خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار عبدالحق کره ئې سترګې غړولې وې. د دۀ د نيکۀ نوم حسن الدين ؤ کوم چې د چارسدې ترنګزو اوسېدونکے ؤ او کله چې فخر افغان باچاخان پۀ ١٩٢١ز پۀ اتمانزو کښې د تنظيم بنياد کېښودلو نو د هشنغر د ټولو اوسېدونکو پۀ شان دوي هم د فخر افغان پۀ دغه قافله کښې شامل شو او د جرګې هرې غونډې او جلسې ته به ئې ځان رسولو او وروستو چې پۀ کال ١٩٢٩ز باچاخان د عدم تشدد د فلسفې لاندې باقاعده د “خدائي خدمتګارتحريک” بنسټ کېښودلو نو د دوي د کورنۍ ټولو ځوانانو پۀ دغه

ټول مضمون ولوئ

رښتيا رښتيا دي – سلطان خان ټکر

پۀ تاريخ کښې چې د پښتون قوم کوم نوم دے نو د تورې پۀ زور دنيا ته ښکاري. خو باچاخان چې د پښتون قوم کوم نوم دنيا ته وړاندې کړے دے هغه دسوچ د بدلون نوم دے. هغۀ پښتون د تيارې نه رڼا ته پورته کړے دے. هغۀ يوازې پښتون نه بلکې هر انسان ته د خپل حق پېژندل او د هغې حفاظت کولو احساس ورکړے دے. باچاخان قوم له دا احساس ورکړے ؤ چې پېرنګے د مغرب نه راغلے دے، او زمونږ د ناپوهۍ پۀ وجه زمونږ حقونه لوټي. ترڅو چې مونږ يو موټے نۀ شو نو تر هغې مونږ خپل حق ترلاسه کولے نۀ شو. د دې مقصد

ټول مضمون ولوئ

انجمن اصلاح الافاغنه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

د پښتونخوا يو تاريخي پس منظر: پښتونخوا چې پخوا پۀ قطبي قلبئيزه سرحدي صوبه بللې شوه، پۀ کال ١٩٠١ز کښې لۀ پنجاب څخه جدا کړې شو. او د چيف کمشنر د لاندې ئې کړه[1]. پۀ کال ١٨٤٩ز کښې پېرنګيانو، سکهانو لۀ ماتې ورکړه او بيا ئې د پښتونخوا پۀ لور ګامونه اوږدۀ کړل. د پېرنګيانو نه اګاهو پۀ پنجاب او پښتونخوا د سکهانو راج ؤ. خو پۀ کال ١٨٤٩ز کښې سکهانو شکست وخوړو نو د هغوي ځاے پېرنګيانو ونيولو. د پښتنو صوبې له ئې شمال مغربي سرحدي صوبه نوم کېښودو، خو ټول پښتانۀ ئې تس نس کړل. پۀ کال ١٨٩٣ کښې ئې د ډيورنډ لائن پۀ نوم د افغانستان او

ټول مضمون ولوئ

شے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

شے د پښتو ژبې يو ذومعني لفظ دے چې پۀ خپل ځان کښې ګڼې معنې لري. دا لفظ کۀ يو خوا پۀ مدحه کښې وئيلے شي لکه ډېر ښۀ شے دے نو د حقارت او نفرت پۀ توګه هم استعمالېږي چې دا هډو څۀ شے نۀ دے. د دې لفظ/ معنې او مفهوم يو سړے د ويونکي د وېنا د انداز او موډ نه لګوي. کله کله خو چې بنده له د څۀ نامه نۀ ورځي نو دا دومره عام لفظ دے چې سمدستي د بنده خلې له راشي او وائي تۀ راکړه دا شے. يا تۀ اوښايه دا شے. زۀ هم تاسو سره يو شے معرفي کوم چې دے

ټول مضمون ولوئ

متلونه د پښتنو د اولسي ژوند يو ښکاره اړخ – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

ډېرو پوهانو د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهره پينځۀ شيان ګڼلي يا پۀ ګوته کړي دي. پۀ هغې کښې وړومبۍ ژبه ده، دوېم شعر دے، درېم قيصې دي، څلورم عنعنات او پينځم متلونه دي. د ژبې پۀ باره کښې وئيل شوي دي چې ژبه د هر ملت پۀ عقليت لۀ دې پلوه دلالت کوي چې پۀ هر عصر کښې د عقلي مظاهرو مهم مظهر ژبه ده. ولې چې ژبه به يوه ځل نۀ ده پېدا شوې او نۀ داسې بشپړه اخلاقو ته له اسلافو څخه راغلې ده. وړومبے وړومبے خلقو پۀ خپلو اړتياو ځينې الفاظ جوړ کړل چې نوي شيان ميندل کېدل، نوي کلمات ورنه جوړېدل، چې شيان ورکېدل

ټول مضمون ولوئ

ژبه او الهامي دينونه – مولانا خانزېب

انسان د خداے شاهکار او ښکلا ده هم دغه وجه ده چې انسان له خداے پاک د نورو حېواناتو پۀ مقابله کښې عقل او شعور ورکړے او د خپل زړۀ د خبرو د ښکاره کولو پۀ ژبه سره ئې توفيق ورکړے. د علم الاسنه پوهان ژبه، وېنا د انسان يو ستره بريا ګڼي چې د منل شوي ارتقائي پرمختګ پۀ نتيجه کښې د اشارو د ژبې نه واخله تر اوسه پورې پۀ مختلفو ډولونو اووښتې راووښتې ده چې د پنځوس زره کاله پخوا نه واخله تر پينځۀ لاکه کاله پورې پخوا کېدو احتمال لري . ژبه يو نسلي اکائي ده ځکه خو د قاميت پۀ لازم توکو کښې يوه ژبه

ټول مضمون ولوئ

د غني خان وجدان او ايډيمونسټکزم – فېصل فاران

د بنيادم د ذهن رغښت قدرتي داسې دے چې دايو لټونوال خاصيت لري؛ بنيادم چې خواوشا، مخکې وروستو ګوري، ويني نو دۀ کښې تلوسه او د تلوسې سره پوښتنه پېدا کېږي. دبنيادم دغه ذهني لټونواله خاصيت ته يو خوا د ادم ع او بلخوا د ابراهيم ع واقعاتو تمثيلو کښې اشاره شوې ده . عن تردې چې ابراهيم ع د سوچ و فکردې پرمختګ کښې زهره، سپوږمۍ او لمر باندې ګمانونه کول، بيا دا مسترد کول چې دا ټول د علت معلول دننه راځي او يو رب بايد خپله علت و معلول د ولقې نه بهر او مادي قوانين نه ماورا وي. دغه شان د ربوبيت حواله باندې توحيد ته

ټول مضمون ولوئ

زاړۀ يادونه ښاغلي شخصيتونه – اسرار د طورو

د ١٩٣٩ز د دسمبرمجله کښې د “پښتون” يو شاعر شهزاد ګل صابر د چارسدې “د وطن فرياد” نومې نظم کښې پۀ څلورم شعر کښې فرمائي چې “پښتون د خداے کلام پرېښود نو بې برکته شو” (د قران پۀ تعليماتو د عمل ترغيب ورکوي. نن هم د صابر صاحب دې خبرې ته توجه پکار ده) د فروري ١٩٤٠ز”پښتون” کښې د جولائي ١٩٣٨ز خبر دے چې ډاکټر خان صاحب پۀ تخت بهائي کښې د يوې کارخانې افتتاح وکړه ( ص ٩) پۀ جون ١٩٣٩زکښې د ډاکټر خان صاحب زوے “جان خان” وفات شوے ؤ. پۀ اګست ١٩٣٩ز کښې پۀ صوبه بمبۍ کښې د شرابو بندولو قانون جاري کړے شو نو د بمبۍ

