خدائي خدمتګارتحريک او پښتون قومي افسانه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت
دې مقاله کښې زمونږ غرض د خدائي خدمتګار تحريک د اثر لاندې پښتون قومي افسانې سره دے. سره د دې چې د هند نورې ژبې لکه بنګالي،ګجراتي، مرهټي او اردو وغېره پۀ خپلو خپلو علاقو کښې د تعليم ذريعې (Medium) وې نو د هغوي د ترقۍ کولو جواز واضحه دے خو ولې پښتو پۀ هر لحاظ د حکومت او خپل اولس لۀ خوا رد کړې شوې وه خو بيا هم دغه ژبې خپل وجود برقرار وساتلو او پۀ دې کښې د خدائي خدمتګار تحريک لوے لاس ؤ چې پښتو ژبه ئې د پرمختګ پۀ لور روانه وساتله. د خدائي خدمتګار تحريک ترجمان “پښتون” پښتو له پۀ وده ورکولو کښې ډېر
بايد مذاکراتو ته درناوے ورکړے شي – شميم شاهد
څو ورځې وړاندې وزير اعظم عمران خان د کابل خپله وړومبنۍ يوه ورځنۍ دوره ترسره کړه. پۀ دې دوره کښې پۀ افغانستان کښې د امن قيام او د دوه اړخيزه اړيکو او تجارتي هلو ځلو د پرمختګ لپاره د کوټلي ګامونو اخستلو اراده څرګنده شوه. د خپلې دورې نه يوه ورځ پس عمران خان پۀ خپل يو ټويټ پېغام کښې ووئيل چې پۀ افغانستان کښې د امن لويه ګټه به پاکستان ته رسي او د امن لۀ وجې به د دواړه هېوادونو ترمېنځه تجارتي اړيکې نورې هم قوي شي. پۀ خپل دغه پېغام کښې عمران خان دا هم وئيلي وو چې د دۀ د دورې يو لوے مقصد دا هم
شهيد بشيراحمد بلور او عوامي نېشنل پارټي – ارباب الطاف قادر
زۀ چې پۀ ١٩٧٧ز کښې عام انتخابات را ياد کړم کوم کښې چې زما ترۀ ارباب سېف الرحمان خان د پېښور دوېمې حلقې نه د قامي اسمبلۍ الېکشن ته د نېشنل عوامي پارټۍ (نېپ) پۀ ټکټ ولاړ ؤ چې انتخابي نخښه ئې يوه وه. دې الېکشن سره سم ما ته بلور هاوس را يادېږي چې حاجي غلام احمدبلور او بشيرخان پکښې اوسېدل. دا انتخابي حلقه کۀ يو طرفته د مېچنۍ غرونو ته رسېدلې وه نو بل طرفته اېل ار اېچ هسپتال هم د دې حلقې حصه وه. زۀ دغه وخت د لسم جماعت طالب علم وم. بلور هاوس هم د دې حلقې حصه وه. د الېکشن نه کال پس پۀ
د بشري حقونو نړيواله ورځ او پښتانۀ – اياز ايسپزے
کله چې انسان د تهذيب او تمدن پۀ درشل قدم کېښودو، د پرمختګ او رڼا پۀ لور ئې سفر پېل کړو او د فرد ځاے ټولنې ونيولو نو هغه وخت د ټولنې د غړو يو څۀ ذمه وارۍ يا فرائض او د اجتماعي يا ټولنيز ژوند تېرولو لپاره څۀ اخلاقي اقدار او اصول هم وټاکل شول چې ورته بنيادي انساني حقونه وئيل کېږي. دغه حقونه يوازې د انسانيت پۀ بنياد، د رنګ، نسل، قام، جنس او قد و قامت د توپير نه بغېر، د هر انسان بنيادي حق دے، د حقونو او ازادۍ د دغه نظريې ترمخه بنيادي انساني حقونه د چا لۀ خوا چا ته پۀ ډالۍ کښې نۀ
