د امیر محمد خان هوتي یاد – مولانا عنایت اللّٰه د طورو

مولانا عنایت اللّٰه د طورو 1910)ـ 25 جون 1995ز( یاده دې وي چې د ارواښاد امیر محمـد خان هوتي جنازه خداے بخښلي مولانا عنایت الله د طورو ادا کړې وه. کله چې د امیر محمـد خان هوتي زوے اعظم خان هوتي وفات شو نو د مولانا عنایت الله زوي محترم اسرار د طورو ئې جنازه لوستلې وه.   خان امير محمد خان صاحب مرحوم د موضع هوتي (مردان) د پښتنو د لوے خاندان فرد ؤ. د اسلاميه کالج پېښور تعليم يافته ؤ. پۀ 1930ز کښې د ملک د ازادۍ تحريک د خدائي خدمتګار پۀ نوم شروع کړو. ضلع پېښور او مردان کښې پۀ زور شور بهرتي د سرخپوشو (خدائي خدمتګار)

ټول مضمون ولوئ

مثالي پولیس او روایتي سیاست – عامـر عالم

“پۀ خېبر پښتونخوا کښې د پوليسنګ پۀ نظام کښې ښکاره بدلون راغلے دے ـــ خېبر پښتونخوا کښې د پوليس اېکټ وروستو پوليس پۀ مکمله توګه بااختياره شوي دي ـــ خېبر پښتونخوا يواځينۍ صوبه ده چې پکښې د پوليس ډپارټمنټ لپاره اصلاحات شوي دي ـــ” دا او داسې نورې ډېرې دعوې به زما اکثر لوستونکو اورېدلې هم وي او چې څوک دا دعوې ډېرې ډېرې کوي د هغوي د نومونو نه به هم خبر وي، زۀ ئې نوم اخستل نۀ غواړم ـــ خو د دغه دعوو پۀ ترڅ کښې به د خېبر پښتونخوا زمکني حقيقتونو ته ګورو او بيا به د محترم وزير اعليٰ پروېز خټک صاحب او د پاکستان تحريک

ټول مضمون ولوئ

د ښاغلي عبدالرؤف عارف د نظم توکنه – فیصل فاران

‘حلف’ “ستا د وفادارۍ حلف مې اخستے دے د دغه حلف نامې سره تړلي ټول مراعات او پېرزوئېنې مې هم قبولې دي خو بیا هم دا زړۀ مې ستا د پاره د بغض حسد کېنې نفرت تربګنۍ دښمنۍ کرکې او عداوت نه ډک دے” “نو دا خو ښکاره منافقت دے وروره! ستاسو دا شېوه، عقیده`او مزاج مې خوښ نۀ شو” “زه خپله هم پوهېږم چې دا کار او رویه ښه نۀ ده خو…..“ “خو ځه! د خپل عادت نه مجبوره ئې” “کېدے شي” دا نظم د ‘مُلک دوستۍ’ د یو خاص تصور تر اثر لاندې لیکلے شوے دے چې د ملک دننه پۀ ریاستي رویه د یو خاص فکري مکتب

ټول مضمون ولوئ

پوره سېر (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  پښتو ادب کښې ډېر قلندران تېر شوي او درې څلور زمونږه پۀ وختونو کښې هم شته او هر يو قلندر څۀ نه څۀ نامه ګټلې ده خو پۀ دې ټولو کښې قلندر مومند لوے نوم لري. د خوشحال خان خټک پۀ زمانه يا د هغۀ نه لږ وړاندې هم يو قلندر ؤ چې د هغۀ باره کښې ئې وئيلي وو: څوک پاوي څوک نېم پاوي دي قلندر پکښې نيم سېر خو قلندر مومندپوره سېر دے. هغه د پښتو متل دے چې هر کاڼے سېر نۀ وي خو دا پوره دے. د مردان عبدالواحد قلندر خپله ځان ته ۴؍۱قلندروائي. د بډﻫ بيرې هم يو سلطان محمود قلندر ؤ چې د

