Category: روښان يوسفزے

  • حرف راز (خاکه) – روښان يوسفزے

    حرف راز (خاکه) – روښان يوسفزے

    نوټ : (د محترم روښان يوسفزي دا خاکه د نن نه نورلس کلونه وړاندې ليکلې شوې ده او پۀ شبقدر کښې د ارواښاد سليم راز صېب پۀ مشرۍ کښې شوې يوه غونډه کښې اورولې شوې وه. “پښتون” ئې د راز صېب د مرګ پۀ مناسبت هغوي ته د ډالۍ پۀ توګه چاپ کوي. بايد لوستونکي ئې د هغه وخت پۀ مناسبت او کېفيت ولولي) . پۀ درنښت، “پښتون”

    دعا را ته کوئ ځکه چې:

    وہ حرف راز کہ مجھ کو سکھا گیا ہے جنون

    خدا مجھے نفس جبرائیل دے تو کہوں

    هسې خو تخليق د حرف نه شوے دے او حرف هاغه ژور ټکے دے چې د فطرت د قانون او د نړۍ د کلهم نظام راز دار او د اظهار معراج دے . زۀ چې د کوم حرف پۀ لټون کښې راوتے يم نو هسې خو د هغۀ د نامې نه ډېر خلق واقف دي ولې د “جامې” او “کارنامې” نه ئې بغېر د “رندانو” نور څوک دومره واقفيت او سمه پېژندګلو نۀ لري ځکه خو هغه بله ورځ رحمن بابا هم د هغۀ پۀ حقله ماسره پۀ خپل يو کتابي ملاقات کښې دا خبره پۀ ډاګه کړه چې:

    لۀ دې رازه څوک خبر دي بې رندانو

    زۀ د “رندانو” پوره کوائف او مکمل معلومات خو تاسوته نۀ شم دربخښلے ځکه چې هغه توان نۀ لرم البته دومره قدر لۀ اشاره به درکړم چې دا هغه جدلياتي مخلوق دے چې تراوسه ورته خلق د “جد” پۀ سترګه ګوري. ځکه چې دا مخلوق د فرسوده رواياتو قدرونو ما فوق الفطرت او مابعدالطبيعاتي کاږۀ او شډل بډل لرګي د ترقي پسندۍ پۀ رندو باندې رنده کوي او د جدت او جديديت نېغ والے او مئين والے پۀ کښې پېدا کوي. خداے شته چې دا مې درته ګورې د راز خبره وکړه ګنې هسې خو د منصور د انجام نه زۀ ښۀ خبر يم .

    اخر زما دا راز د منصور حلاج راز نۀ دے چې ګنې د افشاء کولو پۀ پاداش کښې به مې څوک پۀ سولۍ کړي. او نۀ زۀ لکه د منصور غوندې جذباتي يم.

    ليکي:

    خبره بل ته رسول هم لوے هنر غواړي

    منصور پۀ يو چغه پۀ دار شو زۀ پۀ سلو نۀ شوم

    څوک وائي چې د پرولتاريه کلک ملګرے دے، څوک وائي چې يو کامياب دانشور او يو ناکام سياست دان دے، څوک وائي يوه داسې مجسمه ده چې ظاهر او باطن ئې يو دي. اهل کتاب وائي يو نظرياتي کامريډ دے.

    د جماعت اشاعت قوم پرستانو وېنا ده چې ډېر پوخ نېشنلسټ دے. ولې ما نه څوک تپوس ځکه نۀ کوي چې د خوار ملا پۀ بانګ څوک کليمه نۀ وائي. ولې بيا هم بانګ وئيل خو لازمي شرط دے.

    ما چې هغه څومره لوستے او ليدلے کتلے دے د هغې علم او قلم پۀ رڼا کښې زۀ وايم چې هغه محض يو احتجاج دے. د استحصال پدري شاهۍ، تهيوکرېسي، امريت، موروثي سياست د داخليت پسندو او کتابي سوشلسټانو پۀ ضد يو سنګين ولې رنګين احتجاج.

    او د احتجاج د نړۍ خپل کلي خپلې کوڅې او خپلې لارې دي او پۀ دې يو کښې د بنيادمو او جهنډو پۀ ځاے حرفونه او لفظونه ژوند کوي. دلته لفظونه د خپلوحقونو او د خپل عظمت او حرمت ضامنان وي. حرف راز چې خپل باطن کښې دا چغې وهي! زۀ د خوشحال د وطن، د رحمان د کلي او د علي خان د کندي يم، دا مسکين صورت انسان چې پۀ ظاهره ډېر ساده او ماشوم ښکاري باطن کښې ډېر طلا دار او ژور دے. د علي خان د غزل بې ساختګي، د ترنګزو حاجي صاحب مجاهده، د باچاخان خدائي خدمتګارۍ او د کاکا جي صنوبر حسېن مومند د ترقي پسندۍ نه عبارت سالم راز او مسلسل احتجاج،د خيالي د لخې، د سردرياب د اوبو، د شاه عالم د هوا او د ناګمان د اور نه جوړ شوے د دوابې دا د ګوډۍ پۀ شان سوتره ، نازک بنيادم اوس د عمر پۀ هغه سټېج کښې دے چې نه ترې ګلونه خپل مخونه پۀ پاڼو کښې پټوي او نۀ ئې پۀ ليدو چراغان خپلې رڼا ګانې تتوي. البته دومره قدرې وئيلے شو چې: “کھنڈر بتا رہا ہے عمارت نفیس تھی۔”

    دا د پښتون فطرت او د نړۍ د طبقاتي نظام راز دار د خپل خد و حال پۀ لحاظ څۀ داسې واقع شوے دے چې پۀ وړومبي نظر ليدو سره پوخ ضرور ښکاري ولې شوخ نۀ شي ليدے او پۀ دوېم نظر بيا شوخ زيات او پوخ کم ليدے شي. پنجابي کټ برېتونه حجامت هر سحر ځکه کوي چې هسې نه څوک را باندې د سپين ږېري ګمان وکړي ګنې هسې خو ئې پۀ غوږونو باندې هم لوې لوې وېښتۀ ولاړ دي ولې پۀ هغوي غم غرض ځکه نۀ کوي چې هغه لا تور دي. د سر پرده ئې ځانته پۀ يوه سپکه ارزان بيعه حاجي مارکه ټوپۍ باندې را وستې ده، پۀ اوږو ئې يو سپين استري کړے څپوټکے د څټ پۀ لار راتاو کړے وي. مېډ اين چارسده څپلۍ او پۀ لاس کښې يو تور بېګ چې چرته روان وي نو د سړي پرې د ټکه د يو ښۀ تجربه کار عطائي ګمان کېږي او داسې ښکاري چې لکه درنګ ساعت ته به يوه مجمعه جوړه کړي او پۀ خپل قلار انداز کښې به خلقو ته دا تقرير شروع کړي چې :

    زما درنو خوږو پښتنو وروڼو!

    السلام عليکم:

    زۀ د پېښور سره نزدې د هغه مشهورې تاريخي ضلعې سره تعلق لرم چې د هغې څپلۍ، څادر، خامتا، غزل او سياست نن پۀ ټول ملک کښې شهرت لري. زۀ ستاسو ډېر وخت نۀ اخلم چې ما ته نور هم بلا ځايونه پاتې دي بس دومره قدر له عرض به وکړم چې ما سره پۀ دې بېګ کښې ستاسو د ملي، فکري، کلتوري او لساني رنځونو د پاره څو مجربې نسخې پرتې دي. او زۀ پۀ دعويٰ سره دا خبره کوم چې د دې پۀ استعمال به ستاسو د پښتنو پۀ مخ چې نن کوم تېرڅري راغلي دي. د کلتور پۀ سترګو کښې مو چې کوم زېړوالے پېدا شوے دے. د ژبې او د فکر پۀ مرۍ چې مو کومې “خوراکي دانې” را ختلي دي. او خېټو ته چې مو د پرديو ناکاره خوراکونو د لاسه نن د نفرت، کرکې او د نفاق کوم اور راکوز شوے دے. انشاء الله هو العزيز چې د دې پوڼۍ نه صرف يو تلے تاسو د پښتو پۀ کنډول کښې د محبت د اوبو سره يوځاے کړئ او بيا ئې پۀ خپل وخت وخت صحيح استعمال کړئ نو بيا وګورئ چې کۀ چرې ستاسو د پښتو پۀ رنځور وجود کښې يوه نوې ساه او يو نوے ژوند را نغلو نو بيا راشئ او ما پۀ کاڼو وولئ هن!

    دا واخلئ هسې خو د دې نسخې قامت او قيمت ډېر زيات دے ولې ما سره اوس پۀ دې مېدان د پښتو د مشهورتيا د پاره د دې قيمت صرف او صرف ستاسو اخلاص او مرسته. کۀ چا ته هم پکار وي نو اواز را کولے شئ. پۀ دې نسخه باندې زما مکمل درک ليکلے شوے دے. تاسو ئې د ډاک او ټيلي فون پۀ ذريعه باندې هم را غوښتے شئ. پال پرهېز ئې دا دے چې هر څۀ خورئ ولې خپله پښتو ژبه او خپل کلتور مۀ خورئ هم د دې سرخوړلي رنځ د پاره ما يو ځل بيا د عالمي پښتو کانفرنس تابيا کړې ده او د دنيا د ګټ ګټ نه به ورته پۀ نوسي هغه مشهور پښتانۀ حکيمان را ټولوم چې تاسو به هم ووايئ چې شپاړس.

    ولې دا دروند پېټے زۀ يواځې پۀ خپل سر او پۀ دې نرو نروچکو کمزورو اوږو باندې نۀ شم اوړلے ځکه چې زما سر او وجود ستاسو د وړاندې دے. دا به ستاسو پۀ ډاډ، مرسته او ملګرتيا باندې کېږي. ډېره ډېره مننه.

    د دې بنيادم کړۀ وړۀ او حليې ته چې سړے ګوري نو د يو ښۀ پابند صوم وصلواة ګمان پرې کېږي ولې ګمان د ايمان زيان دے ځکه چې:

    عمر ساری تو کٹی عشق بتان میں مومن

    آخری وقت میں کیا خاک مسلمان ہونگے

    زۀ د هغۀ د ذاتي اخراجاتو او د نورو جغرافيائي او معاشي حالاتو ځان نۀ خبروم او نۀ ستاسو مازغۀ خورم بس خو نۀ ئې چرته پۀ ما څۀ خوړلي څښلي دي او نۀ پرې ما چرته دغه مينه کړې ده ځکه چې نۀ ئې ما کلے کور ليدلے دے او نۀ ئې زما.

    زمونږ د ليدو کتو او ناستې پاستې مرکز يا خو پېښور او يا چرته بل ځاے ادبي پروګرام.

    د دې ښاغلي پۀ ټس لکه د يو تږي پۀ سراب هم دهوکه شوے يم ځکه چې څو څو ځله مې لۀ ورايه پۀ عظيم (د عظيم پبلشنګ هاوس مالک) باندې د دې محترم ګمان راغلے دے او کۀ يقين پۀ ما ګناه ګار نۀ کوئ نو خېر دے خپله لږ تر دې خېبر بازار ورشئ او ننداره ئې وکړئ. څنګه چې ئې نومونه هم قافيه دي هم دغه رنګ ئې کړۀ وړۀ او شکلونه هم رديف دي.

    خبرې دومره پۀ لنډه ساه او پۀ قلاره کوي لکه چې پۀ زړو سيلونو باندې رېډيو چالو وي. پۀ سترګو کښې انتهائي معصوميت لرونکے دا ښاغلے چې چرته پۀ لار يا سړک روان وي نو داسې راښکلي او ټينګ ټينګ قدمونه اخلي لکه چې د دغه لارې کچ مېچ ورته حواله شوے وي. نازکو ګوتو او وړو وړو کمزورو لېچو ته چې ئې بنده ګوري نو بيا لاسونه کم او رګونه زيات ليدے شي. څنګه چې پۀ خپل چال کښې د ډېر احتياط او استقامت نه کاراخلي دغه رنګ پۀ خپل تحرير او تقرير کښې هم انتهائي محتاط اوسي. تحرير يا لنګ ئې ډېر تېز دے ولې د تقرير بټن کښې هر وخت بېسټ کېږي. د بحث مباحثې پۀ دوران کښې خپل مخاطب ته پۀ باز نما سترګو داسې پۀ غور غور ګوري لکه چې د يو ډونګي راز انکشاف کوونکے وي. قد ئې کم دے ولې د قامت قيامت ئې زيات دے. خبرې مزېدارې او شاعري جانداره کوي. پۀ سترګو د نظر د سپينو شيشو استعمال پۀ دې وجه کوي چې هر څېز پۀ خپل اصل شکل او رنګ کښې وويني او د رنګونو پۀ دې دنيا کښې چرته پۀ سراب دهوکه نۀ شي. زۀ چې د هغۀ ادبي زيار او نظرياتي کار ته وګورم او بيا د هغۀ نازک شيشه شيشه بدن اوچ کړس نري نروچکي هډ او پوست ته پۀ ځېر شم نو د مولانا رومي دا شعر پۀ ياد شي چې:

    خشک چوپ خشک تارد خشک پوست

    از کجامى آيد اين آواز دوست

    ما د خپلو يو څو زړو پخو “رندانو” نه پوښتنه وکړه چې کۀ چرې راز شاعر نۀ وے نو څۀ به ؤ؟

    هغوي جواب را کړو چې “بيا به يوه داسې شغله وه چې ټول عمر به بلېدله”

    “يوه نعره به وه چې انګازو به ئې د فيوډلزم او طبقه اشرافيه ماڼۍ لړزولې”..

