تعليم ته خط وليکلو چې زۀ دې حکم منلو ته تيار يم خو پۀ دې کښې صرف دوه کمرې دي چې د سکول د پاره کافي نۀ دي. انسپکشن ټيم چې به کله هم تلو نو د ولا ګيټ به بند ؤ. بابا مردان کښې دفتر ته لاړو او ټيم ته ئې ووئيل چې زما سره لاړ شئ‌. چې تخت بهايي ته ورسېدل نو دوي د ملاکنډ پۀ روډ ولا ته روان شو چې نزدې شول نو بابا د غر څوکې ته مخه کړه. د هلته نه ټيم وليدل چې پۀ ولا کښې ډېرې کمرې دي. دغسې ولا پۀ مډل سکول کښې بدله شوه چې اوس هائير سيکنډري سکول دے.

    پۀ متحده هندوستان کښې د سياست عروج:

    د ۱۹۴۰ز لسيزہ د قامي اؤ بین الاقوامي سياست مهم دور ؤ. خلق پۀ دې تجسس کښې وو چې مخکښې به څۀ کېږي. رېډیو ناياب ؤ. ورځ پاڼه ملاپ (اردو) به بابا له راتله. پۀ هفته کښې دوہ ورځې زيارت اؤ جمعه به پنځه کلوميټرہ کېې خلق تخت بهائي ته راتلل چې ځان خبر کړي اؤ د ضرورت سودا وکړي. ډېر به پکښې څۀ وخت له د بابا کلينک ته هم راتلل. څنګ چې مخکښې ووئیلے شو، پۀ رېل ګاډي کښې به فرسټ کلاس د انګرېزانو د پارہ بُک شوي وو. مقامي اشرافیه به سېکنډ کلاس استعمالولو. کله کله به بابا زۀ د ځان سرہ مردان ته بوتلم. زۂ د څلورو کالو وومه. خلقو به پۀ رېل کښې پۀ اوچت اواز پۀ حالاتو باندي بحث کولو. بابا به پکښې هم برخه اخسته. پۀ شروع کښې به ټول د بابا خلاف وو. زۂ به وېرېدم ځکه چې بابا د هغوي سرہ يواځې جنګ نۀ شو کولے. خو د هغۀ دلائل اؤ د بیان انداز داسي وو چې نيمه لار به لا پاتي وہ اؤ نيم په نيمه خلق به د بابا سرہ ملګري شوي وو.

    د سرحد د خلقو د حب الوطنۍ جذبه:

    ۱. مغل خان کاکا (د کالو شاه مردان د عبد الغفور خان او عبد القدير خان پلار)

    ما او کاکا د ۱۹۹۰ز پۀ لسيزه کښې مېلاو شوي وو. ما ترې د انګرېز خلاف د ازادۍ پۀ تحريک کښې د هغۀ د تجربو تپوس وکړو. هغۀ ووئيل، “د دې نه اندازه ولګوه چې زما مور ما ته څۀ وې. هغې وئيل چې زما دعا به همېشه ستا سره وي خو کۀ تا پېرنګي ته سر ټيټ کړو نو زۀ به درته ښېرې کووم.”

    پۀ سترګو کښې د جذباتو د اوښکو سره زۀ هغې مور ته سلام کووم چې د دې خاورې رښتنۍ لور وه او د بهرني قوتونو خلاف د ازادۍ د تحريک ټولو مبارزينو ته هم.

    دلته زۀ خپلې ته هم د عقيدت پېرزونې وړاندې کووم چا چې ښځو او جينکو ته نمونځ، قران مجيد او ترجمه ښودله. خداے دې ټول وبخښي

    ۲. کاکا دا هم ووې، “يو ځل پۀ ما زيړے ؤ ،. حکيم صېب زما ډېر ښۀ علاج وکړو خو د ښۀ کېدو نه پس به هم زۀ نۀ وږے کېدم. بيا هغۀ پۀ مردان کښې د سول سرجن سره مشوره وکړه. د هغۀ د سينې د یو خوراک سره زۀ سم د ټکه ښۀ شوم.”

    د سوشلسټ پوښتنه:

    ۱. بابا سياست دې له شروع کړے ؤ چې خپله خاوره د انګرېز نه ازاده کړي.

    ۲. کله چې بابا پۀ ۱۹۴۷ کښې د سياست نه استعفا ورکړه، يو خان کاکا پسې کلينک ته راغلو او تجويز ئې ورکړو چې حکيم صېب راځه چې سوشلسټان شو. بابا ورته جواب کښې ووئيل چې سوشلسټان خو وېش کوي. ستا دوه ښځې دي تۀ ترې يوه ورکولے شې. زما يوه ښځه ده، زۀ هغه ورکول نۀ غواړم.بابا کله هم داسې پۀ سختو ټکو کښې چا له فوراً جواب نۀ ؤ ورکړے خو دلته هغۀ د بابا نه د يو نازک شي پۀ باره کښې د فېصلې پۀ داسې طريقه تپوس کړے ؤ لکه دا چې يو معمولي څيز وي. هغه يو تجربه کار سیاستدان ؤ او پکار وه چې د بابا نه ئې تپوس کړے وے چې ستا سوشلزم خوښ دے کۀ نۀ. بې شکه چې قام پرستان نزدې ملګري وو او د يو مشترکه مقصد د پاره يو ځاے شوي وو.

    ۳. کله چې بابا پۀ ۱۹۸۴ز کښې پۀ حق ورسېدو نو ما څو مشهور کسانو(کۀ د هر سياسي ګوند وو) ته ووئيل چې د بابا پۀ باره کښې پۀ پاڼه خپل خيالات شريک کړئ. هغوي ډېر پۀ مينه باندې وليکل او راولېږل.

    صله رحمي:

    خداے دې ئې وبخښي، د بابا وروڼه دا وو.

    ۱. چاچا فضل اکبر( د هغۀ يو زوے ؤ، عبدالقدير، چې پۀ ماشومتوب کښې وفات شوے ؤ)

    ۲. شاه جهان ( زامن: بهائي محمد اقبال، بهائي محمد اجمل، بهائي محمد کمال، بهائي محمد جهانزیب)

    زما دواړه ترونه ډېر تکړه وو خو غېر تعليمي ماحول هغوي سبق ته پرې نۀ ښودل. د بابا د کوششونو باوجود هم هغوي د اتم نه پۀ بره سبق ونۀ وې.بابا بيا هغوي ته پۀ کلينک کښې چل زده کړو او دواړه د تکړه مېډيکل پرېکټشنر پۀ طور مخې ته راغلل. چاچا فضل اکبر پۀ سخاکوټ (ملاکنډ) او چاچا شاه جهان پۀ هاتيان (مردان) کښې کلينک وويست.چاچا فضل اکبر د‌ پړانګ (چارسدې) او چاچا شاه جهان د درګۍ منګا نه وادۀ کړے دے. چاچا شاه جهان د ۱۹۶۰ز د لسيزې پۀ اخره کښې پېښور ته پۀ کډه لاړو. پۀ نسبتأ علمي ماحول کښې د هغۀ ټول نمسي او نمسۍ ماشاءاللّٰه ټول تعليم يافته دي.

    د بابا يوه خور وه چې د چارسدې صفي اللّٰه خان ته وادۀ شوې وه. د هغۀ ډېر جائيداد ؤ چې زرعي او کمرشل دواړه ځمکې پکښې وې خو د انګرېز ريوينيو پاليسي د حکومت د ملګرو او مضبوط خلقو د پاره ښه وه. حکومت د هغۀ ټوله ځمکه د ريوينيو پۀ مد کښې پۀ قلاره قلاره پۀ خپل ملکيت کښې واخسته. دې هغه مالي طور ډېر کمزورے کړو.

    د بابا ارمان ؤ چې د هغۀ ځامن د خوشحالۍ ژوند وکړي. هغۀ حميد اللّٰه خان تخت بائي ته راوستو او سکول کښې ئې داخل کړو. کله چې هغه ډېر کامياب نۀ ؤ نو هغه ته ئې کلينک کښې چل وښودلو. پۀ ۱۹۴۶ز کښې هغۀ پۀ سخاکوټ کښې کلېنک شروع کړو. بهائي ډېر محنتي ؤ او کاروبار ئې ورسره هم شروع کړو. پۀ ۱۹۴۴ز کښې صفي اللّٰه خان وفات شو. بابا خپله خور او د هغې دوه کشران بچي خپل کور تخت بهائي ته راوستل ځکه چې هغوي هلته يواځې وو.پۀ ۱۹۴۸ز کښې حميد اللّٰه خان پۀ کاروبار کښې ناڅاپه تاوان وکړو. د کور د کرايې نه د بچ کېدو د پاره هغه بېرته مونږ پسې تخت بهائي ته راغلو ۔

    عزيز اللّٰه د چاچا فضل اکبر او چاچا شاه جهان دواړو سره کار کړے دے. بيا بابا هغه خپل کلينک ته راوستو. پۀ ۱۹۴۷ز کښې د هندوانو د دوکانونو د سامان نيلامي وشوه. بابا د غاښونو د ډاکټر دوکان واخست او بهائي عزيز اللّٰه ته ئې د غاښونو د علاج سامان حواله کړو‌. بيا ئې پۀ مردان کښې د غاښونو ډاکټر ملګري سره خبره وکړه، چې دۀ ته چل وښايي. چې کله هغه پوره چل زده کړو نو بابا ورله په خپل کلېنک کښې د پريکټس اجازت ورکړو.

    د ۱۹۵۶ز خوا و شا کښې هغه پۀ مېن بازار کښې د نهر طرف ته يو دوکان ته منتقل شو خو بيا هم زمونږ سره اوسېدو. پۀ هغه ورځو کښې خلقو پۀ تخت بهائي کښې پۀ غاښونو دومره خرچه نۀ شوه کولے نو د دې وجې نه د هغه امدن کم ؤ. پۀ ۱۹۶۰ز کښې زما خور (د هغه ښځې) د لسو روپو پرائز بانډ واخست. پۀ ۱۹۶۸ز کښې دې د پنځويشت زره روپو انعام وګټلو چې ټېکس پرې نۀ ؤ.بابا عزيز بهائي قائل کړو چې زمونږ کور ته مخامخ ځان له کور جوړولو له زمکه واخلي. بابا داسې محسوسوله چې د خپلوانو د ژوند ښۀ کولو کښې د مرستې هغۀ ته انعام مېلاوېږي.

    پۀ ۱۹۷۲ز کښې بابا ما ته خپله د مکې پته راولېږله کله چې زۀ اول کښې ووم. ما ورته ووئيل چې ما ته پۀ دواړه جهانونو کښې د کاميابۍ د پاره دعا وکړه. هغۀ جواب کښې ووئيل، “ما درته دعا کړې ده. د هغه جهان د پاره او دې جهان کښې، خداے پۀ ټول جهان کښې مشهور کړه. ما ته داسې ښکارېده چې دا به ممکن نۀ وي. پۀ ۱۹۸۷ز کښې ما ته د امريکې نه يا خط او ډېټا فارم مېلاو شو چې هغې کښې پۀ Marquis Who’s Who in the World پۀ نهم اېډيشن کښې زما د‌ ژوند حالات شائع کېدلو د پاره د فارم ډکولو او رالېږلو وئيلے شوي وو.

    پۀ ۱۹۹۴ کښې زما دا کتاب شائع شو

    The Art of Inventive And Creative Work (A Personal Approach), pp275;

    ISBN:

    969-8260-00-5

    پۀ دې کښې زما د ۱۹۶۴ز نه تر ۱۹۹۴ز پورې اوريجنل کار دے او مقصد ئې خصوصاً د درېمه دنيا پۀ ملکونو کښې خپل تخليقي صلاحیتونو له وده ورکولو کښې دلچسپي پېدا دي.

    د کال ۲۰۰۰ نه پس ما پۀ ګوګل باندې وليدل

    “Category Pakistani Inventore”

    چې کولاو مې کړو،‌ نو خپل نوم مې وليدلو؛

    “A. K. Jamil”

    د پنځه کسانو پۀ لسټ کښې

    اللّٰه اکبر

    خراج تحسين:

    محمد علي خان هوتي، پخوانے وزير

    حکيم صېب تخت بهائي ته پۀ هغه وخت کښې پۀ کډه راغلے ؤ چې دا يوه بستي (وړوکے کلے) ؤ. ډېرو خلقو به دے پۀ خپل نوم نۀ پېژندو. پۀ ده کښې ډېرې خوبيانې وې. دے يو پېشه ور مېډيکل پرېکټشنر ؤ او ډېر لوستے سړے ؤ. دۀ به پۀ هره موضوع ډېره پۀ روانۍ خبره کولے شوه. پۀ بحث کښې به دۀ پۀ چا خپله خبره مسلط کولو نه ډډه کوله. چا چې ورسره سياسي اختلاف لرلو هغوي هم دا حقيقت منلو چې هغه پۀ هندوستان کښې د برطانوي راج نه سخت نفرت لرلو.

    د ګوجر ګړۍ مردان حاجي باچا صېب

    زۀ لا زلمے وم چې ما په ګوجر ګړۍ کښې حکيم صېب يوې عوامي اجتماع ته د تقرير پۀ وخت وليدو. هغۀ وضاحت وکړو چې څنګه د عرب لارنس د عثمانيه سلطنت مات کړو چې اختلافات جوړ کړي. د دې خبرې لۀ وجې زۀ د هغۀ پۀ پارټۍ کښې شامل شوم.

    ۱. محمد حسېن صېب، د کالو شاه تخت بهائي د ډاکټر زاهد حسېن او ډاکټر حامد حسېن (ريټائرډ ډين اګرانومي، اګريکلچر يونيورسټي پېښور) پلار:

    “کۀ ورځ به وه کۀ شپه، لرې به ؤ کۀ نزدې، ګاډي به وو کۀ نۀ به وو، د موسم پرواه به ئې نۀ وه او خپل حفاظت غم به ورسره نۀ ؤ او پۀ خوشحالۍ به مريضانو له تلو. هغۀ حکيم هم ؤ او ډاکټر هم، دانشور، ښۀ مسلمان، پښتون، پۀ خپلوانو مهربانه، پۀ وطن مئين او يا ښۀ ملګرے ؤ.

    ۲. حميد اللّٰه (د چووا باباجي زوے)کېمسټ، فرنټيئر شوګر ملز اېنډ ډسټلري، تخت بهائي:

    “حکيم صېب زما د پلار ډېر ښۀ ملګرے ؤ. هغه ډېر مهربانه او زړۀ راښکونکے شخصيت لرلو”.

    ۳. زلفت شاه صېب (سينئر سکول ټيچر):

    “ما حکيم صېب د ۱۹۴۲ز نه پېژندلو. ما پۀ خپل ژوند کښې چرته داسې سم سړے نۀ دے ليدلے. هغۀ کۀ چرته د سياست نه قلار شوے وے نو د تخت بهائي پۀ مالداره خلقو کښې به ؤ.

    تخت بهائي

    ۱. افتخار خان مهمند، پخوانے اېم پي اے، خپل تاثرات ئې انګرېزۍ او اردو دواړو کښې ليکلي وو.

    ۲. ګل ضمير خان صېب، بي اے(انرز) بي ټي، پاټے

    ۳. عابد ميا صېب(ميا عبدالحق) نرے

    ۴. پروفېسر عبدالحۍ

    ۵. پير مکمل شاه، پاټے، سينئر اېډوکېټ، مردان

    ۶. فضل مولا خان(زوے د فريد خان کاکا)

    ۷. حاجي مير عالم خان، چيئرمېن پاون کمېټي

    ۸. حاجي محمد نقيب خان، پخوانے چیئرمین

    ۹. پير عبدالخالق( د پخواني ګورنر فضل حق نيکۀ)، پخوانے هېډ ماسټر، هائي سکول

    ۱۰. تراب خان (يوے د نواب خان کاکا) نوے ټکر

    ۱۱. حاجي عباس خان کاکا، عباس خان کلے

    ۱۲. حاجي صېب عبدالرحمان خان مومند

    ۱۳. محمد قسيم صېب، هېډ کلرک، فرنټيئر شوګر ملز

    ۱۴. پروفېسر محمد جهانزېب (فزکس) زوے د حبيب الرحمان کاکا

    ۱۵. صدر عبد المجيد کاکا، ډهکي مير اباد

    ۱۶. حاجي فضل کريم باچا، منېجر رحمان کاټن ملز

    ۱۷. ډاکټر عبد العزيز صېب، کراون هسپتال

    ۱۸. پير فېروز شاه، بي اے. زوے د پير عمر شاه، ترۀ د چووا. د هغۀ پۀ خبره کښې يوه داسې وه، ” حکيم صېب د ماشومانو یو تکړه سپېشلسټ ؤ.”

    ۱۹. عبدالقيوم خان صېب. سينئر اېډوکېټ، مردان زوے د عبدالقادر خان کاکا، د فضل اباد کلي

    ۲۰. تاج محمد خان زوے د يعقوب خان کاکا، يعقوب خان کورونه

    ۲۱. هوميوپېتک ډاکټر زېن اللّٰه خان، تختت بهائي مردان

    ۲۲. ماسټر مختيار صېب د چارسدې، چې د ريټائرمنټ نه پس پېښور پۀ کډه لاړو.

    ۲۳. عبدالرؤف صېب ترنوي، چارسده، مشر مدرس جامع مسجد، نمک منډي پېښور.

    ډېر مسلمانانو ته به د سورة فاتحه او سورة اخلاص د فضائيلو پته وي.

    پۀ ۱۹۸۴ز کښې بابا د مرګ نه پس، زۀ پۀ مختلف شکلونو کښې خلقو ته اپيل کوومه چې دا سورتونه ډېر ډېر وائي او د ځان د پاره او ټولو مسلمانانو( ژوند او مړو) د پاره دعا غواړي.ما ته اوس اوس پته لګېدلې ده چې سورة فاتحه ته سورة شفا هم وئيلے شي.

    ډاکټر ايوب خان، ډائرېکټر ريټارئرډ، ارنم، پېښور پوهنتون

    “ستاسو محترم باباجي د خپل وخت يو ښکلے او حېران کن شخصيت ؤ. اروا دې ئې ښاده وي. امين”

    يوه عمومي تبصره:

    دا برنے خطاب زما پلار حکيم فضل احد له پخواني سرحد (اوسنۍ خېبر پښتونخوا) خلقو د برطانوي راج خلاف د ازادۍ پۀ تحريک کښې د هغۀ پۀ کوششونو او د صحت پۀ مېدان کښې چې هغه ورځ شپه کوم معياري خدمات د پښتونخوا د خلقو د پاره پۀ خلوص او جذبه ترسره کړي، د هغې پۀ سر ورکړے شوے ؤ.

    خداے پاک هغه چا له ضرور انعام ورکوي څوک چې د زړۀ نه بې غرضه خدمت کوي.

    اللّٰه اکبر

    اظهار تشکر:

    زما د پلار د قيمتي، مخلصانه او ځانګړي خدماتو د اعتراف پۀ توګه د سرحد (اوسنۍ پښتونخوا) پخواني حکومت د ټکر روډ يو شاخ (چې د جميل منزل سره تېرېږي) له د حکيم فضل احد روډ نامه ورکړې ده. پۀ دې کښې ما د تخت بهائي ټاون کمېټۍ د چيئرمېن او ټولو ممبرانو او د مردان د ډپټي کمشنر شکريه ادا کړې وه. ما د ډائرېکټر، لوکل ګورنمنټ اېنډ ډيويلپمنټ او د ډائرېکټر جنرل، لوکل ګورنمنټ اېنډ رورل ډيويلپمنټ شکريه د ورځ پاڼې مشرق او د ورځ پاڼې (خېبر مېل انګرېزي) پۀ وساطت پۀ ۲۳ نومبر ۱۹۸۴ز د جمعې پۀ ورځ ادا کړې وه. دا د حکومت يو ډېر ښۀ اقدام دے چې د انسانيت او د وطن د بې غرضه خدمت د پاره به د نورو د پاره مثال ګرځي.

    (ډاکټر جميل زوے د حکيم فضل احد (عرف خلافتي حکيم صېب) تخت بهائي، مردان)

  • يو څو خاطرې او د دين مسئلې – سيد اعزاز علي شاه طورو

    يو څو خاطرې او د دين مسئلې – سيد اعزاز علي شاه طورو

    “يو څو خاطرې” د اسرار د طورو يو دلچسپ او زړۀ راښکونکے مبينه تصنيف دے. چې د طورو د يو نامور عالم دين مولانا محمد عنايت الله صېب عنايات دي. چا چې خپل ټول ژوند د دين اسلام خورونې او د اولس خدمت ته وقف کړے ؤ. دا خاطرې ياداشتونه، يادګارونه واړۀ مضامين دي. چې د علم د دردانو نه ډک دي. زۀ ترې يو څو را اخلم او د لوستونکيو مخې ته ږدم چې څومره ګرانې ګرانې مسئلې ډېر پۀ اسانه حل شوې دي.

    ښاغلي اسرار د طورو پۀ ډير ښکلي انداز کښې د يو منلے شوي عالم مولانا عنايت الله صاحب پاک پاکيزه شخصيت خاطرې ترتيب کړې دي. چې پۀ کښې د ژوند پۀ ګڼو اړخونو بحث شوے دے. دا د علم پلوشې دي، رڼاګاڼې دي او نن وخت کښې داسې ښکاري لکه چې څوک پۀ تورو تيارو کښې ډېوې بلې کړي. د جهالت د تېرو خلاف د جهاد اغاز وکړي.

