ووټ، انصاف او عزت – نبي ګل محمدزے

د پاکستان د جوړېدو اويا کاله قابو شول او پۀ دې اويا کاله کښې قوم ته د شودو او شهدو د نهرونو وعدې وکړې شوې خو تر نن ورځ پورې خپل ځان نه علاوه د قوم پۀ ښيګړه کښې هېڅ کاميابي ونۀ شوه. قوم ورځ پۀ ورځ ښکته او سياسي مشران نۀ بلکې (مداريان) مخ پۀ بره روان دي. د جمهوريت، امن او اسلام پۀ نوم ئې يو بازار ګرم کړے دے او هرې سياسي پارټۍ پکښې خپل خپل دوکانونه پرانستي دي. اوس چونکې د جمهوري حکومت پينځۀ کاله پوره کېدونکي دي نو ټولو سياسي پارټیو پکښې د قوم د بېوقوف کېدو د پاره نوې نوې سياسي نعرې راوړې او

ټول مضمون ولوئ

د ډاکټر سید وقار علي شاه د کتاب اسلام، نسلیات او قام پرستي – شمس بونېرے

د یوې اهم واقعې ژباړه زما مخې ته د ډاکټر صاحب دغه پورتنے کتاب د مطالعې د پاره پروت دے. د دې يوه داسې واقعه چې نن پرون اوسبا هرځاے راتلې شي، نو دا ژباړه د ‘پښتون’ مجلې پۀ واسطه ستاسو مخې ته ده. چې خان عبدالاکبرخان د افغان زلمي تنظيم صدر او ميا احمدشاه چې د دې تنظيم جنرل سکتر ؤ، بيانونه چې د کانګرس پۀ شرکت وو او دا مشترکه بيان ئې خورکړے ؤ: ‘دوه کاله مخکښې مونږ درې تنه ملګرو عبدالاکبر، ميا احمدشاه او عبدالغفارخان او څو نورو ملګرو د افغان جرګې دځوانانو د يو تنظيم بنياد کېښودو او د دې د پاره مو اصول اوضابطې جوړې

ټول مضمون ولوئ

حسن معجزه ده – سمیع الدین ارمان

انسان کائنات او د دې دواړو ترمنځه د نسبت تعین هغه مثلث دے چې د علومو واړه جهانونه ئې زېږولي دي. زۀ څوک یم؟ زما ابتدا او انتها څۀ ده؟ څۀ حقیقت لرم؟ کائنات څۀ ابتدا انتها مقصد او مرام لري؟ زما او د کائنات ترمنځه د رشتې تعین څۀ دے؟ دا هغه سوالونه دي چې د جواب د هڅو نه ئې مذهب، فلسفه، سائنس او ادب ټول پۀ ټوله راټوکېدلي دي. د یویشتمې پېړۍ پۀ دې پړاو چې نن ترې نه د سټیفن هاکنګ غوندې معروف و مقبول سائنسدان هم رخصت شو، د ماقبل سقراط فلسفه، اووۀ نابغه (سېون سېجز) یوناني علوم، اسلامي تهذیب، مغربي مادي او مابعدالطبیعیاتي ټوله

ټول مضمون ولوئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  د انتخابي جلسو لړۍ پاکستان کښې د عامو انتخابونو سلسله شروع شوې ده – د مۍ مياشت اخر ته به د قومي او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو موده پوره شي. د دې پۀ نتيجه کښې به وفاقي او صوبائي حکومتونه ختم شي او د اساسي قانون تر مخه به پۀ وفاقي او صوبائي کچونو نګران (سرپرست) حکومتونه جوړشي. انتخاباتوکښې لا څلور مياشتې شته ولې سياسي ګوندونو د لويو لويو او وړو جلسو لړۍ شروع کړې دي. لويو لويو ښارونوکښې غټې غټې جلسې کېږي او وړو ښاريو اوکلو بانډوکښې وړې وړې غونډې روانې دي. جرګې مرکې هم شروع دي – د پنجاب لویې سياسي پارټۍ يعني پيپلز پارټي، تحريک انصاف

