Category: ډاکټر فضل رحيم مروت

  • انجمن اصلاح الافاغنه د جغرافيې او تاريخ پۀ تناظر کښې – ډاکټر فضل الرحيم مروت

    انجمن اصلاح الافاغنه د جغرافيې او تاريخ پۀ تناظر کښې – ډاکټر فضل الرحيم مروت

    مشهورانګرېز مؤرخ (Historian) ټائن بي ) [1889­1975] (Toynbee چې باچا خان 1988)­9018) نه يو کال مشر ؤ، د خپل دولس جلده مشهور کتاب د ” تاريخ مطالعه” (A Study of History ) کښې دَ ټولې نړې نه د شپږ ويشتو 26)) تهذيبونو د عروج و زوال او د ترقۍ او پسما ندګۍ تاريخ بيان کړے دے۔ او څۀ دا شان نتيجه ګِري او فارمولې ئې ترې راويستې ده. دې فارمولې يا نظريې ته د” چېلنج قانون او ردعمل” (The Law of Challenge & Response) نوم ورکړے شوے دے۔ هغه ليکي “چې د چېلنج شکلونه او صورت ضروري نۀ ده چې يو شان وي۔ چېلنج شکل کله د جنګ صورت کښې او کله د ماتې يا شکست صورت کښې او کله د غلامۍ يا سېلاب، طوفان يا زلزلې صورت کښې وي. چې څومره چېلنج دروند يا غټ وي هغه شان به د هغې رد عمل (Response)هم زيات وي۔”

    اوس يو ډېر ساده سوال دے چې د اولس ردعمل انفرادي دے يا اجتماعي، سياسي دے يا مذهبي، رد عمل پۀ توره، ټوپک، مرګ ژوبله، جلسه جلوس يا پۀ قلم کتاب او علم و حکمت دے۔ د ټائن بي پۀ خيال د يو هېواد يا قام پرمختګ لپاره تخليقي اقليت (Creative Minority) مشر تابه (Leadership) له پکار دي چې د اکثريت رهنمائي وکړي او د کاميابۍ او پرمختګ لاره وټاکي۔ دې عمل کښي اولنے قدم پيدائش (Birth) او وده (Growth) ضروري دي ځکه چې دا د يو قام او اولس لپاره د رېل ګاډي يا د انجن رول لوبوي.

    د پښتونخوا جغرافيائي او تاريخي جوړښت؛

    شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک ورته د انقلابونو پېړۍ وائي. خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ هم د جنګونو وه او هم د انقلابونو.

    د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه (تحريکونه) د نولسمې پېړۍ سياست، امپريلستي قوتونو کشمکش د لوې لوبې د خېټې نه راوځي، پۀ لنډو ټکو کښې د افغانستان او کوزې پښتونخوا سياسي جوړښت او ترکيب پۀ شلمه پېړۍ کښې څۀ داسې ؤ۔

    افغانستان د انګرېز سره پۀ جنګونو او تپلې شوې معاهدو کښې درې څيزونه بائېللي وو۔

    اولنے: د افغانستان نه د نيمې نه زيات اولس بېل کړې شوے ؤ.

    دوېم: د افغانستان نه زرخېزه ځمکه د کوزې پښتونخوا ټوله سيمه بېله کړے شوې وه۔

    درېم: افغانستان اقتداراعلے يعنې استقلال هم له لاسه ورکړے ؤ، د ګندمک معاهدې نه واخله تر 1919ء پورې افغانستان د انګرېز د لاس لاندې هېواد ؤ۔

    پۀ داسې حالاتو کښې د افغانستان مثال د يو داسې سړي ؤ چې د چا نه لاس، پښې او ژبه غوڅ کړے شوې وي۔ هغه صرف اورېدے او کتے شي خو حرکت نۀ شي کولے، د افغانانو/ پښتنو فرياد د اواز د انګازې پۀ شان پۀ غرونو کښې بيا اورېدلے کېدو او پۀ خپله ختمېدو.

    د درياب سره د پولې د نشتوالي او سياسي بېلوالي (Isolation د تورې ورځې غوندې د پښتون سيمه توره تيارۀ کړې وه. خو پۀ داسې مرحله د لر او بر پښتونخوا (افغانستان) ګېر چاپېره حالاتو بدلون وخوړو، بېن الملکي حالات هم بدل شول لکه د مثال پۀ توګه د روس، جاپان جنګ (1905) روس او انګلش کنونشن (1907) پۀ فارس او سلطنت عثمانيه کښې ائيني تحريکونه (11-1906) د اټلي او ترکو جنګ (1911) د بلقان جنګونه (13-1912)، د کابل ته د ترکو او جرمني مشن راتګ، اولنے نړيوال جنګ، روس کښې د بالشويک کميونسټ انقلاب (1917) او د ولسن د 14 نکتو پروګرام د ټولې پښتونخوا پۀ سياست او معيشت باندې ډېر زيات اثر وغورځولو. دلته دا هم پۀ ګوته کول ضروري ګڼم چې د ټولو حادثاتو او انقلابونو نه زيات د روس انقلاب (1917) پۀ اېشيا کښې هغه رول ولوبولو کوم چې انقلاب فرانس پۀ يورپ کښې لوبولے ؤ.

    د بېن المللي حالاتو نه علاوه د هغه خلکو ذکر ضروري دے چا چې د شلمې پېړۍ پۀ اول کښې خپل رول پۀ کوزه او بره پښتونخوا کښې لوبولے ؤ۔ دې کسانو کښې انورپاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا مرکزي اسيا او افغانستان سره سره پۀ قبائيلي سيمو کښې هم سياسي حرکتونو کښې بوخت وو. بلخوا علامه محمود طرزي او د هغۀ اخبار ‘سراج الاخبار‘ اثر د کابل نه تر د مرکزي اسيا او کوزې پښتونخوا پورې خور شو او پۀ اخر کښې انګرېز کمشنر ‘روس کېپل‘ کوزه پښتونخوا کښې د ‘سراج الاخبار‘ پۀ راتګ بندېز ولګولو. دغه ورځو کښې يو بل اخبار “افغان’ چې پۀ پښتو او اردو کښې چاپېدو، د انګرېز پۀ ضد او د ترکو پۀ حق کښې مقالې چاپول شروع کړې۔ حاجي صېب ترنګزے (فضل واحد) د ازادو مدرسو جوړول شروع کړل او پۀ مومندو کښې ئې د انګرېزانو پۀ ضد مبارزې لپاره لښکر هم تيار کړو، حاجي صېب د چمرکنډ مجاهدينو، کابل کښې هندي انقلابيانو او د نصرالله خان (د اميرحبيب الله خان ورور) سره هم نزدې اړيکې لرلې.

    د کوزې پښتونخوا جمود او د بره پښتونخوا سياسي بېلوالے (Isolation) پۀ افغانستان کښې د نهضت، مشروطيت يا يو ائيني تحريک د مختلفو انجمنونو او ټولنو پۀ شکل کښې څرګند شو. غازي امان الله خان د ټولو تحريکونو او ټولنو سره پټ او ښکاره تماس کښې ؤ۔ د نهضت مشروطيت ورکوټې او غټې ډلې دا وې۔

    1 ۔ انجمن سراج الاخبار

    2 ۔ مجلس جانثاران اسلام

    3 ۔ اخون افغان

    4 ۔ جمعيت سري ملي

    5 ۔ انجمن سري جوانان افغان

    دې تولو ډلو د افغانستان د پخوانيو ټولو سياسي ډلو يا قبائلي مقاومت نه بېخي يو بېل شان موقف لرلو لکه د مثال پۀ توګه د مشروطه خواهانو او ‘ځوانانوافغانانو‘ (Young Afghans) او د څۀ نورو ډلو غوښتنې د اميرحبيب الله خان پۀ وخت کښې څۀ پۀ لاندېني ډول وې؛

    1 ۔ يو ائيني بادشاهت جوړول

    2 ۔ منتخب پارلېمان مېنځ ته راوړل

    3 ۔ د قانون حاکميت قايمول

    4 ۔ د تعليم عام کول او د پرېس ازادي غوښتل

    5 ۔ د اسلامي شريعت او قراني قانون غوښتل

    6 ۔ سياسي ازادي د قومي ګټو پۀ رڼا کښې غوښتل

    7 ۔ د افغانستان پۀ ټولو قبائلي او نسلي (Ethnic) ګروپونو کښې قومي وحدت راټينګول

    8 ۔ افغانستان جديد کول او د ترقۍ لپاره نوې طريقې خپلول

    د دې ټولو تحريکونو نتيجه دا وشوه چې امير حبيب الله خان پۀ 1919ء کښې مړ کړے شو او زلمے انقلابي امان الله خان پۀ فروري 1919ء کښې د افغانستان بادشاه شو.

    امان الله خان نۀ يوازې سياسي قېديان خوشې کړل، بلکې پۀ دربار کښې ئې د انګرېز سفير پۀ مخکښې دا اعلان هم وکړو چې ما خپل ځان او خپل هېواد پۀ اندروني او بېروني توګه ازاد کړو او بيا ټول اولس پۀ يو اواز چغه کړه چې ‘يا مرګ يا استقلال‘ دغه امان الله خان نۀ صرف افغانستان يو ځل بيا پۀ درېم انګليس افغان جنګ (1919) کښې ازاد کړو بلکې له نورو اصلاحاتو نه علاوه هغۀ افغانستان ته پۀ اول ځل اساسي قانون تيار کړو او د افغانستان خلک ئې د يو اوږد سياسي بېلوالي (Isolation) نه راويستل ډاکټرغني خپل کتاب کښې ليکي چې؛

    ‘امان الله خان هغه زولنۍ چې افغانستان پۀ کښې بند ؤ، ماتې کړې، هغۀ غوښتل چې ټول پښتو ويونکي د افغانستان سره يو ځاے شي، Pan-Afghan خيالات د هغۀ د ټولو پاليسو بنسټ (Foundation) ؤ‘.

    پۀ لنډو ټکو ټول افغانان/ پښتانۀ د سياسي، فکري، ذهني، معاشي جمود ښکار وو. خو لۀ خوش بختۍ پۀ کال 1919 ء کښې کۀ يو طرف ته غازي امان الله خان د افغانستان باچا کېدو سره خپل استقلال تر لاسه کړو او هغه جموداو سياسي بېلتون ئې مات کړو نو ورسره ورسره ئې د جديديت بنياد هم کېښودۀ کوم ته چې زۀ “امان ازم” وايم Amanism. پۀ پينځو ستنو (Pillars) ولاړ ؤ۔

    • اسلام
    • استقلال
    • جديديت
    • مشروطيت
    • ډېموکراسي

    د افغانستان درېم جنګ او استقلال پۀ کوزه پښتونخوا کښې يو انقلاب راوستۀ اول لۀ وېرې نه مانټګ جمسفورډ اصلاحات (1919) پۀ صوبه کښې نافذ نۀ شول، بلکې مارشل لاء هم ولګېده، پۀ دغه وخت کښې (اولنے نړيوال جنګ (1914-18)د مرګ او ژوبلو پۀ برطانوي هند دغه د جنګ خرچه واچولې شوله چې پۀ دغه وجې د عام استعمال څيزونه ګران شول او پۀ نرخونو کښې ئي زياتوالے راغلو چه ټول بوج ئې پۀ عام اولس او زميندارو راپرېوتلو۔ پۀ کال 1918 ء کښې د انفلوينزا وبا راغله او پۀ نړۍ کښې د Spanish Flu پۀ وجه پۀ لکونو خلق مړۀ شول. دغه وباء پۀ پښتونخوا کښې هم خوره شوله او د باچا خان مشر زوے غني خان پۀ کښې معجزانه طور باندې بچ شولو خو مور بي بي يعنې د باچا خان وړومبۍ بي بي پۀ کښې وفات شوله.

    باچاخان پۀ يو وخت کښي د افغانستان لۀ لوري پۀ هندوستان باندې د حملې کولو سوچ هم لرلو لکه چې هغۀ پۀ خپل ژوند ليک کښې ليکلي دي چې؛

    “د يورپ جنګ چې ونښت نو زما پۀ زړۀ کښې دا خيال پېدا شو چې سړے کابل ته لاړ شي او د افغانستان د حکومت پۀ امداد د پېرنګيانو خلاف جدوجهد شروع کړي. دا د امير حبيب الله خان زمانه وه او د افغانستان پۀ باره کښې زما هغه وخت دا عقيده وه چې دا يو ازاد او زورور حکومت دے کۀ چرې وغواړي نو د پېرنګيانو خلاف زمونږ ډېره مرسته کولے شي. د دې لپاره مې دا فېصله وکړه چې د سوداګرۍ پۀ بهانه افغانستان ته ځم. ما دا تجويز خپل پلار ته وړاندې کړو، هغۀ راسره ومنلو خو مور مې مخالفت وکړو خو اخر مې هغه هم راضي کړه. بابا راسره د روپو وعده هم وکړه. زمونږ د کلي زما يو اشنا جمعدار عجب الله خان چې ډېر هوښيار او جهان ديده سړے ؤ، د پېرنګيانو پۀ انټليجنس ډېپارتمنټ کښې هم پاتې شوے ؤ او دغه ملکونه ئې ليدلي وو، دے مې د ځان سره ملګرے کړو او د راهدارۍ د پاره مو حکومت ته درخواست وکړو خو حکومت راهداري را نۀ کړه او دا کار پاتې شو”.

    د پښتونخوا صوبه کله هم د هند د نورو صوبو سره پۀ ائيني، تعليمي يا اقتصادي مېدان کښې برابره نۀ شوه، بلکې دلته خلک پۀ دې مجبور کړے شول چې د مدرسو نه ديني علم حاصل کړي او بس بيا د جهاد لپاره توره پۀ لاسو کښې راواخلي، پۀ کوزه پښتونخوا کښې د ټولو سياسي او اقتصادي پېښو او ستونزو سره سره د انګرېزي استعمار د پاليسو د ځواب درې اړخيز مبارزو پۀ شکل کښې څرګند شو.

    • يو طرف ته وسله واله مبارزه چې حاجي صېب د ترنګزو ورته مجبورکړے شوے ؤ او بيا حاجي مرزا علي خان فقير اېپي د ازادۍ بېرغ وچت کړو.
    • سوشلسټ/مارکسټ مبارزه چې پۀ سر کښې ئې کاکاجي صنوبر حسېن مومند، اسلم خان مومند شهيد او مولانا عبدالرحيم پوپلزے ولاړ وو.
    • د عدم تشدد مبارزه چې د باچاخان، مولانا فضل محمود مخفي صېب او خان شهيد عبدالصمدخان اچکزي پۀ مشرۍ کښې شروع شوه.

    پۀ داسې حالاتو کښې باچاخان مېدان ته راووتو. د جليانواله باغ د پېښې، د ترکي حالات او د رولټ اېکټ خلاف د احتجاج پۀ سلسله کښې باچاخان پۀ اتمانزو کښې يوه غټه جلسه وکړه، انګرېز حکومت هغۀ قېد کړو او دېرش زره روپۍ جرمانه ئې پرې هم ولګوله. د خلافت پۀ نتيجه کښې چې کوم هجرت افغانستان ته وشو، پۀ هغې کښې باچاخان پۀ ډېر جوش او جذبې سره حصه واخسته او کال 1920کښې کابل ته لاړو، هلته کابل کښې باچاخان د امان الله کان او محمود طرزي وغېره سره هم ليدل کتل وکړل.

    باچا خان د هجرت نه پس پۀ خپل ژوند ليک کښې څۀ دا شان حالات ليکې:

    “د افغانستان او ازادو قبائيلو حالت چې مې وليدو او پنځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائيلو او افغانستان کښې غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب عمل او پوهـه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربيت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو. ټول لاړل خوارۀ شول. نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعليم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګيو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سياسي شعور پۀ کښې پېدا شي او دا کار يوه پُرامنه فضا غواړي. تر دغه وخته پورې زۀ پۀ دې عقيده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کاميابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بنا به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم. نو ځکه اتمانزو ته راغلم. زۀ چې له هجرته بېرته راغلم نو د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې۔”

    او د هجرت نه پس باچاخان پۀ لاندينو درې نتيجو ورسېدو؛

    1. د ټولو نه اول پښتنو ته د علم او تعليم ضرورت دے
    2. د پښتنو نا اتفاقي د پښتنو پۀ ترقۍ کښې لوے خنډ دے
    3. د قام د ترقۍ لپاره د پښتو ژبې ترقي پکار ده۔

    باچا خان خپل پښتون قام ته نوې سترګې ورکړې چې ځان او جهان ته پۀ نوې روشنائي کښې وګوري۔ باچا خان قام ته داسې غوګونه ورکړل چې هغه د علم و حکمت خبرې واورې. هغه قام ته يو روښانه فکر او جديد ذهن ورکړو چې پۀ ځان او قام فکر وکړي او د ترقۍ پۀ لور روان شي.

    باچا خان خپلې ټولنې (Society) او خپل قام هر يو اړخ ته ښۀ پام کړے ؤ. مسلمانانو او پښتنو ماضي او تاريخ باندې ښۀ غور و فکر کړے ؤ او د خلافت پۀ نتيجه کښې د هند نه افغانستان ته هجرت باندې هم ښۀ وارد وو۔ 1920 هجرت ستونزې، تجربې، مشاهدې او د پښتنو، افغانانو مشر تابه سره مشورو نه پس بيا يو بلې نتيجې ته ورسېدو چې هغه نتيجه پۀ فرد(Individual) نه بلکې پۀ افرادو ولاړه وه. هغه پۀ ټوپک نه بلکې پۀ قلم ولاړه وه، هغه پۀ تشدد نه بلکې پۀ عدم تشدد ولاړه وه، هغه پۀ جهالت نه بلکې پۀ علم و حکمت ولاړه وه، هغه پۀ بېلتون نه بلکې پۀ پېوستون ولاړه وه. هغه صرف پۀ فلسفې يا مفکورې نه بلکې پۀ عمل ولاړ وه.

    د ټولو خارجي او داخلي عواملو اوproblems) (پۀ رڼا کښې کۀ مونږ د انګرېز مورخ ټائن بي تهيوري يا فارمول ته وګورو نو پښتون قام (کوزه او بره پښتونخوا) ته چې کوم چېلنج ؤ هغه پۀ يو غټ پلان (منصوبه) او پۀ سائنس (Science) ولاړ ؤ۔ د دغې چېلنج مقابله صرف او صرف د نوي علم و حکمت پۀ زور کېدلے شوه او علم و حکمت د تعليم او پوهې نه بغېر ممکن نۀ ؤ. د باچا خان د پوهې او اصلاح پروګرام د ټائن بي پۀ فارمول ردعمل (Reaction) يا جواب ؤ او انجمن اصلاح الافاغنه هغه تخليقي اقليت (Creative Minority) مشرتابه (Leadership) د پښتون اولس اصلاح او رهنمائۍ لپاره رامېنځ ته شو.

    د انجمن اصلاح الافاغنه د باچا خان او د هغۀ د ملګرو يو داسي پوخ او اصلاحي بنسټ (Foundation) ښودنه وه چې د شلمې پيړۍ اولنۍ دوه لسيزه کښې پۀ ټولي پښتونخوا کښي مثال او ثاني نۀ لري. د انجمن اپرېل 1921 کښې جوړول هم د يو خاص فکر او مقصد حاصلولو لپاره وو.

    هره مفکوره د خپل وخت، حالاتو، او واقعاتو پۀ چوکاټ کښې پرته وي۔ دا مفکوره لۀ زړو مفکورو پۀ مقابل کښې مېدان ته راوځي او ټولنې ته نوې لار ښائي او کله دا مفکوره د زوړ سياسي، اقتصادي او ټولنيز (Structure) ته پۀ نوي شکل کښې د مخصوص طبقه (Class) يا قام يا حکومت خپلو مقاصدو حاصلولو لپاره استعمالوي۔ انګرېز حکومت نه صرف خپل ځان لپاره “د سرو مرغۍ” يعنې هندوستان باندې حکومت ته دوام ورکولو لپاره هر قسم منصوبې جوړې کړې وې او دغې ټولو منصوبو کښې لوے افغانستان يا هغه برخې چې کوزه پښتونخوا ورته وائي کښې جال خور کړو. پۀ دې لوے پلان کښې هغه د پښتنو/ افغانانو ټولنې ځنې بنيادي، سياسي او مذهبي مشران تر لاسه کړل څه مُليان، پيران، خانان او ملکان انګرېزانو پۀ خپله ولکه کښې واغستل او د غريب او بې سواده اولس ئې د دوي پۀ وسيله پۀ خپل نظام او جبر نه بې خبره وساتل۔ دې زوړ نظام (Structure) کښې انګريز ته ګټه او پښتون ته نقصان ؤ۔ خو د انګريز ضد سياسي او مذهبي مشرانو دې ټولو خبرو حل پۀ توره او پۀ ټوپک کښې لټولو. ډېر کوششونه وشول او پښتون هم د تورې پۀ زور باور لرلو خو پۀ خپل مرام او مقصد کښې نۀ د هند اولس او نۀ پښتانۀ کامياب شول.

    باچا خان ته د پښتون قام د دې بنيادي بيمارو احساس وشولو چې ډېره مهمه خبره ده او چې علاج ئې دغه وخت څۀ پۀ دې ډول ممکن کېدے شو؛

    1 ۔ چې څۀ معجزه وشي۔

    2 ۔ اتفاق وکړي او ټوپک راواخلي۔

    3 ۔ د پښتون اولس دې اصلاح وکړې شي۔

    باچاخان قام سره د صلاح و مشورې لپاره دَ 500 يا 600 کلو دوره وکړله۔ او د هغې وروستو ئې د “انجمن اصلاح الافاغنه” بسنټ د اپرېل مياشت کښې پۀ کال 1921 کښي کښېودلو او د بره ښودلي درېم تجويز باندې سره متفق شول.

    باچاخان او د هغۀ ملګرو د دې ټولو مقصدونو د حاصلولو لپاره چې کوم کار شروع کړو، هغه د ازاد سکولونو جوړول وو۔ انجمن جوړولو نه وړاندې له ټولو نه اولنے سکول ئې د دير پۀ سيمه کښې د فضل محمود مخفي صېب سره پۀ ګډه جوړ کړو۔ خو د دير نواب او پوليټيکل اېجنټ د سکول عمارت وران کړو او دوي ئې دير نه وويستل۔ دې نه پس يو خوا ئې پۀ اپرېل 1921ء کښې انجمن اصلاح الافاغنه جوړه کړه او بل خوا ئې د انجمن سېورې لاندې ازاد سکولونو جوړولو لړۍ شروع کړه۔

    د انجمن اصلاح الافاغنه مرام او مقصد دا ؤ:

    1۔ اتفاق و اتحاد

    2۔ پوهه او تعليم

    3۔ صبر او برداشت

    4۔ عدم تشدد

    5۔ دَ پښتو ژبې پرمختګ

    6۔ د غلط رسم و رواج مخنيوے

    7 ۔ د کسب و کمال زد کړه

    8۔ بشري عظمت

    9۔ د قوميت روښانه پېژندګلو

    دا انجمن بيا وروستو پۀ“خدائي خدمتګار تحريک” کښې بدل شو او يو نوے رنګ او جوش سره د انسانيت خدمت ته لاس پۀ نامه ودرېدو.

    پۀ دې ټولو مبارزو او تحريکونو کښې باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک پۀ سائنسي بنيادونو کېښودلے ؤ او هم دغه وجه وه چې پۀ ټوله کوزه پښتونخوا کښې دا تحريک ډېر زړ خور شو او د خدائي خدمتګار تحريک د ختمولو لپاره يو داسې جال خور کړے شو چې هغې کښې يو طرف ته برطانوي استعمار ولاړ ؤ او بل خوا د انګرېز پلويان خانان او جاګيرداران او درېمه طبقه کښې انګرېز پلوه مليان او پيران شامل وو۔ باچاخان يو خوا د خارجي سپين انګرېز مقابله کوله او بل خوا ئې د هغو ټولو داخلي او مقامي قوتونو مقابله کوله چې ځانونه ئې د اولس د مشرتيا پۀ قطار کښې شمېرل.

    ډاکټر پروفېسر عبدالکريم خان خپل ناچاپه پي اېچ ډي مقاله کښې د خدائي خدمتګار پۀ باره کښې ليکي چې:

    “انګرېزي تاريخ نويسانو خدائي خدمتګاران جنجاليان (Trouble Makers) ګڼل، د مسلم ليګ پرورده پاکستاني دانشورانو هغوي غداران، کانګرسيان، پښتونستيانيان د هندوانو ملګري او ماسکو نواز بلل۔ د خپلې صوبې سوشلسټانو خدائي خدمتګارو ته د سرمايه دارانو د ټولګي پۀ حېث کتل، ډېرو هندوانو ته خدائي خدمتګاران مسلمانان او ډېرو مسلمانانو ته دوي هندوان ښکارېدل خو باچاخان يوه نوې ورورولي راوسته چې هغه د اسلام پۀ تعليماتو، د پښتون کلتور او انسانيت پۀ اصولو باندې ولاړه وه چې خدمت، قرباني، صبر او عدم تشدد پۀ کښې د تصور پۀ توګه نه بلکې پۀ عملي توګه شامل وو۔”

    لکه وړاندې ووئيلي شو کوزه پښتونخوا کښې سياسي، فکري، ذهني او معاشي جمود او سياسي بېلتون لپاره د باچاخان او د هغۀ ملګريو چې کوم کار وکړ و هغه د سرو زرو پۀ اوبو ليکل پکار دي۔ باچاخان او د هغوي ملګرو يو داسې انقلاب راوستل غوښتل چې پۀ کښې د فرانس او روس پۀ شان وينه هم توې نۀ شي، منافرت هم خور نۀ شي، اتفاق هم راولي۔ خداے بخښلي باچاخان افغانستان ډېموکراتي ګوند د خپل وخت مشران نورمحمد ترکے، حفيظ الله امين او ببرک کارمل ته وئيلي وو چې؛

    “انقلاب د اوبو د سېلاب پۀ شان دے، ژوندي او ويښ قومونه اوبو ته بندونه جوړ کړي او پاخۀ ډېمونه جوړ کړي او د سېلاب اوبۀ پۀ کار راولي، خو چې کوم قومونه اودۀ او بې اتفاقه وي هغه د سېلاب اوبۀ د خشاک پۀ شان له ځانه سره يوسي۔”

    خو افسوس چې څنګه ملا د باچاخان خبره نۀ اورېده دا شان د خلق ډېموکراتي ګوند مشرانو هم د ثور انقلاب1978 د يو چپ لاسي پۀ انقلاب پۀ توګه پۀ افغانستان کښې راوست خو هغه انقلاب د مختلف وجوهاتو پۀ بنا تباهي، بربادي او بې اتفاقي راوسته او عجيبه خبره خو دا ده چې د ثور انقلاب صرف افغان اولس نه بلکې خپل انقلابي بچيان هم وخوړل او لا تر اوسه د افغان او پښتون پۀ ځمکه اور بل دے۔

    د باچاخان د تحريک پۀ وجه پۀ کوزه پښتونخوا کښې ټول اولس ته معاشرتي برابري حاصله شوه د مثال پۀ توګه لوهارانو، ترکاڼانو يعنې ټولو کسب ګرو ته خلقو پۀ ټيت نظر کتل خو خدائي خدمتګار تحريک کښې هغوي نه سالاران او جرنېلان جوړ کړے شول.

    بل پله ئې د سياسي شعور د بيداۍ لپاره د پښتو ژبې خپله مجله “پښتون” شروع کړه چې نۀ صرف اولس د خپل چاپېرچل نه خبرکړي بلکې د نړۍ حالاتو څخه ئې هم خبر وساتي.

    پښتنو د کاروبار نه هم ځان لرې ساتلو ځکه چې دکان کول يا کاروبار کول پښتنو د هندوانو پېشه ګڼله خو باچاخان پۀ خپله دا روايت مات کړو او دکان ئي پرانستو. نورو پښتنو چې دا وکتل چي د باچاخان غوندې سړي دکان پرنيستے دے نو د دوي هم کاروبار ته پام شو.

    بله دا چې کله باچاخان پۀ1928 ء کښې ‘پښتون’ مجله شروع کړه نو هغه صرف پۀ پښتو ژبه کښې وه۔ دي سره ئې نۀ صرف دا چې د پښتون شناخت لپاره پۀ کښې مضامين چاپ کېدل، بلکې پښتنو شاعرانو او اديبانو ته پوره پوره موقعه پۀ لاس ورغله او پۀ ليکونکو کښې صرف سړي نۀ بلکې ښځې هم شاملې وې۔ پښتو ادب دغه وخت ډېر انقلابي پرمختګ وکړو ‘پښتون’ مجله صرف پۀ کوزه پښتونخوا کښې نۀ خورېده بلکې افغانستان ته هم تلله او هلته غازي امان الله خان پۀ خپله ټولو خلقو ته د مجلې د لوستو تاکيد کولو.

    د باچاخان او خدائي خدمتګارانو قېدوبند سره سره پۀ ‘پښتون’ مجله هم ډېر ځله پابندۍ ولګېدې خو د مجلې پېغام شاعرانو او ليکونکو د خپلو شعرونو او مشاعرو پۀ ذريعه خورول شروع کړل او هم د دې کوششونو برکت ؤ چې پۀ افغانستان کښې د ويښ زلميانو نهضت مخې ته راغلو کوم چې عېن د ‘امان ازم، او باچاخان پۀ فکر پورې تړلي وو بلکې د خدائي خدمتګار ګوند ئې يو لوے پلېټ فارم افغانانو يا پښتنو ته پۀ لاس ورکړو کوم چې د افغانستان سياست پۀ شلمه پېړۍ کښې پۀ مخ بوتلو او ښکته پښتونخوا کښې ئې هغه سياسي جنبشن راپورته کړو چې د سياست د لارې د انګرېز پۀ دور کښي ئې هم حکومت وکړو او پۀ خپله خاوره د خپل اختيار پۀ خبره تر اخره وخته کلک ولاړ ؤ چې د ورورولۍ لار صرف علم او عدم تشدد دے او د ټولو نه لويه خبره دا چې يو کليوال تحريک ئې د کليو نه ښاريو ته وغځولو او بيا ئې پۀ ټول هند وپېژندو۔ او دغه رنګ ئې عالمي رنګ او شکل واخستو.

    کتابيات

    1۔ ظفر حسن ايبک ، آپ بيتی ، لاہور، ۱۹۶۷

    2۔ عزيزہندي، زوال غازي امان الله ، ۱۹۳۷

    3۔ ميا اکبر شاه ، د آزادي تلاش، پشاور

    4۔ عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، کابل، ۱۹۸۳

    5۔ عبيدالله سندهي ، کابل میں سات سال ، پاکستان

    6۔ مولوی محمد علی قصوری ، مشاہدات کابل و یاغستان ، پاکستان

    7۔ سید رئیس احمد جعفری ، اوراق گُم گُشتہ ، محمد علی اکیڈمی لاہور، 1968

    8۔ Erland Jhoson, India , Pakistan or Pakhtunistan, Stockholm, 1981

    9۔ Dr. Fazal-ur-Rahim Marwat, The Evolution and Growth of Communism in Afghanistan (1917-79); An Appraisal, Royal Book Company Karachi, 1997.

  • باچا خان او تاريخ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

    باچا خان او تاريخ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

    “وائي چې خلقو د تاريخ د سبقونو نه ډېر څۀ نۀ دي زده کړي او د ټولو نه ضروري سبقونه دي چې تاريخ ئې خلقو ته ښئي”. (اېلډس اېچ)

    تاريخ يا هسټري هغه زمانه کښې ليکلې شوې ده چې چا د خپل وخت د بادشاه يا د باشاهانو تاريخ ليکلے دے، چا د خپل قام يا د خپل ځان تاريخ ليکلے دے. دا ليک چا پۀ کاغذ، چا پۀ ونو پاڼو، چا د لرګي پۀ تختو، پۀ کتبو يا کاڼو ليکلے دے، د چا قامي تاريخ محفوظ پاتې دے او د چا تاريخ د ماضي پۀ تورو تيارو کښې پټ دے. يو شے چې کوم تاريخ کښې مشترک دے، هغه د يو قام د عروج او زوال عوامل دي او بل دا چې وخت او زمانې تېرېدو سره د تاريخ د بدلېدلو باوجود د ماضي يا تېر وخت رېکارډ وئيلے شوے دے. ګو چې وخت تېرېدو سره تاريخ صرف د ماضي رېکارډ پاتې نۀ شو، بلکې د يو مکمل علم او سائنس شکل ئې خپل کړو. دې کښې ډېرې څانګې دي او بيا هره څانګه ځان ته خپل خپل خاصيتونه لري خو د تاريخ پۀ حقله بله دلچسپه خبره دا هم ده چې څوک تاريخ جوړوي، څوک ئې ليکي او څوک ئې لولي. تاريخ اوس د يو داسې علم يعنې سائنس شکل اختيار کړے دے، چې هغې کښې د ماضي ټول علوم رانغښتے شي، خواه هغه بشري علوم دي يا “اپلائيډسائنسز” دي، د نوي تعريف پۀ رڼا کښې تاريخ رښتيا له دروغو او حقيقت له ا فسانې جدا کول دي او نوي کول ته صفا سوتره واقعات او حالات مخې ته اېښودل دي.

    تاريخ اولسي هم کېدے شي او درباري هم، تاريخ کښې د غريب اولس ذکر پۀ ماضي کښې ډېر کم ؤ خو اوس خلق کوشش کوي چې د غريبانو تاريخ هم وليکي. دې نه علاوه ايا تاريخ صرف د سړو تاريخ دے کۀ چرته د ښځو ذکر هم پکښې شته؟ بله دا چې تاريخ صرف زباني قيصو او رواياتو باندې ليکلے شوے دے، يا پاخۀ سندونه لري او ورسره حوالې هم شته.

    زمونږ ستر لارښود باچاخان د خداے پاک پۀ فضل هغو اتلانو کښې دے چې تاريخ ئې جوړ کړے هم دے، وئيلے ئې هم دے او ليکلے ئې هم دے. باچاخان اول خپل ځان ته تاريخ پرانستو. د خپل ځان د شناخت او د خپل قامي شناخت جرړې (وليې) ئې ولټولې. خپل کور، کلي او ملک نه واخله پۀ نړيوال سياست، اقتصاد، مذهب، کلتور او پۀ ټولنې (معاشرې) باندې ئې نظر واچولو، خپل ځان او خپل پښتون/افغان قام ئې پۀ نړيواله تله وتلل او د يو ښۀ معالج پۀ شان ئې د خپل قام مرض معلوم کړو. باچاخان پۀ خپل خود نوشت “زما ژوند او جدوجهد” کښې د پښتونخوا وطن خصوصاً اشنغر زوړ تاريخ ته پۀ دې ټکو کښې اشاره کړې ده، چې:

    “ټول هشنغر ښکلې او ښېرازه سيمه ده، د رځړو اتمانزو نه د سيند پۀ بله غاړه چې د زوړ ښار نخښې نخښانې راڅرګندې شوې دي، دغه د رځړو سره د سيند نه پورې غاړه د شېخانو ډېرۍ سره د ګندهارا تهذيب او دور نه مخکښې اثار دي. دغه ښار ته ئې پشکلاوتي وې، دا نوم د برسنډو د کمر او ګلونو پورې تړلے دے، لوے تجارتي او ثقافتي مرکز ؤ، دا موجود سيند چې اوس د رځړو او شېخانو ډېرۍ ترمېنځه بهېږي، دا پۀ هاغه زمانه کښې د ډېرۍ نه قبلې غاړې ته بهېدلو او دا ټول زوړ ښار تر دې رځړو پورې غځېدلے ؤ.

    دَ دې ځائے اوسېدونکي پښتانۀ وو خو بودېست وو، بودايي مذهب له دې ځايه د سوات او ګلګت پۀ لاره تبت او چين ته تللے او خور شوے دے او د بدهـ مت څلورمه مذهبي غونډه هم پۀ دې ځائے کښې شوې وه.

    د ښکاره شوو اثارو د فن او صنعت نه معلومېږي چې پۀ دې علاقه کښې صنعت، تجارت، زراعت او علم ډېره ترقي کړې وه، دا ښار يوازې د ګندهارا سياسي مرکز نه بلکې د اېشيا د زياتو برخو تجارتي، صنعتي او علمي مرکز ؤ.

    دَ اټک او مارګلې پۀ لويه لاره ئې د هندوستان سره، د سوات او ګلت پۀ لاره ئې د کشمير او تبت او چين سره، د دير او چترال او بډخشان پۀ لاره د مرکزي اېشياء او له هغه ځايه يورپ سره، د کابل، قندهار، او سيستان پۀ لاره ئې د ايران، عراق، ترکيې، او شام سره تعلق لرلو. د تجارتي مالونو لويه منډهۍ وه، د علومو ځانګو وه”.

    باچاخان د هشنغر پۀ حواله د ګندهارا تهذيب او د دغې علمونو د مرکز د زړو اثارو ذکر ډېر پۀ فخر کوي، د چارسدې (اشنغر) د زوړ نوم پشکلاتي ذکر هم کوي او د دې نه مو هم خبروي چې د بدهـ مت تعليمات د سوات، ګلګت پۀ لاره څنګه ترتبت او چين پورې لاړل. باچاخان دا خبره هم پۀ ډاګه کوي چې څنګه هاغه وخت صنعت، تجارت او علم ترقي کړې وه، ځکه چې دا ښار يوازې د ګندهارا سياسي او علمي مرکز نه بلکې ټول هندوستان، کشمير، تبت، چين، عراق، ايران، ترکيه، شام او يورپ سره تجارتي مندهۍ وه.

    دَ خپل ژوند پۀ ياداشتونو کښې د بابر د فتوحاتو وجوهات او د ابراهيم لودهي افغان نه د تخت اخستو خبره هم کوي او دا هم راښئي چې ايران څنګه د پښتنو/ افغانانو له بې اتفاقۍ او کمزورو نه فايده وچته کړه؟ شېرشاه سوري څنګه راغلو او څۀ اصلاحات ئې وکړل؟ پۀ قندهار کښې ميروېس نيکۀ څنګه پښتانۀ د ايران له غلامۍ ازاد کړل. دا ټولې خبرې مونږ ته باچاخان پۀ خپل انداز کښې داسې کوي، لکه چې يو پوخ تاريخ دان پروفېسر د تاريخ لېچکر راکوي:

    “يا هاغه وخت ؤ چې کله بابر د پښتنو د بې وقوفۍ او خود غرضۍ او د ايرانيانو د امداد او لمسون پۀ وجه د ابراهيم لودهي نه د هند بادشاهي تخت او تاج واخستو، شېرشاه سوري راپاڅېدو او د بابر د زوي همايون نه ئې د پښتنو حکومت بېرته واخستو. ديلے ئې ونيوۀ، همايون وتښتېدو او د ايران دربار ته ئې پناه يوړه او هلته ايرانيانو د پښتنو د کمزوري کېدو موقعې له ساتلے ؤ. شېرشاه د پښتنو جنډه پۀ کلکته ودروله او شېرشاه چې د ملک د ابادۍ دپاره د صنعت، تجارت او زراعت کومې منصوبې جوړې کړې وې، پۀ هغې د مغلو د اکبر باچا نوم وشو. دا د اکبر دماغ نۀ وو، د شېرشاه دماغ وو يا هغه وخت ؤ چې کله پۀ پښتنو د ايرانيانو حکومت ؤ، پښتانۀ به ئې سپکول او سپک به ئې ګڼل. پۀ قندهار کښې ميروېس خان نيکۀ راپورته شو، پښتانۀ ئې د ايران د غلامۍ نه ازاد کړل او د پښتنو بېرغ ئې پۀ اصفهان ودرولو، يا هغه وخت ؤ چې پښتانۀ نادر افشار رېز مرېز کړي وو چې نادر افشار مړ کړے شو نو د پښتنو لويه جرګه پۀ قندهار کښې راغونډه شوه او د ډېر غور نه وروستو ئې د احمدشاه بابا پۀ مشرۍ دعا ئې خېر وکړه.

    دې پسې سم مونږ ته باچاخان د تاريخ دغه بله پاڼه رااړوي او د ا حمدشاه بادشاه بابا ايرانيانو له د شکست خبره کوي او دا هم راښئي چې څنګه ئې ټول پښتون د مغلي ظلمونو نه خلاص کړي وو.

    “احمدشاه بابا راپورته شو ايرانيانو ته ئې شکست ورکړو او د پښتنو د حکومت بنياد ئې کېښود. يوازې پښتونخوا نۀ بلکې ټول هندوستان ئې د هغه وخت د مغلي حکومت د ظلمونو نه خلاص کړو، دې وخت کښې انګرېزان هندوستان له نوي راغلي وو، چې احمدشاه ديلے واخست نو د انګرېزانو د تګ و دو نه خبر شو او اراده ئې وکړه چې انګرېزان هم د هندوستان نه وباسم. انګرېزان چې پۀ دې پوه شول نو د ايران دربار ته ئې سفير ولېږلو او ايرانيان ئې راپورته کړل چې پۀ افغانستان حمله وکړي. احمدشاه بابا چې د دې سازش نه خبر شو نو د انګرېزانو د مخنيوي کار ئې پرېښود او پۀ مخه افغانستان ته راروان شو چې جهلم ته راورسېد، د جهلم د سيند پۀ غاړه ودرېدو او د پښتنو ټول خېلونه او قبيلې چې ورسره وې، هغوي ته ئې ووئيل چې له دې ځايه ترامو دريابه پورې ستاسو ملک پښتونخوا دے او يا دغه وخت ؤ چې د درانو عياشۍ، بې تدبيرۍ پۀ خلقو د زور زياتي، کورني اختلافاتو او جنګونو پۀ سبب پښتانۀ دومره پرېوتل چې خپل کور کښې د سيکانو د مقابلې نۀ وو، هغه د پلار نيکۀ ګتې خو پرېږده خپله خاوره ترې سيکانو لاندې کړه او پۀ دوي کښې دومره څوک نۀ وو چې پۀ خپله خاوره او ناموس ئې ننګ غېرت کړے وے، د سيکانو د زور او ظلم پۀ مقابله کښې ئې سر وچت کړے وے او د پښتنو عزت او عظمت ئې د دې ظلم نه بچ کړے وے”.

    تاسو وکتل چې باچاخان څومره د خپل تېر ماضي (تاريخ) نه خبر ؤ؟ نۀ صرف ئې لوستے ؤ، بلکې ليکلے ئې هم ؤ، پۀ دې غرض چې خپل قام د خپل تېر تاريخ له اهميته هم خبر کړي او دا ورته هم پۀ ګوته کړي چې څنګه به مونږ د غېرو د غلامۍ د جغ نه خپل څټونه ازادوو.

    باچاخان مونږ ته د تاريخ نورې ډېرې داسې نکتې ښئيلې دي، چې هغه زمونږ دپاره د لارې مشالونه دي. وائي چې “په پښتنو کښې ډېر بادشاهان تېر شوي دي، لېکن د پښتنو ښځو، نرو چې څومره مينه او محبت د امان الله خان سره ؤ، هغه بل بادشاه سره نۀ ؤ. امان الله خان به وې چې زۀ د پښتنو انقلابي بادشاه يم او د هغۀ دا خبره بالکل رښتيا وه چې هغۀ پۀ پښتنو کښې يو عجيبه انقلاب پېدا کړو، خو يو سېلاب وي، چې راشي نو ودۀ خلق يوسي او ويښ ترې فائده وچتې کړي” (زمونږ د باچا خبرې ٢٥ مخ)

    باچاخان بابا کۀ يو پله د خپل تاريخ حال مونږ ته بيان کړے دے نو بلې خوا ته ئې مونږ د علم، عمل او کتاب او قلم د اهميت نه هم خبر کړي يو او دا ئې راته هم وئيلي دي چې د علم د حصول دپاره مونږ ته د ټوپک هېڅ ضرورت نشته، کتاب او قلم پکار دے.

    “خلق وائي چې پښتون ترقي و نۀ کړه، پۀ ورانو لارو روان شوے دے، لېکن حقيقت دا دے چې پښتنو ته چا سمه لارښودلې ده؟ چا د ورانو نه منع کړے دے او دوي منع شوي نۀ دي، هئ افسوس د نورو قومونو پۀ شان د دوي غمخور نشته، د دوي شپون نشته، ځکه خو ئې شرمښان خوري او ماتوي. نن ورځې د پښتنو دپاره د ټوپک ضرورت نشته بلکې د قلم ضرورت دے، ولې چې زمونږ د ملک ازادي به پۀ ټوپک نۀ وي بلکې پۀ قلم به وي.

    مونږ يو وار بيا د باچاخان بابا تاريخ پوهنې پله راګرځو او دا ليک هم د هغوي پۀ دې وينا ختموو چې “زۀ دلته تاريخ نۀ بيانوم صرف دا خبره ښکاره کوم چې د دې څۀ وجه ده چې پښتون لوے لوے حکومتونه جوړولے شول خو ټينګولے ئې نۀ شول؟ د دې وجه دا ده چې پۀ پښتنو کښې اجتماعي ژوند، قوميت او اتفاق نۀ ؤ”.

    او هغه د ستر خوشحال بابا خبره چې:

    اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پېدا نۀ شو

    ګڼه ما به د مغل ګرېوان پاره کړ

  • غني خان د زمان او مکان پۀ تله کښې – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    غني خان د زمان او مکان پۀ تله کښې – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    د هندوانو پۀ وېدونواو د کائنات پۀ علمونو کښې د زمان او مکان پۀ حقله څۀ دا شان بيان شوے دے چې کائنات پۀ يوې دائرې کښې ګردش کوي. دغې دائرې کښې د پېداوښت (Creation) عمل ترسره کوي، تر ختمېدو (Destruction) پورې رسي او بيا د پېدا کېدلو (Rebirth) عمل ته هم ځان رسوي. دا ګردش يو چکر دے چې پۀ ٤٣٢٠٠٠ کاله کښې خپل دغه سفر پوره کوي.(١)

    مصري فېلسوف (2650- 2600 BC) Ptahhotep يوځاے ليکلي دي چې د خواهشاتو ترلاسه کولو (حصول) کښې وخت مۀ خرابوئ (ضائع کوو يا کموو) ځکه چې وخت خرابول (ضائع کول) روح مکروه کوي، دا رنګې د افلاطون پۀ خيال وخت يا زمان (Time) د اجرام فلکي حرکت او ځاے يا مکان هغه څۀ چې څيزونه (Things) ترې را وځي. د ارسطو پۀ خيال وخت (زمان) د بدلولو مخکښې اوشا يا وړاندې او وروستو (After+ Before) او مکان د يو شي د يو حرکت حد بندي چې کوم د دۀ نه چاپېره ده.(٢)

    سېنټ اګسټائن (St Agustine) د ارسطو برخلاف وده يا پېداوښت (Creation) حقيقت ښودلي دي، خو د وخت پۀ باره کښې وائي چې د وخت علم دڅيزونو د حرکت پورې اړه (انحصار) لري. د هغۀ پۀ خيال د وخت تصور د مخلوق د موجودګۍ سره تړلے دے، د وخت ناپ تول يا حساب کتاب خو د مخلوق پۀ ذهن کښې دے. دکتور سټېفن هاکنګ پۀ خپل کتاب د وخت مختصر تاريخ (A Brief History of Time) کښې ليکلي دي چې د زمان او مکان د جديدو قوانينو پۀ رڼا کښې د ماضي او مستقبل تفريق نشته. دوي زياتوي چې د وخت نفسياتي غشے مونږ دې ته تياروي چې خپل ماضي وګورو، ولې مستقبل نا، وخت دا هم کوي چې حافظه دې پۀ يومخ تازه شي چې کائنات را غونډ کړي، پۀ ځاے د دې چې خور وور شي.(٣)

    د يولسمې پېړۍ د فزکس ماهر ابن حاتم د جيومټري پۀ فارمول د افلاطون او نورو نظريات ( Theories) غلط ثابتوي ځکه چې دۀ ټول زور د نظر يا ليدنې پۀ نظريه (Theory of vision) باندې اچولے دے. د ايمانوېل کانټ (١٧٨١) پۀ خيال د زمان او مکان موجود يا موجود بالذات (Substance) نۀ دے. دا د تجربې پۀ بنياد پېژندل کېږي يا زده کېږي. دا يو Systematic Framework دے پۀ کوم چې انسان خپلې تجربې سموي يا برابروي يا سټرکچرلايز (Structuralize) کوي.

    يوخوا مونږ ګورو چې د انسان وخت د دېوتاګانو نه بدل دے او ځان لۀ خپل خپل مکان هم لري. بل خوا انسان چې فطرت نه مجبور ؤ او د کاڼو زمانې نه تر اوسني دور پورې پۀ ارتقايي عمل کښې کوشش کوي چې فطرت قابو کړي، تر ډېره حده کامياب شوے هم دے، خو ايا د انسان چې د خپل وجود پۀ تلاش کښې سرګردانه دے، هغه خپل خود ياد وجود پۀ انسان کښې وموندو او ايا انسان ستا او زما نه راووت او يا د وحدت او کثرت پۀ فلسفه کښې چرته ولاړ دے؟ يا د فنا او بقاء پۀ مسئله کښې پۀ کوم مقام دے؟.

    د دې پورته توضيحاتو او معروضياتو نه پرته څۀ سوالونه د زمان او مکان پۀ حقله نور هم ډېر اهم دي.

    ايا انسان اول دے او کۀ بت؟؟ کۀ د ادم قيصه واخلو او د خاورو بت کښې ساه واچولے شي. د دې سره د جنت او بي بي حوا قيصه هم شروع کېږي.

    د فلسفې پۀ تله کښې زمان او مکان تلل.

    د سائنس پۀ تله کښې زمان او مکان تلل.

    د تصوف پۀ تله کښې د زمان او مکان تلل.

    د مذهب پۀ تله کښې د زمان او مکان تلل.

    خو دلته مونږ ستر شاعر، فلسفي، سياستمدار او ارټسټ غني خان د زمان او مکان پۀ تله کښې د تللو هڅه کوو.

    غني خان يو انسان نۀ ؤ بلکې پۀ خپل ځان کښې يو جهان ؤ، لۀ کوره خان ؤ، ولې خوي ئې د ملنګ ؤ، خو د قلنګ طلبګار نۀ ؤ. اولس ئې ژوند او ژوند ئې د اولس سره ؤ. د بنګال نه واخله تر ګړه هندوستانه او دافغانستان نه واخله تر امريکه او يورپ پورې علمونو او سبقونو پسې ګرځېدلے او کړېدلے دے. د رابندر ناتهـ ټېګور نه واخله تر ګاندهي جي پورې او د کلي د ملايانو نه واخله د يورپ پادريانو پورې د مذهبي او تصوفي زده کړو پۀ تلاش کښې ګرځېدلے دے.

    د خپل پلار پۀ مکتب فکر لوے شوے خوځان ورته هر وخت پۀ يوه داسې پنجره کښې بندي محسوس شوے دے چې چوکاټونه ئې ماتول ضروري وو. خاکسار تحريک، احرار تحريک، کرتي کسان تحريک، سوبهاش چندربوس تحريک او د کمېونزم پۀ شان مفکورو او مضبوطو تحريکونو د غني خان ايمان پۀ پښتون نېشنلزم او خپل وطن سره مينه ساتلو باندې نور هم ټينګ او مضبوط کړو.

    غني خان د خپل وخت او زمانې پۀ ترڅ کښې د پښتو، اردو او نړۍ پۀ اديبانو او شاعرانو کښې ځان ته يو خپل مقام پېدا کړو. پښتو کښې عبدالاکبرخان اکبر، ګل باچا الفت،اجمل خټک، عبدالروف بېنوا، مهدى شاه باچا، قيام الدين خادم، قلندر مومند، سيدرسول رسا، اشرف مفتون او نور، اردو کښې د ډاکټراقبال نه علاوه فېض احمد فېض، اختر شېراني، اسرارالحق مجاز، ساحرلدهيانوى، کرشن چندر، سعادت حسن منټو او نور، نړيوالو اديبانو کښې ايزراپانډ(Ezra Pound)، اسکروائلډ (Oscar Wilde)، برټرېنډرسل (Bertrand Arthur William Russell)، ټي اېس اېليټ (T.S Eliot)، مېکسم ګورکي (Maxim Gorky) او نورو پۀ موجودګۍ کښې ئې ځان ته خپل يو انداز او فکري چوکاټ او د محسوساتو يوه دائره جوړه کړې وه چې دا د يو رښتوني شاعر او اديب او فنکار د پاره غېر معمولي لاس ته راوړنې دي. کۀ څۀ هم د خپل فکر او احساس د وړاندې کولو(پېشکش) طريقه ئې د نړۍ د سترو مفکرينو پۀ شان ده. د يوناني ډرامې د کردار اوريس پۀ شان د خپلې بشپړ ازادۍ نعره لګوي. د زوړ يوناني شاعر زينو فرنز (‌Zenopherns) پۀ رنګ د خپل وخت قدامت پسندو مذهبي مبلغينو(ملا) باندې د قدغن لګولو سوچ وړاندې کوي، د نوميالي فرانسيسي ليکونکي والټئير او د جرمن شاعر نټشے د شاعرۍ پۀ شان خپل فکر او سوچ د ګډ وډي پۀ شکل کښې وړاندې کوي. (٤)

    خو دلته يوه خبره بله ډېره ضروري ده چې د شلمې پېړۍ هندوستاني او افغان شاعران، اديبان د سوړ جنګ اثر لاندې وو. ډېر پۀ کښې د مارکسزم، لېنن ازم او ماوزے تنګ نۀ پۀ يوه حواله يا پۀ بله حواله متاثره وو. تر دې چې هندي فلمونه هم دقيصه ليکونکيو اديبانو اوسندرې ليکونکيو شاعرانو دلاسه د طبقاتي مبارزې نه خلاص نۀ وو. پۀ داسې حال کښې چې يو خوا انګرېز استعمار ، بلخوا د هند پۀ نيمې وچې کښې د ازادۍ مبارزه روانه وه. پۀ افغانستان کښې د بادشاه مترقي او د استقلال رهبر غازي امان الله خان زوال پۀ ښکته يا کوزه پښتونخوا ډېر اثر وغورځولو. دلته ملي مبارزه د عدم تشدد او تشدد (Radical) يا انقلاب پۀ چوکاټونو کښې روانه وه. د عدم تشدد پۀ چوکاټ د ازادۍ مبارزه د خدائي خدمتګارتحريک پۀ ترڅ کښې د باچاخان پۀ مشرۍ کښې ترسره کېده. د عبدالروف بېنوا پۀ خوندناک انداز کښې ورته داسې اشاره کېدې شي.

    غلے شان ته انقلاب دے

    بدلوي د زمانې رنګ

    د پښتو د هغه زمانې نزدې (تقريباً) ټول شاعران د خدائي خدمتګار تحريک پۀ کېمپ کښې ناست وو ځکه چې دا چترۍ ډېره پراخه وه او حقيقت خو دا دے چې دغه تحريک کښې ډېر چپ لاسي (Leftist) او د ويښ زلميانو پۀ شان د هرې طبقې خلق هم شامل وو.

    د غني خان شخصيت ډېر عجيبه ؤ. ماشوم والي کښې د خپل پلار پۀ ازاد سکول کښې د قران او حديث مطالعې او جلسو کښې د خوش الحاني سره تلاوتونه کول، د عبدالاکبرخان اکبر پۀ ” خدائي خدمتګار”(دې ډرامه کښې د درې يتيمانو د کردارونو پۀ وجه د درې يتيمانو پۀ نوم هم مشهور شوې ده) نومې ډرامه کښې ولي خان سره د يو يتيم ماشوم کردار ادا کول، پښتون مجلې ته د ګډې وډې پۀ نوم کالم ليکل چې د خپلې زمانې پۀ سماجي چوکاټ تنقيد هم ؤ او لارښودنه هم، لندن او امريکه کښې ګرځېدلو او سبقونو وئيلو باوجود د خپلې خاورې د غلام او بې سواده اولس سره مينه لرل او پۀ دغه ترڅ کښې د پښتون تاريخ، جغرافيه، مذهب، کلتور او کردار پۀ نره ستائيل، فرسوده سماجي چوکاټونه پۀ نره ماتول او تر ټولو اهمه خبره دا چې د نورو زياتره هندوستاني شاعرانو اديبانو پۀ رنګ دکارل کارکس او لېنن لۀ فلسفې بېخي نۀ متاثره کېدل چې وجه ئې د فيوډال کورنۍ سره نسبت بېخي نۀ دے، ځکه چې د دوي هم عصر بل يو ستر شاعر عبدالرحيم مجذوب مونږ وينو چې د لوې فيوډالې کورنۍ سره د نسبت باوجود دمارکسزم لۀ فلسفې نۀ صرف متاثره ښکاري بلکې خپل پلار ته پۀ ټاکنو کښې مخالف کانديد هم جوړ شوے ؤ (٥) خو غني خان تش د خپل ذاتي نقطه نظر پۀ اساس پښتون نېشنلزم خوا ته رامائيل شوے ښکاري. د غني خان دغه شخصيت پۀ اړه ارواښاد ډاکټرراج ولي شاه خټک يوځاے ليکي:

    “د غني خان دا شخصيت کۀ د وخت ضرورت پۀ خپله پۀ خپل دور کښې پېدا کړے ؤ او کۀ د خالص پښتني تربيت پۀ نتيجه کښې ساز شوے ؤ خو پۀ شخصي توګه غني خان يو داسې سړے ؤ چې د سړيتوب د مفهوم پۀ رڼا کښې مکمل شوے ؤ…. د غني خان شخصيت دومره لوړ او دنګ ؤ چې مونږ د هغۀ د ذات پۀ سيوري کښې د هغۀ د فن خدوخال پوره پوره ليدلے شول. هغه د پښتون تهذيب د صديو د شعور يو مجسم شکل ؤ او پۀ دغه ذات کښې د ثقافت پوره تصوير پۀ نظر راتلے شو” ۔ (٦)

    لکه څنګه چې بره ذکر وشو چې غني خان د پراخه علم او مطالعې خاوند ؤ. د ادب، فن او د فلسفې باقاعده طلب علم پاتې شوے دے. د نړۍ تاريخ، ادبياتو فنون، فلسفې او تهذيبونه ئې د خپل نظر لاندې راوستي او د خپل ذهن پۀ کېنوس کښې خوندي کړي او د بې شميره موضوعاتو د پاره ئې ترې الهام هم اخستے دے چې ځينې پۀ کښې امتياز احمد صاحبزاده څۀ دارنګ بيان کړي دي.

    “Some of the major themes on which he wrote are, Pakhtun nationalism freedom, love of the land and the people- the mysteries of life and death, fate, belief in the existence of God, the joys of communion, the woes of separation, love –both human and divine: nature in all its aspects- insects, birds, animals, trees and flower: the Khans (major landowners) mullhahs (the clergy) and above all, beauty which is the centerpiece of his feeling, thought and expression and was not to him ultimate proof of the existence of God” (7)

    د غني خان شاعري کۀ څۀ هم د جدت او بغاوت پۀ ترڅ کښې ځان لۀ يوه خپله ځانګړتيا لري، ولې کۀ پۀ غور وکتے شي، نو د پښتو شاعرۍ د روايت يوه مکمله کړۍ معلومېږي. د دوي دغې روايت پالنې پۀ اړه ډاکټر چراغ حسېن شاه وائي :

    “د دوي شاعرۍ کښې د خوشحال انقلاب، د رحمان بابا تصوف، د مېرزا خان انصاري ابهام او د علي خان رومانيت هر څۀ شامل دي. ” (٨)

    زما بخت د شمعې بخت دے يا به مرمه يا به سوځم

    يا به بېخ لۀ د درياب ځم يا به سر پۀ چپو خوځم

    عجب زۀ عجيبه لاره، عجيبه کاروان روان دے

    ما وروستي پړاو لۀ بيايي کۀ زۀ ځمه او کۀ نۀ ځم

    (١٢)

    ولې د وخت پۀ اړه هم سوال را پورته کوي چې کۀ وخت نۀ ؤ، بيا بۀ څۀ وو؟ پۀ هغه وخت کښې چې وخت نۀ ؤ، غني خان د رنګ او خيال پۀ زور د يار پۀ ښائسته شونډو د وصال پۀ خوب کښې ځان مخمور ويني.

    څۀ وو چې هېڅ نۀ وو

    نۀ سبا ؤ نۀ ماښام ؤ

    نۀ رب د چا رب ؤ

    نۀ بنده د چا غلام ؤ

    بس يو بې پايانه عشق

    ورک پۀ خپل خمار کښې

    خوب د خپل وصال ؤ

    پۀ خېشته شونډو ديار کښې

    (١٣)

    غني خان وخت نۀ د مخلوق پۀ شکل کښې ګوري چې هېڅ نۀ وو، يعني پۀ دې هېڅ کښې سبا او ماښام هم نۀ ؤ، خو يو بې پايانه عشق پۀ خپل خمار کښې ورک ؤ. د غني خان پۀ خيال وخت څۀ دے؟ خو د دلدار لټون دے. د هغه دلدار لټون چې وخت ورباندې تمام دے. وخت ورباندې ولاړ دے او د وخت ورباندې ژوند دے.

    غرمه د اوړي

    لکه شپه د ژمي

    يو خاموشي يو قلارے خور دے

    زوړندې پاڼې ونې

    غلې اودې مرغۍ

    وخت پښه نيولے پۀ رکاب سور دے

    ====

    چرته کښې لرې يو بڅرے د نور

    ستورے، کۀ لرې د صحرا اور دے

    ما ته وړوکو پلوشو کښې وائي

    کۀ غر دے لوے پۀ سر ئې لار خو شته

    څۀ کۀ ژوندون يو ورک ساعت دے د هوش

    يو ابدي د دۀ دلدار خو شته

    (١٤)

    غني خان د لمحو تغير يا د وخت ګردش د واقعاتو او حادثاتو يوه پېمانه ويني. څنګه چې د شبنم پۀ يو څاڅکي کښې ورته پوره سمندر ښکاري. دا رنګې د لمحې پۀ يو څرک کښې د زمان پوره دائره ويني.

    يو ټکي د نور کښې درياب رنګا رنګ

    يو څاڅکي د ساز کښې هم سوز او شړنګ

    د ژوندون يوه لمحه کښې سوونه عمرونه

    يو چونګ کښې د خاورو مستي او غمونه

    (١٥)

    خو د غني خان يو نظم “خيال او رنګ ” ته چې پۀ ژور نظر وکتلے شي، نو هغه د کائنات ټول رنګونه، ټول پړاوونه او ټول جهتونه د وخت سورے ګڼي او وخت پۀ يو داسې زورور انداز کښې تجسيم چې سيوري نه ئې د ودان ژوند تمامي ښائستونه شتون لري.

    دا سوز او ساز، دا شان او شړنګ

    يو سيورے د وخت، د خيال او رنګ

    دا اوښ کاروان، دا سحر ماښام

    دا ګوتې او شونډې او مے او جام

    دا شپه د خزان او خوب د بهار

    نشه د مجنون او پياله دخيام

    دا ګل، دا ساز، دا شان او رنګ

    يو سيورے د وخت، د خيال او رنګ

    (١٦)

    تر دې پورې چې هر څۀ د وخت پۀ پنجه کښې راګېر بولي، تر دې چې د انسان غوندې هستي هم د وخت پۀ پنجه کښې ايسار دے. کۀ انسان زر ځله د وړاندې تګ او د نورتګ وزرونه تلي، ولې وخت ئې وروستي پړاو ته بيايي، د خپل ځان سره غني داسې مکالمه کوي.

    وخت خو تا جوړ کړے دے نو وخت به تا ته څۀ ووائي

    وخت خو زما ځان دے چې د نشت کور له مې بيائي

    (١٧)

    مکان/ځاے او لا مکان چې مونږ وړاندې تر خپله وسه تشريح کړے دے، پۀ اړه غني خان خيال دے چې دواړه د انسان د خپل ذهن پېداوار دي.

    دا مکان او لامکان

    دواړه جوړ زما د ځان

    دا جانان او بت او رب

    زما تنده او ايمان

    (١٨)

    غني خان ځان پۀ پنجره کښې د بندې مرغۍ پۀ رنګ ويني چې چاپېره ترې نه د پنجرې اوسپنيز تارونه تاؤ دي او مرغۍ لګيا ده د اوسپنې تارونو سره خپل سر مسلسل وهي. غني خان هم د رواج، سماج، مذهب او روايتي سياست پۀ پنجره کښې بند دے او هغه لګيا دے، د دغه پنجرې نه د ځان او اولس د ويستو هلې ځلې کوي. د هغۀ مثال د منځنۍ اېشياء او سوېلي اېشياء ترمنځه د يو پل دے او پۀ فن کښې ئې د مشرق او مغرب ټول خواږۀ سره ګډ شوي دي (١٩) او پۀ فکر ئې د خپل خړ پښتني وطن سادګي او د جديدې نړۍ ټول مصنوعيت سره يوځاے کېږي.

    غني خان د دوه اتيا کالو پۀ عمر کښې د مادي دنيا نه روحاني دنيا ته رخصت شو. خو زما پۀ خيال د زمان او مکان پۀ حدودو کښې هغۀ ځان ته خپل ځاے جوړکړو او د ټول افغان پښتون اولس کښې د رېناسنس (Renaissance) سړي پۀ توګه د ادب او فن پۀ اسمان لکه دستوري وځلېدو.

    حوالې:

    1. Wikipedia, the free encyclopedia

    2. Wikipedia, the free encyclopedia:2

    Dr Fazal Ur Rehim Marwat. Abdul Ghani Khan A-Renaisance Man Charsadda:3

    Pashtunkhwa Study Centre, Bacha Khan University, 2015. P-4

    :4صابر، صاحب شاه، غني لېونے- غني فلسفي- غني فنکار، مشموله. پښتو، جلد ٣١، شماره ١١_ ١٢، پېښور، پښتواکېډمي پېښور پوهنتون، نومبر، دسمبر ١٩٩٩، مخ ٢٥

    :5زما (مروت)شخصي ډائري.

    : 6 راج ولي شاه، ډاکټر، غني خان شخصيت او فن، مشموله: پښتو، (غني خان نمبر) ، جلد ٢٩، شماره ١_ ٤ پېښور، پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون ، ١٩٩٨، مخونه ٨- ٩

    Imtiaz Ahmad Sahibzada, A Breath of Fresh Air, Islamabad, The Army Press, 2016, p.xx :7

    :8 چراغ حسېن شاه ، ډاکټر ، غني، خان يو د حساس ذهن خاوند، مشموله، پښتو (غني خان نمبر)، مخ ١٢٤

    9: برق، غلام جېلاني، الله کى عادات، ص:٢٣٥

    10: زما شخصي ډائري

    11: رابندرناتهـ ټېګور، ګيتا انجلي، ژباړه: عبدالروف بېنوا، افغانستان، د ادبياتو د پوهنځي د پښتو څانګه، کال ١٣٥٤، مخونه ١١ او ١٥

    12: لټون ( د غني کليات، نوے کلام) ترتيب و تدوين: محمد زبېر حسرت، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي مخ: ٦٩٦

    13: لټون، مخ ٥٧٣

    14‌: لټون، مخ ٥٦٦

    15: لټون، مخ: ٣٢٢

    16: لټون، مخ ٢٦٩

    17: لټون، مخ ٢٤٤

    18: لټون، مخ ٣٧٥

    19: جهانزيب نياز، پروفېسر، خان عبدالغني خان، مشموله: تعبير مردان، کاټلنګ ادبي جرګه، ٢٠٠٥ز ، مخ ٢١٦

  • حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    حکومت موقطه هندکابل – د اسيا پۀ زړۀ کښې سياسي پاڅون – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    د هند د نيمې وچې مشهور فېلسوف ډاکټر محمد اقبال د افغانستان پۀ حقله وائي:

    اسيا يک پيکر اب و ګل است

    ملتِ افغان در آن پيکر دل است

    از فسادِ او فسادِ اسيا

    از کشادِ او کشادِ اسيا

    د شلمې پېړۍ افغانستان کښې بدلون، قانون اساسي او انقلاب د پاره چغې د ارګ (محل) او عام اولس دواړو خواوو نه راپورته شوې دي. د امير حبيب الله د اقتدار دوره (۱۹۱۹… ۱۹۰۱) کښې مشروطه خواهانو د بدلون (Change) او انقلاب(Concept) د پاره، پټ او پۀ ښکاره، انفرادي او پۀ اجتماعي توګه خپل خپل نضهت او مبارزه جاري وساتله. د دې ټولو ډلو يا ګروپونو د حکومت يا دولت د جوړولو ماډل ځان ځان له ؤ او د نظام د خوښونې پۀ Ideal کښې ئې هم فرق ؤ، ولې بيا هم افغان انقلابيانو کښې څۀ ټکي سره شريک وو او هغه دا وو:

    1. د انګرېز حکومت ضد وو.
    2. د ملا ضد وو.
    3. د جهالت خلاف وو.
    4. ازادي غوښتونکي وو.
    5. د دراني مملکت (Durrani Empire) غوښتنه ئې کوله.
    6. د افغانستان اقتصادي، سماجي او سياسي بدلون پۀ چوکاټ کښې د هېواد پرمختګ
    7. خارجي ماډلونه (Models) پۀ نظر کښې ساتل

    (1)

    خو د دلته سوال دا پېدا کېږي چې ايا دې بدلون څۀ امکانات لرل چې د هېواد نه غربت او جهالت له منځه يوسي . پۀ داسې وخت کښې چې د قوت دوه چوکيو یعنې(Seats) يو مرکزي حکومت کابل او دوېم جنګي کليوال قبائل (زوړ سياسي نظام کښې) د اقتدار اخستلو پۀ کشمکش کښې بوخت وو .

    دا دواړه قوتونه د نوې باسواده طبقې د پاره د اقتدار پۀ اېوانونو کښې د خپل ځاے پرېښودو يا شرکت يا پېژندګلو د پاره تيار نۀ وو. ارګ خپل زوړ روايتي سياست نۀ پرېښودو او قبيلوي مشران د خپل کلي وال روايتي سياست نه بهر نۀ راوتل . پۀ داسې مهال کښې دوي سره ايکي يوه لاره وه چې بايد د امير حبيب الله حاکميت (Authority) د ګواښ (challenge) سره مخ کړي او داسې کوونکې ډله يا Organization تش مشروطه خواهان وو.

    دغه وخت اولنے نړيوال جنګ (۱۹۱۹ – ۱۹۱۴) شروع ؤ چې د هند نيمه وچه ئې خپله ولقه کښې اخستې وه خو پۀ افغانستان ئې لا تر هغې اثر نۀ ؤ ، تر څو چې پکښې ترکي شامل نۀ وه . يو انګرېز انجنيئر د کابل نه پۀ بمبۍ کښې مېشت خپل ملګري ته پۀ يو خط کښې د افغانستان حالات څۀ داسې ليکلي دي:

    ٫٫چې کابل کښې هر کس د انګرېز ضد دے ، بغېر د امير (حبيب الله) نه ، هغه هم پۀ اولس کښې پۀ ښکاره نۀ وائي خو کله کله وائي چې انګرېزان ډېر زور او قوت لري .،،

    (2)

    امير حبيب الله د لارډ هارډنګ سره پۀ دغه جنګ کښې د فوځ پۀ منځګړتوب يا د بې طرفۍ پۀ وعده ولاړ ؤ ، کۀ څۀ هم سردار نصرالله خان او عنايت الله خان پۀ ښکاره د جنګ خبرې کولې . خو د وړومبي نړيوال جنګ پۀ ترڅ کښې د راپېښو حالاتو پۀ لړ کښې پۀ کال ۱۹۱۵ کښې د امير حالت هله کمزورے شو ، کله چې ترکيې پۀ جنګ کښې د ګډون اعلان وکړو .

    پۀ دغه وخت کښې (۱۹۱۵) د اتيا کسانو ترک … جرمن مشن چې مشري ئې Nider Mayar او کاظم بے کوله ، د هرات لۀ لارې کابل ته راغلل . پۀ مشهورو کسانو کښې جرمن جاسوس Wasmuss ، دوه هندي انقلابيان راجه مهندراپرتاپ او مولوي برکت الله بهوپالي، د امريکه نه دوه افغانان عبدالرحمن او سبحان خان او درې اپريديان (چې د جرمني جنګي کېمپونو نه راغلي وو) ، د ترک جرمن مشن سره سم دوه ويشت اسټرين (Austrians) د مزار شريف لۀ لارې کابل ته راغلل څوک چې د مرکزي اسيا پۀ جنګي کېمپونو کښې اباد بنديوان وو.

    ۱۵ اکتوبر ۱۹۱۵ د انګرېزانو بل مشن د مولانا عبېدالله سندهي پۀ مشرۍ کښې د کوئټې لۀ لارې کندهار ته راغلو . مولانا حسېن احمد مدني (شېخ الهند) خپل کتاب نقش حيات جلد دوېم کښې ليکي:

    “د ياغستان (قبايلي سيمه) مجاهدينو حضرت محمود الحسن صېب ته خبر ورکړو چې د خوراکي موادو او وسيلې د کموت لۀ کبله مجاهدين نور د انګرېزانو ضد جهاد نۀ شي کولے . دوي خواست کوي چې مسلمان حکومت دې د مجاهدينو سره کومک وکړي . پۀ دغه غرض شېخ الهند مولانا عبېدالله سندهي کابل ته واستولو او پۀ خپله ئې د حجاز پۀ لار د استنبول پروګرام جوړ کړو . (۴)

    د عبېدالله سندهي کابل ته د راتګ نه مخکښې لاهور او کوهاټ نه فروري ۱۹۱۵ کښې پنځلس طالب علمان (محصلين) د قبائلو پۀ لار کابل ته رارسېدلي وو . (۵) دوي د انګرېز پۀ خلاف د ترکيې لۀ طرفه پۀ جنګ کښې د شاملېدو خواهش لرلو خو افغان پوليس ونيول . د عبېدالله سندهي پۀ درخواست سردار نصرالله خان د پوليس نه را خلاص کړل او د عبيدالله سندهي سره پۀ کور کښې دېره شول.

    سندهي صېب ډېر هوښيار سړے ؤ. هغۀ ډېر اختياط سره سياسي کار کولو . هغه د افغان او هندي د حبيبيه ليسه استاذانو او نورو مشروطه خواهانو انجام نه خبر ؤ چې دا وخت پۀ زندان کښې وو.

    جرمن… ترک مشن او هندي مشن ته سردار نصرالله ، عنايت الله ، امان الله خان او د هغۀ مور محمود طرزي مذهبي او قبائلي مشرانو او ځوانانو افغانانو (Young Afghan) ملاتړ حاصل ؤ. بل خوا عبېدالله سندهي د حاجي صاحب د ترنګزو سره هم مسلسل پۀ تماس کښې ؤ. (۶) دوي به کابل کښې خپل ټول ملګري د هند او قبائلي سيمو پۀ حالاتو خبرول او د ټولو پۀ مرکه ئې يو تنظيم هم جوړ کړے ؤ چې نوم ئې ورله جندالله (خدائي فوځ) ايښے ؤ.

    عبېدالله سندهي او راجه مهندرا پرتاپ چې د امير پۀ سړې (Cold) رويې پوهه شول نو ځان ته ئې دسمبر ۱۹۱۵ کښې خپل انقلابي افغانانو او ترکيانو پۀ مشوره حکومت موقطعه هند (Provisional Government of India) چې د هند اضطراري يا د هند عبوري حکومت ورته هم وئيلے شي ، اعلان کړو . د دغه عبوري حکومت تفصيل څۀ دا رنګ دے:

    (1) صدر : راجه مهندرا پرتاپ

    (2) وزير داخله: مولانا عبيدالله سندهي

    (3) وزير جنګ: مولوي بشير

    (4) وزير خارجه: چمپا کرمان پلالي

    (5) وزير: شمشېر سنګه. المعروف متهورا سنګه.

    (6) وزير: خدا بخش

    (7) محمدعلي قصوري

    (8) رحمت علي زکريا

    (9) الله نواز خان

    (10) هرنام سنګهـ

    (11) ګجر سنګهـ المعروف کالا سنګهـ

    (12) عبدالعزيز

    (13) عبدالباري

    (14) ظفر حسن اېبک

    د دغه عبوري حکومت غټ مقاصد څۀ پۀ دې ډول وو:

    ۱ د نړۍ د ټولو هېوادونو سره ښۀ دوستانه تعلقات جوړول .

    ۲ د انګرېز حکومت پۀ ضد د هند د ازادۍ د پاره د ملګرو هېوادونو ملاتړ او کومک تر لاسه کول . (۷)

    حکومت موقطعه هند (PGI) پۀ اول ګام کښې د خوشي محمد (المعروف محمدعلي مرزا ، احمد حسن سپاسي) متهورا سنګهـ (المعروف شمشېر سنګهـ) يو افغان او يو سکه. نو کران روس ترکستان پۀ لار زارنکولسن ته د خط سره روان شول . خو روس حکومت دغه مشن واپس کړو . دارنګې د جاپان او استنبول مشن هم ناکامۍ سره مخ شول . دا ټول کسان روس او د ايران حکومتونو ونيول او انګرېز حکومت ته ئې حواله کړل . لاهور کښې ورباندې مقدمه وچلېده . ډاکټر متهورا سنګهـ پۀ پهانسۍ کړے شو ( پۀ ډاکټر زوړ د بمونو يو کېس ؤ) او نور کسان شېخ عبدالقادر ، ډاکټر شجاع الله ، عبدالهادي B.A. ئې جېل ته واستول.

    پۀ جولائي ۱۹۱۶ء کښې عبېدالله سندهي پۀ ريښمين رومالونو خپل يو سندهي ملګري ته خطونه وليکل چې هغه ئې شېخ الهند مولانا حسېن احمد مدني ، مولوي وحيد احمد او مولانا عزېرګل ته ورسوي ، څوک چې دا مهال پۀ مکه کښې ؤ . دغه خط کښې د انور پاشا ، جمال پاشا ، غالب پاشا او نورو سره د کومک د پاره خواست ؤ . لۀ بده مرغه انګرېز سي ائي ډي (CID) د سندهي صېب ريښمين رومالونه ونيول او ډېر زيات کسان ئې بندي کړل او ورباندې ئې د ريښمين رومال تحريک پۀ ترڅ کښې د غدارۍ کېس جوړ کړو . شېخ الهند سره د خپلو ټولو ملګرو حجاز کښې ونيول شو او مالټا کښې قېد کړل شول (۸).

    اګست 1916 کښې راجه مهندرا پرتاپ تيراه (قبايلي سيمه) ته لاړو او سردار نصرالله خان نه راوړې پېسې ئې ملايانو کښې تقسيم کړې . واپسۍ کښې اويا (70) تنه اپريدي ملکان او ملايان کابل ته ورسره لاړل خو د امير له خوا تش لاس راغلل . د انګرېزانو د يو (Report) مطابق جون 1917 کښې ترکيان هم قبائلي سيمو نه واپس کابل ته لاړل . هم دغه وخت مولانا برکت الله بهوپالي هم سراج الاخبار کښې د انګرېزانو پۀ ضد د هند ازادۍ د پاره پروپېګنډه تېزه کړه خو انګرېزانو سراج الاخبار باندې قبائلي سيمو او کوزه پښتونخوا کښې بندېز نور هم سخت کړو . (۹)

    انګرېز حکومت امير حبيب الله ته هم شکايت وکړو او 1917 او 1918 کښې امير حبيب الله محمود طرزي ته درې ځله دړکه وکړه چې پکښې د افغانستان نه د وتلو دړکه هم شامله وه . نتيجه دا شوه چې امير هندي انقلابيانو نه ټولې اسانتياوې (سهولتونه) هم واخستلې او هندي معلمين چې حبيبيه لېسه کښې وو ، ئې ټول د نوکريو نه وويستل. (۱۰)

    خوشبختانه اکتوبر 1917 کښې روس کښې انقلاب راتلو سره د افغانستان او هندي انقلابيانو حوصلې بيا ډېرې وچتې شوې . ولادي مير لېنن او د هغۀ ملګري د جنګ پۀ ضد وو ، نو دوي زر پۀ مارچ 1918 کښې جرمني سره د امن معاهده لاس ليک کړه . جرمني او روس دواړو دا ومنل چې افغانستان او د فارس (ايران) د ازادۍ او خپلواکۍ او د علاقائي سالميت به عزت کوي (۱۱). محمود طرزي سراج الااخبار کښې دا خبره ٫٫د افغانستان د زړې ازادۍ پۀ غټو قوتونو تسليمېدۀ تعبير کړه. (۱۲)

    د ترکي او جرمني شکست سره د افغانستان جنګ پارټي ډېره خفه شوه او دوي ټول تهمت پۀ امير ولګولو . د جنګ پارټۍ لسو غړو (چې پکښې امان الله خان او سردار نصرالله خان) امير ختمولو ، ازادي اخستلو او اصلاحات راوستلو ارادې د پاره پۀ قران شريف کښې دا منصوبه وليکله خو باچا ته پته ولګېده او هغۀ عبدالرحمان لودين او عبدالهادي داوي دواړه بنديوان کړل.

    پۀ فروري ۱۹۱۹ء کښې امير حبيب الله خان لارډ چمس فورډ (دهند وائسراے) نه يو ځل بيا پۀ پېرس امن کانفرنس (Paris Peace Conference) کښې د ازادۍ او خپلواکۍ غوښتنه وکړه ، خو انګرېز حکومت څۀ جواب ور نۀ کړو . د دې سره د امير پوزيشن نور هم کمزورے شو . د ځوان افغانانو ټولنې يو بل پټ خط امير ته وليکلو چې پکښې دا دړکه هم ورکړې شوې وه چې مونږ د ډاکټر غني د مشروطه ګوند پۀ شان کمزوري نۀ يو ، بلکې مونږ حرم او دربار کښې ملګري لرو او دا ځل به دې بچ کېدل مشکل وي (۱۳) . امير لکه د وړاندې خطونو يا دړکو پۀ شان دا هم ټوکه وګڼله . خو لۀ بده مرغه ۱۹ فروري ۱۹۱۹ء کښې جلال اباد سره نزدې لغمان کښې ووژلے شو .

    د ډېرو سياسي وجوهاتو پۀ بنا امان الله خان پۀ ۲۲/۲۱ فروري د افغانستان پاچا جوړ شو . د پاچا توب سره سم هغۀ فوځ ته تنخا (معاش) زيات کړو او ټول سياسي قېديان ئې خوشي کړل . ۱۳ اپرېل ۱۹۱۹ء ته عوامي دربار کښې ئې د افغانستان استقلال اعلان وکړو . پۀ برطانوي هند د حملې نه وړاندې امان الله خان، عبېدالله سندهي او د هغۀ ټول ملګري پۀ اعتماد کښې واخستل او بيا ئې دا چغه پورته کړه:

    يا مرګ يا استقلال

    روس د نړۍ اولنے هېواد ؤ چې ۲۷ مارچ ۱۹۱۹ء کښې ئې د افغانستان استقلال پۀ رسمي توګه تسليم کړو . د درېم انګليسي …. افغان جنګ خاتمه پۀ ۳ جون ۱۹۱۹ء کښې وشوه او پۀ ۱۸ اګست ۱۹۱۹ء کښې راولپنډۍ کښې د امن (دوستۍ نه) معاهده وشوه . البته يو خط د معاهدې سره وتړلے شو چې متن کښې ئې دا هم ليکلي شوي دي:

    “دغه معاهده او خط افغانستان سرکاري توګه پۀ خارجه او داخله چارو کښې ازاد ګڼي او دې نه علاوه د برطانوي او افغانستان تر منځه ټولې شوې معاهدې هم ختمې (Canceled) ګڼي .” (۱۴)

    د PGI لاس ته راوړنې:

    1. ترک جرمن مشن پۀ ترڅ کښې PGI امير حبيب الله دربار پۀ معاملاتو کښې خپل اثر زيات کړو .

    2. PGI قبايلي ټولنه کښې ئې د وړاندې نه موجود اثر نور هم زيات کړو .

    3. د مترقي پاچا امان الله خان د تخت پۀ کښېنولو کښې کامياب شول .

    4. افغانستان پۀ هند (برطانوي هند) بريد کولو ته چمتو شو .

    5. د هند (برطانوي هند) نه د افغانستان ازادي او استقلال اخستلو کښې کامياب شول .

    6. پۀ افغانستان کښې ۱۹۱۹ء اصلاحات (Reforms) شروع شول .

    7. د افغانستان نوي حکومت د بخارا ، سويت يونين ، ترکي او ايران سره تعلقات جوړ کړل .

    8. پۀ ۱۹۲۰ء کښې هند نه د يوې اندازې ترمخه اويا زره خلقو افغانستان ته هجرت وکړو . دغو کښې دوه سوه کسان مرکزي اسيا او روس ته لاړل . د دغه تګ او راتګ پۀ ترڅ کښې پۀ افغانستان او هند کښې مترقي او کميونسټي خيالات مخې ته راغلل او د دغه خيالاتو پۀ ترڅ کښې د سياسي ګوندونو بنياد کېښودے شو .

    9. او تر ټولو غټه لاس ته راوړنه ئې د راولپنډۍ امن معاهدې پۀ ترڅ کښې د انګليسي او افغان ترمنځه پۀ تاريخ کښې شوې ټولې معاهدې ختمې ګڼل دي .

    اخر کښې هندي مهاجرينو کښې نااتفاقي راغله او يو شمېر ډلې پۀ کښې مخې ته راغلې چې مشران ئې دا وو:

    1. عبيدالله سندهي

    2. عبدالرب برق پشاوري

    3. عبدالطيف کوهاټي

    4. محمد اسلم پشاوري

    5. ډاکټر عبدالغني

    6. اغاعلي شمسي

    7. سردار محمد اسلم خان بلوچ

    دلته د يادونې وړ خبره ده چې د دوي د نااتفاقۍ ختمولو د پاره مولانا بشير، مولانا احمدعلي، خان عبدالغفارخان (باچاخان) او ارباب رضاخان ډېرې هلې ځلې وکړې، ولې کامياب نۀ شول. د ډاکټر نورمحمد شېخ ۱۹۲۱ء کښې د مولانا عبيدالله سندهي پۀ مشوره کابل کښې انډين نېشنل کانګرس کمېټي جوړه کړه . دوي دلته جامعه هنديه (د هندوستان پوهنتون) پۀ نوم يو پوهنتون تجويز کړو خو دغه کار هم سر ته ونۀ رسېدو او اخر کار عبېدالله سندهي او ظفر حسېن اېبک پۀ اکتوبر ۱۹۲۲ء د روس پۀ لاره ترکي ته لاړل .

    حوالې

    1. Dr. Fazal-Rahim Marwat, The Evolution and Growth of Communism in Afghanistan 1917-1979;An Appraisal, Royal book company Karachi 1997, P-316

    2. L.W Academic, Afghanistan , Foreign Affairs to the mid 20th Century, Arizona, 1974, P 27

    (۳) ايضا ، مخ: ۳۲

    هندي انقلابيان د غدر پارټۍ چې سان فرانسکو Pan Aryan Associationنيويارک نه راغلي وو او څۀ کسان د هند ازادي کمېټۍ د برلن (جرمني) نه راغلي وو.

    (۴) مولانا حسېن احمد مدني (نقشِ حيات) ، جلد دوم ، دهلي ، ۱۹۵۴ ، مخ:۲۱۲ ……. د دې د پاره بل کتاب هم وګورئ: مولانا عبېدالله سندهي ، کابل مين سات سال ، لاهور ، ۱۹۵۵

    (۵) پۀ فروري ۱۹۱۵ء کښې د لاهور مختلفو کالجونو دا طالب علمان (زده کوونکي) د انګرېز حکومت پۀ ضد افغانستان ته لاړل، ميا عبدالباري، شېخ عبدالقادر، عبدالماجدخان، الله نوازخان ، شېخ عبدالله، عبدالرشيد، غلام حسېن، ظفرحسن ، عبدالخالق، محمد حسن، خوشي محمد، عبدالمجيد، رحمت علي، شېخ شجاع الله

    (ظفر حسېن اېبک ، اپ بيتي ، اول جلد (N.D.) لاهور)

    (۶) ظفر حسن اېبک ، آپ بيتي (جلد اول) ، لاهور ، س ن ، مخونه:۸۸۳، ۸۹۶ ، ۸۹۸،

    ۸۸۹ …….. ظفر حسن اېبک ليکي چې حاجي صېب ذوے د بالشويک ( Balshavik) سره پۀ طماس

    کښې وو . حاجي صاحب ترنګزے خپل نوم حاجي فضل واحد (۱۹۳۷… ۱۸۵۸) او د چارسدې لوسېدونکے وو او لوے مبارز وو .

    (۷) مولانا عبېدالله سندهي ، کابل مين سات سال ، لاهور ، ۱۹۵۵ ، مخونه:۵۶،۶۸

    بل دا وګورئ :Muhammad Hajjan Sheik, Maulana Ubaid Ullah Sindhi: A Revolutionary Scholar, Islamabad ,1986, PP 47,48

    8: Who is who in silk letter case: Punjab 1916-1917(for Personal use

    Only), Lahore, 1917.

    بل وګورئ: مرادعلي شاه (M.A.thesis) ، مولانا عزېر ګل ، پاکستان سټډي سنټر ،

    پشاور يونيورسټي مولانا عزېرګل د پلار نوم شاهد ګل کاکاخېل د زيارت کاکا ؤ خو پۀ درګۍ ملاکنډ کښې اوسېدو. د مولانا محمدالحسن مريد ؤ. ۲۰ دسمبر ۱۹۱۶ کښې محمودالحسن وغېره سره پۀ مکه کښې ګرفتار شو او مالټا کښې قيد شو . د وفات کال ئې ۱۹۸۹ دے .

    9. Us William “The Afghanistan news paper sirajul Akhbar, ND; P9

    ۱۰کابل ډائري ، نومبر ۱۹۱۷

    ۱۱ Admic وګورئ ، مخ:۵۸

    ۱۲ سراج الاخبار ، کابل ، ۱۱ جولائي ۱۹۱۸

    13: Dr. Abdul Ghani “A rewiew of political situation of Central Asia, Lahore, 1980, PP64, 65

    14. RR. Muconachy “A precis on Afghan Affairs, part 1 (1919-23) Government of Indian 1923, P 25

    (نوټ:+) هندي انقلابيان د غدر پارټۍ چې سان فرانسکو او نيويارک د pan Aryan Association د نه راغلي وو. د هند ازادۍ او برلن

    (نوټ:۱) دغه منصوبه کښې امان الله خان او سردار نصرالله خان هم شامل وو.

  • د پښتنو اصل نسل؛ يو نوے فکر او نظر – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    د پښتنو اصل نسل؛ يو نوے فکر او نظر – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

    “With the patriarchal family we enter the field of written history” (Marx and Angels)

    ترجمه: “مونږ د پدرسري خاندان سره ليکلي تاريخي مېدان ته راننوځو” (مارکس او اېنګلز)

    د پښتنو د اصل نسل پۀ حقله پۀ پښتو ژبه کښې زمونږ ګران او مشر ليکوال، شاعر، اديب او نقاد سعدالله جان برق صاحب يو نوے کوشش کړے دے او دا صرف يو کوشش نۀ دے بلکې زمونږ ليکوالو او پۀ خصوصي توګه ئې تاريخ نويسانو او تاريخ پوهانو ته يوه نوې لاره هم ښودلې ده. تاريخ ليکل يا نقل کول پۀ خپله ډېر زوړ تاريخ لري خو فرق د قديم او د جديد دا دے چې مخکښې به تاريخ صرف د هغه واقعاتو نقل کول وو چې بادشاهانو سره تړلي وو، د باچا شجرۀ نسب، د هغۀ کارنامې يا د عروج او زوال اسباب وغېره وغېره. هغه وخت تاريخ ليکونکيو تاريخ يا پۀ دربار کښې ليکلے دے يا د چا پۀ ضد ليکلے شوے دے خو پۀ هغې کښې د عام اولس بالکل ذکر نشته يا د خاص علماؤ، وزيرانو او قاضيانو ذکر دے او بله خبره دا چې له بده مرغه تر اوسه پۀ شجرو غوندې ضروري څيز کښې د ښځو بالکل ذکر نۀ وي او کۀ وي نو هغه به د نشت برابر وي خو د وخت تېرېدو سره سره تاريخ هم د يو ځانګړي سائنسي او بېل علم پۀ توګه رامخ ته شو خو لۀ بده مرغه زمونږ پښتنو کښې د ډېرو وجوهاتو پۀ وجه تاريخ د يو زوړ او رواجي قيصو پۀ شان پېژندلے شوے او ليکلے شوے دے. زۀ نن ډېر خوشحاله شوم او د هغې وجه دا ده چې د پښتنو تاريخ پۀ پښتو ژبه او د پښتون ليکونکي ليکلے ګورم او ډېره خوشحالي پۀ دې محسوسوم چې بايد زمونږ پښتنو يا افغانانو کښې د خود شناسۍ يا ځان پېژندنې (Self-Identity) احساس راپېدا شوے دے او دا احساس يو نوے قومي سوچ او قومي وحدت ته وده ورکوي.

    محترم سعدالله جان برق صاحب خپل نوي کتاب “د پښتنو اصل نسل” (وړومبے جلد) کښې پۀ څلورم باب “تاريخ څۀ شے دے؟” د عنوان لاندې د ډېرو سوالونو جوابونه کوي چې کوم د چا پۀ ذهن کښې راپېدا کېږي يا راپېدا کېدے شي. د خپلې کم علمۍ او د سائنسي تحقيق او څېړنې نه ناخبرتيا يا پۀ دې کښې د علمي ډګرۍ نۀ لرلو خبره پۀ ډاګه کوي خو د دې ټولو انکشافاتو باوجود برق صاحب کوشش کړے دے چې تاريخ دې له دېو مالائي (Mythology) قيصو نه بېل کړي (ګو چې د دېومالائي قيصو اهميت پۀ خپل ځاے تسليموي). حقيقت او افسانې کښې فرق ښيي، علمي، نسلي، انساني کمزورۍ او ناخبرۍ د تاريخ پۀ ليکلو کښې خنډ ګڼي او مذهبي تنګ نظري، فرقه وارانه تعصب، د مذهب حقيقت او الهام پۀ صحيح تاريخ ليکلو کښې څۀ نور اغزن خنډونه دي. برق صاحب کوشش کوي چې ځان سره نور پښتانۀ هم د تعصب دنيا او د تيارو او د خړو اوبو نه راوباسي او يوه نوې دنيا او نوې لار چې بنياد ئې پۀ سائنسي دليلونو او تحقيق ولاړ وي، هغه تاريخ ليکونکيو او ويونکيو ته وښيي، دې سره سره د خپل وخت حاکمانو، سردارانو، راهبانو، عالمانو او سياست مدارانو تاريخ د خپلو ګټو دپاره استعمالولو پۀ حقله هم ډېر پاخۀ دليلونه وړاندې کوي. برق صاحب دغه باب کښې ليکي چې:

    “مجبوري دا ده چې داسې اکثر ليکوال او عالمان د انساني حاجتونو او کمزورو ښکار وي نو د خپل لالچ دپاره يا د چا د خوشحالولو دپاره حقائق مات ګوډ کړي او د دې غټ غټ ثبوتونه زمونږ پۀ وړاندې د هغه تاريخونو کتابونو او تحقيقونو پۀ شکل کښې موجود دي چې د بادشاهانو، اميرانو، سردارانو او شتمنو خلقو پۀ غوښتنه ليکلے شوي دي. ظاهره ده چې د چا پۀ غوښتنه څۀ ليکلے شي نو د هغۀ د قام، قبيلې، مشرانو او مذهب پۀ حقله به خو نۀ شي ليکلے او چې د تعريف ئې صله ملاوېږي نو ښۀ ډېره ګوړه پکښې واچوي. د پيش نه پشم خان جوړ کړي، د ګيدړ نه زمرے او د شېطان نه فرښته جوړه کړي او دغسې ئې مخالفينو سره هم سلوک وکړي. داسې ډېر کم تاريخونه شته چې د چا بادشاه يا حاکم پۀ خوښه نۀ وي ليکلے شوي، د چا قام دپاره نۀ وي ليکلي شوي يا د يو مذهب د مرستې يا دښمنۍ دپاره نۀ وي ليکلي شوي. دې سره سره د مؤرخ او ليکونکي خپل مذهبي، نسلي، جذباتي او وطني تعلق هم شامل وي. د هر مذهب، هر قوم، هر نسل ليکونکي د حقائقو پۀ ځاے د جذباتو ښکار شي.”

    برق صاحب د ترخې خبرې معافي غواړي خو زۀ د تاريخ د طالب علم پۀ حېث دا خبره پۀ دعوې سره کوم چې برق صاحب د جرأت مظاهره کړې ده او علمي خبره يا خيال پټول ئې ګناه ګڼلې ده او خپل پښتون قام ته ئې د رښتيا وئيلو اورېدلو نصيحت کړے دے. د برق صاحب پۀ ليک کښې ځنې ځاے کښې مارکسي اپروچ هم ښکاري خو هغه مارکسسټ اپروچ نۀ دے بلکې اکېډېمک اپروچ دے او غېر روايتي دے. پۀ پټو سترګو ليکل نه بلکې دروغ او رښتيا بېلول او پۀ سائنسي بنيادونو باندې تحقيق پۀ مخه بوتلل د برق صاحب مرام دے. برق صاحب د خپل کتاب پۀ ٥٥ مخ د بدلون (Change) ذکر د اسې کوي:

    ” داسې (کۀ) د دنيا پۀ ټولو لويو واقعاتو او تاريخي پېښو او انقلابونو نظر واچوئ (نو) بنيادي وجه به ئې هم دغه وي. دا بېله خبره ده چې نوم پرې د چا بادشاه، جرنېل يا سردار وشي. اصل د تبديليو بنياد هغه عوام وي چې تاريخ ئې هډو نوم نۀ اخلي. خليل جبران يوه ډېره ښه خبره ليکلې ده چې پۀ يو ځاے کښې يو پُل جوړ شو، پرې باندې ئې وليکل چې دا فلاني بادشاه جوړ کړو او د هغو خلقو او مزدورانو چا ذکر هم ونۀ کړو چې د دغه پُل د جوړېدو پۀ دوران کښې مړۀ شوي وو.”

    برق صاحب هم پۀ دغه باب کښې د تاريخ ضرورت باندې هم بحث کړے دے او د تاريخ ليکونکيو او ويونکيو باندې ډېر ټينګار کوي او ليکي :

    “چې د تاريخ مونږ ته ضرورت څۀ دے؟ پۀ دې نوي د ور کښې ډېر خلق دا خبره کوي چې کوم پرون تېر دے، هغه تېر دے، زاړۀ مړي ژړل نۀ دي پکار، بلکې وړاندې کتل پکار دي نو د دې پۀ حقله زۀ دومره قدرې وايم چې دا قطعي يو غلط، بلکې بيمار سوچ دے. تاريخ د يو قوم يادداشت وي. لکه څنګه چې يو فرد دپاره يادداشت ضروري وي، دغسې د يو قوم د پاره تاريخ ضروري وي. کۀ انسان چرې داسې شي د روان وخت نه وروسته هر څۀ هېر کړي او صرف د لمحه موجود مالک شي، دا ترې هېر شي چې پرون ما څۀ کړي وو، نو دا به هم ترې هېر شي چې زۀ څوک يم، مور پلار مې څوک وو او کور کلے مې څۀ ؤ؛ د کومې نه راغلم او کوم خوا به ځم نو انسان خو هېڅ پاتې نۀ شو. نن ماته ځان هم ياد نۀ دے چې زۀ څوک يم، څۀ مې نامه ده او تر اوسه مې څۀ څۀ کړي او ليدلي دي. نو زۀ خو به يو قدم هم وړاندې لاړ نۀ شم، ولې چې د مستقبل وجود د حال نه او د ماضي نه بغېر هډو ممکن نۀ دے.” (٥٨ مخ)

    برق صاحب هم دغه باب کښې يوه ډېره اهمه نقطه پۀ ګوته کوي چې زمونږ د خلقو ولې تاريخ لوستلو سره شوق نشته او زمونږ تعليمي نصاب کښې ولې خپل تاريخ نشته، ايا چرته داسې خو نۀ ده چې د پاکستان خپل تاريخ نشته او نصابي تاريخ هم د نورو خلقو او زمکو نه ډک دے.

    يو بل باب “د پښتنو تاريخ” کښې هغه يوه بله دلچسپه خبره کوي چې الميه دا ده چې د پښتنو تاريخ د اولې ورځې نه ليکلے شوے نۀ دے بلکې جوړ کړے شوے دے او د تحقيق نه زيات پکښې د تخليق نه کار اخستے شوے دے. پۀ دې حقله ماته د خپل ماشوموالي يوه خبره پۀ زړۀ کېږي چې عبدالحليم اثر افغاني صاحب پۀ لکي مروت کښې د ډاکټر چراغ حسېن شاه صاحب سره مېلمه ؤ، هغۀ هلته د يو متنازعه زيارت يا قبر پۀ مراقبې يا کشف هڅه وکړه او د هغۀ پۀ خيال دا معلومه شوه چې قبر کښې څوک دے. مطلب مې دا دے چې زمونږ تاريخ له خوب او خيال کتلو نه هم جوړ کړے شوے دے او صرف دا چې خپل سوچ يا مراقبه مو د خپل تاريخ منبع ګرځولې ده.

    برق صاحب مشهور مُغل تاريخ دان محمد قاسم فرشته باندې هم تنقيد کوي، ځکه چې هغۀ هم نۀ صرف د پښتنو د اصل نسل پۀ حقله د غلط بيانۍ نه کار اخستے دے، بلکې ځينې ځايونو کښې ئې د عام معيار نه ښکته او غورځېدلې خبرې ليکلې دي. د فرشته ټولې غلطې غېر مدللې خبرې برق صاحب ډېرې مدللې طريقې سره غلطې ثابتې کړې دي.

    برق صاحب د نعمت الله هروي “مخزن افغاني يا تاريخ خان جهاني” باندې هم ډېرې ښې او مدللې طريقې سره تنقيد کوي او خاص کر د پښتنو شجره نسب باره کښې د ډېر شک و شباهت اظهار کوي او د نعمت الله هروي د لاسه د اسرائيلي تيورۍ بنياد غلط ثابتوي ګويا چې پښتانۀ بني اسرائيل د دولسو وروکو شويو قبيلو اولاد دے. بله د حېرانۍ خبره دا ده چې دا شجره تر آدم (ع) پورې رسېدلې ده. کۀ يو طرفته وګورو د مغلو حکمرانانو او سردارانو پۀ ځواب کښې داسې تيوري راوړل يو ډېر ښۀ قدم ؤ خو بل طرف ته د هغې نه پس هر سړي بغېر له څۀ تصديقه چې د پښتنو د تاريخ ليکلو هڅه کړې ده، دغه شجره ئې من و عن نقل کړې ده او د ځينو خلقو دا خيال هم دے چې يهوديانو يا اسرائيلو هم دې تيورۍ ته دوام ورکولو کښې خپل رول لوبولے دے، ځکه چې دوي دنيا ته ښودل چې پۀ مسلمانانو کښې يوه غټه برخه (پښتنو يا افغانانو) شجره هم د دوي سره تړلې ده.

    برق صاحب ليکي چې قادياني لټرېچر کښې هم کشميريان او پښتانۀ بني اسرائيل ګڼلے شي، ځکه چې د دوي پۀ نزد عيسٰي (ع) کشمير ته راغلے ؤ.

    برق صاحب يوې بلې خبرې ته هم اشاره کوي چې هر سړے د خپل پلار نيکۀ مېړانې او جائداد باندې فخر کوي او د “پدرم سلطان بود” خبره له پخوا راهسې دغه شان راروانه ده. خو د حېرانۍ خبره دا ده چې يو طرفته خپل پښتون ورور کسب ګر، لوهار، ترکاڼ او ډم بولي خو بل طرفته پۀ مونږ کښې داسې هستۍ شته چې هغه پۀ خټه پښتانۀ نۀ وو خو اصلي يا وصلي پښتانۀ وګرځېدل لکه بايزيد (انصاري) (پير روښان)، سېد علي ترمذي (پيربابا) وغېره وغېره. دلته زۀ يوه بله خبره کول غواړم چې د يهوديانو ځينې خويونه او خصلتونه او ځينو کامن (مشترک) نومونو د اسرائيلو تيورۍ ته وسعت ورکړے دے. د مثال پۀ توګه د پښتنو يا افغانانو سودي کاروبار چې هغه سلسله کښې دوي تر بنګاله رسېدلي وو او اوس هم مليشيا او د هندوستان پۀ ډېرو برخو کښې هم دغه شان کار کوي او له دې نه علاوه لکه تخت سلېمان، خېبر او د خالي ورځ وغېره وغېره.

    بله وجه چې کومه ماته مهمه ښکاري هغه شجره نسب اسلامي روحاني شخصيت، پېغمبر يا مسلمان بادشاه يا سردار وغېره سره تړليو کښې د زمکې او جائداد مسئله هم وه او دا ځکه چې د جائداد وراثت کښې غټه برخه نرينه اولاد پسې ځي او دې سلسله کښې د ښځو د شجرۀ نسب نه بېخي ويستل هم شايد پۀ دې وجه وي.

    برق صاحب خپل کتاب کښې د اسرائيلو ورکو شويو قبيلو باندې هم تفصيلي بحث کړے دے او دا ذکر هم کوي چې د اسرائيلي قبيلو نه مخکښې يوناني مؤرخينو د پښتنو يا افغانانو ذکر د افغانستان سيمه کښې کړے دے.

    بله ښه خبره د برق صاحب د انجيل او د تورات حوالې دي. دۀ دا کوشش کړ ے دے چې پۀ خپله د دې کتابونو مطالعه وکړي او د بل چا نه پۀ راخستې حوالې تکيه ونۀ کړي او اخر کښې ګران ليکونکے پۀ دې نتيجه رسي چې هغه هم ډېرو تاريخ نويسانو يا غلط يا د بل پۀ حواله غلط رانقل کړي دي او د قېس عبدالرشيد او د هغۀ دوه اويا/درې اويا کسانو سره عربستان ته تګ هم د يو سواليه نشان پۀ توګه رااوچت کړے دے او اخر کښې پۀ دې نتيجه رسېدلے دے چې د دوه اويا/ درې اويا کسانو د جرګې اولاد اخر څۀ شو؟

    برق صاحب د نوح د طوفان ذکر هم کوي او کۀ واقعي دغه طوفان پۀ ټوله اباده نړۍ ؤ نو د بابل ښار پکښې څنګه بچ شو. برق صاحب د پښتنو د نسل پۀ حقله پۀ اريائي نظريه هم بحث کړے دے او د دې نظريې ملاتړ چې کومو پښتنو ليکونکيو کړے دے هغه پوره لسټ ئې هم ورکړے دے. د برق صاحب د کتاب يو دلچسپ باب ثنويت دے چې هغې کښې ګران ليکوال د تضاداتو ذکر کړے او ډېر مدلل انداز کښې ازلي او ابدي، روحاني او مادي تضادانو ذکر کوي. د خدائے او شېطان نه راواخله د شپې او ورځې تضاد پورې د هر مکتبۀ فکر، مذهب، جمادات، نباتات او حېوانات وغېره وغېره کښې تضاد ذکر کوي.

    د برق صاحب يو بل باب خالق او تخليق تکوين هم ډېر دلچسپ دے او اخر کښې هغه ليکي:

    “علامه نياز فتح پوري او نور ټول عقل پرست عالمان وائي چې معبود يا خدائے يا دېوتا د انسان د خپلې کمزورۍ پېداوار دے. دے کمزورے ؤ نو ځان له ئې يوه اسره پېدا کوله او خپلو غلطيو له ئې د ابليس نوم ورکړو.”

    برق صاحب مذهبي او روحاني نظريو، مذهبونو، عروج و زوال او هغې کښې فرقه پرستۍ نه علاوه عقلي او مادي نظرياتو باندې هم يو باب ليکلے دے، هغې کښې دے مونږ ته ښيي چې مادي نظريات يونان ته څنګه خوارۀ شول او سياسي شکل ئې څنګه اختيار کړو. د افلاطون، ارسطو او نور يوناني فلاسفرانو ذکر هم پۀ تفصيل سره کوي. برق صاحب د مسلمانانو، مفکرينو او فلاسفرانو ذکر هم پۀ تفصيل کړے دے او علمي ترقي د علم عمرانيات او فلکياتو کښې چې د مسلمانانو کوم پرمختګ يا اولين توب دے هغه هم ذکر کوي او ډېر ګڼ نومونه ئې ليکلي دي خو شايد برق صاحب ته پته نۀ وه چې د ابو رېحان البېروني د ټولو کارنامو د ذکر باوجود هغه لويه کارنامه د اېټمي قوت تيوري ده. البېروني دا تيوري د غزني يو ورکوټي کلي کښې بيان کړې وه چې شلمې پېړۍ کښې ورباندې پاکستاني سائنسدان ډاکټر عبدالسلام يو بل کس سره پۀ فزکس مېدان کښې د نوبل انعام واخستۀ، دا خبره کتابي نۀ ده بلکې د ډاکټر سلام نه ما پۀ خپله پۀ برونائي دارالسلام کښې پۀ يو ليکچر کښې اورېدلې ده.

    برق صاحب د يورپ د ترقۍ پۀ باره کښې واضح ليکلي دي چې يورپ د علم طلب وکړو خو ډېرو انقلاباتو نه پس ترقي يافته نړۍ له بده مرغه د علم و دانش لارې بندې کړې او پۀ خاصه توګه مسلمانانو د اجتهاد لاره پرېښوده او صرف پۀ دې خوشحالېږي چې مونږ سره الهامي علم شته. زمکه او اسمان خدائے پېدا کړي دي او دې کښې به صرف او صرف د خدائے قانون يعنې شريعت نافذ کېږي خو د افسوس خبره دا ده چې د هر سړي شريعت جدا او هر عالم مولانا او د هرې فرقې يو بل سره پۀ شريعت اتفاق نشته، دلته يوه بله خبره هم ضروري ده چې څۀ وخت د يورپ مذهبي جنونيت د کليسا له غلامۍ نه ووتل نو ترقي ئې شروع کړه.

    د برق صاحب پۀ کتاب کښې د يو باب د آدم پېدائش او د اسلام سره تړلې ټولو خبرو باندې ډېر بحث هم شوے دے او اوس هم ورباندې خبرې کېدے شي. خو د ارتقاء سوال جواب چې څنګه مخکښې مشکل ؤ هغه شان اوس هم مشکل دے او برق صاحب اولني جلد کښې خپله هم پۀ دې نتيجه رسېدلے نۀ دے چې آيا مونږ د آدم عليه السلام اولاد يُو يا د ډارون تيوري صحيح ده يا بالکل غلطه او قيامت ايا يو دے يا ډېر تېر شوي دي دا لا بل سوال دے خو د ارتقاء سفر روان دے کروړونه کاله وشو او چې لا نور به څومره وي، چې کائنات وي ، انسان وي، حېوان وي ډېر څۀ به وګوري او ډېر څۀ ئې کتلي دي خو ايا مونږ پښتانۀ يا افغانان به د خپل ځان نه خبر شو؟، خبرتيا د پاره علم ضروري دے، د ادارو ضرورت دے، د تحقيق ضرورت دے، د اتفاق او اتحاد ضرورت دے، پۀ خپله خاوره د خپل اختيار ضرورت دے، ايا دا مونږ سره شته؟ ځکه چې انډيا افس لائبرېري (لندن) کښې ډېرې علمي خزانې پرتې دي خو چې کله ما پکښې کار کولو نو زمونږ جېب کښې دومره پېسې نۀ وې چې فوټو کاپۍ ورباندې وکړو او زمونږ پۀ مقابل کښې چينيانو او د نورو ډېرو هېوادونو خلقو به روزانه د زرګونو روپيو فوټو سټېټ کولو او اخر کښې زۀ دا وايم چې مونږ پښتنو کښې چا سره پېسې دي د هغوي علم او تحقيق سره شوق نشته او چې چا سره پېسې نشته هغه د علم پۀ تلاش کښې سرګردانه ګرځي.

  • ولي خان او د افغانستان ثور انقلاب – ډاکټر فضل الرحيم مروت

    امیر عبدالرحمان خان (1901-1880) د افغانستان زيرک او قوي باچا خپل راتلونکي نسل او اولاد ته څۀ دا شان نصيحت کړے دے،

    “…..دا ډېره ضروري ده چې هر يو حاکم )باچا( د بېلابېلو هېوادونو د طرز حکومت مطالعه وکړي او دا ټول پۀ نظر کښې وساتي…. خو پۀ نتيجه ګرۍ کښې به تادۍ کښې ټوپ نۀ وهي…. زما زامن او راتلونکي )جانشين( به کله هم داسې اصلاحات (Reforms) پۀ تادۍ کښې نۀ نافذوي او نۀ خپلوي چې خلق )اولس( د حاکم خلاف را پاڅي…. دا ټول به ورو ورو نافذوي )عملي کوي( چې اولس د جديد ايجاداتو سره بلد شي.”

    د افغانستان ثور انقلاب )اپرېل (1978 د افغاني ټولنې نوي او زاړۀ تضادات را برڅېره کړل – بلکې د سمندر طوفان پۀ شان ئې غاړې ته ګزار کړل. دې سره سره ثور انقلاب د افغاني ټولنې د ټولو ارګنانو (Organs) پټ او ښکاره تضادات، ضد او چپقلش نور هم تېز کړو، ځکه چې دې نوي سسټم کښې د مذهبي او قبائيلي افسرانو او ادارو مفاداتو او قوت ته نقصان ورسېدو.

    دا انقلاب يو عام سياسي بدلون يا حکومتي بدلون نۀ ؤ، او نۀ کودتا وه، بلکې د ټول سسټم بدلون ؤ. د انقلاب يا بيخي بدلون پۀ نتيجه کښې ټول قوت او د حکومت واګې د يو سياسي ګوند يا ډلې يعني د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند (PDPA) پۀ لاس کښې وې چې کوم ګوند د ديموکراسۍ او ټولنيز انصاف خبرې کولې او د نظريې (ideology) پۀ توګه ئې د مارکسزم/ لېننزم چوکاټ کښې کار کولو.

    زۀ د ثور انقلاب تکنيکي اړخ باندې بحث کول نۀ غواړم او دا بحث هم دې پاڼو کښې نۀ کول غواړم چې دا کودتا وه يا انقلاب؟ – د ثور بدلون چې حاميان او پلويان ورته ‘انقلاب’ وائي او ضدِ انقلاب او مخالفين ورته ‘کودتا’ يا ‘غوئي کودتا’ وائي.

    د افغانستان ګېر چاپېره هېوادونو کښې سياسي اړے ګړے:

    د پاکستان د هغه وخت وزير اعظم ذوالفقار علي بهټو پۀ اکتوبر 1974 کښې د ماسکو دوره وکړه. دغې دورې بيا پۀ جون 1976 کښې د بهټو سردار داود خان سره کابل کښې ملاقات او خبرو اترو ته لاره صفا کړه او اخر کار پاکستان هغه خبرو ته سر کېښودو چې پۀ کومې د کابل حکومت د ډېر وخت ارمان ؤ:

    • پاکستان ومنل چې افغانستان ته د ډيورنډ کرښې شرقي او جنوبي سيمو کښې د پرتو پښتنو د تپوس کولو حق شته او بايد د پاکستان حکومت سره د دوي )پښتنو( غوښتنو او سر نوشت باندې خبرې وکړې شي.
    • داود خان لۀ شلم تاريخ نه تر څليريشتم تاريخ (1977) د پاکستان دوره وکړه او پۀ نهم (9) جون بهټو تهران نه واپسۍ کښې کابل ته راغلو او دادود خان ته ئې ډاډګيرنه ورکړه چې هغه )بهټو( به د ټول N.W.F.P )موجود خېبر پښتونخوا( سياسي مشران د جېل نه خوشي کوي خو چې لږ شان حالات برابر شي. خو لۀ بده مرغه جولايۍ 1977 کښې د بهټو خلاف جنرال ضياء کودتا وکړه او د حکومت واګې ئې خپل لاس کښې واخستې. بل خوا هند )بهارت( کښې د وزير اعظمې اندرا ګاندهي د کانګرس حکومت پۀ فروري 1977 کښې ختم شو او جنتا پارټۍ حکومت جوړ کړو – او بله مهمه خبره د هند او افغانستان کميونستي ګوندونو او ډلو خپل منځ کښې رقابت ختم کړو او اتحاد ئې راوستو. “خلق” او “پرچم” ډلې چې د 1964 قانون اساسي )ائين( جوړېدو سره جدا شوې وې، يو ځل بيا 1977 کښې قانون اساسي را يو ځاے کړې. هم پۀ 1977 کښې داود خان د چپ-لاسې ډلې او خلقو نه یواځې پرواز شروع کړو او د ايران د ساواک (SAVAK) )د جهازونو محکمه( پۀ کومک سره ئې افغانستان کښې د کميونزم/ سوشلزم مخه نيولو د پاره ګامونه پورته کړل. دې وخت کښې مرحوم اجمل خټک صاحب سره ئې هم تعلقات ډېر ښۀ نۀ وو. اجمل خټک صاحب دغه وخت افغانستان کښې ؤ. ما د هغه شاعرۍ اډیو کېسټ چې د داود خان پۀ ضد وه، خپله اورولې ده. دغه وخت داود خان خپل ځان ته د “حزب انقلاب ملي” (National Revolutionary Party) نوم سره يوه نوې سياسي پارټي جوړه کړه.

    داود خان 1978 کښې د هند، پاکستان، مصر، ترکي، ليبيا، يوګوسلواکيه او سعودي عرب دوره وکړه. يعقوبي، چې د داود خان خاص حفاظتي ګارډ (Security Officer) ؤ، پۀ 1983 کښې دا انکشاف وکړو چې هغۀ پټ پۀ پټه ‘پرچم’ د پاره کار کولو. دغه کس بيا د دکتور نجيب الله پۀ وخت مشاور او د مخابراتو ]خاد[ مشر ؤ او دې نه علاوه مېجر ضياء احمد ضياء د صدارتي ګارډز مشر هم د ‘پرچم’ غړے ؤ )داود خان نه چاپېره خلق ټول ببرک کارمل سره ملاو وو(. پۀ لنډه توګه دا چې دوه اړخيز سازش )دسيسه( شروع ؤ – ‘خلق’ او ‘پرچم’ د داود خان پۀ ضد او داود خان د پرچم او خلق پۀ خلاف کار کولو.

    ‘خلق’ او ‘پرچم’ د افغانستان ګاونډي هېوادونو کښې خپل فکري او نظرياتي ملګرو سره هم پټ پۀ پټه تماس نيولے ؤ. د ايران ‘تودې’ ګوند (Tudeh Party of Iran) سره د ‘خلق’ نزدې تعلق ؤ. د پاکستان ‘مزدور کسان پارټي’ مشر افضل خان بنګش او د عراق کميونسټ ګوند سره ئې هم نزدې اړيکې وې. نور محمد ترکي دا کوشش هم کړے ؤ چې قبائیلي سيمو او سابقه N.W.F.P )موجوده خېبر پښتونخوا( او جنوبي پښتونخوا )بلوچستان( کښې ‘خلق ګوند’ جوړ کړي. د ‘پرچم’ د اسټرېليا سوشلسټ ګوند او پاکستان نېشنل عوامي پارټي )ولي خان ګروپ( او د هند کميونسټ ګوند سره تعلقات وو. باچا خان، اجمل خټک او احسان طبري )ايران تودې پارټي( او د سابقه سويت يونين د کميونسټ پارټۍ نکروشي چېکروف د ‘خلق’ او ‘پرچم’ اتحاد کښې رول لوبولے ؤ. ببرک کارمل خپله دا خبره يوه انټرويو کښې کړې وه چې مونږ کښې اتحاد )خلق-پرچم اتحاد( زمونږ خارجي ملګرو او وروڼو راوست.

    ولي خان د سردار داود خان )چې دۀ ورته ‘داود جان’ وئیلو(، د ظاهر حکومت سرچپه کولو ته هم ‘انقلاب’ ټکے استعمال کړے دے او ثور انقلاب ته هم ‘انقلاب’ وائي – البته د ولي خان تجزيه د داود خان کودتا بدله ده او د ثور انقلاب بدله، خو ولي خان د افغان/ پښتون لارښود پۀ حېث او د خپلې مطالعې او مشاهدې پۀ برکت د افغاني ټولنې )معاشرې( او سياست تجزيه څۀ دا شان کوي:

    • افغانستان ټولنه قبائيلي او خانه بدوش ده؛ تعليم نشته او د علم کمبوت دے او سياسي پالسي هم نشته.
    • قبائيل د يو بل مشري نۀ مني نو د اجتماعي ژوند تصور هم نشته. د ټولنې علاج دا دے چې يو داسې مشر چې با اختياره وي چې هغه قبائيلي جګړو کښې د درېمګړي/ منځګړي رول لوبولے شي او د دوي پۀ منځ کښې فېصله کولې شي.
    • دا حاکم به بيا دوي )افغانان/ پښتانۀ( د تور تيارو نه را وباسي او د شلمې پېړۍ رڼا ته به ئې راولي.
    • افغانستان کښې موجوده )هغه وخت( صورتحال کښې به د باچاهۍ بغېر نظام کامياب نۀ وي؛ دې بدلون ته کۀ څوک انقلاب نوم ورکړي او کۀ بل څۀ.
    • افغانستان کښې سياسي او جمهوري ادارې وجود نۀ لري او سياسي تربيت هم نشته، نو بيا چې سياسي او جمهوري ادارې هم نۀ وي او سياسي تربيت هم نۀ وي، نو فېصلې به پۀ سياست او جمهوري اصولو نۀ کېږي – د لاس د بري کار به وي او موجوده خطرناکه وسله به د حکومت فېصله کوي.

    ولي خان خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” )درېم ټوک( کښې دا خبره هم پۀ ګوته کوي چې د سويت يونين د اکتوبر 1917 لوے لارښود لېنن هم د انقلاب د پاره سازګار حالاتو ته ډېر اهميت ورکوي، هغه وائي:

    د انقلاب مثال د الوچې پۀ شان دے – الوچه کۀ د وخت نه مخکښې څوک خوري نو کچه وي او هغه د فائدې پۀ ځاے نقصان رسوي، او کۀ د ضرورت نه زياته پخه شي نو هم د صحت د پاره لوے نقصان او ضرر لري….

    نو هغه وائي،

    دا کار د تجربه کارو هوښيارانو دے چې الوچه داسې وخت کښې را وشوکوي چې هغه بالکل پخه وي او خوراک ته تياره وي؛ نو دغه مثال د انقلاب هم دے، چې حالات سازګار نۀ وي او د انقلاب پۀ نامه کتابي قدم واخستلے شي نو دغه انقلاب بيا اولسي انقلاب نۀ بلکې ضد انقلاب حالات پېدا کړي.

    ولي خان يوې بلې خبرې ته هم اشاره کوي چې کابل کښې ناست سياسي مشران پۀ افغانستان کښې د کابل ښار نه علاوه لۀ نورو حالاتو نۀ وو خبر، چې افغاني معاشره د ملا اثر د لاندې معاشره ده، چې ملا غازي امان الله خان سره پرون د اسلام پۀ نوم څۀ وکړل او چا د پاره ئې وکړل؟ – يعني د اسلام د پاک نوم نه فائده کافر پېرنګي واخسته.

    دوېمه خبره دا چې کابل کښې ناست سياسي مشرانو دومره سوچ هم نۀ کولو چې پرون انګرېز هندوستان کښې د افغانستان پۀ پوله ناست ؤ، نو نن هغۀ نه هم زياته قوي امريکا پاکستان کښې پۀ هر لحاظ ناسته ده؛ ایا دوي بېن المللي (Inter-national politics) نه نا خبره وو؟ دوي د Super powers د علاقائي مفاداتو نه خبر نۀ وو چې نۀ يواځې افغانستان نه ئې د اور بټۍ جوړه کړه بلکې دا ټوله منطقه ئې د بېن الاقوامي سنډاګانو ښکرونو اړمونو ته مخامخ کړه او ده عالمي طاقتونه يعني روس )سويت يونين( او امريکې هغه محاذ ارائي ئې د يورپ او مشرق وسطيٰ نه دې خپلې علاقې ته راوبلله.

    د پاکستان د )ثور( انقلاب او ضد انقلاب سره چې ټکټه لاټري راووتله، د اسلام نوم ئې بيا را مخ ته کړو. پاکستان د اسلام قلعه موجوده وه!!! جنرال ضياء غوندې مسلمان حاضر، اسلامي فوج حاضر، د امريکې ماهرين حاضر – منصوبه د امريکې، دولت د امريکې، وسيلې او وسلې د امريکې، اخوان المسلمين د بهټو د وخت راهسې دې کار ته تيار ناست – د انساني همدردۍ، اسلامي ورورولۍ، اسلامي ګاونډيتوب پۀ نوم ټولو مسلمانانو هېوادونو او غربي هېوادونو نه هر قسم کومک پاکستان ته را ورسېدو.

    د ثور انقلاب مېوه لا خلقو ته نۀ وه رسېدلې چې حفيظ الله امين نور محمد ترکے مړ کړو. ‘خلق’ او ‘پرچم’ خپله کښې يو بل ته اړم شول. خپله پۀ سياست نۀ بلکې پۀ ټوپک شروع شول، ځکه چې شروع ئې هم د ټوپک نه شوې وه. څومره چې پۀ افغانستان کښې حالات خرابېدل، اسلام اباد او امريکا خوشحالېدل.

    حفيظ الله امين درې مياشتې حکومت نه پس قتل کړے شو او ببرک کارمل حکومت واخست. اوس د ‘خلق’ پۀ ځاے د ‘پرچم’ ډلې واک شو. خلقي دوره کښېې اکثر پرچميان لا خارج کښې وو او لا جېل کښې وو. د سويت يونين مشران نۀ پۀ انقلاب او نۀ د ‘خلق’ او ‘پرچم’ ډلو خپلو کښې جګړو باندې خوشحاله وو. اخر کار دسمبر 1979 کښې سويت فوج افغانستان ته د خپلو مفاداتو حفاظت د پاره راغلو. د امو درياب ‘نظرياتي سرحد’ هم مات شو. څو مياشتې پس ايران کښې اسلامي انقلاب راغلو. دې سره ايران هم د امريکې د لاس نه ووتلو او د افغانستان مزاحمت ئې هم پۀ ‘جهاد’ کښې بدل کړو.

    ولي خان وائي،

    د افغانستان نه راغلي کډوال يا مرور چې دلته ورته ‘مجاهدين’/ ‘مهاجرين’ ووئيلے شول، دغه بې کوره اولس د جماعت اسلامي پۀ کومک سره ټولې پښتونخوا کښې او بره افغانستان کښې د افغان نېشنلزم يا پښتون نېشنلزم پۀ ضد استعمال شول.

    ولي خان کابل کښې د ډاکټر نجيب الله دور حکومت کښې لويې جرګې ته پۀ خپل خطاب کښې د ټولو جرګې غړو او حکومتي چارواکو پۀ مخ کښې ووې چې، د هغۀ )ولي خان( کډوالو )مهاجرين( د پاره “اشرار” ټکي باندې اعتراض دے، او ورته ئې ووې چې ستاسو نه مرور پښتانۀ اوس مونږ ته راغلي دي او تاسو به ګورئ چې ډېر زر به دا ستاسو نه مرور پښتانۀ د پاکستان او امريکې نه هم مرور شي او خپل کور ته به راشي.

    ولي خان يو ځاے ليکلي:

    زۀ کابل کښې اخبار والو پۀ سوالونو ډېر تنګ کړم نو ما به ورته وې چې زما خپل پلار باچاخان نهه کاله افغانستان کښې ؤ، نۀ هغۀ ځان ته ‘مهاجر’ وې او نۀ ورته د افغانستان خلقو مهاجر او نۀ مونږ مهاجر ګڼلے دے. دا خاوره د لر او بر پښتنو خاوره ده، د هر چا چې کوم ځاے خوښه وي، کډه دې اړوي.

    ولي خان دا هم ووې چې دې سره سره زمونږ کوشش دے چې د دې مسئلې يو سياسي حل راوځي او دا اور مړ شي، دا وينه توئېدل بند شي، د بچو مستقبل روښانه شي.

    ولي خان ډېرې خبرې پۀ تفصيل او دليل ليکلې دي چې کومو افرادو، ګوندونو يا ادارو پاکستان کښې څۀ مطلب تر لاسه کول غوښتل، هغه ئې وقتي طور باندې تر لاسه کړل.

    ما )ډاکټر مروت( سره د کابل د غونډې ويډيو کېسټ موجود دے خو دا را نه چرته سامان کښې نورو کېسټونو سره بې ځایه شوے دے، چې پۀ لاس راشي نو سره شريکه به ئې کړو.

    د ولي خان ډېرې خبرې بلکې پېشګويانې د بريګېډئير يوسف کتاب The Silent Soldier او بل کتاب The Bear Trap وغېره چاپ کېدو سره نورې هم صحيح ثابتې شوې. د انقلاب چا ته ګټه ورسېده او چا ته نقصان، د دې سوال جواب به چرته بل مضمون کښې کوو.

     

  • افغانستان کښې انقلابي شبکې اوغازي امان الله خان – ډاکټر فضل الرحیم مروت

     

     

     

    د شلمې پېړۍ پۀ اولني لسو کلونو کښې افغانستان نۀ صرف سیاسي بېلتون (Isolation) نه راووت بلکې د هېواد دننه نوي سوچ فکر چې د خارجي سیاسي، دستوري او اقتصادي مفکورو او شبکو د اثر لاندې خپل انداز کښې زړه ‘سټېټس کو’ (Status-quo) ماته کړه – افغانستان نه ګېر چاپېره هېوادونو کښې لبرالزم (Liberalism) او لۀ ټولو نه اهم د مشروطه خواهانو یا دستور خواهانو نضهتونه وو. د کابل ښار یو تکوني چوکاټ سیاست د شخصیاتو سیاسي کورنیو او ادارو کښې چورلېدو راچورلېدو.

    1. درې سیاسي کورنۍ – مصاحبان یا یحيٰ خېل، طرزي کورنۍ او چرخي کورنۍ
    2. درې نامتو ترکیان – انور پاشا، جمال پاشا او طلعت پاشا
    3. درې افغان شهزادګان – امیر حبیب الله خان، نصر الله خان، امان الله خان
    4. مدرسه شاهي، مکتبه حبیبیه، مکتبه حربیه

    د افغانستان تاریخ کښې اول ځل کال 1901 کښې د امیر عبدالرحمان خان د مرګ نه پس د هغۀ زوے حبیب الله خان بغېر د څۀ جنګ نه د افغانستان امیر یعني بادشاه جوړ شو. هم دغه کال انګرېزان د پښتنو لویه برخه زمکه او خلق پنجاب نه د ‘شمال مغربي سرحدي صوبه’ (N.W.F.P) صوبې پۀ نامه جدا کړل.

    نوي امیر حبیب الله خان د خپل پلار عبدالرحمان خان پالیسۍ ته دوام ورکړو. مطلق العنان بادشاهت ئې وساتلو خو ورسره ئې نوي اصلاحات (Reforms) او نوي مکتبونه د نوې زمانې سره سم رواج کړل. خو د ټولو نوو ګامونو باوجود افغانستان نه ګېر چاپېره هېوادونو کښې سیاسي او دستوري بدلونونو امیر حبیب الله ته نوې مسئلې او پرابلمونه وکتل. افغانستان کښې هغه یو نوي نسل سره مخامخ شو چې کوم خپل نظریات، خپل ورک شوے میراث او خپل مستقبل د سید جمال الدین افغاني مترقي خیالاتو، د خوشحال بابا قامي نظریاتو او د مشروطه خواهانو پۀ چوکاټ کښې لټول. پۀ دې حالاتو کښې روس او برطانوي هند حکومتونو هم د لویې لوبې (Great Game) نه اوس څۀ نوې لوبې ته نظر لرلو او دغه وجه وه چې د برطانوي هند حکومت امیر حبیب الله ته پۀ ښکاره ټکو 1902 کښې دا خبره واضحه کړه چې امیر عبدالرحمان ته وظیفه )مواجب/ (Subsidy د هغۀ د مرګ سره ختمه شوه؛ امیر حبیب الله ته به وظیفه نۀ ملاوېږي.

    د هند وائسراے لارډ کرزن (Lord Curzon) څو ځله امیر حبیب الله هند ته دعوت کړو خو امیر پۀ یوه بهانه یا پۀ بله بهانه هند تګ ته تیار نۀ شو. پۀ امیر فشار اچولو د پاره نۀ صرف هغه مواجب انګرېزانو بند کړل بلکې هغه وسله چې کومه د انګلستان د یو فرم نه افغانستان ته د هند پۀ لار ورتله، هغې باندې هم embargo ولګوله. امیر د دې ځواب کښې یو د څلیریشت کسانو هئیت وټاکلو چې هغه به نورو هېوادونو سره تماس نیسي. ګو چې د امیر دا ګام د انګرېزانو پۀ نظر د هغه لوظ خلاف ورزي وه چې افغانستان به بهر صرف د انګلستان پۀ واسطه نورو هېوادونو سره تماس نیسي )دغه کار د پاره امیر پلار عبدالرحمان ذمه وار ؤ(، لارډ کرزن د هغې نه پۀ افغانستان حمله کول غوښتل خو د لندن لۀ خوا منع کړے شو او کابل حکومت باندې ئې زور راوستو چې د انګرېزانو هئیت امیر حبیب الله قبول کړي. امیر پۀ نیم زړۀ دا شرط ومنلو او دسمبر 1904 کښې د لوئیس ډېن (Louis Dane) پۀ مشرۍ کښې د انګرېزانو مشن کابل ته راغلو. لارډ کرزن د هئیت نه مخکښې دا شان هدایات ورکړي وو:

    1. افغان امیر نه مطالبه وکړئ چې افغانستان د کوئټه چمن رېل روډ بائیکاټ ختم کړي.
    2. د ډیورنډ کرښې سره پراتۀ قبائیلو سره تماس او سازشونه ختم کړي.
    3. د ډیورنډ )ډیورنډ لائن( وربندي د مومند علاقه کښې وکړي.
    4. او هغه شان معاهده )لاسلیک( دې وکړي چې څنګه عبدالرحمان خان یعني د امیر پلار انګرېزانو سره کړې وه.

    انګرېزي هئیت کابل کښې څلورو میاشتو پورې امیر راضي نۀ کړو چې د 1880 افغان-انګلیس معاهده کښې بدلون راولي. لارډ کرزن لندن نه هئیت ته د واپس کېدو حکم ورکړو خو لندن حکومت ډېن ته حکم ورکړو چې یویشتم مارچ 1905 ته لاسلیک ratify کړي او امیر ته 180,000 کالدارې )روپۍ( د کال وظیفه مقرره کړه.

    دې واقعاتو سره تر یوۀ حده روس هم خوشحاله شو او قام پرسته ډلې هم خوشحاله شوې چې اخر کار افغانستان د یو ازاد هېواد پۀ توګه تر څۀ حده ومنلے شو. خو لۀ بده مرغه د امیر جنورۍ نه تر مارچ 1907 پورې د هند دورې د انګرېزانو پۀ ضد د افغانستان خلقو کښې بیا شک و شبه پېدا کړه.

    د افغانستان نه نور ګېر چاپېره سیاسي شبکو او نورو واقعاتو او تر اتلس میاشتو پورې روس-برطانیه منځ کښې پټ مذاکراتو اخر کار 1907 کښې ‘روس-برطانیه کنونشن’ سېنټ پیټرز برګ کښې دا شان لاسلیک وکړو:

    1. برطانیه به د افغانستان سیاسي وضعیت کښې لاس وهنه نۀ کوي.
    2. برطانیه به پۀ زور د 1905 معاهدې عملي کولو نه ډډه کوي.
    3. برطانیه به د افغانستان زمکه نۀ نیسي.
    4. او خپل داسې اثر به افغانستان کښې چې هغه روس ته تاوان رسوي، نۀ کوي.
    5. روس هم ومنله چې افغانستان به د روس د اثر نه بهر وي.
    6. د روس-برطانیه کنونشن اخرۍ نکته ډېره دلچسپه او زړۀ پورې ده چې دا ټول کارونه به هغه وخت عملي کېږي چې د افغانستان امیر کنونشن ratify کړي –

    خو امیر حبیب الله دا کنونشن غېر قانوني وګرځولو، ځکه چې افغانستان دې کښې شریک نۀ ؤ او نۀ مو ورکښې څۀ برخه یا اواز ؤ. د افغانستان امیر پینځۀ جهتي یو سند (Document) د هند برطانوي حکومت ته واستولو او پۀ صفا ټکو ئې ورته ولیکل چې دې کنونشن د افغانستان ازادي برباده کړه او نۀ د افغانستان څۀ لاسلیک شته او د دې Approval برطانیه ته دومره نقصان مند دے چې څومره افغانستان ته دے.

    د امیر دربار کښې یوه ډله د کنونشن دستخط کولو پۀ حق کښې وه. د دوي پۀ نزد کۀ دا کار ونۀ شي نو برطانیه به افغانستان باندې حمله وکړي خو د امیر ورور سردار نصر الله خان او د هغۀ پلویانو پۀ ښکاره د دې مخالفت وکړو او دړکه ئې ورکړه چې کۀ امیر کنونشن دستخط کړو نو هغه به سمرقند ته لاړ شي. دۀ زیاته کړه چې کۀ انګرېزانو ته د ګوتې ځاے ورکړي نو هغه به د کالدارو پۀ زور دا غټ غار کړي او لاس به ورکښې ومنډي او افغان اولس ته چې څوک پېسې ورکوي، ورته سلام به کوي.

    دغه ځاے دوپري (Louis Dupree) یو بل دلیل د امیر د برطانوي هند حکومت د مخالفت کولو ورکوي. هغه وائي “امیر غوښتل چې انګرېز د دۀ سره کومک وکړي چې پۀ روسي ترکستان باندې حمله وکړي او 1880 کښې خپله بائیللې خاوره )روس نه( واپس حاصله کړي. د روس جاپان نه ماتې شاید امیر پۀ دغه منصوبه کامیابه لیدو مجبور کړے ؤ. انګرېزانو دا خبره ونۀ منله نو امیر هم د خپل افغان Arrogance پۀ وجه روس-برطانیه کنونشن 1907 نه انکار وکړو.”

    پۀ 1908 کښې روس او برطانیه پۀ دې خبره خپلو کښې صلاح شول چې د امیر مرضي ضروري نۀ ده او کنونشن ئې قانوني وګرځولو. د روس او برطانیې تر منځ نزدې والي پۀ اسیا کښې تر څۀ حده سیاسي چپقلش بند کړو خو د هند-افغان پۀ پوله د امن راوستلو کښې روس-انګرېز ناکامه شول.

    امیر حبیب الله هغه شان د قبائیلي سیمو خلقو سره نزدې تماس ساتلو او پۀ برطانوي هند حکومت ئې فشار راوستلو. د قبائیلي سیمو نه ‘صوبه سرحد’ )خېبر پښتونخوا( باندې کال 1907 کښې شپږ پنځوس (56) بریدونه وشول. دا پۀ کال 1908 کښې نهه نوي (99) ته ورسېدل او پۀ کال 1909 کښېې دا بریدونه یو کم اتۀ شلو (159) ته ورسېدل.

    روس-برطانیه کنونشن پۀ افغانستان کښې د سیاست شکل وصورت کښې تغیر راوستو. افغان قوم پرستان (Nationalists) او باسواده مشران دې نتیجې ته ورسېدل چې:

    1. د افغانستان د اندروني او خارجي نزاکتونو پۀ رڼا کښې رېفارمز ضروري دي.
    2. مشروطه یا دستوري/ ائیني حکومت د پرابلمونو یواځینے حل دے.

    د نوو سیاسي محرکاتو تناظر کښې د امیر حبیب الله Authority اختیار لاندیني سیاسي ټولګو او انجمنونو Challenge کړه:

    1. انجمن ‘سراج الاخبار’
    2. ‘مجلس جان نثارانِ اسلام’
    3. ‘جمعیت سري ملي’
    4. ‘انجمن سري جوانان افغان’
    5. ‘اخوان افغان’

    د افغانستان سیاسي تاریخ کښې دغه شان Challenge اولنے او یواځینے ؤ، ځکه چې دې نه مخکښې د افغان بادشاهت مخالفت به د قبائیلي سردارانو یا ملکانو یا ملایانو پاڅون پۀ صورت کښې ؤ او عموماً به د حکومت چې کابل نه قبائیلي یا کلیوالو سیمو ته راغزېدو، نو مخالفت به ئې کېدو. د نوي بدلون او سیاسي شبکو هغه علتونه پۀ لاندیني وجوهاتو وو:

    1. د امیر عبدالرحمان خان د بادشاهت اخري ورځو کښې د قبائیلي کمیونټۍ سیاسي قوت انتشار سره مخامخ شو.
    2. نوکر شاهي (Bureaucracy) زیاتېدل.
    3. د تعلیم او Communication پراخېدل.
    4. خان، ملک او سردار وغېره پۀ کابل یا نورو ښاریو کښې مېشته کېدل او د ژوند نوو طریقو سره مخامخ کېدل.
    5. پۀ دربار او ارګ کښې د غلام بچاګانو پۀ تعداد کښې زیاتوب او حکومت چلولو د نوو طریقو سره اموخته کېدل او د خارج ورځپاڼو او مجلو مطالعه.
    6. د ‘مدرسه شاهي’، ‘مکتبه حبیبیه’ (1903)، مکتبه حربیه (1909) او د محمود طرزي ‘سراج الاخبار افغانیه’ نوي خیالات خورول شروع کړل.

    د مشروطه خواهانو او ‘جوانان افغان’ )د ځوانانو افغانانو تحریک( جنبش کښې خارجي عوامل، نظریه او محرکات هم وو، لکه:

    1. د انګرېزانو پرمختګ پالیسي (Forward Policy).
    2. افغان-انګلیس دوه جنګونه
    3. روس-جاپان جنګ (1905)
    4. انګلیس-روس کنونشن (1907)
    5. پۀ پارس )ایران(، عثماني سلطنت او چین کښې د مشروط خواهانو نضهت (1906)
    6. پان اسلامزم خورېدل
    7. ترک-جرمن مشن کابل ته راتګ
    8. اولنے نړیوال جنګ
    9. د بلقان جنګونه (1912-13)
    10. هندي/پښتانۀ/ ترکي استادان پۀ کابل کښې
    11. هندي انقلابیان پۀ کابل او تاشقند کښې مېشته وو
    12. چمرکنډ مجاهدین
    13. د غدر پارټۍ کابل کښې هلې ځلې
    14. د باچا خان ‘انجمن اصلاح الافاغنه’
    15. د هند نه افغانستان ته هجرت

    مشروط خواهانو پۀ کابل ښار کښې درې مرکزونه درلودل – (1 د امیر محل یا ارګ (2 تعلیمي ادارې او انجمنونه (3 انفرادي، دیموکرات او د جمهوریت خواهانو کورونه او چاے خانې.

    د امیر دربار او ارګ کښې د غلام بچاګانو مشر محمد ولي خان بدخشاني ؤ. دغه ډلې موجود نظام (Setup) کښې اصلاحات (Reforms) غوښتل. دې ټولګي ته د محل ټول رازونه، سازشونه او اندروني او خارجي سیاست معلوم وو. دې کښې څۀ مشران د ارګ نه بهر مشروطه خواهانو سره پۀ تماس کښې وو.

    د ارګ نه علاوه د مشروطه خواهانو یو شاخ ‘انجمن سراج الاخبار’ پۀ 1906 کښې جوړ شو. د دغه ډلې مشر مولوي عبدالرؤف قندهارے مشهور پۀ ‘خاکي’ چې د ‘مدرسه شاهي’ رئیس )هېډ ماسټر( هم ؤ، د هغۀ ډلې خپل اخبار ‘سراج الاخبار’ افغانستان د پاره حکومت نه اجازت وغوښتو. حکومتي اجازې نه پس دا اخبار جنوري 1906 کښې چاپ شو. ‘سراج الاخبار’ د یوې ګڼې چاپ کېدو نه پس بند شو. د محمد کاظم اهنګ او بابا عبدالعزیز قندهاري دا خیال دے چې دا بندش د انګرېزانو مداخلې او وېنا باندې شوے ؤ خو کابل کښې مېشته انګرېز اېجنټ پۀ اووۀ ویشتم اپرېل 1906 کښې برطانوي هندوستان ته خط کښې لیکلي دي، “ما اورېدلي دي چې د اخبار مالک او مدیر د اخبار چاپ کېدو کښې ناکامه شول. بله دا چې سردار نصرالله خان او د هغۀ ډله د اخبار چاپ کېدو مخالف دي” – خو زما ذاتي خیال دا دے چې د انګرېزانو پۀ وېنا بند شوے دے.

    دا اخبار د مشروطه خواهانو اولنۍ خپرونه (Publication) ؤ. اخبار خو بند شو خو مترقي او باسواده طبقې باندې ئې ډېر ژور تاثیر واچولو. ‘انجمن سراج الاخبار’ خپل مرام د پاره نورې طریقې خپلې کړې – د مثال پۀ توګه، وړې وړې غونډې ئې ډېرې کړې او د لیکلو پۀ ځاے ئې زباني او د پېغام رسان کسانو پۀ ذریعه خپل کار ته دوام ورکړو.

    دوېمه ډله پۀ کابل کښې د ‘مجلس جان نثاران اسلام’ وه. دې کښې زیاتره هندي استادان شامل وو. دکتور عبد النبي او د هغۀ وروڼه، مولوي محمد حسېن خان (BA)، مولوي مظفر خان مروت او سید قندهارے ئې سرکرده غړي وو. دلته یو وضاحت ضروري دے چې ‘مولوي’ ټکے د نن سبا د مدرسې یا جماعت امام یا استاد د پاره نۀ بلکې چې چا به B.A پورې سبق وئیلے ؤ، هغۀ ته به هم خلقو ‘مولوي’ وئیلو. بله دا چې ځینې خلق ډاکټر عبد الغني د مشروطه نهضت باني ګڼي، لېکن پۀ اصل کښې هغه د ‘مکتبه حبیبیه’ پرنسپل ؤ او د حبیبیه مکتب ټول استادان د مشروطه نهضت غړي وو – خو د دې مطلب دا نۀ ؤ چې د مشروطه نهضت مشر ډاکټر عبدالغني ؤ.

    د مشروطه خواهانو درېمې ډلې د ‘اخوان افغان’ (Afghan Brotherhood) پۀ نوم سره سیاسي هلې ځلې کولې. د دې ډلې نامتو کسانو کښې میر قاسم خان، عبدالجلال خان قندهارے او مولوي غلام محي الدین افغان وو. د ‘اخوان افغان’ مقاصد دا وو:

    1. د دستوري بادشاهت قیام
    2. د قانون حاکمیت (Rule of Law) او منتخب پارلېمان
    3. د مطلق العنان حکومت خاتمه
    4. د خلقو بېداري او سیاسي شعور د پاره تعلیم او پرېس عام کول
    5. سیاسي ازادي
    6. معاشرتي انصاف او برابري
    7. د قامي اتحاد د پاره د ټولو قبیلو او قامونو اتحاد راوستل
    8. د جدید هېواد بنیاد د پاره ټول جدید متهوډ (Method) ایجادول او خپلول او نوي کلتور ته وده ورکول.

    یو بل انجمن هم کابل کښې کار کولو چې نوم ئې ‘انجمن مسلم نوجوانان شمالي مغربي سرحدي صوبه’ (NWFP) ؤ. د انجمن غټ مرام خپل هېواد او علاقه د خارجي ظلم او جبر استبداد د حکومت د شکنجو نه ازادول وو.

    د مشروطه خواهانو ټولو نه لویه ډله یا ګروپ ‘جمعیت سري ملي’ (National Secret Association) ؤ چې دې کښې د ډېرو کسانو ‘مکتبه حبیبیه’، ‘مکتبه حربیه’ او ‘مدرسه شاهي’ کښې روزنه شوې وه یا تعلیم ئې حاصل کړے ؤ. دوي د لس لس کسانو ډلو کښې تقسیم وو او هرې ډلې به د منشي یا رئیس پۀ مشرۍ کښې کار کولو. مشران او منشیان هم د ‘مکتبه حبیبیه’ نه وو. د ټولو مشر مولوي محمد سرور خان واصفي ؤ. دې ډلې ټولو پټ کار کولو؛ ځکه چې غلام بچاګان، سرداران، استادان، کاریګران، لیکوالان او شاعران وو. څۀ غړي ئې راډیکل دیموکراتان (Radical Democrats) وو او خپل مقصد او مرام د پاره دهشت ګردۍ او کودتا (Coup D’détat) کولو ته هم تیار وو. مرکز ئې ‘مکتبه حبیبیه’ ؤ. غونډې به ئې سماجي صورت کښې کولې. دوي به کابل کښې د یو بل کور کښې هم غونډې کولې. دا ټول غړي درې سوه (300) پورې وو او دوي به خپل کاروان او هلې ځلې حکومت نه پټې ساتلې.

    د مشروطه خواهانو اصلاحات (Reforms) او ډېرې مطالبې امیر ته قبولې وې خو هغۀ ته دستوري بادشاهت قبول نۀ ؤ. امیر هم څۀ دوه اړخیز شخصیت لرلو. یو خوا ئې ارګ او دربار کښې جدیدې اروپائي طریقې رواج کړې – بل طرف ته ملک کښې زړې طریقې او پسماندګۍ د پاره څۀ کار نۀ کولو. د مشروط خواهانو د دباو نه ئې خپله پۀ دربار کښې اعتراف وکړو. “دیگر هر چیز را از احوالِ جدید قبول داریم الا مشروطه” )د مشروطه نه علاوه هر جدید اصول راته قبول دے( –

    امیر عبدالرحمان دۀ ته نصیحت کړے ؤ چې نمائندګان درې توګه دي: (1 سرداران (2 قبائیلي مشران (3 ملایان – د مشروطه حکومت دغه نمائندګانو پۀ لاس کښې به ګوډاګے کله هم نۀ جوړېږې.

    امیر ته خپلو جاسوسانو د مشروطه خاهانو ټولې منصوبې پۀ ګوته کړې او زیاته ئې کړه چې کۀ د دوي مطالبې منظورې نۀ شي نو کودتا به کوي. امیر فوري طور باندې تقریباً د شپېتۀ کسانو قېدولو حکم جاري کړو. دې شپېتۀ کسانو کښې دکتور عبدالغني او د هغۀ وروڼه، مولوي محمد حسېن، مولوي مظفر خان مروت )بیا جېل کښې مړ شو(، اووۀ بدقسمته کسان یعني لال محمد عثمان خان، جوهر شاه خان غوربندے، محمد ایوب خان پوپلزے، محمد سرور خان، سعدالله خان الکوزے او عبدالقاسم خان الکوزے ئې پۀ توپه والوځول.

    د دې ټول ظلم جبر باوجود امیر یو کار کړے ؤ چې هغۀ د پلار پۀ شان ټولې قبیلې یا خاندان ته سزا ورنۀ کړه بلکې چې کوم سړے مشروطه جنبش کښې ډېر فعال ؤ، یا خلاف ئې ثبوتونه ډېر وو، هغۀ ته ئې سزا ورکړه. د مرګ و قېد سره افغانستان کښې انقلاب رانۀ غلو البته د اولس همدردي د مشروطه خواهانو سره ډېره شوه. دې سره سره خلقو سوالونه راپورته کړل او ډېر خلق ئې لۀ خوب نه بېدا کړل.

    یو ځل بیا مشروطه خواهانو پۀ بل کوم ‘ځوانان افغانان’ یا ‘جوانانِ افغان’ نوم سره هلې ځلې شروع کړې. دا ځل دوي ټول زور ارګ دربار باندې د فشار راوستلو پۀ تیارۍ کښې ولګولو. دوي پۀ یوه یا بله بله طریقه د امیر کورنۍ سره هم پۀ طماس کښې شول. د امیر یو ورور د مذهب او زړو خیالاتو ترجمان ؤ. Pro-Turkish او معتدل ټولګے د امیر د زوي سردار عنایت الله خان چاپېره ؤ. د پرو-انګرېز ګروپ بادشاه پۀ خپله مشر ؤ. د امیر بل زوي امان الله خان او د هغۀ سخر محمود طرزي د قوم پرستانو مشري کوله. د مشروطه خواهانو سره د امیر پۀ خاندان کښې درې خوښي (options) وو – یو سردار نصر الله خان، بل عنایت الله خان او درېم امان الله خان. ‘جوانان افغانان’ او مشروطه خواهانو پکښې امان الله خان خوښ کړو ځکه چې هغو لبرال خصوصیت او جدید خیالات لرل او بله دا چې د محمود طرزي لور ‘ثریا’ هم د دۀ ښځه وه.

    د ارګ او محل نه بهر درې خاندانونه چې مشروط خواهانو سره هم تماس کښې وو او ارګ سره ئې هم اړیکې لرلې. اولنے خاندان د مصاحبان یا یحيٰ خېل ؤ چې د نادر خان پۀ شمول ټول هند کښې جلاوطن وو. دوي د هند او د انګرېز نکته نظر نه هم خبر وو او ماحول نه هم . دوي پۀ 1901 کښې واپس کابل ته راغلي وو.

    دوېم یاد شوے خاندان د چرخي وه. د غلام حېدر خان چرخي درې زامن جنرالان وو او غلجي قبیلې سره ئې هم نزدې اړیکې وې.

    درېم خاندان د غلام محمد خان طرزي، د محمود طرزي پلار چې څۀ وخت کراچۍ، بغداد او بیا قسطنطینیه او دمشق کښې مېشته شول )خوشبختانه ما ئې د پلار او زوي چې استنبول کښې ایوب انصاري قبرستان کښې زمکې ته سپارل شوي دي، فاتحه کړې ده(.

    محمود طرزي عثماني سلطنت کښې بدلون، عربي کلتور او سبق او د سید جمال الدین افغاني سره هم نزدې پاتې شوے ؤ. د پلار مرګ نه پس 1903 کښې افغانستان ته د درې دېرش کسانو سره واپس شو. امیر حبیب الله د محمود طرزي پۀ دربار کښې د ترجمه برخې مشر کړو. محمود طرزي د امیر توجه تعلیم، صنعت او اتصلات (Communication) طرف ته د ګرځولو هڅې وکړې. دے هم پۀ دې خبره پوهه ؤ چې امیر او د هغۀ زامنو سره نزدې تعلق د مقصد د ماډرنزم، نېشنلزم او ازادۍ ګټلو د پاره ضروري دے. د خپل وخت مشهور ترکي کتابونه دري ته وژباړل. د هغۀ زړۀ کښې چې څۀ وو، دې کتابونو کښې ئې د ځوانانو ترکیانو (The Young Turks) پۀ ژبه ووې )د محمود طرزي پۀ حقله به ټول معلومات پۀ بل مضمون کښې وړاندې کړم(.

    دۀ یو ځل بیا 1911 کښې د امیر پۀ اجازت ‘سراج الاخبار’ شروع کړو. درې سوه ګڼې به چاپ کېدې. دا ځل د اخبار پوره نوم ‘سراج الاخبار افغانیه’ ؤ. د افغانستان پۀ ځاے ئې ‘افغانیه’ کړو چې پراختیا (Scope) ئې زیاته شي او ټولو افغانانو د پاره شي. محمود طرزي ئې پۀ خپله مدیر اعليٰ ؤ. د مرکزي اسیا، هند، ترکي، ایران، عرب هېوادونو او یورپ خبره به پکښې چاپ کېدل. مقامي خبرونو نه علاوه سیاست، ادب او نور مضامین هم ورکښې وو. د محمود طرزي د تنقید سټائل ډېر عجیبه شان ؤ. هغۀ به خبره ښکلو الفاظو او د امیر تعریف نه شروع کړه او بیا به ئې ډېر پۀ طریقه تنقید شروع کړو چې هغې کښې به امیر هم شامل ؤ. لکه یوه اداریه (Editorial) کښې ئې لیکلي، “امیر د جدید تعلیم ډېره سرپرستي کوي خو لۀ بده مرغه جدید تعلیم او سائنس زمونږ پۀ هېواد کښې نشته”. ډاکټر غني چې جېل کښې ؤ، لیکلي چې “طرزي به د قوانینو ګولۍ د چیني پۀ کېپسول کښې ورکولې چې هغه به ډېرې پۀ اسانه لۀ ستوني تېرېدلې.”

    طرزي او د هغۀ ملګرو د اسلامي هېوادونو او خاص کر افغانستان زوال او ترکي وجوهات پۀ ګوته کول. دې کښې د افغانستان Land lock حېثیت او ډېر پۀ کمه توګه د یورپ هغه څیزونه چې د هغۀ خپلو کالونیو (Colonies) د پاره وو، افغانستان ته لار ومونده.

    طرزي د افغانانو اتحاد او اتفاق باندې زور راوړ. لیک کښې به ئې هم ‘افغان نېشنلزم’ د قران د تعلیمانو سره سم ګڼلو. د خپل وطن سره مینه د مذهب سره مینه ده. جدت هم د اسلام او قران ضد نۀ وي. کۀ افغانونو کښې بې اتفاقي نۀ وه نو دوي نه به پېښور، روهستان څنګه بېلېدل. د مختلفو تهذیبونو تقابلي جائزه هم، اقتدار او د عروج و زوال اسباب هم پۀ ګوته کول – پښتو ئې قامي ژبه ګڼله. پښتو ئې خپله د ژبو مور او د خپل تهذیب فطري ګڼله. اسلام، افغان تاریخ او پښتو ژبه د افغانستان وحدت او قومي شناخت دي. د جمال الدین افغاني د پان اسلامزم مفکوره ئې د غربي استعمار پۀ ضد یو قوت ګڼلو.

    اولني نړیوال جنګ کښې هم د انګرېز او کالونیلزم پۀ ضد باندې مضامین لیکل او ‘سراج الاخبار’ کښې چاپ کېدل. د هند وائسراے امیر ته شکایت هم وکړو چې د یو ملګري پۀ توګه د انګرېزانو خلاف چاپېدونکے دا اخبار بند کړي. امیر څو ځله طرزي ته خبردارے (warning) ورکړو چې دا کار نۀ کوي.

    ‘سراج الاخبار’ به نۀ صرف د افغانستان دننه ؤ بلکې قبائیلي سیمو ته به هم تلو. هند کښې ورباندې پابندي وه. مشهورو ملایانو ته به هم تلو. کاروان سرایو او چاے خانو ته به هم رسېدو. د ‘سراج الاخبار’ پۀ کتو پېښور اخبار ‘افغان’ هم چې پښتو-اردو کښې ؤ، د انګرېزانو پۀ ضد او د ترکي خلافت پۀ حق کښې مضامین شروع کړل. د ‘سراج الاخبار’ اثر مرکزي اسیا او هند کښې شندرسټ او لبرال اثر باندې خور شو.

    1915 کښې د امیر پوزیشن د ترک-جرمن مشن او د عبېدالله سندهي مشن راتګ سره نور هم کمزورے شو. د دې نه علاوه پینځلس (15) طالب علمان لاهور او کوهاټ نه د قبائیلي سیمې پۀ لار کابل ته راورسېدل. دا ټول هندي او ترکیان انقلابیان د امیر د وروڼو پۀ شمول د امان الله مور سرور سلطانه بېګم، محمود طرزي، ځوانانو افغانانو او قبائیلي مشرانو ملاتړ (Support) کول. عبېدالله سندهي خپل مقاصد د ترکي- جرمن مشن غړو او د کابل حکومتي چارواکو نه علاوه ټولو انقلابي انجمنونو سره شریک کړل او خپله ئې هم د ‘جنود الله’ پۀ نوم سره یو ګوند اعلان کړو. ترک-جرمن مشن د امیر صلاح کارو سره خپله منصوبه شریکه کړه. د انګرېز پۀ ضد ئې خپل ټول مقاصد هم امیر سره شریک کړل خو امیر پۀ منډه کښې واورېدل خو ځواب کښې ئې ورته څۀ ونۀ وئیل. جنوري 1916 کښې د امیر کونسل او جرمن مشن یو لاسلیک هم وکړو خو څۀ پرمختګ ونۀ شو. ډېرو مرکو نه پس ترک-جرمن مشن ته څۀ شرائط پېش کړے شول چې افغانستان به برطانوي هند پۀ ضد جنګ کښې برخه واخلي کۀ:

    1. ترک-جرمن شل زره باوسلې کسان افغانستان ته راولي – او چې
    2. هند کښې یو کامیاب عوامي پاڅون وشي.

    سردار نصر الله خان دا هم زیاته کړه چې امیر د دې جنګ کښې د بې طرفۍ (Neutral) پاتې کېدو بدل کښې د افغانستان ازادي غواړي.

    د ترک-جرمن مشن کسان مۍ 1916 کښې واپس لاړل. د امیر د بې طرفۍ او انګرېزانو سره د ښۀ تعلق باوجود د هغۀ خلاف د کفر او انګرېز دوستۍ ګنګوسې قبائیلي سیمه او افغانستان کښې روانې شوې. یوه خبره ضروري دهه چې ترک-جرمن مشن خپل مقصد کښې کامیاب نۀ شو خو هغۀ نورې ګټې تر لاسه کړې:

    1. د افغانستان بېلتون (Isolation) ئې مات کړو.
    2. دې مشن سره د افغانستان او هند انقلابیانو سره اړیکې ونیولې شو او د انګرېز پۀ ضد ئې کار ورباندې پېل کړو.
    3. کابل کښې ‘حکومت مؤقته هند’ (Provisional Government of India) اعلان کړو.
    4. راجه مهندر پرتاپ او مولوي برکت الله د افغانستان جنګ ګوند سره نزدې اړیکې ونیولې.
    5. د مشن او هندي انقلابیانو پۀ وجه افغان قوم پرستان نور هم تېز شول.
    6. دې مشن د امیر اصلي څهره اولس ته وښودله.
    7. هغوي انقلابیانو سره د مارکسي نظریاتو نه د کابل باسواده قشر خبر کړل.
    8. فریدرک برک، محمد عابد او میر مست اپریدي افغانستان کښې پۀ یو نوي طرز 4,000 قواه/فوج تیار کړو.

    یو خوا حاجي صاحب د ترنګزو خپلې هلې ځلې تېزې کړې او ځاے پۀ ځاے ئې حملې شروع کړې، بل خوا راډیکل ګروپ د ځوانانو افغانانو امیر ته پټ خط ولیکلو خو امیر باندې اثر ونۀ شو او څۀ پرواه ئې ونۀ کړه. یو خوا عبېد الله سندهي او د هغۀ ملګرو پۀ جولائي 1916 کښې د رښمین خطونو لیک شروع کړو او بل طرف ته ‘سراج الاخبار’ فشار راوستو.

    اکتوبر 1917 کښې روس کښې انقلاب راغلو. دې سره د امیر د افغانستان د شرق غاړې ټول دباو ختم شو. مارچ 1918 کښې روس-جرمن خپلو کښې لاسلیک وکړو. پۀ دې لاسلیک ډېر مشروطه خواهان خوشحاله شول. د یو رپورټ مطابق شپږ شلې (120) جرمن او اسټرېلین )چې ډېر پکښې جنګي قېدیان پاتې شوي وو(، د انګرېزانو پۀ ضد افغانستان کښې پۀ مختلفو کارونو بوخت وو. ځوانانو افغانانو (Young Afghans)، ‘جنګ ګوند’ او نورو قوم پرستانو دا خیال کولو چې د جرمني شکست او بد بختي د امیر حبیب الله د کومک نۀ کولو پۀ وجه وشو. د جنګ پارټي، امان الله خان او نصر الله خان دې ته تیار شول چې ‘امیري’ ختمول، ازادي یا استقلال اخستل او رېفارمز کول یواځینۍ لار ده. ټولو پۀ قران کښې دا لیک وکړو او لاس ئې سردار نصرالله خان ته ورکړو.

    سردار نصر اله خان به امیر نه پس بادشاه جوړېدو خو پۀ جلال اباد کښې پۀ هغه ځاے چې امیر قتل کړے شو، نصرالله خان ورته ښکاره نۀ شو. دا خبره هم ده چې شاید د دۀ ذهن بدل شو. د ‘مکتبه حبیبیه’ یو پخواني محاصل او ‘سراج الاخبار’ کښې کار کوونکي عبدالرحمان لودین چې پلار ئې مشروطه خواهانو سره پۀ جېل کښې ؤ، لودین او عبدالهادي دروي باندې هم الزام ولګېدو او دا ټول ئې قېد کړل.

    فروري 1919 کښې امیر یو ځل بیا د افغانستان ازادۍ د پاره د هند وائسراے ته ولیکل خو هغۀ ته بیا هم مثبت ځواب ملاو نۀ شو.

    دې ورځو کښې پۀ درېم ځل بیا ‘جوانان افغانان’ ګروپ یو بې نامه خط امیر ته ولیکلو او پۀ سخته ژبه کښې ئې د مرګ دړکه ورکړه او دا ئې هم ورته ولیکل چې مونږ د ډاکټر غني او مشروطه خواهانو پۀ شان نۀ یو چې پۀ اسانه دې بندي کړل – مونږ محل )ارګ( او دربار کښې ملګري لرو. امیر دا خط هم بې پرواهۍ سره لړه کړو خو لۀ بده مرغه د نولسمې فرورۍ 1919 پۀ شپه امیر ‘قلعه ګوش’ )لغمان( کښې جلال اباد سره نزدې د ښکار کېمپ کښې چا مړ کړو.

    پۀ ډېرو وجوهاتو امان الله خان پۀ 22/21 فرورۍ 1919 د خپلې بادشاهۍ اعلان وکړو. د وسله والو قواه تنخواه )معاش( ئې زیات کړو او خپل ترۀ نصر الله خان او ورور عنایت الله نه علاوه نادر خان )د ظاهر شاه پلار( او د هغۀ وروڼه ئې قېد کړل او یوه کمېټي ئې د پلار د مرګ د پاره وټاکله. ټول سیاسي قېدیان ئې لۀ بنده خلاص کړل او ډېر ‘ځوانان افغانان’ (Young Afghans) ئې ځان سره حکومت کښې شامل کړل. دۀ اعلان وکړو چې ما حکومت دې د پاره اخستے دے چې د پلار بدل واخلم او د افغانستان ازادي/ استقلال تر لاسه کړم.

    پۀ دې لړ کښې پۀ دیارلسم اپرېل 1919 کښې امان الله خان عوامي دربار کښې د افغانستان د استقلال اعلان وکړو او زیاته ئې کړه چې:

    “ما خپل ځان، خپل هېواد ازادي او اختیار خارجي او اندروني تر لاسه کړل او هېڅ خارجي قوت ته زمونږ اندروني او بېروني معاملاتو کښې د یو وېښتۀ برابر د مداخلت اجازت نشته ګنې هغه سر به د تُورې سره پرې کړم.”

    دۀ بیا برطانوي سفیر یا اېجنټ ته مخ واړولو او ورته ئې ووې چې ما څۀ ووې، پۀ هغې تۀ پوهه شوې؟ سفیر ووې، هو! زۀ پوهه شوم.

    امان الله خان د افغانستان د استقلال اعلان وکړو او ټول قېدیان )سیاسي او نادرخان وغېره( ئې بند نه خوشي کړل او د هغې نه پس د ‘جنګ یا استقلال’ چغه وهل د افغانستان تاریخ کښې د یو نوي باب اضافه وکړه. دې نوي افغانستان کښې د قانون اساسي، اصلاحات، تعلیم او جدیدیت پراختیا د پاره نوي ګامونه اوچت شول او امان الله خان د ‘پاچا ترقي’ یا ‘مترقي بادشاه’ پۀ نوم مشهور شو.

    Dr. Fazal ur Rahim Marwat,

    The Evolution and Growth of Communism in Afghanistan (1917-1979), An Appraisal,

    Royal Book Company, Karachi, Pakistan, 1997

     

  • ‘پان افغانزم’ –’غازي امان الله خان’ او ‘باچا خان’ – فضل الرحیم مروت

     

     

     

    شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک د انقلابونو پېړۍ وائي خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ د جنګونو پېړۍ هم وه او د انقلابونو پېړۍ هم. د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتنونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه )تحريکونه( د نولسمې پېړۍ سياست او د امپريلستي قوتونو کشمکش د لویې لوبې د خېټې نه راوځي. پۀ لنډو ټکو کښې، د افغانستان او کوزې پښتونخوا سياسي جوړښت او ترکيب پۀ شلمه پېړۍ کښې داسې ؤ:

    افغانستان د انګرېز سره پۀ جنګونو اوتپلې شوو معاهدو کښې درې څېزونه بائيللي وو.

    اول: نیمه نه زیات پښتون اولس

    دوېم: د افغانستان نه زرخېزه زمکه د کوزې پښتونخوا ټوله سيمه بېله کړې شوې وه.

    درېم: افغانستان اقتدار اعليٰ يعني استقلال هم لۀ لاسه ورکړے ؤ. د ګندمک معاهدې نه واخله تر 1919 پورې افغانستان د انګرېز د لاس لاندې هېواد ؤ.

    پۀ داسې حالاتو کښې د افغانستان مثال د يو داسې سړي ؤ د چا نه چې لاس، پښې او ژبه غوڅ شوي وي. هغه صرف اورېدلے او کتلے شي خو حرکت نۀ شي کولے. د افغانانو (پښتنو) فرياد د انګۍ پۀ شان پۀ غرونو کښې بيا بيا اورېدلے کېدو او پۀ خپله ختمېدو.

    د درياب سره پولې نشتوالي (Land locked) او داسې بېلوالي (isolation) د تورې وريځې غوندې د پښتون سيمه توره تيارۀ کړې وه خو پۀ داسې مرحله د لر او بر پښتونخوا )افغانستان( ګېرچاپېره حالاتو بدلون وخوړو. بېن المللي حالات هم بد شول لکه د مثال پۀ توګه د روس او جاپان جنګ (1905)، روس او انګليس کنونشن (1907)، پۀ فارس او سلطنت عثمانيه کښې ائيني تحريکونه (11-1902)، د اټلي او ترکو جنګ (1911)، د بلقان جنګونه (13-1912)، کابل ته د ترکو او جرمن مشن راتګ، اولنے نړيوال جنګ، روس کښې د بالشويک/کمیونسټ انقلاب (1917) او د ولسن د څوارلس نکتو پروګرام د ټولې پښتونخوا پۀ سياست او معيشت باندې ډېر زيات تاثير واچولو. دلته دا هم ضروري ګڼم چې د ټولو حادثاتو او انقلابونه نه زيات د روس انقلاب (1917) پۀ ايشياء کښې هغۀ څۀ رول ولوبولو کوم چې انقلاب فرانس پۀ يورپ کښې لوبولے ؤ.

    د بېن المللي حالاتو نه علاوه د هغه خلقو ذکر هم ضروري دے چا چې د شلمې پېړۍ پۀ اول کښې خپل رول پۀ کوزه او بره پښتونخوا کښې لوبولے ؤ. دې کسانو کښې انور پاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا مرکزي اېشياء او افغانستان سره سره پۀ قبائلي سيمو کښې هم سياسي حرکتونو کښې بوخت وو. بل خوا علامه محمود طرزي او د هغۀ اخبار “سراج الاخبار” هم د افغانانو پۀ پاڅون کښې يو اهم رول لوبولے دے. د “سراج الاخبار” اثر د کابل نه تر مرکزي اېشیاء او کوزې پښتونخوا پورې خور شو او پۀ اخر کښې انګرېز کمشنر “روس کېپل” کوزه پښتونخوا کښې د “سراج الاخبار” پۀ راتګ بندېز ولګولو. دغه ورځو کښې يو بل اخبار “افغان” چې پۀ پښتو او اردو کښې چاپېدو، د انګرېز پۀ ضد او ترکيانو پۀ حق کښې مقالې چاپول شروع کړل. حاجي صاحب ترنګزي (فضل واحد) د ازادو مدرسو جوړول شروع کړل او پۀ مومندو کښې ئې د انګرېزانو پۀ ضد مبارزې د پاره لښکر هم تيار کړو. حاجي صاحب د چمرکنډ مجاهدينو، کابل کښې هندي انقلابيانو او د نصر الله خان )د امير حبيب الله ورور( سره هم نزدې اړيکې لرلې.

    د کوزې پښتونخوا جمود او د بره پښتونخوا سياسي بېلوالے (Isolation) پۀ افغانستان کښې د نهضت مشروطيت يا يو ائيني تحريک د مختلفو انجمنونو او ټولنو پۀ شکل کښې څرګند شو. غازي امان الله خان د ټولو تحريکونو او ټولنو سره پټ او پۀ ښکاره تماس کښې ؤ. د نهضت مشروطيت ورکوټې او غټې ډلې دا وې:

    1. انجمن سراج الاخبار
    2. مجلس جان نثاران اسلام
    3. اخوان افغان
    4. جمعيت سري ملي
    5. انجمن سري جوانان افغان

    دې ټولو ډلو د افغانستان د پخوانيو ټولو سياسي ډلو يا قبائلي مقاومت نه بيخي يو بل شان موقف لرلو. لکه د مثال پۀ توګه د مشروطه خواهانو او ځوانانو “افغانانو” او د څۀ نورو ډلو غوښتنې د امير حبيب الله پۀ وخت کښې څۀ پۀ لاندې ډول وې.

    يو ائيني بادشاهت جوړول.

    1. منتخب پارلېمان منځ ته راوړل.
    2. د قانون حاکميت قائمول.
    3. د تعليم عام کول او د پرېس ازادي غوښتل.
    4. د اسلامي شريعت او قراني قانون غوښتل.
    5. سياسي ازادي د قومي ګټو پۀ رڼا کښې غوښتل.
    6. د افغانستان پۀ ټولو قبائيلي او اتنکي (Ethnic) ګروپونو کښې قومي وحدت راټينګول.
    7. افغانستان جديد کول او د ترقۍ د پاره نوې طريقې خپلول.

    د دې ټولو تحريکو نتيجه دا وشوه چې امير حبيب الله خان پۀ 1919 کښې مړ کړے شو او زلمے انقلابي امان الله خان پۀ فرورۍ 1919 کښې د افغانستان بادشاه شو. امان الله خان نه صرف سياسي قېديان خوشې کړل، بلکې پۀ دربار کښې ئې د انګرېز سفير پۀ مخکښې دا اعلان وکړو چې ما خپل ځان او خپل هېواد پۀ اندروني او بېروني توګه ازاد کړو او بيا ټول اولس پۀ يو اواز چغه کړه چې “يا مرګ يا استقلال” – دغه امان الله خان نۀ صرف افغانستان يو ځل بيا پۀ درېم انګليس-افغان جنګ )1919( کښې ازاد کړو بلکې لۀ نورو اصلاحاتو علاوه افغانستان ته ئې پۀ اول ځل اساسي قانوني تيار کړو او د افغانستان خلق ئې د يو اوږد سياسي قانوني بېلوالي (Isolation) نه راويستل. ډاکټر غني خپل کتاب کښې ليکلي چې:

    “امان الله خان هغه زولنۍ چې افغانستان پۀ کښې بند ؤ، ماتې کړې. هغۀ غوښتل چې ټول پښتو ويونکي د افغانستان سره يو ځاے شي. Pan-Afghnic خيالات د هغۀ د ټولو پاليسيو بنسټ ؤ”.

    د افغانستان درېم جنګ او استقلال پۀ کوزه پښتونخوا کښې يو انقلاب رواست او لۀ وېرې نه مانټګ چمسفورډ اصلاحات (1919) پۀ صوبه کښې نافذ نۀ شول، بلکې ماشل لاء هم ولګېده.

    د پښتونخوا صوبه کله هم د هند د نورو صوبو سره پۀ ائيني، تعليمې يا اقتصادي مېدان کښې برابره نۀ شوه، بلکې دلته خلق پۀ دې مجبور کړے شول چې مدرسو نه ديني علم حاصل کړي او بس بيا د جهاد د پاره توره پۀ لاس کښې واخلي. داسې حالاتو کښې باچا خان مېدان ته راووتو. د جلېانواله باغ د حادثې، د ترکي حالات او د رولټ اېکټ خلاف د احتجاج پۀ سلسله کښې باچا خان پۀ اتمانزو کښې يوه غټه جلسه وکړه. انګرېز حکومت هغه قېد کړو او دېرش زره روپۍ جرمانه ئې هم پرې ولګوله. د خلافت پۀ نتيجه کښې چې کوم هجرت افغانستان ته وشو، پۀ هغې کښې باچا خان پۀ ډېر جوش او جذبې سره حصه واخسته او کابل ته پۀ کښې لاړو. هلته کابل کښې باچا خان د امان الله خان او محمود طرزي وغېره سره هم ليدل کتل وکړل. د هجرت نه پس باچا خان پۀ لاندینۍ درېو نتيجو ورسېدو:

    1. د ټولو نه اول پښتنو ته د علم او تعليم ضرورت دے.
    2. د پښتنو نا اتفاقي د پښتنو ترقۍ کښې خنډ دے.
    3. د قام د ترقۍ د پاره د پښتو ژبې ترقي پۀ کار دے.

    باچا خان او د هغۀ ملګرو د دې ټولو مقصدونو د حاصلولو د پاره چې کوم کار شروع کړو، هغه د ازاد سکولونو جوړول وو. لۀ ټولو نه اول سکول ئې د دير پۀ سيمه کښې د فضل محمود مخفي صاحب سره پۀ ګډه )شريکه( جوړ کړو خو د دير نواب او پولټيکل اېجنټ د سکول عمارت وران کړو او دوي ئې بېرته د دير نه وويستل. لۀ دې نه پس يو خوا ئې پۀ اپرېل 1921 کښې “انجمن اصلاح الافاغنه” جوړه کړو چې د پښتون معاشرتي اصلاح او يوالي د پاره کار وکړي او بل خو ا ئې “پښتون” مجله پۀ مۍ 1928 کښې شروع کړه چې خلق د نړيوال او سيمه ئيز سياست نه خبر کړي. بيا ئې پۀ ستمبر 1929 کښې “د زلمو جرګه” او نومبر کښې “خدائي خدمتګار تحريک” شروع کړو.

    باچا خان او د هغۀ ملګرو يو داسې انقلاب راوستل غوښتل چې پۀ کښې د فرانس او روس پۀ شان وينه هم توې نۀ شي، منافرت هم خور نۀ کړي او اتفاق هم راولي. بله غټه خبره دا چې د باچا خان د تحريک پۀ وجه پښتنه سيمه کښې ټول اولس ته معاشرتي برابري حاصله شوه. د مثال پۀ توګه نائي، لوهار او نور کسبګر وغېره، چا ته چې به پۀ بد نظر کتل کېدل او بله دا چې پښتنو ته ئې يو ځل بيا د خپل حق د غوښتل او حاصلولو چل وروښود او ورسره ئې د نوې ډېموکراسۍ حصول ورته ور وښودل. باچا خان او د هغۀ ملګرو د يو داسې جهادِ اکبر بنسټ پۀ پښتونخوا کښې کېښود چې هغه پۀ توره نۀ ؤ بلکې پۀ علم او قلم باندې ولاړ ؤ او پښتون اولس ئې د عدم تشدد پۀ لاره راواړولو.

    د پاکستان جوړېدو نه مخکښې باچا خان انګرېز سرکار او جناح صاحب ته منصوبه وړاندې کړه چې د چترال نه واخله تر بولان پورې او د موجوده قبائيلي سيمې نه دې يوه صوبه جوړه کړې شي خو انګرېز سرکار او جناح صاحب ته دا قبوله نۀ وه. اٰل انډيا مسلم ليګ او کانګرس ته صرف د لارډ ماؤنټ بېټن منصوبه قبوله شوه چې پښتونخوا کښې دې رېفرنډم وشي. خدائي خدمتګارانو د رېفرنډم بائيکاټ وکړو. انګرېز حکومت پښتونخوا صوبه د پاکستان سره شامله کړه.

    پۀ لنډو ټکو کښې دا چې غازي امان الله خان افغانستان د سياسي بېلوالي (Isolation) نه راويستو او د نوو او ژوندو قامونو پۀ قطار کښې ئې ودرولو. دې خوا باچا خان پښتون اولس ته د علم رڼا او د حق غوښتنې طريقه پۀ خپله ژبه کښې وروښودله او يو عملي جهاد ئې چې د عدم تشدد باندې ولاړ ؤ، پۀ مخکښې بوتلو. د اٰل انډيا کانګرس سره يو ځاے کېدو نه پس خدائي خدمتګار تحريک د يو کليوال تحريک نه يو بېن المللي تحريک جوړ شو او يواځې د هند پۀ سطح نۀ بلکې د ټولې نړۍ دې تحريک ته پام شو.

    غازي امان الله خان چې باچا خان ورته پۀ خپله بائيوګرافي کښې د ټولو پښتنو باچا وائي، افغانستان د ترقۍ پۀ لور بوتلو د پاره عملي ګامونه پورته کړل. دې خوا هم باچا خان د پښتونخوا يو مسلسل روان جمود مات کړو او بې لۀ ټوپکه ئې انګرېز او نورې نړۍ ته ځان ښکاره کړو، چې پښتون صرف د ملا او ټوپک ملګرے نۀ دے بلکې يو با شعوره ملت دے خو کۀ څوک ئې پۀ سهي طريقه د تعليم او اتفاق طرف ته راواړوي.

    خو د ټولو نه حېرانوونکې او د تنقيد وړ خبره دا ده چې د پاکستان جوړېدو نه پس د مسلم ليګ د مشرانو دا کوشش ؤ چې کۀ څوک مسلم ليګ کښې نۀ وي نو هغه غدار، پاکستان دښمن او رياست دښمن دي. دغه شان پاليسيو نۀ صرف د باچا خان او د هغۀ د ملګرو د پاره ژوند سخت کړو بلکې اخر نتيجه دا راووته چې مشرقي پاکستان د پاکستان نه بېل شو او ورسره نظريۀِ پاکستان هم پۀ خليج بنګال کښې ډوبه شوه.

     

  • د راب لاک هارټ ماونټ بېټن ته لېږلے يو رپورټ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

    ‘پښتون’ – جولائي 2007

    لاک هارټ ته د فخرِ افغان دغه درې وړاندیزونه هغه وخت هم د هغه وخت د ‘نیا پاکستان’ چې د هند پۀ ماتېدو جوړ شوے ؤ، پۀ تاوان نۀ وو؛ د ‘ون یونټ’ د ماتېدو پۀ غوښتنه کښې هم د هغه وخت د ‘نیا پاکستان’ چې د پاکستان پۀ خپلو ماتېدو جوړ شوے ؤ، پۀ تاوان نۀ وو؛ نن هم د نن د ‘نیا پاکستان’ چې فوج، عدلیې، الېکشن کمېشن او احتساب کمېشن ئې جوړولو کښې کردار ادا کړے دے، پۀ تاوان نۀ دي. بیا هم، د دې دور د معروضي حالاتو پۀ رڼا کښې د پاکستان اصل واکمن کۀ غواړي چې بېرکونو کښې ښۀ حقه حرامه تنخوا خوري، نۀ څۀ اپرېشنونو کښې ښکېل وي او نۀ د پرېس کانفرنسونو پۀ واهیاتو چټیاتو کښې – نو باید چې (i د ترهګرۍ د ناسور ختمولو د پاره د ‘نېشنل اېکشن پلان’ پۀ شلو واړو نکتو بې د څۀ امتیازه عمل درامد وکړي او پاکستان او اسلام دواړه خطرې نه وباسي، باید چې (ii خپلې خرچې دومره کړي چې د ‘اتلسم ائیني ترمیم’ پۀ سر ورته ملک دېوالیه نۀ ښکاري، باید چې (iii جمهوریت له لار ورکړي او د مغربي پولې سره پرتې سیمې ]د خېبر پښتونخوا نوې ضلعې[ د اساسي ائین نفاذ ته پرانزي او هلته د جنګي اقتصاد د پاره نوې لارې نۀ سپړي. ‘دفاعي اثاثو’ ته د تحفظ ضمانت ورکولو، د مظلومانو ګواښ او د ‘محافظانو’ د سپینو سترګو قیصه کښې ملک د عالمي ادارو سره نور هم ګاڼه شو – د دې ډرامې یو کلائمکس به هم وي – دغه کلائمکس باید داسې خونړے نۀ وي لکه د درېم جون 1947 پلان – لکه د دوه ویشتم اګست 1947 د جمهوریت قتل.

    راب لاګ هارټ (Rob Lockhart) لوئیس ماونټ بېټن (Louis Mountbtaen) ته د خفيه ډي سي او نمبر جي اېچ 127 لاندې پۀ دولسمه جولايۍ 1947 کښې ګورنر هاوس ته خط وليکلو او ورته ئې پۀ دیارلسمه جولايۍ د هغۀ او خان عبدالغفار خان او ډاکټر خان صاحب منځ کښې د شوو خبرو يو رپورټ ولېږلو. د هغه رپورټ ترجمه خپلو ګرانو لوستونکو ته پېش کوو.

    خفيه/ ذاتي، پېښور

    نمبر جي اېچ 1947

    جولائي 16، 1947

    وړومبے: خان عبدالغفار خان او ډاکټر خان صاحب پۀ څلورم تاريخ د چايو دعوت له راغلل – دې نه پس د دوي سره زما پاو کم يوه ګېنټه بحث وشو.

    دوېم: ما د دې خبرو نه شروع وکړه چې ما عبدالغفار خان سياسي خبرو د پاره نۀ دے رابللے. زما مقصد صرف دۀ سره ليدنه ده. بهر حال ما دا محسوس کړل چې مونږ درې واړه د صوبې ښېګړه خپله وړومبۍ دلچسپي ګڼو او د هر څۀ نه پرته مونږ د موجوده تکليف د يو پُر امنه حل خواهش څرګند کړو. زۀ د دې خبرې معلومولو پۀ بابله ډېر فکر مند وم چې پۀ لسم اګست به څۀ پوزيشن وي او دوېمه پارټي )کانګرس( به کوم لائن خپلوي. زۀ به پۀ دې وجه ډېر مشکور شم چې دوي ما ته دا ووائي چې د مستقبل پۀ حقله د دوي پۀ ذهن کښې څۀ دي.

    درېم: عبدالغفار خان دې دوران کښې ډېر ملنساره ؤ. هغه ډېر پۀ پُر سکون انداز کښې زياتره وخت پۀ اردو کښې خبرې وکړې. هغۀ د امن د پاره د خپل خواهش اظهار وکړو او پۀ صوبه کښې پۀ مخالفو پارټيانو کښې د موجود مسلمانانو پۀ بابله پۀ موجوده خوف ئې زور واچولو. هغۀ ما ته يقين راکړو چې هغه به د هر قسم تشدد يا غلطو جذباتو مخالفت کوي. حقيقت کښې هغه به د خپل وس مطابق د دې د مخنيوي د پاره هر څۀ وکړي.

    څلورم: هغۀ بيا بغېر بغض او حسد نه د جناح سره پۀ معاهده کولو کښې د ناکامه راتلو حواله ورکړه. د هغې پۀ بابله هغه وائي چې زما درې نکات دي.

    أ( مکمله صوبائي خود مختاري.

    ب( صوبه سرحد سره ملحق هغه علاقې چرته چې پښتانۀ مېشته دي، هغوي لۀ صوبه کښې د شموليت حق ورکول )د دې نه د هغۀ مراد هغه ځايونه لکه بلوچستان، قبائیلي علاقه او د اباسين پۀ غاړه موجود پنجاب ځينې برخې دي(.

    ج( د صوبې دا حق منل چې وغواړي نو پاکستان نه جدا کېدے شي.

    پنځم: مونږ د دې دواړو دې نکاتو باندې بحث وکړو. بحث ډېر اطمينان بخش او خوشګوار حالت کښې جاري ؤ. بحث د عبدالغفار خان نه زما پۀ دې پوښتنه ختم شو، کۀ چرې هغه جناح سره دوباره ملاقات باندې راضي شي نو هغۀ ووئيل چې هغه به )ملاقات( وکړي.

    شپږم: بيا ورته ما تجويز پېش کړو چې هغه دې جناح سره خپلو مطالباتو کښې تراميم وکړي. د څۀ بحث نه پس هغه پۀ دې رضا مند شو چې هغه به جناح سره پۀ دې شرطونو مذاکراتو باندې اماده شي او کۀ چرې جناح د دوي سره پۀ دې شرائطو متفق شي نو د دوي پارټي به پاکستان ومني.

    أ( صوبې د پاره پۀ ټولو معاملاتو کښې صوبائي خودمختاري سېوا د .1 دفاع .2 امور خارجه .3 ذرائع امدورفت.

    ب(د کوم فريق دا حق چې سلطنت د صوبې د جدایۍ د پاره کله وغواړي نو اقدام دې وکړي – بالکل داسې څنګه چې يو سلطنت ته دا حق حاصل دے چې کله وغواړي نو د کامن وېلتهـ نه جدا شي.

    ج( دا چې صوبې سره ملحقو علاقو ته کومې چې د برطانوي هند پۀ موجوده سلطنت کښې شاملې دي او ورپکښې پښتانۀ مېشته دي، ته به وئيلے شي چې د NWFP حصه جوړه شي – کۀ چرې هغوي هم وغواړي چې دې کښې شاملې شي.

    اووم: کۀ چرې جناح پۀ دې شرائطو د خان عبدالغفار خان سره د مذاکراتو خواهش لري نو خان عبدالغفار خان به فوراً پۀ هوائي سفر ډيلي ته روان شي. هغه دا غواړي چې ځان سره وزير ماليات قاضي عطاء الله خان او دوه نور خدائي خدمتګاران بوځي.

    اتم: ما بيا پوښتنه وکړه، کۀ چرې جناح دې شرائطو ته رضا نۀ شو نو بيا دوي څۀ قسمه حالات ويني؟ جواب دا ؤ چې يو حل دا کېدے شي چې موجوده وزارت دې د نوي ائين لاندې کېدونکي عام انتخاباتو پورې دوام ولري.

    زما د يوې پوښتنې پۀ ځواب کښې دوي متفق شول چې دا به دوي د پاره ممکنه شي چې وزارت کښې يو مسلم ليګي وزير پۀ هر صورت کښې واخلي. عبدالغفار ووئيل چې دۀ پۀ خپله وړاندې دا تجويز ورکړے دے.

    نهم: هر څو کۀ زۀ د جناح د مذکوره بالا اتۀ تجويزونو پۀ حقله متذبذب يم، ولې زۀ د يو پُر امن حل پۀ بابله امکان وينم – لږ نه لږ دومره وخت د پاره چې جناح او عبدالغفار خان يو ځل بيا سره وويني او د اوسني جوړ شوي تجاويزو پۀ رڼا کښې به څۀ موافقت ته ورسي. زۀ اميد لرم چې ستاسو هم دې سره اتفاق وشي چې ملاقات کار امد دے. تاسو جناح ته تاکيد وکړئ چې دې ته رضا شي.

    لسم: زۀ به دا هم زياته کړم چې د څوارلسم تاريخ پۀ سحر وزيرانو سره د غېر رسمي خبرو پۀ دوران کښې وزير ماليات قاضي عطاء الله خان ووئيل چې پۀ کوم څيز باندې د دوي پارټي خفه ده، هغه ئې پاکستان طرف ته ديکه کړل. دوي چې څۀ غواړي هغه دا چې صوبه دې د پاکستان نه بهر وي او د ګورنمنت اٰف انډيا اېکټ 1930 لاندې دې د دې نظم و نسق تر مخه چلېږي تر څو چې دوي د پاکستان نوے ائين زير غور راوستلو جوګه شوي نۀ وي. د داسې قسمه غور نه پس به دوي پۀ پوزیشن کښې شي چې پاکستان سره پۀ هغه شرائطو مذاکرات وکړي پۀ کوم چې دوي شاملېدل غواړي.

    يولسم: زۀ دا محسوسوم چې د هز مجسټي ګورنمنټ پلان نۀ منظورولو کښې د قاضي خيالات درانۀ دي، لېکن زۀ به د دې ښودلو ذکر هم وکړم چې د کانګرس پارټۍ ذهنونه دې طرف ته کار فرما دي.

    دولسم: زۀ به دا هم زياته کړم چې د کانګرس ليډران پاکستان لاندې د ذاتي تحفظ د غم د لاسه متاثره شوي دي. ځينې مسلم ليګي ليډرانو داسې وحشيانه بيانات ورکړل چې څوک پاکستان نۀ مني هغۀ کافران دي او دا چې غدارانو ته به پهانسي ورکولې شي.

    ديارلسم: پۀ دې وجه زۀ دا زور لګوم چې جناح دې عبدالغفار خان او قاضي سره ملاقات وکړي او پۀ دې ذکر شوو اتو نکاتو باندې دې مصالحت پېدا کړي او دا هم چې عامو انتخاباتو پورې د يو متحده وزارت جوړېدو امکان يوې معاهدې ته خبره ورسي.

    څوارلسم: کۀ چرې تۀ متفق ئې او جناح خواهش مند وي نو بيا دې زر تر زره د يوې خصوصي الوتکې بندوبست وشي.

    پنځلسم: ډاکټر خان صاحب بره پېراز (Paras) وکتل او ورسره متفق شو.

    شپاړسم: داسې اثار دي چې کانګرس پارټي يو مهم شروع کوي چې دا وښائي چې رېفرنډم پۀ صحيح طريقې سره ونۀ شو. د دوي تنقيد دا ؤ چې جعلي ووټونه استعمال شوي دي او سرکاري اهلکار غېر جانبدار نۀ وو خو مونږ د دې قابل يو چې د دوي دا الزامات غلط ثابت کړو لېکن زۀ دا ګڼم چې مهم د دې خبرې علامت دے چې د کانګرس وزارت د رېفرنډم د نتائجو نۀ منلو پۀ وجه پۀ استعفيٰ ورکولو کښې حق بجانب شي.

     

  • د وچو غرونو غږ الف جان خټکه – ډاکټر فضل الرحیم مروت

    د پښتونخوا تاریخ پۀ خپله غېږ کښې لوے طوفانونه، تحریکونه، ملي جنبشونه او داسې اتلان لري چې خپل ځان او ژوند ئې د خپل قام پۀ ګټه پۀ یوه طریقه یا بله طریقه قربان کړل. زمونږ تاریخ کښې کۀ یو طرف ته پیر روښان (بایزید انصاري) او د هغۀ ملګرو او مریدانو د وحدت الوجود شکل کښې د پښتو ژبې پرمختګ او قامي پېوستون د پاره بې کچه هلې ځلې وکړې او بل خوا خوشحال خان بابا ډېر پۀ سائنسي (Scientific) انداز کښې پښتو ژبه، د قام یو والے او پۀ ښکاره ټکو سره قومي ریاست جوړښت روډمېپ (Roadmap) خپل قام ته پېش کړو خو لۀ بده مرغه د پښتنو د نا اتفاقۍ او تربګنۍ لۀ کبله مغلو خپل راج پۀ دې سیمه کښې نور هم مضبوط کړو. پښتنو/ افغانانو ته ئې معاشي فکري لارې پۀ یوه طریقه یا بله طریقه بندې کړي؛ خو د مغلو دغه عروج د غربي سامراجي نظام او د صنعتي انقلاب سېلاب مخې ته ټینګ نۀ شو او ډېېر زر زوال سره مخامخ شو.

    انګلسیانو د پنجاب اخستو نه پس افغانستان ته خپل لاسونه وغزول، ماتې ئې هم وخوړې خو لوے افغانستان ئې پۀ وړو وړو برخو کښې تقسیم کړو – پښتون قامي وحدت ئې دړې وړې کړو، د دوي نه ئې استقلال هم واخست او د اقتصاد لارې ئې هم ورته بندې کړې. دې نوي چېلنج (Challenge) ته د افغان پښتون رسپانس (Response) کله د قبائلي پاڅون شکل کښې رامنځ ته شو او کله د ټوپک او تورې پۀ صورت کښې؛ مسلسل مبارزې پۀ سمه او غرونو کښې روانې وې. د انګرېز خپله چالاکي او پالیسي د زور او زر (Gold and gun) صورت کښې لۀ بنګاله تر امو پورې خوره کړه. ملک، خان او ملا ئې د پښتون افغان قام د غلامۍ د پاره استعمال کړو. افغان پښتون اولس د خپلو ماتو ګوډو ټوپکو سره خپله مبارزه د بېرې فقیر، سرتور فقیر، پاونده ملا او حاجي صاحب ترنګزئ وغېره پۀ مشرۍ کښې روانه کړې وه خو د انګرېز د نوې وسلې (New weapons) او سائنسي تکنیک مخه ئې نۀ نیوله – البته د هند د نیمې وچې نه ګېر چاپېره انقلابات پۀ سیمه کښې راغلي وو؛ لکه بالشویک انقلاب 1917 پۀ روس کښې او هغې نه مخکښې د هندي انقلابیانو نهضت پۀ 1915 کښې پۀ کابل کښې – خو د دې ټولو تحریکونو او انقلاباتو بنسټ پۀ تشدد او فکري پاڅون ولاړ ؤ خو لۀ بده مرغه کوزه پښتونخوا کښې یو طرف ته غربت او بل طرف ته بې سوادي او جهالت وو. اولس د غلامۍ پټ او ښکاره استعماري زنځیرونه ځان ته پۀ خوښه یا ناخوښه قبول کړي وو.

    پۀ دې مهال کښې د شلمې پېړۍ پۀ دوېمه لسیزه کښې باچا خان د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’، ‘پښتون’ مجلې، ازاد سکولونو او ‘خدائي خدمتګار تحریک’ د پښتون اودۀ وجود کښې یو ځل بیا ساه واچوله او پۀ هره طریقه ئې هلې ځلې وکړې چې پښتون قام بېدار کړي. خدائي خدمتګارانو کوشش وکړو چې د ترکي ځوان ترکیان (Young Turks) او د بخارا ځوان بخاریان (Young Bukharans) پۀ شان د نوي پښتون کهول د نوې زمانې سره مقابلې ته تیار کړي. دوي کښې اتحاد، اتفاق او قامي جذبه پېدا کړي او دوي ته خپل ورک شوے شناخت (Identity) پۀ ګوته کړي. د تشخص یا شناخت سوال ډېر اهم سوال دے ځکه چې هر ماشوم اول ځل دا سوال د مور نه کوي چې زۀ مو لۀ کومه راوړے یم؟ زما پۀ خیال د نېشنلزم مفکورې کښې دا سوال اولنۍ تیږه ده.

    خدائي خدمتګار تحریک یوه غټه کارنامه د افغانانو پښتنو ښځو رابېدارول وو ځکه چې باچا خان او د هغۀ ملګري پۀ دې خبره پوهه وو چې د کور، ټولنې او قام پۀ بنیاد د ښځو نه شروع کېږي.

    1930 کال د قیصه خوانۍ خونړۍ پېښې نه یو کال پس یعني د 1931 د ستمبر پۀ لسم تاریخ الف جان خټکې د احمدي بانډې (کوهاټ ضلع) کښې سترګې پرانستلې. د پلار نوم ئې غني شاه ؤ چې د انګرېزي سرکار پۀ پوځ کښې د کپتان عهدې نه رېټائرډ شوے ؤ. دلته یوه بله خبره د یادونې وړ ده چې پۀ دې سیمه کښې د نورو پښتنو سیمو نه زیات خلق پۀ اولني او دوېم نړیوال جنګونو کښې پوځ ته لاړ وو. د دې یوه وجه غربت او د کروندې زمکې کموت هم ؤ.

    الف جان خټکې قران شریف او نور دیني کتابونه د کلي ملا او ځینو مشرانو ښځو نه ووې. بیا ئې اتم ټولګي پورې سکول خپل کلي کښې سر ته ورسولو. د دې دوه وروڼو شهزاد خان او صاحبزاده خان پۀ جهلم کښې سبق وئیلو ځکه چې پۀ دغه سیمه پۀ هغه وخت د سکولونو سهولت ډېر نۀ ؤ. الف جان خټکې د پښتو اېم اے پورې پرائیوېټ سبق ووې.

    د الف جان ماما شېرحسن خدائي خدمتګار تحریک کښې کار کولو او یو روشن فکره سړے ؤ. د الف جان پلار به هم کله کله اخبارونه او رسالې کور ته راوړې چې دې به پۀ ډېر شوق سره لوستلې. د الف جان د لیک پۀ شوق کښې د هغې د هېډ ماسټر علي محمد لاس هم ؤ. علي محمد به هم دې ته ډاډګیرنه ورکوله. دې وخت کښې د دې وادۀ د خپل هېډ ماستر زوي ظفر خان سره وشو خو زر دغه رشته ړنګه شوه او الف جان بیا واپس د خپل پلار کور ته راغله.

    باچا خان ‘پښتون’ مجله مۍ 1928 کښې پۀ اول ځل شروع کړه. وخت پۀ وخت به انګرېز سرکار ورباندې بندېزونه لګول. دې سلسله کښې اول ځل اپرېل 1930 کښې ‘پښتون’ مجله بنده کړې شوه او خدائي خدمتګاران سره د باچا خان قېد کړے شول؛ خو څۀ موده پس بیا شروع شوه. د ‘پښتون’ مجلې خپلو نورو اغراض و مقاصد نه علاوه یو مقصد د ښځو سماجي سیاسي بېداري او دوي د خپلو حقونو نه خبرول هم وو او د پښتنو ټولنه کښې دوي ته خپل مقام ښودل هم وو. د ‘پښتون’ مجلې اولني دور کښې عموماً ښځو به چې څۀ لیک کولو هم نو نوم به ئې نۀ لیکلو – صرف ‘ستاسو خور’ یا ‘یوه خور’ به ئې لیکلي وو. د خوشحالۍ خبره دا ده چې ځینو ښځو پۀ دې دور کښې هم د پردې پۀ حقله اول ځل پۀ لیک کښې خبرې وکړې او خپلې ژبې کښې د اخبار وغېره چاپ کولو باندې ئې ټینګار کولو. د ښځو تعلیم او د هنرونو زده کولو د پاره ځینې مضامینو کښې یادګیرنه وشوه.

    الف جان خټکې د فرورۍ 1946 ګڼه کښې یو خط ‘پښتون’ مجلې کښې چاپ شو. باچا خان پۀ دې خط ډېر خوشحاله شو او وې وئیل چې پښتنو پېغلو ته اوس د خپلې محرومۍ او د ذلیل ژوند احساس وشو. دۀ زیاته کړه چې باید تعلیم یافته ښځې دې خپلو بې تعلیمه ښځو ته علم او پوهه ورکولو د پاره رامخې ته شي او دې کښې د دوي د کامیابۍ راز دے. الف جان پۀ دې جواب ډېره خوشحاله شوه. ورسره ئې دا هم ولیکل چې راتلونکي حکومت جوړولو کښې د ووټ حق ښځو ته هم ورکړے شوے دے خو د افسوس خبره دا ده چې تر اوسه زمونږ ځوانان د ووټ پۀ حق نۀ پوهېږي او نۀ د ووټ پۀ صحیح استعمال پوهېږي. دې د پاره ډېر د عقل و فکر ضرورت دے. زمونږ کلي کښې خو څلور پینځۀ جینکۍ پښتو لوستلې شي خو د هندوستان جینکۍ او ښځې مونږ نه تعلیم کښې ډېرې وړاندې دي. اول خو زمونږ کلو کښې سکولونه نشته او کۀ ي هم، مشران د جینکو تعلیم غېر ضروري ګڼي.

    الف جان خټکې نۀ صرف خپل کلي کښې د اولس د خدمت کار وکړو بلکې د خپل قلم پۀ ذریعه ئې ‘پښتون’ رساله کښې او سکول کښې هم جینکو کښې نوې جذبې پېدا کړي. دې خپل مرام پېرنګے د وطن نه ویستل او پښتون قام د پاره قومي ترقي ضروري وګڼله. د رواجي پردې خلاف ئې هم اواز پورته کړو. د ‘پښتون’ مجلې د طرفه دې ته یو ځل پینځویشت روپۍ انعام هم ورکړلے شو چې کوم یوې موضوع د پاره ټاکلے شوے ؤ. باچا خان هم د پردې پۀ حقله وائي چې زمونږه او د یورپ پردې کښې فرق دے. الف جان خټکې د ډاکټر اقبال د یو نظم ریپراډکشن ‘د خوشحال خان خټک وصیت’ پۀ نوم کړے دے چې اخري بندونه ئې دا شان دي:

    د مغل پۀ ځاے انګرېز پۀ تا غالب شو

    نن دې وار دے کۀ عملکړې پۀ دا پند

    د خوشحال پۀ ځاے باچا خان درله راغلے

    خداے دېدے لري خوشحال او اقبال مند

    پښتانۀ پۀ یوۀ تار پېللي غواړي

    لۀ کشمیر نه تر هرات او سمرقند

    الف جان سحر ماښام لۀ خدایه غواړي

    کړې کامیاب فخرِ افغان مو پۀ خپل ژوند

    پۀ یو بل نظم کښې اخري بند دا شان دے:

    د الف جان د زړۀ ارمان دے مکمل ازادي

    رو رو مۀ شه! ځه د خپلې خور د زړۀ ارمان وګټه!

    ډاکټر سید وقار علي شاه 1994 کښې احمدي بانډې ته د الف جان خټکې ځاے ته لاړو خو پۀ هغه ورځ هغه کوهات ته لاړه وه او ملاقات ئې نۀ ؤ شوے خو د ډاکټر وقار د پرېښې سوالنامې ځوابونه ئې ور استولي وو.

    مونږ ډېر بدقسمته قام یو چې زمونږ نصاب او سکول مکتب کښې د خپلو نامتو اتلانو (سړو او ښځو) ذکر نشته. پۀ دې حقله زمونږ ملګري زرین انځور (د افغانستان د ټي وي او رېډیو رئیس) ما ته پۀ 2007 کښې یو ایمېل وکړو چې الف جان خټکه خو پۀ دې کال کښې پېدا وه خو وفات شوې پۀ کوم کال ده؟ ما ورته ولیکل چې شاید مړه نۀ ده ځکه چې ما داسې څۀ اورېدلي نۀ دي خو بیا هم دا خبره به درته کنفرم کړم.

    ما د کرک ځینې ملګرو سره رابطه وکړه. هغوي ډېر خوشحاله شول او ما ته ئې پۀ ټیليفون دا زېرے راکړو چې الف جان خټکه لا ژوندۍ ده – زمونږ د باچا خان مرکز نه د ‘پښتون’ مجلې او ‘باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر’ پۀ نمائندګۍ امجد شهزاد، روښان یوسفزے، ډاکټر محمد زبېر حسرت او مشتاق مجروح سره د فوټو ګرافر احمدي بانډې ته لاړل او دې سره ئې مرکه وکړه چې پۀ ‘پښتون’ مجله کښې چاپ ده. دغه وخت هغه اتیا کلنه وه، حافظه ئې هم کمزورې وه.

    دې مرکې نه پس د افغانستان پخواني اولسمشر حامد کرزي صاحب ما ته یو لکهـ روپۍ راواستولې او یو لکهـ روپۍ زمونږ وزیر اعليٰ امیر حېدر خان هوتي راکړې. ما دا ډالۍ دا امانت هغې ته د رسولو تابیا وکړه خو خبر شوم چې هغه ناروغه ده او پۀ نارتهـ وېسټ روغتون پېښور کښې د کوما حالت کښې پرته ده. مونږ هلته ورغلو، د هغې پوښتنه مو هم وکړه او دغه امانت او ډالۍ مو د هغې ورارۀ ته وسپارلې.

    د خداے فضل دے، ژوندۍ ده –