Category: افراسياب خټک

  • د فاټا د کوهي نه د پښتنو راوتل – افراسیاب خټک

    پۀ نولسمه او شلمه پېړۍ کښې چې انګرېزي استعمار پۀ درې لویو جنګونو کښې د پښتون/ افغان پۀ ټول وجود باندې قبضه کولو کښې ناکامه شو نو هغۀ د استعماري کرښو پۀ راکښلو سره د پښتون وجود ټوټې کولو ناوړه حکمت عملي پۀ مخ بوتله. انګرېز د افغانستان یوه برخه ونیوله او پاتې افغانستان ئې د روس او برطانیې سلطنت تر منځه ‘بفر سټېټ’ یعني ‘حائل ریاست’ کښې بدل کړو. د قبائیلي سیمې د پښتنو د علاقې نه ئې د ‘فاټا’ پۀ نوم د لر او بر افغان تر منځه یو اضافي بفر یا حائل ساز کړو. دغه سیمه انګرېز قبائیلي او پسمانده وساتله چې دا یوۀ اوچ لرګي پۀ شان پاتې شي او د لر او بر افغان تر منځه د سیاسي کرنټ )څپو( د تېرولو جوګه نۀ وي. نو ځکه مونږ وکتل چې د شلمې پېړۍ پۀ سر کښې د افغانستان پۀ وطن مئین باچا امان الله خان د جدیدو اصلاحاتو تحریک کوزې پښتونخوا ته رانغلو او د باچاخان د خدائي خدمتګارۍ تحریک بر افغان ته ونۀ رسېدو.

    د باچاخان پۀ مشرۍ کښې د شلمې پېړۍ پۀ ابتداء کښې شروع کېدونکي د قامي ازادۍ د تحریک مقصد نۀ یواځې د انګرېزي استعمار د جغ نه ځان خلاصول و بلکې د پښتون قام د ټوټې شوي وجود راغونډول او یو ځاے کول هم وو. باچاخان پۀ نولس سوه اتۀ څلوېښتم کښې ووې چې دغه تقسیم ناجائز دے. د هم دغې هدف پۀ نظر کښې نیولو سره باچاخان او د هغوي ملګرو خدائي خدمتګارانو د نوي جوړېدونکي مملکت پاکستان د واکدارانو نه غوښتنه وکړه چې پاکستان کښې مېشته پښتانۀ دې پۀ یوه صوبه کښې راغونډ کړے شي او هغوي ته د خپل شناخت مطابق نوم ورکړے شي. خو لۀ بده مرغه د پاکستان حاکمانو نۀ یواځې دا غوښتنه نۀ ومنله بلکې د پښتنو پۀ قام تحریک ئې داسې ظلمونه وکړل چې کافر پېرنګي هم نۀ وو کړي.

    د نولس سوه اتیایم نه وروستو چې فاټا څنګه پۀ افغانستان کښې د پردو د ګټو د پاره جنګونو کښې استعمال شوه، د هغې نه دا خبره څرګنده شوه چې انګرېز کوم مقصد د پاره فاټا جوړه کړې وه او د پاکستان حاکمانو ولې دغه استعماري نظام قائم ساتلے ؤ. خو پښتانۀ وائي چې ‘سوزي هغه ځاے چې پۀ کوم باندې اور بل وي’، د پردو دغو جنګونو افغانستان کښې د څلوېښتو کلونو راهسې پۀ لویه کچه مرګ، ژوبله او تباهي جاري ساتلې وه او ورسره ئې د فاټا د سیمې پښتنو باندې قیامتونه تېر کړي دي.

    باچاخان، ولي خان او عوامي نېشنل پارټۍ د جهاد پۀ نوم د دغه فساد تل غندنه کړې ده او د فاټا د خېبر پښتونخوا سره د ادغام غوښتنه ئې کړې ده. پۀ نزدې وختونو کښې د قبائیلي سیمې نه راپورته کېدونکي د پښتنو ځوانانو نهضت پي ټي اېم پاڅون هم د بدلون غوښتنې ته زور وربخښلے دے. پاکستان کښې ټول اهم سیاسي ګوندونه پۀ فاټا کښې د اصلاحاتو او د دې د پښتونخوا سره د یو ځاے کېدو مرسته کوي. پۀ پاکستان باندې د اصلاحاتو د پاره بېن المللي دباو هم شته ځکه چې دغه سیمې نه نړیوال ترهګر د خپلو فعالیتونو د پاره استفاده کوي او د افغانستان خلاف خو ټوله ترهګري او جنګونه هم د دغه ځایه شوي او کېږي.

    اوس چې د پاکستان حکومت اصلاحاتو او ادغام غوښتنه پۀ ظاهره ومنله، خو داسې ښکاري چې سول او پوځي بیوروکراسي د پردې تر شا د زړو لوبو جاري ساتلو د پاره چل ول کوي. اول مثال ئې دا دے چې د پاکستان د عدلیه اختیار قبائیلي سیمې ته وغزولے شو خو پۀ دغه قانون کښې یوه فقره داسې واچولې شوه د کومې لۀ مخې به چې دا فېصله وفاقي حکومت د یو نوټیفیکېشن د جاري کولو پۀ ذریعه کوي چې د عدلیه اختیار به کله او پۀ کومه کومه علاقه کښې شروع کېږي. مونږ ټول ښۀ پوهېږو چې پۀ موجوده حالاتو کښې د وفاقي حکومت ټول اختیار د بیوروکراسۍ پۀ لاس کښې دے، ځکه تر ننه ورځ پورې د عدلیې اختیار قبائیلي سیمو ته نۀ دے غزېدلے. بله اهمه خبره دا ده چې د انګرېز د زمانې تور او کرغېړن قانون اېف سي اٰر خو پاي ته رسي، خو د اېف سي اٰر پۀ ځاے د عبوري مرحلې پۀ بهانه بیوروکراسي د ‘ګورننس ریګولېشن 2018’ تر عنوان لاندې بیوروکراسي یو بل تور قانون راولي چې د اېف سي اٰر سکه ورور ښکاري. د دې خبرې هم وضاحت نشته چې دغه عبوري مرحله به څومره اوږده وي؟ کۀ د ملاکنډ تجربه رایاده کړو نو د بیوروکراسۍ د سازشونو پۀ خطره به پوهه شو.