    “يو سنګتراش به ؤ چې د مينې، امن او انسانيت مجسمې به ئې سازولې. “

    راز چې بې حده وضع دار خو د رايې پۀ اظهار کښې حق ګو او بې باک طبعيت کښې انکساري او خيالاتو کښې بغاوت او احتجاج، راز چې نن زمونږ د پښتو د ترقي پسندادب د کلهمو ګناهونو يوه عظيمه کفاره ده د خپل نظم او نثر پۀ ذريعه د خپل ملک او د ګرد انسانيت د پاره يو نوے سازګار کېفيت غوښتونکے دے او هم د دې خواهش او ارمان پۀ زړۀ د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې د امر صيغه زياته تکرارېږي.

    وکړئ، شابئ، راوړئ، پاڅئ، ورشئ وغېر وغېره ولې دا صيغه هغه سړے خوښوي چې د حالاتو موجوده صورتحال د خپل کل او خپل ملت د پاره يو خطرناک مرض ګڼي او غواړي چې دا صورتحال يو خوشګوار شکل اختيار کړي. ښاغلے سليم راز چې تر اوسه ئې خپل ذات او خپل فکر و فن پۀ خپل سوچه رنګ کښې اولس ته وړاندې کړے دے او لکه د ځينو ښاغليو د چا د فرمائشي نظرونو او غوښتنو تماشه شوے نۀ دے او تر اوسه پۀ دې عقيده او مسلک باندې کلک ولاړ دے چې:

    معشوقې د عاشقانو دين ايمان دے

    زۀ به چا لره خپل دين ايمان و رنۀ کړم

  • د ګفتار او کردار شاعر – روښان يوسفزے

    د ګفتار او کردار شاعر – روښان يوسفزے

    ګوئټے وائي چې “عمل کول اسان دي خو سوچ کول ډېر ګران کار دے”.

    کېدے شي ځينو لوستونکيو ته د ګوئټے دا خبره د عام روايت او امروزې نه اپوټه او عجيبه ښکاره شي، ځکه چې پۀ عام ژوند کښې عموماً د “عمل” پۀ ټکي زيات زور اچولے کېږي. د هر مکتبه فکر خلق اکثر دا خبره کوي چې د بحثونو، خبرو، تبصرو او مذاکرو نه هېڅ نۀ جوړېږي، بلکې عمل کول پکار دي. اوس تر کومه چې د عمل يا د کردار تعلق دے، لۀ اهميت او ضرورت ئې هېڅوک انکار نۀ شي کولے، ولې دا هم کتل پکار دي چې دغه عمل يا کردار د څۀ شي پېداوار او نتيجه ده؟

    د کردار د اهميت پۀ حقله زمونږ ستر خوشحال بابا او رحمان بابا هم دا نظريه لري چې:

    مرد به نۀ شي پۀ ګفتار

    څو پېدا نۀ کړي کردار

    (خوشحال بابا)

    علميت د بې عمله عالمانو

    لکه ګنج د کتابونو پۀ خر بار شه

    (رحمان بابا)

    ښاغلے انجهاني پنډت جواهر لال نهرو خپلې لور اندراګاندهي ته پۀ يو خط کښې ليکي چې “د تاريخ د ګردان او ياداشت نه غوره خبره دا وه چې بنده پۀ خپله پۀ تاريخي عمل کښې شريک شي او د خپلې برخې کردار تر سره کړي”.

    باوجود لۀ دغو پورتنو شعرونو او خبرو دې لړ کښې لۀ هر څۀ اول د هغۀ ګفتار، علم او افکارو تعين او پېمانه پکار ده، لۀ کوم ګفتار او علم پۀ وساطت يا پۀ هغې د عمل کولو پۀ صورت او نتيجه کښې چې د يو بنيادم هغه لافاني او سپېځلے کردار جوړېږي، څۀ ته چې خوشحال بابا پۀ خپله ژبه او اصطلاح کښې ښاغلے وائي.

    مړ هغه چې نۀ ئې نوم نۀ ئې نښان وي

    تل تر تله پۀ ښۀ نام پائي ښاغلي

    ځکه نو لۀ هر څۀ نه وړاندې د دې خبرې علم او اګاهي ضروري ده چې يو ګفتار، قول او علم د دې جوګه دے چې پۀ هغې باندې دې عمل وکړے شي؟ اوس د دغه رنګ شناخت او تعين د پاره هم د يو قوم پۀ وګړيو کښې خپل بصارت او بصيرت ضروري دے، ولې دا تعين او شناخت هم د يو عام بنده د وس کار نۀ دے، ځکه چې عام بنيادم خو د خپل زمان او مکان سره داسې تړلے وي چې د هغۀ ټول ژوند د وخت د درياب پۀ رحم و کرم وي چې درياب تېز شي نو دے هم ورسره تېز شي، چې درياب خپل رخ بدل کړي نو ورسره دے هم خپل رخ بدل کړي . هسې خو پۀ دې بنياد د داسې انسان ژوند هم مونږ ته متحرک ښکاري ولې کمے پکښې دا دے چې دغه انسان د خپل دغه حرکت د نوعيت، سبب او معنويت نه ناخبره او غافل دے.

    د دۀ پۀ مقابل کښې ځينې خلق داسې وي (ګو چې داسې خلق خال خال پېدا کېږي) چې هغوي پۀ دغسې حال او فضا کښې د ژوند تېرولو د پاره څۀ مشکل او کمے محسوسوي او هم د دغه مشکل او کمي پۀ حقله ځان پوهه کوي. د دې پۀ علتونو او اسبابو باندې غور او فکر کوي او بيا د هغه غور او فکر د پاره د يو مستقبل او منظم طرز عمل پۀ لټون کښې وي. هسې خو پۀ يوه خبره يا يوه حادثه او واقعه باندې به سوچ هم ډېر خلق وکړي، ولې بيا دغه سوچ او فکر ته يو شکل يا لار کتل يا هغه سوچ او فکر د خپل قامي او اجتماعي انداز نظر يو جز او توکے جوړول د هر چا د وس خبره نۀ ده، ځکه چې پۀ قول د رحمان بابا چې:

    ځينې ځينې ئې وليان پېغمبران کړل

    نه چې هر سړے ولي او پېغمبر دے

    ښاغلے ډاکټر علامه اقبال وائي چې “د اقتدار نه بغېر فکر و نظر د اخلاقي بلندۍ حامل ضرور وي، ولې يو پائيدار کلچر نۀ شي پېدا کولے . دغه رنګ د فکر و نظر نه بغېر اقتدار او دولت هم يو خطرناک غېر انساني شکل اختيار کړي، ځکه نو د انسانيت د روحاني نشو و نما او افزائش د پاره د دې دواړو قوتونو خپلو کښې هم اهنګي او توازن ضروري دے.

    خوشحال بابا د نړۍ د ډېرو قامونو تاريخ لوستے ؤ او هغه پۀ دې نتيجه رسېدلے ؤ چې د علم نه بغېر سوچ کول او د سوچ او فکر نه بغېر علم حاصلول يا پۀ بله معنيٰ عمل کول بنده د ګټې پۀ ځاے تاوان سره مخ کوي، ځکه نو بايد چې:

    کۀ سرداري غواړې بلا دې دوره

    عقل و همت راوړه بيا جود بيا توره

    يعنې وړومبے عقل چې مونږ ورته سوچ، فکر او شعور هم وايو . همت او حوصله او استقامت او بيا لۀ دغه پس توره، عمل او کردار او کله چې دا قوتونه پۀ خپل خپل وخت او ځاے استعمال شي نو هله ترې د يو قوم د ژوند او تهذيب د ترقۍ او خوشحالۍ معراج جوړېږي . مونږ چې د خوشحال بابا د “شور و شر” نه د ډک ژوند د هغۀ د فني، علمي او جنګي کارنامو مطالعه او څېړنه کوو نو د ګوئټے د هغه خبرې (کومه چې د مقالې پۀ ابتداء کښې رانقل شوې ده) اهميت راباندې نور هم ښۀ واضحه کېږي . د خوشحال بابا د ګفتار او کردار پۀ حقله د نن نه تقريباً دوه دېرش کاله اګاهو محترم قلندر مومند صاحب هغه وړومبے ليکونکے دے چې د خلقو پام ئې دې پلو راوګرځولو چې “شعر د سياست د مقصد د پاره پۀ شعوري طور سره پکارول او دې لړ کښې دۀ ته د تورې درجه ورکول شايد چې د انسان پۀ معلوم تاريخ کښې د خوشحال بابا نه مخکښې چا نۀ وي کړے”.

    خوشحال بابا پۀ علمي ادبي تاريخ کښې هغه وړومبے فنکار دے چې ادب او فن ئې د يو مقصد د پاره نۀ صرف استعمال کړي دي بلکې پۀ وړومبي ځل ئې د مقصدي ادب مفکوره هم مېنځ ته راوستې ده . دې ضمن کښې د خوشحال بابا د اوليت او نبوع يو اضافي دليل دا هم دے چې د دنيا پۀ ادب کښې د مقصد او نا مقصد بحث هډو د اتلسمې صدۍ نه پس ته راننوتے دے.

    د محترم قلندر صاحب د پورتنو خبرو پۀ ډاډ او تناظر کښې مونږ دا خبره ښۀ پۀ کلکو بنيادونو کولے شو چې د نړۍ پۀ معلوم ادبي تاريخ کښې واحد خوشحال بابا هغه شاعر او نابغه دے چې څۀ ئې وئيلي دي نو هغه ئې بيا عملي کړي هم دي او چې ئې کړي دي نو هغه ئې بيا وئيلي هم دي او دې سلسله کښې د هېڅ قسمه سياسي، سماجي او مذهبي دباو، مصلحت يا نور جوړ توړ ئې هډو پروا نۀ ده ساتلې او ډېر پۀ جرات او مړانه ئې د هغو خبرو او حقيقتونو اظهار پۀ خپله شاعرۍ کښي کړے دے، د کومو خبرو او حقيقتونو اظهار چې پۀ هغه دور کښې څۀ چې نن هم کول زمونږ پۀ ټولنه او تهذيبي چوکاټ کښې لوے جرم ګڼلے شي، ولې دا يو خوشحال ؤ چې هغۀ د هېچا پروا نۀ ده ساتلې، ځکه چې:

    دروغ وئيل هغه کا چې ئې وېره وي لا طمع

    خوشحال پۀ دا اړ نۀ دے حق به وائي څو ئې سر شته

    او هم پۀ دې دعويٰ او دليل مونږ خوشحال بابا ته د ګفتار او کردار شاعر وايو . دې ضمن کښې د ټولو مضبوط دليل او ثبوت د بابا ليکلے شوے کتاب “دستار نامه” هم د يادولو جوګه ده . د دستار نامې د مندرجاتو پۀ حقله خوشحال بابا پۀ خپلو تمهيدي خبرو کښې ليکلي چې “شل هنره شل خصلته چې اختيار شوي دي پۀ دوه بابه کښې به واضح شي” واړاندې ليکي چې “دا شل هنره مې چې پۀ واړو کښې منتخب کړل هم خپله خپله مرتبه لري . لکه فرض، واجب، سنت، مستحب چې اول پۀ کښې ياد دي هغه لکه فرض ورپسې واجب ورپسې سنت”.

    د خوشحال بابا د ګفتار او کردار ستائنه او اعتراف به هر څوک وکړي چې کله څوک پۀ دستارنامه کښې راوړلے شوي شل هنره او شل خصلتونه ښۀ پۀ ژور فکر و نظر سره مطالعه کړي او بيا د خوشحال بابا د ژوند او کردار سياسي، اخلاقي او نفسياتي جائزه واخلي نو دا حقيقت به ورته جوت شي چې دغو هنرونو او خصلتونو کښې زيات ضروري (چې بابا ورته پۀ خپله ژبه کښې فرض،واجب او سنت وائي) هنرونه او خصلتونه له هر چا نه وړومبے خوشحال بابا خپل کړي دي، لکه د ځان معرفت، علم، خط، شاعري، تيراندازي، اسپ تازي، ښکار، شجاعت، سخاوت، معاشرت، د اولاد تربيت، خدم و حشم . دغه رنګ پۀ خصلتونو کښې مشورت، عزيمت، راستي، شرم و حيا، د خلق نېکو، مروت، عفو وکرم، توکل، د ملک انتظام، همت، حلم، غېرت، خزم او احتياط، عدل و انصاف، خوش خوئي دغه وجه ده چې د خوشحال بابا زياته شاعري نۀ يوازې عملي واقعات او واردات دي، بلکې د هغو وارداتو او واقعاتو مکمل ويونکي تصويرونه دي.

    هر کلام مې واردات دے يا الهام دے

    چې موزون مې پۀ تقطيع و بحر بند کړۀ

    لا يو شور ځنې لاړ نۀ وي چې بل راشي

    مګر زۀ پېدا پۀ ورځ د شور و شر يم

    څنګ چې د باران راتلل څۀ اتفاقي او بې سببه عمل نۀ دے، بلکې د يو طويل جغرافيائي عمل پۀ نتيجه کښې پۀ اسمان وريځې راخورې شي او بيا لۀ هغې وريځو د باران کېدو امکان پېدا کېږي، لکه چې رحمان بابا وائي .

