د پښتونخوا پۀ کلتور د بېلا بېلو کلتورونو اثرات – پروفېسر ډاکټر زرمحمد سنګر

د پښتونخوا خاورې د تاريخ پۀ اوږدوکښې ډېرانقلابونه ليدلي دي. ددې زمکې د اثارونه پته لګي چې د دې تاريخ پۀ زرګونو کالونو محيط دے. د شروع نه تراوسه پورې د دې زمکې مخ لا سوړ شوے نۀ دے ۔ پۀ دې علاقه چې څومره قومونه تلي راغلي دي نو هغوي د خپل تهذيب، مذهب، تمدن، ژوند ژواک او نور ډېر قسمه اثرات او نخښې نخښانې پرېښي دي.

زمونږ پۀ کلاسيکي ادب او ځينې نثري اثارو کښې هم چرته چې پښتانۀ اوسي ، پښتونخوا ورته وئيلے شوې ده. د دې نه علاوه د دې ځاے نور هم تاريخي نومونه شته لکه روه، روهستان، افغانيه، افغانستان او ياغستان. له بده مرغه د امير عبدالرحمان پۀ وختونو کښې د پښتونخوا پۀ سينه پۀ ١٨٩٣ء کښې د ډيورنډ کرښه راښکلې شوه چې پښتانۀ ئې پۀ خپلو کښې سره ووېشل. پۀ دغه وخت کښې دا ځمکه پۀ څلورو حصو کښې تقسيم شوه چې يوه لويه برخه ئې افغانستان اؤ نورې درې برخې ئې پاکستان کښې مختلفو حصو کښې وېش دي لکه خېبرپښتونخوا، ازاد قبائل او اېجنسۍ،( چې اوس اوس پۀ خېبر پښتونخوا صوبه کښې ضم شوېدي ) او د بلوچستان پښتانۀ. بهرحال هرڅۀ چې دي خو د لږ ډېر تغير سره د دې خلقو ژبه، دود دستور، غم ښادي، ناسته ولاړه او د ژوند د تېرولو لارې چارې يو شان دي. مونږسره کۀ څۀ هم د لرغونې زمانې نۀ کتاب شته او نۀ څۀ تاريخي سند يا دستاوېز، خو بيا هم ځينې اثار او نخښې نخښانې پۀ نظرراځي.

“هغه ټول تهذيبونه او مدنيتونه چې له منځه تللي اؤنن ئې پۀ اړه زمونږ سره هېڅ هم نشته ، نو دغه لرغوني اثارمونږ ته لار ښودنه کوي، چې کۀ ټول پۀ ټوله نه وي ، نو د دغه تهذيبونو پۀ باره کښې ترډېره حده پورې زمونږ پۀ علم او پوهه کښې اضافه کوي ” ١ ص ٧

پۀ شوروکښې دې علاقې ته ګندهارا وئيلې شوې ده. د سکندراعظم اؤ دارا يوش چې پۀ ٣٣١ق م کښې تېر شوي دي پۀ دغه زمانه کښې ګندهارا صوبه د ايران د سلطنت برخه وه ګندهارا ډېر زوړ تاريخ لري چې د کاڼي د دور پورې رسي.

“څومره پورې چې د ” ګندهارا ” نوم تعلق دے نو د دې پۀ حقله وئيلے شي چې دا د يو اريا بزرګ ” ګندهارايا” پۀ نوم اېښودے شوے دے. او پۀ زوړ وېد کښې هم موجوده خېبرپښتونخوا صوبه هم پۀ دې نوم ياده شوې ده . د يوناني مؤرخينو وېنا ده چې د اباسين او خېبر درې منځومانه علاقه پۀ قطب کښې دير،باجوړ نه واخله سوېل کښې ترکوهاټه پورې علاقه دې کښې شامله ده د ګندهارا مشهوراو لوے لوے ښارونه پشکلاوتي (چارسده) پشپاپور (پېښور) ورشاپور (شهبازګړه) او اوډابهانډاپور (هنډ) وو “٢ ص ٤٩

د ګندهارا د نوم پۀ بابله يوه بله رايه هم شته اؤ د دې رشته د سنسکرت ژبې سره تړي او هم دغه بره ذکرشوې علاقه اؤ ځاے ښودلے کېږي .

“ګندهارا د سنسکرت ژبې لفظ دے چې مطلب ئې دے د ” وږمو هېواد” نننۍ خېبرپښتونخوا د هغه شنې ښېرازه سيمې پخوانے نوم دے کومه چې د پېښور، مردان ، صوابۍ ، چارسدې ، سوات، باجوړ او کوهاټ پۀ سيمو ودان دے. دا سيمه د مودو مودو راسې د تهذيب او تمدن ځانګو پاتې شوې ده او د دې پۀ غېږ کښې ډېرفنون راټوکېدلي دي ” ٣ ص٤٨

کۀ لږ نور هم پۀ وسيع نظروګورو نو د تاريخ پۀ کتابونوکښې پۀ دې کښې د دغه ذکر شوو علاقو نه نور هم ډېرځايونه ذکرشوي دي. د مارګلې نه راواخله، پۀ افغانستان کښې د کونړ او ننګرهارسيمې هم ذکرشوې دي چې ګندهارا ارټ پۀ کښې غزونې وکړې او دغه ارټ د خلقوپۀ زړونو ذهنونوکښې داسې ځاے ونيوو چې ترننه پورې پۀ عجائب خانو کښې محفوظ پاتې شوے دے.