    اصل سوال دا دے چې د پاکستان د سیکیورټي یعني مصونیتي ادارې د پخوانۍ فاټا پرانستلو ته ځکه بیړندي نۀ دي چې دوي لا تر اوسه دغه سیمې پۀ افغانستان کښې د جنګ د پاره استعمالوي، نو ځکه د اصلاحاتو او د ادغام مسئله ګونګه او د مېږي پۀ رفتار ساتي. بل لوے خنډ د تور او جنګي معیشت ګټې دي چې د ادغام او اصلاحاتو سلسله ځنډوي. دا ډېرې غټې ګټې دي. پۀ دې کښې د نشه ایزو موادو کاروبار، د وسلو تجارت، د تجارتي سامان سمګلنګ، د لرګیو او ځنګلونو خرڅول شامل دي، خو د نزدې وختونو پېښو دا خبره څرګنده کړې ده چې پښتانۀ نور د دغه کرغیړنو سیاستونو منلو ته تیار نۀ دي. د پاکستاني ریاست به یا د دغو پښتون دښمنه کړنلارو نه لاس اخلي او یا به بیا د پښتنو د ستر قومي مخالفت سره مخامخ کېږي.

     

  • د پښتنو د بې قرارۍاٰتش فشان – افراسیاب خټک

    ژباړه: پښتون

    The Volcano of Pashtun Unrest

     

    د The Nation پهٔ مننه

    د فرورۍ پۀ سر کښې پۀ اسلام اباد کښې د پښتنو زلمو لس ورځني پرلت پسې پۀ سوات او باجوړ کښې زورور احتجاجونه وشول. د سوات اولس پۀ سیکیورټي چېک پوسټونو د خلقو اوږدو قطارونو کښې د ودرولو، زورلو او سپکاوي خلاف لاریون کولو. دغه خلق پۀ یو چېک پوسټ د یو ناروغه وړوکي ماشوم پۀ مرګ بلوه شوي وو. هم دا مسئله پۀ اسلام اباد “پښتون پرلت” کښې هم مخې ته راوړې شوې وه. د باجوړ اولس د کراچۍ نه د وژلے شوي زلمي احمد خان د مړي پۀ رارسېدو احتجاج ته راوتلي وو. احمد خان د سیکېورټي فورسز ولقه کښې مړ شوے ؤ. دا هم د هغه نقیب مسید غوندې جعلي پولس مقابله کښې وژلے شوے ؤ چې پۀ سر ئې پښتنو اسلام اباد ته لاریون کړے ؤ. د احمد خخان د داسې قتل نه ثابتېږي چې کراچۍ کښې د امنیت د ذمه وارانو نۀ کوم احتجاج نه سترګه سوزي او نۀ د کومې غلطۍ نه سبق زده کوي. سوات کښې هم پۀ چېک پوسټونو د نامناسبه رویې او جائز اولسي شکایتونو د اورېدو پۀ ځاے د سوات پولس د احتجاج پۀ مشري کوونکو د ترهګرۍ مقدمې وخېژولې. دغه اقدام سول سوسائټي ډېره فکرمنده کړې ده چې رد عمل کښې ئې د پېښور هائي کورټ بار ایسوسي اېشن لۀ خوا زورور قرارداد منظور کړے شوے دے.

    د پښتنو د بې قرارۍ جرړې د پاکستان د سیکېورټي اسټېبلشمنټ لۀ خوا دلته وضع کړې شوې او عملي کړې شوې د طالبانو مرستیاله افغان پالیسۍ کښې دي. د پاکستان حکومت د رسمي وېنا تر مخه تېرو پنځلس کلونو کښې دلته پنځوس زره نه زیات خلق ترهګر بریدونو کښې وژلے شوي دي، خو حکومت د دغه وژنو سیمه ایزه شمېره نۀ ښائي. پښتانۀ وائي )او داسې ده هم( چې دغه وژنو کښې لس کم سل فیصده 50,000) کښې (45,000 پښتانۀ پۀ خپلو سیمو کښې وژلے شوي دي.

    افغانستان ته د ریاست لۀ خوا لېږلے کېدونکو طالبانو دپاره تربیتي مرکزونه د پښتنو سیمو کښې جوړ کړے شوي دي. د تحریک انصاف د صوبائي حکومت لۀ خوا حقانیه مدرسې ته )تېرو ورځو کښې( ورکړے شوي اوویشت کروړه (277,000,000)روپیو مرستې نه دا خبره پۀ ډاګه کېږي چې حکومت د طالبانو د ملاتړ هغه پالسي جاري ساتي چې نتیجه کښې ئې پۀ اقتصاد، کلتور او ژوند د بدو اغېزو لۀ کبله پښتون وطن تباهۍ سره مخ دے.

    د څلورو لسیزو راهسې د روانو پوځي عملیاتو پۀ نتیجه کښې پۀ لوے شمېر کښې د خلقو خپلو سیمو نه د بې دخلۍ لړ کښې هېڅ نظامي او انتظامي پاملرنه او منصوبه بندي نۀ ده شوې. دا بې دخلي د پنځلسمې پېړۍ پایله او د شپاړسمې پېړۍ پېل کښې د مغلو بریدګرو د لاسه د افغانانو بې دخلۍ نه پۀ هره حواله لویه بې دخلي ده.