ټول مضمون ولوئ

د نړیوال ماتم اتهٔ سوه کلن رېکارډ – وسعت اللّٰه خان، ژباړن: سعداللّٰه مېوند

  د اردو ژبې د ورځپاڼې ‘ایکسپریس’ پهٔ مننه   هو! امويان تر منځنۍ اسيا پورې رارسېدلي وو. د لومړي عباسي خليفه ابو عباس السفاح پۀ زمانه کښې د چين د تانګ سلطنت پۀ قلمرو کښې تر ترکستان پورې علاقه د دوي پۀ لاس کښې وه. پۀ جولائي751م کښې عرب فوځونو د کلاس د درياب پۀ غاړه د تبتي ملګرو پۀ ملاتړ سره تانګ لښکر ته پۀ يوه مختصره جګړه کښې واضحه ماتې ورکړې وه او پۀ هم دې شکل د عباسي سلطنت سرحدي کرښې تر ختيځ چين پورې غځېدلې وې. د جګړې پۀ دوران کښې چې کوم چينائي بنديان د دوي تر ولقې لاندې راغلي وو، ځينو ئې د

ټول مضمون ولوئ

د علم او عمل څښتن، د پېرنګي استعمار پهٔ ضد د خدائي خدمتګار غورځنګ د صف اول رهبر، د پښتنو د تاریخ مؤرخ قاضي عطاء الله خان شهید – معظم جان معظم

زۀ چې کله هم د خدائي خدمتګار تحريک پۀ مبارزينو خپل فکر قلم ته وسپارم مسلسل د جذباتي عمل او وېرې سره مخ يم. جذباتي عمل خو زما د خدائي خدمتګار تحريک سره د ډېر جوخت تړون سبب به وي چې زما ژبې د نومونو اخستلو هڅه کړې وي. ښه! نو “خان بابا” بابا جان به ما وړومبي زده کړي وي. ښه! نو “خان بابا” زما مشر ترۀ ايوب خان بابا ؤ چې زما د نني ليک د ستر مبارز عطا الله خان (هم زلف) چې مونږ اشنغريان ورته “سانډو” وايو او د خېله هم زورور خدائي خدمتګار ؤ د مېروېس بابا سره د خدائي خدمګارانو پۀ جلوس کښې د

ټول مضمون ولوئ

پۀ خبر زما نظر – لياقت سيماب

پېښور کښې د فخر افغان او رهبر تحريک د تلين پۀ مناسبت اولسي جرګه او د اسنفديار ولي خان خطاب پۀ 28 جنورۍ پېښور کښې د فخر افغان عبدالغفار خان د دېرشم او خان عبدالولي خان د دوولسم تلين پۀ مناسبت يوه درنه اولسي جلسه وشوه. ددې اولسي جلسې مقصد د باچا خان او خان عبدالولي خان تحريک او مبارزې ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوم ؤ. ورسره ورسره دا لوظ پخول ؤ چې عوامي نېشنل پارټي به خپله سياسي مبارزه ددې مشرانو د نظرياتو او کړن لارې پۀ اساس روانه ساتي.د جلسې يو مقصد دا هم ؤ چې نوے نسل دې د مشرانو د کارنامو نه مسلسل خبر وساتلے

ټول مضمون ولوئ

د ریاست او تجارت پهٔ لاس د مورنیو ژبو قتلِ عام – پروفیسر سمیع الدین ارمان

‘پۀ کوم وخت او ځاے کښې چې مونږ نن ژوند کوو، هغه راته د جورج اروېل هم هغه د اوشیانا ریاست ښکاري چې د منفیت مثالي ریاست (نېګټیو یوټوپیا) دے. داسې ریاستونو د انسانانو فطري ازادي، برابري، د هغوي تاریخي او کلتوري شناخت نۀ شي زغملے، ځکه ئې یا خو کلتور، ژبه، تهذیبي او تاریخي نخښې وروژني یا بیا د ځائي وګړو د پېژند پۀ نامه یو مصنوعي قامي کلتور تخلیق کړي چې مرام ئې هم هغه د ‘مشر ورور’ وي. پۀ زړۀ پورې پدیده (مظهر) دا هم ده لکه څۀ ډول چې د لومړني دور پۀ ریاستونو کښې پاچایانو خپل مزے او تړون لۀ خداے سره نښلاوۀ او د