    مئينو ډېوې بلې کړې پۀ ننګ د رڼاګانو

    بس ونښتو تيارو سره اوس جنګ د رڼا ګانو

    (م ر شفق)

    مولانا صېب د ملت اسلامي يوه لويه سرمايه وه. هغوي به اکثر پۀ خبرو خبرو کښې لوې لوې مسئلې او ګرانې ګرانې نکتې اسانې کړې او حل به ئې کړې. هم دغه رنګ زۀ پۀ يو څو نکتو طائرانه نظر اچول غواړم چې ډېر ساده ،اسان او روان انداز لري. پۀ خاطروکښې د ليکوال د فن ښکلا ځلېږي.

    صفحه ٣٦

    “د قبرونو احترام” خاطره کښې د قبرونو احترام بيان شوے دے. د مسلمانانو د قبرونو حفاظت او احترام لازمي دے. پۀ قبرونو کښېناستل ګناه ده.

    د مومنانو ارواح ته د مشرکانو پۀ صحبت اذيت رسي ( کفايت المفتي جلد ١٠ صفحه ٥٢٤ ترجمه اسرار)

    د ابو هريره (رض) پۀ روايت رسول الله صلي الله علېه وسلم فرمائيلي دي. چې تاسو نه يو تن پۀ سکروټو کښېني نو جامې او څرمن به ئې سوزي نو دا سوزېدل ورله د دې نه غوره دي چې دے پۀ قبر کښېني. (سن ابوداود کتاب الجنائز)

    د قام اصلاح او د الله رضا:

    مولانا صېب وائي چې زما د قام افراد پۀ خانداني دښمنو کښې يوبل وژني نو ماله خوب نۀ راځي. دا ناپوهه د جهنم پۀ اورکښې ځان له ځاے جوړوي. نو چې زۀ د دوي د اصلاح کوشش ونۀ کړم نو الله به رانه ناراض شي.

    ختم نبوت: مولانا صېب د ختم نبوت مسئله پۀ عام فهم لفظونوکښې بيان کړې ده.

    1. قران دين ته اکمل او اتمم وائي نو د بل نبي ضرورت پاتې نۀ شو.

    2. د اوبو ډک جام کښې نورې اوبۀ نۀ ځائېږي.

    3. قران ، حديث او تاريخ د حضرت محمد صلي الله علېه وسلم يو نوم احمد ښائي. والدين زوي له غلام احمد نوم کېږدي.نو د احمد غلام خو بايد غلام وي. نه چې نبي يا احمد ۔

    تقويٰ او متقي:

    د ابن عباس پۀ حواله فرمائي: د ښوکارونوکول او بدوکارونو نه اجتناب کول تقويٰ ده. (نېکي خېر دے او بدي ضرردے. متقي بې ضرره وي)

    چې کوم مسلمان دالله د عذاب نه وېرېږي د ګناهونو نه ځان ساتي. د الله اطاعت کوي. دالله حکم مني دا متقي دے. وسيله. بحواله د ابن عباس (رض)

    وسيله د الله تعالي د قرب او رضا د حاصلولو ذرائع دي. د کلمه طيبه هر قائل چې څومره پۀ خلوص د الله تعالٰي عبادت کوي . د الله د مخلوق سره مينه کوي، د انسان خدمت کوي نو دا سړے يا ښځه وسيله مومي. وسيله پۀ جنت کښې د نېکانو خلقو يو خاص مقام دے. هلته خوږ نبي صلي الله علېه وسلم سره د نېکانو او پاکانو مسلمانانو ملاقات کېږي.

    د جمعې د مانځۀ نه پس دوه رکعته مونځ (صفحه ٤٣)

    د امام ابو يوسف صېب (رح) نه منقول دي چې احتياطاً ئې کول بهتر دي. (الاختيار نرح المختار جلد اول صفحه ٥٤ حاشيه)

    قرض نۀ ادا کول او د مقروض جنازه:

    مولانا صېب وائي چې نبي علېه السلام فرمائيلي دي “چې د قدرت لرلو باوجود قرض نۀ ادا کول ظلم دے” اول اول به رسول الله صلي الله علېه وسلم دمقروض جنازه نۀ کوله. بيا به ئې کوله. نو دا فعل د اولني فعل د پاره ناسخ شو. (عمدة القاري _ ابن ۔ ۔ ۔ ۔ )

    لوستل او عمل :

    پۀ جومات کښې درس کېدو يو بنده پۀ دغه وخت نالۍ صفا کوله يو ملګري پرې ټک وکړو دا څۀ ګنده کار کوې. هغۀ د مولانا صاحب نه مسئله وپوښتله. مولانا صېب وفرمائيل “مونږ لوستل وکړل تا عمل وکړو” (بخاري او مسلم)

    سجده سهوه او قرات:

    څلور رکعتي مونځ کښې پۀ اولنو دوه رکعتونو کښې د قراة مانځه نه پس د قراة د وجوب ذکر دے. کۀ پۀ اولنو کښې ونۀ وائي نو وروستيوکښې دې ووائي. او کۀ سهواً هډو قراة سورة الفاتحه ئې ونۀ وئيله نو سجده سهوه به وکړي او کۀ سجده سهوه ئې ونۀ کړه نو دوباره به د مانځۀ اعاده وکړي.

    د قران پاک نازلېدل:

    قران پاک د رمضان پۀ مياشت کښې نازل شوے. مولانا صېب فرمائي چې تورات، انجيل او نور الهامي کتابونه هم د رمضان پۀ مياشت کښې نازل شوي دي. قران پاک پۀ لېلة القدر کښې د بېت العزت نه د دنيا اسمان نه پۀ يوځل نازل شو. بيا پۀ خواو شا ٢٣ کلو کښې د ضرورت مطابق نازلېدو.

    د قران اوقاف پېژندل:

    مولانا صېب فرمائيلي دي چې حضرت عبدالله بن عمر (رض) او نورو اصحابانو رضوان الله عليهم به قران د حلال او حرام زده کولو سره سره د رسول الله (ص) نه اوقاف هم زده کول. تاسو خپل استاد نه سبق واورئ . او د ودرېدو اوقافو مقامونه بيا زده کړئ. پۀ ادل بدل وقف معنٰي بدلېږي. دغه دې کتاب ګرانې ګرانې اسلامي نکتې ډېرې اسانې کړې. د دې کتاب لوستل د علم پۀ درياب کښې لاس وهل دي. چې ډېر خوند کوي. دکتاب بيا بيا لوستو سره نوے نوے فېض حاصلېږي.

    نوټ: د ټولو مسائيلو د زدکړې د پاره دا کتاب پۀ تفصيل او توجو سره لوستل لازمي دي.

    مولانا صېب د باچاخان داصلاحي تحريک د غلامۍ خلاف د جهاد او د عدم تشدد او د صبر د حکمت عملۍ مرسته کوله. او دا طرز عمل ئې د کاميابۍ سبب ګڼلو. د خاطرو پۀ څو مخونو دا حقيقتونه رقم دي؟

     

  • حمزه بابا او زما خوب – دولت خان

    حمزه بابا او زما خوب – دولت خان

    هغه ورځ ډېر ناوخته کور ته راغلم، څۀ خو پۀ دفتر کښې کار ډېر ؤ او څۀ پۀ دغه ورځ د يو ملګري مور بي بي پۀ حق رسېدلې وه خو چې د دفتر نه ووتم نو پۀ موټرسائيکل مردان ته جنازې ته لاړم. واپسۍ کښې راته را ياد شو چې زوي مې يو کتاب غوښتے ؤ. ما وئيل هسې هم مردان ته راغلے يې نېغ بېنک روډ ته لاړم هغه کتاب مې راواخستو او واپسي مې وکړه. ماسخوتن تېر کور ته را ورسېدم. ډوډۍ مې وخوړه او خپل کټ ته پرېوتم. ډډې پۀ ډډې اوړېدم راوړېدم چې اودۀ شوم خو خوب رانغے نو موبائيل فون مې را واخستو او پۀ فېس بک کښې مشغول شوم. څۀ وخته پورې مې پۀ سکرين ګوته ښکته بره ګرځوله چې موبائيل فون کښې چارج ختم شو.

    خوب رانه هسې هم تښتېدلے ؤ. د کتابونو المارۍ مې پرانسته ماوئيل راشه څۀ کتاب به وګورم. کتابونه مې لټول چې پۀ يو مجله مې نظر پرېوتو، دا د پښتو اکېډيمۍ مجله وه چې د پاسه ئې پرې “حمزه نمبر” ليکلے ؤ. زۀ هسې هم ډېر د مطالعې پۀ موډ کښې نۀ وم. ما وې راشه دې کښې به د حمزه بابا شعرونه وګورم څۀ وخت تېرے به دې وشي . کټ کښې پرېوتم او دوه بالختونه مې سرته کېښودل پاڼې مې اړولې او چرته به چې د حمزه بابا شعرونه راتلل هغه به مې لوستل او بيا به مې پاڼه اړوله، زۀ لا پۀ دې مشغول وم چې خوب راباندې غلبه شو او سترګې مې ورغلې.

    خوب وينم چې پېښور يونيورسټۍ کښې روان يم او چې مېډيکل کالج ته ورسېدم نو “څۀ ګورم چې نۀ ګورم” صاحب شاه صابر مخې ته راغے. بړه ګړه مو وکړل ما نه ئې تپوس وکړو چې څنګه راغلے يې . ما وې سر زۀ خو دفتر ته ورغلے وم د طالب علمانو امتحان فارمونه مې جمع کول. خو تاسو کوم خوا روان يئ. ماته وائي نورې خبرې پرېږده، تۀ راځه د لائبرېرۍ نه يوکتاب راخلم او چاے به هم وڅښکو. مونږ واپس پښتو اکېډيمۍ طرف ته روان شو. پۀ لار راته وائي کۀ سبا لۀ دې څۀ خاص کار نۀ وي نو بېګا له د حمزه بابا پۀ درناوي کښې يوه لويه غونډه ده. هغې کښې به ګډون وکړو . سبا له به يو ځاے لاړ شو، ما وې خوښه مې ده.

    ماسخوتن زۀ او صابر صېب دواړه پۀ يو لويه حجره ورننوتو. څۀ ګورم چې يو لوے هال دے د يو دېوال نه تر بل دېوال پورې پۀ کښې شين قالين خور شوے دے.

    ګېرچاپېره کسان ناست دي او غټو غټو تکياګانو ته ئې ډډې وهلې دي. صابر صېب ورغے د ناستو کسانو سره پۀ بړه ګړه شو او زۀ ورو غوندې يو ګوټ ته کښېناستم او ډډه مې ووهله. لږ ساعت پس هال ته څو کسان راننوتل چې محمدنواز طائر صېب او حمزه خان شينواري ترې مخکښې را روان وو. ناست کسان ټول ودرېدل او تر هغې ولاړ وو چې ترڅو حمزه بابا تشريف فرما شوے نۀ ؤ.

    دا محفل روايتي نۀ ؤ چې خاموشي شوه نو يو سپين ږيرے بابا ودرېدو اود سورة رحمان تلاوت ئې شروع کړو. د تلاوت نه پس نواز طائر صېب حمزه بابا ته خواست وکړو چې حمزه بابا دې د خپل ژوند او فن پۀ حقله حاضرينوته څۀ ووائي. حمزه بابا د تکيا نه را نېغ شو، مرۍ ئې غلې غوندې تازه کړه او وې فرمائيل.

    “اول اول د لنډي کوتل پۀ پرائمري سکول کښې داخل شوم چې هغه وخت پۀ لنډي کوتل کښې بس دغه يو سکول ؤ، د سبق سره مې ډېر شوق ؤ ولې د بده مرغه زما استاد صېب زما دا شوق پۀ زشت او پرېشانۍ بدل کړو. واقعه داسې وه چې يو ورځ ما د پټۍ ليکلو پۀ ځاے پۀ تختۍ انساني خاکې راښکلې او پۀ زړۀ کښې من من غټېدم چې استاد به راله پۀ دې ډېر داد او شاباسے را کړي. خو هغه نېک بخت چې د انسانانو هغه خاکې ولېدې نو چوکه ئې را واخسته او چغه ئې کړه چې “خبيثه دا دې څۀ کړي دي” او بيا ئې نۀ زما سر کتو او نۀ پښې، ښۀ ډډې پۀ ډډې ئې واړولم. دغه وجه وه چې د سکول نه مې تېښته وکړه. او هم دا وجه وه چې مشر ورور پۀ اسلاميه کالجېټ سکول کښې داخل کړم. خو هلته مې هم دا حال ؤ چې

    د اسرافيل راته شپېلۍ ياده شي

    زۀ چې ټلۍ د مدرسې واورم

    کله کله به د سکول نه پټېدم او چې ګېر به شوم نو سزا به مې هم خوړه . زمونږ د پينځم جماعت ماسټر عباس علي بېګ ؤ. ډېر لوړ او قوي الجثه سړے ؤ، وړه وړه ږيره ئې وه، د مونځ اودس ډېر پابند ؤ.

    هغۀ به وهل نۀ کول خو چې غصه به شو نو وئيل به ئې “بېنچ په کهړے هوجاؤ منحوس اور دن بهر کړے رهو”

    يو ورځ د سپرلي موسم ؤ، کمرې ته د کړکۍ پۀ لار يخه يخه هوا را دننه وته. ماسټر صېب مونږ ته د انګرېزۍ نظم (Koil) پۀ مزه مزه وئيلو، چې دې مصرعې ته را ورسېدو Koil Koil and agins خو بيا ئې پۀ کمره کښې د بوټانو ټک ټک شوروع شو. او پښې به ئې د رقص پۀ انداز کښې پۀ فرش وهلې. مونږ ټول مسکي مسکي کېدو. خو د ماسټر صېب د وېرې نه مو نۀ شو خندلے. خو زمونږ يو ملګري ارباب شېراکبرخان دا ننداره نۀ شوه زغملے او خټ ئې وهل او پۀ بړق بړق پۀ خندا شو. مونږ وئيل چې اوس به ورته ماسټر صېب غصه شي او ورته به وائي چې “بېنچ په کهړے هوجاؤ منحوس” خو هغۀ ورته ښکته بره وکتل. شېراکبر خان هم د وجوده ډېر مضبوط او دنګ لوړ ؤ. او بيا ئې في البديهه ووئيل

    چهره هے مثل ببر… هے نام شيراکبر

    رستم بهى تم کو ديکهے… تو بهاگ جائے ډاکټر

    دا قطعه ئې د شوق او مستۍ پۀ جذبه کښې دوه درې ځله تکرار کړه. زما شاعرانه استعداد له د عباس علي بېګ صېب دې قطعې ډېر تحريک ورکړو او وړومبے غزل مې پۀ اردو کښې وليکلو چې مطلع ئې راته تراوسه پورې ياده ده.

    سامنے آتى ہوئى مسکرا جاتى رہی

    دل پہ ميرے خنجر مزگان چھباجاتى رہی

    هغه ورځو کښې به سکول کښې د بخارا يومهاجر شهزاده سکندر شاه هم ؤ. چې شاعر هم ؤ . ما د اصلاح د پاره غزل هغۀ ته وړاندې کړو، چې وې لوستو نو ډېر شاباش ئې را کړو. او وې وئيل چې پۀ دې عمر ستا د غزل هر يو شعر پۀ وزن پوره دے. معلومېږي چې د راتلونکي وخت ښۀ شاعر به شې.خو واوره پۀ اردو محاوره کښې “خنجرچهبانا” نۀ وي بلکې “خنجر مارنا” وي. پۀ هغه ورځو کښې زمونږ د هاسټل سپرنټنډنټ سيد قمرعلي شاه صېب ؤ چې خپله هم ډېرښۀ شاعر ؤ. هغه زما د دې شوق نه خبر ؤ يو ورځ ئې راته د څۀ نظم اورولو حکم وکړو، ما ورته د اردو يو نعت واورولو. بيا قمرعلي شاه ووئيل . هغه به اکثر خبرې پۀ اردو کښې کولې وې چې “یہ خبیث ضرور شاعر بنے گا”

    بيا ډېره موده پس چې پۀ سېدو د قمرعلي شاه صېب سره ملاقي شوم نو راترغاړه وتو او وې وئيل چې ستا پۀ حقله زما پېش ګوئي پوره شوه. اوس چې کله د پېښور رېډيو د مشاعرې اعلان وکړي نو ستا د اورېدو د پاره ورته کښېنم. ستا دا شعرمې ډېر زيات خوښ دے

    ورانېږي مې وجود پۀ ابادۍ کښې بړجوکے يم

    اے وخته پېچ وناب مې کړه صحرا ته مې زړۀ کېږي

    زما د وخت او پرېشانۍ پۀ نتيجه کښې تعليم پاتې شو. او چې د سکول نه ووتم نو د شاعرۍ جوش مې هم لکه د …. کښېناستو.

    دوه کاله مې د سرکار ملازمت وکړو. خو د يو نامعلوم اضطراب پۀ وجه مې ملازمت هم پرېښودو. او پۀ دې دوران کښې د محبت د رنګينې دنيا سره مخ شوم. او ورو ورو بيا مې هغه د شاعرۍ جذبه راويښه شوه ۔

    پۀ ١٩٣٠ز کښې د حضرت سيد عبدالستارشاه چشتي نظامي توجه ځان ته راښکودم او د تصوف او سلوک پۀ حېرانوونکي ماحول کښې مې قدم کېښودو.

    تراوسه ما پۀ اردو کښې ليکل کول او د اردو مطالعه مې هم زياته وه. د سکول پۀ امتحان کښې مې هم امتيازي نمبرې اخستې وې. د حافظې خو مې دا حال ؤ چې يو کرت به مې هغه ولوستل نو بيا به راته د همېشه د پاره ياد وو. د اردو ژبې د ژورې مطالعې پۀ وجه زما ژبه بلکل د هندوستانيانو غوندې شوه. او پۀ دې دوران کښې مې څوځله د اجمير او ډيلي سفرونه وکړل، ما پۀ بمبۍ کښې پۀ ١٩٤١ز کښې د فلم لېلٰي مجنون مکالمې او سندرې وليکلې، او دوه مياشتې هلته پاتې شوم، بس ټوله اردو، اردو شوم.

    يوځل پۀ بمبۍ کښې د اردو پۀ يو مشاعره کښې شامل شوم چې د طرحې مصرعه ئې دا وه “هم انقلاب شام وسحر ديکهتے رهے” او چې د خپلې پګړۍ، څادر او څپلو سره پاس ورغلم. خو حاضرينو پۀ تعجب يو بل ته وکتل خو شاعر غزنوي پېژندم. ځکه چې هغۀ به د پېښور رېډيو د پاره ډرامې ليکلې. د بړې ګړې نه پس ئې داستاذانو شاعرانو پۀ صف کښې کښېنولم. کله چې زما نمبر راغے نو ما هم يو غزل واورولو چې دا دوه شعرونه ئې ټولو ډېر خوښ کړل.

    معيارحسن جان گئے ان کو ديکھ کر

    کچھ مدعا نہیں تها مگرديکهتے رہے

    ہم جوہر ممانعے، حسرت ميں گهوگئے

    آئينہ ساز اپناہنر ديکهتے رہے

    خېر دا خو جمله معترضه وګڼئ.

    پۀ ١٩٣٢ز کښې راته خپل شېخ (عبدالستار شاه باچه) هدايت وکړو چې د اردو پۀ ځاے پۀ پښتو کښې ليکل شروع کړه. وې فرمائيل چې تۀ پۀ پښتو کښې کوم مقام پېدا کولے شې هغه پۀ اردو کښې ممکن نۀ دے (کۀ څۀ هم) پۀ ما دا خبره ډېره بده ولګېده خو د هغوي د حکم مخالفت هم ډېر ګران ؤ. نو پۀ پښتو کښې مې وړومبے غزل وليکلو چې مطلع ئې دا وه.

    زېږوي د مستۍ نه ساغر وجسد پېمانه کوي

    ساقي ګل رُخ چې نظر دوي ته جانانه کوي

    او هم پۀ دې ورځو کښې زۀ د وېرې او شديد اضطراب پۀ سيند لاهو شوم او ډېر ګډ وډ شوم. کۀ دا ووايم خو غلطه به نۀ وي چې صرف د خپل وجود سېورې پاتې شوم. خو زما شېخ دا کله منل، مسکے به شو وئيل به ئې دا ډاکټران به نۀ وي او تۀ به ژوندے يې. “موتوقبل ان تموتو”

    د دې نه پس چې کله لږ د سکون او اطمينان سره مخ شوم خو پۀ ذهن کښې مې نوي نوي خيالاتو غزونې وکړې او يو نۀ يو شعر به زما پۀ ذهن کښې انګازه پېدا کوله. پۀ اول کښې مې اصلاح د خپل شېخ نه اخسته او کله کله به مې مولانا عبدالمجيد افغاني (مرحوم) ته هم غزل د اصلاح د پاره وړاندې کوو.

    بيا چې ١٩٣٥ز کښې پۀ پېښور کښې د ال انډيا رېډيو څانګه پرانستې شوه نو ما ورله وړومبۍ ډرامه “زميندار” وليکله چې عبدالکريم خان مظلوم (مرحوم) ډېره خوښه کړه.

    زما د ذهني ارتقاء پۀ سفر کښې يوسبب غربت هم ؤ. سره د دې چې زمونږ خاندان ښۀ شتمن دے. ولې د هغوي دا خيال ؤ چې دے خپله ډېرې ګټي نو زما به ئې هډو څۀ خيال نۀ ساتلو. پۀ هغه ورځو کښې مې “د ډمانو ښار” يوه ډرامه ليکلې وه چې اجرت ئې شپږ روپۍ ؤ او رېډيو واله به داسې عنوانونه را کول چې انصاف کول هم ورسره ګران وو.

    د پښتو شاعرۍ پۀ دې دوران کښې چې ١٩٣٣ز کښې شروع شوې وه او تر اوسه پۀ کښې ساه غړېږي، څو څو کرته زماد تخيلاتو ذخيره ختمه شوې ده خو د پرله پسې مطالعې له برکته مې بيا پۀ وړاندې يون کړے دے. زما يو ګران دوست چې يوځل ئې دا وئيلي وو چې ” حمزه اوس د غزل ليکلو جوګه نۀ دے پاتې شوے” نو ما ئې پۀ جواب کښې وئيلي وو.