    پۀ خپل ځاے چې هر څۀ غواړې هغه غواړه

    نۀ چې بې وريځې طمع لۀ باران کا

    هم دغه پۀ دې حساب او انداز کښې د سائنسي، علمي او سياسي نظرياتو پېدائش او پرورش کېږي . يعنې څنګه چې د باران لۀ کېدو نه وړاندې پۀ هوا کښې نمي موجود وي، دغه رنګ د خپل وخت يو مخصوصه سائنسي، علمي يا سياسي نظريه هم د باضابطه مرتب کېدو نه وړاندې د مختلفو ليکونکيو، عالمانو او فلسفيانو پۀ ليکونو او خبرو اترو کښې خوره وره او منتشر پرته وي او پۀ يو غېر محسوس انداز کښې د هغې بازګشت پۀ ځينو ذهنونو او افکارو کښې موجود وي.

    لۀ دې نه پس چرته يو داسې عظيم شخصيت راپېدا شي (هغه هم د دغسې تاريخ او حالاتو پېداوار وي) چې هغه بيا د خپل علم و فکر او هنر پۀ ذريعه لۀ هغه نظريې او تصور سره وابسته د ټولو امکاناتو جائزه واخلي . د دې متعلق ټول جزيات را جمع کړي . د خپل علمي او تاريخي شعور پۀ غلبېل ئې چاڼ کړي او لۀ هغه پس ئې د يوې باضابطه نظريې يا د تحريک پۀ شکل کښې خلقو ته وړاندې کړي (دې سلسله کښې د ګڼو شخصيتونو او تحريکونومثالونه وړاندې کولے شم، ولې د ليکنې د طوالت لۀ خاطره ترې صرف نظر مناسب ګڼم).

    اوس تر کومه چې د خوشحال بابا د نظريې او تحريک تعلق دے. د هغې پۀ حقله مونږ دوه قسمه رايې قائمولے شو . يو خو دا چې د ځينو علمي او نفسياتي موضوعاتو او انکشافاتو پۀ حواله د خوشحال بابا فکر او افکار طبع زاد دي . څۀ ته چې مونږ پۀ نوې اصطلاح کښي تخليق وايو. يعنې هغه خبرې، معلومات، ايجادات او انکشافات چې د خوشحال بابا نه وړاندې زمونږ د پښتو پۀ علمي، ادبي روايت او ذخيره کښې موجود نۀ وو او صرف خوشحال بابا ئې اظهار کړے دے . مثلاً د جنس، نفسياتو، ښکار، حکمت او د شاعرانه هنرونو پۀ حقله چې د خوشحال بابا فکر و نظر کوم ځاے ته رسېدلے دے . لۀ هغه وړاندې زمونږ د بل کوم معلوم شاعر فکر و نظر هلته نۀ دے رسېدلے . دوېم قسم د خوشحال بابا اتباطي فکر دے چې د مختلفو نظريو او فلسفو د مطالعې او جائزې پۀ رڼا کښې ئې ځانته د يو نوې نظريې جوړولو او مرتب کولو کوشش کړے دے، د دې نظريې پۀ رڼا کښې کۀ يو خوا د خوشحال بابا پۀ وړاندې د خپلو پښتنو د حاکميت او د سياست يو مضبوط روايت او تاريخ پروت ؤ.

    د بهلول او د شېر شاه خبرې اورم

    چې پۀ هند کښي پښتانۀ وو بادشاهان

    شپږ اووۀ پېړۍ ئې هسې بادشاهي وه

    چې درست خلق وو پۀ دوي پورې حېران

    نو بل خوا پۀ علمي، فني او قامي حواله (قطع نظر لۀ فارسۍ او عربۍ نه) د پښتو شاعرۍ خصوصاً د روښانيانو او بيا د روښاني مسلک پۀ شاعرانو کښې د مرزا خان انصاري د فکر و فن نه د استفادي اعتراف کۀ څۀ هم خوشحال بابا پۀ هغه شکل کښې نۀ دے کړے څنګه چې پکار وه . ولې بيا ئې هم دا ذکر کړے دے چې:

    د مرزا ديوان مې ومنډۀ پۀ ګوډي

    مسخره مې ارزاني خوېشکي زمند کړۀ

    لۀ چا نۀ پۀ پښتو کښې ما ميزان ليدلے نۀ دے

    مرزا پۀ دا زبان کښې وئيل کړي دي تللي

    مطلب دا چې کۀ څۀ هم د خوشحال بابا نه وړاندې زمونږ د قوم پرستۍ او د علم و هنر اجزاء پۀ منتشر شکل کښې موجود وو ولې هغو اجزاؤ ته د يو کل شکل ورکول، هغه د يو منظم قامي تحريک پۀ صورت کښې ټولې دنيا ته پېش کول صرف د خوشحال بابا کارنامه ده، مثلاً د خپلې ژبې پښتو يا د پښتون او افغان ذکر د خوشحال بابا نه وړاندې هم زمونږ ځنو شاعرانو کړے دے ولې د جديد نېشنلزم دا تصور او تعريف چې . . .

    پۀ يوه ژبه وئيل سره پښتو کړو

    درست پښتون لۀ قندهاره تر اټکه

    د نړۍ پۀ سياسي تاريخ کښې د خوشحال بابا نه وړاندې بل چا نۀ دے وړاندې کړے . کۀ څۀ هم د نړۍ پۀ مخ مونږ د داسې هېڅ يو باشعوره انسان تصور نۀ شو کولے چې د ژوند پۀ حقله به د هغۀ خپل څۀ نقطه نظر نۀ وي او يا به چرته د يوې خاصې نطريې عقيدې او فلسفې پېروکار نۀ وي، ولې دا ضروري نۀ ده چې هر بنيادم ته دې د دې خبرې هم علم او شعور وي چې هغه د ژوند پۀ حقله کومه لار او عمل خپل کړے دے، دا ټيک او پۀ ځاے دے . سقراط د نورو خلقو نه صرف پۀ دې يوه خبره د زياتې پوهې دعويٰ کړې وه چې زۀ نۀ پوهېږم، ولې نورو خلقو ته خو د دې خبرې اګاهي او شعور هم نۀ وي چې ګنې هغوي نۀ پوهېږي . پۀ نظر چې مونږ د خوشحال بابا ګفتار او کردار ته ګورو او د هغه وخت علمي، سماجي او تهذيبي حالات پۀ نظر کښي وساتو، لۀ کومو حالاتو سره چې خوشحال بابا د خپل ځان او خپل قام د پاره چې د کومې مفکورې او لارې انتخاب کړے ؤ، هغه بالکل صحيح او پۀ ځاے دے.

    خوشحال بابا چې دا خبره کوي چې . . .

    يا يو زۀ د دې دنيا پۀ لار فقط يم

    يا دا درست خلق پۀ لارې زۀ غلط يم

    يا دا درست خلق هوښيار زۀ لېونے يم

    يا يو زۀ هوښيار دا خلق لېونے دے

    نو د دې خبرې هم يوه علمي او نفسياتي وجه موجود ده او هغه دا چې کله کله يو بنيادم د خپل علمي استعداد او عقلي طريقه کار پۀ وساطت داسې يوه پېشن ګويي يا څۀ بل څۀ کارنامه او خبره وکړي چې هغه بالکل حقيقت او درست وي، ولې د هغه وخت اکثريت خلق (چې بې علمه او ناپوهه وي) ئې غلط سړے صحيح او پۀ لار دے. خوشحال بابا چې پۀ خپله شاعرۍ کښې بيا بيا پۀ کردار باندې زور اچوي نو پۀ حقه ځکه دے چې هغه نۀ يوازې د ګفتار، بلکې پۀ هغه ګفتار باندې د کردار تر سره کولو لوے غازي هم دے . د پښتنو پۀ تاريخ کښې خوشحال بابا هغه وړومبے قامي شخصيت او شاعر دے چې هغه پۀ دې خبره ښۀ سوچ او فکر کړے ؤ چې د يو قوم د سماجي، سياسي، اقتصادي او تهذيبي ترقۍ وړومبے بنياد پۀ هغو خيالاتو او افکارو باندې دے څۀ ته چې د يو قوم، ذهن، قابليت او پۀ مجموعي شکل کښې “قومي کردار” وئيلے شي او دا قومي کردار څۀ فرضي څيز يا محض د لفظونو ترکيب نۀ دے بلکې دا د يو قوم هغه ائينه جوهر او روش دے چې د هغې پۀ ذريعه يو قوم نۀ يوازې د خپلو اجتماعي مسئلو او ستونزو نشاندهي کوي بلکې د هغې د حل د پاره مناسبې علمي او سائنسي لارې چارې هم ټاکي . ښاغلے البېشر کاميو وائي چې زمونږ د پاره هغه فلسفي زيات قابل قدر دے د چا قول چې د عمل درجه لري، د کاميو د خبرې پۀ رڼا کښې چې مونږ د خوشحال بابا د افکارو جائزه اخلو نو هغه خو بيا زمونږ د پاره د هر چا نه زيات د احترام او تعظيم جوګه پۀ دې دے چې پۀ يوه خبره ئې سوچ او فکر هم خپله کړے دے، بيا ئې پرې لۀ هر چا نه وړاندې عمل هم خپله کړے دے او وروستو ئې د خپلې تجربې پۀ رڼا کښې پۀ هغو خبرو نورو خلقو ته د عمل کولو تلقين کړے دے.

    د خوشحال بابا د شاعرۍ د مطالعې او تجزيې پۀ رڼا کښې چې کومه مجموعې فضا جوړېږي نو هغه نۀ يوازې باعمله، علمي او متحرکه ده بلکې تجرباتي او انقلابي هم ده او دلته بايد چې دا خبره هم پۀ ذهن کښې کېږدو چې تجربه او عمل کله هم د جمود پۀ حالت کښې نۀ پېدا کېږي . دې د پاره وړومبے د يوې انقلابي او متحرکه فضا جوړول ضروري وي او هم پۀ دغسې فضا او ماحول کښې بيا د ادبي، علمي او سياسي تجربو تخم راټوکېږي او بوټي کېږي. ولې دغه رنګ انقلابي ماحول هم لکه د خرېړي خپله نۀ راپېدا کېږي، تر څو چې د هغې پۀ شا يو مضبوط ذهني او فکري تحريک نۀ وي او چې خبره فکري تحريک پېدا کولو ته لاړه شي نو هلته بيا د ګوئټے خبره سړي ته را وړاندې شي. پۀ هر حال د نړۍ د قامونو پۀ تاريخ کښې خوشحال بابا يو داسې نابغه روزګار پېدا شوے دے چې خپلو سوچونو، خوبونو، تجربو او مشاهدو ته ئې د عمل جامه وراچولې ده او دا يو داسې اعزاز او انفراديت دے چې واحد د خوشحال بابا نصيب شوے دے . ځکه نو هغه پۀ دې دعويٰ کولو کښې تر اوسه وړ او حق بجانب دے چې:

    نۀ به زما غوندې بل ننګيالے راشي

    نۀ به زما غوندې بل جنګيالے راشي

    خټک خو پرېږده پۀ درست افغان کښې

    عجب کۀ هسې فرهنګيالے راشي

    سبا به تل وي ماښام به تل راځي

    چې يو تېرېږي باندې به بل راځي

    يو به خوشحال غوندې پېدا څوک نۀ شي

    پۀ شپه پۀ ورځ کښې خوشحال کۀ سل راځي

    دا نادره عقيده لکه زما ده

    لا عجب کۀ بل پېدا هسې افغان شي

    پۀ فتنو ډکه توره اسمانه

    لا به دې کله شي دا خونه ورانه

    چې بل يو نوے جهان پېدا شي

    ګندې څوک بيا مومي خلاصے لتانه

    د پښتون تاريخ دا بې بدله، بې مثله او د لوړ فکر او سوچ خاوند پښتون نن نه درې سوه دوويشت کاله پخوا د فرورۍ پۀ نورلسمه لۀ دې نړۍ کوچېدلے ؤ. پښتانۀ ئې هر کال د فرورۍ پۀ دغه نېټه د تلين ورځ کوي . د خوشحال خان خټک وېنا، توره، کار او عمل، سوچ او فکر، مړانه او سياست، پوهه او شجاعت کۀ څومره هم وستائلے شي، ولې کم بۀ وي، ځکه چې د نن نه درې درې نيم سوه کاله اګاهو داسې سوچ کول او بيا پۀ هغې عمل کول اسانه نا بلکې ډېره ناشونې او ګرانه خبره ده. پۀ ګور ئې نور شه.

