د مذهب سیاسي او تجارتي استعمال -ډاکټر مبارک علي – ژباړه: همدرد اورکزے

دا لیکنه د ډاکټر مبارک علي کتاب ‘تاریخ او آج کی دنیا’ نه ژباړلې شوې ده. د مذهب تعلق انساني ژوند او د انساني ژوند روحاني، سماجي او ثقافتي هلو ځلو سره ډېر ژور دے ځکه ئې مذهبي لارښود او سیاستدانان د خپلو مقصدونو د پاره کاروي. چې کله هم مذهب استعمال شوے دے نو د عامو خلقو تأثر دا وي چې دوي د مذهب خدمت کوي خو د دې پۀ شا مذهبي او سیاسي مداریان خپلې ګټې ترلاسه کوي. پۀ دې وړوکي شان مضمون کښې د دې خبرې وضاحت شوے دے چې پۀ پاکستان کښې مذهب څنګه پۀ سیاسي او مذهبي توګه استعمال شوے دے. کله چې مسلم لیګ

ټول مضمون ولوئ

د محمد سعید سعید د نظم ببوزي واله توکنه – فېصل فاران

  پښتو نوې شاعرۍ کښې واقعاتي نظمونه رومانى شاعرانو لۀ وخته ليکل پېل کړي وو. لکه د محمد نواز خټک “فقيره”، د سيد رسول رسا “ښکلې فقيره”، د پرېشان خټک “کوچۍ”، د فضل حق شيدا “رقاصه”، د اجمل خټک “پېغله”، د غني خان “د بت وينزه” څو د يادونې نظمونه دي خو دې ټولو کښې يو قسم رومانيت، مفلسه او ځپلي ښائست باندې څرګندېږي؛ البته ‘پېغله’ نظم کښې رومانيت د قومي پاڅون پۀ هغه بامعني پېغام تمامېږي کوم چې پښتون قامي تحريک سره تړلے دے او تاريخي شاليد کښې د مېوند د ملالۍ تلميح لري. دې مشرانو شاعرانو پسې بيا صحيح معنو کښې لمړي ځل واقعاتي نظمونو ته محمد سعيد

ټول مضمون ولوئ

د سر علامه اقبال د مردِ مومن تجزیه – فېصل فاران

  حسېن حلاج منصور پۀ خپل شعري دیوان کښې صفا ليکلي دي چې هغه ذات يعني د خداے پاک دے چې پۀ خپل ناسوت ئې د لاهوت ثاقب راز څرګند کړے. بيا خپل مخلوق کښې د خوړونکي څښکوونکي پۀ صورت (يعني بنيادم) ښکاره شي، تر دومره پورې چې د هغۀ مخلوق هغۀ هم داسې ليدو لکه چې ليدونکے ليدل کوي. سبحان من اظهر ناسوته سرسنا لاهوته المثاقب ثم بدء في خلقهِ ظاهراً حتٰي صورته الاکل والشارب حق لقد عاينة خلقه کل حظة الحاحب بالحاحب هم دغه ډول خبره الجيلي هم انسان کامل کښې کوي چې “ما خپل وجود بائيلۀ” بيا هغه (يعني خداے تعاليٰ) زما لۀ اړخه پۀ ما کښې

ټول مضمون ولوئ

د پاکستان دستور سازې اسمبلۍ ته د باچاخان وېنا 25 مارچ 1954ز – خان عبدالغفارخان

  جناب صدر! زۀ ډېرې خبرې کوونکے سياسي مقرر نۀ يم خو اوس اوس يو معزز غړي د پښتونستان پۀ حواله څۀ داسې خبرې وکړې چې هغې زۀ پۀ څۀ وئیلو مجبور کړم. جنابِ! ما ته محسوسېږي چې معزز غړے یا خو د دې معاملې متعلق څۀ علم نۀ لري او يا بيا عمداً پۀ دې حقله يو غلط تاثر تخليقول غواړي. تاسو ته به ياد وي چې پۀ دې ايوان کښې يو ځل جناب لياقت علي خان پۀ دې باره کښې زما نه پوښتلي وو چې ما ډېر پۀ وضاحت سره ځواب ورکړے ؤ. د لياقت علي خان صاحب سوال دا ؤ چې د پښتونستان نه زما اصل مراد