    پير د غزل يم نو قابل د پېروۍ يمه زۀ

    لکه ماشوم پۀ اضطراب کښې لوبېدلے نۀ يم

    لا سخن خېزې دي زما د تخيل ژورې

    زۀ د غزل د بلندو نه پرېوتلے نۀ يم

    حمزه بابا غلے غوندې تکيا ته ډډه ووهله، پګړۍ ئې د سر نه کوزه کړه او پۀ سر ئې لاس ووهل، پۀ دې کښې هال ته د کړکو پۀ لاره دهوا يو تېزه او معطره چپه را ننوته. ټول خلق د لږ وخت د پاره مدهوشه غوندې شو. داسې خاموشي خوره شوه چې تا به نۀ وې چې ګنې دې هال کښې څوک موجود دي. پۀ قول د فضل حق شېدا چې ورته به وائي پۀ سينه کښې د چا زړۀ هم نۀ درزېږي

    قبلې ډډې ته ناست سرګند علي رمزي بنګش پۀ خپل ځاے ودرېدواو داسې ګويان شو.

    “ښاغلے حمزه صېب د يو داسې ژور نظر او جمالياتي ذوق څښتن دے چې کله هم د فطرت ښکلا ته د خپل فکر رسا دوربين ورسم کړي نو بيا د خپل جمالياتي ذوق پۀ بنا ترې خوندونه اخلي. او خپل احساسات سمدستي د قلم پۀ سوکه راولي. حمزه صېب يو قاعدالکلام شاعر دے. د فن شاعرۍ پۀ هر صنف ورته ښۀ عبور حاصل دے . بالخصوص د غزل مېدان ئې ډېر زيات خوښ دے. دغزل صنف چې چرې به شاعرانو صرف د عشق و محبت ، ګل او بلبل، زلفو او سنبل د ذکر د پاره مختص ګڼلے ؤ، حمزه صېب پۀ دې نظريه کښې ترميم وکړو او پۀ دې صنف کښې ئې ډېر څۀ راګډ کړل. حمزه صېب د شاعر نه علاوه يو ډېر لوے عالم او فاضل هم دے او پۀ کلام کښې ئې عارفانه او صوفيانه رنګ هم شامل دے. د دۀ دغه عالمانه ذوق پښتو شاعرۍ ته علمي او معنٰي خېز مواد وربخښلي دي، چې ورسره د پښتو علمي حېثيت کښې ډېره اضافه شوې ده”

    رمزي بنګش صېب چې کښېناستو نو خوا کښې ورسره ناست پروفېسر داورخان داود صېب راپاڅېدو او د حمزه بابا پۀ حقله ئې څۀ داسې ووئيل “څنګه چې خوشحال خان خټک پۀ خپل دور کښې پښتو غزل له بلها سرڅڼې کړې دي.

    دغه شان حمزه بابا هم پۀ مضمون او نوي نوي تشبيهات او استعارات ئې پۀ کښې ځاے کړي دي. کوم صنف کښې چې حمزه بابا د نورو شاعرانو نه ممتاز کړے دے هغه د دۀ د خوا او شا تصويرکشي او منظر کشي ده. د عشق او مينې شعرونو ته ئې د پښتو او پښتنولۍ رنګ ورکړے دے. دۀ د شعر نه پښتو او پښتو نه شعر جوړ کړے دے. پښتو ئې ادب او ادب ئې پښتو کړې ده. څنګه چې خوشحال بابا د خپلې قام ولۍ پۀ وجه ژوندے دے . دغسې حمزه بابا به هم د خپل پښتني احساس پۀ سبب تر عمره ژوندے وي. څنګه چې خوشحال بابا پۀ ډانګ پئيلي او واز کومي اعلان کړے دے چې .

    د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره

    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

    دغه شان حمزه بابا هم د خپل پښتونيت او افغانيت اظهار څۀ پۀ سپېځلي ډول کړے دے.

    ما ټيټ ورته لېمۀ کړۀ زما سر نۀ ټيټېدو

    شايد چې پۀ الفت کښې هم افغان پاتې کېدم

    پۀ اخر کښې زۀ د حمزه بابا د شاعرۍ نه تاسو ته يو څو شعرونه وړاندې کوم نورجاج ئې تاسو پۀ خپله واخلئ ۔ ۔ ۔

    اوس خو دا غشي د بڼو دې راته مۀ ګورته وه

    پۀ ننواتي زما اوښکې پښتنې راځي

    زۀ پښتنو سترګو ته ماشوم زړۀ ورکوم

    ګورم چې نيازبينه پښتنه ورسره څۀ که

    ګله بې پت لکه د پرخې نۀ يم

    چې به د نمر د پلوشو سره ځم

    درنه به وانۀ وړمه پوهه شوے کۀ نۀ

    درته مې وکړې پۀ پښتو خبرې

    ما حمزه ته پېژنې باده خاونده

    پۀ ښاغلي پېمانه کښې د افغان را

    حق لرې سرټيټ چې له ما غواړې خو

    څۀ وکړم اشنا چې زۀ افغان يم

    کله چې دا شعرونه اورولے شو نو پۀ هر يو شعر حاضرينو د واه، واه او شاباش چغې پورته کولې، پۀ ټول محفل يوعجيبه کېفيت طاري شو، لکه څنګه چې د قوالۍ پۀ اورېدو بعضې خلق پۀ “حال کښې راشي او بې واره بې واره سر وهي هغه وخت پس چې لږه خاموشي خوره شوه نو ښاغلي طاهر کلاچوي صېب ودرېدو غاړه ئې تازه کړه او وې وئيل .

    “شايد چې ډېر خلق د دې خبرې نه خبر نۀ دي چې حمزه صېب ته وړومبي ځل چا د “غزل پلار ” وئيلے ؤ. پۀ دې لړ کښې ما خپله د حمزه صېب نه تپوس کړے ؤ نو دوي راته وفرمائيل چې ” د ټولو نه اول ما ته سمندر خان سمندر د غزل پلار وئيلے ؤ او د دې نه پس دا زما لقب شو.

    واقعي چې سمندرخان سمندر دوي ته پۀ صحيح معنو کښې د غزل پلار وئيلے دے او د موجوده دور يو ليکوال هم د دې روڼ حقيقت نه سترګې نۀ شي پټولے” ۔

    د طاهرکلاچوي صېب بيان لا جاري ؤ چې پۀ دې کښې د څټ د غاړې نه چا غلے غوندې ډب را کړو او چې څنګه مې ورپسې مخ راوړولو نو سر مې د کټ د بازو سره ووهلو او راپاڅېدم.

    بس خفه پۀ دې وم چې خوب مې نيمګړے پاتې شو.

     

  • د ارواښاد طاهر اپريدي ژوند او خدمات – اقرار اپريدے

    د ارواښاد طاهر اپريدي ژوند او خدمات – اقرار اپريدے

    طاهر اپريدے چې خپل نوم ئې ترکستان ؤ د مير اکبر خان کره پۀ څلورمه جنورۍ کال۱۹۳۹ء د چارشنبې پۀ ورځ پۀ دره ادم خېل کښې (حسن خېل سب ډويژن) بوړه،بوړه کښې د سېري ژواکے اؤ پۀ ژواکو کښې په سوکړه کلي کښې پېدا شو، د نيکه نوم ئې وزير ګل اؤ د غور نيکۀ نوم ئې عباس خان ؤ.

    طاهر اپريدي باقاعده ليک لوست نۀ ؤ کړے خو ولې ادبي قدقامت ئې دومره دے چې ډېر تکړه تکړه ليکوالان هم ورته ګوته پۀ خولۀ دي.

    طاهر اپريدي بۀ اول اول کښې شاعري کوله چې د طاهر اثر تخلص بۀ ئې استعمالو، بيا ئې ورو ورو خپله توجه پښتو افسانې ته راوګرځوله اؤ ځان له ئې پۀ پښتنه معاشره کښې يو ځانګړے نوم پېدا کړو اؤ د طاهر اثر نه پۀ طاهر اپريدي مشهور شو.

    طاهر اپريدي پۀ خپل ليک کښې د قبائيلي معاشرې پۀ زړۀ پورې عکاسي کړې ده ۔ د پښتنو ژوند ژواک دود دستور، غم ښادي، حجره جومات، کلي بانډې، دشمني تربګني لنډه دا چې پۀ هره موضوع ئې ليکل کړي دي چې زما پۀ خيال لا تراوسه پۀ قبائيلي سيمه کښې داسې ليکوال نشته چې زۀ ئې د طاهر اريدي جوګه وګڼم چې دومره ډېر ليک ئې کړے وي.

    پۀ کال ۲۰۱۰ء کښې د روژې پۀ مياشت کښې پرې فالج اټېک وکړو خو ولې بيا ئې هم کار پرې نۀ ښودو اؤ د ژبې اؤ ادب سرڅڼه ئې کوله چې پۀ بيمار ځان ئې ليک لوست کولو چې بيا روستو د ليک کولو نه پرېوتو ځکه چې لاس بۀ ئې رپېدل اؤ لوسته ئې کولې شوه.

    طاهر اپريدي پۀ کال ۱۹۶۱ء کښې کراچۍ ته لاړو، هلته بۀ ئې ګاډي وينځل بيا ډرائيور شو او د وخت سره سره ئې د خپل ترۀ زوي رضاخان سره د “ار کے ټرانسپورټ” پۀ نوم يوه کمپني جوړه کړه چې اوس ئې هم تر پيځويشتو دېرشو پورې ګاډي چلېږي.

    پۀ کال ۱۹۵۲ء کښې ئې د خپل ترۀ حاجي شېر مير لور سره وادۀ وکړو خو ولې هيڅ اولاد ئې ونۀ شو. خو پۀ دې طاهر اپريدے خفه نۀ ؤ چې زما اولاد نشته بلکې هغۀ پۀ خپله دا خبره کوله چې ما د شلو نه زيات کتابونه اؤ پۀ سوونو کردارونه تخليق کړي دي اؤ دا ماته د بچو نه کم نۀ ښکاري.

    طاهر اپريدے اول پۀ بوړه کښې وسېدو بيا پۀ کال۱۹۶۲-۱۹۶۳ء کښې ئې شرېکېرې ته کډه يوړه اؤ هلته اباد شو چې نن سبا هم پۀ شېر مير کلي يادېږي.

    پۀ کال ۱۹۷۳ء کښې ئې کراچۍ ته کډه يوړه چې پۀ ګلشن اقبال بي بلاک ۲۴۶/۶ نمبر بنګله کښې ئې خپل ژوند کولو.

    طاهر اپريدي وړومبنۍ افسانه پۀ کال ۱۹۶۰/۱۹۶۱ کښې وليکله چې “تانه پۀ غم کښې کمه نۀ يم” نومېده او د ولي محمد طوفان پۀ ادارت کښې پۀ “غنچه “نومې رساله کښې چاپ شوه.

    دوېمه افسانه ئې د کليزې پۀ نوم وليکله چې پۀ بانګ حرم اخبار کښې چاپ شوه.

    پۀ کال ۱۹۹۰ء کښې ئې “جرس ادبي جرګه”جوړه کړه چې ډېر نوموړي ليکوالان ئې پېدا کړل چې ژبې او ادب له ئې ډېر کار وکړو چې زما د تحقيق د مخه تر اوسه پورې د جرس ادبي جرګې د سورې لاندې تر۴۶ پورې کتابونه چاپ شوي دي. اؤ لا تر اوسه خپل کار جاري ساتي.

    طاهر اپريدي به وئيل چې زما خپل خيال دا دے چې يؤ سړے يو نيم کار کولے شي نو زۀ ئې ولې نه شم کولے هم د دغه خودۍ اؤ انا پۀ برکت ئې پۀ کال اکتوبر،دسمبر ۱۹۹۰ء کښې ئې د “جرس پښتو”پۀ نوم وړومبنۍ ګڼه وويسته. ياده دې وي چې دا سلسله وارې ګڼې پۀ کتابي شکل کښې وې چې ټولې شپږ ګڼې دي، بيا ئې ډېکلېريشن واخستو اؤ د ډېکلېرېشن نه پس ئې وړومبنۍ ګڼه اپرېل،جون ۱۹۹۲ء کښې وويسته.

    پۀ جولائي،ستمبر ۱۹۹۲ء کښې ئې خصوصي غزل نمبر جاري کړو چې د غزل پۀ حواله پکښې ۲۱ مقالې اؤ د ۱۸۰ شاعرانو انتخاب کلامونه وړاندې کړے شوي دي چې دلته ئې پۀ دې لنډ تنګ وخت کښې ذکر کول مناسب نۀ ګڼم.

    ياده دې وي چې غزل نمبر دې نه وړاندې پۀ کال جولائي/اګست ۱۹۵۹ء کښې “قند” هم جاري کړے وو خو ولې د جرس د غزل نمبر معيار ډېر ښۀ دے.

    جنوري ۲۰۰۱ء مارچ ۲۰۰۲ء کښې ئې د ۱۴۳۲ صفحو ضحيم “نظم نمبر” جاري کړو چې ټولې ۸۵ مقالې لري اؤ د ۳۴۹ شاعرانو انتخاب کلامونه ئې پۀ خپله لمن کښې ځاے کړي دي چې د نظم پۀ حواله پۀ کښې ګټور معلومات دي.

    اپرېل،جولائې کښې ۲۰۰۳ء کښې جرس د مالي مشکلاتو له وجې خپل مزل جاري ونۀ ساتلے شو ځکه چې طاهر اپريدي پۀ يوه مرکه کښې وې

    “چې جرس ديارلس کاله مزل وکړو خو ولې ممبرشپ ئې تر سلو هم نۀ ؤ رسېدلے چاته چې بۀ مې رساله ورکړه نو دعا به ئې وکړه اؤ پۀ دعاګانو رسالې نه چلېږي”.

    خو ولې بيا په اګست ۲۰۰۳ء اپرېل ۲۰۰۴ء کښې يوه ګڼه رحمان بونېري وويسته چې دې نه پس بيا د جرس کړنګا خاموشه شوه. ځنې ليکوالانو دغه ترتيب غلط ښودلے دے ،پۀ هغې بۀ بيا خبره وکړو خو دومره ده چې طاهر اپريدي ټولې ۵۳ ګڼې وېستلې دي اؤ بيا د جرس غږ خاموشه شو.

    د طاهر اپريدي د “جرس”غږ د بيا راژوندي کولو د پاره استاد اصف صميم اؤ نعمت الله صديقي وپارېدل اؤ پۀ کال ۲۰۱۷ء مېلادي کال ئې د “جرس” په نوم يوه ګڼه وويسته اؤ د جرس غږ يو ځل بيا پۀ لر وبر هېواد کښې وکړنګېدو، مونږ خوشاله شو چې د طاهر اپريدي فکر يو وار بيا ژوندے شوخو ولې د استاد اصف صميم اؤ نعمت الله صديقي د ذاتي اختلاف د وجې دغه سلسله ځاے پۀ ځاے ودرېده.

    دعا بۀ کوو چې پښتنو کښې دې داسې څوک خداے پېدا کړي چې جرس يو ځل بيا د لر و بر هېواد پۀ غرونو اؤ رغونو کښې وکړنګوي، امين.

    ۱۹۷۰ء کښې جرس نه علاوه طاهر اپريدي پۀ “عدل” مجله کښې هم د مرستيال مدير پۀ حېث کار کړے دے.

    دې نه علاوه ئې پۀ “پلوشه”مجله کښې هم دوه مياشتې کار کړے دے.

    ۱۹۷۱ء کښي ئې د افسانو وړومبنۍ مجموعه ” د محلونو خوا کښې”چاپ شوه.

    ۱۹۷۶ء کښې ئې “پاڼې پاڼې”د افسانو دوېمه مجموعه چاپ شوه.

    ۱۹۸۲ء کښې ئې “ديدن”د اردو د افسانودرېمه مجموعه چاپ شوه.

    ۱۹۸۷ء کښې ئې “لاره کښې ماښام”د افسانو څلورمه مجموعه چاپ شوه.

    ۱۹۹۸ء کښې ئې “بيا هغه ماښام دے”د افسانوپينځمه مجموعه چاپ شوه.

    ۲۰۰۲ء کښې ئې “نور خوبونه نۀ وينم”د افسانو شپږمه مجموعه چاپ شوه.

    ۲۰۰۴ء کښې ئې “پۀ زنځير تړلے خوب”چې دا هم د افسانو اوومه مجموعه ده چاپ شوه.

    ۲۰۰۸ء کښې ئې “د څو لحظو لويه قيصه”پۀ نوم د افسانو اتمه مجموعه چاپ کړه.

    ۲۰۱۰ء کښې ئې “موده پس اشنا راغلے” بله د افسانو نهمه مجموعه چاپ کړه.

    ۲۰۱۳ء کښې ئې “تاسره خبرې”لسمه د افسانو مجموعه چاپ کړه.

    دې نه علاوه طاهر افريدي نورې هم ډېرې افسانې ليکلې دي چې وخت پۀ وخت پۀ مختلفو اخبارونو اؤ رسالو کښې چاپ شوې دي.

    طاهر افريدي د پښتو افسانې داسې ځانګړے نوم دے چې پۀ خپل وخت کښې ئې ټوله توجه افسانې ته ګرځولې وه چې پۀ کل وقتي افسانه نګار سره سره د علامتي افسانې امام هم وګرځېدو.کۀ چرته د پښتو افسانې تاريخ رقم کېږي د طاهر اپريدي نوم بۀ پۀ کښې خامخا وي.

    دې نه علاوه طاهر اپريدي پۀ ناول هم طبع ازمائي کړې ده چې يوه ناول ئې پښتو کښې يو اردو کښې او يوه ناولټ ئې بل هم پۀ پښتو کښې ليکلے دے چې دلته ئې مختصر ذکر کول غواړم.

    ۲۰۰۹ء کښې ئې پۀ اردو ژبه کښې “تيري انکهين خوبصورت هے”وليکلو چې پۀ دې ناول کښې ئې د پښتون معاشرې ژوند اؤ پښتنو ته د ورپېښو حالاتو ترجماني کړې ده.(ياده دې وي دغه ناول بارکوال مياخېل د “شين سترګې”پۀ نوم تېر کال پښتو ته وژباړۀ. ۲۰۰۰ء کښې ئې “کاڼوکښې رګونه” ناول وليکو چې د قبائيلي معاشرې ژوند، دود دستور اؤ کليوال ماحول جوته عکاسي پکښې شوې ده. (ياده دې وي چې دغه ناول پروفېسر اسيرمنګل صېب پۀ کال ۲۰۰۴ ء کښې د اردو ترجمې “کهساروں کے يه لوگ” پۀ نوم ژباړلے دے.

    ۲۰۱۱ء کښې ئې د “تربوزک”پۀ نوم يؤ (ناولټ) وليکلو چې د ۹/۱۱ د خونړۍ پېښې نه پس پۀ پښتنه سيمې څۀ تېر شول، پۀ دې اړه پۀ کښې ښۀ بشپړه معلومات پراتۀ دي او د حالاتو مکمله عکاسي پۀ کښې شوې ده.

    طاهر اپريدي افسانې اؤ ناول نه علاوه پۀ رپورتاژ هم کار کړے دے چې تراوسه پورې ئې درې رپورتاژونه چاپ کړي ي ۔

    ۱۹۹۵ء کښې ئې “جانان مې قطر ته روان دے”د جرس ادبي جرګې له خوا خپور کړو، پۀ دې رپورتاژ کښې د دوحه قطر د سفر ټول حال احوال دے چې څۀ ئې ليدلي هم هغه ئې ليکلي، ډير ګټور رپورتاژ دے.

    ۲۰۰۵ء کښې ئې “لاړ شه پېښور ته”رپورتاژ چاپ شو، پۀ دې رپورتاژ کښې د کوئټې د ادبي غورځنګ د يو سيمينار ذ کر دے ،دوېم رپورتاژ”اسلام اباد مخه کښې”درېم لاړ شه پيښور ته”چې د پښتو عالمي کنونشن پۀ باره کښې خبره کړي ده کوم چې پۀ کال ۲۰۰۵ء کښې د پښتو ادبي چمن ټل د سورې لاندې راجوړ کړے شوے ؤ.

    ۲۰۰۶ء کښې ئې درېم رپورتاژ”ځئ چې ځو کابل ته”وليکلو چې د اجمل خټک بابا د اتيايمې کليزې پۀ وياړ کابل کښې لمانځلے شوے ؤ، د هغې سفر روداد ئې پکښې په مکمله توګه خوندي کړے دے.

    طاهر اپريدي د نوموړي افسانه نګار سره سره يؤ ښۀ سفرنامه نګار هم دے چې تراوسه ئې دوه سفر نامې ليکلې دي چې بشپړه معلومات لري.

    ۱۹۷۹ء کښې طاهر اپريدے سنګاپور ته سفر کوي اؤ بيا پۀ جون ۱۹۸۵ء کښې د “سفر پۀ خېر”پۀ نوم خپله سفرنامه چاپ کوي چې د سنګاپور د خلقو ژوند،ښارونه، د سېل ځايونه او داسې پسې ځه پۀ ځانګړي ډول ښودلي دي.

    ۱۹۸۷ء کښې د لندن اؤ مصر پۀ سفر ځي چې د دې پۀ رڼا کښې “سفر مدام سفر”سفرنامه ليکي “سفر مدام سفر” چاپ نېټه نۀ لري خو د سليم راز صېب د تحقيق مطابق اؤ طاهر اپريدي د ياداشتو په رڼا کښې دا کال ۱۹۸۹-۱۹۹۰ ء ښودلے شوےدے.

