ګوسړۍ / ګورسل لار—وسيم مومند
مونږ کۀ چرته د پښتونخوا وطن د جغرافيې خبره وکړو نو د پښتونخوا وطن د جغرافيائي اهميت نه انکار نۀ شي کېدلے ولې چې دا يو ځانګړے مقام او اهميت لري ځکه چې دنيا څلوېښت سلنه آبادي يو بل سره لنک کوي او د ختيځې نړے او د لويديځي نړۍ تر منځ د يوې پُولې کردار ادا کوي۔ پۀ تېرو دورونو کښې هم پښتونخوا د هندوستان د پاره د دروازې کردار ادا کړے دے او نن هم د سنټرايشيا او نورو مغربي هېوادونو سره د يو پُل يا يوې دروازې کردار ادا کوي۔ خو لۀ بده مرغه ځيني سامراجې قوتونو د خپلو مقاصدو او مفادو پۀ ترڅ کښې د پښتونخوا
د پښتونخوا تجارتي لارې—عنايت الله بهار
پښتانۀ افغانان د زمانو زمانو نه پۀ خپله قدرتي جغرافيه کښې دننه پۀ خپلو دنګو دنګو غرونو، هوارو مېدانونو، تودو صحراګانو، لويو لويو ښارونو کلو او بانډو کښې ژوند کوي۔ د دغه وطن پُولې يا بريدونه د امو درياب او اباسين دي ۔ د پښتنو افغانانو دا وطن د جنوبي اېشيا او مرکزي ايشيا تر منځ پۀ داسې ځای باندې پروت دے کوم چې د يو پُل حېثېت لري او هغه ځکه چې پۀ دې وطن کښې داسې لوي لوي تجارتي لارې او کنډاونه دي د کومو پۀ ذرېعه چې د جنوبي اېشيا لکه د هند ، بنګله دېش ، سريلنکا ، مالديپ ، بوټان او پاکستان نه د وچې
پۀ وادي سدهوم (رستم) کښې د شړم د تېلو انډسټري—هاشم کامرېډ/ نورالوهاب
علاقه سدهوم يا د سدهوم وادي چې د سکرې غر د لمنو نه شروع کېږي دغه سکره غر د بونېر او د سدهوم تر مېنځه د پُولې حېثيت هم لري ۔ دغسې د کړمار غر پۀ بنياد د صوابۍ سره هم خپلې پُولې جنګوي ۔ دا تاريخي سيمه د ضلع مردان پۀ شمال کښې د شهبازګړهې نه پس شروع کېږي چې تقريبا دولس يونين کونسلونه او دوه پنځوست لويې او واړۀ کلي لري ۔ د ابادۍ پۀ لحاظ د سدهوم علاقه تقريباً دوه نيم لکهه ابادي لري ۔ دا علاقه د مخصوص اب و هوا پۀ لحاظ باندې زرخېزه ده ۔ يوخوا کۀ خوږه او غوره مالټه پېدا کوي نو
د خېبر سوغات—رضوان شلماني/ بشير اپريدے
بنګ: د چا شعر دے چې: ما له مرۍ مۀ نيسئ ورشئ زۀ بنګ نۀ کرمه خلق پۀ ښار کښې د بارودو کارخانې وباسي ضلع خېبر چې پۀ ډېرو حوالو سره د اهميت وړ ده ۔ يو خوا کۀ د خېبر دغه تاريخي دره د مينځۍ او جنوبي اېشيا تر مينځه د زرګونو کلونو تاريخي تړون لري نو بلخوا پکښې د ځانګړې جغرافيې او اب و هوا له وجې ډېرې شتمنۍ موجودې دي ۔ پۀ دغه شتمنو کښې يوه شتمني د تيراه بنګ يو مشهور فصل دے چې پۀ عمومي توګه باندې د نشائي توکو سره تعلق لري ولې دغه فصل چې بنګ ترېنه تيارېږي د صدو صدو نه د