ټول مضمون ولوئ

‘پښتون’ رساله – ډاکټر محمد صادق ژړک

  دا لیکنه د ‘پښتون’ د نويم کلن سفر پوره کېدو پۀ مناسبت د ښاغلي محمد صادق ژړک د کتاب ‘د فخرِ افغان ځانګړنې’، چې 2012ز کښې د ‘پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه’ لۀ خوا چاپ دے، څخه واخستے شو. ‘پښتون’ چې د پښتون د ملي شعور پۀ راویښولو او حساسولو کښې کوم اغېز درلودلی، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده یاد او نمانځل کېدونکی وي.’ استاد اٰصف صمیم باچاخان لکه څنګه چې دا حس کړې وه چې تر څو پورې پۀ خپل اولس کښې تعلیم عام نۀ کړي، پۀ علم ئې ذهنونه ورمنوّر نۀ کړي، تر هغې پورې دغه سپېځلی او ساده قام د پرمختګ پر لور نۀ

ټول مضمون ولوئ

د پي اېس اېف خېبر پښتونخوا ټاکنې – راپور: سلېمان ایسپزے

پښتون سټوډنټس فیډرېش ډائرې، اپرېل ۲۰۱۸ د اپرېل مياشتې پۀ نهمه نېټه د پښتون سټوډنټس فیډرېشن خېبر پښتونخوا صوبائي کابينې د پاره ټولټاکنې وشوې چې پکښې وسيم خټک پۀ غټ اکثريت د صوبې صدارت او عثمان شاه د ستر سېکتر پۀ چوکۍ وټاکلے شول. پۀ دې لړ کښې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن د صوبائي مجلس عاملې انتخابي غونډه د ارګنائزنګ کمېټۍ د چئيرمين توحيد خان داودزي پۀ صدارت کښې پۀ باچاخان مرکز کښې وشوه. پۀ دې غنډه کښې د مرکزي ارګنائزنګ کمېټۍ چئيرمېن حق نواز خټک او ستر سېکتر عمران مومند هم شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې د انتخابي عمل پۀ ذريعه د صوبائي صدر، جنرل سېکرټري، ډپټي جنرل سېکرټري،

ټول مضمون ولوئ

زاهد د ژوند د حسن شاعر – م. ر. شفق

حېران یم خلق دښمنۍ څنګه پۀ مینه پالي  مونږه خو خپلو الفتونو ته وزګار نۀ یو  زاهد ج هغۀ چې کرۍ ورځ محنت مزدوري وکړه، د زرعي تخمونو د اونو بوټو زهرژنو دارګانو لۀ دوکانه پۀ تیارۀ ماښام کور ته ستړے ستړے راغے؛ د ماسخوتن نمونځ او بیا ډوډۍ نه لږ وزګار شو، نو پۀ موبائیل فېسبوک ته مخامخ کښېناست ـــ مور ئې غوښتل چې ریچې ریچې وجود له به لږه دمه ورکړي خو د خوږمنې مور خاموش احتجاج له، ښه وه، د ماشومانو مور د اظهار ژبه ورکړه ــ وې وئیل: ‘یه سړیه! تۀ ټوله ورځ ستړے نۀ شوې؟ کۀ د ماشومانو غم درسره نشته نو پۀ ځان رحم

ټول مضمون ولوئ

د ډاکټر خان صاحب تعلیمي خدمات – نادیه بشیر

نادیه بشیر لېکچرار، اېډورډز کالج، پېښور   ډاکټر خان صاحب، د باچاخان مشر ورور، چې پۀ نهمه مۍ 1958ز لاهور کښې وژلے شوے ؤ، د ‘صوبه سرحد’ د سیاست یوه لویه او روښانه نامه ده. اغلې نادیه بشیر د ډاکټر خان صاحب او قیوم خان تعلیمي خدماتو باندې خپله څېړنیزه مقاله لیکلې ده. ‘پښتون’ د اغلې نادیې لۀ خوا پۀ دې ځانګړې لیکنه مننه کوي؛ البته، دې لیکنه کښې د ځینې تاریخي تېروتنو پله د هغې مخ راړول مهم ګڼي. د دې لیکنې پایله کښې وئیلے شوي دي چې د ډاکټر خان صاحب د وزارت لۀ خوا هر څو کۀ د پېښور پوهنتون د پاره بِل پاس کړے شوے ؤ