    دې نه علاوه طاهر اپريدي دوه ډرامګۍ هم ليکلې دي چې يوه د “رنځ ورله راشه”پۀ نوم ده چې پۀ “رڼا” مجله ۱۹۷۶ مخ ۳۳-۳۶ کښې چاپ شوې ده اؤ بله ډرامګۍ ئې د “بدنامه” پۀ نوم پۀ “پاڼې پاڼې”افسانو مجموعه کښې پۀ اخره کښې چاپ شوې ده.

    ۱۹۹۴ء کښې “ګوتې قلم ته پۀ ژړا شوې” د حمزه بابا خطونه دي چې طاهر اپريدي مرتب کړي دي ۔ ټول ۹۴ خطونه دي اؤ پۀ ۱۹۶ مخونو باندې خور کتاب دے.

    ۲۰۰۹ء کښې ئې د “جرس ادبي جرګې”رودادونه “زۀ تنقيد خو به کومه” پۀ نوم مرتب کړل چې ټول ۲۷ رودادونه دي چې وصال مومند،ظفر کريمي،اؤ ننګيال يوسفزي ليکلي دي.

    دسمبر ۲۰۱۹ ء کښې ئې “ادبي پاڼې”پۀ نوم يو کتاب “پښتو اکېډمۍ کوټې بلوچستان” چاپ کړو چې مختلف مضامين او خاکې پۀ کښې شاملې دي.

    د طاهر اپريدي والد محترم حاجي مير اکبر پۀ کال ۱۹۹۱ء کښې د سلو کالو پۀ عمر کښې د زړۀ د دورې له وجې وفات شو اؤ د کلي پۀ هديره کښې پۀ شېر مير کلي کښې خاورو ته وسپارلے شو.

    پۀ کال ۱۹۹۹ء کښې ئې مور پۀ خپل مرګ پۀ کراچۍ کښې وفات شوه او د شېرمير کلي پۀ هديره کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

    په کال اپرېل ۲۰۱۹ء کښې ئې کورودانه د ګل پۀ ورځ د شوګر د ناروغۍ له کبله وفات شوه او هغه هم د شېر مير کلي پۀ هديره کښې خاورو ته وسپارلې شوه. اؤ هم دغسې طاهر اپريدے د ژوند پۀ اخري وختونو کښې بېخي ځان له يوازې پاتې شو.

    اوس د وړوکي اختر نه پس د طاهر اريدي صحت ورو ورو پۀ خرابېدو شو عن چې تر هسپتال ورسېدو اؤ بيا ورته کرونا هم وشوه چې د لس پينځلسو ورځو د ناروغۍ نه پس پۀ کراچۍ سول هسپتال کښې د هفتې پۀ ورځ ماښام پۀ ۵ جون کال ۲۰۲۱ء ئې د دوو اتيا کالوپه عمر کښې د دې نړۍ نه سترګې پټې کړې. ماسخوتن ئې پۀ کراچۍ کښې جنازه وشوه اؤ سحر پۀ اووۀ بجې د کراچۍ د هوائي ډګر نه د اسلام اباد پۀ لور راروان شول. اتۀ نيمې بجې خواؤشاه ئې د اسلام اباد پۀ هوائي ډګر کوز کړو اؤ بيا ئې پۀ اېمبولېنس کښې خپل ابائي وطن شريکېره شېر مير کلي ته روان کړو.

    دوه نيمې بجې ئې د جنازې وخت ټاکلے ؤ خو چونکې يوه جنازه ئې شوې وه نو دوېمه جنازه ئې ونۀ شوه اؤ بيا ئې په درې بجې دغه ستر افسانه نګار د خپلې کورودانې سره خوا کښې خاورو ته وسپارو.

    پۀ جنازه کښې ډاکټر نصرالله جان وزير، ډاکټر زبېر حسرت،ډاکټر محب وزير، ډاکټر شېرزمان سيماب، ډاکټر دانش بېټني، داود جان مومند،مصور قرېشي، طاهر بونيرے، نورالبصر بصر،سليم بنګش، شېرولي خان اورکزے، وزير بادشاه جانان، پروفېسر محمد عمران، پروفېسر اسير منګل، نوشاد بهار،طاهر زمان غازي خېل،سراج اپريدے،اؤ نورو ليکوالانو ګډون وکړو ۔ کۀ د چا نوم رانه پۀ هېره کښې پاتې وي نو بخښنه غواړم.

    طاهر افريدے مړ نۀ دے هغه بۀ د خپل کار اؤ زيار پۀ زور تل د پښتنو پۀ زړونو او ذهنونو کښې ژوندے وي.

    پۀ ګور ئې نور شه، ياد ئې تلپاتې

  • د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    د سيد امير خسرو باچا او سيد خسرو پروېز باچا د ژوند قيصه – سعيد احمد شاهي

    سيد اميرخسرو باچا چې د پلار نوم ئې سيداسماعيل باچا ؤ، پۀ کال ١٨٩٢ز پۀ بابړه کښې زېږېدلے ؤ. د زوي نوم ئې سيد خسرو پروېزباچا دے. دے هم پۀ بابړه کښې پۀ کال ١٩٢٧ کښې پېدا شوے ؤ. د ننني مضمون موضوع هم د دوي د پلار او زوي د ژوند د حالاتو او پۀ پښتون قامي تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه”،خدائي خدمتګارتحريک، پښتون سټوډنټس فېډريشن او پښتون زلمي تحريک کښې د دوي کردار سره تعلق لري.

    د سيد اميرخسرو باچا تعلق پۀ بابړه کښې اباد د سيدانو کورنۍ سره دے او د دوي پلار نيکۀ ډېر صاحب حېثيت خلق وو. د هرچند مندڼي، بابړه او خواو شا علاقو کښې ئې جائيداد لرلو. د دوي يو ورور سيد شيرين خسرو او يوه خور وه . خو دے د ټولو نه مشر ؤ. د خپل پلار او ترونو سره به ئې د خپل جائيداد زمينداري کوله. د دوي ترۀ سيد مهدي باچا ؤ اوسخر ئې هم ؤ. د انګرېزانو پۀ وخت کښې پۀ پېښور کښې انرېري مجسټريټ ؤ او د خان صېب خطاب ورته د انګرېز د طرف نه ملاو شوے ؤ. سيد مهدي شاه باچا ډېر تعلق داره سړے ؤ. د پښتنو د ټولې سيمې عزت دارو خلقو سره ئې ذاتي تعلق ؤ. د دوي تعلق د باچاخان پلار بهرام بابا سره هم ډېر نزدې ؤ. د تحريک نه مخکښې او وروستو چې به کله هم باچاخان بابړې ته راغلو نو سيد مهدي شاه باچا ته به ئې “دادا” نوم د مينې او تعظيم نه اخستو.

    سيد اميرخسرو باچا تربيت زيات تر د خپل پلار نه علاوه د دوي ترۀ سيد مهدي شاه باچا پۀ لاسو کښې شوے دے. او دے ئې دومره خوښ ؤ او زړۀ ته نزدې ساتلے ؤ چې کله ځوان شولو نو د خپل زړۀ ټکړه يعنې خپله لور ئې دۀ ته پۀ نکاح کښې ورکړه.

    دوي له الله پاک ډېر دولت او لوے زړۀ ورکړے ؤ. او د خپلې علاقې او خواو شا سيمې د خلقو به ئې هر قسم امداد کولو او پۀ فلاحي کارونو کښې به ئې برخه اخستله. دوي به ډېر ساده ژوند تېرولو او ساده خوراکونه به ئې کول. کله چې حاجي صېب ترنګزو فضل واحد او باچاخان د اسلاميه مدرسو بنياد ايښودلو نو پۀ هغې کښې هم ورسره دوي ډېر مالي امداد کړے ؤ. هره مياشت به ئې پۀ دغه مدرسو کښې تعليم زده کوونکو د پاره امداد ورکولو. د اسلاميه کالج پېښور چې کله بنياد ايښودل کېدو نو دوي ورله مخکښې نه د سپينو زرو نه جوړ شوي (ټاټکي او کرنډۍ) پۀ خپل ذاتي خرچ جوړ کړي وو. چې اوس هم د دوي اولاد سره موجود دي. او څنګه چې مونږ ته معلومه ده چې د اسلاميه کالج پېښور بنياد پۀ ١٩١٥ز کښې حاجي صېب ترنګزو ايښے ؤ. حاجي صېب ته د دغې تقريب دعوت سيد مهدي شاه ورکړے ؤ. پېښور ته ئې پۀ خپل ذاتي سورلۍ کښې را وستے ؤ. دغه وخت د صوبه سرحد وزيراعلٰي صاحبزاده عبدالقيوم خان ؤ چې د انګرېزانو د حکومت وفادار ؤ. ولې پښتون قوم او وطن سره ئې هم پۀ خپل زړۀ کښې مينه او همدردي لرله. او دۀ به اکثر د انګرېز چې څۀ حکمت عملي وه هغه به دۀ پټ پۀ پټه باندې پښتنو مشرانو ته رسوله. او هغوي به ئې د مخکښې نه خبردار کول چې خپل غم پۀ وخت باندې وکړئ. د اسلاميه کالج د بنياد پۀ موقع هغوي حاجي صېب هم خبر کړلو چې پېرنګے د هغوي د ګرفتارۍ اراده لري. د دې تقريب نه پس حاجي صېب نېغ پۀ نېغه بونېر او وروستو د سوات پۀ لاره د باجوړ او مومندوعلاقې لکړو ته لاړو او هلته تر مرګه پورې دېره ؤ.

    کله چې باچاخان داسلاميه مدرسو هغه کار کوم چې هغوي د حاجي صېب ترنګزو پۀ مرسته شروع کړے ؤ جاري وساتلو. هم پۀ دغه جرم پېرنګي پۀ ١٩١٩ز کښې د اتمانزو نه ګرفتار کړو. څۀ موده پس بيا د جېل نه واپس راغلو. د ازاد اسلاميه مدرسې پۀ نوم ئې بيا د تعليمي مدرسوکار شروع کولو نه علاوه د پښتون قوم د اصلاح کار هم شروع کړو. دوي د هندوستان مختلفو سيمو ته لاړل او هلته ئې د کانګرس پارټۍ پۀ جلسو کښې هم ناسته د يو عام وګړي پۀ حېثيت وکړه. باچاخان دين اسلام سره ډېره بې کچه مينه لرله او خلافت تحريک سره ئې هم ډېر نزدې ؤ. او پۀ باقاعدګۍ سره به د خلافت تحريک غونډو کښې شرکت کولو.

    پۀ ١٩٣٠ز کښې د رولټ اېکټ لاندې پۀ نحقۍ تاڼه کښې ګرفتار شو او رسالپور ته ئې ولېږلو. د هغۀ ځاے نه د چارسدې اسسټنټ کمشنر قلي خان بيا د درېو کالو د پاره د دفعه ٤٠، ٤١ لاندې قېد کړلو او د ګجرات جېل ته ئې ولېږلو. چرته کښې چې د هغوي ملاقات د خدائي خدمتګارو نه علاوه د تحريک خلافت او کانګرس غړو سره وشو. د فخر افغان بابا پۀ سوچ او فکر کښې وسعت هم دغه جېل کښې انجيل او نورو ډېرو کتابونو لوستلو او د هغې پۀ معنٰي او مطلب سره پوهېدو سره سره راغلو. باچاخان پۀ خپل دين او اسلام باندې ډېر مئين ؤ. او پۀ يو صورت کښې ئې هم د خپل دين او مذهب نه لرې والے نۀ شو برداشت کولے. هم دغه وجه وه چې کله دوي ته د انګرېزد طرف خور شوے سازش د چال خبر ملاو شولو دکوم ترمخه چې هغوي خدائي خدمتګار تحريک باندې د باليشويکه کوم چې پۀ روس کښې د لېنن انقلاب راوستے ؤ. نو هغوي سره د ملګرتيا يا کومک اخستو الزام لګولے ؤ. او کوشش ئې دا ؤ چې پۀ هره لار وي او هره طريقه وي خدائي خدمتګار تحريک ختم کړي.

    کله چې باچاخان د انګرېز ددې سازش نه خبر شو نو پۀ دې مجبور شو چې د خپل تحريک خدائي خدمتګار الحاق د هندوستان يو غټ ګوند سره ارو مرو وکړي نو هغوي خپل ملګري اول د مسلم ليګ مشرانو له ولېږل او د هغوي نه پس ئې جمعيت العلمائے هند او پۀ اخرکښې ال انډين کانګرس مشرانو ته ولېږل او بيا د کانګرس ګوند سره د الحاق نه پس د ګاندهي جي،وائس راے هند او د صوبه سرحد ګورنر سره ملاقات وشولو. د دغې ملاقات پۀ نتيجه کښې صوبه سرحد کښې ټول هندوستان پۀ شان د مراعاتو اعلان وشو. باچاخان هم د زندان نه بهر راووتلو. پۀ تاريخ کښې دغه معاهده د ګاندهي جي ارون پېکټ پۀ نامه يادېږي.

    د امير خسرو باچا د ژوند قيصه بيانولو سره سره د هندوستان د چاپېرچل حالات بيانول ضروري ځکه مې وګڼل چې لوستونکيو ته پته ولګي چې سيد اميرخسرو باچا ولې وخت پۀ وخت خپل جدوجهد کښې اوړېدلے را وړېدلے او د هغوي مقصد او مرام صرف او صرف د خپل کلي او قام د اوسېدونکيو حفاظت او پرمختګ ؤ.

    سيد اميرخسرو باچا د خدائي خدمتګارانو نه چې کوم جائيدادونه انګرېز ضبط کړي او بيا وروستو نيلام کړي وو هغه به دوي پۀ نيلام کښې د انګرېز نه واخستل او کله چې به حالات سازګار شول نو هغه جائيداد به ئې بيا هم هغه کسانو او خدائي خدمتګارانو ته واپس کړل . کۀ د چا به د پېسو وس او طاقت کېدو نو د نيلامۍ قيمت به ئې دوي ته ورکړو او کۀ د چا به نۀ کېدو نو دوي به ورله هغه جائيداد بغېر د څۀ قيمت نه خالص د الله رضا د پاره واپس کړلو.

    کله چې عبدالغني خان د “پښتون زلمي” تحريک بنياد کېښودلو، د هغې پۀ باني مشرانو کښې هم سيد امير خسرو باچا شامل ؤ. او د ټولې چارسدې سالار هم سيد امير خسرو باچا ؤ. دوي سره نائب سالار انځرګل ؤ او ملګرو کښې ورسره د بابړې او د تحريک مشهور خدائي خدمتګاران سيد محمد فصيح باچا او احمدکاکا شامل وو. دوي به باقاعده پرېډ کولواو دوي ته بالکل پۀ فوځي انداز کښې ټرېننګ ورکړے شوے ؤ.

    کله چې ګاندهي جي پۀ ١٩٣٨ز کښې د صوبه سرحد پۀ دوره راغلو نو د پېښور نه علاوه د سردرياب مرکز عاليه او اتمانزو سره سره ئې د بابړې دوره هم کړې وه. د دغې دورې پۀ موقع د جلسه ګاه او مېلمنو د حفاظت ذمه واري د پښتون زلمي پۀ اوږو باندې وه. د جلسې منتظمينو ته اطلاع ملاؤ شوې وه چې هغه کسان کوم چې مخکښې پۀ خدائي خدمتګارتحريک کښې غړي وو او بيا کانګرس سره د الحاق پۀ بهانه د تحريک نه خفه شوي وو او پۀ دغه ورځو کښې د مسلم ليګ سره ملګري شوي وو. د پښتون قامي تحريک خلاف به ئې سازشونه کول. هغوي دا پروګرام جوړ کړے ؤ چې د ګاندهي جي پۀ جلوس به سره د وسلو حمله کوو کله چې د دې سازش خبر “پښتون زلمي تحريک” ته ملاو شو نو اميرخسرو باچا د ځان سره څلوېښت پنځوس کسان د پښتون زلمي واخستل او د جلوس پۀ لار کښې ځاے پۀ ځاے ودرېدل. او د ګاندهي جي جلوس چې پۀ خېريت سره پنډال ته ورسېدو او پۀ پرامن طريقه ګاندهي جي تقرير وکړو او بيا پۀ خېر خېريت سره خپل مخکښې منزل ته لاړو خو د جلوس پۀ موقع دغه کسانو خپل پوره پوره وس کړے ؤ او عن د کاڼو ګزارونه ئې هم پۀ دغه جلوس باندې کړي وو. ولې د ګاندهي جي او د هغوي ملګرو نزدې پۀ يو صورت کښې هم د “پښتون زلمي” د سيد امير خسروباچا پۀ مشرۍ کښې نۀ وو پريښودلي.کله چې فخر افغان باچاخان بابا د ځاے د کمېدو له کبله دا فېصله وکړه چې مرکز عاليه دې د اتمانزو نه سردرياب ته يوړل شي کومې د پاره چې محمد اسرار عرف ښۀ خان او د هغوي سخر بابا ځمکه وقف کړې وه .د دغه مرکز ابادۍ د پاره سيد اميرخسرو باچا خپلو همسايو او نوکرانو ته حکم وکړو چې زما پۀ جائيداد کښې څومره ونې ولاړې دي هغه ټولې پرې کړئ او سردرياب مرکز ته ئې يوسئ. چرته چې دغه ونې د څپر د پاسه د چهت کښې استعمال کړې شوې او پۀ دغه څپر کښې به هر وخت پۀ سلګونو خلق ناست وو او د تحريک د پاره به ئې کارونه کول. دوي پۀ بابړه کښې يو سکول هم پرانستے ؤ کوم چې وېړيا سکول ؤ او ماشومانو ته ئې به مفت تعليم ورکولو.

    پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې قيوم خان پۀ بابړه کښې پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو او عام اولس باندې ګولۍ وچلولې، د دې عمل له کبله د اووۀ سوه نه زيات کسان شهيدان او ژوبل شول. وروستو ئې د پړانګو او بابړې کور پۀ کور چاپې ووهلې او د دغه ځايونو د اوسېدونکو دکورونو بې عزتۍ نه علاوه د دغې ځاے اوسېدونکيو سره هم ډېره بدسلوکۍ ئې کړې وې. هم پۀ دغه سلسله کښې د اميرخسرو باچا پۀ کور باندې هم چاپه وهلې شوې وه او د کور د بې عزتۍ کولونه علاوه ئې ترې نه ذاتي وسله هم ضبط کړې وه. سيد امير خسرو باچا ئې تاڼې ته بوتلے ؤ. چرته نه چې هغه د خپل ذاتي تعلق او اثر و رسوخ له وجې راخلاص شو او قيمتي وسله ترې نه ضبط کړې شوه.

    سيد امير خسرو باچا پۀ اپرېل ١٩٦٢ز کښې د خپلې ذاتي دښمنۍ له کبله يو رشته دار قتل کړواو قبر ئې هم د خپل ترۀ وقف شوي جومات کښې نمرخاتۀ ګوټ کښې دے . دې جومات سره به هم دوي ډېر امداد نه علاوه دجومات هرقسمه ضرورت پوره کولو.

    سيد اميرخسرو پروېزباچا د ژوند واقعات:

    سيد خسرو پروېز باچا هم دخپل پلار پۀ نقش قدم باندې تلے ؤ. او ډېر پۀ سادګۍ سره ئې خپل ژوند تېر کړے ؤ. دوي خپل بنيادي تعليم اول پۀ پېښور کښې او کله چې بيا عام اولس د پاره پۀ بابړه کښې وړومبے سکول د دوي پلار جوړ کړو نو بيا پۀ هغه سکول کښې ئې نور تعليم حاصل کړو. دا پرائمري سکول پۀ بابړه او خواو شا علاقو کښې وړومبنے او ځانګړے سکول ؤ چې د لرې لرې علاقو نه به ورته خلقو خپل بچي د زده کړې د پاره را لېږل.

    دلته د تعليم مکمل کېدو نه وروستو بيا د چارسدې هائي سکول ته لاړو او هلته ئې لسم پاس کړو. د هائي سکول د تعليم دوران کښې دوي د پروفېسر جهانزېب نياز سره يوځاے پۀ وړومبي ځل د پښتون سټوډنټس فېډريشن بنياد ايښودلے ؤ. چې وړومبنے صدر ئې جهانزېب نياز غوره کړے شوے ؤ. دوي خپل تعليم مخکښې هم جاري وساتلو خو دوي سره يوه واقعه وشوله چې د يو رشته دار د قتل پۀ الزام کښې دے سره د خپلو تربورانوګرفتار کړے شو او جېل ته ئې بوتلو خو پۀ جېل کښې هم دوي خپل د تعليم سلسله جاري وساتله. او پۀ باقاعدګۍ سره ئې امتحانونه پاس کړي وو. کله چې دوي پۀ دغه مقدمه کښې بري شول نو تحريک سره ئې خپلې هلې ځلې بيا شروع کړې او ډېر پۀ جوش وجذبې سره به ئې کارکولو. (دا واقعه د مهدي شاه باچا ده)

    د خپل پلار پۀ شان د دوي هم ذاتي تعلق د چارسدې او ټولې پښتنې سيمې خلقو سره ؤ. او ډېر زيات ملګري او همدرد خلق ئې پۀ خپل دوستانو کښې لرل. دوي پۀ خپل کور کښې د مولانا ابوالکلام ازاد، مولانا حسېن احمد مدني او مولانا عبېدالله سندهي او نورو ممبرانو باندې مشتمل کمېټۍ مېلمستيا هم پۀ هغه وخت کښې کړې وه کله چې دغه د هند د ازادۍ تحريک مجاهدينو باندې پۀ صوبه سرحد کښې بندېز ؤ. دوي دغې کمېټۍ ته نۀ صرف خپل ځاے ورکړے ؤ بلکې هغوي ئې پۀ خپل کور کښې دېره کړي هم وو. او تر هغې ئې د هغوي د حفاظت بندوبست هم کړے ؤ ترڅو چې هغوي خپله د چارسدې دوره مکمل کړې نۀ وه.