    پۀ پاکستاني اسټېبلشمنټ د قابض پنجاب د خیانتګرې او بد عنوانه پالسۍ نتیجه کښې د وسله وال جنګ ټول نقصان د قبائیلي سیمو پښتنو ته رسېدلے دے. پۀ افغانستان کښې د طالبانو جنګ د پاره دا فاټا د مورچې پۀ توګه استعمالولو سره دې سیمې نه وینې وینې پرهر جوړ شوے دے. پۀ ‘ضربِ عضب’ اپرېشن کښې د میر علي او میرامشا غوندې ښارونه ړنګول او کاروباري مرکزونه مسمار کول د دې علاقې د اوسېدونکو د تباه کولو سره سم وو. هم داسې ګڼ مثالونه پۀ نورو پولټیکل ایجنسیو کښې هم ډېر دي. تېر کال کښې دیارلس واړه امریکائي ډرون بریدونو خپل اهداف هم پۀ دې فاټا کښې ویشتلي دي. حکومت د اصلاحات نافذ کولو د پاره د خپلې کمېټۍ د سفارشاتو او خپل لوظ نه پۀ شا شوے دے ځکه ئې اوس هم دې سیمې ته د میډیا پرېښودلو او سول سوسائټۍ له د لارې ورکولو نه څنډه کړې ده.

    پۀ پوله کنډه تار لګول او افغان تجارتي لاره ‘چاه بهار’ ته اړول د دې سیمې د پښتنو عموماً او خصوصاً پۀ پوله د ژوند کوونکو پښتنو د اقتصاد قتل دے. د پېرنګي پۀ سنت کالونيل طرزِ حکومت برقرار ساتل او د پښتنو پۀ اقتصاد د روان جنګ اثرات هغه عوامل دي چې د پښتنو د بې قرارۍ اٰتش فشان ئې چاودنې ته روانه کړې ده. سیکېورټي اسټېبلشمنټ پۀ دې موضوعاتو خبره نۀ کولو د پاره سیاسي ګوندونه د فشار لاندې ساتي. دې حالاتو د جنګ، بې دخلۍ او اقتصادي بدې ورځې ځپلو او پۀ سماجي توګه بېدارو زلمو ته لاره ورکړه او هغوي د راپاڅېدو فېصله وکړه. تر دې دمه هغوي سره د اولس مرسته د ستائینې وړ ده. پۀ دغه پرلت کښې برغې شوې نعرې او وئیلې شوې سندرې پۀ یو درنګ څلور کونجه رسېدلې او غږېدلې دي. پوځ د هغوي ځینې غوښتنې منلې دي چې دا یو ښۀ او مثبت پېش رفت دے او د واک د خاوندانو لۀ خوا د حالاتو پۀ دانشمندانه طریقه د حل امید راولاړوي.

    خو دا بې قراري پۀ افغانستان کښې د روان جنګ لۀ کبله ده چې د پښتنو پۀ سیمو کښې ئې د مرګونو او تباهۍ لارې پرانستې دي. د پښتنو زړونه او ذهنونه دلاسه کولو د پاره باید پاکستانے ریاست پۀ خپله افغان پالیسۍ نظرثاني وکړي.ش

    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

     

  • سياست ماتېدنه – افراسياب خټک

    پاکستان کښې پۀ تېرو دوه لسیزو کښې د برېښنائي رسنیو (Electronic Media) پۀ دومره توندۍ سره خورېدو او هم دغومره پۀ مؤثر ډول د ټولنیزو رسنیو (Social Media) پرېوانه کېدو سره د اولس خپل منځ کښې اړیکې جوړول اسان شوي دي او (دې ملک کښې او نوره نړۍ کښې هم) پۀ انفرادي، ټولنیز او سیاسي کچ پۀ غټه پېمانه د اولسي اړیکو لوے غورځنګونه زمونږ د سترګو وړاندې دي ـــ بد قسمتي دا ده چې نن پۀ ملک کښې سیاسي تحریکونه پۀ یو وخت کښې د ریاست موټي کښې د ګېر رېډیو، ټي وي او پرنټ میډیا دور نه زیات مات او منتشر دي.

    د بېلګې پۀ توګه، ریاست پۀ 1958ز کښې د جنرل ایوب خان لۀ خوا د مارشل لاء پۀ راوستو میډیا د خپل کنټرول لاندې کړې وه، خو دغه جابرانه مارشل لائي خنډونه هم د ملک پۀ تاریخ کښې د اٰمریت پۀ ضد د لوے اولسي پاڅون مخه نیولو کښې پاتې راغلي وو کله چې د اولس حقونو او صوبائي خود مختارۍ د پاره یو سياسي غورځنګ پورته شوے ؤ. هم دغه رنګ پۀ ‍1980ز کښې د جنرل ضیاء د اٰمریت پۀ ضد د جمهوریت بحالۍ د پاره تحریک (MRD) هم د یادونې وړ دے چې تر مخه ئې د جمهوریت بحالۍ د پاره سیاسي قوتونه یو مشترکه پروګرام سره د مارشل لاء مخنیوي ته یو شوي وو. دغسې د جنرل پروېز مشرف د یو بل سپېرۀ اٰمریت خلاف د وکیلانو غورځنګ چې پۀ لوے کچ اولسي مرسته او ډاډ ئې لرلو، 2006ز کښې د دستخط شوي ‘میثاقِ جمهوریت’ نتیجه وه او تر دې دمه دغه وروستے مؤثر لوے سیاسي اولسي پاڅون دے ـــ خو نن، چې د جمهوریت د منځ نه وړلو منصوبه اخیري مرحلو کښې ده او پۀ ملک کښې جمهوریت یو داسې خطر سره مخ دے چې وړاندې کله هم نۀ ؤ، مونږ ته پۀ چل چل د وړاندې راتلونکو بوټانو لاره نیولو د پاره د سیاسي ګوندونو او سول سوسائټۍ تر منځه د یو شریک فکري او عملي سیاسي سنګر هېڅ نخښه پۀ نظر نۀ راځي.

