Category: ګوهر نويد

  • افسانه مرګ – ګوهر رحمان نوید

     

    شاعر صاحب چې ډېرې ورځې پس د خان د لوئې حجرې پۀ وړوکي ګېټ را دننه شو نو د خان پۀ وجود کښې ايله ساه راغله او د لرې نه ئې پرې غږ وکړو،

    ‘پۀ خېر شاعر صاحب! څنګه ئې يار او چرته ورک شوے ئې؟ قسم دے سمه د اختر مياشت درنه جوړه شوې ده، هډو پته دې نۀ لګي.’

    او شاعر صاحب لا ناست نۀ ؤ چې خان نوکر له اواز ورکړو،

    ‘هلکو! ورشئ شاعر صاحب له ښۀ مزيداره دودهـ پتي جوړه کړئ او څۀ خواږۀ هم ورسره راوړئ .’

    او بيا ئې شاعر ته مخ راواړولو،

    ‘ګوره شاعر صاحب! تا پسې ما درې څلور ځله سوال جواب وکړو خو ستا هېڅ پته نۀ لګي. دا ښه ده چې راغلې! بله ورځ ډېره لويه مشاعره ده، د پښتونخوا ډېر لوي لوي شاعران به پۀ کښې ګډون کوي، ما له پۀ کښې هم بلنه راکړې شوې ده؛ داسې کړنګېدلے شان کلام راله وليکه چې هلته ئې ووايم او ټول راته ګوته پۀ خولۀ پاتې شي او د هر طرف نه د واه واه اوازونه را اوچت شي ـــ هغه بل ځل دې رانه هسې ځان خلاص کړے ؤ، څۀ بيګار شان دې کړے ؤ، هېڅ چا پرې راله داد نۀ ؤ راکړے. پته نۀ لګي چې دا بعضې وخت پۀ تا څۀ بلا وشي؟ دومره بې کاره کلام وليکې چې هېڅ مزه ئې نۀ وي . ګنې نو ما به د هر چا نه اورېدل چې ستا د غزلو او سندرو پۀ ټوله پښتونخوا بلکې پۀ ګاونډي ملک کښې هم غوښتنه کېږي او د مېډيا پۀ ذريعه د نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کښې اورېدلے کېږي او د عوامو سره سره ورته خواص هم د خوښې او تعريفونو سندونه ورکوي. خو چې زمونږ خوا له راغلے ئې نو د کلام خوند او رنګ دې پيکه شوے دے. د تېرو دوو کالو نه دې پۀ مشاعرو کښې نۀ چرته ښۀ کلام وړاندې کړے دے او نۀ دې چرته مشهورو سندرغاړو غزل وئيلے دے. ما خو تۀ ډېر پۀ ناز او امېدونو راوستے وې، ما خو وې چې ستا به هر کار سم وي. د رنځور زوي د دارو درملو سره سره به دې پۀ نغري کښې اور هم بلېږي او زما کار به درباندې هم روان وي. ځکه چې ما ته خلق د يو نوموړي شاعر پۀ سترګه ګوري. د معاشرې د روغو او جرګو مرکو نه علاوه ما پۀ هره مشاعره کښې د صدارت يا مشر مېلمه پۀ چوکۍ کښېنوي او ډېر درناوے راکوي؛ نو زما هم دا کوشش وي چې د خپل څۀ نه څۀ علميت او ښۀ کلام پۀ ذريعه د هغوي دې راکړي عزت او اعتماد ته څۀ نقصان ونۀ رسوم.