سیاست، اجتماعیت: د اولس زور د خداے زور دے – اوېس کمال
پاکستان کښې سیاست دومره بدنام کړے شوے چې مونږ اکثر پۀ ټولنه کښې داسې قسمه خبرې اورو “ماسره ډېر سیاست مۀ کوه”، “هغه پلانکے ډېر سیاست باز دے”، “زۀ سیاسي بنده نۀ یم”، “زۀ غېر سیاسي یم”. د دې ټولو جملو کۀ نفس ته مونږ ځېر شو نو دا خبره جوتېږي چې پۀ پاکستان کښې خلک د سیاست نه کرکه کوي، هغوي سیاست بد کار ګڼي، هغوي سیاست دهوکه ګڼي، سیاست فرېب او سیاست یو ناولے عمل ګڼي. سوال دا راپورته کېږي چې سیاست وائي څۀ ته؟ سیاست بدنام چا کړو؟ نظریاتي سیاست لۀ منځه چا وويستلو؟ “سیاست” ته پۀ انګرېزۍ کښې (politics) وائي، پولېټکس لفظ د یوناني ټکي ‘politika’
سپينې سپينې ووايه – مولانا خانزېب
پۀ قران کریم کښې د خداے وېنا ده چې مفهوم ئې داسې دے چې “تاسو هر وخت نېغه وېنا کوئ”. پۀ سیاست کښې او د يو وطن پۀ پېښ چاپېريال کښې حق او سمه وېنا کۀ يو اړخ ته لازم ده نو بلخوا دا د ټولو نه ګران کار هم دے. دغه راز يو اولس ته د وخت نه وړاندې د راتلونکي وخت حقيقتونه پۀ ډاګه کول کۀ ډېره لويه ذمه واري ده نو بلخوا دا د يوې ټولنې د قامي سياسي رهبرانو د بصيرت ازمېښت هم وي. پۀ پښتو کښې يو متل دے وائي “هره ګوجره د خپلو شوملو صفت کوي”، خو څوک پۀ سمه دي؟ څوک د تاريخ
پۀ دې خاوره د ژوند کولو ضابطه عدم تشدد ده – ساجد ټکر
دا خبره اوس لۀ چا هم پټه پناه نۀ ده چې کۀ د پښتنو پۀ دې خاوره څوک خفه کېږي نو هغه د دې خاورې حلالي بچي دي. هاغه حلالي بچي چې کله هم پۀ دې خاوره سخت وخت راغلے نو دوي خپلې سينې مخکښې کړې دي او خپله خاوره ئې ژغورلې ده؛ دا هاغه حلالي بچي دي چې کله پۀ دې خاوره پرديو يرغل کړے او يا بيا خپلو خلکو د پرديو منلي او پردۍ نظريه او نظر ئې راوړے او پۀ خلکو ئې تپلے نو د دې خاورې حلالي بچي پاڅېدلي او دغه نظريه ئې نۀ صرف رد کړې بلکې پۀ شا ئې هم تمبولې ده. تاريخ ګواه
پاکستان او مذهبي انتها پسندي – جاوېد ثاقب
د انګرېز د تګ نه پس چې د هندوستان د تقسيم او د پاکستان د جوړېدو لپاره د مسلم ليګ پۀ خلۀ کوم جواز پېش کېدو نو هغه دا ؤ چې چونکې پۀ هندوستان کښې دوه قامونه (مسلمانان او هندوان) اوسېږي چې د يو بل نه جدا مذهب، جدا رسم و رواج او جدا ثقافت لري . پۀ دغه اساس مسلم ليګ غواړي چې د هندوستان پۀ شمال مشرق کښې د پاکستان پۀ نوم يو داسې رياست جوړ کړي چې هلته مسلمانانو ته د مذهب ازادي وي، هلته اسلامي قانون وي او دغه ملک د اسلام يوه تجربه ګاه وي. حالانکې د دې نه مخکښې هم پۀ هندوستان کښې مسلمانانو