    د دې حالاتو پۀ شا بلها لاملونه دي او پۀ دې کښې د ټولو نه مهمه نکته پۀ منظم سیاسي ګوندونو کښې، هغه ښي لاسي دي کۀ کیڼ لاسي، پۀ تېرو څو لسیزو کښې د ماتېدو عمل دے. هغه جاګیرداره طبقه چې سماجي او سیاسي منظرنامه ئې موټي کښې نیولې وه، د څۀ تاریخي وجوهات پۀ سبب روانو شخړو ته د څېلمه کېدو اهلیت او جرأت نۀ لري خو د جمهوریت مرۍ کښې د پروت پړي پۀ وجه اوس هم تر یوۀ حده د اثر رسوخ خاوندان دي. پۀ سیاسي اشرافیه کښې دغه جاګیرداره طبقه پۀ افسر شاهۍ د انحصار کولو، وراثتي واک خوښۍ او پدرسري روایت غوندې څۀ سپېرۀ رنځونه لري چې د دوي اهلیت ئې تر خطرناکه حده پیکه کړے دے.

    د پام وړ خبره ده چې دغه سپېرۀ رنځونه جاګیرداره کورنیو پورې تړلي نۀ دي پاتې بلکې څۀ کاروباري او د افسرشاهۍ سره تړلي عناصر هم پۀ دغه رنځونو رنځور دي. پۀ ښاري ابادۍ کښې تسلسل سره زیاتېدونکې ابادۍ نه راولاړېدونکو حالاتو ته د اولسي ګوندونو لۀ خوا کومه حکمت عملي وضع کولو کښې تاخیر هم د پام وړ دے. زیاتره سیاسي ګوندونو د نوو ښاریو د مډل کلاس مختلفو پېشو سره د اړونده ابادۍ د ضرورتونو ادراک او هغوي له د مواقع پېدا کولو تابیا نۀ ده کړې چې د یوې لویې خلاء پېدا کېدو سبب ترې جوړ دے. د روایتي ترقي پسندۍ چې جمهوري او قامي سوال به ئې طبقاتي سوال سره نتي کولو، ماتې خبره نوره هم ورانه کړې ده. د ریاست سرپرستۍ کښې ټوکېدلو نوو جهادي تنظیمونو چې پرېوانه وسیلې او پرانستې لارې لري، د روایتي مذهبي ګوندونو پۀ شا تمبولو سوب ګرځېدلي.

    د زور، واک او چل د خاوندانو (Deep State) لۀ خوا بڼلے شوو سیاسي چالونو جمهوري تحریکونو، جمهوري نظام او جمهوري رویو ړنګولو کښې خپل کردار ادا کړے دے. د جنرل ضیاء د مارشل لاء لۀ خوا انتخابات کښې د خپلې خوښې نتیجې مخې ته راوړو د پاره شروع شوې ‘انتخاباتي ګڼ کپي’ اوس باقاعده هنر nے. د سیکورټي اسټېبلشمنټ لاس کښې لوبېدونکو استخباراتي ایجنسو اوس دغه انتخاباتي ګڼ کپۍ ته د انډسټرۍ صورت ورکړے. د جنرل مشرف لۀ خوا هغه سیاسي ګوندونو سره اړیکې پۀ رېکارډ دي چې دۀ ورله 2002 ز انتخابات کښې سیټونه ورکول. استخباراتي ایجنسیو د زرغون کړے شوو سیاسي ‘مشرانو’ او ګوندونو مخې ته راوړلو چل کښې هم کمال حاصل کړے دے چې هم ورته پۀ خپله ‘وینزه میډیا’ مصنوعي قبولیت پېدا کوي او هم ورته ‘منډه ګټونکي اسونه’ د نورو ګوندونو نه پۀ ‘لوټاکرېسۍ’ پۀ اخور تړلي ورکړي. د زور، واک او چل خاوندان داسې ‘ایلتمار’ لښکرونه پاللو نه هم ډډه نۀ کوي چې پۀ نظام د دوي د قبضې او د دوي د سیاسي عزائمو مخه نیولو د پاره جرأت او تګلاره لرونکي سیاسي مشران او ګوندونه پرې سپک او ورک کړي. د ریاست لۀ خوا دا ناوړه حرکتونه وقتي طور د دوي د خوښې نتیجې لاس ته راوړلو د پاره لارې وباسي خو پۀ اوږد مهاله شالید کښې د ریاستي استحکام او قامي جوړښت لاره کښې د خنډانو صورت مخې ته ودرېږي.

    د دې تریخ حقیقت څرګند مثال د جنرل ایوب د مطلق العنان امریت هغه لسیزه ده چې پۀ 1971ز کښې ئې پاکستان پۀ منځ دوه کړے ؤ. خو دغه واقعې نه هېڅ عبرت وانۀ خستے شو.