    نوره خو تا ته پته ده چې زۀ نۀ عالم يم او نۀ شاعر او دا دومره ډېر کتابونه،دا عظيم الشانه لائبريري، دا اخبارونه او د مېډيا د نمائندګانو دا تګ راتګ او د ګرما ګرمه هر څۀ د دې د پاره دي چې دا دنيا د راختلي نمر عبادت کوي او هغه چا ته پۀ درنه سترګه ګوري څوک چې پۀ مېډيا کښې مقبول وي. د تېرو شلو کالو نه ما له هم دې څېزونو سپورټ راکړے دے او زما کردار ئې ځلولے دے. ډېر سياست مداران او سپېن روبي چې زما دې حېثيت ته وګوري نو سترګې ئې برېښي او ډېر پۀ کښې د حسرت پۀ اور کښې سوزي هم، ملنډې او پروپېګنډې راپسې هم کوي خو تر اوسه ئې د اولس پۀ زړونو کښې زما قدر کم نۀ کړے شو.’

    نوکر د شاعر صاحب مخې ته چاې کېښوده خو خان د خپل ځان پۀ صفتونو کښې ډوب شوے ؤ او شاعر غريب ځوړند سر د کټ پۀ لنګه ناست ؤ او د خان بيان ته ئې غوږ ونه تکۍ کړي وو. خان چې کله پۀ خپلو تعريفونو ستړے شو نو د چيو د پيالۍ سره ئې د ماښام خړې ته هم پام شو. مرغۍ خپلو ځالو ته روانې وې او شپې هم د خپلو تورو زلفوڅادر پۀ چاپېرچل راخورولو. د خان پۀ لويه حجره کښې نوکرانو بلبونه بل کړي وو. لږه شېبه پس ستورو هم پۀ اسمان کښې ځلا شروع کړه. دغه وخت کښې خان بيا مرۍ تازه کړه،

    ‘يره چې دا بعضې وخت پۀ ما څۀ وشي چې پۀ خبرو خبرو کښې دومره لرې لاړ شم چې د وخت د تېرېدو راته هم احساس ونۀ شي. وګوره! د ماښام نمونځ رانه هم قضا شو ـــ او شاعر صاحب! تۀ هم وختي راهسې لکه د بُت غلے ناست ئې! تا خو به راته وئيلي وو کنه چې د نمونځ وخت دے. تۀ هم څۀ ووايه کنه! زما کار به دا ځلې ښۀ وشي کۀ نۀ؟’

    شاعر خپل ځړوند سره دومره پۀ تکليف راپورته کړو لکه چې د غر هومره بوج پرې پروت وي او ډېر پۀ عاجزۍ ئې خان ته ووئيل،

    ‘خان جي! ما ډېر عمر ستا د کور نمک خوړلے دے. زۀ خو څۀ چې زما پلار هم ستاسو د مشرانو او د دې حجرې خدمت تر اخرى سلګیو کړے دے. څۀ کۀ زۀ څو ورځو له کراچۍ ته لاړم هلته مې پینځلس شپاړس جماعته سبق ووې. پۀ علم و ادب او شاعرۍ کښې مې لږه ډېره نامه پېدا کړه او د شعر و ادب پۀ دنيا کښې مې ځان لږ شان پۀ خلقو وپېژندلو خو بيا هم زۀ تقدير ستاسو درشل ته راوستم او د پلار نيکۀ نه راروانه ستاسو د خدمت سلسله مې پۀ خپلو لاسو پښو بيا روانه کړه او تر ننه لګيا يم ستاسو د هر حکم د منلو سره سره تاسو له شعرونه هم ليکم خو.’

    ‘خوڅۀ؟ تۀ ولې غلے شوې؟ خپله خبره پوره کړه.’

    خان ورته ووئيل.

    ‘خان! کۀ تاسو نۀ خفه کېږئ نو زۀ سبا له بيا د خپل لس کلن زوي د علاج د پاره کراچۍ ته روان يم. هلته راته چا يو سرجن ښودلے دے، کۀ الله پاک ته منظوره وي نو هلته به د اپرېشن او د يوې مياشتې د علاج نه پس زما ځيګر خان ټيک ټاک شي نو بيا به واپس راشم. د هغۀ د علاج د پاره دلته ما سره هېڅ نشته. ډاکټرانو چې راته د اپرېشن د پاره کومې دوه لکهه روپۍ يادې کړې دي نو زه ئې پۀ سل کاله کښې هم نۀ شم پېدا کولې. هلته ئې ماماګان هم دي او څو شاعرانو ملګرو راته هم سينه ډبولې ده. راته وائي، تۀ صرف راشه نور کار زمونږه دے.’