د خېبر اولسوالۍ پۀ اقتصاد او سماجي ژوند د جنګ اثرات پۀ شتمن وطن کې د زېږول شوې نيستۍ يوه جايزه—انجنئير عمران اپریدے
خېبر اولسوالي پۀ پښتونخوا وطن کښې تاريخي او جغرافيايي اهميت لرونکې يوه داسې سيمه ده چې سينه ئې د شتمنيو ډکه ده خو پۀ لمن کې ئې بدبختي او محرومې دي ۔ پۀ انتظامي توګه خېبر اولسوالي د باړه ، جمرود او لنډي کوتل پۀ نوم پۀ درې تحصيلونو کې وېشل شوې ده چې اپريدي ، شينواري ، ملاګوري او شلماني پکې ژوند کوي ۔ سرحدونه ئې د افغانستان پۀ شمول د پېښور، مهمندو، اورکزے او کرمې سره لګېدلې دي ۔ زياته حصه ئې مېداني او ګرمه ده خو پۀ باړه تحصيل کښې د تيراه پۀ نوم يوه داسې سيمه هم شته چرته چې پۀ اوړي کښې شنې نظارې او
د شانګلې وسايل —فرحت عباس
ضلع شانګله چې د دنګو دنګو غرونو، ګڼو ځنګلونو، چتر چتر نخترونو، رڼو چينو، ابشارونو، ډنډونو، يخو هواګانو، ځنګلي مېوو او خوړونو کور دے، د پخواني رياست سوات برخه پاتې شوې ده او بيا د جولائي پۀ لسمه کال 1995 ورته د بيلې ضلعې حېثيت ورکړے شو۔ د شانګلې پۀ شمال کښې کوهستان، پۀ مشرق کښې بټګرام او تور غر، پۀ مغرب کښې سوات او پۀ جنوب کښې بونېر پراتۀ دي ۔ د ضلع شانګلې ټوله رقبه 1586 مربع کلوميټر ده او د کال 2023 د مردم شمارۍ مطابق د شانګلې ټوله ابادي 891252 ده۔ د شانګلې 41750 هيکټير زمکه يعنې د ټولې رقبې 417 مربع کلوميټر د کروندې قابله
بونېر کښې د سېلګرۍ تنوع—ايلم افغان
د دوه زره درېويشت د سر شمېرنې پۀ اساس بونېر 1,016869 وګړي لري۔ د خواندګۍ شرحه ئې 43۔75 سلنه ده چې پۀ دې کښې 60۔61 سلنه د سړو او 27۔40 سلنه د ښځينه ده ۔ بونېر پۀ شپږو تحصيلونو او 27 يونين کونسلو کښې وېشلې ضلع ده چې شمال ته ئې د سوات جنوب ته صوابۍ نمر خاتۀ ته شانګله ,جنوب لوېديځ ته مردان او د لوېديځ يوې څنډې ته د ملاکنډ د بازدرې کلي پراتۀ دي ۔ د پښتونخوا دا ضلع د نورو سيمو پۀ شان پۀ لوړو غرونو اډاڼه ده چې جوګيانو سر ,کور سر,سنګر ټاپ,دوه سرے ,لوے سر,شهيده سر ,شنګړه,مابڼ ,د ملندرۍ سر ملنګ بابا سکره او
شتنمه صوابۍ ولې نېسمنه ده ؟—عثمان ننګيال
پۀ مخ د زمکې الله پاک د هر قام پۀ سيمه رنګ رنګ نعمتونه او شتمنۍ پېرزو کړي دي دغه شتمنۍ او نعمتونه د غرونو سيندونو، دريابونو، ځنګلونو اؤ د داسې نورو قدرتي منظرونو پۀ شکل کښې سود کړي دي چې دا بيا د هر قام معدني وسيلې ګرځېدلي دي اؤ هر قام د دې قدرتي منظرونو نه پۀ رنګ رنګ شکلونو کښې د ګټې ميوې خوري ۔ پښتونخوا وطن دغسې د صوابۍ سيمه هم لکه د پښتونخوا د نورو سيمو پۀ شان ډېره ښېرازه اؤ زرخېزه خاوره ده اؤ پخپله غېږه کښې لوي لوي سيندونه، دنګ دنګ غرونه، شنۀ شنۀ ځنګلونه لري خو د صوابۍ اولس د دې قدرتي