ټول مضمون ولوئ

تیت پرک (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  د اتمان خېلو متعلق چې کومې ټوقې نزدې قبيلو جوړې کړې دي، هغه صحيح دي او کۀ نۀ، خو زمونږ د دې اشنا متعلق چې ما ته هډو دا معلومه نۀ وه چې دے د کومې قبيلې سره تعلق لري؛ ولې چې دے پۀ اشنغر تنګي ګل اباد کښې اوسېدو، د مشهورو شاعرانو فضل غني غني، اختر منېر منېر او شاکرالله جلبل سره به اکثر يو ځاے ؤ نو ما وې هم د دوي څوک خپل خپلوان به وي ـــ خو څو کلونه وروستو يوه ورځ ما د يو ملګري سره دا خبره کوله چې زمونږ دا اشنا چې د رومان پۀ عمر کښې ؤ نو ځان ته ئې

ټول مضمون ولوئ

د تاریخ څانګه، پېښور پوهنتون د مېوند د ورځ تاریخي پس منظر 27) جولائي 1880ز( – اسفندیار درانے

  د ميوند نوم د پښتنو پۀ تاريخ کښې د هغه روښانه باب حېثيت لري کوم ته چې پېرنګي د خپل تاريخ پۀ پاڼو کښې ډېر پۀ ګرانه ځاے ورکړے دے او د هغې وجه دا ده چې دغې باب کښې د پښتنو مړانه پۀ درنښت او ښۀ شان سره ستائیلې شوې ده. دا د جولائي د مياشتې اوويشتمه ورځ وه او د اتلسمې پېړۍ اتيايم کال و چې د پښتنو جرنېل ايوب خان د خپل پوځ سره د هلمند پۀ سيند راپورې وتو او د مېوند کلي سره پۀ خوا کښې د پېرنګي د پوځ مخامخ مورچه شو او ډېر پۀ مړانه ئې پېرنګي ته ماتې ورکړه او پۀ

ټول مضمون ولوئ

احمد شاه دراني سیاسي درایت او ملي وجاهت – اکادیمیسن سیستاني – ژباړن: رحمت اریا

د اتلسمې زېږدېزې پېړۍ څلورمه او پینځمه لسيزه د نادر شاه افشار د سلطنت لۀ پړاو سره سمون خوري. دغه پړاو د زمکوالۍ لۀ وحشي زبېښاک، د پرګنو لۀ نېغ لوټ او تالان، د مالیاتي سیستم لۀ ځور او زور زیاتي، د زور واکۍ لۀ بوږنوړي تاو تریخوالي او وحشتناکو وژنو، د کوپړۍ منارونو لۀ جوړولو او نورو هر اړخيزو ورانيو سره بدرګه ؤ. د 1740ز کال لۀ پېله نيولې د نادر تر مرګه 1747)ز کال پورې( د افغانستان د کابل د سیند د غاړو پۀ اوږدو کښې پرتو پښتنو، تاجیکو، هزارو، چارایماقو، اوزبکو او تورکمنو قبائلو او ټبرونو، پۀ بلخ، کندوز، اندخوي، سرپل، شبرغان، هرات، بادغیس او سیستان کښې

ټول مضمون ولوئ

د شلمې پېړۍ رښتونے ملي مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزئ (1973-1907) – اکبر هوتي ایډوکېټ

هند ته د پېرنګي د راتګ نه پس چې کله پېرنګي د افغان وطن پۀ قبضه کولو او تقسيمولو پسې راواخسته نو د افغان مېړني اولس د دې استعماريت ډېر پۀ مړانه مقابله کړې وه. د افغانستان او پېرنګي پرله پسې جنګونو او د افغانانو تر منځه د دغه شخړو نه دا جوت ده چې پښتانۀ افغانان د خاورې دفاع کښې ناکامه نۀ وو خو بېرته بيا پېرنګيانو پۀ خپله چالاکۍ د افغان ځينې خاوره پۀ خپله ولقه کښې راوسته او هغه ئې پۀ مختلفو انتظامي يونټونو کښې تقسيم کړه چې پۀ اسانۍ سره پۀ پښتنو خپل مټ مضبوط کړي. خو د دې پېرنګي د زورور طاقت خلاف هم د