ټول مضمون ولوئ

د مۍ ورځ – پښتون

د مۍ وړومبۍ نېټه ټوله نړۍ کښې د مزدورانو يعنې خواري کښو د ورځ پۀ توګه نمانځلې شي. د دې ورځې د نمانځلو مقصد دا دے چې د محنت، خوارۍ او زيار اهميت ښکاره کړے شي او د دې يادونه وشي چې زمونږ ټولنه پۀ خوارۍ او محنت ولاړه ده. پۀ ژوند کښې چې څۀ هم کېږي هغه د خوارۍ او محنت د لارې کېږي او دا خواري او محنت چې کوم خلق کوي هغې ته خواري کښ، زيار کښ يا مزدور وئيلے کېږي. د دې ورځې د نمانځلو دپاره د مۍ وړومبۍ نېټه ولې ټاکلې شوې ده؟ دا د يوې تاريخي واقعې سره تعلق لري، مزدور او خواري کښ

ټول مضمون ولوئ

زۀ يو مزدور خانه بدوش د وطن – جاوېد ثاقب

د مۍ د مياشتې وړومبۍ نېټه چې پۀ ګرده نړۍ کښې د مزدورانو د نړيوالې ورځ پۀ توګه لمانځل کېږي . دا هغه خونړۍ ورځ ده چې پۀ 1886ز کښې هم پۀ دې ورځ د امريکې شکاګو د صنعت پرست او زر پرست رياست پوليسو د سلګونو هغه مزدورانو وينې تويې کړې چې د خپلو حقونو لپاره ئې احتجاج کولو او د کار د وخت کمولو او اجرت زياتولو مطالبه ئې لۀ صنعت کارو او کارخانه دارو څخه کوله . د دغه مزدورانو پۀ ياد کښې پۀ کال 1889ز کښې پۀ وړومبي ځل د مۍ وړومبۍ نېټه د مزدورانو د ورځ پۀ توګه ولمانځل شوه چې لا تر دې دمه

ټول مضمون ولوئ

د ټکر پېښه او د باچا خان وږمې – ساجد ټکر

ژوند د مسلسل پېښو نامه ده. څنګه چې د يو فرد پۀ ژوند کښې پۀ يو نېب بېلا بېلې پېښې، هغه کۀ د خوشالۍ وي يا د غم، څرګندېږي نو هم دغه شان د قامونو پۀ ژوند کښې هم پېښې مخې ته راځي. مونږ چې کله د تاريخ پاڼې اړوو نو چې څۀ وايو يا لولو نو دا پۀ اصل کښې هغه پېښې او واقعات دي چې زمونږ پۀ پلرونو، نيکونو او دغه شان د هر قام پۀ مشرانو تېر شوي دي. بيا چې کله مونږ تاريخ ته ځېر شو نو پۀ دغه پېښو کښې دوه قسمه داسې پېښې پۀ نظر راځي چې لۀ نورو لږې زياتې څرګنده وي .

ټول مضمون ولوئ

باچا خان او تاريخ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

“وائي چې خلقو د تاريخ د سبقونو نه ډېر څۀ نۀ دي زده کړي او د ټولو نه ضروري سبقونه دي چې تاريخ ئې خلقو ته ښئي”. (اېلډس اېچ) تاريخ يا هسټري هغه زمانه کښې ليکلې شوې ده چې چا د خپل وخت د بادشاه يا د باشاهانو تاريخ ليکلے دے، چا د خپل قام يا د خپل ځان تاريخ ليکلے دے. دا ليک چا پۀ کاغذ، چا پۀ ونو پاڼو، چا د لرګي پۀ تختو، پۀ کتبو يا کاڼو ليکلے دے، د چا قامي تاريخ محفوظ پاتې دے او د چا تاريخ د ماضي پۀ تورو تيارو کښې پټ دے. يو شے چې کوم تاريخ کښې مشترک دے، هغه

ټول مضمون ولوئ

قاضي پۀ عدالت کښې – سلطان خان ټکر

د جسټس فائز عیسیٰ او د هغوي د کورودانې د نظر ثانۍ د کېس د سماعت عکس ورو ورو واضحه کېږي او شايد چې د دې مضمون د اشاعت نه مخکښې فېصله مخې ته راغلې وي یا محفوظه شوې وي یا د سرکاري وکیل لۀ طرفه د Delaying tacticsپۀ وجه پۀ دېرشم اپرېل د جسټس منظور ملک د رېټائرمنټ لۀ وجې د بنچ ماتېدو پۀ سوب فېصله نوره هم وځنډولې شي. جسټس فائز عیسیٰ هغه ټارګټ ښکاري چې لاک شوے وي او مېزائل پرې پۀ تېزۍ سره ورروان وي. اوس جسټس فائز خداے خبر چې د دې مېزائل نه څنګه بچ پاتې کېږي، صرف د یو څو ورځو انتظار دے.

ټول مضمون ولوئ

مذهبي سخت دريځي؛ د نظرياتي رياست جبر پېداوار – اوېس کمال

پۀ تاریخي توګه زموږ ټولنه کښې مذهبي تحریکونه، مذهبي پېچلتیا پۀ شدت سره راڅرګندولو کښې پېرنګي راتګ یو مهم کردار لوبولے دے، پېرنګي دلته راتلو سره دا ګڼل چې څنګه پۀ اروپا کښې سیکولرزم لۀ لارې مذهب د ریاست چارو نه بېل کړے شو نو همداسې پۀ هند کښې مونږ مذهب د فرد ذاتي ساحې (Individual Sphere) پورې محدود کولے شو خو دلته کیسه بدله وه، د جنوبي اسیا پۀ ټولنو کښې مذهب واضح او ډیفاین نۀ ؤ، دلته پۀ ټولنه کښې د سیکولر او مذهبي، مقدس او غېر مقدس، پبلک او پرائیوېټ ساحو (Sphere) ترمنځ واضح سرحدونه شتون نۀ لرلو يعني خلکو کښې د مذهب اغېز ؤ خو مذهب

ټول مضمون ولوئ

پي ډي اېم او د ګوند اصولي پرېکړه – پښتون

د اپرېل مياشت کښې عوامي نېشنل ګوند د پي ډي اېم څخه لارې جدا کړې . دا پرېکړه پۀ باچاخان مرکز کښې د ګوند د مرکزي مشرتابه د يو اوږد ناستي نه پس ترسره شوه . د ګوند د دې ګام نه يوه ورځ وړاندې پي ډي اېم عوامي نېشنل ګوند او پيپلز ګوند ته شو کاز نوټسونه جاري کړي وو چې خپله د پي ډي اېم مرستيال جماعتونه، سياستدانان او صحافتي حلقې هم پرې حېرانې وې. چونکې دا يوه غېر جمهوري طريقه وه او ښکاره وه چې د دې ګام نه د پي ډي اېم د ځينې جماعتونو خپل څۀ مطلب ؤ ځکه نو ورپسې پۀ دوېمه ورځ د

ټول مضمون ولوئ

اداريه – مۍ 2021ز

دا څۀ روان دي؟ ټي اېل پي يعنې تحريک لبېک پاکستان سره د حکومت ډوبه معامله، د امن و امان خرابېدونکے صورتحال، صفر حکومتي کارکردګي، بې مثاله ګراني، د چينو، غوړو او اوړو مخ پۀ بره روان نرخونه،د جهانګير ترين سره د تا پناه معامله، د جسټس فائز عيسي معامله، د کورونا لړزوونکے صورتحال، د صحت عفريتي مسئلې، د تعليم داسې حال چې مخکښې نۀ ؤ، د ټېکسونو زورورې قيصې، دخزانې د وزارت سره روانه عجيبه لوبه، د اطلاعاتو محکمې سره روان نامعلومه چلند، د اپوزيشن سره دشمن پرروره رويه، د حکومتي عملدارۍ نشتوالے، پۀ خارجه محاذ ناکامۍ، د جي ډي پي بد حال، تجارت مخ پۀ ښکته او د

ټول مضمون ولوئ

د ډاکټر همدرد د افسانې قيصه – نجيب الله شاداب

قيصه/قيصۍ چې د انسان د کلتوري او سماجي ژوند د شروع کېدو سره پۀ وجود کښې راغلې ده او د ډېر ارتقايي سفر نه پس د افسانې غېږې ته لوېدلې ده نو داسې معلومېږي چې د دې غېږې پۀ خوږو لا مړه نۀ ده او دا ګمان بۀ هم بې ځايه نۀ وي چې کېدے شي هم دلته خپل ټول ژوند تېر کړي او هډو چرته لۀ دې غېږې لاړه نۀ شي ځکه د قيصې د پاره دا غېږه دومره خوږه او حقيقت پسنده ده چې چرته ئې هم د نومونو او تاريخونو نه پرته ورته دروغ نۀ دي وئيلي، شايد چې همدا وجه وي چې قيصې د افسانې پۀ

ټول مضمون ولوئ

قاضي صېب او زۀ – سعد الله جان برق

قاضي عبدالحليم اثر افغاني ګېلاني د علم پۀ لحاظ باندې خو بې شکه چې بې مثل بې مثال ؤ خو ډېرو کمو خلقو ته بۀ دا پته وي چې هغه ډېر ګپ شپي او ټوقي سړے هم ؤ بلکې ددې نه بل يو زيات کمالي صفت پۀ کښې ؤ چې هرقسم ټوقې به ئې پۀ خندا خندا زغملې هم شوې. ما بۀ اکثر ورپورې څۀ نا څۀ ټوقې کولې خو مجال شته کۀ پۀ تندي ئې چرې هم ګونجي راغلے وے، و به ئې خندل او زيات نه زيات به ئې ووې تۀ ډېر وران ئې. د علم خو ئې دا حال ؤ چې اکثر به زۀ ورته حېرانېدم چې

ټول مضمون ولوئ

د 23م اپرېل د وطن شهيدان – مولانا عبدالوهاب

نوټ: دا مضمون پۀ ۱۹۴۰ء کښې د بائزو خرکي مولانا عبدالوهاب ليکلے دے چې پۀ “پښتون” کښې چاپ دے. ۲۳م اپرېل د قصه خوانۍ د شهيدانو د يادولو ورځ ده. مولانا عبدالوهاب دغه وخت پۀ دهلي کښې ؤ چې تعليم ئې حاصلولو، دے د باچا خان د خدائي خدمتګار تحريک سره نۀ يواځې وابسته ؤ بلکې د “پښتون” باقاعده ليکونکے او لوستونکے هم ؤ، د مولانا صېب د “پښتون” سره ډېره مينه وه او کۀ يو خوا بۀ ئې ورته ليکل کول نو بل خوا ئې د دې مجلې يو يو ټکے سمبال ساتلے ؤ . دا مضمون د نن نه يو اتيا کلونه وړاندې مولانا صېب د “پښتون” لپاره

ټول مضمون ولوئ

درويشتم اپرېل – ماسټر عبدالکريم

نوټ: د ارواښاد ماسټر کريم دا مضمون څو کلونه وړاندې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ . د قيصه خوانۍ خونړۍ پېښې پۀ موقع او د اپرېل مياشت د اهميت او يادګيرنې پۀ مهال ئې “پښتون” يو ځلې بيا د خپلو درنو لوستونکيو لپاره پۀ ډېره مينه چاپ کوي . پښتون دا هغه ورځ ده چې زمونږ د صبر جنګ ؤ وطن پۀ وينو رنګ ؤ، د لاسه د پېرنګ د کال (١٩٣٠) د اپرېل درويشتمه ورځ وه. پېښور ښار محاصره ؤ. د قيصه خوانۍ بازار د پښتنو پۀ وينو سور ؤ، لارې کوڅې د مړو نه ډکې وې، د پېښور او چارسدې ترمېنځه تګ راتګ بند ؤ. پۀ پلونو

ټول مضمون ولوئ

خدائي خدمتګار سيد عابد شاه – ليکوال: سعيد احمد شاهي | مرستيال: سيد حمزه شاه بابړه

خدائي خدمتګار سيد عابد شاه پۀ داسې وخت کښې سترګې پۀ دې نړۍ کښې غړولې وې چې د هندوستان او ټولې منطقې کښې ډېر نازک او مهم حالات وو. کۀ يو خوا د هندوستان او د ټولې نړۍ جغرافيائي او سياسي حالاتو کښې ډېر بدلون روان ؤ نو پۀ پښتنو باندې ډېر سخت جبر او ظلم هم روان ؤ. ځکه چې پښتنو د ازادۍ غوښتنه شروع کړې وه او هم دغه وجه وه چې پۀ قيصه خوانۍ، ټکر او سپين تنګي کښې پۀ دوي باندې پېرنګي ګولۍ وچلولې او سلګونو بې ګناه پښتانۀ ئې شهيدان او پۀ زرګونو ئې زخميان کړل. خو پښتنو د فخرافغان باچاخان پۀ مشرۍ کښې دغه

ټول مضمون ولوئ

بايد ائين ومنلے شي – سلطان خان ټکر

کله چې دا خبر پۀ اخبارونو کښې راغے چې د پاکستان وزيراعظم د خپلې ډلې او اتحاديانو اېم اين اے ته پنځوس پنځوس کروړه روپۍ د ترقياتي کارونو د پاره جاري کړې دي نو د سپريم کورټ يو بېنچ چې د جسټس فائز عيسٰي او مقبول باقر باندې مشتمل ؤ، د دې خبرې نوټس ئې واخستو . چونکې پۀ دې وخت کښې د سېنېټ دغړو د پاره د ټاکنو وخت هم نزدې شوے ؤ نو د حکومت دا عمل د سياسي پوهانو پۀ نظر يو سياسي رشوت هم ؤ. د حالاتو د وضاحت د پاره دې بېنچ نۀ صرف وزيراعظم ته نوټس جاري کړو بلکې د ټولو صوبو وزراء اعلٰي

ټول مضمون ولوئ

د اسلام اصلاح المعاشره او انجمن اصلاح الافاغنه – مولانا خانزېب

انساني ټولنه پۀ تاريخ کښې د مختلفو ارتقائي پړاوونو نه راتېره شوې او د پرمختګ ډګر ته رسېدلې، د يوې ټولنې دننه پرمختګ او بدلون بالکل يو فطري عمل وي چې دغه د يو حال نه پۀ بل حال اوړېدل کوم اتفاقيات نۀ وي بلکې د دې شاته يو څۀ اسباب او علتونه وي . تقدير او تدبير د خداے خوښه ده خو پۀ تقدير ايمان او پۀ تدبير کولو انسان مکلف دے، تدبير د تقدير پۀ عقيده پرېښودل د تقدير نه انکار دے، تقدیر د خداے پرېکړه ده او تدبير د انسان . انسان چرې هم خداے اوچ کاڼے نا بلکې مختار او صاحب اراده ګرځولے، هم دغه تدبير

ټول مضمون ولوئ

سل کلن تحريک: “سره جنډه به پۀ دې لار د ارتقا راوړمه” – اوېس کمال

مونږ کۀ د شلمې پېړۍ پۀ وړومبنۍ دوه لسیزو کښې د باچا خان باباد سماجي، سیاسي شعور د ارتقاء مزل ته وګورو نو د باچا خان بابا شخصیت د بهر نه وارد شوے او روزول شوے شخصیت نۀ ؤ. باچا خان بابا چې کله پۀ کال ۱۸۹۰ کښې وزېږېدو نو هاغه وخت پېرنګي د ډیورنډ کرښې پۀ شکل کښې پر پښتون افغان وطن چاړۀ راښکلو ته لاسونه مږل، پۀ پښتون افغان وطن د محکومیت ځال راخور ؤ. بابا چې خپل تنکیتوب او زلميتوب کښې پۀ فکري توګه څۀ هم نظر او فکر خپل کړے نو هغه ئې د خپلې خاورې محکومیت نه کشید کړے. باچا خان بابا بېلا بېلو عالمانو،

ټول مضمون ولوئ

پۀ پښتنه ټولنه د خدائي خدمتګارۍ اغېز – نورالامين يوسفزے

کله چې ستر پښتون مصلح حضرت باچاخان بابا پۀ پښتنه ټولنه کښې د “خدائي خدمتګار” تحريک رده کېښوده نو پۀ دغه زمانه کښې دنيا د وړومبي نړيوال جنګ د وحشت پۀ غېږه کښې وه، د نړۍ پۀ هر ګوټ کښې د سرمايې بچو د وحشت او بربريت بازار ګرم کړے ؤ او پۀ ناوېشلي هند کښې ئې پرې هم خپلې استعماري پنجې ورښخې کړې وې. پۀ پښتنه ټولنه هم د غلامۍ او نيم غلامۍ دغه تور څادر راخور شوے ؤ. اګر چې وخت پۀ وخت به مسلح مزاحمتونه هم کېدل خو دغه مزاحمتونو به اکثر د ګټې پۀ ځاے تاوان را وړو. پېرنګي کۀ يو خوا دافغان ملت جغرافيه دړې

ټول مضمون ولوئ

د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت

خوږ ژوندون، جدا له ښۀ شېرينه ياره پۀ ما خوار باندې يا زهر يا ګنډېر شو د بهار بلبلې نۀ راځي پۀ سېل مګر زړۀ ئې د بهار لۀ سېله سېر شو حېف دا چې د ګلونو عمر لږ دے پۀ جهان کښې د اغزيو عمر ډېر شو (دستر خوشحال بابا کليات مخ ١٨٤) وائي چې کله خليفه مامون د (ابراهيم بن مهدي) د وژلو اراده وکړه يا ئې مخکښې کلکه اراده کړې وه نو دۀ پۀ دې لړکښې د خپل يو وزير احمد بن ابي خالد سره مشوره وکړه. وزير ووئيل اے اميرالمومنين، کۀ تۀ چرې دے قتل کړې نو ستا لپاره مثالونه موجود دي او کۀ نا چرې

ټول مضمون ولوئ

د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

د خدائي خدمتګارانو تحريک ولې جاري (شروع) شوے دے زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې هغوي ته زما د تقرير اورېدو موقع پۀ لاس ورغلې نۀ وي، يا ئې تقريرونه اورېدلې وي خو ښۀ پۀ مطلب ئې پوه شوي نۀ وي او يا پوه شوي هم وي خو د اخوا دې خوا خبرو پۀ اورېدوسره ئې پۀ زړۀ کښې څۀ شکونه پېدا شوي وي نو نن زۀ د خپل اخبار

ټول مضمون ولوئ

خبرې (تکل) – ګل محمد بېتاب

څومره چې انسان زوړ دے، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي انسان حضرت ادم علېه السلام خبرې کړې وې. د نړۍ ځينې هغه سائنسدانان چې انسانان هم د ځناورو يو قسم ګڼي وائي چې انسان د نورو خوبو سره سره ناطق هم دے يعنې خبرې کوي. د ځينو مقررينو مليانو نه اورو چې حضرت ادم علېه السلام به پۀ اوياؤ زره ژبو خبرې کولې. کېدے شي دې کښې بۀ پښتو هم شامله وه خو دا خبره بۀ محقيقينو ته پرېږدو. هر ژوندے انسان خبرې کوي او خپل ضرورتونه د خبرو پۀ ذريعه پوره کوي. ماشوم چې لا خبرې نۀ شي کولے هغه پۀ ژړا دغه مقصد

