Category: مشتاق احمد درانے

  • د عدم تشدد د نړيوالې ورځ شاليد – مشتاق احمد دُراني

    د عدم تشدد د نړيوالې ورځ شاليد – مشتاق احمد دُراني

    هر کال د اکتوبر دوېمه نېټه پۀ ټوله نړۍ کښې د عدم تشدد نړيوالې ورځې پۀ توګه نمانځلے کېږي، خو ډېرو لږو لوستونکيو ته به دا معلومه وي چې دا ورځ اصل کښې د ګاندهي جي د زېږون ورځ هم ده. دوېم اکتوبر د عدم تشدد د ورځې پۀ توګه د نمانځلو خبره پۀ کال ۲۰۰۴ کښې پۀ اول ځل د هند سره تعلق لرونکي د پوهنتون يو ښوونکي د ایران د نوبل جایزې ګټونکي شیرین عبادي ته کړې وه. وروستو دې خبرې پۀ هند کښې هم زور ونيوو او د هند د سياسي ګوند کانګرس څۀ مشرانو هم دې ته پام شو. د کال ۲۰۰۷ جنورۍ مياشت کښې کانګرس پارټۍپۀ يوه غونډه کښې د سونيا ګاندهي پۀ مشرۍ کښې پۀ ډلي ښار کښې يو قرارداد پاس کړو او د ملګري ملتونو نه ئې غوښتنه وکړه چې د ګاندهي جي د زېږون ورځ يعنې دوېم اکتوبر دې پۀ ټوله نړۍ کښې د ملګري ملتونو پلويانو هېوادونه لۀ خوا د عدم تشدد د نړيوالې ورځې پۀ توګه ونمانځلے شي. پۀ ۱۵ جون کال ۲۰۰۷ د ملګري ملتونو د جنرل اسمبلۍاجلاس کښې پۀ دې ووټنګ وشو، پۀ ۱۹۲کښې ۱۴۳ هېوادونو د دې قرارداد پۀ حق کښې خپله رايې ورکړه او دا قرارداد منظور کړے شو چې د شمسي کال د اکتوبر د مياشتې دوېمه نېټه به د عدم تشدد د نړيوالې ورځې پۀ توګه نمانځلے شي .

    د تشدد او عدم تشدد لنډه پېژندګلو:

    تشدد:

    چا ته زيان رسول، ظلم کول، بد اخلاقي، زور زياتے، بد کلامي، د چا ګرېوان ته لاس اچول، د انسانيت نه پۀ ډډه صرف د خپل ځان او فائدې سوچ کول،او انسان او انسانيت ته درد او تکليف ورکول، دا ټول څيزونه خوا کۀ د خولې نه ادا کېږي کۀ د لاس نه او کۀ د بلې يوې لارې نه خو چا ته زيان، تکليف، درد، زورنه رسول او خپل حق د زور جبر او ظلم د لارې تر لاسه کول ټول د تشدد پۀ زمره کښې راځي. د تشدد پېژندګلو د ډاکټر مائيکل نيګر د دغه وېنا نه پۀ ښۀ ډول کيږي، هغه وائي چې :

    ” تشدد د زيان رسولو نيت ته وائي يعنې کۀ يو څوک چا ته خولۀ ور اچوي يا لاس وراچوي يا يوازې د زيان رسولو نيت لري نو دا د رښتياو يا صداقت نه سر غړوي او دې ته مونږ پۀ لنډو ټکو کښې تشدد وايو”.

    دا یوه منلې شوې خبره ده چې تشدد تل پۀ ټولنه کښې پۀ اجتماعي توګه او افرادو کښې پۀ انفرادي توګه کرکه، بغض، نفرت او کينه ځايوي. خلک او اولس د يو بل نه لرې کوي.

    عدم تشدد:

    د تشدد پۀ ضد کښې يو بل توکے سر راپورته کوي کوم ته چې عدم تشدد وائي. اوس عدم تشدد څۀ څيز دے او د دې لاره څۀ ده او طريقه کارئې څۀ دے؟ واقعي چې عدم تشدد يو لوے زړۀ، لويې ارادې، د خپل قام سره بې کچه مينې او د امن او خوشالۍ جذبه او د ژوند ټول ارام او اسانتياوې قربانول غواړي. د دې خاصيتونو نه خالي انسان صرف پۀ خولۀ وئيلو سره نۀ خو د عدم تشدد فلسفه خورولے شي او نۀ ئې عملي کولے شي.

    کله چې انسان د خپلو لاسونو، خولې او نيت نه بل انسان ته شر، نقصان او زيان نۀ رسوي نو دا عدم تشدد دے. هغه لاره پۀ کومه لاره چې انسان دا سوچ کوي او دې سوچ ته عملي جامه ور اغوندي چې پۀ کومه طريقه به يو انسان خپل ځان او د ټولنې نور وګړي د تشدد يا زور زياتي ځان وساتي، هم دغه عدم تشدد دے. د عدم تشدد تعريف مائيکل داسې کوي چې:

    ” کله چې انسان د زور زياتي ضرورت نۀ محسوسوي نو دا عدم تشدد دے، کله چې يو انسان له يو څۀ کرکه نۀ کوي او خلقو سره نزدې کېږي هم دغه عدم تشدد دے. لۀ خلقو سره مينه کول وجداني يا روحاني عدم تشدد دے. کله چې بيا پۀ ټولنه کښې يو انسان دغه ټول څيزونه عملي کړي يعنې د ضرر رسولو پۀ ځاے د خلقو سره مينه وکړي نو دا عدم تشدد دے، خلقو سره د عدم تشدد رشته د مينې رشته ده”.

    د عدم تشدد لوے علمبردار حضرت باچا خان د تشدد او عدم تشدد تر مېنځه توپير ډېر پۀ لنډو، ساده او جامع ټکو کښې څۀ داسې بيانوي:

    ” تشدد کرکه ځايوي او عدم تشدد مينه”

    د عدم تشدد فلسفه څۀ نوې خبره نۀ ده، دا فلسفه د جېن مت او بدهـ مت مذهبونو پۀ عقيدو اډاڼه لري. خو تر ډېره موده اولسونه او ملتونه د دې فلسفې د اصل روح نه لرې پاتې شوي وو. دا فلسفه د شلمې پېړۍ پۀ اوږدو کښې يو ځل بيا رامېنځته شوه او د ټولنیز بدلون نظریاتو مخکښې وړو کښې ئې ډېره لویه مرسته وکړه. مونږ د عدم تشدد پۀ اړه لیکو، اورو او خبرې کوو لکه دا چې يوازې یو تکنیک ؤ، خو دا نۀ ده ځکه چې دا مونږ ته اصل کښې د سوله ایزو اصولو د لارې د ظلمونو او تاوتريخوالي د مخ نيوي مبارزه کښې لار ښودنه کوي. نو له همدې عمله عدم تشدد نۀ يوازې دا دے چې د زور زياتي، تاو تريخوالي او ظلم نه ډډه کول دي بلکې د عدم تشدد فلسفه مونږ ته د تاوتریخوالي په ځواب کښې د خپلې مبارزې لاره او اصول هم راښائي. عدم تشدد د مهربانۍ عمل دے، عدم تشدد د خپلې انرژي مثبت استعمال عمل دے، عدم تشدد د ځان، ټولنې او نورې نړۍ سره د سولې عمل دے، عدم تشدد د زور زياتي د مخنيوي عمل دے، عدم تشدد پۀ ټولنه کښې د مثبت بدلون راوستلو عمل دے. باچا خان وائي، “عدم تشدد يو طاقت دے او د تشدد په شان فوځ لري، خو د عدم تشدد وسله تبلیغ دے، د خلکو پوهه ده، او د تشدداو تاوتریخوالي وسله ټوپک دے.ځینې خلک دا دليل خپلوي چې تشدد د ځان دفاع لپاره ضروري دے خو دوي پۀ دې سر نۀ خلاصوي چې د عدم تشدد سره دوي د تشدد لاره نيسي او تل د پاره ئې تړي. د عدم تشدد فلسفه د ځان د دفاع میکانېزم لري ځکه چې پۀ دې لاره کښې د شکست خبره نۀ وي، او تشدد کښې به خامخا د بريا او شکست خبره مخې ته راځي “.

    د عدم تشدد د فلسفې پرچار کونکے د دې فلسفې د لارې د خپل مخالف وګړي سوچ او ذهن باندې بريا موندے شي او اخر کښې به ستا سيال دا مني چې ستا نظر سم دے.