    ‘دا څۀ اوتې بوتې وائې؟ د خان د خولې نه ناڅاپه وختل،

    ‘دا بله ورځ چې دومره غټه مشاعره ده نو زۀ به پۀ کښې څۀ وايم؟ زۀ به خلقو ته څۀ بهانه کوم؟ زما عزت او شهرت خو به خاورې ایري شي. پۀ تا دا دومره خرچې ما دې ورځې له کولې. غنم او جوار مې درکول چې تۀ به ما پۀ نيمه لار کښې پرېږدې! ګوره! يو څو ورځې ايسار شه، چې دا مشاعره وشي نو بيا لاړ شه.’

    ‘نه خان جي! ايسارېدے ځکه نۀ شم چې زما د زوي کېنسر دے او زر تر زره ئې علاج پکار دے. کۀ نور ايسارېږم نو دا څۀ لږ ډېر د رغېدو امکان ئې چې پاتې دے دا به هم ختم شي. ځيګرخان زما د ژوند سهاره ده، کۀ خداے مۀ که څۀ وشو نو زما ژوند به تباه برباد شي، د زړۀ دنيا به مې کنډر کنډر شي. زما ټولې اسرې به سر وخوري. ټول ارمانونه به مې پۀ اور وسوزي.’

    ‘بس بس! دا بکواس نور مۀ کوه! ستا د زوي ژوند زما دعزت نه قيمتي خو نۀ دے. تر هغې وخته به کراچۍ ته نۀ ځې تر څو چې دې ما له يو نظم او دوه غزلې نۀ وي ليکلې، او د دې سره به تۀ زما د ډائرۍ او کتابونو نيولو د پاره زما سره دغې مشاعرې له ځې ګنې والله چې ژوندے دې پۀ زمکه ښخ کړم.’

    خان دغلته نور هم د اور لمبه شو چې کله ورته شاعر صاحب ووې،

    ‘زۀ پۀ يو قانون هم نۀ شم ايسارېدے او نۀ تاسو له نور ليکل کولے شم.’

    ‘دا بکوس دې بند کړه ګنې دا لاس پښې به مې درله مات کړي وي. ستا دا جرأت چې تۀ اوس زما پۀ مخکښې خبرې کوې؟ تا د ځانه جوړکړي څۀ دي؟’

    دغه وخت د خان سترګې د غصې نه بقې راوتې وې، بلډ پرېشر ئې نور هم پۀ بره روان ؤ ـــ نوکرانو له ئې اواز ورکړو،

    ‘ګورئ څۀ ته؟ نن پرې دا مټې ښې سپکې کړئ او بيا ئې داسې ځاے کښې وغورځوي چې سپي او کارغان ئې پۀ غوښو ماړه شي.’

