د فخر افغان باچا خان ارمان – اجمل خټک
هسې خو نن خپل دے کۀ پردے، هر څوک پۀ خلۀ هر څۀ وئيلے شي خو حقيقت دا دے چې د فخر افغان باچا خان بابا اول او اخر ارمان دا ؤ او دا مونږ ته ارمان پروت دے چې پښتون پښتون شي ځکه چې هغه وائي چې کۀ پښتون پښتون شي نو بيا دے څوک غلام کولے نۀ شي او د دې ارمان پوره کولو د پاره هغۀ بنيادي ضرورتونه د خپل ژوند او جدوجهد د عمل پۀ ډګر ښئيلي دي. څۀ وخت چې د فخر افغان بابا د ټُوټي هډوکے بې ځايه شو او هغه پۀ خپلو پښو د ګرځېدو نه پاتې شو او پۀ مشيني کرسۍ کښې
کاروان لا روان دے ( ډرامه) – ليک: انجنئير اعجاز يوسفزے
د پردې شاته د راوي اواز ( چې الهامي او غېبي دروندوالے پکښې دے): پښتنو قامي تحريک پۀ شپاړسمه پېړۍ کښي شروع کړے ؤ چې کله لا يورپ هم د قام او قامولۍ نه ناخبره ؤ. پير روښان د پيرۍ او مريدۍ پۀ جامه کښې د مغلو د غلامۍ او استعمار خلاف د پښتنو قامي تحريک پېل وکړو. او د مغلو خلاف ئې پښتنو ته غږ پورته کړو. خو مغلو د هغۀ خلاف بل مسلمان مبلغ اخون دروېزه راپاڅولو. پښتانۀ پۀ دوه مسلکونو کښې تقسيم کړے شو، دواړه يو بل ته کېوتل، او مغلو ئې تماشا کوله. پير روښان د پښتنو نه ارماني داسې لاړۀ چې د څلي درک ئې
د باچاخان او ولي خان کليزه
پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي او چې تر څو چرته هم د انسانيت، جمهوريت، برداشت، مينې، ورورولۍ، پښتونولۍ، مشرولۍ او عدم تشدد خبره کېږي نو دا دواړه سترې نامې به د خلکو پۀ خولۀ وي. باچاخان او ولي خان چې د خپل پښتون قام لپاره کومه مبارزه کړې ده نو هغه اوس د تاريخ برخه ده او څوک ئې هم د تاريخ لۀ پاڼو څخه نۀ شي ورانولے. هسې خو پۀ پښتنو مئينو د دې دواړو هستيو زيار او هڅې داسې دي چې د يو حساس پښتون نه پۀ يو حالت کښې هم نۀ هېرېږي او هر وخت ورته نېغي
سامراج او زمونږ سيمه – شفيع افغان (دعوامي نېشنل ګوند پښين اولسوالۍ وياند)
د شلمي صدۍ پۀ دوېمه لسيزه کښې د ټولې نړۍ وضعيت د بېن المللي سامراج برطانوي لخوا ډېر د سخت مشکل سره مخامخ ؤ. پۀ خاصه توګه جنوبي اسيا برصغير باندې قبضه د يو څو مقاصدو لپاره وه. د برطانوي سامراج پۀ خپل ملک کښې خام مال نۀ ؤ. د خام مال لپاره د برصغير ځمکه ډېره غوره او زرخېزه وه، دوېم غرض ئې کميونزم د افغان وطن لخوا څخه کنټرول کېدل وو. درېم غرض ئې د عرب هېوادونه تقسيم کېدل وو او د دې سره سره د عرب ريجن وسائيلو باندې مکمله قبضه کول وو، څلورم غرض ئې سلطنت عثمانيه تقسيمول او د طاقت ئې مکمله خاتمه کول وو.