    نن کۀ وګورو نو پۀ ټوله نړۍ کښې د ظلم، تاو تريخوالي، وحشت او بربريت يو بازار ګرم دے. کۀ جنګونو د اسمان لمنې تورې کړي دي نو کرکو او نفرتونو هم انسانان لۀ يو بله لرې باسلي دي. پۀ سپينه ورځ ورور د ورور حق وهي، پۀ سپينه ورځ پۀ ناحقه وينې توئېږي، حقونه تروړلے شي او د ظلم داستانونه جوړولے شي . انسان چې د مينې د پاره جوړ دے، نن ترې مينه هېره ده او داسې ښکاري چې د نفرت پۀ خټه کښې اغږلے شوے دے. نن هر انسان چې وس لري نو خپل کار يا خو پۀ زرو وباسي او يا بيا د ظلم نه هم ډډه نۀ کوي. يو خوا کۀ پۀ زياتره ټولنو کښې انصاف نشته نو بلخوا د عدم تشدد پرچار هم نۀ کېږي . او هم دا وجه ده چې نن پۀ هر ځاے کښې تشدد پۀ يو نه يو کريهـ او بدصورته شکل کښې موجود دے . دا نفرت ولې دے، کرکه ولې ده، ولې يو انسان پۀ بل ظلم کوي، ولې يو انسان د بل حق تروړي . دا ځکه چې نن د عدم تشدد د تبليغ پۀ ځاے د تشدد تبليغ کېږي، نفرت او کرکې ته وده ورکولے کېږي او يو انسان د بل پۀ نظر کښې سپکولے شي . دې هر څۀ ته بيا د مذهب، رنګ او نسل ملاګانې هم حاصلې دي او مونږ ګورو چې نړۍ خو پۀ ټېکنالوجۍ او سائنس کښې مخکښې روانه ده خو پۀ انسانيت کښې ورځ پۀ ورځ مخ پۀ ښکته روانه ده .

    د پښتنو لوے محسن، ستر مبارز او خپلو غرونو پۀ شان دنګ لوړ سړي فخر افغان باچا خان د نن نه يوه پېړۍ مخکښې د ټولنې دا مرض معلوم کړے ؤ او علاج ئې ورله د عدم تشدد پۀ وسله کولو . چې څنګه مونږ دا وئيلي چې عدم تشدد پۀ خولۀ خو ډېر اسان کار دے خو پۀ دې عمل کول د فولادو سينه او د غرونو هومره حوصله غواړي . خو لۀ ښۀ مرغه باچاخان لۀ خداے کۀ قد لوے ورکړے ؤ نو حوصله ئې هم د خپلو دنګو غرونو پۀ شان لوړه وه،کۀ پښتون قد ئې د چنار ؤ نو سينه ئې هم فولادي وه او هم دغه وجه ده چې کۀ د شلمې پېړۍ پۀ اوائلو کښې نيمه نړۍ د ظالم پېرنګي زور ته سرټيټې وه نو ملنګ بابا ورته لکه د غر ولاړ ؤ . د باچاخان د اوږدمهاله او نۀ ستړې کېدونکې مبارزې پۀ شا هم دغه د عدم تشدد د وسلې زور ؤ. باچاخان پۀ دغه وخت کښې دا هم کمال وکړو چې پښتون قام ئې هم د دې وسلې پۀ زور سمبال کړو او د عدم تشدد پۀ زور ئې پوهه کړل او بيا دنيا وليدل چې څنګه بې د ټوپکه راخستلو باچاخان پېرنګے د خپلې خاورې نه پۀ تللو مجبوره کړو .

    د دوېم اکتوبر ورځ بايد ښۀ پۀ جوش او جزبه ونمانځلے شي ځکه چې پۀ دې ورځ کښې زمونږ د لوے بابا خوب او نظريه خوندي ده . بايد پوهان او مشران خپل نوے کهول او ماشومان د دې ورځ پۀ اهميت او مقام پوهه کړي . راځئ چې د عدم تشدد لار خپله کړو ځکه چې :

    ” تشدد کرکه ځايوي او عدم تشدد مينه” (حضرت باچاخان)

  • د اسلامي جمهوريه پاکستان “زوړ کپتان” – مشتاق دراني

    د اسلامي جمهوريه پاکستان “زوړ کپتان” – مشتاق دراني

    مونږ کۀ د مطالعه پاکستان نه علاوه پۀ تاريخ نظر واچوو نو د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب هم لکه د نوي پاکستان د کپتان عمران نيازي پۀ رنګه د “کنفيوزډ” خيالاتو مالک ؤ. د هند د تقسيم نه وړاندې زوړ کپتان د تقسيم پۀ حمايت کښې د هندوستان د مسلمانانو همدردۍ تر لاسه کولو د پاره د مذهب د نوم شا ته د “دو قومي نظريې” حمايت کولو )دغه دو قومي نظريه د نن سبا مطالعه پاکستان کښې د پاکستان بنياد ښودلے کېږي( او د هغې د پاره جواز دا ؤ چې هندو او مسلمان دوه بېل بېل قومونه دي – د دوي کړۀ وړۀ، خوراک څښاک او ناسته پاسته د يو بل نه بالکل جدا دي، دوي کله هم يو ځاے نۀ شي اوسېدے او ځکه مونږ د هندوستان د مسلمانانو د پاره د يو بېل او ازاد “مسلمان رياست” غوښتنه کوو )مخکښې به د انسانانو مذهب ؤ، دا پۀ انساني تاريخ کښې وړومبے ځل ؤ چې د رياست د پاره هم مذهب وټاکلے شو(.

    دوي به د هندوستان د مسلمانانو د پاره د بېل او ازاد ملک تصور له يو داسې رومانوي رنګ ورکولو چې ګمان به دا کېدو چې ګنې کۀ دا کار وشو نو پۀ دې بېل ملک کښې به دوي ته هېڅ قسمه مسئله، تکليف او پرېشاني نۀ وي او دا غوښتنه به هغه مسلم ليګ کوله کوم چې انګرېزانو د کانګرس د ماتولو د پاره پۀ خپله جوړ کړے ؤ او د هغوي د خوښې نه بغېر به د مسلم ليګ يوه هم فېصله نۀ کېدله.

    د مثال پۀ توګه، د مسلم ليګ يو ډېر مهم مشر سکندر حيات چې د تقسيم نه وړاندې ئې ډېر وخت پۀ خېبر پختونخوا صوبه کښې د انګرېز نوکري کړې وه، پۀ کال 1941 کښې ئې د مسلم ليګ د نورو مشرانو سره پۀ څۀ فېصلو خفګان راغلو او د مسلم ليګ د پرېښودو پرېکړه ئې وکړه. د هغه وخت وائسراے ته چې د سکندر حيات د ارادې پته ولګېده نو د هغه وخت د پنجاب صوبې ګورنر ته ئې سکندر حيات د دې فېصلې نه د منع کولو د پاره خط وليکلو، د کوم ذکر چې ولي خان پۀ خپل کتاب ‘رښتيا رښتيا دي’ کښې کړے دے. د خط مضمون څۀ داسې ؤ؛

    “دا لا هغه وخت نۀ دے چې مونږ پۀ مسلم ليګ کښې څۀ خفګان غواړو – زما پۀ اند دا ډېر ضروري دي چې مونږ مسلم ليګ د يو مضبوط سياسي ګوند پۀ شان خپل ځان سره وساتو.”

    دغسې نور هم ګڼ شمېر واقعات شته دے چې د هغې نه دا بالکل پۀ ډاګه کېږي چې مسلم ليګ ګوند د هندوستان د مسلمانانو خېر خواه نۀ بلکې د انګلستان د پېرنګي استعمار جوړه کړې يوه ډله وه چې کار ئې د هغوي د مفادو ساتنه وه.