    شاعر دغلته بيا غږ وکړو،

    ‘خان! يو منټ صبر، زما پوره خبره خو واوره. ما ته پته ده چې تۀ اوس ما بغېر لۀ مرګه نۀ پرېږدې. نو تر اوسه چې ما تا له کوم ليکل کړي دي، زۀ پۀ هغې خپل ضمېر ته ډېر ملامته يم. خپل پښتون اولس ته هم کوز سترګے يم، خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته هم مختورن يم ځکه چې زۀ پۀ يو ناجائزه او غېر اخلاقي کار کښې ککړ يم. زۀ مجرم يم، ځکه چې د کله نه ما تا له ليکل شروع کړي دي نو د هغې ورځ نه زما د تخيل چينې اوچې شوې دي. زما د فکر د الوت ورزې شلې شوې دي، شعر ليکل رانه هېر شوي دي، هسې پۀ قافيه بندۍ او توک بندۍ باندې وخت تېروم. د خپلې ملامتيا د لاسه چا سره سترګې نۀ شم لګولې او د دې هر څۀ ذمه وار تۀ یې چې زما د ناچارۍ او مجبورۍ نه دې ډېره ناجائزه فائده واخسته. زما پۀ بې ضمیره قلم تا ځان له پۀ ادبي دنيا کښې يو لوے نوم پېدا کړو. تۀ د دنيا پۀ نظر کښې يو عظيم شاعر شوې او تا ته دنيا يو لوے ليکوال وائي. خو پۀ حقېقت کښې تۀ يو بد رنګ، ظالم او د شعر و ادب قاتل یې!!! ستا جرم هېڅ کله د معاف کېدو قابل نۀ دے. تۀ ما اوس مۀ وژنه خان! تا خو زۀ پۀ هغه ورځ وژلے يم پۀ کومه ورځ چې ما تا له پۀ وړومبي ځل کلام وليکلو او تا ما له پېسې راکړې او د دې وئيلو سره شاعر ځوړند سر او ډېر ملامته د خان د حجرې نه راروان شو.

     

  • هنرخ بوئل، جرمني (افسانه) – ژباړن: ګوهر نوید

     

     

    خلافِ ضابطه

    ما محسوس کړل چې هر لاروي پۀ مخ دخوشحالۍ ماسک راچولے دے. زۀ د بندرګاه پۀ غاړه ولاړ وم او هغه سمندري مرغیو ته مې کتل کومو چې به بيا بيا پۀ اوبو کښې غوپه وهله او د لوندو وجودونو نه د اوبو څنډلو د پاره به ئې وزرې پړقولې. د دوي د وزرو نه به اوبۀ لکه د پرخې پۀ ګلونو پرېوتلې. ما ډېر پۀ غور د هغوي تماشه کوله. زما سترګو شايد چې د دې منظر نه علاوه نور څۀ کتل هم نۀ غوښتل.

    د سمندر پۀ سطح خورو شوو تېلو سمندر نور هم چمکدار کړے ؤ. اخوا دېخوا يو جهاز هم نۀ ؤ. پۀ بندرګاه ولاړ زنګ شوي کرېنونه خاموشه او پخواني ښکارېدل. پۀ ساحلي علاقو د خاموشۍ ګمان کېدلو. داسې ويراني خوره وه چې مږې به هم دغلته پۀ راتللو وېرېدلې. داسې ښکارېدل چې پۀ دې ساحل د غېر ملکي جهازونو پۀ راتلو بندېز وي.

    ناڅاپه يوې مرغۍ پۀ سمندرکښې غوپه ووهله، بيا را اوچته شوله، وزرې ئې وڅنډلې اوبيا ورغوپه شوه. لږ ساعت له هغې بيا تر مرۍ مرۍ غوپه ووهله او را اوچته شوه. وزرې ئې د الوت د پاره توله کړې ــــ ما محسوس کړل چې هغې له د اوبوسره داچهېړ چهاړ مزه ورکوي – هغه چې پۀ هوا کښې اخوا دېخوا الوتله رالوتله نو ماسوچ وکړو چې ګنې دا د خپل ملګري لټون کوي. خو حقيقت دا ؤ چې د ملګري نه زياته دغه وخت هغه د خوراک پۀ تکل کښې وه ځکه خو هغه دسمندر د خطرناکو څپو نه بې نيازه د ښکار پۀ لټون کښې وه. تر څو چې به د هغې ساه د هغې ملګرتيا کوله، تر هغې به د هغې مخوکه پۀ اوبوکښې وه خو ولې بيا هم هغې ته هېڅ ملاو نۀ شول ـــ خو د دغې باوجود هغې همت نۀ بائيلۀ.

    ما زړۀ کښې سوچ وکړو چې کۀ اوس زما سره د ډبل ډوډۍ يوه ټکړه وے نو ما به هغه داسې ستړي کېدو او ترسېدو ته نۀ وه پرېښې. ما به هغې ته ډبل ډوډۍ اچولې او د اوبو پۀ سطح به مې د هغې د دغې لوبې ننداره کولے.