خبردار؛ دا مۀ لولئ! – پښتون
د علم نفسيات يوه اصطلاح ده چې “نرګسيت” ورته وئيلے شي. څوک هم چې پۀ دې “بيمارۍ” کښې ښکېل شي نو هغه بيا پۀ ځان کښې داسې ورک شي چې بل څوک ورته لۀ سره پۀ نظر هم نۀ راځي. داسې سړي ته نرګسي وئيلے شي او داسې سړے بيا نۀ صرف د خود پرستۍ ښکار شي بلکې پۀ ځان داسې مئين شي چې ځان ورته د هر چا نه زيات ښکلے ښکاري. هم دغه شان “خبط عظمت” يو بل داسې کېفيت دے چې سړے پکښې د برترۍ د احساس ښکار شي او ورسره د لوي والي پۀ لېونتوب کښې داسې ښکېل شي چې بيا صرف او صرف پۀ خپل
خبره ورانه ښکاري – عامر عالم
پۀ جمهوري ټولنو او ملکونو کښې حکومتونه کۀ د ملک د انتظام پۀ ښۀ شان چلولو ذمه وار وي نو ورسره د وخت او حالاتو لۀ وجې ولاړېدونکو پېښو باندې هم نظر ساتي. کۀ حکومتونه د يو ملک د اقتصاد، تعليم، امن و امان او پرمختګ غم کوي نو پۀ ملک کښې پۀ روانو حالاتو هم ځان خبر ساتي. خو دا خبره د هاغه حکومتونو پۀ اړه وزن نيسي کوم چې د اولس پۀ ووټ او خوښه راغلي وي. د دې پر ضد کوم حکومتونه چې تش پۀ نامه پۀ ووټ راغلي وي هغوي نه داسې طمع لرل هسې د وخت ضياع ده. ځکه چې داسې حکومتونه پۀ شا پټ
اداريه – دسمبر 2020ز
بايد حکومت خپلې سترګې پرانيزي! مونږ د “پښتون” پۀ دې پاڼو مخکښې هم وئيلي او يو ځل بيا وايو چې کۀ د رايې اختلاف لرل د جمهوري ټولنو حسن دے نو پۀ يو جمهوري ملک کښې د اپوزيشن ذمه واري او کار هم دے. او بيا کله چې پۀ يو جمهوري ملک کښې د يو حکومت نه خپله لار ورکه او کار هېر شي نو د حکومت سترګې غړول او هغه سمې ته راکاږل د حزب اختلاف کار نه بلکې فرض جوړ شي. کۀ وګورو نو لۀ بده مرغه موجوده حکومت وخت د سره بېخي پۀ بله بله روان دے. جهموري اقدار او اپوزيشن سره د ايوان او پارلېماني اصولو
“سپاسنامه پۀ خدمت کښې د بادشاه خان” – د حمزه بابا له خوا
نوټ: دا تاريخي سپاسنامه پښتون مجلې ته پروفېسر ډاکټر محمد زبېرحسرت صاحب ډېره پۀ مينه وسپارله او مونږ ئې د “پښتون” لوستونکيو ته ډېر پۀ درنښت وړاندې کوو. محترم بادشاه خان؛ فخرافغانه ستړے مۀ شې، پخېر راغلې خېرونه دې راوړل. د پښتون ملت غم خوره خوشحالۍ دې راوړې. دازادۍ رڼا دې راوړه. کۀ څۀ هم د قام د بې حسۍ پۀ وجه تۀ مرور وې. خو د پلار پۀ حېث چې د يو زوي نه خفه شوې د دوېم زوي سره دې استوګنه غوره کړه. دا هم ستا کور دے او هغه هم ستا کور ؤ. ځکه چې ښکته پورته ټول يو پښتون ملت او يوه پښتونخوا ده. مونږ چې
“نيازبين خانه”؛ خداے دې پوهه کړه – صديق ننګيال
