اداريه 2022 – باچاخان اوونۍ … هيلې تاندې دي!
“باچاخان اوونۍ” د روايت ترمخه سږ کال هم ښۀ پۀ مينه او جذبه ونمانځلې شوه. د فخر افغان باچاخان د څلوردېرشم او د رهبر تحريک خان عبدالولي خان د شپاړلسم تلين پۀ مناسبت د باچاخان ټرسټ د سېوري لاندې پۀ باچاخان مرکز، پېښور کښې کۀ د يو شمېر تقريباتو اهتمام شوے ؤ نو ورسره د ضلعو پۀ کچ هم د اوونۍ پۀ مناسبت سره غونډې ترسره شوې. کۀ د صوبې ګوټ ګوټ کښې فخرافغان او رهبر تحريک ته پېرزوئنې وړاندې کړے شوې نو ورسره جنوبي پښتونخوا کښې هم درنې غونډې ترسره شوې چې پۀ کښې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي او مرکزي ستر
د شېخ چلي چراغونه! – سلطان خان ټکر
د ترۀ پۀ ځاے ماماګان ښۀ وي، لاس امداد پۀ اخلاص کوي، خو کله مې سوچ واخلي چې ماما دا امداد پۀ دې غرض کوي چې هسې خوريے څوک ونۀ لمسوي او چرته خورکۍ حصه ترې وانخلي. د ماما زړۀ همه وخت داسې دړکې خوري۔ دا وجه وي چې ماما پۀ اختر شوقدر کښې څۀ هشتنغرۍ وريژې ځان سره راخستے وي او د خورکۍ کور پله روان وي. زياتره ورسره د زوي زوے هم وي۔ چې ماما راشي نو بيا ئې بوډۍ خور پۀ لستوڼو ګډېږي چې ورور مې راغلے دے۔ چې ورور ئې د کور نه رخصتېږي نو د هشتنغرو وريژو پۀ مقابله کښې ئې د خور نه د
حضرت باچا خان – لوے خدائي خدمتګار، لوے سياست مدار – شباب مومند
زما لپاره دا د فخر او وياړ خبره ده چې د حضرت باچا خان بابا د عدم تشدد پېرو کار او ادنٰي کارکن يم. دا هم اعزاز ګڼم چې پۀ حضرت باچا خان بابا باندې د څلور دېرشتم تلين پۀ مناسبت سره خپلې يو څو کرښې ستاسو پۀ وړاندې کړم او تاسو سره ئې شريکې کړم ولې چې د حضرت باچاخان بابا ډېر ګڼ اړخونه دي چې څوک ورته پۀ کوم نظر ګوري نو هم پۀ هغه نظر ورته راځي. دلته د باچا خان پۀ اړه د رحمان بابا دا شعر ډېر صادق راځي. وه هر چاته پۀ خپل شکل څرګندېږم ائينه غـوندې بې رويه بې ريـا يم!!!!!! د ټولو
د باچاخان ګومل بازار، ټانک ته دورې او وېنا ګانې – رحمت شاه قرېشي
باچاخان بابا د پښتون وطن يو داسې دروند او غېرتي اتل ؤ چې پۀ ځان کښې ئې د ملنګۍ ژوند خوښ کړے ؤ. او خپل ټول عمر ئې پۀ هغې ملنګۍ کښې د پېرنګي غوندې غرور پرستو خلقو داسې مقابله وکړه چې نن ئې تاريخ د سرو زرو پۀ اوبو ليکلے دے او شکر دے ليکل کېږي. باچاخان بابا ته الله داسې مخلص ملګري ور نصيب کړي وو چې پۀ هغوي کښې زيات شمېر د غريبو خلقو وو خو هغوي د خپل وطن او خاورې د پاره خپل ځانونه داسې واقف کړي وو چې تر دې وخته ورته ټوله نړۍ حېرانه او ګوته پۀ خلۀ ده. باچاخان بابا صرف د