” پۀ دې سيمو هم لکه د پېښور ساکان، اريا، اساکيني، يونانيان، موريه،کوشان، هن، هندوشاهان، مغل، سېکهـ، او انګرېزان د واک خاوندان پاتې شوي دي. دې خاورې ته هر قام خپل خپل تهذيبي رنګونه پېرزوکړي دي ځکه خو پۀ ټوله پښتونخوا کښې د تهذيب پۀ ترڅ کښې نوموړے مقام لري . چارسده د ګندهارا تهذيب د يو اهم مرکز پۀ حېث پېژندے شي ” ٤ ص٤٢

اوس هاغه تاريخي قامونه ځېرو کوموچې د تاريخ پۀ مختلفو پړاوونوکښې پۀ دې خاوره حکومتونه کړي دي او خپل اثار اؤ باقيات ئې پۀ څۀ نه څۀ شکل کښې پرېښي دي.

د ارين اثرات :

ارين څوک وو او چرته اوسېدل د دې پۀ بابله هم مختلفې رائې دي خو پۀ دوي کښې ځينې خلق چې مرکزي او باختري ارين ورته وئېلے شي دا خلق د هندوکش خواؤشا کښې اباد وو اؤ مرکز ئې کابل، بلخ، خراسان، ګندهارا، هرات او تخارستان ؤ.

د دوي دوېمه ډله پۀ ايران کښې اباده شوې وه چې هغوي ته ايراني ارين وئيلے شي. او درېمه ډله ئې پۀ هندي ارين بللې شي، دا خلق د خېبر او کابل پۀ لاره د هندوستان پۀ علاقو کښې خوارۀ شوي وو.

“د اريا قبيلو اصلي وطن خوارزم ؤ چې اوس ورته ازبکستان وئيلے شي، د دې ځاے نه د هجرت کولو نه پس دا خلق څۀ موده پۀ باختر او شمالي ايران کښې اوسېدل اؤ څۀ تقريباً دوه زره قبل مسيح دا خلق د هندوکش د غرونو پۀ لارو د پاکستان علاقو ته را واؤړېدل”٥ ص٦٠

څنګه چې د پښتنو د اصل نسل پۀ بابله دوه غټې نظريې دي، يوه د ارين او دوېمه د بني اسرائيل. مستشرقين او ځينې د افغانستان ليکوال وائي چې پښتانۀ ارين دي او د دوي د ژبې د ګرامر او قواعدو پۀ لحاظ وائي او د جديد تحقيق نه هم ثابته شوې ده چې پښتانۀ ارين دي. د ارين پۀ غوږونو به وېښتۀ وو، د اکثرو پښتنو پۀ غوږونو هم وېښتۀ وي. ارين ګله بان وو او څاروي به ئې ساتل، غوانو او ګډو بيزو ته به ئې تعويزونه اچؤل اوس هم اکثر پښتانۀ خپلوڅاروو ته د نظرنه د بچ کېدلو د پاره تعويزونه اچوي، هغه زمانه کښې هم دې خلقو کر کرونده کوله اوس هم اکثر پښتانۀ زميداري کوي.

د ارين اثرات پۀ هندومت هم شته، پۀ دوي کښې ئې درجه بندي وکړه لکه برهمن، شودر، کشتري او وېش. دغه اثرات ډېر پاتې دي چې تر اوسه پورې مونږ کښې شته، د ارين لوبې هم تر اوسه پورې کېږي لکه ګلي ډنډه اؤ پټ پټوڼے وغېره، دا دور د ٢٠٠ق م نه تر ٥٥٠ق م پورې رسي . پۀ پښتونخوا کښې د ډېرو کلو نومونه هم د هغه زمانې يادګاردے پۀ صوابۍ کښې اوس هم هريان (اريان) ، شته ، بېکا چې د اريا قوم يو خاندان ؤ پۀ نوم اباد دے . دغه شان د اريا يو بل خاندان بهالا پۀ نوم بهالو کلے او پۀ جلسۍ کښې بهولا ونډ هم شته د دې نه علاوه نور هم ډېر ځايونه او نومونه د هغه زمانې يادګار تازه کوي.