  • “باچا خان نه تر اېمل” – روښان يوسفزے

    “باچا خان نه تر اېمل” – روښان يوسفزے

    “باچاخان نه تر اېمل” يوه داسې خوره وره او اوږده موضوع ده چې احاطه ئې پۀ يو مختصر ليک کښې بېخي ناممکن کار دے. بله خبره دا هم ده کۀ چرې مونږ د باچاخان د ابتدائي اصلاحي، تعليمي او سياسي نظرياتو، د هغوي د ژوند او مبارزې او يا د تحريک پۀ حقله څۀ وايو نو دا به هم زما پۀ خيال محض تکرار وي. ځکه چې د باچاخان ژوند او مبارزه او بيا د هغوي قربانۍ، جېلونه، تکليفونه او نورې هلې ځلې زمونږ پۀ وړاندې يو پرانستے کتاب دے. او بيا د”انجمن اصلاح الافاغنه” او د”خدائي خدمتګار تحريک باره کښې بې شمېره کتابونه او ليکونه موجود دي. دانجمن اصلاح الافاغنه بنياد چې پۀ کال ۱۹۲۱ز کښې کېښودلے شوے ؤ، سل کاله ئې پوره شول. ولې کتل دا پکار دي چې سل کاله پس هم د باچاخان او د هغۀ د ملګريو نظريات او مبارزه اوس هم ژوندۍ ده، او نۀ صرف ژوندۍ ده بلکې دوامداره هم ده. البته شکل او تګلاره ئې بدله شوې ځکه ده چې د خپلو معروضي سياسي او ټولينزو حالاتو او د دنيا د نورو قامونو سره اوږه پۀ اوږه د تلو او ودرېدو د پاره د تحريک شکل او د تګلارې بدلون ضروري هم دے. د يو ژوندي او کامياب تحريک تر ټولو غټه نخښه او لوے صفت دا دے چې هغه د خپلو نظرياتو، مقاصدو، غوښتنو سره د خپل ټاکلے شوي مرام پۀ لور روان وي او پۀ هېڅ يو مشکل وخت او حالت کښې د خپلې نظريې شمع مړۀ کېدو ته نۀ پرېږدي. د تحريک د ژوندي پاتې کېدو د پاره د تحريک د چلونکيو منشور، نظريه، اراده، قول او د مرام ټاکنه پۀ خپل ځاے ضروري توکي دي ولې تر ټولو بنيادي او ضروري توکے د يو تحريک د چلونکيو خپل کردار دے. پۀ قول د ستر خوشحال بابا چې:

    مرد به نۀ شي پۀ ګفتار

    څو پېدا نۀ کړي کردار

    او پۀ دې پېمانه چې مونږ د باچاخان او د هغۀ د ملګريو خدائي خدمتګارانو د قول او عمل جاج اخلو نو بغېر د څۀ تردد او وېرې دا وئيلے شو چې هم د هغوي د قول او عمل دغه تړون او پېوستون هغه تحريک تر دې رارسولے دے. هم دغه د نظريې توانائي، د مبارزې تسلسل او د کردار د پوخ والي نتيجه وه چې خدائي خدمتګار تحريک ئې کله پۀ يو نوم او شکل او کله پۀ بل نوم او شکل کښې تراوسه ژوندے او فعال ساتلے دے. لنډو ټکيو کښې دا وئيلے شو چې د “باچاخان نه تر اېمله” نن چې کوم تحريک يا ګوند د عوامي نېشنل ګوند پۀ نامه او شکل کښې ژوندے، فعال او موجود دے نو د دې پۀ شا د باچاخان، د هغوي د ملګريو خدائي خدمتګارانو نۀ ستړې کېدونکې مبارزه، مالي او جاني قربانۍ او د نظريې او د کردار ژوروالے او پوخوالے دے. کۀ چرې د کردار دغه پوخ والے او د نظريې دغه ژوروالے موجود نۀ وے نو شايد چې نن به دا عوامي نېشنل ګوند هم موجود نۀ وے. ځکه چې کۀ مونږ چرې وګورو نو د خدائي خدمتګار تحريک پۀ وخت کښې پۀ عمومي توګه پۀ ټول ناوېشلي هند او پۀ خصوصي توګه زمونږ پۀ دې منطقه کښې نور هم ګڼ شمېر لوے واړۀ تحريکونه راپېدا شوي وو او چلونکيو ئې هر قسم قربانۍ هم ورکړې دي، ولې هغو کښې اوس ډېر کم تحريکونه نن پۀ څۀ نا څۀ نوم او شکل کښې موجود دي، او باقي صرف د تاريخ پۀ پاڼو کښې ژوندي دي. مطلب دا دے چې د باچاخان او د هغۀ د ملګريو نظريه، مبارزه، کردار او قربانو کښې دومره زور، ژوروالے او پوخ والے موجود دے چې هغه تحريک او نظريه نن هم د عوامي نېشنل ګوند پۀ نامه او شکل کښې موجود ده. او د دې نور هم ګڼ شمېر وجوهات بيانېدے شي ولې تر ټولو مهمه او بنيادي وجه د باچاخان د امن، ورورولۍ، انسانيت دوستۍ، قوميت، د معاشي انصاف، ترقۍ، روادارۍ، عدم تشدد او د برداشت هغه فکر او فلسفه ده چې پرون ئې هم ضرورت ؤ، نن ئې هم دے، سبا به ئې هم وي او تر څو چې د نړۍ انسانانو او پۀ خصوصي توګه د لر او بر پښتنو افغانانو دغه فکر او فلسفه پۀ خپل عمل کښې نۀ وي راوستې تر هغې نۀ خو پۀ امن کښې پاتې کېدے شي، نۀ ترقي کولے شي او نۀ د دې ترهګرۍ، فساد، مذهبي او سياسي ډله بازۍ مخه نيولے شي. د باچاخان فکر او فلسفه د کلهم انسانيت او د خپلې خاورې او د خپل قام دپاره هغه نظريه، افکار، کردار او پېغام دے کوم چې دومره مضبوط، توانا او ژور دے چې د هر قسم حالاتو سره ډغره هم وهلے او خپل مرام هم ترلاسه کولے شي ولې پۀ شرط د دې چې پۀ دغه فکر او فلسفه مونږ ځانونه او خپل خلق هم پوهه کړو او عمل پرې هم وکړو ځکه چې “پۀ خبرو خو قامونه نۀ جوړېږي”. کۀ چرې مونږ پۀ دې خبره سوچ وکړو چې اخر څۀ وجه وه چې د باچاخان دغه نظريه او کردار د انګرېز پۀ شان طاقت ور قوت سره د خپلو تالي څټ اېجنټانو پۀ خپلو هر قسمه ظلمونو، جېلونو، ملنډو، فتوو او تورونو تت نۀ کړے شو او نۀ ورک کړے شو نو زما پۀ خيال پۀ مونږ به دا حقيقت روښانۀ شي چې دې نظريه،کردار او تحريک کښې دومره زور، وسعت او ژوروالے پروت دے چې د نړۍ هېڅ يو طاقت ئې ماتولے او ورکولے نۀ شي ګنې د دې د ختمولو دپاره د انګرېز نۀ تر اوسه پورې د وخت هر جابر ظالم حکومت خپلې هڅې او د سيسې کړي دي او اوس هم د دې تحريک او فکر خلاف دغه رويه او طريقه روانه ده. ولې د دې تحريک پېدا کيدونکې او ورسره تړلې شوې نظريه دومره قوي او توانا ده چې د هر قسم بدلېدونکي سياسي، تهذيبي او معاشرتي حالاتو سره د تګ صلاحيت لري. او د دې تر ټولو لوے صلاحيت د ظلم، ناانصافۍ، نابرابرۍ او د غېرجمهوري رويې خلاف عملي مزاحمت دے. چونکې د تحريک بنياد هم دغه مزاحمت وي چې ترڅو خپل مرام ته نۀ وي رسېدلے تر هغې د خپلې لارې د هر قسم خنډ وخار خلاف خپل مزاحمت جاري ساتي. ابتدا کښې د باچاخان او د هغۀ د ملګريو مزاحمت پېرنګي سامراج د خپل طاقت پۀ نشه کښې هېڅ نۀ ګڼلو ولې هله ئې تسليم کړو چې کله هغې وړوکي شان مزاحمت بيا د لوے غر شکل اختيار کړ. دلته راته د يونان يوه پخوانۍ قيصه (اسطوره) راياده شوه؛ وائي چې د طاقت د دېو به هر وخت د عقل د ښاپېرۍ سره پۀ دې خبره بحث کېدو چې دنيا کښې ترټولو لوے څيز طاقت دے مطلب دا چې طاقت هر څۀ هرڅۀ دے، او پۀ هرڅيز طاقت حاوي دے. د عقل ښاپېرۍ موقف او استدلال دا ؤ چې د دنيا پۀ هر څيز کښې عقل ته خامخا ضرورت پېېږي. د طاقت د دېو وېنا وه چې عقل د کمزرو ضرورت او وسله ده ماته خو د عقل هډو څۀ ضرورت نشته. د طاقت دېو هر څۀ دپښو لاندې کول او وړاندې روان ؤ. پۀ لاره کښې ئې هر څيز چقول. اتفاق سره داسې وشول چې لاره کښې ورته يو وړوکے شان ښخ کاڼے راغلو. د طاقت دېو د خپل عادت ترمخه پۀ زور سره لته ورکړه ولې کاڼے نۀ مات شو او نۀ بې ځايه شو. هغۀ د خپل پوره طاقت سره کاڼي ته لته ورکړه نو کاڼے د ماتېدو يا بې ځايه کېدو پۀ ځاے نور هم غټ شو. ګويا يو وړوکے شان سپک کاڼے د طاقت دېو دپاره لوے خنډ او ازمېښت جوړ شو. د طاقت دېو لکه د لېونيو کاڼي ته لتې ورکړې ولې کاڼے به هر ګزار سره نور نور غټېدو. اخر کاڼے دومره غټ شو چې د طاقت د دېو ورته پښه رسېدل هم ناممکن شول، ځکه چې هغه کاڼي اوس د غر شکل اختيار کړے ؤ. دې دوران کښې د عقل ښاپېرۍ پۀ هغه لاره تېرېده، هغې د طاقت د دېو دا لېونتوب چې وليدو نو ورته ئې ووئيل چې عبث ځان سټرے کوې. د طاقت دېو ورته ووې ته ګوره کنه ما دا وړوکے شان کاڼے د خپلې مخې نۀ لرې کولو نو زما د هرې لتې سره دے دومره غټ شو چې اوس ئې د غر شکل اختيار کړو. دا څۀ وجه کېدے شي؟ د عقل ښاپېرۍ ورته ووې چې دې وړوکي او سپک شان کاڼي ستا د طاقت خلاف مزاحمت وکړو. ياد لره چې مزاحمت همېشه د طاقت خلاف راپورته کېږي. د باچاخان عوامي مزاحمت او بغاوت ته هم انګرېز سامراج د غدار او وطن دشمن نوم ورکړے ؤ.

    مزاحمت څۀ څيز دے؟ د دې ساده جواب دا دے چې د ظلم، ناانصافۍ، بربريت، جبر، تشدد، استحصال او لاقانونيت خلاف پورته کېدونکے عمل، سوچ، رويه او طريقه کار مزاحمت ګنلے شي. د دې دوه اړخه دي، يو انفرادي کوم چې اکثر ډېر پۀ نظر نۀ راځي، او بل اجتماعي کوم چې کۀ چرې تر ډېره وخته جاري پاتې شي نو بيا ورته تحريک وئيلے شي. چې پکښې د ظلم د اجتماعيت احساس،خپلو کښې يووالے او ديوې لارې او عمل ټاکنه شامل وي. د سماجي علومو ترمخه عوامي تحريکونه د يو لائحه عمل نتيجه وي. چې د هغې پۀ ذريعه کمزورو او بې وسه خلقو ته طاقت وربخښلے شي چې هغوي بيا طاقتور قوتوني چېلنج کولے شي. دا د څۀ خاص سماجي او سياسي مقصد دپاره، د سماجي بدلون راوستو دپاره يا د ختمولو دپاره د عملونو سلسله وي، کومه چې د اجتماعي رويو نۀ پېدا کېږي. مزاحمتي تحريکونه د مخصوص نوعيت د حالاتو، عملونو او ساخت خلاف پېدا کېږي چې پکښې د دشمن واضحه پېژندګلو ضروري وي. ما د ليک د طوالت لۀ وېرې د باچاخان يا د خدائي خدمتګار تحريک نۀ پس د خان عبدالولي خان، د نېشنل عوامي پارټۍ، نېشنل ډېموکرېټک پارټۍ دغه رنګ د بېګم نسيم ولي خان، اجمل خټک د سياسي او جمهوري مبارزو نۀ ځان وژغورلو او پۀ لنډو ټکيو کښې مو خبره د اسفنديار ولي خان پۀ موجودګۍ کښې تر ايمل ولي خان راورسوله. وئيلے شي چې د دولت يا د جائيداد پېدا کول څۀ ډير لوے هنر او کمال نۀ دے بلکې تر ټولو لوے هنر او کمال دا دے چې چاته د خپل پلار نيکۀ نه پۀ وراثت کښې څۀ مال جائيداد پاتې شي نو نۀ صرف د هغې حفاظت وکړي بلکې پۀ هغه مال او جائيداد کښې د کمي پۀ ځاے نوره هم اضافه وکړي. چونکې لکه د نورو خدائي خدمتګارانو د اولاد پۀ شان اسفنديارولي خان او اېمل ولي خان ته هم دا نظريه او سياست د خپل پلار نيکۀ نه پۀ ميراث کښې پاتې شوے دے او پۀ قول د اېمل ولي خان “څنګه چې مونږ پښتانۀ د خپل پلار نيکۀ نۀ پاتې د نور ميراث حفاظت خپله پښتو او خپل فرض ګڼو دغه رنګ بايد چې د خپلو پلارانو او نيکونو د سياست او نظريې د دې ميراث نۀ صرف حفاظت وکړو بلکې دې کښې دومره اضافه وکړو چې زمونږ راتلونکي نسلونه ترې هم استفاده وکړي. کۀ چرې مونږ د خپلو خپلو مخصوصو سياسي نظريو او عقيدو رنګارنګ چشمې د لږ وخت دپاره لرې کړو او پۀ سپينو غېرجانب دارو چشمو وګورو نو دا حقيقتونه به ووينو او ومنو چې نن د باچاخان،د خان عبدالولي خان او د هغوي د ملګريو چې کوم سوچ،فکر او نظريه وه د ګوند صوبائي مشر زلمے اېمل ولي خان هم پۀ هغه سوچ او فکر سره د خپل مرام پۀ لور روان دےاو دا ځکه چې د باچاخان نظريه کښې هغه ګرمي ،نرمي او توانائي موجود ده چې نن ئې هم ټول انسانيت او پۀ خصوصي توګه زمونږ دې منطقې ته زښت ضرورت دے. هغه سوچ او نظريه پۀ کومه چې باچاخان،ولي خان او د ګوند نور مشران او ورکران د ملک غداران،اېجنټان،کيمونسټان او هندوان بللے کېدل نن مونږ ګورو چې پۀ قول د اجمل خټک:

    نن ټول عالم د هغه محبوبه سندرې وائي

    خټک چې به د ځان سره ژړله کله کله

    خبره اوږدوم نا، وئيل صرف دا غواړم چې عوامي نېشنل ګوند چې نن د مشر اسفنديارولي خان او پۀ صوبائي سطح د اېمل ولي خان پۀ مشرتابه کښې چې کوم سياسي،نظرياتي او جمهوري قدمونه اخلي او د ګوند هر وګړے چې نن داسې هسکه غاړه او د پنجو پۀ سر ګرځي دا قوت او الوت د هغه فکر او فلسفې برکت دے چې خلق ورته “باچاخاني” وائي . دا يوه داسې نظريه او فلسفه ده چې پۀ هره لاره ځي يا د وخت او حالاتو مناسبت سره هر شکل اختياروي، خپل مرام او خپل مقصد ته به ځان رسوي. او لکه د سوچه بې زنګه زرو پۀ شان به د هر دور سره پۀ يو نوي شکل او نوي طرز کښې مخې ته راځي. د خپلې موضوع د لا روښانتيا او مضبوطيا د پاره د ملګري قېصر اپريدي دا شعرونه مېخونه ګڼم . .

    چې د باقي پاتې کېدو توانائي وه پکښې

    پښتو باقي ده د پښتو نه ډک ژوندون باقي دے

    بقا د خېر فنا د شر ته څومره ښۀ دليل دے

    مغل فنا شو انګرېز ورک شو خو پښتون باقي دے

  • ژوندے هجري – روښان يوسفزے

    ژوندے هجري – روښان يوسفزے

    يادګيرنه: دا مقاله د اکتوبر مياشت کال 1992ز کښې پۀ کوټه کښې د پير محمد کاکړ او قلندر مومند پۀ نوم جوړ کړے شوي سيمينار کښې اورولې شوې ده او هم پۀ دغه نوم چاپ کتاب کښې خپره شوې.د پښتنو وطن کښې د موجوده حالاتو پۀ تناظر کښې خپرول ئې د ‘پښتون” لوستونکيو دپاره ګټور ګڼو او ځکه ئې دلته خپروو. پښتون

    دپښتو نننے ادبي سيمينار د تاريخ پۀ داسې رابرند موسم او بې ټېکاوه وخت کښې کېږي چې نن د نړۍ ټول قامي سوداګر لګيا دي د پښتنو پۀ زمکه کښې نۀ يوازې خپل “درمن” جوړول غواړي بلکې ورسره ورسره پښتون “فصل” د خپلو خونکارو جامبرو پۀ ذريعه د چقولو ناولې ارادې هم لري او غواړي چې د خپلو “رشو” د پاره دلته ځايونه ونيسي. د پښتنو پۀ خاوره کښې لا تراوسه د تورو ايرو ټوپکي پراتۀ دي چې څۀ وخت هم د لمبو شکل اختيارولے شي. پښتون تاريخ او کلتور پۀ خپلو وينو کښې لت پت او ډکرې ډکرې پروت دے. د هر اړخ نه د پښتنو پۀ تاريخي او کلتوري ميراث بډار سترګو لساني ښامارانو خپلې خلې ښخې کړې دي. د پښتون شعور د ملا پۀ پټو شنې دغمې ولاړې دي. قامي تحريکونه شنۀ ګوشنۀ، يخ پخ او بې کوره شوي دي.

    ټول وطن مښلے شوے پروت دے. د پښتنو د وحدت د لوې جالې کڼکي پۀ تس نس کېدو او پۀ ماتېدو دي. د نړۍ زمکه ايزه (جاګيرداره) ډله د پښتنو پۀ ملي کلتوري او تاريخي ډپانو خپل غاښور ګرځول غواړي. ځينې ناديده شکرانه خوارۀ د پښتنو د روښانه رواياتو او د دستورونو پۀ ګرېوان د منګولو ښخولو پۀ غرض نن پۀ سپينه جامه کښې راننوتي دي. ولې بيا هم پۀ داسې سیمابي دور کښې دا نننے جوړښت او درناوے د دې نېک مرغۍ اوازه ده چې:

    خداے چې تار پۀ تار ياران بيا سره ټول کا

    تورې خاورې به پۀ سر د رتنهبول کا

    پۀ کوم قام کښې چې د خپل تاريخ، هنر، ادب، ثقافت او د خپلو مشرانو د پېژندګلو لياقت وي نو هغه قام هېڅوک پۀ تشو خوشامندو او دلاسو نۀ شي پرکاله کولے او نۀ ئې څوک د ترقۍ مخه نيولے شي. اوسني معروضي حالات زمونږ د قامي هنرمندانو کاريګرو او پوهانو نه هم دا يوه غوښتنه کوي چې خپلو قامي، تاريخي او نفسياتي ائينو ته مخونه ونيسئ او وګورئ ووينئ چې تاسو تر اوسه ژوند تېر کړو او کۀ عمر؟ ځکه چې پۀ ژوند تېرولو او عمر تېرولو کښې د زمکې اسمان فرق دے. نن ماتو ماتو ځانونو ته د کف او د چف ورکولو ضرورت نۀ دے پاتې شوے، نن د ډرائنګ روم او د څربو څربو ماڼو نه د راوتلي ټېډي ادب او سياست هېڅ کار نۀ دے پاتې شوے او نۀ څۀ کولے شي. د کتابي او هوټلي سياست او ادب د پنجرې نه به راوتل پکار وي. نن د نړۍ پۀ قامي چوکاټ کښې د ځان ځاے کولو د پاره به خپل تاريخي، قامي، کلاسيکي او نفسياتي سياست، ادب او ثقافت تراشل او سينګارول پکار وي. پښتنې خاورې د تاريخ پۀ هر دور کښې اولسي او قامي فلسفيان پېدا کړي دي او نننے دور هم ډېر بختور دور دے چې پۀ کښې د نورو سره سره د محترم قلندر مومندغوندې مفکر او عوامي فلسفي ژوندے دے. ستر ملي قهرمان خوشحال بابا د خپل وخت د اولس نه دا يوه غوښتنه کړې وه چې:

    پۀ ژوندون به ئې ارمان ووځي له دله

    زمانه کۀ د خوشحال سره انصاف کا

    ولې افسوس چې خوشحال بابا دغه ارمان ځان سره ګورته يوړو او پخپل ژوند ئې د انصاف سترګې ونۀ ليدې او نۀ لا تراوسه خوشحال بابا چا د انصاف پۀ تله وتللو. خداے مۀ کړه چې مونږ هم د دغې بې انصافۍ نه کار واخلو نو ځکه زۀ نن د پښتنو د سترګه ورې طبقې نه د محترم قلندرمومند د پاره د دۀ پۀ ژوند دانصاف غوښتلو سوال کوم ځکه چې قلندر صېب زمونږ د ادبي تاريخ يو بې زنګه کالے دے. د قلندر صېب د علميت، تعريف و تعارف او انفراديت نه د پښتو ادب سره علاقه لرونکي واړۀ او لوي ټول خبر دي. د دۀ حېثيت منلے شوے او مستند دے. قلندر صېب د خپل فکرو فن پۀ ذريعه کۀ يو خوا خپل پښتني روايات ژوندي کړي او پۀ وړاندې ئې بوتلي دي نو بل خوا ئې ورسره خپل تشخص هم ژوندے ساتلے دے. قلندر صېب د خپلو تصانيفو او ګڼو ليکونو پۀ ذريعه پۀ ادبي او فکري پنګه کښې يوه کوټلې اضافه کړې ده او پۀ اصلي معنو کښې ئې ادبي او قامي شعور لرونکيو ته پۀ وړاندې د تلو لارې چارې پرانستې دي. قلندر صېب د خپل مخوريز علم او تنقيدي شعور پۀ زور هغه قامي، ادبي او تاريخي صداقتونه پېدا کړي دي چې هغه به د راتلونکيو نسلونو د پاره هم د مشالونو حېثيت لري. ځکه چې قلندر صېب نن هم نوے دے او سبا به هم نوے وي ولې چې د دۀ فن د زړو او نوو ادبي او قامي قدرونو د امتزاج يوه نادره بېلګه ده. د قلندر صېب طرز او رنګ کښې دا خوبي اغږلې شوې ده چې هر دور به ئې خپل طرز او خپل رنګ ګڼي، د دۀ طرز او رنګ لکه د ځينو ليکونکيو کچه او هنګامي نۀ دے چې ګينې لږ وخت پس به بيا الوتے وي.

    د قلندر صېب رنګ د بشري خوا خوږۍ او پښتونولۍ پوخ او ژوندے رنګ دے. چې پۀ هر دور کښې به پۀ يو نوي انداز، نوې تازګۍ او يو نوي شکل کښې ظاهرېږي. زۀ قلندر صېب ته د پښتنو ژوندے هجري وايم ځکه چې دے هم د وطن د مغل خېلو د لاسه لکه د هجري پۀ شان د حالاتو پۀ تنور کښې وريت پيت او خوړين شوے دے. دۀ هم لکه د هجري د خپل قام او اولس د پاره پۀ ځان لاکړې کاکړې تېرې کړې دي. دے هم څو څو ځل لکه د اشرف خان هجري د خپل پښتون مسلک د خورولو پۀ لړکښې پۀ زندان کښې اچولے شوے، چکېدلے او شوکېدلے دے. دۀ هم لکه د هجري د ژوند څۀ برخه د خپل وطن (پښتونخوا) نه لرې پۀ زندانونو او مسافرۍ کښې تېره کړې ده.

    کراچۍ د بېجا پور نه لا سېوا شوه

    قلندر د اشرف خان هجري مثیل شو

    کۀ اشرف خان هجري د خپل پلار او پښتون قهرمان خوشحال بابا نه د مبارزو کولو هنر زده کړے دے نو قلندر هم غېبي سياست نۀ دے کړے بلکې د خپل پښتون لارښود باچا خان سره ئې څنګ پۀ څنګ د وخت د نوکورو سره برابر نوکې اچولي دي. قلندر هم لکه د هجري غوندې موروثي شاعر، عالم او اديب دے کۀ چري د هغۀ د خپل ورور، خپلو خپلوانو او ګورکانيانو د لاسه ګورته ذرې ذرې تلے دے نو قلندر صېب ته هم پۀ ژوند خپلو نزديو يارانو پۀ زړۀ پولۍ ودرولي دي. کۀ هجري پۀ خپله شاعرۍ کښې خپل وطن پسې ساندې وهلې دي نو قلندر هم پۀ خپله شاعرۍ کښې د وطن وير ژړلے دے. کۀ د هجري مکان دکن او جان او جانان ئې پۀ کابل کښې وو نو د قلندر زړۀ هم خپلې محبوبې پسې کابل ته اوړېدلے ؤ، کۀ هجري سره پۀ اعتبار کښې خپل خوږ دوست دهوکه کړې ده نو قلندر سره هم ټول عمر ځينو خپلو اعتباري ملګريو چلونه او اړول کړي دي او ځکه زۀ پۀ دې وئيلو کښې حق بجانب يم چې قلندر مومند ته د پښتنو ژوندے هجري ووايم . ځينې لېوني ترقي پسند د يو تړلي سازش ترمخه اوس پۀ قلندر صېب د نورو بې ځايه تورونو نه سربېره يو تور د ارتجاعيت هم لګوي. ولې دغو نرګسي ترقي پسندو ته پکار دي چې “مرکه ” مردان پۀ شپږمه کړۍ کښې د قلندر صېب نظم (دعالمي ضميرپۀ نوم) پۀ ايماندارۍ ولولي چې د قلندر صېب د نظريې پته ورته ولګي.

