ټول عمري سورمخے (خاکه)—نعمت الله صديقي

ګول مول، نۀ توري او نۀ شني سترګي، تک سپین ویښتۀ، کلین شيو، په صفا ستوره زيړ سپین مخ یي واړه او نري بریتونه، لوړ نسباً غټ قد، سپیني یا کله کله سوربخوني غټي چشمي او څلورویشت ساعته سګریټ په لاس دا اوسنے یا د څو شپیتو سړی د خپل وخت هغه ښکلے او ښاغلی سپینه خوله هلک چي کله په کوهاټ کي د استاد رحمت شاه رحمت لاس ته ورغی؛ نو هغه د خپل تمایل په اساس د سیلابونو، څپو او د شعر و شاعرۍ له نړۍ سره داسي وصل کړ، چي بیا یي هډو ځوانۍ هم ورباندي ښه او ښيګړه ونشوه، ژوند، کتاب، سیاست، نظریه او مبارزه یي

ټول مضمون ولوئ

په انګريزي ادب کښې استعماريت—ګل اکبر خان

زه دلته د انګريزي ادب څلور ناولونو او د يوي ډرامي په متن کښي د انګريز استعماريت نخښي په ګوته کول غواړم چي د هغي تفصيل څه په دا ډول دے ۔ د ويليم شکسپيير  ډرامه The Tempest : دا ډرامه د 1611م کال خواو شا لیکلي شوي ده . د دي اثر فضا استعاري ده، چرته چي واک، علم، جادو، او استعمار ټول يو بل سره نښتي دي . . کردارونه: پروسپيرو ( Prospero) : پروسپيرو د استعمار سمبول دے څوک چي د جادو، عقل، او علم له لاري خپل قدرت پالي. د جزيري “قانوني مالک” ځان ګڼي، او اصلي اوسیدونکي لکه کيليبن (Caliban )  “وحشي” بلي  ۔ کيليبن

ټول مضمون ولوئ

افغان کډوال د بائيللي جوارګرو کور ته تلل—اعجاز هوتي ايډوکيټ

د پيښور په کارخانو مارکيټ کښي هر وخت دومره ګڼه ګوڼه وي چي د پښي د لګيدو ځاے پکښي نۀ وي. خو د اتوار په ورځ دا ګڼه نوره هم زياته شي. ولي نن سبا خو هره ورځ اتوار اتوار دي. بلکه د هغي نه هم زياته ګڼه وي پکښي . ورسره ورسره د دکانداري وختونه هم بدل شوي دي. ۔ خلق په مختلف سامانونو داسي رامات شوي دي. لکه په زړو فلمونو کښي چي به د غټو خيټو او غټ غټ سټونو والا د عربو شیخان په منډهو کښي د ښځو په ليلامی رامات شوي وو.افغانان چي د اسلام او جهاد په نوم کډوال شوي وو د خپل فطرت

ټول مضمون ولوئ

د اجمل بابا يوه خاطره—اکبرسيال

ما او زما ملګرو په کال ۱۹۹۲ کي د پښتون کلچرل ايسوسي ايشن بنياد په اسلام اباد کي ايښي وه _ زه ددغه ادبي او کلتوري ګوند چيرمين وم او زما سره دي ملګرو د دغه ګوند په فعاليت کي ستره ونډه لرله _شعيب يوسفزی ، نوشير خان مومند، طاهر خټک، طاهر خان، عمر دراز، حفيظ خټک،اختر زمان خټک،شازمه حليم،الطاف ناز،غني خټک او نور ډير ګڼ ملګري _مونږ په دغه کال ۱۹۹۲ کي په نيفډيک سنيما اسلام اباد کي وړومبی د ” رنګونو ماښام ” اعلان کړو _ د قانون او ضرورت مطابق د دارلحکومت د انتظاميي نه اجازت اغستل وو _ زمونږ تياري مکمل وه _ د اسلام اباد