يوناني اثرات:

د پښتونخوا پۀ کلچر باندې يونانيانو هم خپل اثرات پرېښودي دي ۔ د ارين او يونانيانو تر مېنځه يوه دوره د هخامنشي خاندان (٥٥٠ق م نه تر ٣٢٦ق م) هم راځي. د يونانيانو د (٣٢٧ق م نه تر ٣٠٠ق م) پورې او بيا د يوناني باختريانو زمانه د (٢٠٠نه تر ١٠٠ق م) پورې رسي.

“د مشهور يوناني مؤرخ هيروډوټس (٤٨٤-٤٢٥ق م) هم پۀ خپله جغرافيه کښې ذکر کړے دے د دوي د ملک نوم ئې پکتيا ليکلے دے چې د اباسين پۀ غاړه واقع دے اؤ خلق ئې ډېر بهادران دي. د دارا د زمانې اميرالبحر سکائي لاکس (٥٢٦-٤٨٦ق م) هم پۀ خپله سفرنامه کښې د پکتيکا ذکر کوي” ٦ ص٣١

پۀ ٣٣١ق م کښې سکندر چې د فېلفوس زوے ؤ دارايوش ئې د خپل پلار پۀ بدل کښې قتل کړو او د ګندهارا صوبه ئې هم پۀ خپل حکومت کښې شامله کړه، د دوي د لښکر نيمه حصه د خېبر پۀ لار پېښور او چارسدې ته ورسېده او بله حصه ئې د سکندر پۀ نګرانۍ کښې پۀ سوات او باجوړ ورغله اؤ دغه ټوله علاقه ئې قبضه کړه. د دې نه پس چارسده او بيا د هنډ پۀ مقام پۀ اباسين پورې وتو، د سکندر پۀ نوم پۀ صوابۍ کښې سکندرے نومې کلے اباد دے.

“پۀ صوابۍ کښې د سکندر د وختو اثاريات هم شته لکه د لاهور نه د سکندر د دور سيکې راوتې دي، د درن د غر پۀ لار سکندر راتېرشوے دے . د درن د وادۍ او باکر ډهېرۍ نه د يوناني طرز لوښي لرګي ملاؤ شوي دي، پۀ دې کښې د ټولو نه ښائسته د يوناني طرز د ډوب سور رنګ د اوبوصراحي ده چې پۀ غړۍ ئې يوه کرښه ګېرچاپېره تېره شوې ده. دوه واړۀ واړۀ مهين لوښي هم ملاؤ شوي دي، د دې لوښو خاص يوناني طرز دې نظريې له تقويت ورکوي چې سکندر پۀ دې لار راغلے دے” ٧ ص٨٢

د باختر اخري يوناني حکمران هريس ؤ خو پۀ دوي کښې تر ټولو مشهور منانډر باچا ؤ چاچې د تانبې، سرو او سپينو زرو سکې ئې جاري کړې وې. د دغه دور پۀ سيکو باندې د باچا د تصوير سره سره پۀ مقامي ژبه کښې ليکل هم شوي دي. مصوري او انځورګري پرې هم شوې ده. د اونو بوټو، مارغانو، ځناورو او بنيادمو تصويرونه جوړول هم د دغه دور يادګار دے.

يوناني سپاهيانو پۀ باختر کښې ودونه هم وکړل او بل د بمبورېت د کافرستان د خلقو دا دعويٰ چې مونږ يونانيان يو اؤ هغوي ئې سپورټ هم کوي. د ځينو پښتنو قبيلو شکلونه هم بدل دي او زمونږ نه ئې طورطريقې هم بدلې دي. زمونږ جسماني لوبې لکه تتي او ټنډي هم د دغه خلقو يادګار تازه کوي، ګلي ډنډه هم اريائي لوبه ده.

‎ترجمه: ” ګلي ډنډا: دا لوبه به هلکانو کوله او د مزې خبره دا ده چې دا لوبه پۀ ټول برصغير او افغانستان کښې هم خوښېده، ماته داسې لګي چې دا هم لکه زمونږ د روايتي لوبو غوندې يوه اريائي لوبه ده پۀ موجوده دور کښې پۀ کرکټ او ګلوډنډۍ کښې ډېر يوشان والے دے” ٨ص٦

د يونانيانو نه پس ساکا دور راځي، دوي تقريبا دېرش کاله حکومت کړے دے ـ د دغه دور سيکې موندلي شوې دي ۔ ديونانيانو حکومت ئې عمر د پاره ختم کړو، دوي نه پس پارتهي او کشاني دور راځي چې بدهـ مت مذهب ته ئې ډېره ترقي ورکړه، دې دور د ځان سره ډول سرنا او د ګټو بتان راؤړل. کشان پۀ اثراتو کښې اوس هم د پښتونخوا پۀ ځنو علاقو کښې خلق پېزوانۍ څپلۍ او خلقې اچوي، د دغه دورونو سټوپې او نورې نخښې نخښانې هم ځاے پۀ ځاے شته.