غزل پۀ مومندو کښې (دوېمه برخه) – شباب مومند
څنګه چې ما مخکښې ذکر کړے ؤ چې د مومندو خاوره د شاعرۍ او د غزل پۀ باب له ډېره زرخېزه ده نو کۀ پۀ غور وکتلے شي نو ورځ تر ورځه د مومندو پۀ سیمه ښۀ ښۀ شاعران پېدا کېږي او نن سبا دا ټول اهم کردار مومند ادبي ټولنه د يو اکېډيمۍ پۀ طور کردار لوبوي او ښۀ لیکوالان، شاعران، ادیبان پېدا کوي.او دغه شان مومند ادبي ټولنه خپل کار ته پوره پوره پام لري. هم دې ټولنې دا سې ښۀ غزل ګو شاعران پېدا کړل چې ورسره دیني علوم هم حاصلوي او د دیني علوم سره سره د پښتو پۀ شاعرۍ هم خپله تنده ماتوي او د
پښتون او پښتونولي – ډاکټر سالار خان
مکمل ضابطه حیات یادګیرینه: (دا مضمون د یکم اکتوبر ۱۹۸۹ ګڼه کښې هم راغلے ؤ) هسې خو به نړۍ کښې د مختلفو قومونو د ژوند د پاره مختلفې معاشي او اولسي ضابطې او نظریې ټاکلي شوي دي. دا نظريې د اشتراکیت یا سوشلزم پۀ نوم یادېږي. یا سرمایه دارانه نظام پۀ نوم دا دواړه نظريې دنړۍ پۀ مختلفو ریا ستونو کښې رواج لري او د دغه قومونو د پاره دغه ضابطه حیات یعنې د ژوند دستور حسابېږي ځني خلق هم مکمله ضابطه حیات ګڼي اګر چې ضابطه حیات یعنې د ژوند رواج او دستور د حالات او د وخت مطابق بدلېږي. هم پۀ دغه دود پښتو زمونږ د قام ژبه
د حمزه بابا مرثيه نګاري – فېض الوهاب فېض
(انتخاب) نوټ: دا غوره ليکنه د محترم اديب او ليکوال ښاغلي فېض الوهاب فېض صېب د کتاب “” نه اخستې شوې. مرثيه هغه نظم ته وائي چې د مړي ماتم او پسماندګانو سره پۀ کښې غمرازي کولے شي، دا د عربي لفظ رِثا نه مشتق دے. د رثا معنٰي ده د مړي د خېر ذکر کول. د هرې ژبې پۀ شاعرۍ کښې داسې نظمونه موندے شي چې د چا نزدې انسان پۀ مرګ ليکلي شوي وي. د شعر و ادب فارسي مصنف زين العابدين موتمن د مرثيې درې قسمونه ښودلي دي. رسمي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د قامي مشرانو پۀ غم کښې وئيلي شوي وي. شخصي مرثيه: دا
ګراني او کلتور – انور نګار
د ګرانۍ د زياتېدو يو شمېر لاملونه دي چې پۀ هغې کښې يو اهم د طلب او رسد (Supply and Demand) توازن دے. يعنې کله چې يو څيز مارکيټ ته پۀ زياته پېمانه راځي او خرڅ ئې د پېداوار پۀ نسبت کم وي، نو داسې ئې نرخ راغورځېږي. بل خواه کله چې د يو څيز استعمال زيات او پېداوار کم شي نو نرخ ئې پۀ بره ځي. د دې توازن پۀ ځاے ساتلو لپاره منصوبه بندۍ ته اړتیا وي چې د هر څيز پېداوار دې د استعمال کچ ته راوستې شي نو بيا د ګرانۍ مخه نيول کېدے شي. دوېم د ګرانۍ يو سبب د شيانو ذخیره کول (Hoarding) دے.