ټول مضمون ولوئ

ښځه ولي بدنامه؟ د جنس ټاکل: حقیقتونه او عوامل—حسين ننګيال روغانے

که څه هم مونږ پښتنو ته ډيري ستونزي را په غاړه دي، له دغو ستونزو نه یوه د جنس په بنیاد توپیر هم ده. په پښتنه ټولنه کي عموماً نارینه د طاقت، پوهي او ترقۍ راز ګڼلے کيږي، خو د ښځینه ذات په مختلفو طریقو توهین کيږي لکه د متلونو په میدان کي ۔  ”ښځه د کور ده یا د ګور“  ”که د ښځي پوزه نه وی، نو ګندګي به یي خوړلي“ کله کله د لور په پیدایش خفګان کول، ميرمن زورول یا طلاق ورکول  دا ټول هغه ښکاره حقیقتونه دي چي مونږ یي وینو او اورو. د دي توپیر واضحه وجه فقط د علم نشتوالی او د ښځي په

ټول مضمون ولوئ

ایکو سائډ او زمونږ غیر سائنسي او سیاسي اپروچ—حنيف الرحمان

زما د قام د کومي بدبختۍ به درته وایم. رښتیا خبره دا ده چي مونږ پښتانۀ منحيث القوم اوس هم پۀ ٢١ صدۍ کښي د کلونیل سټراټيژۍ او بیا د پاکستاني استعمار د پلان لۀ املونو د ٩/ ١٠ صدۍ ژوند کوؤ. زمونږ د ژوند منشاء،مرام ،ارزو، ارمان او عین essence تر دوه وخته ډوډۍ پوري محدود وي.دلته خلقو ته ریاست نۀ د تعلیم ورکولو ځان زمه وار ګڼي نۀ ورته د روزګار بندوبست کوي نۀ ورته د ژوند نور ضروریات ورکوي بلکي له دي برعکس تري روزګار تروړي ، د تور نصاب له کبله ئي د ریاست volunteers رغول غواړي او وینه ئي د پري جنګي  ډالري اقتصادونو وسیله

ټول مضمون ولوئ

زرين سالارزے هم رانه لاړو—حسن بونيرے

اروښاد زرين خان  چی د بونیر سالارزو کنګر ګلی کلی د  ملی خيلو د تپه د دلوخيلو په تبر کښ  زيږدلی وو  ابتدائی تعليم ئي د سالارزو نه کړی وو او بيا څه سبق کراچی کښ ويلی وو   زرين خان چی مونږ ټولو سیاسی کارکنانو به ورته د مينه نه زرين داد ويل راته يو ورځی وی چی په کراچی کښ د  کار روزګار سره سره د سپی ريلوی کالونی نه د سالارزو د عبددين افغانی صيب په هغه وخت کښ د امريت خلاف د مظاهره نه اوکړو او ويل دا د سیاست  شوق راپکښ د ورکوټولی نه وو چی يو ځل مو په کلی کښ د سکول ملګرو روډ

ټول مضمون ولوئ

د موريقين—بشيرالدين فائق

ګل مرجاني چې خپل زوي ته وکاتۀ نو زړۀ ئې ولويدو۔ د ماشوم سر يو طرف ته زوړند ؤ۔ مخ ئې تک سور او بدن ئي ډير ګرم ؤ۔ لړسپ ئي کوو ۔ ساه ئي ډيره بده بده اغسته۔ داسي لګيده چي بس د لږ ساعت ميلمه وي۔ ګل مرجاني په نااميدو سترګو په باډر لګيدلي بندي دروازي ته او بيا چاپيره په زرګونو خلقو ته وکاتۀ۔ څوک چي په دي طمع وو چي باډر به خلاص شي او دوي به پاکستان ته واوړي۔ دي ټولو خلقو د طلبانو د دوباره حکومت اغستو په وجه  د ملک نه تيښته کوله ۔ ولي چي د طالبانو وړومبي حکومت د ډيرو پابندو