د مومندو ماربل د ښامار پۀ خلۀ کښې—مزران مومند
پښتونخوا وطن خداے د قدرتي وسيلو نه مالامال پېدا کړے او هم دغه وجه ده د هر نړيوال سامراج مخه ئې دې طرف ته راړولې ده ۔ ولې چې مقدر قوتونه پۀ دې خبره پوهه دي چې د راروان دور پۀ سائنسي پرمختګ کښې چې به کوم اسباب پۀ کار راوستلے شي هغه ټول د پښتونخوا پۀ غرونو او زيرمو کښې موجود دي۔ خو الميه دا ده چې پۀ دې وطن کښې مېشته اولسونه تر نن ورځې پورې د دې خزانو د اهميت نه ناخبره ساتلي شوي دي۔ د سوات تر وزيرستانه پورې ځوانان ټول پۀ ټوک ډوډۍ پسې در پۀ در کډه پۀ سر ګرځي۔ د قبايلي سيمو ځوانان
تماکو—-نيازبين ملنګ
پښتون وطن چې ستر خوشحال خان خټک ئې بريد څۀ پۀ دا ټکو کښې ياد کړے و چې } درست پښتون له قندهاره له اټکه{ کۀ پۀ ننګ د يو بل څخه ولاړ دي او کۀ نۀ دي خو دغه ياده جغرافيه هغه خزانه ده چې د قامونو پۀ وېش کښې دا وخت د پښتون اولس پۀ برخه ده ۔ دا سيمه کۀ يو خوا د کال څلور موسمونه لري نو بلخوا پکښې غرونه، سيندونه، ځنګلونه چې د هر قسمه معدنياتو نه ډک دي هم ورکړي دي ۔ هم دغه رنګه کۀ څۀ اولس ئې پۀ غرونو کښې ژوند کوي نو مېداني علاقې ئې د کرکيلې د کبله هم پوره
سوات،سېلګري او د پښتونخواشتمنۍ!—صلاح الدين خان
خداے پاک پښتنو او پښتونخوا ته د ډېرو شتمنےو وراثت ورکړے دے۔ دا خاوره نه يواځي د زمکې لاندې ګېس, تېل, وسپنه, قېمتي کانړي, سره او سپن زر لري بلکې د زمکې د پاسه هم د ښکلا، قدرتي وسايلو، تاريخي آثارو او سېلګرۍ پۀ شکل کې بې شمېره خزاني لري۔ د دې خاورې يوه د لوي اهميت لرونکې سيمه “سوات” ده، چې نړۍ يې د “مشرقي سوئېټزرلېنډ” او “جنت” پۀ نوم پېژني۔ سوات تقريباً 5337 کيلو مېټر مربع رقبه لري، چې له دې څخه شاوخوا 37 نه تر 40 فيصده زمکه باندې ځنګل ولاړ دے۔ دا ځنګلونه د رانزړه، پېوچ، منګزئ، بنج، او نورو قيمتي ونو باندې مشتمل دې۔
ګجرګبرال—-کرمداد ګجر
قدرتي وسايل د يو قام او وطن پۀ ترقۍ کښې بنيادي کردار لوبوي ۔ بعضې زمکې داسې وي چې د وسايلو پۀ اعتبار سره قدرت پۀ هغه زمکه باندې پۀ ځانګړي توګه مهربانه وي ۔ زه هم د زمکې يوې داسې ټوټې ګجر ګبرال خبره کوم ۔ د سوات ضلعې شمالي سيمه د غرونو غېږه کښې ګجر ګبرال د کالام نه تقريبآ د دېرشو کلوميټرو پۀ مسافت دغه درې ته قدرت د ښايست سره سره وسايل هم ورکړي۔ د سيندونو، خوړونو او ځنګلو سره سره معدني وسايل هم پۀ ګڼ شمېر لري۔ اوبه ورته خدايې دومره ورکړي چې هر کلوميټر دوه پس خوړ راوتلي وي يو اړخ ته که