ټول مضمون ولوئ

زنځير(افسانه) – سيد مامون الرشيد هوتي

    د اووۀ کالو ماشوم د خپل کور ډېوډۍ نه بهر پۀ باغيچه کښې لوبې کولې چې نيا بې بې ئې کونټۍ پۀ لاس هغه لاس نيولے ډېوډۍ ته رادننه کړو، پۀ يوه پښه کښې ئې ورله زنځير واچولو. دغه شان سحر به ئې تړلو، ماښام بۀ ئې پرانستلو. ماشوم به هر وخت مور پلار يادول. هغه پۀ د ډېوډۍ پۀ پرانستي ور هره ورځ د لرې نه ډېر بوډاګان، زلمي، سړي او ښځې ليدلې چې د “پاکستان زنده باد”، “قائد اعظم زنده باد” ،”نعرۀ تکبير الله اکبر” نعرې بۀ ئې وهلې. د ماشوم نيا بې بې د دغه خلقو څۀ حصه راجمع کول د ټيم واسکټونه او د

ټول مضمون ولوئ

ودرېګت 😊 د عمران خان نوې یوولس سیاسي شتۍ – نهار خان تنګیوال

  مینارِ پاکستان، لاهور ـــ پاک سر زمین شاد باد!!! لاهور، چرته چې د مرکزي اسمبلۍ دیارلس او د صوبائي اسمبلۍ د پنځویشت حلقو ابادي ژوند کوي ـــ یو کروړ یوولس لکهه شپږویشت زره دوه سوه پینځۀ اتیا ـــ پۀ دغه لاهور کښې د تبدیلي سرکار جلسه او دې کښې نوي یوولس نکات، نه ريښتیا، نوي نکات نۀ، یوولس نوې شتۍ ــــ د زنده دلانو ښار، مینارِ پاکستان او د تحریک انصاف جلسه کښې چې د پېښور نه کومې قافلې لاهور ته تلې وي، هلته ئې د عمران خان خبرې اورېدلې وي، کندې کپرې او خځلې خځلې پېښور به ئې مخې ته ولاړ وي، خپل ضمیر به ورته څۀ وئیلي

ټول مضمون ولوئ

هنرخ بوئل، جرمني (افسانه) – ژباړن: ګوهر نوید

    خلافِ ضابطه ما محسوس کړل چې هر لاروي پۀ مخ دخوشحالۍ ماسک راچولے دے. زۀ د بندرګاه پۀ غاړه ولاړ وم او هغه سمندري مرغیو ته مې کتل کومو چې به بيا بيا پۀ اوبو کښې غوپه وهله او د لوندو وجودونو نه د اوبو څنډلو د پاره به ئې وزرې پړقولې. د دوي د وزرو نه به اوبۀ لکه د پرخې پۀ ګلونو پرېوتلې. ما ډېر پۀ غور د هغوي تماشه کوله. زما سترګو شايد چې د دې منظر نه علاوه نور څۀ کتل هم نۀ غوښتل. د سمندر پۀ سطح خورو شوو تېلو سمندر نور هم چمکدار کړے ؤ. اخوا دېخوا يو جهاز هم نۀ ؤ.

ټول مضمون ولوئ

يه مُلا! ستا نیم قران مې واورېدو رباب کښې – پښتون

  د ‘امین افغاني’ حافظ محمد ادریس یاد حافظ محمد ادریس د طورو اوسېدونکے ادیب او خطیب ؤ. علامه انورشاه کاشمیري چې د دېوبند نه جدا ئې د ‘جامعه ډابېل’ بنیاد ایښے ؤ، حافظ صاحب دیني علوم کښې د هغۀ شاګرد ؤ. خپلۍ مورنۍ ژبې پښتو سره ئې پۀ عربۍ، فارسۍ او اردو ژبو وئیلو، لوستلو او لیکلو لاس بر ؤ. اېم اے او کالج امرتسر کښې چې پرنسپل ئې ډاکټر تاثیر ؤ، فېض احمد فېض پکښې د انګرېزۍ ژبې استاد ؤ، حافظ ادریس به دغلته د دینیات تدریس کولو. امرتسر نه اسلامیه کالجېټ پېښور ته او دلته نه ئې اېبټ کالج، مردان کالج او پېښور پوهنتون کښې تدریسي خدمات