د وحشت نه د انسانيت پۀ طرف – اسرار د طورو
ځناور: د ځنګل ځناور د خوراک څښاک شعور لري. څوک وينه څښکي، څوک غوښه خوري، څوک مېوه او پاڼې خوري، د هوا مارغان يوبل خوري، د غر، صحرا، سمندر ځناور خوري، زهر هم خوري او ترياق هم، دښمن پېژني ځان ترې نه تر وسه وسه پۀ تېښته ساتي، پنجه ور ئې پۀ پنجو، پۀ داړو، پۀ لشو، پۀ خلو پۀ ژبو راټينګوي. پۀ خپله ئې هم خوري بچو له ئې پۀ مورنۍ مينه پۀ مخوکه کښې قطره قطره قېمه قېمه ورکوي. د خپل احساس اظهار پۀ صوت و اهنګ کوي، د خطر او وېرې پۀ اواز کښې ئې د مرثيې او نغمې سرور او ملال ښکاره وي. حلال او حرام:
د قيوم خان وزارت – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه – (تېر پسې)
کله چې قيوم خان پۀ وزارت کښېناستو نو مسلم ليګ خو دا ورځ د خدايه غوښتله ځکه چې پۀ مسلم ليګ کښې خو ټول خان بهادران، نوابان او خانان شامل وو چا چې ټول عمر د پېرنګي مخې ته جارو وهلې وه او پېرنګے ئې خپل دوست ګڼلے ؤ. نو هغوي دا خبره بيا چرته زغملې شوه چې د هغوي مزې دې ختمې وي. او د خدائي خدمتګار چا چې ټول عمر د پېرنګي د ظلم او جبر پۀ ضد مبارزه کړې وه او د چا حکمرانۍ سره چې د دغه خانانو، نوابانو او خان بهادرانو هغه ټوله نشه وتې وه. نو د قيوم خان حکومت جوړېدو سره هغوي ته
سپوږمۍ کړنګ وهه راخېژه! – يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه – مولانا خانزېب
پښتو ادب د پښتو ژبې ډول سينګار دے. پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده. مورنۍ ژبه ځکه وئيل کېږي چې د مياندو نه د نړۍ هر ماشوم اول خپله ژبه زده کوي او هم د هغوي د زار قربان الله هو نه جوړېږي. د ماشوم د مور سره نزدې والے هم د مينې او د مور د زارېدو پۀ اواز وي. مياندې پۀ دغه وخت کښې غېر شعوري ادب هم تخليق کوي. دغه غېر شعوري ادب چې د ماشوم لپاره وي خپل بېل ډول حېثيت لري. دغه د مياندو غېر شعوري ادب کله د “فولکلور” او کله د “دستاويزي ادب” پۀ شکل کښې وي. دغه شان د زنانو پۀ ذمه وارۍ
“زۀ او زما زمانه” – رشيد احمد
“زۀ او زما زمانه” د خداے بخښلي عبدالخالق خليق د ژوند ليک عنوان دے او ښۀ معروف دے. ولې ما دا دعنوان تر حده خوښ کړے دے. نور پۀ دې څۀ بحث نۀ کوم او کۀ څوک ئې شوق لري نو ما پۀ خپل کتاب کښې پۀ دې تفصيلي بحث کړے دے. زۀ به د خليق صېب نۀ بلکې د خپلې زمانې خبره کوم ځکه چې خليق صېب هم تلے دے او زمانه ئې هم تېره شوې ده. اوس زمونږ زمانه ده. صوفي صېب دې الله پۀ جنتونو سرکړي، يوه ورځ پۀ دفتر کښې ناست ؤ نو راته ئې وئيل څۀ ښۀ زمانه وه لاړه تېره شوه او د خپل
سور شين او تور (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے
هغې څو لمحې خپل سپين سپين لاسونو ته داسې پۀ ځېر ځېر کتل لکه د دغه لاسونو پۀ کرښو کښې د خپل سبا هيلې ګوري. کرښې تاؤ راتاؤ وې، يوه نېغه کرښه بيا د هغه کرښې پۀ مېنځ کښې وړې وړې کرښې چې پۀ نېغه کرښه تلې راغلې وې. څۀ بې ځايه پېل شوې کرښې او څۀ بې ځايه ختمې شوې کرښې . د لاسونو کرښې د انسان قسمت ټاکي هم دغه کرښو کښې د راتلونکي ژوند پۀ اړه بلا معلومات خوندي وي لکه دا کرښې چې د ماډرن کمپوټر سېسټم پۀ رنګ کوډونه وي. هغې لا کرښو ته کتل چې د ټيلي فون زنګ ئې پام ځان ته واړوو.