    خو دغه وخت زما سره د ډبل ډوډۍ يوه تکړه هم نۀ وه – زۀ پۀ خپله د لوږې نه بې کوره او د دغې مرغۍ پۀ شان بې وسه وم.

    ما خپل خالي لاسونه پۀ جېبونوکښې ورکړل او خپل خواهش مې زړۀ کښې پټ کړو. يو ناڅاپه چا زماپۀ اوږه پۀ زوره لاس کېښودو. ما چې شا ته وروکتل نو هغه يو پوليس واله ؤ.

    پۀ ما د هغۀ دا دخل اندازي ښه ونۀ لګېده. زړۀ مې غوښتل چې د هغۀ دا لاس لاندې وغورځوم او بيا معصومې مرغۍ ته کتل شروع کړم او تر هغه وخته ورته ګورم تر څوچې د هغې مخوکه کښې خوراک ووينم.

    لېکن اوس خو زۀ پۀ خپله د هغه سپاهي پۀ شکنجه کښې لکه د ښکار راګېر شوے وم.

    ‘کامرېډ!’ هغۀ زما پۀ اوږه زور وکړو او وې وئيل،

    ‘جي جناب!’ ما پۀ عاجزۍ جواب ورکړو.

    ‘جناب؟ جناب خو څۀ لفظ نۀ دے، دلته ټول خلق کامرېډان دي.’

    د هغۀ پۀ اواز کښې واضح طنز ؤ.

    ‘نو بيا تا زۀ ولې رانيولے يم؟ ولې زما نه څۀ جرم شوے دے څۀ؟ هغۀ وخاندل، ‘جرم؟ تۀ خفه خفه ښکارېږي نو.’

    د هغۀ پۀ خبره پورې ما پۀ کړس کړس وخاندل.

    ‘پۀ دې کښې د خندا څۀ خبره ده؟’ د هغۀ مخ تک سورشو. ما سوچ کولو چې شايد دې وخت کښې دا د بې زارۍ ښکار دے پۀ دې وجه غصه ښکاري. نن جوړ د سمندر پۀ غاړه دۀ ته ښکار نۀ دے ملاو شوے. نۀ پۀ نشه کښې مست شرابي او نۀ څوک ګڼ ګپ ــــ خو پۀ لږ ساعت کښې ما ته اندازه وشوه چې هغه پۀ رښتيا غصه دے او ما نيول غواړي. او بيا هغۀ دوېم لاس هم راوغځولو او زۀ ئې راټينګ کړم. هغه وخت زما حالت د هغې مرغۍ پۀ شان ؤ چې پۀ جال کښې نښتې وي او د هغې نه د وتلو د پاره وزرې خوځوي –

    د هغۀ پۀ لاسوکښې د نښتلو نه پس ما د صفا فضا جاج واخستلو، سمندر مې پۀ خپلو لېموکښې راونغښت او د خپل ښکاري سره روان شوم. زۀ پوهه وم چې د پوليسو پۀ ګرفت کښې د راتلو مطلب هم دغه دے چې د يو لوے وخت د پاره به ما تيرو ته ور وغورځوي. دا سمندر ته د غورځولو نه زيات اذيت ناک وو. د جېل د خيال راتلو سره سمدستي زۀ د خيالونو د دنيا نه راووتم او سپاهي ته مې ووئيل،

    ‘ملګري! ما ته خو زما ګناه وښابې کنه؟’

    ‘ګناه؟ د دې ملک قانون دا دے چې هر سړے دې هر وخت خوشحاله ښکاري.’

    ‘زۀ خو ډېرخوشحاله يم.’ ما پوره پۀ جوش او جذبې سره جواب ورکړو.

    ‘بلکل غلط!!!’