ټول مضمون ولوئ

سیاسي جلسې او اولسونه – فطرت بونېرے

    پۀ داسې حال کښې چې د جمهوریت ډي رېل کولو هڅې کېږي، د ملک پۀ سیاست کښې د غېر جمهوري قوتونو مداخلت کومې ګټې تر اوسه نۀ دي راوړې خو دا نېکمرغي ده چې د ۲۰۰۸ نه ۲۰۱۳ پورې د ملک پۀ سیاسي تاریخ کښې پۀ اول ځل قامي او صوبائي اسمبلیو خپل ائیني وخت پوره کړو او دغسې د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ یو ځل بیا دغه عمل مخ پۀ وړاندې بوتلے شو. څۀ هم کۀ د ځینې ګوندونو لۀ خوا دې دواړو دورو کښې د جمهوریت د صف نه جمهوریت پسې ملنډې، سېنټ پسې سپکې سپورې او سیاسي عمل ته کندې وکنستلې شوې؛ دا یو نېک

ټول مضمون ولوئ

د بخشالي ‘بخشالے’ – ډاکټر سید ظفر الله بخشالي

پروفېسر فرمان الدين د باچاخان د قافلې ستر غړے، د عوامي نېشنل ګوند بزرګ سياستوال، د پښتون سټوډنټ فيډرېشن باني غړے او د اسلاميه کالج پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخوانے مشر ؤ. دوي خپل ټول ژوند د پښتو او پښتنو لپاره وقف کړے ؤ.تل ئې د باچاخان د فکر تبلیغ کړے او پۀ عملي سياست کښی د ولي خان پۀ لاره روان ؤ او د اجمل خټک ‘د غېرت چغه’ ئې خپل مرام ؤ. د مشرانو خبره چې پۀ دنيا کښې داسې وخت تېر کړه چې پۀ تلودې خلق خفه او تل تر تله يادوي. پۀ دنياکښې ښۀ انسان هغه دے چې د هغۀ هر چا سره ښۀ سلوک

ټول مضمون ولوئ

د یو نظم توکنه – فېصل فاران

  ګلالۍ غورځئ خځلې اباسین کښې اوبۀ نشته چرته ووینځي منګولې شاهد اسرار شاهد شوروي روس ماتېدو نه پس نظريه متن کښې منظر نه پس منظر ته لاړه او تنقيد حاشيې نه متن ته رادننه شو چې ماحولياتى تنقيد ئې غوره مثال دے ــــ لکه کۀ مونږ د شاهد اسرار شاهد دا درې مصرعيزه نظم د ايکو کرټسيزم يا ګرين سټډيز پۀ بنياد وڅيړو نو دا خبره به رڼه شى چې د نظم ليکونکي شاعر زمانه موجوده زمانه ده چې اباسين کښې داوبو نیشتوالے د غازى بروتهـا پراجېکټ نه پس راغلے دے. دې سره پوره ايکالوجي تباه شوې، بېلې ختمېږي، چرې ختمې شوې، اوبۀ زمکه کښې لاندې تلي. دا ټوله

ټول مضمون ولوئ

اردو ژبه او د انګرېز استعمار سیاست – فېصل فاران

  پاکستان کو نہ جناح نے بنایا نہ اقبال نے، بلکہ اردو نے پاکستان کو بنایا ۔ ہندو اور مسلمان میں اختلاف کی اصل وجہ اردو زبان تھی۔ دو قومی نظریہ اور سارے اختلاف صرف اردو کی وجہ سے تھے، اس لئے پاکستان پر اردو کا بہت بڑا احسان ہے۔ بابائے اردو مولوی عبدالحق، قومی زبان، کراچی، ۱۶ فروری ۱۹۶۱ء   د ‘پښتون’ مجلې فرورۍ میاشت دوه زره اتلسم کښې زما لیک ‘اردو یوه استعماري ژبه ده’ پۀ ځواب کښې د ملګري پروفېسر ګوهر نوید لیک ‘اردو ریښتیا د استعمار ژبه ده؟’ چاپ شو. چونکې زما لیک ‘پښتون’ کښې چاپ ؤ، ځکه د صحافتي دیانت دارۍ تقاضه وه چې ځوابي