    د مخزن خاوند مې ځکه يزيد بولي

    قلندره د دې دور بازيد يم

    د نړۍ پۀ هره ژبه او اولس کښې هر هغه حساس شاعر چې د خپل وطن نه جدا شوے يا جدا کړے شوے دے نو هغه پۀ خپلو شعرونو کښې د خپل وطن، کور، کلي او اولس پسې ارمانونه او اسوېلي کړي دي. انګرېزي ادب کښې دغه احساسي اړخ ته ناسټلجيا (Nostalgia) وائي مونږ چې د ټپې او چاربيتې نه را پۀ دې خوا پښتو شاعرۍ (خصوصاً غزل کښې) د داسې رنګ شعرونو پسې لټون کوو نو وړومبے سترګې مو پۀ ستر خوشحال بابا لګي ځکه چې خوشحال بابا پۀ اصلي معنو کښې هغه وړومبے شاعر دے چې پښتو کښې ئې د داسې ارمان جنې شاعرۍ بنياد ايښے دے. د وطن مينه څۀ شے دے؟ او خپل وطن څومره خوږ دے؟ دې لړکښې د خوشحال بابا ټوله “فراقنامه” يو ښۀ منظوم اثر دے. د خپل وطن سره د کلکې مينې او عقيدت پۀ لړکښې د خوشحال بابا دا شعر څومره زورور کېفيت لري چې:

    د خوشحال د زړۀ خوښي نۀ شي بې سرايه

    خپل وطن ئې پۀ هر چا باندې کشمير کړۀ

    او چې کله د خوشحال بابا زوے اشرف هجري هم دغسې حالاتو او کېفياتو سره مخ شو نو بيا هغۀ هم بې اختياره دا وئيلي دي چې:

    د وطن عېش و هوا به مې هېر نۀ شي

    بېجاپور کۀ راته ډک پۀ سیم و زرکا

    اوس چې د خوشحال بابا او د اشرف خان هجري د پورتني شعر پۀ رڼا کښې د قلندر صېب دې راتلونکي شعر ته پۀ نفسياتي نظر سره پاملرنه وکړو نو خامخا به دا منو چې پۀ دې شعر کښې هم دغه پورتنے روح ننوتے دے لکه . . .

    څۀ ئې راته ستا ئې پۀ ما خپل وطن کشمير دے

    بې له پښتونخوا مې پۀ بل خوا نۀ شي وتنه

    او دا ځکه چې قلندر صېب هم لکه د خوشحال بابا او د هجري غوندې کېفياتو او حادثو سره مخ شوے دے. دلته د پښتو د دې محاورې پۀ نفسياتي مفهوم چې ځان پوهه کړو چې د ليدو او نۀ ليدو ډېر فرق وي نو د قلندر د پورتني شعر پۀ رنګ او خوند به هله پوهه شو. دلته بايد چې د دې خبرې سپيناوے وړاندې کړم چې زۀ د هجري او د قلندر مومند د شعرونو يا دغميزو (الميو) موازنه او جائزه نن پۀ تنګ غلبېل نۀ شم چاڼولے او نۀ د دې دواړو محترمو شاعرانو د بېل بېل شعر تجزيه او تحليل د خپل خپل وخت پۀ سياسي او تاريخي تناظرکښې کولے شم. ځکه چې ما ته احساس دے چې دا نننۍ موقع او مشيني وخت د ډېرو اوږدو بحثونو او تفصيلاتو نۀ دے اګر چې دې لړکښې به د لوستونکيو او اورېدونکيو پۀ ذهن کښې بلا سوالونه او پوښتنې را پورته کېږي ولې پۀ دې لنډه تنګه مقاله کښې به دا امکان پېدا نۀ کړے شم چې د هجري او د قلندر مومند پۀ حقله ټول نظريات او خيالات دلته ټکی پۀ ټکی رانقل کړم او مستقل بحث پرې وکړم.

    نوځکه زۀ به کوشش کوم چې ډېر پۀ اړ تاوک انداز او لږ وخت کښې د دواړو شاعرانو د څو شعرونو د تقابلې جائزې صرف سر سري راټول کړم. هجري ته چې خپل جانان پۀ تېره بله کښې د لاس پۀ ځاے خلۀ ورکړه نو هغه پرې د ډيلي د تخت نه زياته خوشحالي محسوس کړه.

    ما ئې لاس نيوو پۀ وېره خلۀ ئې را کړه

    د ډيلي تر بادشاهۍ نه پرې شادمان يم

    ولې قلندر مومند دواړه اړخونه راخلي او دومره پۀ جذباتي انداز کښې د خپل حسن پرستۍ او ارت نظرۍ اظهار کوي چې:

    هر حسېن چې مې د زړۀ پۀ ښار حمله کړي

    هر کلي ته ئې ډيلي غوندې تيار يم

    د پښتو متل دے چې د زرو قدر پۀ زرګر وي. هجري د خپل دور د سرو زرو انسان ؤ؟ او کۀ لال ؤ ولې لال هغه څوک پېژني چې جوهر شناس وي او زر هغه څوک پېژني چې زرګر وي. کوم سړي کښې چې فطري هنري صلاحيتونه وي او غواړي چې د خپل هنري صلاحيتونو نه کار واخلم او پۀ خپل سماج کښې د يوهنرمند او فنکار پۀ توګه خپل مقام هم ترلاسه کړم او خپلې ټولنې او خپل اولس ته هم څۀ ورکړم ولې هرکله چې خپل اولس د نااهلۍ او ذهني پسماندګۍ له کبله د دغسې هنرمند او فنکار بنيادم د حوصلې پۀ ځاے د هغه حوصله شکني او پۀ هغه لا پرواهي اختيار کړي نو د خپل سماج او د سماجي رشتو د دې قسم عمل پۀ مقابله کښې بيا د فنکار او هنرمند د دې عمل دا جوړ شي چې يا خو د خپل سماج نه بېخي باغي شي يا ئې غندنه شروع کړي او يا ترې ګېلې را واخلي. د نړۍ د هرې ژبې تقريباً هر فنکار او هنرمند د دغسې صورتحال سره خامخا مخ شوے دے لکه هجري هم د خپلې زمانې د اولس نه د ځان پۀ حقله سرټکولے دے چې:

    د لال قدر جوهري ته هوېدا دے

    ماهئيت د زرو غواړه له زرګره

    قلندر صېب هم چې خپل خلوص او خپل پارس غوندې شخصيت ته د ځان پۀ ائينه کښې ځېر شي او بيا د خپل دور د خلقو سمي ته وګوري نو خود پۀ دې وئيلو مجبور شي چې:

    د نا اهلو پۀ لاس راغلمه حذف شوم

    جوهريانو ته پارس غوندې ناياب يم

    هجري دا حقيقت مني چې بېجا پور لکه دګل پۀ شان غوړېدلے او ښائسته وطن دے وائي چې:

    چې مدام ئې غم د يار پۀ زړۀ څرخېږی

    بېجاپور کۀ همه ګل هجري ته کاغ دے

    قلندر صېب د دې خبرې اعتراف ښۀ پۀ جار کوي چې کراچۍ د حسن کان دے ولې . . .

    څۀ کۀ کراچۍ د حسن کان شو قلندره

    بې لۀ خپل اشنا مې پۀ بل چا نۀ شي وتنه

    هجري چې د سومنات ښائست ته وګوري ا و بيا د خپل جانان ښائست ته مخ را واړوي نو مخامخ ورته وائي چې:

    ستا دمخ پۀ دود به يو ښائسته نۀ وي

    کۀ هر څو بتان ښائست د سومنات کا

    ولې قلندر مومند خو دومره سينه ور حسن پرست دے چې چرته ښکلي ويني نو پۀ خپل زړۀ کښې ورته ځاے ورکوي او بيا چې پۀ خپل زړۀ کښې د دومره ګڼو ښکليو پېنډې ته وګوري نو شکمن شي چې:

    د جهان ښکلي مې هسې پۀ زړۀ پنډ دي

    چې ګومان مې پۀ خپل زړۀ د سومنات شي

    هجري ته د خپلې محبوبې خبرې او سلامونه خپل پښتون ياد دکن ته را رسوي.

    مسافت درده ظاهر دے لۀ دکنه

    مګر باد ئې نن لۀ تا خبرې راکا

    قاصدان لۀ روه نۀ راځي مدت شه

    سلام بار رارسوي منت ئې تم دے

    ولې د قلندر د اشنا خيال هم لکه د قلندر فولادي دے هغه د قفس ورونه ماتوي خو خپل قلندر ته ځان رارسوي. او بيا قلندر څومره پۀ وياړ او سرکشۍ سره بېلتون ته زيرے اوروي چې:

    د اشنا خيال د قفس ور مات کړو

    بېلتونه ډزې دې پۀ کور کښې وشوې

    او بيا خپل اشنا ته مخاطب کېږي چې :

    کۀ قفس وته ستا خيال راغلے نۀ وے

    د سپرلي ورځې به هسې تېرېدلې

    هجري هم قفس کښې هغه بندېوان طوطي دے چې د خپل حال قيصه لۀ دکن نه پۀ خپلو سندرو کښې د خپل وطن بلبلو ته اوروي:

    پۀ اواز ئې غوږ لرئ د روه بلبلو

    پۀ دکن د حال قيصه هجري طوطا کا

    د قلندر هم پۀ زنداني قفس کښې چې پۀ سوو سوو غزلونو باندې سر شي نو بيا کله پۀ ځان د طوطي ګمان کوي او کله د عندليب . . .

    يا طوطي يا عندليب يم نۀ پوهېږم

    قلندره چې قفس کښې غزلخوان يم

    هجري ته د خپلو يارانو جدائي هغه تېرۀ چاړه شوې ده چې خاص د زړۀ سر ئې ورته قلم کړے دے. د هجري نه لکه د ګل پۀ شان ياران د هجران پۀ اوچ زور بېل کړي دي او هجري خپلو يارانو پسې دومره غمژن دے چې د هغې اندازه مونږ د دې شعرونو نه لګولے شو چې:

    د يارانو جدائي مثال چاړۀ ده

    د زړۀ سر مې پرې قلم لکه تېرۀ شو

    څو ياران لکه رمه هسې غنچه وو

    د هجران لېوه پۀ زور سره جدا کړو

    چې هجري غوندې جدا وي له يارانو

    کۀ بادشاه شي پۀ دکن عمر ئې خوار دے

    قلندر نه خپلو يارانو او رفيقانو اګر چې د مينې رشته پۀ خپله شلولې ده ولې قلندر ئې بيا هم د هېرولو تصور نۀ کوي او پۀ ډېره ارمانجنه ژبه کښې ورته وائي چې:

    تاسو کۀ رشته د مينې پرېکړه رانه بېل شوئ

    زۀ به مو د لارې رفيقانو يادوم

    هجري د سختو حالاتو نه مايوسه کېږي نه هر څوکۀ د غم تورو غرونو غرونو ورېځو د هجري پۀ ژوند تيارۀ خوره کړې ده. ولې هغه د مايوسۍ يا د احساس کمترۍ کوهي ته نۀ غورځېږي.

    البته به غر د وصل جلوه ګر شي

    پۀ چا کله پائنده وي د هجران شپه

    کۀ هر څو د غم وريځو تاريکي کړه

    د کرم قمر ته ګورمه پۀ ورۀ کښې

    د قلندر مومند ايمان او نظريه هم دا ده چې:

    ظلمتونه به کافور شي دا يقين د قلندر دے

    پۀ خپل فکر ئې تکيه ده ستا پۀ روڼ مخ ئې ايمان دے

    هجري ته کله خپل ځان د خپل دور منصور ښکاره شي او کله د کربلا حسېن ( رض )

    نېک او بد مې د تهمت پۀ کاڼو وولي

    زۀ هجري د اوسني دور منصور يم

    هر نفس پۀ ما عاشور کړه يزيدانو

    ګويا زۀ حسېن د وخت پۀ کربلا يم

    قلندر صېب ته هم کله خپل ځان د خپل دور بازيدانصاري او کله خوشحال خان او کله اشرف خان هجري ښکاري:

    د مخزن خاوند مې ځکه يزيد بولي

    قلندره د دې دور بازيد يم

    چې د کوټ او زولنو ياد مې تازه کړو

    زۀ د دې دور هجري يا خوشحال خان يم

    قلندر لکه خوشحال مغل ته مخ دے

    حوصله ئې پۀ تکيه د کرد ګار ده

    هجري د حالاتود مهي پۀ خېټه کښې لکه د يونس(ع) پروت دے او وائي چې:

    د ماهي پۀ نس کښې پروت لکه يونس يم

    مګر خلاص مې پۀ کرم خپل حق تعالي کا

    ولې قلندر مومند هم لکه د ابراهيم علېه السلام د وخت پۀ سور انګار کښې ولاړ دے او د وخت د نمرود سره د هغۀ د خود ساخته خدايۍ پۀ لړکښې اقرار نه بلکې ورسره مسلسل تکرار کوي:

    نن د قلندر چې د نمرود سره تکرار دے

    خو د ابراهيم پۀ شانې خوښ پۀ سور انګار دے

    پۀ هجري د خپل جانان د هجران دومره غلبه او زور شوے دے چې اوس ترې فرياد هم نۀ شي کولے:

    د هجران لۀ دوکه څۀ وايم و چا ته

    پرې ئې نۀ ښود د فرياد طاقت وما ته

    قلندر هم د خپل زورور غم د لاسه دغسې صورتحال سره مخ دے چې:

    ياد ئې هم پرېږدي نۀ چې مې زړۀ کښې وي

    غمه کور دې وران شه رانه څۀ غواړې؟

    کۀ هجري پۀ خپلو شعرونو او غزلونو باندې وياړ کړے دے چې:

    پۀ پښتو ژبه مې سيال د شعر نشته

    د معنو پۀ جهان شاه اشرف خټک يم

    هجري ځکه دومره ناز پۀ طبعيت کا

    چې پۀ دهر تر دۀ نشته پۀ ګفتار خوږ

    نو راځئ چې واورو چې قلندر مومند څۀ وائي :

    ياره قلندرته دعا ګانې کړه

    اوس ګينې پښتو کښې غزل چرته دے

    پۀ سبب د غزال سترګو چې ئې ستائي

    تذکرې د قلندر د تغزل شوې

    قلندره چې شهامې شعر خوښ کړو

    زۀ د روه د شاعرانو شهريار يم

    دا وه يوه لنډه شان موازنه او تقابلي مطالعه چې ما د دواړو شاعرانو (اشرف خان هجري او قلندر مومند) د يو څو شعرونو پۀ ډېر اړتاوک انداز کښې وکړه. لۀ دې شعرونو نه سربېره نور هم بلا داسې شعرونه او د ژوند غميزې د دې دواړو شاعرانو پۀ فن او شخصيت کښې مونږ ته پۀ لاس راځي چې هغه د يو بل سره کلکه رابطه او علاقه لري. نننۍ موقع او ګړندے وخت د اوږدو اوږدو خبرو نۀ دے ځکه چې نن وخت د نيمو نيمو اشارو او وړو وړو خبرو دے او زۀ پۀ دې خبره ښۀ ډاډه يم چې اورېدونکي او لوستونکي به زما پۀ نيمو نيمو اشارو او وړو وړو خبرو ښۀ سر شوي وي او پۀ دې خبره کښې به ما سره اتفاق او ملګرتيا وکړي چې قلندر مومند واقعي د پښتو ژوندے هجري دے.