ټول مضمون ولوئ

انتخابات پۀ جمهوریت د اولس باور او د دې نتیجې د ریاست رویه ښائي – اداريه

د دې میاشت پۀ پینځویشتمه نېټه عام انتخابات کېدونکي دي. جمهوري نظام کښې انتخابات بنیادي مرحله وي. یو فلاحي ریاست کښې جمهوریت د بالغې رایې پۀ ملاتړ ووټ اخستو د پاره هر سیاسي ګوند ته د هغۀ منشور مخې ته راوړلو، د کاندیدانو )امیدوارانو( ټاکلو او هغه څوک چې کوم سیاسي ګوند سره تړون نۀ لري، ته پۀ ځانګړې توګه ازاد حېثیت کښې د ودرېدلو حق ورکوي. هم داسې د خپلو سیاسي منشورونو پۀ څۀ نکتو د اتفاق پۀ صورت کښې بېلابېل سیاسي ګوندونه هم خپلو کښې سره پۀ یوه حلقه، پۀ ډېرو حلقو یا ټول پۀ ټوله د اتحاد حقوق محفوظ لري. ټاکلې شوي لګښت کښې د ورکړے شوي

ټول مضمون ولوئ

ګګن جیت سنګهـ او چرن جیت سنګهـ – پښتون

  د لَا اِلٰه پۀ نوم جوړ شوي پاکستان کښې وړومبۍ کابینه پۀ مذهبي حواله څومره متنوع وه ــــ د مشرقي بنګال ګورنر ‘Sir فریډرک بورن’، د پنجاب ګورنر ‘Sir فرانسز مودي’، د شمال مغربي سرحدي صوبې ګورنر ‘Sir جارج کننګهم’ او یواځینے ځائي ګورنر ‘Sir غلام حسېن هدایت الله’ د سندهـ صوبې ؤ. بلوچستان نېغ پۀ نېغه د ګورنر جنرل جناح صاحب د اختیار لاندې وه. د فوځونو مشرانو کښې د رائل پاکستان اٰرمي مشر ‘Sir فرانک مېسري’، د رائل پاک ائیر فورس مشر ‘Sir پېري کېن’، د رائل پاکستان نېوي مشر ‘Sir اېډمرل جیفورډ’ سره سره د ګورنر جنرل جناح صاحب مالیاتي مشیر ‘Sir ارچبالډ رولانډ’ وو. د

ټول مضمون ولوئ

هویتي بحثونه او ‘افغان’ کلمه – زرلښته ساپۍ

  واژه ی افغان و تأملی بر رویداد های هویتی افغانستان https://8am.af/x8am/1396/12/02/afghan-word-and-reflection-on-afghan-identity د ‘افغان’ کلمه او د افغانستان پېژندنې د واقعیتونو پر سر تأمل د قومونو ترمنځ پۀ ناندريو بدل شوی. افغان څوک دی؟ افغانستانی څوک دی؟ ایا د ‘افغان’ کلمه د افغانستان پۀ ټولو قومونو پورې اړه لري او يا کۀ يواځې پښتنو ته وئيل کېږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د عامو خلقو ذهنونه ئې مغشوش کړي دي خو څۀ رښتيا دي او تاريخ د ‘افغان’ پر نوم د پښتنو د مالکيت پۀ اړه څۀ وائي؟ تر اوسه پورې هېڅ داسې کوم عملي او تاريخي قانع کوونکی دليل نشته چې دا ترې ثابت شي چې پښتو د افغاني