    کله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو او هندوستان او پاکستان پۀ نامه دوه جدا جدا هېوادونه د نړۍ پۀ نقشه جوړ شول. پۀ دغه موقع ډېر هندوان او مسلمانان پۀ دې کار مجبورکړے شول چې هغوي دې د اوسېدو د پاره د خپل مذهب پۀ معيار ملک غوره کړي. نو پۀ دغه موقع د نړۍ ټولو نه لوے هجرت شوے ؤ. هندوان به هندوستان ته او مسلمانان ئې پاکستان ته پۀ تلو مجبورکړل .

    د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے ؤ چې نامه ئې سېټهـ رام سرن وه. دے د پېشې پۀ لحاظ زرګر او ډېر لوے کاروبار ئې لرلو. د دۀ پېښور اندشهر بازار کښې کاروبار او کور ؤ. پۀ مختلفو موقعو دغه سېټهـ رام سرن امير خسرو باچا ته ډېر څيزونه ډالۍ کړي وو. چې پۀ کښې ( د بلئيرډ لوبې) يومېز، بالخت هم شامل ؤ. پۀ دغه تخت او د هغې پۀ تاريخي اهميت يوځانګړے مضمون پۀ تفصيل سره مخکښې به د لوستونکيو د نظر نه تېر شوے وي. سېټهـ رام سرن چې کله د پېښور نه هندوستان ته پۀ کډه تلو نو پۀ قيصه خوانۍ کښې دوکانونه او د منډهۍ کاغذونه او چابيانې ئې سيد امير خسرو باچا ته ورکړې وې او د خپل کور ذاتي د استعمال سامانونه چې پۀ کښې دوه کټونه او يو د سټيلو المارۍ شامل وه.

    د کور د ذاتي استعمال هغه پالنګونه او المارۍ سيد اميرخسرو باچا خپل کور ته راوړل، کوم ځاے کښې چې هغه تر نن ساعته موجود دي. ولې هغه دوکانونه او منډهۍ ئې د اوقاف محکمې ته حواله کړي وو. ځکه چې هغه يو قامي امانت ؤ. د سيد خسرو پرويز باچا هغه سېټهـ رام سرن سره ډېر ژور تعلق ؤ. چې د تقسيم نه وروستو تر ډېره مودې پورې د هندوستان او پاکستان ترمېنځه هر قسم تعلقات بند وو. او د دې ملک اوسېدونکيوته اجازت نۀ وه چې يو بل سره څۀ قسمه رابطه وساتي. پۀ وړومبي ځل تعلقاتو پۀ ښۀ کېدو امکان پېدا شو. او د سيد خسرو پروېز باچا يو ملګرے پۀ هغه وفد کښې شامل ؤ چې د هندوستان او دهلي پۀ دوره تللے ؤ. د هغۀ ملګري ملاقات هلته پۀ چاندني چوک کښې سېټهـ رام سرن سره وشو. سېټهـ رام سرن پۀ چاندني چوک دهلي کښې استوګن ؤ او خپل کارو بار ئې هلته شروع کړے ؤ. د سيد خسرو باچا ملګري نه ئې د هغه حال احوال خبر ورکولو نه پس ورته هغۀ ووئيل چې د خسرو پروېز باچا وادۀ نېټه اېښودل شوې ده. نو سېټهـ ډېر خوشحاله شو او د خپل اړخ نه ئې د وادۀ جوړه ډالۍ کولو اراده ظاهره کړه کومه چې څو ورځې وروستو د سفارتخانو د اجازت اخستونه پس د واهګه پولې پۀ لار باندې سيد خسرو پروېز باچا ته را ورسېدله.

    سيد خسرو پروېز باچا ډېر ښۀ خوئي خصلت لرلو او ماشومانو سره به ماشوم، ځوانانوسره ځوان او بوډا ګانو سره به ئې د ځان نه بوډا جوړ کړے ؤ. يعنې د هر عمر مطابق به ئې ورسره ګپ شپ او خبرې اترې کولې. او د خپل اړخ نه ئې دا کوشش کولو چې د چا زړۀ ازار نۀ کړي او نۀ ترې څوک خفه شي.

    د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ پېښې پۀ لړکښې چې به کله هم دغونډې يا جلسې تابيا کېدله څو ورځې مخکښې به د لرو لرو علاقو نه خلق بابړې ته راتلل کوم چې به دوي پۀ حجره کښې دېره او د هغوي مېلمستيا به ئې پۀ روڼ تندي سره کوله. د هغوي د پاره د خوراک انتظام به ئې د خپل جېب او ذاتي پنګې نه کولو او دغه سلسله دوي تر مرګه يعني ٢٠٠١ز پورې جاري وه.

    د ١٩٧٠ز انتخاباتوکښې خان عبدالولي خان د قومي او صوبائي نشستونو نه ولاړ ؤ او دواړه نشستونه ئې پۀ ګڼ شمېر ووټونو ګټلي وو. هغوي د قانون مطابق د صوبائي نشست نه استعفٰي ورکړله نو د ګوند الېکشن کمېټۍ بيا دغه ټکټ سيدخسرو باچا ته پېش کړو. د کوم نه چې هغوي د شکريې ادا کولو سره انکار وکړو. او بيا وروستو دغه ټکټ شېردل خان ته ورکړے شو او هغوي پۀ يو لوے اکثريت دغه نشست وګټلو او د صوبائي اسمبلۍ غړے شو.

    د ډي پي ار پۀ موقع سيد خسرو پروېز باچا د افغانستان او جلال اباد ته به هره مياشت تللو کوم ځاے کښې چې هغوي د باچاخان پۀ خدمت کښې حاضر شوي وو. او د مخکښې د پاره ئې ترې نه لائحه عمل او زدکړه کړې وه. د جلا وطنۍ پۀ دوران کښې د خان عبدالولي خان ذاتي جائيداد او ځمکو ټولې مسئلې د سيد خسرو پروېزباچا ته حواله وې او د ضبطګۍ چې څومره اپيل او د کېسونو هلې ځلې به ټول پۀ ټوله دوي کولې.

    د حېدر اباد سازش کېس پۀ سلسله کښې پۀ باچاخان، خان عبدالولي خان، خان عبدالغني خان او دوي ټوله کورنۍ پۀ جېل وو او پۀ دوي باندې مقدمې چلېدلې نو د پښتون قومي تحريک مخ پۀ وړاندې بوتلو د پاره هېڅوک بهر پۀ مېدان کښې موجود نۀ وو. نو سيد خسرو پروېز باچا او سيد الياس باچا پۀ چوک يادګار پېښور کښې پۀ جلسه کښې مشرانو ته دا تجويز وړاندې کړو چې د تحريک مشري دې مور بي بي بېګم نسيم ولي خان ته پۀ حواله کړے شي. څوک چې به د تحريک مشري ډېره پۀ ښۀ طريقه وکړي ځکه چې د هغوي ټول تربيت پۀ سياسي کورنۍ کښې شوے دے او د تحريک د ټولو حالاتو نه کۀ پخواني او کۀ اوسني ښۀ خبر ده. کومې سره چې هلته موجود ټولو مشرانو اتفاق وکړو او څۀ موده وروستو ورته عملي شکل ورکړے شو.

    سيد خسرو پروېز باچا مور بي بي ته دا تجويز هم پېش کړے ؤ چې د زنانو تنظيم د دې وخت د تقاضې مطابق پکار دے او د زنانو غونډو د پاره ئې خپل کور پېش کړلو. دغې تجويز ته لږې ورځې وروستو عملي شکل ورکړے شو. او وړومبنے د زنانو عظيم الشان جلسه د سيد خسرو باچا پۀ کورکښې وشوه . چې پۀ کښې د سيد خسرو پروېز باچا کور واله صوبائي صدره او د سيد فصيح باچا مشره لور جنرل سېکتره غوره کړې شوه. او دغه شان د پښتون قامي تحريک کښې پۀ هلوځلو کښې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل د زنانو د کردار ابتدا وشوله. مېرمن ياسمين ميرمحمدخان او مس پروين د تنظيم فعاله غړې وې. چې ډېر محنت سره به ئې کار کولو.

    سيد اميرخسرو باچا د پارټۍ پۀ مختلفو عهدو باندې هم د قام خدمت کړے دے . دے د خپلې تپې صدر پۀ هغه ورځو کښې پاتې شوے ؤ پۀ کومو ورځو کښې چې چارسده پۀ صرف دوه تپو باندې مشتمل وه. يعنې تپه چارسده او تپه پړانګ دے د تپه پړانګ صدر ؤ. او د دوي علاقه ترد ډهېري زرداد پورې وه. او بل اړخ ته دوابه او اګره علاقو پورې وه. او د دې دواړو کلوترمېنځه چې څومره کلي هم اباد دي دغه ټوله علاقه کښې به دوي د پارټۍ او تنظيم کارکولو ذمه وار وو. او د دغو ځايونو خلق به دوي دګوند او تحريک د روانو چارو نه هر وخت خبر ساتل. د تپې د صدارت نه علاوه هغه د صوبائي کونسل غړے هم پاتې شوے ؤ. او پۀ دغه موقع ئې هم د تحريک اوګوند د پاره خپل کردار ډېر پۀ ښۀ طريقه سره ادا کړے ؤ.

    دے پۀ کال ٢٠٠١ز کښې د ٧٤ کالو پۀ عمر کښې وفات شو او د وفات نه وروستو بيا پۀ خپله ابائي مقبره چارسده کښې دفن کړے شو. د دۀ پۀ وارثانو کښې دوه ځامن سيد شاه فخر عالم ،سيد محمد عالم باچا او درې لوڼه شاملې دي. او هغوي د ګوند سره معمولي خفګان راغلے دے خو بيا هم د بل ګوند اړخ ته نۀ دي تلي بلکې اوس هم ټولې همدردۍ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ خپلو زړونوکښې لري. بايد چې د دوي د پخلا کولو پۀ لړکښې دې د ګوند د مشرانو د اړخ نه سنجيده کوشش وشي چې دا کورنۍ يو ځل بيا د پښتون قامي تحريک تسلسل عوامي نېشنل ګوند کښې د قام خدمت کښې خپل کردار ادا کړي.

    راوي:

    سيد شاه فخرعالم اوسيد محمد عالم

    لټون او سمون: سعيد احمد شاهي

    مرستيال: سيدفضل امين او سيد حمزه شاه بابړه

    ذاتي ډائري: سيد خسرو پروېز

    حواله: د تحريک ازادي او باچا خان از فارغ بخاري

  • د پښتونخوا پۀ کلتور د بېلا بېلو کلتورونو اثرات – پروفېسر ډاکټر زرمحمد سنګر

    د پښتونخوا پۀ کلتور د بېلا بېلو کلتورونو اثرات – پروفېسر ډاکټر زرمحمد سنګر

    د پښتونخوا خاورې د تاريخ پۀ اوږدوکښې ډېرانقلابونه ليدلي دي. ددې زمکې د اثارونه پته لګي چې د دې تاريخ پۀ زرګونو کالونو محيط دے. د شروع نه تراوسه پورې د دې زمکې مخ لا سوړ شوے نۀ دے ۔ پۀ دې علاقه چې څومره قومونه تلي راغلي دي نو هغوي د خپل تهذيب، مذهب، تمدن، ژوند ژواک او نور ډېر قسمه اثرات او نخښې نخښانې پرېښي دي.

    زمونږ پۀ کلاسيکي ادب او ځينې نثري اثارو کښې هم چرته چې پښتانۀ اوسي ، پښتونخوا ورته وئيلے شوې ده. د دې نه علاوه د دې ځاے نور هم تاريخي نومونه شته لکه روه، روهستان، افغانيه، افغانستان او ياغستان. له بده مرغه د امير عبدالرحمان پۀ وختونو کښې د پښتونخوا پۀ سينه پۀ ١٨٩٣ء کښې د ډيورنډ کرښه راښکلې شوه چې پښتانۀ ئې پۀ خپلو کښې سره ووېشل. پۀ دغه وخت کښې دا ځمکه پۀ څلورو حصو کښې تقسيم شوه چې يوه لويه برخه ئې افغانستان اؤ نورې درې برخې ئې پاکستان کښې مختلفو حصو کښې وېش دي لکه خېبرپښتونخوا، ازاد قبائل او اېجنسۍ،( چې اوس اوس پۀ خېبر پښتونخوا صوبه کښې ضم شوېدي ) او د بلوچستان پښتانۀ. بهرحال هرڅۀ چې دي خو د لږ ډېر تغير سره د دې خلقو ژبه، دود دستور، غم ښادي، ناسته ولاړه او د ژوند د تېرولو لارې چارې يو شان دي. مونږسره کۀ څۀ هم د لرغونې زمانې نۀ کتاب شته او نۀ څۀ تاريخي سند يا دستاوېز، خو بيا هم ځينې اثار او نخښې نخښانې پۀ نظرراځي.

    “هغه ټول تهذيبونه او مدنيتونه چې له منځه تللي اؤنن ئې پۀ اړه زمونږ سره هېڅ هم نشته ، نو دغه لرغوني اثارمونږ ته لار ښودنه کوي، چې کۀ ټول پۀ ټوله نه وي ، نو د دغه تهذيبونو پۀ باره کښې ترډېره حده پورې زمونږ پۀ علم او پوهه کښې اضافه کوي ” ١ ص ٧

    پۀ شوروکښې دې علاقې ته ګندهارا وئيلې شوې ده. د سکندراعظم اؤ دارا يوش چې پۀ ٣٣١ق م کښې تېر شوي دي پۀ دغه زمانه کښې ګندهارا صوبه د ايران د سلطنت برخه وه ګندهارا ډېر زوړ تاريخ لري چې د کاڼي د دور پورې رسي.

    “څومره پورې چې د ” ګندهارا ” نوم تعلق دے نو د دې پۀ حقله وئيلے شي چې دا د يو اريا بزرګ ” ګندهارايا” پۀ نوم اېښودے شوے دے. او پۀ زوړ وېد کښې هم موجوده خېبرپښتونخوا صوبه هم پۀ دې نوم ياده شوې ده . د يوناني مؤرخينو وېنا ده چې د اباسين او خېبر درې منځومانه علاقه پۀ قطب کښې دير،باجوړ نه واخله سوېل کښې ترکوهاټه پورې علاقه دې کښې شامله ده د ګندهارا مشهوراو لوے لوے ښارونه پشکلاوتي (چارسده) پشپاپور (پېښور) ورشاپور (شهبازګړه) او اوډابهانډاپور (هنډ) وو “٢ ص ٤٩

    د ګندهارا د نوم پۀ بابله يوه بله رايه هم شته اؤ د دې رشته د سنسکرت ژبې سره تړي او هم دغه بره ذکرشوې علاقه اؤ ځاے ښودلے کېږي .

    “ګندهارا د سنسکرت ژبې لفظ دے چې مطلب ئې دے د ” وږمو هېواد” نننۍ خېبرپښتونخوا د هغه شنې ښېرازه سيمې پخوانے نوم دے کومه چې د پېښور، مردان ، صوابۍ ، چارسدې ، سوات، باجوړ او کوهاټ پۀ سيمو ودان دے. دا سيمه د مودو مودو راسې د تهذيب او تمدن ځانګو پاتې شوې ده او د دې پۀ غېږ کښې ډېرفنون راټوکېدلي دي ” ٣ ص٤٨

    کۀ لږ نور هم پۀ وسيع نظروګورو نو د تاريخ پۀ کتابونوکښې پۀ دې کښې د دغه ذکر شوو علاقو نه نور هم ډېرځايونه ذکرشوي دي. د مارګلې نه راواخله، پۀ افغانستان کښې د کونړ او ننګرهارسيمې هم ذکرشوې دي چې ګندهارا ارټ پۀ کښې غزونې وکړې او دغه ارټ د خلقوپۀ زړونو ذهنونوکښې داسې ځاے ونيوو چې ترننه پورې پۀ عجائب خانو کښې محفوظ پاتې شوے دے.

    ” پۀ دې سيمو هم لکه د پېښور ساکان، اريا، اساکيني، يونانيان، موريه،کوشان، هن، هندوشاهان، مغل، سېکهـ، او انګرېزان د واک خاوندان پاتې شوي دي. دې خاورې ته هر قام خپل خپل تهذيبي رنګونه پېرزوکړي دي ځکه خو پۀ ټوله پښتونخوا کښې د تهذيب پۀ ترڅ کښې نوموړے مقام لري . چارسده د ګندهارا تهذيب د يو اهم مرکز پۀ حېث پېژندے شي ” ٤ ص٤٢

    اوس هاغه تاريخي قامونه ځېرو کوموچې د تاريخ پۀ مختلفو پړاوونوکښې پۀ دې خاوره حکومتونه کړي دي او خپل اثار اؤ باقيات ئې پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې پرېښي دي.

    د ارين اثرات :

    ارين څوک وو او چرته اوسېدل د دې پۀ بابله هم مختلفې رائې دي خو پۀ دوي کښې ځينې خلق چې مرکزي او باختري ارين ورته وئېلے شي دا خلق د هندوکش خواؤشا کښې اباد وو اؤ مرکز ئې کابل، بلخ، خراسان، ګندهارا، هرات او تخارستان ؤ.

    د دوي دوېمه ډله پۀ ايران کښې اباده شوې وه چې هغوي ته ايراني ارين وئيلے شي. او درېمه ډله ئې پۀ هندي ارين بللې شي، دا خلق د خېبر او کابل پۀ لاره د هندوستان پۀ علاقو کښې خوارۀ شوي وو.

    “د اريا قبيلو اصلي وطن خوارزم ؤ چې اوس ورته ازبکستان وئيلے شي، د دې ځاے نه د هجرت کولو نه پس دا خلق څۀ موده پۀ باختر او شمالي ايران کښې اوسېدل اؤ څۀ تقريباً دوه زره قبل مسيح دا خلق د هندوکش د غرونو پۀ لارو د پاکستان علاقو ته را واؤړېدل”٥ ص٦٠

    څنګه چې د پښتنو د اصل نسل پۀ بابله دوه غټې نظريې دي، يوه د ارين او دوېمه د بني اسرائيل. مستشرقين او ځينې د افغانستان ليکوال وائي چې پښتانۀ ارين دي او د دوي د ژبې د ګرامر او قواعدو پۀ لحاظ وائي او د جديد تحقيق نه هم ثابته شوې ده چې پښتانۀ ارين دي. د ارين پۀ غوږونو به وېښتۀ وو، د اکثرو پښتنو پۀ غوږونو هم وېښتۀ وي. ارين ګله بان وو او څاروي به ئې ساتل، غوانو او ګډو بيزو ته به ئې تعويزونه اچؤل اوس هم اکثر پښتانۀ خپلوڅاروو ته د نظرنه د بچ کېدلو د پاره تعويزونه اچوي، هغه زمانه کښې هم دې خلقو کر کرونده کوله اوس هم اکثر پښتانۀ زميداري کوي.

    د ارين اثرات پۀ هندومت هم شته، پۀ دوي کښې ئې درجه بندي وکړه لکه برهمن، شودر، کشتري او وېش. دغه اثرات ډېر پاتې دي چې تر اوسه پورې مونږ کښې شته، د ارين لوبې هم تر اوسه پورې کېږي لکه ګلي ډنډه اؤ پټ پټوڼے وغېره، دا دور د ٢٠٠ق م نه تر ٥٥٠ق م پورې رسي . پۀ پښتونخوا کښې د ډېرو کلو نومونه هم د هغه زمانې يادګاردے پۀ صوابۍ کښې اوس هم هريان (اريان) ، شته ، بېکا چې د اريا قوم يو خاندان ؤ پۀ نوم اباد دے . دغه شان د اريا يو بل خاندان بهالا پۀ نوم بهالو کلے او پۀ جلسۍ کښې بهولا ونډ هم شته د دې نه علاوه نور هم ډېر ځايونه او نومونه د هغه زمانې يادګار تازه کوي.

    يوناني اثرات:

    د پښتونخوا پۀ کلچر باندې يونانيانو هم خپل اثرات پرېښودي دي ۔ د ارين او يونانيانو تر مېنځه يوه دوره د هخامنشي خاندان (٥٥٠ق م نه تر ٣٢٦ق م) هم راځي. د يونانيانو د (٣٢٧ق م نه تر ٣٠٠ق م) پورې او بيا د يوناني باختريانو زمانه د (٢٠٠نه تر ١٠٠ق م) پورې رسي.

    “د مشهور يوناني مؤرخ هيروډوټس (٤٨٤-٤٢٥ق م) هم پۀ خپله جغرافيه کښې ذکر کړے دے د دوي د ملک نوم ئې پکتيا ليکلے دے چې د اباسين پۀ غاړه واقع دے اؤ خلق ئې ډېر بهادران دي. د دارا د زمانې اميرالبحر سکائي لاکس (٥٢٦-٤٨٦ق م) هم پۀ خپله سفرنامه کښې د پکتيکا ذکر کوي” ٦ ص٣١

    پۀ ٣٣١ق م کښې سکندر چې د فېلفوس زوے ؤ دارايوش ئې د خپل پلار پۀ بدل کښې قتل کړو او د ګندهارا صوبه ئې هم پۀ خپل حکومت کښې شامله کړه، د دوي د لښکر نيمه حصه د خېبر پۀ لار پېښور او چارسدې ته ورسېده او بله حصه ئې د سکندر پۀ نګرانۍ کښې پۀ سوات او باجوړ ورغله اؤ دغه ټوله علاقه ئې قبضه کړه. د دې نه پس چارسده او بيا د هنډ پۀ مقام پۀ اباسين پورې وتو، د سکندر پۀ نوم پۀ صوابۍ کښې سکندرے نومې کلے اباد دے.