  • زمونږ دانشورانه کردار – روښان يوسفزے

    زمونږ دانشورانه کردار – روښان يوسفزے

    د ګردې نړۍ د اولسونو د معاشرتي ژوند د تاريخي څېړنې ځينې دا نچوړ او نتيجه راوځي چې د يو قوم ټولنيز ژوند (د مادي او روحاني دواړو) زوال او پسماندګي هغه وخت شروع شي کله چې د هغه معاشرې هوښيار(دانشور) خلق ( شاعران، اديبان، سياستدانان، فلسفيان، ډاکټران، وکيلان، سائنسدانان، استاذان او دغسې نور عالمان) د خپلې معاشرې او اولس پۀ اجتماعي ذمه وارو خپل ځانونه ناجاڼه کړي او د خپلې معاشرې د عامو خلقو غوندې د اجتماعي ژوند د مخ جوړولو او سمولو پۀ ځاے صرف د خپل ذات، خاندان او قبيلې د جوړولو پۀ عمل کښې بوخت شي. حالانکې دغه هوښيار خلق (دانشوره طبقه) پۀ خپل ماحول او معاشره کښې د خپل معاشرتي ادراک او شعور له کبله هغه حېثيت لري کوم حېثيت چې پۀ انساني وجود کښې دماغو، سترګو او غوږونو ته حاصل دے او ظاهره ده چې پۀ يو وجود کښې دغه اهم او بنيادي څيزونه خپل کار او کردار پرېږدي نو بيا هغه ژوندي ګرځېدونکي وجود (انسان) ته ړوند، کوڼ او لېونے وئيلے کېږي خوا کۀ پۀ ظاهري شکل د هغۀ وجود هرڅومره ښکلے او توانا وي ولې پۀ باطن کښې هغه محض يوه ګرځېدونکې ډهانچه وي. هغه د مېکسم ډوکېمپ خبره چې “فارم يو ښکلے څيز دے خو پۀ شرط د دې چې پۀ کښې اعلٰي خيال هم موجود وي ګنې د هغۀ حسين او جميل تندي نه څۀ حاصل چې پۀ کښې دماغ موجود نۀ وي”۔

    د بې دريغه پرانستې ميډيا پۀ وساطت اوس زمونږ د امروزه مشاهدې خبره ده چې د نړۍ د هر اولس او معاشرې د سياست، ادب او تهذيب د تعميري انقلاب او ارتقاء نمائندګان او ترجمان د هغوي تعليم يافته، علمي او پوهه خلق دي خوا کۀ هغه سياستدان دے، کۀ سائنسدان، اديب يا بل کوم قسم دانشور دغه خلق پۀ خپل خپل مېدان کښې د نظريې اوعلم سره لګيا دي خپل خپل کردار ترسره کوي. ولې د دې برعکس متاسفانه زمونږ د پښتنو پۀ معاشره کښې دغه عمل او روايت بېخي اپوټه روان دے ځکه چې زمونږ د پښتنو دکلهمو معاشرتي قدرونو د نمائندګۍ او ترجمانۍ زياته ذمه واري زمونږ هغو خلقو پۀ ځان قبوله کړې ده کومو غريبانانو سره چې د هغه مقدار او معيار علم او معاشرتي پوهه نشته. د څومره مقدار او معيار علم چې د معاشرې د ارتقاء او بدلون د پاره ضروري وي. دغه وجه ده چې زمونږ د اکثرو شاعرانو او ليکونکيو پۀ فنپارو کښې د انقلاب، بدلون او بغاوت يعنې د محلونو د را غورځېدو او د جونګړو د ابادېدو يو جذباتي تکرار خو ډېر ډېر کېږي ولې د يو مکمل انقلابي بدلون د پاره چې د کومو مادي او روحاني څيزونو ضرورت وي، دغه خوا ته بيا زمونږ نظر او رسائي هم د معاشرې د سائنسي طريقه کار پۀ ځاے زيات شاعرانه او يو تصوراتي انداز کښې روانه ده. کۀ څۀ هم د معاشرې د دغه بې سواده يا کم علمه خلقو د خپلو قامي قدرونو، رواياتو، عقيدو سره ډېره سوچه مينه او عقيدت وي او تر خپله وسه د ژوند پۀ هره “ښۀ بده” کښې د دغو څيزونو پالنه کوي ولې د نوو علومو د فقدان او د نورو اولسونو د معاشرې ژوند نه د بې خبرۍ لۀ وجې دا نۀ شي کولے چې د خپل معاشرتي ژوند پۀ زړو قدرونو، رواياتو، رسمونو او لفظونو استعارو کښې د حقيقي بدلون را وستلو د پاره يو نوے احساس، سائنسي سوچ او معروضي تصور واچوي. دا کار او ذمه واري د معاشرې د هغه طبقې ده چا ته چې پۀ صحيح معنو کښې د معاشرې سترګې، غوږونه او دماغ وئيلے شي ځکه چې هم دغه خلق د خپل سماجي وجود د پاره يوه برابره او مضبوطه جامه جوړونکي دي. کۀ چرې د يو اولس د کلهم معاشرتي وجود جامه لنډه تنګه وي يا پۀ سياسي، ادبي، معاشي او کلتوري لحاظ بربنډه ليدے شي نو د دې قصور وار هم د هغه معاشرې دغه هوښيار خلق دي چا ته چې دانشوران وئيلے شي ۔ ۔ ۔ پۀ قول د رحمان بابا:

    چې جامه د چا کوتاه يا اوږده شي

    ورکوے شي هنر مند لره پېغور

    يوه معاشره کښې معاشرتي انقلاب پۀ څۀ او څنګه راځي؟ وده او پرمختيا پۀ کومو څيزونو کوي؟ دې د پاره پۀ نړۍ کښې ډېرو دانشورانو د خلقو د معاشرتي ژوند مطالعه او څېړنه پۀ سائنسي بنيادونو وکړه او د معاشرې د ودې او پرمختګ ډېرې خارجي لارې چارې او ضابطې ئې معلومې کړې او دا حقيقت ئې څرګند کړو چې د يوې معاشرې پۀ ارتقاء او بدلون کښې د هغوي د پېداوار طريقې يو فېصله کوونکے کردار ترسره کوي. خصوصاً ترڅو چې د يوې معاشرې بنياد نۀ وي بدل شوے تر هغې د هغوي نوري معاشرتي سرګرمۍ نۀ شي بدليدې ځکه چې د معاشرې مادي ژوند د هغې روحاني ژوند متعين کوي. لکه د خوشحال بابا دا شعر:

    چې عمر د څارويو سره تېروي

    زيست روزګار د هغو هم پۀ هغه څېر وي

    او يا د پښتو دا متل چې “څنګه غروي هغسې ئې ځناور وي”، پۀ صنعتي، علمي، سائنسي او فني مېدان کښې مونږ تراوسه نورو خلقو او ژبو ته محتاجه يو بلکې حقيقت خو دا دے چې زمونږ دا څۀ لږه ډېره ذهني، سياسي او علمي ترقي او بدلون هم د دغه نورو قومونو د ترقۍ يو رد عمل دے نه چې ګنې زمونږ د خپل سماجي ژوند يا د خپلو معاشرتي قدرونو نتيجه ده او غټه الميه دا هم ده چې زمونږ د دې لږې ډېرې ذهني او سماجي ترقۍ ذريعه هم غېرې ژبې دي. دغه رنګ زمونږ د پښتون معاشرې ټوله سماجي ډهانچه اوس هم نيم جاګېردارانه زميدارانه معيشت باندې اډاڼه ده. پۀ سياسي لحاظ پښتانۀ پۀ څومره سياسي ګوندونو کښې تقسيم دي؟ او پۀ مذهبي لحاظ پۀ څومره مذهبي ډلو او جماعتونو کښې وېشلي شوي دي؟ د پښتو ترقي پسند او نېشنلسټ قوتونه خپل پېغام او کار پۀ کومه طريقه او پۀ کوم انداز کښې خلقو ته رسوي او د دې پۀ مقابل کښې د ترقي پسندۍ او نېشنل ازم مخالف قوتونه خپل کار او پېغام خلقو ته څنګه رسوي؟ دا اسباب دي چې د معاشرې د بدلون عمل ئې ډېر بې ساه او بې کوره کړے دے ځکه خو نن هم زمونږ ( د لر او بر) د جذباتي ژوند رفتار پۀ دغه بنياد روان دے يعنې پۀ جذباتي لحاظ د خپلو رواياتو او قدرونو د پابندۍ خبرې کوو ولې پۀ ذهني او فکري لحاظ د يو سائنسي ترقي پسند انقلاب غوښتونکي يو. چونکې د جذباتو د اظهار ذريعه ژبه ده ( چې پۀ کښې ادب د ټولو نه سرفهرست دے) ولې کۀ حقيقت ته ځير شو نو بيا مو هم دا خپله ژبه د خپل فکري انقلاب سره هغه هومره سائنسي سمون نۀ خوري څومره چې ورته پکار دے.

    سياسي، ادبي، مذهبي او تهذيبي تصورات يا ادارې د معاشرې بنياد نه بلکې پورتنے چهت دے ځکه خو د معاشرې د بنياد (کوم چې معاشي دے) د بدلېدو سره د هغې ټوله پورتنۍ ډهانچه بدلېږي او د دغه بدلون پۀ نتيجه کښې بيا دغه ذکر شوي سياسي او ادبي تصورات يو فعال کردار ترسره کوي. ځکه نو د يو ګټور معاشرتي انقلاب او عمل د پاره دانشورانه تصورات او دانشورانه کردار ډېر زيات ضروري دے.

    ولې چې د تصوراتو نه بغېر هېڅ يو معاشرتي عمل او انقلاب ناممکن دے، د يو ښۀ دانشور، مفکر او نابغه عمل او نظريه د قومونو او معاشرې پۀ بدلون، تعمير او ترقۍ کښې ډېر لوے لاس لري ( د مثالونو د پاره ئې د مختلفو قومونو تاريخ ګواه دے) او دا قسم شخصيتونه د خپل علم، ارادې او ذهانت پۀ وجه پۀ خپله معاشره او ماحول باندې اثر انداز کېږي ۔ کۀ څۀ هم مونږ دا حقيقت نۀ شو نظرانداز کولے چې يو انفرادي شخصيت د خپل دور د تاريخي واقعاتو عام او بنيادي رجحان نۀ شي بدلولے ولې چې هغه خپله هم د دغه تاريخي حالاتو او واقعاتو پېداوار وي ولې بيا هم د خپلو شخصي او علمي خاصيتونو پۀ بنياد پۀ خپله معاشره، ماحول او تاريخي واقعاتو ژور اثرات مرتب کولے شي خو پۀ شرط د دې چې هغۀ کښې د خپل دور د عصري غوښتنو د پوهېدو علم او معاشرتي ادراک د نورو خلقو نه څو چنده زيات وي.

    د نړۍ د هرې معاشرې دغه “معاشرتي ادراک” پۀ څو اهمو شکلونو کښې ظاهرېږي. يعنې سياست، علم و ادب، قانون، سائنس او مذهب ئې څو اهم شکلونه دي.

  • اوبۀ او رحمان – روښان يوسفزے

    اوبۀ او رحمان – روښان يوسفزے

    زمکه پۀ يو لحاظ د اوبو جهاز دے او د ځان دننه تر ډېره حده د ژوند هغه ټولې ضروري قدرتي وسيلې لکه هوا، خشکي (للمه) او اوبۀ لري۔ دا جهاز (زمکه) د اربونو کربونو کلونو راهسې د کائناتو د ژور سمندر طوفاني چپو او غورځنګونو ته سپارلے شوے دے او پۀ قدرتي وسيلو (هوا، خشکۍ، نمر او اوبو) روان او ژوندے دے او خداے مۀ کړه کۀ پۀ دغو ذکر شوو وسيلو کښې يوه وسيله هم ختمه شي نو دا جهاز به سره د خپلو مسافرو ( ساه لرونکيو څيزونو) د همېش لپاره ډوب او فنا شي ځکه چې د هر ساه لرونکي څيز د ژوند بقاء او ضمانت اوبۀ دي (القران سورة الانبياء30-17)

    يعنې اوبۀ ژوند دے او لۀ دې نه بغېر د هېڅ څيز د ژوندي پاتې کېدو هډو تصور نۀ شي کېدے۔ د يونان د يو فلسفي تهاليس (585 قبل ازمسيح) وېنا ده چې د کائناتو د هر څيز ماخذ او بنياد اوبۀ دي.