ټول مضمون ولوئ

پۀ پښتنو کښې د پښتون مجلې سياسي، ادبي، کلتوري او اصلاحي څرک – محمد عیسيا غریب

    کۀ د پښتني دورې پرتله هر اړخيزه څېړنه وشي يا نظر ورباندې واچوو نو شلمه پېړۍ د سيالۍ قطار کښې ولاړه ده او ځانګړی مقام لرونکې ده. هغه کۀ لۀ سياسي پلوه وي او کۀ پۀ ادبي اړخ کښې وي، کۀ پۀ کلتور پالنه کښې وي او کۀ پۀ عملي او اصلاحي برخه کښې وي ـــ هرې خوا ته ئې وړانګې خورې او ځلېدونکې دي. خو د ژورنالېزم پۀ ډګر کښې لا وځلېده او دغه تشه ئې نوره هم ډکه کړه چې يوويشتمې صدۍ ته ئې هم پۀ ښه توګه لاره پرانستله او چټکي ګامونه ئې واخستل. بېلا بېلې مجلې، ورځپاڼې او جريدې ئې وزېږولې. د دې ژورنال

ټول مضمون ولوئ

د خپلواکۍ مبارز علامه عبدالرحیم پوپلزئ – ډاکټر سهېل خان

31-1890)مۍ (1944 ډېرن ایسوګلو (Daron Acemoglo) او جېمز رابنسن خپل معرکة الاراء تصنیف “Why Nations Fail” کښې لیکلي دي چې د تهذیب فرق دراصل د هېوادونو پۀ منځ کښې د معاش فرق دے. تر څو چې د ژوند تېرولو معیار د تهذیب، تمدن او معاش د لارې دائروي شکل کښې نۀ وي ځنګېدلے، تر هغې به د نړۍ د هېوادونو منځ کښې د قامونو لاندیز او پرمختګ اصولي معیار نۀ شي ټاکلے.[1] دا خبره علامه عبدالرحیم پوپلزئ د اخبار نوجوان سرفروش اداریه کښې کوي چې کال 1927ز کښې چاپ دے[2]، لیکلې ده. ټهیک پۀ هغه کال 1890ز چې باچاخان نړۍ کښې سترګې پرانستې وې، علامه عبدالرحیم پوپلزئ هم د درانیانو

ټول مضمون ولوئ

د قصور د زېنب، د جمو د اٰمنه بانو او ديپيکاسنګهـ مذهبونه – حیات روغانے

    وحشت یو مذهب نۀ مني، جرم هر قانون د پښو لاندې ګڼي، ګناه د ثواب او عذاب د تصور نه باغي وي ـــ مونږ د زمکې خلقو ځانونه پۀ تعویذونو کښې غوټه کړي دي، کرښې مو د ځانه تاو کړې دي او د فتنې لۀ وېرې د فتوې پۀ تخته سره د خپل ایمانه بې وسه پراتۀ یو. وحشت، جرم او ګناه مذهب پۀ ځان راخور کړي، قانون واغوندي او د کرښې بل اړخ ته ودرېږي ـــ فتويٰ د فتنې چُوکه لاس کښې نیولې مونږ ته وائي، ‘مذهب به نۀ سپړئ! د قانون تڼو له به ګوتې نۀ وړئ! د کرښې نه به پښه نۀ اړوئ!’ مونږ د

