سياست ماتېدنه – افراسياب خټک

پاکستان کښې پۀ تېرو دوه لسیزو کښې د برېښنائي رسنیو (Electronic Media) پۀ دومره توندۍ سره خورېدو او هم دغومره پۀ مؤثر ډول د ټولنیزو رسنیو (Social Media) پرېوانه کېدو سره د اولس خپل منځ کښې اړیکې جوړول اسان شوي دي او (دې ملک کښې او نوره نړۍ کښې هم) پۀ انفرادي، ټولنیز او سیاسي کچ پۀ غټه پېمانه د اولسي اړیکو لوے غورځنګونه زمونږ د سترګو وړاندې دي ـــ بد قسمتي دا ده چې نن پۀ ملک کښې سیاسي تحریکونه پۀ یو وخت کښې د ریاست موټي کښې د ګېر رېډیو، ټي وي او پرنټ میډیا دور نه زیات مات او منتشر دي.

د بېلګې پۀ توګه، ریاست پۀ 1958ز کښې د جنرل ایوب خان لۀ خوا د مارشل لاء پۀ راوستو میډیا د خپل کنټرول لاندې کړې وه، خو دغه جابرانه مارشل لائي خنډونه هم د ملک پۀ تاریخ کښې د اٰمریت پۀ ضد د لوے اولسي پاڅون مخه نیولو کښې پاتې راغلي وو کله چې د اولس حقونو او صوبائي خود مختارۍ د پاره یو سياسي غورځنګ پورته شوے ؤ. هم دغه رنګ پۀ ‍1980ز کښې د جنرل ضیاء د اٰمریت پۀ ضد د جمهوریت بحالۍ د پاره تحریک (MRD) هم د یادونې وړ دے چې تر مخه ئې د جمهوریت بحالۍ د پاره سیاسي قوتونه یو مشترکه پروګرام سره د مارشل لاء مخنیوي ته یو شوي وو. دغسې د جنرل پروېز مشرف د یو بل سپېرۀ اٰمریت خلاف د وکیلانو غورځنګ چې پۀ لوے کچ اولسي مرسته او ډاډ ئې لرلو، 2006ز کښې د دستخط شوي ‘میثاقِ جمهوریت’ نتیجه وه او تر دې دمه دغه وروستے مؤثر لوے سیاسي اولسي پاڅون دے ـــ خو نن، چې د جمهوریت د منځ نه وړلو منصوبه اخیري مرحلو کښې ده او پۀ ملک کښې جمهوریت یو داسې خطر سره مخ دے چې وړاندې کله هم نۀ ؤ، مونږ ته پۀ چل چل د وړاندې راتلونکو بوټانو لاره نیولو د پاره د سیاسي ګوندونو او سول سوسائټۍ تر منځه د یو شریک فکري او عملي سیاسي سنګر هېڅ نخښه پۀ نظر نۀ راځي.

د دې حالاتو پۀ شا بلها لاملونه دي او پۀ دې کښې د ټولو نه مهمه نکته پۀ منظم سیاسي ګوندونو کښې، هغه ښي لاسي دي کۀ کیڼ لاسي، پۀ تېرو څو لسیزو کښې د ماتېدو عمل دے. هغه جاګیرداره طبقه چې سماجي او سیاسي منظرنامه ئې موټي کښې نیولې وه، د څۀ تاریخي وجوهات پۀ سبب روانو شخړو ته د څېلمه کېدو اهلیت او جرأت نۀ لري خو د جمهوریت مرۍ کښې د پروت پړي پۀ وجه اوس هم تر یوۀ حده د اثر رسوخ خاوندان دي. پۀ سیاسي اشرافیه کښې دغه جاګیرداره طبقه پۀ افسر شاهۍ د انحصار کولو، وراثتي واک خوښۍ او پدرسري روایت غوندې څۀ سپېرۀ رنځونه لري چې د دوي اهلیت ئې تر خطرناکه حده پیکه کړے دے.

د پام وړ خبره ده چې دغه سپېرۀ رنځونه جاګیرداره کورنیو پورې تړلي نۀ دي پاتې بلکې څۀ کاروباري او د افسرشاهۍ سره تړلي عناصر هم پۀ دغه رنځونو رنځور دي. پۀ ښاري ابادۍ کښې تسلسل سره زیاتېدونکې ابادۍ نه راولاړېدونکو حالاتو ته د اولسي ګوندونو لۀ خوا کومه حکمت عملي وضع کولو کښې تاخیر هم د پام وړ دے. زیاتره سیاسي ګوندونو د نوو ښاریو د مډل کلاس مختلفو پېشو سره د اړونده ابادۍ د ضرورتونو ادراک او هغوي له د مواقع پېدا کولو تابیا نۀ ده کړې چې د یوې لویې خلاء پېدا کېدو سبب ترې جوړ دے. د روایتي ترقي پسندۍ چې جمهوري او قامي سوال به ئې طبقاتي سوال سره نتي کولو، ماتې خبره نوره هم ورانه کړې ده. د ریاست سرپرستۍ کښې ټوکېدلو نوو جهادي تنظیمونو چې پرېوانه وسیلې او پرانستې لارې لري، د روایتي مذهبي ګوندونو پۀ شا تمبولو سوب ګرځېدلي.