روپۍ وړه پۀ تول پوره ۔۔۔۔۔۔۔ – (خاکه) ګل محمد بېتاب
سور سپين مخ، غونډ مخ، شنې سترګې، لنډه فېشني سور بېخښنه ږيره، وړوکے قد او د حد نه زياته معصومه څهره لرونکے چې د خبرو انداز ئې لکه د مدرسو د قاريانو غوندې د ادب نه ډک دے۔ چې خبرې کوي نو انتهائي د معصوميت او صداقت ګمان پرې کېږي خو نور ګورې ښۀ پوره حضرت دے ۔ یو کمال ئې دا دے چې د خپل شکل او رنګ روغن پۀ وجه د خپل طبعي عمر نه ډېر کشر ښکاري۔ چې ما ئې تر څو زلمي ځامن نۀ وو ليدلي نو ماته ډېر کشر ښکارېدلو خو چې خپله ئې راسره خپل دوه زلمي ځامن معرفي کړل نو پوهه شوم چې
لالټېن د رڼا او شعور نخښه ده! – ساجد ټکر
لالټېن د قامي ګوند عوامي نېشنل ګوند انتخابي نخښه ده. لالټېن د فخر افغان بابا امانت دے، د خدائي خدمتګارو امانت دے، د قامي تحريک امانت دے، د ازادي خوښو امانت دے، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان امانت دے، د ګوند د هر شهيد امانت دے. لالټېن د مبارزينو علامت دے، د جمهوريت خوښو علامت دے، د خپلواکۍ علامت دے، د روښانفکرۍ علامت دے، د اولسواکۍ علامت دے، د قامپرستۍ علامت دے، ورورولۍ علامت دے او پۀ يو لار پۀ شريکه د تګ علامت دے. ځکه نو لالټېن رڼا ده، لالټېن مينه ده، لالټېن پرمختګ دے، لالټېن سوکالي ده، لالټېن خوشحالي ده او لالټېن سيالي ده. عوامي نېشنل ګوند
“د افغان جنګ ثمرات” – محمد سهېل مونس
د ا فغانستان د دوه سياسي ګوندونو پرچم او خلقو ترمېنځه چې کله تاو تريخوالے زيات شو نو سياسي طريقه کار او جمهوري طرز عمل يو اړخ ته کېښودلے شو او خبره د اشتعال طرفه ته لاړله. روس د امو سيند نه را پورې وتلو او د کابل پله ئې خپل فوځ پۀ تېزۍ سره رامخکښې کړو. دا ګام پۀ کال نولس سوه يو کم اتيايم کښې اخستلے شوے ؤ او بيا د لس کليز جنګ وروستو لۀ ماتې نه پس واپس لاړل. څه موده پس د طالبانو نوم خور شو چا چې ډاکټر نجيب پهانسي کړو او خپله ئې کابل تخت پۀ قبضه کښې و اخستو او حکومت ئې
” اېبسلوټلي يس؟ ” – سلطان خان ټکر
موجوده د خزانې مشير چې کله پۀ حکومت کښې نۀ و نو د سابقه مشير خزانه حفيظ شېخ باره کښې ئې قوم ته پټۍ اوروله چې د ديارلس فيصد شرح سود پۀ وجه ئي د ملک بېړه غرقه کړه۔ د ګېس، بجلۍ، پټرولو، د هر يو څيز قيمتونه ئي وچت کړل، پۀ ملک ئې د ائي اېم اېف د پروګرام د وجې نۀ يو غېر يقيني صورت حال جوړ کړے دے، ايا د موجوده مشير خزانه د راتلو سره پۀ مونږ باندې ائي اېم ايف پۍ راپرېښودل، کۀ پيو کښې اوبۀ هم نورې سېوا کړې او د ملک کباړي بېړه ئي نوره هم کباړي کړه، ايا قيمتونه ښکته شو او
د کالعدم تحريک لبېک او حکومت ترمېنځه روغه جوړه – سيد جاوېد اقبال ګېلاني
څنګه چې مونږ او تاسو ته پته ده چې د تحريک لبېک او د حکومت ترمېنځه يوه لويه رسه کشي پاې ته ورسېده او روغه جوړه تياره شوه. د دې دواړو ترمېنځه د جنګ دا سلسله تر ډېره وخته پورې وچلېده. د حکومتي چارواکو بيان شوې خبرې کۀ پۀ خپل ځاے يو ثبوت دے نو هلته د تحريک لبېک انداز کښې بيان شوي خبرونه هم څۀ کم نۀ وو. د روغې د پاې ته د رسېدو نه يو دوه ورځې مخکښې زمونږ وزير صاحب بيان پۀ ريکارډ راغلے او هغه پۀ قامي خبرونو کښې دا وئيل چې زمونږ بغېر د يوې خبرې نه نور پۀ ټولو خبرو اتفاق راغے. او