ټول مضمون ولوئ

‘جشن پښتونخوا’ پۀ ضلع ټانک کښې – ډاکټر اکرام الله شېراني

پښتون قام خپل تاريخ او تاريخي ورځ هر وخت پۀ هر ځاے داسې لمانځي چې دنيا ورته حېرانه پاتې شي او دوي خپل تاريخ ژوندے ساتي او راتلونکو نسلونو ته ئې پۀ ګوته کوي. د پښتنو نورو اتلانو پۀ شان باچا خان بابا او د هغۀ د ازادۍ تحريک خدائي خدمتګار ملګرو داسې تاريخ جوړکړے او شکر دے پۀ دې ازادۍ او د پښتون پۀ ترقۍ او ابادۍ باندې کار کوي او پۀ هر مېدان يو روښانه تاريخ جوړوي. د باچا خان ملګرو او پۀ خپل وطن مئينو د کارنامو تاريخ داسې روښانه دے چې پۀ ټوله نړۍ کښې پښتون اولس د باچا خان پۀ قامي تحريک باندې داسې فخر

ټول مضمون ولوئ

د جاسوس قیصې: ‘را’، اٰئي اېس اٰئي’ او د امن فرېب – “پښتون”

SPY CHRONICLES: RAW, ISI & THE ILLUSION OF PEACE HarperCollins Publishers, India, 2018 هند او پاکستان تل یو بل سره د تُورې پۀ ژبه خبرې کړې دي خو اوس حالات ډېر بدل دي. اوس یوې مودې نه ډېر پۀ هنر سره د دنیا د ټولو نه ‘تود بارډر’ واهګې نه د دښمنۍ لمبې مغربي ډېورنډ کرښې ته اړولې شوې دي. د هند او پاکستان تر منځه د تجارتي او اقتصادي هلوځلو نه د ثقافتي او کلتوري شریک محفلونو، مشترکه فلمسازۍ او ‘اچهے پړوسی والے’ راشه درشه روان دي. د واهګې پۀ پوله بسونه ځي راځي، اخوا اجمیر شریف له د ډمبرګلو لړۍ ځي او دېخوا داتا ګنج بخش له راځي.

ټول مضمون ولوئ

رېفرنډم – خان عبدالولي خان

  ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري، وړومبے ټوک، مخونه 488 یویشتم جون د ‘پښتونستان’ د ورځ پۀ توګه نمانځلے شي. پۀ دې ورځ ‘د بنو قرارداد’ وړاندې کړے شوے ؤ چې تر مخه ئې د هند د وېش صورت کښې د یوې درېمې لارې ‘پښتونستان’ غوښتنه هم شوې وه. د هند د وېش د پاره د برطانوي استعمار د منصوبې موخه رهبرِ تحریک یوه ډېره جامع او اعليٰ جمله کښې پۀ دې لفظونو رانغښتې ده، ‘پېرنګي د اسلام یوه نظریاتي تېزندي د شوروي اتحاد د اشتراکتي نظام پۀ غاړه کښې اچول غوښتل…..’ او مخکښې لیکي چې خپلې دغه بېن المللي منصوبې پۀ لاره کښې پېرنګي قام پرسته او سماج دښمنه قوت

ټول مضمون ولوئ

د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان

    اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې شوې. د دې نه دومره قدرې خبره خو ډېره پۀ اسانه راڅرګندېږي چې مذهب د انسان د کوم داسې ضرورت د پوره کولو وسیله ده چې د هغې نه بغېر ژوند او مرګ دواړه نیمګړي او لایعني دي. بل د نړیوال تهذیبي تنوع د رسا ادراک لپاره کۀ چرې د مذاهبو د جوهر نه معتدبهِ

ټول مضمون ولوئ

د ډاکټر خان صاحب د وزارت د ختمولو پۀ باب د خفیه خطونو ترجمه – شمس بونېرے

    ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب ‘اسلام، نسليات او قام پرستۍ’ پۀ نوم ډېر ژور تحقيقات کړي او ښکاره کړي دي. دا مضمون د هغې د يو باب ژباړنه ده چې د وائسراے د خپل داخلي سېکرټري ماونټ بېټن پۀ واسطه کړي او د هغۀ د چاپ شوي کتاب ذکر او مصدقه صفحې لري. خط نمبر 3265 د اتم اګست 1947 کښې ليکي. ‘زۀ هدايات کوم چې د صوبې ګورنر لاک هارټ ته ووايه چې د ګورنر پۀ حېث پۀ يوولسم اګست غرمه خپل وزارت ختم کړي او کۀ ممکنه نۀ وي نو پۀ دولسم اګست سحر دې دغه اعلان قوي او عملي کړي او کننګهم دې

