Tag: امور خارجه

  • فولادي ښځه: د خان لالا چمو نه تر مور بي بي – اوېس کمال

    فولادي ښځه: د خان لالا چمو نه تر مور بي بي – اوېس کمال

    د برطانوي هند تقسیم کېدو نه پس باچا خان بابا د مسلم لیګي حکومت مرکزیت لرونکې غېر جمهوري پروسې پرضد د خان شهید، جي اېم سید، عبدالمجید سندي او خپلو نورو همفکره ملګرو سره لیدل کتل وکړل، د مسلم لیګي حکومت جبر خلاف پۀ یو پلېټ فارم راغونډ شول او پۀ اتم مارچ ۱۹۴۸ باچا خان بابا پۀ حېث د صدر او جي اېم سید پۀ حېث د جنرل سېکرټري د پیپلز پارټي پۀ نامه ګوند اعلان کړو.

    باچا خان بابا د ګوند پېغام خورولو لپاره خپله هم دورې پېل کړې او خدائي خدمتګارو ته ئې هم چم پۀ چم، کلي پۀ کلي د دورې کولو حکم وکړو خو د ګوند جوړېدو یو میاشت پس د جون پۀ پنځلسمې ۱۹۴۸ مسلم لیګي حکومت باچا خان بابا، ولي خان بابا، قاضي عطاءالله، امیر محمد خان، عبېدالله خان او سره د نورو زرګونو خدائي خدمتګارو بندي کړلو. باچا خان بابا درې کاله لپاره پۀ دې خبره بندي کړے شو چې باچا خان بابا خپلو دورو کښې دا خبره کړې ده چې پاکستان د هند نه د راغلې مهاجر اشرافیې جبر لاندې دے او پاکستان حکومت پۀ خپلو دندو پېرنګي افسران ګمارلي دي او پۀ ملک کښې اوس هم د پېرنګي حکومت دوام لري.

    پۀ څلورم جولايۍ د هاغه وخت سرحدي صوبې (اوسنۍ پښتونخوا) ګورنر سر امبروز فلکس ډنډس د ګورنر جنرل جناح صېب پۀ وېنا ‘د نارتهـ – وېسټ فرنټئير صوبې پبلک سېفټي ارډیننس ۱۹۴۸’ پۀ نامه ارډیننس جاري کړو چې لۀ مخه ئې حکومت ته قانوني حق حاصل ؤ چې هر قسمه فرد، افرادو او تنظیم پۀ ‘متعصبانه عمل’ خلاف کاروائي کولے شي، پۀ دې ارډیننس کښې د ‘متعصبانه عمل’ وضاحت نۀ ؤ شوے، دا ټکي د حکومت سره اختلاف لرونکې ډلو پرضد کارولو لپاره مبهم پاتې کړے شوي وو چې دې ارډیننس لۀ مخه حکومت د یو چا منقوله او غېر منقوله دواړه ملکیتونه ضبط کولے شي او څوک هم بغېر له وارنټه او عدالت کښې پېش کولو ګرفتار کولے شي، تر دې پورې چې حکومت تعلیمي ادارې هم بند کولې شي او لۀ شپاړسو کالو کم عمر ماشومان نیولے شي. دا ارډیننس صوبائي حکومت وخت پۀ وخت د ‘ریاست ضد’ عناصرو یعنې د سیاسي مخالفینو او مشرانو پرضد د قانوني وسیلې پۀ توګه وکارولو خو دا قانون پۀ دولسم اګست کال ۱۹۴۸ کښې د بابړې پیښې سره اوج ته ورسېدو چې کله خدائي خدمتګارو د باچا خان بابا او د هغۀ ملګرو بندي کېدو پرضد لاریون کولو، پولیسو پۀ خدائي خدمتګارو ډزې وکړې، بابړه شهیده شوه او پۀ زرګونو کارکنان ونیول شول. پۀ دې موقع د ولي خان بابا وړومبۍ کورودانه ګوهر تاج (تاجو بي بي) هاغه وخت ژوبل شوه چې کله هغې خپله د سر لوپټه د ژوبل شوو کسانو پۀ پرهرونو پټۍ کوله او بیا پۀ کال ۱۹۴۹ کښې ترمرګه پورې د بابړې صدمې نه را و نۀ وته. دا هاغه سپېځلې تاجو بي بي وه چا ته چې باچا خان بابا پۀ پنځلسم جون خپلې او د ولي خان بابا ګرفتارۍ نه یو ورځ مخکښې وئیل چې:

    “بچې، ولي خو تا داسې نیازبین کړو، پۀ کټ دې ورته درې تولیانې لاندې باندې اچولې دي. پښو ته دې ورته د بجلۍ پکے، او سر ته دې ورته د بڼو بالښت او پۀ ترمس کښې د واورې يخې اوبۀ ایخې دي. او زۀ داسې وینم لکه چې دا جېلخانه بیا زمونږ پۀ برخه کېږي نو کۀ ولي ئې درنه دې ځل لۀ جیلخانې ته بوتلو نو د دۀ به څۀ ګذران وي؟”

    باچا خان بابا لکه چې د پاکستاني حکومت د حواس باختګۍ نه خبر ؤ، ولي خان بندیوان کړے شو، د جائیداد د ضبطۍ حکم قیوم خان وکړو، کۀ څۀ هم ولي خان د سېفټي ارډیننس پاس کېدو نه مخکښې ګرفتاړ کړے شوے ؤ خو هغه هم د دې قانون لاندې راوستل شو ۔ پولیس د ولي خان کور ته راغے، هر څۀ ئې ضبط کړل نو د پولیس افسر فکر یوې ځانګو ته شو، حکم ئې وکړو چې دا ځانګو هم ضبط کړئ، د ولي خان ماشومه لور پروین ئې د ځانګو نه ښکته ګزار کړه، ځانګو ئې واغسته او د کور تش دېوالونه پاتې شو. تاجو بي بي پسې مور او وروڼه راغلل، وې راځه زمونږ کره، اول خو یواځې وې پۀ دې خوشې مېره کښې، اوس خو دې کور هم تش تور پاتې شو. دې ورته پۀ جواب کښې وې چې:

    “همدلته به ناسته یم ـ زۀ د دښمنانو زړونه پۀ ولي خان نۀ خوشالوم. وائي به چې کور مو ورله وران کړو. چې هغه د جېل پۀ تورو تمبو دننه پۀ مځکه خوب کولے شي نو زۀ او زما بچي به همدلته پۀ مځکه پراتۀ یو خو کور ورله نۀ شړوم او نۀ تښتم.“

    ولي خان د ‘سیاسي قېدیانو’ پرځاے ‘اخلاقي قېدیانو’ سره بندي کړے شو، پۀ ژمي کښې د کوټه یخ جېل او اوړي کښې د ډېرو جېل ګرمۍ کښې وساتل شو او د مارچ ۱۹۴۹ وړومبۍ هفته وه چې ولي خان پۀ جېل کښې خبر شو چې تاجو د مردان پۀ هسپتال کښې تېره کړله، دوه برغوني ځامن ئې وشول، یو تاجو بي بي سره مړ شي او دوېم اسفندیار ولي خان د خپل خوشي کور ویړ اسمان ته پاتې شي.

    د خپلې وړومبۍ ښځې د مرګ یو میاشت پس ولي خان د یوې میاشت پۀ ضمانت خلاص کړے شو خو د ضمانت ختمېدو نه پس بېرته ونیول شو. پۀ کال ۱۹۵۰ کښې ولي خان بابا عدالت کښې مقدمې لپاره درخواست جمع کړلو چې هغه تېرو دوو کالو نه پۀ کومې ګناه کښې نیول شوے دے خو حکومت د هغۀ پرضد هېڅ جرم ثبوت پېښ نۀ کړے شو. حکومت پۀ خپلې خوښې درې میاشتو، شپږو میاشتو، یو کال لپاره هغه بندي کړو خو چې دا وخت پۀ دسمبر اتم کال ۱۹۵۲ پوره شو نو بیا ئې عدالتي کمشنر ته مقدمې لپاره درخواست جمع کړلو چې یو ځل بیا رد شو. ولي خان بابا دا ردعمل پۀ وفاقي عدالت کښې چیلنج کړلو او پۀ شلم نومبر کال ۱۹۵۳ کښې پنځۀ کاله، پنځۀ میاشتې او پنځۀ ورځې قېد نه پس خلاص کړے شو. د دې قېد دوران کښې باچا خان بابا نه واخله تر د تنظیم یو غړي خدائي خدمتګار پورې ټول د جسماني او ذهني اذیتونو سره مخ شول، پۀ څلورم جولایي کال ۱۹۴۸ پۀ خدای خدمتګار تحریک او پۀ ‘پښتون’ مجله بندېز ولګول شو.

    زندان نه د راخلاصېدو پس ولي خان بابا د خبرو اترو له لارې محمد علي بوګرا حکومت پۀ دې قایل کړو چې زنداني شوي خدائي خدمتګار لۀ قېده خلاص کړي، باچا خان بابا هم لۀ زندانه خلاص کړے شو خو پۀ بابا د پښتونخوا تګ باندې بندېز ولګولے شو. ولي خان بابا چې یو څۀ سیاسي هلو ځلو نه فراغت حاصل کړو نو هغۀ ته تاجو بي بي نه درې بچي پاتې شوي وو چې د هغوي کفالت لۀ ئې پۀ دوويشتم نومبر کال ۱۹۵۴ کښې د خدائي خدمتګار خان لالا امیر محمد خان هوتي لور بېګم نسیم ولي خان چې لۀ مینې به ئې ورته پۀ کور کښې چمو وئیل سره نکاح پۀ پنجاب اټک ښار کښې وتړله ولې چې پښتونخوا ته پۀ راتګ پۀ باچا خان بابا بندېز لګولے شوے ؤ.

    بېګم نسیم پۀ ماشومتوب کښې خپل خدائي خدمتګار پلار نه سماجي شعور ادراک کړے ؤ، د بېګم نسیم مشرې خور زبېده باجي د وېنا لۀ مخه چې د اعظم خان پۀ پېدائش زموږ کره یو چا د څلور لوڼه کېدو نه پس د زوي پۀ پېدائش زما بابا نه د زېري غوښتنه وکړه نو بابا مې ورته وئیل چې زما د لوریانو پۀ پېدائش څوک زېري لپاره رانغلل نو د زوي پۀ پېدائش زېرے ولې ورکړم؟ دا د بېګم نسیم ټینګ عزم، مور او پلار د ډاډ سیورے ؤ چې هغې د خپل کور نورو د وګړو مخالفت باوجود لسم جمات پورې زده کړې وکړې. وروستو بیا هغې کالج کښې هم داخله وکړه خو ولي خان سره وادۀ نه پس هغوي تعليمي هلې ځلې هاغه وخت جاري و نۀ ساتل شوې خو د ولي خان پۀ ملګرتیا ئې اووۀ کاله پس تعليمې هلې ځلې بیا پېل کړې او د دولسم (F.Sc) جمات امتحان ئې پۀ داسې وخت کښې پاس کړلو چې د هغې لور ګلالۍ پۀ دوېم جمات او زوے سنګین خان د سکول پۀ وړومبيو ورځو (Play Group) کښې ؤ.

    بېګم نسیم ولي خان کۀ څۀ هم رسمي توګه سیاسي هلې ځلې لۀ نېشنل ډېموکرېټک پارټي لۀ پلېټ فارم څخه پېل کړې خو پۀ غېر رسمي توګه د سیاسي فکر سره د خپل پلار لۀ لارې اشنا شوې وه چې پلار ئې خان لالا امیر محمد خان هوتي د خدائي خدمتګار تحریک صوبائي صدر پاتې شوے ؤ او لۀ وادۀ مخکښې چې به ئې بابا لۀ کوره د تحریک لاریونونو او تنظیمي کارونو پسې وتلو نو بېګم نسیم به ورسره مرسته کوله او بیا چې کله د ولي خان بابا د ژوند ملګرې شوه نو هغه د ولي خان ‘کورودانه/کورواله’ نۀ وه پاتې شوې، څنګه چې پښتنو کښې د نرواکۍ اظهار لپاره ښځه او کور د یو بل مترادف ګڼل کېږي بلکې هغه د کور نه بهر د ولي خان بابا پۀ ډاډ سماجي ژوند کښې پوره پوره برخه اخلي لکه نېشنل ډېموکراټېک پارټي جوړېدو نه مخکښې ولي خان بابا سره د سترګو علاج لپاره برطانیه او د افغانستان پۀ سیاسي دورو کښې هم شامله پاتې شوې چې د ‘کابل ټایمز’ هاغه وخت اخبارونو کښې ئې خبر ملاوېږې لکه افغانستان کښې د اعلي حضرت ظاهر شاه لور بلقیس بېګم سره ملاقات چې د هغې عکسونه د هاغه وخت د ښځو نماینده مجلې ‘مېرمن’ کښې هم چاپ شوي وو او بیا د افغانستان خارجه وزیر موسي شفیق سره پۀ اتلسم مۍ کال ۱۹۷۲ کښې ملاقات کول. هاغه وخت د افغانستان پۀ زیاتره دورو کښې د هغوي د مېلمیستیا اعزاز د ننګرهار والي او قبائیلو چارو وزارت مشرتابه محمد ګل سلېمان خېل صېب ته حاصل دے.

    پۀ کال ۱۹۷۱ کښې بنګالیان خپلواکي ترلاسه کوي، نېشنل عوامي پارټي او جمیعت العلماء اسلام اتحاد سره پۀ دوو صوبو بلوچستان او پښتونخوا کښې اتحادي حکومت جوړوي، نېپ پۀ قامي اسمبلۍ کښې د اپوزیشن کردار لوبوي چې مشري ئي ولي خان بابا کوي، بهټو واک ترلاسه کولو نه پس اپوزیشن او خصوصي توګه د ولي خان سره سخت مخالفت څرګندوي ولې چې هغه پۀ پنجاب کښې د ولي خان مقبولیت لۀ کبله خپل سیاسي مرګ ویني، بهټو پۀ بېلا بېلو محاذونو نېپ کرش کولو لپاره کار کوي وړومبے پۀ پښتونخوا کښې د افضل بنګش مزدور کسان تحریک لۀ لارې، دوېم پۀ بلوچستان کښې د سردارانو لۀ لارې لکه نواب محمد اکبر خان بګټي، نواب غوث بخش رئیساني، جام میر غلام قادر خان، نواب تېمور شا جوګیزۍ چې پۀ خپله به بهټو ځان سره سرداران ساتل او بېرته به ئې د سرادارۍ نظام پرضد خبرې کولو دوران کښې د سردارۍ نظام نه مرتد شوي او ډي-کلاس شوي مترقي قامپاله مشرانو لکه خېر بخش مري، بزنجو، مېنګل او میر ګل خان نصیر پورې ملنډې کولې ، درېم مولانا کوثر نیازي او قیوم خان لۀ لارې او څلورم فېډرل سېکیورټي فورس لۀ لارې خپل مخالفین پۀ ذهني او جسماني توګه اذیت سره مخ کوي.

    بهټو پۀ نېشنل عوامي پارټي د غدارۍ او پاکستان ماتولو ‘مقدس تور’ لګوي چې نېپ سیاسي هلو ځلو نه د ‘پاکستان سالمیت’ ته خطر پېښ دے. دا ‘مقدس تور’ هاغه وخت اوج ته رسي چې کله پۀ لسم فرورۍ کال ۱۹۷۳ کښې د عراق سفارتخانې نه حکومت وسله رانیسي چې دا وسله د نېپ مشرانو او بلوچستان حکومت ‘متشدد عملیاتو’ لپاره کاروي چې پۀ نتیجه کښې یو څو میاشتې پس بلوچستان حکومت مات کړے شي او احتجاجاً پښتونخوا کښې د نېپ او جمیعت العلماء اسلام جوړ کړے شوے اتحادي حکومت مستعفي کېږي.

    پۀ مارچ میاشت کال ۱۹۷۳ کښې د بهټو فاشزم پرضد د پیر پګارا پۀ صدارت کښې اتۀ ګوندیز تحریک یونائټېډ ډیموکرېټک فرنټ جوړېږي چې مشري ئې پیرپګارا او مفتي محمود کوي، هم پۀ دې میاشت د ‘قرارداد پاکستان’ پۀ ورځ بهټو د فېډرل سېکیورټي فورس لۀ لارې پۀ لیاقت باغ کښې د یونائټېډ ډیموکراټېک فرنټ پۀ جلسه ډزې کوي چې زیاتر پۀ کښې پښتانۀ مړۀ او ژوبل کېږي، پۀ فرورۍ ۱۹۷۵ کښې چې کله ولي خان بابا د حیات شېرپاو پۀ مړینه د هغۀ پۀ جنازه کښې شرکت لپاره روانېږي نو هغه نیول کېږي او دې سره نېپ مشران لکه بزنجو، خېربخش مري، مېنګل، اسفندیار ولي خان، افضل خان او د نور مشرانو پرضد کرېک ډاون پېل کېږي، نېپ او ولي خان نه ځان خلاصولو لپاره پۀ پولیټيکل پارټيز ایکټ ۱۹۶۲ کښې ترمیم کوي او پۀ نېپ ‘غېرقانوني’، ‘متشدد’ عملیاتو کښې برخه اغستلو پۀ نامه بندېز لګوي، د نېپ دفترونو باندې حملې کېږې او د هغې دستاویزات ختمول کېږي، د نېپ مشرانو پرضد سرکاري میډیا نه پروپېګنډې لپاره کار اغستل کېږي، پۀ میډیا کښې باچا خان او ولي خان د انډیا او افغانستان ملګري ښودل کېږي.

    پۀ دې ټول هرڅۀ کښې د باچا خان او ولي خان کورنۍ پۀ خصوصي توګه د بهټو افشرشاهۍ او فاشزم ښکار وه، باچا خان او ولي خان بابا نیول شوي وو، د ولي خان مشر زوے اسفندیار ولي خان نیول شوے ؤ او یو بدترین اذیت نه راتېر کړل شوے ؤ. پۀ ټول ملک کښې د نېپ ټول مهم مشران نیول شوي وو لکه سید هادي نقوي، فصیح الدین سالار، ډاکټر اېم اے محبوب، لال بخش رند، عثمان بلوڅ، کرامت علي، عبدالواحد کرد، ارباب سکندر خان خلیل، ګل خان نصیر، پروېز سلیم، ډاکټر عنایت الله، نثار خان او نور مشران پۀ اے-کلاس جېل کښې زنداني شوي وو، دې نه علاوه کارکنان ۀ بي کلاس جېلونو کښې زنداني وو.

    د بېګم نسیم سیاسي شخصیت هم پۀ یو داسې وخت کښې راڅرګندېږي چې د نېپ مهم مشران پۀ زندان کښې دي، یو څۀ مشران له زندانه بهر دي او ځینې مشران وقفه پۀ وقفه نیول کېږي، خلاصېږي او بېرته نیول کېږي لکه د ملتان قصور ګردېزي، عطالله مېنګل، حاجي غلام بلور، جېنېفر موسي، هاشم غلزے، محمود علي قصوري، مظهر علي خان، عبدالخالق خان، محموده سلیم، امراو خان او امیرزاده خان وغېره چې دې سره پۀ نېشنل عوامي پارټي کښې سیاسي خلا رامنځ ته کېږي او دا سیاسي خلا ډکولو لپاره داسې څوک پۀ نظر نۀ راځي چې یو تریښ سیاسي وېکټمائزېشن پۀ ماحول کښې رامخې ته شي او د پارټۍ احیاء وکړي.

    د ولي خان بابا پۀ کور کښې داسې څوک نۀ ښکاري چې هغوي ګوند یو ځل بیا فعال کړي ولې چې باچا خان، ولي خان او اسفندیار ولي خان پۀ زندان کښې دي، غني خان سیاسي ژوند ته خداے پۀ امان کړے دے، عبدالعلي خان اکېډیمیسین دے چې د سیاست کولو تجربه نۀ لري، سنګین خان ماشوم دے، د ولي خان د ترۀ ډاکټر خان صېب زوے سیاست کښې دلچسپي نۀ لري او بهټو وائي چې ما د ‘باچا خان او د هغۀ کورنۍ سیاسي مرګ’ سره مخ کړه’ نو بېګم نسیم ولي خان پۀ سیاست کښې راځي. پۀ داسې وخت کښې د پارټۍ دننه یو څۀ مشران او خپل خپلوان د هغې سره اختلاف کوي چې دا هر څۀ به خلک زموږ پرضد د پراپېګنډې لپاره کاروي چې یوه ښځه د ګوند مشري کوي. بېګم نسیم وائي چې څو څو وار د ګوند مشرۍ نه پۀ شا کېدو فکر هم کوي خو هغه خپل همت نۀ بائيلي، پۀ پنجاب کښې د ګوند مشري د بهټو مخالفینو لکه غلام مصطفي کهر او چوهدري ظهور الهی ته ورکوي خو هغه دې ګران وخت کښې د ګوند مشرۍ ته تیار نۀ وي نو د نوي ګوند جوړولو مشوره کېږي او پۀ شپږم نومبر ۱۹۷۵ د بلوچستان شېرباز مزاري پۀ صدارت او د بېګم نسیم پۀ نایب صدارت کښې نېشنل ډیموکراټېک پارټۍ بنیاد کېښودل کېږي.

    بېګم نسیم پۀ داسې کړکېچن وخت کښې د کارکنانو او زړو ملګرو پۀ کورونو ګرځي چې هغوي ته پۀ تریښ وخت کښې د ساه اغستلو لپاره حوصله ورکړي، د زغم نه کار واخلي، خپله مبارزه جاري وساتي او نېپ د نېشنل ډیموکریټک پارټي پۀ شکل کښې یو ځل بیا فعال کړي چې هم دې ګوند لۀ پلیټ فارم خپل ملګري او تحریک لۀ زندان نه راووباسي او بېرته د ټاکنو کولو مطالبه کوي.

    بېګم نسیم نه یوازې پۀ پښتونخوا کښې بلکې پنجاب، سندهـ او بلوچستان کښې کامیاب لاریونونه، جلسې کوي او پۀ دلو دلو ورته خلک راغونډېږي چې یو لامل ئې دا هم وي چې د هغې خپله کورنۍ پۀ زندان کښې وي او دلته ښځه ذات ‘صنفِ نازک’ پۀ توګه ګڼل کېږي نو اولس ورسره همدردي لري چې پۀ نتیجه کښې د کال ۱۹۷۷ پۀ ټاکنو کښې پاکستان نېشنل الائنس سره پۀ شریکه د بهټو پرضد ټاکنو کښې برخه اخلي او پۀ وړومبي زل یوه ښځه د چارسدې او صوابۍ نه پۀ جنرل سیټ ټاکنې ګټي.

    پۀ دې ټاکنو کښې بهټو اکثریت سره ټاکنې ګټي، پاکستان نېشنل الائنس پۀ حکومت د درغلۍ تور لګوي، د ټاکنو او صوبائي اسمبلۍ بائیکاټ کوي. پاکستان نېشنل الائنس حکومت پرضد لاریونونه پېل کوي، بهټو د مخالفینو پر وړاندې سخت ګامونه پورته کوي، د ملک حالات خرابېږي او پۀ سیاسي سیالۍ پۀ جریان کښې پۀ پنځلسم جولای ۱۹۷۷ ضیاءالحق مارشل لاء لګوي. ضیاء یو څۀ وخت پس د بهټو پرضد د بهټو مخالفینو مرسته اغستلو لپاره د بهټو سیاسي وکټمائزېشن ښکار خلک لۀ زندان خلاصوي. ځنې خلک د بېګم نسیم د بهټو فاشزم پرضد مزاحمت د ضیاء مارشل لاء لګولو باندې منتج کوي چې ګنې ضیاء مارشل لاء خو مور بي بي لۀ کبله لګیدلې وه، مونږ ته وړومبے پۀ دې خبره ځان پوهول پکار دي چې هر سیاسي عمل ته پۀ خپل زمان و مکان کښې کتل پکار دي، دوېم سیاسي عمل د وقتي حالاتو پۀ ردعمل کښې وقتي حکمت عملي خپلولو نامه ده. بیا مونږ ته د نېشنل ډېموکرېټک پارټي پۀ اېم ار ډي کښې برخه اغستل او د ضیا امریت پرضد واضح موقف نۀ دي هېرول پکار چې پۀ پنځلسم فرورۍ کال ۱۹۸۳ کښې د ګوند صوبائي صدر عبدالخالق خان پۀ مشرۍ کښې ولي خان بابا، مور بي بي، حاجي بلور پۀ اجلاس کښې قرارداد پاس کوي چې پۀ کښې امریت ختمول، ۱۹۷۳ اساسي قانون لاندې نوې ټاکنې کول، سیاسي قېدیان خلاصول، تعلیمي ادارې خلاصول او ریټائرډ پوځیانو لپاره امتیازي کوټې لرې کولو مطالبه کوي او ضیاء دور کښې د مور بي بي سیاسي ډګر کښې موجودګۍ لۀ کبله د ضیاءالحق ‘چادر او چاردیواري’ بیانیه غندل ذهن کښې لرل پکار دي.

    پۀ کال ۱۹۸۶ کښې د ولي خان بابا پۀ مشرۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند بنیاد کښېدول کېږي چې د هاغه وخت صوبائي صدر افضل خان لالا وي، مور بي بي د نوي ګوند برخه کېږي، یو څۀ وخت لپاره د سیاسي ژوند پرځاے پۀ کور کښې پاتې کېږي خو ډېر ژر پۀ کال ۱۹۸۸ ټاکنو کښې برخه اخلي او یو ځل بیا د پښتونخوا اسمبلۍ غړې جوړېږي، بیا پۀ کال ۱۹۹۰ کښې د جمیعت العلماء اسلام مولانا ګوهر شا نه د پي اېف-۱۳ چارسدې نه صوبائي اسمبلۍ ټاکنې ګټي او پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې د قائد حزب اختلاف کردار لوبوي ، پۀ کال ۱۹۹۳ ټاکنو کښې د پيپلزپارټۍ جهانګیر خان نه د پي اېف-۱۵ چارسدې ټاکنې ګټي، پۀ کال ۱۹۹۴ کښې ورته د ګوند صوبائي صدارت پۀ غاړه کېږي. پۀ قیوم خانۍ کښې د سردریاب مرکز عالیه پۀ بمونو الوځول شوے ؤ چې بیا د باچا خان بابا ارمان ؤ چې مرکز یو ځل بیا جوړ کړے شي او د سیاسي، سماجي هلو ځلو مرکز جوړ کړي. د مور بي بي پۀ صوبائي صدارت کښې یو مهم کار چې هغوي ترسره کړے ؤ هغه پۀ کال ۱۹۹۸ کښې د ولي خان پۀ لاسونو د باچا خان مرکز پرانستې پۀ شکل کښې د باچا خان بابا ارمان پوره کول وو کۀ څۀ هم باچا خان بابا لۀ مرکز جوړېدو مخکښې لۀ دنیا څخه سترګې پټې کړې. پۀ هم دې کال پۀ پي اېف-۱۵ چارسده کښې ئې ازاد امیدوار احسان الله خان نه د صوبائي اسمبلۍ ټاکنې وګټلې او یو ځل بیا پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې د قائد حزب اختلاف کردار لوبولے. پۀ فروري کال ۱۹۹۸ کښې چې کله صوبائي وزیراعلي مهتاب عباسي او مسلم لیګي وفد سره ملاقات نه پس مسلم لیګ د صوبې نامه ‘پښتونخوا’ ته بدلولو ته تیار نۀ شو نو دا د مور بي بي او اجمل خټک بابا اصولي موقف ؤ چې مسلم لیګ سره ئې اتحاد مات کړو.

    پۀ کال ۲۰۰۶ کښې ولي خان بابا وفات کېږي، عوامي نېشنل ګوند جوړېدو وخت نه واخله تر دې وخت پورې د مور بي بي پۀ کوششونو بې شمېره ځوانان پۀ شوروي اتحاد او نورو ملکونو کښې تعلیمونه حاصل کړل، مور بي بي د کالاباغ ډېم پرضد شوي لاریونونو، جلسو کښې پرجوش انداز کښې برخه اخلي او د خاورې د اختیار بیانیه مخ پروړاندې بوځي.

    پۀ پاکستان کښې لۀ بده مرغه پۀ تاريخي توګه د سیاسي ګوندونو بنسټګر مشرانو درېم او څلورم نسل خپلمنځي اختلافاتو ښکار کېږي چې بیا هم دا اختلافات سیاسي رنګ واخلي او بېرته زیان ئې ګوندونو ته رسي، د ولي خان بابا وفات نه پس هم څۀ داسې وشو او مور بي بي پۀ څۀ وجه مروره شوه او پۀ کال ۲۰۱۴ کښې ئې د عوامي نېشنل پارټي – ولي پۀ نامه د ګوند جوړولو اعلان وکړو کۀ څۀ هم یو څه وخت پس پۀ کال ۲۰۱۷ کښې سره پخلا شوه او بېرته عوامي نېشنل ګوند کښې شامل شوه البته دا د مور بي بي ملتپاله نظریې سره ژمنتیا وه چې د نوي ګوند جوړولو منشور کښې هم لۀ قامي موقف لرلو نه پۀ شا نۀ شوه.

    مور بي بي ته د اعزاز حاصل دے چې پۀ یو بحراني، تریښ وخت او د یو نرواکې ټولنې ادراک کولو باوجود ئې پۀ سیاسي عمل کښې برخه واغسته او پۀ داسې تناظر کښې سیاست ته راتلل موروثیت نه بلکې یو جرات ؤ. بیا پۀ جنوبي او مرکزي اسیا کښې سیاسي استحقاق د کورنۍ بنیادونو باندې وي چې خلک پۀ یو مخصوص کورنۍ راغونډېږي خو پۀ پښتنه ټولنه کښې سیاسي استحقاق د یو مخصوص کورنۍ د دولت پرځاے قربانیو باندې بنسټ لري او د باچا خان، ولي خان بابا کورنۍ سیاسي قربانیو لۀ کبله مور بي بي ته اولس د قبولیت شرف وربخښلے ؤ.

     

  • د خان عبدالولي خان قوم ته خطاب

    د خان عبدالولي خان قوم ته خطاب

    د کال ١٩٧٠ز د انتخاباتو پۀ لړ کښې رېډيو پاکستان او پاکستان ټيلي ويژن باندې وېنا

    السلام علېکم!

    دې ملک کښې پۀ وړومبي ځل صحت مند رواياتو ته د رواج ورکولو کوششونو سره د جمهوريت دوست خلقو ډاډګيرنه لګيا ده کېږي او د دولت (رياست) او حکومت ترمېنځه د فرق کولو يو صورت جوړېږي، دې سره ټولو ګوندونو ته د حکومتي ادارو نه د کار اخستو حق پۀ لاس راځي، عجيبه خبره دا ده چې د دې قدم اخستو فېصله د صدر يحيٰي پۀ مشرۍ کښې د مارشل لاء حکومت وکړه چې مختلفو ګوندونو ته ئې پۀ رېډيو او ټيلي ويژن د خطاب کولو موقع ورکولو سره دې وطن کښې د يو صحت منده او روښانفکره اولسي رايه پېدا کولو خواهش لري. د دې نه مخکښې دۀ د مارشل لاء ضابطې د نافذ کولو پۀ ذريعه مونږ سياستدانانو ته د اخلاقياتو د سبق راکولو کوشش کړے دے او دغه شان ئې هغه سياستدانانو ته پۀ مخ يوه څپېړه ورکړې ده چې درويشت (۲۳) کاله ئې پۀ دې ملک حکومت کړے دے.

    د دې نه مخکښې چې زۀ د نېشنل عوامي پارټۍ د مقصدونو تفصيل پېش کړم، غواړم چې اول د دې تنظيم د جوړولو د پس منظر او تاريخ پۀ حقله څۀ ووايم. پۀ کال ۱۹۴۸ء کښې چې د يو ګوند د جوړولو ضرورت محسوس شو نو کراچۍ کښې جمهوري طاقتونه سره کښېناستل او د ابتدائي کار نه پس ئې د پاکستان د پيپلز پارټۍ (People Party of Pakistan) بنياد کېښودو، ددې نه پس پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې پۀ لويه پېمانه ګرفتارۍ وشوې، دې لړ کښې پۀ کال ۱۹۵۶ء کښې د مغربي پاکستان ګڼو سياسي ګوندونو پۀ شريکه د پاکستان نېشنل پارټۍ (National Party Of Pakistan) جوړولو فېصله وکړه، دې تنظيم کښې چې کوم سياسي ګوندونه شامل وو، هغه دا دي:

    د سرحد (پښتونخوا) نه د خان عبدالغفار خان پۀ مشرۍ کښې “خدائي خدمتګار”، د بلوچستان نه د عبدالصمد خان اڅکزي “ورور پښتون” او د شهزاده عبدالکريم پۀ قيادت کښې استمان ګل، د سندهـ نه د ارواښاد حېدر بخش جتوي پۀ سر مشرۍ کښې سندهـ هاري کمېټي او د جي اېم سيد او شېخ عبدالمجيد سندهي پۀ قيادت کښې سندهـ عوامي محاذ، دغسې د پنجاب نه د خدائے بخښلي ميا افتخار الدين مشرۍ کښې ازاد پاکستان پارټي.

    يو کال پس پۀ کال ۱۹۵۷ء کښې چې د مشرقي پاکستان د مولانا عبدالحميد بهاشاني پۀ مشرۍ کښې عوامي ليګ او يو بلې ډلې ګوناونتري دل چې دې کښې ګډون وکړو نو دې ګوند دپاکستان نېشنل عوامي پارټۍ پۀ نامه ملي حېثيت بياموندو، د دې ګوند وړومبے صدر مولانا عبدالحميد خان بهاشاني ؤ او د دې خصوصيات دا وو:

    ا: د دې غړيتوب د ذات، عقيدې، علاقې يا مذهب د لحاظ ساتلو نه بغېر د پاکستان د ټولو استوګنو دپاره پرانستے ؤ.

    ب: دا ګوند د ازادې او نا پئيلې (غېر وابسته) خارجه پالېسۍ علمبردار ؤ او د سېنټو او سيټو د لوظنامو نه ئې زر تر زره د وتلو مطالبه وکړه.

    ج: دې جماعت (ګوند) ته دا پوخ يقين ؤ چې د مغربي پاکستان پۀ وړو صوبو د دوي د مرضۍ نه بغېر يو يونټ تپلے شوے دے نو ځکه ئې د زړو صوبو بيا پۀ ځاے کولو غوښتنه وکړه.

    د: دې ګوند دا محسوس کړه چې د حکومت اقتصادي پالېسي (کړن لاره) د اجاره داره سرمايه دارۍ د ډاډګيرنې پۀ اساس جوړېږي چې پۀ نتيجه کښې به ئې د ملک دولت څو لاسونو کښې جمع شي او دغه شان به مالدار نور مالدار او غريبانان نور غريبانان شي، نو ځکه دې ګوند دا مطالبه وکړه چې د دې رجحان د مخ نيوي دپاره دې زر تر زره تدبيرونه جوړ کړے شي او د قومي دولت دې پۀ انصاف سره د تقسيم انتظام وشي.

    نېشنل عوامي پارټۍ د زمکې د ملکيت د انتهائي حد مقررولو مطالبه وکړه او د انسان دلاسه د انسان د حق وهلو خلاف ئې خپله اراده څرګنده کړه نو دغه شان د مسلم ليګ پۀ مقابله کښې دا يو حقيقي مخالفه ډله پۀ وجود کښې راغله چې د چا نقطه نظر قومي او کردار عوامي ؤ، دا يو داسې ګوند ؤ چا چې د عالمي طاقتونو پۀ مرضۍ د چلېدو پۀ ځاے د پاکستان قومي مفادات تر نظره وساتل.

    جغرافيائي حقيقتونه او د دې ملک د سياسي تاريخ جاج اخستو دپاره پۀ بعضې حقيقتونو غور کول ضروري دي.

    اولنے حقيقت د دې ملک جغرافيائي پوزيشن دے، د براعظمګي تصوير څۀ داسې دے چې پاکستان پۀ دوه حصو کښې وېشلے شوے دے، د پاکستان دواړو برخو هندوستان مينځ کښې ګېر کړے دے، دې باندې د غرب او شرق دواړو نه حمله کېدے شي. د پاکستان خپله مشرقي حصه پۀ جنوب مشرقي اېشياء کښې پرته ده او مغربي برخه ئې پۀ منځني ختيز کښې واقع ده، دغسې دا ملک د فوجي محلِ وقوع پۀ لحاظ د دوه نړېوالو طاقتونو روس او چين ګاونډي دے.

    براعظمګي لا د وېش د اثراتو نه ساه نۀ وه اخستې چې پۀ چين کميونسټو قبضه وکړه، د دې کبله د عالمي طاقتونو پۀ عالمي پالېسۍ کښې بدلون ضروري وو، پاکستان د خپل جغرافيائي او فوجي اهميت پۀ رڼا کښې ناګهانه د عالمي شطرنج پۀ بساط راښکاره شو ګني پۀ بېن المللي کچ دې لوے ملک لا چا سره عام تعلقات هم نۀ وو جوړ کړي، د دې ملک د بېن المللي حېثيت يواځينے لارښود قائد اعظم پۀ کال ۱۹۴۸ء کښې حق رسېدلے ؤ.

    په کورني کچ د ملک ابتدا بېخي د صفر نه شوې وه، د پولې بلې غاړې نه د لکونو پناه ګزينو راتګ دا ملک مفلوج کړو او د دې اقتصاد ته ئې ډېر زيات نقصان ورسولو، بل اړخ ته د دې ملک قريباً ټول سياسي قيادت د پولې د پورې نه راغلے ؤ او دې ملک کښې کوم چې دوي ځان دپاره خوښ کړے ؤ د دوي جرړې محفوظې نۀ وې نو ځکه د ټولو نه مخکښې دوي ته ځان پۀ ځاے کول وو، دغسې د انتظامي او د صنعت او تجارت د شعبو مشران هم يو نوي ملک ته راغلي وو، ولې دوي ته پۀ يو نوي معاشرتي او کلتوري ماحول کښې کار کول وو او دوي د مختلفو علاقو د معاشرو او مختلفو علاقو د ژبو او کلتوري اړخونو سره بلد نۀ وو.

    زمونږ د ملک سياستدانانو خپل ځانونه پۀ هغه اعتماد پوره و نۀ خېژولے شول د کوم اعتماد اظهار چې خلقو پۀ دوي کړے ؤ، دا اعتماد څنګه ؤ؟ د ملک خلقو خپلو مشرانو ته خالي چېک (Blank Cheque) ورکړے ؤ، خلقو د اقتصادي مشکلاتو مقابله وکړه، تر دې چې د خپلو بنيادي حقونو او شهري ازاديو قرباني ئې هم ورکړه او پۀ خپلو جمهوري او ٰائيني حقونو ئې حملې هم برداشت کړې، ولې د دې باوجود سياستدانو هغه رويه خپله کړه چې غېر ملکي تاريخ ليکونکو ورته د پوليټيکل ميوزکل چيئر نامه ورکړه. د محلاتي سازشونو شروع وشوه او د دې نه د نوکر شاهۍ مخکښې پۀ ورو ورو سر کېښودل هم شروع شو، دې ملک چې ځان ته ئې يو نظرياتي مملکت وئيلو پۀ کال ۱۹۵۸ء کښې هم د ٰائين نه محرومه ؤ، دې لړ کښې خلقو د هغې دستور ساز اسمبلۍ د ماتولو حادثه هم وليده، د کومې صدارت چې جناح صېب کړے ؤ، دغسې پۀ سياسي فشار کښې مسلسل اضافه شروع شوه، دا لوظ وشو چې کال ۱۹۵۹ء کښې به د دستور مطابق ملک کښې عمومي انتخابات کولے شي، دې لوظ سياسي قيادت ته د اميد يو پړق وښودلو خو د ۱۹۵۸ء مارشل لاء د جمهوريت وده او واک خلقو ته د سپارلو پۀ لاره کښې خنډ جوړ کړو.

    د دې مارشل لاء هرکلے پۀ دې هيله وشو چې د دې پۀ نتيجه کښې به د انتخاباتو لوظ پوره کړے شي او خلق به د هغه بدعنوانو او خودغرضه سياستدانانو نه خلاص شي چې تراوسه لګيا دي پۀ دوي حکومت کوي.

    خو پۀ مارشل لاء کښې چې کوم وړومبنے سړے ګرفتار کړے شو نو هغه خان عبدالغفار خان ؤ، د دۀ نه پس خان عبدالصمد خان اڅکزے، شهزاده عبدالکريم او مولانا بهاشاني ګرفتار شول، حالانکې د دې خلقو کله هم حکومت سره تعلق نۀ دے پاتې شوے، بلکې دوي همېشه پۀ حکومت نيوکې کړې دي، نو ځکه مارشل لاء د تېرو سياسي واکمنو خلاف نۀ بلکې د دې د مخالفينو خلاف ثابته شوه او د دې ګزار پۀ هغه سياسي عناصرو وشو څوک چې د جمهوريت پۀ ځاے کولو پۀ لړ کښې اثرناک قوت جوړېدے شول. سوشلسټ کېمپ کښې د اختلافاتو پۀ وجه د لوئې طاقتونو پۀ عالمي کړن لاره کښې يو بنيادي بدلون راښکاره شو نو ځکه دا څۀ د حېرانتيا خبره نۀ وه چې فيلډ مارشل ايوب حکومت هندوستان سره د شريکې دفاع تجويز پېش کړو او پنډت نهرو دا د خپلې دې مشهورې فقرې سره رد کړو چې، “شريکه دفاع خو د چا خلاف”؟ پېښور سره نزدې بډهـ بېره کښې فوځي اډه د دې مثال دے چې حکومت د خپلې خاورې يوه برخه يو غېر ملکي طاقت ته ورکړه، کومه چې د پاکستان د عدالتونو د اختيار نه بهر وه او چرته چې د پاکستان کرنسي هم نۀ چلېده. يو ځل زمونږ خارجه وزير ته هم دې اډې ته د ننوتو اجازت نۀ ؤ ورکړے شوے، د ويليم پاورز U-2 جاسوسي الوتکې قيصه هم د دې لړ يوه کړۍ ده، د کومې پۀ نتيجه کښې چې دوست ملک پۀ دې مجبور شو چې د پېښور نه يوه سره دائره تاؤ کړي. څۀ ددې نه دا نتيجه راويستل غلطه ده چې د حکومت د غېض و غضب نزله د دې علاقې پۀ سياسي خلقو پرېوته چې دا د ځنې عالمي طاقتونو د جنګي کړن لارې نتيجه وه؟

    سياسي صورت حال:

    مشرقي پاکستان د پېرټي اصول ومنل او د خپل حاکميت د يوې برخې نه لاس پۀ سر شو، دغه شان مغربي پاکستان کښې هم د صوبائي قانون سازې اسمبلو او حکومتونو ختمولو او يو يونټ جوړول سره د واکمنۍ د يوې برخې نه لاس واخستے شو، د مرکز پۀ حق کښې د واکمنۍ نه د لاس اخستو د پنځلس کلنې تجربې د جاګيردارو او اجاره دارو سرمايه دارو يوه داسې طبقه پېدا کړه چا چې نۀ صرف د ملک پۀ مادي دولت قبضه وکړه بلکې دوي د انتخاباتو يو داسې نظام جوړ کړو، د کومې پۀ نتيجه کښې چې سياسي قوت هم د سرمايه دارې طبقې پۀ لاسونو مفلوجه پاتې شو، د دې نه داسې صورت پېدا شو چې زمونږ د مشرقي پاکستان وروڼو د اکثريت لرلو باوجود د خپلو حقوقو د تحفظ دپاره مطالبه شروع کړه، عجيبه خبره دا وه چې اقليت نۀ بلکې اکثريت د خپلو حقوقو د تحفظ غوښتنه کوله. دغه شان مغربي پاکستان کښې هم د دې پالېسۍ زور محسوس شو او د دې ځاے د اوسېدونکو اقتصادي او سياسي حقونه هم ووهلے شول، دې مملکت کښې زمونږ د يو والي جرړې پرې کړے شوې او د دې پۀ نتيجه کښې پۀ مختلفو علاقو کښې د شکونو، بې باورۍ بلکې د کرکې او نفرت اور ولګېدو او مونږ د يو قوم پۀ حېث سوچ کول هم پرېښودل.