تهذيب او تمدن – رشيد احمد
تهذيب يا سېويلائزېشن د يوې ټولنې مادي اثاثو او مادي ترقۍ ته وئيلے شي۔ هر هغه قام ډېر تهذيب يافته بللے شي چې د عام وګړي د ژوند تېرولو معيار ئې ښۀ وي، نوي نوي اختراعات وکړي، د سائنس اوټېکنالوجي پۀ مېدان کښې ترقي وکړې او د هغې نه پۀ قامي کچ فائدې پورته کوي. د هغوي ابادۍ، سکولونه، هسپتالونه، حجرې او جماتونه او داسې نور مادي څيزونه چې د ژوند معيار څرګندوي د تهذيب برخه ګڼلے شي او هغه قام ته تهذيب يافته وئيلے شي. بل اړخ ته د يو قام ليکلي او زباني يعنې تحريري او سينه پۀ سينه راتلونکي اثار، شاعري، ډرامه، قيصې، سندرې موسيقي، اخلاق اواقدار،
د فضل الرحيم ساقي پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې کردار – ډاکټر ظفرالله بخشالے
کله چې د پاکستان جوړېدو خبره پۀ ١٩٤٧ء کښې راښکاره شوه نو خدائي خدمتګارانو پۀ ٢١ جون ١٩٤٧ء کښې يوه جرګه راوغوښته چې دې جرګې پۀ اتفاق رايه سره دا فېصله وکړه چې مونږ نۀ د پاکستان سره ځو او نۀ د هندوستان سره ځو، مونږ له دې د ازاد پښتونستان پېټۍ ښودلو اجازت راکړي، خو بيا داسې ونۀ شوه او خدائي خدمتګارانو د رېفرنډم نه بائېکاټ وکړلو. د پښتنو د رضا نه بغېر پښتانۀ پۀ ١٤ اګست ١٩٤٧ء کښې پۀ پاکستان کښې شامل کړے شول، خو کله چې باچا خان د پاکستان جوړېدو نه وروسته پۀ کراچۍ کښې پۀ مرکزي اسمبلۍ کښې تقرير وکړو نو پۀ خپل تقرير کښې
چاقو (خاکه) – ګل محمد بېتاب
لکه څنګه چې مجلسيان د غزل يا د چاربېتې نه وړاندې رباعي يا ټپي وائي نو زۀ هم د خاکې نه وړاندې يوه واقعه پۀ لنډو ټکو بيانول غواړم. دا واقعه ځکه بيانول ضروري دي چې د دې پۀ وجه دې خاکې ليکلو ته اماده شوے يم. دا واقعه ما چرته لوستلې وه چې ابونصر یو غريب سړے ؤ چې يوه ښځه او ماشوم زوے ئې ؤ. يوه ورځ دے او کورنۍ ئې لوږې بدحاله کړل نو دے بهر ته ووتو چې د خپلې علاقې لوے عالم او بزرګ ئې وليدلو. هغۀ ته ئې خپل حال ووې. برزګ ورته ووې دې سيند کښې جال وغورځوه خداے به خېر کړي. د
اېبټ اباد (هزاره) کښې د صوبائي جرګې غونډه[1] – سعيد احمد شاهي
پۀ دغه ورځو کښې اېبټ اباد کښې د قامي تحريک د صوبائي جرګې يوه غونډه وشوه. پۀ دغه غونډه کښې د جرګې ټولو غړو پۀ شريکه خپلې هغه ټولې غوښتنې يو وارې بيا د حکومت مخې ته کېښودلې کومې چې د صوبې عام اولس او دوي پۀ دغه ورځو کښې پۀ خپلو احتجاجي جلسو او جلوسونو کښې د مخکښې نه هم پۀ څو څو کرته حکومت ته وړاندې کړې وې. د جرګې غړو پۀ دغه غونډه کښې يوه بله مهمه فېصله هم وکړه او پۀ دې اړه ئې ووئيل چې: “تر اوسه پورې خو د قامي تحريک ملګرو پۀ خپلو خپلو علاقو کښې احتجاج وکړلو خو حکومت پرې څۀ خاص