ټول مضمون ولوئ

افسانه قسط – سید یاسر علي شاه یاسر

    نن د پېښور بازار کښې بيا منډې شوې، خلق اوتر شول. ‘هله د کمېټۍ والا راغلل’، دغه اواز چې د بازار بل سر ته رسېدو نو شاه پور بيا پۀ ګس مټ د ډنډې داسې ګوزار خوړلے ؤ چې تله ترې هم دغه شان پرېوته، لکه د مچۍ وچورلېدو او داسې ورته محسوس شوه چې ګڼو مچو پۀ مټ وخوړم. ‘وۍ ظالمه! ؤ دې سوزولم’، دې ټکي سره بيا د دۀ لاس ګاډے اپوټه پروت ؤ. ټماټر د سړک هغه بل سرته ورسېدل او تله د انصاف پۀ تکل د سړک منځ کښې پرته وه. ‘تا ته مونږ نۀ وو وئيلي چې دلته به نۀ ودرېږې! تۀ بيا

ټول مضمون ولوئ

پښتون سټوډنټس فیډرېشن تاریخي پس منظر – عابد ایسپزے

عابد ایسپزے سترسېکتر، پښتون سټوډنټس فیډرېشن، پېښور پوهنتون پۀ کال 1960ز کښې پۀ بېن الاقوامي توګه داسې وخت ؤ چې اېشياء، افريقا او لاطيني امريکه کښې چې کوم د قومي ازادۍ تحريکونه وو، ډېر ګړندي روان وو . د الجيريا جنګ وشو او د فرانس نه ئې ازادي واخسته. دغسې نور ډېر ملکونه وو ـــ وېتنام د خپلې ازادۍ د پاره پۀ لاطيني امريکه کښې مبارزه کوله نو دې حالاتو پۀ ټوله دنيا کښې پۀ ځوانانو کښې يو حرکت پېدا کړو او د ساړۀ جنګ مغربي پاليسیو پر ضد ودرېدل. پاکستان کښې داسې حالات وو چې لس کاله د ايوب خان ډکټېټر شپ پۀ پاکستان کښې سماجي، سياسي او اقتصادي

ټول مضمون ولوئ

پاکستان، پښتونستان او فاټا ادغام – خان عبدالولي خان

د خان عبدالولي خان کتاب ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري’ څلورم ټوک کښې مخ 108 نه تر مخ 113 دا ټوټه اخستلې شوې ده. د هندوستان د وېش پۀ حقله د باچاخان اصولي موقف، د وېش نه پس د مسلم لیګي ‘رجیم’ رژیم لۀ خوا د رېفرنډم پۀ شا سیاسي غرض او د خدائي خدمتګارانو لۀ خوا د رېفرنډم د بائیکاټ پۀ حواله دا اقتباس ډېر فکر انګېزه دے. د دې لیکنې پایله کښې د ولي خان بابا دا پوښتنه چې ‘پاکستان کښې اخر هغه کوم یو څیز )قانون( دے چې قیوم خان منلے دے او عبدالغفار نۀ دے منلے؟’ خان عبدالولي خان د خپل شپږ کلن قېد او د پاکستان

ټول مضمون ولوئ

مبارکي – پښتون

یو دېرشم ائیني ترمیم منظورېدل د دې ملک د تاریخ او د پښتون قام د تاریخ یوه لویه ورځ ده. د فاټا انضمام سره به ملک مضبوط شي. زمونږ مشرانو چې د کومې ورځ نه دا غوښتنه کړې وه نو هغې ورځ نه د ازمېښتونو، تکلیفونو، جېلونو او مقدمو سره مخ وو. نن د دې ائیني ترمیم منظوري زمونږ د مشرانو د تاریخي موقف حمایت دے او زمونږ د سیاست د نظریاتي اساس د مضبوطیا دلیل دے. دې ټوله موده کښې د قبائیلي سیمو خلق پۀ جسماني، روحاني، مالي او مادي طور ډېر کړېدلي او زورېدلي دي. د هغوي کورونه وران شوي، روزګارونه ئې خراب شوي، زمکې ئې شړې شوې