سوات او د سېل ګرۍ صنعت—عطاءالله جان (ايډوکېټ)
په فطري ښائستونو مړه،شتمنه او زړۀ راکښونکې د سوات ګلورينه سيمه د سېل ګرۍ دپاره په ټوله نړۍ کښې یو ځانګړے شهرت لري. قدرت دا زرخیزه سیمه د ښکلا،زړۀ راکښون او ښائستونو په بې شمیره رنګونو سینګار کړې ده. ټولې قدرتي منظرې ئې زړۀ راکښونکې دي.د تکو شنو دنګو دنګو غرونو، د واورو ډکو دنګو څوکېو، د بې شمېره جړوبيو/ چړونو ،د چينارونو د ګورو ګورو دنګو اونو، د نښترو،پېوچو او رنځړو د ګورو ځنګلونو، د د پاکو رڼو او خوږو اوبو د چینو، د طلسماتي ډندونو، د سوات د زمرود رنګه اوبو د تاريخي سیند، د مختلفو مېوو د باغونو او د ګلونو او رنګونو د دې ګلورينې سيمې
د دنګ شوال چلغوزه(ځڼغوزي)—ډاکټر بېزار داوړ
چلغوزه چې انګرېزۍ کښې ورته (Pine nuts) وئيلے شي، پۀ قدرتي توګه پۀ خاصو سيمو کښې د خاصې اب و هوا او جغرافيې له کبله پېدا کېږي ۔ چې مېوه يې د طبي ګټو د پاره او لرګے يې د فرنيچر د پاره استعمالېږي ۔ پۀ طبي توګه د زړۀ ناروغۍ، د وزن کنټرول ساتل، د شوګر کنټرول ساتل، د څرمنې او ويښتانو د رنځونو، د هډوکو او جنسي قوت زياتولو د پاره استعمالېږي ۔ پۀ نړۍ کښې پاکستان څلورم غټ او افغانستان پنځم غټ هېواد دے چې چلغوزه پېدا کوي او نورو ملکونو ته يې لېږي ۔ پاکستان هر کال 20 زره ميټرک ټنه چلغوزه بهر هېوادونو ته ليږي
غربت د مسئلو مور—عرفان الله طغياني
بحېثيت مسلمان خو غريب هر هغه چاته وئيلے کېږي څوک چې د ايمان د نعمت نه محرومه وي خو د دنيا او د عام انسانانو پۀ نظر کې غريب هغه څوک دي چې روزانه امدن ئې د دوو ډالرو نه کم وي او يا د ژوند تيرولو د بنيادي ضرورتونو لکه خوراک، څښاک ، جامه پېزار، علاج، تعليم او د سر سيورے يا ددغي بنيادي څيزونو پېسې نۀ لري- دا نۀ يوازې د پاکستان بلکې د ټولې دنيا لپاره يوه مهمه او حساسه مسله ده ځکه خو ورته د مسئلو مور وئيلے کيږي چې له وجې نورې ټولنيزې ستونزې لکه غلا، رشوت، فساد، زنا، بې انصافي، قتل، خودکشي، بېروزګاري، سوال،
وطني جواهر۔۔۔۔نعيم پښتون
مونږ دلته د وطني جواهرو پۀ حقله د يو څۀ ليکلو هڅه کوو۔ تر هر څۀ له مخه بايد مونږه پوهه شو چې جواهرات يا (Gemstone) څۀ شی دے ۔ جېم سټون :(GEMSTONE) جواهرات د کاڼو يا منرالونو هغه ټوټه ده چې د رنګ د اعلٰی کېفيت او شفافيت له رويه انساني نظر ځان ته راکش کوي۔ پۀ دې کښې حجم، (size) لوي والی هم ارزښت لري د دې دپاره پۀ انګريزۍ کښې د [3C] يوه فارموله وضع کړل شوې ده چې پۀ دې رنګ ده ۔ 1- C, Color : پۀ جواهراتو کښې رنګ تر هر څۀ لۀ مخه ډېر ارزښت لري ځکه چې رنګ هغه شی دی چې