ټول مضمون ولوئ

پتنګ (افسانه)—اياز الله ترکزے

د شپي تيارۀ په ټول کلي په مزه مزه راخوريده، د باغونو او ونو بوټو په مينځ کښي دا يو وړوکے شان کلے وۀ د کلي سړو به ټوله ورځ په پټو کښي زميداري کوله او د شپي به ستړي ستومانه په کورنو کښي اودۀ وو۔ د پټو نه د ګيدړانو آوازونه راتلل په حجره کښي ناست د ځوانانو ډلي به خپلو کښي ډير تود بحث شروع کړے وۀ۔سپين سپوټي په سر، سري سترګي او د عزم نه ډک آوازونهاو د ټولو په خُلۀ هم دا يوه چغه وه چي بس نور بس ډير صبر مو اوکړو۔ زرګل خان چي د کلي په خلقو کښي په ګوټ کښي ناست وۀ

ټول مضمون ولوئ

مصنوعي ځيرکتيا څه شے دے ؟—محمدالله عباس

مصنوعي ځيرکتيا، چې په انګليسي  ژبه کې ورته Artificial Intelligence يا AI وئيل کيږي، د علم او ټکنالوژۍ هغه برخه ده چې هدف ئې دا دے چي ماشينونه، کمپيوټرونه او سافټويرونه د انسان په څير پوه، هوښيار، او د پريکړي کولو وړ کړي ۔ دا علم د بشري ذهن د کار کولو طريقه تقليدوي — يعنې څنګه انسان فکر کوي، زده کړه کوي، تجزيه او تحليل کوي، او له تجربو څخه زده کړه اخلي، همداسې هڅه کيږي چې ماشينونه هم دا کار وکړي ۔ مصنوعي ځيرکتيا د معاصر عصر يو له تر ټولو ستر بدلون راوستونکے علمي پرمختګونو څخه ده ۔ دا علم نۀ يوازې د معلوماتي ټکنالوژۍ برخه ده،

ټول مضمون ولوئ

مونږ سره څۀ شوې دي؟ د بابر نه تر 1919ء (مختصر لیک، د تاریخ د پاڼو نه)—محمد عدنان خيالي

د هندوستان او افغانستان خاورې په بېلابېلو وختونو کښې د ګاونډي او باهرني یلغګرو د حملو حدفونه پاتې شوې دي ـ د هغې لویه وجه د دې خطو شتمني، ښېرازي او د خپل جغرافیائي ارزښت له کبله د خوا او شا ملکونو د وهلو د پاره د بهترین محاذ کردار ادا کول دي ـ د بابر د کابل په تخت کښېناستل او بیا په هند کښې د پښتون بادشاه ابراهیم لودي نه د پاني پت په وړومبۍ جګړا (۱۵۲۵-۲۶) کښې د هندوستان واګې په لاس کښې اخستل او د مغلیه سلطنت بنیاد یخښودل ـ لۀ دغې پس د شیرشاه سوري د همایون نه حکومت بېرته اخستل او څۀ موده پس

ټول مضمون ولوئ

ټرانس جېنډر او پښتانۀ—خالد ارمان

تعارف : ‎‎الله تعالی چې د ټولو مخلوقاتو خالق دے په خپل کتاب قران کريم کښې فرمائې چې ما انسان ډېر خاېسته پېدا کړي دي او واقعي چې په ټولو مخلوقاتو کښې يې انسان احسن او اشرف پېدا کړے  او بلها صلاحيتونه ئې پکښې داسې ايښې چې د هغې شتون په نورو مخلوقاتو کښې د نېش برابر دے لکه د ټولو نه غټ او ښکاره د انسان د عقل، سوچ او فکر صلاحيت چې دا په نورو جاندارو کښې نۀ ملاوېږي.او د انسان ساختياتي او افعالي جوړښت چې په يو منظم انداز کښې خپل کار کوي. ‎د انسان په اړه الله تعالی ډېر ښکاره ښکلے او ژور بحث په قران

ټول مضمون ولوئ

مابعدجمهوريت، مابعد سيکولرازم او مابعد کلتوري صورت حال: يو پرتليز او تنقيدي جاج—ډاکټر سميع الدين ارمان

