Category: اعجاز ايسپزے

  • کاروان لا روان دے   ( ‌‌‌ډرامه) – ليک: انجنئير اعجاز يوسفزے

    کاروان لا روان دے   ( ‌‌‌ډرامه) – ليک: انجنئير اعجاز يوسفزے

    د پردې شاته د راوي اواز ( چې الهامي او غېبي دروندوالے پکښې دے):

    پښتنو قامي تحريک پۀ شپاړسمه پېړۍ کښي شروع کړے ؤ چې کله لا يورپ هم د قام او قامولۍ نه ناخبره ؤ. پير روښان د پيرۍ او مريدۍ پۀ جامه کښې د مغلو د غلامۍ او استعمار خلاف د پښتنو قامي تحريک پېل وکړو. او د مغلو خلاف ئې پښتنو ته غږ پورته کړو. خو مغلو د هغۀ خلاف بل مسلمان مبلغ اخون دروېزه راپاڅولو. پښتانۀ پۀ دوه مسلکونو کښې تقسيم کړے شو، دواړه يو بل ته کېوتل، او مغلو ئې تماشا کوله. پير روښان د پښتنو نه ارماني داسې لاړۀ چې د څلي درک ئې هم نشته.

       پۀ پير روښان پسې يوه پېړۍ پس خوشحال خان خټک راغے. اول د مغلو نمک خوار منصب دار ‌ؤ او د هغوي لپاره جنګېده، خو چې مغلو بې ګناه بندي کړو او د عزتِ نفس ګوزار ئې پۀ پښتون زړۀ وخواړۀ نو يو بې بها پښتون نېشنلسټ ترې جوړ شو او د افغان پۀ ننګ ئې توره وتړله. خو پښتانۀ پرې را غونډ نۀ شو. خو پۀ پښتنو کښې ئې د قامولۍ فکر وکرلو. د پښتنو د بې اتفاقۍ، د خپلې خېلخانې د بې ننګۍ او د خپل زوي بهرام د غدارۍ نه زړۀ ستړے ګور ته کوز شو.

       پۀ خوشحال خټک پسې دوه سوه کاله پس د هشتنغر د خاورې نه باچا خان راپا څېدۀ چې د جديد پښتون نېشنلزم مجسم تصوير ؤ.

    د استعمار ماڼو کښې وير شۀ باچا خان راغے

    د پښتنو پۀ مړو رګونو کښې طوفان راغے

    د جنګ انداز ئې ؤ بدل پۀ داسې شان راغے

    چې بې ټوپکه بې خنجرہ پۀ مېدان راغے

    باچاخان د خدمت لۀ لارې قامي تحريک وچلولو، خو د تس نس پښتنو د نفاق، د کانګرېس د درغلو او د پښتنو د مذهب پۀ نوم د غولېدو له لاسه د هغۀ د پښتون د خپلواکۍ او ابادۍ تحريک نيمګړے پاتې شو۔ خو دا تحريک لا دوام لري. دا کاروان لا روان دے.

                    کاروان لا روان دے

               ———————————

                       وړومبے اېکټ — پردہ وچتېږي

                    ————————

    کردارونه:

    (۱) خوشحال خان خټک (پۀ جوثه برابر، توره پۀ ترخ، واسکټ اچولے، روايتي پټکے پۀ سر، د خپل تصوير هو به هو د ږيرې سره رعب دار دنګ سړے، د پښتنو سردار.

    (۲) همېش ګل — پۀ حجره کښې ناست د دغه خېل سړے چې وضع قطع ئې د کليوال اپريدي پښتون ده.

    (۳) شماس — حجرہ کښې ناست د دغه چم بل سړے، د شکل نه کليوال کرونده ګر ښکاري.

    نندارہ : د پښتنې حجرې نندارہ. مخامخ يو کټ پروت دے۔ پۀ کټ کښې دوہ سړي ناست دي، يو بل سرہ غلې غلې خبرې کوي۔ پۀ ګړونج د اوبو منګے پروت دے او د خاورو کنډولے پۀ منګي نسکور دے۔

    بهر نه د اس د هڼېدو اواز راشي لکه چې څوک د حجرې نه بهر د اس نه کوز شول، او اس ئې بهر ودرولو. يو رعب دار سړے (خوشحال خان خټک) حجرې ته راننوځي.

    پۀ حجره کښې ناست دوه سړي د مېلمه پۀ راتلو زر د کټ نه پاڅي،او مېلمه سره روغبړ کوي.

    همېش ګل: (مېلمه له غاړہ ورکوي- د خبرو لهجه ئې د اپرېدو دہ) ستړے مۀ شې مېلمه !

    شماس : پۀ خېر راغلې ، مشره ! (هغه هم پۀ خپل وار مېلمه ته غېږ ورکړي).

    خوشحال خان ( رعب دار اواز) خوار مۀ شئ، پښتنو !

    خوشحال خان : (د روغبړ نه وروستو ) تږے شوے وم، ما وئيل چې دې حجره کښې به اوبۀ وڅښکم .

    همېش ګل: ( خپل ملګري ته) ورشه هلکه د منګي نه مېلمه له يخې اوبۀ راواخله.

    شماس: سر پۀ سترګو۔ دا دے اوس کنډول راډکوم ( د ګړونج لوري ته ځى او ډک کنډول راوړي، خوشحال خان خلې ته کنډول نيسي او پۀ شړپ اوبۀ څښکي لکه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر تږے شوے وي) د حجرې دواړہ سړي مېلمه ته پۀ ډېر تجسس ګوري.

    همېش ګل: مېلمه ، داسې ښکاري چې د لرې نه راغلے يې، راځه (کټ ته اشاره کوي) پۀ کټ کښې لږ دمه شه.

    خوشحال خان : زما تلوار دے، دمه کېږم نه. ‌‌‌‌‌‌هاغه غرونو ته به ځان رسوم (خپل ښي لاس باندې مخې ته لرې اشارہ وکړي)

    شماس : مېلمه، مونږ  ؤ نه پېژندې، تۀ څوک يې، او دلته څنګه راغلے يې؟

    خوشحال خان خټک: زۀ؟

    چې قانع د زمانې پۀ خشک وتر يم

    کۀ مې پېژنې بادشاه د بحروبر يم

    نۀ مې تخت نه مې افسر نۀ مې سپاه شته

    پۀ تسخير د کل جهان ختلے نمر يم

    لا يو شور راځنې لاړ نۀ وي بل راشي

    مګر زۀ پېدا پۀ ورځ د شوروشر يم

    زيست روزګار به مې لۀ دې خلقه سره نۀ شي

    زۀ خوشحال له واړه خلقه مرور يم.

    همېش ګل: (موسکے شي) ښکاري چې اخون يې!

    خوشحال خټک: خوشحال خټک يم

    همېش ګل!  ؤ نه رسېدم!

     خوشحال خان خټک: زۀ د نظام پور زېړي نه راغلے يم ۔ زۀ د سراې اکوړي خوشحال خان خټک يم۔

    زۀ خوشحال د شهباز خان يم

    چې تورزن ؤ کان پۀ کان

    شهباز خان د يحيي خان ؤ

    چې بل نه ‌ؤ هسې ځوان

    يحيي خان د اکوړي ‌ؤ

    چې پۀ توره ‌ؤ سلطان

    همېش ګل: ( پۀ خوشحالۍ او خنده رويه څېره) ښه ، ښه تۀ خو بيا د خټکو لوے او نامتو خان يې؟

    خوشحال خان خټک: هو، خان ابن خان ابن خان يم ، نيکۀ او غر نيکۀ مې د اکبر باچا منصبدار ‌وو، پلار مې د شاهجهان باچا منصبدار ؤ، او ماته  د اورنګ زېب باچا منصبداري پۀ وراثت کښې پاتې شوې وہ۔

    شماس: بيا خو تا سو د مغل باچاهانو اعتباري ملکان وئ؟

    خوشحال خان : هو،

    لکه زۀ وم د مغل پۀ نوکرۍ کښې

    د مغل پۀ خدمت نه ؤ بل افغان

    د مغل لپاره ما تورې وهلې

    پښتنو به راته کړې ډېرې کنځلې

    څلوېښت کاله مې خوږه کامراني وکړه

    څۀ شو چرخ کۀ مخالف شو يو نيم کال

    کۀ هزار کاندي پښتون مغل به نۀ شي

    بويه دا چې له زړۀ وباسي دا خيال

    ما وې زۀ به د مغل پۀ نوکرۍ کښې

    رکيېونه کړم د سرو د سپينو نال

    همېش ګل : خان بابا! نو د مغلو پۀ دومره لوے منصب کښې دې څۀ وګټل او څۀ دې بائيلل؟

    خوشحال خان خټک: عزتِ نفس مې بائيلو، خو پښتون ننګ مې پۀ کښې وپېژندو.

    کۀ هزار کاندي پښتون مغل به نۀ شي

    بويه دا چې  لۀ زړۀ وباسي دا خيال

          شماس: خان! هغه څنګه؟ خبره دې ‌‌‌‌‌‌ډېره ژوره وکړه (د نا خوالۍ خندا) خو زما د سر د پاسه لاړه.

    خوشحال خان: ( سوړ اسوېلے کوي)

    پرورده کۀ د مغلو پۀ نمک يم

    ‎  د اورنګ لۀ جوره هم لۀ غرېوه ‌‌‌‌‌‌ډک يم

    پۀ ناحق ئې پۀ زندان کړم څو څو کاله

    خداے خبر دے که پۀ خپل ګناه زۀ شک يم

    اور ئې پورې پۀ منصب پۀ نوکرۍ شه

    چې تر فهم و تر نظر د مغل کک يم

    پۀ خپل نام و ننګ چې راشم لېونے شم

    خبردار کله پۀ سود و زيان د لک يم

    د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره

    ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

    شماس: (د افسوس د اظهار سره) اوهو ، اوهو، دا خو ډېر نااعتباره مغل دي، پۀ کوم تور او کوم قصور ئې  درته لاس واچوو؟ خان!

    خوشحال خان: ( پۀ خپل جلال کښې )

    لکه زۀ وم پۀ راستۍ او پۀ درستۍ کښې

    د مغل پۀ خدمت نه ؤ بل افغان

    پۀ ناحق د اورنګ زېب پۀ بند بندي شوم

    خداے خبر دے پۀ تهمت او پۀ بهتان

    زۀ پۀ ځان کښې ګُناه نۀ وينم پۀ خدائيګو

    ولې نور خلق خبرې کا شان شان

    د ګناہ مې څۀ رشته نۀ ده معلومه

    مګر خپل هنر د ځان وينم تاوان

       همېش ګل (ډېر پۀ اطمينان سره) : دا خو د خداے لوے احسان دے چې د عزت نفس دې ګوزار د مغل د يو منصبدار نه يو پښتون ننګيال جوړ کړو. پښتنو ته الله پۀ دې بهانه يو نر مشر ورکړو. خان! مغل ته خو به دننه دننه ښه خوټکېږي؟

    خوشحال خان:

    څو وانۀ خلي لۀ غليمه انتقام

    مرد نۀ خوب کا نۀ خوراک کا نۀ ارام

    چې د ننګ او د ناموس اندوه ئې نۀ وي

    د هغه سړي به نۀ وي احترام

    دا هم شکر چې مې وتړله توره

    زما تورہ پۀ جهان شوه مشهوره

    شماس: خان بابا! جوړ تورہ دې د غليم پۀ وينو ښۀ لړلې ده، د زړۀ تا‌ؤ دې پرې ويستے دے! جنګونه خو به دې مغول سره ډېر کړي وي؟

    خوشحال خان: هو، يو څو تاودۀ جنګونه مې د ملګرو پۀ مرسته د مکار مغولو سره وکړل؛

    پښتنو زلميو ښۀ لاسونه سرۀ کړل

    لکه باز منګلې سرې کړه پۀ خپل کار

    د خېبر دره ئې سره کړله پۀ وينو

    پۀ کړپه ئې هم روان کړو دندوکار

    تر کړپه تر باجوړہ سمې غرونه

    پۀ لړزا پۀ زلزله شو پۀ بار بار

    درست پښتون د قندهاره تر اټکه

    سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

    اول جنګ د لوړې شا د تهترو ؤٔ

    چې څلوېښت زره مغول شول تار پۀ تار

    ۔۔۔۔۔ خو افسوس صد افسوس! ………

    شماس  : (پۀ ډېر تجسس کښې) خان ، ولې افسوس؟  بيا څۀ چل وشو؟

    خوشحال خان: ( پۀ تاسف سره ) مغول د پښتنو د رنځ او حرص نه ښۀ خبر وو. هغوي  د پښتنو د لالچ، حرص او د خرڅ پۀ نسخه کار وکړو، او پښتانۀ څۀ چې خټک او زما څۀ خېلخانه ئې هم پۀ بيعه واخيستله…

    پُښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي

    ورته ايښے و مغول د حلوہ تال دے

    خزانې د هندوستان ئې راخورې کړې

    سرہ مهران دي ننوځي پۀ کوهسار

    پښتانۀ پۀ عقل پوهه څۀ ناکس دي

    کوټه سپي د قصابانو د جوس دي

    بادشاهي ئې د مغول پۀ زرو بائيله

    د مغول د منصبونو پۀ هوس دي

    سر ئې هورې قندهار بل ئې دمغار دے

    تر دا مېنځ همه مېشتۀ واړه عبس دي

     همېش ګل: خان، مشران وائي چې پښتون د پښتنې دے۔ خان بابا! تۀ پۀ پښتنو ونۀ ګرځېدې؟ سوال منت او جرګه مرکه دې پرې ونۀ کړه؟

    خوشحال خان :

    تيراہ مې وليد راغلم تر سواته

    پښتون مي وليد دا لوے لوے ذاته

    عقل همت مې د چا ‌ؤ نه ليد

    پۀ بېرته راغلم ناست يم ملا ماته

    پۀ لاچۍ پۀ څوتره وګرځېدلم

    اوس مې ګشت د اپريديو پۀ مېدان شي

    لکه باز پۀ غرهٔ ګرځي بل ګوري

    بيا نظر زما د سوات پۀ کوهستان شي

    کۀ مې چرې ننګيالي پۀ لاسو کښېوځي

    پرې به لرې دا زما د زړۀ ارمان شي

    و مغول وته به هسې کار ښکاره کړم

    چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي

    همېش ګل: خان! لکه ستا د زړۀ ارمان ستا پۀ زړۀ کښې ښخ پاتې شۀ، د خپلو پښتنو لۀ لاسه؟دا څۀ بې ننګي ده؟

    خوشحال خان:

    اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پاتې نۀ شو

    ګڼه ما به د مغول ګرېوان پاره کړ

    د بې ننګو پُښتنو لۀ غمه ما

    لوې پرېښوہ، ونيوله کمه ما

    هغه ملا مې چې پۀ هوډ سره لوے غر ؤ

    پۀ ناکامه کړه و مغول ته خمه ما

    پۀ هغو لويو خبرو شرمسار يم

    چي ھر چا وته ويستے له فمه ما

    بل سړے: خان، زۀ خو تاته پۀ خپله پښتونولۍ ډېر کچه شوم (ژړغوني اواز کښې ) پښتنو پۀ خپل ننګيال هوډ ننګ ونۀ کړو؟ او ستا لويه کورنۍ هم د مغولو منصبونو او لالچونو ته تا سره ونۀ درېده؟

    خوشحال خان :

    اقربا راته عقرب شول

    رضامند مې پۀ تعب شول

    دواړه تروڼه مې نا اهله

    ابو جهل بو لهب شول

    رشوتونه ئې قبول کړو

    پۀ تلاش کښې روز و شب شول

    دا هم ځاے د تعجب دے کۀ ئې وينې

    چې لښکرې پۀ خوشحال کا بهرام خان

    څوک بهرام غوندې منحوس، بد بخت، بخيل شي

    پۀ شامت ئې خېلخانه شي تار پۀ تار

    ( پۀ جلال کښې) تا هُنر د سردارۍ نۀ زده بهرامه

    سرداري دې پۀ خپل دور کړه بدنامه

    نور دې نوم زما د زويو پۀ شمار مۀ شه

    د خوشحال خټک وېنا پۀ دا تمامه

      ( لږ ساعت له چپتيا خوره شي )

    خوشحال خان بابا: زۀ د موسي درې د اپرېديو هاغه ( پۀ لاس مخې ته اشاره وکړي) روان يم او زما يقين دے چې زۀ به دغلته نه ژوندے را نۀ شم، خو پښتنو زما دا وصيت د ځان سره غوټه کړئ؛

    پُښتانۀ کۀ بل څۀ فکر کړه ناپوه دي

    بې له تورې خلاصے نشته پۀ جهان

    درست پښتون لۀ کندهاره تر اټکه

    سرہ يو د ننګ پۀ کار پټ و اشکار

    پُښتانۀ پۀ تورہ ښۀ دي تر مغلو

    کۀ پۀ پوهه پُښتانه وے څه هوښيار

    پۀ دا هسې وخت چې وخت د نام وننګ دے

    دا بې ننګه پُښتانۀ کړه څۀ رفتار

    خوشحال خان: (د حُجرې سړو ته) ملګرو اوس ماله اجازت راکړئ، خداے خبر کۀ بيا ليدل کتل وشي۔ ما ته او زما اس سيلۍ ته ‌‌‌‌‌‌ډېر مزل پاتې دے۔

    خپل تدبير توره مې کېښوه پۀ کندو کښې

    دا دے ځان مې لۀ عالمه کناره کړو

    د حجرې دواړہ سړي همېش ګل او شماس پۀ چغو چغو ژاړي او خوشحال خان ته تر غاړہ وځي او وار پۀ وار پۀ ژړا کښې دا شعرونه وائي)

    همېش ګل :

    د خوشحال قدر کۀ اوس پۀ هېچا نشته

    پس لۀ مرګه به ئې ياد کا ډېر عالم

    بل سړے:

    کۀ توفيق د اتفاق پُښتانۀ مومي

    زوړ خوشحال به دوباره شي پۀ دا ځوان

     (پردہ پرېوځي او د پردې لۀ شا دا اواز راځي)

    “خان علين مکان د اپريدو پۀ ډمبره نومې غر کښې دېره شۀ، خو دغلته ډېر وخت ژوندے پاتې نۀ شو. او پۀ شلمه د فرورۍ ۱۶۸۹م د خوشحال خان مړے د خپل اس د سيلۍ د لاش سره جوخت پۀ ډمبره کښې وموندے شو. مشر زوي اشرف خان هجري چې خپله هم پۀ زندان کښې ؤ، د خپل ستر اتل پلار پۀ مړينې داسې زړۀ خوږونکې مرثيه وئيلې ده…

    يعني نن هغه امام د ننګيالو

    پهٔ ډنبره غريب ولاړ ډکه ئې خوا ده

    مسافر شو هغه شېر د جبالونو

    چې زهره ځنې اوبۀ د اورنګ شا ده

    نۀ ئې زويه پرې حاضر نۀ برادر ؤٔ

    ساه ئې قبضه لۀ غمونو پۀ صحرا ده

    نۀ ئې مخ پۀ سترګو وليدۀ د خپلو

    نۀ ئې کړے چا پۀ رنځ کښې دلاسا ده

    مرور له خلقو لاړ دے را به نۀ شي

    ستا پۀ باب ئې دعا کړې د بدا ده

    نور به سترګې پۀ مخ وا د ښادۍ نۀ کا

    کۀ پۀ تا د هجري مينه پۀ رښتيا ده

         —————————-

      دوېم اېکټ—- پرده وچتېږي

    کردارونه :

    (۱) باچاخان: يو دنګ لوړ پوخ ښکلے سړے، د باچاخان پۀ جُثه او جامه همشکل چې اواز ئې ټيکاؤ او انداز ئې باوقارہ وي. خړ څادر، پۀ پښو څپلۍ، خړې د خامتا جامې اغوستې، چې لستوڼي ئې ګول او د قميص د غاړې ګول پټۍ لري، پۀ سر سرتور (چې پټکے يا ټوپۍ نۀ لري).

    (۲) سالار پښتونيار: د خدائي خدمتګارو سالار، پۀ سره وردۍ او کمر پټۍ کښې د تقريباً ٤٠ کالو د عمر سړے، چې پۀ لاس کښې ورسرہ وړه د بانس سرہ چوکه وي.

    (۳) شربت خان: د څلوېښتو کالو، بې ږيرې او د غټو برېتو سړے چې د تيلۍ ټوپۍ ئې اچولې دہ، د مړز ساتلو شوقين دے او خلته کښې ورسرہ مړز دے.

     (۴) شېرو: د شربت خان د مړز نوم.

    (۵) نوروز: هم د څلوېښتو کالو د عمر بل سړے، چې د سپو جنګولو شوقين دے۔ د دۀ هم غټ برېت دي او ديروجۍ سپينه ټوپۍ ئې پۀ سر دہ۔

                          (پردہ وچتېږي)

    نندارہ:

     د يوې کچه حجرې منظر۔.. يو کټ مخامخ او بل کټ ورسرہ عمودي پروت دے۔ د مخامخ کټ مخې ته چيلم ولاړ دے۔ شربت خان پۀ مخامخ کټ کښې ناست دے، د کټ پښې ته ئې د مړز تشه خلته ځوړنده کړې دہ او مړز پۀ لاسو کښې لوبوي، او مخوکه ورله هم ښکلوي۔ ورسرہ بل کټ کښې نوروز ناست دے، د چيلم نه کوړ وباسي او نرے لوګے هوا کښې پرېږدي۔ دواړہ ملګري خپلو کښې ګپ لګوي۔

    شربت خان: ( خپل مړز پۀ مښوکه ښکل کړي او نوروز ته وائي) يرہ نوروز خانه! تېرہ ورځ خو شېرو پۀ شهباز ګړهه کښې ميدان داسې وګټلو چې … چې خلقې ورته پۀ تماشا وو۔ ( پۀ جېب لاس کېږدي)  او پوره څلور سوہ روپۍ انعام مې جېب کښې راوړۀ. د شهباز ګړهې د تور ملک د بګېلي نه ئې هسې بڼې وويستې، … بڼې۔

    نوروز خان: شربت خانه، د چرګانو او مړزانو به لا څۀ جنګ وي؟ بېخي مې ورسرہ نۀ لګي . جنګ خو د بُل ټېر او د بُلډاګ مزه کوي چې لکه د زمرو غرېږي (د ښي لاس پنجه وچته کړي او وغرېږي) او سرې سرې وينې بهېږي ، او ورسرہ ۔۔ د سړي وينه تودېږي ۔ تا نۀ دي اورېدلي چې؛

    لکه لکۍ سپي —- يو تر بله غرغرې کا

    ناګهانه پۀ خړوب شي — پۀ سرو وينو شونډې سرې کا۔

    خوند خو د سرو شونډو جنګ کوي، د سرو شونډو او د سرو سترګو۔ دا ځل به دې کۀ خې روي هوتي ته د ځان سرہ ……..

    ( پۀ دې وخت يو لوړ باوقارہ خو سادہ پوش سړے (باچا خان) او ورسره سالار پښتونيار حجرې ته راننوځي۔ شربت خان زر خپل مړز خلته کښې ځوړندوي).

    باچاخان: ( د حجرې کسانو ته) اسلام علېکم

    ( نوروز او شربت خان ورته د وعلېکم سلام سرہ سمدستي پاڅي او دواړو مېلمنو سرہ ګړه بړه کوي)

    شربت خان: راځئ مېلمنو کټونو کښې کښېنئ…

    سالار صېب: نۀ ورورہ، خداے دې قدرمن کړه، پۀ ولا ړہ يو څو خبرو له راغلي يو.

    نوروز : دا څنګه کېدے شي، څۀ چاے، اوبۀ، وار وکړه زۀ سوال جواب لېږم…

    سالار صېب: (پۀ لاس ئې منع کوي) بېخي پۀ کښې نۀ يو، ډېرې حجرې مو پۀ سر دي۔

    ( باچاخان او سالار صېب پۀ سټېج يوې غاړې ته او شربت خان او نوروز بلې غاړې ته ودرېږي، يو پرانستے V غوندې جوړ کړي.)

    نوروز (سالار صېب ته) : دا مېلمه مې ونۀ پېژندو؟

    سالار صېب: دا خان عبدالغفار خان دے، پۀ باچا خان او فخر افغان باندې هم مشهور دے۔ د چارسدې نه راغلے دے، د پښتنو پۀ حجرو ګرځي۔ د  اُتمانزو د مشر خان به ۔۔۔۔۔۔۔۔۔

    ( باچاخان سالار صېب د لاس پۀ اشارہ چُپ کوي او نيمګړې خبرہ ترې اخلي)

    باچاخان: زۀ عبدالغفار يم ۔ خدائي خذمتګار يم۔ د خداے پاک خدمت ته هېڅ حاجت نشته، بلکې د خداے پاک خدمت د مخلوق پۀ خدمت کښې دے، پۀ دې وجه زۀ د الله د مخلوق خدمتګار يم۔ د پښتنو خدمتګار يم۔

    شربت خان: (د خوشحالۍ اظهار سرہ) ۔ ښه ښه ۔ زۀ دومرہ وړوکے وم ( پۀ لاس د ځمکې نه بره د  نهو کالو د ماشوم قد جوړ کړي) چې تۀ ما ليدلے وے، تا د ميټها خېلو پۀ حجرہ کښې جارو وهله او بيا دې خلقو سرہ خبرې کولې۔ زۀ هغه وخت ستا پۀ خبرو نۀ پوهېدم۔ وخت لکه د مارغۀ الوځي! دا دي کلونه تېر شول!

    نوروز: ( د هلکوالۍ د وخت  د خبرې د يادېدو د خوشحالۍ او جوش پۀ لهجه کښې): ماته ھم ياد شوې، تا د لنګرخېلو پۀ جومات کښې د مازيګر د مونځ نه پس تقرير کولو، ‌‌‌‌‌‌ډېر خلق درته پۀ بروزه ناست وو او ما ليدل چې د جومات امام باز اُستاذ مخ ته لاس نيولے ؤ او هغه ستا شاته پۀ محراب کښې پۀ مصله ناست ؤ او لاس شاته به ئې پټې پټې څېرې پېښې کولې۔ ما ته ياد شي چې زۀ ستا د خبرو اورېدو نه زيات د باز اُستاذ د نخرو پۀ نندارہ وم ۔ ستا يوہ خبرہ ھم راته يادہ نۀ دہ۔

    باچاخان: ھو،  څنګه چې د انسان دوه لاسونه دي، دغه شان د پښتنې ټولنې  ھُم دوہ لاسونه دي، يوہ حُجرہ او بل جومات۔ د پښتونولۍ دا دواړہ اھمې ادارې دي، ما د دې دواړو ځايونو نه استفاده کړې دہ۔ د دې دواړو ځايونو مشران زما ملګري وو. پۀ دې دواړو کښې چې توازن وي نو ټولنه به هله سمه پۀ تول روانه وي۔ دا توازن چې ګډوډ شي نو پښتنه معاشرہ ھم بې توله شي۔ ما د دې توازن ‌‌‌‌‌‌ډېر خيال ساتلے دے۔

    سالار صېب: بلکل هم داسې دہ، د حجرې مشران لکه عبدالاکبرخان، خادم محمد اکبر، حاجي عبدالغفار، عباس خان، شاہ نواز خان او ميا احمد شاہ د باچاخان ملګري وو او بل طرف ته د جومات عالمان مولوي عبدالعزيز، مولوي فضل محمود مخفي، مولوي فضل ربي، او د ګدر د دارلعلوم مهتم مولوي تاج محمد د باچاخان پۀ دې نېکۍ کښې شريک وو۔ بلکې د دېوبند دارالعلوم باچاخان ته د رئيس الاحرار پټکے ھُم پۀ سر کړے ؤ۔

    باچاخان: (سالار صېب ته اشارہ کوي او د حجرې سړو ته وائي) دا پښتونيار د خدائي خدمتګارو سالار  دے۔ خدائي خدمتګار د قام بې وسلې فوج دے۔ د دې ټولو تربيت پۀ مرکز عاليه سردرياب کښې شوے دے۔ دا ټول خدائي خدمتګار خپلو کښې وروڼه دي۔ دوي د يو بل ملاتړ دي، ځکه چې پۀ خدمت کښې اختلاف نۀ راځي، اختلاف د خود غرضۍ نه پېدا کېږي. د دوي غرض صرف د قام خدمت دے۔

    سالار صېب: (د حجرې سړو ته):

    د سردرياب پۀ مرکز کښې غټ او نرے نشته۔ ھلته خوار او موړ ټول يو شان پۀ ځمکه کښېني، يو شان يو پخ کړے او يوه ډوډۍ خوري، او د خوراک نه پس هر يو خپله رکېبۍ پۀ خوا کښې سيند کښې وينځي او واپس ئې سمبالوي۔ دا د بې مثاله خپلوي، د مينې او محبت مرکز دے۔ مرکز د خدائي خدمتګارو د پرېډ، پيادہ مارچ، د فوځي مشقونو، تعليم او تربيت ادارہ وہ۔ دا مرکز خدائي خدمتګارو پۀ خپلو لاسو جوړ کړے ؤ، باچاخان پۀ کښې ھم پۀ خپله د مزدور کار کړے دے۔

    شربت خان ( باچا خان ته): باچاخان بابا، تا دا دومرہ لوے کار، خدمت او کړاو څنګه شروع کړو؟ دلته خو سړے د خپلو کارونو نه  سر ګرېدو ته نه وزګارېږي؟.

