د پښتو ماسټر – (خاکه) – ګل محمد بېتاب

د ماشوموالي ځنې خبرې د بنده نه نۀ هېرېږي. ما ته هم څو خبرې يادې دي. پۀ دې کښې يوه دا ده چې ما يو سړے ليدلے ؤ. دۀ يوې غونډې ته تقرير کولو. څۀ شعرونه ئې ووې. دا پۀ ما ډېر ښۀ ولګېدل خو ياد مې نۀ شول او نۀ ئې خاص پۀ مطلب […]

روپۍ وړه پۀ تول پوره ۔۔۔۔۔۔۔ – (خاکه) ګل محمد بېتاب

سور سپين مخ، غونډ مخ، شنې سترګې، لنډه فېشني سور بېخښنه ږيره، وړوکے قد او د حد نه زياته معصومه څهره لرونکے چې د خبرو انداز ئې لکه د مدرسو د قاريانو غوندې د ادب نه ډک دے۔ چې خبرې کوي نو انتهائي د معصوميت او صداقت ګمان پرې کېږي خو نور ګورې ښۀ پوره […]

  ما پۀ خپل ژوند کښې د مهدي باچا هومره دروند او باوقاره انسان نۀ دے ليدلے. د هغۀ د شکل خبرو، ليکونو، جامې، پېزار او تر دې چې د تګ د انداز نه دا هر څۀ ښکاره کېدل. کۀ څه هم پۀ ذات ميا ملا، حسني حسېني، سيد ؤ خو د پښتو او پښتون […]

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے نو غوټه به مې دا فېصله بلکې فتوه کړې وه چې د وژلو دے. مړه نو داسې خبرې څوک کوي لکه دا ظالم ئې چې کوي. منم چې رښتيا به وائي خو هره خبره د کولو نۀ وي ولې مجال […]

د قېصو سړے – ګل محمد بېتاب

نوټ:( دا خاکه د محترم نورالامين يوسفزي د افسانو د نوي چاپ کېدونکي کتاب “څادر” لپاره محترم ګل محمد بېتاب د سريزې پۀ ځاے ليکلې ده. مونږ ئې د نورالامين يوسفزي صېب پۀ خصوصي مننه او شکريه د “پښتون” ګرانو لوستونکيو ته پۀ درنښت وړاندې کوو). اداره ځينې څهرې دهوکه بازې وي چې څنګه ښکاري […]

هشنغرۍ نه تر پښتو اکېډمۍ (رپورتاژ) – ګل محمد بېتاب

ستاسو نه څۀ پرده ډېر وخت نه مې اراده کړې وه چې يو رپورتاژ به ليکم خو پۀ نن سبا کښې مياشتې او کلونه تېر شول. اخر مې ووې چې هرڅۀ کېږي سبا له به ضرور دا کار کوم. رپورتاژ ليکل ګران کار نۀ دے. رپورټنګ کول وي او پۀ صحافتي ژوندکښې ما ډېر رپورټونه […]

شے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

شے د پښتو ژبې يو ذومعني لفظ دے چې پۀ خپل ځان کښې ګڼې معنې لري. دا لفظ کۀ يو خوا پۀ مدحه کښې وئيلے شي لکه ډېر ښۀ شے دے نو د حقارت او نفرت پۀ توګه هم استعمالېږي چې دا هډو څۀ شے نۀ دے. د دې لفظ/ معنې او مفهوم يو سړے […]

خبرې (تکل) – ګل محمد بېتاب

څومره چې انسان زوړ دے، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي انسان حضرت ادم علېه السلام خبرې کړې وې. د نړۍ ځينې هغه سائنسدانان چې انسانان هم د ځناورو يو قسم ګڼي وائي چې انسان د نورو خوبو سره سره ناطق هم دے يعنې خبرې کوي. د ځينو مقررينو مليانو نه […]

د محبوب خان سپاهي (خاکه) – ګل محمد بېتاب

د حفظ ما تقدم پۀ توګه يوه خبره کوم خو دا ټکي راته ثقيل غوندې ښکاره شول او زۀ نۀ غواړم چې لوستونکي پۀ دې لانجه اخته کړم چې د ټکو پۀ چکر کښې دې ونخښلي. نو يوه ټوقه به ذکر کړم چې د حفظ ما تقدم غوره مثال دے. وائي چې يو بادشاه اعلان […]