ټول مضمون ولوئ

د صدر الدين مروت سياسي ژوند او جدوجهد – ارباب الطاف قادر

زۀ چې ياد کړم صدر الدين مروت ما هغه وخت وپېژندۀ چې کله هغه د ارباب ظاهر شهيد سره ملاوېدو لپاره زمونږ کلي برتهکال ته راغلے ؤ. صدر الدين دغه وخت د ګومل پوهنتون د پي اېس اېف صدر ؤ او هلته لاء کالج کښې ئې سبق وئيلو. د هغې نه مخکښې هغه پۀ بنو کالج کښې سبق وئيلو. هغه ځاے نه ئې B.A کړې وه. د پي اېس اېف د طرفه د کالج د يونين الېکشن ته هم ولاړ ؤ. د صدارت لپاره د يونين الېکشن ئې وګټلو. نو پۀ بنو کالج کښې د کرم سټوډنټس يونين صدر منتخب شو. دلته ارباب ظاهرشهيد هم د پي اېس اېف ډېر فعال

ټول مضمون ولوئ

د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتون افغان ملت ډېر مېړنے، زړور او لۀ ځواکه ډک خلق پاتې شوي دي. پۀ لر او بر افغان کښې هر وخت دوي ستر تحريکونه رامېنځته کړي دي. لکه د شېرشاه سوري اصلاحات، لکه د پير روښان غوندې غورزې پرزې، لکه د خوشحال بابا د تورې او قلم خوځښت، لکه د ميروېس نيکۀ او احمد شاه بابا امپراتوري او نورې، “باچاخان د پښتنو ملي لارښود”مقاله کښې ليکل شوي دي. “پۀ شلمه پېړۍ کښې لۀ امونه تر اټکه د باچاخان نه لوے سياستمدار او مصلح نۀ دے پېدا شوے. ځکه چې کۀ زمونږ د پښتون هيرو باچا شېرشاه سوري اصلاحات مشهور دي خو د هغۀ ټولو

ټول مضمون ولوئ

انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي د وجې نه د اکثرو شخصياتو د زېږون د نېټو خو يا بېخي پته نۀ لګي او يا پۀ شکوکو شبهاتو او پۀ قياسياتو اډاڼه لري. دغه مسئله زمونږ د اکثر اديبانو شاعرانو سره هم ده خو دا ډېره د نېک مرغۍ خبره ده چې د خدائي خدمتګار تحريک يو مقصد دا هم ؤ چې پښتانۀ ليک لوست زده کړي. فضل الرحيم ساقي هم زده کړه کړې وه او د ليک اهميت هم ورسره ؤ، نو هغۀ د خپل زېږون نېټه او د ژوند ابتدائي حالات ئې پۀ نظم او نثر کښې خوندي کړي دي.

ټول مضمون ولوئ

پښتون رساله – عبدالخالق خليق

نوټ: دا مضمون خداے بخښلي عبدالخالق خليق صېب پۀ کال ۱۹۷۲ کښې ليکلے ؤ چې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ ۔ د اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ پار ئې “پښتون” يو ځل بيا د خپلو لوستونکيو لپاره خپروي. “پښتون” پۀ کال 1928 کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” د اتمانزو کليزه جلسه وشوه. د محمد اکبر صاحب خادم پۀ لاس کښې يوه رساله وه. پۀ سټېج ودرېدو، پۀ وچت اواز ئې يو نظم ووې چې د سر بېت ئې دا ؤ: نن پۀ لاس کښې مې اخبار دے د پښتون چې پښتو کښې د هغې دے هر مضمون نو د دغه ورځې نه مياشتنۍ رساله د “پښتون” جاري

ټول مضمون ولوئ
نورې ليکنې نشته، تاسو بره ليکنې کتلې شئ