دا خبره خو اوس ډېره زړه بلکې د خبرو نيا شوه خو څۀ وکړو چې نن دا خبره د پخوا پۀ نسبت لا زياته بلکې بېخي سمه او جالبه ده. کله نه چې دا ملک جوړ شوے دے نو اکثر مونږ دا خبره اورو يا راته وئيلے کېږي چې ملک د “نازکو حالاتو” نه تېرېږي . دغه نازک حالات دومره زاړۀ، وراستۀ او اوږدۀ شو چې اوس ئې زنګ هم نيولے دے خو بيا هم د دې خبرې اثر پۀ خپل ځاے قائم دائم دے. د دې خبرې بلکې بيانيې يو ډېر عجيبه او مهم اړخ دا هم دے چې چا هم تر اوسه د دې نازکو حالاتو د مخنيوي
خپلې ذمه وارۍ به پېژندل وي – سيده نازيه شاه
کله چې مونږ د تاريخ پاڼې اړوو نو داسې يو دور هم ګورو چې لوڼه به ژوندۍ ښخولې شوې. خو کۀ نن ګورو نو وخت ډېر بدل دے او زنانه پۀ هر مېدان کښې پۀ خپل قابليت او صلاحيت مخکښې روانې دي. کۀ موازنه کوو نو د نن دور ډېر بدل دے. خو لۀ بده مرغه بيا هم د زنانو پۀ اړه د ځينې خلکو سوچ، رويې او فکر ډېر جاهلانه دے. نن هم مونږ ګورو چې تشدد پۀ يو نه يو شکل کښې جاري دے. خو ځينې پېښې داسې مخې ته راشي چې انسان څۀ چې انسانيت هم ولړزوي. هغه څومره عجيبه وخت ؤ کله چې د قصور د
د چارسدې تاريخي کلے بابړه – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال:سيد احمد شاه
بابړه کلے د پېړو نه پۀ چارسده کښې يعنې پخوانۍ پشکلاوتي کښې اباد کلے دے. دا کلے د چارسدې د بازارکوم ته چې د تحصيل بازار هم وئيلے شي نه تقريباً دوه کلو ميټره پۀ فاصله کښې د جيندي سيند او د چارسدې لويې مقبره پۀ مېنځ کښې پروت کلے دے. پۀ چارسده کښې چې نور څومره کلي هم اباد دي هغه ټول د يو قوم او تقريباً د يو نيکۀ اولاد باندې اباد شوي دي خو پۀ بابړه کښې د بېلا بېل قومونو خلق اباد شوي دي. د بعضې رواياتو مطابق بابړه د سکندراعظم د وخت نه مخکښې هم اباده وه او د هغې وجه دا ګڼلې کېږي چې
انقلاب زنده باد – ډاکټر همدرد يوسفزے
د کوڅې هغه بل سر ته به چې د غمي ماما پۀ اټۍ کښې شور شو نو زۀ به غلے غوندې لاړم. د ملېشې تورې جامې او توره ټوپۍ چې به غمي ماما وليده نو چغه به ئې کړه سر کوزيه! ته بيا د سکول نه پټ شوے يې؟ دا ځل چې دې پلار د کوئټې نه راشي نو زۀ به دې پرې سم کړم. “هله شابه منډه کړه سکول ته ځه”. “دا ماسټران هم څومره بې کا ره شو، هډو درته څۀ وائي نۀ” “کاکا! بس دا سندره اورم نو ځمه” تۀ ئې لږه تېزه کړه کنه”. غمے کاکا به مسکے شو. “سر کوزيه! هله هو!” لکه چې هغۀ
د ادب بابا نانک (خاکه) – ګل محمد بېتاب