ټول مضمون ولوئ

میډیا، استعمار او مونږ – احمد حسن حسرت

    ‘د يوې خاص مفکورې د پاره ذهن سازي’ (Brain Washing) يوه داسې موضوع ده چې د لوېديز پۀ مشرقي ملکونو کښې پرې سلګونو نفيساتي استاذانو کتابونه ليکلي او پۀ کلونو ئې پرې څيړنې کړي – دغه دانشورانو پۀ شخصي او ټولنيز دواړو اړخو ډېرکار کړے – پۀ اولني او دويم نړۍ وال جنګونوکښې دواړو ډلو يعني انګرېزانو او جرمنيانو د نفسياتو د استاذانو خدمات ترلاسه کړي وو- دواړو ډلو د خپلو رېډوانو او د اشاعت د ذريعو لۀ خوا نفسياتي جنګ هم ښۀ تود ساتلے ؤ – د جنګ نه پس د دواړو ډلو ماهرانو د ترلاسه شوو نتيجو جاج واخستو او د هغې پۀ رڼا کښې ئې

ټول مضمون ولوئ

د پاکستان تصور د علامه اقبال د خوب نه د بشريٰ مانیکا خوب پورې – حیات روغانے

د پاکستان پۀ حواله د سر علامه محمد اقبال لاهوري خوب باندې د هغۀ د خپل زوي رېټائرډ جسټس جاوېد اقبال د راغلي بیان نه پس سوالونه نور هم ګڼ شوي دي او هغه ټول تاریخ پوهان چې د پاکستان د تصور او د علامه اقبال د خوب پۀ اړه ئې د ‘مطالعه پاکستان’ پۀ ټولو معلوماتو اعتراضونه کول؛ د مذکوره رېټائرډ جسټس د بیان نه پس لا ګران شول. د پاکستان د تصور پۀ حقله تر ټولو جامع، واضح او راجح تفسیر د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” )څلورم ټوک( مخ یو سل شپېتم نه پېل کېږي ـــ د پاکستان نظریه ‘مونږ به د

ټول مضمون ولوئ

ډاکټر ډېوډ ګوډال او هندي فلم ‘ګزارش’ – ‘پښتون’

    गुजारिश د انسان د ژوند او وینې حرمت، د هغۀ د ملکیت د حق احترام او د هغۀ خپلې فېصلې د پاره د خودمختارۍ تصور ته پۀ مهذبه نړۍ کښې لۀ هر څۀ زیات تقدس حاصل وي. ډاکټر ډېوډ ګوډال چې د اسټرېلیا نامتو ماهر نباتات او ماحولیات ؤ، پۀ لسمه مۍ 2018 سوئټزرلېنډ کښې پۀ یو کلینک کښې د زهریله ستن پۀ ذریعه د یو سل څلور کلونو عمر کښې خودکشي وکړه. پۀ لسمه مۍ د خپلې خودکشۍ نېټه د ټاکلو پۀ وخت هغۀ وئیلي وو، ‘د مرګ وخت مقرر دے خو انسان ته د خپل ژوند د هرې فېصلې کولو ازادي پکار ده. څو کلونه وړاندې

ټول مضمون ولوئ

قران پوهنه او غني بابا – سلمان افغاني

د هر چا معتقدين او مخالفين وي. غني بابا چې ډېر لوړ علمي مقام لري، ډېر ژور او فلسفيانه بحثونه پۀ اسان او لنډو ټکو کښې رانغاړي. د هغوي شخصيت هم د دې المیې نه محفوظ نۀ دے پاتے شوے. د غني بابا د کلام نه د هغوي علمي مذهبي ډونګے والے معلومېږي نو دغسې د هغوي رنګين مزاجي او د انساني جذباتو اعليٰ ترجماني ترې هم څرګنديږي. يو شاعر د مذهب نه تېښته نۀ شي کولې، ولې مذهب يو فطري اواز دے او مسلمان ته پۀ ميراث کښې هم پاتې شوے. پۀ دې نظر يو شاعر محض صوفي ګڼل مناسب سوچ نۀ دے. يو بل اړخ چې زۀ د