د باچا خان ځنې اهمې خبرې او لطيفې – انتخاب : اداره
خان عبدالغفار خان باچا خان له الله پاک داسې يو سنجيده خوي ورکړے ؤ چې پۀ هېڅ يو محفل کښې به ترې څۀ غېر سنجيده حرکت نۀ کېدو. کله به ئې هم ډېر خندل. خو کله کله به چې پۀ ډېر سُر کښې راغلو نو داسې خبرې به ئې وکړې چې د لطيفو نه به کمې نۀ وې خو پۀ هغې کښې به هم د قام د اصلاح غرض ډېر ښکاره وه. دلته مونږ د باچا خان بابا دغسې لطيفې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کوو: باچا خان بابا خپله فرمائي چې کله پۀ 1937 کښې زۀ د شپږ کاله نظربندۍ او جلاوطنۍ نه پس وطن ته راغلم نو نور خو
د خان عبدالولي خان ژوند ته يوه سرسري کتنه – مشتاق مجروح يوسفزے
خان عبدالولي خان چې د پاکستان پۀ سياست کښې کوم مقام حاصل کړے دے هغه تر اوسه پۀ پاکستان کښې بل هېڅ يو سياسي ليډر نۀ دے حاصل کړے. خان عبدالولي خان د خپل پلار فخر افغان د سياسي لارې هغه لاروے دے چې پۀ خپل سياسي سفر کښې د بې شمېره خنډونو سره مخ شوے دے او پۀ خپله لوړه حوصله، بلند همت او بې پناه سياسي بصيرت ئې هغه خنډونه لرې کړي او مخکښې تللے دے. پۀ پاکستان کښې د بنيادي انساني حقونو او د جمهوريت د پاره د ولي خان کړې هلې ځلې د هېچا نه پټې پناه نۀ دي. بې شمېره ځله جېل ته تللے او
باچاخان او د امير امان الله خان پۀ خپلو کښې تعلقات؛ يوه تاريخي جايزه – ډاکټر سيدوقارعلي شاه کاکاخېل
د جلال اباد خاوره څومره بختوره ده چې د پښتنو د ازادۍ د مبارزې دوه ستوري پۀ کښې پراتۀ دي. تر کال ١٩٨٨ پورې دې خاورې امان الله خان ته ځاے ورکړے ؤ، ولې د ٢٢ جنوري کال ١٩٨٨ نه را پۀ دېخوا دا ځمکه اوس پۀ دې ډېر وياړ کوي چې پۀ کښې باچاخان هم پروت دے. د پښتنو د ازادۍ د جنګ دا دوه لارښودان پۀ يو بل ډېر زيات مئين وو. امان الله خان چې تر څو ژوندے ؤ، د باچاخان سره ئې تعلق لرلو. دا تعلق ډېر زوړ ؤ او باچاخان هم د امان الله خان سره د خپلې مينې ثبوت پۀ داسې شان ورکړو چې
جلال اباد کښې د باچاخان د تدفين پۀ وخت د افغانستان د صدر ډاکټر نجيب الله وېنا – (اداره)