دهندو شاهي اثرات:

د پښتونخوا پۀ ځمکه هندوانو هم حکومت کړے دے او د هغوي د تهذيب، کلتور او ژوند ژواک اثرات اوس هم خال خال زمونږ پۀ معاشره کښې شته. د يونانيانو او هندو شاهي تر مېنځه نورو ډېرو خاندانونو هم حکومتونه کړي دي لکه ساکا ، پارتهي ، ساساني ، ګپت ، هن ، راجه هرش ، ترک شاهي دوره او ورپسې لګېدلے دور د هندو شاهي دوره ده چې د ٨٧٠ء نه تر ١٠٢٦ء پورې رسي . د دوي باني کلر ګڼلے شي دے د ” سپالاپتي” پۀ لقب مشهور ؤ، د دۀ د نوم سيکې د هنډ او د ګندهارا د نورو علاقو نو هم تر لاسه شوي دي . د هندو شاهۍ پۀ دوره کښې ئې دارالخلافه د کابل نه هنډ ته راوړه ۔

“له اوومې پېړۍ نه پس دلته يو ځل بيا هندو مذهب راغے چې مونږ ورته هندو شاهي دور وايو، د دوي مرکز هنډ ؤ”٩

د دې دور د ارهټ لوي لوي کوهيان اوس هم شته چې د اوبۀ خور کار به ترېنه اخستے شو. د دغه دورې کهنډرات هم ځاے پۀ ځاے شته. د دوي عبادت خانې (درمسالونه ) او نورو نوادراتو کښې سيکې چې پۀ هغې باندې د هاتهي ، زمري ، غوئي او د اسونو شکلونه جوړ دي. د هندوشاهۍ مضبوط حکمران راجه جېپال ؤ، د هغۀ دارالخلافه هم هنډ وه. پنج پير د هندوانو مقدس ځاےګڼلے کېدو. او پۀ شاه منصورکښې ” بوټکه ” چې پۀ حقيقت کښې ” بت کده ” وه دغه ځاے کښې د مسلمانانومقبره هم وه، دغه ځاے د هندوشاهۍ د دور سيکې، بتان او لوښي لرګي هم موندلي شوي دي چې د دوي د دوو باچاهانو واکا دېوا او سري سمنتا دېوا د زمانې سره تعلق ساتي. د زېدې پۀ حدودو کښې د کافرکوټ ډهېرۍ نه هم ډېر اثار تر لاسه شوي دي. ګوهاټے او نور د ډېرو کلو نومونه هم د دغه دورې يادګار دي.

د هندوشاهۍ اثرات زمونږ پۀ ژوند لکه قبر پرستي ، پيرپرستي او نور ډېر توهمات هم دغه دور سره تعلق ساتي لکه شګون ، توره پيشو ، د کارغۀ اواز اورېدل ، سحر وختي داسې څوک ليدل چې د بنده پرې د سپېرۀ ګمان وشي. ټوڼې ټوټکې چې پۀ زنانو کښې عامې دي لکه مرچکي يا سپېلني لوګے کول ، جوګي توب او د هغې اثرات منل.

زمونږ پۀ فوک ادب کښې هم دغه اثرات برېښي لکه د هندو د يار د پاره غوښه خوړل يا دا چې:

يار مې هندو زۀ مسلمان يم

د يار د پاره درمسال جارو کومه

د هند نه داسې اثرات هم راغلي دي چې هغه زمونږ د کلچر حصه ګرځېدلي دي لکه سپي او مړزان جنګول ، پۀ حجرو کښې مجرې کول ګنې پښتنو به چې جنګ وګټلو نو پۀ خپله به ئې اتڼ اچولو ، د دوي سپو او مړزانو جنګولو ته هېڅ ضرورت نۀ ؤ.

د بدهـ مت اثرات :

هر کله چې د سکندر د مرګ نه پس يونانيان د اقتدار د حصول د پاره پۀ خپلو کښې ونښتل نو پۀ دې علاقه د هغۀ يو جرنېل چندرګپت قبضه وکړه، د هغۀ د وفات نه پس د هغۀ زوے بندوسار حکمران شو، بدهـ مت مذهب ته ئې ډېره ترقي ورکړه. اشوک هم دلته د بدهـ مت تبليغ کړے دے . چيني سېلاني هيون سانګ د سټوپې اؤ عبادت خانې ذکر کړے دے، پانيني څوک چې د سنسکرت ژبې ګرامر ليکونکے ؤ هم د صوابۍ سره تعلق لرلو د هغۀ پۀ نوم لاهور کښې پنے ونډ شته اؤ دغلته يو بل بدهو ونډ هم يادېږي.