مابعدجمهوريت: د يويشتمې پېړۍ پۀ سر د برطانيه مشهور سوشل سائنټسټ او د اکسفورډ پوهنتون پخواني استاذ او د واروېک پوهنتون/ University of Warwick اوسني ‘اېمرېټس’، پروفېسر کولن کراوچ /Colin John Crouch پۀ خپل کتاب /Coping with Post-Democracy کښې د مابعدجمهوريت تصور او اصطلاح وړاندې کړې ده. دا د يوې داسې ټولنې نشاندهي کوي چرته چې جمهوري جوړښتونه، قدرونه او ادارې لکه ټولټاکنې، سياسي ګوندونه، پارلېمان، الېکشن کمېشن او د اند ازادي وغېره پۀ بشپړه توګه موجودې او فعالې وي؛ خو اولسي ژوند کښې د جمهوريت روح نۀ ښکاري. دې ټولنه کښې د سياسي توان، نوښت او عوامي مرکزيت عنصر د اولس پۀ ځاے د يو سياسي او معاشي اقليتي

ټول مضمون ولوئ

مهاجر نه تر مجاهده —ملي شهيد مولانا خانزېب

دا د ډاکټر فضل رحيم مروت په انګرېزې ژبه( From muhaJir to mujahid )  ډېر مهم کتاب دے پښتو ته هم د باچا خان ريسرچ سنټر له خؤا ژباړل شوے ، د سیاسي تبصرې پرته دا کتاب ددغه لوئې جګړې هغه ټول پټ حقيقتونه بشپړ راسپړي چې کمه لوبه ،(CIA) ،(ISI)، عربي ارتجاع او نورو نړۍ والو او د دوي اجيرانو د افغانانو په مقدسه خاوره په اسلام مئين پښتنو سره کړي او بدبختانه پښتانه د دې هرڅه شاته ډېر په سائنسي هنر اودرول شوي ۔ په افغانستان کښې د شوري اتحاد سره جوړه شوې جګړه کمه ساده مذهبي جګړه نۀ وه لکه څنګه چې د مذهبي عقيدت په مينه

ټول مضمون ولوئ

د مجاهد نه تر فتنه الخوارج پورې—امير ايسپزے

تاریخ دے چې په افغانستان کښې هغه وخت پاکستان خپله نیابتي (پراکسي) جګړه پېل کړه کله چې مشرق پاکستان یعنې موجوده بنګله دېش د یو آزاد هېواد په توګه د نړۍ په نقشه مېنځ ته راغے . پاکستان هم دغه غم واخستلو چې په مشرق کښې مات کړے شو نو عېن ممکن ده چې د مغرب له اړخه هم مات کړے شو . په دې وخت کښې په افغانستان کښې سردار داود خان ولسمشر و حتی هغه دا پلان هم نه درلودلو چې د پاکستان د کمزورتیا نه ګټې پورته کړي او د ډیورنډ کرښه له مېنځه یوسي او هغه پښتونخوا بېرته په افغانستان کښې شامله کړي دې کومې دعوه

ټول مضمون ولوئ

اداريه،نومبر 2025

پښتانۀ کۀ پۀ دې خوشفهمۍ کښې دي چې مونږ غېرتیان او د لویو طاقتونو قبرستانونه یو نو یو ځل دې پۀ خپله اوږه پردے راکټ کېږدي، خپل د خټو ګټو دېوالونو ته دې ورله مخ کړي او الله اکبر دې نعره کړي ۔ دا یوویشتمه صدي ده، هر څۀ د کمپیوټر پۀ یو انټر بټن تمامېږي ۔ پۀ دې وخت کښې کۀ څوک ( یا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي) او یا (مومن ہے تو بے تیغ بھی لڑتا ہے سپاہی)  غوندې نظریاتو نه متاثره وي، نو صرف خپل سر به دېوال سره وهي ۔ لوي طاقتونه چې جنګونه یې کاروبار ګرځېدلے دے، هغوي دې د پاره بهانه

ټول مضمون ولوئ

مظلومه کورنۍ (قاري الطاف اديزے)—فرمان يوسفزے(مترجم)