ټول مضمون ولوئ

د استاذانو بهرتي کهٔ یوه پیشاړه – نور الوهاب خټک

  هسې خو د ډېر وخت نه زمونږ تعليمي نظام د هر نوي حکومت د لاسه د نوو تجربو نه تېرېږي او تجربې هم داسې چې د پرمختګ پۀ ځاے ئې ښۀ پۀ وروستو بوځي خو موجوده صوبائي حکومت چې پکښې کومې تجربې وکړې، هغه تجربې نۀ دي بلکې بيخي پيشاړې دي. لکه موجوده وخت چې د استاذانو کومه بهرتي شروع ده، پۀ هغې کښې غېر پروفېشنل کسانو ته د ټسټ ورکولو اجازت، د پروفېشنل کسانو نه د پي ټي سي نمبرې ختمول او د پرائمري د استاذانو نه د لېکچرر د لېول ټيسټ اخستل، ټسټونه بغېر د څۀ منصوبه بندۍ نه اخستل او د هغې پۀ وجه پۀ ټسټونو

ټول مضمون ولوئ

د کواي سیند پُل – حبیب الله وزیر

  دوېم نړیوال لام کښې د جاپان لۀ خوا د برما او رنګون ترمنځه یو جوړېدونکي پُل باندې ‘پیر بول’ یو ناول ولیکو چې 1952ز کښې چاپ کړے شو. د ناول دا قیصه لوستونکو خوښه کړه او د نړۍ پۀ ګڼو ژبو کښې وژباړلې شوه. 1957ز کښې برطانیې او امریکې پۀ دې ناول یو مشترکه فلم “The Bridge on the River Kwai” جوړ کړو. ناول له د فلم مکالماتي رنګ ‘کارل فورمېن’ او ‘میکایل وېلسن’ ورکړے ؤ. هدایتکار ئې ‘ډېوډ لیان’ ؤ. فلم کښې ‘ویلیم هولډن’، ‘جېک هاکنز’، ‘اېلک ګینش’ او ‘سیشو هیاکاوه’ مرکزي کردارونه لوبولي وو. د اکاډمي اېوارډونه کۀ یو اړخ ته اووۀ د دې فلم پۀ برخه

ټول مضمون ولوئ

د باچاخان بابا نثرنګاري د پوهانو پۀ نظر کښې – ایاز الله ترکزے

‘د باچاخان نثر نګاري’ د ډاکټر شېر زمان سيماب د نثر يو ډېر اهم کتاب دے. دا کتاب پۀ اتيا مخونو باندې خور دے، پۀ 2015ز کښې چاپ شوے دے. تړون ئې د خپل پلار پۀ نوم کړے دے. پۀ دې کتاب کښې سيماب صاحب د باچاخان د نثر متعلق د ليکوالانو رایې راجمع کړې دي. چونکې باچاخان د ازادۍ د جنګ يو ډېر لوے رهنما ؤ نو عملي هلو ځلو سره سره به ئې د قلم نه هم کار اخستو او پۀ ‘پښتون’ رساله کښې به ئې ډېر ښکلي ښکلي او ګټور مضامین چاپ کېدل. پۀ دغه ليکونو کښې به د پښتون قوم د بېدارۍ هڅه وه. د ډاکټر

ټول مضمون ولوئ

عبدالرحیم پوپلزئ زنده باد – اسفندیار دراني

اسفندیار دراني تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون ۲۵۷   يقين مې دے چې لوستونکي د مولانا عبدالرحيم پوپلزي د نوم نه بره د “۲۵۷” هندسه وويني نو پۀ دې خبره به سوچ کوي چې د ليکونکي د دې نه څۀ مطلب دے. دا د شمېرې هغه هندسې دي کومې چې به مولانا عبدالرحيم پوپلزئ د خط ليکلو پۀ وخت د نور څۀ ليکلو نه مخکښې ليکلې. دا د ابجدو ليک ؤ او د دې مطلب ؤ “انقلاب زنده باد” ـــ نو نن د مولانا صاحب پۀ مناسبت سره دې مضمون کښې هم دغه “۲۵۷” ليکل ضروري ګڼم. مولانا عبدالرحيم پوپلزے د ازادۍ پۀ نامتو غړو کښې شمېرلے کېږي. د هغۀ اسلامي