    تقسيم وشي، ‘زوړ کپتان’ جناح صاحب خپل ځان پۀ خپله د ګورنر جنرل د څوکۍ د پاره خوښ کړي او وائسراے ترې نه د اسلام پۀ نوم نوي جوړ شوي اسلاميه جمهوري پاکستان کښې د برطانيې د ملکې د وفادارۍ څوګند واخلي )پاکستان د برطانوي ډومېن برخه وه او د ګورنر جنرل عهده د برطانوي ملکې د مقامي نمائنده نه زياته هېڅ نۀ وه(. دا خبره مهمه ده چې د پاکستان جوړېدو او د برطانيې د بېرته تلو دوه کاله وروستو هم د انګلستان بېرغ )يونين جېک( د “ازاد پاکستان” پۀ هواګانو کښې رپېدۀ. پۀ دې بيا ځان له خبره کول غواړي چې د پاکستان د “زوړ کپتان” اسلامي جمهوريه د برطانوي استعمار نه څنګه او پۀ څۀ شرائطو خلع واخسته او د نوي نوابادياتي نظام د اله کار جوړېدو د پاره ئې امريکا سره شرعي وابستګي جوړه کړه!!!

    هغه ملک چې پۀ دې غوښتنه او وعده جوړ شوے ؤ چې دا به د هندوستان د ټولو مسلمانانو يو ازاد رياست وي، دا به مونږ د قران او حديث د احکاماتو پۀ رڼا کښې چلوو؛ د کوم خوب چې د پېر مانکي پۀ رنګه نورو وظيفه خورو مليانو ته ښودلے شوے ؤ، چا ته به چې د انګرېز سرکار نه پۀ باقاعده توګه دې د پاره وظيفه ملاوېده چې قام پرست سياسي مشرانو پسې پراپېګنډې او فتوې وکړي او د کوم ملک د جوړېدو د خوب الزام چې پۀ اقبال لاهوري د هغۀ د ترديد باوجود پۀ مطالعه پاکستان کښې لګولے کېږي؛ چې کله جوړ شو نو چې څومره مسلمانان دلته وو، د هغې نه څو چنده سېوا پۀ هند کښې پاتې شوي وو. دا خبره پام کښې د لرلو وړ ده چې ډېر لږ شمېر کښې هجرت شوے ؤ او د هندوستان د مسلمانانو د ټولې ابادۍ يو فيصدي خلکو هم هجرت نۀ ؤ کړے. دې نه هم ثابتېږي چې پاکستان د هندوستان د مسلمانانو “مطالبه” نۀ وه بلکې پۀ هغوي د برطانوي استعمار جبري فېصله تپلې شوې وه.

    د قانون سازې اسمبلۍ يو کم اويا (69) غړو کښې د اسلامي قانون وزارت د بنګال سره تعلق لرونکي جوګېندر ناتهـ مېنډل له ورکړے شو!!! سوچ وکړئ، د اسلامي جمهوريه پاکستان مسلمانانو د پاره به يو ‘هريجن’ داسې قانون جوړوي چې هغوي پرې د قران او سنت پۀ رڼا کښې خپل ژوند تېر کړي او د ملک انتظام وچلوي. مفتي شبير عثماني چې د “زوړ کپتان” د سياست ملاتړ د پاره، چې اصل کښې د برطانوي استعمار يوه منصوبه مخکښې بوتللو د پاره وه، وئيلي وو چې پۀ خوب کښې محمد صلي الله علېه وسلم هغۀ ته وئيلي وو چې د اسلامي جمهوريه پاکستان جوړولو د پاره د “زوړ کپتان” سره ټينګ ودرېږه – کمال دا دے چې د جوګېندرناتهـ د وزير قانون او مذهبي امور جوړېدو نه پس ورته خوب کښې داتا ګنج بخش هم را نۀ غلو چې د اواز اوچتولو ورته ووائي!!! هم دې جوګېندر ناتهـ مېنډل پۀ کال 1950 کښې د هغه وخت وزيراعظم لياقت علي خان له خپله استعفٰي ورکړه، پاکستان ئې د تل د پاره پرېښودو او هندوستان ته واپس لاړو. پۀ استعفٰي کښې ئې وجه دا ښودلې وه چې د نوي جوړ شوي پاکستان د مسلمان انتظاميې چلند د هندوانو پۀ شمول د نورو مذهبونو د خلکو سره د تعصب او کرکې نه ډک دے. دا هغه د دو قومي نظريې مېوه وه د کوم تبليغ چې د انګرېز سرکار پۀ خولۀ د مسلم ليګ خلکو د کانګرس او نور قام پرست مشرانو پۀ ضد د نورو مسلمانانو مذهبي جذبات راپارولو د پاره پۀ کار راوستې وه. هم دا جوګېندر ناتهـ مېنډل پۀ کال 1968 کښې پۀ بنګال کښې پۀ يو ګمنامه مرګ مړ شو. ]د جوګېندرناتهـ دغه استعفٰي د “پښتون” د اکتوبر 2018 ګڼه کښې ژباړلې شوې او خپره کړې شوې ده.[

    دې سره سره د اسلامي جمهوريه پاکستان پينځۀ واړو صوبو کښې صرف سندهـ هغه يواځينۍ صوبه وه چې ګورنر ئې يو مسلمان غلام حسېن هدايت الله ؤ؛ باقي د څلورو واړو صوبو ګورنران انګرېزان ولګولے شول. هم پۀ دې نوي جوړ شوي پاکستان کښې د بري پوځ مشر کمانډر انچيف جنرل سر فرانک ميسروي، د هوائي پوځ مشر چيف ائير وائس مارشل پېري کېن او د سمندري پوځ مشر رئېر اېډمرل جېفرډ ولګولے شو. پۀ مرکزي حکومت کښې پينځۀ برټش سېکرټريان ولګولے شول. د دفاع وزارت سره سره نورو وزارتونو کښې پۀ مهمو او فېصله اخستونکي څوکيو هم انګرېزان افسران ولګولے شول او دا هر څۀ د انګلستان پۀ وېنا د زوړ اسلامي جمهوريه پاکستان کپتان جناح صاحب کول.

    سکندر مرزا چې د تقسيم نه وروستو جناح صاحب سره ډېر نزدې پاتې شوے ؤ، خپل کتاب کښې ليکي چې ما يو ځل جناح ته ووئېل،

    “تاسو ګورنر جنرل يئ خو تاسو له د مسلم ليګ اعتماد تر لاسه کولو د پاره دوي سره هم صلاح او مشوره کول پکار دي؛ اخر دوي تاسو سره پاکستان جوړ کړے دے”. نو پۀ جواب کښې راته جناح وئېل؛ “تا ته دا چا وئيلي دي چې پاکستان مسلم ليګ جوړ کړے دے، پاکستان ما او زما سټينو ګرافر جوړ کړے دے.”

    د جناح صاحب د يوولسم اګست 1947 مشهور تقرير د دوي د دوه قومي مفروضې بالکل اپوټه دے – اول د دوي بيانيه وه چې هندو او مسلمان دوه بېل بېل قامونه دي، يوځاے نۀ شي پاتې کېدے خو پۀ دې تقرير کښې ئې “يوټرن” واخستو او وئېل ئې چې دا ملک څومره د مسلمانانو دے، دومره د نورو مذهبونو د خلکو هم دے )دا يوه بله خبره ده چې دا يوټرن ئې ښۀ ؤ، زۀ پۀ خپله د دې حق کښې يم؛ د تنوع قبلولو سره د يو سيکولر رياست بنياد اېښودو د پاره دا رنګه يو ټرنز اخستل پکار دي او هسې هم د نوي اسلامي جمهوريه پاکستان د “نوي کپتان” ارشاد دے چې کوم سړے څومره يوټرز اخلي هغه دومره لوے ليډر وي – اوس کۀ د زوړ پاکستان د کپتان د يوټرن نه او د نوي پاکستان د کپتان د ارشاد نه مونږ انکار کوو نو دا به سوچه زياتے وي او دې د پاره پۀ تعزيراتِ پاکستان کښې نا ليکلې دفعې شته(.

    جناح صاحب پۀ خپل دغه ياد تقرير کښې د “مسلمان قوم” يا هندو، سکهـ او عيسائي قوم ذکر نۀ دے کړے بلکې هغوي ئې د مسلمان “کميونټي”، هندو “کميونټي”، عيسائي “کميونټي” او سکهـ “کميونټي” پۀ نامه ياد کړل او وئيل ئې چې د رياست ستاسو د مذهبي ژوند سره هېڅ کار نشته، تاسو خپلو جوماتونو، مندرونو، ګردوارو او چرچونو ته تلو د پاره بالکل ازاد يئ، مونږ له تېر تراخۀ وختونه هېرول پکار دي او د دې ملک د ښېګړې او ترقۍ د پاره کار کول پکار دي.