    اویایمه لسیزه کښې ذوالفقار علي بهټو د یو مقبول سیاستمدار پۀ توګه د را اوچتېدو او ملټري رول باندې د غلبې هڅه کړې وه. ملټري اسټېبلشمنټ د هغۀ پرزولو د پاره اپوزیشن خرخره کړے ؤ او پایله کښې ئې پۀ یوه متنازعه مقدمه کښې تېزندي کړو. مستقبل کښې د بهټو پارټۍ له رګړه ورکولو د پاره هم دغه سېکورټي اسټېبلشمنټ د هغۀ ګوند کښې ‘فرقې’ جوړې کړې چې لنډمهاله ګټې ئې هم لاس ته راوړې خو اوږد مهاله نتیجې ئې پۀ ملک کښې د کړکیچنو حالات پۀ صورت مخې ته راغلې. د سندهـ ښاري سیمو کښې د پیپلز ګوند زور ماتولو د پاره د زور، چل او واک خاوندانو د مهاجر شناخت پۀ بنیاد د اېم کیو اېم سرپرستي وکړه. هغه وخت ښاري سیمو کښې ټولنیز اختلافات موجود وو چې د ‘سندهي شناخت’ پۀ ډاډ ئې د حل کولو لارې موجودې وې، او د چل خاوندانو ته پکښې د وراني امکان نۀ پېدا کېدلو. پنجاب نه د پیپلز ګوند مونډ ویستلو د پاره پنجابي نېشنلزم نه کار واخستے شو. دغه پنجابي نېشنلزم باندې نتیجې سیخې کړې شوې خو راتلونکي کښې به د دې څۀ اثرات وي، دا د سوچ خبره ده. دغسې لنډې مودې د پاره به مذهبي انتهاپسندي او فرقه وارانه تقسیم د سیاسي ګوندونو ماتولو د پاره نتیجه خېز وي خو راتلونکي وخت کښې به هم دا فرقه واریت او ترهګري د ملک وجود د پاره مستقله خطره جوړه شي.

    نوي نسل نه به نوي قیادتونه نۀ صرف د خپلو ګوندونو قیادت د پاره مخې ته راځي بلکې هغوي به د نوي سر نه د خپلو ګوندونو فکري او عملي تګلاره هم ټاکي او د زور، واک او چل خاوندانو لۀ خوا د سیاسي انجینئیرنګ د داوونو مخه به هم نیسي.

  • De facto as De jure – افراسياب خټک

    د سپریم کورټ  لهٔ خوا پهٔ پانامه کېس د راغلې فېصلې شالید کښې دا لیکنه مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې The Nation پهٔ مننه، چې  د یادې ورځپاڼې پهٔ مخ 7، د  اګست پهٔ  دولسمه نېټه خپره شوې، خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو.

    د نواز شریف خلاف د سپریم کورټ فېصله کښې د وزیر اعظم د نااهلۍ سبب کومه مالي بې قاعدګي/کرپشن نهٔ، بلکې یو معمولي رقم نهٔ اخستل ګرځولے شوے دے. دا لیکنه پهٔ پانامه یو پراخه او جامع نظر دے.

    د ګڼو خلقو لۀ خوا شوې پېشنګویۍ او اندېښنۍ د De jure ]ائیني نظام[ او De facto ]د مشترکه تفتیشي ډلې  (JIT) لۀ خوا رالنډه کړې شوې[ ډغره د “عدالتي کودتا” نتیجه کښې مخې ته راغله.

    زور ته د دلیل او جواز حېثیت ورکړے شو!!!

    د پانامه نه وړاندې سیاسي صورتحال د مخکښې نه د لیکلې شوې فېصلې کرښې ته راکش کړے شو. د هېواد ازاد قانون پوهان او بهر نړۍ د عدالت لۀ خوا د یو منتخب شوي وزیر اعظم د نا اهلۍ پۀ داسې تونده فېصله ژور تحفظات لري. د دې مقدمې پۀ وړومبي سر کښې د سپریم کورټ یو جج )پۀ شلم اپرېل دوه زره اوولس 2017)ز(( لیکلې شوې ملاحظه کښې وئیلي وو چې کۀ خبره نا اهلۍ ته رسېدله نو وزیر اعظم به رابللے کېږي او هغۀ ته به د سپیناوي موقع ورکولې کېږي ـــ خو دا ناشوني وو.

    دې مقدمه کښې عجیبه، سنجیده او تر یوۀ حده د ملنډې لهجه کښې ورکړے شوو کومنټونو ته کۀ ځیر شو نو د کومې قانوني زاویې نه زیات دا پۀ نواز شریف سیاسي بریدونه ښکاري. د JIT د غړو ټاکلو د پاره سپریم کورټ د رجسټرار لۀ خوا د رسمي ټیلي فوني لیکو د استعمال پۀ ځاے د وټسېپ پکارولو د پاره هم د پانامه بنچ ججان څۀ معقول جواز وړاندې کولو کښې پاتې راغلي دي. عدالت د JIT وړاندې د )نواز شریف د زوي( حسېن نواز د پېشۍ پۀ وخت د تصویر پۀ غېر قانوني او غېر اخلاقي طور د وائرل کوونکي نامه نۀ ښودلو تور هم پۀ تندي لري. د دې خبرې دعويٰ کېږي چې د دغه تصویر خوروونکے پوځ سره وابسته د یوې مقتدره ایجنسۍ غړے او د JIT روحِ روان ؤ.

    دغسې د محمد نواز شریف او د هغۀ د کورنۍ خلاف اصل کښې تفتیش د پانامه او اف شور کمپنیانو متعلق کېدلو خو د نواز شریف نا اهلۍ فېصله پۀ بل څۀ بنیاد وکړې شوه. د هغۀ نا اهلۍ د پاره دوبۍ کښې د هغۀ د زوي د کمپنۍ نه  د یو غېر واضحه او معمولي رقم نۀ وصولول جواز وګرځولے شو.

    د پانامه فېصله کښې د بدقسمتۍ نه پۀ ډېرو کمزورو شواهدو او توندۍ کښې شوې عدالتي کاروایۍ چې څرګند سیاسي مقاصد لري، ډېر ځایه سوالونه اوچتېدے شي. د اسلام اباد نه لاهور پله د “نا اهله شوي” وزیراعظم داسې تود هرکلے او ګڼ شمېر کښې د قافلې یون ښائي چې د پنجاب د خلقو زړونه پۀ عدالتي فېصله اوبۀ نۀ څښکي او د دغه یون وړاندې کېدونکي غږونه پۀ عدالتي فېصله د تحفظاتو یوه ښکاره جاره څرګندونه وه. دا سیمه د نواز شریف یو سیاسي مرکز دے، هم دې هغۀ له حکومت ورکړے او دا سیمه تل لۀ تودو بادونو پۀ ډډه ساتلې شوې ده.