دا یوه داسې کورنۍ ده، چې کۀ اوغواړي نو خپل ژوند د پاکستان نه تر يورپ پورې هر چرته په آرام تیرولې شي. که اوغواړي خپل فکر خرڅولې شي، او د هغې په بدل کښې له حکومته لوړ القابات او بې‌ شمېره مراعات ترلاسه کولې شي. که اوغواړي، خولۀ تړلې شي، د خپل قوم ګډ دردونه شاته غورځولې شی، او د بادار نه د شخصي ګټو په بدل کښې خپل درئیم نسل هم د ملک د خزانې نه ارب پتي کولې شی. هغه کولې شی چې د زمکې له حقیقتونو نه ځان ناخبره کړي، او د پارلیمان د لوړې چوکې نه د خپلې اثر لرونکې ژبې او طوفاني وینا له

ټول مضمون ولوئ

تنقید او نفسیات—عبدالواحد قلندر

پښتني تخليقي سيمه کښې ”تنقيد“ يو داسې لفظ دے چې د تندو پۀ ائينو کرښې پرېږي ۔ پوزې تروې کړي ۔ نيتونه  بد کړي تعصبات رابرسېره کړي تربګنۍ جوړې کړي او د نفرتونو کرونده وکړي ۔  د دې بنيادي وجه دا ده چې زمونږ پۀ ادب کښې تنقيد او تنقيص هم معنه ګڼلے شي ۔ نقاد هغه فرد ګڼلے شي چې لاس کښې ئې نوسے نيولے  وي او د فن نه تر فنکاره نقصونه پۀ ګوته کوي ۔ ولې دا حقيقت نۀ دے ۔ د ادب او تنقيد تړون د روح او وجود دے ۔ پۀ نورو لفظونو کښې داسې وئيلے شو چې تخليق او تنقيد پۀ يوه لمحه کښې

ټول مضمون ولوئ

د نګهت ياسمين دړمنې افسانوي مجموعه (سدره ګلونه)—مهرين حفيظ

سدره ګلونه د نګهت ياسمين دړمنې افسانوي او شعري مجموعه ده چې په کتاب کښې د چاپ کال، پريس وغېره مخ نۀ دے ورکړےشوے ۔ ځکه نو دغه سپيناوے نۀ کېږي چې دا کتاب په کوم کال چاپ دے او د کوم پريس نه چاپ دے ۔ ا لبته د خپلې درېمې مجموعې انتظار په خپلو خبرو کښې ئې د دې کتاب چاپ کال ۲۰۰۷ ياد کړے دے لکه وائي چې : ”دا مجموعه انتظار زما درېمه د افسانو مجموعه ده ۔ دې نه وړاندې په ۲۰۰۷ کښې سدره ګلونه او بيا په ۲۰۱۳ء کښې بې منزله منزل چاپ شوے دے ۔“[i] د کتاب تړون څۀ په دې ټکو کښې

ټول مضمون ولوئ

بېشک چې نېشنلیان د کونسلر سیټ نه شي ګټلے—شاه افغان وزير

خو سوال دا دے چې ولې ئې نۀ شي ګټلې؟ د دغه سوال یا پېغور ځواب د دلیل په رڼا کښې: د لیک دوې برخې دې اوله برخه کې خپلو پښتنو ملګرو مبارزینو ته مخاطب یم دوېمه برخه کښې مې مسلملیګیانو، یوتیانو، تبلیغیانو او ټول د جناح پاکستان ته ځواب وئېلے دې ۔ اوله برخه :نېشنل ګوند د کونسلر سیټ ځکه نۀ  شي ګټلې چې په داسې مذهبي سوسائټۍ کښې قامپاله، روشن فکره او سېکولر سیاست کوي چې الته قامپرستي، روشن فکري او سېکولرزم کفر ګڼل کیږي ۔ چرته چې هنرمند او سندرغاړي ته په سپک نظر کتل کېږي الته نېشنل ګوند هنرمندانو ته د قامي اتلانو او قدر په