    پۀ دې خبره کښې هېڅ شک نشته چې جناح صاحب دا ځل بالکل سمه خبره کړې وه خو سوال دا راپېدا کېږي چې د دې ټولو عقيدو خلکو خو د وړاندې نه پۀ متحده هندوستان کښې يو ځاے ژوند کولو، ایا د هندوستان د مسلمانانو د مذهبي جذباتو سره چې کومه لوبه د “دو قومي نظريه” پۀ نامه د جناح پۀ مشرۍ کښې د مسلم ليګ پۀ مرسته پېرنګي استعمار وکړه، هغه سمه وه؟ د تقسيم نه پس پۀ د دواړو اړخونو پۀ لکهونو خلک ووژلے شو، معذوره شو، د دوي وينه د چا پۀ غاړه ده؟ د هر مسلک او هر مذهب د بې شمېره ښځو عزتونو لوټ کړے شول، د هغوي قصور د چا پۀ غاړه دے؟ پۀ کروړونو خلک بې کوره شول، د خپل خپلوانو نه ټول عمر له بېل شول، د دوي ګناه د چا پۀ غاړه ده؟ د مسلمانانو او هندوانو پۀ شمول د ټولو مذهبونو د خلکو تر منځه چې کومه مستقله کرکه او تعصب دې تقسيم پېدا کړو، د دې ګناه د چا پۀ غاړه ده؟

    دا او داسې ډېر سوالونه شته دے خو هغه خلک چې دا دعويٰ کوي چې دا اسلامي جمهوريه پاکستان مونږ جوړ کړے دے، هغوي سره ئې هېڅ جواب نشته – او کۀ څوک د داسې قسمه سوال کولو جرأت وکړي نو هغه پۀ مذهبي توګه د کافر او پۀ رياستي او غېر رياستي توګه د غدار د لقب مستحق شي! هغه کس يا خو د ټول عمر د پاره ژوندے غائب شي، کۀ کورنۍ ئې ډېره خوش قسمته وي نو مړے ئې چرته شاړو مېرو نه تر لاسه شي او کۀ دې نه هم ډېر خوش قسمته وي او ژوندے کور ته راشي نو بيا هغه ذهني او بدني طور دومره مفلوج وي چې بيا ټول عمر د سوال کولو همت نۀ کوي.

    خبره کېده د “زوړ کپتان” جناح صاحب د تقرير: هغه جناح چا ته چې د “بابائے قوم” لقب خو تر لاسه شو خو د ژوند پۀ اخري لحظو کښې چې ټي بي سره د خپل ژوند د پاره مشت و ګرېوان ؤ نو روغتون ته بوتلو د پاره پۀ اېمبولېنس کښې ئې تېل نۀ وو!!! هم د دغه بابائے قوم خور ته د “مادرِ ملت” خطاب هم ملاو شو خو هم پۀ هغه ملک کښې د کوم پۀ اړه به چې د دې ورور وئېل چې دا خو ما او زما سټينوګرافر جوړ کړے دے، چې د خپل وخت د فوجي جرنېل سره الېکشن د پاره ودرېږي نو د هغې پۀ لمن پېټرياټک او اېتهيکل تورونه لګولے کېږي، پۀ جلسو کښې پۀ تقريرونو کښې د هغې کردار کشي کېږي. د بيمار بابائے قوم هسپتال ته وړلو د پاره پۀ اېمبولنس کښې تېل نۀ وي خو د مادر ملت د کردارکشۍ نه ډکې پوسټرې او کاغذونه د جهاز نه پۀ کلو او ښارونو کښې غورځولے کېږي!!!

    تاسو نوره اندازه لګولې شئ، خو دغه وخت کښې هم هغه قام پرست چې هم د تقسيم نه وړاندې او هم د تقسيم نه پس به چې د چا خلاف پۀ رياستي او غېر رياستي توګه پراپېګنډې کېدې، د چا چې “بابړه” کښې د قتلِ عام فرمان “زوړ کپتان” پۀ خپله جاري کړے ؤ، د اسلامي جمهوريه پاکستان مادر ملت سره د جمهوريت او د عام اولس د حکمرانۍ د پاره ولاړ وو؛ خو هغوي نن هم غداران دي.

    د جناح صاحب د مذهبي طبقو د برابرۍ دغه تقرير تر ډېرې مودې پورې د عام اولس د خلکو د نظرونو نه لرې وساتلے شو او تر اوسه پورې ئې نصابي کتابونو کښې هېڅ چرته ذکر نشته او ذکر به ئې کوي ولې؟ کۀ عام اولس ته پته ولګېده نو بيا به مونږ د دوي مذهبي جذباتو سره لوبې څنګه کوو؟ نن هم پۀ سرکاري توګه چې د دغه تقرير خبره راشي نو خاموشي خوره شي. دا خو د مدني رسنيو او انټرنېټ برکت دے چې زمونږ پۀ شان د کوهي چيندخانو او د مطالعه پاکستان ځپلو هم رښتونے تاريخ او نړۍ وليده.

    دا ټول واقعات او پېښې د تاريخ پۀ کتابونو کښې پرتې دي. د غېر رياستي او غېر سرکاري تاريخ ليکونکو او د هغه وخت د انګرېز سرکار خلکو پۀ خپلو ژوند ليکونو او سرکاري ګزټ کتابونو کښې دا هر څۀ شته، خو سترګې بينا کولو د پاره کۀ تاسو صرف د ولي خان کتاب “رښتيا رښتيا دي” هم وګورئ نو ډېر څۀ به ومومئ. دا کتاب پۀ انګرېزۍ، پښتو او اردو ژبه کښې لوستلے شئ.

    دا خبره پۀ پام کښې د لرلو وړ ده چې پورته ليکنه کښې ښاغلي ليکوال د جناح صاحب د يوولسم اګست کوم تقرير ته اشاره کړې ده، دا “د رياست د جوړ کړي مذهبي او لبرل ذهنيتونو” د جوړې ساتلو د پاره کله کله راخستے کېږي. پاکستان د نظرياتي وجود پۀ حواله ډېر flexible دے؛ دوي حافظ سعيد، جهنګوي، صلاح الدين هم لري او سميع الحق، خادم حسېن رضوي، عمران خان هم لري – کۀ امريکا د جهاد فتويٰ جاري کړي نو ټول وطن نه د جهاد تربيتي مرکزونه جوړ کړي، کۀ جهاد بندول وغواړي نو ټول وطن چېکپوسټ چېکپوسټ کړي، کۀ اېف اے ټي اېف حرکت وکړي نو څۀ کالعدم کړي او څۀ ته پارلېمان کښې پناه ورکړي. پاکستان کښې پۀ رښتيا چې موسمونه دولس دي. پاکستان د پاره د مذهب پۀ نوم “دو” قومي نظريه او د جناح صاحب د يوولسم اګست تقرير يو شان اهميت، کردار او نغديت راوړي.

    ضرورت د دې خبرې دے چې اولس ته د رياست دغه دوه مخي او دغه مذهب پلورنه وښودلې شي.

    ضرورت د دې خبرې دے چې اولس سياسي سوچ، سياسي رويې او سياسي عمل ته وهڅولے شي – “پښتون”

     

  • پښتون پرلت او پاکستانۍ میډیا – مشتاق درانے

     

    د دهرنې )پرلت( نامه اورېدو سره پۀ ذهن کښې عجيبه شان عکسونه او انځورونه مخې ته راځي. لکه چې ښۀ ډېر خلق راغونډ شوي دي او اولسي لارې او سړکونه ئې بند کړي دي، خلق او د هغوي څۀ پۀ نوم مشران پۀ )اے سي او بلټ پروف( کنټېنرو ولاړ دي، د کنټېنر نه پۀ اوچت اواز د سازونو او سندرو اوازونه راوځي او پۀ پنډال کښې نر او ښځې پۀ دغه سازونو او سندرو د مستۍ نه ګډېږي.کنټېنر نه د پارلېمان پۀ شان مقدس ځاے باندې لعنتونه وئېلے کېږي کوم چې اصل کښې پۀ پارلېمان نۀ بلکې د پاکستان پۀ هغه 21 کروړه اولس لعنت وي چا چې پۀ خپلو ووټونو خپل دغه نمائندګان پارلېمان ته لېږلي دي. د بېلا بېلو سياسي مشرانو کردار کشي کولے کېږي او د هغوي پۀ اړه سپکې خبرې کولې کېږي. د پښتون قام څادر پورې ملنډې کولے کېږي د کوم تاريخ چې د نړۍ د يو شمېر هېوادونو د وجود نه هم پخوانے او تاريخي دے او د يو پښتون د پاره دا څادر او د دې څادر نه جوړه شمله او پګړۍ د ټولې نړۍ د بادشاهت نه زياته درجه لري.