ټول مضمون ولوئ

سیکولر ازم او اسلام یوه مباحثه – فېصل فاران

    د سيکولرازم پۀ حواله زمونږ ټولنه کښې دومره لويه تېروتنه موجود ده چې ښۀ ليکلي لوستلي خلق هم سيکولرازم (Secularism)، کميونزم (Communism)، لبرلزم(Liberalism) ، اېتهيئزم(Atheism) ، اېبکيورزم (Abcurism) هر څۀ سره خپلو کښې ګډوډوي او بيا د علمي زوال کمال دا چې د سيکولر مطلب ټول لغتونه ‘لاديني’ کوي لکه: )الف(: سيکولر- لا دينى، جس ميں مذہبى امتياز نہ کيا جائے؛ (علمى اردو لغت، وارث سرهندى) )ب(: سيکولر- دنيائي، غېر مذهبي، مادي، دهري د وحدت منکر، هغه سړي چې مذهبي قوانين نۀ مني. )قاموسنه ډاټ کام( تاسو ورګوئ چې لمړي صفت کښې د لا دينيت خبره شوې ده او بيا ئې د ‘نۀ مذهبي امتياز’ معنيٰ شوې ده

ټول مضمون ولوئ

ایریا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون د فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې انضمام – ډاکټر محمد علي دیناخېل

    پۀ 24م مۍ کال 2018 د پاکستان قومي اسمبلۍ د يو دېرشم ائيني ترميم لۀ مخه فاټا پۀ خېبر پښتونخوا کښې د ضم کولو قانون پاس کړلو او د دې ائيني انضمام د پاره ئې د پاکستان پۀ اساسي قانون کښې ضروري بدلونونه وکړل ۔ د فاټا پۀ دې انضمام د مختلفو خلقو لۀ خوا مختلف غبرګونونه رامنځ ته شول ۔ د دغه غبرګونونو جائزه چې ما واخستله نو درې قسمه خبرې مخې ته راغلې ـــــ يو ګروپ د فاټا پۀ دې انضمام مبارکيانې ورکوي او خوشحاليانې کوي ۔ دوېم ګروپ پۀ دې انضمام خوشحاله نۀ دي خوڅۀ وضاحت نۀ کوي، خو وائي چې وخت به دا ثابته

ټول مضمون ولوئ

‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ – م. ر. شفق

  ‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ یو مجاهد عالم او خدائي خدمتګار د هوتي مردان، مندڼ يوسفزيو پۀ سيمه کښې ‘تورو’ (طورو) ياد کلے دے – دا کۀ يو خوا د نوابانو خانانو کلے دے نو بل خوا د ډېرو لويو ديني عالمانو،خطيبانو او مدرسانو مرکز پاتې شوے دے چې شهرت ئې پۀ اما کما خور ؤ او لۀ دې کبله به ورته ‘د يونان ټکړه’ او دوېم بخارا وئيلي شو- پۀ ‘تورو’ کښې د عبدالعزيزي حسني ساداتو يوه کورنۍ اباده ده چې مورث اعليٰ ئې نور العلماء شېخ نور محمد المعروف اخوند يونس ګېلاني او ‘خاودبابا’ دے – 979هـ – 1059هـ چې د نسب سلسله ئې

ټول مضمون ولوئ

خط مې راغلے د جانان دے – ‘پښتون’

  د ‘ډمه ډوله باجوړ’ نه د عنایت الله بهار خط د ګران فخرِ افغان بابا د مرکز ټولو منتظمینو او د ‘پښتون’ مجلې کارکوونکو ته پۀ هغه پښتنه ژبه سلام وړاندې کوم د کومې ژبې لیک لوست چې زما پښتنې مور ما ته د ‘پښتون’ مجلې پۀ ذریعه ښودلے دے او د خوښۍ خبره ده چې هغه سلسله نن هم روانه ده. زما مور بې بې د څلوېښتو کالو نه ‘پښتون’ مجله لولي او زما ‘پښتون’ مجلې سره د ملګرتیا اووۀ کلونه پوره شول. پۀ دې موده کښې ما د ‘پښتون’ د لوستلو پۀ ذریعه ډېر هغه څۀ زده کړل کوم چې ما ته پۀ سکول کښې هم نۀ