    ما چرته یوه لیکنه کښې پارلیمان ته پۀ شا کولو پۀ نواز شریف نیوکې کړې دي. هم دې حکومت )نواز شریف او د هغۀ ګوند( د پارلېمان پښو وهلو او د ائیني ادارو مانده کولو زور کښېنولو کښې ناخوښه کردار لوبولے دے.

    د مشترکه مفادات کونسل کومه غونډه چې 90 ورځې پس کېدونکې ده، کېدے شي چرته 200 ورځې پس وشي. د کابیني د دفاعي کمېټۍ اجلاسونه هم کله کله د یوې مودې د ځنډ نه پس وشي.

    پۀ کال دوه زره څوارلس 2014)ز( کښې د جمهوریت ضده قوتونو لۀ خوا یرغل کښې ټول سیاسي ګوندونه د ائیني نظام ملاتړ ته ولاړ وو خو حکومت د صورتحال ادراک ونۀ لرلے شو.

    د سِول ملټري تعلقاتو تر منځه د درینجقونو سلسله د نواز سرکار پۀ وړومبو ورځو کښې پېل شوه، کله چې نواز شریف د ائین معطل کولو پۀ بنیاد د پوځي ډکټېټر جنرل پروېز مشرف )د شپږم ارټیکل لاندې( د مواخذې کولو فېصله وکړه. ملټري یقیناً چې پۀ دغه فېصله خوشحاله نۀ وه او بیا مونږ د عمران خان او طاهر القادري لۀ خوا اسلام اباد کښې د حکومت غورځولو د پاره د زوږ او زور نه ډکه اوږده ننداره ولیدله چې د جنرال مشرف پۀ حق کښې بوټ شوي تندي پکښې ښکاره ښکارېدل.

    مشرف خصوصي ټرېبونل ته راکښلے شوے ؤ خو عدالت هغۀ له د “طبي علاج” د پاره د ملک نه بهر تللو اجازت ورکړو او دغسې ټوله لانجه غوڅه کړې شوه )دهرنې نغښتلو له هم اخلاقي جواز وکتلے شو او د کنېډا مېلمه هم لاړو(.

    د سول ملټري تر منځه دوېم خنډ د هند سره تعلقات دي. د هند سره تعلقات معمول ته راوستل او تجارتي اړیکې زیاتول د کال دوه زره دیارلس2013) ز( ټولټاکنو کښې د نواز شریف د انتخابي منشور برخه وه  او اولس هم پۀ دغه منشور هغۀ له ووټ ورکړے ؤ. د تعلقات معمول ته راوستلو د پاره هغۀ هر کاڼے وشاربۀ خو داسې ئې ممکن نۀ کړے شول.

    سیکېورټي اسټېبلشمنټ نۀ یواځې د هند سره پۀ تعلقاتو د ځان له دریځ دعويٰ لري بلکې د سِول حکومت لۀ خوا پۀ دې لړ کښې د وضع کېدونکې پالیسۍ مخالفت او مزاحمت هم کوي ـــ دې موده کښې د خپل منشور عملي کولو د لارې نه نواز شریف تل د سیکېورټي اسټېبلمنټ پۀ ملاتړ غږېدونکو ډولکو تمبولے دے.

    پۀ سِول ملټري تعلقاتو مخکښې نه بل شوي اور ته مشرقِ وسطٰي کښې د تصادم تازه صورتحال نور پوکي ورکړل. د واکمن سعودي شهنشاهیت سره د نزدې تعلقاتو باوجود نواز شریف مشرق وسطٰي ته د پاکستاني ځواکونو لېږلو نه ډډه وکړه. هغۀ پارلېمان ته دغه مسئله وړلو باندې خپلې غاړې نه پړه لرې کول غوښتل، چرته چې اګاهو هم یمن ته د ځواکونو لېږلو دا وړاندیز مسترد کړے شوے ؤ.

    خو پخواني اٰرمي چیف جنرال راحیل شریف د اسلامي)چې اصل کښې سُني وو( هېوادونو د لښکر د مشرۍ لاپه او لوظ کړي وو، پارلېمان ته د دغه وړاندیز وړلو حق کښې نۀ ؤ.

    سعد رفیق پۀ خپله یوه وېنا کښې د متحده امارات پۀ موجود حکومت خپله یوه وېنا کښې پۀ جار نواز حکومت ته د لنګتۍ ایښودلو تور پور کړے دے.

    نواز شریف د اولسي یون پۀ دې مرحله کښې دا خبره پۀ څو څو کرته زوتوي چې دا اولسي یون او پاڅون د هغۀ د ذات یا د هغۀ د )ړنګ کړے شوي( حکومت )بحالۍ( د پاره نۀ دے، دا د پاکستان د مستقبل د پاره دے. هغه )اوس( هېواد کښې د نوې عمراني معاهدې منځ ته راوړلو د پاره د یوې لویې ملکي مکالمې خبرې هم کوي. د هغۀ دا خبره تر یوۀ حده سمه ده چې د سِول ملټري تر منځه کشیده حالات پاکستان د ائیني حکومت د کور نه وباسي.

    دا سوال تر ټولو مهم دے چې پۀ پاکستان به څوک حکومت کوي؟ د اولس منتخب کړي نمائندګان او کۀ سیکېورټي اسټېبلشمنټ؟ د جمهوريت او ائین بالادستۍ د پاره پۀ پنجاب کښې روان اولسي پاڅون خطرناک دے، ځکه چې د غاړو مورږو نه د اوچتېدونکو غږونو پۀ ځاے د ریاست د منځ )زورور پنجاب( نه اوچتېدونکي غږ باندې سترګې پټول به اسټېبلشمنټ ته ګران وي.

    ________________________

  • ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک

    ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون

    د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور د صفايۍ" پۀ خبره دوه ګامه نور وړاندې تلے دے او پۀ ډاګه ئې وئیلي دي چې حافظ سعيد او حقاني نېټ ورک زمونږ "اثاثې" نۀ بلکې د غاړې غُر او د سر بوج دے چې ځان دې بوج نه خلاصولو د پاره به وخت لګي.

    د دې نه مخکښې پۀ امريکه کښې (ايشيا سوسائټي نيويارک) ته پۀ خپله وېنا کښې هغۀ خپلو امريکائي کوربنو ته دا خبره ور برغه کړې وه چې نن تاسو د کومو ترهګرو پۀ مرسته زمونږ سترګو کښې ګوتې ټومبئ، پرون تاسو هم د دوي سره ولاړ وئ.

    د ترهګرۍ پۀ حواله د خپل زوړ دریځ نه او خصوصاً د حقاني نېټ ورک پۀ حواله دا د پاکستان یو ډېر مهم پېش رفت دے. پاکستان چې اول به د دوي پۀ پاکستان کښې وجود نه انکاري ؤ، نن ئې وزیر خارجه پۀ خپله د دوي نه د ځان خلاصولو د پاره مهلت غواړي (دا دې هم یاده وي چې نن دوي څۀ ناسور ګڼي، پرون پورې به ئې ورته پۀ ډېر ویاړ خپلې اثاثې وئیل).

    خواجه اصف پۀ دې حقله صحيح نشاندهي کړې ده چې امريکيانو ته ئې د حقانيانو سرپرستۍ کولو سره سره د امریکې لۀ خوا د افغان مجاهدينو مرسته او ملاتړ هم پۀ ګوته کړل. د حافظ سعيد لشکر طيبه د دې هر څۀ نه جدا قصه ده. هغه اوس اوس پۀ افغانستان کښې خپلې پښې ټينګې کړې دي حالانکې دا پۀ اصل کښې د هندوستان پۀ محاذ د جنګ د پاره ايجاد شوے ؤ.

     

    د خواجه اصف لخوا دې نکتې ته واپس اشاره د زړۀ راکښون نه خالي نۀ ده ځکه چې د دې ناسور سرپرستانو دا چرې هم نۀ
    غوښتل چې د دې قسم مسئلو پۀ حقله بحث د پاکستان د سياست موضوع جوړه شي او غوښتل ئې چې سياسي مناظرې محض د پانامه ليکس پورې محدودې وي (هغه هم د نواز شريف يا د هغۀ د خاندان پورې(. د احتساب لوبه نۀ صرف ددې د پاره تخليق شوې وه چې وزير اعظم نواز شريف (چې اوس پخوانے ياديږي) پۀ سياسي لحاظ ختم کړي څوک چې د خپلو ګاونډیانو ملکونو سره د تعلقاتو عادي کولو پامته دار ؤ بلکې بل هدف ئې دا هم ؤ چې د انتهاپسندۍ او ترهه ګرۍ غوندې حقيقي مسئلو پۀ حقله بحث هم د سياسي مباحثو نه بهر وساتي. کۀ مونږ د تېرو څو کلونو اخباري سرخيو او د ټيليويژن مکالمو باندې نظر واچوو نو دا کوشش پۀ مجموعي توګه ډېر مؤثر ثابت شوے دے.

    داسې پۀ اوړو کښې د مالګې برابر هم نۀ دي شوي چې یو سياسي تجزیه نګار به د نېشنل اېکشن پلان د نفوذ پۀ حقله کوم سوالونه را اوچت کړي وي. حالانکې پۀ دسمبر 2014ز کښې چې کله یو ټول ګوندیز کنفرانس کښې د دې پلان منظوري ورکړې کېده نو دا وئیلے شوي وو چې انتهاپسندۍ او ترهګرۍ د ملک بقاء خطرې سره مخ کړې ده. پۀ هر حال پۀ اٰرمي پبلک سکول پېښور کښې د شوي قتل عام نه پس چې کومه بيانيه د ترهګرۍ پۀ ضد ترتيب شوې وه، هغه د ترهګرو منځ کښې د "ښۀ" او "بد" د تفريق پۀ ځاے ساتلو لۀ کبله باقي پاتې نۀ ده. د احتساب پۀ نوم د مر چکيدارو موادو پېش کولو پۀ وجه نېشنل اېکشن پلان او د ترهګرۍ پۀ ضد د بیانیې غوندې سنجیده موضوعات ډېر پۀ هنر د ملکي سياست د بحث موضوع نه غاړې ته کش کړے شول. مونږ وینو چې د پانامې او اقامې  ډرامې پۀ ډېرې کاميابۍ سره پۀ ميډيا باندې سنجیده مسئلې د اولس سترګو نه پټې کړې.

    مسلسل دهشتګردانو ته معافۍ ورکول، هغه پرېښودل او پۀ هغوي سترګې پټول کومه نوې خبره نۀ ده.هسې هم د9/11 نه پس د جنرل پروېز مشرف پۀ "روښانفکره اعتدال" کښې ښۀ طالبان محفوظ کړے شول. د یوې عامې قومي بیانیې د پاره عموماً او د انتها پسند عسکریت پۀ حواله خصوصاً د بیانیې تشکیلولو د پاره غېبي رياست پۀ ميډيا باندې خپل ګرفت ټينګ ساتلو کښې خاطرخوا تجربه لري. دا بیانیې بڼل او ګنډل د ځنې عسکریه "تجزیه کارو" کُل وقتي روزګار دے.

    داسې حالاتو کښې چې لا خلق د پانامې او اقامې د "جهادي"  ډرامې پۀ ننداره کښې ورک دي، "جهادي اثاثو" ته "ناسور" ولې ووئیلے شو؟ دا پۀ حقيقت کښې پۀ عالمي کچه هغه تبديلۍ دي چې سياسي قيادت پۀ دې مجبوروي چې ملک کښې د روانې انتهاپسنده عسکريت پسندۍ مخه ونيسي. د افغانستان او پاکستان پۀ حقله د صدر ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژۍ او د بريکس (BRICS) د غونډې اعلاميې نه پس پاکستان پۀ دې حقيقت پوهه شو چې د عسکريت پسندۍ اثرات يوه داخلي مسئله نۀ ده بلکې دا د ټولې منطقې او دنيا د امن د پاره خطره ده. ډېر نور ملکونه چې پکښې د پاکستان خواږۀ دوستان هم شامل دي، نور د پاکستان لۀ خوا د "ښۀ دهشتګردو" مفکوره نۀ اوري. نن ملک د يو ډېر اهم انتخاب سره مخ دے، يا خو به دې ناسور نه ځان خلاصوي او يا به بيا مکملې تنهایۍ ته ځان نيسي.

    د عسکريت پسندۍ پۀ حواله د سياسي ګوندونو د موقف پۀ اړه سوالونه موجود دي. غټ سياسي ګوندونه یوې اوږدې مودې پورې  پاکستان کښې د ترهګرۍ د وجود نه انکاري وو. پۀ زرګونو پاکستانيان ترهګرو وژلي وو خو بیا هم د ښي لاسي سياسي ګوندونو اکثريت به عموماً دا وئېل چې د ترهګرۍ خلاف جنګ د پاکستان جنګ نۀ دے. دا خو پېښور کښې پۀ اٰرمي پبلک سکول د خونړۍ واقعې نه پس دغه ښي لاسو ګوندونو هم ټول ګونديز کنفرانس کښې نېشنل اېکشن پلان منظور کړو. د دې پلان منظورۍ نه پس هم پاکستان تحريک انصاف انتهاپسندۍ او ترهګرۍ له شکست ورکولو د پاره د سنجیدګۍ او عملي ګامونو پورته کولو نه ډډه او تېښته کړې ده. مسلم ليګ (ن) هم پنجاب کښې د انتهاپسنده عسکريت پسندو خلاف د کوټلې او مؤثره کاروایۍ پۀ لړ کښې پاتې راغلے دے. پنجاب کښې خو د څو ووټونو د پاره پۀ انتخاباتو کښې ځنې صوبائي وزيرانو عسکريت پسندو څخه د مرستې او ملاتړ پۀ هیله راز او نياز هم لرلو. خو داسې ښکاري چې اوس حکومت د خپلو مفاداتو د پاره هم پۀ دې ناسور نور د سترګو پټولو توان نۀ لري. د داخله چارو د وزير لۀ الېکشن کمېشن ته د هغو انتهاپسندو ډلو اندراج څخه ډډه کولو د پاره لیکلے شوے خط یو برمحل اقدام دے چې د سياسي پارټۍ پۀ نوم خپل فعاليت جاري ساتل غواړي. دې سره د هغو خلقو پۀ اميدونو خاورې واړوېدې چې د پُر امنه سياسي ګوندونو پۀ شیروانۍ کښې  ئې دغه ناسورونه ژوندي ساتل غوښتل.

    خواجه اٰصف د دنيا نه پۀ متشدده عسکريت پسندۍ قابو بياموندلو د پاره مهلت غواړي. پۀ هر حال، پاکستان ته د یوې داسې سياسي ارادې ضرورت دے چې د 1980ز لسيزې څخه روانه دغه جهادي پروژه راونغاړي. د ترهګرۍ د دې ناسور پۀ ضد د پاکستان د اولس او امنیتي ځواکونو جرأت مندې قربانۍ د شک نه بالاتره دي خو رياست (يا د ریاست مؤثره برخه) د دې مسئلې ځېلې ته لاس ور وړلو نه څنډه کوي. د مثال پۀ توګه نصاب څخه د متشدد موادو د ختمولو پۀ لړ کښې پرمختګ د نيشت برابر دے. هم دغسې چې نصاب کښې څۀ اصلاحات د پښتونخوا پۀ تېر حکومت کښې رائج شوي وو، د پاکستان تحريک انصاف مشرۍ کښې "د جماعت اسلامي حکومت" هغه ټول اصلاحات پۀ شا وتموبل. د مدرسو اصلاحات اوس هم ناشوني دي او اوس هم هر کال پۀ ګڼ تعداد کښې محدود، مخصوص او متشدد ذهنونه دغه مدرسو کښې تیارېږي.

    پۀ علاقائي سطح د طالبانو نفوذ نه بغېر د افغان طالبانو ملاتړ هېڅ امکان نۀ لري. قبائیلي سیمې اوس هم ریاستي نظام نه شوکېدلې پرتې دي. د کالعدم تنظيونو کارمندان متشدده سرګرمۍ جاري ساتلو د پاره اوس هم اعلاناً چندې راغونډوي. چیف اٰف دي اٰرمي سټاف جنرل باجوه هم پۀ جار دا ختمي خبره کړې ده چې جهاد د رياست کار دے، خو دا حالت به هله واضح شي چې کله د غېر رياستي عناصرو جهادي سرګرمۍ جرم اعلان شي او د پاکستان پۀ داخل کښې پۀ دې بندېز ولګوي.

    باید مونږ د دې حقیقت ادراک ولرو چې کۀ تر اوسه ځنډېدلو نه پس هم پۀ نېشنل اېکشن پلان عمل وشي نو دا به د ملک بهترينو مفادو کښې وي. صرف اېکشن نېشنل پلان باندې عمل به مونږ د “Do More” مطالبه کوونکو د خولو نه وباسي.