    نېشنل عوامي پارټۍ ته دا احساس ؤ چې د دې ٰامرانه نظام نه د ځان خلاصولو يواځينۍ ذريعه دا ده چې اولسي رائے (Public Opinion) دې متحرک کړے شي او د ټولو سياسي قوتونو يو متحده محاذ دې جوړ کړے شي. پۀ دې وجه جمهوري مجلسِ عمل جوړ او د ګول مېز کانفرنس انعقاد ممکن شو، دا زمونږ د سياسي ژوند يو بې حده صحت مند اړخ ؤ چې مختلفو سياسي ګوندونو پۀ يو اواز د ٰامرانه نظام د رانسکورولو دپاره د مبارزې کولو فېصله وکړه، د دې فېصلې زړۀ پورې نتيجه دا راوخته چې مخکښني صدر ايوب نۀ صرف د اقتدار پرېښودو وعده وکړه بلکې د بنيادي جمهوريت د هغه نظام نه ئې هم لاس واخستو د چا پۀ حقله چې به د دۀ خوشامدګرو او درباريانو وئيل چې پۀ انګلستان کښې هم د دې نظام د راوستولو منصوبې جوړېږي خو زمونږ پۀ خيال د ګول مېز کانفرنس د مذاکراتو د ټولو نه ښکاره اړخ دا دے چې د دې پۀ نتيجه کښې د ګېرولو او سوزولو او ځوانان بازارونو ته د کاڼو ويشتلو او اور اچولو دپاره د لېږلو پۀ ځاے د سياسي سرګرميو دپاره يو تعميري او مثبتې طريقې رواج وموندو.

    د ايوب د حکومت خلاف ټول ملک کښې احتجاجي مظاهرو د ايوب خان پۀ ناکامه پالېسيو د تصديق مهر ولګولو او پۀ دغه حالاتو کښې د ملک سلامتيا پۀ ځاے کولو دپاره فوځ مداخلت وکړو، اوس د انتخاباتو نه مخکښې مونږ ته پۀ قلاره د موجوده سياسي حالاتو جاج اخستل پکار دي او مونږ ته هغه حالات څېړل پکار دي کوم کښې چې مسلم ليګ مارشل لاء دپاره ځاے خالي کړے دے. پۀ بېن المللي کچ دا خلق پۀ زوره زوره د ازادې خارجه پالېسۍ چغې وهي خو حالت دا دے چې مونږه اوس هم د يوې نه بلکې د دوه فوځي لوظنامو سيټو او سېنټو ممبر يو، يوه بله عجيبه پوښتنه دا ده چې څۀ مونږ نورو مسلمان هېوادونو سره د ورورولۍ تعلقات جوړ کړي دي؟ يا څنګه چې زمونږ يواځينے مقصد دے څۀ مونږه مسلمان ملکونه خپلو کښې نزدې کړې دي؟

    اقتصادي اړخ:

    ملک د دوه کهربه روپو قرض دار دے او د دې نه فائده يوې داسې خاص طبقې وچته کړې ده، د چا مقصد چې صرف دولت جمع کول دي او د دې نتيجه دا ده چې د ملک دواړو برخو او مختلف علاقو کښې برابرے يعنې مساوات نشته، دې علاقو کښې سړي سر امدن پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې ۳۰۰ روپۍ، بلوچستان کښې ۴۰۰ سوه، پنجاب کښې د ۶۰۰ نه زيات او کراچۍ او سندهـ کښې ۸۰۰ روپۍ دے.

    سياسي اړخ:

    د تېرو حکومتونو دپالېسيو پۀ نتيجه کښې دلته جمهوريت قتل شوے دے او د بنيادي جمهوريت د نظام پۀ ذريعه سياست د ملک نه ويستلے شوے دے، د اجتماعي قومي فکر پۀ ځاے مونږه خانداني او قبائلي پرو جمبو ته ديکه کړے شوي يو، دې سره زمونږ د قوم د يووالي جرړې پرېکړې شوي او د ووټرانو د محدود تعداد پۀ نتيجه کښې د پېسو سياست د سياسي ګوندونو پۀ مقابله کښې زيات اثرناک کردار شروع کړو، ځکه نو دا دومره د حېرانتيا خبره نۀ ده چې نن ملک کښې داسې ګوند نشته چې پۀ ملي کچ د خلقو پۀ زخمونو پهې کېږدي خو د دې حالاتو د ټولو نه زياته خطرناکه نتيجه دا راوتې ده چې ملک کښې داسې ځوان او د جوش او ولولې نه ډک قيادت ته د راوتلو موقع ورنۀ کړے شوه چې د دور اندېشۍ او ويښو دماغو نه کار واخلي، وچت شي د صوبائي مفاداتو نه بالا مقامي حدونو نه تېر شي او پۀ ملي سطح کار وکړي. سږکال پۀ وړومبۍ جنورۍ چې صدر يحيٰي د معمول مطابق د سياسي سرګرمو اجازت ورکړو نو دې کښې دا حقيقت نور هم روښانه شو، دا ډېر د افسوس خبره ده چې زمونږ زړو بلکې ورستو شوو سياستدانانو د سياست پۀ مېدان کښې د راټوپ کولو سره سم هغه جذباتي چغې وهل بيا شروع کړې چې کال ۱۹۴۶ء کښې شايد پۀ کار راتلې خو پۀ ۱۹۷۰ء کښې ئې بېخي ضرورت نشته، دې وطن کښې تېرو ۲۳ کالو کښې ډېر بدلونونه راغلل او خلقو د خپلو ترخو تجربو نه ډېر څۀ زده کړل خو کومو خلقو چې دې دوران کښې نۀ څۀ سبق زده کړو او نۀ دې اوږده موده کښې د وړوکوالي د حدونو نه راووتل هغه زمونږ سياستدانان دي، ملک پۀ قومي او بېن الاقوامي سطح ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دے، د ملک پۀ دواړو برخو او د مختلفو علاقو ترمېنځه تعصباتو، شکونو او نفرتونو کښې د بې خونده اقتصادي منصوبه سازۍ او د سياسي فعاليتونو د نشتوالي پۀ وجه اضافه روانه ده، اوس د ملک مخې ته اهم سوال دا پروت دے چې د دې مشکلاتو مقابله دې څنګه وکړې شي؟

    هر کله چې پۀ کال ۱۹۵۷ء کښې نېشنل عوامي پارټۍ د ناپئيلي يعنې غېر وابسته خارجه پالېسۍ خپلولو نعره پورته کړه نو پۀ مونږ دا تور ولګولے شو چې مونږ ملک يواځې کوو او د سپينو زرو پۀ تال کښې ئې هندوستان ته پېش کوو خو چې هندوستان سره زمونږ جنګ وشو نو د سيټو او سېنټو معاهدې زمونږ هيڅ پکار رانۀ غلې او بيا صدر ايوب خان خپل کتاب “جس رزق سے آتى هو پرواز مين کوتاهى” وليکلو، دې کتاب کښې دۀ د خارجه پالېسۍ پۀ حقله د نېشنل عوامي پارټۍ د موقف (دريځ) تائيد وکړو.

    او چې بيا کله نېشنل عوامي پارټۍ د وړو صوبو د بيا پۀ حال کولو غوښتنه وکړه نو دا الزام پرې ولګولے شو چې دا پارټي پاکستان ټوټې ټوټې کول غواړي خو پۀ کال ۱۹۶۹ء کښې هغه ټول سياسي ګوندونه د وړو صوبو پۀ بحال کولو متفق شو چا چې يو يونټ د خپل ايمان جُز ګڼلو او دغه شان دوي د حقيقت پۀ بنياد قدم پورته کړو او د دې نه علاوه چې نېشنل عوامي پارټۍ د حکومت اقتصادي پالېسو باندې احتجاج وکړو او د ملک دولت پۀ منصفانه بنيادونو د تقسيمولو مطالبه ئې وکړه نو پۀ مونږه دا تور پورې کړے شو چې مونږ د روس او چين اېجنټان يو او پۀ دې اسلامي رياست ګزار کول غواړو، ليکن اوس کۀ تاسو د سياسي ګوندونو منشورونه راواخلئ او وې ګورئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ټول سياسي ګوندونه اوس د نېشنل عوامي پارټۍ د اصلاحي تجويزونو نه هم د زياتو انقلابي اصلاحاتو وعدې خلقو سره کوي، هغه د فارسۍ د يو شعر مفهوم دے چې کم عقل هغه څۀ کوي چې هوښيار ئې کوي خو د خرابيو او مصيبتونو نه پس، اوس دا کتل دي چې مونږ ملک ته د پېښو مسئلو د حل دپاره څۀ کولے شو؟ خاص کر پۀ دې حال کښې چې ملک د ٰائين نه محرومه دے، څۀ مونږ پۀ نعره بازۍ،، جذباتي عقيدو او د خلقو د جذباتو سره پۀ لوبو کولو څۀ حل وړاندې کولے شو؟

    او يا چې زمونږ د ځنې سياستدانانو محبوبه مشغله ده چې پۀ يو بل خټې ورتپي او يو بل د يو يا بل نه کوم ملک اېجنټ جوړوي او فلانکے دوست دے او فلانکے دښمن دے، چغې سورې وهي، پۀ دې خبرو مونږ دا مسئلې حل کولے شو؟ او لا د ځنې هغه اسلام دوسته خلقو پۀ چغو سورو مونږ خپلې ستونزې هوارولے شو چې د هغې نه دا تاثر خورېږي چې د دې اسلام دوسته ګوندونو نه بهر ټول خلق د اسلام دښمنان دي. د نظريه پاکستان نه پس خودساخته محافظان اوس د مضبوط مرکز خبره کوي، حالانکې دوي تراوسه د مضبوط مرکز صحيح تعريف هم ونۀ کړے شو او حال دا دے چې دوي نه دا هېر دي چې زمونږ د موجوده خرابيو اصل وجه هم دا ده چې ټول انتظامي او سياسي اختيارات پۀ يو لاس کښې راغونډ کړے شوي وو، بايد چې مونږ د مضبوط پاکستان خبره وکړو او د مضبوط پاکستان مطلب د مخکښني صدر ايوب مضبوط مرکز کله هم نۀ دے. نېشنل عوامي پارټي پۀ دې پوهېږي چې د ملک د سلامتيا تعلق اېغ پۀ نېغه د قومي يووالي سره تړلے دے او دا يو والے هله راتلے شي چې د ملک ټولو اوسېدونکيو ته د رياست پۀ سياسي او اقتصادي پالېسيو کښې د برخې اخستو شعوري او اثرناک احساس وي.

    زمونږ پۀ خيال د ملک ټول اوسېدونکي د ذات، عقيدې، علاقې، ژبې، کلتور او د مذهب د لحاظ نه بغېر د برابر حېثيت حقدار دي، مونږ د مقدمې چلولو نه بغېر د چا د نظر بند کولو بېخي مخالف يو.

    زۀ دا د خپلې ذاتي تجربې پۀ بنياد وايم چې کله زۀ نظربند کړے شوم نو دغسې پۀ زرګونو نور خلق هم وو چې پۀ اخبارونو کښې پرې د وران کارو او د نورو ملکونو د اېجنټ نه علاوه نور ګڼ الزامات لګولے شوي وو ولې پۀ چا هم مقدمه نۀ ده چلولې شوې، دې خلقو کښې زمونږ د صوبې وزيراعلٰي ډاکټر خان صاحب هم شامل ؤ چې د ۱۹۴۸ء نه تر ۱۹۵۴ء پورې ورسره دغه شان سلوک شوے ؤ. زمونږ د مالياتو وزير قاضي عطاء الله خان مرحوم هم پۀ دغه کسانو کښې ؤ چې د نظر بندۍ پۀ دوران کښې حق رسېدلے ؤ، د دې نه علاوه د صوبائي اسمبلۍ غړي هم پۀ دې غرض نظر بند کړے شوي وو چې د اقليت پۀ بنياد صوبائي حکومت وچلولے شي.

    راځئ چې مونږ پۀ خپل سياست پۀ علمي نظر بحث وکړو، مذهب او رياست کله هم د بحث لاندې نۀ شي راوستے او پۀ راتلونکي انتخاباتو کښې خو بېخي دا متنازعه مسئله نۀ ده، زمونږ بنيادي مسئلې د حکومت نظام او د اقتصادي رغوڼې (Structure) تعين دے، دنيا کښې د انډونېشيا نه تر مراکش او الجزائر پۀ شلګونو مسلمان هېوادونه دي، د دې ټولو نظامونه د يو بل نه جدا جدا دي، دې کښې به د يو ملک نظام ته اسلامي او نورو ته به غېر اسلامي وئيل پکار وي او دغه خبره د دې اسلامي ملکونو د اقتصادي نظامونو پۀ حقله هم کېدے شي.

    امور خارجه:

    مونږ د ګاونډي ملکونو پۀ شمول ټولو هېوادونو سره دوستانه تعلقات غواړو، مونږ د کشمير د خلقو د ازادۍ د حق پلويان يو او دا خيال لرو کۀ چرې مونږ د شېخ عبدالله پۀ شمول نور مشران ځان سره يو ځاے کول غواړو نو دې دپاره ضروري ده چې پاکستان دې يو جمهوري مملکت وي، د کشمير نه علاوه زمونږ هندوستان سره نورې هم ډېرې تنازعې دي، دې کښې د فراکه (Farakka) بند مسئله ده او د دې نه علاوه د هغه ټولو سيندونو د اوبو کشاله ده چې پاکستان کښې بهېږي خو سرچينې ئې هندوستان کښې دي.

    د ټولو نه غټه مسئله د هغه هندوستاني مسلمانانو ده چا چې زمونږ د بېل وطن د قيام دپاره قربانۍ ورکړې دي، پۀ مونږه د هغوي د طرف نه ډېره غټه ذمه واري پرته ده، دا ضروري ده چې مونږ هندوستان سره خپلې مسئلې پۀ تسلۍ هوارې کړو چې هغه مسلمانانو ته خپل ملک کښې پۀ امن او سلامتيا اوسېدل نصيب شي.

    تېرو ۲۳ کالو کښې دواړو ملکونو ډېر نقصان وچت کړے دے او د دې نقصان اوچتونکي عام خلق دي چې ډېر مخلص دي، مونږ يقين لرو کۀ دواړه فريقه د زړۀ نه پخه اراده وکړي نو مونږ خپلې ټولې مسئلې هوارولے شو، د دې مقصد پۀ لاره کښې اسلام کله هم خنډ نۀ شي جوړېدے، ځکه چې مونږ داسې غېر مسلمان ملکونو سره هم دوستانه اړيکې لرو د چا نظريات چې زمونږ د نظرياتو سره متصادم دي، دې لړ کښې د امريکې او چين مثال کافي دے.

    د دې مقابله کښې افغانستان سره زمونږ تعلقات کله هم دوستانه نۀ دي پاتې شوي، حالانکې افغانستان زمونږ مسلمان همسايه دے.

    قوم ته د ملک دپاره د يو جمهوري ٰائين تيارولو پۀ غرض د يو دستور سازې اسمبلۍ انتخاب کول دي، د دې ايوان د خپلواکه حېثيت پۀ لړ کښې ځنې شکونه لګيا دي خلق کوي، دې لړ کښې زمونږ دريځ (موقف) دا دے چې د بالغ رائے ورکولو پۀ اساس منتخب شوي اسمبلي د خپل حق او حېثيت پۀ اعتبار سره خپلواکه وي او د دې فېصله قطعي او حتمي وي، پۀ دې ځکه اعتبار کول پکار دي چې د پاکستان خلق دا د اعتبار وړي او يو امانت ګڼي.

    پاکستان پائنده باد

    د خداے پۀ امان