    د دهرنې پۀ سټېج د تهرډ امپائر د اشارې انتظار کولے شي، د سپريم کورټ د ودانۍ جنګله باندې پرتوګونه وچولو ته غوړولے شي، د دهرنې ګډون وال د سرکاري ټي وي چېنل پۀ دفتر حمله کوي او سامانونه ماتوي.

    او يا بيا څه مذهبي انتها پسند او شرخوښي خلق د تحريک ختم نبوت پرده کښې د اسلام اباد او پنډۍ د ټولو نه مصروفه سړک باندې دهرنا ورکوي، روډ د هر قسمه ټرېفک د پاره تر مودو پورې بندوي، پۀ سټېج هر هغه چاته کنځلې کوي د چا نوم چې پۀ خولۀ ورځي، پۀ خلقو د کفر فتوې لګوي، هغه سپريم کورټ او د هغې ججانو ته کنځلې کوي څوک چې پانامې نه راغلۀ او اقامې کښې ونښتل، پوليس او اېف سي باندې پۀ کاڼواو لرګو حملې کوي، پۀ هغوي د انسو ګېس ګولۍ وروي ، سرونه ورله ماتوي، خو بيا هم رياست خاموشه دے او تماشه څۀ چې پۀ پښو ورته پرېوځي او روغې د پاره ثالثان لټوي. د دواړو دهرنو ګډون والو غوښتنې الف نه تر ي پورې سراسر غېر ائيني او غېر قانوني وي.

    دا هغه خيالات دي چې د دهرنې نوم اورېدو سره پۀ ذهن کښې چورلکونه وهي. د پاکستان دننه مېن سټريم الېکټرانک او پرنټ ميډيا هم دې دهرنو ته لس لس او دولس دولس ګېنټې کورېج ورکولو او پۀ هر چېنل باندې د چېنل هر کوربه پۀ دې دهرنو ټاک شوز کول. اخبارونه به هم د دې دهرنو د خبرونو او پۀ دې د تبصرو نه ډک وو.

    يو بل اړخ ته د پښتون قامي جرګې پرلت ؤ، د چا چې ټولې غوښتنې “جېنوئېن” )ائيني او قانوني( وې. نۀ د دې دهرنې ګډون والو د بل چا ټوپک پۀ خپله اوږه اېښودے ؤ نه د بل چا پۀ اېجنډا روان وو، دهرنا کښې د هر قسمه سياسي او سماجي ډلو خلقو ګډون وکړو، نۀ دوي ټاکلے شوے حکومت لرې کول غوښتل او نۀ دوي ته د تهرډ امپائر د اشارې انتظار کوۀ. نۀ پۀ دهرنا کښې چا کنځلې وکړې، نۀ ئې د چا کردار کشي وکړه. دا دهرنا لس ورځې روانه وه خو نۀ روډ بند شو، نۀ ئې پۀ پارلېمان حمله وکړه، نۀ ئې سرکاري يا غېر سرکاري ودانو ته زيان ورسولو او نۀ عام اولس ته.

    خو پرنټ او الېکټرانک ميډيا پۀ دې دهرنا پۀ مکمل توګه خاموشه وه، هډو داسې ښکارېدل نۀ چې د د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته زرګونه پښتانۀ د خپلو ائېني او قانوني غوښتنو د پاره راغونډ شوي دي او پرامن احتجاج کوي. د يو څو غېر سرکاري ټي وي چېنلو د يو څو کوربنو نه پرته نور هېچا پۀ دې دهرنا هېڅ ونۀ وئیل. بل اړخ ته نړيوالې ميډيا نيو يارک ټائمز، الجزيره، بي بي سي، مشال رېډيو، وي او اے رېډيو، هندوستان ټائمز او دي ګارډین دې دهرنې ته ښۀ پوره کورېج ورکړو.

    د پاکستانۍ ميډيا لۀ خوا د پښتون پرلت دا بلېک اؤټ ګڼ شمېر سوالونه راپورته کوي. اٰیا پښتانۀ د دې رياست وګړي نۀ دي چې ميډيا دا امتيازي سلوک کوي؟ ايا پۀ دې دهرنا کښې سندرې او ګډا نۀ وه ځکه کورېج ورنۀ کړے شو؟ ایا د کورېج نۀ ورکولو وجه پۀ دې دهرنا کښې کنځلې نۀ کول او سپکه وېنا نۀ کولو وو؟، ايا سرکاري ودانیو ته زيان نۀ رسول او پۀ هغې حمله نۀ کول د دې دهرنې د کورېج نۀ کولو وجه وه؟ او يا د تېرو دهرنو د کورېج هدایات د يو “مخصوص” ځاے نه جاري شوي وو او دې دهرنې ته د کورېج نۀ ورکولو “خصوصي احکامات” د هغه مخصوص ځاے نه جاري شوي وو.

    ياده دې وي چې دا دهرنا پۀ کراچۍ کښې د وزيرستان ‘وير’ نقيب الله محسود د سندهـ پوليس لۀ خوا پۀ يو جعلي پولیس مقابله کښې د وژنې وروستو د ډېره اسماعيل خان نه د احتجاج پۀ توګه شروع شوې وه چې د بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې، مردان او صوابۍ د لارې د اسلام اباد پرېس کلب ته ورسېده چې وروستو پۀ ټول پښتون قام د مسلط شوي ‘رياستي جهاد’ پر ضد احتجاج کښې بدله شوه. پاکستاني رياست او د هغوي دياړيمارو چې د خپلو پاليسیو لۀ کبله پۀ پښتون قام او پښتنو سيمو کښې د افغانستان پۀ شمول کوم ‘غېر مقدس جهاد’ د تېرو څلوېښتو کالو راهسې مسلط کړے دے پۀ هغې کښې تر اوسه پورې د لکهونو پښتنو وينې توې شوي دي خو رياست اوس هم د طالبانو د مرستې نه لاس نۀ اخلي بلکې د خېبر پښتونخوا د اوسني ‘لبرل اسلامي حکومت’ پۀ لاسو د دغه طالبانو روحاني پلار پۀ لاس ورله د صوبې د اولس د ټېکس پېسو نه پۀ کروړونو روپۍ هم ورکوي.

    د دې ټول صورت حال عکاسۍ د پاره مونږ د عمران خان، طاهر القادري او خادم حسېن رضوي د دهرنو پۀ وخت د پاکستاني اخباراتو د ‘کورېج’ څۀ عکسونه دلته د موازنې او عبرت د پاره راوړو. د دې تر څنګ به د وړومبۍ فرورۍ نه تر لسمې فرورۍ د ‘پښتون پرلت’ پۀ دوران کښې اخباری عکسونه دا خبره پۀ ډاګه کړي چې دلته ‘ازاده میډیا’ کوم حبس او جبر کښې محاصره ده ـــــــــــــــــــــــ

  • د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

    د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د دېرشم تلين پۀ وياړ باچا خان مرکز پېښور کښې د “باچا خان اوونۍ” پۀ نوم دستوره وشوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره سره ماشومانو، طالبعلمانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو.

    دستوره کښې يو شمېر برخې لکه د حمدالله ارباب، حامد خېشګي او زلمي انځورګر سیال شهزاد انځوريز نندارتون، د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځي’ او د پښتو کتابونو ترویج د پاره زیار باسونکي تنظیم ‘ډسټ اٰن بک’ د کتابونو سټالونه, د وړۍ نه پۀ لاس جوړو شوو (هېنډي کرافټس) او اغوستن سټالونه, د جنوبي پښتونخوا نه د هنرمند ‘مبارز’ پۀ لاسو د خټو نه د جوړو شوو سامبولونو سټالونه، مشاعرې، د ښوونځو د ماشومانو د پاره تقريري مقابلې، سټېج ډرامې او خوندورې موسيقۍ د ګډون کوونکو د پاره زړۀ راښکون لرلو.