پۀ جلال اباد کښې د باچاخان د تدفين پۀ وخت د افغان صدر ډاکټر نجيب الله شهيد وېنا د يو لوے تاريخي اهميت وړ ده، کومه چې خپلو ګرانو لوستونکيو ته وړاندې کول غواړو. کۀ يو اړخ ته د بابا د شخصيت پۀ بابله د پښتني جذباتو او د ورورۍ مظهر ده نو بل اړخ ته د تاريخ د طالب علمانو لپاره د تېرې پېړۍ د سياست يوه مختصره تاريخي نسخه هم ده. نوټ: دا ليکنه يو ځل مخکښې هم “پښتون” کښې د ملګري سنګين خان پۀ مننه خپره شوې وه چې يو ځل ئې مونږ بيا خپلو درنو لوستونکيو ته د موقعې پۀ مناسبت سره وړاندې کوو. بسم الله
“د خپل ستر بابا سره د هغوي پۀ اخري سفر کښې” – سيد جاويد اقبال ګېلاني
هسې خو کۀ مونږ فکر وکړو نو د ‘سفر’ ټکے چې لۀ کومې شروع کېږي نو هم دغه وخت کښې د مشکلاتو د سلسلې اغاز کېږي. پۀ هر يو سفر کښې مختلف قسم تکليفونه راځي، بس دومره ده چې انداز ئې جدا جدا وي. څوک چې سفر شروع کوي او بل ملک ته د مزدورۍ لپاره ځي نو هغه خپل مشکل لري خو ولې روښانه صباون لپاره دا قسم هلې ځلې کېږي. کۀ چرته څوک تعليم لپاره خپل د زړۀ ټکړه بهر ملک ته لېږي نو د هغۀ پۀ زړۀ کښې دا وي چې بچے به مې کامياب شي او لوے سړے به ترې جوړ شي خو دغه هم ډېر
انجمن اصلاح الافاغنه د جغرافيې او تاريخ پۀ تناظر کښې – ډاکټر فضل الرحيم مروت
مشهورانګرېز مؤرخ (Historian) ټائن بي ) [18891975] (Toynbee چې باچا خان 1988)9018) نه يو کال مشر ؤ، د خپل دولس جلده مشهور کتاب د ” تاريخ مطالعه” (A Study of History ) کښې دَ ټولې نړې نه د شپږ ويشتو 26)) تهذيبونو د عروج و زوال او د ترقۍ او پسما ندګۍ تاريخ بيان کړے دے۔ او څۀ دا شان نتيجه ګِري او فارمولې ئې ترې راويستې ده. دې فارمولې يا نظريې ته د” چېلنج قانون او ردعمل” (The Law of Challenge & Response) نوم ورکړے شوے دے۔ هغه ليکي “چې د چېلنج شکلونه او صورت ضروري نۀ ده چې يو شان وي۔ چېلنج شکل کله د جنګ صورت کښې او کله
د شلمې پېړۍ ستورے – مولانا خانزېب
افراسياب خټک د غني خان پۀ اړه د ډاکټر وقار علي شاه د کتاب پۀ سريزه کښې ليکي چې روسي اديب پروفېسر ‘ګېرس’ پۀ خپل کتاب کښې ليکي چې د شلمې پېړۍ پښتانۀ مبارزين روشن فکران د طوفان مارغان وو چې د وخت د هرې سختۍ مقابله ئې کړې وه خو لۀ بده مرغه د پېرنګي استعمار د ښکېلاک پۀ ضد د دوي د ازادۍ وياړلې مبارزه او نۀ د پاکستان د غاصبانو واکمنو د زور ګيرۍ خلاف د دوي مزاحمت د نصابي تاريخ پۀ کتابونو کښې خوندي پاتې ده او نۀ څۀ معلومات پۀ دغه کتابونو کښې د دوي پۀ اړه ليکل شوي. کۀ څۀ دي نو زياتره هم
د فخر افغان باچا خان ارمان – اجمل خټک
هسې خو نن خپل دے کۀ پردے، هر څوک پۀ خلۀ هر څۀ وئيلے شي خو حقيقت دا دے چې د فخر افغان باچا خان بابا اول او اخر ارمان دا ؤ او دا مونږ ته ارمان پروت دے چې پښتون پښتون شي ځکه چې هغه وائي چې کۀ پښتون پښتون شي نو بيا دے څوک غلام کولے نۀ شي او د دې ارمان پوره کولو د پاره هغۀ بنيادي ضرورتونه د خپل ژوند او جدوجهد د عمل پۀ ډګر ښئيلي دي. څۀ وخت چې د فخر افغان بابا د ټُوټي هډوکے بې ځايه شو او هغه پۀ خپلو پښو د ګرځېدو نه پاتې شو او پۀ مشيني کرسۍ کښې
کاروان لا روان دے ( ډرامه) – ليک: انجنئير اعجاز يوسفزے
د پردې شاته د راوي اواز ( چې الهامي او غېبي دروندوالے پکښې دے): پښتنو قامي تحريک پۀ شپاړسمه پېړۍ کښي شروع کړے ؤ چې کله لا يورپ هم د قام او قامولۍ نه ناخبره ؤ. پير روښان د پيرۍ او مريدۍ پۀ جامه کښې د مغلو د غلامۍ او استعمار خلاف د پښتنو قامي تحريک پېل وکړو. او د مغلو خلاف ئې پښتنو ته غږ پورته کړو. خو مغلو د هغۀ خلاف بل مسلمان مبلغ اخون دروېزه راپاڅولو. پښتانۀ پۀ دوه مسلکونو کښې تقسيم کړے شو، دواړه يو بل ته کېوتل، او مغلو ئې تماشا کوله. پير روښان د پښتنو نه ارماني داسې لاړۀ چې د څلي درک ئې
د باچاخان او ولي خان کليزه
پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي او چې تر څو چرته هم د انسانيت، جمهوريت، برداشت، مينې، ورورولۍ، پښتونولۍ، مشرولۍ او عدم تشدد خبره کېږي نو دا دواړه سترې نامې به د خلکو پۀ خولۀ وي. باچاخان او ولي خان چې د خپل پښتون قام لپاره کومه مبارزه کړې ده نو هغه اوس د تاريخ برخه ده او څوک ئې هم د تاريخ لۀ پاڼو څخه نۀ شي ورانولے. هسې خو پۀ پښتنو مئينو د دې دواړو هستيو زيار او هڅې داسې دي چې د يو حساس پښتون نه پۀ يو حالت کښې هم نۀ هېرېږي او هر وخت ورته نېغي
سامراج او زمونږ سيمه – شفيع افغان (دعوامي نېشنل ګوند پښين اولسوالۍ وياند)
د شلمي صدۍ پۀ دوېمه لسيزه کښې د ټولې نړۍ وضعيت د بېن المللي سامراج برطانوي لخوا ډېر د سخت مشکل سره مخامخ ؤ. پۀ خاصه توګه جنوبي اسيا برصغير باندې قبضه د يو څو مقاصدو لپاره وه. د برطانوي سامراج پۀ خپل ملک کښې خام مال نۀ ؤ. د خام مال لپاره د برصغير ځمکه ډېره غوره او زرخېزه وه، دوېم غرض ئې کميونزم د افغان وطن لخوا څخه کنټرول کېدل وو. درېم غرض ئې د عرب هېوادونه تقسيم کېدل وو او د دې سره سره د عرب ريجن وسائيلو باندې مکمله قبضه کول وو، څلورم غرض ئې سلطنت عثمانيه تقسيمول او د طاقت ئې مکمله خاتمه کول وو.
غزل پۀ مومندو کښې (دوېمه برخه) – شباب مومند
څنګه چې ما مخکښې ذکر کړے ؤ چې د مومندو خاوره د شاعرۍ او د غزل پۀ باب له ډېره زرخېزه ده نو کۀ پۀ غور وکتلے شي نو ورځ تر ورځه د مومندو پۀ سیمه ښۀ ښۀ شاعران پېدا کېږي او نن سبا دا ټول اهم کردار مومند ادبي ټولنه د يو اکېډيمۍ پۀ طور کردار لوبوي او ښۀ لیکوالان، شاعران، ادیبان پېدا کوي.او دغه شان مومند ادبي ټولنه خپل کار ته پوره پوره پام لري. هم دې ټولنې دا سې ښۀ غزل ګو شاعران پېدا کړل چې ورسره دیني علوم هم حاصلوي او د دیني علوم سره سره د پښتو پۀ شاعرۍ هم خپله تنده ماتوي او د
پښتون او پښتونولي – ډاکټر سالار خان
مکمل ضابطه حیات یادګیرینه: (دا مضمون د یکم اکتوبر ۱۹۸۹ ګڼه کښې هم راغلے ؤ) هسې خو به نړۍ کښې د مختلفو قومونو د ژوند د پاره مختلفې معاشي او اولسي ضابطې او نظریې ټاکلي شوي دي. دا نظريې د اشتراکیت یا سوشلزم پۀ نوم یادېږي. یا سرمایه دارانه نظام پۀ نوم دا دواړه نظريې دنړۍ پۀ مختلفو ریا ستونو کښې رواج لري او د دغه قومونو د پاره دغه ضابطه حیات یعنې د ژوند دستور حسابېږي ځني خلق هم مکمله ضابطه حیات ګڼي اګر چې ضابطه حیات یعنې د ژوند رواج او دستور د حالات او د وخت مطابق بدلېږي. هم پۀ دغه دود پښتو زمونږ د قام ژبه
د حمزه بابا مرثيه نګاري – فېض الوهاب فېض
(انتخاب) نوټ: دا غوره ليکنه د محترم اديب او ليکوال ښاغلي فېض الوهاب فېض صېب د کتاب “” نه اخستې شوې. مرثيه هغه نظم ته وائي چې د مړي ماتم او پسماندګانو سره پۀ کښې غمرازي کولے شي، دا د عربي لفظ رِثا نه مشتق دے. د رثا معنٰي ده د مړي د خېر ذکر کول. د هرې ژبې پۀ شاعرۍ کښې داسې نظمونه موندے شي چې د چا نزدې انسان پۀ مرګ ليکلي شوي وي. د شعر و ادب فارسي مصنف زين العابدين موتمن د مرثيې درې قسمونه ښودلي دي. رسمي مرثيه: دا هغه مرثيه ده چې د قامي مشرانو پۀ غم کښې وئيلي شوي وي. شخصي مرثيه: دا
ګراني او کلتور – انور نګار
د ګرانۍ د زياتېدو يو شمېر لاملونه دي چې پۀ هغې کښې يو اهم د طلب او رسد (Supply and Demand) توازن دے. يعنې کله چې يو څيز مارکيټ ته پۀ زياته پېمانه راځي او خرڅ ئې د پېداوار پۀ نسبت کم وي، نو داسې ئې نرخ راغورځېږي. بل خواه کله چې د يو څيز استعمال زيات او پېداوار کم شي نو نرخ ئې پۀ بره ځي. د دې توازن پۀ ځاے ساتلو لپاره منصوبه بندۍ ته اړتیا وي چې د هر څيز پېداوار دې د استعمال کچ ته راوستې شي نو بيا د ګرانۍ مخه نيول کېدے شي. دوېم د ګرانۍ يو سبب د شيانو ذخیره کول (Hoarding) دے.