“پۀ صوابۍ او مردان کښې د بدهـ مت د تهذيب غټ غټ ځايونه تخت بهائي ، سرائے بهلول ، شهبازګړهـ ، جمال ګړهۍ ، ساولډهېر ، ټوپۍ ، هنډ ، لاهور او راني ګټ دے خو د راني ګټ تهذيب د ټولو نه مشهور اؤ پۀ بېن الاقومي سطح منلے شوے دے د چرته نه به چې د ګوتم بدهـ مجسمې د تبليغ د پاره لېږلے شوې ” ١٠

څنګه چې د بدهـ مت د تهذيب لوے مرکز راني ګټ ؤ همدغه شان د کشان دور پېزوانۍ څپلۍ او پخوانۍ خلکې د يوسفزو مشران اچوي .

ځنې توهمات او رسمونه رواجونه د هغه دور پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې ځان څرګندوي لکه ځنې خلق د شورو (بدهـ ) پۀ ورځ سترګې نه توروي او جامې هم نه وينځي ، يا چرګوټے د پښې لاندې راتلل ، لاسونه او ګوتې پوکل، پۀ سترګوګوتې وهل او هغه پوښکلول. د ډېرو کليو او ځايونو نومونه هم د هغه دور يادګار دي. پښېماني اوننواتے هم د بدهـ مت اثرات دي. هرکله چې د ګوتم بدهـ تربور مرغۍ وويشتله او زخمي راپرېوته نوګوتم بدهـ د هغې علاج وکړو اوبيا ئې پرېښوده دغه شان د زور زياتي معافي غوښتل خدائي خدمتګارتحريک پۀ پښتون قام کښې د عدم تشدد فلسفه دوباره را ژوندۍ کړې وه ګنې دا د هغوي پۀ خمبير کښې د وړاندې نه شامله وه، تصوف، عرفان، موسيقي او ګوشه نشي اختيارول هم ددغه دوراثرات دي.

د زرتشت اوايراني اثرات :

زرتشت د قديم ايران مفکراو رهنما ؤ ۔ دے پۀ اذربائيجان کښې د ګنج پۀ مقام پۀ ٦٦٠ ق م کښې پېدا شوے ؤ او پۀ ٥٨٣ ق م کښې وفات شوے دے، ځواني ئې ټوله پۀ جذب او استغراق کښې تېره کړې وه .د دېرش کالوپۀ عمر کښې ئې د خداے د وجود اعلان وکړو، هلته ئې هېچا خبره ونۀ منله او مشرقي ايران ته راغلو، د شاه ګستاسپ پۀ دربار کښې دېره شو او د دۀ دواړه ځامن ئې پېروکار شول، باچا هم د دۀ مذهب قبول کړو ۔ د زرتشت مذهب پۀ پاداشت کښې د ايران او ترکي تر مېنځه جنګ وشو او دے د بلخ پۀ مقام د يو توراني سپاهي د لاسه قتل شو خو دۀ د خپل مسلک ډېر خلق پېدا کړي وو. پۀ ايران باندې د مسلمانانو د قبضې نه پس دا مذهب ختم شو خو اوس هم پۀ ايران ، هندوستان او پاکستان کښې چې کوم لږ ډېر فارسيوان موجود دي د دې مذهب پېروکاردي. د ځينې خلقو پۀ خيال زرتشت د دوه خدايانومنونکے ؤ يو اهوره يزدا يعنې خالق يزدان چې د ټولو ښو او نېکو کارونو مالک او ذمه وار دے او دوېم اهرمن چې د بدۍ ، دروغو او تباهۍ طاقت دے څنکه چې رڼا او تيارۀ د يو بل مخالف او ضد دي دغه شان خېراو شر. د ازل نه د دې دواړو طاقتونو کشمکش را روان دے او تر ابده به جاري وي. کله چې د يزدان د طاقت غلبه وي نو پۀ دنيا کښې به نېکي،امن،سکون او خوشحالي وي او چې د اهرمن غلبه زياته شي نو فسق و فجور، ګناه ، منافقت او عصيان ښکاره شي خو اخر فتحه به د نېکۍ وي. فارسيان اور يو پاک او پاکونکے څيز ګڼي د هغوي پۀ محلونو او عبادت خانوکښې هر وخت اور بلېږي ځکه دا خلق اتش پرست ګڼلے شي. عرب ورته مجوسيان وائي د دوي پۀ اتش کده کښې د زرګونوکالونو نه اور بلېدو خو هرکله چې سرورکائنات نبي (ص) دنيا ته تشريف راوړو نو دغه اور خود بخود مړشو. زرتشت مذهب پۀ موجوده وخت کښې د فارسي مذهب پۀ نوم پېژندے شي١٣ يوټيوب

“ايران د مشرق وسطٰي يو اهم تهذيب يافته ملک دے چې د خپل تاريخ، تمدن، ادب او ژبې پۀ وجه پۀ نمرختيزملکونوکښې يواوچت مقام لري . تهران د دې دارالخلافه ده، د دې تهذيبي اثرات پۀ افغانستان، مېنځنۍ اېشيا ، برصغير او د عربو پۀ ملکونو شوي دي ” ١٤