هغه چا رشتيا وئيلي دي چې پۀ ليدلو او اورېدلو کښې ډېر فرق وي ځکه کله کله مونږه د يو بل نه پۀ اورېدلو خبرو د يو بنده متعلق اندازه يو شان ولګوو خو چې کله ئې خپله ووينو او ورسره مو څۀ وخت تېر شي نو معلومه شي چې څۀ مو اورېدلي وو، غلط وو. دغه شان ما هم د دې سړي پۀ حقله د ليکوالو خبرې اورېدلې وې او دا خبرې د يو بل نه مختلفې وې. البته د شکل او جوثې پۀ حقله ئې د ټولو رايې يو شان وه. خپله مې د دوي د پښتو شعري مجموعه او د اردو د نثر کتاب لوستلے ؤ نو
پۀ ګنجي واوړېدو – پښتون
اخبار کښې خبر ؤ چې پۀ هندوستان کښې يوه ناوې عدالت ته رسېدلې او د خپل خاوند خلاف ئې د درغلۍ مقدمه درج کړې ده او خواست ئې کړے چې د انصاف سره سره دې د خاوند نه ازادي هم ورکړے شي. تفصيل د خبر داسې دے چې ناوې ته د وادۀ پۀ دوېمه پته ولګېده چې خاوند ئې پۀ سر ګنجے دے او وېښتۀ ئې لګولي دي . بس نو د دې خبرې پۀ معلومېدو د ناوې خوبونه تالا ترغه شول او د انصاف لپاره عدالت ته ورسېده. بل خبر هم د هندوستان نه راغلے دے . يو ډاکټر چا تېر باسلے دے او يو نيم کروړ روپۍ ئې
“د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق
“د صوابۍ تاريخ” د ډاکټر بشريٰ خاتون د پي اېچ ډي مقالې يوه برخه ده. کتابي بڼه کښې، سره د حوالو او لرغوني نخښو نخښانو پۀ دوه سوه اووۀ پنځوس مخونو مشتمل ده. د ډاکټر بشريٰ خاتون دا ځانګړې علمي ادبي او تحقيقي زيار او کار پۀ هر ډول د ستائنې، مننې او مبارکۍ جوګه دے. کومو محترمو پوهانو چې پۀ دې کتاب سريزې ليکلې دي ، تنقيدي جاج ئې اخستے دے او علمي بحث پرې ئې کړے دے، مناسب دے چې هم د هغوي د الفاظو نه استفاده وکړم. د کتاب شاپاڼه د ګورنمنټ سپرئيرسائنس کالج پېښور پښتو څانګې چيئرمېن پروفېسر فضل نصيراسير ليکلې ده. اعتراف کوي چې د
مظاهرفطرت او دغني خان جمالياتي حِس – نورالامين يوسفزے
د فطرت غېږ د انسان لپاره د مور د غېږې حېثيت لري ځکه چې د خپل وجودي او کلتوري سفر پۀ پېل کښې هم دغه فطرت د دۀ لومړے مسکن ؤ ځکه نن هم چې دے کله دغه غېږې لۀ ورځي نو پۀ روحاني توګه ډېر اطمينان او سکون محسوسوي. د فطرت غېږ او ښکلا د دۀ لپاره تش د اطمينان او خوشحالۍ سبب نۀ دے بلکې د فطرت پۀ دغه غوړېدلي کتاب کښې دۀ د خپلې ارتقاء لومړے درس هم اخستے دے او نن هم د خپل بصارت پۀ مدد دے د فطرت د مظاهرو مشاهده کوي . پۀ دغه درس او دغه زده کړه کښې خپله فطرت او
د ژوند ابتدائي مفکورات – مولانا خانزېب