    “پۀ صوابۍ کښې د سکندر د وختو اثاريات هم شته لکه د لاهور نه د سکندر د دور سيکې راوتې دي، د درن د غر پۀ لار سکندر راتېرشوے دے . د درن د وادۍ او باکر ډهېرۍ نه د يوناني طرز لوښي لرګي ملاؤ شوي دي، پۀ دې کښې د ټولو نه ښائسته د يوناني طرز د ډوب سور رنګ د اوبوصراحي ده چې پۀ غړۍ ئې يوه کرښه ګېرچاپېره تېره شوې ده. دوه واړۀ واړۀ مهين لوښي هم ملاؤ شوي دي، د دې لوښو خاص يوناني طرز دې نظريې له تقويت ورکوي چې سکندر پۀ دې لار راغلے دے” ٧ ص٨٢

    د باختر اخري يوناني حکمران هريس ؤ خو پۀ دوي کښې تر ټولو مشهور منانډر باچا ؤ چاچې د تانبې، سرو او سپينو زرو سکې ئې جاري کړې وې. د دغه دور پۀ سيکو باندې د باچا د تصوير سره سره پۀ مقامي ژبه کښې ليکل هم شوي دي. مصوري او انځورګري پرې هم شوې ده. د اونو بوټو، مارغانو، ځناورو او بنيادمو تصويرونه جوړول هم د دغه دور يادګار دے.

    يوناني سپاهيانو پۀ باختر کښې ودونه هم وکړل او بل د بمبورېت د کافرستان د خلقو دا دعويٰ چې مونږ يونانيان يو اؤ هغوي ئې سپورټ هم کوي. د ځينو پښتنو قبيلو شکلونه هم بدل دي او زمونږ نه ئې طورطريقې هم بدلې دي. زمونږ جسماني لوبې لکه تتي او ټنډي هم د دغه خلقو يادګار تازه کوي، ګلي ډنډه هم اريائي لوبه ده.

    ‎ترجمه: ” ګلي ډنډا: دا لوبه به هلکانو کوله او د مزې خبره دا ده چې دا لوبه پۀ ټول برصغير او افغانستان کښې هم خوښېده، ماته داسې لګي چې دا هم لکه زمونږ د روايتي لوبو غوندې يوه اريائي لوبه ده پۀ موجوده دور کښې پۀ کرکټ او ګلوډنډۍ کښې ډېر يوشان والے دے” ٨ص٦

    د يونانيانو نه پس ساکا دور راځي، دوي تقريبا دېرش کاله حکومت کړے دے ـ د دغه دور سيکې موندلي شوې دي ۔ ديونانيانو حکومت ئې عمر د پاره ختم کړو، دوي نه پس پارتهي او کشاني دور راځي چې بدهـ مت مذهب ته ئې ډېره ترقي ورکړه، دې دور د ځان سره ډول سرنا او د ګټو بتان راؤړل. کشان پۀ اثراتو کښې اوس هم د پښتونخوا پۀ ځنو علاقو کښې خلق پېزوانۍ څپلۍ او خلقې اچوي، د دغه دورونو سټوپې او نورې نخښې نخښانې هم ځاے پۀ ځاے شته.

    دهندو شاهي اثرات:

    د پښتونخوا پۀ ځمکه هندوانو هم حکومت کړے دے او د هغوي د تهذيب، کلتور او ژوند ژواک اثرات اوس هم خال خال زمونږ پۀ معاشره کښې شته. د يونانيانو او هندو شاهي تر مېنځه نورو ډېرو خاندانونو هم حکومتونه کړي دي لکه ساکا ، پارتهي ، ساساني ، ګپت ، هن ، راجه هرش ، ترک شاهي دوره او ورپسې لګېدلے دور د هندو شاهي دوره ده چې د ٨٧٠ء نه تر ١٠٢٦ء پورې رسي . د دوي باني کلر ګڼلے شي دے د ” سپالاپتي” پۀ لقب مشهور ؤ، د دۀ د نوم سيکې د هنډ او د ګندهارا د نورو علاقو نو هم تر لاسه شوي دي . د هندو شاهۍ پۀ دوره کښې ئې دارالخلافه د کابل نه هنډ ته راوړه ۔

    “له اوومې پېړۍ نه پس دلته يو ځل بيا هندو مذهب راغے چې مونږ ورته هندو شاهي دور وايو، د دوي مرکز هنډ ؤ”٩

    د دې دور د ارهټ لوي لوي کوهيان اوس هم شته چې د اوبۀ خور کار به ترېنه اخستے شو. د دغه دورې کهنډرات هم ځاے پۀ ځاے شته. د دوي عبادت خانې (درمسالونه ) او نورو نوادراتو کښې سيکې چې پۀ هغې باندې د هاتهي ، زمري ، غوئي او د اسونو شکلونه جوړ دي. د هندوشاهۍ مضبوط حکمران راجه جېپال ؤ، د هغۀ دارالخلافه هم هنډ وه. پنج پير د هندوانو مقدس ځاےګڼلے کېدو. او پۀ شاه منصورکښې ” بوټکه ” چې پۀ حقيقت کښې ” بت کده ” وه دغه ځاے کښې د مسلمانانومقبره هم وه، دغه ځاے د هندوشاهۍ د دور سيکې، بتان او لوښي لرګي هم موندلي شوي دي چې د دوي د دوو باچاهانو واکا دېوا او سري سمنتا دېوا د زمانې سره تعلق ساتي. د زېدې پۀ حدودو کښې د کافرکوټ ډهېرۍ نه هم ډېر اثار تر لاسه شوي دي. ګوهاټے او نور د ډېرو کلو نومونه هم د دغه دورې يادګار دي.

    د هندوشاهۍ اثرات زمونږ پۀ ژوند لکه قبر پرستي ، پيرپرستي او نور ډېر توهمات هم دغه دور سره تعلق ساتي لکه شګون ، توره پيشو ، د کارغۀ اواز اورېدل ، سحر وختي داسې څوک ليدل چې د بنده پرې د سپېرۀ ګمان وشي. ټوڼې ټوټکې چې پۀ زنانو کښې عامې دي لکه مرچکي يا سپېلني لوګے کول ، جوګي توب او د هغې اثرات منل.

    زمونږ پۀ فوک ادب کښې هم دغه اثرات برېښي لکه د هندو د يار د پاره غوښه خوړل يا دا چې:

    يار مې هندو زۀ مسلمان يم

    د يار د پاره درمسال جارو کومه

    د هند نه داسې اثرات هم راغلي دي چې هغه زمونږ د کلچر حصه ګرځېدلي دي لکه سپي او مړزان جنګول ، پۀ حجرو کښې مجرې کول ګنې پښتنو به چې جنګ وګټلو نو پۀ خپله به ئې اتڼ اچولو ، د دوي سپو او مړزانو جنګولو ته هېڅ ضرورت نۀ ؤ.

    د بدهـ مت اثرات :

    هر کله چې د سکندر د مرګ نه پس يونانيان د اقتدار د حصول د پاره پۀ خپلو کښې ونښتل نو پۀ دې علاقه د هغۀ يو جرنېل چندرګپت قبضه وکړه، د هغۀ د وفات نه پس د هغۀ زوے بندوسار حکمران شو، بدهـ مت مذهب ته ئې ډېره ترقي ورکړه. اشوک هم دلته د بدهـ مت تبليغ کړے دے . چيني سېلاني هيون سانګ د سټوپې اؤ عبادت خانې ذکر کړے دے، پانيني څوک چې د سنسکرت ژبې ګرامر ليکونکے ؤ هم د صوابۍ سره تعلق لرلو د هغۀ پۀ نوم لاهور کښې پنے ونډ شته اؤ دغلته يو بل بدهو ونډ هم يادېږي.

    “پۀ صوابۍ او مردان کښې د بدهـ مت د تهذيب غټ غټ ځايونه تخت بهائي ، سرائے بهلول ، شهبازګړهـ ، جمال ګړهۍ ، ساولډهېر ، ټوپۍ ، هنډ ، لاهور او راني ګټ دے خو د راني ګټ تهذيب د ټولو نه مشهور اؤ پۀ بېن الاقومي سطح منلے شوے دے د چرته نه به چې د ګوتم بدهـ مجسمې د تبليغ د پاره لېږلے شوې ” ١٠

    څنګه چې د بدهـ مت د تهذيب لوے مرکز راني ګټ ؤ همدغه شان د کشان دور پېزوانۍ څپلۍ او پخوانۍ خلکې د يوسفزو مشران اچوي .

    ځنې توهمات او رسمونه رواجونه د هغه دور پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې ځان څرګندوي لکه ځنې خلق د شورو (بدهـ ) پۀ ورځ سترګې نه توروي او جامې هم نه وينځي ، يا چرګوټے د پښې لاندې راتلل ، لاسونه او ګوتې پوکل، پۀ سترګوګوتې وهل او هغه پوښکلول. د ډېرو کليو او ځايونو نومونه هم د هغه دور يادګار دي. پښېماني اوننواتے هم د بدهـ مت اثرات دي. هرکله چې د ګوتم بدهـ تربور مرغۍ وويشتله او زخمي راپرېوته نوګوتم بدهـ د هغې علاج وکړو اوبيا ئې پرېښوده دغه شان د زور زياتي معافي غوښتل خدائي خدمتګارتحريک پۀ پښتون قام کښې د عدم تشدد فلسفه دوباره را ژوندۍ کړې وه ګنې دا د هغوي پۀ خمبير کښې د وړاندې نه شامله وه، تصوف، عرفان، موسيقي او ګوشه نشي اختيارول هم ددغه دوراثرات دي.

    د زرتشت اوايراني اثرات :

    زرتشت د قديم ايران مفکراو رهنما ؤ ۔ دے پۀ اذربائيجان کښې د ګنج پۀ مقام پۀ ٦٦٠ ق م کښې پېدا شوے ؤ او پۀ ٥٨٣ ق م کښې وفات شوے دے، ځواني ئې ټوله پۀ جذب او استغراق کښې تېره کړې وه .د دېرش کالوپۀ عمر کښې ئې د خداے د وجود اعلان وکړو، هلته ئې هېچا خبره ونۀ منله او مشرقي ايران ته راغلو، د شاه ګستاسپ پۀ دربار کښې دېره شو او د دۀ دواړه ځامن ئې پېروکار شول، باچا هم د دۀ مذهب قبول کړو ۔ د زرتشت مذهب پۀ پاداشت کښې د ايران او ترکي تر مېنځه جنګ وشو او دے د بلخ پۀ مقام د يو توراني سپاهي د لاسه قتل شو خو دۀ د خپل مسلک ډېر خلق پېدا کړي وو. پۀ ايران باندې د مسلمانانو د قبضې نه پس دا مذهب ختم شو خو اوس هم پۀ ايران ، هندوستان او پاکستان کښې چې کوم لږ ډېر فارسيوان موجود دي د دې مذهب پېروکاردي. د ځينې خلقو پۀ خيال زرتشت د دوه خدايانومنونکے ؤ يو اهوره يزدا يعنې خالق يزدان چې د ټولو ښو او نېکو کارونو مالک او ذمه وار دے او دوېم اهرمن چې د بدۍ ، دروغو او تباهۍ طاقت دے څنکه چې رڼا او تيارۀ د يو بل مخالف او ضد دي دغه شان خېراو شر. د ازل نه د دې دواړو طاقتونو کشمکش را روان دے او تر ابده به جاري وي. کله چې د يزدان د طاقت غلبه وي نو پۀ دنيا کښې به نېکي،امن،سکون او خوشحالي وي او چې د اهرمن غلبه زياته شي نو فسق و فجور، ګناه ، منافقت او عصيان ښکاره شي خو اخر فتحه به د نېکۍ وي. فارسيان اور يو پاک او پاکونکے څيز ګڼي د هغوي پۀ محلونو او عبادت خانوکښې هر وخت اور بلېږي ځکه دا خلق اتش پرست ګڼلے شي. عرب ورته مجوسيان وائي د دوي پۀ اتش کده کښې د زرګونوکالونو نه اور بلېدو خو هرکله چې سرورکائنات نبي (ص) دنيا ته تشريف راوړو نو دغه اور خود بخود مړشو. زرتشت مذهب پۀ موجوده وخت کښې د فارسي مذهب پۀ نوم پېژندے شي١٣ يوټيوب

    “ايران د مشرق وسطٰي يو اهم تهذيب يافته ملک دے چې د خپل تاريخ، تمدن، ادب او ژبې پۀ وجه پۀ نمرختيزملکونوکښې يواوچت مقام لري . تهران د دې دارالخلافه ده، د دې تهذيبي اثرات پۀ افغانستان، مېنځنۍ اېشيا ، برصغير او د عربو پۀ ملکونو شوي دي ” ١٤

    د ايران او افغانستان نه علاوه پۀ متحده هندوستان کښې هم فارسي درباري ژبه وه . زمونږ زيات علمونه پۀ عربۍ او فارسي کښې دي، فارسې مونږه ادبي، معاشي او معاشرتي لحاظ سره متاثره کړي يو. دې زمونږ پۀ کلتور باندې ډېر شوخ او پاخۀ رنکونه پرېښي دي لکه پۀ نغري کښې متيازې نۀ کول، پۀ اور باندې علاج کول لکه څاروي ته داغ ورکول، شب قدرکښې د اور پنډوس لړه کول او د اختر پۀ شپه د ماشومانو اورونه بلول. زمونږ ډېرمتلونه هم د اور پۀ بابله دي لکه “د اور سوے پۀ اور رغېږي” ، “يور يو برغولے اور” ، “اور ته راغله د کور مېرمن شوه” او داسې نور .

    داسلام اثرات :

    د نړۍ پۀ مخ پښتون قام پنځۀ زره کاله زوړ تاريخ لري ۔ اسلام دلته د صحابه کرامو د راتګ سره راغلو ۔ دې مېړني قام اسلام ځکه پۀ جمع قبول کړو چې دوي ته اسلام او پښتو يوڅيز ښکاره شول . اسلام زمونږ ژوند ټول پۀ ټوله پۀ خپله غېږه کښې واخستو اسلام زمونږ قبائلي ژوند پۀ عالمګيره ورورولۍ کښې بدل کړو، د امير غريب او تور سپين فرق ئې تر ډېره حده ختم کړو .

    کله نه چې عربو ته زمونږ تګ راتګ ډېر شوے دے نو دې سره دلته وهابيت راغلو ګنې پۀ زيارتونو او اخترونوبه مېلې کېدې، ټالونه ، باڼي چغونه به وو، د شرک له وجې د زيارتونو کلچر ختم شو، د سماع محفلونه به کېدل پۀ وادۀ ښادۍ کښې به ټنګ ټکور کېدو، دغه هم تر څۀ حده کم شول، د پښتنو زنانوو شټل کاک برقعه وه چې د هغې ځاے حجاب ونيولو، هر کله چې مذهب پنجې مضبوطې کړي نو د کلچر شکل اختيار کړي چې کله مونږ د امام ابوحنيفه پۀ مذهب وو نو امن زيات ؤ خو چې کله دا نور مذهبونه راغلل نو د مسلکي کلچر پۀ وجه زمونږ امن ته نقصان ورسېدو، پۀ جوماتونو کښې دېوالونه ووهلے شول، د مذهبي انتها پسندۍ له وجې يو بل سره غم ښادۍ پاتې شوې، پۀ جومات کښې به جمع وشوه نو بيا که به سل کسان راتلل خو ځان ځان له به ئې مونځ کولو، پۀ عربو کښې دوه درې کسان هم جمع کوي، جوماتونه هم د عربو پۀ طرز جوړ شول، لنډه دا چې زمونږ شکل و شباهت ، لباس ،خوراک ، ناسته ولاړه يعني ټول ژوند ئې پۀ خپله غېږ کښې اخستے دے.

    د مغلواثرات :

    پۀ وسطٰي اېشياء کښې چې کومې تاتاري قبيلې اوسېدې پۀ هغوي کښې د چنګېزخان پۀ نوم يو سړے راپېدا شو چې دا ټولې قبيلې ئې را يوځاے کړې د دوي اصلي وطن منګوليا ؤ، دوي اول پۀ منګول ، بيا مغول چې وروستو ترېنه مغل جوړ شو د هغه ځاے نه دا خلق راخوارۀ شول او بيا د چنګېزخان نمسي هلاکوخان ډېرې علاقې فتح کړې . پۀ تاريخ کښې د دوي باچائي د سلطنت مغليه پۀ نوم ياده ده، د دوي د لازواله او بې مثاله طرزحکومت له وجې نورې دنيا هندوستان ته د سرو زرو مرغۍ ووې .

    چنګېزخان د چين د مشرقي ساحل نه داخله د يورپ ترمېنځه پورې يو لوے حکومت جوړکړو پۀ دې کښې هنګري، روس، انډونېشيا، ارمېنيا، ترکي، افغانستان، ازبکستان، ايران، چين، پاکستان، بنګله دېش او نورې ډېرې علاقې شاملې وې. پۀ اېشيا کښې دا سلطنت پۀ ديارلسمه او څوارلسمه صدۍ کښې جوړ شوے ؤ . پۀ ١٢٠٦ء کښې چنګېزخان د مغل حکومت اعلان وکړو د دوي نه پس تېمور دوه څلوېښت ملکونه فتح کړل چنګېزخان ، هلاکوخان او اميرتېمور ډېر جابرباچايان وو. پۀ برصغيرکښې د مغل سلطنت باني ظهيرالدين بابر ګڼلے شي. پۀ١٥٢٦ء کښې ئې ابراهيم لودهي ته ماتې ورکړه او د حکومت اعلان ئې وکړو .

    د بابر نه پس همايون پۀ تخت کښېناستو ۔ د همايون نه شېرشاه سوري حکومت واخستو. د دۀ نه پس پۀ ١٥٥٦ء کښې اکبر باچا شو او هندوانو سره ئې ښۀ تعلقات جوړ کړل. د دۀ نه پس بيا پۀ ١٦٢٧ء کښې شاجهان، چې انجينئير باچا به ئې ورته وئېلو د دۀ د دور ډېرعمارتونه اوس هم شته.

    پۀ ١٦٥٨ء کښې د دۀ پۀ باچاهۍ باندې د ځامنو تر مېنځه جنګ ونښتو دغه جنګ اورنګزېب وګټلو او پۀ ٣١ جولائي ١٦٥٨ء کښې ئې حکومت جوړ کړو د تر ١٧٠٧ء پورې باچاهي وکړه.

    هر کله چې انګرېزان هندوستان ته راغلل نو دوي اخري مغل باچا بهادرشاه ظفر نه حکومت واخستو ۔ بهادرشاه د ٨٧ کالو پۀ عمر کښې پۀ کال ١٨٦٧ء کښې وفات شو او دغسې د مغل سلطنت خاتمه همېشه د پاره وشوه. خو مغل قوم اوس هم د برصغير پۀ ډېروعلاقو کښې اباد دے .

    ” چې کله د مغلود شهنشاهيت او حکومت درباري او سرکاري ژبه فارسي وه نوفارسي وان مالداره او پښتانۀ ناداره وو ځکه پښتنو به اکثروئېل ” مړه ګېډه فارسي وائي ” اوس دا وېنا پښتو ادب کښې د متل پۀ توګه استعمالېږي . “١٥

    مغلو زمونږ پۀ کلچراو ثقافت ډېراثرات پرېښي دي. زمونږ پۀ خبرو اتروکښې، پۀ ادب او متلونود مغلو اثر واضحه دے که څوک به چاکره لاړواو عزت به ئې ونۀ شو نووئيل به ئې چې ” کور ئې مغلووهلے دے” ۔

    مغلو به لوټ مار کولو لکه دا ټپه

    د پاسه رامۀ شې مغله

    زما د سر روپۍ دا ستا قلنګ کښې ځينه

    زمونږ پۀ کلاسيک ادب کښې د مغلو ډېر ذکر شته ۔ پۀ اولسي داستانونو کښې لکه يوسف خان شېربانو ، دلے شهۍ او داسې نور. ډېرو پښتنو مغلو سره رشتې وکړې، د پښتنو خپل ژوند قبائيلي ؤ خو د حکومتونو اخستل، دا طرز ئې د مغلو نه اخستے دے . پۀ مونږ کښې د مغل د طرز حکمرانۍ اثرات شته . زمزنږ زوړ طرز تعمير هم د مغلو پۀ شان دے لکه قلعې ، محلونه او باغونه وغېره . الغ بېګ سره د ملک سلېمان شاه او سلطان شاه اتحاد يا د خوشحال نيکونه او بنګش هم د مغلو اتحاديان وو . د جهانګيرپۀ دور کښې د نهې” منګل ” او شورو ” بدهـ ” پۀ ورځ د غوښې ناغه مقرر شوې وه چې تر اوسه جاري ده . پۀ دربار کښې موسيقي غږول هم د مغلو د حکومتونو کار ؤ .

    د پېرنګي اثرات :

    هر کله چې انګرېزانو پۀ ١٤ ستمبر ١٥٩٩ء کښې ايسټ انډيا کمپني جوړه کړه او پۀ ١٦١٢ء کښې برصغير ته د تجارت پۀ نيت راغلل نو دلته هغوئ ورو ورو خپلې پښې کلکې کړې اخري مغل حکمران بهادرشاه ظفر ئې پۀ رنګون کښې قېد کړو .