د ايران او افغانستان نه علاوه پۀ متحده هندوستان کښې هم فارسي درباري ژبه وه . زمونږ زيات علمونه پۀ عربۍ او فارسي کښې دي، فارسې مونږه ادبي، معاشي او معاشرتي لحاظ سره متاثره کړي يو. دې زمونږ پۀ کلتور باندې ډېر شوخ او پاخۀ رنکونه پرېښي دي لکه پۀ نغري کښې متيازې نۀ کول، پۀ اور باندې علاج کول لکه څاروي ته داغ ورکول، شب قدرکښې د اور پنډوس لړه کول او د اختر پۀ شپه د ماشومانو اورونه بلول. زمونږ ډېرمتلونه هم د اور پۀ بابله دي لکه “د اور سوے پۀ اور رغېږي” ، “يور يو برغولے اور” ، “اور ته راغله د کور مېرمن شوه” او داسې نور .

داسلام اثرات :

د نړۍ پۀ مخ پښتون قام پنځۀ زره کاله زوړ تاريخ لري ۔ اسلام دلته د صحابه کرامو د راتګ سره راغلو ۔ دې مېړني قام اسلام ځکه پۀ جمع قبول کړو چې دوي ته اسلام او پښتو يوڅيز ښکاره شول . اسلام زمونږ ژوند ټول پۀ ټوله پۀ خپله غېږه کښې واخستو اسلام زمونږ قبائلي ژوند پۀ عالمګيره ورورولۍ کښې بدل کړو، د امير غريب او تور سپين فرق ئې تر ډېره حده ختم کړو .

کله نه چې عربو ته زمونږ تګ راتګ ډېر شوے دے نو دې سره دلته وهابيت راغلو ګنې پۀ زيارتونو او اخترونوبه مېلې کېدې، ټالونه ، باڼي چغونه به وو، د شرک له وجې د زيارتونو کلچر ختم شو، د سماع محفلونه به کېدل پۀ وادۀ ښادۍ کښې به ټنګ ټکور کېدو، دغه هم تر څۀ حده کم شول، د پښتنو زنانوو شټل کاک برقعه وه چې د هغې ځاے حجاب ونيولو، هر کله چې مذهب پنجې مضبوطې کړي نو د کلچر شکل اختيار کړي چې کله مونږ د امام ابوحنيفه پۀ مذهب وو نو امن زيات ؤ خو چې کله دا نور مذهبونه راغلل نو د مسلکي کلچر پۀ وجه زمونږ امن ته نقصان ورسېدو، پۀ جوماتونو کښې دېوالونه ووهلے شول، د مذهبي انتها پسندۍ له وجې يو بل سره غم ښادۍ پاتې شوې، پۀ جومات کښې به جمع وشوه نو بيا که به سل کسان راتلل خو ځان ځان له به ئې مونځ کولو، پۀ عربو کښې دوه درې کسان هم جمع کوي، جوماتونه هم د عربو پۀ طرز جوړ شول، لنډه دا چې زمونږ شکل و شباهت ، لباس ،خوراک ، ناسته ولاړه يعني ټول ژوند ئې پۀ خپله غېږ کښې اخستے دے.

د مغلواثرات :

پۀ وسطٰي اېشياء کښې چې کومې تاتاري قبيلې اوسېدې پۀ هغوي کښې د چنګېزخان پۀ نوم يو سړے راپېدا شو چې دا ټولې قبيلې ئې را يوځاے کړې د دوي اصلي وطن منګوليا ؤ، دوي اول پۀ منګول ، بيا مغول چې وروستو ترېنه مغل جوړ شو د هغه ځاے نه دا خلق راخوارۀ شول او بيا د چنګېزخان نمسي هلاکوخان ډېرې علاقې فتح کړې . پۀ تاريخ کښې د دوي باچائي د سلطنت مغليه پۀ نوم ياده ده، د دوي د لازواله او بې مثاله طرزحکومت له وجې نورې دنيا هندوستان ته د سرو زرو مرغۍ ووې .

چنګېزخان د چين د مشرقي ساحل نه داخله د يورپ ترمېنځه پورې يو لوے حکومت جوړکړو پۀ دې کښې هنګري، روس، انډونېشيا، ارمېنيا، ترکي، افغانستان، ازبکستان، ايران، چين، پاکستان، بنګله دېش او نورې ډېرې علاقې شاملې وې. پۀ اېشيا کښې دا سلطنت پۀ ديارلسمه او څوارلسمه صدۍ کښې جوړ شوے ؤ . پۀ ١٢٠٦ء کښې چنګېزخان د مغل حکومت اعلان وکړو د دوي نه پس تېمور دوه څلوېښت ملکونه فتح کړل چنګېزخان ، هلاکوخان او اميرتېمور ډېر جابرباچايان وو. پۀ برصغيرکښې د مغل سلطنت باني ظهيرالدين بابر ګڼلے شي. پۀ١٥٢٦ء کښې ئې ابراهيم لودهي ته ماتې ورکړه او د حکومت اعلان ئې وکړو .