ټول مضمون ولوئ

د چي پياله (افسانه)—اکبر سيال

جابر خان زما مخې ته د چايو پياله کېښوده _ په ټق ټق يې وخندل _ وې يې وڅښه ادم خانه ستا د پاره مې سپيشل جوړې کړي دي_ چای په غټه پياله کې د مېز د پاسه پرتې وې _ ما د هغه مرمرينې  بنګلې ته يو خوا بل خوا کتل _ خدای خبر ولې ؟ خو د چايو ګوټ ته مې زړه نه کېدو _ جابر خان يو ځل بيا په ټق ټق وخندل _ وې يې سړيه څښه کنه سړيږي – زه به د شونډو په سر مسکی غوندې شوم – نه مې انکار کولې شو او نه اقرار – په زړه زړه کې به مې د

ټول مضمون ولوئ

علامه عبدالحی حبیبي ژوند لیک—محمد الله عباس

لکه څنګه چې کوزه پښتوخوا کې استاد راحت زاخيلي د پښتو د معاصر ادب لپاره ګټورې ادبي هلې ځلې سرته رسولې دي همدغسې په افغانستان کې لوی استاد پوهاند عبدالحی حبيبي د پښتو ادبياتو هغه څېړونکی او نوښتګر ليکوال او شاعر دی چې په خپلو څېړنو او څرګندونو يې د پښتو ادبياتو ګلبڼ ښېرازه کړی دی،  نوموړي په خپلو څېړنو سره د پښتو ادبياتو ډېر تياره اړخونه د لمر په څېر روښانه کړي دي، دا اوس اوس جې کوم ليکوال او څېړونکي په څېړنو بوخت دي او غواړي چې د پښتو  ژبې او پښتو ادبياتو خدمتونه وکړي نو هرو مرو به د علامه حبيبي صېب له څېړنو او ليکل شوو

ټول مضمون ولوئ

ورور دے، ورور دے، نجیب د ولي ورور دے—همدرد شیراني

کله چې د سپتمبر میاشت راشي، د هر افغان په ذهن کې د ۲۶مې نېټې انځور ګرځي ـ هغه ورځ چې د ډاکټر نجیب شهید جسد د آریانا په څلور لارې کې ځوړند شو.د ډاکټر نجیب الله شهید نوم چې هر ځای یادېږي، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان نوم ورسره حتمي راځي. ځکه چې د لر او بر افغان په خاوره کې دغو دوو اتلانو د سولې او امن لپاره کار کاوه. نو ځکه وایو: ورور دی، ورور دی، نجیب د ولي ورور دی. رهبر تحريک خان عبدالولي خان او ډاکټر نجیب الله شهید – دا یوازې د خپل وخت ستر شخصیتونه نه وو، بلکې نن ورځ هم د

ټول مضمون ولوئ

د علي خان او میا حمدالله فقیر خېل پۀ کلام کښې شعري مماثلت—شهاب شعور

دولسمه او ديارلسمه هجري پېړۍ د پښتو ادب د پاره نېکمرغه ده چې ستر شاعران او ادب پوهه عالمان ئې زېږولي دي ـ دا هغه دوره ده چې پښتو شعر د نویو اصطلاحاتو او افکارو سره مخ شوے وۀ ـ هندي سبک د عروج په بام ختلے وۀ او اغېزې  ئې راتلونکيو شاعرانو باندې ژور چاپ پرېښودۀ ـدغه  زمانه کښې په هشنغر کښې علي خان ژوند کاوۀ ـ هر څو کۀ ئې ژوند په تیارۀ کښې  دے خو د خپل فن لۀ کبله ځلېدونکے نمر دے او شاعري ئې لکه د څوارلسمې سپوږمۍ پړقیدونکې او ځلېدونکې ده او تر نن ورځې پورې رڼا لوستونکي منور دي ـ  د علي خان