اداريه – دسمبر 2021
پۀ دې کښې هېڅ شک و شبه نشته چې پۀ کومه ټولنه او ملک کښې انصاف وي نو هلته د ژوند هر يو اړخ روان، متحرک او سوکاله وي او کوم ځاے کښې چې انصاف نۀ وي نو هلته د ژوند هر اړخ بې طرفه او ځپلے وي. دا يو قدرتي امر دے چې چرته انصاف کېږي نو هلته سياست، معيشت، سماجي اړخونه، تعليم، بشري حقونه، د رايه د اظهار ازادي او مساوات وي او چې چرته انصاف نۀ کېږي نو هلته سياست، معيشت، تعليم، سماجي ژوند، بشري حقونه او د رايه د اظهار ازادي نۀ وي. کۀ وګورو نو انصاف نۀ صرف د يو انسان او فرد لپاره ضروري
بابړه کښې پۀ کال 1948ز کښې د خدائي خدمتګارو شهادت – سعيداحمدشاهي
دا واقعه بابړې سره تړلې واقعو کښې تراوسه د ټولو مهمه او خونړۍ واقعه ده کومه چې پۀ کال 1948ز کښې د اګست د مياشتې پۀ دولسمه نېټه پېښه شوې وه. دې واقعه کښې پۀ دغه ورځ پۀ بې ګناه خدائي خدمتګارو، د بابړې او خواوشا کليو پۀ عام اولس نر او ښځو باندې د اسلام پۀ نامه د هندوستان نه د راشوکولي شوي نوي ملک واکدرانو ګولۍ وچلولې چې له امله ئې د يو معلومې شمېرې مطابق د شپږ سوه نه زيات کسان شهيدان او پۀ زرګونو ژوبل شوي وو. خو ترنن ورځې پورې بيا هم د صحيح شمېرې پته ونۀ لګېدله. د دې بې ګناه شهيدان کړے شوي
خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا – ليک: ډاکټر محمد شهزاد
خدائي خدمتګار شېرزمين خان کاکا د پښتونخوا تاريخي کلي کوټ منزري بابا ملاکنډ پۀ نوموړي خدائي خدمتګار کورنۍ کښې پۀ کال ١٩٤٢ز کښې زېږېدلے ؤ. ابتدائي زدکړه ئې د خپل کلي پۀ سکول کښې کړې وه. د وړوکوالي نه د خدائي خدمتګار تحريک او د هغې وخت نېپ (اے اين پي) پۀ هره جلسه، جلوس کښې به د مشرانو سره څنګ پۀ څنګ ولاړ ؤ. پۀ مقامي غونډو کښې به سټېج سېکرټري ؤ. ډېر د وړوکوالي نه ئې د مشرانو پۀ زړونو کښې ځاے پېدا کړے ؤ. هرکله چې د ګټې وټې شو نو د معاش پۀ تکل کښې د کراچۍ پۀ لور روان شو. هغه وخت کراچۍ ښار د
“ويستې غوټه” – افتخار ساحل
د بازار پۀ څلور لاري کښې د خلکو د هجوم پۀ ګول دائره کښې بابو ګنډېرو والا څه پۀ زور زور سر ور ننه ويست. او د خلې نه ئې اوفففف اواز اوختو. د ګڼ شمېر وار خطا سړو پۀ مېنځ کښې ښېرو لکه د زخمي مرغۍ غوندې پړکېده…. د درد شدت د هغې د خلې نه بې واره زبېرګي ويستل…..هغې د ځان نه يوه خيرنه او بدبوداره کمبل تاو کړې وه. او د سر تور او سپين وېښته ئې پۀ مخ بې ترتيبه خوارۀ وارۀ پراته وو… خلکو پۀ خپلو کښې پسه پسه شروع کړل. اختري چڼې وال پۀ خندا خندا کښې ګڼې ته ووئيل”ځئ وروره! خپل خپل کارونه
غزل پۀ مومندو کښې – شباب مومند