د بابر نه پس همايون پۀ تخت کښېناستو ۔ د همايون نه شېرشاه سوري حکومت واخستو. د دۀ نه پس پۀ ١٥٥٦ء کښې اکبر باچا شو او هندوانو سره ئې ښۀ تعلقات جوړ کړل. د دۀ نه پس بيا پۀ ١٦٢٧ء کښې شاجهان، چې انجينئير باچا به ئې ورته وئېلو د دۀ د دور ډېرعمارتونه اوس هم شته.

پۀ ١٦٥٨ء کښې د دۀ پۀ باچاهۍ باندې د ځامنو تر مېنځه جنګ ونښتو دغه جنګ اورنګزېب وګټلو او پۀ ٣١ جولائي ١٦٥٨ء کښې ئې حکومت جوړ کړو د تر ١٧٠٧ء پورې باچاهي وکړه.

هر کله چې انګرېزان هندوستان ته راغلل نو دوي اخري مغل باچا بهادرشاه ظفر نه حکومت واخستو ۔ بهادرشاه د ٨٧ کالو پۀ عمر کښې پۀ کال ١٨٦٧ء کښې وفات شو او دغسې د مغل سلطنت خاتمه همېشه د پاره وشوه. خو مغل قوم اوس هم د برصغير پۀ ډېروعلاقو کښې اباد دے .

” چې کله د مغلود شهنشاهيت او حکومت درباري او سرکاري ژبه فارسي وه نوفارسي وان مالداره او پښتانۀ ناداره وو ځکه پښتنو به اکثروئېل ” مړه ګېډه فارسي وائي ” اوس دا وېنا پښتو ادب کښې د متل پۀ توګه استعمالېږي . “١٥

مغلو زمونږ پۀ کلچراو ثقافت ډېراثرات پرېښي دي. زمونږ پۀ خبرو اتروکښې، پۀ ادب او متلونود مغلو اثر واضحه دے که څوک به چاکره لاړواو عزت به ئې ونۀ شو نووئيل به ئې چې ” کور ئې مغلووهلے دے” ۔

مغلو به لوټ مار کولو لکه دا ټپه

د پاسه رامۀ شې مغله

زما د سر روپۍ دا ستا قلنګ کښې ځينه

زمونږ پۀ کلاسيک ادب کښې د مغلو ډېر ذکر شته ۔ پۀ اولسي داستانونو کښې لکه يوسف خان شېربانو ، دلے شهۍ او داسې نور. ډېرو پښتنو مغلو سره رشتې وکړې، د پښتنو خپل ژوند قبائيلي ؤ خو د حکومتونو اخستل، دا طرز ئې د مغلو نه اخستے دے . پۀ مونږ کښې د مغل د طرز حکمرانۍ اثرات شته . زمزنږ زوړ طرز تعمير هم د مغلو پۀ شان دے لکه قلعې ، محلونه او باغونه وغېره . الغ بېګ سره د ملک سلېمان شاه او سلطان شاه اتحاد يا د خوشحال نيکونه او بنګش هم د مغلو اتحاديان وو . د جهانګيرپۀ دور کښې د نهې” منګل ” او شورو ” بدهـ ” پۀ ورځ د غوښې ناغه مقرر شوې وه چې تر اوسه جاري ده . پۀ دربار کښې موسيقي غږول هم د مغلو د حکومتونو کار ؤ .

د پېرنګي اثرات :

هر کله چې انګرېزانو پۀ ١٤ ستمبر ١٥٩٩ء کښې ايسټ انډيا کمپني جوړه کړه او پۀ ١٦١٢ء کښې برصغير ته د تجارت پۀ نيت راغلل نو دلته هغوئ ورو ورو خپلې پښې کلکې کړې اخري مغل حکمران بهادرشاه ظفر ئې پۀ رنګون کښې قېد کړو .

“پۀ ١٨٤٥ء کښې د سکهانو نه انګرېزانو د پېښور او يوسفزو مېداني علاقې قبضه کړې، مېجر جارج لارنس د پېښور وړومبے ګورنر مقرر شو” ١٦

خو د سيکهانو د ماتې پۀ بابله چې انګرېزانو ورکړې وه ډاکټر بدرالحکيم حکيمزے پۀ خپل کتاب د ” پښتونخوا لنډه مطالعه ” کښې پۀ دې علاقو د انګرېزانو د قبضې وخت څلور پنځۀ کاله وروستو ښائي:

“پۀ ١٨٤٩ء کښې انګرېزانو سيکهـ ته ماتې ورکړه او د پښتونخوا واک ئې خپلو لاسونو کښې واخېست. انګرېزان پۀ علم ، هنر ، ټېکنالوجي ښه سمبال وو ځکه ئې پۀ کامياب حکمت عملۍ سره د پښتون خاوره د غلامۍ پۀ زنځيرونو وتړله ” ١٧ ص ٩٣