ټول مضمون ولوئ

خوشحال بابا او نېشنلزم – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د جدید نېشنلزم مفکوره عموماً غربي او شرقي نړۍ کښې انقلابِ فرانس 1789)ز( سره تړلې کېږي، اګرچې نېشنلزم مختلفو وختونو کښې خپل شکل بدل کړے دے خو زمان و مکان کښې بدلون سره سره ئې تهیوري (Theory) او پرېکټس (Practice) کښې هم فرق راغلے دے ـــ زۀ دې لنډ شان مضمون کښې صرف د نېشنلزم هغه تعریف راخلم چې پۀ دې ټکو کښې شوے دے؛ “د ‘قام’ د پاره زمکه، مشترکه نسل، د یو والي مفکوره، مشترکه تاریخ، مشترکه مذهب، مشترکه ژبه، مشترکه مرام او مشترکه ریاست، او لا د ریاست جوړولو یا حاصلولو خواهش ترکیبي اجزاء دي.” د دې تعریف پۀ رڼا کښې خوشحال بابا د هر چا نه

ټول مضمون ولوئ

نقيب مسيد پښتون دے – حیات روغانے

د پښتنو قسمتونه؟ بس نقیب ته ګوره!!! کور کښې ئې ووژنه ـــ لار کښې ئې ووژنه ـــ بازار کښې ئې ووژنه ـــ د لوبو مېدان کښې ئې ووژنه ـــ سکول کښې ئې ووژنه ـــ پوهنتون کښې ئې ووژنه ـــ موټر کښې ئې ووژنه ـــ دفتر کښې ئې ووژنه ـــ هېڅ بې هېڅه ئې راونیسه او وئې ژنه ـــ قرانګو کۀ د څۀ جواز ضرورت هم لري ـــ ناست ئې ووژنه ـــ ملاست ئې ووژنه ـــ ولاړ ئې ووژنه ـــ پۀ سیوري ئې ووژنه ـــ پۀ غرمو ئې ووژنه ـــ بس چې څنګه دې خوښه وي، هغسې ئې ووژنه ـــ دا څۀ تالان دے؟ پېرنګي د وزیرستان نیولو د پاره خپل

ټول مضمون ولوئ

د پڑھا لکھا پنجاب پوخ تشدد – خان زمان کاکړ

د تل پۀ شان تېره مياشت پۀ پنجاب پوهنتون کښې ولې يواځې پښتانۀ او بلوڅ محصلين لۀ اسلامي جمعيت طلباء سره لاس او ګرېوان شول؟ ولې د پوليسو لۀ خوا وډبول شول؟ پۀ زندانونو دننه کړل شول او د ترهګرۍ پۀ فعاليتونو کښې پۀ ککړتوب تورن کړل شول؟ پۀ لاهور کښې پۀ دومره زيات شمېر لبرالانو، سوشلسټانو، فيمنسټانو او ترقي پسندانو کښې ولې هر ځل د محکومو قامونو بالخصوص پښتنو او بلوڅو محصلين د جماعت اسلامي دې متشدد اورګان ته مخامخ کېږي؟ يا خو یواځې هم دا د محکومو قامونو وګړي دي چې د تشدد او برلاسيتوب تيکنيکونو منلو او زغملو ته تيار نۀ دي، يا پۀ پنجاب کښې د

ټول مضمون ولوئ

د ملي مشر اسفندیار ولي خان د حرم سفر – ګوهر علي خان

عوامي نېشنل پارټي، الریاض   ملي مشر اسفندیار ولي خان د عُمرې سعادت حاصلولو د پاره د دولسمې جنورۍ نه شپږویشتمې جنورۍ پورې د سعودي عرب پۀ دوره ؤ. دې موده کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ټول عهدېداران او ملګري د خپل ملي مشر سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وو. پۀ سعودي عرب کښې مېشته پښتنو پۀ مختلفو ځایونو کښې د ملي مشر هرکلي د پاره دستورې تابیا کړې وې او دغه لړ کښې چې کوم پروګرامونه هم شوي، د عوامي نېشنل پارټۍ ذمه وارانو کوشش کړے چې دغه خبرونه پۀ مختلفو ورځپاڼو کښې راشي. زۀ دلته مختلفو ورځپاڼو کښې راغلي دغه خبرونه او بیانونه “پښتون” د پاره پۀ دې