دا خبره د یادونې وړ ده چې کله هم د شاعر او د ادیب خبره کېږي نو د مومندو ذکر به لازم ورسره کېږي. ولې چې د مومندو پۀ سیمه لوے لوے ادیبان، شاعران پيدا شوي دي، چې پښتو ادب ته ئې دوام ورکړے دے. او دغه د پښتو ادب کاروان ئې روان ساتلے، هغه کۀ رحمان بابا دے او کۀ عبدالحمید مومند دے، کۀ کامل مومند دے او کۀ قلندر مومند دے، او دغه شان ریاض تسنیم هم پۀ دغه ادیبانو شاعرانو کښې خپله برخه لري. دوي د ادب هغه شهسواران دي کومو چې د ادب مېدان ژوندے ساتلے او خاص کر د شعر، د فن او هنر پۀ
د دستار نامې وړومبے هنر – فضل مومند
د ستر خوشحال خان خټک سحر انګېز شخصیت ته چې سړے وګوري نو حېران پاتې شي، یو شخص د دومره زياتو خوبیو مالک څنګه کېدے شي. سړے به د خوشحال خان خټک کوم کوم اړخ راخلي او لیکل به پرې کوي ، زما تر نظره به بل داسې یو شخصیت هم پۀ پښتنو کښې نۀ تېر شوے وي او نۀ به مستقبل کښې راشي. دغه نابغه، نوموړے او تاریخي شخصیت پۀ يو وخت شاعر، ادیب، عالم، فقیهه، عارف، طبیب، مشر، معلم، او مدرس، ننګیالے او فرهنګیالے ؤ. مونږ کۀ د خوشحال بابا پۀ ژوند نظر واچوو نو د وړکوالي نه تر مرګه د هغوي ژوند ټول د حادثو نه ډک
حقيقتونه خاندي – اسرار د طورو
زۀ پۀ طورو ډهېرۍ ولاړ يمه اسمان ته ګورم پۀ قد وړوکي لوړ قامت د باچاخان ته ګورم پۀ ايکي سر زلمي راپاڅي چنګېزان لړزوي غلامي نۀ مني د سېلمې انګرېزان لړزوي ځان سره خلق د هر کلي د هر قام شريکئ د عالمانو نه رڼا اخلي تيارې غوڅوي پۀ مال و سر نۀ دے روان دے تورې شپې غوڅوي غېر اسلامي رسمونه نۀ مني پۀ ځان او پۀ قام دغه رسمونو پښتانۀ پۀ هر ډګر کړه ناکام د جهالت خلاف ازادې پوهنزي جوړوي پښتون بچي لۀ پۀ علمي جهان کښې ځاے جوړوي انګرېز وېرېږي ازمرے پۀ زنځيرونو تړي پۀ قېدخانوکښې دا مجرم پۀ تقريرونو تړي تۀ مدرسه جوړوې تۀ
يو ملنګ به اوسېدلو… تا ته ياد دي پېښوره! – ګل محمد بيتاب
نۀ پوهېږم چې خبره د کوم ځاے نه شروع کړم او څنګه ئې شروع کړم. چې کوم شخصيت مې مخې دے نو لکه د بوډۍ د ټال ئې ګڼ رنګونه دي. هر رنګ ئې ښکلے او زړۀ راښکون لري. يو داسې کردار دے چې پۀ خپل ژوند ئې ډېر خلق متاثره کړي دي بلکې د هغۀ مينه پس مرګي هم هغه شان د خلقو پۀ زړونو کښې موجوده ده. وجه ئې د هغۀ د خپل مرام او ټاکلي منزل سره د لېونتوب ترحده عشق، خلوص، ديانت داري، ملنګي خوئي او درويشانه ژوند ؤ. د سپېځلي فکر څښتن ؤ او قدرت ورله د خپل فکر د بيان د پاره داسې خوږۀ
ارواښاد ډاکټر خورشيد
د انسان د پېدا کېدو پۀ وخت کښې خوشحالي يو فطري عمل دے خو د مرګ پۀ وخت خفګان او ژړا يوه رسمي، رواجي او کلتوري حصه ده. هر انسان چې پېدا شي نو نوم ورله کېږدي. دا شاخت هر سړے د مرګ پورې او ځنې ئې د مرګ نه پس هم لري. د نوم د شناخت نه پس د انسان کړۀ وړۀ ، اخلاقيات ،عبادات او ټولنيزو غونډو کښې شرکت او د علم پۀ بصيرت دائمي شناخت جوړ شي. ليلونۍ د تور ژبو مياګانو سېدانو کلے او پوره د شانګلې د خلقو پير خانه ده. مينه کښې خواږۀ ولې خويونو، عادتونو کښې سخت دي. رسول خان ميا د ليلونۍ
غني خان او ملا