ټول مضمون ولوئ

باچاخان د ځپلې طبقې ترجمان – ارباب جهاد ګل کتوزئ

    خدائي خدمتګاري: دا چا ته معلومه وه چې د اتمانزو خان بهرام خان کره به يو داسې ماشوم عبدالغفار خان زېږېږي چې هغه به د منځنۍ او سوېلي اېشياء يو داسې ځلنده ستورے وي چې پۀ کروړونو خلق به د هغۀ سوچ او فکر نه فائده پورته کوي. خلقو هغه د باچاخان، سرحدي ګاندهي، فخرِ افغان، قامي مشر وغېره پۀ لقبونو يادوۀ او نن د هغۀ سوچ او فکر د انسانيت فکر جوړ شوے دے. هغه د عامو خلقو پۀ شان انسان نۀ ؤ. هغه يو غېر معمولي انسان ؤ. پۀ تاريخ کښې داسې کسان پۀ سلو کالو کښې يو ځل پېدا کېږي چې د هغوي د سوچ

ټول مضمون ولوئ

اداريه (مۍ 2018)

فاټا کښې د اعليٰ عدالتونو د عملدارۍ بِل د قبائیلي سیمې د اولسونو د مستقل اذیت سلسله د یوې اوږدې مبارزې نه پس یو نوي پړاو کښې داخلېږي. سېنټ کښې قبائیلي سیمې د پېښور هائيکورټ پۀ دائره کښې راوستلو د پاره بِل پۀ اتفاق رایې سره منظور کړے شو. د هندوستان د وېش د ورځ څوارلسم اګست 1947 نه تر دې دمه اویا (70) کلونه او اتۀ (8) میاشتو پورې د دې سیمې اولس د ‘ازاد قبائیل’ پۀ نامه د یو ارټیکل 247 لاندې د بنیادي انساني حقوقو نه محروم کړے شوي وو. نۀ د اپیل حق، نۀ د دلیل حق، نۀ د وکیل حق ـــ دې اویا کاله او

ټول مضمون ولوئ

ريښتیا اردو یوه استعماري ژبه ده؟ – پروفېسر ګوهر نوید

‘پښتون’ دې لیکنې سره دا یادګیرنه لیکل ضروري ځکه ګڼي چې فاضل لیکوال )ګوهرنوید( تمهید کښې د ‘پښتون’ مجلې او د باچاخان د دې مجلې پۀ شا د ورورولۍ، مینې او یووالي پېدا کولو خبره کړې ده. فاضل لیکوال د ‘پښتون’ د فرورۍ ګڼه کښې شامله دغه لیکنه بلاواسطه د خپل هدف نه پۀ شا کېدل بلي. ‘پښتون’ کله هم دا لیکنه د تعصب پۀ بنیاد نۀ ده چاپ کړې، البته دا یو حقیقت دے چې د اردو ژبې پۀ ترڅ کښې د دې خاورې تاریخي ژبو نه د پرمختګ ائیني او مذهبي حق تروړلے شوے دے. تر څو چې د پښتو ژبې د پاره د اے اېن پي د

ټول مضمون ولوئ

د غر هومره سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

زما د ډېرې مودې نه خيال ؤ چې پۀ سعدالله جان برق به څۀ ليکم خو چې هرځل مې خپل دې خيال ته دعملي جامې اغوستو فکر کړے نو ناکامه شوے يم. ولې چې زما پۀ خيال پۀ داسې سړي ليک کۀ ناممکن نۀ دے نو ګران ضرور دے. دا کار نۀ پۀ اٰمد کېدو او نۀ پۀ اٰورد، نو بس ترې قلار به شوم؛ خو اخر مې فېصله وکړه چې یه هلکه! راشه توکل کړه او ځان د يوسف پۀ خريدارو کښې شامل کړه! سبا له خو به خلق وائي چې دۀ هم پرې څۀ ليکلي دي کۀ ښۀ او کۀ ګذارې واله، ما له پرې څوک کوم انعام