    “پۀ ١٨٤٥ء کښې د سکهانو نه انګرېزانو د پېښور او يوسفزو مېداني علاقې قبضه کړې، مېجر جارج لارنس د پېښور وړومبے ګورنر مقرر شو” ١٦

    خو د سيکهانو د ماتې پۀ بابله چې انګرېزانو ورکړې وه ډاکټر بدرالحکيم حکيمزے پۀ خپل کتاب د ” پښتونخوا لنډه مطالعه ” کښې پۀ دې علاقو د انګرېزانو د قبضې وخت څلور پنځۀ کاله وروستو ښائي:

    “پۀ ١٨٤٩ء کښې انګرېزانو سيکهـ ته ماتې ورکړه او د پښتونخوا واک ئې خپلو لاسونو کښې واخېست. انګرېزان پۀ علم ، هنر ، ټېکنالوجي ښه سمبال وو ځکه ئې پۀ کامياب حکمت عملۍ سره د پښتون خاوره د غلامۍ پۀ زنځيرونو وتړله ” ١٧ ص ٩٣

    خو کله چې يو قوم پۀ بل قوم د حمله اور پۀ حېث راځي نو دغه قوم پۀ فکري او مادي لحاظ د بل قوم نه زيات طاقتور وي . د دغه قوم هوښيار خلق د راتلونکي قوم حصه شي خو دغه خلق ذهين هم وي او بې ايمانه هم . پۀ مغلوب قام کښې دوه درې قسمه خلق وي څوک غلي پاتې شي څوک فرار اختيار کړي او څوک پکښې مزاحمت راواخلي . مزاحمت کار د دغه قوم هر څۀ ته بد وائي د علم او سائنس د وجود نه هم کرکه کوي ځنې خلق رد هغوي حصه شي، د هغوي نوکري اختيار کړي او هر څۀ ورته کوي ۔ حسېن احمد مدني وائي چې د انګرېز د ټېلي ګراف سسټم له وجې مونږ محکوم شو او يو انګرېز هم وائي چې مونږ د ټېلي ګراف له وجې جنګ وګټلو ۔ پنځۀ ويشت زره انګرېزانو د پنځۀ ويشت کروړه خلقو نه حکومت واغستو . فېرنګي سره نوې ټېکنالوجي راغله، سرسيد د استدلاليت ، منطقيت او عقليت پسندۍ نظريه د انګرېز نه واغسته، د شاه جهان ښځه مړه شوه نو د هغې پۀ ياد کښې ئې تاج محل جوړ کړو خو چې د فلېپ مور ښځه مړه شوه نو هغه د “اېل ـ اېچ ـ وي ” LHV)) تصور ورکړو ځکه خو کارل مارکس هم وئېلي وو چې سل کاله پس به د برصغير خلق د ازادۍ جنګ شروع کوي .

    په دې علاقه د انګرېز د لاس سړکونه ، پلونه ، رېل ګاډے ، د رېل پټلۍ ، فوځي چهاونۍ ، هسپتالونه ، سکولونه او کالجونه ، عن د ژوند داسۍ شعبه به نۀ وي چې هغوي پرې کار نۀ دے کړے .

    اوس هم زمونږ اکثر خلق د هغه نظام حصه ګرځېدلي دي، د هغوي لباس ، ژبه ، خبرې اترې ، خوراک څښاک ، ږيره خرئېل ، شکل و شباهت جوړول ، د هغوي نوکري کول ، لنډه دا چې مونږ پۀ هر کار کښې د هغوي نقل او پېښې کوو او هغه څوک قابل ګڼلے شي چې دوه څلور ټکي انګرېزي وئېلے شي .

    “خو د وخت ضرورت دے چې پښتانۀ خپل تمدن ، تهذيب او ثقافت ته نوره هم پام لرنه او وده ورکړي. ځان د نړۍ د نورو قامونو سره د سيالۍ جوګه کړي . خپل قام ته د وقار او ارام ژوند پۀ برخه کړي . او پۀ شعوري توګه د خپل تمدن ، ثقافت او تهذيب د ترقۍ له پاره لارې چارې هم ولټوي او پۀ پوره اخلاص پۀ دې لړ کښې هلې ځلې هم وکړي ” ١٨ ص ٣٩

    حواله جات:

    ١: بشریٰ خاتون ، ډاکټر ، د صوابۍ تاريخ (٢٠٠٠ق م نه تر ١٩٤٧ء پورې ) ، عامر پرنټ اېنډ پبلشرز پېښور ، اول چاپ ، ٢٠١٥ ، ص ٤٨

    ٢ : حکيم زے ، بدرالحکيم ، ډاکټر ، د پښتونخوا لنډه مطالعه ، اعراف پرنټرز پېښور ، ٢٠١٨ ء ، ص٤٢

    ٣ : مشال رېديو ، ګندهارا ، (د پښتونخوا د لرغونو اثارو ننداره ) عامر پرنټ اېند پبلشرز پېښور ، ٢٠١٦ء ، ص ٧

    ٤ : يوسفزئ ، نورالامين ، ارټ ، کلچر اور تاريخ ، دي پرنټ مېن پرنټرز ، پشاور ، کال ندارد ، ص٦

    ٥ : داود ، داور خان ، پروفېسر ، د پښتو ادب پۀ پراختيا کښې د فارسۍ کردار ، افاق پرنټرز ، جنګي محله پېښور ، اکتوبر ٢٠١٧ء ، ص ١

    عبدالحي حبيبي ، د پښتو ادبياتوتاريخ ، د پښتو ادبياتو مرکز سرائے نورنګ بنو ، کال ، نه لري ، ص ٣١

    ٩٠يوسفزئ ، نورالامين ، ارټ ، کلچر اور تاريخ ، دي پرنټ مېن پرنټرز ، پشاور ، کال ندارد ، ص٦

  • د خدائي خدمتګار ولي محمد کاکا د ژوند قيصه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    د خدائي خدمتګار ولي محمد کاکا د ژوند قيصه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

    پۀ بابړه چارسده کښې خدائي خدمتګار تحريک ډېر لوے کردار ادا کړے دے او د دې ځاے خدائي خدمتګارو د وړومبۍ ورځې نه کله نه چې باچاخان بابا بابړې ته پۀ اول ځل تشريف را وړے ؤ ،د هغې ورځې نه واخلې تر د خپل ژوندون د اخيري سلګۍ پورې پۀ ايماندارۍ او جوش وجذبې سره د خپل وطن، ژبې او قام خدمت کړے دے. او هم دا وجه ده چې دغه خلق اوس هم د تاريخ پۀ پاڼو او د هغۀ ټولو خلقو پۀ ذهنونو کښې اوړي راوړي څوک چې خپل وطن او قام سره پۀ رښتيا مينه او خلوص لري.

    خدائي خدمتګاري د بابړې د خلقو وينه کښې اغږلې شوې ده چې د دې تحريک لۀ وجې خلقو مخکښې هډو يو بل پېژندل نه خو د خدائي خدمتګارۍ لۀ وجې د هغوي يو بل سره تعلق، غم ښادي او نزدې ملګرتيا جوړه شوله. د دې غټ مثال ئې د سيد محمد فصيح باچا، احمدکاکا، عبدالمصور زرګر او ولي محمد کاکا ملګرتيا هم وه. چې دوي به سحر پاڅېدل، د مونځ اودس، تلاوت وغېره نه به فارغ شول او د کورنه به بهر يوځاے شول او د ورځې ورځې پروګرام باندې به ئې پۀ خپلو کښې صلاح ومشوره وکړه او د مشورې نه به وروستو هغې کار پسې يوځاے يا بېل بېل روان شول. د کومې فېصله چې به دوي پۀ خپل منځ کښې کړې وه.

    اوس راځو د ولي محمدکاکا طرف ته؛

    ولي محمد کاکا پۀ کال ١٩١٣ز کښې د عبدالعزيز پۀ کورکښې د دوؤ وروڼو او يو خور د زېږدلو نه پس پېدا شوے ؤ. د دوي د ډېرې غريبې کورنۍ سره تعلق ؤ خو مور پلار ئې د تعليم د اهميت نه خبر وو نو د غريبۍ او تنګدستۍ باوجود ئې پۀ بابړه کښې اباد پرائمري سکول ته د تعليم پۀ غرض ولېږلو. وروستو بيا د چارسدې هائي سکول کښې د نور تعليم د پاره داخل کړے شو. او پۀ ډېرو ښو نمبرو اخستو سره ئې مېټرک وکړو. د مېټرک نه پس هغوي د روزګار پۀ غرض پۀ ترناب فارم پېښورکښې د سکول استاذ شو او نوکرۍ سره سره ئې د استاذۍ پروفېشنل ټرېننګ هم وکړو.

    پۀ دغو ورځو کښې خدائي خدمتګار تحريک ډېر پۀ زور و شور روان ؤ او فخرافغان بابا به د قام د بېدارۍ او پوهې د پاره د پښتنو د سيمو دورې کولې. او بابړه چونکې د اتمانزو د مرکز عاليه سره نزدې هم وه او د بابړې د خلقو خدائي خدمتګار تحريک سره جذبه هم ډېره وه او کله چې به هم باچاخان تقرير کولو نو پۀ خلقو باندې به ئې ډېر اثر کولو.

    ولي محمد کاکا به هم د باچاخان تقرير اورېدلو د پاره د بابړې د بړا ميا حجرې ته تللو او د باچاخان د شخصيت نه دومره متاثره شولو چې بيا به چې کوم ځاے هم د فخر افغان بابا څۀ غونډه ياجلسه کېدله نو ولي محمد کاکا به د خپلو ملګرو فصيح باچا،احمدکاکا او عبدالمصور سره ځان هغه ځايونو ته رسولو او ډېر پۀ غور سره به ئې د باچاخان او ټولو مقررينو خبرې اورېدلې. هم دغه وجه وه چې کله هم پۀ تحريک کښې د څۀ قربانۍ يا خدمت موقع راغلې وه نو ولي محمدکاکا د خپلو ملګرو نه وروستو نۀ ؤ پاتې شوے بلکې دوي څلور واړه ملګري همېشه پۀ وړومبي صف کښې ولاړ مونږته ښکاري.

    کله چې ګاندهي جي د (Quit India) تحريک شروع کړو او ورسره ئې د سول نافرمانۍ اعلان هم وکړو او دا خبره ئې هم وکړه چې څومره د هندوستان اوسېدونکي دي او د پېرنګي حکومت کښې پۀ مختلفو څوکيو باندې ناست دي نو هغوي دې د دغه څوکو نه استعفٰي ورکړي. نو پۀ ټوله چارسده کښې ولي محمد کاکا وړومبےاو اخير کس ؤ چې د خپلې نوکرۍ نه ئې استعفٰي ورکړه او هغۀ د خپل ځان او بچو د رزق ګټلو د ذريعې نه ئې ځان د قام او وطن د روڼ مستقبل اود پېرنګي نه د ازادۍ د پاره دومره لويه قرباني بغېر د څۀ ذاتي مفاداتو او غرض نه ورکړه.

    بيا وروستو الله پاک پۀ دۀ باندې فضل وکړو او د چارسدې نستې کلي غفورخان، فخر افغان باچاخان ته خواست وکړو چې دا ولي محمد راله راکړه چې سړے ترې نه جوړکړم. غفورخان د نستې يو ډېر لوے ټهېکيدار ؤ او پۀ هغه وخت سره به ئې د لکهونو روپو ټهېکې اخستلې. هغۀ ولي محمدکاکا ځان سره بوتلواو خپل منشي ئې کړلو. چې د غفورخان د ټول روزګار حساب کتاب به ئې ليکلو او د ټول کاروبار خيال به ئې ساتلو.

    دغې روزګار سره سره ولي محمدکاکا د تحريک کار هم نۀ ؤ پرېښودلے او د تحريک پۀ هرقسم هلوځلو کښې به ئې د خپلو ملګرو سره برخه اخستله. د پېرنګي خلاف د سول نافرمانۍ تحريک پۀ زور و شور سره روان ؤ هم پۀ دغه سلسله کښې ولي محمد کاکا او د هغوي ملګرو سيد محمد فصيح باچا، احمدکاکا او عبدالمصور زرګر پروګرام جوړ کړلو چې د ټيلي فون تارونه کوم چې د چارسدې او پېښور ترمنځه دي هغه به د جيندي پل کوچې د چوتي پل نوم يادېږي ا و د چارسدې کلي سره نزدې دے، پۀ دغه ځاے باندې به کټ کوو. او هم پۀ دغه غرض څلور واړه ملګري د شپې پۀ وخت لاړل او دغه تارونه ئې کټ کړل چې له وجې ئې د چارسدې د انتظاميې پېښور او نورې نړۍ سره رابطه ختمه شوله. او دوي لاړل او دچارسدې کلي شولګره ګيدړ کښې مفروران شول. ځکه چې پېرنګي د دوي د ګرفتارۍ د پاره چاپې وهلې او دوي پۀ هغه وخت خپله ګرفتاري ځکه نۀ ورکوله چې د تحريک د پاره د پروپېګنډې او ليکلي مواد چاپ کول او تقسيمولوکار هم د دې درېواړو پۀ ذمه باندې ؤ.

    څو ورځې وروستو دوي بيا د څۀ کار د پاره پېښور ته روان وو، پۀ ټانګه کښې چې کله پېښور او ناګمان سره نزدې ګل بېلې کلي ته ورسېدل نو د پړانګو د څوکۍ نه ورپسې پوليس پۀ ګاډي کښې را ورسېدل او دوي ئې ګرفتار او حوالات کښې ئې بند کړل. څۀ وخت پس د پوليس تاڼېدار ولي محمد کاکا د حوالات نه را وويستلو او بهرئې د شګو يو ډېري ته بوتلو او ورته ئې ووئيل چې پۀ دې کښې قدم کېږده. ولي محمد کاکا د دوي پۀ مقصد باندې خبر شو نو خپلو نورو ملګرو ته ئې اواز وکړو او ورته ئې ووئيل چې ملګرو بېدار اوسئ دوي زمونږ د قدمونو نخښه اخستل غواړي او هغه د شګو ډېري ته ئې ورټوپ کړل او ټول ډېري کښې موجود شګه ئې پۀ خپلو پښو باندې لتاړ کړله. ددې پۀ رد عمل کښې پوليس والو پۀ ولي محمدکاکا د وهلو ټکولو لاس پورې کړلو او ورسره ورسره ئې د پښو لاسونو نه هم وتړلو . وروستو د شپې بيا تاڼېدار پېښور ته ټيلي فون وکړو او ورته ئې ووې چې ما څلور کسان خطرناک سياسي مفروران ګرفتار کړي دي او زۀ ئې پۀ حوالات کښې ډېر وخت پورې نۀ شم ساتلے، مهرباني وکړئ دوي د دې ځاے نه بوځئ.

    وروستو بيا د شپې ئې دوي څلور واړه ملګري پېښور ته بوتلل او هلته نه د ښار مختلفو تاڼو ته ئې ولېږل چې پۀ کښې فصيح باچا د ګورګهټرۍ تاڼې ته، ولي محمد کاکا د داودزو تاڼې ته، عبدالمصور زرګر سنټرل جېل او احمدکاکا د لرګو ګودام ته بوتلے شو او هلته ئې پۀ حوالات کښې بند کړل.

    څوورځې وروستو بيا دوي مجسټرېټ ته وړاندې کړے شول. چا چې د دفعه ٤٠ لاندې دوي ته د دوه دوه کالو سزاګانې ورکړې او دوي ئې د هرې پور جېل چې هغه ورځو کښې به ټول سياسي قېديان ورته بوتلل نو دوي څلور واړه ئې هم هلته بوتلل. چرته چې دوي شپږو مياشتو پورې پۀ چکۍ کښې بند وو. نو دوي د انسان شکل هم نۀ ؤ ليدلے. دوي سره دغلته کښې ډېر لوے لوے ديني عالمان هم قېد وو. چا چې به دوي ته د سحرمانځۀ او چايو نه وروستو د قران مجيد درس او د مازيګر نه وروستو دحديث پاک درس ورکولو او دغه شان دوي خپل د قېدورځې تېرې کړلې ۔ کله چې دوي قېد وخت پوره شو نو دوي بيا د دغه ځاے نه راخلاص شول او کلي ته بېرته راغلل.

    ولي محمد کاکا د روزګار پۀ غرض زرين اباد سره نزدې پۀ سورخټکي کلي کښې د صفدرخان سره منشي شو ، چا چې به د دۀ ډېر خيال ساتلو. پۀ جواب کښې به ولي محمدکاکا هم د صفدرخان د جائيداد او کاروبار د حساب کتاب ښۀ پوره پوره خيال ساتلو او ورله ئې چرته هم دشکايت موقع پۀ ګوتو نۀ وه ورکړې. د روزګار سره سره ولي محمد کاکا د مخکښې پۀ شان خپلې سياسي هلې ځلې هم جاري ساتلې وې. او چې کوم کار به د تحريک د دۀ پۀ ذمه راغلو نو دۀ به پۀ مکمل توګه سرته رسولو.

    د هندوستان د تقسيم نه وروستو کله چې جناح صاحب د غدار قيوم خان پۀ لمسه د ډاکټرخان صېب جائز حکومت پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې ختم کړو او باچاخان د قام د بېدارۍ پۀ غرض د سويلي ضلعو د دورې پۀ موقع ګرفتار شولو نو د هغۀ ملګري او د خدائي خدمتګار تحريک غړي هم ګرفتار شول. پۀ دغه ګرفتارو کښې دوي څلور واړه ملګري د بابړې هم پۀ جون ١٩٤٨زکښې ګرفتارۍ نه وروستو اول هري پور جېل او بيا د ډېرو جېل کښې قېد کړے شوي وو. چرته چې دوي د ١٩٥٤ز پورې قېد وو. او د اصل قېد معياد د اوړېدو نه وروستو به هم دوي پۀ قېد کښې هر شپږ مياشتې وروستو د شپږو مياشتو توسيع کېدلو.

    ولي محمد کاکا د ايوب خان خلاف او فاطمه جناح پۀ حق کښې د خدائي خدمتګارو پۀ تحريک کښې لوے کردار ادا کړے ؤ او د ډکټېټر د ظلم خلاف ئې اواز اوچت کړے ؤ. د وهلو ټکولو او هرقسمه ظلم و تشدد ئې برداشت کړے ؤ ولې پۀ يو موقع هم ئې خپل سر نۀ ؤ ټيټ کړے او نۀ ئې د خپل موقف نه يو قدم وروستو پاتې شوے ؤ.

    کله چې د ذوالفقارعلي بهټو د ډکټېټر شپ خلاف خدائي خدمتګارو تحريک شروع کړے ؤ او پۀ دغه لړکښې به لياقت باغ کښې د يوې جلسې تابيه شوې وه چې خان عبدالولي خان ئې صدارت کولو. بهټو د خپلو مخالفينو د وېرولو او بې عزت کولو د پاره يو بېل فوځ جوړ کړے ؤ هغوي به پۀ قانوني اوغېرقانوني هرقسمه ذريعې استعمالولې او پۀ خلقو او سياسي ليډرانو باندې به ئې تر د ډزو کولو پورې قدم پورته کولو. چونکې د لياقت باغ دغه جلسه د بهټو برخلاف او د بنيادي انساني حقونو ورکولو او جمهوريت بحال کولو پۀ حق کښې وه او ټولو تقريرکوونکو به دغه لړکښې خپلې خبرې عام اولس ته رسولې. څۀ وخت چې خان عبدالولي خان دغې جلسې ته خطاب کولو او د تقرير نيمه برخه شوې وه او نيمه برخه ئې پاتې وه چې پۀ دغه وخت ناګهانه د ټوپکو ډزې د څلور واړه اړخونو نه پۀ جلسه ګاه باندې شروع شولې. او پۀ جلسه کښې يوه افراتفري جوړه شوله. خو پۀ سټېج باندې خان عبدالولي خان او نورو ناستو مشرانو د خپل خپل ځايونو نه ړق هم ونۀ وهلو خو لاندې موجود عام اولس پۀ ګولو ولګېدو چې پۀ کښې ډېر خلق شهيدان او ژوبل شول.

    ولي محمدکاکا هم دغسې جلسې د پاره تلے ؤ. د دوي پۀ خوا کښې يو مشر بابا ناست ؤ چې د پړانګو ؤ او پړانګو کښې به ئې ټانګه چلوله اومزدوري به ئې پرې کوله، هغه هم پۀ ګولۍ لګېدلے ؤ او زخمي ؤ. ولي محمدکاکا هغه بابا پۀ خپله اوږه باندې واچولواو هسپتال ته ئې ورسولو. او تر هغۀ وخته د وارثانو دراتلو پورې پۀ هسپتال کښې ورسره موجود ؤ. کله چې د هغۀ وارثان هسپتال ته را ورسېدل نو بيا ولي محمد کاکا د هغۀ خوانه خپل کلي ته بېرته لاړو.

    د ولي محمدکاکا شپږ ځامن او پينځۀ لوڼه وې، دا ټول بچي د هغوي ښۀ تعليم يافته او باشعوره دي او دا ټول د ولي محمدکاکا او د هغۀ ښځه د تربيت برکت ؤ چې بچي ئې دومره بااخلاقه، باشعوره او تعليم يافته دي. د دوي مشر زوے محمد فاروق پۀ محکمه زراعت کښې نوکر ؤ .او بل زوے ئې د ماشومانو ډاکټر، او يو زوے د بېنک منيجر هم ؤ، لوڼه ئې هم پۀ سکولونوکښې استاذانې دي.