خو کله چې يو قوم پۀ بل قوم د حمله اور پۀ حېث راځي نو دغه قوم پۀ فکري او مادي لحاظ د بل قوم نه زيات طاقتور وي . د دغه قوم هوښيار خلق د راتلونکي قوم حصه شي خو دغه خلق ذهين هم وي او بې ايمانه هم . پۀ مغلوب قام کښې دوه درې قسمه خلق وي څوک غلي پاتې شي څوک فرار اختيار کړي او څوک پکښې مزاحمت راواخلي . مزاحمت کار د دغه قوم هر څۀ ته بد وائي د علم او سائنس د وجود نه هم کرکه کوي ځنې خلق رد هغوي حصه شي، د هغوي نوکري اختيار کړي او هر څۀ ورته کوي ۔ حسېن احمد مدني وائي چې د انګرېز د ټېلي ګراف سسټم له وجې مونږ محکوم شو او يو انګرېز هم وائي چې مونږ د ټېلي ګراف له وجې جنګ وګټلو ۔ پنځۀ ويشت زره انګرېزانو د پنځۀ ويشت کروړه خلقو نه حکومت واغستو . فېرنګي سره نوې ټېکنالوجي راغله، سرسيد د استدلاليت ، منطقيت او عقليت پسندۍ نظريه د انګرېز نه واغسته، د شاه جهان ښځه مړه شوه نو د هغې پۀ ياد کښې ئې تاج محل جوړ کړو خو چې د فلېپ مور ښځه مړه شوه نو هغه د “اېل ـ اېچ ـ وي ” LHV)) تصور ورکړو ځکه خو کارل مارکس هم وئېلي وو چې سل کاله پس به د برصغير خلق د ازادۍ جنګ شروع کوي .

په دې علاقه د انګرېز د لاس سړکونه ، پلونه ، رېل ګاډے ، د رېل پټلۍ ، فوځي چهاونۍ ، هسپتالونه ، سکولونه او کالجونه ، عن د ژوند داسۍ شعبه به نۀ وي چې هغوي پرې کار نۀ دے کړے .

اوس هم زمونږ اکثر خلق د هغه نظام حصه ګرځېدلي دي، د هغوي لباس ، ژبه ، خبرې اترې ، خوراک څښاک ، ږيره خرئېل ، شکل و شباهت جوړول ، د هغوي نوکري کول ، لنډه دا چې مونږ پۀ هر کار کښې د هغوي نقل او پېښې کوو او هغه څوک قابل ګڼلے شي چې دوه څلور ټکي انګرېزي وئېلے شي .

“خو د وخت ضرورت دے چې پښتانۀ خپل تمدن ، تهذيب او ثقافت ته نوره هم پام لرنه او وده ورکړي. ځان د نړۍ د نورو قامونو سره د سيالۍ جوګه کړي . خپل قام ته د وقار او ارام ژوند پۀ برخه کړي . او پۀ شعوري توګه د خپل تمدن ، ثقافت او تهذيب د ترقۍ له پاره لارې چارې هم ولټوي او پۀ پوره اخلاص پۀ دې لړ کښې هلې ځلې هم وکړي ” ١٨ ص ٣٩

حواله جات:

١: بشریٰ خاتون ، ډاکټر ، د صوابۍ تاريخ (٢٠٠٠ق م نه تر ١٩٤٧ء پورې ) ، عامر پرنټ اېنډ پبلشرز پېښور ، اول چاپ ، ٢٠١٥ ، ص ٤٨

٢ : حکيم زے ، بدرالحکيم ، ډاکټر ، د پښتونخوا لنډه مطالعه ، اعراف پرنټرز پېښور ، ٢٠١٨ ء ، ص٤٢

٣ : مشال رېديو ، ګندهارا ، (د پښتونخوا د لرغونو اثارو ننداره ) عامر پرنټ اېند پبلشرز پېښور ، ٢٠١٦ء ، ص ٧

٤ : يوسفزئ ، نورالامين ، ارټ ، کلچر اور تاريخ ، دي پرنټ مېن پرنټرز ، پشاور ، کال ندارد ، ص٦

٥ : داود ، داور خان ، پروفېسر ، د پښتو ادب پۀ پراختيا کښې د فارسۍ کردار ، افاق پرنټرز ، جنګي محله پېښور ، اکتوبر ٢٠١٧ء ، ص ١

عبدالحي حبيبي ، د پښتو ادبياتوتاريخ ، د پښتو ادبياتو مرکز سرائے نورنګ بنو ، کال ، نه لري ، ص ٣١

٩٠يوسفزئ ، نورالامين ، ارټ ، کلچر اور تاريخ ، دي پرنټ مېن پرنټرز ، پشاور ، کال ندارد ، ص٦

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …