Category: خان عبدالغفار خان (باچا خان)

  • د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

    د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

    د خدائي خدمتګارانو تحريک ولې جاري (شروع) شوے دے

    زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې هغوي ته زما د تقرير اورېدو موقع پۀ لاس ورغلې نۀ وي، يا ئې تقريرونه اورېدلې وي خو ښۀ پۀ مطلب ئې پوه شوي نۀ وي او يا پوه شوي هم وي خو د اخوا دې خوا خبرو پۀ اورېدوسره ئې پۀ زړۀ کښې څۀ شکونه پېدا شوي وي نو نن زۀ د خپل اخبار “پښتون” پۀ ذريعه يو ځل بيا پۀ صافو صافو لفظونو کښې دَ خپل جاري کړي تحريک خدائي خدمتګارۍ د نصب العېن پۀ حقله يو څو خبرې کول غواړم او پۀ دې خبرو تاسو پوهول غواړم، چې دا تحريک دَ څۀ غرض دپاره شروع شوے دے؟ فائده بۀ ئې څۀ وي؟ او خېر بۀ ئې چاته وي؟

    زما خوږو وروڼو! دَ خدائے پاک داسې يو نظام دے، دَ قدرت يو عام قانون دے، چې د کوم وخت نه ئې دنيا پېدا کړې ده او د ادم علېه السلام اولاد ئې پۀ دنيا کښې خور کړے دے نو د دنيا د بېلې بېلې حصې اوسېدونکي ئې پۀ بېل بېل قام مشهور کړي دي او هر يو قام ته ئې د ځمکې يوه حصه يا يو ملک ورکړے دے، دا څۀ دپاره؟ دَ دې دپاره چې هر يو قام پۀ خپل ملک کښې اباد وي او دَ خپل ژوند ضروريات دَ هغې خپل ملک نه پوره کړي او هر يو قوم دَ دغې خپل ملک اختيارمند او واکدار وي.

    نو مونږ چې څۀ وخت د قدرت دې عامې قاعدې ته وکتل نو ومو ليدل، چې پۀ موجوده دنيا کښې څومره قامونه اوسي، نو د هر يو قام ځان لۀ يو ملک پۀ قبضه کښې دے، هر يو قام دَ خپل ملک مالک دے، دَ هر يو ملک پۀ حاصلات او امدنۍ دَ هغې خپل قام بال بچ اباد او خوشحال وي نو بيا چې مو خپل ملک ته وکتل او پښتون قام ته مو نظر وکړو نو حېران پاتې شو چې اخر څۀ وجه کېدې شي، چې د شلمې صدۍ پۀ دې ترقۍ موندلې دنيا کښې پښتون قام لا هغسې بې علمه او جاهل دے، بې کسبه او بې هنره دے، بې وسه او بې کسه دے، خوار او ذليل دے، بربنډ او اوږے دے، ولې مونږ قام نۀ يو يا مونږ لۀ خدائے ملک نۀ دے راکړے، مونږ خو وينو چې زمونږ ملک پۀ دنيا کښې دَ ځمکې يو ډېره اباده او بهترينه ټکړه ده، تاسو پۀ خپله ورته نظر وکړئ، زمونږ ملک يوجنت نۀ دے؟ دَ دنيا کوم نعمتونه دي چې هغه پۀ دې ملک کښې نۀ پېدا کېږي، کوم څيزونه دي، چې هغه دلته نشته، نو سره د دې ټولو خبرو بيا پښتون تباه او برباد دے، ذليل اوخوار دے، بچي ئې بربنډ او وږي دي، اخر دا ولې؟ نو وروڼو! خبره دا ده چې بېشکه ملک خو مو شته، ولې اختيار مو پکښې نشته، قام خو يو، خو غلامان يو، نعمتونه خو هر څۀ زمونږ پۀ ملک کښې پېدا کېږي خو فائده ئې بل يو قام ته رسي، ملک زمونږ دے، مزې پرې نور کوي.

    دغه وجه ده، چې دَ دنيا نور قامونه ترقي کوي او پښتون ورځ پۀ ورځ د تباهۍ غار ته پرېوځي، دغه سبب دے، چې پښتون وږے بربنډ او جاهل دے، نو لنډه نتيجه دا وخته، چې تر څو دَ دې خپل ملک اختيار دَ پښتون پۀ لاس رانۀ شي نو ترهغه وخته پښتون ترقي کولے نۀ شي، تر څو چې پښتون ازاد شوے نۀ وي، نو دَ دۀ حال ښۀ کېدے نۀ شي، تر څو چې پښتون دَ غلامۍ طوق لۀ غاړې نه ويستے نۀ دے، پښتون دَ دنيا دَ نورو قومونو دَ سيالۍ لائق کېدے نۀ شي نو اوس پۀ دې خبره غور کول پکار دے، چې اخر دا ملک دَ پښتون د لاس نه ولې تلے دے او پښتون پۀ څۀ خبره دَ نورو قومونو نه کمزورے دے، ولې دَ پښتون دوه لاسه دي، دَ نورو څلور دي؟د پښتون يو سر دے، دَ نورو دوه دي؟ نا! پښتون پۀ هېڅ خبره دَ چا نه کم نۀ دے، بلکې پښتون دَ هر چا نه بهادر دے، ډېر زړور دے،اخلاص مند او مهمان نواز دے، خو سره دَ دې صفتونو بيا ولې غلام دے؟

    نو وروڼو! تاسو ځان پوه کړئ، دَ دې نور هېڅ وجه نۀ ده، صرف دا يوه وجه ده، چې دَ پښتون کور وران دے، دَ پښتون اواز يو نۀ دے، پۀ دۀ کښې پرې جنبې دي، پۀ دۀ کښې بدنيتۍ او تربګنۍ دي، پۀ دۀ کښې بغض کينې او خود غرضۍ دي، کۀ دوه پېسې ذاتي فائده مومي نو نۀ پۀ قام څۀ کار لري، نۀ ئې اسلام پکار وي، نۀ دَ ملک دَ فائدې څۀ خيال ساتي، هر څۀ دې پۀ سيند لاهو شي، خو دَ دۀ دَ پېسې فائده دې وشي، بيا هم عام پښتانۀ دومره ګرم نۀ دي، نۀ غريب خلق دومره قصوروار دي، کۀ څۀ خرابي ده او نقصانونه دي نو پۀ خاصو خاصو خلقو کښې دي، يعنې پوهه او تعليميافته خلق زيات دَ خودغرضۍ نه کار اخلي، بلکې زۀ خو همېشه پۀ تقريرونو کښې وايم چې غريب پښتون خو دَ ګډو يو ډېر ښۀ کنډک دے، ولې افسوس دے چې شپون نۀ لري، دا ګډې خو هر چاته راغونډېږي، پۀ دې طمعه چې دا به زمونږ شپون وي او مونږ به دَ شرمخانو نه بچ کوي ولې چاته چې راغونډې شي هم هغه دَ بډې نه چاړۀ راوباسي، دَ دوي مرۍ پرېکړي.

    لنډه دا چې څۀ وخت مونږ دَ پښتنو پۀ دې خراب حال نظر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدو چې تر څو دَ پښتنو نه دَ دې خرابو خصلتونو دَ ويستلو کوشش ونۀ کړے شي، دا خودغرضۍ بې اتفاقۍ، پرې جنبې او تربګنۍ دَ دۀ نه ورکې نۀ کړې شي نو دے هر ګز ترقي کولے نۀ شي.

    خدائي خدمتګارو وروڼو!

    ستاسو مېدان دَ عمل ته راوتل دَ خدائے پاک پۀ خپل پرېوتي مخلوق باندې يو لوئے رحمت ؤ، تاسو پۀ خپله بې نظيره بهادرۍ سره دنيا ته وښودله چې دَ غلامانو پۀ دې بدنامه دنيا (هندوستان) کښې اوس هم داسې زلمي موجود دي، چې دَ وطن پۀ عزت باندې خپل مال او سر قربانول سبب دَ فخر ګڼي، خپل ځان ورکول غواړي خو دَ وطن بې عزتي او ذلت خوښولو ته تيار نۀ دي. نن دَ دنيا پۀ ګُټ ګُټ کښې دَ خدائي خدمتګارو نوم پۀ ډېر عزت سره اخستے شي او ستاسو پۀ برکت دَ سرحد (پښتونخوا) زمکه دَ ايمان او دَ غېرت يوه ټکړه شمارلې شي. دَ هندوستان پۀ نورو صوبو کښې هم داسې زلمي شته چې دَ ملک پۀ محبت کښې هر يو تکليف تېرولو ته تيار دي، ولې دَ تېرو دوو جنګونو د ازادۍ پۀ ورځو کښې چې کومې سختۍ او مصيبتونو تاسو تېر کړي دي، دَ هغې لسمه حصه هم بلې صوبې تېره کړې نۀ ده، هم دغه وجه ده، چې کوم اصلاحات او اختيارات دَ حکومت نور هندوستان پۀ پنځوس کاله کښې حاصل کړي دي، تاسو پۀ يو دوه کاله کښې دننه دننه حاصل کړو، تاسو ته پۀ دې زرينو کارنامو چې څومره مبارکي درکړې شي، کمه ده، خو ولې نن دا يو سوال پېدا کېږي چې ولې ستاسو کار پوره شو او بس تاسو به نور څۀ تکليف نۀ تېروئ، کاميابي حاصله شوه؟ افسوس! چې دَ دې جواب ډېر تريښ دے،زمونږ خوږ وطن لا هغسې “غلام” دے، پۀ مونږ لا هغسې دَ اجنبي حکومت پنجه پرته ده، مونږ ته اګر چې څۀ نا څۀ اختيارات راکړے شوي دي، ولې هغه واک او اختيار چې مونږ پرې دَ خپل وطن دا خواري، غريبي ورکه کړو، پۀ وطن کښې دَ علم او دَ هنر چينې جاري کړو، بې کاري او بې روزګاري ورکه کړو، دَ خپل وطن يو اوسېدونکے دَ حاکم قوم دَ يو کس سره پۀ تول برار کړو، لا تر اوسه مونږ ته حاصل نۀ دے، دَ خزانې کنجيانې دَ انګرېزانو سره دي، پۀ غټو غټو نوکرو مقررتيا دَ ولايت نه کېږي او دَ قانون پاس کېدل دَ وائسرائے او ګورنرانو پۀ منظورۍ موقوف دي، نو پۀ داسې حال کښې دَ کوشش نه لاس اخيستل پۀ خپله غلامۍ به دَ رضامندۍ اظهار کول وي نو کۀ چرې خدائي خدمتګارو دا قسم پۀ رښتيا کړے وي چې مونږ بۀ هله ارام کوو چې تر څو مو ملک ازاد کړے نۀ وي، نو وخت دے چې هر يو خدائي خدمتګار دَ راتلونکي امتحان دپاره بيا تياري شروع کړي او دَ بيګل پۀ اواز دَ جنګ (دَ جدوجهد) مورچې تلو ته تيار ناست وي او ورسره ورسره دا خبره ډ ېره ضروري ده، چې هر يو خدائي خدمتګار خپل ځان دَ هغه عېبونو او نقصانونو نه پاک کړي، کوم چې دَ يو خدائي خدمتګار دَ شان خلاف وي.

    خدائي خدمتګار پۀ رښتيني معنو خدائي خدمتګار جوړ شي، پۀ ځان کښې داسې ښۀ او نېک خويونه پېداکړي، چې دَ هر خيال سړے دَ دۀ پۀ تعريف کولو مجبور شي او دَ خدائي خدمتګارۍ خوږې ورورولۍ ته دَ هر سړي مينه پېدا شي. زمونږ ډېر خدائي خدمتګار وروڼه چې دَ قومي خدمت پۀ وجه ئې څۀ عزت پېدا شوے وي، ځان دَ عامو خلقو نه ډېر زيات ګڼي او عامو خلقو سره دَ غرور او تکبر سلوک کوي او ځينې داسې خدائي خدمتګاران بۀ هم وي، چې اخلاقي حالت بۀ ئې ډېر پرېوتے وي، نشې بۀ کوي، غلا، جواري بۀ کوي، مونځ اودس بۀ بالکل نۀ کوي، پۀ لېن دېن کښې بۀ ډېر کوټه والے کوي، دَ داسې وروڼو پۀ خدمت کښې عرض دے، چې دَ خدائے دپاره خپل ناکاره خويونه دې بدل کړي، دَ هر ناکاره عمل نه دې تائب شي، دَ خدائے دَ مخلوق سره دې پۀ مينه محبت سره سلوک ساتي او کۀ دَ بد قسمتۍ نه دا بدعادتونه نۀ شي پرېښودے، نو بهتره خبره دا ده، چې دَ خدائي خدمتګارۍ نه ځان جدا کړي او دَ الله پاک پۀ مخ کښې ځان دَ بدنامۍ نه بچ کړي، مونږ پۀ دغسې عمل پۀ مخکښې تلے شو او نۀ دَ غېر قام دَ پنجې نه ازادي حاصلولے شو، نو هم دَ دې مطلب دَ پوره کولو دپاره مونږ دَ يوې نوې ورورۍ او نوې عزيزدارۍ بنياد کېښودو او هغې ته مو نوم کېښود “دَ خدائي خدمتګارۍ تحريک”.

    دا تحريک دَ اتو کالو نه مونږ شروع کړے دے، زمونږ دا کوشش دےچې دَ هر پښتون غوږ ته مونږ خپل اواز ورسوو او پښتانۀ پۀ دې کښې شامل کړو.

    دَ دې نوې ورورۍ پۀ ذريعه مونږ دَ پښتون قام بيا يو کول غواړو، پۀ دوي کښې بيا مينه او محبت پېدا کول غواړو، دے بيا پۀ يو اواز روانول غواړو، زمونږ پۀ دې نوې عزيزدارۍ کښې هر يو پښتون کۀ غريب دے، کۀ امير دے، کۀ خان دے، کۀ ملک دے، کۀ ميا دے، کۀ ملا وي، هندو وي، کۀ مسلمان وي، پۀ يو شان شريکېدے شي، صرف پۀ يو شرط سره چې دَ خدائي خدمتګارۍ اصول کوم چې مونږه ايښي دي، وپېژني او پۀ هغې روانېدو ته تيار وي.

    (بس) والسلام

  • د باچا خان رح خطونه – اداره

    د باچا خان رح خطونه – اداره

    (د جواهر لال نهرو او جي اېم سېد پۀ نوم)

    ( دا خطونه باچا خان جواهر لعل نهرو او جي اېم سېد ته پۀ انګرېزۍ او اردو ژبه کښې ليکلي وو چې نهرو پۀ خپل کتاب A Bunch of old letters او جي اېم سېد پۀ خپل کتاب “کچهـ خطوط مېرے نام” کښې چاپ کړي. اداره ئې د “پښتون” د لوستونکو دپاره پښتو ترجمه يو ځل بيا چاپوي )

    د نهرو پۀ نوم:

    لۀ طرفه عبدالغفار

    ډونګه ګلي- ضلع هزاره 13 جولائي 1940

    خوږه پنډت جي!

    پرون ستا ټيلي ګرام ماته ډونګه ګلۍ کښې ملاؤ شوے دے. د کېمپ دپاره تر اوسه ځائے نۀ دے مقرر کړے شوے ځکه چې هغه خلق زما انتظار کوي. دلته د رارسېدو سره ما هغه وخت هغوي ته ليکلي وو. ډېر زر بۀ د مقرره تاريخ پۀ حقله تا ته خبر درکړے شي. تاسو لۀ پکار دي چې پۀ رېډيو د راجه جي او مولانا صاحب د خيالاتو نه ځان خبر کړئ او پۀ دغه ګفتګو نور هم غور وکړئ، کوم چې بۀ د مسټر جناح او مولانا صاحب ترمنځه کېږي. زۀ د مولانا صاحب پۀ خبره خو پوهه شوم ولې د جناح صاحب پۀ اعتراض ونۀ رسېدم. زۀ بۀ د کېمپ پورې دلته يم او وروستو به کار شروع کړم. د دې ځاے موسم ډېر خوشګوار دے او زما صحت پۀ تېزۍ سره ښۀ کېږي.ما د يونس صاحب نه اورېدلي دي چې پۀ سري نګر کښې ګرمي ده، ځکه هغه خپل زيات وخت پۀ کلي کښې تېروي. زۀ د دې جوګه نۀ يم چې پونا ته درشم، کۀ ال انډيا کانګرس کمېټي پۀ دې قرارداد زور راوړي نو بيا بۀ زۀ استعفٰى ورکوم.

    امېد دے چې تۀ بۀ خوشحاله يې. عبدالولي، غني، روشن او مهرتاج دې ډېر يادوي او سلام درته وائي.

    ستا عبدالغفار

    —————————

    لۀ طرفه عبدالغفار

    لکهنؤ 18 اکتوبر 1940

    خوږه جواهر لعل جي!

    زۀ پرون پۀ خېريت سره دلته راارسېدلے يم. نهرو صاحب (د جواهر يو کزن) راله سټېشن ته راغلے ؤ. پۀ دې کور کښې زۀ ښۀ پۀ ارام يم او نن به د دوو بجو پۀ رېل ګاډي کښې لاړ شم. مهرتاجې سره مې ليدۀ شوي وو او د هغې د پرنسپلې سره مې هم ملاقات شوے ؤ. هغه وائي چې مهرتاجه ډېره ښۀ ماشومه ده خو جذباتي ډېره ده او پۀ نورو جينکو پۀ اسانه اثر واچوي. پرنسپلې صاحبې راسره لوظ کړے دے چې د مهرتاجې نور تربيت به هم کوي.

    زۀ غواړم چې تۀ کله کله مهرتاجې ته خط ليکې او هغې ته وائې چې د خپل ځان پېژندو او پۀ دنيا د پوهېدو کوشش وکړي او دا ورته ووائې چې د هغې د ژوند مقصد څۀ دے.

    ما مولانا (مولانا ابوالکلام ازاد) هم ليدلے ؤ او هغۀ چې ستا سره کوم لوظ کړے ؤ، هغۀ ډېر ښۀ کړي دي پۀ اصل کښې د هغې پۀ حقله خبره شوې وه. ما پۀ سيګان کښې د مهاتما جي نه اورېدلي وو چې دے وائي چې جواهر لعل د دۀ سره متفق نۀ دے. هغۀ وئيل چې زۀ بۀ د پنډت جي سره پۀ سټېشن ملاقات وکړم او هغه به مطمئن کړم ولې مولانا صاحب خو زما سره اتفاق لرۀ او د دې خبرې فېصله شوې وه چې تاته پۀ ټيلي فون ووئيلے شي.

    زۀ هيله لرم چې تۀ به مهاتما جي ته خط وليکې او هغۀ ته به يقين ورکړې او ټول معاملات به د مهاتما جي د خواهش مطابق سر ته ورسوې. زۀ او مولانا صاحب هم دا غواړو. دلته بالکل خېريت دے. امېد لرم چې تۀ به هم پۀ خېريت سره يې.

    ستا عبدالغفار

    —————————

    د جي اېم سېد پۀ نوم:

    19 مۍ 1948

    السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

    خوږه سيد صاحبه!

    مونږ نن د ماښام پۀ ګاډي کښې روان شوي يو، ستاسو “دعوت” ډېر رايادېږي. ډېره مننه. د سهروردي او دت صاحب سره ډېرې خبرې وشوې، دواړو وئيل چې بنګال ته لاړ شو نو درته به اطلاع وکړو. ما هغوي ته پته ورکړې ده، د شېخ صاحب سره د ملاقات موقعه ملاؤ نۀ شوه، زمونږ ټولو د طرفه هغۀ ته او تاسو ته ډېر ډېر سلامونه.

    د خپل خېريت نه مو کله کله خبروه.

    فقط ستاسو عبدالغفار

    —————————

    منټګمري جېل 5 مارچ 1953

    خوږه سېد صاحبه!

    السلام عليکم ورحمة الله و برکاته

    د وعدې مطابق تاسو ته د جېل نه خط ليکم. د پارسل متعلق ما يو خط د هسپتال نه ليکلے ؤ، امېد دے چې در رسېدلے بۀ وي.

    د اخبار پۀ ذريعه خبر شوم چې تۀ چين ته تلے يې او د هغه ځائے نه وائنا ته هم تلے وې، زۀ د يوې مياشتې نه پۀ دې جېل کښې يم خو ماته دا پته نشته چې تۀ د وائنا نه واپس راغلے يې کۀ نا. ځکه خط لږ ناوخته شو.

    د دنيا سېل او دغسې جلسو کښې شرکت نه انسان ته ډېره فائده رسېدلے شي او ډېر څۀ زده کولے شي. زمونږ مسلمانانو دا ډېره لويه بدنصيبي ده چې همېشه به د چا سهاره اخلو او کله چې دا سهاره لرې شي نو مونږ راپرېوځو، کوم قوم چې پۀ خپلو پښو د ودرېدو کوشش نۀ کوي هغه پۀ دنيا کښې هېڅکله ترقي نۀ شي کولے. پۀ دې کښې د مسلمانانو هېڅ قصور نشته، دې غريبانو ته خو د دين او ملت مشرانو دا پۀ ذهن کښې وراچولي دي چې تاسو پښه پۀ پښه کښېنئ، امام صاحب بۀ راځي او چې راشي نو ستاسو دپاره بۀ ټول هر څۀ وکړي.

    زما د طرف نه شېخ صاحب او نورو ملګرو ته (څوک چې مو يادوي) ډېر ډېر سلامونه او دعاګانې.

    فقط ستاسو عبدالغفار خان

    (سنسر شوے)

    —————————

    اتمانزۍ- چارسده 11 نومبر 1955

    خوږه سېد صاحبه!

    خوشحاله او روغ اوسې!

    السلام عليکم ورحمة الله و برکاته

    ما د باقي صوبو دوره هم مکمله کړې ده، صرف هزاره پاتې ده، نن هلته ځم امېد دے چې يوه هفته به هلته ولګي چې څنګه د هزارې نه راشم نو د کراچۍ درتلو اراده مې ده.

    امېد لرم چې تۀ او شېخ صاحب بۀ ښۀ يئ. ستاسو د طرفه تر اوسه د خېر خېريت څۀ خط رانغے. د رئيس صاحب صحت څنګه دے، خدائے دې تاسو لۀ د خپل قوم او ملک د خدمت کولو دپاره ښۀ صحتونه درکړي. امين ثم امين

    ټولو ملګرو ته ډېر ډېر سلامونه او دعاګانې.

    فقط ستاسو عبدالغفار

    اسلاميه کالج پېښور 10 فروري 1956

    خوږه سېدصاحبه!

    روغ جوړ او خوشحاله اوسې!

    السلام عليکم ورحمة الله و برکاته

    ستا تار راورسېدو، مهرباني. زۀ څۀ ورځې پۀ شاهي باغ کښې وم خو هلته مې د ډاکټر پۀ هداياتو عمل ونۀ کړے شو نو ځکه د ډاکټر پۀ وېنا دلته راغلم. اوس د خدائے پۀ فضل لږ ښۀ يم او ډاکټر هم د شاهي باغ تلو اجازت راکړے دے ځکه نن هلته ځم. هلته بۀ څو ورځې ارام وکړم او بيا د مردان پۀ دوره د تلو اراده لرم. دعا کوئ چې الله تعالٰي راته د خدمت دپاره همت، طاقت او صحت راکړي.

    زۀ امېد لرم چې ټول غړي بۀ پۀ 23 فرورۍ پېښور ته ضرور راځي. شهزاده عبدالکريم ته هم وليکئ چې هغه د خپل طرفه بل څوک نۀ رالېږي او ضرور پۀ خپله راشي. رئيس صاحب بۀ هم خامخا راځي. داسې ونۀ شي چې تۀ هغه پرېږدې، کۀ زۀ پۀ دوره لاړم نو پۀ 21 يا 22 تاريخ بۀ پېښور ته خامخا ځان رسوم او ستاسو د راتلو انتظار بۀ کوم، تاسو د خپل راتګ اطلاع پۀ لاندينۍ پته وکړئ.

    “پروفېسر عبدالعلي خان- اسلاميه کالج پېښور”

    زۀ امېد لرم چې عبدالصمد خان او شېخ صاحب بۀ ټيک ټاک وي، زما د طرفه هغوي ته ډېر سلامونه او دعاګانې عرض کړئ. امېد دے چې ستاسو صحت بۀ هم صحيح وي، ولي او غني هم تاسو ته ډېر ډېر سلامونه وائي. زما د طرفه ټولو ملګرو ته سلامونه.

    فقط ستاسو عبدالغفار

    —————————

    لاهور 8 مارچ 1984

    خوږه سېد صاحبه!

    السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

    ستا پېغام راورسېدو، مهرباني.کۀ ما ته اجازت ملاؤ شو نو کراچۍ ته بۀ درشم. کۀ يواځې وم نو ستا سره بۀ پاتې شم او کۀ نور خلق راسره وو نو بيا تا لۀ تکليف نۀ درکوم. پۀ داسې صورت کښې کۀ تاسو مونږ لۀ يو ځائے (کور) وګورئ نو مهرباني بۀ وي چې مونږ پۀ هغه کور کښې ځان لۀ خپل انتظام پۀ خپله کوو. شېخ صاحب او نورو ملګرو ته زما د طرف نه ډېر ډېر سلامونه.

    فقط ستاسو عبدالغفار

  • د باچا خان بابا اقوال

    د باچا خان بابا اقوال

    1. زما ملګرتيا کښې غمونه او تکليفونه دي، زما لار د ازغو نه ډکه ده، زما ملګرتيا صرف هغه څوک کولے شي چې د خپل ملک او قوم دپاره خپل ځانونه خاورو کښې خاوري کولے شي، پۀ دې لار کښې صدارت، جرنېلي او ممبري نشته او نۀ پۀ دې لار کښې وزارت شته، پۀ دې لار کښې قرباني، تکليفونه او غمونه برداشت کول دي.

    2. پۀ ژوند کښې لوے فن دا دے چې لۀ هغه وخت نه استفاده وشي چې پۀ مونږ تېرېږي.

    3. زما د لرې برې پښتونخوا لۀ پښتنو سره دومره مينه ده چې زۀ ئې بيان نۀ شم کولے، خپل ملک خپل قام سره وږے تږے او پۀ تکليف کښې خوشحاله يم، پۀ بل ملک کښې پۀ عېش و عشرت کښې نا.

    4. چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ورځنې ورکه شي نو هغه قام ورک شي. مذهب د نفرت نا بلکې د مينې او محبت علمبردار دے.

    5. بې د انقلابي اصلاحاتو دا معاشره پاکېږي نا او د انقلابي اصلاحاتو د نفاذ دپاره انقلابي ذهنيت او انقلابي اراده او اخلاص پکار دے.

    6. زۀ يو انقلابي يم، زما د پېژندګلو کوشش وکړئ، زۀ يو انقلابي خدائي خدمتګار يم او زمونږ دا تحريک هم انقلابي دے.

    7. ظالمان بهادران نۀ وي، ډېر بزدله او بې ايمانه وي، بهادر سړے پۀ چا هېچرې ظلم نۀ کوي.

    8. مشکلاتو کښې مونږ کار شروع کړے ؤ خو زمونږ کار ورځ پۀ ورځ ترقي کوله ځکه چې زمونږ کار د خدائے د مخلوق دپاره ؤ، زمونږ پکښې ذاتي غرض نۀ ؤ بلکې ذاتي مو پکښې نقصان ؤ.

    9. زما به همېشه دا کوشش ؤ چې د ښځو د مغزو نه د کمترۍ احساس لرې کړم، ځکه چې پۀ دوي کښې دا احساس خودغرضو او ناپوهو سړو پېدا کړے دے.

    10. رښتيني خدائي مذهب خو د مخلوق خدمت دے، مينه ده، محبت دے، انصاف دے، عدالت دے، بردباري او ايمانداري ده چې هغې کښې د خداے د مخلوق ګټه او فائده ده، دا نن چې تاسو وينئ دا سرمايه دارو د خپلو غرضونو د پوره کولو دپاره د مذهب پۀ نوم يوه لوبه جوړه کړې ده، دا نننے مذهب خو د يو کس د عېش و عشرت دپاره دے، د خداے د مخلوق د ارام دپاره نۀ دے.

    11. چې څوک غلط کار وکړي هغې ته غلط ووايئ، نۀ سړيتوب، نۀ مذهب، نۀ انسانيت، نۀ شرافت او نۀ اخلاق دا وائي چې مونږ د غلط کار او غلط سړي ملګري شو.

    12. ډپلومېسي منافقت دے او زۀ خو منافق نۀ يم چې پۀ خولۀ مې يوه وي او پۀ زړۀ مې بله وي.

    13. د تشدد نه نفرت او عدم تشدد نه محبت پېدا کېږي.

    14. يو قام هله ترقي کولے شي چې د هغوي سره ښځې اوږه پۀ اوږه لکه د ګاډي د دوېمې پايې روانې شي.

    15. د دروغو مزل لنډ وي او تر هغه وخته پورې وي چې رښتيا ښکاره شوي نۀ وي.

    16. پښتون يو ژوندے قوم دے، د قوميت او قربانۍ ماده هم پکښې شته خو راويښول غواړي.

    17. زۀ هغه خلق نۀ خوښوم چې پۀ زړۀ ئې يوه او پۀ خولۀ بله وي او داسې پارټي يا ډله دنيا کښې چرې نۀ کاميابېږي او کۀ کاميابه شي نو د څو ورځو دپاره.

    18. زۀ دا خبره د خپل قوم دپاره خطرناکه ګڼم چې هلکانو لۀ خو دې تعليم ورکړے شي او جينکۍ دې د علم نه محرومې پاتې شي.

    19. انقلاب يو سېلاب وي چې راشي نو اودۀ خلق يوسي او ويښ خلق ترې نه فائده وچته کړي.

    20. قام هله د چا اثر قبلوي چې اثر واله پکښې پېدا شي.

    21. حق څوک چاله ورکوي نا بلکې حق اخستلے کېږي.

    22. د زمانې د بدلون سره کۀ قام بدل شي ترقي وکړي، ګنې وروستو پاتې شي.

    23. د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي.

    24. پښتانۀ ډېر ښۀ قام دے، دوي پۀ افسانو او قيصو ډېر نۀ پوهېږي، هر ښۀ کار چې پۀ دوي کوې نو ځان ورته نمونه کړه، چې تۀ روان شوې، دوي هم درپسې روانېږي.

    25. زمونږ پۀ خلقو کښې دا يو لوے کمے دے چې مونږ همېشه د بل د کمزورو او عېبونو راوښکلو او لټولو پۀ غم او فکر کښې يو او خپلو کمزورو او عېبونو ته فکر نۀ کوو.

    26. بل هله خوشحالولے شې چې پۀ ځان تکليف تېر کړې.

    27. په خدمت کښې اختلاف نۀ راځي او نۀ کېدے شي، اختلاف همېشه پۀ ذاتياتو کښې وي.

    28. مونږ لۀ د چا نه نفرت کول نۀ دي پکار، پکار ده چې هر چاسره ښۀ سلوک وکړو.

    29. د هر سړي عزت پۀ خپل لاس کښې دے او کۀ هر سړے خپل خواهشات او ضروريات قابو کړي نو همېشه به پۀ ارام، خوشحاله او عزت مند وي.

    30. د کوم قام ښځې چې بېدارې شي او د ملک د ازادۍ دپاره ملا وتړي نو هغه قام څوک غلام ساتلے نۀ شي.

    31. ما دې خپل بدنصيب قام ته کتل چې اول خو د دوي د خدمت څوک نۀ وي او کۀ څوک يو نيم پېدا هم شي نو څوک د خدمت موقع نۀ ورکوي.

    32. څوک چې د خدائے دپاره د قام خدمت کوي نو د هغۀ مخه څوک نۀ شي بندولے.

    33. کۀ پښتون ،پښتون شي نو دے څوک غلام کولے نۀ شي.

    34. د جذباتو لاره د ابادۍ لاره نۀ ده.

    35. زۀ به د عدم تشدد پۀ حق کښې او د تشدد پۀ مخالفت کښې جنګېږم، هر چرته او هر کله چې جنګ وي زۀ به پرې لعنت وايم.

    36. کۀ د ظالم او مظلوم مقابله راشي نو مونږ به د مظلوم ملګري يو.

    37. پۀ بل د اعتراض نه مخکښې د ځان اصلاح پکار ده.

    38. په خپله صفا خبره کوم او د بل نه هم پۀ صفا اورېدلو خوشحالېږم.

    39. د يو ملک دپاره ټولو نه ضروري شے امن دے.

    40. بې تعليمه خلق د مذهب پۀ نوم ډېر زر دهوکه شي.

    41. مونږ پۀ خپله خاوره امن غواړو.

    42. د هېچا دپاره خپل اصول پرېښول نۀ دي پکار.

    43. مايوسي د خلقو عقيده کمزورې کوي، پۀ هېڅ حال کښې مايوسي نۀ ده پکار.

    44. څوک کۀ د ژوند سره مينه لري نو د خپل ملت د ژوند پۀ لاره کښې دې مړ شي.

    45. پښتانۀ د هر چاسره ورورولي کوي خو غلامي د ورور هم نۀ قبلوي.

    46. په سياست کښې همېشه رښتيني اوسئ ځکه چې ستاسو دوستان پۀ تاسو باور لري او ستاسو پۀ خبرو عمل کوي، دښمنان تاسو ته معتقد نۀ دي، ستاسو هره خبره دروغ ګڼي او د معنٰي برعکس عمل کوي.

    47. د سياست هنر فرصت نۀ پېدا کوي بلکې د فرصت نه استفاده او ګټه پورته کوي.

    .48 پۀ دنيا کښې دوه قوتونه دي، يو توره او بل تدبير دے، خو تدبير همېشه پۀ توره غالب وي.

  • د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

    د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

    (دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته کړے ؤ او “پښتون” ګڼه کښې پۀ 11 نومبر 1939ز د روژې د مياشتې پۀ اتويشتمه چاپ شوے دے. فخر افغان چې دې تقرير کښې څۀ فرمائيلي دي هغه ټک پۀ ټک نن رښتيا شوي دي. “پښتون” دا تقرير د باچاخان او ولي خان د تلين پۀ مناسبت سره يو ځل بيا چاپ کوي)

    وروڼو! زۀ ستاسو د دې مينې محبت او اخلاص نه ډکې سپاسنامې ډېره ډېره شکريه ادا کوم. زۀ ګورم چې نن ستاسو خيالات او ستاسو جذبات بدل شوي دي، زۀ وينم چې يوازې ستاسو خيالات او ستاسو جذبات بدل شوي نۀ دي، بلکې د اکثرو خلقو پۀ خيالاتو کښې تبديلي راغلې ده. زۀ چې فکر کوم چې دا ولې؟ پۀ دې خلقو کښې دا فرق ولې راغلے دے؟ نو زۀ پۀ دې نتيجه رسېدلے يم چې تاسو د جنګ اورېدلي دي او پۀ تاسو کښې بيا دا شوق پېدا شوے دے چې د خپل قام او ملک دپاره به بيا جنګ کوو خو زۀ به تاسو ته د دې خبرې متعلق نن صفا صفا يو څو خبرې وکړم، تاسو هغې ته غوږ کېږدئ او ځان پرې پوهه کړئ. دا خو ما تاسو ته همېشه وئيلي دي چې پښتون خو د جنګ مړنے دے او چې چا سره د پښتون مقابله پېښه شوې ده نو ګټه هم دۀ کړې ده، فتح هم د دۀ نصيب شوې ده، مګر ستاسو څۀ خيال دے چې زمونږ د دې تحريک مقصد بس جنګ دے. زۀ دا خو منم چې د جنګ ماده پۀ تاسو کښې ډېره موجوده ده، کۀ تاسو د خپلو مشرانو تاريخ وګورئ نو تاسو ته به معلومه شي چې پښتون چې څۀ وخت جنګ شروع کړي نو پۀ دۀ کښې اتفاق راشي، مينه پېدا شي، محبت پېدا شي او دې خپلې کورنۍ جګړې شاته کړي، چې څۀ وخت جنګ ختم شي څۀ ګټه وکړي نو بيا د هغې ګټې د سمبالي نۀ وي نو زۀ تاسو پوهوم چې زمونږ اصلي غرض خو جنګ نۀ دے. د خدائي خدمتګارۍ مطلب خو دا نۀ دے چې پۀ مونږ کښې د جنګ ماده پېدا کړي، دا ماده خو پۀ مونږ کښې موجوده ده، مونږ خو خدائي خدمتګاري د دې غرض دپاره شروع کړې ده چې مونږ پۀ دې خپلو وروڼو کښې هغه عادتونه پېدا کړو، هغه خويونه او خصلتونه پېدا کړو چې دوي د امن پۀ وخت کښې خپله ګټه سمبال کړي. پۀ هغه ګټه دوي اباد شي او د دوي بال بچ اباد شي.

    نن تاسو پۀ دې خبره ځان پوهه کړئ چې هغه کوم څيز دے چې پښتون د خپلې ګټې نه فائدې اخستو ته نۀ پرېږدي. نو ياد لرئ چې هغه د پښتون خودغرضي ده، د جنګ پۀ وخت کښې خو دے د قام دپاره ډېر تکليف تېر کړي مګر د امن پۀ وخت بيا نۀ پۀ قام کار لري، نۀ ئې د ملک پۀ فائده څۀ کار وي. هر څۀ چې دي خو چې دۀ ته ذاتي فائده ورسي، د دۀ دوه پېسې ګټه وشي، کۀ قام ته نقصان رسي نو و دې رسي. کۀ ملک تباه کيږي نو تباه دې شي او کۀ اسلام پۀ سيند لاهو کېږي نو لاهو دې شي. پۀ دې وجه زۀ نن تاسو ته صفا صفا خبرې کوم چې د دې تحريک اول مطلب دا دے چې مونږ د پښتون نه دا د خودغرضۍ ماده وباسو، دے دې ته تيار کړو چې خپله فائده د قام پۀ فائده قربان کړي چې يو خوا د دۀ ذاتي فائده وي او بل خوا د قام د فائدې سوال وي نو دے د خپلې فائدې نه لاس واخلي او قام ته خېر ورسوي، هله به تاسو خدائي خدمتګار شئ او هله به زمونږ د دې تحريک نه ملک ته فائده ورسي.

    مونږ جېل خانې ته ځو، کۀ څۀ مصيبتونه تېروو، دا ټول د دې خبرې دپاره چې قام ته مو څۀ فائده ورسي. نو نن تاسو پۀ دې خبره فکر وکړئ کۀ تاسو دا خپل زاړۀ عادتونه نۀ شئ پرېښودئ او دا د خودغرضۍ ماده لۀ ځان نه نۀ شئ ايستئ نو زۀ تاسو جنګ لۀ نۀ بيايم. زۀ نور تکليفونه تاسو ته نۀ درکوم، هغه جنګ به څۀ فائده وکړي چې زۀ تاسو خراب تراب کړم، تاسو تباه کړم، تکليفونه، مصيبتونه درباندې راولم، پۀ بال بچ مو لوږې تندې تېرې کړم او چې جنګ ختم شي څۀ ګټه پۀ لاس راشي نو تاسو خپلې خودغرضۍ شروع کړئ، د هغې ګټې نه تاسو ته څۀ فائده ورسي او نۀ ستاسو بچو ته څۀ فائده ورسي . دا ځل به زۀ هله جنګ کوم، هله به تاسو جنګ لۀ بيايم چې زۀ پوهـه شم چې تاسو رښتيني خدائي خدمتګار شوئ، تاسو هر څۀ چې کوئ د خدائے دپاره ئې کوئ، څۀ تکليف چې تېروئ د خپل قام د فائدې دپاره ئې تېروئ، تاسو خو لږ دې خپل ګرېوان کښې وګورئ، دا تاسو څۀ کوئ. د ډسټرکټ بورډ پۀ ممبرۍ ستاسو جګړه وي، د اسمبلۍ پۀ ممبرۍ پسې تاسو مرئ او بيا چې يو سړي ته تاسو ووټونه ورکړئ، ډسټرکټ بورډ يا اسمبلۍ ته ئې ولېږئ نو هغۀ پسې شئ، ناجائزې فائدې ترې اخستل غواړئ، کۀ ستاسو پۀ مرضۍ ځي خو ښۀ ده کۀ نۀ وي نو بيا هغۀ ته کنځل شروع کړئ، هغه پۀ خلقو کښې سپکوئ، تر دې چې پۀ ما هم ايله نۀ کوئ، وائي چې باچاخان څۀ وکړل، خو خپل ورور ئې وزير کړو، د غريب څۀ وشو، دا ستاسو خبرې دي چې د غريب څۀ ونۀ شو نو د چا وشو کۀ زما ورور وزير شو ےدے کۀ بل څوک ممبر شوے دے دا خو ما نۀ دي کړي، تاسو ووټونه ورکړي دي او تاسو اسمبلۍ ته لېږلي دي، ما خو دا ډېر ځله وئيلي دي کۀ دوي ستاسو خدمت نۀ کوي نو راجمع شئ زما ورور هم وباسئ او کوم ممبر چې د قوم خدمت نۀ کوي هغه پۀ راوتلو مجبور کړئ، نور خلق ولېږئ، وزيرۍ او ممبرۍ خو ټول اولس ته نۀ ملاوېږي خو څو کسان به جوړېدل او هغه جوړ شو.

    زۀ خو چې فکر کوم نو صحيح خدائي خدمتګاري به ډېرو کمو خلقو کښې پاتې وي، ټولې خودغرضۍ او منافقت دے، تاسو ته به د سن 30 زمانه ياده وي چې دا خودغرضۍ نۀ وې نو څۀ پۀ اخلاص به خلقو قومي خدمت کولو . د يو بل سره د خدائي خدمتګارو څۀ ښۀ مينه وه، محبت ؤ او صداقت ؤ مګر دا اوس څۀ چل وشو چې نۀ هغه مينه شته او نۀ هغه محبت شته.

    وروڼو! وجه دا ده چې هغه وخت د جنګ زمانه وه او اوس د امن وخت دے او لکه چې اوس ما تاسو ته ووې د امن وخت کښې تاسو خپله ګټه نۀ شئ سمبالولے نو دا کوشش پکار دے چې زمونږ نه دا د خودغرضۍ ماده لرې شي او د خدائي خدمتګارۍ صحيح جذبه پۀ مونږ کښې پېدا شي. يو طرف ته خو د عامو خلقو دا حال دے او بل طرف ته زمونږ لېږلي خلق ځينې ممبران هم د خپلو ممبرانو نه ناجائزې فائدې اخلي او داسې کارونه کوي چې پۀ پخوانو ممبرانو او دوي کښې هېڅ فرق نشته. د ډسټرکټ بورډ پخوانو ممبرانو به هم پۀ خپلو دوستانو پۀ اتۀ انې او نهۀ انې ليلامولې او زمونږ ممبران ئې هم پۀ اتۀ انې ليلاموي. پخوانو ممبرانو هم ډلې پرې او سفارشونه کول او زمونږ ځينې ممبران هم کوي.

    اصل خبره دا ده چې مونږ نا اهله يو او داسې نااهله قوم ته خدائے پاک حکومت نۀ ورکوي . نو ياد لرئ چې زۀ پۀ داسې حال کښې پۀ تاسو بل جنګ نۀ کوم. ولې چې زما کوم غرض دے هغه نۀ پوره کېږي نو د داسې جنګ نه څۀ فائده حاصلېدے شي.

    هو! کۀ تاسو رښتوني خدائي خدمتګار شوئ او پۀ ځان کښې مو اهليت پېدا کړو نو پس د هغې به جېلخانې ته لاړ شو، تکليفونه به پۀ ځان تېر کړو چې قوم ته ترې فائده ورسي. پۀ دې جنګ کښې مونږ ته د ډېرو خلقو ضرورت نشته. لږ کسان پکار دي خو چې رښتوني خدائي خدمتګار وي . کۀ تاسو د کلي پۀ سر يو خدائي خدمتګار ماله راکړئ نو هغه ټول کلے به زمونږ ملګرے وي او زۀ به ستاسو دپاره جنګ وکړم. تاسو پوهېږئ چې زمونږ سره د خلقو هغه پخوانۍ مينه نشته، ولې؟ دا ځکه چې مونږ رښتونې خدائي خدمتګاري پرېښې ده، هر سړے پۀ دې سودا کښې ډوب دے چې زۀ جمعدار ولې نۀ شوم، زما ورور ته نوکري ور نۀ کړې شوه، زما زوئے پټواري نۀ شو، دا ځل زۀ داسې کسان ځان سره نۀ بيايم چې سبا زما نه ليډري غواړي، ممبري غواړي او نوکري غواړي. زما دپاره داسې فوځ هېچرې توره نۀ شي کولے چې هغه د خپل ذاتي غرض پۀ جذبه کښې جېل ته ځي، ما له به هغه سپاهي ګټه او تُوره کوي چې هغه رښتينے خدائي خدمتګار وي او څۀ کوي د خدائے دپاره ئې کوي.

    تر څو چې لکه د غنم د دانې خاورو کښې ځانونه خاورې نۀ کړئ نو ستاسو قوم هېچرې زرغونېدے نۀ شي، کۀ ځان مو خاورې کړو نو د قوم ونه به زرغونه شي، ملک به اباد شي او د ملک نه به دا ټوله لوږه، بربنډه او خواري نيستي ورکه شي، دا ځل زما کلک يقين دے چې مونږ له به پۀ دې جنګ کښې خدائے پاک کامله فتح راکوي. خو صرف شرط دا دے چې مونږ سره جېلخانې ته خدائي خدمتګار لاړ شي، لږ دې وي خو رښتونه خدائي خدمتګار دې وي. داسې خلق تلل نۀ دي پکار چې پۀ جېلخانه کښې هم خاني غواړي، د ګېډې دپاره د نشو دپاره د ملازمانو، د داروغه ګانو خوشامندې کوي، ځان وتلئ؛ کۀ د جېل د قواعدو نه خلاف ورزي کوئ، د جېل خوراک او مشقت ته او د جېل ټولو قواعدو منلو ته تيار يئ او د کورونو نه روپۍ نۀ غواړي، کۀ دا منئ خو ښۀ ده ګنې هسې دې ځان پۀ تکليف کوي نۀ، کور دې کښېني چې څوک پۀ خوښه جېل ته نۀ ځي نو خدائي خدمتګارو لۀ پکار دي چې هغۀ پورې خندا نۀ کوي.

    اخر کښې به دا عرض وکړم چې تاسو ټول دلته موجود يئ، چې واپس لاړ شئ نو زما خبرې زما دا پېغام حرف به حرف هغو وروڼو ته ورسوئ څوک چې دلته نۀ دي راغلي. پۀ غم ښادۍ کښې، حجره، جومات کښې، چرته چې څو کسان يو ځائے وي هغوي ټول پۀ دې پوهه کړئ او څوک چې قومي فوځ کښې بهرتي کېدل غواړي نو اول دې پۀ دې خبرو ښۀ غور وکړي او دې خبرو منلو ته دې تيار شي.

  • د پاکستان پارلېمنټ ته د باچا خان اولنے تقرير

    د پاکستان پارلېمنټ ته د باچا خان اولنے تقرير

    د دې کټوتي تحريک نه زما مقصد دا دے چې زۀ د پاکستان د انتظاميې متعلق ايوان ته ځنې حقيقتونه څرګند کړم. زما مقصد او غرض هېڅ کله دا نۀ دے چې پۀ حکومت بې ځايه تنقيد وکړم. د دې تحريک نه زما مقصد دا هم دے چې زۀ د پاکستان حکومت او د نورو ذمه وارو کسانو لۀ خوا هاغه پېدا شوې غلط فهمۍ او شکونه ختم کړم چې دوي زما او زما د ډلې د ملګرو پۀ حقله تخليق کړي دي.

    د ټولو نه اولنۍ خبره دا ده چې پۀ ما او زما پۀ ملګرو د پاکستان د غدارۍ او دښمنۍ الزام لګي چې ګنې مونږ د دې وطن د تقسيمولو سازشونه کوو. زۀ بحث نۀ کوم، زۀ فقط دا وايم چې ماته پۀ خپله صوبه کښې کله هم موقعه پۀ لاس راغلې ده ما پۀ دې خبره ډېر زور ورکړے دے، پوره پوره وضاحت مې کړے دے خو بيا هم د پاکستان ذمه وار خلق دا فرق نۀ شي کولے چې زۀ د پاکستان دوست يم کۀ دښمن؟ او هغوي دا ګمان کوي چې زۀ پاکستان تباه کوم خو ورسره د دې خبرې نه انکار هم نۀ کوي چې ما پۀ هره موقعه د دوي غلط فهمۍ ختمې کړې دي او دا خلق د دې خبرې نه هم خبر دي چې ما پۀ خپله صوبه کښې پۀ هر تقرير کښې پۀ سپينو ټکو کښې وئيلي دي. يقيناً زۀ د هندوستان د تقسيمېدو پۀ حق کښې نۀ يم. ځکه چې نن مونږ پۀ هندوستان کښې وليدل څۀ نتيجه ده؟ پۀ زرګونو لکونو خلق، ځوانان، بوډاکان، بچي، ښځې او سړي قتل شول، تباه او برباد شول. اوس چې تقسيم وشو بايد چې دا تنازعات ختم شي.

    ما د هندوستان د تقسيمېدو خلاف ډېر تقريرونه کړي دي. خو سوال دا دے چې چا زما خبره اورېده؟ مونږ پۀ سرحد کښې د مسلم ليګ حکومت ته ووې چې مونږ تاسو ته موقعه درکوو خپل حکومت وړاندې بوځئ. خو حکومت چې پښتنو سره کوم ناروا سلوک وکړو د هغې برداشت ډېر د تکليف دے. خلق ماله راځي او تپوس رانه کوي ستا څۀ خيال دے؟ څۀ اراده دې ده؟ مونږ خو نور دا سلوک نۀ شو برداشت کولے چې د پاکستان پۀ وجه مونږ ته پېښ شوے دے. مونږ هغې قوت سره جنګېدلي يو چې د برطانيې حکمران دے او طاقتور دښمن ؤ. ما هغوي ته پۀ وضاحت سره وئيلي وو چې اوس صورت حال جدا دے. ما پۀ هغوي واضحه کړې ده چې هغه يو بېروني قوم ؤ. اوس د مسلمانانو خپل وطن او حکومت دے. ما پۀ څو څو کرته د پاکستان پۀ حکومت واضحه کړې ده چې مونږ به ستاسو پۀ حکومت کښې هېڅ مداخلت نۀ کوو. خو بيا بيا دا کوششونه کېږي چې مونږ ته دښمنان وئيلے کېږي. د جنګ پرستو خلقو دا خيال دے چې د دې سره به زمونږ د زړونو او ذهنونو نه د قوم پرستۍ جذبات ختم کړي، ما دا خطره محسوس کړې ده.

    ستاسو کۀ زما پۀ حقله هر څۀ خيال دے خو زۀ تخريبي سړے نۀ يم. يو تعميري بنده يم، کۀ چرې تاسو زما د ژوند مطالعه وکړئ نو تاسو ته به معلومه شي چې ما خپل ژوند د وطن، قوم او انسانيت د خدمت دپاره وقف کړے دے. زۀ دا هم واضحه کول غواړم چې خدائي خدمتګار يو معاشرتي او سماجي تنظيم ؤ، سياسي نۀ ؤ. دا لويه قيصه ده، زۀ دا تکرارول نۀ غواړم. دا سماجي تنظيم پۀ سياست کښې چا بدل کړو؟ د دې ذمه وار پېرنګے دے. دا خبره يوازې زۀ دلته نۀ کوم. دا ما د لويو لويو پېرنګيانو پۀ وړاندې هم کړې ده. ځکه چې ما له خدائے همت، جرات او حوصله راکړې ده.

    پۀ مونږ الزام دے چې خدائي خدمتګار تحريک د حکومت تعميري کارونو کښې خنډان اچوي ځکه چې دا پروګرام تر هغې کاميابېدے نۀ شي تر څو چې امن نۀ وي او پۀ مونږ الزام دے چې مونږ امن تباه کوو. خو مونږ اعلان وکړو چې څوک زمونږ د وطن خدمت کوي، خدائي خدمتګاران به ورسره کمک کوي. زۀ دا خبره دوباره کوم چې زۀ د پاکستان د بربادۍ پۀ حق کښې نۀ يم ځکه چې پۀ بربادۍ کښې د هندوانو، مسلمانانو، سرحد، پنجاب، بنګال او سندهـ هېڅ فائده نشته. صرف د تعمير او ترقۍ پۀ کار کښې ئې فائده ده. زۀ تاسو ته صفا صفا وايم چې د وطن پۀ بربادۍ کښې زۀ د هېچا ملګرے نۀ يم. کۀ تاسو سره د تعمير او ترقۍ څۀ پروګرام وي. داسې کار چې عمل کښې وي صرف پۀ کاغذونو کښې نۀ وي. نو زۀ د دې ټول ايوان پۀ وړاندې اعلان کوم چې زۀ او زما ملګري به پۀ مکمله توګه هغوي سره ملګرتيا کوي.

    تقريباً د اووۀ مياشتو راهسې زۀ د پاکستان نظام ته فکر کوم خو ماته د پېرنګي پۀ نظام او دې کښې هېڅ فرق او بدلون پۀ نظر نۀ راځي. شايد زۀ پۀ غلطه يم خو دا يوه عامه رايې ده. تاسو لاړ شئ او د يو غريب نه تپوس وکړئ هغه به درته زما د خبرې تصديق وکړي. فقط يوه طريقه کېدے شي چې تاسو دغه غريب خلق پۀ زور او جبر د خپلې رائې څرګندولو نه منع کړئ. خو کۀ تاسو ظلم جبر کوئ نو خلق به ستاسو نه نفرت کوي. دا ټولې خبرې يوې خوا ته کړئ. زۀ تاسو ته يوه خبره کول غواړم. نن سبا د پېرنګي د زمانې نه زيات رشوت دے او زياته ناقلاري او نا امېدي ده. زۀ دلته د يو دوست پۀ حېثيت راغلے يم. مهرباني وکړئ، د هاغه حقيقتونو پۀ حقله سوچ او فکر وکړئ چې زۀ ئې تاسو ته بيانوم. کۀ دا د پاکستان د ترقۍ او ښېګړې دپاره ښۀ وي نو توجه ورکړئ ګنې نظرانداز ئې کړئ. مونږ د پېرنګي خلاف ولې جنګ وکړو؟ مونږ پېرنګيان ځکه وشړل چې دا وطن، دا خاوره زمونږ شي. مونږ پرې حکمراني وکړو. خو مونږ د پخوا نه زيات دلته پېرنګيان وينو او مونږ پۀ خپله د بهر نه پېرنګيان دلته راغواړو. د بدقسمتۍ نه مونږ نن هم پخوانۍ پاليسي خپله کړې ده. هاغه زړه طريقه ده کۀ پۀ سرحد کښې ده کۀ پۀ قبائلي علاقو کښې ده. هېڅ بدلون نشته. هندوانو د هندوستان پۀ صوبو کښې هندوان ګورنران مقرر کړي دي. يوازې هندوان سړي نه هندوې ښځې هم ګورنرې کېدې شي، ايا پۀ پنجاب يا بنګال کښې څوک مسلمان نشته چې د هغه ځائے ګورنر شي؟ دا پېرنګيان مونږ وشړل تاسو ئې دوباره راغواړئ. هغوي نن هم زمونږ پۀ سر مسلط دي. تاسو ورته وروڼه وايئ. دا اسلامي ورورولي ده؟ ايا دا اسلامي پاکستان دے؟

    د پاکستان پۀ نظام کښې يواځينۍ دا بدي او خرابي نۀ ده بلکې هغه ارډيننسونه دوباره د پاکستان حکومت جاري کوي چې پېرنګيانو به جاري کول. يوه خرابي چې ماته ډېر تکليف راکوي، د سرحد حکومت هاغه احکامات پۀ هاغه ژبه کښې جاري کوي چې د پېرنګي ژبه وه. کۀ يو پېرنګے دروغ وائي نو هغه يو پردے خارجي دے، هغه دلته د ښېګړې دپاره نۀ ؤ راغلے. زمونږ د استحصال دپاره راغلے ؤ. چې خپل مفادات پوره کړي. زما د پېرنګيانو نه هېڅ شکايت نشته. زما اوس د پاکستان نه ګيله ده ځکه چې دا زمونږ وروڼه دي او دا حکومت زمونږ حکومت دے. اوس مونږ له د پېرنګيانو طور طريقې او پاليسۍ پرېښودل پکار دي. کۀ مونږ دغه زړې طريقې نۀ پرېږدو نو دا وطن چې مونږ پۀ ډېرو قربانو حاصل کړے دے بيا به ئې بائيلو.

    درېمه خبره چې زۀ ئې تاسو ته کول غواړم هغه دا ده چې پۀ ما دا الزام دے چې زۀ پۀ پښتنو کښې د صوبائيت او جدا قوميت جذباتو ته اشتعال ورکوم. پۀ حقيقت کښې تاسو خلق د دې صوبائيت خالقان يئ. مونږ پښتنو خو دا خبرې د سره هډو پېژندلې نا. مونږ نۀ پوهېدو چې صوبائيت څۀ څيز دے؟ دا پۀ پښتنو کښې نۀ وو. د سندهـ مثال واخلئ، ايا پۀ سندهـ کښې هم مونږ صوبائييت پېدا کړے دے؟ سوال دا دے چې صوبائيت څنګه پېدا شو؟

    غضنفر علي خان مداخلت وکړو او وې وئيل:

    “ہم صوبائیت پر نہیں بلکہ پاکستان پر یقین رکھتے ہیں۔”

    باچا خان ووې چا درته صوبائيت ښودلے دے؟ صرف پنجابيانو. تاسو د اسلام پۀ نوم خلقو له د څۀ وخت پورې دوکه ورکولے شئ خو د اوږدې مودې پورې د چا نه بې وقوفان نۀ شئ جوړولے. (باچا خان تقرير جاري وساتلو) دا يو عارضي څيز دے. زۀ دا تپوس کوم چې دا حالات چا پېدا کړل او ولې؟ دا د قدرت يو قانون دے چې هېڅ يو څيز بغېر د څۀ وجې نه پۀ وجود کښې نۀ راځي او دغه شان دا ټول حالات هم پۀ خپله د ځانه پېدا شوي نۀ دي.

    وزير اعظم لياقت علي خان ووې: “ان کو پيدا کیا گیا ہے۔”

    باچا خان ووې تاسو چې څومره دا خبرې شاربئ دومره زياته ناقلاري او ناخوشګواري به ترې پېدا کېږي. زۀ تاؤ تريخوالے پېدا کول نۀ غواړم. تاسو زما د طبيعت نه واقف نۀ يئ. زۀ تقريرونه کول نۀ خوښوم. زۀ داسې پۀ اولني ځل کوم او دا هم پۀ دې غرض چې تاسو ته خپل موقف واضحه کړم.

    د وزير اعظم د پېښور پۀ دوره کښـې زمونږ مسلم ليګي وروڼو دۀ ته ووې چې دوي پښتونستان غواړي. وزير اعظم ورته ووې چې زۀ د پېښور نه چټاګانګ پورې ټول مسلمانان يو ځائے ليدل غواړم. خو بيا د ټولو پښتنو علاقه کۀ يوه شي نو چاته څۀ اعتراض دے؟ هاغه پښتانۀ چې پېرنګيانو زمونږ نه بېل کړي دي، شوکولي ئې دي، دا څنګه د اسلام خبره ده؟ فېروز خان نون ووې:

    ” اور پھر تم افغانستان میں شامل ہوجاؤگے۔”

    باچا خان ووې مونږ صرف تاسو سره شاملېدے شو. د افغانستان سره نا، ځکه چې پۀ مونږ زياته دعوٰي ستاسو ده. کۀ چرې دا ممکن وي چې زمونږ بنګالي وروڼه چې د خېبر نه دوه زره ميله لرې پراتۀ دي زمونږ سره نزدې اوسېدے شي نو زمونږ وروڼه دي نو مونږ خپلو وروڼو چې پښتانۀ هم دي او مونږ ته د ټولو نه نزدې هم دي چې پېرنګيانو مونږ نه شوکولي دي ځکه چې پښتانۀ د هغوي دپاره زيات خطرناک وو. تاسو خو زمونږ خپل وروڼه يئ، تاسو ولې زمونږ پۀ متحد کېدو زمونږ نه وېره کوئ.

    لياقت علي خان ووې ، “برائے مہربانی اپنی پوائنٹ کی وضاحت کریں۔”

    باچا خان ووې چې زمونږ د پښتونستان څۀ مطلب دے؟ زۀ اوس تاته دا مطلب څرګندوم. هاغه خلق چې دلته اوسي هغوي ته سندهيان وئيلے کېږي ځکه چې د هغوي د علاقې نوم سندهـ دے، دغه شان پنجاب او بنګال د پنجابيانو او بنګاليانو دے، دغه شان زمونږ صوبه هم ده. مونږ هم يو قوم يُو او مونږ پۀ دې ملک کښې شامل يُو. مونږ دا غواړو چې زمونږ دې هم خپل نوم وي چې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسي.

    لياقت علي خان ووې :

    “کیا پٹھان ایک ملک کا نام ہے یا ایک قوم کا۔”

    باچا خان ووې چې پښتون د يو قوم نوم دے او مونږ خپلې علاقې ته د پښتونستان نوم ورکول غواړو. زۀ دا وضاحت کوم چې هندوان مونږ ته پټهان وائي، فارسي خوان مونږ ته افغان وائي. زمونږ اصلي او حقيقي نوم پښتون دے. مونږ پښتونستان غواړو. مونږ د ډيورنډ لائن نه دې خوا ټول پښتانۀ پۀ پښتونستان کښې يو ځائے ليدل غواړو. تاسو پۀ دې معامله کښې زمونږ مرسته وکړئ. کۀ تاسو پۀ دې بحث کښې پرېوځئ چې پاکستان به د دې سره کمزورے شي نو زۀ دا تسلي درکوم چې د يو سياسي جدا يونټ سره هېڅ کله پاکستان نۀ کمزورے کېږي. دا به نور مشکلات پېدا کړي. خو کۀ اعتماد موجود وي نو بيا دا مشکلات حل کېدے شي. حکومت پۀ اعتماد چلېږي پۀ بې اعتمادۍ نۀ.

    بله خبره دا ده چې مونږ ته پۀ مسلم ليګ کښې د شاملېدو مشوره راکولې کېږي، زما خيال دے چې مسلم ليګ د پاکستان جوړولو سره خپل کار ختم کړے دے. اوس زمونږ ملک کښې نورې پارټۍ پکار دي چې پۀ اقتصادي بنيادونو وي چې پۀ موجوده معاشي متضاد او غېر مساويانه حالاتو کښې کار وکړي. کۀ زمونږ تر منځه اختلافات وي نو مونږ به ئې د خبرو اترو پۀ ذريعه ختم کړو. اسلام هم د روادارۍ او برداشت تلقين کوي. پاکستان يو غريب او پسمانده ملک دے. د دې حکومت د سرمايه دارانو پۀ شان پکار نۀ دے. مونږ له دا معلومول پکار دي چې مونږ له د خپل ملک انتظام او نظام څنګه چلول پکار دي. زمونږ وړاندې زمونږ د اولنو مشرانو روايات موجود دي. زمونږ د عظيم ترين مذهبي مشرانو چې اسلامي سلطنت ئې جوړ کړے دے. تر څو چې مونږ د هغوي پۀ اصولو عمل ونۀ کړو مونږ دې ملک سره انصاف نۀ شو کولے. د حضرت علي رضي الله عنه نه تاسو واقف يئ. چې هغۀ د اسلام او د خلقو دپاره څۀ څۀ وکړل؟ هغۀ د يو کافر د سينې نه پۀ دې وجه پاڅېدلے وۀ چې کافر ورله پۀ مخ توکاڼي تُوکلي وو او حضرت علي رضي الله عنه ته د هغۀ وژل داسې ودرېدل چې ګنې د خپل ذات دپاره ئې وژني. تاسو د حضرت ابوبکر رضي الله عنه ژوند ته وګورئ هغۀ به د خليفه پۀ حېث يو معمولي وظيفه اخسته او د نورو دپاره ئې هم يو مساوي رقم منظور کړے ؤ. هغۀ به فرمائيل چې د ژوند ضرورتونه پۀ هر حالت کښې يو شان وي. دغه شان د حضرت عمر رضي الله عنه ژوند هم ؤ. د اسلامي رياست پۀ دې وجه زياته موده فعال پاتې شوے دے. کۀ تاسو هم پۀ دغه اصولو عمل وکړو نو دا سلطنت هم کاميابېدے شي. هر کله چې د حضرت عمر رضي الله عنه د خليفه پۀ حېثيت انتخاب وشو او د تنخوا سوال راپورته شو نو هغۀ وفرمائيل چې زۀ به هم دومره تنخوا اخلم څومره چې يو مزدور اخلي. زۀ ځکه تاسو ته وايم چې پاکستان غريب ملک دے، مونږ له هم د حضرت عمر رضي الله عنه عمل پکار دے. دا تاسو چې کومې نخرې پېخرې جوړې کړې دي دا به ملک تباه کړي. زۀ به بېشکه د پاکستان حکومت سره تعاون کوم خو کۀ دوي اسلامي اصولو باندې عمل شروع کړو.

    د پاکستان پۀ حقله زما تصور دا دے چې دا دې يو ازاد پاکستان وي، دا دې د يو خاص سړي يا خاص طبقې د اثر لاندې نۀ وي. پاکستان دې د ټولو خلقو دپاره يو برابر وي. هر چاته دې خپل خپل حق ورکړے شي او خاص طبقه دې د اکثريتي خلقو استحصال نۀ کوي. مونږ د پاکستان حکومت د پاکستان پۀ خلقوکښې غواړو. تر کومې چې د تکنيکي ماهرينو تعلق دے نو حکومت دې خپل خلق برطانيې او امريکې ته ولېږي خو تر کومې چې د انتظاميې سوال دے نو زۀ د دې خبرې سخت مخالف يم چې پاکستان د باصلاحيته خلقو نه خالي شي او دا وائي چې ټول خلق غېر موثره او نالائقه دي. کۀ هندو خپل معاملات پۀ خپله چلوي نو مونږ ولې پۀ څۀ د چا نه کم يُو؟ ډېر پېرنګيان دوباره پۀ خپلو نوکرو بحال کړے شوي دي او نور ډېر پېرنګيان دلته واپس راروان دي. زۀ به ضرور دا وايم چې دا د پاکستان دپاره ښۀ خبره نۀ ده.

  • وباء: د وړومبي ټبر مرګ – باچا خان

    “زما ژوند او جدوجهد”، امن پرنټنګ پرېس، 2012، مخونه 115-113

    دا وباء چې تاريخ ئې د هسپانوي انفلوينزا (Spanish Flu) پۀ نامه پېژني، جنوري 1918 کښې پېل شوې وه او دسمبر 1920 پورې دوه کاله ئې دنيا خوپه نيولې وه. دغې وباء لږ تر لږه پينځۀ کروړه انسانان تر ستوني تېر کړي وو. پۀ هند کښې اتلس لکهه خلک مړۀ شوي وو چې دا د نړۍ د کوم بل هېواد پۀ نسبت تر ټولو زيات وو ]دومره خلک وړومبي عالمي جنګ کښې هم نۀ وو مړۀ[ –

    وئيلے شي چې سمندري جهاز کښې ممبۍ ته راتلونکو فوجيانو دغه وباء ]انفلوينزا[ د ځانه سره راوړې وه او پۀ لږ وخت کښې ئې ټول هند خپله ولقه کښې اخستے ؤ. خپله ګاندهي جي د ګجرات اشرم کښې دې نه متاثره شوے ؤ خو خداے وژغورۀ.

    دغه وخت پورې پۀ هند د پېرنګي استعمار د زورواکۍ يو نيم سل (150) کاله شوي وو. دې موده کښې پېرنګي هندوستان پۀ دواړه لاسه لوټلے ؤ خو يوه ادېله ئې هم د تعليم، صحت يا بلې کومې داسې اولسي ښېګړې اداره کښې لګولې نۀ وه. دغې وباء دا خبره نوره هم پۀ ډاګه کړه چې “پېرنګے زورواک دے او د عامو خلکو ژوند سره ئې څهــ کار نشته” –

    پۀ تېره دوه اويا کالو نه زياته موده کښې پاکستان ثابت کړل چې دا د فوجيانو، ججانو جاګيردارانو، صنعتکارانو او بيوروکرېټانو ټيکنوټرېکانو ملک دے. دې ملک کښې کۀ څۀ ګنجائش شته نو طارق جميلانو د پاره شته چې د “و تواصو بالصبر” د تقريرونو سره د حکومتِ وقت ملاتړ کوي، حکومت د ذمه واريو نه بري الذمه کوي.

    اولس دې خپلې مرستې د پاره خپله را وړاندې شي. د ګڼې ګوڼې ځايونو ته دې د ناګزيره ضرورت نه بغېر تګ نه څنډه کوي، د صفايۍ خيال دې ساتي، شېبه پس دې لاسونه تر شلو سيکنډونو خامخا وينځي، خپل پرنجي ته دې خپل څنګل نيسي او د صحت د محکمې لۀ خوا ښودلے شوي احتياطي تدابير دې پۀ سختۍ سره خپل کړي.

    د مشکوک خلکو ټسټونه کول، دارو درمل رسول، د لاک ډاون لۀ کبله بې وسه اولس ته د خوراک څښاک سامان رسول د حکومت ذمه واري ده – دا شعور خلکو ته رسول د سياسي کارکنانو فرض دي.

    کورونا نه پۀ وېره خلاصېدل نشته، احتياطي تدابير د دې د مخنيوي لار ده.

    مونږ دلته د باچا خان د کتاب نه د 1918 د خونړۍ وباء پۀ حقله برخه تاسو ته وړاندې کوو. باچا خان خپله هم متاثره شوے ؤ. هغۀ ليکلي دي:

    “دا يو ډېر لوے افت ؤ چې زمونږ پۀ قام را نازل شو او پۀ داسې وخت کښې چې نۀ پۀ قام کښې احساس او نۀ اتفاق ؤ چې د دې مصيبت مخه ئې پۀ اتفاق سره نيولې وے او نۀ مو کوم خواخوږے حکومت ؤ چې زمونږ غم ئې کړے وے او د دې افت نه ئې بچ کړي وے.”

    حالات نن هم بدل نۀ دي. قام ته دا وباء يوه ټوقه ښکاري. حکومت لاس پۀ سر ايښي دي. حکومت دومره نا اهله دے چې اولس پرې ملا تړلې نۀ شي. دې حالاتو کښې دا نور هم ضروري دي چې احتياطي تدابير خپل کړے شي او د حکومت نه دې لړ کښې د فنډونو جاري کولو مستقله غوښتنه وکړې شي.

    د جنګ پۀ وجه پۀ دنيا کښې سخته وباء راغله. پۀ جنګ کښې دومره کسان نۀ وو مړۀ شوي لکه پۀ دې وباء کښې چې مړۀ شول. پۀ هندوستان کښې هم دې وباء ډېر خلک ووژل. پښتانۀ هم ډېر پۀ کښې مړۀ شول. دا داسې عجيبه وباء وه چې اکثر به ئې ځوانان، جينکۍ او هلکان وهل او مړۀ کول او چې يو کور ته به يو ځل ننوته نو بيا به ئې يو هم نۀ پرېښودۀ. داسې پېښه شوې ده چې پۀ کور کښې يو کس هم نۀ دے پاتې شوے او د کور دروازې پورې شوې دي. پۀ وړو وړو کلو کښې به مړي هم داسې پراتۀ وو، د ښخولو به ئې څوک نۀ وو. پۀ دې مرض د ټولو نه اول زۀ پرېوتے وم خو هسې خداے جوړ کړم، ځکه چې پۀ دې مرض هغه وخت څوک پوهـېدل نۀ او نۀ د حکومت د طرف نه د ډاکټر، دارو او درملو انتظام ؤ. زما نه وروستو غني چې د پينځو کالو ؤ، ناروغه شو. غني ډېر ښکلے ؤ، د مور ئې ورسره ډېره مينه وه، ډېر به ئې ورته ژړل. ما به منع کوله او د صبر تلقين به مې ورته کولو خو د هغې زړۀ به نۀ صبرېدو.

    يوه ورځ د غني رنځوري سخته شوه، مور ئې ورته د کټ سر ته ناسته وه. د دۀ سر ئې پۀ غېږ کښې ايښے ؤ. ما د ماښام نمونځ کړے ؤ، پۀ مصله ناست وم، دعا مې کوله. غني ته مې کتل چې بې هوشه پروت دے. ناڅاپه ئې مور پاڅېده، د زوي سر ئې د خپل ورانۀ نه پۀ بالښت کېښودۀ او د زوي لۀ کټه چاپېره وګرځېده او سر ته ئې ودرېده او لاسونه ئې پۀ دعا پورته کړل، پۀ ژړا ئې ووئيل چې اے خدايه! د دۀ مرض پۀ ما کېږدې او دې ماشوم له شفاء ورکړې!

    د خداے يو عجيبه حکمت ؤ، پۀ سبا له دا ناجوړه شوه، د دې مرض ورځ پۀ ورځ زياتېدو او د غني مرض به ورځ پۀ ورځ کمېدو. غني جوړ شو او مور ئې ځوانيمرګه شوه، ماشومان ئې راته پاتې شول. دغه وخت غني د پينځو کالو، ولي د درېو کالو او خور ئې د يو کال وه.

    پۀ کلو کښې دومره مړي کېدل چې خلک ئې ښخولو ته نۀ رسېدل. مونږ به د سحر نه د قبرونو پۀ کنستلو لاس پورې کړو نو تر ماښامه به لګيا وو. کله به پۀ مشکله پوره شو او کله به يو نيم کم شو. د ډېرو به د کفن درک هم نۀ ؤ. د داسې مړو د پاره مونږ يو فنډ جوړ کړو. بې کفنو مړو ته مو د دې فنډ نه کفن ورکولو او پۀ دغسې حالت کښې به هم ځينې کسان راغلل، پۀ دروغو به ئې رانه کفن يوړو. ځينو چالاکو به وژړل او مونږ ته به ئې دهوکه راکوله، اخر مونږ داسې انتظام وکړو چې کفن به مو د خپل سړي پۀ لاس لېږلو. چې مړے به ئې وليدو نو کفن به ئې ورکړلو ګنې بېرته به ئې راوړلو. د دارو درملو مو هم څۀ انتظام کړے ؤ. پۀ اول کښې خو ئې چا ته دارو معلوم نۀ وو خو وروستو چې مرض اوږد شو نو ډاکټرانو او حکيمانو ورته دارو راپېدا کړل؛ هغه به مو جوړول او مريضانو له به مو ورکول.

    دا يو ډېر لوے افت ؤ چې زمونږ پۀ قام را نازل شو او پۀ داسې وخت کښې چې نۀ پۀ قام کښې احساس او نۀ اتفاق ؤ چې د دې مصيبت مخه ئې پۀ اتفاق سره نيولې وے او نۀ مو کوم خواخوږے حکومت ؤ چې زمونږ غم ئې کړے وے او د دې افت نه ئې بچ کړي وے. پۀ جنګ کښې هم زمونږ د ملک خلک د نورو ملکونو د خلکو نه زيات مړۀ شول او پۀ مرض کښې هم – جنګ د چا ؤ او مړۀ پکښې څوک شول؟ ګټه او بېلات د بل چا ؤ او جنګېدلو مونږ – زۀ خو وايم چې مونږ أجرتي قاتلان وو، د پېسو د پاره د خلکو مرګ پسې تللي وو. د خپل ملک د ازادۍ او خپل عزت د پاره را کښې دا احساس نۀ ؤ چې د پېرنګي سره جنګېدلي وے، يا کم از کم پۀ خپل کور کښې ناست وے، پېرنګے مو يواځې ترکو او جرمن ته پرېښے وے. مونږ جرمن خو پرېږده، د مسلمان ترک سره د پېرنګي پۀ ډډه او طرفدارۍ وجنګېدو او جنګ مو ورله وګټلو. د دې ګټې پۀ پاداش کښې مونږ ته پېرنګيانو “رولټ بِل” چې يو ظالمانه او ناروا قانون ؤ، راکړو؛ د خداے د طرف نه دا مصيبت نازل شو.

     

  • پښتنو زنانو ته! “پښتون” – پینځلسم اګست 1945 – عبدالغفار

    ما د”پښتون” پۀ پخوانو پرچو کښې هم خپلو پښتنو خوېندو ته ليکلي وو او دا ځل ئې بيا هم ليکل ضرور ګڼم چې د يو قوم د ترقۍ د پاره کوشش يواځې د نارينو فرض نۀ دے بلکې دا فرض پۀ زنانو او نارينو يو شان عائد کېږي. مګر د بد قسمتۍ نه زمونږ پښتنې زنانه پۀ دې مېدان کښې هېڅ حصه نۀ اخلي. دا صحيح ده چې د دې ذمه واري زياته پۀ نارينو ده؛ ولې چې نارينه خپلو زنانو ته د قومي خدمت موقع نۀ ورکوي – مګر څۀ نا څۀ زنانه هم ملامته دي چې کۀ نور څۀ نۀ وي نو قلمي امداد خو دوي کولے شي. لکه د “پښتون” پۀ تېر شوي دور کښې زمونږ يو دوه درې خوېندې داسې وې چې څۀ اشعار او مضمونونه به ئې را لېږل او د هغې نه به پۀ پښتنو زنانو کښې ډېره بېداري پېدا کېدې شوه، نو کۀ دا ځل بيا پښتنې زنانه توجه وکړي او د “پښتون” د پاره څۀ قلمي سلسله شروع کړي نو دا به د خپل قوم يو لوي خدمت ګڼلے شي. زۀ به خپلو پښتنو خوېندو ته دا هم عرض وکړم چې تاسو لږ د دنيا د قومونو د حالاتو نه ځان خبر کړئ چې زنانه د نارينو سره اوږه پۀ اوږه د قوم د ترقۍ کوشش کوي او د هېڅ يو قوم ترقي تر هغې نۀ شي کېدې تر څو چې د هغې قوم نر ښځې يو شان د ملک د ابادولو او ترقۍ د پاره کوشش ونۀ کړي. نو کوم کار چې مونږ شل کاله پس شروع کوو نو ولې نن پۀ هغې عمل شروع نۀ کړو. د نورو قافله اګر چې زمونږ نه ډېره مخکښې لاړه خو کۀ نن مونږ راپاڅو او ورپسې د تلو کوشش وکړو نو نور خو به وروستو پاتې نۀ شو – او کۀ دغسې مونږ اودۀ يو او زمونږ زنانه غافلې او بې خبره وي نو هېڅ اميد نشته چې مونږ به د دنيا قومونو سره د سيالۍ قابل شو.

     

     

     

     

  • باچا خان، زما ژوند او جدوجهد، جنوري 2018، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر – باچا خان

     

     

    افغانستان ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې

    د ‘زما ژوند او جدوجهد’ د خورو ورو پاڼو نه دا کرښې مو پۀ دې هوډ راواخستې چې ووینو فخرِ افغان د افغان، افغانیت او افغانستان سره تړون څومره شدت سره لرلو. د ‘هجرت’ پۀ حواله فخرِ افغان د ‘شور’ سره نۀ ؤ تلے، خپل دریځ سره ولاړ ؤ او چې د هجرت پۀ حواله د هغۀ څۀ تجزیه وه، نتیجې چې کله هم هغسې راغلې نو مونږ وینو چې لکه د ‘عادل شاه پیر’ هغه د خپلې کډې غم پۀ سر نۀ ګرځوي – د ‘هجرت’ نه د ورانې شوې ماشوړې د جوړولو کوشش کوي. د فخرِ افغان رایه وه چې ‘اور پۀ هندوستان کښې ولګېدو او وسوزېده پکښې پښتونخوا’ – د یو زلمي ‘د هجرت اینګ’ سوړ شو، کابل اور شو او پېرنګے خپلو مقاصدو کښې کامیاب شو.

    هغۀ پۀ مذهبي فېکټر او پۀ فتويٰ فېکټرۍ هم د باچا ګل، د ماڼکي پیر او هډي ملا ترڅ کښې خبره کړې ده.

    پۀ یوه پېرا ‘د افغانستان او ازادو قبائلو حالت چې مې ولیدو’ نه واخله تر د ازادو مدرسو د شروع کولو پورې مونږ یو عزم وینو، د تاریخي واقعیت د سائنسي مشاهدې نه اخذ شوې تګلاره وینو، د انقلاب اصل مفهوم او د هغې تګلاره وینو –

    مونږ دې کرښو کښې د امان الله خان د اقدامات ستائینه هم وینو او د نادر خان پۀ لوظونو ټکونه هم.

    دې څو کرښو کښې مونږ د فخرِ افغان د افغان، افغانیت او افغانستان سره تړون وینو.دې کرښو کښې مونږ د افغانانو د رنځ دوا وینو –

    ‘انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب عمل او پوهـه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربيت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو، ټول لاړل خوارۀ شول. نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعليم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګيو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سياسي شعور پکښې پېدا شي او دا کار يوه پُر امنه فضا غواړي. تر دغه وخته پورې زۀ پۀ دې عقيده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کاميابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم. نو ځکه اتمانزو ته راغلم. زۀ چې لۀ هجرته بېرته راغلم نو د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې.’

    پېرنګيانو شېخ الهند صاحب د خپلو ملګرو سره د مالټا پۀ جزيره کښې بندي کړے ؤ. مولانا عبېدالله سندهي صاحب هم لۀ هندوستان نه هجرت کړے ؤ او افغانستان ته رسېدلے ؤ. د دۀ سره د هندوستان يو څو قوم پرستو مسلمانانو او هندوانو هم هجرت کړے ؤ او پۀ کابل کښې ئې يو عارضي حکومت د راجا مهندرا پرتاب پۀ صدارت کښې قائم کړے ؤ، څوک چې پاتې وو، معلومېده داسې چې هغوي د پېرنګيانو لۀ وېرې مونږ سره رابطه نۀ شوه ساتلې. صرف يو ځلې ئې دېرش پونډه چې څلور نيم سوه روپۍ کېدې، د ډاک پۀ ذريعه زما پۀ نوم رالېږلې دي چې هغه ما حاجي صاحب ته ولېږلې، نور ئې د حاجي صاحب هېڅ قسمه امداد ونۀ کړو. حال دا ؤ چې حاجي صاحب سره دوي د مکمل امداد وعده کړې وه او حاجي صاحب ته د دوي د امداد ډېر ضروت ؤ. ما ته مې بابا د جېب خرڅ د پاره پۀ مامد ناړۍ کښې شپېتۀ جريبه زمکه راکړې وه، پۀ هغې کښې ما پۀ خپله زمينداري کوله. د هغې به چې څومره امدن راتلو، هغه به مې حاجي صاحب ته د خپلو ملګرو د امداد د پاره لېږۀ خو هغه به د حاجي صاحب د مشر زوي باچا ګل پۀ لاس ورتلو نو زما ملګرو له به ئې نۀ ورکولو. هغه غريبان خرڅ پورې اريان وو، هېڅ کار ئې نۀ ؤ، لکه د نورو شېخانو د لنګر پخې ډوډۍ ته به ناست وو، ډېر پۀ تکليف به ئې ژوند تېرولو. پکار خو دا وو چې حاجي صاحب هلته دوي له د مدرسې جوړولو انتظام کړے وے؛ دوي به پکښې کار کولے او بچو به هم پکښې علم زده کولے او د تبليغ د پاره به ئې پکښې خلق روزلي وے چې بيا به ټولو قبائلي علاقو کښې خوارۀ شوي وے، هم خياله کسان ئې پېدا کړي وے او قبائل ئې پۀ يو مزي کښې پئيلي او منظم کړي وے. زمونږ ملګرو پۀ رموز رموز کښې دا خبرې کړې وې خو چا پرې غوږ نۀ ؤ ایښے. اخر مهتمم تاج محمد صاحب د شېخانو پۀ يوه غونډه کښې پاڅېدلے او پۀ منبر ودرېدلے دے، دوي ته ئې وئيلي دي چې تاسو شپه او ورځ د خپل لنګر پۀ فکر يئ، د قام اصلاح او تعليم خوا ته هم څۀ توجه پکار ده. دۀ غريب هم دومره خبره کړې ده چې شېخانو نورو خبرو ته پرېښے نۀ دے او لۀ منبره ئې راکوز کړے دے. دا کسان خو د کار قابل او لائق کسان وو، دوي چې خپل کور کلے پرېښے ؤ، قربانۍ ئې ورکړې وې او مومندو ته تللي وو نو کار پسې تللي وو، د يو مقصد د پاره تللي وو؛ د شېخانو پۀ شان خو ئې د لنګر ډوډۍ سود کړې نۀ وه او لکه د شېخانو د جنت پۀ طمع ناست نۀ وو. د دوي پۀ جنت او د شېخانو پۀ جنت کښې او د دوي د جنت پۀ لار کښې او د شېخانو د جنت پۀ لاره کښې ډېر فرق ؤ. معلومېده داسې چې باچا ګل د پېرنګيانو سره سازش کړے ؤ او د حاجي صاحب او د هغۀ د کارکوونکو ملګرو تر منځ ئې غلط فهمۍ پېدا کولې او د دوي پۀ لاره کښې ئې خنډونه اچول او زمونږ ملګري ئې دې کار ته نۀ پرېښودل. زمونږ ملګرو د بې کارۍ ژوند نۀ شو تېرولے، مايوسه شول او د انګرېزانو هم دا کوشش ؤ چې دوي د دې ځايه لاړ شي. مخفي صاحب خو د خپلو خپلوانو ځاے ته دير ته لاړو، مولوي سېف الرحمان صاحب افغانستان ته لاړو او مولوي فضل ربي صاحب هم ورپسې لاړو؛ مولوي عبدالعزيز صاحب سوات ته لاړو، مولوي تاج محمد صاحب کمانګري ته لاړو او هلته ځان له دېره شو. بيا د هغه ځايه پۀ هغه لښکر کښې چې د امير امان الله خان پۀ مرسته د پکتيا د منګلو قبيلې د ‘ګوډ ملا’ د شورش خلاف جوړ کړے ؤ، منګلو ته لاړو او هلته بيا پۀ خوست کښې وفات شو.

    ]مخونه [78-77

    ………………….

    د اتمانزو دې جلسې پۀ پښتنو کښې اور ولګولو او ښۀ جوش او خروش ئې پېدا کړو. بله جلسه پۀ تهکال کښې د ارباب رضا خان لۀ طرفه مقرره شوه. ټوله علاقه ئې خبر کړې وه. مونږ ته ئې هم بلنه راکړې وه. د جلسې پۀ ورځ سحر وختي مونږ ور روان شو – چې د ‘سردرياب’ د پلۀ نه پورې وتو، ‘عاشق’ د پېښور د ښار مېوه فروش پۀ ټانګه کښې سور مخې له راغے. اشاره ئې وکړه، ټانګې مو ودرولې راکوز شو. زۀ عباس خان، بابي جان او احمد استاذ ئې بېل کړو او راته ئې ووې چې د افغانستان او پېرنګيانو جنګ شروع شو. بېګا پۀ ټول ملک کښې د مارشل لاء اعلان شوے دے. د تهکال جلسه بنده شوه او د افغانستان لۀ طرفه څۀ کاغذونه ما راوړي دي، دا واخلئ او پۀ ملک کښې ئې ووېشئ. کاغذونه ئې زمونږ ملګرو له راکړل او دے بېرته ښار ته ستون شو او مونږ بېرته کلي ته راغلو.

    ]مخونه [88-87

    ………………….

    دهلي کښې د خلافت کمېټۍ جلسه:

    د 1920ز کال پۀ نيمائي کښې د خلافت کمېټۍ لۀ طرفه پۀ دهلي کښې د يوې لويې جلسې اعلان وشو او ورسره د دې خبرې اعلان هم وشو چې هغه خلق به پۀ دې جلسه کښې شريکېږي چې کفن ئې پۀ سر تړلے وي. زۀ هم پۀ دې جلسه کښې شريک شوم. ډېره لويه جلسه وه. د هندوستان د هرې برخې مسلمانان ورله راغلي وو. عزيز هندي يو جذباتي نوجوان هلک ؤ، هغۀ پۀ جلسه کښې د هجرت کولو تجويز وړاندې کول غوښتل. د اکثرو مشرانو دا رایې نۀ وه. هغوي ډېر پوهه کړو چې اوس د دې تجويز د وړاندې کېدو موقع نۀ ده خو هغه منع نۀ شو او خپل تجويز ئې وړاندې کړو. مسلمان خو يو جذباتي قام دے، دې ته ئې ونۀ کتل چې د دې نتيجه به څۀ وي؟ د وړاندې کېدو سره ئې تجويز پاس کړو. د هجرت خبر پۀ ملک کښې خور شو. پېښور ته ورو ورو وړې وړې قافلې راروانې شوې. پۀ پېښور کښې د دوي د امداد او ارام د پاره ‘د هجرت کمېټي’ جوړه شوه. دا قافلې چې به لۀ هندوستانه راتللې، پۀ سټېشنونو به ئې خلقو ډېر تاودۀ استقبالونه کول او پۀ پېښور کښې به ئې جلوسونه وتل. پېرنګيانو خو اول د هجرت سخت مخالفت وکړو ځکه چې هغوي ځان د پاره دا يو خطرناک کار ګڼلو – ولې چې پوهه شو چې خلق پۀ هېڅ شان نۀ منع کېږي نو بيا ئې دا کوشش ؤ چې څومره کېدے شي، هغه هومره ډېر خلق پۀ هجرت لاړ شي. پښتانۀ خو د نورو خلقو پۀ شان نۀ وو، هغوي چې دا تماشه وليده نو ډېر اثر ئې پرې وکړو. مليانو به هم وعظونه کول چې هجرت فرض دے او کۀ چا هجرت ونۀ کړو نو ښځه پرې طلاقېږي. پۀ ملک کښې داسې حالت پېدا شو چې بې لۀ هجرته بلې خبرې اورېدو ته څوک تيار نۀ ؤ. د حکومت لۀ خوا به هم قسم قسم اوازې خورېدې؛ ښځې نر هجرت ته تيار شول. ]مخ[102

    ………………….

    هجرت:

    چې چا به هجرت نۀ کولو هغۀ ته به خلقو پۀ بد نظر کتل نو ما د يوې جلسې انتظام وکړو. زمونږ پۀ کلي کښې لويه جلسه جوړه شوه. ډېر خلق پکښې راجمع شوي وو. پۀ جلسه کښې مې دا ووې چې تاسو لږ صبر وکړئ، زۀ به يو څو کسان کابل ته ولېږم چې هغوي مونږ له خپل چشم ديد حالات راوړي او مونږ پۀ حالاتو خبر او پوهه شو نو بيا به د هجرت پۀ باره کښې فېصله کوو. ما چې دا تجويز پېش کړو نو زمونږ د کلي عادل شاه نومې يو پير د هغې سخت مخالفت وکړو. وې وئيل چې مونږ خپلې ښځې ګوراګانو ته نۀ شو پرېښودلې، کۀ تۀ هجرت ته تيار نۀ یې، مۀ ځه خو نور مۀ منع کوه! مونږ کۀ خداے ته منظوره وي، سبا وختي روانېږو. اور پۀ هندوستان کښې ولګېدو او وسوزېدله پکښې پښتونخوا. کۀ بره وه کۀ کوزه، تالا والا شوه او کروړونه روپۍ نقصان وشو. خصوصاً د سندهـ د خلقو قافله چې د جونېجو صاحب پۀ مشرۍ کښې پېښور ته راورسېده نو پۀ پښتنو اور ولګېدو، ښځې نر پۀ هجرت روان شول. دې خلقو کښې پېرنګيانو هم خپل ډېر مخبران ولېږل چې هلته پۀ مهاجرو کښې پروپېګنډې وکړي چې دا خلق هلته پاتې نۀ شي او بېرته خپل ملک ته راشي. هجرت هجرت نۀ ؤ يوه هنګامه وه. تش جذبات وو، هېڅ سوچ فکر نۀ ؤ، د هجرت پۀ اصل مطلب څوک پوهه نۀ وو. دا خو محمد علي او شوکت علي امان الله خان ته دا پېغام لېږلے ؤ چې تۀ د هجرت د منلو اعلان وکړه چې پۀ پېرنګيانو د دې خبرې اثر پرېوځي او زمونږ ‘د خلافت تحريک’ ته پکښې فائده ورسېږي.

    اخر زۀ هم مجبور شوم د قوم پۀ ملګرتيا کښې د يوې وړې قافلې سره چې ټول ځوانان وو، د شوقدر او مومندو پۀ لاره پياده افغانستان ته روان شوم. اوله شپه مو پۀ کړپه راغله. مونږ چې روان شو او ډول غږېدو نو ډېر خلق راسره وو خو چې د شوقدر نه د کړپې پۀ لاره روانېدو او ډول سرنا رانه پاتې شو نو بيا ډېر کم خلق مونږ سره کړپې ته ورسېدل او چې پۀ کړپه کښې پۀ مونږ پۀ کاڼو لوټو شپه راغله نو بیخي ډېر کم پاتې شو. خېر پۀ کړپه کښې مو پۀ تيږو کښې شپه تېره کړه. سحر چې پاڅېدو، زۀ د يو څو ملګرو سره د ترنګزو د حاجي صاحب ليدلو ته د هغۀ ځاے ته روان شوم او نوره قافله د ماصل خان ځاے ته روانه شوه. د حاجي صاحب د ليدو نه پس مونږ هم د ماصل خان ځاے کوډا خېلو ته راغلو او پۀ بله ورځ لۀ هغه ځايه راروان شو. د کامې ګرداو ته راغلو. سردار خان د مومندو خان د خپل قام سره زمونږ مخې له راغلے ؤ. زمونږ ئې ډېر ښۀ استقبال وکړو. کلي ته ئې بوتلو. زمونږ ئې ډېر دارومدار وکړو. سبا له جلال اباد ته روانېدو؛ سردار خان مونږ ته ډېر ووئيل چې هم دلته پاتې شئ، تاسو مهاجر او مونږ انصار يو، مونږ به دا خپل جائیدادونه تاسو سره نيم کړو، د کابل خلق ستاسو دومره امداد نۀ کوي دا زمونږ خبره درله ښه ده. د هغۀ مو ډېره شکريه ادا کړه. مونږ ورته وئيل چې مونږ خو زمکو پسې نۀ وو راغلي نو د هغۀ نه را رخصت شو. جلال اباد ته راغلو. پۀ جلال اباد کښې سردار هاشم خان ګورنر ؤ، هغۀ سره مو وليدل، خبرې اترې مو سره وشوې، هغۀ زۀ د ځان سره پۀ جلال اباد کښې پاتې کړم او نوره قافله رخصت شوه.

    هاشم خان سره د مهاجرينو د دې لويو لويو قافلو ډېره سودا وه. ډېر پرېشانه ؤ او پۀ دې کوشش کښې ؤ چې څۀ تدبير وشي چې دا هجرت نور بند شي ځکه چې پۀ افغانستان کښې دومره خلق کله ځائېدے شي. د پېرنګيانو هم د ډېرو خلقو پۀ هجرت کولو کښې هم دا مطلب ؤ چې پۀ افغانستان کښې به دوي ته هم د استوګنې مشکلات پېدا شي او افغانستان ته هم. څو ورځې وروستو هاشم خان کابل ته زما د تللو بندوبست وکړو. مونږ د جلال اباد نه کابل ته د خوګياڼو د نملې پۀ لاره روان شو. پۀ ګندمک کښې عادل شاه پير د خپلو ښځو او نورو ملګرو سره پۀ مخه راغلل چې واپس وطن ته راروان وو. ما ورته ووې چې پير صاحب! دا ښځې مو بېرته ګوراګانو ته روانې کړې؟ دۀ راته ووئيل چې څۀ وکړو، هلته هم د ښځو لۀ لاسه تنګ وو چې ځئ هجرت وکړئ او دلته هم ښځو تنګ کړو چې پۀ دې ملک کښې ګزاره ګرانه ده، بېرته ئې روان کړي يو. ]مخونه [103-102

    ………………….

    مونږ کابل کښې:

    مونږ چې کابل ته راورسېدو د لاهورۍ دروازې سره ډېرې اونې ولاړې وې. مهاجرينو دلته کډې اړولې وې. مونږ هم د دوي سره يو ځاے واړولې. زمونږ د پاره حکومت بېل انتظام کړے ؤ خو زۀ د عامو مهاجرينو نه نۀ بيلېدم. پۀ کابل کښې د ټول هندوستان د مهاجرينو يوه د شپاړسو تنو کمېټي وه چې زۀ او رضا خان ارباب هم د هغې ممبران وو.

    د دې کمېټۍ پۀ ذريعه به د مهاجرينو رابطه د افغانستان د حکومت سره وه. څۀ وخت چې د مهاجرينو د قافلو شمېر شلو دېرشو زرو ته ورسېدو نو حکومت کمېټۍ ته ووئيل چې افغانستان خو يو وړوکے ملک دے، دا دومره خلق پکښې ځائيدے نۀ شي؛ تاسو مهرباني وکړئ، دا هجرت بند کړئ. نو مونږ عباس خان ولېږلو چې دا خبره هلته پېښور ته ورسوي. هغه تر جلال اباده پورې لاړو او دا خبر ئې پېښور ته ورسولو.

    امان الله خان مونږ ته ووئيل چې زۀ د پېرنګي د جنګ زور نۀ لرم، کۀ تاسو ورسره پۀ کومه طريقه جنګ کولے شئ او خپل ملک ازادولے شئ نو زۀ ستاسو مرسته ضرور کوم ځکه چې پېرنګے تور مار دے. هېڅ اعتبار پرې نشته چې زما خوا کښې پروت وي، زۀ ترې پۀ ډاډه زړۀ خوب نۀ شم کولے. دا وېره راسره وي چې اوس به مې وخوري. هغۀ مونږ ته دوه لارې مخکښې کړې؛ وې کۀ نوکري کوئ نو مونږ به ستاسو ځوانان بهرتي کړو، بېلې پلټنې به درله جوړې کړو، تربيت به درکړو؛ کۀ بيا مو د انګرېز سره جنګ کولے شو، وې کړئ – کۀ زمکې غواړئ نو پۀ قندوز او مزار شريف کښې مونږ زمکې لرو، هغه به درکړو. تاسو خپله يوه کالوني جوړه کړئ او خپل انتظام پۀ خپله ځان له وکړئ. کومه سيمه چې مونږ تاسو له درکوو، پۀ هغې کښې به ټول واک اختيار ستاسو خپل وي او کۀ د بېروني حکومتونو سره تعلقات ساتئ هم ساتلے شئ. مهاجرينو ته ئې ووئيل چې کۀ تاسو نوکرۍ غواړئ هم او کۀ زمکې غواړئ هم او کۀ تجارت غواړئ هم، درسره امداد کوم. مونږ به راغلو خپلو ملګرو سره به مو صلاح مشوره وکړه. د ټولو مهاجرينو پۀ اتفاق به مو دا خبره غوره کړه چې بس مونږ ته دې عسکري ټرېننګ راکړے شي. مونږ بهرتي کېږو. مونږ به د پلټنو شکل هم جوړ کړو. مونږ به راپاڅېدو چې د حکومت سره خبره فېصله کړو چې زمونږ د پاره انتظام وکړي نو د پېرنګيانو مخبرانو ته به چې پۀ هجرت کښې راغلي وو، موقع پۀ لاس ورغله. يو مخبر به پکښې پاڅېدو او وئيل به ئې چې مونږ خو پۀ زمکو پسې نۀ وو راغلي نۀ نوکرو پسې راغلي وو، مونږ پۀ جهاد پسې راغلي وو؛ چې زمونږ د هجرت غرض نۀ تر سره کېږي او افغانستان د پېرنګي سره جنګ نۀ کوي نو نور مونږ دلته څۀ کوو؟ زۀ خو بېرته ځم. هغۀ پسې به يو بل مخبر پاڅېدۀ، هغۀ به ووې چې بالکل ټيک خبره ده؛ زۀ هم ځم. چې دے به پاڅېدو يوه ډله به ورپسې پاڅېده. دغسې به پۀ ډله کښې ماتې ګډه شوه. يو کس به ما پسې رامنډه کړه چې تۀ د حکومت سره خبرې مۀ کوه، يو ځل راشه، چې بېرته به راغلم نو ټول به تللي وو. بيا ما دوي ته دا خبره وړاندې کړه چې راځئ چې دا زمکې واخلو او زۀ هم درسره ځم مګر دوي دې ته هم تيار نۀ شول.

    څۀ رنګ چې پښتانۀ پۀ راتلو کښې ګړندي وو، دغسې پۀ واپس تلو کښې هم ګړندي وو نو دغه شان ورو ورو مهاجرين بېرته ستنېدل. ډېر لږ کسان پاتې شو. هغوي پۀ افغانستان کښې استوګنه غوره کړه – چا نوکرۍ واخستې چا زمکې. دغه شان هجرت ناکام شو. د هندوستان مسلمانانو خصوصاً پښتنو ته د دې هجرت ډېر تاوان ورسېد. افغانستان ته ئې هم نقصان وشو. د امان الله خان پۀ ورکولو پسې پېرنګيانو له هم دې وخت نه ملا وتړله. فائده ئې يواځې انګرېز ته ورسېده.

    زما څۀ ملګري تاشقند ته لاړل چې روس به مونږ سره د هند پۀ ازادولو کښې مرسته وکړي. زۀ پۀ کابل کښې د يو څو ملګرو سره پاتې شوم. يوه ورځ زۀ د امان الله خان ملاقات له تللے وم، ډېرې خبرې مې ورسره وشوې. پۀ خبرو خبرو کښې مې ورته دا ووې چې تا له ترکي درځي، فارسي درځي او نورې ژبې هم درځي خو خپله ژبه نۀ درځي. زما خبرې پۀ هغۀ ډېر اثر وکړو او وعده ئې راسره وکړه چې زده کوم به ئې. کله چې لۀ افغانستانه ووېستلے شو نو زۀ ممبۍ ته د دۀ ليدو له ورغلم نو هلته ئې ما سره پښتو کښې خبرې وکړې.

    پۀ کابل کښې زمونږ تعلقات د نادر خان او د دۀ د کورنۍ سره ډېر وو. دے پۀ خپله وزير دفاع ؤ او ورور ئې سردار عبدالعزيز خان د معارف وزير ؤ. يوه ورځ ئې ما ته ووې، ځه ورشه ‘حبیبیه لېسه’ (کالج) وګوره. چې کالج ته ورغلم نو د يو جماعت لۀ هلکانو مې دا تپوس وکړو چې ‘شما کيستيد؟’ دوي به راته ووئيل چې ‘افغان هستم’؛ بيا مې ورته ووې چې ‘ملک شما؟’ دوي به ووې ‘افغانستان’؛ بيا مې ورته ووې ‘افغاني مېداني که افغان هستي’، نو غلي به شو، غږ به ئې نۀ کوو ـــ نو ما به ورته ووئيل چې څنګه افغان يئ او څنګه د افغانستان اوسېدونکي يئ چې خپله ژبه نۀ درځي. دغه شان مې محمود طرزي صاحب سره چې د افغانستان وزير خارجه او ډېر لائق سړے ؤ، پۀ يوه لويه مېلمستيا کښې چې دۀ د مهاجرينو د پاره کړې وه، د ژبې بحث راغے نو يو سړي ورنه پوښتنه وکړه چې دا څنګه افغانستان دے چې افغاني پکښې نشته؟ طرزي صاحب ووئيل چې پارسي هم زمونږ د ملک ژبه ده نو ما ورته ووئيل چې طرزي صاحب! پښتو خو د افغانستان ملي ژبه ده او د اکثريت ژبه ده؛ پۀ ټوله دنيا کښې د اکثريت ژبه هم سرکاري وي، هم دفتري او هم تعليمي وي.

    باجوړ ته واپسي:

    د مهاجرينو د تللو نه پس مونږ پۀ يوه سرایې کښې يوه کوټه پۀ کرايه ونيوله. هلته به اوسېدو. څو ورځې پس زۀ نادرخان له ورغلم او ورته مې ووې چې د هجرت معامله خو ګډه وډه شوه، دلته نور زمونږ د مقصد د پاره څۀ نۀ کېږي. زما اراده ده چې د باجوړ ازادو قبائلو ته لاړ شم او هلته د تعليم کار شروع کړم او د پښتنو د بچو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړې کړم. ستا صلاح مشوره څۀ ده؟ هغۀ زما دا رایې خوښه کړه. ما سره ئې پۀ دې خبره اتفاق وکړو. زۀ د يو څو پاتې ملګرو سره د کابل نه جلال اباد ته راغلم. پۀ جلال اباد کښې مې د هاشم خان سره هم صلاح مشوره وکړه. هغۀ هم زما د دې کار سره پۀ ډېره خوشحالۍ اتفاق وکړو او باجوړ ته ئې زمونږ د تګ انتظام هم وکړو…..

    …… زۀ خو د افغانستان نه پۀ دې اراده راغلے وم چې دلته پۀ ازادو قبائلو کښې مدرسې جوړې کړم او د قوم تربيت وکړم. دا کارونه خو يو سړے نۀ شي کولے پۀ ډله کېږي او زمونږ هغه ډله خوره شوې وه. ]مخونه [106-103

    ………………….

    د افغانستان او ازادو قبائلو حالت چې مې وليدو او پينځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائلو او افغانستان کښې غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب عمل او پوهـه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربيت وکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت دے. تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو، ټول لاړل خوارۀ شول. نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجه شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خوا ته او نۀ د تعليم خوا ته. د بلې خوا نه پۀ رسمونو او رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګيو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي چې سياسي شعور پکښې پېدا شي او دا کار يوه پُر امنه فضا غواړي. تر دغه وخته پورې زۀ پۀ دې عقيده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي. تشدد راته د انقلاب نزدې او د کاميابۍ لار ښکارېده خو د تجربې نه وروستو راته معلومه شوه چې د جنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېږم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء به کار کوم. اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم. نو ځکه اتمانزو ته راغلم. زۀ چې لۀ هجرته بېرته راغلم نو د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې. ]مخ [108

    ………………….

    ……… او پۀ 1928ز کښې مې د ‘پښتون’ پۀ نوم يوه رساله پۀ پښتو ژبه کښې د اتمانزو نه جاري کړه. افسوس خو پۀ دې دے چې پښتون دومره لوے قوم دے او خداے ورله د نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړے دے خو نۀ د دۀ پۀ خپله ژبه کښې يوه رساله شته او نۀ يو اخبار. دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله وه چې د پښتنو پۀ ملک کښې جارې شوه. پښتون قوم ډېر خراج دے خو دې قسم څيزونو باندې پېسې نۀ لګوي او پۀ دې قسم څيزونو خرڅ کولو نه ناشنا او نابلده دي. ډېرې پېسې ما د خپل جېب نه پرې خرڅ کړې. دې رسالې د پښتنو پۀ ښځو او نرو کښې يوه نوې زندګي پېدا کړه او دا رساله پښتنو کښې ډېره هر دلعزيزه شوه. دا خپل ملک خو پرېږده؛ پښتانۀ چې پۀ يورپ،امريکه او اسټرېليا کښې د دې نه خبر شو نو هغوي به غوښته او امداد به ئې هم ورسره کوو. د پښتنو ئې پښتو طرف ته شوق پېدا کړو او پۀ افغانستان کښې هم ښه لوستلې کېده. عبدالهادي خان داوي ما ته قيصه کوله چې ‘پښتون’ اخبار به کابل ته راغے، پۀ قوميت )ملیت( چې به کوم مضمونونه ليکلي شوي وو نو هغه به ئې مونږ لوستل او د افغانستان پۀ خلقو کښې هم پښتو طرف ته رغبت زيات شو او پۀ امان الله خان خو ئې دومره اثر وشو چې هغۀ اعلان وکړو چې خلقو له پکار دي چې پښتو ژبه زده کړي. درې کاله پس به پۀ دې ملک کښې پښتو تعليمي او سرکاري ژبه وي او عبد الهادي خان دا هم راته ووې چې مونږ هم د يوې رسالې بناء وکړه او د هغې نوم مو هم ‘پښتون’ کېښودۀ نو امان الله خان راته ووې چې د پښتنو به بس دغه يو ‘پښتون’ وي، نو ما بيا هغې خپلې رسالې له ‘د پښتنو ژغ’ نوم کېښودو خو افسوس چې پېرنګيانو دا خبره برداشت نۀ کړې شوه او هغۀ ووې چې د دې رسالې يو څو نمبره وتي وو چې افغانستان کښې بغاوت وشو، امان الله خان لاړو او د هغۀ پۀ ځاے بچه سقه د څۀ وخت د پاره د افغانستان پۀ تخت کښېناست. ]مخ [174

    ………………….

    امان الله خان:

    څۀ وخت چې افغانستان کښې شورش پېدا شو، دا انقلاب نۀ ؤ شورش ؤ؛ امان الله خان قندهار ته لاړو. پۀ کابل بچه سقه قبضه وکړه. انګرېزي اخباراتو د افغانستان برخلاف قيصې،طعنې او خوشحالۍ شروع کړې نو زۀ پوهه شوم چې هرکله پېرنګيان پۀ افغانستان کښې د پښتنو ترقۍ ته کتے نۀ شي نو مونږ به ترې دلته پۀ سرحد کښې څۀ ترقي وکړې شو؟ او فوراً مې دا اراده وکړه چې پۀ دې راز پښتانۀ پوهـول پکار دي او دوره مې شروع کړه – کلي پۀ کلي، ښار پۀ ښار او علاقه پۀ علاقه وګرځېدم، جلسې مې وکړې. د خداے پۀ فضل ټول پښتون يکدم د خوبه رابېدار شو، پوهه شو او د خپل قوم تباهي او بربادي ئې محسوسه کړه او د افغانستان د خدمت د پاره ئې ملا وتړله. پۀ بعضې علاقو کښې مليانو څۀ نا څۀ مخالفت شروع کړو خو چې د قوم پۀ جذبه پوهه شول نو مخالفت ئې پرېښودو.کۀ بعضې مليان د خپلو ذاتي فائدو پۀ وجه قلار نۀ شو نو قوم پۀ زور او بې عزتۍ د هغوي خولې بندې کړې. مونږ سره پۀ دې معامله کښې د قوم شاعرانو هم ډېر زيات امداد او اخلاص کړے ؤ او د قامولۍ يوه نوې جذبه ئې پۀ قوم کښې پېدا کړې وه او پۀ دې معامله کښې تورسم خان د دوه سرو زمونږ سره ډېر مدد کړے ؤ. دۀ به اشعار جوړول او مونږ به پۀ ‘پښتون’ اخبار کښې شائع کول چې د هغې نه يو بېت دا دے:

    ما وې دا سړے زمونږ قوم کښې خلل دے
    اوس دې وليد چې د ږيرې خاوند غل دے

    دا بېت دومره مشهور شو چې ږيرې واله به خلقو ليدو نو چغه به ئې کړه، ‘ږيرې واله غل’ او پۀ دې ورځو کښې د قيصه خانۍ پۀ بازار کښې د ږيرې خاوند ګرځېدے نۀ شو او خانمير هلالي خو زما سره پۀ ټولو دورو کښې شريک ؤ او داسې نظمونه ئې جوړ کړي وو او د افغانستان ئې پکښې داسې خاکه راکښلې وه چې د هغې پۀ اورېدو تقريباً هر پښتون پوهه شو او ما ته هم پۀ تقرير کښې د هغوي د پوهـولو ضرورت پاتې نۀ شو او پۀ دې کښې زمونږ د مدرسې هلکانو ډېره حصه اخستې وه. زمونږ انجمن هم هر قسم مالي او جاني خدمت ته تيار شو. د افغانستان د پښتنو بربادي او غم د سرحد پښتنو خپل غم او خپله بربادي ګڼله ځکه چې مونږ يو وروڼه او يو قوم یو او د سرحد پۀ پښتنو کښې د افغانستان د وروڼو د امداد او همدردۍ يوه داسې جذبه پېدا شوه چې زۀ د هغې بيان کولے نۀ شم. کۀ امير ؤ کۀ غريب ؤ، کۀ تعليم يافته ؤ او کۀ بې علمه ،ښځې وې او کۀ نر وو؛ د افغانستان پۀ مصيبت زهير وو او د امان الله خان دوباره حکومت قائمولو د پاره هر خدمت ته تيار وو او خلقو به دعاګانې کولې چې اے الله! تۀ زمونږ غمخور بادشاه امان الله خان له کاميابي ورکړې. پۀ پښتنو کښې ډېر بادشاهان تېر شوي دي خو د پښتنو ښځو نرو چې څومره مينه او محبت د امان الله خان سره ؤ، هغه بل بادشاه سره نۀ ؤ. امان الله خان به وې چې زۀ د پښتنو انقلابي بادشاه يم او د هغۀ دا خبره بالکل رښتيا وه چې هغۀ پۀ پښتنو کښې يو عجيبه انقلاب پېدا کړو او زۀ چې نن پښتنو ته ګورم نو حېرانېږم چې پۀ پښتنو کښې دا دومره زر دا تبديلي د قومولۍ او ورورولۍ احساس څنګه پېدا شو او سياسي شعور پکښې راغے. انقلاب يو سېلاب وي چې راشي نو اودۀ خلق يوسي او ويښ ترې فائدې اوچتې کړي. د افغانستان انقلاب کښې د افغانستان پښتانۀ لاهوشول. مونږ کوزو پښتنو ترې فائدې اوچتې کړې ولې چې مونږه ويښ او بېدار وو. د کوزو پښتنو زړۀ چرته پۀ تشو دعاګانو او جلسو قرارېدۀ؛ هغوي د افغانستان پۀ دې غم او مصيبت کښې عملي شرکت غوښتو او د دې خبرې خواهش ئې لرلو چې افغانستان ته لاړ شو او خپلو وروڼو سره پۀ دې غم کښې شريک شو او د خپلو زخميانو وروڼو دارو درمل وکړو او د هغوي پس ماندګانو سره امداد وکړو چې څوک مړۀ دي او بچي او ښځې ئې پاتې شوي دي. د دې د پاره مو يوه کمېټي جوړه کړه چې د هغې نوم ‘افغان هلالِ احمر’ ؤ او د دې کمېټۍ کار د افغانستان د پښتنو طبي او مالي خدمت ؤ. کلي پۀ کلي علاقه پۀ علاقه خلقو د دې کمېټۍ د پاره د چندې جمع کولو انتظام وکړو او پۀ لږ وخت کښې يو طبي وفد تيار شو چې هغه زما د مشر ورور ډاکټر خان صاحب پۀ سرپرستۍ کښې تلو ته تيار شو. د افغانستان پۀ امداد کښې يو پښتون هم څۀ کمے کړے نۀ دے خو د بنو خلق، د ډېره اسماعيل خان کُنډي خاندان، د سودم خانان، د بائیزو خانان، قاضي عطا الله خان، علي اصغر خان، علي ګل خان او ميا احمد شاه صاحب د ډېر تعريف وړ دي خو پېرنګيانو دا خبره چرته خوښوله؛ د هغوي پۀ زړۀ دا چرته ځائيدې شوه چې د افغانستان د امداد د پاره دې د سرحد پښتانۀ لاړ شي ولې چې پۀ دې طريقه خو زمونږ ورورولي او قومولي قائمېده او هغوي چرته دا غوښتل. مونږ له ئې اجازه رانۀ کړه. ما خو ډېر دا کوشش وکړو چې د دوي د اجازې نه بغېر مونږ له افغانستان ته تلل پکار دي، مونږ ته د پېرنګيانو د اجازې او د پاسپورټ څۀ ضرورت نشته، ولې زما دا خبره کمېټۍ ونۀ منله او ما دا هم کمېټۍ ته ووئيل چې تر څو امان الله خان پۀ افغانستان کښې وي نو مونږ له انګرېزان افغانستان ته د تلو اجازت نۀ راکوي. خو کمېټۍ به وئيل چې مونږ خو کۀ بغېر د انګرېزانو د اجازت نه لاړ شو نو بيا به پۀ مونږه دارو او درمل بند کړي. پېرنګيانو خو اول دا اعتراض اوچت کړو چې تاسو خو د امان الله خان د امداد د پاره ځئ خو کۀ هغه هم ستاسو د امداد خواهش وکړي. کۀ چرې تاسو د هغۀ اجازت نامه راوړه نو بيا مونږ تاسو له د تلو اجازه درکوو. زۀ او ميا جعفر شاه د دې کار د پاره مقرر شو چې امان الله خان له لاړ شو او اجازت نامه ترې راوړو. ولې ما کمېټۍ ته ووئيل چې مونږ خو د قوم او خپلو وروڼو د امداد د پاره ځو، پۀ دې کښې د امان الله خان د اجازې څۀ ضرورت دے، مونږ خو د پښتنو د امدا د پاره تلو.

    مونږ اول د پېښور وکيل تجارت له لاړو چې هغه زمونږ د پاره اجازه راوغواړي خو چې څو ورځې تېرې شوې او هغه اجازه راونۀ رسېده نو مونږ قندهار ته د تلو اراده وکړه چې د امان الله خان نه اجازت نامه راوړو. پۀ شاهي باغ کښې د پښتنو يوه عظيم الشانه جلسه وشوه. ما او جعفر شاه خلق د خپلو تلو نه خبر کړل خو دا مې ورته هم ووې چې دا ټولې د پېرنګيانو بانې دي. هغوي پۀ خپل وس زمونږ وفد له د تلو اجازت نۀ راکوي او دا به تاسو ته ډېره زر معلومه شي. مونږ شپې له نوښار ته لاړو. شپه مو هلته تېره کړه. د شپې يوه لويه جلسه وشوه او سبا له مونږ د نوښار د سټېشن نه رېل کښې سوارۀ شو. د پنډۍ سټېشن ته ورسېدو. مولانا اسحاق صاحب هزاروي او د ښار ډېر مسلمانان زمونږ د ليدو د پاره سټېشن ته راغلي وو او څۀ وخت چې زمونږ ګاډے لاهور ته ورسېدو نو مولانا ظفر علي خان او د مسلمانانو او هندوانو ډېر ليډران زمونږ ليدو له راغلي وو. مونږ ئې د ګاډي نه راکوز کړو او د لاهور ښار ته ئې بوتلو او يو لوے جلوس ئې وباسلو. حالانکې زۀ د دې مخالف وم. پۀ سبا له پۀ لاهور کښې د هندوانو او مسلمانانو يوه لويه جلسه وشوه چې پۀ هغې کښې د حکومت د ملامتيا او مونږ سره د امداد او همدردۍ تقريرونه وشول او قراردادونه پاس شول. بله ورځ مونږ د کراچۍ پۀ مېل کښې د لاهور نه کوئټې ته روان شو. چې سکهر ته ورسېدو نو د سندهـ حضرت مولانا او بعضې د سندهـ مسلمانان زمونږ ليدلو له راغلي وو. هغوي سره مو ډېرې خبرې وشوې. دلته زمونږ ګاډے بدل شو او مونږ کوئټې ته روان شو. سحر وختي زمونږ ګاډے سیوۍ ته ورسېدو. زمونږ ګاډے ولاړ دے او مونږ پۀ دې فکر کښې یو چې چاے به څنګه وڅښکو چې پۀ دې کښې زمونږ ډبې ته کپتان صاحبزاده خورشيد چې د بلوچستان پولټيکل اېجنټ ؤ او بل ورسره د پبو يو خان چې پوليس کپتان ؤ، راننوتل. زما پۀ زړۀ کښې څۀ شک پېدا شو چې ګنې دوي مونږ پسې راغلي دي. هغوي مونږ سره ګپ شپ شروع کړو او بيا ئې مونږ ته ووې چې راځئ دلته مونږ سره پۀ ارام چاے وڅښکئ نو بيا به ګاډي کښې کښېنئ، کوئټې ته به لاړ شئ. مونږ اصرار وکړو او ورته مو ووئيل چې ستاسو مهرباني، ګاډے به رانه لاړ شي. هغۀ وې چې دلته ګاډے ډېر ساعت ولاړ وي نو مونږ هغوي سره روان شو. د کپتان خورشيد بنګلې ته لاړو، چاے مو وڅښکله. مونږ تادي کوله چې ګاډے رانه لاړ نۀ شي. مونږ ته معلومه نۀ وه چې حکومت مونږ مخکښې تلو ته نۀ پرېږدي. ګاډے لاړو او مونږ پاتې شو. زمونږ او د دوي پۀ منځ کښې ډېرې خبرې وشوې. د ډوډۍ وخت راغے، ډوډۍ مو وخوړه. حکومت صاحبزاده صاحب او د پبو خان د دې د پاره راپسې رالېږلي وو چې مونږ پۀ دې رضا کړي چې پۀ خوښه واپس پېښور ته لاړ شو. د هغوي او زمونږ پۀ منځ کښې ډېرې خبرې وشوې ولې مونږ پۀ واپس تلو رضا نۀ شو او چې مونږ رضا نۀ شو نو مازيګر چې کوم ګاډے راغے، پۀ زور ئې پۀ هغۀ کښې کښېنولو، پوليس ته ئې پۀ حواله کړو چې مونږ د بلوچستان د علاقې نه بهر وباسي او چې جېکب اباد ته راورسېدو نو هلته پوليس مونږ پۀ سټېشن د ګاډي نه کوز کړو. هغوي رانه لاړل او مونږ پاتې شو. مونږ جېکب اباد ته لاړو او يو وړوکے غوندې ځاے مو پۀ کرايه واخستو او پېښور ته مو اطلاع ورکړه چې مونږ حکومت کوئټې ته پرې نۀ ښودو او د سیوۍ د سټېشن نه ئې راواپس کړو او مونږ قندهار ته نۀ پرېږدي او مونږ اراده کړې ده چې د حکومت دا ناجائزه حکم ونۀ منو او سبا بيا د قندهار پۀ طرف روانېږو. پۀ سبا له مونږ د بلوچستان (Resident) رزيډنټ له يو تار ورکړو چې مونږ ستا د دې قسم ناجائز حکم منلو ته تيار نۀ یو او مونږ تا خبروو چې سبا له به بيا مونږ کوئټې ته روانېږ و. د شپې پۀ ګاډي کښې مونږ بيا روان شو او چې سحر بيا زمونږ ګاډے د سیوۍ سټېشن ته ورسېدو نو څۀ ګورو چې مسلح سپاهيان سره د يو پېرنګي ولاړ دي. ګاډے چې ودرېدو نو هغه پېرنګے زمونږ ډبې ته راغے او مونږ ئې د ډبې نه کوز کړو. دا ځل صاحبزاده صاحب او د پبو خان د دوي سره نۀ وو. زمونږ خو دا خيال ؤ چې جېل خانې ته مو بيائي خو هغه پېرنګي مونږ پۀ وېټنګ روم کښې کښېنولو او پۀ وېټنګ روم ئې يوه ډبله پېره ودروله. دا ډېر يو شريف پېرنګے ؤ. ما ته ئې پۀ خبرو خبرو کښې ووې چې زۀ د دې حکومت پۀ پاليسۍ نۀ پوهـېږم، يو طرف ته خو وائي چې مونږ غېر جانبدار يو او تاسو ته وائي چې لاړ شئ مونږ له د امان الله خان نه اجازت نامه راوړئ نو تاسو به پرېږدو او بل طرف ته ما له حکم راکوي چې پام کوه چې دا سړي درنه مخکښې لاړ نۀ شي او بيا تاسو د داسې کار نه منع کوي او ستاسو طبي وفد نۀ پرېږدي چې پۀ دې کښې د خداے د مخلوق د خېر نه بل هېڅ شے نشته. مازیګر چې بيا هغه رېل ګاډے واپس راغے نو مونږ ئې پکښې کښېنولو او د جېکب اباد پۀ سټېشن ئې بيا کوز کړو. مونږ ته معلومه شوه چې مونږ حکومت پۀ هېڅ قسم قندهار تللو ته نۀ پرېږدي نو هسې تلل راتلل مو مناسب ونۀ ګڼل او اراده مو وکړه چې دهلي ته به لاړ شو او د افغانستان قونصل جنرل سره به ووينو. کۀ هغه زمونږ د پاره څۀ د اجازت نامې انتظام وکړے شي. دهلي ته روان شو. دهلي ته ورسېدو او قونصل جنرل صاحب مو وليدو او خبرې اترې مو وشوې. مونږ سره ئې ډېره همدردي ظاهره کړه او امان الله خان ته ئې تار ورکړو او د تار پۀ ذريعه ئې مونږ له اجازت نامه راوغوښته. پۀ دغه ورځ مونږ ته پۀ دهلي کښې معلومه شوه چې پېرنګيانو د شور بازار د حضرت ورور چې پۀ هندوستان کښې پۀ کاټهیاواړ کښې اوسي، راغوښتي دي او هغه پاوندو پسې چې د هغۀ مريدان دي، د امان الله خان برخلاف افغانستان ته لېږي ځکه چې پېرنګيانو ته معلومه شوې وه چې د خلقو څۀ نا څۀ همدردي د امان الله خان سره پېدا شوې ده او هسې نۀ چې هغه چرته کامياب شي. مونږ د قونصل جنرل صاحب نه رخصت واخست او سرحد ته راروان شو. څۀ وخت چې مونږ پېښور ته راورسېدو نو مونږ ته معلومه شوه چې د افغانستان وکيل تجار له هم د قندهار نه زمونږ د پاره د امان الله خان پۀ خپل دستخط فرمان رالېږلے شوے دے. د دې دپاسه به بيا هم حکومت چل ول کولو او پۀ مونږ به ئې وخت اړوۀ. څۀ وخت چې زما بالکل دا يقين راغے چې حکومت پۀ هېڅ طريقه زمونږ وفد له اجازت نۀ ورکوي نو ما خپلو د جماعت ملګرو ته ووې چې د حکومت دا ټولې انې بانې زمونږ د پاتې کېدو د پاره دي او کۀ چرې تاسو د حکومت اجازت ته ناست يئ نو هم دغه شان به ناست پاتې شئ او هېڅ قسم د افغانستان امداد به ونۀ کړے شئ او بله دا چې اٰيا افغانستان کښې د دوي سفارت نشته؟ نو بيا د پاسپورټ ضرورت څۀ دے؟ مونږ خو افغانستان ته د پېرنګيانو پۀ ذمه وارۍ نۀ ځو. مونږ کۀ افغانستان ته ځو نو پۀ خپله ذمه وارۍ ځو نو بيا د پېرنګيانو د راهدارۍ مونږ ته څۀ حاجت دے؟ خو زما د اکثرو وروڼو دا خيال ؤ چې زمونږ تلل او راتلل به بند شي او زمونږ د دې وفد پۀ لاره کښې به د دارو راغوښتلو پۀ سلسله کښې مشکلات پېدا شي او نۀ به مونږ د افغانستان وروڼو سره مالي امداد وکړے شو. ما ورته ووې چې پۀ دې صورت کښې به مونږ دغه شان پۀ انتظار کښې پاتې شو، د افغانستان به هډو د هېڅ قسم امداد ونۀ کړے شو او امان الله خان چې تر کومې پۀ افغانستان کښې وي نو دوي مونږ له اجازه نۀ راکوي او چې هغه د افغانستان نه لاړ شي نو بيا به مونږ له اجازه راکړي.

    ما او زما يو څو ملګرو دا اراده وکړه چې مونږ بغېر د پېرنګيانو د اجازت نه د افغانستان د امداد د پاره روانېږو او پۀ دې غرض مو پۀ پېښورکښې يوه جلسه وکړه او قوم ته مو دا حقيقت ښکاره کړو چې پېرنګيان مونږ له راهداري نۀ راکوي او مونږ د دوي راهداري ضروري هم نۀ ګڼو. افغانستان زمونږ ورور دے او مونږ خپلو وروڼو له پۀ خپله ذمه وارۍ ځو؛ چې څوک تلل غواړي او تلو ته تيار وي چې فوراً افغانستان ته روان شو. خلقو ووې چې مونږ تيار يو. څۀ وخت چې د دې جلسې رپورټ حکومت ته رسېدلے دے چې مونږ بغېر د اجازته تلو ته تيار شو نو فوراً ئې ما له تار راکړو چې څوک څوک افغانستان ته پۀ طبي وفد کښې ځي نو فوراً دې مونږ له د راهدارۍ د پاره درخواست راکړي او خپل تصويرونه دې ورسره راولېږي. زۀ د حکومت پۀ دې خيال پوهه شوم خو د جماعت اکثرو خلقو راته ووې چې ستا هسې د دې حکومت نه نفرت دے او د دوي څېره درته د چل او دروغو ښکاري. زۀ چپ شوم او د راهدارۍ نه بغېر د تلو خيال مې پرېښودۀ او د راهدارۍ د پاره مو تصويرونه او درخواستونه ورکړل. ]مخونه [179-176

    نادر خان:

    د ډېرو ورځو نه پۀ دې ملک کښې دا ګنګوسے ؤ چې نادر خان د خپلو وروڼو سره د فرانس نه راروان شوے دے. بله ورځ راته معلومه شوه چې نادر خان سره د خپلو وروڼو پېښور ته رارسېدلے دے او د وکيل تجار پۀ کور کښې دے. زۀ او ډاکټر صاحب ئې هم د ليدو د پاره لاړو. نادر خان او هاشم خان ما د اول نه پېژندل. پۀ ښۀ شان مو ملاقات وکړو. ډېرو خلقو پرې زور ولګولو چې قندهار ته لاړ شه او امان الله خان ورپسې ډېر استازي راولېږل خو نادر خان د قندهار د تلو د پاره تيار نۀ شو. يوه ورځ زۀ او نادر خان يواځې يوه کمره کښې ناست وو. د افغانستان پۀ مستقبل مو خبرې کولې چې دۀ ما ته ووې زۀ چې هر څۀ کوم نو د امان الله خان د پاره ئې کوم. ما ورته ووې چې خلق وائي چې د حبيب الله خان هغه زوے چې ستا خوريے دے، تاسو د هغۀ پۀ حکومت د کښېنولو د پاره کوشش کوئ. دۀ راته ووې چې تۀ به هم ژوندے یې او زۀ به هم ژوندے يم،کۀ چرې ما هغه بادشاه کړو يا پۀ خپله بادشاه شوم نو تۀ راشه او مخ راله تور کړه او راته ووايه چې نادره! خپله وعده دې پوره نۀ کړه. څۀ ورځې پس هاشم خان جلال اباد ته او نادر خان او شاه ولي خان ځاځيو ته روان شول. زۀ ئې پۀ دې خبره مجبور کړم او وعده ئې رانه واخستله چې سبا به مونږ ټل کښې یو، پۀ سبا له هلته راشه او ما ضرور ووينه. زۀ سبا له ټل ته لاړم خو نادر خان پۀ مخه تلے ؤ او ټل کښې ايسار شوے نۀ ؤ. د راروانېدو پۀ وخت کښې حکيم مې پۀ موټر کښې وليدو چې د نادر خان د ليدو د پاره ځاځيو ته روان ؤ. هغۀ له مې يو خط ورکړو او پۀ هغې کښې مې نادر خان ته وليکل چې اوله وعده خو دې پوره نۀ کړې شوه نو چې د بلې وعدې به دې څۀ حال وي؟ بغېر زما نه د ټولو خلقو دا خيال ؤ چې پېرنګيان به د افغانستان د تلو او امداد د پاره مونږ له اجازت راکړي خو زما دا خيال نۀ ؤ، ولې چې دوي د امان الله خان غوندې د پښتنو خېرخواه بادشاه پۀ افغانستان کښې نۀ غوښتو او زمونږ خوش اعتقاده وروڼه پۀ دې اميد کښې پراتۀ وو چې نن دے کۀ سبا دے اجازت به راشي. د فصل وخت ؤ. مونږ د افغانستان د پاره د چندې جمع کولو پۀ خيال د بائيزو پۀ دوره وو. خلقو راسره ډېر پۀ اخلاص او خوشحالۍ د ټول زکات د راکولو وعدې وکړې. پښتانۀ د افغانستان د وروڼو هر قسم امداد کولو ته تيار وو. زۀ او خوشحال خان د باريکاو د سخاکوټ پۀ لاره مردان ته راروان شو. چې مردان ته راورسېدو نو خبر شو چې امان الله خان د جنګ خيال پرېښودے دے او کوئټې ته راغلے دے. د دې خبر پۀ اورېدو پۀ ما ډېر غم او خفګان راغے. خوشحال خان کلي ته رخصت شو او زۀ د قاضي عطاالله خان ځاے ته لاړم او پۀ يو کټ کښې ويړ ويړ پرېوتم. څو ورځې پس څۀ وخت چې امان الله خان ممبۍ ته ورسېدو، زۀ ډاکټر صاحب او نورو دوستانو مجبور کړم چې ممبۍ ته لاړ شه. امان الله خان ووينه او د افغانستان متعلق مشوره ورسره وکړه او دا خبره معلومه کړه چې کۀ مونږ د افغانستان سره د څۀ قسم امداد کول غواړو نو د چا سره وکړو او دا هم معلومه کړه چې د نادر خان او د هغوي د وروڼو متعلق د هغۀ څۀ خيال دے؟ زۀ ممبۍ ته لاړم. عبدالهادي خان داوي هم هغۀ سره ؤ او د هغۀ پۀ ذريعه مې د هغۀ سره ملاقات وشو او خبرې مو وشوې. ما چې افغانستان ته د واپس تلو خبره وکړه خو هغه د افغانستان نه مايوسه شوے ؤ او د افغانستان خيال ئې پرېښے ؤ. د پښتنو نه ډېر موړ معلومېدو. زما چې دۀ سره ملاقات وشو نو ما سره ئې پۀ پښتو کښې خبرې وکړې. د ګفتګو پۀ دوران کښې د نادر خان دوي ذکر هم راغے او ما ورته دا ووئيل چې مونږ سره چې د افغانستان د پاره کوم حساب جمع دے، هغه چا له ورکړو؟ نو دۀ راته پۀ جواب کښې ووې چې تاسو ئې نادر خان له ورکړئ او د نادر خان امداد وکړئ. ملاقات ختم شو. مونږ پۀ ډېر خفګان د يو بل نه جدا شو. پۀ هغه هوټل کښې هغۀ سره نور هم ډېر سرداران وو. هغوي سره مې هم ليدل کتل وشو او د شپې عبدالهادي خان د ممبۍ د قونصل پۀ کور کښې زۀ مېلمه کړم او د ډوډۍ پۀ وخت کښې مې نورو ډېرو سردارانو سره خبرې اترې وشوې. د دې خلقو دا خيال ؤ چې امان الله خان به ضرور واپس افغانستان ته راځي ځکه چې پۀ موجوده جنګ کښې کوم کوم جرنېلان چې د بچه سقه د لرې کولو کوششونه کوي، هغوي پۀ کور کښې بې اتفاقه دي او پۀ يو او بل اتفاق کولے نۀ شي او د ټولو اتفاق پۀ امان الله خان راتلے شي. دغه جرنېلان يو نادر خان ؤ چې د ځاځيو پۀ مرسته ئې کابل اخستو او بل غلام نبي خان ؤ چې د ترکستان د طرف نه پۀ کابل د حملې کولو د پاره را روان ؤ. زۀ د ممبۍ نه واپس راغلم. دا ټولې خبرې مې ‘انجمن هلالِ احمر’ ته ورسولې او د امان الله خان خيال او رایې او د نادر خان متعلق خبره مې هم هغوي ته ظاهره کړه او دا تجويز مې پېش کړو چې دا څومره روپۍ هلالِ احمر سره جمع دي او کوم سامان چې د طبي وفد د پاره مونږ ته خلقو راکړے دے، دا ټول نادر خان له لېږل پکار دي خو پۀ دې کښې بعضې وکيلانو چې د هغوي سرغنه ابراهيم خان د چينې ؤ، مخالفت وکړو. زما پۀ خيال د هغوي د خپلو چندو واپس اخستو د پاره دا بهانه وه. اخر فېصله پۀ دې وشوه چې څوک خپلې روپۍ نادر خان له لېږل نۀ غواړي نو هغوي ته دا حق حاصل دے چې خپلې روپۍ واپس واخلي حالانکې د هلالِ احمر د قانون نه دا خبره خلاف وه او تقريباً اکثرو وکيلانو چې مونږ له څۀ نا څۀ چنده راکړې وه، واپس ئې واخسته. بيا هم مونږ نادر خان له پنځوس زره نغدې روپۍ او هغه ټول سامان چې مونږ له خلقو راکړے ؤ، ولېږۀ او پۀ علاقه کښې مو د چندې د پاره انتظام هم وکړو.

    پۀ دې ورځو کښې هر سړے پۀ جوش کښې ؤ. زمونږ د اسلاميه کالج پۀ هلکانو کښې هم يوه زبردسته جذبه را اوچته شوې وه. د افغانستان د پاره چنده مې هم راجمع کړې وه. د دسمبر مياشت وه، کالجونه بند وو. زما د يو طالب علم دوست ميا اکبر شاه د بدرشو دا خيال ؤ چې د پښتنو د ځوانانو يو انجمن قائمول پکار دي. هغۀ يوه ورځ د ميا احمد شاه صاحب پۀ ځاے کښې ما سره دا ذکر وکړو چې مونږ د صوبه سرحد ځوانان راجمع کېږو او کۀ چرې تۀ د مېلمنو د پاره انتظام وکړې نو دا به پۀ مونږ يو لوے احسان وي. ما ورته ووې، زۀ هر وخت ستاسو خدمت ته تيار يم خو کۀ د پېښور پۀ ځاے پۀ اتمانزو کښې راجمع کېږئ نو دا به بهتر وي. هغۀ زما دې خبرې سره اتفاق وکړو او پۀ اتمانزو کښې راجمع شو. زما د انجمن بعضې ممبران هم دوي سره د تبادلۀ خيالاتو کولو د پاره ما راغوښتي وو. بحث شروع شو چې پۀ صوبه سرحد کښې ‘يوتهـ ليګ’ (Youth league) جوړول پکار دي. د بعضې خلقو دا خيال ؤ چې د يوتهـ ليګ پۀ ځاے دې د هغې نوم ‘د صوبه سرحد د ځوانانو جرګه’ وي خو زمونږ د انجمن صدر عبد الاکبر خان او سېکرټري خادم محمد اکبر د دې مخالفت وکړو چې د پښتنو يو جماعت خو قائم دے چې ستاسو او د هغوي پۀ اغراضو مقاصدو کښې فرق نشته، پۀ دې وجه د نوي جماعت د قائمولو ضرورت نشته؛ دغه جماعت له ترقي ورکول پکار دي خو ځوانان ډېر پۀ جوش کښې وو. هغوي دې خبرې سره اتفاق ونۀ کړو. زمونږ د خلقو دا خيال وي چې ګنې ترقې د يو نوي انجمن قائمولو سره کېږي. د نادر خان تار ما له راغے چې کابل فتح شو او چې خلق خبر شو چې کابل فتح شو نو يو قسم خوشحالي پۀ خلقو راغله چې بيان ئې کولے نۀ شم. بله دا چې د قوم حوصلې زياتې شوې او د ملک د بر سر او د کوز سر نه جلوسونه او جنجونه را روان شول. پۀ جلوسونو کښې خلق ګډېدل ځکه چې ډېر خوشحاله وو. د غربينونو ډزې وې، ټوپکې هم خلاصېدې.

    دا ټول جلوسونه پۀ اتمانزو کښې يو ځاے شول او يوه لويه جلسه وشوه. پۀ جلسه کښې زمونږ نورو ملګرو هم تقريرونه وکړل او ما هم پۀ اخر کښې تقرير وکړو. د تقرير پۀ دوران کښې مې پښتنو ځوانانو ته ووې، د کابل د فتحې نه سبق واخلئ؛ د افغانستان د فتحې پۀ سلسله کښې ډېره حصه ستاسو د کوششونو ده. پۀ دنيا کښې داسې هېڅ کار نشته چې هغه کېدلے نۀ شي خو چې څوک ئې کولو پسې ملا وتړي. نپولين به وې چې زما پۀ ډائرۍ کښې د ناممکن لفظ نشته، تاسو اودۀ يئ، د دنيا نه بې خبره يئ، زۀ مو خبروم.

    کابل د1929ز کال پۀ اکتوبر کښې فتح شو او نادر خان د خپلې بادشاهۍ اعلان وکړو. پۀ دې خبره مونږ ډېر حېران شو ولې چې داسې کار ئې وکړو چې زمونږ پۀ خواب او خيال کښې نۀ ؤ ځکه چې هغۀ خو مونږ سره وعده کړې وه چې زۀ به نۀ باچا کېږم.

    مونږ خو پرېږده چې خپلو خلقو سره ئې کومې وعدې کړې وې، هغه ئې هم ماتې کړې. پۀ دغو ورځو کښې عبد الهادي خان چې کابل ته روان ؤ، مې وليدو. زما پۀ ليدو ئې وخندل او وې وئيل چې کم بخت پۀ يوه وعده هم ټينګ نۀ شو.کۀ بادشاهي ئې خوښه وه نو کم از کم د (Constitutional Monarchy) ‘کانسټيټېوشنل منارکي’ اعلان به ئې کړے وے. د نادر خان بې وفايۍ زمونږ پۀ خلقو ډېر خراب اثر کړے ؤ خو مونږ څۀ کولے شو. مونږ دا خبره خداے ته پرېښوده چې خداے دې سزا ورکړي چې بيا څوک قوم سره داسې قيصه نۀ کوي. د افغانستان د فېصلې نه پس مونږ وزګار شو. ميا احمد شاه صاحب مې هم راضي کړو او مونږ د خپلې صوبې د دورې اراده وکړه. زۀ او عبد الاکبر خان او احمد شاه د کوهاټ، بنو، ډېره اسماعيل خان پۀ دوره ووتو. د دوي تقريرونه به پۀ جرګه یعني يوتهـ ليګ (Youth league) وو او ما به خلقو سره د قوم او وطن خبرې کولې او پۀ هر ځاے کښې زمونږ دا دوره ډېره کاميابه ثابته شوه. ]مخونه [182-179

    ………………….

    څۀ وخت چې مونږ د پېرنګيانو خلاف سول نافرماني شروع کړه، هغه وخت کښې هغوي د افغانستان د حکومت پۀ امداد د مليانو پۀ ذريعه کار شروع کړو. عجيبه خبره خو ئې دا وه چې پېرنګيانو پۀ ما د کفر يوه فتوٰي تياره کړه او پۀ هغې باچا ګل او ماڼکي ملا دواړو دستخطونه وکړل او د دواړو ډلو د مليانو تائيد ؤ. عجيبه خبره خو دا وه چې مذهبي معاملو کښې د ماڼکي ملا او هډۍ ملا تعلق دار چرې متفق شوي نۀ دي او د يو بل مخالف وو چې پۀ يو بل به ئې د کفر فتوې لګولې لېکن زما پۀ فتوٰي د دواړو ډلو اتفاق ؤ. ولې چې دا د کفر فتوٰي پېرنګي لګولې وه او بله خبره ئې دا وکړه چې افغانستان هم پښتانۀ دي او د صوبه سرحد خلق هم، نو پکار دي چې دا علاقه هم افغانستان سره شي او د دې خبرې اشتهارات ئې پۀ ملک کښې تقسيم کړل. جلسې ئې کولې او پۀ هغو کښې به ئې دا تقريرونه کول چې دا ملک دې افغانستان سره شي، ولې پېرنګيانو ورته هېڅ نۀ وې. درېمه خبره ئې دا وکړه چې حاجي محمد امين چې زمونږ د دې پېښور علاقې نه تللے ؤ او پۀ هډه کښې پير شوے ؤ، د افغانستان د حکومت پۀ مصلحت پېرنګيانو د باچا ګل پۀ ذريعه پېښور ته راوغوښت. هغۀ دلته د دې خبرې کوشش وکړو چې د پښتنو سياسي توجه د پېرنګيانو نه بل خوا ته واړوي نو د ډمو پۀ بازار دۀ پکټنګ ولګوۀ. دغه وخت خدائي خدمتګار د پېرنګيانو برخلاف وو. پۀ دې کښې حاجي محمد امين خان راغے، مليان ورسره ملګري شول او ارباب عبدالغفور د تهکال هم ورسره مْلا وتړله او د خلقو توجه ئې د پېرنګيانو نه اړوله. دا هغه محمد امين دے چې پۀ مسجد نبوي صلي الله علېه وسلم کښې د رسول الله صلي الله علېه وسلم پۀ حضور کښې ئې ما سره وعده کړې وه چې زۀ به تا سره يو ځاے د خداے د مخلوق خدمت کوم. چې دوي به پکټنګ له ورغلل نو ډمې به راووتې او خلقو ته به ئې وې چې وګورئ! هلته خدائي خدمتګارو د پېرنګيانو پۀ کچرو پکټنګ لګولے دے او دوي راغلي دي زمونږ پۀ ‘دغه’ ئې پکټنګ لګولے دے. دوي به سترګې ښکته کړې خو دوه درې ورځې پس سکندر مرزا هغه ډمې پاڅولې چې د دوي نوم وشي. ]مخ [322

    ………………….

    بله ورځ زمونږ دوره د ملاکنډ اېجنسۍ وه. دغلته هم پولټيکل اېجنټ مسلمان ؤ. شېخ محبوب علي ئې نوم ؤ. دے د شېخانو د کلي ؤ. ډېر خراب انسان ؤ. د خېبر پۀ دوره کښې چې مونږ تلو نو د دورې انتظام د پوليس پۀ ذريعه ؤ. ډاکټر صاحب ته ما ووې چې د ملاکنډ د دورې انتظام د فوځ پۀ ذريعه کول پکار دي لکه څنګه چې پۀ وزيرستان کښې شوے ؤ او کۀ تۀ د فوځ انتظام نۀ شې کولے نو بيا به مونږ د خدائي خدمتګارو پۀ ذريعه د خپل حفاظت انتظام وکړو، ولې چې هلته پولټيکل اېجنټ شېخ محبوب علي دے. مونږ خبر شو چې شېخ محبوب علي راغلے دے او ګورنر کېرو سره ئې ملاقات کړے دے. دا سړے د انګرېزانو ډېر وفادار او بې ضميره اېجنټ ؤ او د دۀ د لاسه پښتون قوم ډېر تباه شوے ؤ. پۀ افغانستان کښې د برطانوي سفير سر هېمفرے پۀ چاکرۍ کښې د امان الله خان د حکومت تخته د دۀ پۀ ذريعه اوړېدلې وه او (بچه سقاو) ئې دکابل پۀ تخت کښېنولے ؤ. پۀ ډېره اسماعيل خان کښې د هندوانو خلاف فساد هم دۀ کړے ؤ؛ ولې چې دے دغه وخت کښې هلته اسسټنټ کمشنر ؤ. ]مخ [350

     

  • ‘پښتون’، دسمبر 1990 اتلسم ائیني ترمیم ته ګواښ او د باچاخان پمفلټ – باچاخان

     

     

    د نوي پاکستان نوے سرکار د ‘زیرو زور’ او ډېر شور سره د څلور سوه (400) ارپه روپیو د ګټې تمبل غږوي. دې څلور سوه اربو د پاره د نوي پاکستان نوے سرکار پۀ یو اېړ ټېکسونو کښې اضافې کولو سره د سرکارۍ اراضۍ، ګاډو او نورو اثاثو د خرڅ چغې هم وهي. د ملک د مبینه ‘لوټ شوي دولت’ د واپس راوړلو پۀ ځاے ‘ریاستي چنده مهم’ شروع دے او د ریاست د څلورو واړو ستنو اوږو ته سپین شنۀ کچکولونه ځوړند دي. ‘عسکري وزیراعظم’ اتۀ اتۀ ګېنټې عسکري هېډکوارټرو کښې ناست وي او دا هر څۀ چې راټول شي نو د ‘باجوه ډاکټرین’ صورت کښې اتلسم ائیني ترمیم ته کېدونکے ګواښ پۀ ډاګه شي.

    د فخرِ افغان باچاخان دا خور کړے شوے پمفلټ ډېر څۀ لري. هغه د پښتو متل دے چې ‘ګټندویه ښۀ دے کۀ ساتندویه؟’. خپله تېره حکومتي دوره (2012-2008) کښې عوامي نېشنل پارټۍ د صوبې د حقونو لړ کښې تاریخي ګټې لاس ته راوړې. صوبې پۀ پینځۀ کلونو کښې شپېتۀ کلن مزل وکړو. صوبه د خپلې تاریخي پېژندګلو سره پۀ خپله خاوره د خپل اختیار د نعرې معنٰي کښې هم د وسائلو د ملکیت د دعوې، د ژبې، تعلیم، منصوبه بندۍ او تجارت ترڅ کښې با اختیاره شوه. قام پرست سیاست چې کومې ګټې کړې وې، د ترهګرۍ او پروپېګنډې پۀ زور خطرې سره مخ شوې. نن د قبائیلو غاړې نه هم د ‘ازادۍ’ پړے غوڅ پروت دے. پښتونخوا کښې د پاکستاني شمېر سره سم اوس پښتانۀ د درې نیم کروړه نه څلور کروړه دي.

    دې سیمه کښې د سیاسي شعور ارتقاء ښائي چې د دې قام حقونه کۀ څوک د کوم ډاکټرین یا د تبدیلۍ د کومې نعرې پۀ فرېب تروړل وغواړي نو څلور کروړه پښتانۀ به ئې پۀ باچاخاني ننګ مزاحمت کوي.

    د ‘پښتون’ ګڼه کښې دې ته لیکلې شوې ‘یادګیرنه’ هم دلته د دې نوټ لاندې ولیکلې شوه چې سند وي.

    ياد ګيرنه

    د باچاخان دا تقرير د پمفلټ شکل کښې چاپ شوے دے ليکن پۀ پمفلټ تاريخ کال وغېره نۀ دي ليکلے شوي. د باچاخان پۀ اخري عمر کښې د خدائي خدمتګار تحريک سره دوباره عملي کولو ډېر ارمان ؤ. هغوي پۀ دغه لړکښې شروع هم کړې وه لېکن دغه ارمان ئې لۀ ځانه سره قبر ته يوړو. مونږ د ‘پښتون’ لوستونکو ته د وخت پۀ مناسبت دغه تقرير پېش کوو. هيله ده چې پښتانۀ به ترې فائده اوچته کړي. مدیر

    شروع کوم پۀ نامه د خداے چې بخښونکے او مهربان دے

    زما پښتنو وروڼو او عزيزانو!

    تاسو ډېر ښۀ قوم يئ! د ګټې يئ خو خپله ګټه سمبالولې نۀ شئ. خداے وطن هم ډېر ښۀ درکړے دے؛ د نعمتونو او دولتونو ډک دے خو هغه نن ستاسو نۀ دي. کۀ چرې ستاسو شي نو پۀ دې ملک کښې به هېڅ څوک غريب پاتې نۀ شي.

    تاسو د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ چې پۀ دې ملک کښې د پېرنګي حکومت ؤ نو د هغۀ نوم چا بې اودسه اخستے نۀ شو. لويو لويو خلقو به چې د سور پټکي (پوليس) وليدو نو تيارۀ به پرې راغله. داسې وېره وه چې نۀ څوک پۀ منبر ختے شو او نۀ ئې رښتيا وئيلے شول. مونږ چې به پۀ دې ملک کښې ګرځېدو او خلقو ته به مو وئيل چې مونږ د پېرنګي غلامان يو، راځئ چې يو شو او د دې غلامۍ نه ځان خلاص کړوــ نو مونږ پورې به دې غټو خلقو خندل او وئيل به ئې، دوي لېوني دي؛ پېرنګے خو غر دے، دوي غر سره ډغرې وهي. هلکو! خپل سر به مات کړئ.

    او دا به ئې وئيل چې پېرنګے د دې ملکه ځي نو پۀ دې ملک به ګز ګز سیکه وغورځوي ـــ خو چې تاسو راپاڅېدئ او د دې خپل قوم، د دې خپل ملک او د خداے د مخلوق د خدمت د پاره مو ملا وتړله؛ خپلې پرې جنبې، تربګنۍ، بغض او کينې مو پرېښوې، پۀ کور کښې وروڼه شوئ، ورورولي قامولي او اتفاق درکښې پېدا شو او د عدم تشدد لاره مو اختيار کړه نو وګورئ! خداے د پېرنګي د غلامۍ نه هم خلاص کړئ او حکومت ئې هم درکړو.

    تاسو پۀ دې خبره غور وکړئ چې هغه ازادي او حکومت درنه خداے ولې واخستۀ او د غلامانو غلامان شوئ؟ هغه ئې زمونږ نه ځکه واخستۀ چې مونږ کښې د پېسې محبت او د اقتدار شوق راپېدا شو او مونږ چې د خداے او قام سره کومې وعدې کړې وې چې مونږ هر څۀ چې کوو، ځان له نۀ کوو، قام له کوو او د خداے د پاره به ئې کوو؛ هغه مونږ پوره نۀ کړې او هېرې مو کړې. چې حکومت راغے پۀ مونږ امتحان راغے. مونږ ته چې ئې اختيارات پۀ لاس راغلل نو مونږ د هغې سره انصاف ونۀ کړے شو او لکه چې مونږ به وئيل چې کۀ ‘پوره وي کۀ سپوره وي پۀ شريکه به ئې خورو’، هغسې مو ونۀ کړے شول او هر چا به چې څۀ غوښتل نو قام له به ئې نۀ غوښتل، ځان له به ئې غوښتل.

    تاسو دې دنيا ته وګورئ! دې کښې ډېر قومونه دي چې هغه اسمانونو ته وختل، اباد شول او مونږ پۀ زمکه پاتې شو او پۀ داسې ښکلي ملک کښې د جوارو ډوډۍ نۀ مومو چې پۀ مړه ګېډه ئې وخورو. چې څنګه دغه قومونه دي، دغه شان مونږ هم يو قوم يو. دوي اباد شول، مونږ ولې اباد نۀ شو؟ ځکه اباد نۀ شو چې هغوي ګټې وکړي نو راغونډ شي او کښېني او ووائي چې دا ګټه د ټولو ده؛ وروره! تۀ ئې هم خوره، دے دې هم خوري، هغه دې ئې هم خوري او زۀ به ئې هم خورم ـــ او مونږ چې ګټه وکړو نو زۀ وايم چې زۀ به ئې خورم، تۀ وائي زۀ به ئې خورم نو دغه شان مونږ پۀ کور کښې اړوپړ شو او هغه ګټه چې مو کړې وي، هغه د نورو شي.

    تاسو وګورئ چې هندوستان تاسو ازاد کړو، پاکستان تاسو جوړکړو، دا ملک د پېرنګي د غلامۍ نه تاسو خلاص کړو. کۀ پېرنګے وے نو پاکستان به چرته ؤ؟ د پېرنګي سره جنګ چا کړے دے؟ د ملک نه چا ويستے دے؟ مونږ ويستے دے. د هغه وخت مسلم ليګ خو د پېرنګي سره ؤ ـــ نو دا ملک تاسو ازاد کړو او تاسو د غلامانو غلامان شوئ.

    دا ملک خداے تاسو ته درکړے دے. تاسو هغه زړه بجلي خو پرېږدئ، دا نوې تربېله چې ده، د دې امدن کروړونو نه اربونو ته رسي؛ خو هغه ستاسو دے؟ ستاسو خو نۀ دے!!!

    دا د مالګو کانونه چې خداے تاسو ته درکړي دي، د دې نه يو اېسېډ جوړېږي چې د هغې ټولې دنيا ته ضرورت دے او اربونه روپۍ امدن ئې دے، هغه ستاسو دے؟ ستاسو خو نۀ دے.

    او داسې نور ستاسو ملک کښې کانونه دي او ځنګلونه دي چې خلقو تالا کړل. اوس چې زۀ تاسو ته ګورم نو ستاسو دا حال دے چې دا جماعت اسلامي چې دے، د هغۀ دا کوشش دے چې دا پښتانۀ خپلو کښې پۀ جنګ کړي. دا ارباب سکندرخان خليل چا مړ کړو او پۀ څۀ ئې مړ کړو؟ هغه ملزم خو پوليس ته بيان ورکړے دے چې ما ته د جماعت اسلامي مشر دا وئيلي وو چې دا ارباب مړ کړه، خو پۀ داسې ځاے کښې ئې مړ کړه چې تا څوک ګرفتار نۀ کړے شي. دا ټوله تماشه پښتنو وروڼو تاسو ته جوړه ده. دغه شان چې افغانستان ته ګورم، هلته هم دا دښمنان پښتانۀ خپلو کښې جنګوي. کوشش دے چې تاسو د دنيا نه ورک کړي.

    پۀ دې هر څۀ چې ما څومره غور و فکر وکړو نو دا فېصله مې وکړه چې زۀ سياست نۀ کوم، خدمت کوم؛ ولې چې پۀ کوم ملک او قوم کښې ديانتدار، ايماندار، بې غرضه، پۀ قوم او ملک مئين خدمتګار پېدا شي او د خداے د پاره ملا وتړي نو هغه قوم او ملک اباد او ودان شي. تاسو دې خپل ملک ته وګورئ چې دلته د خدمت خلق پېدا نۀ شو او کۀ څۀ لږ ډېر پېدا شوي وو، هغوي چا خدمت ته پرې نۀ ښودل . نو وګورئ ستاسو د دې ملک څۀ حال دے؟

    زۀ ناجوړه خو يم، خو اراده مې وکړه چې تاسو پسې بيا وګرځم. کۀ چرې تاسو پوهه نۀ شوئ او دا خپلې پرې جنبې، تربګنۍ، بغض او کينې مو پرې نۀ ښودې او ټول قوم يو نۀ شوئ نو وروکېږئ؛ ولې چې دا مصيبت خو پۀ ټول قام او ملک راغلے دے او راروان دے، پۀ يوه ډله يا جماعت خو نۀ دے.

    خو تاسو دومره عجيبه قام يئ چې دوست او دښمن کښې تميز کولے نۀ شئ. زۀ خو پښتون يم، د پښتنو خېر غواړم؛ ځان له څۀ نۀ غواړم، تاسو له غواړم او د خداے د پاره ستاسو خدمتګار يم ـــ خو تاسو کښې داسې خلق شته چې هغه زما خلاف پروپېګنډه کوي. وائي چې دے د هندوانو ملګرے دے، روسي دے او امريکن دے. دا د خداے پۀ نزد پښتنو ډېره ناشکر ګزاري ده. زۀ خو چې څۀ کوم تاسو پښتنو له ئې کوم.

    زۀ وايم چې ټول پښتانۀ يو شو، کښېنو او يوه جرګه وکړو؛ صلاح او مشوره وکړو او د دې مصيبت نه د خپل ملک او قوم د خلاصېدو يوه داسې لاره راوباسو چې تباهي او بربادي زمونږ پۀ قوم رانۀ شي.

    1. مونږ خدائي خدمتګاريو، خداے خو خدمت ته ضرورت نۀ لري؛ د خداے خدمت د خداے د مخلوق خدمت دے. نو مونږ به د خداے د مخلوق خدمت د خداے د پاره کوو.
    2. مونږ به تشدد نۀ کوو. زمونږ عقيده پۀ عدم تشدد ده. تشدد پۀ خلقو کښې نفرت، وېره او نفاق پېدا کوي او عدم تشدد پۀ خلقو کښې مينه، محبت، خلوص، جرأت او اتفاق پېدا کوي. څنګه چې د تشدد پوځ او لښکر وي، هم دغه شان د عدم تشدد هم پوځ او لښکر وي. د تشدد وسله ټوپک دے او د عدم تشدد وسله تبليغ دے.
    3. مونږ به پرې جنبې، تربګنۍ او دښمنۍ نۀ کوو؛ نۀ به چا ته پۀ زړۀ کښې بغض يا کينه ساتو او نۀ به د چا نه بدل اخلو.
    4. )الف( مونږ به خراب رسمونه رواجونه پرېږدو، د هر قسم بد اخلاقۍ نه به ځان ساتو او د مظلومانو ملګري به يو. ساده ژوند به تېروو. چې څۀ خپله خورو، هغه به مېلمه ته ورکوو او تکلفات او بې ځايه خرڅونه به نۀ کوو.

    )ب( چې پۀ کوم کلي کښې زمونږ لويه جلسه وي، هغه کلي کښې به د جلسې خلق نۀ د چا ډوډۍ خوري، نۀ به چاے څښکي او نۀ به پاتې کېږي.

    )ج( چې کوم کلي کښې د جرګې اجلاس وي، د هغه کلي هر خدائي خدمتګار به خپله خپله تياره ډوډۍ د کوره راوړي او پۀ يو ځاے به کښېني او خوري به ئې.

    )د( کۀ خدائي خدمتګار پۀ دوره لاړ شي نو هلته به د هغه کلي خدائي خدمتګار د خپله خپله کوره خپله تياره ډوډۍ راوړي، تکلف به نۀ کوي او پۀ شريکه به ئې وخوري او پۀ يو سړي به نۀ بارکېږي.

    )ه( چاے چې مو يو ځل څښکلې وي نو بيا به ئې نۀ څښکو. پۀ يو وخت به د دوه پيالو نه زياتې هم نۀ څښکو. يو سحر او يو ماذيګر څښکو.

    1. هر خدائي خدمتګار به هره ورځ کم ازکم دوه ګينټې )ساعته( جسماني کارکوي.
    2. مونږ به د هېڅ عهدې يا مراعاتو خواهش نۀ کوو. خدائي خدمتګار کۀ راته څۀ حواله کوي نو غاړه به ترې نۀ غړوو. مونږ به د پېسې او اقتدار شوق نۀ کوو.

    زمونږ قبائيلي وروڼه زمونږ نه جدا نۀ دي، مونږ ټول يو قوم يو او د يو بابا اولاد يو. دا خو پېرنګيانو مونږ جدا کړي يو. ما ډېر ځله کوشش کړے ؤ چې دې قبائيلو ته لاړ شم خو پېرنګيانو پرېښودے نۀ يم. بيا چې زمونږ حکومت راغے، هغۀ هم زۀ دوي ته پرې نۀ ښودم. اوس به دوي سره صلاح مشوره کوو؛ چې څنګه د دوي خوښه وي، پۀ هغه شان به د دوي تنظيم جوړوو او پۀ خپله قامولۍ او ورورولۍ کښې به سره شريکېږو.

    زمونږ دا تحريک اصولي او د امن تحريک دے. زمونږ لوے مقصد دا دے چې پۀ خپل منځ کښې هم او پۀ ټوله دنيا کښې هم سوله او ارامي راشي او ټول انسانان د وروڼو پۀ شان ژوند وکړي. نن دنيا ته د امن او عدم تشدد ډېر ضرورت دے. مونږ اميد لرو چې د ټولې دنيا خلق به زمونږ سره پۀ دې کار کښې شريک شي او زمونږ سره به معنوي امداد وکړي.

     

  • د امامانو میاشت – باچاخان

    عبدالغفار، ‘زما ژوند او جدوجهد’، پېښور، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2018، مخونه 28-26

    لکه څنګه چې مونږ د خوشحالۍ اخترونه لرل، دغسې مونږ د غم او خفګان ورځې شپې هم لرلې.د امامانو مياشت یعني محرم د مسلمانانو يو شريک يادګار دے. زمونږ مسلمانانو ته پۀ دې کښې يو لوے درس او سبق پروت دے.د اسلام پېغمبر صلي الله علېه وسلم پۀ مدينه کښې د جمهوريت يوه روښانه ډيوه بله کړې وه، زۀ دا منم چې دغه جمهوريت يواځې د مدينې د ښار ؤ او د مسلمانانو ؤ یعني د مسلمانانو مشر او د رسول صلي الله علېه وسلم خلفاء او جانشينان به د صحابه کرامو پۀ رایې منتخب کېدل. پۀ ټوله دنيا کښې تيارۀ وه مګر پۀ مدينه منوره کښې د ډېموکرېسۍ ډیوه بله شوه او دا ډیوه هم د حضرت عمر رضي الله عنه پورې بله وه او کله چې د هغۀ د مرګ نه پس پۀ مسلمانانو کښې د پېسې او اقتدار شوق پېدا شو نو دغه ډیوه مړه شوه او تر اوسه پورې مړه ده. يورپ چې پۀ تيارۀ کښې پروت ؤ، هلته هغوي بله کړه. هغوي پرې روښانه شول او مسلمانانو چې هغه مړه کړې ده، تر اوسه پورې ئې بله نۀ کړې شوه او نن چې څومره د مسلمانانو ملکونه دي، پۀ هغې کښې ډېموکرېسي (جمهوريت) نشته. څۀ وخت چې اقتدار د بني اميه خاندان له پۀ لاس ورغے، معاويه راپاڅېدو، د مسلمانانو هغه حالت ئې هم ختم کړو. معاويه پۀ خپل ژوند د اقتدار او پېسو پۀ زور د خپل مرګ نه وروستو خپل زوي يزيد له د مسلمانانو نه بېعت واخست چې د مسلمانانو امير به وي. د اسلامي خلافت، ډېموکرېسۍ او قومي حکومت جوړولو د پاره پېغمبر صلي الله علېه وسلم او د هغوي اصحابو ډېرې هلې ځلې او جدوجهد کړے ؤ، ډېرې قربانۍ ئې ورکړې وې، ډېر زحمتونه ئې برداشت کړي وو او هغه بني اميه پۀ دغې چل ول لۀ منځه يوړل نو ځکه کۀ نور هر څوک چپ پاتې کېدے شو، حضرت حسېن چپ نۀ شو پاتې کېدے، دا مونږ مسلمانانو ته د ظالم او جابر حکمران سره د مقابلې درس راکوي.

    محرم ته پښتانۀ ‘د امامانو مياشت’ وائي، دا مياشت د غم او خفګان مياشت ده، خصوصاً پۀ اولو لسو (10) ورځو کښې به چا ښادي، خوشحالي، خندا، ټوقه ټقاله نۀ کوله. د حسنیانو پۀ اروا او د خداے پۀ نامه به خلقو شربتونه وېشل، لوي لوي خېراتونه به ئې کول، ښځو به پۀ کورونو کښې او نارينو به پۀ حجرو کښې جنګنامې لوستې او خلقو به ورته ژړل، اوښکې توئېدل به ئې ډېر ثواب ګڼلو، د شپې به ښځو پۀ کورونو کښې ويرکوۀ، هلکانو او جينکو به پۀ دې لسو ورځو کښې خېراتي دانې غونډولې او پۀ لسمه ورځ به ئې د جمع شوې غلې نه خېرات کوۀ. پۀ لسمه ورځ به نر او ښځې هديرو ته تلل، پۀ قبرونو به ئې د امام حسېن د تندې د يادولو پۀ نسبت اوبۀ اچولې، ماښام به هر چا د خپل حېثيت سره سم خېرات کوۀ او دې ته به ئې د حسنیانو خېرات وئيلو او د شپې پۀ ويرونو کښې به ئې دا ستائنې کولې،

    “حسېنه څوک به دې ژاړي!

    وائ وائ

    حسېنه! در زلالے!”

    او بيا به ئې سينې وهلې او ژړا انګولا به ئې کوله.

    مونږ پښتانۀ د حسېن ډېر قدر او عزت کوو او پۀ مونږ ډېرګران دے ځکه چې دے د رسول الله صلي الله علېه وسلم نمسے ؤ او پۀ هغوي ډېر ګران ؤ نو ځکه پۀ مونږ هم ډېر ګران دے. بله دا چې امام حسېن هم د حق او جمهوريت د پاره پاڅېدلے ؤ او مونږ هم د خپل حق او جمهوريت د پاره راپاڅېدلي یو، هغه هم مظلوم ؤ، مونږ هم مظلومان یو، هغه هم د ظلم سره د مقابلې د پاره را اوچت شوے ؤ او مونږ هم د ظلم سره د مقابلې د پاره راپورته شوي یو. هغۀ هم مسلمانانو له د جمهوريت حق ګټلو او مونږ هم مسلمانانو له د جمهوريت ګټو. هغۀ هم د امن د پاره کار کوۀ او مونږ هم د امن د پاره کار کوو.