    ‘لېکن زۀ خو پۀ دې ملک کښې د دې قانون د نفاذ نه نۀ يم خبر.’

    ‘ولې؟’ د دې قانون اعلان شپږ دېرش ګېنټې وړاندې شوے دے، تا ول نۀ دے اورېدلے؟ د څلیریشت ګېنټو تېرېدلو نه پس هر اعلان پۀ قانون کښې بدل شي.’

    ‘خو زۀ د دې اعلان پۀ باره کښې هم دا اوس ستاسو د خولې نه خبر شوم.’

    دا اعلان پۀ ټولو اخبارونوکښې چاپ شوے دے. د دې نه علاوه پۀ لوډ سپيکرو هم د دې اعلانونه شوي دي. پۀ دې شپږ دېرش ګېنټو کښې تۀ کوم ځاے وې؟’

    هغوي زۀ هم هغه شان د ځان سره پۀ راکښلو راکښلو روان کړے وم. د ډېرې يخنۍ نه زۀ رپېدلم. لوږې هم تنګ کړے وم. زما جامې ځاے پۀ ځاے شلېدلې وې، حجامت مې راغټ شوے ؤ – خو د اعلان مطابق پۀ هر سړي لازم وو چې هغه به خاندي خوشحالېږي.

    ‘ښه! نو دا ؤ زما جرم!!!’

    د تهاڼې طرف ته پۀ تلوکښې ما دا محسوس کړه چې هر لاروي پۀ مخ د خوشحالۍ ماسک اچولے دے – زمونږ پۀ ليدلو به بعضې لاروي ودرېدل. سپاهي د هر ودرېدونکي پۀ غوږ کښې پټ شان څۀ ووئيل نو د هغۀ پۀ مخ به خوشحالي خوره شوه، حالانکې ما ته دا محسوسېدل چې هر سړے پۀ وېره وېره روان دے، هر سړے د ورځې د مشقت نه پس زر تر زره کور ته رسېدل غواړي – زمونږ پۀ لاره کښې مخې له راتلونکي هر سړي زمونږ نه ځان بچ کول غوښتل، پۀ دې وجه چې د سپاهي تېز نظر د هغۀ د مخ اصليت ونۀ پېژني.

    صفا پته لګېدله چې هر کس د پوليس نظر نه ځان بچ کول غواړي. پۀ يو چوک کښې مونږ د يو بوډا سره مخامخ شو. هغه د کړۀ وړۀ نه د سکول استاذ ښکارېدلو. مونږ هغۀ ته دومره نزدې شوي وو چې هغۀ رانه ځان نۀ شو بچ کولے.

    د قانون مطابق هغۀ ډېر پۀ احترام سپاهي ته سلام وکړو او زما پۀ مخ ئې درې ځله لاړې تو کړې او داسې ئې ووئيل،

    ‘غداره لا خو!’

    د هغۀ پۀ دې حرکت د قانون غوښتنې خو پوره شوې خو ما ته صفا پته ولګېده چې د دې فرض پۀ ادا کولو کښې د هغۀ مرۍ اوچه شوه.

    ما پۀ لستوڼي د مخ نه لاړې پاکې کړې نو پۀ ملا کښې مې يوه درنه مکا وخوړه. سپاهي پۀ غړمبېدلو ووئيل،

    ‘مخکښې ځه!!!’

    ما د خپلې سزا طرف ته قدمونه واخستل.

    سکول ماسټر تېزۍ سره لاړو او چرته غېب شو. اوس لاره بالکل صفا وه ځکه چې ټولو لاروو زمونږ نه ځان ساتلو او لرې لرې رانه راون وو. اخر مونږه د تفتيش ځاے ته راورسېدلو.

    ناڅاپه د ټلۍ اواز راغلو. د دې مطلب دا ؤ چې ټول مزودران دې کار پرېږدي، ؤدې لامبي، صفا کپړې دې واغوندي او خوشحاله خوشحاله دې ګرځي.

    د قانون مطابق د کارخانې نه بهر وتلو واله هر مزدور خوشحاله ښکارېدلو خو دومره هم نۀ چې د دغې خوشحالۍ نه دې دا تاتر ورکړي چې ګنې هغه د کار نه د خلاصېدلو پۀ وجه د حد نه زيات خوشحاله دے.

    زما قسمت ښه ؤ چې بګل لس منټه وړاندې ووهلے شو او دا شکر ؤ چې دغه لس مڼته مزدورانو پۀ مخ لاس کولوکښې تېرکړل ګنې هر مزدور به زما پۀ مخ درې ځله توکل.

    چې زۀ کومې ودانۍ ته وروستلے شوم، هغه د سرو کاڼو نه جوړه شوې وه. دوه سپاهيان پۀ دروازه کښې پۀ ډيوټۍ ولاړ وو، هغوي هم د ضابطې مطابق زۀ پۀ ملا پۀ کونداغونو ووهلم. دننه يو لوے مېز ؤ چې خوا کښې ورسره دوه کرسۍ هم پرتې وې او پۀ مېز يو ټيليفون پروت ؤ. زۀ ئې د کمرې پۀ منځ کښې ودرولم. د مېز سره خوا کښې يو سړے ناست ؤ. يو بل کس پۀ خاموشۍ سره دننه راغلو او د هغۀ سره خواکښې کښېناستو. هغۀ ساده جامې اغوستې وې خو دوېم پوځي وردي اغوستې وه. بيا زما نه تپوسونه شروع شول:

    ‘تۀ څۀ کارکوې؟’

    ‘يو عام کامرېډ يم.’

    ‘د زېږون نېټه؟’

    ‘وړومبۍ جنوري 1901.’

    ‘دلته څۀ کوې؟’

    ‘جي زۀ پۀ يو جېل کښې بنديوان وم.’

    زما د جواب پۀ اورېدلو دواړو يو بل ته پۀ غور وکتل.

    ‘پۀ کوم جېل کښې؟’

    جېل نمبر 12، کوټهړي نمبر 13. زۀ بس پرون راخلاص شوے يم.’

    ‘د رهایۍ کاغذ کوم دے؟’

    ما د جېب نه د راخلاصېدو کارغذونه راويستل او د هغوي مخې ته مې کېښودل.

    ‘ستا ګناه څۀ وه؟’

    ‘جي زۀ به هغه ورځوکښې خوشحاله خوشحاله ښکارېدم.’

    هغه دواړو يوځل بيا د يو بل مخونو ته کتل شروع کړل.

    ‘صفا خبره کوه!!!’

    ‘هغه ورځ يو ډېر لوے سرکاري افسر وفات شوے ؤ، د حکومت لۀ خوا اعلان وشو چې ټول اولس به پۀ سوګ کښې شامل وي – زما د هغه افسر سره هيېڅ کار نۀ ؤ، پۀ دې وجه اخوا دېخوا ګرځېدم. يو پوليس واله زۀ ونيولم او پۀ دې بيان ئې حوالات کښې واچولم چې زۀ به سوګ کښې د عوامو نه جدا ځان له خوشحاله خوشحاله ګرځم.

    ‘تا څومره سزا وخوړه؟’

    ‘پينځۀ کاله قېد.’

    چې تپوسونه او پوښتنې ختمې شوې نو دوه پوليس واله دننه راغلل او زما وهل ئې ختم کړل. ډېر زر زما فېصله وشوه – داځل ما له لس کاله سزا راکړې شوې وه.

    جي هان! خوشحالي او خنده رويه مخ زما د پاره پینځۀ کاله د سزا باعث جوړه شوي وو او اوس زما غم ځپلے مخ ما له لس کاله سزا راکړه. ما ځان سره سوچ کولو چې زۀ کله د بند نه خلاص شم نو کېدے شي چې زما هډو مخ نۀ وي پاتې.

    نۀ خوشحاله اوخنده رويه!!! نۀ غمژن اوخفه!!!