د زمانو زمانو نه پوهان پۀ دې لټون کښې دي او خپلې څېړنې ئې کړې دي چې د ژوند شروع څنګه شوې؟ ژوند د نړۍ پۀ سر د زمان پۀ ټاټو کښې څنګه پرمختېا کړې؟ انسان د ژوند د ارتقا پۀ پوړو د څومره ستونزو نه راتېر شوے؟ او تر نن وخت د سائنسي دور د بام نه مخکښې د ژوند د احساس پۀ لټون کښې دے د کومو غورځو پرځو سره ښکر پۀ ښکر پۀ ډغره پاتې شوے؟ کۀ پۀ انسان هرڅومره کړوسې تېرې شوي خو دا يوه خبره د انسان د ستر والي لوے دليل دے چې انسان پۀ هره زمانه کښې خپل ځان ژغورلے،ډېر لوېدلے پاڅېدلے خو
د خپلې خاورې تاريخ ليکل لويه لاس ته راوړنه – شېخ جهانزاده
تاريخ ته د قام حافظه وئيلے کېږي. د چا نه چې تاريخ ورک شي هغه ګنګس شي. نننۍ نړۍ د قام او وطنيت د عروج ده. هر قام خپل تاريخ جوړوي او وياړ پرې کوي. تاريخ د ماضي د رېکارډ نامه ده. تېر حالات ، واقعات او د هغې نتيجې د مستقبل د پاره بنيادي ثبوت او دليل ګڼلے شي. تاريخ دحال او راتلونکي پۀ اړه د صف بندۍ کړنلاره پۀ ډاګه کوي. تاريخ د ائنده نسلونو د پاره ښۀ سبق او رڼا ده. څوک چې د تاريخ نه عبرت نۀ اخلي هغوي تل پۀ تاوان کښې وي. د نن مشاهدات او تجربات د سبا تاريخ دے. تاريخ ائنه ده
د”سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” پرانستونکې غونډه او د کابل ادبي دوره – ډاکټر ظفرالله بخشالے
د اکتوبر پۀ وړومبۍ اوونۍ کښې راته د “سلېمان لايق فرهنګي ادبي بنسټ” لۀ خوا بلنه راکړې شوه او دا هم ووئيلے شول چې پۀ دې دوره کښې به د باچا خان پوهنتون پخوانے رئيس او د باچا خان څېړنيز مرکز مشر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت او د مفکوره ريسرچ اېنډ ډوېلپمنټ مرکز مشر حيات روغانے هم وي. ډېر خوشحاله شوم چې د دوي سره به دا ادبي دوره ډېره خوندوره وي. د ټاکلې شوې نېټې نه مخکښې مو پۀ پېښور کښې د افغانستان قونصلګرۍ نه د ګران ملګري اسد الله فاروقي پۀ مرسته ويزې واخستې. پۀ ټاکلې شوې ورځ يعنې اووم اکتوبر دوه زره شل ( ۷ اکتوبر
مورنۍ ژبه او د پښتو لوحو کمپېن – اياز ايسپزے
ژبه د يو قام او ټولنې د وجود د جوړښت بنيادي او مهمه برخه ده، دا يوازې د اظهار او اړيکو يوه مهمه وسيله نه بلکې د انساني شعور او پوهې د پرمختګ او پراختيا بنسټ هم دے. د ژبو د تخليق تاريخ هم شا و خوا دومره زوړ دے څومره چې پۀ خپله انسان لرغونے دے. د ټولنې د تشکيل سره سم د صوتي فلسفې لاندې د ژبې تخليق هم شوے دے، ځکه چې د ګډې استوګنې سره سم د انسانانو لپاره د خپلو خيالاتو، احساساتو او اړتياؤ د اظهار لپاره ژبه ضروري وه، ژبه هغه مهمه ټولنيزه پديده ده چې پۀ انساني ټولنه کښې د يو بل د
د عدم تشدد د فلسفې بيان او داستان – شمس بونېرے