    د باچا خان اوونۍ پرانسته د باچا خان ټرسټ د مشر اېمل ولي خان او د قامي اسمبلۍ غړي حاجي غلام احمد بلور پۀ لاسو وشوه. د انځوريز نندارتون پرانسته د عوامي نېشنل ګوند مشر لطيف لالا اېډوکېټ وکړه چې پکښې د افغانستان د نامتو هنرمند حمدالله ارباب، پير حامد خېشګي او زلمي انځورګر شهزاد سيال د لاسو جوړ شوي د باچا خان او ولي خان انځورونه ګډون والو د پاره اېښودے شوي وو.

    د بلوچستان نه راغلي ملګرو لۀ خوا، چې نمائندګي ئې ملګري ‘مبارز’ کوله، د بتانو د سټال پرانسته پخواني وزير او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ستر سېکتر ميا افتخار حسېن وکړه.

    د ‘ډسټ اٰن بک’ او باچا خان کتابپلورنځي لۀ خوا لګولے شوي د کتابونو د سټال پرانسته د تاريخ پوهه بشير مټه او ښاغلي افراسياب خټک پۀ لاس وکړې شوه چې پکښې د پښتو ګڼ شمېر ليکوالانو کتابونه پۀ ارزانه بېعه د کتاب مينه والو د پاره اېښودے شوي وو.

    د باچا خان ښوونځو د ماشومانو لۀ خوا د هېنډي کرافټس د سټال پرانسته د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې مېرمن جميله ګېلاني وکړه. پۀ دې موقع محترمې ګډون کولو ته دا خبره څرګنده کړه چې د باچا خان پۀ نوم پۀ فاټا او پښتونخوا کښې دا وخت پنځلس ښوونځي خپلې هلې ځلې کوي چې پکښې د پښتنو بې وسه ماشومانو ته ويړيا زدکړې کولې شي. هغې ووئېل چې دا د باچا خان پۀ لاس پېل شوي د ازادو مدرسو تسلسل دے او دا اوس زمونږ ذمه واري ده چې دا ښوونځي هم دغه شان روان وساتو.

    د دستورې باقاعده پېل حیات روغاني د قران د سپېځلو ايتونو نه وکړو. د سټېج چارې نامتو سندر غاړي بختيار خټک او نائیله شمال صافئ تر سره کړې. د باچا خان مرکز منتظم اعليٰ محترم اعجاز ايسپزي ټولو مېلمنو ته هر کلے ووئېلو. د هرکلي دې وېنا کښې هغۀ ووئیل چې باچاخان مرکز د پښتنو شریک کور دے او دلته مونږ د داسې ادبي، سماجي او اقتصادي هلوځلو پۀ تګلاره عمل کوو چې هغه د قام وړاندې پرتو چېلنجونو باندې بري موندلو کښې مرسته وکړي. دې لړ کښې کۀ یو خوا د باچاخان څېړنیز مرکز ملګري پۀ مختلفو موضوعاتو تحقیقي کارونه مخ پۀ وړاندې بوځي او دغه لړ کښې د دې نننۍ ورځ پۀ ویاړ د باچاخان کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’، د ډي جي ټنډولکر د تاریخي اثر پښتو ژباړه ‘عبدالغفار خان: عقیده مجاهده ده )ژباړن: محمد احمد(، د اجمل خټک د شاعرِ امن پیر ګوهر لۀ خوا د اجمل خټک د منتخبو غزلیاتو اردو ژباړه ‘غزلیاتِ اجمل’، د روښان ایسپزي مقاله ‘باچاخاني کیا هے’، د کُرم ایجنسۍ د 1908 د ګزټئېر ژباړه چې انور علي خان اورکزي کړې ده، او داسې نور څېړنیز کارونه مخ پۀ وړاندې روان دي، نو بلې خوا ته ‘پښتون’ مجله هم د قام غږ مخې ته راوړلو د پاره پۀ باقاعدګۍ سره هره میاشت چاپ کېږي. هغۀ زیاته کړه چې د مرکز نه ‘امن’ ټي وي د پښتنو کلتوري، فني او فکري روزنې د پاره خپل ټول وسائل پۀ کار راولي او دغه رنګ ‘غږ راډیو’ هم مختلف صوتي اثرونه د قام د شعور ویښولو د پاره پۀ برېښنائي بڼه خوندي کوي. هغۀ خپلو خبرو کښې ووې چې باچاخان مرکز د نزدې نزدې یوې پېړۍ د سیاسي مبارزې امین مرکز دے او د دې تاریخي حېثیت پۀ تناظر کښې مونږ خپل ټول وسائل پۀ کار راولو چې د قامي شعور روښانه کولو کښې مرسته وکړې شي.

    دې نه پس د پښتنو قامي ترانه “اے زما وطنه” وړاندې کړې شوه چې احترام کښې ئې تول ګډون وال لاس پۀ سینه ایښي ولاړ وو.

    د دستورې پۀ اوله برخه کښې تقريري مقابلې کښې برخه اخستونکو د بېلا بېلو سکولونو ماشومانو “موجوده وخت کښې د باچا خان د عدم تشدد ضرورت ” د سرخط لاندې خپل تقريرونه وړاندې کړل، ښاغلے نور الامین ایسپزي او پروفېسر سمېع الدين ارمان د منصفۍ چارې تر سره کړې. مقابله کښې ګډون کوونکو ماشومانو ته د محترمې جميله ګېلاني پۀ لاس توصيفي سندونه او انعامونه ورکړے شول. دې مقابله کښې ماشومه قرة العېن )باچاخان سکول، شهبازګړه( د وړومبي او عکراش )اېور ګرین پبلک سکول، پېښور( د دوېم انعام حقدار وګرځېدل. درېم پوزیشن عابدالله )اېور ګرین پبلک سکول، پېښور( واخستو.

    د وړومبي پړاو نه وروستو ځلمي سندرغاړي علي بابا خان د ساز او اواز پۀ ژبه باچا خان ته د عقيدت پېرزونې ‘زۀ یم روح د باچاخان’ وړاندې کړې چې ښاغلي فېروز اپریدي لیکلې وې.

    د باچاخان اوونۍ دې پړاو کښې د باچا خان، ګاندهي جي، جناح صاحب او نن دور کښې د پښتون وطن د يو وګړي پۀ اړه يوه سټېج ډرامه وړاندې کړې شوه. دا ډرامه پۀ دې ډول هم يوه ځانګړې ډرامه وه چې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل باچا خان، ګاندهي جي او جناح صاحب پۀ يو ځاے پۀ سټېج ولاړ وو. د ډرامې مرکزي خیال د یو کردار ‘اولس’ پۀ خولۀ د ملک موجوده حالات د تاریخ دغه درې مشرانو ته مخې ته ایښودل وو او د تاریخي حالاتو د دغه تسلسل نه پس ‘اولس’ دې فېصلې ته رسېدل وو چې هغوي باید کومه سیاسي لاره خپله کړي؟ دا درامه پۀ عدم تشدد عمل، د سیاسي عمل برخه کېدل او پۀ قام پرست اپروچ سره سیاست کښې برخه اخستلو د پاره کتونکو ته بلنه ورکول وو. ډرامه ښاغلي حیات روغاني لیکلې وه. شهاب محمدزي د باچاخان، حېدرجان د جناح صاحب او ضیاء بنګش د ګاندهي جي کردارونه تر سره کړي وو.

    د سټېج ډرامې نه وروستو شاعر او سندرغاړي عليم شلمان د باچا خان اوونۍ د پاره تېاره کړې قامي سندره وړاندې کړه چې قامي شاعر امیر رازق امیر لیکلې وه او ګډون والو نه ئې داد تر لاسه کړو. د سندرې وروستو انځور ګر شهزاد سيال ښاغلي افراسياب خټک او د باچا خان ټرسټ مشر اېمل ولي خان ته د باچا خان پۀ لاسو جوړ شوي انځورونه ډالۍ کړل.