سامراجيت او د وسايلو لوټ مار۔۔۔نبيل خان
د دې نه وړاندې چې مونږ د لبرلزم د معاشي نظام تحت د وسايلو لوټ مار باندې رڼا وغورځوو مونږ له لږ دا پېژندل پکار دي چې وسايل څه وي ؟ او د دې اهميت څه دے؟۔ پۀ هره ټولنه کښې چرته چې انسانان ژوند کوي قدرت هغوي ته پۀ مختلف شکلونو کښې بېلا بېل وسايل ورکړي وي او دا وسايل وي د دې دپاره چې د دغې خطې خلک دا پکار راولي او پۀ ارام او خوشحالۍ سره خپل ژوند کوي او کۀ دغه وسايل د دوي نه واخستل شي نو دې خلکو سره پۀ دغه خطه پۀ ارام د ژوند کولو بل کوم بنيادي جواز نۀ پاتې کېږي۔
کاروباريان ولې د خېبر پښتونخوا نه کډه کوونکي دي؟__اياز الله ترکزے
د تېرو شلو کالو نه پۀ خېبر پښتونخوا کښې کاروباري خلقو ته ډېرې زياتې ستونزې دي چې د هغې پۀ وجه لوے لوے کاروباري خلق پۀ ګڼ تعداد کښې د دې صوبې نه نورو صوبو ته لاړل او څه پۀ کښې بهر ملکونو ته هم لاړل او پۀ خصوصي توګه زيات پنجاب ته لاړل او څه حصه سندهـ ته لاړ او هلته ئې خپل کاروبار له دوام ورکړو۔ د دې رجحان پۀ شا ډېر عوامل دي خو اهمه مسئله او وجه ئې سيکورټي مسئلې دي۔ پۀ خېبر پښتونخوا کښې مسلسل د سيکورټي مسئله ده او ورسره ټارګټ کيلنګ، اغوا کېدل او بهته خوري شامل دي او هم د دې پۀ
منځنے ختیځ او نوے یورپ__امیر یوسفزے
د اکتوبر پۀ میاشت کال 2018 کښې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي عرب پۀ سر ښار ریاض کښې یوې غونډې ته پۀ خپله وینا کښې ووئیل چې منځنے ختیځ ( میډل ایسټ ) به پۀ راروان وخت کښې داسې وي لکه یورپ ، د دې نه مراد د محمد بن سلمان یواځې دا نه ؤ چې ګنې منځنے ختیځ (میډل ایسټ) به د یورپ غوندې مالي ، معاشي او اقتصادي طور خوشحاله وي بلکې منځنے ختیځ به هم هغسې پۀ یو یونین کښې بند وي لکه څه رنګه چې یورپي هیوادونه یو اتحاد لري ۔ پۀ دې وخت کښې د امریکې صدر ښاغلے ډونلډ
پښتونخوالوجي__مشکين خان ايسپزۍ
د اتلسم ترميم نه پس د اېن ايف سي اېوارډ پۀ مد کښې د پښتونخوا صوبې وفاقي حکومت ته دوه نيم زره اربه روپۍ پاتې دي ۔ پاکستان ته اتيا فيصده بجلي پښتونخوا صوبه ورکوي چې د ديرش زره مېګاواټه پورې ده خو ولې پښتونخوا ته خپله بجلي دوه زره مېګاواټه هم نۀ ملاوېږي ۔ پښتونخوا پۀ خپلو غرونو، سيندونو او خاوره کښې دومره وسايل لري چې ټوله جنوبي ايشيا پرې هم راروان دوه زره کلونه ساتلې کېږي خو صرف پښتون قام پکښې ځان ونۀ ساتلے شو ۔ د پنجاب اويا فيصده زمکې د پښتونخوا پۀ اوبو خړوب کېږي خو د پښتونخوا اتيا فيصده زمکه د خپلو سيندونو پۀ لمنو
د قدرتي وسايلو د اختيار شخړه او مجوزه صوبايي قانون سازي__اکبر هوتي ايډوکېټ
پاکستان يو وفاقي ملک دے، او وفاقي نظام کښې د صوبو واک، اختيار، او حقونه د آيين مطابق واضح شوي دي۔ د آيين 1973 ترمخه، صوبې د خپل وسايلو، معدني ذخايرو، او طبيعي شتمنيو باندې حق لري۔ خو وروستيو کلونو کښې د وفاق لخوا داسې اقدامات شوي دي چې دا حقونه د صوبو نه تدريجاً اخستل کېږي۔ د 2010 نه مخکښې، د پاکستان ډېر وسايل د وفاق د اختيار لاندې وو، او صوبې به يوازې يو محدود شراکت لرلو۔ خو کله چې د اتلسم ترميم لاندې ارټيکل 172 (3) منظور شو، نو دا ووئيل شول چې که يو قدرتي وسيله د وفاقي حکومت تر ملکيت لاندې نۀ وي، نو د
اداريه۔۔۔۔۔۔۔ اپرېل، مئ، جون 2025
د قيصه خوانۍ تقدير هم هغه دے کوم چې پخوا وۀ ۔ هن! رښتيا د دوکانونو بورډونه انګرېزۍ کښې بدل شوي دي ۔د پښتنو د ستر ښار او تاريخي بازار ساين بورډونه پۀ انګرېزۍ کښې بدلېدل دا ښائي چې کۀ وجودي توګه مونږ ته د برطانوي سامراج نه ازادي ترلاسه ده خو زمونږ پۀروحونو لا اوس هم هغوي قابض دي ۔ پۀ قيصه خوانۍکښې وينې هغسې توئېږي، د تېرو شل پنځويشت کلونو نه د دهماکو مرکز هم دے۔ خو کۀ بدلون لري نو د ]انقلاب زنده اباد[ نعرې پکښې بدلې شوې دي ۔ اوس پکښې اميران او تاجران صاحبان د خپلومړو د پاڅه ولاړ دي چې ]ورته نۀ ښکاري[ او
“زۀ او زما زمانه”3 – رشيد احمد
صوفي صېب راته يوه ورځ ووئيل چې رشيد جانه دا کومې زمانې ته پاتې شو. ما وې صوفي صېب بيا څۀ چل شوے دے۔ دغه وخت محب الله شوق راپېښ ؤ، دفتر ته راننوت وې صوفي صېب ولې څۀ وشو اوس خو د موبائيل زمانه ده او دې ته پاتې شو کنه۔۔۔ صوفي صېب وئيل خو د دغه سرخوړلي خبره مې کوله۔ پخوا به حجرې وې او بېټکونه وو يا به پۀ جومات کښې مشران ناست وو خوږې خوږې خبرې به ئې کولې، ګپ شپ ؤ او ټوقې ټقالې به وې۔ اوس هر سړي دا سرخوړلے راخستے وي پۀ لاس کښې ئې مخامخ نيولے وي او سر ئې پرې راټيټ
د “قرنطين” افسانوي مجموعې يو جاج – ابراهيم رومان
د شلمې پېړۍ پۀ دوېمه لسيزه کښې د دنيا پۀ سطح دنيا ته يوه لويه وبا راپېښه شوه چې شروع ئې د چين د يو ښار ووهان نه وشوه۔ او بيا د دنيا ګوت ګوټ ته ورسېده. د دې پۀ حقله قسما قسم شکوک او شبهات مخې ته راغلل او هغه دا چې دا وبا عيسايانو او يهوديانو د مسلمانانو د ختمولو لپاره خوره کړه خو چې کله دغې ملکونو ته ورسېده نو بيا دا شوشه خوره شوه چې دغې ملکونو کښې د سهولت له وجې د خلقو عمرونه زيات دي او دوي دغې خلقو له تنخواه يا پنشن ورکوي نو دا وبا ئې د دې لپاره راګډه کړه چې
پۀ قبائيلي ضلعو کښې د بلدياتي انتخاباتو نه وروسته… – شمس مومند