دنيا د يوې لويې حادثې پېداوار دے. د دې تفسير او تشريح جدا جدا او خور وور پروت دے. زۀ به د خپلې موضوع پۀ اساس د دې تاريخ او ارتقاء بيان کړم. د دنيا د تخليق پۀ دې حادثه کښې ګېسونو جنګ شروع کړو او لويه چاودنه (Bing Bang) وشوه. دنيا وجود کښې راغله چې زياته برخه ئې اوبۀ او لږه زمکه شوه. اوبو کښې “يک خلوي” (Unicellular) ژوند شروع شو. د زرګونو کلونو پۀ دوران کښې انسان پۀ زمکه خور شو. د کار، ښکار او خوراک د پاره مبارزه پېل شوه. د ملکيت احساس پېدا شو، د پېداوار چل زده کړے شو او د زمکې د قبضه کولو
د پښتونخوا قبائيلي ضلعې او دافغانستان سره تجارتي اړیکې – نثار باز
انسان د اول نه تر اوسه د خپل ژوند ژواک د پرمختګ پۀ پوړو د پورته کولو او خېژولو لپاره د وخت او زمانې د هر طوفان او زورور سره ښکر پۀ ښکر پاتې شوے دے خو چې هر څومره د وخت ګزارونه د دۀ کالبوت خوړل نو انسان چرې هم خپل همت او د ډغرې توان د لاسه نۀ دے ورکړے بلکې دا شعر دانسان ددغه لامبو مصداق دے . . . کۀ ظالم مې ژبه غوڅه کړه تېرۀ شوه توره څومره چې تېرۀ شوه لا خوږه شوه اوس کۀ نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي چې زما نغمه سړه نۀ شوله سره شوه د انسان پۀ
بلوچستان (سوهېلي پښتونخوا) کښې د عوامي نېشنل ګوند تنظیمي او سیاسي فعالیت: اثرات، هیلې او امکانات – مابت کاکا، ستر ایالتي سېکتر، عوامي نېشنل پارټي بلوچستان
پۀ فکري لحاظ باندې کۀ څۀ هم زمونږ غوندې سیاسي ورکرانو د پاره، د چا چې لۀ دې تنظیم سره یو ژور تعلق پاتې شوے وي، یا د داسې ازاد پلټونکي د پاره، چې د خپلې خاورې او اولس د ستونزو د حل د پاره د یو قابل عمل (Applicable) تخلیقي اپروچ پۀ اړه اندېښمن وي، عوامي نېشنل ګوند یو مؤثر حرکت ګڼل ناشوده (ناشونې) نۀ ده. خو د اولس پۀ سترګو کښې هلته د یو داسې امېد بڅرکي لیدل، چېرته چې پۀ اولسي کچه تنقیدي سوچ دومره ژور نۀ وي، چې د تحریکونو نظریاتي او تنظیمي تحلیل د یو (Scientific Applicability) پۀ اساس و کړے شي، د فکر وړ
زمونږ بيانيه ۹۹ کاله زړه او بېخي څرګنده ده – عامر عالم
پۀ درويشتم اکتوبر پۀ باچاخان مرکز پېښور کښې د صوبائي کونسل لويه او مهمه غونډه ترسره شوه. دې غونډې ته د خپلې وېنا پۀ مهال د عوامي نېشل ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان ووئيل چې د ګوند بيانيه بېخي واضحه، ښکاره او څرګنده ده. اېمل خان ووئيل چې د دې سوال هډو ضرورت نشته چې مونږ دې پۀ خپله بيانيه خبرې وکړو او زياته ئې کړه چې زمونږ بيانيه تاريخي او نهه نوي کاله زړه بيانيه ده، زمونږ بيانيه د ستر باچاخان بابا او ولي خان بابا بيانيه ده . اېمل خان ووئيل چې بايد زۀ، تاسو، د ګوند هر غړے، هر کارکن او مونږ ټول پۀ خپله بيانيه