ټول مضمون ولوئ

د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د دېرشم تلين پۀ وياړ باچا خان مرکز پېښور کښې د “باچا خان اوونۍ” پۀ نوم دستوره وشوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره سره ماشومانو، طالبعلمانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. دستوره کښې يو شمېر برخې لکه د حمدالله ارباب، حامد خېشګي او زلمي انځورګر سیال شهزاد انځوريز نندارتون، د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځي’ او د پښتو کتابونو ترویج د پاره زیار باسونکي تنظیم ‘ډسټ اٰن بک’ د کتابونو سټالونه, د وړۍ نه پۀ لاس جوړو شوو (هېنډي کرافټس) او اغوستن سټالونه, د جنوبي پښتونخوا نه

ټول مضمون ولوئ

د اجمل خټک پۀ افکارو کښې قامي او ملي رنګونه – پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

د هر بنيادم فکر د يوې سفافې ائينې پۀ څېر وي د کومې ائينې پۀ سبب چې هغۀ د خپل حس پۀ وسيله د خپل ماحول همه څيزونه او د خپل ژوند ژواک ټول کړۀوړۀ افعال او اعمال ويني ګوري خو د يو عام وګړي پۀ نسبت د شعر و سخن صلاحيت او صلابت لرونکي د خپل قوت متخيله فکري استعداد د تېز مشاهداتي او تجرباتي بصيرت د ژوند احساس او رساتخل پۀ زور نه يواځې د خپل فکري ائينې پۀ مخ د خپل ژوند ژواک متنوع عکسونه ځايوي بلکې د انعکاس پۀ عمل کښې د دغه وړو عکسونو او تصويرونو رنګونه پۀ خپل انفرادي انداز کښې معاشرې ته وړاندې

ټول مضمون ولوئ

سياست ماتېدنه – افراسياب خټک

پاکستان کښې پۀ تېرو دوه لسیزو کښې د برېښنائي رسنیو (Electronic Media) پۀ دومره توندۍ سره خورېدو او هم دغومره پۀ مؤثر ډول د ټولنیزو رسنیو (Social Media) پرېوانه کېدو سره د اولس خپل منځ کښې اړیکې جوړول اسان شوي دي او (دې ملک کښې او نوره نړۍ کښې هم) پۀ انفرادي، ټولنیز او سیاسي کچ پۀ غټه پېمانه د اولسي اړیکو لوے غورځنګونه زمونږ د سترګو وړاندې دي ـــ بد قسمتي دا ده چې نن پۀ ملک کښې سیاسي تحریکونه پۀ یو وخت کښې د ریاست موټي کښې د ګېر رېډیو، ټي وي او پرنټ میډیا دور نه زیات مات او منتشر دي. د بېلګې پۀ توګه، ریاست پۀ

ټول مضمون ولوئ

اداريه (فروري 2018)

وینې وینې کابل د افغانستان پۀ حقله د پاکستان هغه جهادي پالیسي چې یو وخت کښې به پرې ریاست ویاړ کولو، اوس پۀ هر ډګر غندلې کېږي او د اسلام اباد ایوان نه د جي اېچ کیو پورې پرې د ستومانۍ اظهارونه کېږي ـــ خو دې لړ کښې د تېرې روژې نه نیولې د ترهګرۍ یوه خونکاره خونړۍ لړۍ روانه شوې ده چې د ودرېدلو نامه نۀ اخلي. پۀ زړۀ کښې امن د پاره ځاے لرونکي خلق دې پام کښې ولري چې پۀ دې اور کښې زمونږ نه هغه اوازونه هم سوزي چې د امن راوستلو د پاره ئې ګامونه پورته کړي دي. جنګونو کښې کله هم خوشفهمۍ پۀ کار