يوه مياشت وړاندې د ۲۰۱۲م کال د دسمبر پۀ ۱۹مه نېټه د قبائيلي ضلعو او د صوبې پۀ نيمه برخه کښې بلدياتي انتخابات وشول، پۀ باجوړ، مهمند او خېبر کښې د بلدياتي انتخاباتو انتخابات پۀ دې کښې تاريخي وو چې دا انتخابات پۀ اول ځل ترسره شول. د تحصيل چئيرمېن حلقه پۀ ځنې سيمو کښې د دوه يا درې صوبائي حلقو نه لويه وه او درېمه دا چې اکثره امېدوارانو ته دا هم نۀ وه معلومه چې مونږ به څۀ جوړېږو خو دا چې څۀ رنګه جمهوري او سياسي فعاليت ته هر څوک ډېر پرجوش وو۔ نارينه، ښځې، ځوانان او بوډاګان، ماشومان ټول پۀ دې خوښ وو چې د خپلې
د پښتو ماسټر – (خاکه) – ګل محمد بېتاب
د ماشوموالي ځنې خبرې د بنده نه نۀ هېرېږي. ما ته هم څو خبرې يادې دي. پۀ دې کښې يوه دا ده چې ما يو سړے ليدلے ؤ. دۀ يوې غونډې ته تقرير کولو. څۀ شعرونه ئې ووې. دا پۀ ما ډېر ښۀ ولګېدل خو ياد مې نۀ شول او نۀ ئې خاص پۀ مطلب پوهېدم. څۀ دوه درې کاله پس مې بل سړے وليدلو چې د مزدورانو يوې غونډې ته ئې تقرير کولو دغه شعرونه مې بيا واورېدل، دا ځل پرې لږ ډېر پوهېدم او نور را باندې ښۀ ولګېدل. بيا پۀ درېم ځل مې يو سړے وليدلو چې د کسانانو يوې غونډې ته ئې تقرير کولو هم دغه
“باچا خاني پکار ده”؛ څۀ مطلب او څنګه؟ – انور نګار
پۀ ټولنیزو رسنيو، ميډيا او پۀ سياسي، ادبي غونډو کښې دا اصطلاح تکرارېږي چې “باچا خاني پکار ده”، خو څنګه پکار ده؟ څۀ کول پکار دي او د څۀ نه ډډه کول دي؟ د نړۍ پوهان پۀ عامه توګه او د دې سیمې څېړنکار پۀ خاصه توګه خان عبدالغفار خان المعروف باچاخان يو زيرک سیاستوال، لوے ټولنیز مصلح، عمل کوونکے عالم او ريښتونے لارښود ګڼي او پکار هم ده، خو زما پۀ ذاتي نظر باچاخان د ذکر شويو او يو شمېر نورو صفتونو سره سره يو مظلوم شخصيت هم دے. کوم چې د نړيوال کچ د مبارزينو او مصلحينو پۀ وړومبي قطار کښې ولاړ دے، خو مونږ د نوموړي کردار
پښتو موسيقي – مولانا خانزېب
زمونږ د دې ډول ليکونو نه مقصد اولس ته علمي شعور ورکول دي. د کفر او ارتداد د فتوو او نۀ زغم پۀ ځاے مکالمې او مثبت بدلون ته پۀ خپله خاوره وده ورکول دي. پۀ چا خپل نظر ورتپل نه بلکې خپله پۀ دليل وئيل او د بل پۀ دليل سره د اورېدو کلتور زېږول دي. موسيقي حلال او حرام پۀ خپل ځاے يو ستربحث دے خو مونږ د دې صنف پۀ تاريخي شاليد بحث پۀ مخ بوتلل غواړو . پۀ افغانستان کښې چې نن سبا کوم سياسي چاپېرچل دے نو د ډېرو ستونزو سره د موسيقۍ سره تړلي خلک هم د ډېرو ستونزو سره مخ دي. دې وضعيت
د دیارلس کلنې پېغلوکې “ان فرنک” ډایري – ډاکټر سميع الدين ارمان
ان فرنک چې پوره نوم ئې (Annelies Marie Frank) دے پۀ کال نولس سوه او نهویشتم کښې د جرمني پۀ فرېنکفرټ ښار کښې د اټو فرنک او اېډت کره وزېږدله. دا یو یهودي ټبر ؤ چې ورستیو کښې د اېمسټرډېم پۀ ښار کښې ئې ژوند کولو. دوي متشدد یهودیان نۀ ول ځکه پۀ یو داسې علاقه کښې وسېدل چې نور غېر یهود هم ورپۀ کښې اباد ول او دوي د غېر یهودو سره هم راشه درشه درلودل. د ان فرنک یوه مشره خور وه او د هغې نامه مارګټ وه. دا یو وسیع النظره خاندان ؤ. د کتابونو سره ئې یوه پخه رشته وه. کتابتونو ته به هم ډېر تلل
د خداے محبوبيت: ملائيت سره د غني خان يو بنيادي اختلاف – فېصل فاران
غني خان د ملائيت پۀ فکري توګه مخالف ؤ او ولې مخالف ؤ د هغې اندازه هرباشعور بنيادم ته شته. څوک چې د دې مذهبي پېشوائيت د اصليت او تاريخ نه خبروي پۀ هغۀ دا تور چې ګنې د ملاجان پۀ بهانه اسلام پۀ نخښه کوي، د جاهلانه او احمقانه سوچ ښودنه کوي. دا ځکه ما ضروري ګڼل چې د ملائيت لږه تجزيه هم وکړم چې ناخبره لوستونکيو ته اندازه وشي چې غني خان پۀ دې حواله څومره پۀ حقه لګيا وي خو د ملائيت د توکنې نه وړاندې د ملائيت سره د هغۀ درې بنيادي فکري اختلافات… د خداے پاک قهاريت (۲ ) د حورو شهوانيت (۳ ) د
د خوشحال د ”بشپړه سړي“ د ننګيالي خاصيت – ډاکټر سجاد ژوندون
”تهذيب هغه معاشرتي ترتيب دے چې ثقافتي اقدارو ته وده ورکوي. څلور توکي دي چې هغه تهذيب ته شکل ورکوي، د ګټې وټې ذريعه، سياسي ډله بازي، اخلاقي روايات، او د علم او فن غوښتنې۔“ کۀ چرې دغه توکو کښې اخلاقي روايات مونږه پۀ نظر کښې وساتو نو دا خبره پۀ ډاګه ده چې پښتنو سره پښتونولي د اخلاقي اقدارو غوره نمونه ده. پت، ښېګړه، ننګ، غېرت، شرم، وفا، حيا، لوظ، مېلمه دوستي، تيږه، بدرګه، خوداري، بدل او داسې ډېر توکي دي چې د پښتونولۍ ستنې دي او د دې ستنو د سيوري لاندې پښتنو د زرګونو کالو راسې ژوند وکړو. مونږ دا هم وينو چې پۀ پښتنه معاشره کښې
خوشحال خان خټک او پښتون نېشنلزم – انجنئیر اعجاز یوسفزے
خوشحال خان خټک د خټکو د تري ښاخ د مشهورې خانوادې د درېم سرخېل شهباز خان پهٔ کالهٔ کښې پهٔ جون ۶۱۱۳ میلادي کښې وزېږېدهٔ چې د هجري کلېنډر د ربیع الثاني ۱۰۲۲ ھ سره سمون خوري. پهٔ دغه وخت هند او کابل د مغولي کورواکۍ د درېم شهنشاه جهانګیر د تسلط او ګرګس لاندې وو. شېرشاه سوري چې همایون د ډیلي د تخت نه کوز کړو نو پهٔ خپله پینځۀ کلنه واکمنۍ کښې ئې ډېر ترقیاتي کارونه کړې وو چې یو پۀ کښې د کلکتې نه تر کابله د لوے سړک تعمیر هم شامل ؤ. د اکبر مغل شهنشاه پهٔ وخت کښې به حریت پسندو یوسفزیو او نورو قبیلو