ټول مضمون ولوئ

د اياز الله ترکزي افسانوي مجموعه جادوګره–فېروز خان صادق

ښاغلے اياز الله ترکزے د يو شاعر اديب سره سره د معياري پبلشر په توګه هم خاص شهرت لري۔ د ادب د مېدان داسې شهسوار دے چې په هر اړخ ئې منفرد او معياري کار کړے دے۔ افسانه، سفرنامه، ناول، تحقيق، تنقيد او داسې نور ګڼ اړخونه دي چې موصوف پکښې کار کوي۔ اثار ئې په مطبوعاتو کښې هم چاپ کېږي او په کتابي بڼه هم خپرېږي بلکې ګڼ شمېر کتابونه ئې چاپ شوي دي چې شمېر ئې د شلو څخه زيات دے۔ د جملې څخه ئې “جونګر” (ناول) “ګل سپرلے” (شاعري)، “درشل” (افسانې) “د پښتو ژبې د ناول نګار پروېش شېخ فن او شخصيت” (يوه تحقيقي او تنقيدي جائزه)،

ټول مضمون ولوئ

د یخ جنګ نه تر ګرمې تباهۍ (سرد جنګ او د هغې په پښتنو اثرات)—عدنان خيالي

شلمه صدۍ په نړیوال کچ د لویو بدلونونو زمانه ده ـ په دې دوره کښې په علمي، ادبي، سائنسي، سیاسي، معاشي او معاشرتي حواله راغلې بدلونونه د تاریخ برخې دي ـ خو دې سره سره په دې دوره کښې د نړۍ لویو قوتونو د زور، زر ،زمکې د حصول د پاره په مختلف شکلونو کښې جنګونه وکړل ـ د اقتدار دغه رسه کشۍ غټانو ته د انا د تسکین سامان ورکړو خو د دوي د انا په ټس کښې د لکهونو انسانانو په ذهنونو، وجودونو او مالونو اسبابونو لوبې وشوې ـ واړه قوتونه په معاشي، معاشرتي،ذهني او سیاسي توګه وځپلے شوـ په دغه لړ کښې د شلمې صدۍ په نیمه

ټول مضمون ولوئ

کونړ زلزله: حقيقت، غلط فهمۍ او د عملي تيارۍ اړتيا—ياسر شاه

پېښه او د خلکو برداشت: پۀ دې وروستيو کښې د افغانستان پۀ کونړ، نورستان او بدخشان کښې زلزله وشوه چې جټکې ئې د پاکستان پۀ شمالي سيمو او بالائي پنجاب کښې هم محسوسې شولې. کۀ څۀ هم شدت ئې ډېر لوړ نۀ ؤ، خو بيا ئې د خلقو ژوند، کورونه او لارې اغېزمنې کړې. زمونږ پۀ ټولنه کښې زياتره خلق دا ډول پېښې د عذاب، ظلمونو او ګناهونو سره تړي، حال دا چې دا يواځې احساساتي نظر دے، علمي حقيقت نۀ! زلزله ولې راځي؟ ۔ زمکه د ‘ټېکټونک پلېټونو’ پۀ نوم د غټو تختو نه جوړه ده چې هر وخت خوځېږي. کله چې دا تختې يو بل سره ټکر وکړي

ټول مضمون ولوئ

خدائي خدمتګار محي الدين بابا—امجد علي

نسته د چارسدې فاروق اعظم چوک نه پنځۀ شپږ کلو میټره فاصله باندې د موټروے د دریائے کابل په غاړه غاړه باندې شمالاً جنوباً مشرقاً مغرباً پرته ده. د چارسدې انټرچېنج هم په نستې کلي کښې راځي. دا کلے څلور وي سي لري : پلوسه، پټوارمياګان، عزیز خېل او صدران.د نستې خلق ډېر محنت کش، جفا کش او مېلمه دوست دي. مکمل خو يو د الله تعالی ذات دے خو نسته په ډېرو اوصافو کښې د کمال درجه لري. لکه د خدائي خدمتګارۍ تحریک په لحاظ سره هم ډېره زرخېزه سیمه ده. په نسته او د دې په مضافاتو کښې د خدائي خدمتګارۍ اغاز خدائي خدمتګار محی الدين بابا کړے