ټول مضمون ولوئ

د رهبرِ تحريک ادبي تنقيدي شعور د ميا سيد رسول رسا د بېديا ګلونه – فېصل فاران

د “ليت لار” غوندې “د بېديا ګلونه” دا شعري مجموعه هم رهبرِ تحريک ته پۀ دسمبر نولس سوه دوه کم څلوېښتم زېږديز کښې پۀ هري پور سنټرل جېل کښې ترلاسه شوې، هم هغه د جېل انچارج بي اے قاضي د “نو ابجېکشنېبل” دستخط ئې پۀ مخپاڼه دے او هم پۀ مخ پاڼه ــ د رهبرِ تحريک پۀ انګرېزۍ کښې لاسليک سره څلبريشتم مۍ يو کم پنځوسم ليک دے چې دا ددې کتاب د لوست د پوره کېدو نېټه ده. د مخ پاڼې نه پس پۀ وړومبي مخ باندې د سر محمد اقبال باراېټ لا فارسي شعر ليک دے چې ښاپېرک. کارغۀ او ټپس د پاره قېد و بند نشته، دغه

ټول مضمون ولوئ

تاريخ پوهنه – ډاکتر مبارک علي، ژباړه: انجینئیر عثمان ایسپزے

کله چې پۀ قامونو زوال راشي نو د دې مړانه، همت، جرات، حوصله او سپيځلي اخلاقي قدرونه هم ختم شي. بيا د داسې قامونو خلق د تېر وخت پۀ تاريخي يادونو وخت تېروي. ولې تېر وخت کله هم پۀ بيرته نۀ راځي. مسوليني ډېرې هلې ځلې وکړې چې د زوړ رومي سلطنت وخت بيا پۀ بيرته راولي خو کامياب نۀ شو. ولې دغه حال د ايران او عربو هم دے چې پۀ خپل شاندار ماضي پسې ګوتې مروړي. تاريخ د انساني فطرت پوره پوره څرګندونه کوي. مفکرين پۀ دې خبره بوخت دي چې انسان فطرتي طور نېک دے او کۀ شري دے. چې تاريخ وګورو نو پۀ دې نتيجه رسو

ټول مضمون ولوئ

زمونږ د باچا خبرې – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د ښاغلي سمیع الدین ارمان دا لیکنه د پښتو اکادمي کوئټه لۀ خوا پۀ “تنقیدي تعبیرات” دوېم ټوک کښې هم چاپ ده. د “پښتون” خصوصي ګڼې د پاره د ښاغلي ارمان لیکنه کښې د دغه یاد کتاب ذکر راتلو سره مو د یاد مضمون اهمیت مخې ته راغلو. دا لیکنه د باچاخان فکر ته د یوې نوې زاویې نه د کتلو هڅه ده. زمونږ د باچا خبرې والټئر1 ليکلي دي چې صرف مختصر کتابونه اصلي اهداف حاصلوي. تهامس پېن2 يوه رساله ليکلې وه چې نامه ئې “Common Sense” (عقل سليم) وه. دا رساله محض د اووهٔ څلوېښتوپاڼو وه او عجيبه خبره دا ده چې پهٔ دې رساله د ليکوال نوم

ټول مضمون ولوئ

څهٔ وئیل پکار دي؟ – شمس بونیرے

تاريخ د حقيقي واقعاتو د جمع کولو او بيانولو نوم دے چا چې واقعې کردار او منظر پۀ اصلي او واضح توګه بيان کړے او ليکلے دے، دا تاريخ دے او چا چې واقعاتو او کردارونو ته پردۍ جامې اغوستې دي، دا درباري قيصې دې. تاريخ مسخ کېدے شي خو فسح کېدے نۀ شي. فلسفه د ابتدائي ادراک پۀ سبب وجود ته راغله چې ورته د علومو مور وئېلې شي. فلسفه دوه سترګې لري، پۀ کومه سترګه چې د اسمان او ماورائي قوتونو ته ګوري دغې فلسفې ته موضوعي فلسفه وائي، بله فلسفه چې زمکې او خلقو ته ګوري او پۀ دوي خبرې کوي. دغې ته معروضي فلسفه وائي. فلسفه

ټول مضمون ولوئ

د فلسفه عدم تشدد نفسياتي بنيادونه – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د کارل ګستاو ژونګ مطابق انسان د یو څیز د حقیقت ادراک پۀ څلورو وسائلو سره کوي. هغه پۀ دې کښې دوو ته عقلي او دوو ته غېر عقلي وسائل وائي. عقلي وسائلو کښې هغه سوچ او احساس او پۀ غېر عقلي وسائلو کښې حس او وجدان شماري. خارجي ماحول سره اشنائي د حواسو پۀ ذریعه کېږي او انساني حواسِ خمسه د جانکارۍ پۀ عمل کښې بنیادي کردار ادا کوي. بیا ورپسې مرحله کښې د حواسو دا ادراک تر هغې نیمګړے وي چې د ابلاغ او ترسیل لپاره ئې څۀ لاره را وباسلې شي. دا لاره د ټکو او د ټکو د معنو سره د پېژنګلوۍ پۀ طور کېږي؛ بلکې

ټول مضمون ولوئ

د راز پۀ لټون (خاکه) – ګل محمد بېتاب

دا وخت چې زۀ د چا پۀ حقله خبره کوم نو دے ټول د رازونو نه ډک دے؛ کۀ ورته د رازونو خزانه ووایم نو بې ځايه به نۀ وي. تر دې چې هم پۀ دې نامه مشهور دے ګنې نو خپل نوم ئې سليم دے. يونزدې ملګري سعدالله جان برق صاحب ئې څۀ موده وړاندې دعوه کړې وه چې “سليم راز سره به هرڅۀ وي خو راز ورسره نشته” خو زما دعوه ده چې ورسره ډېر رازونه شته بلکې هر سړے چې زوړ شي، عمر وخوري نو د تېرو يادونو سره سره پۀ سينه کښې ئې ډېر رازونه هم پراتۀ وي. کېدے شي برق صاحب کله ورته ځير شوے

ټول مضمون ولوئ

وږےخوي، موړ خوي – فېصل او شفيق پوډ کاسټ

ډاکټر فېصل خان (د بائیوټېک پروفېسر) او شفیق ګګیاڼے (زلمے سماجي کارکن) پهٔ مختلفو موضوعاتو وخت پهٔ وخت رېډیائي خپرونې د خپلې پاڼې نه خپروي. دغه خپرونې پهٔ ټاکلے شوو موضوعاتو د دواړو زلـمو خپل اندونه وي. مونږ ګڼو چې د زلمي کھول ذهني تربیت د پاره داسې خپرونو ته ځاے ورکړو او د دې پهٔ لوستلو باید زمونږ زلمي هم خپل ذهنونه د خپلې مشاهدې پهٔ رڼا کښې مکالمې او دلیل د پاره وسپړي. ‘پښتون’ پهٔ دې موضوعاتو د دواړو ښاغلو سره خپل اختلافي نوټ لیکل پهٔ دې وجه ضروري نهٔ ګڼي چې د لوستونکو ذهنونه څهٔ ډول ډکټېشن محسوس نهٔ کړي. د ډاکټر فېصل خان او شفیق ګګیاڼي

ټول مضمون ولوئ

دا زما المیه چا زده – قیصر ایریدے

د تېرې میاشت پۀ څلورمه نېټه غزلپال ریاض تسنیم د خپل ځیګر درد د خپلو مینه والو پۀ زړونو شیندلے مونږ نه جدا شو. پښتو غزل د هغۀ د مرګه سره یوه تانده لهجه لۀ لاسه ورکړه خو پښتو ادب به تل خپل غزلبڼ کښې د هغۀ پۀ پري زاده شاعرۍ ویاړي. ځینو مرګونو باندې د غمرازۍ تکلف هسې د یوې ریا تکلف ښکاري. “پښتون” غوښتل چې پۀ “تسنیم ماما” د هغۀ د غږ او غوږ د ملګرو ممتاز اورکزي یا صابر شینواري لیکنه خپره کړي او یا د قېصر اپریدي تاثرات واخلي چې پۀ کراچۍ کښې یواځې د هغۀ د غوږ او غږ ملګرے نۀ بلکې هم قدم او

ټول مضمون ولوئ

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

د قومي او صوبائي اسمبلو د انتخاب د پاره د اميدوارانو اعلان اګر چې عام انتخابانو ته لا کافي موده پاتې ده خو عوامي نېشنل پارټۍ دې لړ کښې د اميدوارانو د اعلان سلسله شروع کړې ده. د عوامي نېشنل پارټۍ د رواياتو پۀ خلاف دا ځل د يوې خصوصي تګلارې پۀ بنياد دا طريقه خپله کړې شوې ده. نورې سياسي پارټۍ لا دې لړ کښې غلې دي البته جمعيت العلماء اسلام د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ قدم د قدم کېښودو اشاره کړې ده خو دا ګوند پۀ يو سياسي او انتخابي اتحاد کښې د شاملېدو پۀ هڅه کښې دے نو شايد چې د دي کبله د اميدوارانو اعلان کښې

ټول مضمون ولوئ

د مقبول عامر نظم بابا ! تم ناراض نہ ہونا! – فیصل فاران

زمونږ رواج دے ازاد کړے مو دے د ستم ښارکښې چا د چا د خولې نه خبره وتې ده د صدق، د صفا تۀ خفه کېږه مۀ يو تۀ خو نۀ ئې تاريخ کښې نور هم مثالونه شته دے دلته چې څوک بېداروي ذهنونه د خوب پۀ سرائې کښې کوي غږونه مونږ ئې بېړو او زولنو کښې ساتو چې چا راوړي د حرمت توغونه دلته د سترګو او د زړۀ تيرې له ډيوې راوړل جرم دے، لوے کفر دے د مجوسيانو پۀ دې جګ اېوان کښې ګل ټوکول جرم دے، لوے کفر دے تا خو بېخي نو هم ناشوني کړې چې دې د بغض و عداوت کلي کښې تنکۍ موسکا

ټول مضمون ولوئ

د نن دور پۀ شاعر د تنقيص کوونکو اصلاح -نائیله صافي

هغه بله ورځ مې فېس کښې د نظره يوه خبره تېره شوه، ډېره خفه شوم. د داسې پوهه خلقو پۀ دومره غلطې رويې. زړۀ مې غوښتل چې پۀ دغه بحث کښې حصه واخلم خو دا خبرې د فېس بک نۀ دي. مونږ ته پکار دي چې پۀ ادبي او مهذبه رنګ کښې پۀ خپلو دې ادبي او قامي مسئلو ناسته وکړو او د ليک لۀ لارې ئې د حل کولو کوشش وکړو. نۀ چې پۀ فېس بک خپل ځان عالم ښکاره کړو ځکه نو پۀ هغه وخت خاموشه پاتې شوم او نن مې د دې ليک تابيا وکړه. د څو ورځو نه وينم چې سلېمان يوسفزے او نور ملګري لګيا

ټول مضمون ولوئ

“خوش طبعي” د باچاخان پهٔ ژوند لیکنه کښې – م . ر. شفق

باچا خان (عبدالغفار خان) پۀ بنيادي توګه د قوم مصلح خدائي خدمتګار او رهنما ؤ نو قدرتي طور د هغۀ پۀ کردار او ګفتار، تحرير او تقرير او ناسته ولاړه کښې د اصلاح، خدمت او لارښودنې جذبه زياته وه. د يو قومي رهنما د پاره چې د کومو اوصافو ضرورت وي الله تعالٰي باچا خان پۀ هغو ټولو وصفونو او صفتونو نمانځلے ؤ. د هغۀ پۀ زړۀ کښې د انسانيت دړد ؤ. د خواخوږۍ جذبه وه. د خداے مخلوق سره مينه وه، پۀ خبرو او عمل کښې اخلاص ؤ، د صبر، زغم، استقلال يو ژوندے مثال ؤ او د خدائي خدمتګارۍ تحريک ئې د قراني او اسلامي تعليماتو پۀ رڼا