ټول مضمون ولوئ

د ګاندهي جي تقریر د باچاخان پۀ حقله – عبدالکریم بریالی

ممبۍ، 28 دسمبر 1931 ‘لوے او قهرمان پټهان’ “A Great and Brave Pathan” باچا خان زمونږ د وطن يو لوے دروند پښتون او سياسي قهرمان ؤ. شلمه صدۍ د هغوي جدوجهد او د پښتنو د وطن د ننګ د پاره يو غوړېدلے کتاب دے چې د لوے جابر پۀ مقابله کښې ئې يو لکهـ شل زره (120,000) خدائي خدمتګاران د عدم تشدد او خود دارۍ او سياسي واک ترلاسه کولو د پاره تيار کړى وو او هر خدائي خدمتګار د خود عملۍ او فکري کردار يوه نمونه وه. د دې ستر قهرمان د وفات دېرش کلونه تېر شوي دي او مونږه تراوسه پورې د هغوي د ژوند د ټولو زحمتونو،

ټول مضمون ولوئ

د فاټا د کوهي نه د پښتنو راوتل – افراسیاب خټک

پۀ نولسمه او شلمه پېړۍ کښې چې انګرېزي استعمار پۀ درې لویو جنګونو کښې د پښتون/ افغان پۀ ټول وجود باندې قبضه کولو کښې ناکامه شو نو هغۀ د استعماري کرښو پۀ راکښلو سره د پښتون وجود ټوټې کولو ناوړه حکمت عملي پۀ مخ بوتله. انګرېز د افغانستان یوه برخه ونیوله او پاتې افغانستان ئې د روس او برطانیې سلطنت تر منځه ‘بفر سټېټ’ یعني ‘حائل ریاست’ کښې بدل کړو. د قبائیلي سیمې د پښتنو د علاقې نه ئې د ‘فاټا’ پۀ نوم د لر او بر افغان تر منځه یو اضافي بفر یا حائل ساز کړو. دغه سیمه انګرېز قبائیلي او پسمانده وساتله چې دا یوۀ اوچ لرګي پۀ

ټول مضمون ولوئ

اداريه (جون 2018)

خيبر پښتونخوا سره د فاټا ادغام د جمعې ورځ، مارچ پینځمه نېټه 1948ز نه د زیارت ورځ، د مۍ څلیریشتمه نېټه 2018ز پورې د پنځویشت زره شپږ سوه اووۀ څلوېښت ورځو سفر ــــ د جمعې ورځ پینځم مارچ 1948ز هغه ورځ وه چې فخرِ افغان باچاخان د پاکستان قانون سازه اسمبلۍ کښې د پښتنو د یو جغرافیائي وجود مطالبه مخې ته ایښې وه او پینځویشت زره شپږ سوه اووۀ څلوېښت ورځې پسې د تېرې مۍ د میاشتې څلیریشتمه نېټه هغه ورځ وه چې د پاکستان مرکزي اسمبلۍ خېبر پښتونخوا سره د فاټا د ادغام فېصله وکړه. هر څو کۀ ‘ازاد قبائیل’ یادېدل خو د تک تور اېف سي اٰر ولقه

ټول مضمون ولوئ

د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې بل ترمیمي بِل یو دېرشم ائیني بدلښت، 2018 ز – ژباړه: ‘پښتون’

31st Ammendment, Act 2018 1 مختصر عنوان او د نفاذ پېل: 1.1 دا اېکټ به د دستور )یو دېرشم ترمیم( اېکټ 2018ز بللے شي. 1.2 پۀ دې اېکټ کښې د بیان شوو ځینو نکتو پرته، دا به في الفور نافذ العمل وي. 2 د دستور د ارټیکل ترمیم: د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې چې وروستو ئې حوالې ورکولې کېږي، د ارټیکل 1 شق 2 کښې؛ اول پېراګراف )ب( کښې به ، وقفې نه پس لفظ ‘او’ شاملولے شي. دوېم پېراګراف )ج( به ختم کړے شي، او درېم پېراګراف )د( ته به د پېراګراف )ج( نمبر ورکړے شي. 3 د دستور د ارټیکل 51 بدلښت: د دستور ارټیکل یو پنځوسم

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