د وحشت نه د انسانيت پۀ طرف – اسرار د طورو
ځناور: د ځنګل ځناور د خوراک څښاک شعور لري. څوک وينه څښکي، څوک غوښه خوري، څوک مېوه او پاڼې خوري، د هوا مارغان يوبل خوري، د غر، صحرا، سمندر ځناور خوري، زهر هم خوري او ترياق هم، دښمن پېژني ځان ترې نه تر وسه وسه پۀ تېښته ساتي، پنجه ور ئې پۀ پنجو، پۀ داړو، پۀ لشو، پۀ خلو پۀ ژبو راټينګوي. پۀ خپله ئې هم خوري بچو له ئې پۀ مورنۍ مينه پۀ مخوکه کښې قطره قطره قېمه قېمه ورکوي. د خپل احساس اظهار پۀ صوت و اهنګ کوي، د خطر او وېرې پۀ اواز کښې ئې د مرثيې او نغمې سرور او ملال ښکاره وي. حلال او حرام:
د قيوم خان وزارت – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال: سيد حمزه شاه – (تېر پسې)
کله چې قيوم خان پۀ وزارت کښېناستو نو مسلم ليګ خو دا ورځ د خدايه غوښتله ځکه چې پۀ مسلم ليګ کښې خو ټول خان بهادران، نوابان او خانان شامل وو چا چې ټول عمر د پېرنګي مخې ته جارو وهلې وه او پېرنګے ئې خپل دوست ګڼلے ؤ. نو هغوي دا خبره بيا چرته زغملې شوه چې د هغوي مزې دې ختمې وي. او د خدائي خدمتګار چا چې ټول عمر د پېرنګي د ظلم او جبر پۀ ضد مبارزه کړې وه او د چا حکمرانۍ سره چې د دغه خانانو، نوابانو او خان بهادرانو هغه ټوله نشه وتې وه. نو د قيوم خان حکومت جوړېدو سره هغوي ته
سپوږمۍ کړنګ وهه راخېژه! – يار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبينه – مولانا خانزېب
پښتو ادب د پښتو ژبې ډول سينګار دے. پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده. مورنۍ ژبه ځکه وئيل کېږي چې د مياندو نه د نړۍ هر ماشوم اول خپله ژبه زده کوي او هم د هغوي د زار قربان الله هو نه جوړېږي. د ماشوم د مور سره نزدې والے هم د مينې او د مور د زارېدو پۀ اواز وي. مياندې پۀ دغه وخت کښې غېر شعوري ادب هم تخليق کوي. دغه غېر شعوري ادب چې د ماشوم لپاره وي خپل بېل ډول حېثيت لري. دغه د مياندو غېر شعوري ادب کله د “فولکلور” او کله د “دستاويزي ادب” پۀ شکل کښې وي. دغه شان د زنانو پۀ ذمه وارۍ
“زۀ او زما زمانه” – رشيد احمد
“زۀ او زما زمانه” د خداے بخښلي عبدالخالق خليق د ژوند ليک عنوان دے او ښۀ معروف دے. ولې ما دا دعنوان تر حده خوښ کړے دے. نور پۀ دې څۀ بحث نۀ کوم او کۀ څوک ئې شوق لري نو ما پۀ خپل کتاب کښې پۀ دې تفصيلي بحث کړے دے. زۀ به د خليق صېب نۀ بلکې د خپلې زمانې خبره کوم ځکه چې خليق صېب هم تلے دے او زمانه ئې هم تېره شوې ده. اوس زمونږ زمانه ده. صوفي صېب دې الله پۀ جنتونو سرکړي، يوه ورځ پۀ دفتر کښې ناست ؤ نو راته ئې وئيل څۀ ښۀ زمانه وه لاړه تېره شوه او د خپل
سور شين او تور (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے
هغې څو لمحې خپل سپين سپين لاسونو ته داسې پۀ ځېر ځېر کتل لکه د دغه لاسونو پۀ کرښو کښې د خپل سبا هيلې ګوري. کرښې تاؤ راتاؤ وې، يوه نېغه کرښه بيا د هغه کرښې پۀ مېنځ کښې وړې وړې کرښې چې پۀ نېغه کرښه تلې راغلې وې. څۀ بې ځايه پېل شوې کرښې او څۀ بې ځايه ختمې شوې کرښې . د لاسونو کرښې د انسان قسمت ټاکي هم دغه کرښو کښې د راتلونکي ژوند پۀ اړه بلا معلومات خوندي وي لکه دا کرښې چې د ماډرن کمپوټر سېسټم پۀ رنګ کوډونه وي. هغې لا کرښو ته کتل چې د ټيلي فون زنګ ئې پام ځان ته واړوو.