ټول مضمون ولوئ

د مرمرو صنعت، د پښتونخوا بقا او د امکاناتو آئینه—حېران محمد

مرمر هغه قیمتي خزانه ده چې د زرګونو کلونو راسې د زمکې په سینه کې په غرؤیزو سېمو کې خوندي پرته وه او لږ کلونه کېږي چي د انسان د لټون له عمله پیدا شوه او اوس د ټينونو په حساب راويستل کیږي او بيا په مشینونو  تراشل شي او د نړئ هروطن ته وړل او خرڅول شي.دا یواځې یو ډبره نه ده، بلکې د انساني تمدن او ودانیزې ښکلا نښه او غوره نمونه ده. د مصر پخواني اهرام، د یونان او روم معبدونه، د تاج محل سپین رنګ ځلېدونکې ښکلا او د ایران جوماتونه غرض دا چې هر ځائی کې مرمر د ښکلا، پائیدارئ او عزت نخښه ګرځېدلې ده.

ټول مضمون ولوئ

ټک ټاک اؤ پښتني کلتور—عثمان ننګيال

د هر څيز دوه مخه وي يو ښۀ اړخ اؤ بل بد . مونږ چې پۀ ژوند کښې څومره پورې څۀ څيزونه پکار راولو اؤ د هغې پۀ استعمال پوهېږو نو ارو مرو به ګټه لاس ته راوړو . اوس کۀ د کومو څيزونو پۀ استعمال نۀ پوهېږو هغه استعمالوو نو ظاهره ده تاوان به مومو .کۀ نني دور ته اوګورو نو د ډيجيټل شکل يې خپل کړے دے اؤ ډېر پۀ تېزۍ پکښې داسې شيان د مغربي د تجربو د اثر نه تر مونږه راورسېدل، لکه موبايل راغے، سوشل مېډيا راغله پرنټ مېډيا راغله اؤ د دې مختلف پلیټ فارمونه يعنې فېسبوک يوټيوب اؤ پۀ تېره تېره ټک ټاک

ټول مضمون ولوئ

د شتمنو ستونځه او پښتانۀ—اعجاز هوتي اېډوکېټ

پۀ ټوله نړۍ لکه بنيادمانو ، هېوادونه هم  بې شمېره ستونځې لري. د هر هېواد‌ بيا خپلې خپلې ستونځې وي چې د هغوي د ځانګړي حېثيت مطابق وي. هېوادونه دوه غټې او مهمې ستونځې لري. چې يوه بهرنئ ستونځه وي او بله داخلي يا کورنی ستونځه وي. دا دواړه ستونځې ډيرې د توجو ، زيرک نظر او حکمت عملې پامته داری وي ۔ د بهرنو ستونځو سنجولو (حل کولو) کښې ډير غټ لاس د يو هيواد فوجي قوت ، ټيکنالوجي، معاش ، اولسي واک ، مرستې او خارجه ډپلوميسي وي. او نور هم ډير ثانوي عوامل پکښې پکار راځي. دا ستونځه که هر څومره غټه وي خو دا حکومت او

ټول مضمون ولوئ

د پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح علمي او سیاسي تبحر—محمد اسحاق مومند

ارواښاد شهید پوهاند ډاکټر سید بهاءالدین مجروح په ۱۳۰۶ لمریز کال د پښتو ژبې د نامتو لیکوال او سیاستوال ارواښاد سید شمس الدین مجروح په کور کې سترګې نړۍ ته پرانیستې. د سید بها‌‌ءالدین مجروح په خټه کې د شعر رېښې موجودې وې، ځکه چې مشر مجروح هم د پښتو ژبې او ادب لوی لیکوال او شاعر و ۔ ښاغلي سید بهاءالدین مجروح په تنکۍ ځوانۍ کې په شعر ویلو باندې پیل کړی دی، او د وخت و زمان په چاپي خپرونو کې به د ده شعرونه چاپېدل. استاد سید بهاءالدین مجروح فکري نبوغ درلود، په خپلو درسونو کې ډېر وړاندې او تکړه و. پوهاند مجروح د شاعرۍ ترڅنګ لیکوالي

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