    اوس دا حقيقت هم هر چاته معلوم شوے دے چې پۀ دنيا کښې سمندري (اوبۀ) برخه د خشکۍ (للمې) نه درې دسته سېوا ده او انساني ابادي چې څومره پۀ تندۍ سره ورځ پۀ ورځ زياتېږي د دې رفتار او اندازې ترمخه کېدے شي چې راتلونکي دور کښې يو وخت داسې هم را شي چې انسانان د زمکې د سطحې پۀ ځاے چرته پۀ سيند يا سمندر کښې ځان ته د اوسېدو لپاره څۀ بندوبست وکړي ځکه چې انسان پۀ دې کائناتو کښې د ځينې قدرتي وسيلو د مختلف صلاحيتونو مالک نۀ دے او د ژوند د تېرولو لپاره ځينې وسيلې ډېرې محدودې دي. د هغو استعمال او قدر خيال ساتل ډېر ضروري دي. هوا، اوبۀ او نمر د قدرت له خوا درې داسې بخښنې دي چې انسان ته بېخي وېړيا ورکړې شوې دي او پۀ دې اهمو وسيلوکښې زيات کثيرالاستعمال څيز اوبۀ دي چې د خپل اهميت او افاديت له کبله يو خاص منفرد حېثيت لري ځکه چې د زمکې د هر پټ او څرګند څيز ژوند، رنګ، نوُر او ښائست صرف پۀ اوبو قائم دے.

    باران د زمکې ابادي ده

    شېرين جانانه زۀ پۀ تا اباده يمه

    دغه وجه ده چې د نړۍ د هرې ژبې پۀ ادب کښې د سيندونو، ويالو او چينو ذکر او ستائنې موجود دي او دا محض پۀ دې وجه چې دغه سيندونه او چينې پۀ ځان کښې د اوبو غوندې اهمه ذخيره لري. پښتو اولسي کلاسيکي يا د جديد دور پۀ ادب کښې چې د خپلو مقامي سيندونو او ګودرونو کوم زيات ذکر او ستائنې موجود دي نو بنياد او حېثيت ئې پۀ اوبو قائم دے ځکه چې انساني جسم خپله هم پۀ اويا فيصده اوبو مشتمل دے او انسان ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره هره ورځ کم نه کم پينځه لېټره اوبۀ پکار دي. پۀ انساني تاريخ کښې هم ګڼ شمېر تهذيبونه د سيندونو سره منسوب شوي دي او د سيندونو د غاړې هر انساني تهذيب او تمدن پۀ تاريخ کښې د اوليت او شهرت شرف حاصل کړے دے ځکه چې پۀ قديم انساني دور کښې سيند يا درياب ځناورو او انسان ته صرف د څښلو او د کر کروندې لپاره اوبۀ نۀ دي ورکړې بلکې د لارو او سړکونو د نشتوالي او کموت لۀ وجې سيندونه، دريابونه د کشتيو پۀ ذريعه د تګ را تګ بهترينې وسيلې هم وې. (موجوده وخت کښې هم دي) ځکه نو د څارويو او زراعت (کرکيلې) نه سېوا د سوداګرۍ، هنر او د عسکري او فوځي نقل و حمل انحصار هم تر ډېره حده پۀ سيندونو او دريابونو ؤ. دغه وجه ده چې د نړۍ ګڼ تاريخي ښارونه عموماً چرته د سيند پۀ غاړه اباد شوي دي.

    د ځينو سائنسدانانو وېنا ده چې انسان اوس هم د هغه هومره مقدار اوبو مالک دے د څومره مقدار چې هاغه د نن نه زر کاله وړاندې ؤ. ولې خبره ددې بنيادي انساني ضرورت د صحيح انتظام او د تحفظ ده. او پۀ عامو خلقو کښې د دې اهم څيز (اوبو) پۀ حقله علم او شعور پېدا کول د معاشرې د هوښيارې طبقې (دانشورانو) علمي او ادبي ذمه واري ده چې د خپلې علمي دور انديشۍ پۀ برکت د خپلو افکارو، ليکونو او فنپارو پۀ ذريعه د خپلې معاشرې پۀ انسانانو کښې د دې خبرې پوهه او اګاهي پېدا کړي چې اوبۀ د انساني ژوند د بقاء لپاره اوس هم او راتلونکيو دورونو کښې هم د څومره لوي اهميت او افاديت وړ کېدے شي.

    دا علمي او ادبي خلق عموماً د وقتي او هنګامي مسئلو پۀ ځاے د هغو مسئلو خواته د خلقو پام او فکر را ګرځوي کومې چې پۀ دائمي توګه ډېرې بنيادي او ضروري دي. هسې هم هغه ليک او فنپاره د “افاقيت” او “ابديت” درجه مومي چې پکښې دکلهم انساني ژوند پۀ حقله د هر دور، د هر ملک، د هر نسل او د هرې ژبې د انسانانو د پاره د متاثر کولو څۀ سبق او صلاحيت موجود دے. هم دا د يوې ښې،لوې، معياري او دائمي فنپارې او ليک خاصه او شناخت دے. داسې قسم فن او ادب کښې د انساني ژوند او کائناتو پۀ هره اهمه انساني موضوع او مسئله ژور سوچ او فکر شوے وي. ځکه چې دا رنګ ليکونکي او فنکار سره د خپلو ظاهري دواړو سترګو او غوږونو پرته يوه بله درېمه سترګه او غوږ هم وي چې د هغې پۀ وساطت ډېر نۀ ښکارېدونکي منظرونه او نۀ اورېدونکي اوازونه اوري.

    د هغۀ حواس داسې تېز او نازک تارونه دي چې د ژوند او کائناتو ډېرې پټې تجربې، مشاهدې، څهرې او نويو انکشافاتو، ايجاداتو خبره د هغۀ دتخيل کور ته را رسوي.

    رحمان بابا چې د شخصيت، علميت، فکر او فن عظمت او مقام ئې هر خاص و عام او خپلو پرديو منلے ستائيلے دے ځکه چې رحمان بابا پۀ اصلي معنو کښې د پښتو شاعرۍ سوچه افاقي او ابدي شاعر دے. پښتو شاعرۍ کښې دګڼو موضوعاتو، مضامينو وحدت او اجتهاد پۀ لحاظ د خپل ځان پۀ حقله د هغوي د “عالمګيريت” دعويٰ محض دعويٰ نۀ ده بلکې د هغوي دغه دعويٰ پۀ ډېرو قوي داخلي شهادتونو اډاڼه ده ځکه چې د خپل وخت د اقتصادي، تهذيبي او سياسي انساني صورتحال نه تر دې وخته داسې کومه اهمه انساني موضوع او مسئله ده چې د هغې پۀ حقله ګندي د رحمان بابا افکار زمونږ رهنمائي نۀ کوي؟

    دې سلسله کښې کۀ څۀ فرق او کمے مونږ محسوسوو نو دغه فرق او کمے د رحمان بابا پۀ شاعرۍ کښې نۀ دے بلکې دا کمے زمونږ د خپلو علمي او سياسي فکر و نظر دزاويو دے. حالانکې اوس هم د رحمان بابا ډېر افکار پۀ ملکي او عالمي، سياسي، تهذيبي او نفسياتي تناظرکښې مونږ ته د ژوند پۀ ډېرو بنيادي مسئلو او موضوعاتو د يو نوي خيال او فکر طريقې او د سوچ او تدبر نوې زاويې را بخښي. د اوبو مسئله چې اوس ئې پۀ ګرده نړۍ د يوې اهمې انساني مسئلې شکل اختيار کړے دے او د مختلفو ملکونو د مختلفو مکتبونو د دانشورانو دبحث مباحثې، کانفرنسونو، سېمينارونو او د کتابونو کالمونو پۀ ذريعه يوه عالمي موضوع او مسئله ګرځېدلې ده. د هر مکتب فکر خاوندان پرې دخپل خپل فکر او نظر پۀ رڼا کښې خپله رايې او تجزيه وړاندې کوي.

    تر دې چې د نړۍ د ځينو سياسي او اقتصادي تجزيه نګارو پۀ خيال شايد چې د درېم عالمي جنګ اصل بنياد او سبب هم اوبۀ وګرځي. داقوام متحده سابقه سېکرټري جنرل بطروس غالي هم دا خبره کړې ده چې پۀ مشرق وسطٰي کښې به ائنده جنګ د سياسي کړکېچ له وجې نۀ بلکې پۀ اوبو وي.

    اوس هم دې حقيقت نه انکار نۀ شي کېدے چې د دنيا ځينې ملکونه د دې خطرناکې مسئلې سره مخ دي او لۀ دې مسئلې (اوبو) لۀ وجې د ډېرو ملکونو او قومونو ترمېنځه د جنګ جګړې نوبت راتلے شي۔ پۀ عالمي سطح د امريکې او مېکسيکو ترمېنځه د کلوريډو درياب پۀ اوبو يو تاوتريخوالے موجود دے. دغه رنګ پۀ يورپ کښې د دريائے ډينيوب ملکونه يعنې هنګري او چيکو سلواکيه د خپلې برخې پۀ اوبو رضا نۀ دي. پۀ ملکي داخلي سطح د پاکستان او بهارت ترمېنځه د کشمير مسئله هم پۀ بنيادي توګه داوبو مسئله ده. خپل ملک پاکستان کښې هم د صوبو ترمېنځه چې کوم عام شکايت او خفګان دے نو د هغې زيات تعلق هم د اوبو سره دے.

    د اوبو دکمي له وجې پۀ عام انساني ژوند او د هغه پۀ نورو ذريعو لکه زراعت، تجارت او ذريعه معاش څومره منفي اثرات مرتب کېږي. د څومره جسماني او ذهني تکليفونو او مرضونو سره پرې خلق مخ کېږي. پۀ دې حقله د نړۍ سياسي، سماجي او اقتصادي دانشوران وخت پۀ وخت خپلې رايې او تجزيې مونږ ته د مختلفو پروګرامونو، کتابونو او کالمونو پۀ ذريعه وړاندې کوي. ځکه چې دې اهمې انساني مسئلې اوس پۀ ټوله نړۍ کښې سر را پورته کړے دے او د بعضې ملکونو اوسېدونکيو د پاره خو اوبۀ لۀ وينې زيات قدر قيمت لري. دغه وجه ده چې دې مسئلې نن د ډېرو اقتصادي، سائنسي، زرعي او معاشي دانشورانو پام ځانته را ګرځولے دے ولې بلخوا دا څومره د اعزاز او فخر خبره ده چې د نن نه څه کم څلور سوه کاله وړاندې رحمان بابا د خپلې علمي دور انديشۍ پۀ برکت پۀ دې اهمه انساني موضوع او مسئله خپل نظر د خپل اتۀ دېرشو شعرونو پۀ يو غزل نما نظم کښې داسې وړاندې کړے دے چې پۀ موجوده دور کښې لۀ دې مسئلې سره د مخ کېدونکيو او پۀ دې د پوهېدونکيو خلقو د زړۀ او ذهن عکاسي او ترجماني ئې کړې ده.

    رحمان بابا د نن نه څۀ کم څلور سوه کاله وړاندې پۀ دې پوهه ؤ چې اوبۀ څومره لوے نعمت دے او هم پۀ دې وجه ئې د شعر پۀ ژبه دغه حقيقت تل لپاره امر کړے دے۔ دا هم د حېرانۍ خبره ده چې هغه وخت کښې ابادي کمه او د اوبو کۀ يو خوا داسې پۀ لوے کچ څۀ کشاله نۀ وه نو بلخوا دچا پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راتله چې داسې يو وخت به راځي چې ګينې د اوبو به لويه مسئله پېدا کېږي۔ خو دا د رحمان بابا نظر ؤ چې دا هر څۀ ئې ليدل او محسوسول۔

    د خپل تفصيلي، تحقيقي تمهيد او خبرو پۀ ثبوت کښې لۀ هغه اتۀ دېرشو شعرونو نه صرف د مثال پۀ توګه دلته څو شعرونه رانقل کوم او پۀ دې حقله د موجوده سائنسي، اقتصادي او زرعي علومو پۀ رڼا کښې دژور سوچ، تحقيق او تجربې مېدان او فېصله د وخت پۀ دغو عالمانو او دانشورانو ځکه پرېږدم۔

    ؂

    چې زما پۀ مخ ئې پورې د حال ور دے

    هر چې کښت ئې پۀ باران اوبۀ سېلاب وي

    د هغو عمر به واړه پۀ عذاب وي

    هغه ملک چې پۀ کښې سيند او رودبار نۀ وي

    دهقانان به ئې همه خانه خراب وي

    و اسمان ته به ئې سترګې وي ختلې

    د باران لۀ انتظاره به يې خواب وي

    لکه څوک چې تلوي ئې پۀ کړهۍ کښې

    د هغه ماهي پۀ طور به کباب وي

    د اوبو لۀ ډېرې ډېرې قيمتيه

    لرګي لوښي ئې مردار پۀ منجلاب وي

    هېڅ ئې مۀ پوښته له غسله لۀ اودسه

    چې يو څاڅکے پرې ګوهر غوندې ناياب وي

    د للمې سړي پۀ مخ کښې وي اب چېرې

    هغه خلق چې بې اب وي نو بې اب وي

    د خشکۍ لۀ غمه قوم د رحمان خوښ دے

    کۀ رفتن ئې له جهانه پۀ شتاب وي