د کپتان شتۍ او د نوو ضلعو بد حالي – جاوېد ثاقب
وائي چې د يو کلي پۀ جمات کښې د يو مسافر شپه راغله. د ماښام مونځ چې وشو نو مسافر پاڅېدو او اعلان ئې وکړو چې مسافر يم او شپه راباندې راغلې ده، نو مهرباني وکړئ څوک راله ډوډۍ راوباسئ. د کلي يو کس ورته ووئيل! “کښېنه زما نظر کښې يې”. مېلمه کښېناستو، د ماسخوتن د مانځۀ وخت شو خو مېلمه له چا ډوډۍ را نۀ وړله. د ماسخوتن مونځ چې وشو، بيا مسافر پاڅېدو او وې وئيل، دوستانو مسافر يم څوک راله بستره راوباسئ. بيا ورته هم هغه کس ووئيل! “کښېنه زما نظر کښې يې” مسافر کښېناستو، شپه تېره شوه خو تر سحره ورله نۀ سړي ډوډۍ راوړه او
د پي ډي اېم جلسې او د حکومت دعوې – ساجد ټکر
د حزب اختلاف يوولس ګوندونه لګيا دي پۀ ملک کښې جلسې کوي. وړومبنۍ لويه جلسه پۀ ګوجرانواله کښې وه، بيا پۀ کراچۍ او کوټه کښې ئې لويې لويې جلسې کړې دي . څلورمه جلسه ئې پۀ دوويشتم نومبر پۀ پېښور او بله لويه جلسه ئې د دسمبر پۀ ديارلسمه لاهور کښې ټاکلې شوې ده. اپوزيشن دريځ لري چې د کال دوه زره اتلس ټاکنو کښې دوي سره پۀ رڼا ورځ ټګي شوې ده او د دوي مېنډېټ غلا کړے شوے دے . دوي وائي چې د اولس سره شوې وعدې ټولې دروغ وې او ملک د ترقۍ پۀ ځاے پۀ بل اړخ روان دے . دوي وائي چې ووټ د
اپوزيشن سياست: پاکستان کښې حکومت مخالف تحريکونه – اوېس کمال
د برطانوي هند پۀ دوو برخو کښې بېلېدو اووۀ لسيزې وشوې خو تراوسه پاکستان د يو معقول اساسي چوکاټ پۀ لټه کښې دے. پۀ تېر درې اويا کاله کښې دلته رنګ رنګ تجربې وشوې خو کله هم چې د حکومتونو اختيارات پۀ مکمله توګه د اسټېبلشمينټ لاس ته راغلي دي نو د هغې خلاف جمهوري تحريکونه چلېدلي دي . دلته به د يو څو هاغه جمهوري تحريکونو ذکر کوو کومو چې د پاکستان پۀ سياسي تاريخ اغېز کړے دے. د ايوب خان دور : چې کله پۀ اووم اکتوبر ۱۹۵۸ء اسکندر مرزا مارشل لاء ولګوله او د ۱۹۵۶ء اساسي قانون ئې منسوخ کړو او ايوب خان ئې چيف مارشل لاء
اداريه – نومبر 2020ز
د کورنيو چارو وفاقي وزير برېګېډئير (ر) اعجاز شاه د عوامي نېشنل ګوند د شهيدانو د قربانيو پۀ اړه د غېر ذمه دارانه، بدرنګ، نامناسب او غېر ضروري بيان چې څومره هم غندنه وشي نو کمه ده ځکه چې دغه بيان صرف د بيان تر حده نۀ دے پاتې بلکې دې بيان ډېر سوالونه پېدا کړي دي، ډېرې پوښتنې ئې زېږولې دي او ډېرې مسئلې ئې جوړې کړې دي. موصوف وزير وئيلي چې عوامي نېشنل ګوند د خپل دريځ لۀ وجې د طالبان لۀ خوا پۀ نخښه کړے شوے ؤ . څنګه چې مونږ ووئيل چې د دې بيان د يو يو ټکي چې څومره هم غندنه وشي نو کمه