    د باچاخان ټرسټ مشر اېمل ولي خان دستورې ته د وېناپۀ وخت د ټولوګډون والو مننه وکړه او زياته ئې کړه چې زۀ نن ډېر زيات وياړ محسوسوم چې د باچا خان ټرسټ د مشر پۀ هېڅ ما سره داسې ملګري راغونډ دي چې هم فکري دي، هم علمي دي او هم عملي ـــ او د باچا خان د تلين نه دېرش کاله وروستو دا يوه داسې دستوره ده چې د خدائي خدمتګار تحريک د سالانه جلسې ياد ئې تازه کړوځکه چې هغه ټول څيزونه د دې دستورې برخه دي کوم چې به مونږ د خپلو مشرانو نه د دغو سالانه جلسو پۀ اړه اورېدل. هغۀ زياته کړه چې هم دغه رنګ دستورې به مونږ د پښتونخوا پۀ ګوټ ګوټ کښې کوو او د باچاخان فکر به کور کور ته رسوو. هغۀ پۀ ليکوالانو زور ورکړو چې د قام شعور بېدارولو د پاره خپل ټول صلاحیتونه پۀ کار راولي. هغۀ ووئیل چې کۀ څۀ داسې خبرې وي چې د وخت د ناموزونیت پۀ وجه ئې سیاست نۀ کوي نو باید چې شاعران لیکوالان ئې قام ته یادوي. محترم افراسیاب خټک هم پۀ خپلو مختصرو تاثراتو کښې ووې چې دا نن دستوره پۀ دې وجه ډېره غني ده چې دې کښې هر هغه څۀ راټول دي کوم چې به باچاخان پۀ ژوند د خدائي خدمتګارانو سالانه جلسو کښې کېدل. او زۀ ډېر خوشحاله يم چې نن مونږ د باچا خان پۀ شلم تلين پۀ ریښتيا معنو کښې د هغۀ ياد نمانځو.

    د نوموړي ليکوال او شاعر شمس بونيري، د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي کلچر سېکرټري پۀ صدارت کښې د مشاعرې پېل وشو چې مشر مېلمه ئې د نوي دور قامي شاعر ممتاز اورکزے ؤ. پۀ دریځ ورسره د ‘باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر’ اعزازي مشر فېصل فاران هم ؤ ـ مشاعره کښې ښاغلو لقمان کېمور، امیر رازق امیر، رحم زمان خټک، اقبال شاکر، معظم جان معظم، زېبا اپریدۍ، بخت زاده دانش، خان زمان کاکړ او سمسور بونېري سره نورو شاعرانو ملګرو هم خپل کلامونه وړاندې کړل. مشرانو لیکوالانو شاعرانو ښاغلو سعدالله جان برق، اسیرمنګل، عصمت خټک، الیاس ټلوال، سمیع الدین ارمان، مجیب خټک، سعید احمد ساحل، مسلم خان وصال، طارق خان پښتونیار، انور علي خان انور، طلال بېدار اصلزي او لطیف اورکزي پۀ خپله موجودګۍ دستوره لا خوندوره کړې وه.

    د دستورې پۀ اخره کښې پۀ ‘د باچاخان اوونۍ’ یادګاري شیلډونه او سندونه د دې اوونۍ د یادګار پۀ طور ښاغلو مېلمنو ته ورکړے شول.

  • د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

    د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ د يوې قلعې پۀ شان وي د کوم دننه چې انسان ځان محفوظ او طاقتور ګڼي”، د دې قلعې دننه انسان خپل ژوند تېروي، د نورو خلقو د قابو کولو هڅې کوي خو د قلعې د پاره د دېوالونو ضرورت وي او دا دېوالونه د انسان د دروغ وئېلو جواز او دليل وي.

    1947ز کښې د هندوستان د تقسيم نه وروستو د پاکستان واکمنانو هم څۀ داسې قلعې (دروغ) او هم دغه رنګه دېوالونه (دليلونه) د ځان نه راچاپېره کړي دي، د جهاد او اسلام پۀ نوم ئې د مدرسو نه دیاړیمار بهرتي کړل، دا دياړيمار ئې د اسلام، جهاد او انساني همدردۍ پۀ جامو کښې راونغښتل او اولس ته ئې په يو مقدس شکل کښې وړاندې کړل (خو په اصل کښې دې دياړيمارو د اسلام اصل څهره د وينې په داغونو دومره بدرنګه کړه چې د نړۍ تاريخ کښې د هغې هډو مثال نه موندے کېږي)، دې دياړيمارو ته ئې د “مجاهد” مقدس نوم ورکړو او دوي ئې په افغانستان کښې په اور لګولو او وينه توئېولو اخته کړل. يوه نوې بيانيه ئې جوړه کړه او دا بيانيه ئې په رياستي زور او طاقت د اولس پۀ ذهنونو کښې د نصاب او میډیائي پراپېګنډې ترلارې وټومبله.

    د پاکستان دننه که سياست د مذهب په نوم کوي لکه جماعت اسلامي، جمعيت علماء اسلام (ف)، جمعيت علماء اسلام (س)، د جماعت الدعوه د ګېدې نه نوي نوي زېږېدلي ملي مسلم ليګ او لبېک پاکستان او که د لبرل پۀ نوم لکه (تازه تازه د شرعي لبرلزم په سيند کښې ورګډ) پاکستان تحريک انصاف، مسلم ليګ (ن)، مسلم ليګ (ق) او که د ګس لاس دعوېدار پيپلز پارټي چې تل ئې کردار پرو اسټېبلشمنټ (Pro Establishment) پاتې دے، دې اور لګولو او وينه توئېولو کښې چې تل د خونړي رياست سره په صف کښې ولاړ وو او لا تر اوسه ولاړ دي، دې صف (رائټ ونګ) کښې ولاړ ټول ګوندونه او سياست مدار د خپل شخصي تحفظ ضمانت لري.

    خو بل اړخ ته هغه څوک چې د نړيوال امن، د خپل وطن او اولس خبره کوي، د خپل اولس د حق غوښتنه کوي او دغه “جهاد” ته فساد وائي، د هغوي وينه تل رياست او د هغوي د کرایې سپاېانو (دياړيمار مجاهدينو) د هندوستان د تقسيمېدو نه يو کال وروستو د بابړې نه واخله تر زرعي ټرېننګ انسټيټيوټ د پېښې پورې د دغه قلعو په بنيادونو کښې توې کړې ده او خپل دېوالونه ئې مضبوط کړي دي.

    د عوامي نېشنل ګوند پخوانے صوبائی نائب صدر ميا مشتاق هم د دې دوېم صف هغه بې شمېره شهيدانو کښې ياد دےڅوک چې نۀ صرف پۀ خپله د امن غږ ؤ، بلکې په عملي او سياسي توګه د باچا خان په لار د امن د لښکر په وړومبي صف کښې هڅکه غړۍ ولاړ ؤ، خو د رياست دياړيمارو د هغۀ وينه د رياست د قلعې د دېوالونو د پاره په رڼا ورځ د پېښور ماشوخېلو کلي کښې د خپلې حجرې مخې ته د نن نه څلور کاله وړاندې په دولسمه جنورۍ 2014ز هغه وخت توې کړه کله چې هغه د يو کليوال د فاتحې نه واپس راروان ؤ. دا د رياستي قلعې او بيانيې پر ضد د ګس اړخ سره تعلق لرونکي سړي پرون ؤ.

    د رياست د دې قلعې بنيادونه مظبوطولو لپاره بل “مقتول” ځوان قاسم علي شاه ؤ چې پۀ وړومبي دسمبر 2018ز د زرعي تربيتي انسټيټيوټ په بريد کښې د خپلو اتۀ نورو ملګرو سره د رياست دياړيمارو قتل کړل. دغه د دې ګس اړخ نن دے، او کۀ د رياست د واکدارانواو د هغوي د پاليسیو هم دا خوي روان وي نو د ګس اړخ سبا به هم داسې په وينو لړلے وي.

    خو دلته سوال دا راپورته کېږي چې يو خوا ميا مشتاق په خپل کلي کښې د خپل کور وړاندې او قاسم علي شاه چې پلار به ئې خشاک خرڅولو او په دۀ به ئې زدکړې کولې، د رياست د پوزې لاندې په تعليمي اداره کښې هم د رياستي دياړيمارو نه محفوظ نۀ دے خو بل خوا د پخواني ګورنر سلمان تاثير زوے شهباز تاثير چې د لاهور نه اغوا شوے ؤ او بیا ټانک کښې محفوظ موندلے کېږي، هم دغه شان د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني زوے چې د ملتان نه اغوا کړے شو او درې کاله وروستو افغانستان کښې ژوندے او روغ رمټ تر لاسه کړے شو، دا داسې سوال دے چې په دې سوال کوونکے هم پوهه دے او د چا نه چې ئې ځواب غواړي، هغه پرې هم پوهه دے. دا سوالونه پۀ دې لارو د هرې چاوڼۍ او تفتیش د پاټکونو سره بقې سترګې ولاړ دي.