ټول مضمون ولوئ

ښاغلي خان عبدالولي خان سره درې ملاقاتونه – م . ر . شفق

ښاغلے عبدالولي خان ــــ د عالمي شهرت يو دروند خوږ شخصيت ؤ. هغۀ سره زما د ملاقات سوال نۀ پېدا کېدۀ خو کله کله داسې کار وشي چې د بنده پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راځي. ژوند کښې مې ورسره درې ځله اتفاقاً ليدۀ کاتۀ شوي دي. ما ته ياد شي. د اطلاعاتو صوبائي محکمه (پېښور) کښې نوے نوے ملازم شوے وم. د 1971ز جنګ پۀ نتيجه کښې ملک دوه ټوټې شوے ؤ او باقي پاتې پاکستان (مغربي پاکستان) کښې د پاکستان پيپلز پارټۍ د چئيرمېن ذوالفقار علي بهټو عبوري حکومت ؤ. د اطلاعاتو وفاقي وزير مولانا کوثر نيازي ؤ. دا هم راته ياد شي چې مولانا کوثر نيازي

ټول مضمون ولوئ

خالي کور (افسانه) – لائبه افروز زئ

نمر لکه چې اور ورولو، زمکه د تنور پۀ شان توده وه. دې ګرمۍ ته انسان ټینګېدے نۀ شو. د اسمان مرغۍ هم د ګرمۍ د لاسه هپ کېدې. لکه د بټ پۀ زمکه دانې ورتېدې. د ګرمۍ دا حال ؤ چې د کور د دېوالونو نه هم د ګرمۍ چغې راختې. بیا بیا به مونږ اوبۀ پۀ ځان راړولې. د پکي لاندې به کښېناستو، ولې ګرمۍ د کمېدو نوم نۀ اخستو. یو طرف ته د ګرمۍ شدت ؤ، بل طرف ته د خداے د روژې احکامات وو چې پۀ روژه کښې کوتاهي رانۀ شي. اخر ورځ پۀ تېرېدو شوه. د ماښامي سیوري راپۀ خورېدو شوي وو. د نمر د

ټول مضمون ولوئ

د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ د يوې قلعې پۀ شان وي د کوم دننه چې انسان ځان محفوظ او طاقتور ګڼي”، د دې قلعې دننه انسان خپل ژوند تېروي، د نورو خلقو د قابو کولو هڅې کوي خو د قلعې د پاره د دېوالونو ضرورت وي او دا دېوالونه د انسان د دروغ وئېلو جواز او دليل وي. 1947ز کښې د هندوستان د تقسيم نه وروستو د پاکستان واکمنانو هم څۀ داسې قلعې (دروغ) او هم دغه رنګه دېوالونه (دليلونه) د ځان نه راچاپېره کړي دي، د جهاد او اسلام پۀ نوم ئې د مدرسو نه دیاړیمار بهرتي کړل، دا

ټول مضمون ولوئ

باور مې نۀ شي چې کريم مړ دے – خان عبدالولي خان

موټے خاورې څنګه پټ د حسن لوے جهان کړي؟ يو پوکے د باد ټول چمن څنګ بيابان کړي؟ باور مې نۀ شي چې کريم مړ دے او زما د عمرونو هغه تړون زما پۀ پښو کښې شلېدلے ځانګي. اګرچې د ناروغتيا د اولې ورځې نه هغه ماسره ؤ او د رنځ دا درې واړه کاله هغۀ مونږ سره پۀ شهي باغ کښې وويستل، ماسېوا د دې اخري دوه دوه نيمو مياشتو نه چې هغه پۀ ډاډر او پېښور هسپتال کښې ؤ. ښۀ مې ورته کتل چې هغه غټ کټ، سور سپين او لوبغاړے ځوان رو رو ويلې کېدو او بيا زۀ پۀ کمر ورته ولاړ وم د جانان سپين مخ

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