د زور، واک او چل د خاوندانو (Deep State) لۀ خوا بڼلے شوو سیاسي چالونو جمهوري تحریکونو، جمهوري نظام او جمهوري رویو ړنګولو کښې خپل کردار ادا کړے دے. د جنرل ضیاء د مارشل لاء لۀ خوا انتخابات کښې د خپلې خوښې نتیجې مخې ته راوړو د پاره شروع شوې ‘انتخاباتي ګڼ کپي’ اوس باقاعده هنر nے. د سیکورټي اسټېبلشمنټ لاس کښې لوبېدونکو استخباراتي ایجنسو اوس دغه انتخاباتي ګڼ کپۍ ته د انډسټرۍ صورت ورکړے. د جنرل مشرف لۀ خوا هغه سیاسي ګوندونو سره اړیکې پۀ رېکارډ دي چې دۀ ورله 2002 ز انتخابات کښې سیټونه ورکول. استخباراتي ایجنسیو د زرغون کړے شوو سیاسي ‘مشرانو’ او ګوندونو مخې ته راوړلو چل کښې هم کمال حاصل کړے دے چې هم ورته پۀ خپله ‘وینزه میډیا’ مصنوعي قبولیت پېدا کوي او هم ورته ‘منډه ګټونکي اسونه’ د نورو ګوندونو نه پۀ ‘لوټاکرېسۍ’ پۀ اخور تړلي ورکړي. د زور، واک او چل خاوندان داسې ‘ایلتمار’ لښکرونه پاللو نه هم ډډه نۀ کوي چې پۀ نظام د دوي د قبضې او د دوي د سیاسي عزائمو مخه نیولو د پاره جرأت او تګلاره لرونکي سیاسي مشران او ګوندونه پرې سپک او ورک کړي. د ریاست لۀ خوا دا ناوړه حرکتونه وقتي طور د دوي د خوښې نتیجې لاس ته راوړلو د پاره لارې وباسي خو پۀ اوږد مهاله شالید کښې د ریاستي استحکام او قامي جوړښت لاره کښې د خنډانو صورت مخې ته ودرېږي.

د دې تریخ حقیقت څرګند مثال د جنرل ایوب د مطلق العنان امریت هغه لسیزه ده چې پۀ 1971ز کښې ئې پاکستان پۀ منځ دوه کړے ؤ. خو دغه واقعې نه هېڅ عبرت وانۀ خستے شو.

اویایمه لسیزه کښې ذوالفقار علي بهټو د یو مقبول سیاستمدار پۀ توګه د را اوچتېدو او ملټري رول باندې د غلبې هڅه کړې وه. ملټري اسټېبلشمنټ د هغۀ پرزولو د پاره اپوزیشن خرخره کړے ؤ او پایله کښې ئې پۀ یوه متنازعه مقدمه کښې تېزندي کړو. مستقبل کښې د بهټو پارټۍ له رګړه ورکولو د پاره هم دغه سېکورټي اسټېبلشمنټ د هغۀ ګوند کښې ‘فرقې’ جوړې کړې چې لنډمهاله ګټې ئې هم لاس ته راوړې خو اوږد مهاله نتیجې ئې پۀ ملک کښې د کړکیچنو حالات پۀ صورت مخې ته راغلې. د سندهـ ښاري سیمو کښې د پیپلز ګوند زور ماتولو د پاره د زور، چل او واک خاوندانو د مهاجر شناخت پۀ بنیاد د اېم کیو اېم سرپرستي وکړه. هغه وخت ښاري سیمو کښې ټولنیز اختلافات موجود وو چې د ‘سندهي شناخت’ پۀ ډاډ ئې د حل کولو لارې موجودې وې، او د چل خاوندانو ته پکښې د وراني امکان نۀ پېدا کېدلو. پنجاب نه د پیپلز ګوند مونډ ویستلو د پاره پنجابي نېشنلزم نه کار واخستے شو. دغه پنجابي نېشنلزم باندې نتیجې سیخې کړې شوې خو راتلونکي کښې به د دې څۀ اثرات وي، دا د سوچ خبره ده. دغسې لنډې مودې د پاره به مذهبي انتهاپسندي او فرقه وارانه تقسیم د سیاسي ګوندونو ماتولو د پاره نتیجه خېز وي خو راتلونکي وخت کښې به هم دا فرقه واریت او ترهګري د ملک وجود د پاره مستقله خطره جوړه شي.

نوي نسل نه به نوي قیادتونه نۀ صرف د خپلو ګوندونو قیادت د پاره مخې ته راځي بلکې هغوي به د نوي سر نه د خپلو ګوندونو فکري او عملي تګلاره هم ټاکي او د زور، واک او چل خاوندانو لۀ خوا د سیاسي انجینئیرنګ د داوونو مخه به هم نیسي.

دا هم ولولئ

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور …