Category: ډاکټر سهېل خان

  • د احمد شاه بابا د تلين مياشت – ډاکټر محمد سهېل خان

    د احمد شاه بابا د تلين مياشت – ډاکټر محمد سهېل خان

    احمد شاه ابدالي ١٧٢٢ز د زمان خان کره پېدا شو. ځينې مورخين ئې د پېدائش ځاے ملتان او ځينې هرات ښائي. ملتان کښې ابدالي روډ هم شته کومې نه چې مورخين دا ثابتوي چې زمان خان خپله کورودانې زرغونه علي د هرات د ناسازو حالاتو له کبله ملتان ته لېږلې وه. د هرات د حاکم محمدخان د برطرفۍ نه پس د احمدخان مشر ورور ذوالفقارخان حکمران شو. ولې ډېر زر نادرشاه د افغانستان د مغرب نه د سړې سيلۍ ښکار شو. هغه د ايران د غلبې نه پس پۀ هرات د حملې کولو او درانيانو د تباه کولو پۀ غرض ١٧٢٩ز کښې هرات پله روان شو. پۀ ١٧٣١ز ئې پۀ هرات قبضه وکړه. ذوالفقارخان د يوولس کلن احمدخان سره قندهار طرف ته لاړو. د قندهارسردار اميرحسېن هوتک د ابداليانو ډېر مخالف ؤ. دې وجې نه ئې دواړه وروڼه پۀ قېد کښې واچول. مارچ ١٧٣٨ پورې دوي د قندهار قېدخانه کښې وو. هغه وخت دا چا وئيلي شو چې د قندهار د جېل وړوکي قېدي به سبا له د اېشيا د تاريخ روښانه باب اولټه کوي. او هغۀ ته به د خپل دور فاتح اعظم وئيلے شي.

    کله چې ١٧٣٨ز کښې نادرشاه پۀ قندهار باندې قبضه وکړه نو دا دواړه وروڼه ئې د قېد نه خلاص کړل. دواړو سره ئې ښۀ سلوک وکړو ځکه چې د احمدخان اوښے حاجي اسماعيل د نادرشاه خاص سړے ؤ.

    نادرشاه د شپاړس کلن احمدخان پۀ صلاحيتونو خبردار ؤ. د ابداليانو د جرات هم قائل ؤ. لۀ دې کبله ئې هغه د خپلو ذاتي محافظينو سالارمقرر کړلو.احمدخان د نادرشاه اعتماد خراب نۀ کړلو. او هغه د ايران، افغانستان، هندوستان او اېشيا کوچک پۀ ټولو مهماتو کښې د نادرشاه د ذاتي تحفظ کار ډېر پۀ بېدارۍ سره سرته ورسولو. د احمد خان بهادرۍ، حاضر دماغۍ، وسعت نظرۍ د نادرشاه پۀ شان کاڼي زړۀ والا انسان د هغۀ عاشق کړے ؤ. د احمدخان کمان کښې څلور زره فوځيان د نادرشاه پۀ حفاظت مامور وو. کله چې نادرشاه د دهلي پۀ شاهي قلعه باندې قبضه وکړه نو د مغل وزيراعظم نظام الملک پۀ قيام شناسۍ کښې ووې چې دا هلک به يوه ورځ ضرور بادشاه جوړېږي.

    يوه ورځ نادر شاه احمدخان ځانله را وغوښتو او ورته ئې ووې چې احمدخان ابدالي! زما نه پس به بادشاهت تاته مېلاوېږي. زما د اولاد خيال ساته او هغوي سره د مهربانۍ سلوک کوه.

    د نادر شاه د مرګ نه پس د هغۀ لښکر پۀ دوو حصو کښې تقسيم شو. يو طرفته ايرانيان وو او بل طرفته افغانان. ايراني هرلحاظ سره غالب وو. د هغوي تعداد هم زيات ؤ. د ايران او افغانستان پۀ اکثرو ښارونو باندې د هغه ايرانيانو قبضه وه کوم چې نادرشاه مقررکړي وو. د هغوي پۀ کمزورۍ ليدو سره ايرانيانو د هغوي د ختمولو اراده وکړه خو احمدخان ابدالي پۀ دغه موقعه يوه کلکه فېصله وکړه چې هغه به دافغاني فوځيانو سره قندهارته رسېږي او هلته به افغاني فوځيانو ته د خپل ازاد حکومت د قيام دعوت ورکوي. ټولو افغانانو فوځي اميرانو د احمدخان مرسته وکړه. احمدخان ابدالي قندهارته روان شو. فراه کښې ايرانيانو پۀ هغوي حمله وکړه ولې احمدخان هغه پۀ شا کړه او قندهار ته ورسېده.

    دافغانستان جنوبي علاقو کښې د نورمحمد عليزے حکومت ؤ خو د نادرشاه د مرګ نه پس دافغان اميرانو پۀ نظر کښې د هغۀ مقرر کړے شوي ټول عهدېداران کالعدم شوي وو. اوس هغوي د يو نوي نظام حکومت بنياد کېښودل غوښتل. د نادر اباد پۀ قلع شېخ سرخ کښې نور محمدخان عليزے پۀ کالعدم کېدو يو افغان جرګه راوغوښتې شوه. نهه ورځې پس جرګه د جنګ ښکار شوه. چې ناڅاپه يو عجيبه واقعه راښکاره شوه. پۀ جرګه کښې صابرشاه نومې دروېش هم موجود ؤ. ناڅاپه پۀ اوچت اواز باندې ګويا شو. الله پاک پۀ تاسو کښې احمدخان د ټولونه لوے سړے جوړ کړے دے. د افغان پۀ خاندانونو کښې د هغۀ خاندان ټولونه اوچت دے. تاسو د الله پاک رضا ته سرښکته کړئ. د احمدخان خاندان سدوزي اګرچې پۀ تعداد کښې کم وو خو دې کښې شک نشته چې پۀ ابدالي خاندان کښې د ټولونه زيات محترم خاندان ؤ. ځکه چې دې خاندان کښې د خواجه خضرخان پۀ شان صوفي بزرګ تېر شوے ؤ. چې هغه افغان قوم نن هم د عقيدت پۀ اسمان کښېنوي. دغه شان دې تاريخي جرګه کښې د احمدخان ابدالي د شناخت تسليم کړے شو. هم دې سره د ايران د غلامۍ او ماتحت کېدو نه د افغانستان د مکمل ازادۍ فېصله هم وکړې شوه. احمدخان اوس احمد شاه ابدالي شو. څو ورځې پس پېښور چمکنوکښې ورته شېخ عمر د ((د دوران)) خطاب ورکړو. چې معنٰي ئې ده ((د زمانې بې مثله ملغلره)) هم پۀ دې مناسبت سره هغۀ ته احمد شاه دراني هم وئيلے کېږي.

    احمدشاه ابدالي د تخت نشين کېدونه پس د خپل نوي نوم سکه رائج کړه چې پۀ هغې باندې دا شعر ليکلے شوے ؤ.

    حکم شبداز قادر بے چون به احمد بادشاه

    سکه زن برسيم وررارپشت کاهى تابه ماه

    (د قادر مطلق د طرفه احمدشاه ته حکم شوے دے چې د سرو او سپينو زرو سکې خورې کړي چې د هغې سطح د ځمکې د سطحې نه د سپوږمۍ پورې رائج شي)

    د احمد شاه ابدالي مخې ته هغه وخت دوه مسائل د ټولو نه يات اهم وو. يو طرفته بېروني خطرات، دوېم افغان قبائل منظم کول او وسيع، ازاد او خود مختار افغان سلطنت قائمول. هغۀ ټول افغانان سرداران پۀ سخاوت اعزاز واکرام مسخرکړل. بيا ئې څلوېښت زره افغان فوځ جوړکړو. احمد شاه ابدالي سره نجيب الدوله، نجيب خان يوسفزے، سعدالله خان روهيله او حافظ احمد خان بنګش پۀ شان افغان اميران موجود وو چا چې پۀ هند اثر رسوخ لرل. احمد شاه پۀ دسمبر ١٧٤٧ کښې د ١٨ زره فوځ سره لاهور پله روان شو. د جهلم پۀ قلعه روهتاس ئې قبضه وکړه . هغې نه پس ئې لاهور هم فتح کړو. دې دوران کښې مغل بادشاه محمد شاه پۀ دهلي کښې د احمد شاه خلاف يولوے فوځ ته ترتيب ورکولو. ولې پۀ ٨ جنوري ١٧٤٧ز کښې د احمد شاه د لاهور قبضې خبر دهلي ته ورسېدو.

    د احمد شاه د افغان دېرش زره فوځ پۀ مان پور کښې د مغل شپېتۀ زره فوځ سره مقابله وشوه. د مغل سپه سالارقمرالدين پۀ وړومبۍ ګولۍ ولګېدو او مړ شو. ولې د هغۀ زوے معين الدين چې د مېرمنو پۀ لقب مشهور ؤ د افغانانو ډېره پۀ بهادرۍ سره مقابله وکړه. احمد شاه ته د خپلې غلطۍ احساس وشو. او د جنګ نه د حکمت عملۍ پۀ توګه پۀ شا شو.

    پۀ ١٥ اپرېل ١٧٤٨ز د هندوستان باچا محمد شاه وفات شو. ورسره سياسي صورتحال خراب شو. احمد شاه د دوېمې حملې منصوبه جوړه کړه. ولې مېرمنو فوځ د تنخواګانو د نشت له کبله د افراتفرۍ ښکارشو. مېرمنو د صلحې پېغام احمد شاه ته ولېږلو. دواړه ډلې پۀ دې رضا شوې چې د دريائے سندهـ د مغرب علاقه به د ابداليانو د افغان سلطنت حصه شمېرلې کېږي. دې نه علاوه به اورنګ اباد، سيالکوټ او ګجرات محصول به هم قندهار ته لېږلے کېږي. دا د ابدالي لويه فتح وه.

    قندهار ته واپسۍ باندې احمد شاه هرات فتح کړو. او بيا د ايران پۀ مهم ووتلو، مشهد او مليشاء پورې پۀ ١٧٥١ز کښې فتح کړل. دې نه پس ئې پۀ هندوستان درېمه حمله وکړه.، دې ځل مېرمنو اطاعت تسليم کړو. دې نه پس ئې کشمير فتح کړو. دې نه پس ئې تر دهلي پورې پښې خورې کړې. د پاني پت جنګ وي، کۀ دمرهټيانو او سکهانو خلاف ….

    احمد شاه ابدالي يو نوے جهان اباد کړو، پۀ خپلو اخيرې ورځو کښې احمد شاه خپل زوے تېمورشاه خپل ولي عهد مقرر کړو. خپله د پنځوس کالو پۀ عمر کښې جون ١٧٧١ز کښې وفات شو.

    پۀ قندهارکښې دهغۀ پۀ قبر نن هم د زيارت کوونکيو رش وي. افغان خپل محسن ته داحمد شاه بابا وئيلو سره يادوي.

    کتابيات

    1. تاريخ افغانستان بحواله تاريخ سدوزي، پروفېسرډاکټرعاشق محمدخان دراني سنگ ميل پبلشرز لاهور ٢٠١٤ز

    2. افغانستان (صديون کا الميه) درمحمدکاسى، گوشه ادب کوئټه ٢٠١٦ز

    3. د افغانستان تاريخ، خليل الله خليلى. دانش خپروندې ټولنې څانګه ٢٠١٣ز

    4. افغانستان درمسيرتاريخ. ميرغلام محمد

    5. احمد شاه ابدالى .ګمياسنګهـ

    6. د افغانستان تاريخ مولانا محمداسماعيل مکتبه فاروقيه پېښور.٢٠١٣ز

  • مور بي بي (د خدائي خدمتګارۍ ځلنده مخ) – ډاکټر سهېل خان

    مور بي بي (د خدائي خدمتګارۍ ځلنده مخ) – ډاکټر سهېل خان

    څۀ رنګ چې د پښتنو عمومي تاريخ د جبر لاندې پټ پروت دے. دغه رنګ د خدائي خدمتګارۍ تاريخ هم د دوړو لاندې پروت دے. هم د تحقيق او څېړنګارانو د چپې سترګې د ړوند تقليد پۀ ولقه کښې دے. هم د ملک د ادارو کومو ته چې د تاريخ د څېړنګارۍ کارحواله دے د هغوي د معاشرتي د نظريې ښکار دے.

    کۀ داسې نۀ وه نو ولې به نن امير محمد خان لالا ( خدائي خدمتګار) د تاريخ د پاڼو نه غائب ؤ. خان لالا د مردان هغه لوړ مبارز خدائي خدمتګار ؤ چې د پېرنګې د سترګو ازغے ؤ. ځکه چې دوه ځله ١٩٣٧ز او ١٩٤٦ کښې د هغوي جوړې کړې شوې نوابۍ ئې راغورځولې وې. پۀ عوامو کښې دومره مقبول ؤ چې هرچا به ئې پۀ دوستۍ فخر کولو. چې پښتو کښې به ئې تقرير کولو نو تا به وئيل چې د زمانې فلاسفر لګيا دے. خلقو ته ژوند ښائي . چې اردو کښې به ئې تقرير کولو نو بنده به حېران شو چې ګنې د دهلي، جالندهر يا علي ګړهـ څوک پروفېسر تقرير کوي. د اصولو داسې سخت پابند ؤ چې ١٩٤٦ز کښې د ډاکټر خان صاحب وزارت جوړشو. نو چا ورته ووئيل ما ته د غوړو د اېجنسۍ پرمټ جوړکړه. خان لالا ورته وئيل دا زما کار نۀ دے…. مور بي بي د زغم ، جهد او اصولو دغه کورکښې سترګې غړولې وې. د خان لالا ټولې خوبيانې ورته پۀ وراثت کښې ميلاو شوې وې، هم هغه شان خوږه پسته لهجه پۀ درېواړو ژوبو داسې عبور چې بنده ورته حېران پاتې شي. د اصولو لاندې ژوند تېرول او د هغې تبليغ کول . د ائين او قانون د حکمرانۍ تصور خپرول او د هغې د پاره مبارزه کول. ما ته ياد شي چې کله مور بي بي د پي ايف ١٣ نه پۀ کال ١٩٨٨ز انتخابات وګټل او صوبه کښې د اے اېن پي او پي پي پي مشترکه حکومت جوړ شو. اے اېن پي ته پينځۀ وزارتونه مېلاؤ شو چې پۀ کښې تعليم، صحت، بلديات، ځنګلات او خوراک شامل وو. د وزارتونو اعلان لا نۀ ؤ شوے . پۀ ولي باغ کښې د ضلع چارسدې د پارټۍ د کابينې غونډه راوبلل شوه. دغه وخت جمال شاه اېډوکېټ د پارټۍ ضلعي صدر ؤ. هغۀ بي بي نه سوال وکړو چې بي بي پارټي به د ورکرانو د نوکرو پۀ بابله څۀ پاليسي خپلوي. بي بي ورته فوراً جواب ورکړو چې نوکري به پۀ مېرټ وي، کۀ د پارټۍ کارکن پۀ مېرټ پوره وخېژي نو ټهيک ګنې د پردو بچو حق خپلو ورکرانو ته نۀ شو ورکولے..

    پۀ دې خبره اوږد بحث روان شو. جمال شاه اېډوکېټ خپلو دلائيلو کښې د عشره مبشره مثال ورکړو. چې چا د رسول پاک (ص) خدمت کړے ؤ هغوي ته خداے د بشارت انعام ورکړو. بيا ئې ورته د حضرت ابوبکرصديق (رض) مثال ورکړو…. بي بي خاموشه ناسته وه چې ټولې خبرې ئې واورېدې نو ودرېده او وې وئيل زۀ قام جوړول غواړم. او څوک چې قام جوړوي د هغوي سوچ اوفکر به هم قامي وي. د کال ١٩٩٧ز انتخاباتو نه پس چې د مسلم ليګ او اے اېن پي مشترکه حکومت جوړ شو. د تعليم وزارت يوځل بيا اے اېن پي ته حواله شو. دغه ورځو کښې بي بي صوبائي صدره وه، هره ضلع کښې به ورته عوامو شکايت کولو چې ډېرو سکولونو کښې د سائنس د معلمينو پوسټونه خالي دي. بي بي د پبلک سروس کمېشن او محکمه تعليم د واکدارانو غونډه راوغوښته. د کمېشن مشر ووئيل چې زمونږ داشتهار نه واخله تر دې وظيفې احکاماتو باندې دوه کاله وخت لګي. بي بي د محکمه تعليم مشر ته مخ واړولو چې ستاسو محکمه کښې دومره اهليت ولې نشته چې خپله پۀ مېرټ بهرتيانې وکړئ . د ضروري قانون سازۍ نه پس محکمه تعليم پينځۀ مياشتوکښې دننه پۀ زرګونو د سائنس استاذان پۀ ميرټ بهرتي کړل. دا مثال د بي بي انتظامي او فکري ژورتيا ښائي.

    د چارسدې ترناؤ يو صدر چې کله پۀ درېم ځل منتخب شو نو بي بي خپلو خبروکښې ووئيل چې باچاخان فرمائيلي دي چې کار لۀ خلق وګورئ، خلقو لۀ کار مۀ ګورئ.

    صدر صېب خپل تقرير کښې مستعفٰي شو او وې وئيل زۀ نوي کهول له خپل ځاے خالي کول غواړم. بي بي ورته وئيل (د سحر ورک شوي مېلمه ته ماسخوتن هرکلے وايو)

    د ١٩٩٠ز انتخاباتوکښې بي بي پۀ خپله حلقه کښې ګرځېدله، پينځو بجوته لږ وخت ؤ . د بي بي مخالف اميدوار پنځوس کسان پولنګ اسټېشن ته دننه کړل، بي بي ته دکلي صدر ووئيل چې بي بي د پولنګ وخت ختم دے . پريزائيډنګ افسر ته ووايئ. بي بي پولنګ اسټېشن ته ورغله، پريزائيډنګ افسر ته مخاطبه شوه. وئيل چې څوک پولنګ سټېشن کښې دننه دي، ووټ اچول د ټولو قانوني حق دے، ووټ دوي چاته اچوي دا د دوي خپله فېصله ده.. خلقو ټولو کتل چې برګو پټکو والا چارچاپېره ګرځي… ولې د بي بي خبره.. زۀ قام جوړول غواړم قبيله نه! بي بي چې انتخاب وګټل نو اولنے ټيلي فون ئې خپل دغه مخالف اميدوار ته وکړو. نن زۀ ګورم چې د بي بي دغه مخالف اميدوار مولانا ګوهرشاه درې ورځې پرله پسې د بي بي قبر له راځي ژاړي. دعا کوي او ختم هم کوي…

  • يوم بابړه او د عمر ګل نستوال ړندې سترګې او تته ژبه – ډاکټر سهېل خان

    يوم بابړه او د عمر ګل نستوال ړندې سترګې او تته ژبه – ډاکټر سهېل خان

    د ارکائيوز لائبرېرۍ پۀ رېکارډ سېکشن کښې مې د بابړې واقعې پۀ حقله لټون کولو ولې هېڅ را ته ميلاؤ نۀ شو۔ هم دغه لائبرېرۍ کښې مې د 13 اګست نه تر 22 اګست 1948ز پورې اخبارونه ولټول. د پنځلسم اګست او اتلسم اګست “دي ابزرور” او “پاکستان ټائمز” خبرونه دا وو چې بابړه کښې د حکومت پۀ باغيانو ګولۍ وچلولې شوې او پېنځلس کسان پۀ کښې مړۀ او درې اويا زخميان شول. واپس رېکارډ سېکشن ته راغلم او فائيلونه مې لټول نو د پوليس يو راپور مې تر نظره شو چې بنډل نمبر22 سيريل نمبر299 لسټ ون 1949 کښې پروت ؤ. دا راپور د نستې چارسدې د يو شاعر عمر ګل باره کښې ؤ. عمر ګل پۀ دواړو سترګو معذوره او نابينا ؤ خو د احساس، درد او زړۀ سترګې ئې لۀ ډېرو بيناؤ نه زياتې غړېدلې. عمر ګل د بابړې واقعې سترګو ليدلے حال پۀ يو نظم کښې بيان کړے دے. د پوليسو دغه راپور او خط درسره شريکوم .

    پوليټيکل ډائري اف چارسده 3-3-1949ز

    سرخ پوش

    زما د تېر خط نه پس ما د “انسانيت ته اپيل” پۀ نامه تاسو ته درلېږلے ؤ چې هغه يو پمفلټ کښې سرخ پوشو چاپ کړے ؤ. او ځاے پۀ ځاے ئې تقسيم کړے هم ؤ. نن زۀ دا بل پمفلټ درلېږم چې سائيکلوسټائل کښې چاپ شوے دے او تقسيم شوے دے. دا يو نظم دے چې د نستې کلي يو ړوند شاعر عمر ګل ليکلے دے. دا نظم مونږ د رځړو کلي د شاد محمد کور کښې وموندلو. د نظم اردو ترجمه داسې ده.

    ظلم اور تشدد کا

    فرنگى نظام آگيا

    کہیں اور کسى اور پر نہيں

    اہل سرحد پر ڈهاگيا

    کيا ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    اگست کا مہینہ اور تاریخ تهى باره

    چارسده بن گيا ايک اور کربلا

    عيدالفطرکا چھٹا دن اور چارسده ماتم کده

    کيا ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    بعد شوق ہر شخص جو دوڑتا

    باپ سے پہلے بچہ مرتا

    جوان کے کندهے سے لاش اترتا

    بوڑها بزرگ نہ آہيں کرتا

    کيا ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    موت کو ہر کوئى گلے لگاتا

    حسين کا جھنڈا هر اک گاڑتا

    زخمى، شهيد، نہ گهر کو لوٹتا

    کتنے گم تهے، نہ کسى کو معلوم تها

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    رائفل گرجتے ، مشين برستے

    عوام تهے سارے نہتے نہتے

    خون کے دريا تهے بہتے بہتے

    شانتى شانتى سب ہى کہتے

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    شور و غل، صدائے تکبير

    ايک غلامى سے دوسرى غلامى

    یہ کالى کالى کھڑکتى زنجير

    وہى اپنى گردن، وہى پرانى شمشير

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    وه شراب شہادت وه تمنائے فاطمہ

    چارسده پڑانگ کے ماؤں کا صدمہ

    مہرشيد کى شہادت پہ تاجو کا نغمہ

    صبر جميل تها، قل کا سرچشم

    ہم اسی لئے ازاد ہوئے؟

    گولى سے اڑايا

    سنگين بهى چلايا

    دريا برد بهى آزمايا

    يزيد کا ہر اک گر نبهايا

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے

    گل محمد تها کمشنر

    ڈپٹی رويداد اس کا رہبر

    ڈپٹی فضل خالق سب سے بدتر

    ہم مظلوم اور یہ تهے کافر

    ہم اسی لئے آزاد هوئے؟

    یہ چرچل کے ساتهى

    فرنگى کے ہاتهى

    نہتو پر برسے

    تهى “مسلم” کى لاٹھی

    ہم اسی لئے آزاد ہوئے؟

    جناب والا! عمر ګل دنستې چارسدې اوسېدونکے دے۔ د کانګرس حکومت دوران کښې به اکثر دے د عبدالاکبرخان ( د کانګرس مشر سېکتر) ګاډي کښې د هغۀ سره يوځاے ګرځيدو. اکثر محفلونو کښې د قيوم خان او مسلم ليګ د ظلم خلاف نظمونه وائي. درېفرنډم نه وروستو د افسران بالا پۀ حکم عمر ګل مونږ را وغوښتو او د پړانګو مسلم ليګ صدر نثار خان ته مو حواله کړو. هغه ښۀ پوهه کړو. او بيا د مسلم ليګ جلسو کښې به ئې نظمونه وئيل. خو اوس بيا د عمر ګل دغه نظم د پمفلټ شکل کښې ټوله علاقه کښې خپور کړے شوے دے. مونږ پرې چاپې وهو او اميد دے چې ډېر زر به ګرفتار شي او د ژبې سترګې به هم ترې واخلو”

    رپورټ جمع شو.

    محمد امين AD چارسده

    3-3-1949ز

    دا خط او نظم خپله د ډېر څۀ ګواهي کوي. دې نه علاوه هم بلها ګواهان موجود وو چې خپل مشاهدات ئې قلم ته سپارلي دي. دوي کښې څۀ نوموړي دادي:

    احمد کاکا: پروفېسرجهانزېب نياز، عبدالاکبرخان اکبر، حسن الدين دراني، عبدالمالک فدا، طورسم کاکا، حبيب الله کاکا، شاد محمد مېږے.

    احمد کاکا وائي چې د بابړې واقعه کښې د ځينې خدائي خدمتګار (دکرسۍ شوقيانو ممبرانو) هم لاس ؤ. ولې قيوم خان د دغې ترديد کړے ؤ. د بابړې واقعې پۀ وخت د پوليس انچارج ډي اېس پي عزيزالرحمان ؤ چې د تله ګنګ اوسېدونکے ؤ. اسسټنټ کمشنر ګل محمد ؤ چې د ډېره اسماعيل خان ؤ. ډپټي رويداد خان او پيرفضل خالق هم پکښې شامل وو.

    د بابړې د ځينې شهيدانو فهرست دا دے:

    1. شېرمحمد عرف سپين ملنګ ( دبېرغ خاوند اولنے شهيد)، تنګے

    2. روف کاکا. پړانګ، ساپر خېل

    3. حاجي قرېش، بابړه.

    4. عبدالحکيم . بابړه (موصت خېل)

    5. محمد ايوب ولد محمد شېرين . ساپرخېل پړانګ

    6. قطب شاه . ساپر خېل

    7. د قطب شاه بي بي (ښځه خاوند دواړه پۀ يو ګرنېډ لګېدلي وو)

    8. يحيٰي ګل. ساپر خېل

    9. مهرشېده (د يحيٰي ګل لور)

    10. ميراګۍ (د يحيٰي) ښځه

    11. حميدالله ولد نصرالله، زرين اباد

    12. دراني شا خېل (ازغي خېل)

    13. عبدالقيوم

    14. لعل باچا (بابړه)

    15. عنايت الله

    16. سيداکرام

    17. غلام حبيب

    18. حضرت عمر

    19. نسيم، محب بانډه

    20. سريندرکمار د جے پور ( محب بانډه)

    21. غني (معروف خېل)، چارسده

    22. حنيف الرحمان، تنګے

    23. ميرقادر (چارسده)

    24. جان باچا (اتمانزئي)

    25. لعل کريم (رځړ)

    26. سيدا جان (ترنګزے)

    27. ماشومان

    28. (دل آرم)

    29. حضرت سيد

    30. ګل ولي

    31. نجيب

    32. نياز

    33. ګلا جان

    (سلطان کاکا اتمانزے) وائي چې دا شپږ واړه ماشومان هغۀ خپله يو قبر کښې ښخ کړي وو. ځکه چې د قبر پۀ سر به جرمانه اخستې کېده. او دا ټول غريب خلق وو. د 100 روپو جرمانې تاب ئې نۀ لرلو . سلطان کاکا 1980ز کښې وفات دے. زوے مرادعلي ئې ژوندے دے چې د سلطان کاکا ډائري ورسره شته.

  • باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

    باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

    د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې د جولائۍ مياشت دوه زره درې کښې کېښودل شو. د انجمن اصلاح الافاغنه اولني فعاليت د تعليم او تربيت سره تړون لرلو. د کومې د مخه چې انجمن يوسل څلور ازاد سکولونه بېلا بېلو سيموکښې جوړ کړل. هم دغه وجه وه چې باچاخان ټرسټ هم د باچاخان متبادل تعليمي نظريې/ماډل پۀ رڼا کښې فېصله وکړه چې د باچاخان ماډل هائي سکولونه بېلا بېلو سيموکښې جوړکړي. د باچاخان ټرسټ شق اووم سب شق څوارلسم لاندې د “باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډيشن” بنياد پۀ کال 2009ز کښې کېښودل شو. او تر دې دمه دغې فاونډيشن 17 باچا خان سکولونه جوړکړل. پۀ دې 17 باچا خان سکولونو کښې څوارلس پښتونخواه او درې بلوچستان کښې دي. د اېجوکېشن فاونډېشن مشري تردې دمه محمد رضا او ډاکټر خادم حسېن صېب ترسره کړه. او خپله خوله او زړۀ چاودنه ئې دې قامي تحريک او قامي مبارزې د پاره د تعليم د لارې ورکړه. پۀ دېرشم مۍ 2020 د فاونډېشن زوړ بورډ اف ډائرېکټرز تحليل کړے شو او نوے بورډ اف ډائرېکټرز جوړېدو نه پس اولني اجلاس کښې ځينې مهمې فېصلې وشوې چې لنډه خاکه ئې داسې ده.

    – د زوړ اېم ډي د استعفٰي نه پس د نوي اېم ډي د تقررۍ فېصله

    – د باچاخان سکولونو چلولو د پاره د باچاخان ماډل دجوړولو منظوري

    – پۀ هره ضلع کښې د باچاخان تعليمي ماډل رڼا کښې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ طرز د شلو ممبرانو انجمن جوړول

    – د باچاخان تعليمي ماډل رڼا کښې د اېجوکېشن فاونډېشن د پاره نوي قواعد و ضوابط جوړول

    – دباچاخان تعليمي نظام سکولونو چلولو د پاره جامع پاليسي او پلان جوړول.

    – د باچاخان سکولونو انتظامي امورو، نصاب، امتحاني جائزې او هم نصابي هلو ځلو نوې سرګرمۍ کول.

    – د خېراتي ادارې پۀ توګه د باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن مخ ښکاره کول.

    – د باچاخان سکولونو مالي ستونزې هوارول.

    – فاونډېشن ته عطيه شوې زمکو باندې خپل سکولونو جوړولو د پاره منصوبه بندي کول.

    – د باچاخان ماډل سکولونو سټېټس د سېکنډري نه هائير سېکنډري ته اړول.

    د دغه ټولو مقاصدو د پاره به يوه بشپړه پاليسي او پلان د جولائۍ مياشت کښې جوړ کړے شي چې د قانوني ټيم د جائزې نه پس به بورډ اف ډائرېکټرز ته منظورۍ د پاره پېش کړے شي. دغه رنګ د اګست د مياشت نه وروستو به پۀ دغه پاليسۍ او پلان باندې عملي کار شروع کېدو ابتدا وشي.

    دا مهال د باچاخان سکولونو تفصيل دا دے:

    1. باچاخان هائي سکول نسته روډ،چارسده

    2. باچاخان هائي سکول هيرو شاه، ملاکنډ

    3. باچاخان هائي سکول توته کان، ملاکنډ

    4. باچاخان هائي سکول مينګوره، سوات

    5. باچاخان هائي سکول ګنديګار، دير اپر

    6. باچاخان هائي سکول چترال

    7. باچاخان هائي سکول پائينۍ، صوابۍ

    8. باچاخان هائي سکول نوتيه، پېښور

    9. باچاخان هائي سکول متهرا، پېښور

    10. باچاخان هائي سکول کوهاټ

    11. باچاخان هائي سکول کرک

    12. باچاخان هائي سکول ټل

    13. باچاخان هائي سکول هوسۍ، مردان

    دې سکولونو کښې د زده کوونکو تعداد دوه زره يوسل دے. د استاذانو تعداد يوسل پنځلس دے. د استاذانو ماهانه تنخوا او د سکول کرايه اتلس لکهـ روپۍ ده. دا هر څۀ ډېر مهم، تاريخي او وخت لوے ضرورت دے خو له بده مرغه باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د پاره دا مهال دا ټولې خرچې سر ته رسول يوه لويه ستونزه ده. کۀ د نړۍ پۀ کچ د دې سکولونو پۀ اهميت خبره کوو نو لکه د نمر روښانه ده چې اهميت ئې صرف زيات نه بلکې ډېر زيات دے ځکه چې دا سکولونه پۀ شعوري توګه ماشومان روزي او چې د تعليم کومه سمه لار ده، پۀ هغې ئې د تعليم پۀ کاليو سمبالوي ۔

    د قامي تحريک دا قامي کار او د غريبانانو او يتيمانانو ماشومانو فکري روزنه کول او هغوي د سماجي ژوند د پاره تيارول غټ مرام دے.قامي کارونه قامي سوچ او عمل غواړي . مونږ اميد لرو چې د قامي تحريک مينه وال به دا بوج پۀ شريکه وچتوي.

    کۀ دې منزل ته رسولے نۀ شي

    ټوپ کړه درياب ته سفينه ماته کړه

    چې د اشنا مخ پۀ کښې نۀ ښکارېږي

    دغه بېکاره ائينه ماته کړه

    مينه او درد چې پۀ کښې نۀ وي د بل

    ځيګر دې وشلوه سينه ما ته کړه

  • د ضم شوو ضلعو غونډه – ډاکټر سهېل خان

    اتلسمه فروري، 2020

    خوشحال بابا وئيلي دي:

    هوښيار هغه دے چې سخت جنګونه
    تر خېره راولي پۀ فرهنګونه
    نادان هغه دے چې پۀ کار د صلحې
    ګډ کا د شر فساد رنګونه

    د ضم شوو ضلعو غونډه پۀ اتلسمه فرورۍ کال نولس سوه شل پۀ باچا خان مرکز کښې وشوه. د غونډې صدارت د کوربتوب پۀ حېثيت اېمل ولي خان وکړو او د مجلس کاروائي ښاغلي سردار حسېن بابک مخ پۀ وړاندې بوتله. مولانا عطاء الحق دروېش صاحب تلاوت کلام پاک او کوئټه بمي چاودنه کښې د شهيدانو د پاره اجتماعي دعا نه د غونډې پېل وکړو.

    د جمعيت علماء اسلام پۀ نمائندګۍ بيا مولانا عطاء الحق درېوش ته د خپلو خيالاتو د اظهار بلنه ورکړې شوه چې تلخيص ئې داسې دے:

    د انظام پۀ بابله مونږه خپله رايې مسلط کول نۀ غوښتل، بلکې د اولس د رايې تر لارې مو دا شخړه هوارول غوښتل او دا مو غوښتل چې اول دې FCR کښې اصلاحات راوړے شي. بهر حال، انضمام وشو خو د انضمام وخت کښې چې رياست دغو ضلعو سره او سياسي ګوندونو سره کومې وعدې کړې وې، هغه دې پوره کړې شي. د محکمو نېغ پۀ نېغه رسائي دې ضم شوو ضلعو ته ورسولې شي، د ابادکارۍ سلسله دې شروع کړې شي او دا هر څۀ دې د عوامي نمائندګانو پۀ لاس وشي. د ضم شوو ضلعو د ابادۍ سفيران او چارواکي د نورو ضلعو دي، دغه سفيران دې د مقامي ضلعو نه واخستے شي. زمونږ پۀ معدنياتو زمونږ پېدائشي حق دې تسليم کړے شي.

    دې نه پس ښاغلي بابک صاحب جناب شاه جي ګل اپريدي )بلوچستان عوامي پارټي( ته د وېنا بلنه ورکړه او هغوي ووئيل،

    د انضمام تحريک ځکه کامياب شو چې دا د باچا خان د تحريک پۀ لاره يعني “عدم تشدد” شوے ؤ. پۀ دې تحريک کښې د عوامي نېشنل ګوند ورکرانو بالخصوص ښځينه ورکرانو چې د اسلام اباد ډي چوک کښې هم وهل ټکول خوړلي دي، هغه د تاريخ برخه ده. د رياست پاکستان د ائين ارټيکل 246 لاندې ائيني جدوجهد رنګ راوړو، ولې اوس دې رياست خپله ذمه واري وګڼي چې کومې وعدې ئې کړې وې، هغه دې سر ته ورسوي.

    نېشنل فنانس کمېشن کښې زمونږ ځانګړې برخه اچول زمونږ حق دے. د سلو اربه روپيو وعده دې پوره کړې شي. کۀ خپل حق راته ملاو نۀ شو نو مونږ به د يو بل جدوجهد او مزاحمتي تحريک لار وسپړو. کۀ د 25 جولايۍ اتلسم انتخابات سم شوے وے نو نن به د وزير اعظمۍ د عهدې نه خلک نۀ وېرېدل. حکومت له اوس ټائم فرېم ورکول غواړي. سياسي ګوندونو له پکار دي چې يو روډ مېپ ورکړي. پۀ ضم شوو ضلعو کښې دې سر شمېرنه دوباره وشي. د قوميت خانه کښې دې د “پاکستاني” او “غېر پاکستاني” پۀ ځاے د “پښتون”، “بلوچ”، سرائيکي”، “پنجابي”، “سندهي” خانه واچولې شي؛ ځکه چې “غېر پاکستاني” څنګه دغه فارم ډ:ولے شي؟

    علي وزير )اېم اېن اے، وزيرستان(:

    نن د پښتنو شخړو باندې د خبرو ضرورت د هر څۀ نه زيات دے. د نائن الېون نه پس د ضم شوو ضلعو د اوسېدونکو عزتِ نفس ډېر مجروح شو. د دوي د کورونو بې عزتۍ وشوې. د حکومت نيت روغ نۀ دے او نۀ ئې د سمېدو څۀ امکان شته. اخر مونږ به تر کومه حده دا بې عزتي برداشت کوو چې خپلو کورونو ته هم پۀ راهدارۍ سرټيفيکېټونو لاړ شو؟ د افغانستان پۀ لارو چې کوم غېر قانوني تجارت کېږي، د هغې امدن چرته ځي؟ دغه تجارت ولې قانوني شکل ته نۀ اړولے کېږي؟ دغه امدن د کومو خلکو او محکمو/ ادارو جېبونو ته ځي؟ د انګور اډې تجارتي لار د ټېکس امدن د درېو کروړو نه زيات رېکارډ نشته، تګ راتګ د چا لاس کښې دے؟ دغه امدن کښې ترهګرو ته خپله برخه ورکړې کېږي. ځينې ګُډ کمانډرانو ته تر دېرش لکهو سامان وړل راوړل فري دي. سياست، ګوندونو او د پښتونولۍ ادارو يعني جرګه، جومات او حجره کښې مداخلت روان دے. جنګي اقتصاد بيا شروع کېدو واله دے. د لاندې ضلعو )سمې( نه خلک را روان دي او د دې ضم شوو ضلعو خلکو له ټرېننګ ورکوي. کۀ څوک جنګ غواړي يا جنګ خوښوي، هغوي د پاره مال دولت، ترقياتي سکيمونه او ترقي شته او څوک چې امن غواړي، هغوي د پاره هېڅ هم نشته!!!

    پکار ده چې د افغانستان تجارت دې ټول قانوني شکل ته واړولے شي.

    ډاکټر سيد عالم محسود )پښتونخوا اولسي تحريک(:

    فېصله دا شوې ده چې سل اربه به روپۍ ورکولې کېږي او دې سره به NFC کښې 3% برخه وي. دغه رنګ دا بجټ هر کال زياتېدۀ. ولې دوي دوي د خراب معيشت خبره کوي نو دا سل اربه روپۍ خو دوي د وزير اعظم د صوابديدي فنډ نه هم ورکولې شي. د تعليم د پاره بجټ مختص کول غواړي چې دا به هر کال پۀ خصوصي فيصد کښې ټاکل کېږي او پۀ ضم شوو ضلعو به لګي. د معدنياتو اېکټ دفعه 172 دوي غلط define کوي؛ دغه اېکټ د سمندري زمکې د پاره ؤ چې مالک ئې نۀ ؤ. پۀ ضم شوو ضلعو کښې د زمکو مالکان شته خو رېکارډ ئې نشته. د پښتونخوا ګورنر دې دومره با اختياره شي څومره چې د نورو صوبو دي. سرتاج عزيز کمېټۍ تجاويزو باندې دې عمل درامد وکړے شي.

    مونږ پۀ خپله خاوره بل پراکسي وار نۀ غواړو. د امن د پاره اے اېن پي بلها قرباني ورکړې ده، پکار ده چې جنت کښې هم د ټولو قامونو برخه يو شان وي.

    شوکت يوسفزے )پاکستان تحريک انصاف(:

    اٰل پارټيز کانفرنس راغونډول سياسي مېچورټي ښائي. ټول پښتانۀ ترقي غواړي. د مخکښې تګلاره ټاکل غواړي. تنقيد اسان کار دے. ملاکنډ ډويژن اپرېشن کښې شانګله کښې اتۀ اتيا سکولونه برباد شوي وو. ختم شوو ضلعو کښې ترقي ولې شروع نۀ شوه؟ کۀ انضمام نۀ ؤ شوے نو څۀ به شوي وو؟ د ترقۍ عمل شروع شوے دے. ټېنډرې هم وتلې دي. 184 اربه روپۍ راغلې دي. قوم کښې سياسي شعور دا رنګ APCs راوستلو. اوس به مونږ خپلو کارخانو له پۀ اووۀ نيمې روپۍ في يونټ ارزانه بجلي ورکوو. ضم شوو ضلعو کښې انصاف کارډ هم تقسيم شو. زمونږ امن او ترقي افغانستان سره تړلې ده.

    ]شاه جي ګل غږ وکړو، “لږ د افغانستان پښتانۀ هم پاکستان ته را وغواړئ نو ستاسو د دعوې پته به هله ولګي.[

    سېنېټر مشتاق احمد خان )جماعت اسلامي(:

    جرګې دې روانې وي خو ولې د پاکستان د ائين ارټيکل 154 لاندې د “کونسل اٰف کامن انټرسټس” (CCI) اجلاس راغوښتل نوي (90) ورځو کښې لازمي وي، ولې موجوده حکومت دغه اجلاس اتلس مياشتې پس را وغوښتو. زمونږ net هائيډل پرافټ لاندې دې مونږ له د ډالر د نوي رېټ مطابق حصه راکړي، کوم چې د اے جي اېن فارمولې لاندې زمونږ بنيادي حق دے. کۀ مونږ اتفاق و نۀ کړو نو دا شته حقونه هم را نه اخلي.

    CCI د نټ هائيډل پرافټ کمېټي جوړه کړه چې دا پېسې به څنګه ورکوو او وسائل به د کومې راوړو؟ نو دا خو زمونږ نه اخستې شوې پېسې دي او اے جي اېن قاضي فارموله خو د ائين لاندې د څلورو فورمونو نه پاس شوې فارموله وه؛ نو د هغې د پاسه د CCI کمېټي جوړل غېر ائيني دي. دوي د اے جي اېن قاضي فارموله متنازعه کول غواړي. زۀ پۀ 1.25 روپۍ بجلي جوړوم او IPP پۀ 48 روپۍ جوړوي نو هغوي له پېسې ورکوي او مونږ له نۀ راکوي!!! د ائين [158] تر مخه ګېس چې کوم ځاے راوځي، هغه به د هغوي وي، د ارټيکل [172] بې نامي زمين؛ دې دواړو له ئې هم کمېټۍ جووړې کړې، حالانکې دغه د ائين لاندې تشريح شوې دي.

    زمونږ صوبه پۀ معدنياتو مالداره او شتمنه ده، پۀ هائيدل کاربن غني ده، خو کۀ زمکې کښې پراتۀ وي نو زمکه به وچوي. UNDP وائي چې ضم شوو ضلعو کښې د صوماليه نه زيات غربت دے.

    دلته راو انوار پرانستې تڼۍ ګرځي او احسان الله احسان ترکي کښې مزې کوي. دا څۀ مسېج ورکول غواړي؟ کرتارپور ته خلک بغېر ويزې راځي او وزيرستان ته خپل کور ته پۀ راهدارۍ سرټيفيکېټ ځي!!!!

    افغانستان سره د تجارت ټولې لارې دې پرانستې شي. شاه کس کښې د اٰئس فېکټري څوک چلوي؟

    زما تجويز دے چې د اے اېن پي ټول مطالبات سم دي او زۀ ورسره اتفاق کوم خو دا دې هم پکښې شامل کړي چې:

    1. مونږ د ټانک د جرګې حمايت کوو او د TDPs د بحالۍ مطالبه دې پۀ دې نکاتو کښې شامله کړې شي.
    2. کېري لوګر بِل پۀ چا ولګېدو؟ د هغې حساب دې ورکړے شي
    3. د دهشتګردۍ خلاف جنګ کښې مونږ 75 زره شهيدان ورکړل او 140 اربه روپۍ نقصان وشو، دا نقصان دې پوره کړے شي او د کېري لوګر بِل دغه 24 اربه ډالره کښې دې زمونږ برخه راکړې شي.

    اسد اپريدے )قومي وطن پارټي(:

    مونږ دغه ټول مطالبات چې اے اېن پي مرتب کړي دي، حمايت کوو.

    شکيل وحيد الله )مزدور کسان پارټي(:

    ADP کښې دې 30% برخه ضم ضلعو ته ورکړې شي. پۀ تورخم دې انساني تذليل بند کړے شي.

    اعجاز اپريدے )نېشنل پارټي، پښتونخوا وحدت(:

    دا ملک يو سېکيورټي سټېټ دے. د ضم شوو ضلعو ممبران دې خلکو ته ووائي چې پارلېمان کښې څۀ روان دي.

    اختيار ولي خان )پاکستان مسلم ليګ(:

    کۀ د 2018 انتخابات مو نۀ وو منلے نو نن به دا حال نۀ ؤ. جرګې پۀ خپل ځاے خو احتجاج هم کول غواړي.

    جمال الدين )شمالي وزيرستان(:

    مونږ شمالي وزيرستان کښې څلوېښت ورځې دهرنا وکړه او نن مو پېښور کښې هم شل ورځې پوره شوې خو مونږ له څوک حکومتي چارواکي را نۀ غلل. د اپوزيشن ګوندونه مونږ له ټول راغلل. اول ئې راسره 45 زره روپۍ مرله زمکه او 3 لکهه د دکان پۀ سر تاوان ومنلو، بيا ئې ووئيل چې 15 زره روپۍ واخلئ. بيا ئې ووئيل چې پېسې نشته او اوس وائي چې دا زمکه خو ټوله سرکاري ده.

    جاسم اپريدے )ټرائبل سټوډنټس ارګنائزېشن(:

    د دهشتګردۍ لۀ کبله چې کوم سکولونه بربادي شوي وو، هغه لا اوس هم نۀ دي جوړ. پۀ کاغذونو کښې د ميډيکل او انجنئيرنګ کوټه ډبل شوه خو يونيورسټيو پرې عمل درامد و نۀ کړو. سکالر شپې ئې بندې کړې دي، هغه دې ازادې کړې شي.

    مير کلام وزير )اېم پي اے(:

    اېجنډې سره مکمل اتفاق کوم. IDPs اوس هم بې کوره دي، د دوي واپسي او بحالي دې يقيني کړے شي. د ملک ټولو تعليمي ادارو کښې دې د پښتو زده کوونکو سره ظلم بند کړے شي. د پښتنو سياست، جرګه او جومات کښې دې مداخلت بند کړے شي.

    د عوامي نېشنل پارټۍ خېبر پښتونخوا د صدر اېمل ولي خان لۀ خوا دې غونډه کښې د ګډون کوونکو د مننې او خپلو خبرو کولو نه پس چې کومه شريکه اعلاميه جاري کړې شوه، د هغې تر مخه دا نکتې اعلان کړې شوې:

    1. د پينځويشتم ائيني ترميم تر مخه چې )هر کال د پاره( د کومو سل اربه روپيو اعلان شوے ؤ، هغه دې فوراً جاري کړې شي.
    2. د پينځويشتم ائيني ترميم تر مخه، صوبائي او وفاقي حکومتونه پۀ نوي (90) ورځو کښې دننه پۀ ضم شوو ضلعو کښې د بلدياتي ټاکنو تابيا کښې پاتې راغلي دي، دا ټاکنې دې فوراً وکړې شي. د دې تر څنګ، صوبه کښې د بلدياتي حکومتونو موده سر ته رسېدلې ده او حکومت اوس هم د بلدياتي ووټونو کولو نه تېښته کوي.
    3. پۀ ضم شوو ضلعو کښې دې ترقياتي کارونه او انتظامي معاملات سول انتظاميې او منتخب ارکانو ته وسپارلے شي.
    4. د لسو کلونو د پاره دې دغه ضم شوې ضلعې د لوظ سره سم د ټېکس نه مستثنٰي وساتلې شي.
    5. د انضمام نه اګاهو د شوې معاهدې تر مخه دې د دوه ويشت زره (22,000) خاصه دارانو بهرتي عملي کړې شي.
    6. هره نوې ضلع کښې دې يو پوهنتون جوړ کړے شي.
    7. ضم شوو ضلعو کښې د تورسرو د خواندګۍ شرح 3 فيصده ده، دغه ضلعو کښې دې دوي د پاره تعليمي ادارې پرانستې شي.
    8. بد امني د پاکستان او افغانستان تر منځه اعتماد ته زيان رسولو سره پښتونخوا او دا نوې ضلعې زوروي؛ د ډيورنډ کرښې دواړو خواو ته د اعتماد زياتولو او پښتنو سيمو خصوصاً د نوو ضلعو د اولس معاشي ملاتړ د پاره اقدامات پوره کول پکار دي او دې د پاره بايد د تجارت لارې پرانستې شي.
    9. ضم شوو ضلعو کښې د ابادکارۍ او ځاني کورونو او ودانيو د شوې سروې او معاهدو تر مخه دې سړکونه، هسپتالونه او کالجونه تعمير کړے شي.
    10. بايد د ضم شوو ضلعو څخه د بې درکه شوو خلکو کوټلي معلومات جمع کړے شي، هغوي عدالت ته پېش کړے شي او چا سره چې زياتے شوے وي، د هغوي تلافي دې وکړې شي.
    11. د ضم شوو ضلعو د استوګنو د بلاک شوو شناختي کارډونو مسئلې دې پۀ جدي توګه حل کړې شي.
    12. د مردم شمارۍ پۀ حواله د نوو ضلعو شکايتونه دې غوڅ کړے شي، د بې کوره خلکو سر=شمېرنه دې بيا وشي او د مردم شمارۍ پۀ فارم کښې دې د “پښتون/افغان” خانه بحال کړې شي.
    13. لېنډ مائنز دې صفا کړې شي.
    14. پۀ نوو ضلعو کښې د good او bad طالبانو اصطلاح د بد امنۍ مونډ دے؛ رياست بايد دغه رويه پرېږدي.
    15. د هرې قانوني لارې پۀ مرسته چې ممکن وي، د خېبر پښتونخوا منرل اېکټ مخنيوے کول او د ضلعو پۀ وسائلو د ځائي خلکو د ملکيت حق تسليمول.
    16. د تهري جي او فور جي سره سره دې موبائل سروس فوراً بحال کړے شي.
    17. چېکپوسټونه چې د اولس ژوند ئې سختيو سره مخ کړے، دې فوراً ختم کړے شي.
    18. پۀ ضم شوو ضلعو کښې د سياسي شعور لرونکو زلمو پۀ ضد روان کرېک ډاون، نيول، غائبول او د دوي خلاف د مقدمو جوړولو نه دې څنډه وکړې شي؛ دې سره اشتعال زياتېدے شي.
    19. باړه انډسټريل زون دې فوراً بحال کړے شي او پۀ دغه ډول دې هره ضلع کښې انډسټريل زون قائم کړے شي.
    20. د زمکې پټوار (land record) دې فوراً ډيجيټلائز کړے شي.
    21. نوو ضم شوو ضلعو د پاره مختص شوو د ميډيکل او انجنئيرنګ سيټونو باندې دې شوے اعلان عملي کړے شي او هائير ايجوکېشن کمېشن دې وظیفې (scholarships) بحال کړي.
    22. د بې کوره شوو خلکو (TDPs) خپلو کورونو ته با عزته واپسي دې يقيني کړې شي.
    23. د ملک پۀ ټولو تعليمي ادارو او بيا پۀ تېره تېره پوهنتونونو کښې پښتنو زدکړيالو سره روان امتيازي سلوک دې ختم کړے شي.
    24. د کېري لوګر بِل او کولېشن فنډ 24 اربه روپۍ چې د فوجي اپرېشنونو نه متاثره علاقو د پاره وې، حساب دې ورکړے شي.
    25. د ائين مطابق د اے جي اېن قاضي فارمولې سره سم نټ هائيډل پرافټ منلے شوے ؤ، موجوده حکومت دې د پاره کمېټي جوړه کړې چې دا د ائين خلاف ورزي ده، دې نه دې لاس واخستے شي.
    26. موجوده حکومت د ائين د ارټيکل 172 پۀ غلطه تشريح کولو سره حکومت د بې نامي جائدادونو مالک ګڼي او دې د پاره ئې يوه کمېټي هم جوړه کړې ده او دغسې د نوو ضم شوو ضلعو دننه پۀ زمکو قبضې کوي. دا جرګه مطالبه کوي چې دې غېر قانوني او غېر ائيني اقدام نه دې حکومت لاس پۀ سر شي.
    27. دا جرګه پۀ پښتنه خاوره خصوصاً نوو ضلعو کښې يو نوے پراکسي وار نۀ غواړي.
    28. بد امني د مخصوص خلکو د امدن ذريعه ده، دغه امدن دې بند کړے شي او دا دې د قانون دائره کښې راوستے شي.
    29. د پښتنو سياست، پښتونولۍ، ثقافت، جرګه او جومات کښې دې مداخلت بند کړے شي.
    30. د نوو ضم شوو ضلعو د انضمام نه وړاندې چې دې خلکو سره کوم لوظونه شوي دي، هغه دې سر ته ورسولے شي.
    31. د دې جرګې ټولې نکتې حکومتِ وقت او متعلقه ادارو د پاره يوه تګلاره (road map) ده، کۀ پۀ دې عمل درامد نۀ کېږي نو دا جرګه به سړکونو ته راوځي او د تحريک شکل به اخلي. دې مقصد د پاره به د ټولو پارټيو، تحريکونو او سازمانونو يوه کمېټي جوړولې شي چې د هرې پارټۍ، تحريک يا سازمان دوه غړي به پۀ کښې شامل وي.

    د اخبارونو دا دوه ټوټې دې سند وي د دې خبرې، (i چې دې ملک کښې د رياستي جنګي پاليسۍ جرړې دا نۀ چې صرف ږيرو پورې تړلې دي، کلين شېوډ شنۀ مجاهدين هم د تحريک طالبان د رابطه کمېټۍ غړي ټاکلے کېږي – (ii چې دلته مذهب د ووټونو بېوپار کښې څومره پۀ بې دردۍ او بې شرمۍ استعمالولے شي.

     

  • د انجمن اصلاح الافاغنه کليز راپور (دوېمه او اخرۍ برخه) – ډاکټر سهېل خان

    اِن هٰذا صراطي مستقيماً فاتّبعوه و لا تتّبع السبل فتفرق بکم عن سبيله ذٰلکم وصّٰکم به لعلکم تتقون.

    ……. د انجمن د فعاليت کار د هغې د ممبرانو پۀ قابليت او د هغوي د کار د نوعيت پۀ واقعيت وي. پۀ دې انجمن کښې کۀ څۀ کمے وي، هغه پۀ نخښه کول د واقف کارو او د تجربه کارو کسانو دے. مونږ داسې بدقسمته قوم يو چې مونږ کښې اول خو د داسې خلقو قحط دے او کۀ خال خال چرته پېدا هم شي، د هغوي قابليت او وخت پۀ غېر قوم لکه د مويونو خرڅېږي.

    پۀ ځاے د دې چې قوم د هغوي نه د څۀ خېر اميد ولري، الټا خپل ملک او قوم ته نقصان رسوي. دويم مشکل د مال کمے دے، ولې چې هېڅ کار پۀ دنيا کښې بغېر د مالي قربانۍ نه نۀ شي کېدے. اګرچې د انجمن موجوده مالي حالت کمزورے نۀ دے، د خداے فضل دے، څومره کار چې موجوده وخت کښې د انجمن پۀ لاس کښې دے، د هغې د پاره د موجوده ذمه وارو ممبرانو ايثار او فياضي کافي ده؛ مګر د انجمن مقصد د اتمانزو لا د څو ملحقه مدرسو پورې محدود نۀ دے – د انجمن مقصد د موجوده عملي کار نه چې تاسو ئې وينئ، ډېر لوے دے، پۀ شرط د دې کۀ قوم چرې خپله بيماري او کمزوري محسوس کړي او پۀ انجمن باندې اعتبار وکړي چې واقعي دا زمونږ د اصلاح او د ترقۍ او د بهبود پۀ غرض جوړ شوے دے او د دې کارکنان پۀ نېک نيتۍ دي، نو ډېر ممکن ده چې د انجمن دا کمي هم پوره شي او بيا انجمن پۀ مضبوط قدم سره مخکښې خپل اصلي مقصد ته قدم کېږدي.

    درېم مشکل د انجمن د کار نه د بعضې خلقو بې خبري او عدم احساس او بې ځايه شکوک او شکايات دي. بغېر د څۀ پوښتنې، د انجمن متعلق غلط ګمانونه چلوي چې هغه د انجمن څۀ چې د قوم پۀ ترقۍ کښې مشکلات پېښوي. بايده دي چې د کومو صاحبانو د انجمن د کارګزارۍ متعلق څۀ شکايت يا څۀ شک پېدا شي نو د هغوي پۀ خدمت کښې دا التماس دے چې قبل د دې نه چې هغوي خپل ځان پرېشان کړي او د انجمن متعلق د هغوي بدظني پېدا کړي، هغوي خپل شکوک د ممبرانو سره پۀ تبادله خيالات يا د انجمن د کار نه پۀ اصلي معنيو کښې واقفيت حاصلولے شي. د انجمن پاليسي صافه ده! انجمن هېڅ کار پټ نۀ دے ساتلے، هر وخت د يو ورور جائز اعتراض دفع کولو ته تيار دے. پس پکار دي چې مونږ دې هر وخت د نېک ګمان نه کار اخلو. بدظني د مسلمانانو شېوه نۀ شي کېدې، لکه الله تعالٰي فرمائي، ياايهاالّذين اٰمنوا اجتنبوا کثيراً من الظنّ اِنّ بعض الظّن اثم الخ.

    څلورم مشکل چې دے، هغه دا دے چې مونږ پۀ دې حقيقت پوې نۀ شو چې دا کوم شے او څوک دي چې د انجمن او د علماو صاحبانو پۀ منځ کښې بدګماني او غلط فهمي پېدا کوي!!! علماء صاحبان د انجمن مونږ ښے لاس ګڼو، ولې چې د انجمن او د علماء صاحبانو پۀ مقصد زندګۍ کښې تر ډېره پورې مناسبت دے. خېر، څومره چې معلومېږي، دې کښې د هغه چا لاس دے چې د چا دې قومي او ملي عمارت سره د تعمير اتفاق نۀ دے او دا نۀ غواړي چې پۀ دې زمانه د شېطانت کښې دې يو غلام قوم او ملي تعليم ورکړے شي او د هغوي اصلاح دې وشي او پۀ خپلو پښو دې ودرېږي. دا څومره د افسوس خبره ده چې څوک د يو داسې بې ضرره او خاموش انجمن چې هغه د يو داسې پرېوتي قوم پورته کول غواړي چې هغه د خپلې ناپوهې او د جهالت پۀ وجه د دنيا پۀ نظر کښې وحشي ګڼلے شي او د اسلامي دنيا پۀ تباهۍ کښې هم پوره حصه اخستې وي، بد به غواړي .څوک دا افواه پۀ ملک کښې ګډوي چې دا يو بالشويکي تحريک دے او د دي اثر پۀ سرمايه دارانو باندې به پرېوځي، لېکن دې ته منصف مزاج خلق هم نۀ ګوري چې د کوم انجمن ټول ممبران پۀ خپله د ډېرې سرمايې او د جائيداد خاوندان دي، هغوي څۀ رنګ بالشويک کېدے شي؟ بيا دا مشهوره کړې شوه چې دا مدرسه د بم سازۍ يوه کارخانه ده، لېکن زۀ نۀ پوهېږم د دې هغه جوړ شوے بم پۀ چا او پۀ کوم ځاے کښې استمعالېږي؟ بيا دا مشهوره کړې شوه چې دا د قاديانو يوه حوېلۍ ده او د قادياني خيالاتو اشاعت کوي، لېکن د ممبرانو د انجمن د عمله او د عقائد نه دا حربه هم بې اثره شوه. اوس دا کوشش جاري دے چې د اراکينو پۀ منځ کښې دې تفريق واچولے شي چې د چا پۀ مدد او پۀ ملګرتيا سره د دې کار د ترقۍ امکان کېدے شي. زۀ نۀ پوهېږم چې يو خوا خو مونږ ته دا وئيلے شي چې مونږ ستاسو د تربيت او د اصلاح د پاره راغلي يو او تاسو ته مناسب حقوق او ذمه وارۍ ځکه نۀ شو درکولې چې ستاسو تعليم نشته او پۀ خپلو پښو د ودرېدو قابل نۀ يئ او بل خوا کۀ څوک پۀ قوم کښې څۀ خپلو پښو او د ودرېدو د قابليت پېدا کولو کوشش کوي نو هغه بالشويک او بم ساز او باغيان وي!!!

    پس زما د ټولو مشرانو او د خېرخواهانو پۀ خدمت کښې مؤد بانه عرض دے چې د انجمن پۀ نسبت د داسې غلط افواه ګانو نه چې هغه موجب د نفاق وي، ځان وساتي، لکه الله تعالٰي فرمائي، والذين اتخذو الهو الحديث ليضل عن سبيل الله. مونږ له پکار دي چې د دې کوشش وکړو چې ټول پۀ يو خيال يو ځاے ته راجمع شو او د يوې اجتماعي زندګۍ بنياد کېږدو، ولې چې انفرادي کوشش ډېر کم کاميابږي – يد الله عليٰ الجماعت – مسلماني نوم د اجتماعي زندګۍ دے.

    کۀ چرې مونږ کښې څوک د څۀ مجبورۍ پۀ بناء باندې خپل وخت او دولت پۀ قومي کارونو کښې نۀ شي صرف کولے نو دا خو نۀ دي مناسب چې هغوي د خپلو کمزوريو پۀ وجه سره د هغې خلقو پۀ کار کښې مشکلات پېدا کړي چې څوک لږ لا څۀ قومي خدمت کوي!!! ولې کۀ چرې يو هسې کار خدا نخواسته ناکامياب شي نو قوم ته ترې نقصان پېښېدل لازمي وي او چونکې هغوي هم د دې قوم افراد دي نو لازمه ده چې د هغې اثر به پۀ هغوي باندې هم داسې پرېوځي لکه پۀ نور قوم!!! پس پکار دي چې هغوي د هغې چا چې څوک څۀ مذهبي يا ملي خدمت کوي، همت افزائي وکړي او حتي المقدور د هغوي لاس ونيسي. کۀ چرې دا نۀ شي کولے نو د بې ځايه اعتراضونو کولو نه دې ځان وساتي.

    کار ګزاري:

    پۀ دې عرصه د شپږو کالو کښې چې څومره کار انجمن کړے دے، هغه هغې چا ته پۀ ښۀ شان معلومېدے شي چې د انصاف پۀ نظر د دې علاقې پۀ هغه حالت نظر وکړي چې لا د دې تحريک اغاز لا بنياد نۀ ؤ. د ازاد اسلاميه هائي سکول نه علاوه د متعدد اسلامي مدرسو وجود او پۀ هغو کښې پۀ سوونو بچي د ارکان اسلامي نه واقف کېدل او هغو له د مذهبي تربيت سره سره د لوستو او د ضروري خط و کتابت واقف ګرځول څۀ وړه خبره نۀ ده. د ټولو نه لوے کار هغه خيالي/ فکري انقلاب دے چې هغې چا ته پۀ ښۀ شان معلومېدے شي چې څوک د هغې علاقو معائنه وکړي چې کومو ځايونو کښې د انجمن اثر او اواز نۀ دے رسېدلے او بيا هغې مقامونو ته وګوري چې کوم ځاے کښې د انجمن تحريک جاري دے.

    ملحقه مدارس:

    انجمن د هغې مدرسو چې د کومو انجمن سره باقاعده الحاق دے يا د انجمن پۀ نصاب تعليم باندې چلېږي، باقاعده نګراني کوي. يعني د خپل ممتحن پۀ ذريعه د هغو سه ماهي، شش ماهي، سالانه معائنې کوي چې هغه پۀ تحصيل چارسده کښې ترنګزو، ښادي کلي، غونډه کرکڼه، زرين اباد او خرکي کښې دي او پۀ تحصيل مردان او صوابۍ شهباز ګړهۍ، بره ګړهۍ، ساول ډهېر، کاټلنګ، اسمٰعيله، نواکلي، تولندۍ، ګړياله او پۀ تحصيل نوښار کښې زيارت کاکا صاحب داسې نورې مدرسې قومي ډېرې دي چې د هغې الحاق خو نۀ دے شوے، مګر د هغوي جلسو کښې او صلاح مشوره کښې د انجمن ممبران باقاعده شريکېږي.

    نصاب تعليم:

    چونکې د مدرسې الحاق د جامعه مليه دهلي سره دے، پۀ دې وجه سره تعليم د مدرسې هم هغه دے چې کوم د جامعه دے؛ البته د مقامي ضرورياتو پۀ لحاظ سره پۀ کښې ډېر کمے بېشے شوے دے. نصاب تعليم چاپ شده د مدرسې د دفتر نه حاصلېدے شي. مخکښې د انجمن دا خيال دے چې د څومره څومره علمونو کتابونه د درس د پاره پۀ پښتو ژبه کښې پۀ لاس راځي او د مدرسې د طريقه تعليم مطابق وي، دې د پاره د قوم د هغې افرادو پۀ خدمت کښې څوک چې دې کار سره دلچسپي لري، يعني بچو لره چې پۀ خپله ژبه کښې دې تعليم ورکېدے شي، نو هغوي دې پۀ ډېرې دريا دلۍ سره د انجمن مالي امداد کم از کم دومره وکړي چې انجمن پۀ خپله سعي او خرڅ سره تر مډل پورې کتابونه پۀ خپله ژبه کښې تيار کړي او د هغې تعليم يافته صاحبانو پۀ خدمت کښې هم عرض دے کۀ چرې هغوي کوشش وکړي او يو يو کتاب د نصاب تعليم د پښتو د پاره پۀ پښتو ژبه کښې تيار کړي او انجمن ته راولېږي.

    طريقه تعليم:

    طريقه تعليم يا نصاب تعليم يو داسې اهمه مسئله ده چې تر اوسه لوي لوي لائق قومونه او د هغوي د علم افراد لا پۀ دې کوشش او جستجو کښې دي چې د يو قوم د پاره څۀ قسم نصاب تعليم پکار دے – لېکن بيا هم، څومره چې قابلو قومونو ثابت کړې ده او پۀ هغې باندې ګامزن دي او معراج د ترقۍ ته رسېدلي دي، نو هغوي هم داسې نصاب غوره کړے دے چې (1 وړومبے هغه نصاب د هغې قوم پۀ خپله ژبه کښې وي (2 دوېم پۀ هغې نصاب تعليم کښې د قوميت او د حريت سبق زيات وي (3 درېم د صنعت او د حرفت خاصه حصه پۀ کښې پۀ دې غرض لازمي او واجبي وي چې د قوم ځوانان د نان نفقې د پاره د چا در کښې ولاړ نۀ وي او د غلامۍ او د احتياج لاندې د چا بل قوم را نۀ شي.

    زۀ د قوم د دې قوم علمي او همدردانو صاحبانو پۀ خدمت کښې دا عرض کوم چې کۀ چرې زمونږ نصاب تعليم سره د دوي اتفاق هم نۀ وي، بيا هم دوي لره پکار دي چې د خپل قوم بچو د پاره يو داسې مناسب او مفيد مطلب نصاب جوړ کړي چې پۀ هغې د قوم د بچو داسې تربيت وشي چې د هغوي ائنده زندګي د ملک او د قوم د پاره مفيد ثابت شي او لکه د نن پرون د تعليم يافتو پۀ شان پۀ مور پلار بار نۀ شي. لا هغوي هم د وخت د مرئيانو پۀ شان د غېر قوم پۀ خدمت کښې نۀ خرڅېږي.

    معيار تعليم:

    پۀ دې مدرسه کښې د جامعه جونئير پورې تعليم ورکېدے شي. جامعه جونئير د پنجاب د يونيورسټۍ د مېټرک برابر دے. د تعليم موده نهه کاله ده. پۀ دې عرصه کښې قران شريف، احاديث، ضروري مسائل د فقهې، زبان داني، حساب، انګرېزي، تاريخ او جغرافيه ښودلې شي.

    شعبۀ دينيات:

    علاوه لۀ دې نه، د انجمن د سکيم مطابق د دينياتو د تکميل د پاره يوه بېله شبعه هم انجمن قائمه کړې وه او پروس کال د هغې اجراء هم شوې وه؛ مګر د بد قسمتۍ نه د کال پۀ اخر کښې د هغې هېڅ نتيجه را و نۀ وتله. اول خو د هغې د پاره طالبعلمان نۀ پېدا کېدل، چې څۀ لږ ډېر پېدا شو نو هغوي ته د مدرسې د قواعدو او ضوابطو پابندي ګرانه وه او کوم وخت چې د امتحان ورځې راغلې نو هغوي پۀ روژه کښې امامتو نيولو ته مېرې ته لاړل. اوس هم کۀ يو ذمه وار جيد داسې عالم پېدا شي چې هغه د طالبعلمانو د باقاعدګۍ او د چال چلن ذمه اخلي نو انجمن بيا هم د دې شعبې جاري کولو ته تيار دے.

    صنعت:

    انجمن پۀ دې خيال چې د قوم بچو ته سره د قومي او ملي تعليم صنعت او دستکاري هم وښودلې شي چې صبا نادار مفلس طالب مسلمان د چا دست نګر نۀ وي – چونکې د صنعت د پاره د ډېرې سرمايې ضرورت وي او انجمن د خپلې نادارۍ پۀ وجه پۀ ادنيٰ پېمانه څۀ دستکاري جاري کړې وه، هغه د بچو د پاره مفيد ثابت نۀ شوه. د دې پۀ وجه انجمن دغه شعبه بنده کړه.

    کۀ قوم دې طرف ته پوره توجه وکړي او د انجمن سره پۀ دې کار کښې پوره مدد وکړي نو اميد دے چې انجمن به پۀ مناسب پېمانه باندې صنعت مدرسه کښې جاري کړي. ولې تر څو پورې چې بچو لره صنعتي تعليم نۀ دے ورکړے شوے، هغې پورې دوي د بل د احتياج نه نۀ شي بې نياز کېدے.

    تعمير:

    پۀ وړومبو کلونو کښې چې څومره ضرورت ؤ، کچه تعمير پۀ مدرسه کښې شوے دے. باقي پروس کال راهسې نوې ابادي پخه لا کچه هېڅ نۀ ده شوې. البته شکست و ريحت مرمت وغېره کال پۀ کال شوے دے. د نوې ابادۍ د پاره محمد عباس خان صاحب او ما زمکه د سړک پۀ غاړه سرکاري مدرسې پوري متصل انجمن ته بخښلې ده. محمد عباس خان صاحب د ابادۍ د پاره دوه زره روپۍ هم انجمن ته ويستې دي او څۀ ډېرې ګټې ئې هم د بنياد د پاره پۀ خپلو روپيو راوړې دي. ما او زما مشر ورور کپتان صاحب هم دوه زره روپۍ د والدېنو صاحبانو پۀ خېرات کښې انجمن ته د ابادۍ د پاره بخښلې دي. اميد دے چې زر تر زره به نوے بورډنګ تيار شي او موجوده تکليف چې کوم د بورډنګ هلکانو ته د ځاے د تنګۍ پۀ وجه دې رفع به شي.

    سټاف:

    حضرات!

    تاسو ته به اميد دے ښۀ معلومه وي چې اول خو پۀ مسلمانانو کښې د اعلٰي تعليم يافتو ډېر قلت دے او بيا هم کۀ څۀ خال خال اعلٰي تعليم يافته کارکنان پېدا هم شي نو هغه ډېر زر د حکومت د مشين پرزې وګرځي او د قومي او د ملکي خدمت د اعزاز او د ناموس نه محروم پاتې شي. پۀ دې وجه انجمن لره تر اوسه پورې څنګه چې د دۀ د يوې اعلٰي تعليم ګاه خيال دے، سټاف پۀ لاس نۀ دے ورغلے – لېکن بيا هم موجوده سټاف د مدرسې د موجوده تعليم او تدريس د پاره نهايت موزون او مناسب دے. پروس کال پۀ سټاف کښې څۀ خاصه تبديلي د استاذانو صاحبانو راغلې وه، لېکن ډېر زر هغه کمے الله تعاليٰ پوره کړو. يعني پۀ ځاے د هستم خان صاحب، ميا صالح شاه چې انټرنس پاس دے او پۀ ځاے د محمد عمر خان صاحب مولوي بهزاد خان بي.اے مقرر شوے دے او پۀ ځاے د مولوي خليل الرحمان صاحب مولوي عبدالغفور صاحب د چارسدې مقرر شوے دے. د وړومبيو استاذانو صاحبانو د خدمت هم انجمن ډېره شکريه ادا کوي؛ ولې چې هر کال د هغوي نتائج د امتحان ډېر ښۀ ختلي دي او د موجوده استاذانو صاحبانو نه هم انجمن ډېر راضي مند او مطمئن دے او خصوصًا د هېډ ماسټر صاحب امير ممتاز خان د محنت او د کوشش او خاص کر د هغوي د هر دلعزيزۍ چې کوم خپلو ما تحتو سره لا د ممبرانو د انجمن سره او طالبعلمانو سره لري، ډېر زيات ممنون دے. اميد دے چې مخکښې به هم اساتذه صاحبان پۀ خپل منصبي کار کښې ډېره سعي او کوشش کوي او خصوصًا مقامي استاذان به د طالبعلمانو پۀ زياتي کښې نهايت دلچسپي او سرګرمي لري.

    غرض پۀ خدمت د ممبرانو د انجمن کښې:

    صاحبانو!

    د انجمن عېن د يو مشين مثال دے – تاسو وينئ کوم وخت چې د مشين يوه پرزه هم خپل کار پرېږدي يعني خرابه شي، هغه وخت ټول مشين بې کاره او د هغې ټولې پرزې معطلې پاتې شي. دغسې د يو انجمن حال دے، کۀ يو ممبر پۀ مجلس کښې غافله ؤ نو پۀ انجمن باندې د هغې ډېر څۀ زد راځي. نو هر کله چې پۀ دوه څلورو ممبرانو کښې کمزوري راشي نو تاسو وئيلے شئ چې د هغې انجمن لا د هغې مشين پۀ چلېدو څۀ اميد کېدے شي!!! څنګه چې نن پرون اکثر کارونه پۀ مشين باندې کېږي، داسې نن زمانه هر تحريک هر خدمت کۀ هغه ملي وي او کۀ قومي وي لا کۀ ملکي وي، بې د يو جماعت نه يعني د يو انجمن نه هرګز نۀ شي کاميابېدے. کۀ تاسو غواړئ چې زمونږ د قوم دې اصلاح وشي نو تر څو پورې چې تاسو خپل مشين يعني انجمن نۀ دے درست کړے، دا قابل د کار او د خدمت شوے نۀ دے، تر هغې پورې تاسو هرګز دا اميد مۀ کوئ چې دا انجمن به د قوم او د ملک خدمت لا اصلاح وکړې شي؛ ولې چې يو څيز پۀ خپله اصلاح طلب وي، هغه د بل هرګز اصلاح نۀ شي کولې. مونږ ته د الله تعالٰي دا حکم دے چې تاسو کښې دې يو جماعت وي چې هغوي مشوره لا پۀ صلاح سره د اسلام او د ملک خدمت کوي، د هغو هر کار چې وي هغه به پۀ شوريٰ وي او هر کله چې پۀ کثرت رايې يوه فېصله وشي، بيا به اراده د هغې کار کوي او پۀ الله تعالٰي به توکل کوي. داسې رسول علېه الصلوٰة والسلام هم د جماعت ډېر مونږ ته وصيت پرېښے دے، چې تر څو پورې تاسو کښې يو جماعت وي او هر کار پۀ صلاح او مشوره سره کوي، هرګز به تاسو مصيبت کښې اخته نۀ شئ او نۀ به دښمن پۀ تاسو غالب شي او څوک چې د جماعت نه ځان وباسي او د جماعت حکم نۀ مني، د هغۀ پۀ نسبت رسول علېه الصلٰوة والسلام فرمائيلي دي، في النّار –

    چونکې مخکښې انجمن سره څۀ د ډېر خدمت کولو خيال دے، نو تاسو لره پکار دي چې د پوره بېدارۍ او د استقلال او د مستعدۍ نه کار واخلئ –

    يعني مخکښې انجمن دا غواړي چې نصاب دې تر ډېره پورې پۀ پښتو ژبه کښې شي چې دا يو ډېر لوے خدمت دے او څۀ د ډېرې لويې سرمايې ورسره ضرورت دے. بل د يو پښتو اخبار جاري کول هم غواړي. درېم يو بورډنګ هاوس هم پۀ اعلٰي پېمانه باندې جوړول غواړي. دا درې واړو داسې کارونه دي چې د دې د پاره د ډېرې بېدارۍ نه کار اخستل پکار دي. زۀ دعا کوم چې الله تعالٰي ما او تاسو ټول ممبرانو لره توفيق د خدمت راکړي.

    عرض پۀ خدمت د قوم کښې:

    زما وروڼو!

    پۀ دنيا کښې د يو مريض علاج هله کېدے شي چې وړومبے هغه مريض خپل مرض محسوس کړي چې واقعي زۀ نا جوړه يم، ما لره دارو کول پکار دي. بيا د هغې مريض چا حکيم پسې ګرځېدل دي. هر کله چې حکيم لاس له ور شي، بيا پۀ هغې اعتبار کول دي. کۀ چرې اعتبار پرې نۀ کوي نو هم دا مريض جوړېدے نۀ شي.

    نن ورځ زمونږ د قوم حال هو بهو د هغې مريض دے چې وائي “زۀ بيمار يم”، لېکن نۀ حکيم پسې ګرځي او نۀ پۀ خپله څۀ دارو خوري. نو تاسو وروڼه وئيلے شئ چې د داسې مريض انجام بې د هلاکت نه څۀ دے؟ دا هم د الله تعالٰي شکر دے چې اوس ځاے پۀ ځاے خو ژړا ده او د اندامونو د دړدونو نه شکايت دے. وړومبے خو دا هم نۀ وو، يعني هډو چا محسوسوله نۀ چې مونږ ناجوړه يو. اے وروڼو! تاسو کۀ سوچ وکړئ، دا به درته ثابت شي چې پۀ دنيا کښې د جهالت نه لرې مرض د انسان د پاره نۀ شي کېدے او د علم نه لوے دولت او عزت پۀ دنيا کښې بل نۀ شي کېدے. لکه الله تعالٰي فرمائي، هل يستوِي الذين يعلمون والذين لا يعلمون، يعني ایا هغه کسان برابر دي چې جاهلان دي د هغه چا چې عالمان دي؟ يعني هرګز برابر نۀ دي .بل يو شان شاعر وائي:

    چې علم نۀ لري انسان پۀ څۀ؟
    چې پۀ کښې خوند د مالګې نۀ وي نان پۀ څۀ؟

    اے وروڼو!

    څومره د افسوس خبره ده چې د شپږو کالو نه انجمن اصلاح الافاغنه تاسو ته چغې وهي چې اے وروڼو! د جهالت پۀ مرض باندې تباه شوئ! جېلخانې او تورې اوبۀ رانه داسې ډکې شوې، د پهانسۍ پړي راباندې وشلېدل. جائيدادونه را نه لاړل، طوق د غلامۍ مو پۀ ګردن کښې دے – ورځ پۀ ورځ نوې ژړا ده، نوے اٰفت دے، نوے مصيبت دے، نوي مشکلات دي – دا ټول زمونږ د شامت اعمال نتيجه ده او اعمال مو د جهالت پۀ وجه خراب دي، لېکن افسوس دے چې مونږ تر اوسه پورې خپله بيماري محسوس نۀ کړه او کۀ چا محسوس کړې ده نو هغوي حکيم لره نۀ ځي چې دارو ورته وښائي. انجمن اصلاح الافاغنه ستاسو د اصلاح او د خدمت د پاره جوړ شوے دے. اميد دے کۀ چرې تاسو د انجمن پۀ اصلي معنيو کښې امداد وکړئ نو دوي به د الله تعالٰي پۀ اصلي معنيو کښې خدمت وکړي. في الحال چې انجمن کوم تحريک د ازاد قومي تعليم جاري ساتلے دے او د يو حده پورې کامياب شوے هم دے، دا يو معمولي تحريک نۀ دے. دا داسې زبردست تحريک دے چې دا يو قوم پۀ خپلو پښو ودروي، د احتياج او غلامۍ نه ئې ساتي، دا قوم کښ خود داري او ځوانمړدي پېدا کوي او مذهب او قوميت پۀ کښې پېدا کوي، د ايثار او قربانۍ ماده پۀ کښې اچوي – کوم وخت چې د يو قوم نصاب تعليم د غېر قوم پۀ لاس کښې شي نو ضرور هغوي داسې تعليم ورکوي چې هغه بې کاره بې هنره وي. هغې کښې هېڅ قسم نېک اخلاق او حريت نۀ وي – لکه يو شاعر وئيلي دي:

    نصاب چې د تعليم د غلام قوم شي د غېر قوم پۀ لاس
    تل به غلامان وي د دې قوم به خود داري څۀ وي؟

    اے وروڼو! کۀ تاسو يورپ ته ورشئ او د هغوي د تعليم اندازه واخلئ نو دا به درته ثابت شي چې سره د دې چې د هغوي خپل قومي حکومتونه دي، بيا هم تعليم د هر ملک د قوم پۀ لاس کښې دے او پۀ خپله ژبه کښې خپلو بچو له تعليم ورکوي. د حکومت پۀ مدرسو کښې حتيٰ الوسع نۀ داخلېږي، ولې چې د سرکاري مدرسو تعليم او تربيت د قومي مدرسې پۀ نسبت بې کاره وي. نو تاسو وئيلے شئ چې هر کله پۀ قوم حکومت هم پردي کوي او بيا تعليم هم د هغه قوم پۀ خپل لاس کښې نۀ وي نو دا څومره لوے غفلت او ذلت دے!!! داسې قوم به هرګز د غلامۍ او احتياج نه خلاص نۀ شي. مونږ لره لازمي دي چې مونږ خپلو بچو لره پۀ خپله ژبه کښې پۀ خپل لاس تعليم ورکړو او مونږ بل چا ته محتاج نۀ شو.

     

  • د انجمن اصلاح الافاغنه کليز راپور(اولنۍ برخه) – ډاکټر سهېل خان

    اِن هٰذا صراطي مستقيماً فاتّبعوه و لا تتّبع السبل فتفرق بکم عن سبيله ذٰلکم لعلکم تتقون.

    تمهيد:

    حضرات!

    قبل د دې نه چې زۀ د انجمن او د مدرسې د تېرې کارکردګۍ متعلق څۀ عرض وکړم. زۀ پۀ حېث د ناظم د انجمن، ستاسو د دې تکليف شکريه ادا کوم چې “انجمن اصلاح الافاغنه” او “ازاد اسلاميه هائي سکول” د اتمانزو د شپږو کالو د عمر پۀ ډېر خېر او عافيت تېر کړو او د اووم کال د پاره تاسو حاضرينو نه د خېر خواهۍ او د توجه اميد لري.

    حضرات!

    کۀ زۀ تاسو له دوباره د انجمن او د مدرسې پۀ دې کاميابۍ مبارکي درکړم نو بې ځايه به نۀ وي، ولې چې د خداے فضل دے زمونږ دا انجمن د خپل نوعيت پۀ لحاظ سره دا هومره کاميابي او دېرپائي د صوبه سرحد د پاره څۀ چې د ټول هندوستان د پاره د فخر خبره ده؛ ولې چې انجمونه او تحريکونه پۀ دې زمانه کښې پنج و شش کښې شروع شو. يوې سطحې ته ورسېدل او بيا پرېوتل. داسې ډېر قومي ازاد مدارس د ازاد تعليم پۀ خيال شروع شول او د شروع پۀ دوران کښې ختم شو، ځکه زۀ تاسو لۀ پۀ دې خبره مبارکي او د مستقبل د کاميابۍ خوشخبري درکوم چې دا انجمن يو کامياب انجمن دے او دا مدرسې د الله تعالٰي پۀ فضل خپل مقصد ته رسېدونکے دے.

    ولې سره د هغې مشکلاتو چې کوم نورو همعصره انجمنونو او مدرسو ته وړاندې راغلي دي او راځي؛ مثلاً مالي کمزوري، د خيالاتو تبديلۍ، فرقه وارانه کشمکش، د قوم بې اعتمادي؛ نو ډېره ممکنه وه چې زمونږ دا انجمن او مدرسه د خپل نوعيت پۀ لحاظ سره پۀ صوبه سرحد کښې څۀ چې پۀ هندوستان کښې يو ممتاز حېثيت لري. دا ډېره ناممکنه معلومېده چې پۀ سرحد غوندې بې تعليمه او خواره صوبه کښې او خصوصاً د هشنغر غوندې سرکشه علاقه او د اتمانزو غوندې تعصب کښې دا داسې يو زبردست د اصولو انجمن او مدرسه دومره مودې نه تر اوسه جاري پاتې شي. دا دواړه داسې خبرې دي چې بې ساخته د کارکنانو صاحبانو د پاره د تحسين او د افرين جملې د خولې نه وباسي.

    د انجمن اغراض و مقاصد:

    چونکې دا انجمن د تېرو شپږو کالو نه پۀ دې علاقه او صوبه کښې خدمت کوي او داسې هر کال پۀ سالانه جلسه کښې د دې اغراض و مقاصد اورولے شي چې هغه ملک او قوم ته ښکاره دي، بيا بيا د وضاحت او د بيان ضرورت نشته. لېکن بيا هم څۀ نه څۀ د دستور موافق د انجمن ترجماني ستاسو حاضرينو پۀ خدمت کښې وړاندې کول مناسب ګڼم.

    حضرات!

    پۀ دنيا هر شے د څۀ کار د پاره او هر کار به څۀ غرض باندې شروع کېږي. يو سړے يا يو ټولے چې د يو خاص غرض د پاره څۀ کار کوي، هغې ته د هغه فرد يا ټولي د زندګۍ مقصد يا راز وئيلے شي. د دې ټولنې چې نوم ئې “انجمن اصلاح الافاغنه” دے چې مقصد ئې د نوم نه څرګندېږي. د دې انجمن خواهش او مرام دے چې خپل وخت او طاقت د خپل قوم او د ملک پۀ خدمت کښې “د يو څيز اصلاح د هغې د کمي پوره کېدلو ته وائي”. چونکې موجوده پښتنو کښې د تعليم کمے دے، نو دا انجمن به د قوم بچو له د کار تعليم ورکړي چې قومي او ملي تعليم کېدے شي. د بدو رسوماتو بتدريج اصلاح د تبليغ او اشاعت تر لارې وکړي.

    د انجمن وجود:

    تاسو ته دا معلومه ده چې د دې انجمن وجود پۀ درې قسم ممبرانو باندې مشتمل دے:

    1. ممبران مجلس منتظم
    2. ممبران مجلس شوريٰ
    3. ممبران مجلس عامله

    “ممبران مجلس عامله” او د هغوي فرائض او قوائد د ممبرۍ پۀ وړومبي روداد کښې مفصل او مشرح دي. پروسکال پۀ مجلس منتظم کښې لس ممبران وو چې هغوي کښې دوه ممبران مستعفي شو او د هغوي پۀ ځاے د شوريٰ نه نور درې کسان منتخب کړے شول. في الحال مجلس منتظم کښې يوولس ممبران دي، پۀ مجلس کښې پينځۀ ممبران زيات شوي دي. د مجلس شوريٰ د ممبرانو ټول تعداد څلور شپېتۀ (64) دے. داسې مجلس عامله کښې هم دولس (12) ممبران زيات شوي دي چې تعداد ئې شپږ نوي (96) ته رسېدلے دے. صرف يو کس د مجلس شوريٰ نه مستعفي شوے دے. د مجلس صدر تېر کال محمد عباس خان ؤ چې انجمن د هغوي د ايثار او د خدمت ډېره زياته شکريه ادا کوي. سږکال صدر حاجي عبدالغفار صاحب دے.

    د انجمن ناظم پروسکال خادم محمد اکبر او مهتمم د مدرسې عبدالاکبرخان صاحب، د محاسب ميا فضل کريم صاحب او خزانچي ميا عبدالله شاه صاحب ؤ. انجمن د هر يو د اخلاص او کارکردګۍ مشکور دے. سږکال د ناظم او مهتمم عهده يوه شوه او هغه فخرِ افغان صاحب ته حواله شوه. باقي عهدېداران بدستور دي.

    د انجمن مالي حالت:

    پروسکال د انجمن امدن 8,563 روپۍ وه او بقايا د اووم کال 7,407 روپۍ دي. ټولې جمع شوې روپۍ 15,970 دي چې هغې کښې د پروسکال او سږکال خرڅ 5,001 روپۍ شوے دے او 10,996 روپۍ خزانه کښې پرتې دي – سره د دې چې سږکال قوم د ډېرو مرضونو، مرګونواو فصلونو پۀ بربادۍ خراب شوے ؤ. لېکن بيا هم د اميد نه زياته چنده شوې ده. انجمن د قوم د ايثار، کمال او د همدردۍ شکريه ادا کوي او دعا کوي چې الله دې دوي د هر افت نه ائنده د پاره پۀ امان وساتي.

    د انجمن رفتار:

    د خداے فضل دے، څومره چې د انجمن لاس رسېدلے دے او څومره چې د انجمن طاقت او قابليت دے، انجمن د خپل مقصد پۀ حصول کښې د پوره ايماندارۍ نه کار اخستے دے او مخکښې د همدردانو او د خېرخواهانو پۀ دعا سره خپل منزل ته د رسېدو کوشش کوي. زۀ دا وئيلے شم چې انجمن د خپل مقصد تکميل کښې پۀ سېر کښې پوڼۍ هم نۀ ده رېشلې. لا خو د کار تمهيد تمهيد دے. مګر دا د انجمن د پاره د نا اميدۍ او د قوم د پاره د پست همتۍ څۀ وجه نۀ شي کېدې؛ ولې څومره چې يو کار يا مقصد لوے وي، هومره د هغې د تکميل وسائل پېدا کول هم مشکل وي. د يوې جونګړې جوړول يا ورانول خو ډېر اسان وي لېکن د يو محل د تعمير د پاره د لائقومعمارانو، د ډېرې اعلٰي مصالحې او د کافي سامان او د تجربه کار تنظيمونو او مزدورانو ضرورت وي او د هغې د پاره څومره زمانه او وخت او دولت پکار وي!!! داسې هغه انجمن چې د هغې مقصد د يو داسې برباد شوي او پرېوتي قوم اصلاح مطلب وي، تاسو پوهېږئ چې د هغې د پاره د څومره لائقو کسانو، همدردانو او د څومره جيدو عالمانو او د څومره فصيح او بليغ مبلغانو او د څومره قومي شاعرانو او د څومره ايثار او د قربانۍ ضرورت وي! ځکه چې دا انجمن نوے دے، داسې د دې کارکنان او ممبران قومي دنيا ته نوي راغلي دي. څومره چې دوي زړېږي، هومره هومره به د دوي خيالات ځوانېږي او پخېږي. د انجمن د فعاليت کار د هغې د ممبرانو پۀ قابليت او د هغوي د کار د نوعيت پۀ واقعيت وي. پۀ دې انجمن کښې کۀ څۀ کمے وي، هغه پۀ نخښه کول د واقف کارو او د تجربه کارو کسانو دے. مونږ داسې بدقسمته قوم يو چې مونږ کښې اول خو د داسې خلقو قحط دے او کۀ خال خال چرته پېدا هم شي، د هغوي قابليت او وخت پۀ غېر قوم لکه د مرئيانو خرڅېږي.

     

  • د پښتنو او کردود نسلیت او شناخت جنګ – ډ. سهېل خان

     

    ښاغلي ډاکټر سهېل خان دا لیکنه تېرې میاشت د پاره کړې وه، خو پۀ وخت تر مونږ د نۀ را رسېدو لۀ امله تېره ګڼه کښې خپره شوې نۀ وه.

    دې لیکنه کښې د پښتنو او کردانو د نسلیت او شناخت د جنګ تر سرلیک لاندې خبره شوې ده. خېبر پښتونخوا کښې تېره میاشت تحریک انصاف )د فوج او طالبانو مخلوط حکومت( یو قانون پاس کړے دے چې تر مخه ئې د دې سیمې معدنیات او قدرتي وسائل پۀ حکومتي تحویل کښې د اخستو بِل پاس کړے دے.

    عوامي نېشنل پارټي باور لري چې پۀ یوه سیمه کښې اوبۀ دي کۀ غر، اونه ده کۀ غنه، ځنګل دے کۀ ورشو، کښتونه دي کۀ کندې، سیندونه دي کۀ راغونه؛ د زمکې لاندې دي کۀ د زمکې د پاسه، هر څۀ د ځائي اولس فطري ملکیت دے او د ځائي اولس دغه د ملکیت حق دې تسلیم کړے شي.

    د دغه معدنیاتو لوټلو د پاره چې د اولس تر منځه د جګړو کوم جواز تراشلے کېږي، د دې منځ نه وړلو د پاره باید د مرجر نه پس د منظور شوو اصلاحاتو نفاذ د پاره دغه سیمو کښې کوټلي او چټک ګامونه پورته کړے شي. د زمکې ګړداوري او پټوار دې هلته منظم کړې شي، هلته دې د ادارو قیام یقیني کړے شي او هلته دې د شته وسیلو د پاره د هنري تربیت مرکزونه، د متعلقه معدنیاتو پۀ اړه د معلوماتو بشپړتیا او د صنعتونو پرانسته یقیني کړې شي. اولس درته د بارودي ماینونو د لرې کولو وائي، تاسو د معدنیاتو ماینونو پسې مټې رانغښتې دي.

    نړۍ کښې مېشته ټولو محکومو او مظلومو قامیتونو د پاره اواز پورته کول او هغوي سره ودرېدل د قام پرست سیاست بنسټیزه نکته ده، خو شروع د خپل کور نه کېږي.

    د پښتنو او کردانو تر منځه دغه اړیکې دې نورې هم پۀ اکادمي کچ وسپړدلې شي.

    موجوده وخت کښې د قام او نسلیت د تحفظ جنګ نړۍ کښې دوه قامونه ښۀ پۀ زړۀ ورتیا سره کوي چې یو پښتون دے او بل کرد – ولې د دواړو قامونو فکر، روزنه، جدوجهد کښې د ډېر څۀ مشابهت سره سره ځینې توپیرونه هم موجود دي. مشابهت او توپیر دواړه بلها څېړنې ته اړتیا لري. ډېره د کار موضوع ده. دواړه قامونه خپلې کامیابۍ او ناکامۍ د یو بل سره شریکولې شي او دواړه یو بل نه ډېره زدکړه هم کولې شي.

    کال 2014 کښې زۀ ترکي ته یو کانفرنس ته تلے وم. هلته د ډېرو پوهانو سره ملاو شوم او د یو ډېر لوے محقق ډاکټر احمد آپے د خولې مې دا خبره واورېدله چې “کرد” قوم در اصل “پښتون” قام دے، ځکه چې د دوي جسماني ساخت، فوکلور، مزاحمت او د مېلمستیا خاصیتونه ټول د پښتنو پۀ شان دي. پۀ دې موضوع ځان له لیکل پکار دي. اوسني ارټیکل کښې به دا جاج اخلو چې د کردو او پښتنو منځ کښې کوم شیان یو شان او کوم توپیر لري.

    تېره ورځ مې د قام، قامیت، نسل، نسلیت او ژبې سره د تعلق پۀ موضوع د قامي تحریک دوو نبض شناسو ډاکټر خادم حسېن او خان زمان کاکړ )هیله لرم چې ډېر زر به ډاکټر شي( سره بحث کولو. خان زمان کاکړ وئیل چې “قامیت ختمېدے هم شي، پېدا کېدے هم شي” – ما سوچ کاوۀ چې دغه جمله پښتون قام باندې سل پۀ سله فِټ ده – ولې تر دې مهاله دغه خبرې پۀ “کرد” قام ولې اثر ونۀ کړو. راځئ چې لږ بحث پرې وکړو.

    اول د کردو لږ تعارف کوو.

    کرد قام:

    کرد قام پۀ مشرقي ترکیه، قطبي نمر خاتۀ غاړې ته د عراق او د ایران سوېل لوېدیځ نه علاوه شام کښې مېشته دے. هم دغه علاقې پخوا د دوي فطري ریاست “کردستان” ؤ. د دوي ژبه “کردي” او “عربي” ده. د کردۍ دوه غټې لهجې “سوراني” او “کورمانجي” دي او وړې لهجې ئې “ګوراني” او “ځاځه” دي. کردي ژبه هم لکه د پښتو د انډو ارین ایراني نسل سره تعلق لري. پۀ کردۍ ژبه د فارسۍ او پښتو ژبې واضحه اثرات دا ښائي چې د کرد قام افغانیت او پښتونولۍ سره تړون پاتې شوے دے.

    د کردو ابادي د پینځۀ دېرش نه تر څلوېښت (40-35) میلیونه ده. د بي بي سي د یو راپور تر مخه منځني ختیځ کښې کرد څلورم غټ نسل دے. د ټولو نه زیات کرد پۀ ترکیه کښې مېشته دي چې تعداد ئې شل (20) میلیونو نه زیات دے. ایران کښې یوولس (11) میلیونه، عراق کښې نهه(9) او شام کښې دوه(2) میلیونه کرد اباد دي.

    کردیان ډېر مېلمه دوست خلق دي. پۀ خندا مړۀ دي. خندا خوښوي. پۀ تعریف کولو کښې ډېر پراخه دي. ډېر لوستي او پُر امنه خلق دي.

    د کردو او پښتنو مشابهت:

    1. خپل وسائل پردے اختیار:

    دواړه قامونه خپل وسائل لري، ولې اختیار ئې د بل دے. د پښتنو پۀ فطري وطن قدرتي وسائل لکه ځنګلات، معدنیات، ګېس، کوئله، غرونه، ښکلا بلها ډېره ده. دغه رنګ د فطري کردستان د ښکلاګانو نوم The Garden of the Eden دے. )بائبل کښې د ایډن باغ هغه جنت دے چې الله پاک خپل اولني مخلوق له جوړ کړے دے(. هر کال پۀ زرګونو سېلانیان د ایډن باغ سېل له راځي. پۀ عراقي کردستان کښې ‘کرکوک’ د تېل د پېداوار د پاره مشهوره علاقه ده، ولې د کرد خلقو لاس رسي ورته نشته. د کرکوک تېل دوي خپله نۀ شي خرڅولے، ځکه چې د عراق مرکزي حکومت د کردو تېل خپله خرڅولو باندې پابندي لګولې ده. حد دا دے چې دوي د تېل خپل ضروریات د نورو هېوادونو نه پوره کوي. دواړه قامونه د خپلو وسائلو لپاره خپل وطن کښې سامراج لري. هم دغه وجه ده چې دواړه قامونه فطري مزاحمتي مزاج لري.

    1. غېر فطري تقسیم:

    څنګه چې پښتانۀ یو قام دے او د نړۍ پۀ بېلابېلو جغرافیو کښې وېشلے شوے دے؛ دغه رنګ کرد هم پۀ څلورو هېوادونو کښې تقسیم دي. دغه تقسیم دواړو باندې ځانګړي اثرات غورځولي دي. د طبعي مېلان نه راواخله تر د جسماني ساخت او د ژبې د اثراتو نه واخله د شناخت تر مسئلې پورې – ډېرې مسئلې راته پېښې دي.

    پښتانۀ پۀ افغانستان، خېبر پښتونخوا، جنوبي پښتونخوا، کراچۍ، هندوستان او د نړۍ نورو هېوادونو کښې د فطري او غېر فطري جغرافیې لاندې ژوند کوي. نو، کردیان هم د ترکیه، عراق، ایران او شام د جبر لاندې راګېر دي. دې غېر فطري تقسیم د دوي پۀ شناخت او قامیت باندې نوي سوالونه راپورته کړي دي.

    1. د جغرافیې ارتکازي اثرات:

    هر کله چې یو قام پۀ بېلابېلو جغرافیو کښې تقسیم شي نو د تعلیم، شعور، پوهې، اقتصاد او بریالیتوب ارتکاز ئې د عدم توازن ښکار شي. هم دغه کار پښتنو او کردیانو دواړو سره شوے دے. پۀ عراق کښې کردیانو ته نیم خود مختاره حقوق حاصل دي او پۀ 2005 کښې عراق کښې دوي خپل ‘کردستان ریجنل ګورنمنټ’ (KRG) جوړ کړو چې لۀ امله ئې درې صوبو توهب، ایبرل او سلېمانیه کښې خپل حکومتونه جوړ کړل. دغه حکومتونو د کرد خلقو پۀ اجتماعي پوهه او اعتماد کښې بلها اضافه وکړه.

    دغه رنګ پۀ افغانستان کښې د اشرف غني او خېبر پښتونخوا کښې د 2008 د عوامي نېشنل ګوند حکومت هم د پښتنو پۀ اجتماعي شعور او اعتماد کښې د اضافې سبب ګرځېدلے دے؛ ولې مجموعي توګه د دوي دواړو قامونو ارتکازي اثرات هم د عدم توازن ښکار شوي دي چې پکښې ځینې علاقو کښې د محکومۍ تاثر زیات شوے دے.

    1. سیاسي قامي تحریک:

    د پښتنو د قامي او سیاسي تحریک (1929) د باچا خان او د هغۀ د خدائي خدمتګارو ملګرو لۀ قربانیو څخه عبارت دے نو بل خوا پۀ کال 1946 کښې د کردستان ډېموکرېټک پارټۍ بنیاد کېښودو او هم دغه تحریک نن د کردستان ریجنل ګورنمنټ پۀ جوړېدو خپل قامي مرام وموندو.

    البته دواړو قامونو کښې بنیادي فرق دا دے چې د سامراج instrumentation کردیان مضبوط کړل او پښتانۀ ئې کمزوري کړل.

    1. مذهب او پېشې:

    پښتانۀ او کردیان دواړه مسلمانان دي. دواړه قامونه پخوا ډېر سیکولر وو خو دواړه د تشیع خلاف استعمال کړے شول. د ایران او عراق جنګ کښې کردیانو د خپل شناخت د جنګ لپاره د سني او شیعه جنګ ته ور ودانګل. د دې پۀ رد عمل کښې عراق پۀ کردیانو ‘اپرېشن انفال’ شروع کړو او پۀ زرګونو کردیان ئې ووژل، ولې چې کله عراق پۀ کوېت حمله وکړه نو ټول کرد د محکوم کوېت سره ملګري شول او د عراق د جبر خلاف ئې عملي ګامونه پورته کړل.

    پښتانۀ او کرد دواړه د کرکیلې شوقیان دي. پۀ خپلو غرونو او پټو اونې بوټي، مېوې، سبزیانې او نور فصلونه کري او خپل ضروریات تر سره کوي.

    د کردو او پښتنو تر منځ توپېرونه:

    1. تشدد او عدم تشدد:

    دواړه تحریکونه د عدم تشدد د فلسفې پۀ بنیاد شروع شوي وو؛ ولې کرد د شلمې صدۍ پۀ اخرنۍ لسیزه کښې تشدد طرف ته راوپارول شو. دغه تکنیکي غلطۍ دوي له ډېر زیان ورکړو او پۀ لکهونو کردیان پکښې مړۀ شول. دې عمل سره د کردو پۀ عمومي ساختیاتي تړون اثر وغورځېدو او دوي فوجي ټرېننګونه واخستل. خصوصاً د کرد ښځو فوج طرف ته پاملرنه وشوه.

    عراقي کردستان کښې د پارلېمان دېرش فیصده (30%) برخه پۀ ښځو مشتمله ده. وئیلے شي چې کرد ښځه د سړو نه زیاته بهادره وي. د دوي دا عقیده ده چې کوم دښمن د ښځو د لاسه مړ شي، هغه نېغ جهنم ته رسي.

    1. ژبه او شناخت:

    موسيٰ اېنتهر د خپلې مورنۍ ژبې ‘کردش’ لپاره پۀ ترکیه کښې تحریک وچلولو. پۀ کال 1992 کښې کردو د خپلې ژبې لپاره تحریک چلولو باندې شهید کړو. پښتنو ته به باچا خان وئیل چې کوم قام نه ژبه ورکه شي، هغه قام ورک شي. پۀ پښتنو او کردو کښې بل توپیر دا دے چې کومو پښتنو نه پښتو ژبه هېره شوه، هغوي پښتانۀ پاتې نۀ شول. ولې کردو بله ژبه خپله کړه خو قامیت او نسلیت ئې ونۀ بائیللو. د هندوستان پښتنو ژبه هېره کړه نو قامیت ئې ختم شو، ولې کردو خپل شناخت برقرار ساتلے دے. د پاکستان ریاستي ډهانچه هم د شروع نه پۀ دې کار کوي چې د پښتنو نه خپله ژبه هېره کړي. د یو تحقیق مطابق صرف نهه فیصده (9%) پښتانۀ خپله ژبه کښې لیک کولے شي؛ باقیمانده صرف پښتو وئیلې شي. د پي اېچ ډي یو بل تحقیق چې د پښتنو پۀ نهه (9) ضلعو کښې شوے دے، دا نتیجه راویستې ده چې اتۀ شپېتۀ فیصده (68%) پښتانۀ خپلو بچو ته پۀ پښتو کښې زدکړه ښودل نۀ غواړي. هم دغه وجه ده چې پښتنو ته نن د شناخت برقرار ساتلو سوال مخې ته پروت دے.

     

  • الف جان خټکه – ډاکټر سهېل خان

    الف جان خټکه پۀ لسم ستمبر کال نولس سوه اتۀ ويشتم د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې د غني شاه خټک کره زېږدلې وه. ابتدائي زدکړه ئې پۀ غېر رسمي توګه ترسره کړې وه او ورسره ئې د اتم، لسم او دولسم امتحانونه پرائیوېټ پاس کړل او بيا ئې پښتو اٰنرز پاس کړو. د تدریسي کېرئير ابتداء ئې د جے وي نه کړې وه او وروستو د سي ټي، اېس اي ټي او پرنسپل عهدې ته ورسېده. کال 1990 کښې د ټيري هائي سکولد پرنسپلې پۀ څوکۍ رېټائر شوه.

    د الف جانې نوم اول ځل د “پښتون” رسالې کال نولس سوه پینځۀ څلوېښتم (1945) ګڼه کښې مخې ته راغلو. دا هغه وخت ؤ چې پښتنو ښځو ليکوالانو به د خپل نوم پۀ ځاے د خپل کلي نوم ليکلو – لکه د “ادينه يوه خور س ب ب”، “د پړانګو يوه خور”، “د رځړو يوه خور م ب”.

    الف جان خټکه هغه اولنۍ ملي مبارزه وه چې خپل اصلي نوم ئې پۀ شاعرۍ خوندي کولو باندې وياړ محسوسولو. د الف جانې دغه هڅه د نورو خوېندو ليکوالانو پۀ حوصله تمامه شوه او “س ب ب” خپل اصلي نوم سيده بشريٰ بېګم، “م ب” خپل اصلي نوم مجيده بيګم ليکل شروع کړل.

    د باچا خان او د خدائي خدمتګار تحريک دا مرام ؤ چې ښځو ته پښتنې ټولنه کښې د کار کولو درناوے ورکړي او دوي کښې د تعليم شوق پېدا کړي. چونکې پښتنه سيمه د خارجيانو لاره وه، لۀ دې عمله ئې د پښتنو سيمه د اصلاحاتو، تعليم او سياست نه لرې پاتې کړې وه. د يو مترقي سماج روزنه د باچا خان مرام ؤ او نن د هغې ثمرات مونږ وينو چې د ښځو تعليم، د ووټ حق او د سماج پۀ بېلا بېلو شعبو کښې د پرمختګ برخه اوچتول د باچا خان او د خدائي خدمتګارو ارمان ؤ چې نن پوره شو.

    يا هغه پښتنه معاشره وه چې د ښځو نوم ليکل وئيل پکښې جرم ګڼلے شو – يا د سيده بشريٰ بېګم باچا خان ته ډاډ ګېرنه چې:

    کۀ پښتانۀ زلمي پۀ شا شو
    فخر افغانه جينکۍ به دې ګټينه

    د باچا خان د مشرۍ او د پښتنې ټولنې ځانګړتيا باره کښې د الف جانې خټکې دا نظم سترګې غړوي:

    کۀ مرکز ئې هندوستان کۀ پاکستان وي
    خو ليډر دې د سرحد فخرِ افغان وي
    چې د غېرو ليډري شي پۀ سرحد کښې
    نا پسنده به د هر يو پښتون ځان وي
    ستا ليډر کله عيسيٰ کله موسيٰ شي
    دې نه زيات به د پښتو څۀ کسر شان وي
    پنجابے هندوستانے دې چې ليډر وي
    ياد لره چې سراسر به د تا زيان وي
    د پښتون جدا تهذيب بېل تمدن دے
    هم هغه به پرې پوهېږي چې افغان وي
    کوم ائين چې د اغيار د لاسه جوړ شي
    د پښتون به يقيناً پۀ کښې تاوان وي
    پۀ افغان بې لۀ افغان څوک امير مۀ شۀ
    د کشمير کۀ د پنجاب کۀ د ايران وي
    پښتنو تخت د بابر شېر شاه له ورکړو
    چې اخر مغل مغل افغان افغان وي
    خوشحال خان ځکه باغي لۀ اورنګزېب شو
    چې د غېر حکم منل پښتون ته ګران وي
    عرض دا چې اتحاد کښې دې مفاد دے
    کۀ يقين دې پۀ وېنا د الف جان وي

    “پښتون”، څوارلسم جون 1946

    د ازادۍ غوښتونکو مبارزينو خلاف به پېرنګې اېجنټانو مخبري کوله چې الف جان ورته وائي:

    سپے کۀ هر څومره ستا وفادار دے
    ورور نه وېزار دے ځکه مردار دے
    “ټوډي” کۀ هر څومره سرکار پرست شي
    د قام غدار دے، ذليل او خوار دے

    د ښځو د حقوق، مساوات او يو شان والي باره کښې وائي:

    تۀ کۀ خټک يې، زۀ هم خټکه يمه
    کۀ تۀ بارک يې، زۀ هم بارکه يمه
    زۀ او تۀ دواړه خداے پېدا کړي يو
    ستا پۀ نظر کښې ولې زۀ سپکه يمه؟

    پښتانۀ د هرې ستونزې ذمه وار خارجي عوامل ګڼي او د خپل ځان، کور، خاندان، ټولنې محاسبه ورته لويه ګناه ښکاري. د ځان بې ځايه ستائينه يو تهذيبي نرګسيت د ټولو نه لوے مرض دے. الف جان ئې هم ناسور ګڼي او وائي:

    اول خپل وطن د بل د لاسه خلاص کړه
    بيا طارق پۀ شان روان شه لور پۀ لور
    ازادي پۀ سوال منت موندلې نۀ شي
    څو ښکاره نۀ کړې د خپلو مټو زور
    الف جان خو نېغه لار درته ښکاره کړه
    اوس دې وار دے چې پياده درومې کۀ سور

    د پېرنګي نه د ازادۍ غوښتونکو مبارزينو خلاف د دښمن مرستې او بې اتفاقۍ طرف ته پۀ داسې الفاظو پاملرنه راګرځوي:

    سپي کۀ هر څومره دښمن د سپو وي
    فقير چې ورشي ټول ورته يو دي
    هندوستانيان ګوره! سره د عقله
    دښمن ته يو نۀ شو، بد تر لۀ سپو دي

    “پښتون”، اول جون 1946

    د ازادۍ د اهميت باره کښې الف جان وائي:

    ازادي څۀ ده؟ د خداے نعمت دے
    غلامي څۀ ده؟ د خداے لعنت دے
    کۀ دا دوزخ وي، هغه جنت بوله
    شک چې و نۀ کړې، دا حقيقت دے

    خدائي خدمتګارو به د باچا خان د احکاماتو رڼا کښې روزانه دوه ګېنټې سماجي کارونه کول چې يو کار پۀ کښې د تعليم بالغان هم ؤ. پښتانۀ به لوے عمر کښې زدکړو کولو باندې شرمېدل. الف جان د دوي حوصله پۀ تعليم بالغان نظم کښې داسې کوي:

    کۀ د خپل قام ترقي غواړي، بالغان لولوه!
    د ماشومانو سره سم زاړۀ ځوانان لولوه!
    دا خو دے وار، کله د پلار کله د زوي وروره!
    تۀ ئې عالم کړې اوس بې علمه مشران لولوه!
    جاهل ووټر به د خپل ووټ پۀ قدر څۀ پوهېږي
    کۀ د ووټ قدر زياتوې نو ووټران لولوه!
    فخرِ افغان تا ته مرکز کښې مدرسه جوړوي
    زندګي وقف کړه، خدائي خدمتګاران لولوه!
    ستا سړیتوب خلق د علم پۀ مېدان کښې تلي
    خپل درانۀ وخت د پاره وروڼه عزيزان لولوه!
    نن د تهذيب او تمدن معيار تعليم بالۀ شي
    کۀ د تهذيب دعويٰ لرې، هر يو افغان لولوه!
    تۀ پۀ حجره کښې خوشے ناست يې، عبث وخت تېروې
    لاړ شه پۀ کور تور سرې تۀ د خاندان لولوه!
    پاڅه روسيانو نه سبق واخله! عمل پرې وکړه!
    کۀ د خپل قام حکومت غواړې، بالغان لولوه!
    پۀ امريکه کښې هر مزدور نن اخبارونه لولي
    لږ شرم وکړه د خپل کلي ملکان لولوه!
    علم معراج د ترقۍ دے ځان خبر کړه وروره!
    کۀ پۀ دې نام رسېدل غواړې خپل دوستان لولوه!
    ستا ملايان خو پۀ “یَجوز” او “لا يجوز” نښتي
    کۀ څۀ فرصت مونده کوې، دوي ته قراٰن لولوه!
    کۀ پۀ اولاد کښې دې جذبه د ازادۍ وي پکار
    خپلو کورونو کښې اشعار د الف جان لولوه!

    “پښتون” – اول جون 1946

    د اوولسم دسمبر کال پینځۀ څلوېښتم شماره کښې د خوشحال خان خټک وصيت د سر خط لاندې الف جان خټکه وائي:

    سر ډاکټر محمد اقبال پۀ خپل کتاب کښې
    د خوشحال خټک ليکلے دے يو پند
    هغه پند به پۀ پښتو ژبه بيان کړم
    پښتانۀ وروڼه دې واخلي ترې نه خوند
    “زۀ مئين يم پۀ هغه ښکلي ځوانانو
    چې پۀ ستورو باندې اچوي کمند
    د مغلو نه پۀ هېڅ شان کم کوز نۀ دے
    يوسفزے، خټک، بنګش، خليل مهمند
    زما خوېندې به پۀ سپين مېدان ښکاره کړي
    سپينه توره، سرۀ لاسونه، سپين مړوند

    د جون شپږ څلوېښتم ګڼه کښې طوفان سرحدي د “پښتون” د پینځو شاعرانو عبدالاکبر خان اکبر، محمد اشرف مفتون، عبدالمالک فدا او شبنم تعريفي کلمات د “پینځۀ شاعران” پۀ نوم کړي دي چې الف جان ئې داسې ستائيلې ده:

    شاعره، رنګين رقمه
    اديبه، فاضل قلمه
    د وطن لۀ مينې ډکه
    خالده اديب خانمه
    د مذهب يوه پتنګه
    لېونۍ د قام د غمه

    د کال پینځۀ څلوېښتم سوړ جنګ او وروستو د خبرو اترو د لارې د جنګ د بېرته شا ته کېدو پۀ حقله الف جان وائي:

    هر يو لګيا دے پټ پۀ پټه ايټم بم جوړوي
    څوک دا وئيلے شي چې دوي امن و علم جوړوي؟
    نن پۀ پېرس کښې کانفرنس کېږي د صلح پۀ نوم
    خداے ښۀ خبر دے چې د چا سر ته به غم جوړوي
    لا د تېر شوي جنګ زخمونه انګور شوي نۀ دي
    ګنې زما د سوي زړۀ نه به مرهم جوړوي
    دوي چې لس کروړه پۀ اټلي تاوان د جنګ ايښے دے
    د خوارو خونه ړنګوي ځان له رقم جوړوي
    دا ځل ډغره به د روس او امريکې وي سره
    بحر العماد کښې پرې پوهېږم چې تور تم جوړوي
    زمونږه نېک دا ځلې ناست به وي د خېر پۀ غونډۍ
    دا د دۀ کار دے چې د بل پۀ کور ماتم جوړوي
    د پېرنګيانو معمارانو ستړے ستومانه ليډر
    ځان له ارم جوړوي مونږه له جهنم جوړوي

    د اوولسم اپرېل 1946 پۀ پرچه کښې د الف جان خټکې نظم “پښتنو ته پېغور” چې شائع شو نو د هغې پۀ جواب کښې د دهلي نه یو مسلم لیګي قاضي ع ح خټک )چې د ډاکټر سید وقار علي شاه مطابق “دا قاضي عبد الحکیم خټک د ځلوزو ؤ”( الف جان ته راولېږو چې “پښتون” د اوولسمې مۍ پۀ ګڼه کښې چاپ کړو او ورسره ئې د الف جانې جواب الجواب هم شائع کړو. دواړه نظمونه داسې دي:

    الف جان ته جواب:

    الف جانې! شاعرې دې ډېره ښه ده
    خداے دې زيات کړي نور هم ستا د قلم زور
    دا قيصه دې د طارق کړې رښتيا ده
    پۀ سر سترګو مې منلے دا پېغور
    ازادي به پښتون اخلي کۀ خداے کاندي
    پنډتان به مې قائله شي پۀ زور
    خو افسوس دے پۀ خطا لار یې روانه
    سبب دا دے چې تۀ ناسته يې پۀ کور
    ستا ليډر خو پښتانۀ پۀ هندو خرڅ کړل
    تۀ لا دے ګڼې د قام او ملک غمخور
    د پښتون توره هر چا ته ده معلومه
    ستا زمرے ترې جوړوي اوس حلال خور
    اهنسا کۀ عقيده د پښتنو شي
    مخنث به بيا بلل شي پۀ هر لور
    د پښتون د پاره سپينه توره ښائي
    پاکستان به جوړوي د دې پۀ زور
    زۀ خټک خو شاعر نۀ يم الف جانې!
    ستا خبرو مې پۀ تن کښې بل کړو اور
    چې خټکه مسلمانه کانګرسۍ شي
    خدايه واخلې تۀ زمونږه داسې خور

    جواب الجواب:

    محترم قاضي صاحبه! خط دې راغلو
    خداے دې تا لري ژوندے او زما خور
    تعجب دے چې دا ستا پۀ شانې مشر
    تعصب کړي پۀ رڼا ورځې شبکور
    تۀ وې چرته ننګيالے چې سر تور سر ؤ؟
    ښار پۀ ښار، کلي پۀ کلي، کور پۀ کور
    دا جذبه د ازادۍ چا پېدا کړې؟
    دۀ؟ کۀ تا؟ کۀ دې تا “سر سموئيل هور”؟
    زۀ کۀ ناسته يم پۀ کور خو زنانه يم
    ولې نۀ کړې تۀ نظر د جېل پۀ لور؟
    تۀ د جېل د مصیبت نه لرې تښتې
    بيا به څنګه کړې ښکاره د تورې زور؟
    کۀ د تورې وې شوقين ته به داخل وې
    د کپتان شاهنواز خان پۀ نېشنل کور
    د رسول اکرم مکي ژوندون راياد کړه
    چې محصور ؤ د ابي طالب پۀ کور
    اهنسا باندې عمل ؤ ديارلس کاله
    کافرانو نه مې نۀ اخستو پور
    پۀ يثرب چې کافرانو حمله وکړه
    د يهودو انصاريٰ سره ئې ؤ کور
    بېروني دښمن ئې وويستو لۀ کوره
    بيا يهود و نصاريٰ باندې شو سور
    پښتانۀ خرڅېدے نۀ شي نۀ به خرڅ شي
    پۀ اوبو کښې بلېدلے نۀ شي اور
    مونږه واله د هندو-بار نه نۀ وېرېږو
    کۀ وېرېږي خو د تا پۀ شان کمزور
    حلال کور پېغور دې مونږ ته چې را وکړو
    ما پۀ سر سترګو منلے ستا پېغور
    حلال خور کۀ حلال خور وي ډېر بد نۀ دے
    بد هغه دے چې ډاکې کړې مردار خور
    ئې زلمے او کړې زورول د ښځو شانتې
    وايې “واخله خداے تعاليٰ زمونږ دا خور”
    الف جان وائي “امين! ما دې خداے واخلي!
    ښۀ د دې غلامستان نه ما ته ګور

    د قامي تحريک دا ملي مبارزه، قامي شاعره، ستره ليکواله، د تعليم او تربيت ماهره پۀ څوارلسم ستمبر 2019 د همېشه لپاره زمونږ نه جدا شوه او احمدي بانډه کښې خاورو ته وسپارلې شوه. د خپلواکۍ دې سياسي، فکري او ادبي تړون ته وګوره چې الف جان خاورې ته سپارلو والا ټول د قامي تحريک تړون وال وو.

    د چا لاس کښې چې بېلچه وه، د هغۀ پلار د لياقت باغ شهيد ؤ؛ ګلونه شېندلو واله ملګري استاذان وو او خدمتګاران د کرک د نېشنل ګوند ذمه داران وو. د مياافتخار حسېن، اعجاز يوسفزي، عثمان خټک، زما او حيات روغاني پۀ لاسونو د قامي تحريک پړونے د الف جان خټکې پۀ څلي خور کړے شو. پۀ ګور ئې نور شه!

     

  • موسيقي – ډاکټر سهېل خان

    موسیقي، چې مونږ ورته پښتو کښې ‘ټنګ ټکور’ وایو؛ د انساني تاریخ هومره زړه ده. دا د انسان د پېدائش سره د مور غېږ کښې د ‘الاهو’ نه واخله تر ‘للې للې للو’، ‘ډنګه ډیچه ډاسا’، د مېچن اوړۀ کېدو سره ‘شرنده شرېږي’، د چاټوري د شوملو سره ‘شخنده شخېږي – بلنده بلېږي’ نه واخله تر د غرونو لمن کښې د چینو او ژرندو لشکار سره – بیا د سیند پۀ غاړه چې څاروي اوبۀ نۀ څښکي نو د مالک یو شپېلي سره څاروي پۀ اوبو خولۀ کېږدي – او چې شپېلۍ بنده شي نو خپل مالک پسې سترګې اوچتې کړي. د توراڼکې د ‘کُوکُو’ نه واخله د کور کوړې د ‘ګوګوشتو’ پورې – او د طاوس د ګډا د رنګونو ثناء نه تر د مار د ګډا پورې – خپل وجود او احساس کښې موسیقي مینه ده، حسن دے، مستي ده، شوخي ده، کېف دے، سرور دے، وخت دے، امن دے، موسم دے، ژوند دے او د ژوند ‘الاهو’ ده.

    څومره چې پښتو دود دستور او کلتور زوړ دے، هومره پښتو موسیقي هم – تمبل، ډول، ډولکے، شپېلۍ، رباب، بېنجو، سرنا او شهنائي د پښتني تهذیب او ثقافت یوه ضروري برخه ګڼل کېږي. د پښتو فولکور ټپه د پښتو د موسیقۍ د ټولو نه غټه ورثه ده. فولکوري سندرې پۀ ټپه اډاڼه دي. ټپه د پښتني تهذیب او کلتور او د روایاتو مالکه، محافظه او امینه ده.

    د هندوستان د موسیقۍ د راج دور کښې هم دې پښتو سندرې حد درجه توان لرلو.

    زما لالے چینار دے، نارنجه ولې ولې!!!

    زما د غاړې هار دے، نارنجه ولې ولې!!!

    مېداني مجلسونو کښې ‘حنفي’ د رېډیو نه ډېره موده مخکښې فولکوري سندره بام ته ورسوله.

    راوړه بندۍ بندۍ چې وپېرونه

    جانانه بېرې له راځه چې وځانګونه

    هم دغه مېدانو مېلسونو کښې یو مشهور نوم د ګوهر بېګم ؤ چې:

    اے صنمه!

    د پښتو موسیقۍ نشاة ثانیه

    غني خان او سردار علي ټکر

    صنمه رب دې کړه پۀ خپله مهربانه

    پۀ در دې ژاړم

    وصال دې غواړم…..

    لۀ وېنا ئې پښتو ‘لوبه’ کور کور ته ورسوله.

    د شاهین بېګم او ګلنار بېګم پۀ اواز پروډیوسر نثار محمد خان د رېډیو د څپو د لارې د پښتو دا سندره د ملک او ملک نه بهر ګوټ ګوټ ته ورسوله چې:

    لاړ شه پېښور ته قمیص تور ما له راوړه!

    تازه تازه ګلونه درې څلور ما له راوړه!

    بیا د اویایم لسیزه کښې پۀ افغان خاوره د جهاد پۀ نوم شروع شوي فساد سره پښتو موسیقۍ ته هم زیان ورکړے شو چې دا زیان اصل کښې د پښتنو تهذیب او ثقافت له جرړې غوڅول وو. د پښتو موسیقي حرام وګرځولې شوه – پۀ خصوصي توګه جنوبي اصلاع او سوات دیر ملاکنډ ټارګټ کړے شو. د پښتو موسیقۍ دوباره بحالۍ لپاره تعلیم یافته، جدید، سماجي نبض شناس، انقلابي او توانمن اوازونه پکار وو. حقیقت دا دے چې د فطري ښکلاګانو او سندریزو موسمونو پۀ دې خاوره سندرې تل ګواښونو سره مخ پاتې شوې دي او سندرغاړي د هر دور د ستم مخې ته د خپلو سندرو حفاظت د پاره ډال شوي دي، خو یو چا چې پۀ سندرو د جوړ شوي ناتار مخه اوسنۍ موده کښې پۀ ډېر جرأت سره نیولې ده، د هغو سندرغاړو څرګندو نامو کښې زما پۀ خیال وړومبۍ نامه د سردار علي ټکر ده او ګلزار عالم ئې بام ته رسوي.

    غني خان حجرو او مېلسونو کښې اورېدلے شو. د غني خان شاعري موسیقۍ ته اړول یو چېلنج ؤ. سردار علي ټکر غني خان د هر ماشوم، ځوان، پېغلې، ښځې او مشر غوږونو ته پۀ داسې انداز ورسولو چې موسیقي پرې هم بحال شوه، رومانیت هم، فلسفه هم، جمالیات هم، کلاسیکیت هم – او دې سره هغه ریاستي بیانیه هم ووهلې شوه چې تر یوې اوږدې مودې ئې د غني خان شاعري د غېر اعلانیه بندېز پۀ زور پۀ څۀ نه څۀ ډول د اولسونو نه لرې ساتلې وه.

    سردار علي ټکر اواز د زړۀ نه نۀ، د روح نه راویستلے دے – خپل فن ئې د جذباتو او احساساتو پۀ بهیر کښې سخت کړے هم دے او نرم کړے هم، ساه ئې راکښلې هم ده او د غني خان رومان او فلسفې کښې چې کله تصوف ورګډ شوے دے نو د زړۀ د تل پۀ ځاے ئې اواز د ګوګل نه راوتلے دے.

    پۀ جهاني موسیقي تهیورۍ کښې درې اهم عناصر دي:

    (1 همه جهت وېنا (Verstality)

    (2 موسیقي پوهنه (Musicology)

    (3 مقابله (Competition)

    (4 ښه شاعري (Better lyrics)

    سردار علي ټکر د پښتو موسیقۍ تاریخ کښې ځانګړے سندرغاړے دے چې د میوزک تهیورۍ د څلورو واړو اړخونو پۀ چوکاټ پوره خېژي.

    موسیقي کۀ د ادب، تاریخ، کلتور او ټولنیزې ښېګړې د پاره ونۀ کارولې شي نو پۀ تول پوره نۀ وي. سردار علي ټکر دغه ټولې اډاڼې یعني ادب، تاریخ، کلتور او سماجې ښېګړې لپاره فوکلور کښې تاریخ پوهنه کړې ده او سندرو کښې ئې پښتني کلتور پراخه کړے دے. کلاسیکیت کښې ئې د رومانیت نوې تجربه کړې ده. بل خوا ئې نوي کهول سره جدیدیت کښې همسفري هم کړې ده.

    پښتانۀ موسیقي خوښوي خو موسیقار، فنکار او ګلوکار نۀ خوښوي. دغه روایت ټکر صاحب مات کړے دے.

    د دې هر څۀ کرېډټ کۀ یو خوا ټکر ته ځي نو بل خوا د دغه میوزک تهیورۍ لاندې غني خان ته هم ځي. قدرت غني خان او سردار علي ټکر د یو بل د پاره پېژندګلو پېدا کړي وو. پۀ کوم وخت کښې چې نن ټکر صاحب ته اېوارډ ملاو شوے دے، دا هم تاریخي مشاهداتي توان لرلو واله دانشور پۀ نخښه کولے شي.

    هغه خلقو ده نامه مدام ګټلې

    چا چې کړې د پښتو سره ده مینه

    د خاپونو پۀ لټون پسې روان یم

    پرواه نشته کۀ ازغي دي کۀ ګړنګ

    یادګیرنه: ډاکټر سهېل خان پۀ بنیادي توګه یو تاریخپوهـ او تعلیمي ماهر دے. هغه پراخه لوست کوي او کومه موضوع چې ئې هم مخې ته ورشي، خپله دیانت دارانه رایه پرې ورکوي. هغه یو استاد لیکوال دے. هر څو مونږ د موسیقۍ پۀ اړه د دې نه زیاته پوهه نۀ لرو چې خوښه مو وي، ځکه د میوزک تهیورۍ پۀ حواله د استاد د سردار علي ټکر پۀ حواله دعويٰ باندې څۀ وئیلے نۀ شو.

    دا لیکنه ځکه هم شاملوو چې د پښتو موسیقۍ پوهان باید دې ته وګوري او د موسیقۍ پۀ حواله خپل معلومات او تجربات د ‘پښتون’ پۀ پاڼو زمونږ د لوستونکو سره د شریکولو لار وویني.

    د ښاغلي ډاکټر سهېل خان مننه.