کۀ نن مونږ نۀ وے نن به دا ستاسو صوبه چرته وه – اجمل خټک

د ‘پښتون’ د مارچ 1995ز )جلد 7، شمېره 2 کښې د څوارلسم نه اوولسم مخ پورې دا لیکنه د یوې تاریخي دورې یادګار دے. د ون یونټ پۀ ضد مبارزې له ‘بې توپه بې تفنګه’ ملنګ باچاخان روانېږي او د هغۀ د ګرفتارۍ نه پس یو لېونے غورځنګ پورته کېږي چې پایله )نتیجه( کښې ئې ‘ون یونټ’ ماتېږي. پاتې خبره د خدائي خدمتګارانو د سن تیس د سندرې نه تر د ټپې لیکنه کښې رانغښتې شوې ده. د پېرنګي پۀ ضد د ازادۍ جنګ صرف پېرنګے استعمار ویستلو د پاره نۀ ؤ، دا د لویې سینې لوي زړۀ جنګ د اولس واکمنۍ د پاره شوے ؤ چې پۀ ډېرې بې

ټول مضمون ولوئ

اداريه – ستمبر 2018

د ‘بوټ پرستۍ’ نوے پاکستان او د ‘جمهوریت’ لحاظ پاکستان پۀ زړو زورورو بوټانو کښې نوې وینزه شېرواني واغوسته. جمهوریت د اعليٰ عدلیې، محتسب، الېکشن کمېشن او پوځ پۀ ضد اولس ته خپله مقدمه وړاندې کوله خو د سیاسي پارلېماني مفاهمتونو منتر اثر وکړو او هر ‘ملزم’ د جمهوریت ‘وسیع تر’ مفادات کښې د احتساب کمېشن پۀ پوړۍ او د اډیالې جېل نه اعلان وکړو چې د جوډیشل مارشل لاء تر سیوري جوړېدونکي حکومت ته به هېڅ خنډ نۀ جوړېږي. د وزارت عظمٰي د پاره د عدلیې، احتساب کمېشن او پوځ مشترکه امیدوار یو سل شپږ اویا (176) ووټونه ترلاسه کولو باندې باضابطه وزیراعظم ‘کړے شو’. پاکستان پیپلز پارټۍ ووټ

ټول مضمون ولوئ

د خان عبدالولي خان دانګرېزۍ مرکې پښتو ژباړه – پښتون

‘پښتون’، جلد 5، شمېره 37، 1992، مخونه 10-5 د خان عبدالولي خان دانګرېزۍ مرکې پښتو ژباړه یادګیرنه: د انګرېزۍ ورځپاڼې “Pakistan Observer” د کال 1992 د دیارلسم دسمبر د اتوار ورځې ګڼه کښې ملي رهبر خان عبدالولي خان سره یوه مرکه شائع شوې ده. مرکه کوونکي د دغه ورځپاڼې د پېښور خبریاان سید بخاري شاه او عبدالله جان صاحبان دي. مونږ د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره د دغه مرکې خاص خاص خبرې د انګرېزۍ نه پښتو ته پۀ دې غرض راړوو چې ګڼ شمېر مئینان ئې ولوستے شي ـــــ بېنوا افغان مسئله: ‘پۀ لساني او نسلي بنياد د افغانستان تقسيمېدل به د پاکستان علاقائي سلامتيا ته يوه لويه خطره پېښه

ټول مضمون ولوئ

ارواښاد سرفراز خان عقاب خټک (وړومبۍ برخه) – حافظ رحمت خاني

  خوشحال نامه، تدوین، سریزه او تعلیقات، زلمے هېوادمل، د قومونو او قبائلو وزارت، د نشراتو او فرهنګي چارو ریاست، کابل، 1986)ز( تواریخ د دغې کتاب پۀ معلومو اووۀ قلمي نسخو کښې پینځۀ پۀ برطانيه عظميٰ کښې او دوه پۀ جرمني کښې موجودې دي. د برطانيې پۀ نسخو کښې دوه د انډيا اٰفس پۀ کتابخانې کښې پۀ نمبرات 581 بيبليوتهيکاليډوينايا شماره 2479 او 582 شماره 1350 پرتې دي. )وګورئ د هرمن ايتهي د انډيا اٰفس د کتابخانې د فارسۍ نسخو فهرست جلد نمبر1 1903 ص (233، درېمې د متحفه برطانيه پۀ کتابخانې کښې پۀ شماره 13 )وګوئ د جېمز فلوبلو مهارټ د متحفه برطانيه د پښتو د کتابونو فهرست( شماره

ټول مضمون ولوئ

د ارواښاد شېرشاه ترخوي یاد – فېروز خان صادق

د پښتو ژبې لوے شاعر، اديب، صحافي، نقاد او معروف ليکوال ارواښاد شېرشاه ترخوي پۀ 2 فروري 1944ز د چارسدې ضلع پۀ مشهور کلي ترخه علاقه دواوه تحصيل شبقدر کښې د خداے بخښلي مولانا حمزه خان کره وزېږيدو د دوي کورنۍ پۀ بنيادي توګه يوه مذهبي او علمي روحاني سلسلې سره تعلق لري. ترۀ ئې د مولانا امير محمد ترخوي پۀ نوم شهرت لرلو چې د دارالعلوم دېوبند څخه فارغ الاتحصيل ؤ. شېرشاه ترخوي پۀ بنيادي توګه يو مذهبي شخصيت ؤ او ټول ابتدائي ديني کتابونه او بيا د لوړو زدکړو درسونه ئې خپل نيکۀ او ترۀ او والد صاحب څخه ترلاسه کړل. خو د شېرشاه رجحان د خپلې ژبې،

ټول مضمون ولوئ

د حشر مېدان (افسانه) – سجاد ژوندون

نن درېمه ورځ ده چې ټول لوي واړۀ او زنانه د ټوپکو او شپېلو پۀ زور د کلي منځ مېدان ته راوستلے کېږي. د چا سترګې پۀ توره پټۍ تړلې شوي او ټول پۀ يو پړي د لاسو نه د شا طرفه تړلے شوي داسې ښکاري لکه څاروي چا روان کړي وي او کۀ لږه غوندې هم پښه پۀ مزه کوي نو د شا نه پۀ لته ووهلے شي او پۀ يو غضب ناک اواز کښې ورته ووئيل شي ‘جلدي کرو بېڼ چود! سيدها جاو’ او د لتې سره يا خو د ‘وۍ ادې’ غږ راخېژي يا خالي ‘وۍ’ ـــ چې د دړد څړيکه څو تر اظهاره رارسي نو پۀ

ټول مضمون ولوئ

د ‘پښتون’پۀ نوم خط – سعیداحمدشاهي

  اتلسمه جولائي، 2018 محترم چیف ایډیټر صاحب! السلام علېکم د سلام نه پس عرض دا لرم چې زۀ د بابړې اوسېدونکے یم او چې څنګه تاسو ته پته ده چې بابړه یو تاریخي حېثیت لري او پۀ پښتون قامي تحریک کښې یو نوموړے ځاے لري او وخت ثابته کړې ده چې د دې ځاے خلقو د خپل حېثیت مطابق تحریک له مکمل خپل وخت او قربانۍ ورکړې دي. زۀ د ‘پښتون’ مجلې یو باقاعده لوستونکے یم او زما یو څو ملګري هم د مجلې سره مینه لري او باقاعدګۍ سره ئې لولي چې پۀ هغو کښې سېد افضل، امین باچا او داود کشمیرے چې د مرحوم خدائي خدمتګار احمد

ټول مضمون ولوئ

ژباړه او تخلیص – سعدالله میوند

    د ورځپاڼې ‘اېکسپرېس’ نه پۀ مننه پۀ سعودي عرب کښې د بدلون څپې دا زمونږ قامي الميه ده چې مونږ لۀ مطالعې څخه ډډه کوو او صرف پۀ ګونګوسو او د خولې پۀ خبرو باور کوو، ځکه خو زمونږ قامي او نړيوال معلومات ډېر کمزوري وي. پۀ داسې حال کښې چې معلومات او مسئلې هغه کۀ مقامي وي، علاقائي وي او کۀ قامي او يا هم بېن الالمللي؛ جرړې ئې پۀ تاريخ کښې لۀ شوو فېصلو او اقداماتو سره نښتې وي. هم دغه وجه ده هغه افراد او قامونه چې پۀ باريک بينۍ سره د مسائلو تقابلي جائزه نۀ اخلي، هغه پۀ اصطلاح د هوش پۀ ځاے د

ټول مضمون ولوئ

د نوې شاعرۍ حقیقت – سمیع الدین ارمان

    نوې شاعرۍ خپل فلسفیانه اساس هغه وخت بیاموندو چې کله نه د لسانیاتي سائنس عملداري پۀ واضحه توګه را]رګنده شوه. د ژبې ساخت، پۀ هغې کښې موجود نظم و ضبط، د نورو ژبو سره تعامل کښې د رد و قبول د پېمانو وضعیت، د ټکو او معنو خپل منځ کښې د نسبت تنوع او تحدید سره سره د راجح او مرجوح اصولو او د ژبې خپل هغه دروني نامیاتي سفر چې د حرکیاتو زاویې ئې اوس تر ډېره حده معلومې دي؛ منظوم او منثور اظهاري تشکیل ته نوي جهانونه پرانستل. ژبه چې پۀ خپل عمومي استعمال کښې د ابلاغ تر ټولو لویه ذریعه جوړېږي او ویونکو اورېدونکو ته

ټول مضمون ولوئ

د شهید زوے هم شهید شو خپله خاوره باندې – رحمت شاه قرېشي

    د باچاخان بابا تحريک هر پښتون داسې مخلص کړے دے چې د اول نه دا سلسله جارې ده او خلقو د خپل سیاست د پاره د خپل مال او وخت سره د خپلو سرونو نه هم تېر وو. نۀ د خپل اولاد مينې د وطن او خاورې لۀ مينې پاتې کولے شي او نۀ د خپل ورور، خور او مور مينه د قام پۀ مینه زورېدلې شوه. هغوي د قام پۀ مینه داسې مست وو چې نۀ ئې د وخت ستم ته کتلي دي او نۀ د کوم اٰمر جابر ظالم حکمران وړاندې د حق خبرې کولو نه وېرېدلي دي. باچاخان بابا او د هغۀ د ملګرو تحريک

ټول مضمون ولوئ

د هارون بلور د روح سره مرکه – حیات روغانے

*د دې خیالې مرکې هر سوال او ځواب د مرکیال )حیات روغاني( اندونه دي. دا دې د شهید هارون بلور شخصي رایې ونۀ ګڼلې شي. مرکیال: هارون: مرکیال: هارون: مرکیال: هارون: مرکیال: هارون سیاست ولې؟ وکالت ښۀ نۀ ؤ؟ وکالت ما د خېټې د پاره نۀ کوۀ. خداے پۀ بلور کورنۍ لوے فضل کړے دے. سیاست مې هم د نامې جامې د پاره نۀ کوۀ، سیاست پۀ مونږ د قام حق دے. پېښور د مشرۍ پټکے زمونږ کور ته پۀ سر تړلے دے او مونږ خپل فرض پېژنو. مونږ د دې قیمت نه هم خبر یو او قیمت ورکولو ته مو خپله سینه هم ډال نیولې ده. )لږ غلي کېدو

ټول مضمون ولوئ

د بلور کورنۍ قربانیانې – عبدالرؤف ایسپزے

د دې مضمون چاپ کېدو پورې به ملک کښې ټولټاکنې شوې وي او د مخلوط حکومتونو جوړولو د پاره به د پرون دښمن او د نظريې مخالفين پۀ يو صف کښې د اولس د خدمت پۀ نوم د اقتدار کرسیو ته د رسېدلو کوششونه کوي. خېبر پختونخوا کښې هم د الېکشنز تيارياني پۀ زور او شور روانې دي. د نورو ګوندونو پۀ شان عوامي نېشنل پارټي هم خپل کېمپېن پۀ تېزۍ روان کړے ؤ خو د بده مرغه پۀ لسمه جولائي ډېره دردناکه پېښه وشوه د کومې پۀ وجه چې د پښتون زخمي زخمي تاريخ نور هم پۀ سره وينه رنګ او بدرنګ شو. د خداے بخښلي بشير بلور د

ټول مضمون ولوئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  د 2018 د عامو انتخاباتو د نتیجو نتیجې پۀ پیځویشتمه جولایۍ 2018 ټول پاکستان کښې د قومي او صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابونه وشول. د دې انتخاباتو نتیجه کښې د الېکشن کمېشن د اعلان مطابق قومي اسمبلۍ کښې پاکستان تحریک انصاف پۀ 272 چوکیو کښې یو سل پینځلس چوکۍ تر لاسه کړې دي. مسلم لیګ نون 63 او پیپلز پارټي 44 چوکۍ ګټلو کښې بریالي شوي دي. پاکستان تحریک انصاف سره ساده اکثریت نشته، ولې قومي اسمبلۍ کښې یواځنے غټ ګوند دے. دغه شان تحریک انصاف پۀ پښتونخوا کښې شپږ شپېتۀ چوکۍ ترلاسه کړې دي. دا د پښتونخوا د تاریخ یوه ځانګړې واقعه ځکه ده چې د پاکستان د

ټول مضمون ولوئ

اینٹ سے اینٹ بج رہا ہے نیا پاکستان – نهار خان تنګیوال

    یو ځل بیا نوے پاکستان جوړ شو او دا ځل څۀ بل شان جوړ شو. یو ځل چې جوړ شو نو ‘قائداعظم’ ئې ؤ، پۀ دوېمه پېره کښې ئې ‘قائد عوام’ پۀ نصیب ؤ او دا ځل چې بیخي تازه تازه نوے جوړ شو نو ‘وزیراعظم’ ئې پۀ غاړه شو. هغه د سلیم صافي خبره چې څۀ پۀ زړه، ورسته او ریقړه لاره ئې ‘نیا پاکستان’ جوړ کړو ـــ یو خوا عمران خان دا وئیل چې ما دوویشت کاله سیاسي مبارزه وکړه خو ځان د پاره ئې دوویشت کسان ‘خپل’ د اسمبلۍ د پاره تیار نۀ کړے شول. هغه مرغۍ چې د ایوب خان نه بهټو سره الوتې

ټول مضمون ولوئ

سُور سائیکل (افسانه) – میا افتخار حسېن

    دا افسانه د ‘پښتون’ د17-11 مارچ 1990 مخونه 23-21 او د 27-20 مارچ 1990 مخونه 25-23 نه د قندِ مکرر پۀ توګه وړاندې کړې کېږي. کله نه چې کبير د زاهد سُور سائيکل ليدلے ؤ چې ورکوټے نوے او ښکلے ؤ، نو هم د هغې ورځ نه پۀ ضد ؤ چې زۀ به هم سُور سائيکل اخلم. چې د سکول نه کورته راغے نو راتلوسره ‘مورې! زۀ به هم سُور سائيکل اخلم. پلار ته مې ووايه چې ما له هم هغه رنګ سائيکل واخلي’. مور ئې مشین ته ناسته وه، د زوي خبرې ئې اورېدې ولې ټوله توجه ئې پۀ هغه زوړ قميص باندې وه چې د کبير

ټول مضمون ولوئ

راځئ چې د هارون بلور بدل واخلو – حامد میر – ژباړه: سجاد ژوندون

    د دولسمې جولایۍ د اردو ورځپاڼې ‘جنګ’ پۀ مننه چرته مې سوچ هم نۀ ؤ کړے چې د پلار نه پس به ئې پۀ زوي هم کالم ليکمه. څو ورځې مخکښې د پېښور پۀ سړکونو او کوڅو کښې د صوبائي اسمبلۍ د پاره کاندید د هارون بلور بېنرو او پوسټرو ته چې مې کتل نو بشير بلور به مې يادېدو. بشير بلور پينځۀ واره د صوبائي اسمبلۍ غړے ګرځېدلے دے خو پۀ کومه زمانه چې هم راغلے دے، هره ورځ به پۀ پېښور کښې بمي چاودنې کېدې ۔ د بمي چاودنې کوونکو خلاف بشير بلور او ميا افتحار حسېن د مزاحمت علامتونه ګرځېدلي وو. پۀ بشير بلور درې

ټول مضمون ولوئ

د تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون – اسفندیار درانے

  د تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون asfanddurrani@gmail.com د بابړې د پېښې تاریخي کتنه او تجزیه د پښتنو تاريخ کۀ پۀ ژو ر نظر وکتے شي نو دا خبره به لکه د نمر ښکاره شي چې پښتنو همېشه د ظلم او ظالم خلاف خپل اواز اوچت کړے دے، کۀ هغه ظالم هر څوک ؤ او هم دغه شان د پښتنو پۀ سیمه چې د پېرنګي پۀ ضد کوم تحريکونه را اوچت شوي دي، هغه هم د چا نه پټ نۀ دي؛ خو ولې د پېرنګي د تېښتې نه پس لۀ بده مرغه چې کوم ظلمونه د نوي جوړ شوي ملک واکدارانو پۀ دې سيمې )شمالي مغربي سرحدي صوبه( موجوده خېبر پښتونخوا

ټول مضمون ولوئ

د پېښور لۀ پېښې وروسته پر ټولنیزو رسنیو د عوامي نېشنل ګوند پر سیاسي اپروچ بحثونه: د یو تنقیدي تحلیل هڅه – حبیب الله کاکړ

  habibullahkakar@gmail.com   د ‘پښتون تحفظ مومنټ’ لۀ رامنځ ته کېدلو وړاندې، پۀ دې نزدې وخت کښې د پښتنو پۀ بعضو لوستو طبقو کښې د باچاخان عدم تشدد پۀ منفي انداز تر بحثونو لاندې لیدل کېدی. پۀ استدلال کښې به د پښتنو د قبائیلي فطرت د شننې هڅه روانه وه چې عدم تشدد پۀ خپل بنیادي فطرت کښې د پښتنو د فطرت خلاف دی، ځکه ئې هېڅ لاس ته راوړنه د پښتنو پۀ عملي ژوند کښې نۀ تر سترګو کېږي. د پښتنو د دې قبائيلي فطرت پۀ رڼا کښې به ځکه د خدائي خدمتګارانو د عدم تشدد مبارزه هم د ګاندهي جي د سیاسي اپروچ برخه وګڼل شوه. پر دې

ټول مضمون ولوئ

مونږ به کله راپاڅو؟ – ډاکټر فضل الرحیم مروت

  مونږ به کله راپاڅو؟ د پښتون افغان اولس د پاره دا سوال ډېر زور او اهم دے چې مونږ به کله راپاڅو؟ د پیر روښان تحریک نه د لوے خوشحال بابا تر مبارزې او بیا هغۀ نه پس لوے افغانستان باندې د انګرېزي استعمار تېري، حملو او د تپلې شوو معاهدو او لاسلیکونو پۀ وجه پښتون او افغان اولس نور هم کشالو سره مخامخ شو. پلرنے هېواد ئې دړې وړې شو، استقلال ئې لۀ لاسه ورکړو او پښتون اولس پۀ خپل جغرافیائي هېواد کښې مختلفو اکائیانو (Units) کښې تقسیم کړے شو. شلمې پېړۍ کښې د باچاخان تحریک او د خان شهید مبارزې سره یو ځل بیا پښتون اولس د

ټول مضمون ولوئ

د تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون – اسفندیار درانے

  د تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون asfanddurrani@gmail.com د بابړې د پېښې تاریخي کتنه او تجزیه د پښتنو تاريخ کۀ پۀ ژو ر نظر وکتے شي نو دا خبره به لکه د نمر ښکاره شي چې پښتنو همېشه د ظلم او ظالم خلاف خپل اواز اوچت کړے دے، کۀ هغه ظالم هر څوک ؤ او هم دغه شان د پښتنو پۀ سیمه چې د پېرنګي پۀ ضد کوم تحريکونه را اوچت شوي دي، هغه هم د چا نه پټ نۀ دي؛ خو ولې د پېرنګي د تېښتې نه پس لۀ بده مرغه چې کوم ظلمونه د نوي جوړ شوي ملک واکدارانو پۀ دې سيمې )شمالي مغربي سرحدي صوبه( موجوده خېبر پښتونخوا

ټول مضمون ولوئ

د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر – ډاکټر سهېل خان

  د ډاکټر سهېل خان دا څېړنیز زیار پروسکال د ‘باچاخان ټرست ریسرچ سنټر’ لۀ خوا د کتابګوټي پۀ بڼه خپور شوے ؤ. د خپلو لوستونکو پۀ غوښتنه دا لیکنه مونږ یو ځل بیا د ‘پښتون’ پۀ پاڼو دلته وړاندې کوو. د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر د بابړې د خونړۍ پېښې د پاره د هغه وخت د ریاستي دروغژنو الزامونو حقیقت د دې مقالې دوه برخې دي: وړومبۍ برخه کښې د بابړې د واقعې تاریخي پس منظر باندې رڼا اچولې شوې ده او دوېمه برخه کښې ددې “کربلائے ثاني” د سترګو ليدلي حالات بیان کړے شوي دي. وړومبۍ برخه: د بابړې د واقعې اصلي پس منظر څۀ

ټول مضمون ولوئ

د ګاندهي جي او وائسرای خط کتابت، دسمبر 1931 لوی قهرمان باچاخان بمقابله وائسرای هند ولنګټن – عبدالکریم بریالی

پس منظر: د لومړي جهاني جنګ وروسته انګرېز استعمار پۀ کال 1919ز کښې د پېښور ښار کښې د پښتنو د مظاهرو او اشتعال خلاف پۀ خصوصي ډول او پۀ هند کښې د جليانواله د خونړۍ سره پۀ عمومي ډول يو قانون د ‘رولټ ايکټ’ (RowaltAct) پۀ نامه جاري کړی ؤ. باچاخان پۀ هغه وخت د خپل ازاد سکولونو د خلاصولو سره اولسي تړون داسې مضبوط کړی ؤ چې د Settled ابادۍ علاقې ټول کلي، بانډې خلق د دوي پۀ تاثير کښې راغلي وو. دا وخت انګرېز استعمار چې دا قانون نافذ کړی ؤ نو د هغۀ خلاف باچاخان وړومبی مزاحمت کړی ؤ. يو انګرېز سکالر Aurther Swinson پۀ 1967ز کښې

ټول مضمون ولوئ

د مقدسې وینې قصاص: سپین ملنګ نه هارون بلور پورې – اداريه

د هارون بلور د وینې تویولو د پاره دا جواز قاتلانو له کافي دے چې هارون بلور د یو داسې سیاسي ګوند سره تړون لرلو چې د ژور ریاست پلیتو مزغو کښې د ټوکېدلې، روزلې شوې او عملي کړې شوې متشدده بیانیې پۀ ضد ولاړ ګوند دے. د ډالر پۀ عوض د پېل کړے شوي جنګ پۀ زمانه کښې، چې دغه جنګ د پاره جنګیالي د ‘جهادي رومانس’ ښکار کړے شوي او د هغوي سرونه د یو عالمي طاقت د پاره تش پۀ نامه جهاد کښې ګاڼه کړے شوي وو؛ دغه فساد ته فساد ویونکي غداران بللے کېدل او نن ټول پۀ ټوله محبّانِ وطن د خپل هغه څلوېښت کلن

ټول مضمون ولوئ

‘باچاخان او خدائي خدمتګار’، دوېم ټوک نېشنل عوامي پارټي او عوامي جدوجهد – خان عبدالولي خان

د بهټو د لاسه د مولانا بهاشاني بازیګره کله چې ملک کښې د تاشقند پۀ سلسله کښې د خلقو جذبات راپارېدل نو دغه شان د فيلډ مارشل ملګرو يو پۀ يو د هغۀ نه ځان رانغښتو. د سرکاري اوچتو افسرانو خو بهانه جوړه وه. هغه مشهوره خبره چې مونږ خو نوکران يو او د حکم تابع ، ولې چې د ټولو نه لويه بې ننګي د فيلډ مارشل صاحب سره د هغۀ نيازبين وزير خارجه ذوالفقار علي بهټو وکړله چې يواځې دا نۀ چې پۀ تاشقند کښې پۀ خپله موجود ؤ بلکې چې پۀ بېرته راغے نو پۀ پارليمنټ کښې ئې د دغه معاهدو پۀ ګټو او خوبيو يو ډېر

ټول مضمون ولوئ

محمد شعېب خان شهید ته یو نظم – ارواښاد پروفېسر فرمان الدین بخشالي

  پروفېسر فرمان الدین بخشالي، خداے دې سره د خاورو وبخښي، دا نظم پۀ شلم اګست دوه زره اوولسم لیکلے ؤ. د دې کال د مارچ پۀ میاشت کښې ئې دا نظم د یو خط سره د ښاغلي م. ر. شفق پۀ لاس ‘پښتون’ د پاره رالېږلے ؤ. شهید محمد شعېب خان د جولائي پهــ میاشت کښې شهید کړے شوے ؤ. مونږ د ارواښاد پروفېسر فرمان الدین بخشالي دا امانت د شهید محمد شعېب خان روح ته ډالۍ کوو. )نظم نه وړاندې دا یادګیرنه هم ارواښاد پروفېسر بخشالي لیکلې وه، دا یادګیرنه هم د نظم سره چاپ کړې شوه(. ارواښاد محمد شعېب سابقه اېم پي اے، د يار حسېن صدر،

ټول مضمون ولوئ

خېبر پښتونخوا او روان انتخابي جائزه – شمس بونېرے

  نسبتاً پۀ ښځو پېريان ډېر راځي او پۀ سړو کم او پۀ سياسي ليډرانو خلائي مخلوق زيات راځي. پۀ ښځو چې پېريان راشي نو دم ګرندے مُلا راشي، تعويز ښځې ته پۀ غاړه کړي، پېرے بند کړي او ښځې ته ووائي چې کۀ بيا پېرے راغلو نو تا به دوه درې ورځې پۀ کټ پورې کلکه تړم. ښځه غريبه وېريږي او بيا پرې پېرے نۀ راځي. د کومو خلقو چې پارلېمنټ او کرسۍ ته زړۀ کېږي نو خلائي مخلوق راشي او لېډر سره کښيني، ‘لېن دېن’ ورسره خلاص کړي، پۀ مټ ورته تعویذ او خپل مهر دواړه حواله کړي. پاکستان خپل مخصوص تاريخ او سياسي کردار لري. د مذهب

ټول مضمون ولوئ

د قلم مزدور د ادب او صحافت سرخېل – شمس بونېرے

نور البشر نوید د پښتو شاعرۍ، صحافت، ډرامه نګارۍ او لنډو قیصو پۀ حواله یو پېژندلے نوم دے. کۀ د شاعرۍ او لنډې قیصې پۀ حواله د هغۀ د استعداد او صلاحیت اعتراف کېږي نو ډرامه نګارۍ کښې هم د هغۀ د قیصې پلاټ، د هغۀ کردارونه او د هغۀ مکالمې ډېر زړۀ راکښون لري. د صحافت پۀ حواله ‘لیکوال’ مجله او ښاغلے نور البشر نوید لکه چې د یو وجود دوه نومونه دوه انکشافونه وي. ‘لیکوال’ بشر دے او بشر ‘لیکوال’. د هر ډول ستونزو، کړمو او پېچلو حالاتو پرته ‘لیکوال’ پینځویشت کلن سفر تر سره کړو. دا سفر دې جاري وي. ښاغلے نور البشر نوید خپل سیاسي نظر

ټول مضمون ولوئ

د اسفندیار خان ‘پهلوان’ شاه حسېن سنګین – حیات روغانے

  د سنګین تعزیتي رېفرنس کښې ملي مشر د خپل ‘پهلوان’ پۀ حقله خبرو کښې وئیلي وو، پهلوان صرف پۀ بدن پهلوان نۀ ؤ، پۀ زړۀ ځیګر هم دغسې پهلوان ؤ. ما چې به کومه جلسه کښې تقریر کولو او کوم ځاے نه به نعرې زیاتې شوې نو ما به پرې غږ وکړو چې پهلوانه! بس کړه کنه. ملي مشر اغاجي )د سنګین پلار( مخاطب کړو، زۀ خو دا نۀ شم وئیلے چې د پهلوان پۀ مرګ به زۀ ستاسو کورنۍ نه زیات غمزده یم، خو دا درته وایم چې پۀ ما هم دا غم دومره دے څومره چې د خپل زوي د مرګ غم وي. سنګین پۀ رښتیا چې

ټول مضمون ولوئ

نیو نېشنلزم مغالطې او مباحثې – سمیع الدین ارمان

  د ټولنې د جوړښت لپاره اجتماعي انساني ژوند د بلها ارتقائي مراحلو نه راتېر شوے دے او دا یون لا دغسې روان دے او روان به وي. سمېري، اکادي، باختري، هخامنشي، یوناني او رومن سلطنوتونو/ امپراطوریو د ماتېدو نه پس د اجتماعي ژوند حرکیاتو یو نوے سمت واخستو او د دې یویستوے لامل د علم خورون ؤ. قدیم ترین ټولنو کښې علم د یوې مخصوصې اشرافیه حق ؤ او اولس د دې نه محروم وو. پۀ دغه عصر کښې کۀ به د اولس یو وګړي د علم حصول یا ترویج کوۀ، هغه به مجرم ګڼلے کېدو او د هغۀ نه به لاسونه او ژبه پرېکړې کېده، سترګې به ترې

ټول مضمون ولوئ

لر و بر پښتنو ته زېرے قبائیلي سیمې د پښتونخوا برخه شوه – رحمت شاه قرېشي

نن د مئۍ څلیريشتم تاريخ د زیارت ورځ ده. دا ورځ به د پښتنو پۀ تاريخ او ژوند کښې داسې روښانه وي چې همېشه همېشه به پرې پښتانۀ فخر او وياړ کوي او دا تاريخ د قبائیلي سیمو د پاره يو لوے زېرے او خوشحالي ده ځکه چې پۀ دې ورځ هغه کرښه او هغه امتیازي وحشیانه قانون لۀ منځه لاړو چې پېرنګي او نورو پښتون دښمنه قوتونو پرې دا پښتانۀ لۀ يو او بل نه تقريباً يو نيم سل کال اول جدا کړي وو او يو کور او د يو کور خلق ئې پۀ پینځو ځايونو کښې تقسيم کړي وو. شکر دے نن قبائیلي سیمې بيا د خپل کور

ټول مضمون ولوئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  پۀ عامو انتخاباتو یو نظر پاکستان کښې د قومي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابي سرګرمۍ پۀ ټول ملک کښې پۀ درز کښې روانې دي. د انتخابي عمل ټولې مرحلې سر ته رسېدلې دي او پۀ 25 جولائي به عام خلق د بالغ رایې دهۍ پۀ اساس خپلې رایې استعمالوي. هر ځل چې انتخابات کېږي نو د مخکښیني انتخاباتو نه پۀ بدل رنګ کښې وي. تېر ځل ملک پۀ خصوصي توګه پښتونخوا د ترهګرۍ ښکار وو او پۀ خاصه توګه عوامي نېشنل پارټي پۀ عملي توګه انتخاباتو ته نۀ وه پرېښودې شوې. عوامي نېشنل پارټي دا دریځ لري چې پۀ دوي حملې د طالبانو غورځنګ کولې،

ټول مضمون ولوئ

ګرے لِسټ – مبشر زېدي

‘ما ډېرې فلمي اداکارانې بلېک لِسټ کړې’ ډُوډُو ډاډه ووئیل. ‘څۀ مطلب؟’ ما هسې وپوښتو. ‘مطلب دا چې زما نۀ دي خوښې’، هغۀ ووې. ‘دې فهرست کښې کومې بدنصیبه اداکارانې دي؟’ ما ترې بیا هسې تپوس وکړو. ‘کاجول، راني مکهرجي، ایشوریا، ودیا بالن، انوشکا، کرینه کپور’ ډوډو د وادۀ شوو اداکارانو نامې واخستې. ‘او ستا د خوښې اداکانې؟’، ما بیا وپوښتو. ‘کنګنا رناوت، کترینه، دیپیکا پډوکون، پریانکا، عالیه بهټ’. ما پۀ ټولو نومونو غور نه پس ترې ما یو غرضي تپوس وکړو، ‘او سني لیون؟’ ډوډو پۀ تریو تندي ووئیل، ‘هغه خو مې اوس پۀ ګرے لسټ کښې اچولې ده’. جنتري بجټ ‘پیرِ اعظم بزرجمهر خو زۀ کابینه کښې شامل

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