    باچاخان: (لږ موسکے شي) ما د پېښور پۀ مشن سکول کښې سبق وئيلو، نو زمونږ يو استاذ ؤ چې وِګرم نوم ئې ؤ۔ زۀ د هغۀ د انسان دوستۍ او خدمت نه ډېر متاثرہ وم۔ ما کښې چې د انسان دوستۍ، قوم پرستۍ، ورورولۍ، عزيزولۍ، وطن دوستۍ او د خداے د مخلوق د خدمت جذبه پېدا شوې دہ، نو دې کښې زما د استاذ او د سکول د هېډ ماسټر وګرم ډېر لاس ؤ۔ ما به دا فکر کولو چې دا پردے سړے د څومره لرې نه راغلے دے او زمونږ خدمت کوي۔ او دا زمونږ خپل وطن او قام دے، او مونږ د دوي د پارہ هېڅ هم نۀ کوو. پکار ده چې مونږ کښې هم د خپل قام د ښېرازۍ تلوسه وي. هم دغه جذبې زۀ د پښتنو خذمت ته تيار کړم. زه پۀ قام وګرځېدم او د دغه احساساتو ملګري مې ځان له پېدا کړل.

    سالار صيب: اللہ تعالي پښتنو له د باچاخان پۀ شکل کښې داسې لارښود ورکړے دے چې د پښتنې معاشرې نباض دے، د پښتون قام ټول رنځونه ورته معلوم دي او علاج ئې ھم ورتہ ښۀ معلوم دے۔

    باچاخان: پپښتنه ټولنه د جاھليت او تشدد پۀ ولقه کښې دہ۔ واړۀ ئې بې تعليمه ايراړ ګرځي، زلمي ئې مړزان، چرګان، سپي او سنډاګان جنګوي ( شربت خان او نوروز يو بل ته پۀ شرمندګۍ کښې وګوري) او مشران ئې بې غورہ دي۔ مليانو خو پښتانۀ د انګرېز پۀ سکولونو کښې د تعليم نه منع کول خو پۀ خپله ئې هيڅ انتظام نۀ کولو. اسلام پۀ نر او ښځه علم فرض کړے دے خو زمونږ بچي د اسلام پۀ نوم د تعليم نه محرومه کړے شو۔ ما پښتانۀ د جاھليت د تيارو نه راويستل غوښتل۔

    سالار صېب ( د حجرې سړو ته): پۀ دې وجه باچاخان د ترنګزو د حاجي صېب پۀ ملګرتيا کښې د اسلامي مدرسو پرانستو ته بډې راښکلې او ھغۀ سرہ ئې يو ځاے اسلامي مدرسې پرانستې۔

    باچاخان: خو بيا ما او زما ملګرو دا فکر وکړو، چې يوازې تعليم زمونږ مسئله نۀ دہ۔ بلکې پۀ دې ٹولنہ کښې د دشمنو، تربګنو، مقدمه بازو، جنګ جګړو، خراب رسمونو او د بې اتفاقۍ ‌‌‌‌‌‌ډېر رنځونه دي، چې اصلاح غواړي، پۀ دې وجه مونږ پۀ ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” تنظيم جوړ کړو چې د دغه رنځونو علاج وکړو او د پښتنو طاقت نور ضايع کېدو ته پرې نۀ ږدو او د دوي نه د خپلواکۍ د تحريک تکړه مبارز جوړ کړو.

    سالار صېب: د انجمن اصلاح الافاغنه د سېوري لاندې تقريباً د يو سل او دېرشو نه زيات ازاد سکولونه پرانستے شو۔ چې د اسلامي تعليم سرہ پکښې عصري او کسبي تعليم هم ورکېدے شو۔ او دغه ازادو سکولونو د پوهه او قام پاله پښتنو يو نوے فصل زرغون کړو. د باچاخان خپل ځامن غني او ولي ھم د اتمانزو پۀ ازاد سکول کښې داخل وو۔ ولي خان به د قادر ټانګي والا زوي سره پۀ يو ټهاټ ناست ؤ.

    نوروز: باچاخان بابا، دا يو حقيقت دے چې پښتانۀ هر وخت خپلو کښې کېوتي وي. دشمنۍ، مقدمې او جنګ جګړې ئې ٹول عمر روانې وي، د دې مرضونو علاج خو ډېر ګران دے؟

    باچاخان: اؤ، پښتون يو جذباتي، زوراور او خودسره قام دے، خو خپل زور او توان پۀ خپل مېنځ کښې ضايع کوي، پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېران ارټ بائيلي او د لختي پۀ اوبو مړي کوي او بيا سروالے بروالے ګرځي. ما دوي ته د صبر او عدم تشدد فلسفه ورکړه. دا فلسفه ما د ګاندهي نه نۀ وه اخيستې، بلکې د صبر او عدم تشدد عقيده ما د خپل خوږ پېغمبر صلي الله عليه وسلم نه خپله کړې وه، هغۀ د مکې پۀ ټول عمر او بيا پۀ صلح حدېبيه کښې د صبر نه کار اخستے ‌ؤ .

    سالار صيب: ناپوھه خلق د عدم تشدد پۀ مطلب نہ پوهېږي ځکه ورپسې پچموزې کوي او کمزوري ئې ګڼي.

    باچاخان: عدم تشدد د بزدل سڑي کار نۀ دے، عدم تشدد د تشدد نه ګران کار دے، دا د بہادر او نر سړي شېوہ دہ۔ د عدم تشدد وسله تبليغ او د تشدد وسلہ ټوپک دے۔ څنګه چې د تشدد يو نظام دے دغسې د عدم تشدد هم يو مکمل نظام دے۔ عدم تشدد پۀ خلقو کښې محبت، ھمت او جرات پېدا کوي او تشدد پۀ خلقو کښې نفرت، وېرہ او بزدلي پېدا کوي۔

    سالار صيب: د عدم تشدد دا معنا نۀ دہ چې يو مخ درله څوک ووھي نو بل ورته ونيسه، بلکې عدم تشدد يو ژواک دے۔ د عدم تشدد د مزاحمت ډېر اړخونه او پړاونه دي۔

    باچاخان: خو ۔۔ پۀ يو کوھي کښې چې مردارہ پرته وي نو چې ھر څومرہ بوقرې ترې راوباسئ نو کوھے نۀ صفا کېږي، تر څو چې دې ترے اول مردارہ نۀ وي راويستې۔ مونږ فکر وکړو چې د ټولو رنځونو نه لوے رنځ غلامي ده. پېرنګے د زرګونو ميلونو نه راغلے دے او مونږ ئې غلامان کړي وو. چې تر کومې پورې دا ملک د پېرنګي نه ازاد شوے نۀ دے او د دې ملک واک اختيار د پښتنو پۀ لاسو کښې راغلے نۀ دے تر ھغې پورې پښتون ابادېدے نۀ شي۔ پۀ دې وجه مونږ د پېرنګي خلاف د ازادۍ مبارزہ پېل کړہ۔

    شربت خان: پؤ ۔ دا خو ڈېر جابر او زوراور دشمن سرہ کېوتي وئ، چې د چا پۀ سلطنت کښې نمر نۀ ڈوبېدۀ!

    باچاخان: دې جابر دشمن خدائي خدمتګارو سرہ ډېر جبر شروع کړو۔ د سن تيس پۀ څلورو مياشتو دننه ئې د قصه خانۍ پۀ بازار کښې پۀ سوونو پښتانۀ پۀ سرو وينو کښې ولمبول، يو مياشت پس ئې پۀ ټکر کښې پۀ ښځو او ناريناؤ ګولۍ وچلولې، او پۀ سوونو ئې شھيدان کړل۔

    سالار صيب: ( پۀ غمژن اواز کښې) پۀ ټکر جنګ دے۔۔ ګولۍ ورېږي ۔ او اونې پاڼې ريژوينه۔

    باچاخان: ( خپله خبرہ جاري ساتي) او د ټکر د غميزې نه صرف درې مياشتې پس پېرنګيانو پۀ سپين تنګي ھاتھي خېلو کښې د خدائي خدمتګارو پۀ احتجاجي جلسه ناتاره ډزې وکړې او اتيا کسان پۀ موقع شھيدان شول۔ د دې نہ علاوہ پۀ سوونو خدائي خدمتګار ئې پۀ زندان کښې واچول۔ پۀ لږ وخت کښې پۀ خدايي خدمتګارو دا ځمکه د دوزخ پۀ مثال کړې شوه.

    سالار صيب: باچاخان پۀ دغه وخت د ګجرات پۀ جېل کښې ؤ چې ميا جعفر شاہ او د قاضي خېلو ميا عبداللہ شاہ ورله ملاقات ته راغلل او دا ئې ورته ووئيل چې حکومت پۀ جبر زمونږ تحريک چقول غواړي، ښۀ بہ دا وي چې خدائي خدمتګار يوے لوے ملک ګير پارټۍ لہ لاس ورکړي، چې مضبوط مرستيال ئې پېدا شي.

    باچاخان: د خدائي خدمتګارو جرګه ميا جعفر شاہ او عبدالاکبر خان وړومبے مسلم ليګ ته د مرستې لپارہ ولېږله خو ھغوي پۀ دې وجہ انکار وکړو چې مونږ د پېرنګيانو د وتو پۀ حق کښې نۀ يو او تاسو پېرنګيان ويستل غواړئ۔ بيا دوي د کانګرېس د مشرانو سرہ وليدل نو ھغوي ورتہ ډېر پۀ خوشحالۍ  پۀ وروڼ تندي هرکلے وکړو او د مرستې لاس ئې ورکړو او ورتہ ئې ووئيل چې د کانګرېس او د خدائي خدمتګارو مدعا يوه ده او منزل مو د پېرنګي نه زادي دہ۔ پۀ دې سبب د خدائي خدمتګارو د کانګرېس سرہ الحاق وشو، خو مونږ خدائي خدمتګار تحريک ھم ژوندے وساتلو۔ د پښتنو ازادي د هندوستان د ازادۍ نه بېله نۀ شوه تر لاسه کېدې، پۀ دې وجه خدائي خدمتګارو د کانګرېس سره شريکه د ازادۍ مبارزه شورو کړه. د کانګرېس مشرانو مونږ سره وعده وکړه چې هند او پښتانۀ به يو ځاے ازادي اخلي۔

    سالار صېب: باچاخان او خدائي خدمتګارو د پېرنګي نه د ازادۍ د پارہ د کانګرېس سرہ يو ځاے پۀ ازغنه لارہ سفر شورو کړو۔ دا د تکليفونو او کړاؤنو سفر ؤ۔ باچاخان د اتمانزو د مشر خان خان بہرام خان زوے ؤ۔ دۀ کولے شول چې د نورو خانانو غوندې ئې د عېش و عشرت او مستۍ ژوند تېر کړے وے۔ د نورو شتمنو غوندے ئې د بري امام پۀ مېلہ کښې مستۍ کولې او يا ئې نورې موج مستۍ کولې خو دۀ  د خانۍ پۀ ځاے د ملنګۍ ژوند اختيار کړو۔ پۀ کړکېچنه لار کښې ئې د غر ھومرہ ځواني ويلې کړہ۔ او د ازادۍ پۀ تحريک کښې د دۀ خدائي خدمتګارو ھم د قربانيو مثالونه قائم کړل۔

    باچاخان: خدائي خدمتګارو د ازادۍ لپارہ څومرہ سختۍ زغملې دي، څومرہ ظلمونه ئې برداشت کړي دي، څومرہ زندانونو ئې بدنونه خوړلي دي، څومرہ سينې پۀ ګولو غلبېل شوي دي، څومرہ کورونه تالا شوي دي، څومرہ مياندې بورې شوې دي، د څومرہ خوېندو پېغلتوب ويلې شوے دے، څومرہ واړۀ يتيمان شوي دي، او څومرہ تور سرې پۀ سمسور پېغلتوب کښې کونډې شوي دي، د دنيا پۀ مخ د ازادۍ پۀ يو تحريک کښې چا دومرہ قربانۍ نۀ دي ورکړې۔

    سالار صيب: بېشکه. اکثرو خدائي خدمتګارو د شلو شلو کالو نه زيات زنداني ژوند تېر کړے دے۔ باچاخان د پېرنګي پۀ دور کښې پنځلس کاله د تورو تمبو شاته تېر کړي دي او د پاکستان پۀ وړومبي اتلسو کالو کښې د مسلمان واکمنو لۀ لاسه ئې پنځلس کاله پۀ جېلونو کښې او وروستو اتۀ کاله بېلتون ئې پۀ افغانستان کښې تېر کړے دے. او دا د اوسني جېل پۀ شان اسان جېل نہ ؤ بلکې د اذيت او مشقت سرہ به د تنھايۍ قېد ؤ۔ د خدائي خدمتګارو دا ځانګړتيا ھم وہ چې چرته پۀ ضمانت بھر نۀ دي راوتلي، بلکې ڈېر خو پۀ مرګ ھم خپلو کورنيو ته نۀ دي ورکړے شوي۔ د ھري پور د جېل پۀ ھديرہ کښې دفن کړے شوے دي۔

    باچاخان: خو کله چې زمونږ پۀ کوششونو پېرنګے د ھند نه پۀ وتو مجبور شو، او ھندوستان ازادېدۀ، نو کانګرېس پښتنو سرہ درغلي وکړہ۔ د کانګرېس مشران د ھغه وعدې نه پۀ شا شول چې ګوندې پښتانۀ او ھنديان بہ پۀ يو وخت ازادي مومي۔ مونږ خو ازاد شوي وو او پېرنګيان لۀ ملکه تلونکي وو خو د لارډ ماونټ بېټن ، نھرو او سردار پټېل پۀ سازش مونږ د غلامانو غلامان شو۔ زۀ پۀ دې خبرہ دومرہ خفه نۀ يم ځکه کۀ پښتون پښتون شي نو دې څوک غلام ساتلے نه شي، خو خفه پۀ دې يم چې د خدائي خدمتګارۍ هغه تحريک چې پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېرو خوارو، مصيبتونو، تکليفونو او قربانو جوړ شوے ؤ، ھغه ئې تس نس او ګډوډ کړو۔ مونږ ته پېرنګيانو وئيل چې د کانګرېس ملګرتيا پرېږدئ نو مونږ چې څۀ هندوستان ته ورکوو د هغې نه زيات به تاسو له درکړو لېکن مونږ کانګرېس پرې نۀ ښود او دوي مونږ پرېښودو، دوي مونږ د پښو او لاسو وتړلو او مسلم ليګ ته ئې حواله کړو. ما ګاندهي جي ته ووئيل چې تاسو زۀ شرمخانو ته واچولم.

            د زړه پۀ باغ مې ږلۍ وشوه

           بويه چې بيا سپرلے راځي سپړي ګلونه

    سالار صيب: پېرنګي د ھند نہ کډہ پۀ سر کړې وہ، خو ھغه د خپلو مفاداتو د ساتلو پۀ خاطر دلته د خپلو لاس پوڅو د پاره يو ملک جوړول غوښتل. د انګرېزانو د پاکستان تلوسه د مسلم ليګ نه زياته وه. هغوي د پاکستان د زبرګۍ داسې نقشه جوړه کړه چې پښتانه ئې شمکور کړل. نوابانو، خانانو، پيرانو او مليانو وئيل چې پاکستان کښې به د خداے او د هغۀ د قران نظام وي، دا به د اسلام قلعه وي، داسې بيانيې ئې جوړې کړې چې “پاکستان کا مطلب کيا؟ لا الہ الااللہ”۔ يو ځل بيا ساده پښتون پۀ مذهب باندې وغلولے شۀ. د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک د اول صف ګڼو مشرانو لارې بدلې کړې، او پۀ کلو کښې خو ‌‌‌‌‌‌ډېر مخلوق د مذهبي بيانيو پۀ دې سېلاب کښې لاهو شول. پۀ سياست د مذهب رنګ غالب شۀ. او د مذهب پۀ نوم يوه لويه دهوکه شورو شوه.

    باچاخان : سالار صېب! د ماڼکي پير صېب امين حسنات ليدو ته تلے وم. هغۀ راته لۀ جېبه يو کاغذ راوويستو او راته ئې ووئيل چې دا ماله جناح صېب راکړے دے او پۀ دې کښې ئې ليکلي دي چې پاکستان جوړ شو نو پۀ دې کښې به اسلامي شريعت وي. ما ورته ووئيل چې څټه يې. پير صېب حيران شو او راته ئې ووئيل چې ولې؟ ما ورته ووئيل چې پۀ اسلامي شريعت کښې د جناح صېب ځاے شته؟ نو تاله به ئې څنګه جوړ کړي….

    سالار صېب( زر خبرہ کښې راودانګي) ھاؤ، پۀ شريعت کښې بيا ځاے چرته وي؟ ( باچا خان پۀ ناګوارۍ سالار صېب ته د غلې کېدو اشاره وکړي)

    سالار صېب: باچاخان بخښنه غواړم، خو کوم خلق چې پۀ خپل شپږ فټه وجود کښې شريعت نۀ شي راوستے نو هغوي به ټول ملک کښې شريعت څنګه راولي؟ دا سراسر د مذهب پۀ نوم دوکه وه۔

    باچاخان: هند د ازادۍ لور ته روان ‌ؤ خو پښتانۀ د سپين بادار نه د تور بادار غلامۍ کښې کېوتل. ما د هند د وېش د فيصلې نه پس د دولسم جون 1947 نه تر فرورۍ 1948 پورې پوره اتۀ مياشتې د پښونخوا توپاني دورې وکړې، پۀ پښتنو وګرځېدم، د هغوي پۀ نبض مې لاس کېښودل. پښتنو ته د ازادۍ يوه بله مبارزه مخې ته پرته وه. خو پښتانۀ خواروزار، ستړي او زپلي وو. د مذهبي جنون د نعرو پۀ غوغا کښې ما هغوي د کلمه ګو مسلمانانو سره پۀ يو نوي امتحان کښې اچول نۀ غوښتل. فضا بدله وه. زۀ يو عملي او حقيقت پسند سړے يم، خيالي خوش بينۍ کښې نۀ اوسم، د ممکنه نتائجو له مخې فېصله کوم. ما وئيل چې انتظار او څارنه وکړم . پۀ هېڅ حال کښې ما د عدم تشدد لمن نۀ پرېښوده. د خدائي خدمتګارو جرګې پاکستان کښې د ارتقا او بقائے باھمي لارہ خوښه کړه او ما د دغه فېصلې پۀ رڼا کښې پۀ درويشتمې فرورۍ پۀ کراچۍ کښې د پاکستان سره د وفادارۍ څوګند وچت کړو، د سياست يو نوے سفر مو شروع کړو. دا سفر پۀ پاکستان کښې دننه د يو خپلواک پښتون يونټ د سياست سفر ‌ؤ۔

    نوروز: د پاکستان د سياست نوے سفر څنګه ‌ؤ؟ د مسلم ليګ اوکر درته څنګه ؤ ؟

    سالار صيب: د حلف د اخيستو نه څلور مياشتې پس ئې باچاخان سره د ملګرو پۀ پنځلسم جون 1948 د کوهاټ سره نزدې ګرفتار کړو کله چې دوي د نجو بابا او سالار منير خان سره د خدائي خدمتګارو پۀ بلنه بنو ته روان ‌وو او درې کاله ئې قېد کړو. د باچاخان د وفادارۍ د حلف ايله پينځ نيمې مياشتې شوې وې چې د دوي د ګرفتارۍ خلاف د بابړې پۀ احتجاجي جلوس د سرحد حکومت ناتار ګولۍ وورولې او پۀ اسلامي جمهوريه پاکستان کښې پۀ پښتنو وړومبۍ کربلا جوړه شوه. دا پۀ نوي ملک کښې د پښتنو د وينو وړومبۍ کهاته پرانستې شوه چې لا تر اوسه د پښتنو وينه څښکي. ( پۀ پس منظر کښې د عبدالمالک فدا د نظم دوه کړۍ غږېږي— کفن پۀ ترخ کښې د سيالۍ مېدان له ځمه — مرګيه مۀ راځه درځمه)

    شربت خان: بابا، د پاکستان پۀ سياست کښې ستاسو ملګري تاسو سره کلک ودرېده او کۀ نه تس نس شو؟

    باچاخان: بچے! د پاکستان د سياست حرکيات بېخي بدل ‌وو. ‌‌‌‌‌‌ډېرو خلقو لارې بدلې کړې. د نوي ملک پروپېګنډہ مشينرۍ زما او زما د ملګرو دومره کردارکشي وکړه چې د پښتنو اکثريت مونږه هندوان ګڼلو. او پۀ شېروانو کښې ملبوس دغه خلق ئې ريښتوني نجات دهنده ګڼل، دا هغه خلق وو چا چې پۀ سن تيس، سن بتيس، او سن بياليس کښې د پښتنو کورونه لوټ کړي وو، هغوي ئې وهلي، ټکولي او پۀ ګولو ويشتي وو. ما به ورته وئيل چې اے پښتنو! ولې ستاسو قصه خانۍ، ټکر، اتمانزۍ، سپين تنګۍ او بابړه هېره شوه؟ اے ننګيالو، تاسو د پېښور، ھري پور ، ډېرو، مچھ ، منټګمري، ګجرات ، لاھور او ھزاري باغ زندانونه بېخي د ياداشت نہ ونړول؟ اے پښتنو! تاسو د جناح صېب د حکم پۀ انتظار کښې د خدائي خدمتګارو وژلو ته وخکلې تورې ناست يئ؟ کۀ چرته هر څومره يو سړے زورور، هوښيار او پوهه ولري خو چې خپل قام ورسره مل نۀ شي نو کاميابېدلے نۀ شي.

    سالار صيب : ( پۀ ژړغوني اواز کښې) باچاخان! پښتونيار سالار به مړ کړې پۀ دې خبرو۔ نور بس کړہ ، پۀ چړو دې زخمي زخمي کړم، نور د زغم بند مې ګورې ماتېږي۔

    باچاخان: پښتنو کښې پۀ پېړو پېړو قامي تحريکونه وچلېدل خو پښتنو کښې اتفاق او قامولي رانغلہ۔ خود غرضي او ډلې پرې نورې زياتې شوې۔ د پښتنو نه ډېر وروستو پۀ يورپ کښې اولس د فرانس انقلاب راوستو، قامونه جوړ شو او قامي رياستونه جوړ شو۔ مونږ ھغه شان تس نس يو، ھجوم يو خو يو قام نۀ شو۔ ما پښتنو ته ډېر مخکښې چغه وھلې وہ چې اے پښتنو! لا به يو کېږو ګنڼ ورکېږو۔ ما خو پښتانۀ د سيالو قامونو پۀ قطار کښې ودرول غوښتل، ما خو د پښتنو د زړونو او بدنونو نه خيرے وينځل غوښتل، ما خو د دوي لارې کوڅې جارو کول غوښتل، ما خو د پښتنو يوہ ورورولي جوړوله، ډېرو کۀ بې مثاله قربانۍ ورکړې نو د ھغوي نه ډېرو زمونږ مخه ونيوله۔ زما د قام بچي لا تر اوسه پۀ دې تذبذب کښې دي چې زۀ ھندو يم کۀ مسلمان؟

    سالار صېب: (خپلہ د سالارۍ لخته خکته غورځوي، پۀ چغو چغو ژاړي او د باچاخان نه دواړه لاسونہ چاپېروي) اے فخر افغانه! نور بس کړہ۔ نور غلې شه ګنې دا زړۀ به مې ټک وچوي۔ نور صبر نۀ شم کولے۔ تا خو د خپل قام نه چرته پۀ وازہ خولۀ ګله ھم نۀ دہ کړې۔ تا خو چرته پښتنو تہ د بې ننګۍ او بې وفايۍ نرے پېغور ھم نۀ دے ورکړے۔ تا خو چرته د خپل قام نه مايوسي نۀ دہ ظاھرہ کړې۔ د دې بې ننګه پښتنو نه خو پير روښان پۀ قبر کښې محفوظ نۀ دے پاتې شوے، ځامن ورله پښتنو قتل کړل او ښځې ئې ورله وينزې کړې۔ ستر خوشحال هم د پښتنو نہ زړۀ ستړے لاړ دے۔ خو پښتنو ته ئې جوخت جوخت پېغورونہ ورکړي دي؛

    مغول بې قدرہ پښتون بې ننګه

    توبه لۀ تورې توبه لۀ جنګه

    تسبې پۀ لاس کښې پۀ نظام پور کښې

    ناست پۀ مسجد کښې جمدر تر څنګه۔

    باچاخان: ( سالار صېب ته پۀ لاس د غلې کېدو اشارہ کوي او وائي) نه نه سالار صېب! عبدالغفار د مايوسۍ سړے نۀ دے۔ اللہ تعالي بندہ ته يقين ورکوي؛

    ترجمه: “د الله تعالي د رحمت نه مۀ ناامېده کېږئ”.

    دا د قامولۍ او ورورولۍ تحريک به روان وي۔ دا مزل به تر ھغې دوام لري چې تر څو پښتانۀ خپل مرام او پړا‌ؤ ته رسېدلي نۀ وي. خدايي خدمتګارو خپله برخه کار وکړو، زمونږ نه پس به پښتانه زلمي دا د قامي فکر او عمل لا ټېن بل ساتي او د دې پۀ رڼا به نيمګړے مزل سر ته رسوي. دا د وفا لاره به نۀ شاړېږي.

    سالار صيب، شربت خان او نوروز: ( پۀ يو اواز) انشااللہ انشااللہ۔

    باچاخان: زما يو ارمان دے۔ زۀ غواړم چې د پښتنو دا تس نس پرګنۍ پۀ يو دريځ راغونډې شي۔ د بولان نہ تر چترالہ پورې يوہ ګرګه او يو وجود جوړ شي، خپل واک او اختيار ولري۔ زما دا ارمان دے چې دوي د پرو، جمبو او ډلو پۀ ځاے پۀ يو کوټلي قام کښې بدل شي، اختلاف او تفريق زوراور قامونه هم پرې باسي. زۀ تلوسه لرم چې دوي تعليم، تہذيب او تمدٌن ولري، زما تمنا دہ چې پۀ پښتنو کښې اجتماعي ژوند او فکر پېدا شي، پۀ خپلو پښو ودرېږي، اباد شي، د ترقي يافته قامونو پۀ قطار کښې ودرېږي، خپل طاقت پۀ دشمنيو او تربګنو کښې ضايع نۀ کړي بلکې پۀ خپله ترقۍ او سوکالۍ کښې ئې استعمال کړي، او بيا زۀ ترقي يافته نڑۍ ته غږ کړم او چېلنج ورته ورکړم چې “راشئ کنه ما ته پۀ دُنيا کښې د دوي نه زيات سپېځلے او پياوړے قام وښايئ”۔

    زما قامه کېدے شي بيا تاسو سرہ زما داسې خبرې ‌ؤ نه شي۔

    [باچاخان خپل ښے لاس د “خداے پۀ امان” پۀ اشارہ وچت نيولے وي او د خپل قلار خوي پۀ شان پۀ ورو ورو، ستړو ستړو خو کوټلي قدمونو د حجرې نه روان شي. سالار صېب ورپسې پۀ ژړا پۀ قدم کښې وروستو روان وي، ورپسې شربت خان او نوروز هم روان شي او پۀ لستوڼو سترګې وچوي۔]

    د باچاخان د وتلو پۀ دې ټول سين کښې دا ترانه غږېږي؛

        زما وطنه د خوشحال او د رحمان وطنه

        د سور نشان وطنه – د باچاخان وطنه

               د باچاخان وطنه

      ترانه ختمېږي – پرده پرېوځي

    ————

  • د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے

    د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے

    درې دېرش کاله اګاهو د پښتنو لوے لارښود فخرافغان باچاخان د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې خو د هغۀ نابغه شخصیت، تعلیم، خدمت، سیاست، تربیت، کړاؤ او مبارزې پۀ پښتنه ټولنه کښې هغه شعوري او عملي اثرات پرېښې دي چې د پیرروښان ، خوشحال خان او میروېس نیکۀ نه واخلې تر دې دمه د بل پښتون اتل پۀ بخت کښې نۀ وو. د پښتنو پۀ ټولنیز ژوند کښې د قبائیلت پۀ ځاے د شعوري پښتون نېشنلزم لیتکے خوشحال بابا بل کړے ؤ او بیا باچاخان دا مفکوره پۀ سائینسي او عملي بنسټ مضبوطه ودرولې ده. خوشحال بابا سره چې کومې موروثي او جذباتي نیمګړتیاوې مل وې ، باچاخان د هغو نه پاک ؤ او ځکه خوشحال بابا پۀ خپله مبارزه کښې پښتانۀ ځان سره ؤ نه درولي شول خو باچاخان د پښتنو د ننګ لښکر ځان سره راپاڅاؤ.

    باچاخان پۀ نوي زلمیتوب کښې تعلیمي، اصلاحي او قامي کار ته لاس اچولے ؤ کله چې پۀ هغه وخت کښې پۀ پښتنو زلمو کښې هېڅ اجتماعي او ټولنیزسوچ نه ؤ او د هغۀ پۀ شان د اشنغرد خانوادو زلمو بۀ پۀ بري امام کښې ډمې ګډولې او عامو پښتنو ځوانانو بۀ سپي، چرګان او سنډګان جنګول.

    د تاریخ نه دا ثابته ده چې باچاخان وړومبے د تشدد لۀ لارې هند لۀ د ازادۍ ګټلو فکر لرلو او د شېخ الهند مولانا محمودالحسن پۀ مشرۍ کښې دخپلو ملګرو مولوي فضل محمود مخفي او مولوي تاج محمد سره د دارالعلوم دېوبند د حُریت د تحریک یو سرګرم مبارز ؤ. باچاخان او مولوي فضل محمود مخفي ته شېخ الهند مولانا محمودالحسن دا ذمه واري سپارلې وه چې پۀ قبائیلي سیمه کښې د مرکز د قایمولو د پاره مناسب ځاے ولټوي چې د ازادۍ د جنګ سنګر پرې جوړ کړے شي چرته چې بۀ پښتانه زلمي د پېرنګي سره د ازادۍ د جنګ لپاره تربیه کېږي. باچاخان او مولوي فضل محمود مخفي د باجوړ پۀ سالارزئیو ماموندو کښې د مرکز د پاره ځمکه خوښه کړه، خو د وړومبي جنګ عظیم د نښتو پۀ وجه دا پروژه نیمګړې پاتې شوه.

    باچاخان د صوبه سرحد د خلافت د کمېټۍ صدر ټاکلے وے ؤ او پۀ دغه وخت کښې پۀ خلقو کښې د پېرنګي لۀ خوا د سلطنتِ عثمانیه د ړنګولو خلاف د انګرېزي فعالیتونو پۀ ضد ډېر جوش و خروش ؤ. پۀ دغه وخت کښې د خلافت تحریک مشرتابې د دارالحرب نه دارالسلام ته د هجرت حکم کړے ؤ او اګر چې د خلافت مشرانو د هجرت دا پرېکړه د پنجاب پۀ خاوره کړې وه خو جوش ئې پۀ پښتنو کښې راوستو . هغه وائي چې باران پۀ بره دیر کښې وشو او خرۀ یې د راموړې یوړل. د هند نورو مسلمانانو د خلافت تحریک پۀ دې اواز ځانونه شپېلي کړل خو پښتنو پۀ ډېر جوش و خروش سره د هجرت تیارۍ شروع کړې . ځینې جذباتیانو خو خپل جائيدادونه او مال اسباب هم پۀ ارزانه بیعه خرص کړو. باچاخان د هجرت پۀ حق کښې نه ؤ خو د صوبه سرحد مليانو او پیرانو ورپسې ملنډې شروع کړې چې باچاخان د هجرت فتوا نۀ مني نو مجبوراً د لږو ملګرو سره ئې د باجوړ پۀ نواپاس لاره افغانستان ته پۀ ۱۹۲۰ کښې هجرت وکړو. باچاخان پۀ کابل کښې د افغانستان د باچا غازي امان الله خان سره هم ملاقات وکړو او ورنه ئې د پېرنګیانو نه د پښتونخوا د ازادۍ لپاره د مرستې غوښتنه وکړه خو باچا ورته ووئیل چې هغه د پېرنګي سره د نښتې طاقت نۀ لري او دا ئې ورته زیاته کړه چې کۀ تاسو کومه لاره اختیاروئ نو هغه بۀ دوي سره امداد وکړي. هغۀ دوي ته پۀ افغانستان کښې د مېشتۀ کېدو د پاره د ځمکې ورکولو عندیه هم څرګنده کړه خو باچاخان دا وړاندېز ؤ نۀ منلو.

    باچاخان پۀ خپل ژوند لیک “زما ژوند او جدوجهد” کښې د پښتنو مهاجرو پۀ رویه بدلېدو باندې د خواشینۍ اظهار کوي او وائي چې پۀ افغانستان کښې د پښتنو مهاجرو ټول جوش او جذبه لکه د بړبوړکۍ کښېناسته او تیت پرک شول. ډېر پکښې ملاماتي بېرته واپس لاړل . چې چا بۀ زګ په خولۀ پُرجوشه وعظونه کول ، هغوي پښېمانه ښکاریدۀ . باچاخان حېران ؤ چې د دوي هغه ایماني فشار، انقلابي فکر او د انقلاب هغه لافې چرته ورکې شوې. د پښتنو د هجرت تحریک پۀ ناکامۍ کښېناستۀ، او ټول میدان داسې تالا ترغه ښکارېدۀ لکه چې یو فوځ جنګ بائیلي .د باچاخان څۀ ملګري تاشقند ته د ازادۍ پۀ لټون کښې لاړل او دا ئې نګېرله چې روس بۀ راسره د پښتنو پۀ ازادۍ کښې کومک وکړي. باچاخان هم د خپلو ملکرو سره د واپسۍ لار ونیوله، هغۀ خو لۀ مخکښې نه د هجرت پۀ حقله خوښ انده نه ؤ خو مُلانو او پیرانو پۀ ټیکاؤ نۀ پرېښوده. باچاخان د جلال اباد نه چمرکنډ ته راغے، چمرکنډ د مجاهدینو لوے سنګر پاتې شوے ؤ . هغۀ ولیدل چې دلته هندي مجاهدین تش خوراک ته دېره دي او د هندوستان چندو ته ئې سترګې نیولې دي. د دغه ځایه باچاخان باجوړ ته راغے ،او د ناواګۍ پۀ لاره پۀ مهمندو کښې لکړو غازي اباد ته د تورنګزو حاجي صېب ملاقات ته لاړو. لکړې غازي اباد د حاجي صېب تورنګزو د غزا مرکز ؤ . باچاخان هلته ولیدل چې د تورنګزو د حاجي صېب مریدانو او مجاهدینو غټې غټې خېټې کړې دي او وار پۀ وار ډانګونه پۀ لاس پۀ دېګونو د پخلي ډیوټي کوي. د باچاخان د دغه مجاهدینو نه زړۀ وواښتو. باچاخان د تورنګزو حاجي صېب ته پۀ وشتو ټوقو کښې ووئیل چې حاجي صېب، پۀ دې مجاهدینو کښې څۀ کسان ماله راکړه چې ښکته ئې د ځان سره د مدرسو پۀ کار کښې جوت کړم. باچا خان دا د خوند قیصه پۀ خپل ژوند لیک کښې کړې ده، هغه لیکي چې حاجي صېب ډېر وخاندل او ماته ئې ووئیل کۀ دا د کار خلق وې نو دوي بۀ دلته وو ؟ د باچاخان د تېر ژوند تجرباتو سره تړلي دا واقعات ټرننګ پوائینټ ؤ چې د باچاخان زړۀ ئې د تشدد د مبارزې او انقلاب نه تور کړو. باچاخان چې اتمانزو ته واپس راغے نو هغۀ یوه کوټلې پرېکړه وکړه او دا ئې ووئیل چې “زۀ پۀ دې نتیجه رسېدلے یم چې انقلاب د منډې کار نۀ دے او دومره اسان هم نۀ دے، انقلاب د سړې سینې کار دے، عمل او پوهه غواړي ، عالمان او پوهان غواړي، چې د پوهې سره قام وروزوي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره اشخاص او د اشخاصو د پاره علم، فکر، اراده، پۀ یو مرکز راټولېدل او ګډ فعالیت پکار دے. پۀ قام کښې سیاسي شعور پېدا کول بنیادي شے دے . د داسې انقلاب د پاره بۀ اشخاصوته تعلیم، تربیت او شعور ورکول غواړي .” د باچاخان دا اېجنډا د هغۀ د وړاندې مدارجي او پړاویز تحریک مشن سټېټمنټ دے چی د هغۀ ټول اصلاحي،قامي او سیاسي سازمانونه پرې ولاړ دي. دا دراصل د یو نهضت بېلا بېل پړاونه دي چې پۀ شعوري توګه د وخت سره شکلونه بدلوي . لېوني فلسفي عبدالغني خان پۀ خپل کتاب “ دي پټهانز “ کښې پۀ ډېره ښکلې پېرايه کښې د یو پښتون روایتي کړۀ وړۀ بیانوي ، هغه وائي چې “پښتون پۀ اسانه مینې ته نۀ راګرځي. د هغۀ جنګ جګړا خوښه وي خو د سپاهي ګرۍ نه کرکه کوي. د هغۀ ډېرې تلوسې وي خو صبر نۀ لري ځکه پۀ ځوانۍ کښې مري … مري هم داسې چې د ټوپک د شپېلۍ نه ئې لوګے خېژي او کۀ کولے شي نو پۀ موسېدلے مخ مرګ غواړي ، د دې نه زیات د هغۀ هېڅ ارمان نۀ وي”. د غني خان مشاهدې سره اختلاف کیدے شي ، خو دې کښې اختلاف نشته چې پښتانۀ د جذباتیت ښکار پاتې شوې دي او پۀ ډېرانونو ئې ارټونه بائیللي دي . باچاخان د دغه قام د روایتي سائیکي او جذباتي نفسیات بدلولو ته بډې راښکلې وې . او دا کار پۀ عقل ډېر ګران ښکارېدۀ . باچاخان د صبر د دې انقلاب د پاره یو منظم تحریک ته کېښوت . د باچاخان بائیو ګرافره موکالیکا بېنرجي دغې تحریک ته د باچاخان « شعوري او ارتقائي » مبارزه وائي چې موخه ئې د خارجي ښکېلاک ګر نه ازادي او خپلواکي اخستل وو. د دې مبارزې وړومبے پړاو پښتانۀ د تعلیم او تربیت پۀ ذریعه پۀ قامي شعور روزل وو او ورسره ورسره د پښتنو پۀ خپل مېنځي دښمنو، جګړو، مقدمو او تاؤ تریخوالي کښې چې د دوي کومه انرژي او قوت ضایع کېږي، باچاخان غوښتل چې هغه د خارجي استعمار نه د څټ خلاصولو پۀ مبارزه کښې د کارولو د پاره خوندي وساتلے شي. هغۀ یقین لرلو چې د دې سره بۀ پۀ پښتنه ټولنه کښې د کرکې او تریښوالي پۀ ځاے مینه، همکاري، ورورولي او اجتماعیت پېدا کړے شي. د باچاخان رسا نظر د پښتنو دا علت لیدۀ چې هغوي قصداً پۀ جهالت کښې ساتلے شوي دي او لکه د ځناورو د پردیو خلقو د ګټو لپاره جوت کړے شوي دي . هغۀ دا ګڼل چې د پښتنو زوراورتیا چالاکو خلقو د ځان د پاره کارولې دہ. باچاخان د ننګ او غېرت د دغه تعریف خلاف ؤ چې مدام ئې پښتنو ته تاوان رسولے دے او دوي ئې ټک و سترے کړي دي. د ا هغه مهمې ځانګړتیاوې وې چې د باچاخان تحریک ځان کښې رانغاړلې وې . د دې مدارجي تحریک وړومبې پړاؤ انجمن اصلاح الا فاغنه ؤ. احمد الله ارچیوال صېب وائي چې باچاخان پۀ خپلو ازادو سکولونو کښې د بیوروکراسي د پاره روبوټ بابوګان نۀ تیارول بلکې د خپل ځانګړي انقلاب د پاره ئې پۀ قامي فکر ، هنر او کسب سمبال مبارزین جوړول.

    باچاخان د خپلو نزدې ملګرو سره پۀ کال ۱۹۲۱ م کښې پۀ اتمانزو کښې د ازاد سکول بنیاد کېښودو چې نصاب ئې د دیني سره سره عصري او کسبي ؤ . د باچاخان سره پۀ دغه ملګرو کښې قاضي عطاء الله، میا احمد شاه، حاجي عبدالغفارخان، محمد عباس خان ، عبدالاکبرخان، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمداکبر شامل وو . پۀ دغه شپه د ازاد سکول د انجمن د پاره محمد عباس خان د ماسخوتن ډودډۍ پۀ خپله حجره کښې کړې وه. پۀ دغه موقعه د دغه بره کسانو نه علاوه د نرۍ قلا فضل اکرم میا صېب هم موجود ؤ. پۀ دغه غونډه کښې پۀ يکم اپرېل ۱۹۲۱، دغه ملګرو پښتنو ته د مبارز تعلیم ورکولو سره سره د پښتنو د سماجي او رواجي سمونې او اصلاح د پاره د « انجمن اصلاح الافاغنه » پۀ نوم یو تنظیم جوړ کړو چې تعلیم، د پښتني ټولنې نه د تشدد او تاؤ تریښوالي بېخ کني، قامولي ، ورورولي او اجتماعیت ئې بنیادي مقاصد او ځانګړتیاوې وې . د انجمن اصلاح الافاغنه وړومبے صدر محمدعباس خان وټاکلے شۀ، میا احمد شاه ئې سکتر او نامتو شاعرخادم محمد اکبر ئې ناظم غوره کړے شو. باچاخان د څۀ عهدې اخستلو نه انکار کړے ؤ. وروستو د محمد عباس خان د تریښ طبیعت پۀ وجه عبدالاکبرخان اکبر د هغۀ پۀ ځاے د انجمن صدر مقرر کړے شو. عبداالاکبر خان اکبر پۀ خپل ژوند لیک کښې لیکي چې ما او باچاخان د صدارت نه انکار وکړو نو د انجمن محمد عباس خان صدر، میا عبدالله شاه خزانچي او خادم محمد اکبر نائب ناظم وټاکلے شول، میا احمد شاه د انجمن سکرټري ؤ. باچاخان د انجمن د قائد پۀ توګه ښکاره شو. اګرچه دا ټول ملګري زلمي وو او د عمر پۀ یو پړاؤ کښې وو خو عبدالاکبرخان دا وائي چې مونږ پۀ خلقو کښې د باچاخان د مشرۍ د منلو او تشهیر پۀ خاطر هغه ته پۀ ولاړه، ناسته او تګ راتګ کښې د مشرانو پۀ شان تعظیم، ادب او عزت ورکولو. د هغۀ پۀ مخکښې بۀ مونږ د پخوا پۀ شان بې باکي نۀ کوله.

    باچاخان خپل قام مدام د ځان ځانۍ نه قامولۍ او ورورولۍ ته رابللے دے. د هغۀ دا وېنا لکه چې اوس هم د پښتونخوا پۀ پرتو او اوږدو کښې کړنګېږي چې؛ “اے پښتنو وروڼو! مونږ ټول یو قام یو او د یو نیکۀ اولاد يو. .. . زمونږ مثال د یوې ونې دے، چې یو مونډ لري خو څانګې ئې ګڼې وي. نن دا دنیا د قامولۍ دنیا ده او تاسو وګورئ چې چا کښې قامولي ، ورورولي او اتفاق دے نو هغوي اباد دي او چې کومو قامونو کښې پرې جنبې، تربګنۍ، او دښمنۍ دي نو هغوي برباد دي.. . یوه مرغۍ چې د سېل نه جدا شي نو هغه ورکه شي. . . ما د ټالسټائی پۀ یو کتاب کښې دا قیصه لوستې ده چې یوه چینه ده، د هغې نه هر یو محلت ته یوه یوه نلکه راغلې ده، خو د هر محلت خلق پۀ دې نښتې دي چې زمونږ د نلکې اوبۀ پاکې او خوږې دي او د نورو نلکو اوبۀ ناپاکې او ترښې دي. هېڅوک دا فکر نۀ کوي چې دا ټولې نلکې د یوې چینې نه راغلې دي او یو شان اوبۀ لري .”

    د انجمن اصلاح الافاغنه د سازمان د پاره دوہ دېرش ممبران پۀ مشاورت وټاکلے شول چې دا چوڼ شوي مبارزین پکښې شامل وو؛ ۱. محمد عباس خان ( د اتماتزو)، ۲. حاجي عبدالغفارخان (د اتمانزو)، ۳. حاجي محمداکرم خان د خانمائي، ۴. جمعدارنورمحمد خان د تورنګزو، ۵. محمد زرین خان د تورنګزو ، ۶. عبدالاکبرخان دعمرزو، ۷. خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) د اتمانزو، ۸. غلام محي الدین د تنګي ، ۹. فخرِقوم میا صېب ( د کاکا صېب ) ، ۱۰. میا جعفرشاه د زیارت کاکاصېب ، ۱۱. فضل اکرم د نرۍ قلا ، ۱۲. فضل ربي د بدرګې ، ۱۳. میا احمد شاه د قاضي خېلو ، ۱۴. میا عبدالله شاه ، ۱۵. خادم محمد اکبر د چارسدې ، ۱۶. تاج محمد خان د چارسدې ، ۱۷. مولانا شاه رسول د امازو ګړۍ ، ۱۸. شاد محمد خان د میرزو ، ۱۹. شېربهادرخان د کوتر پاڼ ، ۲۰. جلیل خان ، ۲۱. خوشحال خان د باریکاؤ ، ۲۲. شا پسند خان د چارغُلۍ ، ۲۳. امیرممتاز خان د بنو ، ۲۴. بېرسټرمحمدجان د بنو ، ۲۵. محمد رمضان د ډېره اسماعیل خان ، ۲۶. حکیم عبدالسلام د هري پور ، ۲۷. میا صېب د پکلۍ ، ۲۸. قاضي عطاء الله خان د مردان، ۲۹. ثمین جان خان د محب بانډې ، ۳۰. علي اصغرخان وکیل د هزارې ، ۳۱ افندي صېب د ملاکنډ ، ۳۲. د ګدرحمزه خان یو ملګرے.

    د ازاد سکول وړومبے هېډ ماسټر د بنو د امیرمختارخان زوے امیر ممتازخان ؤ . د هغۀ نه پس د هغۀ ورور مقصود جان د اتمانزو د ازاد سکول دوېم هیډماسټر وټاکلے شۀ. د سکول پۀ وړومبو زده کونکیو هلکانو کښې د باچاخان مشر زوے غني خان هم شامل ؤ .

    باچاخان پۀ پښتنو کښې د تعلیم شعور اچولو او ورورولۍ د تړون پېداکولو پۀ غرض د پښتونخوا کلي پۀ کلي ګرځېدو چې پۀ نتیجه کښې ئې پښتنو پۀ تیارو ذهنونو کښې د سواد نوې وړانګې ورغلې. د باچاخان دې هلو ځلو پېرنګیان وار خطا کړل . د صوبې چیف کمشنر د باچاخان دې دورو ته او پۀ پښتنو کښې د بېدارۍ نوې لهر ته د ډېر تشویش پۀ نظر کتل. هغۀ د باچاخان پلار راؤ غوښت او د باچاخان د منع کولو ئې ورته ووئیل . باچاخان خپل پلار بهرام خان د پوهولو پۀ خاطر ځان سره کښېنولو او د چیف کمشنر خبره ئې ورته وکړه ، خو باچاخان هغۀ ته جواب ورکړو چې ښۀ ده زۀ بۀ د دې کار نه صبر شم خو ډېرو خلقو مونځ هم پرېښې دے، زۀ بۀ هم مونځ پرېږدم، خو بیا بۀ ماته نۀ وايې چې دا ولې؟ پلار ورته جواب ورکړو چې مونځ خو فرض دے، نو باچاخان ورته ووئیل چې دغه شان علم هم فرض دے ، د زوي پۀ عزم چې بهرام خان ورسېدۀ نو پلار ورته د خپل کار د جاري ساتلو اجازت ورکړو.

    باچاخان د خپل تحریک د پاره کلي پۀ کلي ګرځېده او د مبارزې لپاره یې چوڼ شوي غمي راټولول. باچاخان وائی چې الله تعالي ماته تکړه، بهادر او وقف شوي ملګري راکړي وو . ډاکټر محمد سهېل خان د خپلې څېړنې په نتیجه کښې وائي چې د انجمن اصلاح الافاغنه لاندې او د هغې پۀ وروستو جریان کښې باچاخان او د هغۀ ملګرو د پښتونخوا په طول و عرض کښې ۱۳۴ ازاد سکولونه پرانستل او د هغي د چلولو د پاره ئې مقامي انتظامي انجمنونه جوړ کړل چې د باچاخان ټرسټ چیف اېګزېکټیو اېمل خان او د باچاخان د اېجوکیشنل فاونډېشن اوسني مشر ډاکټر سهېل خان د باچاخان دغه ماډل د باچاخان سکولونو د چلولو د پاره پۀ اوسني وخت کښې هم قابل تقلید وګرځولو او د فنډنګ دغه ماډل ئې خپل کړو. متاسفانه پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې اختلافات پېدا شول او اتۀ کاله پس باچاخان او ملګرو ئې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ ځاے د زلمو جرگه جوړه کړه چې پۀ تاریخ کښې پۀ افغان یوتهـ لیګ هم یادېږي. د ۱۹۳۰ جنورۍ میاشت کښې باچاخان د زلمو جرګه د ملګرو پۀ صلاح پۀ خپل شهره افاق نهضت “ خدائي خدمتګار تحریک “ کښې بدل کړو . د باچاخان د تحریک دا پړاوونه د وخت د غوښتنو سره سم د یو بهیر پۀ څېر روان دي چې د قامي کاروان یو لړئیز ارتقائی یون دے چې پوڼۍ پۀ پوڼۍ د خپلواکۍ مرام پلؤ دوام لري . د باچاخان د انجمن اصلاح الافاغنه د وختو د پښتنې ټولنې د خپل مېنځي تاؤ تریښوالي پۀ ضد د زغم ( عدم تشد د) مفکوره وروستو د خدائي خدمتګار تحریک د ازادۍ د غورځنګ پۀ لوے بهیر کښې پۀ لوے کېنوس باندې د عدم تشدد پۀ فلسفه کښې بدله شوه چې بې وسلې خدائي خدمتګار ئې د دې جوګه کړل چې د خپل وخت د سپر طاقت پېرنګي د تاړاکونو مقابله پۀ زغم ، صبر او عدم تشدد وکړي . دې تحریک د صبر د جنګ هاغه مبارز پېدا کړل چې د دنیا پۀ تحریکونو کښې ئې ثاني نه ؤ، او نړۍ ورته حق حېرانه وه . د اشنغر د دې سرتور ملنګ سره هغه شډل پښتانۀ ملګري لکه د غر ولاړ وو چا چې د پښتنو د روایتي نفسیاتو اپوټه د وینې پۀ ځاے مینه وېشله. دغه جنګرېزو پښتنو باندې د باچاخان مقناطیسي شخصیت ،تعلیم او تربیت داسې جادو کړے ؤ چې د صبر ، زغم او برداشت مثالونه ئې قائمول. د انګرېز اسونو بۀ ئې پۀ سرونو دانګل خو دوي بۀ زبېرګے قدر لۀ نۀ کولو. د باچاخان د عدم تشدد ناقدین د قام پرستو پۀ جامه کښې اپلاتې وائي او پۀ باچاخان نیوکې کوي . دغه د عقل نه بې برخې خلقو د تعصب ړندې چشمې اچولې دي چې د څرګندو حقیقتونو موازنه هم نۀ شي کولے. هغوي د دې حقیقت نه سترګې پټوي چې د باچاخان نه مخکښې او د هغۀ هم عصر ډېر وسله وال او پۀ تشدد باندې ولاړتحریکونه موجود وو . خو هغوي بېخي ناکامه ثابت شوي وو. د ملا نجم الدین اخونزاده چې پۀ هډے ملا مشهور دے، د هغۀ د تشد د جګړه ، د مومندو ، ساپیانو، افریدو ، شنوارو او وزیرو د ټوپکو جنګونه، د سرتور فقیر ( ملا مستان) د چکدرې او ملاکنډ بریدونه ، د عمراخان جندولي ( افغان نپولین ) تاړاکونه، د سنډاکي مُلا نښتې ، اګر چې پېرنګیانو ته دروند تاوان او زیان رسولے خو دا د تشد د مبارزې د پېرنګي د جدیدې اسلحه خانې ( ارسینال ) او د ماډرن جنګي سازوسامان وړاندې ډېر وخت ټینګې نۀ شوې او بې څۀ نتیجې پۀ تباهۍ ختم شوې. د باچاخان د عدم تشدد د تحریک سره څنګ پۀ څنګ د هغه زمانې ډېر متشدده پاڅونونه او مبارزې لکه د تورنګزو د حاجي صېب وسله وال جهاد، د فقیر ایپي د خپلواکۍ لپاره د ټوپک مجادله، د کاکاجي صنوبرحسېن د زور انګته، د مولانا عبدالرحیم پوپلزي سوشلسټ تحریک، د اور ژبي سید عطا الله شاه بخاري مجلس احرار او د علامه عنایت الله المشرقي( بېلچه ) خاکسار تحریک د جابر پېرنګي د زور وړاندې ډېره موده ټینګ نۀ شول . د تورنګزو د حاجي صېب او د فقیر ایپي مسلح تحریکونه ئې خو د ائيرفورس د جنګي هوائي جهازونو پۀ بمبارو د ځمکې سره لېؤ کړل او هغوي بیا سرونه وچت نۀ کړے شول. فقیر ایپي د ۱۹۳۶-۳۸ پۀ اپرېشن کښې خپل وسله وال لښکر بائیلود او حاجي صېب تورنګزو د ۱۹۳۵ پۀ هوائي بمبار کښې خپل قوت لۀ لاسه ورکړو او یو څو کاله پس پۀ لکړو کښې نیمګړے نیمه خوا وفات شو . کۀ څوک د انصاف قضاوت وکړي نو د دې ټولو وسله والو مبارزې اپوټه د خدائي خدمتګارو تحریک د عدم تشدد لۀ لارې ډېرې ګټې لاس ته راوړلې دي او اخر خود سره انګرېزان ئې د دې منطقې نه ورک کړي دي، خو د خدائی خدمتګارو نوم او د هغوي میراث تر اوسه پورې ژوندے پاتې دے. څېړنکاران دا وائي چې کۀ د خدائي خدمتګار تحریک د تشدد پۀ بنیاد د انګرېز مقابله کولې نو تر اتلس کاله بۀ د انګریزانو سره مقابلې ته ژوندے نه ؤ پاتې شوے. د تشدد مبارزې پېرنګیانو پۀ زور او جبر وچقولې او دغه مبارزې معدوم شوې . بل اړخ ته د باچاخان او د هغۀ د ملګرو د عدم تشدد جنګ لاس ته راوړنې هم وکړې او تر اوسه ئې جدوجهد ژوندے او ګړندے دے.