روپۍ وړه پۀ تول پوره ۔۔۔۔۔۔۔ – (خاکه) ګل محمد بېتاب
سور سپين مخ، غونډ مخ، شنې سترګې، لنډه فېشني سور بېخښنه ږيره، وړوکے قد او د حد نه زياته معصومه څهره لرونکے چې د خبرو انداز ئې لکه د مدرسو د قاريانو غوندې د ادب نه ډک دے۔ چې خبرې کوي نو انتهائي د معصوميت او صداقت ګمان پرې کېږي خو نور ګورې ښۀ پوره حضرت دے ۔ یو کمال ئې دا دے چې د خپل شکل او رنګ روغن پۀ وجه د خپل طبعي عمر نه ډېر کشر ښکاري۔ چې ما ئې تر څو زلمي ځامن نۀ وو ليدلي نو ماته ډېر کشر ښکارېدلو خو چې خپله ئې راسره خپل دوه زلمي ځامن معرفي کړل نو پوهه شوم چې
لالټېن د رڼا او شعور نخښه ده! – ساجد ټکر
لالټېن د قامي ګوند عوامي نېشنل ګوند انتخابي نخښه ده. لالټېن د فخر افغان بابا امانت دے، د خدائي خدمتګارو امانت دے، د قامي تحريک امانت دے، د ازادي خوښو امانت دے، د رهبر تحريک خان عبدالولي خان امانت دے، د ګوند د هر شهيد امانت دے. لالټېن د مبارزينو علامت دے، د جمهوريت خوښو علامت دے، د خپلواکۍ علامت دے، د روښانفکرۍ علامت دے، د اولسواکۍ علامت دے، د قامپرستۍ علامت دے، ورورولۍ علامت دے او پۀ يو لار پۀ شريکه د تګ علامت دے. ځکه نو لالټېن رڼا ده، لالټېن مينه ده، لالټېن پرمختګ دے، لالټېن سوکالي ده، لالټېن خوشحالي ده او لالټېن سيالي ده. عوامي نېشنل ګوند
“د افغان جنګ ثمرات” – محمد سهېل مونس
د ا فغانستان د دوه سياسي ګوندونو پرچم او خلقو ترمېنځه چې کله تاو تريخوالے زيات شو نو سياسي طريقه کار او جمهوري طرز عمل يو اړخ ته کېښودلے شو او خبره د اشتعال طرفه ته لاړله. روس د امو سيند نه را پورې وتلو او د کابل پله ئې خپل فوځ پۀ تېزۍ سره رامخکښې کړو. دا ګام پۀ کال نولس سوه يو کم اتيايم کښې اخستلے شوے ؤ او بيا د لس کليز جنګ وروستو لۀ ماتې نه پس واپس لاړل. څه موده پس د طالبانو نوم خور شو چا چې ډاکټر نجيب پهانسي کړو او خپله ئې کابل تخت پۀ قبضه کښې و اخستو او حکومت ئې
” اېبسلوټلي يس؟ ” – سلطان خان ټکر
موجوده د خزانې مشير چې کله پۀ حکومت کښې نۀ و نو د سابقه مشير خزانه حفيظ شېخ باره کښې ئې قوم ته پټۍ اوروله چې د ديارلس فيصد شرح سود پۀ وجه ئي د ملک بېړه غرقه کړه۔ د ګېس، بجلۍ، پټرولو، د هر يو څيز قيمتونه ئي وچت کړل، پۀ ملک ئې د ائي اېم اېف د پروګرام د وجې نۀ يو غېر يقيني صورت حال جوړ کړے دے، ايا د موجوده مشير خزانه د راتلو سره پۀ مونږ باندې ائي اېم ايف پۍ راپرېښودل، کۀ پيو کښې اوبۀ هم نورې سېوا کړې او د ملک کباړي بېړه ئي نوره هم کباړي کړه، ايا قيمتونه ښکته شو او