    د دوي ښځه چې هغه هم ډېر قربانو ورکولو واله بي بي وه او د ١٢ اګست ١٩٤٨ز د بابړې د خونړۍ پېښې کښې پۀ پښه هم ژوبل شوې وه، هغې د خپل خاوند د قېدو بند او زندان پۀ ورځو کښې د خپل ټول کور او بچو ډېر پۀ ښۀ اندازاو پوهې سره دوي تربيت کړے ؤ او دوي ته ئې د پلار کمے نۀ ؤ محسوس کړے . پۀ خپله خو دوي د سکول تعليم نۀ ؤ کړے ولې د خپلو بچو د ديني او دنياوي دواړه تعليمونو پوره پوره خيال ساتلے ؤ ۔

    ولي محمدکاکا پۀ ٢٢ اپرېل ١٩٧٦ز دزيارت پۀ ورځ د دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې او د هشنغر پۀ لويه مقبره کښې د جمعې جومات سره نزدې نمرخاتۀ طرف ته ښخ کړے شولو. د ولي محمد کاکا دمرګ سره پښتون قامي تحريک او د خدائي خدمتګارۍ تسلسل عوامي نېشنل پارټۍ د يو بې لوثه او قام پرست کارکن نه محرومه شوله او د هغوي د مرګ سره پېدا شوے کمے د پوره کېدو نۀ دے خو بيا هم الله پاک دې د ولي محمد کاکا ګور پۀ نور باندې روښانه کړي .

    راوي:

    د ولي محمدکاکا ځامن (١) محمد فاروق(٢)مظهرعلي عرف ټهېکدار

    دکتابونوحوالې:

    (١) خدائي خدمتګارتحريک (احمدکاکا)

    (٢) د ازادۍ د تحريک د پاره زما جدوجهد ( سيد محمد فصيح باچا ناچاپ شوے کتاب

    (٣) خدائي خدمتګار تحريک تجزيه او تبصره (ناظم سرفرازخان)

  • ميروېس نيکۀ – پروفېسر زر محمد سنګر

    ميروېس نيکۀ – پروفېسر زر محمد سنګر

    لکه ميروېس پۀ ګورګينانو لوے عذاب جوړؤم

    ويدۀ هوتک را ويښؤمه انقلاب جوړؤم

    حسيب الله هوتک

    نن چې پۀ ٢٢م مۍ ٢٠٢١ ء دخېبرپښتونخوا د سر ښار پېښور پۀ سپرنګ کار نيول هوټل کښې د “ وزيرمحمدګل خان پښتو اکېډمي “ او “ د صابر د رڼا ملګري تحريک “ پېښور پۀ اشتراک سره د حاجي ميروېس خان هوتک د ياد غونډه “ د ميروېس نيکۀ سيمينار” راجوړ شوے دے چې روح روان ئې د پېښور د” پښتون کوټ” مشر ښاغلے سيد صابر شاه صابر صېب دے.

    دښاغلي صابر صېب پۀ کوششونو او منډوترړو چې د خپلو اتلانو او مشرانو د يادولو او هغوئ ته د پېرزونو کومه لړۍ پېل شوې ده دا سيمينار هم د هغه سلسلې يوه کړۍ ده.

    د وکي پيډيا او نوروتاريخي کتابونو، مستندو حوالو او منابعو پۀ ترڅ کښې چې د هوتکودکورنۍ او پۀ خصوصي توګه چې د ميروېس نيکۀ او د هغوئ د کورنۍ پۀ بابله ، چې د قندهار ئې يوکم دېرش کاله خدمت او پرې حکومت کړے دے د هغې لنډه نقشه ، خاکه او پېژندګلو وړاندې کولے شي.

    ١: ميروېس نيکۀ پېدائش : ١٦٧٣ ء قندهار ، وفات : نومبر١٧١٥ء

    عمر: دوه څلوېښت کاله ( ٤٢) ، مقبره او مزار : د قندهار کوکران شاهي مقبره

    پلار: ښالم خان ( شاه عالم خان ، سالم خان) ، د قبيلې ستر مشر او تاجر

    مور: نازو توخي (نازو انا)، د سلطان ملخي لور، عابده ، عالمه ، پاکدامنه ، مېلمه پالونکې

    ښځه : خانزادي سدوزۍ ، د جعفر خان سدوزي لور .

    ميروېس نيکۀ پۀ کال ١٧٠٩ء کښې ګورګين ته ماتې ورکړه او تر ١٧١٥ء پورې ئې پۀ قندهار حکومت وکړو.

    ٢: عبدالعزيز هوتک :

    پۀ کال ١٧١٥ء کښې د ميروېس نيکۀ د وفات نه پس د باچاهۍ تاج عبدالعزيز هوتک ( د ميروېس نيکۀ ورور ) ته پۀ سر کړے شۀ ولې کله چې قام پۀ دې نتيجه ورسېدو چې عبدالعزيز هوتک خپله ګټلې ازادي دوباره صفويانو ته واپس ورکوي نو پۀ کال ١٧١٧ء محمود هوتک (د ميروېس نيکۀ زوي) خپل ترۀ عبدالعزيز قتل کړواو د قندهار باچاهي ئې تر لاسه کړه. د عبدالعزيز قبر هم د هوتکو پۀ شاهي مقبره کوکران قندهار کښې دے.

    ٣: شاه محمود هوتک :

    شاه محمود هوتک ( د ميروېس نيکۀ مشرے زوے) د کال (١٧١٧ ء نه تر ١٧٢٥ ء) پورې د قندهار حکمران پاتې شو. د شلو کالو پۀ عمر کښې حکمران شو ځکه چې دے پۀ ١٦٩٧ء کښې پېدا شوے ؤ او پۀ ٢٢ اپرېل ١٧٢٥ء د ٢٨ کالوپه عمر کښې حق رسېدلے دے.

    ٤: اشرف هوتک :

    اشرف هوتک د ( عبدالعزيز زوي ) پۀ کال ١٧٢٥ء کښې محموهوتک قتل کړو او تر ١٧٢٩ء پورې حکمران پاتې شو چې پۀ ١٧٣٠ء کښې وفات شو

    ٥: شاه حسېن هوتک :

    شاه حسېن هوتک د ( ميروېس نيکۀ دوېم زوے) د محمود هوتک د مرګ نه پس پۀ قندهار حکمران شو او اشرف هوتک د اصفهان ( ايران ) پۀ زياتو برخو حکمراني کوله . شاه حسېن هوتک ښۀ شاعر او د هوتکو د کورنۍ پنځم او اخري حکمران ؤ چې پۀ کال ١٧٣٨ء کښې وفات شو. دۀ نه پس نادرشاه باچا شو.

    دا ټول پيرئيډ د کال ( ١٧٠٩ء نه تر ١٧٣٨ء ) پورې يوکم دېرش (٢٩) کالونه جوړېږي، دې نه پس د هوتکو د کورنۍ نه حکومت لاړو.

    د هوتکو د کورنۍ شجرۀ نسب او سلسله د هوتک نه تر ميروېس نيکۀ پورې څه پۀ دې ډول ده.

    هوتک ، ملکيار ، حسېن ، سفر ، اسحاق ( ايساک ) ، قطب ، جلال الدين ، عمر ، مندين ، اسماعيل ، کرم ،شاه عالم ، ميرويس .

    دشاه عالم څلور زامن وو ١: ميروېس ٢: يحي خان ٣: عبدالعزيز ٤: عبدالقادر

    د ميروېس نيکۀ دوه زامن وو ١: شاه محمود ٢: شاه حسېن

    کۀ دا سلسله د هوتک نه لږه نوره هم وړاندې بوځو نو څۀ دا رنګ ده؛

    هوتک ، درخي ، بازو ، توران ، غرزي ( غرځي ) .

    د ميروېس نيکۀ د پېدائش ، کار او زيار پۀ بابله مونږ کوټلي او مستند روايات لرو.

    هر کله چې ميروېس وزېږېدو هم پۀ هغه شپه ئې مور بي بي نازو انا خوب وليدو چې پۀ خوب کښې ورته بيټ نيکۀ وائي چې ددې بچي ښۀ پالنه او تربيت وکړه چې دے لوے شي نو لوے لوے کارونه به تر سره کړي، ددۀ پۀ نسب کښې به باچاهان پېدا شي دا نېک سيرته ماشوم به قام او دين ته ډېره فائده ورسوي او د بېت الله حج به وکړي .

    دے چې کله د شپږو کالو شو نو د ديني علومو او فرائضو زدکړه ئې پېل کړه . مور به ورته اکثر د بيټ نيکۀ وصيت وريادولو . ميروېس چې کله لوے شو نو د دغه وصيت ذکر به ئې اکثر کولو . ميروېس نيکۀ د ډېرو خوبيو خاوند او مالک ؤ . د سياسياتو ، اجتماعياتو ، روحياتو او روحانياتو ماهر ؤ. مدبر ، مبارز ، منصف ، متوکل ، عادل ، نرم مزاج ، موقع شناس ، خدمت ګار ، دمضبوطې او کلکې ارادې خاوند ؤ .

    ملي قائد ، د ملي جرګو او مرکو بلونکے ، د عقل ، فکر، سوچ او تدبر نه کار اغستونکے، د دښمن کمزورۍ او نقائص معلومؤنکے، رسا ذهن او لوړ اخلاق لرونکے ، قامي او ملي خدمت ته پۀ خپل ذاتي کاروبار او تجارت ترجيح ورکؤنکے ، د نرمۍ او دوستۍ لار خپلؤنکے، ملي او جمهوري حکومت جوړؤنکے، خپله رايه او خبره پۀ نورو منونکے او پۀ تېره تېره فصيحه او خوږه ژبه لرونکے ؤ چې دا ئې تر ټولو افضله خوبي وه ځکه چې د ميروېس نيکۀ مرام او مقصد تر نورو خلقو جدا ؤ.

    د قندهار پۀ ملي او تاريخي ډرامه کښې چې مونږ د ميروېس نيکۀ سره خوا پۀ خوا کوم سائيډ او “ وېلن “ کردار وينو هغه د ګرګين دے چې يو متکبر ، غاور ، غاصب ، ظالم او بدخويه سړے ؤ . ددۀ پېژندګلو مونږ سره الحاج امان الله هوتک داسې کوي

    “ګرګين څوک ؤ او څنګه قندهار ته راغے . د دې سړي نوم اصلا وختنګ ؤ، پۀ خټه ګرجي ؤ او د ګرجستان اوسېدونکے ؤ، پۀ ګرجستان کښې د فارس له بادشاه څخه ياغي شو څو پۀ پا‌‌ې کښې ونيول شو او د اسلام دين ئې ومانۀ او سلطان حسېن ئې هم تر ګناه ورتېر شو ، و ئې باخښۀ ، د شهنواز لقب ئې ورکړو او د کندهار پۀ حکمرانۍ ئې وټاکۀ “

    ( د خپلواکۍ نمر څرک ) مخ ٢٥

    د پښتونخوا خاورې ډېر انقلابات ليدلي دي . دلته لا تر اوسه جنګ نۀ دے سوړ شوے . د دې سيمې اب و هوا او جغرافيه داسې ده چې دلته ډېر قومونه تلي راغلي ، خپل اثار او نخښې نښانې ئې پرېښي دي. مغل، ايرانيان، سکهان، انګرېزان، امريکه او د هغې اتحاديان وخت پۀ وخت پۀ دې خاوره بلوڅېدلي دي او پښتانۀ د دوي مد مقابل ودرېدلي دي او مختلفو تحريکونو وخت پۀ وخت سر پورته کړے دے . خپل قام او خاوره ئې د دښمن نه بچ ساتلي دي.

    هر کله چې د ايران د صفوي دربار لۀ خوا يو ظالم او خونخوار حکمران ګرګين قندهار ته راولېږلے شو، پۀ پښتنو ئې زمکه تنګه کړه او پۀ اولس ئې قسم قسم ظلمونه شورو کړل نو قام دا ضرورت محسوس کړو چې اوس د ګرګين نه ځان خلاصول فرض دي نو قامي جرګه ئې راوغوښته چې ځان ته مشر خوښ کړي ولې پۀ دغه وخت کښې د ميروېس نه بل موزون سړے نه ؤ . قام پۀ شريکه ميروېس نيکۀ خپل مشر او سرخېل وټاکۀ . “ پۀ هم دغه ورځ د افغانانو لويې جرګې حاجي ميروېس نيکۀ د خپل مشر پۀ حېث وټاکۀ. کۀ څۀ هم حاجي ميروېس خان نيکۀ د بادشاهۍ رتبه او حېثيت درلود مګر دۀ پر ځان د بادشاه نوم نۀ کېښود. د شاه او شاهي له نامه ئې ځان وژغورۀ او يوازې دملي مشر پۀ نامه ئې اکتفا وکړه او دا هم زموږ د ملي قائد مخصوصه مميزه ګڼل کېږي

    (د خپلواکۍ لمر څرک ) مخ ٦٦

    د ميروېس نيکۀ پۀ وړاندې يو خاص مقصد وۀ او هغه دا چې د پښتون قام د پاره خپلواک او ازاد رياست قائم کړي . لۀ ډېرو غورځو پورځو نه پس هغه پۀ خپل مقصد کښې کامياب شو. دې له پاره ميروېس نيکۀ د حج بېت الله زيارت هم وکړو او د حجاز مقدس له علماؤ سره ئې د جابر او ظالم حکمران خلاف د جهاد فتو‌‌ي هم راوړه، د رحمان بابا پۀ ديوان او د فقير جميل بېګ مناقبو سره ئې هم فالونه وويستل . شپه ورځ ئې پۀ ځان يو کړل چې د دغه خدماتو پۀ سلسله کښې د اولس لۀ خوا د “ نيکۀ “ پۀ دروند لقب ونمانځلے شو . کله چې ګرګين پۀ دې خبره ورسېدو چې د ميروېس نيکه اهميت د اولس پۀ نظر کښې ورځ پۀ ورځ زياتېږي نو دے ئې د سياسي قېدي ( تحت الحفظ ) پۀ حېث اصفهان ته ولېږلو ولې کله چې ملي قائد د دربار پۀ موډ پوهه شو نو هلته ئې ځان ته پلويان پېدا کړل، امراؤ ته ئې قېمتي تحفې تحائف ورکړل ځکه چې درباري امراء هم پۀ دوه ډلو کښې وېش وو، د اعتمادالدوله او ديوان بيګي پۀ خپل مېنځ کښې اوبۀ خړې وې عن تر دې چې ملي قائد شاه حسېن صفوي ته د رسېدو کوششونه وکړل چې پۀ هغې کښې کامياب شو. د خپل قوي او رسا ذهن ، خپلې نرمې او پستې لهجې لۀ وجې ئې د باچا پۀ زړۀ کښې هم ځاے پېدا کړو تر دې چې د بېت الله شريف حج ته ئې هم ولېږلو او د بېت الله نه هم واپس اصفهان ته لاړو د حج نه ئې ځان سره قيمتي تحفې تحائف هم راوړل چې هغه ئې پۀ درباري امراؤ ووېشل . ملي قائد د ډپلومېسي نه کار واغستو . کوم ميروېس چې اصفهان ته د سياسي قيدي پۀ حېث لېږلے شوے ؤ هغه قندهار ته د منصبدار پۀ توګه راستون شو .

    د صفوي دربار نه ميروېس نيکۀ ته څو خطونه او هدايات هم د ګرګين پۀ نامه ورکړے شول چې د هغې څو اهم نکتې پۀ دې ډول دي

    ١: د ميروېس به ډېر احترام او عزت کوې .

    ٢: د ميروېس د مشورې نه بغېر به يو کار نۀ کوې .

    ٣: د ګرګين پۀ چارو به نظر ساتې .

    ٤: ميروېس ته به پخوانے دولت ، رتبه او منصب وروسپارې .

    ٥: باچا ميروېس ته پۀ درنه سترګه ګوري ځکه ميروېس يو دانا،پوهه او هوښيار سړے دے، د دۀ مشوره به مقدمه ګڼې .

    ٦: تر دې چې د صفوي دربار دوه اهم امراء اعتمادالدوله او ديوان بېګي پټ پۀ پټه د يو بل پښې وهلې مګر دواړه د ميروېس نيکۀ د اوچت ذهانت ، قابليت او پوهې منونکي وو، دواړو ورته د ګرګين پۀ نامه هدايات ورکړي وو تر دې چې اعتمادالدوله ورته يو مهر شوے سند هم ورکړے ؤ. ګرګين چې له دې هداياتو څخه خبر شو نو د انتقام اور ورته ولګېدو او پۀ هره طريقه ئې د ميروېس د راغورځولو چالونه شورو کړل عن چې د ميروېس نيکۀ د لور رشته ئې خپل زوي د پاره وغوښته مګر ميروېس دا خبره جرګې ته وړاندې کړه جرګې د دغه رشتې ورکولو نه انکار وکړو. پۀ دې مېنځومانه کښې نور هم ډېر واقعات او جنګ جګړې وشوې، وينې توې شوې ولې دا ځل قبائلو د ماليې ورکولو نه ښکاره انکار او بغاوت وکړو. ګرګين ته حالات نور هم خراب شول . ملي قائد د خپل پلان مطابق د ټولو قبيلو لويه جرګه پټ پۀ پټه وبلله او هغوي ته ئې خپل کار اوعلاقې حواله کړې .

    پۀ اخري معرکه کښې چې د ايران شل زره عسکر پۀ قندهار کښې وو شپږ نيم زره ئې بلوچستان ته لېږلي وو . زر کسان د ګرګين سره تباه شول او دولس نيم زره د قندهار پۀ قلعه کښې بند کړے شول.د دغه موقعې او ورځې پۀ مناسبت چې د دوه دوه نيمو پېړيو نه پس چې د خپلواک افغانستان بنسټ کېښودے شو الحاج امان الله پۀ دې بابله داسې ليکي:

    ” سهار د لومړي ځل د پاره لمر پۀ داسې حال کښې پۀ قندهار راوخوت چې د پېړيو، پېړيو د غلامۍ تيارۀ شاته پرېښې وه، افغانانو د څو پېړيواسارت وروسته لومړي ځل د لمر څرک ننداره د ازادۍ لۀ لمر څرک سره سمه وکړه، د پښتونخوا زمرو بچيانو پۀ داسې حال کښې چې سترګې ئې لکه د مستو زمرو سرې وې . د دښمن پۀ وينو سرې لړلې تورې ئې پۀ لاس کښې وې د لمر له څرک سره ئې يو بل ته د ملي اختر مبارکي وئيله . دا ملي اختر ، دا مقدسه ورځ ، دا له افتخاره ډک تاريخ د ١١١٩هـ ق کال د ذوالحجې لومړے ؤ او د موجوده افغانستان د بنسټ تاريخ ؤ چې د افغانستان غېر ملي واکمنو تر هر ډول خاورو او ايرو لاندې کړے ؤ .

    (د ازادۍ لمر څرک ) مخ ٦١

    سيد اسحاق ګېلاني ، د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر پېغام چې د سيد صابرشاه صابر او د ميروېس نيکۀ د سيمينار پۀ اړه ئې د سوشل ميډيا د لارې رالېږلے دے د هغې يوه ټوټه ستاسو پۀ درانۀ حضور کښې وړاندې کوم . . .

    “د ميروېس خان نيکۀ د ژوند، شخصيت او مبارزې پۀ باب به نور مشران ډېر څۀ ووايي خو زۀ به هم دومره ووايم چې د ميروېس خان بابا د غوره سياست تګلاره پۀ ځواکمن بنسټ ولاړه وه . دين، عقيدې ، خاورې ، ولس او انساني ارزښتونو ته ژمن مشر ؤ او د يو پرمختللي او غښتلي افغانستان د پاره ئې ملي دريځ درلود “

    (١٨-٥-٢٠٢١ ١:١٠ بجې ماسپښين)

    د وټس اېپ لۀ لارې د حسيب الله هوتک د ليک څخه څو جملې او غوښتنې :

    “حاجي ميروېس خان نيکۀ چې د ټولو افغانانو واقعي قهرمان او د تاريخ منلې څهره ده مونږ ټول افغانان بايد دنوموړي څهره له ياده ونۀ باسو او د دې ورځې پۀ مناسبت بايد پۀ ټول افغانستان کښې عمومي رخصتي اعلان شي . د حاجي ميروېس خان نيکۀ انځور بايد د افغانستان پۀ ټولودولتي او شخصي ادارو کښې ولګول شي ځکه چې مونږ پۀ افغانستان کښې يو واقعي قهرمان لرو چې هغه ميروېس خان نيکۀ دي. مونږ د هوتکو قوم د ولسمشر اشرف غني څخه جدي غوښتنه کوو چې د ميروېس نيکۀ د نوم لۀ د ژوندي ساتلو لۀ پاره بايد پۀ افغانستان کښې يو لوے پوهنتون جوړ کړي او کۀ چېرته دا کار ونۀ کړي دا د هوتکو قوم او د ميروېس خان نيکۀ سره ښکاره خيانت دے .

    ( ١٤-٥-٢٠٢١ ــ ١١:٠٨ بجې سحر)

    حاجي ميروېس خان نيکۀ چې کله د مرګ پۀ ناروغۍ پرېوتۀ نو د قوم مشران ئې راوغوښتل او هغوي ته ئې د نصيحت او وصيت پۀ توګه څو خبرې وکړې چې!

    پۀ هر کار کښې پۀ خداے توکل کوئ . هر چا سره د شرافت نه کار اخلئ . د پارسيانو اطاعت مه کوئ . کۀ دښمن حمله وکړي پۀ زړورتوب ئې مقابله کوئ . د دښمن له ډېر والي څخه مه وېرېږئ .

    پۀ دغه کښې ئې ساه لنډه لنډه شوه او د شهادت د کليمې تر مخه ئې دا جمله ووئېله چې “ اصفهان ونيسئ “ او روح ئې پرواز وکړو. دغه د ذوالحجه ٢٨ م او کال ١١٢٧ هـ ق وۀ .

    د ميروېس نيکۀ ټول ژوند د فکر، تدبر، مړانې، ننګ او غېرت نه عبارت ؤ ځکه خو ئې د مزار پۀ ډبره دا لنډۍ ليک ده:

    د ننګ ټوټه به مې هر هډ وي

    کۀ پس لۀ مرګه پۀ مزار راشې مئينه