د خان عبدالغني خان متعلق دا سوال د لر و بر د پښتنو پۀ ژبه عام دے چې غني خان د ملايانو ولې مخالف دے او دا پښتنې پښتانۀ ځکه کوي چې پۀ پښتو معاشره کښې د ملا يو ډېر لوړ مقام دے ولې چې ملا د پېغمبر پۀ منبر ناسته کوي او د دغې پاک او مبارک منبر نه مونږ ته د الله د دين تعليم پۀ داسې انداز کښې راکوي لکه چې الله پله تلونکې نېغه لار هم د دۀ پۀ برخه رسېدلې ده. پس هم دغه وجه ده چې کله بيا څوک هم د ملا پۀ کردار ګوته پورته کوي نو عاميان پښتانۀ پۀ دې سوال پوښتلو
غني خان او ماحوليات
کله چې بابا ادم او حوا ابۍ له جنت نه بهر کړے شول نو د دوي د قدرتي ماحول سره واسطه راغله، دتن ،بدن سره سره د هوا، سيلۍ او زول طوفان نه د ځان بچ کولو لپاره دوي ته د پنا ضرورت ؤ او دا ورته د ونو بوټو،د پاڼو څانګو له برکته ترلاسه شول او داسې د انسان د خپل ماحول يعنې چاپېرچل سره تعلق او رشته يا تړون پېدا شو. او دغه تړون لۀ هغه وخته تر نن جاري دے. مونږ دغه اونې بوټي د خپل هر ضرورت لپاره پکار راولو۔ کټ کرسۍ، ورونه، کړکۍ ،امسا او اور بلولو نه علاوه د خوراک لپاره مونږ اونو بوټو
ولي خان سره انټرويو
نوټ: (د خان عبدالولي خان سره دا انټرويو ښاغلي اديب جاوداني کړې وه چې پۀ نومبر 1984 کښې پۀ “مون” ډائجسټ لاهور کښې چاپ شوې وه او يو ځل څو کاله وړاندې “پښتون” کښې خپره شوې وه. مونږ ئې د هغې ادارې پۀ مننه د امجد شهزاد صېب پښتو ترجمه خپلو لوستونکيو ته يو ځل بيا وړاندې کوو.) سوال : خان صېب د پاکستان د قيام اساس پۀ دوه قومي نظريه اېښودے شوے دے او دا ملک مونږ د قائد اعظم پۀ قيادت کښې د بې شمېره قربانيو نه پس حاصل کړے دے ولې دوه کاله وړاندې تاسو پۀ خپله يوه انټرويو کښې د پاکستان د جوړېدو کرېډټ د انګرېز
پښتنه ټولنه او عدم تشدد
پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل سره اختلاف رايه د هر چا حق دے او پکار ده چې د مکالمې او زغم روايات مونږ خوارۀ کړو خو د عدم تشدد د فکر پۀ اړه چې مونږ د جنجال خورولو پۀ ځاے د دے اهميت او حقيقت واضحه کړو، ځان د دے ستر فکر پۀ حقيقت اورسوو او د يو فکر سره پۀ پوره کمټمنټ باور او سر خلاصي ودرېږو. عدم تشدد او قام پرستي کوم جذباتي يا وړوکے عمل نۀ وي بلکې دا د اسلام، پښتو او ټولې نړۍ د بشر دوستۍ پۀ ژغورنې ولاړ سپېځلے فکر دے چې پښتانۀ ورته
لانجه مار وزيراعظم
د فواد چوهدري وېنا ده چې پۀ دنيا کښې پۀ انټلېجنس شخصياتو باندې دومره اخبرې اترې نۀ کېږي کومې چې پاکستان کښې پۀ ميډيا کېږي، چې د هغې د وجې نۀ د انټلېجنس سربراه نوم “هاوس هولډ نېم” شي يعنې د هر کور بنده ئې پېژنې او تبصرې پرې کوي۔ فواد چوهدري دا ټول تور پۀ ميډيا لګوي، چې دا هر څۀ د ميډيا پۀ شرارت کېږي، دا ولې داسې کېږي؟ ځکه چې پۀ پاکستان کښې کلېرېټي نشته۔ پۀ ټوله دنيا کښې داسې کنټرورسي د تبادلو پۀ صورت کښې نۀ وي، کومه چې پۀ پاکستان کښې ده، نو بيا فواد چوهدري الزام ولې پۀ ميډيا اچوي۔ يو خوا فواد