ټول مضمون ولوئ

لیکوال د پنځویشت کلني کېدو نمانځغونډه – پښتون

باچاخان مرکز، 11 مارچ 2018ز لۀ هغې زمانې چې چاپخانه او نشراتي فعالیتونه پښتون افغان وطن ته رارسېدلي او پېل شوي دي، بېلابېلو مجلو، ورځپاڼو او داسې نورو مطبوعاتو اولسي خبرتیا، ویښتیا او د شعور پراختیا کښې ډېر ارزښتمن او اغېزمن رول لوبولے دے. د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ دوېمه دوره کښې پښتو د خپرونو مېدان ته راغله خو پۀ نورو ژبو کښې خپرېدونکو مجلو کښې به د پښتو د پاره ځانګړې برخه ورکړې شوې وه. کال 1928ز کښې فخرِ افغان باچاخان ‘پښتون’ مجله ټول پۀ ټوله پۀ پښتو ژبه راوویستله او بیا د وخت سره مختلفې پښتو مجلې وخت پۀ وخت مخې ته راغلې، څۀ مجلې څۀ وخت

ټول مضمون ولوئ

د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه – شمس بونېرے

وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي. د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او مبارزې نه څوک هم انکار نۀ شي کولے. د پېرنګي پۀ ضد د هند پۀ خاوره ګاندهي، ابوالکلام ازاد، شېخ مولوي محمودالحسن، باچا خان، د سندهـ پۀ خاوره عبېدالله سندهي نو د پښتنو پۀ خاوره عبدالصمد خان، حاجي صاحب ترنګزئ او فضل محمود مخفي داسې اتلان پېدا کړي وو چې د خلقو پۀ زړونو او

ټول مضمون ولوئ

قصرِشاببوجان کابل – حیات روغانے

د جلال اباد خاورې ښکولول، د کابل سیلۍ سره ځانګل او د لغمان کلو رغو کښې لوغړېدل مې د زړو مودو نه پۀ زړۀ وو. د چا به پۀ زړۀ نۀ وي؟ ـــــ خو ځینو ارمانونو رېژېدلو د پاره جوړې شوې بهانې ښې نۀ وي ــــــ دلته مونږ د ارباب مجیب جنازې ته ولاړ وو چې د استاد عبدالله بختاني خدمتګار د مرګ دروند خبر راغلو. ما د ساه پۀ ځاے کېدو نه پس اېمل ولي خان ته زنګ ووهو او د بختاني صاحب مرګ نه مې خبر کړو. ماښام ناوخته هغۀ چرته کومه جرګه کښې د ناستې عذر وړاندې کولو سره پۀ باچاخان مرکز کښې د خداے بخښلي استاد

ټول مضمون ولوئ

د باچاخان د ګورنر جارج کننګهم سره وړومبنے ملاقات او د قامي اتحاد پېغام – عبدالکریم بریالے

Sir George Cunningham: A Memoir by Norval Mitchell Blackwood, First printed, Dec 1968 ISBN-10: 0851580130 د پښتونخوا وطن د ازادۍ او حریت ستر سالار یکي یواځې باچاخان ؤ چې روغه شلمه صدۍ ئې پۀ دې مزاحمت کښې تېره کړې، د ژوند سختري زغملي او قام د کردار جوړولو د پاره ئې د امن او عدم تشدد عملي کار او د انقلاب بېرغ اوچت ساتلے ؤ. د دې پېغام د پاره ئې پۀ دې ازغنه خطه کښې دغسې انقلابي ملګري روزلي وو چې مرام ئې یو ؤ. د نړۍ پۀ قامونو کښې چې کوم مشران د پوهې، دیانت او قربانۍ ورکولو سره څۀ ناویاته کردار لوبولے دے او هغه د سرخېل

ټول مضمون ولوئ

“رولټ اېکټ”

باچاخان “رولټ اېکټ” ‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84 ‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د پاره ‘شاهي قانون سازه اسمبلۍ’ یو اېکټ منظور کړے ؤ. دې اېکټ د پاره کمېټۍ کښې سډني رولټ (Sidney Rowlatt) صدر، هوج (JDV Hodge) سکتر او کماراسوامي ساستري، لوټ (Verney Lovett) او مټر (P.C Mitter) غړي یوو. د دې اېکټ تر مخه حکومت سیاسي کارکنان بې د څۀ ځنډ او خنډه دوو کالو د پاره بې د څۀ مقدمې او استغاثې پۀ دې جواز سره بندي ساتلے شول چې دوي نه امن و امان ته خطره ده. دې قانون سره د سیاسي کارکنانو ګرفتاریو کښې

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