  • پاکستان کښې پښتانهٔ او نور قامونه – مشتاق احمد درانے

    ټوله نړۍ کښې د پوهه او مهذب ریاستونو د پاره د خپل اولس سرشمېرنه تل یو مهم کار ګڼلے او منلے کېږي. د ابادۍ شمېر کره او ښکاره ساتل او د دې دېو قابو کښې راوستل د هر ملک پۀ ترجیحاتو کښې شامل وي. ابادي د ضرورتونو وېشلو،پوره کولو او د انساني وسائل معلومولو د پاره ډېر اهمیت لري.

    پاکستان کښې د سرشمېرنې روایت لکه دلته د کېدونکو ووټونو او رېفرنډمونو همېشه مشکوک پاتې دي. اوس خو دلته د اور سره لوبو کولو )د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ یوه ټوقه ګڼلو( نه پس سرشمېرنه هم پوځ ته وسپارلې شوه.

    کله چې مختلفې قامي اکایۍ پۀ څۀ باهمي شرائطو یو ریاست کښې د یو ځاے اوسېدو معاهده وکړي نو د پارلېماني نظام سم او پۀ لاره ساتلو د پاره، چې چا ته پکښې د محرومۍ احساس سر پورته نۀ کړي، د سرشمېرنې کردار نور هم مهم شي.

    لکه څنګه چې مې وړاندې ولیکل، پاکستان کښې سرشمېرنې نه پس تل دلته اوسېدونکو قامیتونو ته د اعتراض پوره پوره امکانات پېدا کولے کېږي. د کال 2017ز سرشمېرنه دې لړ کښې زمونږ پۀ وړاندې یو لوے ثبوت دے. د سرشمېرنې د پاره جوړ شوي فارم نه واخله د دې نتیجو پورې پۀ هره مرحله هر ذهن کښې سوال ودرېدلے دے. اوس هر څنګه چې دي، نتیجې مخې ته راتللو نه پس مرکزي اسمبلۍ کښې د پنجاب څۀ نشستونه کمېږي او د خېبر پښتونخوا څۀ نشستونه زیاتېږي. زۀ دغه لړ کښې اعداد و شمار پله ځکه نۀ ځم چې لا تر دې دمه زما مطلوبه تفصیلات د متعلقه ذمه وارو ادارو لۀ خوا مخې ته راوړے شوي نۀ دي. سرشمېرنې نه پس د ملک مرکزي اسمبلۍ د راغلو نتیجو تر مخه د نوو حلقه بندیو اصولي فېصله کړې ده، خو لۀ بده مرغه دا میاشت تېره شوه او تر دې دمه سېنټ کښې کورم پوره شوے نۀ دے چې د نوې سرشمېرنې تر مخه د نوو حلقه بندیو د پاره ائیني لاره پرانستې شي.

    زۀ دلته د کال 2017ز د سرشمېرنې تر مخه پاکستان کښې د پښتنو او دلته مېشته نورو قامونو د ابادۍ شمېره، د مربع میل پۀ سر ابادي، د مرکزي اسمبلۍ ټولې حلقې، د مرکزي اسمبۍ یوې حلقې د پاره ابادي، د هرې صوبې د صوبائي اسمبلۍ ټولې حلقې او د هرې حلقې د پاره د ابادۍ اعداد و شمار وړاندې کوم. د سیمې د رقبې سره د کال 1998ز ابادي هم مخې ته ږدم. یاده دې وي چې د ګلګت بلتستان پۀ حقله اعداد و شمار بوجوه دلته وړاندې کړے شوي نۀ دي، ځکه چې د متعلقه ذمه وارو ادارو پۀ وېبپاڼو او راپورونو کښې تر دې دمه دغه معلومات شامل کړے شوي نۀ دي.

    د مرکزي او صوبائي اسمبلیو د پاره د اولسي نمائندګانو شمېر هم زړه پۀ زړه دے.

    امید لرو چې ډېر زر به دا تفصیلات د متعلقه ادارو نه مخې ته راوړے شي او زۀ به ئې د “پښتون” لوستونکو د پاره وړاندې کړم.

    راپور کښې راکښلے شوي ګرافونه هم د موجوده تفصیلاتو پۀ بنیاد دي.

    پاڪستان

    ټوله رقبه: 796,095 مربع کلوميټر

    1998

    ټوله ابادي: 132,352,279

    في مربع ميل ابادي: 166.3

    2017

    ټوله ابادي : 207,774,520

    في مربع ميل ابادي: 260.99

    د مرکزي اسمبلۍ(NA) ټول (جنرل) سيټونه: 272

    پاکستان کښې د مختلفو قامیتونو د رقبې موجوده وېش

    خېبر پښتونخوا

    ټوله رقبه: 74,521 مربع کلوميټر

    1998

    ټوله ابادي:17,743,645

    في مربع ميل ابادي:238.1

    2017

    ټوله ابادي :30,523,371

    في مربع ميل ابادي: 409.59

    ضلعې: 25

    د مرکزي اسمبلۍ(NA) ټول (جنرل) سيټونه: 35

    د يوېNA پۀ سر ابادي: 872,096.3

    د صوبائي اسمبلۍ(PK) ټول (جنرل) سيټونه: 99

    د يوېPK پۀ سر ابادي: 308,316.87

    فاټا

    ټوله رقبه: 27,220 مربع کلو ميټر

    1998

    ټوله ابادي:3,176,331

    في مربع ميل ابادي:117

    2017

    ټوله ابادي :5,001,676

    في مربع ميل ابادي: 183

    اېجنسيانې/ ضلعې: 7

    تحصيلونه: 48

    د مرکزي اسمبلۍ(NA)ټول سيټونه: 12

    د يوې NA پۀ سر ابادي: 416,806.3

    د صوبائي اسمبلۍ ټول (جنرل) سيټونه: 0

    پنجاب

    ټوله رقبه: 205,345 مربع کلوميټر

    1998

    ټوله ابادي: 73,621,290

    في مربع ميل ابادي: 358.5

    2017

    ټوله ابادي :110,012,442

    في مربع ميل ابادي: 535.74

    ضلعې: 36

    د مرکزي اسمبلۍ(NA) ټول (جنرل) سيټونه: 148

    د يوېNA پۀ سر ابادي: 743,327.3

    د صوبائي اسمبلۍ(PP) ټول (جنرل) سيټونه: 297

    د يوې PP پۀ سر ابادي: 370,412.4

    بلوچستان

    ټوله رقبه: 347,190 مربع کلوميټر

    1998

    ټوله ابادي: 6,565,885

    في مربع ميل ابادي:18.9

    2017

    ټوله ابادي : 12,344,408

    في مربع ميل ابادي: 35.55

    ضلعې: 32

    د مرکزي اسمبلۍ(NA) ټول (جنرل) سيټونه: 14

    د يوېNA پۀ سر ابادي: 881,743.42

    د صوبائي اسمبلۍ(PB) ټول (جنرل) سيټونه: 51

    د يوې PB پۀ سر ابادي: 242,047.2

    سندهـ

    ټوله رقبه:140,941 مربع کلوميټر

    1998

    ټوله ابادي: 30,439,893

    في مربع ميل ابادي:216

    2017

    ټوله ابادي :47,886,051

    في مربع ميل ابادي: 339.76

    ضلعې: 29

    د مرکزي اسمبلۍ(NA) ټول (جنرل) سيټونه: 61

    د يوېNA پۀ سر ابادي: 785,020.5

    د صوبائي اسمبلۍ(PS) ټول (جنرل) سيټونه: 130

    د يوې PS پۀ سر ابادي: 368,355.77

    اسلام اباد (د ملک پلازمېنه)

    ټوله رقبه: 906 مربع کلوميټر

    1998

    ټوله ابادي: 805,235

    في مربع ميل ابادي:888.78

    2017

    ټوله ابادي :2,006,572

    في مربع ميل ابادي: 2,214.75

    د مرکزي اسمبلۍ(NA) ټول (جنرل) سيټونه: 2

    د يوېNA پۀ سر ابادي: 872,096.3

    خېبر پښتونخوا سره د فاټا ادغام نه پس:

    ټوله رقبه:101,741 مربع کلوميټر

    د 2017 د سرشمېرنې پۀ مطابق:

    ټوله ابادي :35,352,047

    في مربع ميل ابادي: 349.1

    د مرکزي اسمبلۍ(NA) ټول (جنرل) سيټونه: 47

    د يوېNA پۀ سر ابادي:752,171.21

    Population

    Pple/m2

    NA

    Ppl/NA

    PA

    Pple/PA