    عدم تشدد د بهادر او زړه ور سړي کار دے ، دا د کمزوري سړي کار نۀ دے. کوم نا پوهه چې عدم تشدد یو پېسیو عمل او د بزدلانو وطیره ګڼي، نو دا بیان د دغه بیوقوف پۀ ناپوهۍ دلالت کوي . عدم تشدد لوے زړۀ او مضبوط اعصاب غواړي .د باچاخان د ژوند د قیصې لیکوالې مس موکالیکا بېنرجي پۀ خپل کتاب « دي پټهان ان ارمډ » کښې ډېر خونده ور تحلیل کړے دے او لیکي چې “ د عدم تشدد لۀ لارې جنګ د ګوریلا جنګ نه بلکل اپوټه دے . خدائي خدمتګارو به د ګوریلاؤ برعکس د پټ او د غلا د ګوزار په ځاے پۀ جار او ښکاره ، پۀ څرګند مخ په خپل ښکار او ټارګټ ځانونه وراچول . دا د کمزوري سړي کار نه شي کېدے. “ بېنر جي د وسله والې او د عدم تشدد د مبارزې موازنه داسې کوي ، چې ؛ “ ګوریلا جنګ د ناڅاپه پټې حملې او بیا بېرته د تېښتې متقاضي دے . داسې تاکتیک د رازدارۍ ، کیمو فلاج او بېرته پۀ تیارۀ کښې پټېدو ته اړتیا لري خو پۀ سول نافرمانۍ کښې بېرته تښتېدل ناکامي ده ځکه چې دا د شکست غمازي کوي . ګوریلا جنګجو د خپل دښمن پۀ انتظار ناست وي او د عدم تشد د حامل مبارزین خپل ټارګټ طرف ته سینه را ایستې روان وي او پۀ نرتوب پۀ دښمن ځانونه وراچوي”.

    باچاخان او د هغۀ د خدائي خدمتګارو تحریک درې پړاوونه پۀ کامیابۍ سره ووهل ، خو متاسفانه د هغۀ د تحریک د پښتنو د خپلواکۍ اخري پړاؤ د کانګرېس د درغلۍ، د افغان واکمنو د خود غرضۍ او د پښتنو د نااتفاقۍ او د مذهب پۀ نوم د تېراېستنې لۀ کبله نیمګړے پاتې شۀ. دا کاروان لا د مرام پۀ لور پۀ خپل چال مزل کوي او یو ورځ بۀ نیمګړي اهداف تر لاسه کوي، چې د باچاخان او د هغۀ د ملګرو ارمان پوره شي. باچاخان د عدم تشدد د خپلې فلسفې پۀ زور ځان د نړۍ د څلورو نامتو اتلانو پۀ قطار کښې ځاے کړے دے . د هغۀ درې نور بېن المللي سیالان د امریکې مارټن لوتهر کنګ جونئیر، د هندوستان ګاندهي جي او د ساؤتهـ افریقې نېلسن منډېلا دي . د هغوي نومونه د هغوي د ژوندي قامونو پۀ برکت پۀ نړۍ کښې لکه د نمر څرګند دي خو مونږ پښتنو د خپل غر هومره اتل لا تر اوسه نۀ دے پېژند لے. زۀ یقین سره وایم چې ستر باچاخان پۀ دغه قطار کښې لۀ ټولو قد اور دے . باچاخان د مارټن لو تهر کنګ د شهره افاق “ ائي هېو اے ډریم “ نه زیات پر تاثیره او د تلوسو نه ډ ک خوبونه د خپل قام د ښېرازۍ د پاره لیدلي دي خو چونکې د مارټن لوتهر کنګ قام ویښ ، ژبه ئې ژوندۍ او ترقي یافته وه نو پۀ دې وجه د مارټن لوتهر کنګ د خپل قام د پاره خوب د شلمې پېړۍ عهد ساز سنګ میل یادېږي . راځئ چې د خپلو قامونو د پاره مارټن لوتهر کنګ او د باچاخان د خوبونو موازنه وکړو. پۀ اتویشتم اګست ۱۹۶۳ د امریکې د مظلومو نیګرو( تور پوستو ) د پاره د ټولنیز حقونو د غوښتنې پۀ مهال د هغوي اتل مارټن لوتهر کنګ د ابراهام لنکن د دېوقامت یادګار پۀ سېوري کښې دوه لکهه امریکي اولس ته خپل مشهور تقریر وکړو، دغه تقریر کښې هغۀ خپل خوب رانغاړلے ؤ . هغۀ خپل دم بخود ولاړ قام ته ووئیل چې “ ما یو خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ ټول امریکنے قام مونږ سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وي او ګواهي بۀ ورکوي چې ټول امریکنے اولس یو برابر دے . ما خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ د جارجیا پۀ سرو ډېرو د پخواني غلامانو ځامن او د هغه غلامانو د ساتونکو ځامن یو ځاے د ورورولۍ مېزونو ته ناست وي . ما خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ د مس سېسپي ریاست چې د بې انصافۍ اواستحصال پۀ تپ کښې یشېږي ، بۀ د ازادۍ او انصاف پۀ نخلستان کښې بدلېږي . ما خوب لیدلے دے چې یوه ورځ بۀ زما څلور ماشومان پۀ يو داسې قام کښې اوسېږي چې د هغوي د څرمنې پۀ رنګ نا بلکې د هغوی د کردار پۀ اساس بۀ هغوي سره سلوک کېږي”.

    اوس راځئ چې د باچاخان پۀ سترګو کښې غړېدلي خوب او د پښتنو لپاره د هغۀ ارمان ته ځېر شو . د باچاخان دا تلوسه او خوب ډي جي ټنډولکر پۀ خپل کتاب “ عبدالغفار خان – عقیده مجاهده ده “ کښې راوړے دے.

    باچا خان د زړۀ د سوخت او تل نه وائي چې ؛ “ زما یو لوے ارمان دے : زۀ د پښتنو تس نس پرګنې خپلو کښې غونډول او تړل غواړم. د بلوچستان نه تر چتراله پورې د دوي خورې ورې قبیلې پۀ یو قام او یوه ورورولۍ کښې راټولول غواړم ، چې دوي د یو بل پۀ غم، ستونزو او ښادۍ کښې شریک شي او د انسانیت د پاره مهم رول ولوبوي.

    مونږ پسې ورونه پورې کړے شوے دي ، مونږ ته د رارسېدو هېچا ته اجازه نشته او مونږه دنیا ته د غېر مهذبه خلقو او وحشي قبائیلو پۀ څېر ښودلے کېږو…

    زما ارمان دے چې زۀ د دوي د پاره یوه ازاده دنیا جوړه کړم … کوم ځاے چې دوي پۀ امن ، ارام او پۀ خوشحالۍ ژوند کوي. زما تلوسه ده چې د دوي د نړیدلي کورونو ملبه ښکل کړم چې ظالمانو پۀ بې دردۍ سره تباه کړي دي . زۀ غواړم چې پۀ خپلو لاسونو د دوي پۀ وینو لړلې جامې ووینځم . زۀ غواړم چې د دوي کوڅې او د دوي د خټو کورونه جارو کړم . زۀ غواړم چې دوي د لوړو سرونو سره پۀ خپلو پښو ودرېږي … او بیا نړۍ ته دا چېلنج ورکړم چې اے د دنیا مهذبو خلقو! راشئ وګورئ .. او ما ته د دوي نه زیات سپېځلي ، شریف او مهذب قام وښايئ “.

    د مارټن لوتهر کنګ او باچاخان پۀ خوبونو کښې دا فرق دے چې وړومبے صرف خواهش لري او باچاخان د خپل خوب پۀ تعبیر کښې د خپلو هلو ځلو غټه ونډه هم اچوي .

    پښتانۀ داسې بد بخته قام دے چې د دنیا قامونه خپل هیروز د اسمان لوړتیا ته خېژوي او زمونږ ځینې پښتانۀ د قام پرستو پۀ جامه کښې د خپل لوے اتل باچاخان د بلند قامت راغورځولو پۀ هڅه کښې بوخت دي ، لګیا دي ګېر چاپېره د هغۀ سیالان لټوي او د هغۀ د ډس کرېډت کولو ناکامه کوشش کوي .

    پښتنو ملګرو! باچاخان پۀ دم درود نۀ جوړېږي. دا څۀ د ایلم پۀ غار کښې د مذوب بابا چوپ نۀ دے چې پۀ چا بۀ دم پو کړي او پۀ یو درنګ کښې بۀ ترې زمرے جوړ شي . دا د ارتقاء پۀ ژرنده کښې پۀ لوے زغم سره د استبداد د پلونو تر مېنځه د عمر اویا کاله دلول غواړي . دا د خانۍ د مستۍ تلوسې د ملنګۍ پۀ قِند کښې ښخول غواړي .دا د یوې جوړې جامو د پنډوکي سره د پښتونخوا غرونه او مېدانونه لکه د مجنون کچ کول غواړي .دا د زندانونو پۀ تور تم کښې د تنهایۍ پۀ کومي کښې د ژوند هره درېمه ورځ تېرول غواړي. دا د نفساني خواهشاتو بې درېغه وینه غواړي . باچاخان هله رغېږي چې د قصه خوانۍ، ټکر او سپین تنګي د شهیدانو د سرې وینې پۀ رودونو راپورې وځي. باچاخان هغه وي چې کرشمات ئې پۀ زرګونو مبارز هڅوي چې د استعمار پۀ تېرو مقتلونو کښې ترې سرونه قربان کړي او پۀ سلګونو بندیوان مړي د جېلخانو پۀ هدیرو کښې خداے ته وسپاري خو پۀ ضمانت راوتل ورته بې ننګي او نامردي ښکاري. باچاخان هله سازېږي چې د میر وېس ډېرۍ اذیتونه پۀ ماتو پوښتو د منصور مارچ ؤ نه درولے شي. باچاخان هله جوړېږي چې پۀ ژوند د پښتون وحدت د پاره د اوسپنو نینې وچیچي … او پۀ مرګ هم غوڅ شوے قام د پېوستون پۀ تار وګنډي. … بل باچاخان بۀ رانۀ شي ، خو د باچاخان د فکر مشال لا بلېږي …. کاروان لا روان دے.

  • اجمل خټک او مترقي قام پرستي – انجنئير اعجاز يوسفزے

    اجمل خټک او مترقي قام پرستي – انجنئير اعجاز يوسفزے

    اوومه فروري ۲۰۲۱ د انقلابي شاعر او ملنګ قامي سیاستوال اجمل خټک د یوولسم تلین ورځ ده. اجمل خټک په یوه ناچاره کورنۍ کښې په کال ۱۹۲۵م کښې دې دنیا ته سترګې غړولې وې، هغه د یحي خان د سترې کورنۍ د فقیر جمیل بیګ د ټبر د فقیر خېلو سره تعلق لرلو. فقیر جمیل بېګ د ستر خوشحال بابا ورور ؤ څوک چې لوے پښتون مبارز او د خټکو مشهور خان ؤ خو د هغۀ ورور فقیر بېګ د فقیرۍ لار اختیار کړې وه او ټبر ئې پۀ فقیرخېل یادېږي. اجمل خټک د پلار یو زوے ؤ چې پۀ کچه عمر کښې یتیم پاتې شۀ او مور بۀ ئې پۀ داسې حال کښې پرورش کولو چې پۀ کور کښې ئې غریبۍ پنجې ښخې کړې وې او څوک ئې د ګټې وټې نۀ وو. د وړوکي اجمل ناچاره کونډې مور پۀ خپل زوي تر لسمه پورې تعلیم وکړو، خو مخکښې زده کړې ئې د وس نه پرته وې نو جاري ئې ؤ نه ساتلې شوې.

    اجمل خټک پۀ ۱۹۴۳ع کښې پۀ محکمه تعلیم کښې د استاذ پۀ توګه نوکر شۀ خو وروستو ورته پۀ رېډیو پاکستان کښې دنده تر لاسه شوه نو د تعلیم د محکمې نه لاړو او د رېډیو پاکستان ملازم شو او د رېډیو سره ئې تر ۱۹۵۳م خپلو اړیکو ته دوام ورکړو. اجمل خټک د ملازمتونو سره سره پۀ پرائیوېټ توګه خپلې زده کړې جاري وساتلې.

    اجمل خټک د داسې سیاسي بدلونونواو قامي غرزو پرزو پۀ مهال دې نړۍ ته سترګې پرانستې وې چې د هغۀ د زېږېدنې نه ایله اتۀ کاله اګاهو پۀ ۱۹۱۷ کښې پۀ روس کښې بالشوېک انقلاب راغلے ؤ او د زارِ روس د زبرځواکې امپراتورۍ پوزے انقلابیانو غونډ کړے ؤ. پۀ بر وطن کښې د ډیورنډ د کرښې نه اخوا شپږ کاله مخکښې د افغانستان مشروطیت پلوه باچا غازي امان الله خان پۀ ۱۹۱۹م کښې د افغانستان خپلواکي او استقلال د پېرنګي نه د اولس پۀ زور بېرته اخیستې وه، اګر چې دا د نیمګړي افغانستان خپلواکي وه. پۀ کوزه پښتونخوا کښې د فخرِافغان باچاخان پۀ مشرۍ کښې پښتنو ځوانانو د پښتنو د خپلواکۍ مدارجي مبارزې ته لاس اچولے ؤ او پۀ اپرېل کال ۱۹۲۱ کښې باچاخان د ملګرو سره پۀ ااتمانزو چارسده کښې د انجمن اصلاح الافاغنه بنیاد اېښے ؤ چې لنډ مهاله موخه ئې د پښتنو پۀ ټولنه کښې سمونه او اصلاح وه خو اخري مرام ئې د پښتنو خپلواکي او ازادي وه. د باچاخان سره پۀ لکهونو پښتانۀ زلمي د پېرنګي ښکېلاک ګر پر ضد راپاڅېدلي وو. دا د هغه وخت ټول واقعات او سیاسي نقشه وه چې زورواک پیرنګے ئې ناقلاره او فکرمند کړے ؤ. اجمل خټک پۀ دغه تود او د قامي جذبو پۀ چاپېریال کښې د زلمیتوب لوري ته قدمونه اخستل او د منطقې د ماحول نه ئې اغېز او الهام اخېستۀ. اجمل خټک له الله د ژورې مشاهدې د قوت سره یو ښېرازه ذهن ورکړے ؤ. د هغۀ لا شونډه شنه شوې نۀ وه چې هغه د ماحول د ټولئیز،سیاسي،او قامي پېښو نه ژور اثرات اخستل. یو اړخ ته د شوروي اتحاد د پرولتاري انقلاب پۀ تناظر کښې ئې د کارل مارکس او فريډرک اېنګلز فلسفه پۀ ذهن خوره شوه او بل طرف ته د پېرنګي خلاف د اوږدې، بې بدله او کلکې مبارزې لۀ وجې د باچاخان د سېوري د لاندې راغے نو د هغۀ راښکونکي پښتون شخصیت هم ځان ته راښکو اوخټک صېب د دې راسخ پښتون لارښود ګرویده شۀ.

    د پاکستان د جوړېدو پۀ وخت د اجمل خټک عمر دوويشت کاله ؤ. باچاخان کۀ هر څومره د انګرېز پۀ نوي تراشلي ملک “پاکستان” کښې د پښتنو د بېلا بېلو نیمګړتیاؤ پۀ وجه د امن، مفاهمت او بقائے باهمي لاره خوښوله خو د انګرېزانو ساتلي لاس پوڅو د پېرنګي د پرېښې پالیسۍ تر مخې باچاخان او د هغۀ خدائي خدمتګار مبارزینو سره د شرمخانو سلوک کولو. د پاکستان د جوړېدو د یوې اوونۍ دننه ئې د ملک د وړومبي هارس ټرېډنګ لۀ لارې د ډاکټر خان صېب منتخب اکثریتي حکومت ړنګ کړو او د هغۀ پۀ ځاے ئې د خپل ګوډاګي قیوم خان کشمیري حکومت پۀ ریاستي جبر د صوبه سرحد پۀ خلقو مسلط کړو چې د اسمبلۍ نه ئې د ممبرانو د ماتولو پۀ زور شپږ میاشتې پس توثیق واخیست. جناح صېب د پېښور د دورې پۀ مهال د خدائي خدمتګارو د سردریاب پۀ استقباليه کښې د کړې وعدې باوجود ګډون و نۀ کړو بلکې باچاخان او د هغۀ ملګري ئې پۀ پنځلسم جون ۱۹۴۸ د کوهاټ سره ګرفتار کړل او د زرګونو خدائې خدمتګارو سره ئې د اوږدې مودې د پاره پۀ زندانونو کښې واچول. د پاکستان د وړومبۍ کلیزې نه ئې دوه ورځې مخکښې پۀ ۱۲م اګست ۱۹۴۸ پۀ بابړه کښې د پښتنو کربلا جوړه کړه او پۀ سوونو پښتانۀ، پېغلې، زنانه، ځلمي، ځوانان، ماشومان او بوډاګان ئې شهیدان کړل. پۀ دې ئې ټټر یخ نۀ شو نو د پښتنو قامي سنګر د سردریاب مرکزِعالیه ئې پۀ بمونو والوزولو او د پښتنو د قامي تلوسو ترجمان « پښتون » رساله ئې هم وتړله . د پېرنګي تربیه مسلم لیګي مسلمانانو پۀ پښتنو د هاغه ظلمونو تاړاک جوړ کړو، چې کافر پېرنګي هم پۀ خپل دور کښې نۀ وو کړي.

    پاکستاني واکمنو بیا پښتون انټلي جېنشیا ، لیکوالو، شاعرانو او انټلکچول ته لاس واچولو چې د پښتنو نه د شعور سرچینې واخلي او د هغوي قامي فکر وتړي. اجمل خټک پۀ دغه وخت کښې د ګس اړخ د ترقي پسند ادب پۀ مخ کښو کښې خپل رول لوبولو او د کمیونسټ سیاست پلوي ؤ.پۀ دغه وخت کښې د دغې لارې نور ملګري قلندرمومند، افضل بنګښ، میا شهنشاه او نور کسان هم وو. پۀ قام پرستو کښې مهدي شاه باچا، ولي محمد طوفان، حکیم اسلم سنجري اوهمېش ګل خلیل او داسې نور ملګري وو، د سرحد جابر حکومت دوي ټول بندي کړل او دوي لۀ ئې سخت اذیتونه ورکړۀ.

    افضل بنګښ او اجمل خټک پۀ دغه وخت کښې د لېفټ سیاست کولو. افضل بنګښ پۀ قصه خوانۍ کښې د خپل وکالت د دفتر پۀ توګه یوه بالاخانه نیولې وه او اجمل خټک به ورسره پۀ دې بالا خانه کښې اوسېدۀ. دلته به د ګس اړخ د سیاست ملګري راتلل او دا د هغوي د بحثونو او هلو ځلو لویه اډه وه. بل طرف ته د ارباب سکندر خان خلیل د وکالت بالا خانه وه او دغه بالاخانه د قوم پرستو سنګر ؤ. پۀ پاکستان کښې وړومبے پاکستاني اشرافيې یوه اقلیتي ژبه اردو د مقتدرې ، زبرګې او اسلامي ژبې پۀ بڼه پۀ پاکستان کښې مېشتۀ قامونو باندې د تپلو فېصله وکړه او د بنګالیانو د اکثریتي ژبې بنګالۍ پۀ مقابله کښې ئې پۀ هغوي باندې اقلیتي اردو ژبه د سرکاري ژبې پۀ توګه سوروله خو هغوي ترې سرغړونه وکړه نو هلته ئې اردو او بنګالي دواړه ژبې سرکاري ژبې وګرځولې خو بنګالي اکثریت د پاکستان اسټېبلشمنټ ته وړاندې د مستقبل د یو ګواښ پۀ صورت کښې ولاړښکارېدۀ، چې پنجابي بالادستۍ ته ئې د مطلق اکثریت پۀ وجه سیاسي او پارلېماني خطر جوړ کړے ؤ. پاکستاني شاطرانو د دې خطرې تر مخې پۀ ۱۹۵۵کښې د « یو یونټ » پلان پلي کړو چې د پنحابي ایسټېبلشمنټ بالا دستۍ ته مقابل د بنګالي اکثریت مخه ونیسي. ورسره ورسره ئې د بنګالیانو د پاره پۀ فوج کښې د بهرتي کېدو لاره د قد د تعین پۀ پلمه ونیوله. پۀ دې تناظر کښې پۀ لوېدیز پاکستان کښې د ملک محکومو، مظلومواو وړو قامونو د پنجاب د بالادستۍ ، خپل قامي بقا ،د زپلي اولس د تحفظ او د سامراجي طاقتونو د اله کارۍ نه د ملک بچ کولو پۀ خاطر پۀ کال ۱۹۵۶کښې یو ګوند د “پاکستان نېشنل پارټۍ” پۀ نوم جوړ کړو چې کال پس پۀ ۱۹۵۷ کښې ورسره د بنګال نه د عوامي لیګ یوه ډله د مولانا عبدالحمید بهاشاني پۀ مشرۍ کښې شامل شوه او دا ګوند د”نېشنل عوامي پارټۍ” پۀ نوم ونومولے شۀ چې پۀ لنډو ټکو کښې پۀ “نېپ” مشهور شۀ. وړومبے صدر ئې مولانا عبدالحمید بهاشاني، او ستر سېکتر ئې محمود الحق عثماني ؤ. دا ګوند پۀ خاصیت کښې قام پلوه، اولس پلوه او مترقي تنظیم ؤ چې دا ئې اېجنډا وه چې د ملک دننه د وطن پۀ خوږو به د هر چا برخه وي، د سیمې پۀ وسائیلو به د سیمې د اولس خپل اختیار وي اوټولنیز او معاشي برابرے به وي او هغه د باچاخان خبره چې “کۀ سپوره وي او کۀ پوره، نو پۀ شریکه به وي”. لۀ بده مرغه پۀ ۱۹۵۸ کښې د جنرل ایوب مارشل لاء پۀ سیاست قدغنونه ولګول.

    مونږ کۀ د پښتنو پۀ ټولنه کښې د مارکسي مفکورې د قابل عمل کېدو خبره کوو نو د غني خان خبره چې پښتانۀ لکه د للمې د غنمو یو رنګ او یو برابر دي. ډېر غټ نرے پکښې نشته. د پښتونولۍ پۀ پېراډائم کښې ډیر توکي د اشتراکیت ښکارندویه دي، لکه اشر، غوبل، حجره، د کالوخاني تالي پېنډه، د شېخ ملي بابا د جائیداد وېش، د ځمکو او کورونو میعادي بدلون وغېره. پۀ پښتنو کښې د نړۍ د نورو قامونو غوندې بورژوا او پرولتاري نشته نو ځکه د روس سیاسي کلیه دلته لاګو کول د عقل خبره نۀ ده. استاذ حبیب الله رفیع صېب وائی “زما نظر دے چې مونږ ادیالوژي باید خپلې ټولنې ته د رخت (کپړې) پۀ بڼه راوړو، نۀ د تیارو جامو او رېشیو پۀ بڼه – کۀ د جوړو کړو جامو پۀ بڼه ئې راوړو نو بیا به د کچ مېچ د کمښت پۀ صورت کښې مجبوره يو چې د خپل قام لاس او پښې ورته لنډې کړو، غاړه ئې ورته وتوګو او بیا ئې ورواغوندو. خو کۀ دا نظريې او کلیې د رخت (د ناجوړه کپړو) پۀ مثال راوړو نو بیا به د خپلې ټولنې پۀ قد او اندام پوره جامې ورته ترې جوړې کړو، هم به پرې پوره وي او هم به پرې ښۀ ښکاري”. شاید یو لامل ھم دغه ؤ چې د افغانستان د ثور انقلاب لنډ مهاله ړنګ شۀ.

    زما پۀ شان د نوموړي لیکوال فېصل فاران هم پۀ دې معمه سر خلاص نۀ دے چې پاکستاني کمیونسټانو ولې د قام پرستو خلاف مسلم لیګیانو، جماعتیانو، مليانو او ډکټېټرانو لۀ لاس ورکړے ؤ؟ مترقي قام پرست خو د کمیونزم بنیادي سوال چې هغه د طبقاتي تضاد قضیه ده، لۀ مخې وړل خپل مقصد لري. مترقي قام پاله د استحصال دواړه دائرې ورانول غواړي، هغوي وړومبے د زورور قام لۀ لاسه د محکوم قام استحصال او ورپسې د زورور انسان لۀ لاسه د کمزوري انسان لاس تروړنه ختمول غواړي. د عالمي سامراجیت نه واخلې تر قامي استحصال او بیا د طبقاتي استحصال نه تر د انسان لۀ لاسه د انسان زپل د حقیقي مترقي قام پرست لپاره ناقابلِ برداشت وي. سوشلسټ او مترقي نېشنلسټ خو د ونې پۀ ډډ کښې یو شان دي نو بیا ولې پاکستاني کمیونسټو مليانو سره د قام پرستو خلاف لاس ورکړے ؤ؟ پۀ دې اېجنډې تګ خو باچاخان پۀ عملي توګه ثابت کړے ؤ چې کسبګر او بې وزله طبقه ئې د خپل تحریک مخکښان او سالاران جوړ کړي وو.

    کله چې سوشلسټ تحریک تقسیم شو نو اجمل خټک د سوشلسټ افضل بنګښ پۀ ځاے مترقي قام پرست ولي خان غوره کړو او د نېشنل عوامي پارټۍ ملګرے شۀ. افضل بنګښ مزدور کسان پارټي جوړه کړه خو اجمل خټک ته د مزدور کسان پارټۍ پۀ ځاے د NAP سیاست د پښتنو د پاره غوره او ګټه ور ښکارېده. هغۀ د جذباتي ریولوشن پۀ ځاے پۀ تعقل ولاړ د ایولوشن لار خوښه کړه. میر مهدي شاه باچا دعوه کوي چې اجمل خټک د دۀ پۀ مشوره پۀ ۱۹۵۷ کښې د نېپ غړیتوب واخست، ددې ځاے نه ئې کوټلے سیاسي زیار شروع کړو. د باچاخان سره نور هم نزدې شواو د هغۀ مقناطیسیت نور هم اغېزمن کړو.

    پۀ کال ۱۹۶۸ کښې نېپ پۀ دوو ډلو کښې تقسیم شو، ځکه چې بهاشاني د فوجي امر جنرل ایوب خان حمایتي شۀ. د نېپ یوه ډله د بهاشاني پۀ مشرۍ کښې پۀ نېپ (چین نواز) او بله ډله د ولي خان پۀ قیادت کښې پۀ نېپ (روس نواز) مشهوره شوه. مترقي پښتانۀ قام پرست لکه ارباب سکندرخان خلیل، اجمل خټک او نور ګڼ پښتانۀ، مترقي سندهیان، پنجابیان او بلوچ قام پرست لکه غوث بخش بزنجو، خېر بخش مري، عطاالله مېنګل او پښتون قام پرست صادق کاسي پۀ شان لوړقامته مترقي سیاستدانان د ولي خان پۀ مشرۍ کښې راغونډ شول.

    اجمل خټک د یو نوموړي شاعر، غښتلي دانشور او پیاوړي سیاسي مبارز پۀ حېث پۀ قامي مترقي تحریک کښې یوه ځانګړې برخه واخسته او یو منفرد مقام ئې ځان له وګاټۀ.

    اجمل خټک د خوشحال بابا نسلي او فکري وارث ؤ. خوشحال بابا د تورې او قلم څښتن یادېږي، هم د هغۀ پۀ قدم د هغۀ سوچه وارث اجمل خټک کۀ یو طرف ته د سیاست د مېدان مردِ مېدان ؤ نو بل اړخ ته د ادب د اسمان ځلنده ستورے ؤ. پښتون پوهان پروفېسرډاکټر زبېر حسرت د اجمل بابا د فکري او سیاسي ډي اېن اے ذکر د اجمل بابا پۀ ټکو کښې داسې کوي چې “ وینه مې د خوشحال ده، تربیت مې د باچاخان دے او ذهن مې د مارکس او لېنن پۀ فلسفه راجوړ دے خو د یو پښتون مسلمان پۀ حېث مې ایمان نۀ دے خراب کړے او پښتو مې نۀ ده هېره کړې .” هغه د مارکس فلسفه د باچاخان د کرشماتي تعلیم و تربیت پۀ غېږه کښې پښتنه کړه او د عمل جوګه ئې کړه، چې پۀ نورو ټکو کښې ورته مترقي پښتون پالنه وائي. د اجمل خټک د انقلاب هدف پښتون، پښتو، پښتونولي او پښتونخوا وه او د برابرۍ حقوق ئې ورله غوښتل.

    پۀ کال ۱۹۵۷م کښې د اجمل خټک شهره افاق شعري ټولګه “د غېرت چغه” چاپ شوه چې د انقلاب د اسرافیل شپېلۍ ئې وغږوله. د غېرت چغه د بې وزله او زپلي، خوار و زار پښتون اولس د ستونزو نقیب، د تلوسو زېرے او د انقلاب ګوسپل او صحیفه ده. دا د محکوم او مجبور پښتون د پاڅون بائیبل دے. د غېرت چغه د بې وسو وس زیاتوي، پۀ جذباتو اور لګوي، د ظلم خلاف د بغاوت احساسات راپاروي او د پښتنو پۀ وجود کښې د تروړونکیو خلاف توان او انرژي اچوي. د غېرت د چغې پۀ ورمېږ کښې د احساساتو لړمان د خپلو تېرو لشو سره پارېدلي ولاړ دي نو بل خوا د غېرت چغې د پښتني سپرلي زېرے هم پۀ لپه کښې نیولے دے. د غېرت چغې اجمل بابا د “ د نظم بابا “ وګرځولو. د دې راپارونکو جذباتو وېرې د اقتدار پۀ ماڼۍ کښې ناست پۀ غاوره پښتون دُښمنه بادارانو وېره زلزله راوسته نو د غېرت د چغې خولۀ ئې وتړله او پابندي ئې پرې ولګوله . پښتون څېړنکار او دانشور خان زمان کاکړ وائي چې پښتون قامي تحریک کښې د “غېرت چغه” هغه ځاے لري کوم چې د روسیې پۀ پرولتاري مبارزه کښې د مېکسم ګورکي د ناول “مور” ځاے دے.

    اجمل خټک “د غېرت چغه” باندې یوه داسې جذبات لړزونکې سریزه لیکلې ده چې هغه پۀ خپله د هغۀ د ځانګړي نثر یوه جوته نمونه هم ده او د هغۀ “ د پښتني فن پۀ سر رباب “د پښتني احساساتو” ائینه داره هم ده. هغه د غېرت چغې پۀ سریزه کښې لیکي چې “د ژوبل احساس یو څو څړیکې، د زخمي غېرت یو څو غورځنګونه، د سرې وینې یو څو تړم څاڅکي، د اولسي جونګړو یو څو شنۀ اسوېلي، د غربت یو څو ترخې تجربې، د سرمايې یو څو ناکړدې، د غاوره اقتدار یو څو ړندې لتې، او ورسره د پښتونولۍ احساس چې زما شاعر زړۀ د پښتني فن پۀ سر رباب وټنګولو، نو زۀ پوهه نۀ شوم چې خوږې سندرې ترې جوړې شوې کۀ سوې ساندې، ولې دومره پوهه شوم چې د زور او زرو د سپینو قبرونو منجورانو واورېدلې نو تندي ئې تریو کړل او چې د غریب اولس او باشعوره طبقې تر غوږو شوې نو پۀ سوي زړه ئې لکه د دسمالې ولګېدې .”

    اجمل بابا د خپل انقلابي فکر رڼا د مترقي پښتون قام پرستۍ او پښتون پالنې د مشال نه اخلي. د دغې فکر د پاره هغه ځان ته د محکومو، مجبورو، بې وزلو، بې وسو، رټلي شوي، زپلي شوي او تروړلي شوي پښتنو مېدان مخصوصوي. بې وزله او بې اختیاره پښتون د هغۀ فکر کښې توپان راولي او هغه ورله غېرت، همت او د پاڅون طاقت ورکوي. لکه چې وائي:

    یه سر تور سر بربنډ لغړ پښتونه

    وږیه تږیه خړ پړ پښتونه

    ستا د خیرن سر نه تاجونه ځار شه

    ستا د خولو ځینې عطرونه ځار شه

    تۀ پۀ دُنیا کښې یو طاقت پېدا يې

    توره يې دین يې او غېرت پېدا يې

    چا چې پۀ دې خاوره قدم ايښے دے

    تا ئې پۀ خونه باندې غم ايښے دے

    کله چې د روس د بالشوېک انقلاب نه پس د نړۍ پۀ نورو ملکونو کښې د مارکس کلاسیکل کمیونزم ماتې وخوړه نو جوزف سټالن او نورو انقلابیانو د “قام پرست سوشلزم” نظریه وړاندې کړه او هغه پخوانۍ نظریه چې پۀ دنیا کښې د “دنیا کے مزدوروں! ایک ھو جاؤ” پۀ ناقابل عمله مفروضه د “نړیوالې پرولتاریه” واکمني جوړه کړي، هغه نظریه پۀ “قامي سوشلزم” یا “مترقي قام پرستۍ” بدله کړې شوه. د دې نظريې پلویانو دا نګېرله چې قامونه دې ته وهڅولے شي چې قامي حکومتونه جوړ کړي او پۀ خپل قامي هېواد کښې ټولنیز، معاشي، او طبقاتي انصاف او همواري راولي. دا نظریه د “نړیوال کمیونزم” او یا د “نړیوال انقلاب” مخالف نۀ ده بلکه دغه لوري ته یو د عمل وړ قدم دے. اجمل بابا د مارکس مفکورې ته د باچاخان د زده کړو پۀ تعقیب کښې د پښتنې پېغلې جامې اچولې وې. د باچاخان مفکوره د پښتنو لپاره زیاته پیاوړې، د قبولیت وړ او مکمله ده، چې د پښتنو د جنیاتي، سماجي، مذهبي او عنعنوي نفسیاتو سره سمه ده. دا د پښتنې خاورې د اب و هوا، پښتني ټاټوبي د سپرلیو د خوشبويۍ او د پښتون ساحې سره مطابقت لرونکې یو بلېنډ دے چې د ژواک يو بشپړه نظام دے او د بېن الاقوامي متنازعه اصطلاحاتواو ټرمینالوژي نه زیاته پراختیا هم لري او پښتنو ته د پښتونولۍ او مذهب پۀ چوکاټ کښې قبولیت هم لري. دا د پښتونولۍ دوه مهم انسټي ټیوشن حجره او جومات پۀ یو توازن سره د ځان سره وړي. پۀ نزدې وختونو کښې د باچاخان دغې مفکورې ته د “باچاخانۍ” نوم ورکړے شوے دے. د دې مفکورې شپږ قیمتي توکي دي:

    1. بشر دوستي

    2. قامي شعور

    3. خپلواکي

    4. صنفي انصاف

    5. سماجي انصاف

    6. معاشي انصاف

    دا دراصل د باچاخان د مفکورې د “باچاخانۍ” شپږ ارزښتناک عناصر دي.

    اجمل خټک د باچاخان د پښتنې مفکورې مطابق پښتون ازاد، اباد او ښاد لیدل غواړي. د مینې، ښائست او ورورولۍ ژوند ورته غواړي. د یو ریښتوني مترقي قام پرست پۀ څېر هغه پښتون قامي سیاست ته د “خپلې خاورې او خپل اختیار” نعره وهي او د قامي خپلواکۍ بیانیه ورته ورکوي، لکه چې پۀ خپل یو نظم کښې وائي:

    د شازلمي وینې غورځنګ تېزوم

    پۀ پښتنې وینې کښې ننګ تېزوم

    پۀ خپله خاوره خپل عزت جوړوم

    ځان ته جونګړه د عزت جوړوم

    د اجمل خټک د نوم سره د “سرې ډولۍ” ارمان تړلے دے. هغۀ مدام د دغه ارمان بوټے پۀ زړۀ کښې ساتلے دے او د زړۀ پۀ وینه ئې روزلے دے. ډېرو خلقو ورته د دغه ډولۍ پۀ “لافو” پېغورونه هم ورکړي دي. ارمانونه کرل او روزل د لوړو تلوسو لرونکو شېوه ده. ډېر ارمانونه پوره نۀ شي خو بیا هم ارزو لرونکي ارمانونه او خوبونه پۀ سترګو کښې پالي. د اجمل خټک د ارمان وینه پۀ ډېرو لاسونو پرته ده، ډېر ځمکني تریښ حقیقتونه پکښې خنډان شول. د هغۀ غریب د اخلاص پکښې هیڅ کمے نه ؤ. هغۀ مدام دغه ارمان ښېرازه ساتلے دے او پۀ جار ئې بیان کړے دے. دغه تلوسه ئې د ډېرو پښتنو پۀ سرونو کښې کرلې ده. چرته خو به د اجمل بابا پۀ پېغام د پښتنو سرونه خلاص شي او د تاریخ پۀ یو موړ به ورله د مات ګوډ قبر د سر نه اواز ورکړي چې:

    هاغه ده د ورک خټک پۀ مرګ ئې ډولۍ راوړله

    نن د پښتونخوا پۀ خاؤره هسې غلبله نۀ ده

    د غزل د پښتنې ناوې سر څڼه ئې چې پۀ کوم هنر کړې ده نو “ګلونه تکلونه” ئې څرګنده بېلګه ده. د پښتو ادب پوهان او استاذان وائي چې هغۀ د غزل نه د اندېش شمس القمر پۀ ژبه “د کار سړے” جوړ کړے دے؛ اندېش صېب وئیلي وو . . .

    اوس به د وخت د زړۀ خبرې کوي

    ملګرو مونږ د کار سړے کړو غزل

    اجمل خټک د غزل پۀ نازکه ملا د ژوند د ترښو، د خوارۍ، بې وزلۍ او د سوو ارمانونو غټ پېټے بار کړے دے. پۀ دې عمل کښې اجمل او اندېش جوړه ملګري دي. د ادب پوهان پرې زیات غږېدے شي.

    ښۀ ده چې ایاز الله ترکزي د اجمل بابا ټوله شاعري “د اجمل خټک کلیات” کښې پۀ ښۀ بڼه رانغاړلې ده. د اجمل خټک د کلیات څخه د ” ګلونه تکلونه” نه د غزل دا یو څو مصرعې لوستونکو ته وړاندې کوم؛

    زما د ګُلالۍ وینې د څاڅکو برکت دے

    پۀ هر قدم دې لاره کښې ګلونه ټوکېدلي

    د وینې پۀ ورشو مو د سپرلي قافلې راغلې

    یو ګل ترې راګزار کړئ د خټک پۀ هغه څلي

    ذوالفقارعلي بهټو پۀ فرورۍ ۱۹۷۳ کښې پۀ جعلي الزاماتو او تورونو باندې د نېپ د بلوچستان حکومت مات کړو او د پښتنونخوا د نېپ او جے یو ائي شریک حکومت د احتجاج پۀ توګه مستعفي شو. پۀ نېشنل عوامي پارټۍ باندې پابندي ولګولې شوه. د بهټو د ډکټېټرانه فېصلو خلاف د اپوزیشن پارټیو متحده قامي محاذ جوړ کړو او پۀ ملک کښې ئې پۀ لویه پېمانه ایجيټېشن شورو کړو. اجمل خټک د نېپ ستر سېکتر ؤ او د یونائیټډ ډېموکرېټک فرنټ روحِ روا هم ؤ. پۀ ۲۳ مارچ ۱۹۷۳ د متحده قامي محاذ د لیاقت باغ پۀ جلسه کښې فېډرل سېکیورټي فورس پۀ جلسه او خصوصاً پۀ پښتون قیادت ګولۍ وچلولې او ډېره مرګ ژوبله پکښې وشوه. ولي خان او اجمل خټک ایله د مرګ نه بچ شول. اجمل خټک د پاکستان د سیاست نه بې هیلې شۀ او د باجوړ پۀ لاره افغانستان ته پۀ پټه لاړو. هلته ئې پښتون ډېفنس کونسل جوړ کړو. اجمل با با پينځلس کاله پس پۀ اکتوبر کښې بېرته کوزې پښتونخوا ته راکوز شو. پۀ دې دوران کښې د نېپ نه اېن ډي پي او بیا د اېن ډي پي نه پۀ ۱۹۸۶ کښې اے اېن پي جوړه شوې وه. خټک صېب د ولي خان کلک ملګرے ؤ او هغۀ ته بۀ ئې چې پۀ جلسو کښې تخاطب کولو نو وئیل به ئې چې “ولي خانه! زما یاره!” او پۀ دغه غږ کښې به ئې د جذباتو غریو او وارفتګي لۀ ورایه ښکارېدله.

    پۀ دې دومره اوږد سیاسي مزل کښې ډېر کړکېچونه هم راغلي دي، اختلافات هم راوچت شوي دي، لارې هم بدلې شوې دي. مرورتیا پکښې هم راغلې ده او اجمل خټک خپل ګوند هم بېل جوړ کړے ؤ. کله ئې پۀ سوخت کښې خپل رباب هم ټنګولے دے. سیاست یو ټیکاؤ تالاب نۀ دے بلکې یو حرکي عمل دے، خو هغه د صاحب شاه صابرصېب خبره؛

    خوند کوي صابره پښتانۀ یاران

    سل ځله خفه شي خو بېلېږي نه

    د اجمل خټک د نثر یوه وړه ټوټه ما پۀ دې لیک کښې مخکښې وړاندې کړې ده. د هغۀ نثر هم هغه هومره خوندور او لشه دار دے څومره چې د هغۀ نظم دے. د ډاکټر صادق ژړک پۀ زیار د اجمل خټک د نثري فن پارو “سرې غُنچې” نومې کتاب د تېرو تاریخي دریچې د اجمل بابا یو رپورتاژ او تاثر په داسې ټکو کښې پرانیزي چې سړے د ځان سره لکه د ماشوم پۀ غېږه کښې بوځي. د “کور نه تر ګوره” د عنوان لاندې د خداے بخښلي ماسټر کریم د جنازې تاثر پۀ داسې ټکو کښې بیانوي چې زړونه ورانوي او احساسات ژوبلوي، هغه لیکي:

    “کټ د ګور پۀ غاړه کېښودے شو. باچاخان خپله پۀ بوډا ځان قبر ته ښکته شو او ماسټر ئې پۀ خپلو لاسونو قبر ته کوزولو، نو دغه وخت د زړۀ نه ئې یو خداے خبر ؤ، ولې د ملګرو او خلکو د زړونو دا حال ؤ چې د وینو دارې ئې وهلې. دلته یوې سپېرې خولې دا ټپه وکړه؛

    غوټۍ به څنګه ګټه وکړي

    چې کال پۀ کال ئې د مندري هلکان مرینه

    چې باچاخان خپل غازي ماسټر تابوت ته کوز کړو او هم هلته پۀ قبر کښې ئې پۀ ملا لاس کېښودو، ودرېدو او وې وئیل “ماسټر مونږ امانت کړو لکه چې فدا استاد مو امانت کړے دے، دوي به سردریاب کښې ښخوو. زمونږ دا اراده ده چې د داسې قامي خادمانو مقبره به هلته جوړوو، نو ما داسې محسوسه کړه لکه چې د ماسټر روح د فخر نه پۀ ګډا شوے وي او راغلے وي، زمونږ پۀ اوښکو، وینو او اسوېلو مونږ ملامته کوي. چې پۀ قبر خاورې واچولې شوې، د خړو خاورو څلے جوړ شو، د رنګینو ګلونو دوه سهرې پرې خورې شوې او “ولي” راغے، د نرګس د ګلو ګېډۍ ئې راوړې. ما وئېل جوړ د ماشومې ګلالۍ د خپل کاکا او د لوے “ولي” د ژوند د ملګري، د مرګ پۀ څلي د هغه شهي باغ ګلونه ږدي، کوم چې تر پرونه د ښکلي ښکلي رنګارنګ ګلونو او قسماقسم خوندونو نه زیات د ګلالۍ پۀ نیمو نیمو خبرو باندې د خپل کاکا پۀ بړچ بړچ خندا زیات ودان ؤ. ولي چې ګلونه راوړل، څۀ ئې ماته راکړل او څۀ ئې باچاخان ته، او خپله ئې یو ګل د لرې نه پۀ قبر وغورزولو، نو زۀ پوهه شوم چې دا د مورې غر چې هېڅ سیلۍ ئې د څېرې تازګي نۀ شي مړاوے کولې، نن د ماسټر د جدایۍ غم پۀ مخه اخستے دے او د غم جذباتو داسې مقام ته رسولے دے ….. مونږ د مقبرې نه رابهر شو. ما وروستو وکتل نو د خړو قبرونو نه بهر ارت مېدان کښې د ماسټر عبدالکریم یواځې قبر راته داسې ښکاره شو لکه د خېبر غرونو کښې د تاترې سر. هلته لکه چې د قبر نه ما پسې اواز راځي چې؛

    د جنازې بازو مې نیسه

    چېرې به ما پۀ راستۍ خولۀ درکړي وینه

    ډېر ارمانونه کله نا کله ډېر وخت، ډېر انتظار او ډېرې قربانۍ غواړي. کله وخت نا موافقه وي او کله نیمګړتیاوې راشي. کله د چا نه طمع بې ځایه وي. د اجمل خټک نسلي او فکري نیکۀ ستر خوشحال خان خټک پۀ اوولسمه پېړۍ کښې د پښتنو د پاره یو ارمان لرلو چې هغۀ پۀ خپلو لاندیني شعرونو کښې ښودلے دے، لکه؛

    درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه

    سره یو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

    بله هېڅ لیدلے نۀ شي پۀ دا مېنځ کښې

    یا مغل لۀ مېنځه ورک یا پښتون خوار

    پۀ دا هسې وخت چې وخت د نام وننګ دے

    دا بې ننګه پښتانۀ کړه څۀ رفتار

    اجمل بابا درې سوه کاله وروستو هم د خپل نیکۀ دغه ارمان درلود او د دغه نیمګړو تلوسو سره زمونږ دا اتل هم خړو خاؤرو ته زړه ستړے او ارماني تلے دے. دغه ارمان پۀ لاندې ټکو کښې اجمل بابا وئیلے ؤ؛

    چې خوږ سرود د پښتنو د ورورولۍ ګرم شي

    پۀ غر او سمه یو نوبت د قامولۍ ګرم شي

    د روهستان نه د ښائست او خوند جنت جوړ شي

    تس نس پښتون نه د اېشیاء د زړۀ طاقت جوړ شي

    دا مې منزل دا مې جنت دے ور روان یم ورته

    نۀ پۀ ملا یم، نۀ پۀ خان یم، نۀ پۀ ځان یم ورته

    حواله جات:

    1. د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې د علي خان محسود

    2. قومی سوال اور مارکسی بین الاقوامیت، مترجم جاوید شاہین

    3. باچاخان او خدائي خدمتګاري (دوېم ټوک)، لیک: عبدالولي خان

    4. پښتو او پښتونولي د پښتنو د نجات لار، لیک: عبدالحکیم نورزے

    5. د وروستي سپرلي نرګس اجمل خټک، تالیف: ډاکټر زبېر حسرت

    6. قومی سوال (جوزف سٹالن) اردو ترجمہ

    7. د اجمل خټک کلیات: سمون او لټون ایازالله ترکزے

    8. پېمانه د غزل: اندېش شمس القمر

    9. سوسیالزم پۀ ساده ژبه ، لیک: ع عارف

  • باچا خان او د پښتنو خپلواکي – انجنئير اعجاز يوسفزے

    باچا خان او د پښتنو خپلواکي – انجنئير اعجاز يوسفزے

    باچا خان او د پښتنو خپلواکي – انجنئير اعجاز يوسفزےپۀ افغانستان کښې د احمدشاه بابا د زوي تېمورشاه نه وروستو د کابل د تخت د پاره د هغۀ د حرص ناکو ځامنو او وروستاړو تر مېنځ ډېرې غُرزې پرزې شوې دي چې د ستر احمدشاه بابا جوړ کړے هېواد ئې دومره بېوزله او کمزورے کړو چې وروستو د انګرېزي استعمار بریدونو ته ئې پښې ټینګې نۀ کړې شوې او نتیجتاً ۳۰ فیصده زمکه او ۴۰ فیصده پښتانۀ ئې لۀ لاسه ورکړۀ . دا برخه چې پۀ کوزو پښتنو یادېږي، وړومبۍ د سکهانو او ورپسې پۀ کال ۱۸۴۹م کښې د انګرېزانو پۀ غلامۍ کښې کېوتل . د دې ناورین پۀ نتیجه کښې پښتانۀ د لر او بر پۀ بېلابېلو ساحو کښې د دوو پردیو قامونو پۀ څېر پۀ شعوري توګه وروزلے شول.

    د دې نه وړاندې مونږ د مغولو ښکېلاک ګرو نه د خلاصون دپاره د پښتنو د خپلواکۍ د مبارزې دوه شعوري نهضتونه وینو چې د شپاړسمې پېړۍ د لوے مبارز پیر روښان روښاني تحریک او د اولسمې صدۍ د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک خوزښتونه وو، چې متاسفانه د ډېرو وجوهاتو لۀ کبله بریالي نه شول خو د قامولۍ مفکوره ئې د پښتنو پۀ ذهنونو کښې وکرله.

    ډېره موده پس د پېرنګي ښکېلاک ګر پر ضد د شلمې پېړۍ پۀ اوائیلو کښې پۀ کوزه پښتونخوا کښې د باچاخان د سپېځلي قیادت لاندې د خدائی خدمتګارو غورځنګ راپاڅیدۀ چې پښتانۀ ئې د ځان سره پاڅول. د باچاخان د خدائي خدمتګار تحریک د دوو بره ذکر شوو نهضتونو پۀ موازنه کښې بشپړه او جدیده قامي، سیاسي، نظریاتي، تنظیمي او ستراتيژیکي ځانګړتیا، بڼه او تګلاره لرله. پوهان چې د خدائي خدمتګار تحریک شننه کوي نو د باچاخان د مبارزې دا څلور پړاوونه ډېر جوت یادوي؛ ۱. پښتنه ټولنه کښې ټولنيز سمونونه (ریفارمز)، پۀ خصوصي توګه پښتنو کښې د تعلیم او شعور خورول، ورسره پۀ پښتنه ټولنه کښې د خپل مېنځي تشدد او تاؤ تریخوالي مخ نیوے کول چې د پښتنو طاقت او انرژي خپلو کښې د ضائع کېدو نه بچ کړے شي او د لوے مرام د پاره پۀ کار راوستے شي. ۲. پښتانۀ د خدمت لۀ لارې پۀ تنظیم کښې وپېرلے شي او پۀ هغوي کښې د خدائي خدمتګار تحریک پۀ ذریعه د ایثار، قربانۍ او ورورولۍ جذبه وپارولې شي، ورسره د ذهني او شعوري روزنې او تربیت لۀ لارې پۀ هغوي کښې د ځان ځاني پۀ ځاے قامي فکر وکرلے شي. ۳. د انقلاب د دې غښتلو پوهانواو مبارزینو پۀ زور د هندي ازادي خوښو سره پۀ ګډه د پېرنګي نه د ټول هند ازادي واخلي او ۴. د پښتنو لپاره د بشر دوستۍ، جمهوري ارزښتونو، صنفي برابرۍ او ټولنیز انصاف پر بنسټ ولاړه خپلواکي وګټي.

    دانجمنِ اصلاح الافاغنه او د افغان جرګې نه تر خدائي خدمتګارۍ پورې دا ټول مزل یو شعوري ارتقائي او لړئیز یون ؤ چې د پوهانو پۀ نظر کښې د ټولنیزې سمونې، تنظیم، تربیت، سیاسي بېدارۍ،ورورولۍاو پښتني قامي جوړونې پۀ پړاؤنو د پښتني خپلواکۍ لوري ته ګامزن ؤ. نوموړے پوهان ډاکټر عبدالوحیدخان هم دا نظر تائیدوي او وائي چې خدائي خدمتګارتحریک، انجمن اصلاح افاغنه، د افغان زلمو جرګه ټول یو څیز ؤ او هم دغه خلق پکښې د باچاخان سره ملګري وو- د دې ټولو تنظیمونو مفکوره او لاره یوه وه.

    ښاغلے محمداقبال وزیري پۀ خپل اثر «د باچاخان اندونو او مبارزې ته لنډه کتنه» کښې دا دریځ خپلوي چې د باچاخان د وړومبي نړیوال جنګ د پېل کېدونه وروستو دا خیال پېدا شو چې باید کابل ته لاړ شي او د پېرنګیانو خلاف د امیر حبیب الله خان د حکومت مرسته د کوزو پښتنود ازادۍ لپاره ترلاسه کړي خو د ډېرو لاملونو لۀ لاسه افغانستان ته ددۀ تګ ؤ نه شو…. محمد اقبال وزیري هم پۀ خپل دې اثر کښې زیاتوي چې باچاخان د غازي امان الله خان پۀ لاسو د افغانستان د اسقلال ګټلو نه پس د هجرت تحریک پۀ جریان کښې پۀ ۱۹۲۰م کښې کابل ته پۀ مهاجرت لاړواو هلته ئې د باچا امان الله خان، محمودطرزي، د هغۀ وروڼو او نورو افغان مشرانو سره وکتل. باچاخان وائي چې؛

    “امان الله خان مونږ ته ووئیل چې زۀ د پیرنګي د جنګ زور نۀ لرم، کۀ تاسو پۀ کومه طریقه ورسره جنګ کولے شئ او خپل ملک ازادولے شئ نو زۀ به هرو مرو ستاسو مرسته کوم.”

    باچاخان د ھجرت نه پس افغانستان نه د واپسۍ لاره پۀ جلال اباد، سلام پور، چمرکنډ(د هډې مُلا د ازادۍ د تحریک مرکز)، باجوړ، او لکړو- غازي اباد (د تورنګزو حاجي صېب لښکري مرکز) پۀ پرله پسې پړاؤنواختیار کړه او هډې مُلاصېب او د تورنګزو حاجي صېب سره څۀ وخت ایسار شۀ او د پښتنو د سرنوشت پۀ مدعا ئې ورسره خبرې وکړې . باچاخان چې اتمانزو ته بېرته راغے نو د یو ارتقائي انقلاب مدارجي مبارزې ته کېوت. هغۀ ووئیل چې انقلاب د منډې کار نۀ دے، دا د سړې سینې کار دے . انقلاب پوهان غواړي، انقلاب عالمان غواړي چې خلق پۀ پوهه وروزوي او انقلاب ته ئې تیارکړي. د هغۀ د متبادل تعلیمي نظام سره د ازادومدرسو قائمول او د پښتنو د خپل مېنځي تشدد او دښمنو د مخ نیوي لۀ لارې د هغوي طاقت او انرژي د خپلواکۍ د لوے مرام لپاره خوندي ساتل د ارتقائي انقلاب د دغه مفکورې یو باب ؤ. د انجمن اصلاح افاغنه، افغان جرګه او پۀ ابتدائي دور کښې د خدائي خدمتګارو د تحریک سازمانونه د دغه بنیادي موخو پر بنسټ ودرولے شوي وو.د خدائي خدمتګارتحریک نوموړې پي اېچ ډي عالمه موکالیکا بېنرجي وائي چې د خارجي ښکېلاک ګر پر ضد د خپلواکۍ د مبارزې لپاره باچاخان غوښتل چې پښتانۀ مضبوط او قوي شي . پۀ خپلو کښې د مودو مودو تاؤتریخوالي او خپلمېنځي جګړو، تربګنواو دښمنو کښې خپل زور او انرژي ضائع نۀ کړي بلکه دغه توان د هغه بېروني دښمن پر ضد وکاروي چې دوي ئې غلامان کړي دي.

    پروفېسر ډاکټر یارمحمد خټک پۀ خپل کتاب « د ازادۍ تحریک او پښتو شاعري » کښې د اتمانزو د ازاد سکول لۀ اړخه ، د انجمن اصلاح الافاغنه د سوري لاندې د ۱۹۲۷م د کلیزې مشاعرې یادونه کوي چې پۀ داسې کلیزه مشاعرو کښې به یوه طرحه کېښودې شوه چې شاعرانو به پرې خپل نظمونه مطرح کول اود سر دریو شاعرانو ته به پکښې د هغوي پۀ غوره کړے شوو نظمونو انعام ورکړے کېدۀ. د دغه کال د مشاعرې طرحه داسې وه؛

    “چې زلمي چرې پۀ خپل وطن قربان شي”

    پۀ دې طرح کښې د وطن ( پښتون وطن) د ازادۍ لپاره د زلمو د قربانو تلوسه پرته ده. دا هغه وخت دے چې لا نۀ خدائي خدمتګارتحریک جوړ شوې دے اونۀ لا د انډین نېشنل کانګرېس سره د خدائي خدمتګارو مبارزه شریکه شوې دہ . دا طرحه د انجمن د دریځ غمازي کوي او د هغه کم فهمه خلقوبدګُماني غلطه ثابتوي چې مدام دا وائي چې باچاخان او ملګرو ئې د پښتون وطن د ازادۍ او خپلواکۍ مبارزه نۀ ده کړې .

    پۀ دغه مشاعره کښې ټول شاعران هغه وو چا چې د خدائي خدمتګارتحریک بیانیه پۀ خپل خپل ادبي هُنر سنجوله او اولس ته ئې رسوله. د خدائي خدمتګار د نېرېټیو د دغه یو څونمائنده شاعرانو د دغه مشاعرې نمائنده مصرعې پۀ دې غرض وړاندې کوم چې دا جوته کړم چې لا د انجمن اصلاح الافاغنه جریان ؤ نو د خپلواکۍ د ناوې تلوسې د خدائي خدمتګارو شاعرانو پۀ شونډو وې . لکه چې عبدالخالق خلیق فکر کاوۀ؛

    کۀ زلمو د ازادۍ قدر معلوم کړۀ

    خپل وطن به ورښکاره لکه زندان شي

    هېڅ مشکله ازادي نۀ ده خلیقه

    خو کۀ څوک د اتمانزو پۀ پل روان شي

    د خدائي خدمتګارو د شاعرانو بیانیه چې هغوي پۀ خپلو شعرونو کښې بیان کړې ده دغه د باچاخان او د هغۀ د تحریک د پېل نه اېجنډا وه چې محور ئې د پښتون وطن ازادي وه.

    د خدائي خدمتګارو د شاعرانو سرخېل فدا عبدالمالک خو چورلټ پۀ غلامه خاوره کښې د مرګ نه پس د نۀ دفن کېدو وصیت کړے دے، لکه چې وائي:

    د فدا عبدالمالک خاوره ترې لر کړئ

    چې د کومې زمکې نوم غلامستان وي

    خانمیر هلالي هم پۀ غلام او غلامۍ تف لعنت وائي :

    دغه بې غېرت هم ځان ته وائي مسلمان

    څنګه مسلمان دے هغه قام چې وي غلام

    نشته پۀ غلام کښې بوي د دین او د ایمان

    نشته پۀ غلام کښې د مذهب څۀ احترام

    د عبدالماک فدا استاذ مشهوره ترانه چې به د باچاخان د تحریک پۀ جلسه کښې اورولې شوه نو د زلمو غوني به ئې لشه لشه کول، د مطلع مصرعه ئې دا لاندې ده:

    د غېرو نه ازاد اوسې وطنه د پښتون

    مسکنه د پښتون

    پۀ سرو ګلو اباد اوسې ګلشنه د پښتون

    وطنه د پښتون

    باچاخان د خپل ژوند او تحریک قیصه د خپل ژوند لیک « زما ژوند او جدوجهد » پۀ شکل کښې کړې ده او د سریزې پۀ ځاے ئې د خپل ارزښتناک تاریخ ابتد د فضل محمود مخفي صېب د یو مشهور نظم نه کړې دہ . باچاخان د مخفي صېب د دغه نظم تلوسې او ارمانونه د خپل ژوند ، فکر، ادعا، عمل او جدوجهد ریښتونې هنداره ګرځولې ده، دا ئې د خپلې لارې ملګرے او د خپل سوچ ترجمان بللے دے. د مخفي صېب دغه نظم نۀ یوازې د ازاد پښتون هېواد نظریه وړاندې کوي بلکه د دغه هېواد د حدودو نشاندهي هم کوي ، د دغه مرام د ترلاسه کولود پاره د تسو نسو پرګنو پۀ یو ټغر د راغونډېدو تګلاره پۀ ګوته کوي او سر بېره پۀ ازاد پښتون وطن کښې د ښۀ ګورننس لپاره د پښتون د واکمنۍ د اصولو توضیح هم کوي، یو څو منتخب شعرونه ئې دا لاندي دي؛

    خاونده تۀ ودانه کړې

    زمونږ د یووالي حُجره

    یو ځاے پکښې د ځانه کړې

    د پښتو ډله خواره

    کشمیر نه تر هرات هورې

    بلوچستان نه تر دورې

    دا ټول پښتون دے ھر چرې

    څۀ رنګې پروت ذرې ذرې

    د یو وجود پۀ شانې کړې

    یا خدایا! دا ذره ذره

    پۀ مونږه کړې زمونږه خان

    زمونږ د قام زمونږ د ځان

    د دې تلوسې او ارمان یوه بله څرګنده هنداره مونږ د باچاخان د ارمانونو او تحریک ترجمانې مجلې « پښتون » پۀ مخپاڼه د غني خان پۀ دې شهره افاق انقلابي شعرونو کښې وینو چې پۀ مستقله توګه به د “پښتون” پۀ تندي ځلېدۀ؛

    کۀ خازې شنې مې پۀ قبر وي ولاړې

    کۀ غلام مړ یم راځئ توکئ پرې لاړې

    یابه دا بې ننګه ملک باغِ عدن کړم

    یا به کړم د پښتنو کوڅې وېجاړې

    باچاخان چې پۀ ۱۷ دسمبر ۱۹۲۱ع کې انګریزي استعمار هغه مهال د اېف سي ار لاندې ګرفتار کړو کله چې هغه سره د ملګرو د اُتمانزو پۀ ازاد سکول کې د فُټ بال لوبغالے جوړولو نو بیا ئې پۀ ۱۹۲۴ کښې رها کړو. انجمن اصلاح الافاغنه د باچاخان د خوشې کېدو پۀ خوشحالۍ کښې پۀ اتمانزو کښې لویه جلسه وکړه چې پکښې باچاخان ته د “ فخرِافغان” خطاب ورکړے شۀ. پۀ دغه لویه جلسه کښې باچاخان پۀ خپلې وېنا کښې د یو زمري کیسه وکړه چې پۀ ګډو کښې لوے شوے ؤ او خپله پېژندګلوي ترې هېره شوې وه. باچاخان پۀ پښتنو غږ وکړو چې اے پښتنو! تاسو زمري يئ، د غلامۍ دا زنځیر وشلوئ، پاڅئ او خپل ملک او قام د غېر د غلامۍ نه ازاد کړئ. باچاخان دا تقریر د خدائي خدمتګار د تحریک جوړېدو نه پنځه کاله مخکښې کړے ؤ.

    باچاخان پۀ دسمبر ۱۹۲۹کښې د خپلو ملګرو سره د انډین نېشنل کانګرېس د لاهور سېشن ته د کتونکو پۀ حېث ګډون کړے ؤ ، دغه وخت باچاخان افغان یوتهـ لیګ جوړ کړے ؤ. باچاخان د کانګرېس د دغه سالانه جلسې د ښځو او سړیو د نظم وضبط او د قامي جذبې نه د شعور لۀ لارې د قامي غورځنګ جذبه نوره هم پیاوړې شوه او چې بېرته راغے نو د خپلو ملګرو پۀ صلاح ئې خپل زبان زدِعام د “خدائي خدمتګار تحریک” بنسټ کېښود چې موخه ئې د خدمت لۀ لارې ټولنیزه ښېګړه او د عدم تشدد پۀ وسیله قامولي او قامي ازادي وه. د فضل الرحیم ساقي پۀ قول د خدائي خدمتګارو پۀ لس نکاتي حلف نامه کښې یو مهم ټکے د (پښتون) وطن د ازادولو د سوګند وچتولوهم ؤ. باچاخان به خدائي خدمتګارو ته وئیل چې زمونږ مقصد د پښتنو کور جوړول دي. تر څو پورې چې دا وطن ازاد شوے نۀ دے او د دې وطن واک اختیار ستاسو پۀ لاس کښې راغلے نۀ دے، نو نۀ ستاسو بچي ابادېدے شي او نۀ تاسو پۀ ګېډه مړېدے شئ. باچاخان پۀ چوک یادګار پېښور کښې یوې لوې جلسې ته د وېنا پۀ جریان کښې د خپلواک پښتون وطن خدوخال داسې واضح کړل، “کۀ چرې مونږ له خداے ګټه راکړه او دا وطن ازاد شو نو دا به د ټولو پښتنو شریک وطن وي. کۀ جوار وي کۀ غنم وي پۀ شریکه به ئې خورو، داسې به نۀ وي چې یوسړے به اوږے وي او بل به پلاؤ خوري . بل یو سړے به نۀ خان کوو، یو سړے به ټول اختیاره نۀ وي، واک به د قام او د قام د جرګې وي”.

    باچاخان پۀ ۲۲ اپریل ۱۹۳۰ پۀ اتمانزو کښې د خدائي خدمتګارو لویه جلسه وکړه او پۀ درویشتم اپرېل د فرنټئیرکانګرېس پۀ بلنه د شاهي باغ پېښورجلسې ته روان ؤ چې نحقې کلي سره سرکار ونیوۀ او هري پور جېل ته ئې ورساوۀ. پېرنګي باندې د خدائي خدمتګار غورځنګ د ناقلارۍ پېریان راوستي وو. هغوي دا غورځنګ بېخي چقول غوښتل. پۀ ۲۳ اپریل ۱۹۳۰ کښې پۀ قیصه خوانۍ پېښور کښې د باچاخان د ګرفتارۍ خلاف د تش لاسي جلوس خلاف قهرېدلي پېرنګیانوبکتربند ګاډي او جدیده وسله وکاروله او پۀ سوونو پښتانۀ ئې ووژل . دې نه وروستو پرله پسې واقعاتو کښې انګرېزانود خدائي خدمتګارو د ختمولو پۀ مقصد پۀ دوي تاړاک جوړکړو او د پنځو میاشتو پۀ لږه موده کښې د اُتمانزو د اوږدې محاصرې نه واخلې تر ګوجرګړۍ، ټکراود سپین تنګي هاتهي خېلو خون اشام سانحاتو غوندې د پښتنو د ټولوژنې قیامتونه ئې پۀ خدائي خدمتګارو جوړ کړل او غالب خیال دا ؤ کۀ خدائي خدمتګار ورته یوازې پاتې شول نو پېرنګیان به ئې پۀ سختۍ سره وچقوي . د خدائي خدمتګارو د جرګې پۀ صلاح د کانګرېس نه د مرستې اخیستو فیصله وشوه او د تحریک د دوام د پاره خدائي خدمتګارو د کانګرېس سره ایتلاف وکړو ځکه چې د دواړو مقصد د انګرېز شړل او د خپلواکۍ اخیستل ؤ. د دې ځاے نه د خدائي خدمتګار تحریک د ازادۍ لپاره د انډین نېشنل کانګرېس سره مبارزه شریکېږي چې حرکیات ئې د وخت سره بدل شول او دواړو تحریکونو پۀ شریکه د ټول هند ازادي پۀ هدف کښې ونیوله. ددې ایتلاف وړومبے ښۀ اثر دا وشو چې اوس خدائي خدمتګار تحریک یوازې نه ؤ بلکه د هند ملک ګیر یو مضبوط مرستیال ئې د کانګریس پۀ شکل کښې ملګرے ؤ نو ځکه پرې د انګرېز د ظلم مټ نرم شۀ. بله سمدستي نتیجه د دې اتحاد دا راووته چې د ګاندهي- ارون د معاهدې تر مخه باچاخان پۀ یولسم مارچ ۱۹۳۱کښې د جېل نه ایله کړے شۀ.

    باچاخان پۀ تولاندۍ صوابۍ کښې د جومات پۀ منبر خلقو ته پۀ خپل تقریر کښې واضح ووئیل چې مونږ کانګرېس سره ددې لپاره ملګري شوي یو چې دا خپل وطن ازاد کړو، تاسو پۀ دې ځان پوهه کړئ چې دا وخت مونږ پېرنګي لۀ یو ښکر مات کړے دے او کۀ پښتنو اتفاق وکړو نو بل ښکر به ئې هم مات شي.

    ګاندهي او د کانګرېس مشرانو باچاخان او د خدائي خدمتګارو سره دا ژمنه کړې وه چې د هندیانو او پښتنو ازادي یو بل سره تړلې ده او پښتنو او د هند اوسېدونکو ته به ازادي یو ځاے ترلاسه کېږي. باچاخان د یو اېغ نېغ راسخ العقیده پښتون پۀ څېرخصوصاً د ګاندهي پۀ وعده کلک باور لرلو. د کانګرېس د ټولو اتحادیانو ترمېنځ دا تفاهم ؤ چې انډین یونین کښې به ټول وحدتونه (یونټونه) خپلواکه وي او صرف د خارجه امورو، دفاع او مواصلات محکمې به د انډین یونین د مرکز سره وي. دا ژمنه هم شوې وه چې د هند پۀ ائین کښې به شتون لري چې کۀ چرې یو وحدت د ماده هندوستان پۀ مرکز کښې مطمئن نۀ وي نو د هغه وحدت د اسمبلۍ د مطلق اکثریت پۀ بنیاد به د انډین یونین نه ځان ګوښه کولے شي او بېخي ازاد ریاست به قائمولے شي. دا وړومبے تجویز خو کېبنټ مشن هم پۀ خپل پلان کښې راوړے ؤ،او پۀ انډین یونین کښې ئې د خود مختاره صوبو ګروپونه تجویز کړي ووچې دا وړاندېز وړومبے مسلم لیګ او کانګرېس منلے ؤ خو وروستود دې مشن وړاندېزونه د نهرو او جناح پۀ اختلافاتو کښې تالا ترغه شول.

    باچاخان پۀ دې پوهیدۀ چې پۀ ټول برطانوي هند باندې زبرځواک پېرنګي د غلامۍ خېټه اچولې ده او چې تر څو د پېرنګي د جغ نه د غلام هندوستان څټ خلاص نۀ شي نو تر هغې هېڅ یو نژادي قام خپلواکي نۀ شي اخیستې . د کوهي نه وړومبې دا لویه مُرداره راویستل غواړي نو بیا به وروستو کوهے پاکېږي. پۀ دې وجه ګڼو اکائیو د خدائي خدمتګارو پۀ شمول د کانګرېس سره د پېرنګي خلاف شریکه مبارزه کوله . کۀ د پېرنګي نه د ازادۍ اخیستو د پاره د ځان ځاني غږونه پورته شوے وے نو پېرنګي به د خپلې ازموده نسخې ( ووېشه او ښکېل وساته) پۀ اساس دوي پۀ خپلو کښې اچولے وو او د خپل استعمار موده به ئې غځولې وے . پۀ هند کښې د نژادي قامونو لکه سکهانو، تامل، ناګا لېنډ، اسامیانو تلنګانو،او نکسلائیټ مارکسسټو د ازادۍ تحریکونه د هند د ازادۍ (پوسټ انډېپنډنس) شروع کړې دي چې کله کانګرېس لۀ خپلو ژمنو څخه وروستو شو. دوي ټولو د خدائي خدمتګارو پۀ شمول د هند د اجتماعي ازادۍ مبارزه د کانګرېس سره شریکه کړې ده. د بلوچو د ازادۍ تحریک هم د خان قلات د ورور شهزاده عبدالکریم لخوا پۀ جولائي ۱۹۴۸ کښې شروع کړے شوے ؤ، شهزاده عبدالکریم پۀ ۱۹۵۰ کښې قامي سیاست ته ستون شۀ او استمان ګل ګوند ئې جوړ کړو. د کشمیر شېخ عبدالله هم د هند پۀ ازادۍ کې د کانګرېس مرستیال ؤ چې وروستو ئې د کشمیر د خپلواکۍ تحریک ته لاس واچول. بلکه خدائي خدمتګارو چې پۀ نومبر ۱۹۴۱کښې لوے کېمپ لګولے ؤ نو هغې ته شېخ عبدالله او د جنوبي پښتونخوا نه عبدالصمد خان اچکزے هم سره د ملګرو راغلي وو.

    باچاخان خو د پښتنو پۀ ازادۍ دومره باوري ؤ چې پۀ اکتوبر ۱۹۴۲ کښې ئې د فضل الرحیم ساقي صېب، د رځړو د فقیرمحمدخان او د پاوکي د عبدالمجید خان پۀ شمول د تیراه اپریدو ته، د تاج محمد خاموش لاندې بله جرګه وزیرو ازادو قبائیلو ته د فقیر ایپي لپاره د ځانګړي پېغام سره، د پړانګو د عبدالحکیم خان ستي او د بېټنو د جرنېل عبدالرحمان پۀ قیادت کښې مسعودو ته جرګې ولېږلې چې کۀ چرې د پېرنګیانو نه وطن ازاد شي نو چې مونږ ټول دې ته ذهني طور تیار یو چې د ټولو پښتنو قومي جمهوریت پۀ اتفاق جوړ کړے شو.

    برتانيې یو شېطاني پلان سره لارډ ماونټ بېټن د لارډ وېول پۀ ځاے هند ته د ګورنرجنرل پۀ توګه راولېږۀ. برتانيې د نوي پلان تر مخه د هند پۀ یوه برخه د خپلې ځاے ناستې ملک جوړوۀ چې هلته اقتدار خپلو لاس پوڅو ته ورکړي او د دې منطقې د ستراتیژکي اهمیت تر مخې د ضرورت پۀ وخت د برتانوي استعماراو یا د هغۀ د متبادل د ګټو ساتنه وکړي.

    د شین اسمان نه یو تندر راولوېدۀ او لارډ ماونټ بېټن د درېم جون ۱۹۴۷ د هند د وېش (پارټیشن آف انډیا) او پۀ صوبه سرحد کښې د پاکستان یا هندوستان سره د ګډون شېطاني منصوبه وړاندې کړه چې مسلم لیګ او کانګرېس دواړو ورسره د مخکښې نه منلې وه. مولانا ابوالکلام ازاد پۀ خپل کتاب کښې د کانګرېس د درېم جون ۱۹۴۷ورکنګ کمېټۍ حال داسې بیانوي چې نهرو د هند د تقسیم سره د کانګرېس همغږي اعلان کړه، نو تر څۀ وخته باچاخان ساختلے ناست ؤ اود ناساپي صدمې پۀ وجه ئې د خولې نه هېڅ کش کړپ ؤ نه وتې شۀ. اخر خپل حواس ئې مجتمع کړۀ او ورکنګ کمېټۍ ته ئې زړۀ غوڅونکې داسې وېنا وکړه. “ما سره وعده شوې وه چې د هندیانو او پښتنو ازادي به پۀ یو ځاے کېږي، پۀ دې خدائي خدمتګارو کانګرېس سره د ازادۍ مبارزه شریکه کړه او پۀ تاریخ کښې ئې د انتهائي ظلم و ستم پر ضد د مبارزې او قربانیو داستانونه رقم کړل. مونږ باندې پېرنګانو ډېرې جرګې مرکې کړې وې چې مونږه کانګرېس پرېږدو نو هغوي به مونږ له د کانګرېس نه زیاته برخه راکړي خو مونږ پښتنو د کانګرېس مرسته پرېنښوده او کانګرېس مونږه پرېښودو. تاسو زۀ شرمخانو ته واچولم”. باچاخان د ورکنک کمېټۍ نه ډېر دلګیر وواتۀ او پښتنو ته بېرته راغے. دې سوچه او کوټلي پښتون ته یوه بله مبارزه مخې ته راولاړه شوې وه.

    لا یو شور راځینې لاړ نۀ وي بل راشي

    مګر زه پېدا پۀ ورځ د شور و شر یم

    د دې نوي اُفتاد پۀ لید لوري کښې د پښتنو د غبرګون معلومولو او د نوې لائحه عمل سره باچاخان د خدائي خدمتګارو جرګې اود پښتنونخوا پښتنو ته رجوع وکړه. پۀ پښتونخوا کښې ئې سمدستي جلسې شروع کړې. خدائي خدمتګار جرنېل زمرود بابا پۀ ضلع مردان کښې د شوو جرګو سترګو لیدلے حال پۀ خپلو ډائرو کښې لیکلے دے، چې باچاخان مرکز پۀ یو کتاب کښې چاپ کړے دے، چې تصدیق ئې د فاروق قرېشي د لیک نه هم کېږي. هغه لیکي چې پۀ دولسم جون ۱۹۴۷ د مردان د کلپاڼۍ پۀ شګو کښې یوه عظیم الشانه جلسه وشوه چې خان لاله امیرمحمد خان هوتي، قاضي عطاالله خان، د طورو مولانا عنایت الله او باچاخان ورته وېناګانې وکړېاو د هغوي نه ئې د ازاد پټهانستان ژمنه واخیسته. پۀ کلو او تپو کښې کمېټۍ جوړې کړې شوې، چې د رېفرنډم پۀ ځاے د “ازاد پښتون” وطن د پاره ځانونه تیارکړي.

    پۀ ۲۱ جون ۱۹۴۷ د صوبې د جرګې، د اسمبلۍ ممبرانو، د خدائي خدمتګارو د افسرانو او د زلمي پښتون د جرګې یو شریک اجلاس پۀ بنو کښې وشو، ښاغلي استاذ ابراهیم عطائي پۀ خپل کتاب « پښتونستان د حقِ خودارادیت پۀ رڼا کښې» د هغې روداد بیان کړے دے. “دا اجلاس د خان لاله امیرمحمد خان د صدارت لاندې وشو. دې اجلاس پۀ اتفاق دا فېصله وکړه چې پښتانۀ نه هندوستان سره شاملېدل غواړي او نۀ پاکستان سره بلکې پښتنو د خپل یو ازاد حکومت جوړولو پرېکړه وکړه چې اساسي قانون به ئې پۀ اسلامي اصولو، اولسواکۍ، صنفي برابرۍ، ټولنیز او اولسي انصاف باندې اډاڼه لري”. د بنو دا قرارداد قاضي عطاالله خان پۀ جرګه کښې پیش کړے ؤ. ارواښاد جرنېل زمرود بابا د ازاد پښتون وطن لپاره پۀ ۲۹ جون ۱۹۴۷ د ډاګۍ کلي پۀ بڼ کښې، پۀ دېرشم جون د شمالي رزړ پۀ پرمولو کښې،پۀ دوېم جولائی پۀ کالو خان کښې، پۀ پنځم جولائی د مردان پۀ کمپني باغ کښې، پۀ نهم جولائی پۀ سودهم کښې، لوې جلسې بیانوي چې پکښې د رېفرنډم د بائیکاټ او د ازاد پښتون وطن شعارونه خوارۀ کړے شول.داسې جلسې پۀ ټولو ضلعو کښې شوې وې.

    د سردریاب جرګې د کانګرېس سره د خدائي خدمتګار تحریک د ټولو اړیکو د شلولو اعلان وکړو او د درې رنګه جنډې پۀ ځاے ئې خپله سره جنډه وخېژوله. جرنېل زمرود بابا دا تصدیق کوي چې پۀ ټوله صوابۍ کښې د جرګې پۀ دفترونو سرې جنډې ورپولې شوې.

    د پاکستان پۀ باره کښې مذهبي درغلیو او د اقتدار حرص خوارۀ هم وخویول چې پکښې د اسمبلۍ اووۀ (۷) منتخب غړي هم شامل وو. د کلیو ساده او مذهب پرست پښتانۀ هم د پاک سرزمین د مذهبي بیانیو پۀ بهیر کښې لاهو شواو شنې جنډې ئې پورته کړې .او د “اسلام د قلعه” پۀ جادو وغولېدل.

    باچاخان او ملګرو ته یوه بله مبارزه مخې ته ولاړه وه خود اتو میاشتو دورو نه پس هغوي ولیدل چې پښتانۀ ډېر بېوزله، ستړې ستومانه او د خداے تعالي د سپېځلي مذهب پۀ نوم د انګرېزنُما مسلمانانو د دهوکې وړاندې مغلوب شوي وو.باچاخان خپل زپلے اولس پۀ یو بل امتحان کښې اچول نۀ غوښتل، هغۀ د زمکني حقایقو پۀ تناظر کښې یوه نوې پُرامنه او د صبرلاره پۀ زړه کښې ټاکلې وه.

    پۀ ۱۹م فرورۍ ۱۹۴۸ یو مجبور نیکۀ د خپلو ملګرو سره د پېښور چهاوڼۍ کښې ولاړ رېل ګاډي ته د ختو د پاره روان شو، قدمونه ئې د ایلم نه درانۀ وو، ځکه چې د خپل محکوم اولس بوج او ذمه واري ئې پۀ اوږو پرته وه. اسمان لۀ ورایه د پښتنو سره د تاریخ پینځم جبر ته سترګې بقې نیولې وې. باچاخان پۀ ۲۳ فرورۍ د پاکستان پۀ لېجېسلېټیو اسمبلۍ کراچۍ کښې د پاکستان د وفادارۍ حلف وچت کړو. باچاخان د ارتقا لۀ لارې د پاکستان دننه د پښتنو د خپلواکۍ لپاره د سیاست یوه نوې تګلاره اختیار کړه.

    باچاخان پاکستان کښې دننه د مظلومو قامونود حقوقو د پاره پۀ مارچ ۱۹۴۸ کښې پيپلز پارټي او بیا پۀ ۱۹۵۶ کښې نیشنل پارټي جوړه کړه خو د پېرنګي مسلمانانو ځاے ناستو پۀ قلار کار ته پرېنښود او د پاکستان پۀ وړومبو اتلس کالو کښې ئې پنځلس کاله د خپل اولس نه لرې د تورو تمبو شاته وساتلو. باچاخان پاکستاني واکمنوکار ته نۀ پرېښوده نوهغۀ اخر پۀ ۱۹۶۴ کښې پاکستان پرېښود او د اوږد رنځ نه پس پۀ ۱۹۸۸م کښې ئې د ارمانه سره د نړۍ نه سترګې پټې کړې.

    د باچاخان د تحریک څلورم پړاؤ نیمګړے پاتې شۀ. خو دا کاروان لا روان دے.

    ژوند ته پۀ وروستو وروستو ګورم

    لکه بائيللے جوارګر چې کور ته ځینه

    پښتنو د هندوستان د اوسېدونکو سره یو ځاے ولې ازادي تر لاسه نۀ کړه؟ دا د باچاخان د خدائي خدمتګارتحریک ناکامي نۀ ده بلکې دا د انډین نېشنل کانګرېس د مشرتابې پاتې راتلل دي چې د یو اېغ نېغ راسخ العقیده او سپین نیته پښتون مبارز پۀ باور او اعتبار پوره ؤ نه ختل. باچاخان پۀ خپل ژوند لیک کښې داسې افسوس کوي “مونږ خو ازاد شوي وو او پېرنګیان زمونږ د ملک نه تلونکي وو خو د لارډ ماونټ بېټن او سردار پټېل پۀ سازش د غلامانو غلامان شو”.

  • دوحه تړون: امن يا بائيلات؟ (ډاکټر سيد اختر علي شاه) – ژباړن: انجنئير اعجاز يوسفزے

    د امرېکې او طالبانو تر منځ اخر کار د هیلې، نا امیدۍ، د خدشاتو او بې یقینۍ پۀ فضاء کښې د دوحې د عبوري امنيت تړون لاسلیک شو. د دې تړون پۀ اړه د یوې مودې راهسې ډنډورې وهلې کېدې. طالبان او د هغوي مرستيال دا تړون د بريالیتوب د یو پړاو پۀ څير نیسي او هغه خلک چې پۀ تکثيريت او استدلال یقین ساتي، د هغوي لپاره دا دستاوېز د امريکې د لاس اخستو او پۀ شا کېدو یوه داسې پروانه ښکاري چې دا به یو ځل بيا افغاني ټولنه د اړي ګړي او زورځواکۍ ګړنک ته ګزار کړي.پۀ دې مهم تړون کښې ژمنه شوې ده چې امریکا او ائتلافي هېوادونه به خپل ژواکونه د څوارلس مياشتو پۀ موده کښې لۀ افغانستان څخه وباسي چې د امريکې اولسمشر ډونالد ټرمپ به د دې جوګه کړي چې هغه د دې نۀ خلاصېدونکي جنګ څخه د امریکائي ځواکونو د راويستلو خپله انتخابي وعده پوره کړي. د لاسلیک شوې هوکړې سرلیک کښې د افغانستان د “اسلامي امارت” سره د امریکا د متحده ايالاتو د توافق لیک ټکي کارول شوي دي؛ د غور خبره دا ده چې د ذو معني ټکو شا ته د هوکړې پۀ متن کښې “د افغانستان د اسلامي امارت چې امريکې لا پۀ رسمېت نۀ دے پېژندلے او د طالبانو پۀ نوم پېژندګلو لري” غوندې فقرې او د لیک ترکیب کارولے شوے دے.پۀ دې تړون کښې د امریکائي ځواکونو بېرته تګ د بېن الافغاني خبرو اترو د مخکښې تللو سره مشروط ساتلے شوے دے. دا مذاکرات پۀ لسم مارچ 2020 ټاکلے شوي وو )چې لا تر اوسه پۀ ځنډ کښې دي(. دې تړون کښې د یو مستقل اوربند )سیزفائر( پۀ راوړلو ډېر ټینګار شوے دے چې د بېن الافغانی )انټرا افغان( مذاکراتو لپاره مساعده زمینه هواره کړي او طالبان د افغان دولت او د افغاني ټولنې نورو ډلو سره خبرو اترو ته کښېني. دا به د بېن الافغاني مذاکراتو ګډونوالو ته د افغانستان د راتلونکې سېاسي تګلارې د را منځ ته کولو لپاره پۀ کړنو او پلانونو د پرانستي بحث موقع ورکړي.د دوحه د توافقلیک تر مخه ، امریکا به پۀ درېو څلورو مېاشتو کښې پۀ افغانستان کښې د خپلو ځواکونو شمېره د دولس زره څخه 8,600 ته را ټیټه کړي او پۀ څوارلسو مياشتو کښې به خپل ټول فوځونه د افغانستان څخه وباسي. اګرچې د نړۍ مشرانو د بهتر مستقبل لپاره د دې هوکړې هرکلے کړے دے خو د پائیدار امن او جمهوريت لوري ته دا سفر ګران او کړکېچن ښکاري. ما مخکښې پۀ یو لیک کښې دا خبره پۀ ګوته کړې وه چې هر څو د امن دا اعلامېه یو ښۀ قدم دے خو بيا هم ډېرو مهمو پوښتنو ته ځوابونه ورکول پاتې دي.نۀ یواځې پۀ دې سیمه کښې پۀ افغانستان او پاکستان بلکې د امریکا پۀ متحده ايالاتو کښې هم مخالف اوازونه اورېدے شي چې دا قدم غېر دانشمندانه ګڼي. پۀ دې اړوند ‘ټائمز مېګزین’ د اولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د امن دا تړون بې توقیره او بې قدره ګڼلے دے او دا معاهده ئې بېخي پۀ شا تګ او ماتې بللې ده. پۀ نورو ټکو کښې، دا معاهده د امریکې د لاس اخستو )سرېنډر(، د طالبانو د پخلا کولو او ټولواکۍ ته د مخې ورکولو دستاوېز دے. دې تحلیلونو دا خبره هم تائيد کړې ده چې د دې هوکړې پۀ ترڅ کښې دا دلیلونه عبث ښکاري چې د افغانستان سرنوشت د امنيت سره تړاو لري. د امن هیلې شنډې شي چې د امن د تړون یو برخه وال بغاوت پرېښودلو ته اماده نۀ وي او چې مجوزه معاهده اتحادیان کمزوري کوي او د دښمنانو مټې مضبوطوي. د تړون دا ژمنه به د طالبانو وقار او بالادستي سېوا کړي چې د کومې تر لاندې به د طالبانو 5,000 هغه بنديان خوشي کولے شي چې پۀ لویو لویو جرمونو کښې تر پوندو پورې ککړ دي. د دې نه پرته بده خبره دا ده چې امریکې دا د طالبانو سره منلي دي چې د هغوي باقي پاتې قېدیان به پۀ راتلونکو درېو مياشتو کښې خوشي کړے شي. دا تړون لیک د طالبانو ځينې غړو باندې د لګېدلو پابندیو پۀ شمول د انفرادي سفري بندېزونو، د منجمدو اثاثو او د وسلې د بدېزونو د اوچتولو ماده هم لري. نتیجتاً د دې هوکړې پۀ علت به پۀ افغانستان کښې د طاقت انډول ګډ وډ شي. د امریکائي تجزیه نګارانو پۀ نظر کښې د طالبانو لۀ اړخه د بامعني مراعاتو ورکولو د نشت پۀ ترڅ کښې دا اېګریمنټ د امریکا پۀ شا کېدو )ریټریټ( څخه بدتر دے.

    ما پۀ خپلو لیکونو کښې دا اندېښنه څرګنده کړې وه چې یوه بده پېښه د امن دا ټوله پروسه پۀ خطر کښې اچولې شي. د امن د معاهدې لکه د بنګړو د بار نازکتيا هغه وخت ښکاره شوه چې د امریکا د دفاع مؤسسې د طالبان ځواکونو پر ضد د خپلو وړومبيو هوائي حملو اعلان پۀ هغه مهال وکړو چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د تاو تریخوالي پۀ ترڅ کښې د طالبانو سره د شوي لاسلیک سياهي لا وچه شوې نۀ وه. طالبان د بریدونو د ودرولو او د بېن الافغاني خبرو اترو د خپلې ژمنې څخه تر هغې پۀ شا شول تر څو چې د هغوي قېديان خوشي نۀ کړے شي. د ډاکټر اشرف غني حکومت خپلو دښمنانو )طالبانو( ته د خبرو اترو پۀ وړومبي درشل پۀ زرګونو ملاتړ خلاصولو او حواله کولو ته تيار نۀ دے او دې انکار د مذاکراتو لړۍ نوره هم ونیوله – تر دې چې د اشرف غني سخت مخالف عبدالله عبدالله هم پۀ توافق بې باوري ښودلې ده.پۀ ورځپاڼه ‘ټائمز’ کښې هم د رايې ورکونکو د یوې برخې لۀ خوا سخت غبرګونونه شائع شوي دي او امریکائي اولس ته ئې دا پېشنهاد کړے دے چې “د جنګ څخه ستړي امریکنيان دې د ټرمپ د انتظامیۍ د دې پسپایۍ مزاحمت وکړی” – “اولس دې داسې هوکړه برداشت نۀ کړی چې طالبان مضبوطوي او هغوي ته طاقت ورکوي.” ځينې داسې څیزونه دي چې د “نۀ خلاصېدونکي جنګ” څخه بدتر دي او کۀ چرې مونږ پۀ دې حقیقت شکمن یو نو د مېن هېټن پۀ بازار کښې یادګاري څلې مونږ ته دا یاداشت راکوي چې مرګونې خطرې د لرو پرتو ټاټوبو څخه هم را اوچتېدې شي.”د کرښې دواړه غاړو ته د طالبانو کړۀ وړۀ او زوړ عمل کۀ پۀ نظر کښې ونیوے شي نو د مختلفو حلکو دا خدشات او وېرې بې بنېاده نۀ دي. پۀ اوسنی لیدلوري کښې داسې برېښي چې د مستقبل پۀ سياسی اډاڼه کښې د طالبانو د غېر واضح رول او د تکثیريت پۀ بنېاد جمهوري قدرونو او د اففانستان اساسي قانون سره د طالبانو تګ ډېر ګران دے.

    پۀ پوخ ګمان هېڅ هم نۀ شي وئیلے کېدے خو تاریخ مونږ ته دا ښائي چې د پخلاينې پالیسي نۀ وړاندې چلېدلې ده او نۀ به اوس وچلېږي. پۀ تېره تېره د طالبانو سره د پاکستان خپلې تجربې هم څۀ ډېرې حوصله افزاء نۀ دي.* پۀ تېر وخت کښې طالبانو ډېرې لوظ نامې لاسلیک کړې دي خو دوي هغه د خپلو مټو او نورو ذریعو د پياوړي کولو د پاره د تاکتیک پۀ توګه کارولې دي. طالبانو تیګې )ټروس( د نور وخت او ځاے د تر لاسه کولو او د خپلو مورچو د مضبطولو لپاره استعمال کړي دي چې څرګنده موخه ئې دا وه چې د خپل برانډ شریعت لپاره “اسلامي امارت” ودروي. دوي هر وخت لوظنامې ماتې کړې دي، نۀ دوي چرته وسله ايښې ده او نۀ ئې ترهګري او فساد پرېښي دي. صرف د رياست حرکي توانایۍ او زور دوي تمبولي دي. د افغانستان حالات د دې نه بېل نۀ دي. افغان طالبان هم دغه شان نظر ، مائنډ سټ، موخې او حکمت عملي لري. دوي صرف د خپلو ستراتيژي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره خپل تاکتیکونه بدلوي. د طالبانو سره د ټولې هوکړې پايلې به پۀ دغه تناظر او شالید کښې کتل پکار وي. پۀ افغانستان کښې د امنيت لويه لاره د تکثیريت )پلورلزم( او د ورکړه راکړه د پالیسۍ پۀ غېږه کښې تېرېږي؛ بله هره یوه لار به د منطقې پۀ سياست، اقتصاد او ټولنیز چوکاټونو باندې خراب او منفي اغېزونه ولري.

    * مونږ تل دا باور لرلے دے چې جنګ کۀ زرګونه کلونه وغځېږي هم

    نو اخر به پۀ خبرو غوڅېږي.

    مونږ د ښاغلي ليکوال د دې محتاط موقف چې “د پخلاينې پاليسي نۀ وړاندې چلېدلې وه او نۀ به اوس وچلېږي”، سره پۀ دې ډاډ اختلاف کوو چې د پخلاينې د پاليسۍ سره نۀ چلېدونکي عناصر اولسي اعتماد بائيلي. نن د افغانستان اولس د افغان دولت سره ولاړ دے او دا ښائي چې د جنګونو د اور نه را تېرېدونکي اولسونه د امن د پاره د پخلاينې پاليسۍ باندې باور لري. مونږ ګڼو چې دا د جمهوري اولسي رويې د ارتقاء پړاو دے. مونږ وينو چې افغانستان کښې د اولس اکثريت د طالبانو هغه جذباتي مذهبي مرسته هم پرېښې ده او دا يو ډېر څرګند او زړۀ ساتونکے پرمختګ دے.

    طالبانو سره د پاکستان تجربې بېخي جدا معروض او بېخي بدل شاليد لري. پاکستان طالبان خپلې دفاعي اثاثي ګڼي. پاکستان کله هم د طالبانو پۀ ضد عمليات پۀ دې هوډ نۀ دي کړي چې د ستراتيژکي ژورتيا د پاره د خپل دغه “سنګين جرم” کفاره وکړي. دغه ملک نن هم د good او bad طالبان برګه بروګه نظريه لري او ځکه خو نړۍ دغه رياست پۀ ګرے لسټ کښې شامل کړے دے.

    مونږ پۀ حېث د يو سياسي ګوند، د انجمن اصلاح الافاغنه نه تر نن ورځ پورې د افغانستان د حالاتو نه غېر جانبدار پاتې شوي نۀ يو – مونږ د دې سيمې د سياسي-ټولنيز-جغرافيائي نېچر لۀ امله، چې مونږ د منځنۍ اېشياء اولس د جنوبي اېشياء اولس سره تړلے شوي يو، غېر جانبدار پاتې کېدے نۀ شو.

    عوامي نېشنل پارټۍ د دغه مذاکراتو پۀ پېل کښې هم د افغان دولت د شرکت مطالبه کړې وه، د دوحه تړون ملاتړ ئې هم کړے دے او د دې اميد اظهار ئې هم کړے دے چې دغه تړون دې د پراخه او دېرپا امن تړون اغاز وي. دې تړون کښې افغانستان يو مساوي فريق دے او افغانستان ته دې غوږ کېښودے شي. د دې تړون هغه برخې چې د افغان دولت سره تړلې دي، د هغې عملي کولو د پاره دې اول هغه شرطونه پوره کړے شي چې افغان دولت ايښي دي.

  • د باچاخان د عدم تشدد فلسفې ته بېرته کتنه – انجینئیر اعجاز ایسپزے

     

    باچاخان هغه مارشل رېس ته امن، مينه، زغم، صبر او عدم تشدد وښايو چې د تاريخ پۀ اوږدو کښې پۀ زور، جبر او دهشت باندې بدنام ؤ. بدل او غچ اخستل د پښتونولۍ د دستور نۀ ورانېدونکي توري وو. بدل چې به پرې پورې ؤ نو د هغه پښتون پښتو به نېمګړې او کچه حسابېده.

    پادري ټي ايل پينل د روايتي پښتون خوي پۀ دې ټکو کښې بيانوي چې “د بدل )انتقام( ټکي د هغۀ پۀ غوږونو خواږۀ لګي، د هغه ګوزار د درز نه چې چرته پۀ تيارۀ شپه ئې هغه خپل دښمن له ورکوي، پۀ داسې توګه چې مقتول پۀ اخري لحظه کښې هيله پوهه شي چې هغۀ سره چل وشو.”

    ونسټن چرچل پښتانۀ داسې يادوي چې “هره کورنۍ بدلې پالي او هر يو ټبر دښمن ساتي. بدي نۀ هېروي او ډېر لږ څۀ پور پاتې شي.”

    د نفسياتو پوهان دا باور لري چې خوي او جذباتو کښې د Genes او DNA برخه وي خو دا د دماغ لۀ لارې بدلېدے شي يعني لچک پکښې راتلے شي. خوي خصلت د يو کس څۀ دائمي تقدير نۀ دے بلکې دا پۀ زدکړو، تبليغاتواو تربيت باندې بدلېدے شي.

    د يو سړي جذبات د تربيت او پالنې لۀ لارې ساهو کېدلے شي چې د هغۀ فکر، اقدار او ژوند ته د ښېګړې لار وښائي. باچاخان يوه داسې هستي وه چې خپل شډل اولس ئې داسې تربيه کړو چې د ډېرو غضبناکو، بې عزتو او زياتو پۀ مقابله کښې ئې پۀ صبر او زغم عادت کړل.

    يو خدائي خدمتګار د باچاخان دا کرشمه داسې يادوي او وائي چې “دا داسې ناشونے کار ؤ چې باچاخان خپل خدائي خدمتګاران پۀ صبر او زغم اموخته کړل لکه چې څوک زمري د غوښې پۀ ځاے پۀ وښو خوراک عادت کړي.” باچاخان د زورور اولس د روحيې او نفسياتو اپوټه هغوي پۀ عدم تشدد راواړول. خدائي خدمتګارو به د باچاخان حکم له د ولي الله د حکم درجه ورکوله او چرته پۀ خلوت کښې ئې هم د سرغړونې تصور نۀ شو کولے.

    د خدائي خدمتګار تحريک پۀ دوران کښې مونږ ګورو چې پۀ هغوي ناګفته به ظلمونه وشول . د هغوي کورونه تالا شول، د هغوي د ښځو بې عزتۍ وشوې، د هغوي د کورونو کډې وسوزولې شوې او هغوي سره وحشيانه سلوک وشو خو هغوي بېرته انګته نۀ ده اچولې. پېرنګي به دا خبره کوله چې پۀ عدم تشدد روان پښتون د هغه چا نه زمونږ لپاره زيات خطرناک دے څوک چې تشدد پله مائيله وي. باچاخان دا پوخ باور لرلو چې د تشدد نه کرکه پېدا کېږي او د عدم تشدد نه مينه پېدا کېږي. د يو خونړي تېري نه وروستو ډاکټر خان صاحب چې هغه وخت ميډيکل پرېکټشنر ؤ، د ټکولي شوو خدائي خدمتګارو د معائينې پۀ بنياد چې کوم طبي رپورټ )ميډيکل رپورټ( ورکړے دے، هغه د پېرنګي پۀ شان تش پۀ خولۀ د مهذب قوم لۀ لاسه پۀ خدائي خدمتګارو د شوي بربريت قيصې څۀ داسې بيانوي چې “زۀ دا تصديق کوم چې ما اتيا زخميان د هسپتال د خصوصي نګهداشت پۀ وارډ کښې داخل کړل چې اولس ورله چنده کړې وه، دا د چارسدې هغه خدائي خدمتګار دي چې د شرابو پۀ دوکان د پکټنګ پۀ دوران کښې پوليس پۀ بې دردۍ داسې ټکولي دي چې د هر يو پۀ ګرګه د دېرشو نه سېوا د کوتکونو ژور زخمونه دي. پۀ دوي کښې اکثر زخميان پۀ کټ باندې ستوني ستغ نۀ شي څملاستے ځکه چې د دوي کوناټي غوښې غوښې دي. زۀ حېران شوم چې ما پکښې داسې زخميان هم وليدل چې مخصوص اعضاء ئې پړسېدلي دي او د هغوي د بيان تر مخه يو پېرنګي افسر ورله پۀ وحشيانه توګه زورلي دي. زما پۀ خيال دې غريبانانو سره د ځنګلي ځناورو نه بد تر سلوک شوے دے.”

    د صوابۍ نوموړي صحافي ارواښاد فهيم سرحدي چې د صوابۍ پۀ خدائي خدمتګارو کور پۀ کور ګرځېدلے ؤ او پۀ اردو کښې ئې د “فرنټئير پوسټ پبليکېشنز” پۀ زيار يو کتاب “خدائي خدمتگارتحريک کے گمنام سپاهى” ليکلے ؤ، پۀ دغه کتاب کښې هغوي د شاه منصور د ارواښاد امير نواس سيکرټري صاحب دلخراش واقعه بيانوي چې پېرنګيانو پۀ زوره د ګرمو تارکولو کړهي کښې کښېنولے ؤ لېکن د سيکرټري صاحب د زغم حد ئې نۀ شو ماتولے.

    د خدائي خدمتګارو سره دا د هغه سپين پوستو د وحشيانه سلوک هندارې دي څوک چې پۀ نړۍ کښې د تهذيب مخکښان يادېږي . تاسو پۀ خپله قضاوت وکړئ چې پۀ دوي کښې تاسوته پېرنګي مهذب ښکاري او کنه دغه شډل بډل پښتون خدائي خدمتګار چې باچاخان ورله د فکر دنيا او د سوچ زاويه بدله کړې وه.

    او بيا وروستو چې د سپين پوستو بادارانو پۀ ځاے تور مخي واکمنو د کانګرس د درغلۍ پۀ نتيجه کښې د نو زائيده ملک واګې پۀ لاسو کښې واخستلې نو د باچاخان هغه خدشه رښتيا ثابت شوه چې هغه د کانګرس پۀ کار ډ له کښې د کانګرس درغلو مشرانو ته کړې وه چې “تاسو مونږ د شرمخانو مخې ته واچولو.”

    د مسلم ليګ واکمنو او د هغوي بړيسو د غېر ملکي پېرنګي بادار نه دومره تېر ظلمونه پۀ پښتون ليډرشپ او خدائي خدمتګارو وکړل چې تاريخ ئې وبوږناوۀ.

    ارواښاد ولي خان پۀ خپل کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” کښې ليکي چې “شرمخان خو به صرف ستا وينه وڅښکي او ستا غوښه به وخوري خو ستا کور به تالا نۀ کړي او نۀ به ستا د کور دتور سرو بې عزتي وکړې.” دا هغه واقعات دي چې اوس هم د سړي وينه خوټکوي او زلميان مرګ ته راپاروي خو باچاخان پۀ پېغمبرانه انداز کښې خپل خدائي خدمتګار د امن او د مينې پۀ ژبه پوهه کړي وو او هغوي د هغۀ د تعليم نه د سرغړونې تصور هم نۀ شو کولے.

    د باچاخان يو بل نوموړے مخکښ ميروېس نيکۀ هم د قندهار د صفوي ظالم ګورنر ګورګين د مسلسل تېرو او زياتو پۀ ضد د انتهائي قدم اوچتولو نه پښتانۀ منع کړي وو چې دغه خونخوار ګورنر ته د پښتنو خلاف د لوے زور پکارولو پلمه تر لاسه نۀ شي. ځکه چې د پښتنو شلخي ټوپکونو د صفوي شهنشائيت د درنې او نوې وسلې سيالي نۀ شوه کولې. د دغه حکمت عملۍ پۀ ترڅ کښې چې کله پښتنو ته زور او موقع تر لاسه شوه نو پۀ کال 1709ز کښې ئې د هغوي د غلامۍ جغ لۀ غاړې لرې کړو او پۀ کندهار کښې ئې د هوتکي واکمنۍ بنسټ کېښود.

    نن هم د پښتون د کورونو او د انغرو نه کۀ دهشت ګردي، ترهه ګري، بد امني، عدم برداشت، جنګ جګړې، شر او فساد څوک لرې کول غواړي نو دغه حل به د باچاخان د سولې، زغم، صبر او عدم تشدد پۀ ژواک کښې لټول غواړي. د افغانستان د فساد پۀ پېل کښې چې هغۀ کومې پېش ګويۍ کړې وې، د پښتنو د بې بها وينې توئېدو او تباهۍ نه پس نن نړۍ هغه ومنلې او د لويو زبر ژواکونو تر منځ دا جنګ اوس د جهاد پۀ ځاے پۀ فساد باندې ومنلے شو چې خشاک ئې پښتون اولس او مېدان ئې د پښتون ټاټوبے دے.

    پۀ اوسني مهال کښې چې تشدد، الغاو تلغاو، وسله وال بريدونه، بمي چاودنې د ټولنيز اوسياسي موخو د تر لاسه کولو لپاره د ستراتيژکي وسيلو پۀ څير پکار راوستلې شي نو نوے کهول د عدم تشدد ژواک د يوې وسلې پۀ بڼه د کار د لارې د منلو نه بې برخې دي. د نننۍ زمانې زلمي د حلق نه دا خبره نۀ شي تېرولې چې څنګه يو ساهو مفکوره، يو پرامنه مارچ، يو بې ضرره پرلت، يوه بې نقصانه مظاهره، سول نافرماني، ګرفتاري ورکول، جېلونه ډکول، د چوکیو او اسمبلیو نه استعفٰي ګانې ورکول، ټرېن مارچ، لانګ مارچ، جي ټي روډ مارچ، ماليه ابيانه ټېکس نۀ ورکول، هړتال کول؛ يو تېرے کوونکي بادار، حکومت او يا بل مخالف پۀ لاس اخستلو مجبوره کولے شي )دا ټول د عدم تشدد د جنګ شکلونه دي(. خان زمان کاکړ پۀ خپله يوه مقاله کښې د عدم تشدد د مفکورې علمي او تاريخي بنيادونه برڅېره کړي دي. هغۀ پۀ روزمره ژوند کښې د عدم تشدد ګڼ نور شکلونه هم ښودلي دي لکه د ژبې درست استعمال، دليل، مباحثه، مکالمه، انتخابات، جمهوريت، سيکولرازم، تعليم واٰ ګهي، سماجي او معاشي انصاف، قوميت، جنډر Equality وغېر وغېره ـــ دا ټول د عدم تشدد پۀ اډاڼه ولاړ دي.

    موکاليکا بنرجي وائي چې “د عدم تشدد جنګ د ګوريلا جنګ د حکمت عملۍ اپوټه دے. پۀ وړومبي کښې پۀ ښکاره پۀ مېدان د غړېدلو سترګو د وړاندې مبارزه کولې شي او پۀ دوېم کښې پټ پټوڼي، کېموفلاج او پۀ غلا ګوزار کېږي.” هغې د عدم تشدد د مبارزې او د ګوريلا جنګ موازنه داسې کړې ده، “پۀ ګوريلا جنګ کښې ناڅاپه حمله، پۀ لار کښې پټه څارنه او کله کله تېښته پکاروي چې راز داري، Camouflage )ځان پټول(، تېزي او پناه ګاه ته رسېدل اړين لري مګر سول نافرمانۍ کښې تېښته پۀ هر څۀ اوبۀ اړوي او اخلاقي شکست ګڼلے شي. پۀ سول نافرمانۍ کښې به حريف ته پۀ اوچه ډاګه ښکاره پتون وهل کېږي. تربوزک وهلي ګوريلا جنګجو غلي پټ ناست وي او د دښمن انتظار کوي چې پۀ ولقه کښې ئې راشي. ولې د عدم تشدد مبارز د خپلې موخې پۀ لور حرکت کوي. مونږ دا وئيلے شو کۀ خدائي خدمتګار د عدم تشدد پۀ ځاے ګوريلا جنګ کولے نو دا به اوولس (17) کاله ژوندے نۀ ؤ پاتې شوے.”

    د مس بنرجي راوښکلې پائيلې تاريخي بېلګو صحيح ثابتې کړې دي. حاجي فضل واحد صاحب د ترنګزو او ميرزا علي خان فقير ايپي چې کومه وسله واله مبارزه کوله، هغه بيخي ناکامه شوه. وړومبي د قبائيلي سيمې پۀ لکړو کښې خپل مرکز جوړ کړے ؤ او دوېم د جنوبي وزيرستان پۀ ګورويک کښې خپل سنګر ټینګ کړے ؤ. پۀ مومندو کښې هم يو وسله وال پاڅون د جهازونو پۀ بمبار باندې وچقولے شو. لېکن د باچاخان د عدم تشدد تحريک چا پۀ زوره غلے نۀ کړے شو. کۀ د تشدد د دغه جنګونو موازنه د باچاخان د عدم تشدد د بې وسلې مبارزې سره وکړې شي نو دا به وبرېښي چې وړومبي پاڅونونه معدوم شول خو عدم تشدد مبارزه د دغو پۀ مقابله کښې زياته بريالۍ شوه او تر اوسه ژوندې ده، پلويان لري، لاروي لري، مټې لري، سينې لري او جذبې لري. د مولانا عبدالرحيم پوپلزئ او کاکاجي صنوبر حسېن مومند اشتراکي هلې ځلې د تشدد پۀ بناء جوړې وې خو بريا ئې ونۀ مونده.

    خان زمان کاکړ هم د عدم تشدد پۀ وسيله د باچاخان د تحريک د کاميابو ذکر کوي او وائي چې “باچاخان د عدم تشدد پۀ تګلاره د تاريخ پۀ يو خوني پړاو پۀ يوه جان لېوا غلامۍ کښې د خپل قام بقاء يقيني کړه. باچاخان پۀ خپل کار کښې کامياب شو. هغۀ چې څۀ غوښتل، تر ډېره حده ئې تر لاسه کړل. باچاخان څۀ غوښتل؟ د قبيلويت پۀ تبر مات د پښتنو اندام اندام وجود ئې پۀ يوه قامي سانچه کښې اچول غوښتل، دا د پښتنو د قامي سوال او نېشنلزم اولنے رښتينے مفسر او شارح ؤ، د قامي مقدمې اولنے مدعي او وکيل ؤ، د پښتنو د منظم او سياسي نېشنلزم باني هم دا سړے دے. د باچاخان تحريک د ازادۍ تحريک دے، دا يو ضد استعماري ،جمهوري تحريک او يوه دوامداره پروسه ده.”

    پۀ دې تناظر کښې د باچاخان او د هغۀ د عدم تشدد د فلسفې معترضين او ناقدين يا خو د عقل نه بې برخې دي او يا خو ئې د تعصب او تربګنۍ ړندې چشمې اچولې دي چې دومره د څرګندو حقيقتونو موازنه هم نۀ شي کولې او د يوې ايجنډې لاندې د پښتون تحريک او پښتون ليډر شپ د سپکاوي او ډس کرېډټ کولو پۀ پروژې کار کوي او هر وخت د موقعې او ايشو پۀ لټون کښې وي چې خپل مطلب او د پردو مفاد پکښې ولټوي.

    ما به درنه ستا کوڅو کښې مات کړي دا رقيب منم
    دے خو کۀ هم دغه شان عادت شي نو تا هم غواړي
    اے مجنونه! خاورې مۀ شه ستا د لېونتوب نشه
    دا صحرا پۀ دې لاره کښې ښکلې لېلا هم غواړي
    اے پښتنو! هېر نۀ کړئ دا ستاسو ملنګے خټک
    وخت به درنه داسې لېونے ګورے بيا هم غواړي
    اجمل خټک

    باچاخان د عدم تشدد د خپلې فلسفې پۀ زور ځان د نړۍ د جدید تاریخ پۀ څلورو نامتو اتلانو پۀ قطار کښې ځاے کړے دے. دغه نور درې اتلان مارټن لوتهرکنګ، ګاندهي جي او نېلسن منډېلا پۀ نومونو پۀ درسته نړۍ کښې څرګند دي. زۀ يقين سره وئيلے شم چې باچاخان د مارټن لوتهرکنګ د شهره افاق تقرير “I have a dream” نه زيات پُر اثره او پُر مغزه خوبونه د خپل بې وزله قام مازغو کښې کرلي دي خو چونکې د مارټن لوتهر کنګ قام ژوندي او ژبه بډائي وه نو هغه د نړيوال کچ پېژندګلوي ومونده او د پښتنو اتل وروستو پاتې شو.

    دا ضروري ګڼم چې پۀ پاې کښې د باچاخان د داسې يو خوب اقتباس د مارټن لوتهرکنګ پۀ ژبه کښې لاندې وليکم.

    “I have one great desire. I want to knit the divided tribes of the pakhtuns, spread out from Baluchistan to Chitral into one community, one brotherhood, so that they can share their sorrows and sufferings and play a vital role in serving humanity….

    The doors are shut upon us, none is allowed to reach us, and we have been presented as a collection of uncivilized, wild tribes…

    I want to create for them a free world, where they can grow in peace, comfort and happiness. I want to kiss the earth heaped on the ruins of their homes devastated by brutal people. With my own hands I want to wash their blood-stained clothes. I want to sweep their lanes and humble mud huts. I want them to stand on their feet with heads erect, and then want to throw this challenge: ‘ Show me another decent, gentle and cultured race like them’.”

     

  • د باچاخان ژوند او مبارزه – انجینئیر اعجاز ایسپزے

    د باچاخان ژوند او مبارزه – انجینئیر اعجاز ایسپزے

    هغه سړي جغرافيه او تاريخ دواړه ټاپ کړل

    هغه سړي د سردرياب باچاخان هېڅ ونۀ وې

    د خان عبدالغفار خان ژوند او مبارزه باندې خبرې کول داسې دي لکه چې څوک د سمندر د پاياو معلومولو او سپاري. حق حېران پاتې يم چې د خپلو ګڼو نيمګړتياو پۀ ترڅ کښې به دا سمندر څنګه پۀ لپه کښې ځايوم؟

    د باچا خان د غر هومره ژوند د بې شمېره اړخونو نه انتخاب کول يوه ګرانه خبره ده. ما دا تدبير وکړو چې محض د کرونولوژي د تکرار نه به ګام واړوم ځکه چې دا اوس هر چا ته معلومه ده چې باچاخان کله دې نړۍ ته سترګې وغړولې؟ چرته او څومره تعليم ئې ترلاسه کړو؟ کله ئې د اصلاح الافاغنه انجمن ورغوۀ؟ کله ئې د خدائي خدمتګارۍ لوړ انسټیټوشن پۀ پښتنې ټولنه کښې پېل کړو؟ کله ئې د کارنګرس سره د خپلواکۍ مبارزه شريکه کړه؟ څومره جېلونه ئې وګالل او داسې ورپسې نور او نور او نور….

    د باچا خان پۀ ژوند، فکر، خدمت، سياست او هلوځلو باندې د يوې سېکړې نه زيات کتابونه ليکلے شوي دي. پۀ پښتنو اتلانو کښې خوشحال بابا او باچا خان داسې شخصيونه دي چې پۀ چا ډېرې ليکنې او څېړنې شوې دي او لا اوس هم دغه سلسله روانه ده. خپلو پرې پۀ وطن کښې ډېر کتابونه ليکلي دي او بېن المللي څېړنکارو پرې هم د تحقيق پرېمانه کار او زيار کړے دے، خو افسوس دا دے چې نوے کهول لا څۀ کوې چې عام پښتون اولس د دې ستر پښتون اتل د ارزښت او مقام نه بې خبره دے. د وخت د کړمې پۀ علت به زۀ د دې اتل د ژوند او جدوجهد پۀ يو څو مهمو اړخونو د خپلې کم عملۍ پۀ ترڅ کښې تاسو سره خپل نظر شريک کړم چې د دغه پېښو شالید )پس منظر) محرکات، اثرات او پائېلې (نتائج) پۀ ګوته کړم او د موجوده څېړونو پۀ رڼا کښې پرې د خپل مات ګډ فکر څرګندونه وکړم.

    د باچا خان پۀ شخصيت سازۍ کښې د هغۀ د کورنۍ ډېر لاس دے. کۀ د فخر افغان باچا خان د کورنۍ پس منظر مونږ پۀ نظر کښې ونيسو نو دا يوه داسې نجيبه کورنۍ وه چې پۀ هر يو معلوم دور کښې ئې مشرانو د روايتي خانانو پرو اسټېبلشمنټ کردار نۀ دے لوبولے بلکې اولس پلوه، پښتون پاله او اېنټي اسټېبلشمنټ رويه ئې ساتلې او سر ته رسولې ده. باچا خان پۀ خپل ژوند ليک "زما ژوند او جدوجهد" کښې دا وياړنې پۀ ښه پيرایه کښې بيان کړې دي. د هغۀ پلار بهرام خان چې د اتمانزو پۀ مشر خان مشهور ؤ، پۀ هغه ټولو خويونو باندې ښائسته ؤ چې د يو زړۀ سواندي، مېمله دوسته، صبرناک او صلح جو پښتون مشر خاصه وي. باچا خان ليکي، "د نورو خانانو پۀ شان حاکم پرست نۀ ؤ، د حاکمانو سره ئې تعلق نۀ ساتلو، پوهه او ځيږ پښتون ؤ، پۀ چا ئې زياتے نۀ کولو او نۀ ئې مظلومان د بل چا زور زياتي ته پرېښودل."

    د باچا خان نزدې ملګرے او همنشين سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پۀ خپله کتابچه" فخرافغان او افغانستان" کښې د باچا خان د کورنۍ د دې وصف بيان مخکښې بوځي او ليکي چې ماشوم عبدالغفار خان پۀ داسې لۀ شور او شر ډک چاپېريال کښې لوئېدۀ چې هلته د پېرنګي سره پۀ مخالفت کښې افتخار او سر لوړي وه او د هغۀ پۀ ملګرتيا کښې مال، دولت، جائېداد او منصب. د دې ماشوم پۀ کورنۍ کښې د دې روايت، حکايت پۀ ډېر وياړ تکرارېدۀ چې کله پېرنګيانو پۀ بونېر حمله وکړه او پۀ سورکاوي کښې جګړه روانه وه، نور خانان د پېرنګي ملګري وو مګر د عبدالغفار خان نيکۀ سېف الله خان بابا لۀ هشنغر څخه بونېر ته د غازيانو مرستې ته لاړ. لۀ استعمارګرو سره مبارزې او د خپلې خاورې د ازادۍ احساس د سيمې د خلقو خصوصاً د دې کورنۍ طبيعي سائيکالوژيکي حالت ؤ. باچا خان پۀ خپل سوانح حيات کښې د خپل غر نيکۀ عبېدالله خان بابا هم ذکر کوي چې هغه يو ازاد خياله، پياوړے او منلے مشر ؤ چې د هغه وخت دراني حاکم سلطان محمد طلائي د لاسه پانسي شو. دا حاکم د درانيانو د هغه وروستاړي حاکمانو ځنې يو ؤ چې عياشیو او ناهليت ئې سيکهانو ته لار هواره کړه. باچا خان د خپلې مور لۀ اړخه نيکۀ د محمد دين خان بابا خوندوره قيصه هم پۀ خپل ژوند ليک کښې راوړې ده. هغه ليکي چې "د سيکهانو ډېر ظالمانه حکومت ؤ. زما د مور نيکۀ محمد دين بابا به مونږ ته دا خبره کوله چې يوه ورځ زۀ د شولګرې نه راتلم او پۀ سيند راپورې وتم چې پۀ دې کښې يو سيکهـ ما ته اشارت وکړو چې راوګرځه او ما پۀ شا پورې باسه. محمد دين ورته ووې چې زۀ ناباري یم خو سيکهـ مجبور کړے دے. چې سيکهـ ئې د اوبو پۀ منځ کښې غورځولے دے او دے ترې تلے دے."

    د حاکم قام وګړي سره د هغۀ د خودسرۍ او غرور داسې ځواب بل چا نۀ شو کولے. د خود دارۍ، خپلواکۍ، اولسي او پښتنې رويې د مور او پلار د اړخونو نه د باچاخان پۀ ډي اېن اے کښې پرتې وې او دغه درانۀ خاصيتونه د هغۀ پۀ وينه کښې ځغلېدۀ، ځکه خو د پښتنو دا لوے اتل مونږ وروستو د يو مکمل اېنټي اسټېبلشمنټ، غټ اولس پال، ځانګړے پښتون نېشنلسټ او د استعمار دشمن پۀ سپېځلې جامه کښې وينو. پوځ ته پۀ افسرۍ لاړ شي خو چې د يو پېرنګي لۀ لاسه د يو وطني افسر تذليل وويني نو پښتنه وينه کښې ئې غېرت وپارېږي او افسري پۀ لته ووهي. دا د قدرت يو راز ؤ، ځکه چې خداے پاک د دې لوړ دنګ سړي نه د پښتنو لپاره يو لوے کار اخستل غوښتل.

    باچا خان د پښتنې ټولنې لوے نبض شناس ؤ. هغۀ ته د پښتنو ټول علتونه هم معلوم وو او د هغوي د خاصيتونو نه هم ښۀ خبردار ؤ. د پښتنو ټولنه پۀ اخلاقي، رواجي او ټولنيز رنځونو کښې اخته وه چې ذکر ئې لوے خدائي خدمتګار فضل رحيم ساقي پۀ خپل کتاب "خدائي خدمتګار" کښې کړے دے. باچا خان وړومبے د يو سوشل ريفارمر پۀ توګه د پښتنو خدمت ته بډې ووهلې او د يو سپېځلي سياستدان او غښتلې فريډم فائيټر پۀ حېث ئې پۀ نړۍ کښې ځان ومنلو. د باچا خان پۀ باره کښې د هغۀ يو ستائېونکے وائي چې يو خوا ته پۀ افغانستان کښې د يو څو پۀ استثناء محمدزي بادشاهان سره د شتمنيو د پېرنګي د رعب نه ګړبېدل نو بلې خوا ته يو سرتور محمدزي پۀ پښتونخوا کښې پۀ تش لاس د پېرنګي پۀ ضد مبارزه کوله او د يو غلي انقلاب تابيا ئې تړله. باچا خان پۀ خپله وائي چې "وروسته لۀ ډېره فکره دې نتيجې ته ورسېدم چې دلته انقلاب پکار دے. انقلاب د پاره اشخاص او د اشخاصو د پاره علم، فکر، اراده، پۀ يو مرکز راټولېدل او ګډ فعاليت پکار دے. انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے، انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب علم او پوهه غواړي، انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د يوې پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته ئې اماده کړي."

    د باچا خان د مبارزې دوه فرېمه پۀ نظر راځي يو انټلکچول فرېم (شعوري چوکاټ) او بل پرېکټيکل فرېم (عملي چوکاټ). زۀ به في الحال دا مقاله د باچا خان د ژوند او مبارزې (شعوري چوکاټ) ته ونغاړم. راځئ چې د انټلچول فرېم دننه د باچا خان هلوځلو ته ځير شو. د دې پۀ اړه باچا خان وائي، "سياسي شعور پۀ قوم کښې لۀ اسمانه نۀ راځي او چې پۀ کومو قومونو کښې د سياسي شعور خلق پېدا شي نو خپل قام پسې وګرځي، هغوي کښې سياسي شعور پېدا کړي." هغه چا ډېر ښۀ وئيلي دي چې قامي موخې‍ څوک پۀ دم درود نۀ شي اخستې، قامي موخې شعوري فکري روزنه، کمټمنټ او ګراونډ ورک غواړي. د دې شعوري بېدارۍ پۀ چوکاټ کښې پۀ پښتنې ټولنه کښې تعليم خورول، د ازادو مدرسو قائمول، د مشاعرو او سټېج ډرامو انتظام کول، د "پښتون" رسالې ويستل، د پښتنو حجرو او کوڅو کښې جرګې مرکې کول، پۀ پښتون جرګه کښې د خپلو ازادو سکولونو فارغ التحصيل ملګري راغونډول، د انقلاب پېغام د پښتنو پرګنو ته رسول او پۀ يو "مرکز عاليه" کښې د رضاکارو شعوري خصمانه او سياسي تربيت کول شامل وو. د باچا خان د مبارزې دوېم پړاو د ګډ فعاليت او کوټلي عمل کار ؤ چې د دغې تربيه شوو پښتنو پۀ همت به سر ته رسېدۀ. ښاغلے صادق ژړک پۀ خپل کتاب "د فخر افغان ځانګړنې" کښې د عبدالاکبر خان اکبر د کتاب "تراخۀ خواږۀ" نه د سعادت خان جلبل د ليکلې مقدمې دا ټکي نقل کوي چې د انجمن اصلاح افاغنه د انتظام لاندې اووۀ اتيا اصلاحي جرګې او ازادې مدرسې پۀ ټوله صوبه کښې چلېدې. دې اصلاحي جرګو او مدرسو پۀ ملک کښې يو انقلاب پېدا کړو.

    د باچا خان پۀ دې ازادو مدرسو کښې داسې نصاب چلېدو چې د بنيادي اسلامي تعليم سره به دنياوي او سيکولر تعليم ورکېدے شو. دا پۀ پښتنه ټولنه کښې د علم او پوهې يو پائلټ پراجېکټ ؤ چې بنسټيزې اغيزې ئې لرلې. دا مدرسې د انګرېزانو او تنګ نظره مليانو پۀ سترګو کښې لکه د ازغو غړېدلې.

    باچا خان پۀ خپل ژوند ليک کښې د چترالي ملا يوه دلچسپه قيصه بيانوي. د دې ملا سره ټوپک هم ؤ او کتابونه هم ورسره وو. باچا خان ليکي چې مونږ د مدرسې پۀ کار صلاح مشوره کوله، ملا صاحب پاڅېدۀ او وې وئیل چې زۀ دا تعليم چې عبدالغفار خان شروع کړے دے، نۀ منم او نۀ دا تعليم دے او پۀ دې مدرسو کښې چې کوم کتابونه لوستلے کېږي، نو پۀ هغې کښې دي چې "ایک کتا بھونکتا ہے" یعنې یو سپے غاپي او پۀ بل کتاب کښې ليکلې چې“A big fig”  يعني يو غټ اینځر ـــ دا څۀ دي؟ دا علم دے؟ نو زۀ راغلے يم ددۀ (عبدالغفار خان) سره فېصله کول غواړم چې کۀ پۀ کتاب کښې راسره فېصله کوې او کۀ پۀ ټوپک؟ باچا خان مخکښې ليکي چې ما ورته ووئیل چې تۀ ښۀ پوهېږې چې زۀ د ټوپک کار نۀ کوم او دغلته چې تۀ اتمانزو ته ځې نو هلته زما يو تربور دے محمد خان نوم ئې دے، هغۀ ته د ټوپک نوم واخله نو پۀ خپل ځان به پوهه شې. د باچا خان او چترالي ملا د دې مکالمې نه دا خبره څرګندېږي چې د ازادو مدرسو سلېبس د ځنې جاهلو مليانو خوښ نۀ ؤ، ځکه خو قام خرڅه مليان ټول د دې مدرسو پۀ ضد راپارېدلي وو او د انګرېزانو پۀ لمسون ئې پښتنو بچو ته د تعليم ورکولو پۀ لار کښې خنډان پېدا کول. باچا خان د دې افت مخنيوے داسې وکړو چې د ترنګزو حاجي صاحب ئې د دې مدرسو سرپرست وټاکلو نو د مليانو شر غلے شو. وروستو پۀ 1921ز کښې باچا خان د ملګرو سره د اتمانزو ازاد سکول پرانستو چرته چې به پۀ کليزه تقريباتو کښې قامي او اصلاحي ډرامې او مشاعرې کېدلې چې پۀ ټولنه ئې ژورې اغيزې لرلې. د ازاد سکول اتمانزو د کليزې مشاعرې مشهوره طرحه " کۀ دې خيال د ازادۍ د خپل وطن وي" د پښتني قامي شعور لوے اړخ ښائي. دغه کليزې مشاعرې يوه قامي نمانځنه جوړه کړې وه چې پۀ هغې کښې به پۀ زرګونو پښتون اولس ګډون کوۀ. د پښتونخوا د ګوټ ګوټ نه به پۀ سوونو شاعرانو برخه اخسته او درېو وتلو شاعرانو ته به انعامونه او جائېزې ورکولې کېدې. د روښاني نضهت او د خوشحال د غورځنګ نه وروستو دا درېم دور دے چې پښتو ادب او خصوصاً شاعرۍ د يو قامي مرام ترلاسه کولو کښې بنيادي ونډه لرله.

    باچاخان د پښتنې ټولنې د ذهني روزنې لپاره يو مکمل کورس تشخيص کړے وو. د هغۀ مشهور قول "پوهه رڼا ده" پۀ  انټلکچول فرېم د هغۀ د باور ښکارندويه ده چې لکه څنګه بل مشال پۀ خپل ورمېږ کښې تيرې راونغاړي او چاپېريال روښانوي.

    د ازادو مدرسو نه ورستو باچا خان د "پښتون" پۀ نوم مشهوره رساله پۀ 1928ز کښې پۀ پښتو ژبه کښې جاري کړه. دا رساله به يورپ، امريکې او اسټراليا ته هم تله او هلته به ورته پښتانۀ پۀ طمع ناست وو. دې رسالې د پښتنو پۀ ټولنه کښې د پښتو او پښتون پۀ اړه يو پاڅون راوستۀ او د قامي بېدارۍ باد وچلېدۀ. ښاغلے ژړک پۀ خپل اثر "د فخر افغان ځانګړنې" کښې موقف لري چې "پښتون" رساله د پښتو وړومبۍ مجله ده او تر "پښتون" رسالې وروسته بيا "طلوع افغان" دوېم پښتو اخبار دے چې پۀ کال 1311هـ کښې پۀ پښتو واوښت. ښاغلے ژړک هم پۀ دې اثر کښې د "پښتون" رسالې پۀ اړه د استاد اصف صميم کوټلې خوندوره تبصره داسې بيانوي، "چې 'پښتون' مجله د پښتو صحافت، پښتون صحافت او قامي سياست پۀ اسمان کښې د هغه ځلاند ستوري نوم دے چې پلوشې ئې د يو ستر پښتون او ريښتني انسان د افکارو لۀ لمره خپرې دي. فخرافغان باچا خان "پښتون" د خپلې قامي مبارزې د تودې مورچې پۀ توګه څۀ باندې نيمه صدۍ توده وساتله. "پښتون" چې د پښتون ملي شعور پۀ راويښولو او احساسولو کښې کوم اغېز درلودلے دے، هغه به د نړۍ او انسان تر ژونده ياد او نمانځل کېدونکے وي."

    پۀ "پښتون" رساله کښې به باچا خان هم د پښتو پۀ اسان نثر کښې ليک کوۀ. "پښتون" رساله د چابکدستو ليکوالو د فکري غورځنګ سنګر ؤ او پښتنو مېرمنو به پکښې هم پۀ قلمي او اصلي نومونو د خپل پښتني ننګ څرګندونه کول. د کاکا صاحب سيد بشريٰ بېګم چې پۀ 'س ب ب" مشهوره وه، الف جانه خټکه، د ټيېي ر ب او سيده قانته بېګم د قام پرستۍ پۀ کالیو سمبالې د "پښتون" رسالې باقاعده ليکونکې مېرمنې وې.

    د باچا خان د تحريک د انټلکچول فرېم بل اثر ناک اړخ هغه انقلابي لړزان دے چې د خدائي خدمتګادۍ او ژبو شاعرانو سينو کښې راپاڅولے ؤ. قامي، حماسي او رزميه نظمونو به د ازادۍ خوښو پښتنو پۀ جذباتو کښې طوفانونه ويښول او د هغوي پۀ شعور کښې به ئې د قام پرستۍ مشالونه بلول. دا هغه وخت ؤ چې پښتنو شاعرانو د خيالي دنيا د ناوې سر څڼه ستائیل پرېښودل او د ازادۍ د سرې ډولۍ ترانې ئې زمزمه کړې. پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم پۀ خپل کتاب "د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري" کښې د مزاج دغه بدلون ته نغوته کوي او وائي چې "هر کله پۀ قومي خصوصياتو کښې انقلاب راشي نو يو نوے اجتماعي شعور وزېږوي. دغه نوے اجتماعي شعور د قومونو د سوونو کلونو د هغه صلاحيتونو د پس منظر پۀ نتيجه کښې راپېدا کېږي چې پۀ قوم کښې د فطرت لۀ لوري پۀ پېدائشي طور باندې ايښے شوے وي. هر کله چې د پښتنو دغه نوے اجتماعي شعور رابېدار شۀ نو د ژوند ټول قدرونه ئې بدل شول او د استحصالي قوت ناکړدو ته متوجه شول. دوي ته احساس وشو چې پردے قام د دوي پۀ زمکه حکومت څنګه او ولې کوي؟ د دوي مړ احساس راويښ شو او د انګرېزانو خلاف ئې د جنګ مېدان تود کړو."

    د خدائي خدمتګارۍ غورځنګ داسې داسې شاعران پېدا کړل چې د قامولۍ، پښتونولۍ او ازادۍ صحيفې ئې وليکلې او پۀ سټېج ئې ووئیلې چې چرته پۀ تاريخ کښې ئې ساري نۀ پېدا کېږي. د تُورې او قلم خاوند خوشحال بابا کۀ مونږ د تاريخ پۀ اوږو وينو چې د شعوري پښتون نېشنلزم بېرغ ئې پورته کړے دے نو فخرِ افغان باچا خان د خپلو خدائي خدمتګارو شاعرانو پۀ هر دل کښي دغه مفکوره نوره هم پياړوې کړې ده، د پښتنو پۀ ذهنونو کښې ئې کرلې ده او پۀ مېدان ئې عملي کړې ده. پۀ دغه کاروان کښې ټول د خپلواکۍ سرخېلان دي، هر يو پۀ خپل ذات کښې نابغه دے. مولانا فضل محمود مخفي چې دا لوے مرام ئې د پښتنو پۀ سينو کښې ولړزوۀ چې:

    خدايه داسې وخت به راشي زمونږ جهاز به هم وي

    لکه باز به پۀ هوا شي، پۀ ترخو اوبو به سم وي

    د دې قافلې نورو اتلانو کښې عبدالخالق خلیق، فضل الرحیم ساقي، عبدالمالک فدا، عبدالحکیم ستي، حبیب الله کاکا، شاد محمد مېږے، حافظ زیارت خان، ناظم سرفراز خان، ولي محمد طوفان، د مرغز ګل احمد، د زېدې عجب خان، فضل احمد غر، سمندر خان سمندر، سید رسول رسا، فضل حق شېدا، غني خان، اجمل خټک او داسې نور بې بها لعلونه ونډه لري چې تذکره ئې یو بشپړ تالیف ته اړتیا لري. البته اجازه غواړم چې د یو څو Epic نظمونو سرونه تاسو سره شریک کړم چې تر اوسه د ازادۍ خوښو پښتنو پۀ سینو کښې د خپلواکۍ جذبه توده لري. لکه د مخفي صاحب نظم چې د اتمانزو د ازاد سکول ترانه ګرځېدلې وه:

    خاونده تۀ ودانه کړې زمونږ د یو والي حجره

    یو ځاے پکښې د ځانه کړې د پښتون ډله خوره

    د عبدالمالک فدا لیکلې هغه سانده چې د پښتنو د کربلا )بابړې( پۀ لویه غمیزه تر اوسه د پښتون پۀ مړ وجود کښې غوني لشه کوي او د اورېدونکو زړونه ژړوي.

    کفن پۀ ترخ کښې د سیالۍ مېدان له ځمه

     مرګیه مۀ راځه درځمه

    او یا د ازادۍ دا ترانه:

          د غېرو نه ازاد اوسې وطنه د پښتون

         مسکنه د پښتون

    پۀ سرو ګلو اباد اوسې ګلشنه د پښتون

            وطنه د پښتون

    د حبیب الله کاکا هغه لشې چوکه کوونکے نظم چې د لُور پۀ ژبه د خپل "ټوډي" پلار نه د کرکې او لاس پۀ سرۍ ژمنه پکښې شوې ده. پۀ هغه وخت "ټوډي" به هغه سړي ته وئیلے کېدو چې د پښتون اولس پۀ ضد د واکمنو تالي څټ ؤ، نن دغه کردار ته د اسټېبلشمنټ اېجنټ وئیلے شي. دا پښتنه پېغله خپلې مور ته وائي چې:

    پلار مې ټوډي شو زۀ صادقه مسلمانه یمه

     جنګ له ځم روانه یمه

    پۀ باچاخان باندې ورک مئین د انقلابي شاعر شاد محمد مېږي هغه نظم د یادولو وړ دے چې پکښې یوه پښتنه پېغله د مور نه د ازادۍ پۀ جنګ کښې د برخې اخستو اجازت غواړي. پۀ داسې نظمونو به د پښتنو زلمو د ننګ د راپارولو هڅې کېدې.

    سر راله غوړ کړه مورې! زۀ بابا ملنګ له ځمه

                       مورې زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن

     پتنګان شمعې له ځي زۀ شمـع پتنګ له ځمه

                     مورې زۀ جنګ له ځمه د خپل وطن

    د مرغز د ګل احمد مشهور نظم چې د ازاد سکول د کلیزې مشاعرې پۀ طرح ئې وئیلے ؤ،

    جنګ د ازادۍ له همېشه زلمي وتلي دي

    رابه وړي غنچې د ګلو نن پرون کښې تلي دي

    باز کۀ د غماز پۀ منګول ناست دے هېڅ پروا نشته

    مونږ د زړۀ پۀ غوښو باتوران ورته ساتلي دي

    دا د اولسي بېدارۍ یوه نۀ ختېدونکې کړۍ ده چې دفترونه پرې لیکلے شي، خو دا څو جوتې بېلګې مې د انقلاب د ګلبڼ نه د یو څو ګلونو پۀ بڼه وړاندې کړې چې د پښتنو نوے کهول د خپلې ماضۍ پۀ درشل ودروم، ځکه چې ژوندي قامونه د خپل تاریخ نه حرارت اخلي.

    د قام پرستۍ د پوهې، د سیاسي بېدارۍ او د ازادۍ د شعور پۀ دې بې مثاله خوځښت کښې کلي پۀ کلي د پښتنو پۀ حجرو کښې د جرګو مرکو او کېمپونو ډېر لوے اثر ؤ. د خدائي خدمتګارۍ غږ پۀ پښتنه ټولنه کښې لکه د ګل د وږمې خورېدۀ او پۀ تاریخ کښې د پښتنو دومره لوے Mass Mobilization د باچاخان نه سربېره چا هم نۀ ؤ تر لاسه کړے. د سردریاب مرکزِ عالیه د فکر او اګاهۍ یوه سرچینه او د سیاسي ودې او تربیت یو سنګر ؤ. دا د سردریاب پۀ غاړه شل جریبه شاړه زمکه کښې پۀ ساده ډول جوړ شوے ؤ. دلته غټ او نرے نۀ ؤ، ټول به پۀ زمکه ناست وو. هر یو به یو شان ډوډۍ خوړله او خپله رکېبۍ به ئې پۀ خپله پۀ سیند کښې وینځله. د دې ځاے تربیت د پښتنو بې تربیته او تس نس پرګنه پۀ یو کوټلي او سپېځلي قام کښې بدله کړه، خو افسوس چې د انډین نېشنل کانګرس د مشرانو د درغلۍ، د افغانستان د واکدارانو د بې پرواهۍ او د مذهب پۀ نوم د تېرویستلو د لاسه پښتانۀ د خپل لوے مرام نه بې برخې پاتې شول. نن پښتانۀ د بقاء د جنګ سره مخ دي. نن پښتانۀ د پرون نه زیات هغه قامي شعور او زیار ته اړتیا لري چې باچاخان او د هغۀ بې غرضه ملګرو د پښتنو پۀ ذهنونو او سینو کښې نال کړے ؤ.

    کۀ مونږ د باچاخان ژوند او مبارزې نه د خپل ژوند او مبارزې د پاره الهام او معنویت واخلو نو زما یقین دے چې د شعور لیتکے به د عمل لاره روښانوي او د منزل باور به مزل اسانوي. زۀ خوش انده (Optimist) یم چې:

    بیا به سپرلے راشي ګل ګل به شي ورشو د وطن

    سـړیه! ژونـد دومــره بې لارې بې ګــودره نۀ دے

    "زما ژوند او جدوجهد"

    د انفرادي او اجتماعي حرکت یو فرق دا دے چې حکومتونه انفرادي حرکتونه خاموش کولے او ختمولے شي. هم دا وجه ده چې پۀ انفرادیت کښې وېره او ترس هم ډېر وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلے نۀ شي ځکه چې وېره پکښې نۀ وي.